The New Testament of our Lord and Saviour Jesus Christ

متى 1

د عيسىٰ مسيح نسب نامه

١ کتاب د نسب نامے د عيسىٰ مسيح ، نسل د داؤد ، نسل د ابراهيم . ٢ ابراهيم د اسحاق پلار وو ، اسحاق د يعقوب ، يعقوب د يهوداه اؤ دَ هغۀ دَ وروُڼو پلار وو. ٣ دَ يهوداه نه فِرص اَؤ زورح پيدا شو،د دوئ مور تامار وه. فِرص نه حصرون اَؤ حصرون نه رام پيدا شو. ٤ دَ رام نه عميناداب پيدا شو. د عميناداب نه نحشون پيدا شو اَؤ د نحشون نه سلمون، ٥ دَ سلمون نه بوعز،دَ دۀ مور راحب وه، دَ بوعز نه عوبيد پيدا شو،دَ دۀ مور روت وه.دَ عوبيد نه يَشى، ٦ اَؤ د يشى نه داؤد بادشاه پيدا شو. داؤد دَ سليمان پلار وو، دَ هغۀ مور اول دَ اوريا ښځه وه، ٧ دَ سليمان زوئے ر‌‌حبوعام وو، دَ رِحبوعام زوئے ابياه، دَ ابياه زوئے آساه. ٨ دَ آساه زوئے يهوسفط،دَ يهوسفط زوئے يورام اَؤ دَ يورام زوئے عُزياه، ٩ اَؤ دَ عُزياه زوئے يوتام اَؤ دَ يوتام زوئے احاز، دَ احاز زوئے حزقياه، ١٠ دَ حزقياه زوئے منسه،دَ منسه زوئے امُون، دَ امُون زوئے يوشياه، ١١ دَ يوشياه زوئے يکونياه، اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه په هغه زمانه کښے پيدا شول چه بنديوان بابل ته بوتللى شول. ١٢ دَ بنديوانئ اَؤ بابل ته دَ دوئ دَ بوتللو نه پس دَ يکونياه نه شلتئ ايل پيدا شو اَؤ شلتئ ايل دَ زرُوبابل پلار وو، ١٣ زرُوبابل دَ ابيهود،اَؤ ابيهود دَ اِلياقيم اَؤ اِلياقيم دَ عازور پلار وو. ١٤ اَؤ دَ عازور نه صدوق پيدا شو، صدوق دَ اخيم پلار وو، اخيم دَ اِليهود، ١٥ اِليهود دَ اِلعازر، اِلعازر دَ مَتان،مَتان دَ يعقوب، ١٦ يعقوب دَ يُوسف پلار وو. يُوسف دَ مريم خاوند وو چه عيسىٰ ترے پيدا شو څوک چه مسيح بللے کيږي. ١٧ دَ اِبراهيم نه تر داؤد پورے ټولے څوارلس پيړئ دى، اَؤ د داؤد نه بابل ته دَ بنديوان بوتللو پورے څوارلس پيړئ، اَؤ دَ بنديوانئ نه تر مسيح پورے څوارلس پيړئ دى.

دَ عيسـىٰ مسيح پيدايښت

١٨ دَ عيسىٰ مسيح دَ پيدايښت بيان داسے دے چه هر کله چه دَ هغۀ مور مريم يُوسف ته کوژدن شوه نو دَ وادۀ نه وړاندے معلُومه شوه چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه اُميدواره ده. ١٩ يُوسف يو نيک سړے وو، نو هغۀ دَ هغے دَ بدنامئ نه دَ بچ کولو دَ پاره په پرده کښے دَ کوژدن ماتولو نيت وکړو. ٢٠ هغۀ دا نيت کړے وو چه په دے کښے دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے ورته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه”َاے د داؤد زويه يُوسفه! دَ مريم سره دَ وادۀ کولو نه مه ويريږه ځکه چه دَ هغے اُميدوارى دَ رُوحُ القدس په قُدرت ده. ٢١ دَ هغے به زوئے وشى اَؤ تۀ پرے عيسىٰ نُوم کيږده، ولے چه هغه به خپل اُمت دَ ګُناهونو نه خلاصوى.“ ٢٢ دا هر څۀ ځکه وشول چه خدائے دَ نبى په معرفت څۀ وئيلى وُو هغه پُوره شى. ٢٣ « ګورئ، يوه پيغله به اُميدواره شى اَؤ زوئے به ئے وشى اَؤ دَ هغۀ نُوم به عمانوايل کيږ دى » چه معنىٰ ده، خدائے زمونږ مل دے. ٢٤ هر کله چه يُوسف دَ خوبه بيدار شو نو دَ خدائے دَ فرښتے حُکم ئے ومنو اَؤ مريم ئے خپل کور ته دَ خپلے ښځے په طور راوسته. ٢٥ اَؤ تر هغے ئے لاس ورنۀ وړو تر څو چه ئے زوئے پيدا شوے نۀ وو، اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو.

متى 2

نزرانے پيش کول

١ دَ هيروديس بادشاه په ورځو کښے دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے عيسىٰ پيدا شو. دَ هغه دَ پيدايښت نه پس بيتُ المُقدس ته دَ نمر خاتۀ دَ لورى نه دَ ستورو علم لرُونکى راغلل ٢ اَؤ وئيل ئے چه ”هغه د يهوديانو بادشاه کيدُونکے ماشُوم چه پيدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چه مونږ دَ نمرخاتۀ نه دَ هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے اَؤ هغۀ ته سجده کولو ته راغلى يُو.“ ٣ هيروديس بادشاه په دے آوريدو پريشان شو اَؤ دَ بيتُ المُقدس ټول اولس هم. ٤ هغۀ دَ يهوديانو ټول مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے دا سوال وړاندے کړو چه ”مسيح به چرته پيدا کيږي؟“ ٥ هغوئ ووئيل چه ”دَ يهوديه په بيتُ لحم کښے“. اَؤ هغوئ دَ هغے پيشن ګوئى حواله ورکړه چه په کښے دَ نبى په معرفت ليکلى شوى دى چه: ٦ « اَے دَ يهوديه دَ مزکے بيتُ لحم ښارئے ! تۀ دَ يهوديه په لويو ښارُونو کښے هيڅکله هم ورکوټے نۀ ئے، ځکه چه ستا نه به هغه سردار راؤزى چه زما دَ خلقو اِسرائيلو شپُون به وى.» ٧ هيروديس بيا دَ ستورو علم لرُونکى په پرده کښے راوبلل اَؤ دَ ستورى دَ راختو وخت ئے ترے يقينى کړو. ٨ هغۀ بيا دوئ بيتُ لحم ته واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شئ اَؤ دَ هغه ماشوم په حقله پُوره پُوره تحقيق وکړئ،اَؤ چه بيا ئے مُومئ نو ما خبر کړئ چه زۀ هم ورشم اَؤ سجده ورته وکړم.“ ٩ دَ بادشاه په حُکم هغوئ روان شول اَؤ هغه ستورے چه دوئ په راختو ليدلے وو دَ دوئ په وړاندے روان وو اَؤ آخر په هغه ځائے ودريدو چرته چه ماشُوم پروت وو. ١٠ هغوئ دَ ستورى په ليدو ډير خوشحاله شول. ١١ کورته په ننوتو ئے ماشُوم دَ خپلے مور مريم په غيږ کښے وليدو اَؤ ورته په سجده پريوتل . پس له هغے ئے خپلے هميانئ وسپړدے اَؤ هغۀ ته ئے نذرانے پيش کړے چه په کښے سرۀ زر،لوبان اَؤ مر وو. ١٢ هغوئ ته په خوب کښے دا حُکم وشو چه هيروديس بادشاه له بيرته مۀ ځئ،نو هغوئ په بله لار کورته واپس شول

مصرته هجرت کول

١٣ کله چه هغوئ رُخصت شول نو يُوسف ته دَ خدائے يوه فرښته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”پاڅه! ماشُوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ مصر ته هجرت وکړه، اَؤ تر هغے هلته ايسار شه چه زۀ درته ووايم ځکه هيروديس دَ دے ماشُوم په تلاش کښے دے چه ختم ئے کړي.“ ١٤ اَؤ يُوسف دَ خوبه بيدار شو اَؤ شپه په شپه ئے ماشُوم اَؤ د هغۀ مور مصر ته بوتلل، ١٥ اَؤ هلته دَ هيرديس تر مرګه پورے وو. دا دَ خدائے هغه وينا پُوره کول وُو چه هغۀ دَ نبى په معرفت وئيلى وُو چه « ما خپل زوئے دَ مصر نه راوبللو .»

دَ ماشُومانو قتل

١٦ هر کله چه هيروديس دَ مُسافرانو په دوکه پوهه شو نو زيات په قهر شو اَؤ حُکم ئے وکړو چه دَ بيتُ لحم اَؤ خوا اَؤ شا هغه ټول ماشُومان چه دوه کاله يا کم عُمر لرى، هغه وژنئ. دا حساب ئے دَ مُسافرانو دَ وينا په اندازه لګولے وو. ١٧ دغه رنګ هغه خبره چه دَ يرمياه نبى په وسيله شوے وه پُوره شوه چه : ١٨ « په راما کښے يو غږ واؤريدے شو چه راحيل په خپل زوزاد ژړا انګولا کوله، اَؤ هيڅ تسلى ئے قبوله نۀ کړه ځکه چه هغوئ نِشته.»

دَ مصر نه واپسى

١٩ کله چه هيروديس مړ شو نو ګورئ، دَ خدائے فرښته په مصر کښے يُوسف ته په خوب کښے حاضره شوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه ٢٠ ”پاڅه! ماشوم اَؤ مور ئے دَ ځان سره کړه اَؤ دَ دوئ سره دَ اِسرائيل مزکے ته لاړ شه، ځکه چه دَ چا نه چه دَ دے ماشُوم سر ته خطره وه هغوئ مړۀ دى.“ ٢١ نو هغه پاڅيدو، ماشوُم اَؤ مور ئے دَ ځان سره روان کړل اَؤ دَ اِسرائيل مزکے ته راغلل. ٢٢ خو چه دائے واؤريدل چه دَ خپل پلار هيروديس په ځائے ارخلاؤس دَ يهوديه بادشاه دے، نو هلته دَ تللو نه ويريدو. اَؤ چه په خوب کښے ورته دا خبر وشو نو هغه دَ ګليل علاقے ته بيرته لاړو، هلته هغه په ناصرت نُومے ښار کښے ديره شو. ٢٣ دا دَ نبيانو په وسيله دَ وئيلى شوے هغه خبرے تر سره کول وُو چه: ”هعۀ ته به ناصرى وئيلے شي.“

متى 3

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى وعظ کول

١ په دغه ورځو کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے چه دَ يهوديه په بيابان کښے ئے دا وعظ کولو چه ٢ ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى راتلُونکے ده!“ ٣ دا هغه څوک دے چه دَ يشعياه نبى په وسيله ئے ذکر شوے دے،يعنے: « په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے چه دَ مالک لاره جوړه کړئ اَؤ دَ هغۀ لارے نيغے کړئ.» ٤ دَ يحيىٰ جامے دَ اوښ دَ وړئ نه جوړے وے اَؤ دَ څرمنے کمر بند ئے تر ملا تاؤ وو اَؤ ملخان اَؤ ځنګلى ګبين ئے خوراک وو. ٥ دَ بيتُ المقدس،يهوديه اُردن اَؤ دَ ګير چاپيره وطن ټول خلق هغۀ ته راټول شول. ٦ هغو له ئے دَ ګناهونو په اِقرار کولو سره دَ اُردن دَ سيند په اوبو بپتسمه ورکړه. ٧ هغۀ چه وليدل ډير فريسيان اَؤ صدُوقيان دَ بپتسمے دَ پاره راځى نو ورته ئے ووئيل، ”اَئے دَ منګرو بچو! دا چا درته وښئيل چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ٨ نو توبه وکړئ اَؤ عملُونه سم کړئ! ٩ دا په زړۀ کښے مۀ راولئ چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ، ځکه چه زۀ درته دا وايم چه خدائے دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى. ١٠ دَ ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے اَؤ هر هغه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه به پرے کړے شى اَؤ اور ته به اچولے شى. ١١ زۀ تاسو له دَ توبے دَ دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چه به زما نه پس راځى هغه زما نه زيات زورَور دے. زَۀ دَ هغۀ د څپلو پورته کولو قابل هم نۀ يم. هغه به درله په رُوحُ القُدس اَؤ په اور بپتسمه درکوى. ١٢ ښاخئ دَ هغۀ په لاس کښے ده. هغه به خپل درمند په ښۀ شان پاکوى اَؤ غنم به په خيمه کښے جمع کوى، خو بُوس به په هغه اور کښے سوزوى چه هيڅ کله نۀ مرى.“

دَ عيسىٰ بپتسمه آخستل

١٣ بيا عيسىا دَ ګليل نه دَ اُردن غاړے ته راغے چه يحيىٰ دَ هغۀ بپتسمه وکړي. ١٤ خو يحيىٰ هغه منع کړو اَؤ وئيل ئے چه ”حاجتمند زَۀ يم چه ستا نه بپتسمه واخلم،اَؤ تۀ ماله راځے؟“ ١٥ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”په دے وخت داسے په کار دى ځکه چه مونږ له دغه شان دَ خدائے صداقت پوره کول مُناسب دى.“اَؤ بيا يحيىٰ دا ومنله. ١٦ دَ بپتسمے نه پس عيسىٰ دَ اوبو نه سمدستى راوختو اَؤ په هغه وخت آسمان ورته خلاص شو اَؤ دَ خدائے رُوح ئے وليدو چه دَ کونترے په شان په هغۀ راکُوزيدو. ١٧ اَؤ ګورئ،دَ آسمان نه دا آواز راغے چه ”دا زما خوږ زوئے دے چه په ما ګران دے اَؤ زۀ ترے رضا يم.“

متى 4

دَ عيسىٰ مسيح آزميښت

١ رُوح القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چه په اِبليس ئے وآزمائى. ٢ هغۀ څلويښت ورځے اَؤ څلويښت شپے روژه ونيوله اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو. ٣ بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفے وائى چه: «بنى آدم تش په ډوډئ نۀ پائى خو هغه په هر هغه خبره پائى چه دَ خدائے دَ خُلے نه وځى.»“ ٥ بيا اِبليس دَئے مُقدس ښار ته بوتلو اَؤ دَ خدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو، ٦ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه،ځکه چه صحيفے وائى چه: « هغه به ستا دپاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.»“ ٧ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه: «تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.»“ ٨ بيا ابليس هغه دَ يو دنګ غر څوکے ته وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټولے بادشاهئ ئے ورته په پُوره شان اَؤ شوکت کښے څرګندے کړے ٩ اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“ ١٠ خو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ورک شه شيطانه! صحيفے وائى چه: «تۀ به خپل مالک خدائے ته سجده کوے اَؤ تش دَ هغۀ بندګى به کوے.»“ ١١ نو اِبليس هغه پريښودو اَؤ فرښتے راغلے اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے شوے.

دَ عيسىٰ په ګليل کښے خدمت شروع کول

١٢ هر کله چه عيسىٰ واؤريدل چه يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته بيرته راغے. ١٣ ناصرت ئے پريښودو اَؤ په کفرنحُوم کښے ديره شو چه دَ درياب په غاړه دے، چه زبولون اَؤ نفتالى په سرحد دے. ١٤ دا دَ يشعيا نبى په وسيله شوے خبرے پُوره کوُل وو يعنے ١٥ «دَ زبولون اَؤ دَ نفتالى علاقه، دَ درياب طرف ته دَ اُردن نه پورے، دَغير قومونو ګليل! ١٦ هغه خلق چه په تيارۀ کښے ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، اَؤ څوک چه دَ مرګ په مزکه اَؤ په سُورى کښے ناست وُو، پرے رڼا راوختله.» ١٧ دَ هغے ورځے نه عيسىٰ دا وعظ شروع کړو چه ”توبه ګار شئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى درباندے راغله!“

دَ عيسىٰ مسيح څلورو ماهى ګيرو ته بلنه ورکول

١٨ عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه ګرزيدو چه دوه وروُڼه ئے وليدل، يو شمعون چه پطروس بللے شى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس. هغوئ په درياب کښے جال اچولو ځکه چه دوئ ماهى ګيران وُو. ١٩ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ماپسے راځئ اَؤ زَۀ به تاسو دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ٢٠ هغوئ سمدستى جالُونه پريښودل اؤ په هغۀ پسے روان شول. ٢١ عيسىٰ په مخه تلو اَؤ دوه نور ورُوڼه ئے وليدل، دَ زبدى زوئے يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا چه په کشتئ کښے ئے دَ خپل پلار زبدى سره جالُونه مُرمت کول. هغوئ ئے راوبلل ٢٢ اَؤ هغوئ سمدستى کشتئ اَؤ خپل پلار پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.

دَ عيسىا مسيح تعليم ورکول، وعظ کول اَؤ رنځوران جوړول

٢٣ عيسىٰ په ټول ګليل کښے و ګرزيدو،دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خلقو هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے روغوله. ٢٤ دَ هغۀ آوازه په ټول شام کښے خوره شوه اَؤ دَ هر رنځ رنځوران چه په عذاب آخته وُو، يعنے هغوئ چه بد رُوحونه په کښے وُو، ميرګو نيولى اَؤ شل ئے ورله راوستل اَؤ هغۀ روغ کړل. ٢٥ ډير خلق ورپسے روان شول چه دَ ګليل،دَ دِکپولس،دَ بيتُ المُقدس،دَ يهوديه اَؤ دَ اُردن دَ پورے غاړے اوسيدونکى وُو.

متى 5

دَ عيسىٰ مسيح په غرۀ باندے وعظ

١ کله چه عيسىٰ ګڼ خلق وليدل نو غرۀ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو. اَؤ کله چه دَ هغۀ مُريدان ورته راټول شول، ٢ نو هغۀ ورته داسے تعليم ورکول شروع کړو: بختور څوک دے؟ ٣ ”بختور دى هغوئ چه دَ رُوح غريبان دى ځکه چه دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده. ٤ بختور دى هغوئ چه غمژن دى، هغوئ به تسلى ومُومى. ٥ بختور دى هغوئ چه حليمان دى ځکه چه دوئ به دَ مزکے وارثان شى. ٦ بختور دى هغوئ چه دَ صداقت وږى تږى دى،دوئ به ماړۀ کړے شى. ٧ بختور دى هغوئ چه رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى. ٨ بختور دى هغوئ چه زړونه ئے پاک دى، هغوئ به دَ خدائے ديدن وکړى. ٩ بختور دى دَ اَمن راوستُونکى، خدائے به هغوئ ته خپل زامن ووائى. ١٠ بختور دى هغوئ چه دَ خدائے دَ رضا دَ پاره ربړولى کيږي، دَ آسمان بادشاهى دَ هغوئ ده. ١١ تاسو بختور يئ چه زما دَ پاره په ځان ملامتے،سختے زحمتے تيروئ اَؤ دَ خلقو قِسم قِسم دروغژنے بدے خبرے زغمئ. ١٢ دا هر څۀ تاسو په خوشحالئ اَؤ رُوڼ تندى وزغمئ ځکه چه په آسمان کښے ستاسو دَ پاره لوئے اَجر دے،ځکه چه ستاسو نه وړاندے هم دغه رنګ دوئ نبيان ربړولى دى.

مالګه اَؤ رڼا

١٣ تاسو دَ دُنيا دَ پاره مالګه يئ. که مالګه بے خونده شى نو څنګه به مالګينه شى؟ دا بيا په هيڅ کار نۀ راځى اَؤ دَ غورزولو اَؤ دَ پښو دَ لاندے کولو جوګه شى. ١٤ تاسو دَ ټول عالم دَ پاره رڼا يئ. کُوم ښار چه په غرۀ آباد وى هغه پټيدے نۀ شى. ١٥ چه ډيوه بله شى نو دَ اوږى لاندے نۀ شى کيښودے،بلکه دَ ډيوټ دَ پاسه ايښلے شى چرته چه دَ کور ټولو خلقو ته رڼا ورکوى. ١٦ اَؤ تاسو هم دغه رنګ دَ خلقو دَ وړاندے رڼا خوره کړئ دَ دے دَ پاره چه هر کله چه هغوئ ستاسو ښۀ کارُونه ووينى نو هغوئ به ستاسو دَ پلار چه په آسمان کښے دے،لوئى بيان کړى.

دَ شريعت تعليم ورکول

١٧ دا خيال مه کوئ چه ګنى زَۀ دَ دے دَ پاره راغلے يم چه شريعت اَؤ دَ نبيانو کتابُونه منسُوخ کړم. زۀ منسُوخ کولو ته نۀ يم راغلے بلکه پُوره کولو ته راغلے يم. ١٨ زَۀ درته دا وايم چه تر څو پورے چه دا آسمان اَؤ مزکه ختم شوى نۀ وى نو دَ شريعت يو ورکوټے حرف يا يو زبر قدر به هم ورک نۀ شى، تر څو چه دا هر څۀ سر ته ونۀ رسى. ١٩ نو که څوک سړے تِرنه يو پوټسکے دَ شريعت هم مات کړى اَؤ نورو خلقو ته دَ داسے کولو تعليم ورکړى نو دَ آسمان په بادشاهئ کښے به دَ دوئ ځائے دَ ټولو نه لاندے وى. خو هغه څوک چه په شريعت عمل وکړى اَؤ نورو ته ئے هم تعليم ورکوى، هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے لوئى بيا مُومى. ٢٠ زَۀ تاسو ته دا وايم، تر څو چه تاسو په صداقت کولو کښے دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو نه زيات نۀ يئ نو تاسو هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدے نۀ شئ.

دَ قهر په بابت تعليم

٢١ تاسو آؤريدلى دى چه زمُونږ پلارُونو ته وئيلى شوى وُو چه «قتل مه کوئ. هغه څوک چه قتل وکړى هغۀ ته به خامخا په عدالت کښے سزا ورکولے شى.» ٢٢ خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه خپل ورور ته قهر وکړى، هغۀ ته به هم ضرور په عدالت کښے سزا ورکړے شى. اَؤ که هغه خپل ورور ته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى،اَؤ که چرے ورته ليونے ووائى نو هغه به خامخا دَ هغے بدله کښے دَ دوزخ دَ اور سزا مُومى. ٢٣ که چرے تاسو دَ قُربانئ ځائے ته څۀ شے راؤړئ اَؤ درته راياد شى چه ستا ورور په څۀ خبره درنه خفه دے، نو خپله قُربانى په هغه ځائے پريږ ده، ٢٤ لاړ شه، اول خپل ورور پخلا کړه اَؤ بيا راشه اَؤ خپل نذر وړاندے کړه. ٢٥ که څوک په تا دعوىٰ لرى نو زر ورسره جوړه وکړه، کله چه تاسو دواړه عدالت ته روان يئ. ګنى هغه به دِ مُنصف ته حواله کړى اَؤ مُنصف سپاهى ته، اَؤ تۀ به قيد شے. ٢٦ زَۀ درته دا وايم، تر څو چه تۀ پيسه پيسه ادا نۀ کړے تر هغے به تۀ خلاص نۀ شے.

دَ زِنا په بابت تعليم

٢٧ تاسو ته معلُومه ده چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه « زنا مه کوئ.» ٢٨ خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه که يو سړے يوے ښځے ته په بده سترګه وګورى نو هغۀ په خپل زړۀ کښے دَ هغے سره زِنا وکړه. ٢٩ که چرے ستا ښئ سترګه دَ ګُناه سبب شى. نو وئے باسه اَؤ دَ ځانه ئے وغورزوه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے،نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى. ٣٠ اَؤ که چرے ستا ښئ لاس دَ ګُناه سبب شى نو پرے ئے کړه اَؤ وئے غورزوه. ستا دَ پاره دا غوره ده چه دَ خپل وجُود يو اندام بائيلے،نۀ چه ستا ټول وجُود دوزخى شى.

دَ طلاق په بابت تعليم

٣١ هغوئ ته وئيلى شوى وُو، کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى نو خامخا دِ هغے ته طلاق نامه ورکړى. ٣٢ خو زَۀ درته دا وايم چه کُوم سړے چه دَ حرام کارئ نه بغير په بل څۀ وجه خپله ښځه طلاقه کړى نو په هغے باندے زِنا کوى، اَؤ هر څوک چه طلاقه شوے ښځه وادۀ کړى هغه هم زِنا کوى.

دَ سوګند په بابت تعليم

٣٣ بيا دا تاسو آؤريدلى دىچه زمونږ نيکُونو ته وئيلى شوى وُو چه ”خپل سوګند مه ماتوئ بلکه خپل قَسم دَ خدائے دَ پاره خامخا پُوره کوئ.“ ٣٤ خو زۀ تاسو ته دا وايم چه چرے هم قَسم مه خورئ،په آسمان باندے هم نۀ،ځکه چه دا دَ خدائے تخت دے، ٣٥ اَؤ نۀ په مزکه ځکه چه دا دَ هغۀ دَ پښو چوکئ ده،اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس ځکه چه دا دَ لوئے بادشاه ښاريه ده، ٣٦ اَؤ نۀ په خپل سر ځکه چه تۀ دَ دے يو ويښتۀ هم په خپله مرضئ نۀ سپينولے اَؤ نۀ تورولے شئے. ٣٧ تاسو تش دَ هو په ځائے هو،اَؤ دَ نه په ځائے نه جواب ورکوئ. دَ دے نه زيات چى دے هغه دَ شيطان کار دے.

دَ بدل په حقله تعليم

٣٨ تاسو خبر يئ چه دا وئيلى شوى وُو چه «دَ سترګے په بدل کښے سترګه اَؤ دَ غاښ په بدل کښے غاښ.» ٣٩ خو زۀ تاسو ته دا وايم چه دَ هغه سړى برخلاف مه ودريږئ څوک چه درسره بد کوى. که څوک درله په ښى مخ څپيړه درکړى نو ګس مخ وروړاندے کړه. ٤٠ که چرے يو سړے ستا په قميص دعوىٰ لرى نو تۀ خپله چُوغه هم ورله ورکړه. ٤١ که چرے يو اِختيارمن تا يو ميل په بيګار بيائى نو تۀ ورسره دوه ميله لاړ شه. ٤٢ چه څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه اَؤ دَ داسے سړى نه مخ مۀ اَړوه څوک چه درنه قرض غواړى.

دَ دُښمن سره مينه کول

٤٣ تاسو خبر يئ چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو چه « دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ اَؤ دَ خپل دُښمن نه کرکه.» ٤٤ خو زَۀ درته دا وايم چه دَ خپلو دُښمنانو سره مينه کوئ،اَؤ څوک چه په تاسو ظُلم کوى دَ هغو دَپاره دُعا غواړئ، ٤٥ چه په دے تاسو دَ خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چه په بدو اَؤ په ښو يو شان خپل نمر راخيژوى اَؤ په ديانتدارو اَؤ په بدديانتو يو شان باران وروى. ٤٦ که چرے تاسو تش دَ هغو سره مينه کوئ څوک چه تاسو سره مينه کوى نو بيا تاسو دَ څۀ اَجر طمعدار يئ؟ ولے چه محصُولچيان هم دغسے کوى. ٤٧ که چرے تاسو تش په خپلو ورُوڼو سلام اچوئ نو دا کُومه نا آشنا خبره ده؟ دغه څۀ خو غير قومُونه هم کوى. ٤٨ تاسو کامل شئ لکه څنګه چه ستاسو آسمانى پلار کامل دے.

متى 6

دَ خيرات په حقله تعليم

١ خبردار چه دَ خپلے ديندارئ نمائش دَ خلقو په مخکښے ونۀ کړئ. که تاسو داسے وکړئ نو ستاسو دَ آسمانى پلار سره هيڅ اَجر نشته. ٢ هر کله چه تاسو څۀ خيرات کوئ نو ډنډوره کوئ ئے مه، لکه څنګه چه ئے رياکاران په عبادت خانو اَؤ کُوڅو کښے کوى چه خلق ئے وستائى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره موندلے دے. ٣ نه! تاسو چه کله خيرات کوئ نو په داسے شان چه ګس مو په دے خبر نۀ شى چه ستاسو ښئ لاس څۀ کوى. ٤ ستاسو نيکئ دِ خامخا په پړده کښے وى اَؤ ستاسو آسمانى پلار چه دا هر څۀ وينى چه تاسو ئے په پړده کښے کوئ، هغه به دَ دے بدل درکوى.

دَ دُعا په حقله تعليم

٥ بيا دا چه تاسو چه کله دُعا کوئ نو دَ رياکارانو په شان مه جوړيږئ! هغوئ دا ډيره خوښوى چه په عبادت خانو اَؤ چوکونو کښے دَ دُعا دَ دپاره ودريږي چه هر څوک ئے ووينى. زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پوره ومُوندلو. ٦ کله چه تاسو دُعا کوئ نو خپلے کوټے ته ننوزئ، ورپورے کړئ اَؤ خپل پلار ته په زارو شئ،څوک چه د پړدے په دغه ځائے کښے موجُود دے. اَؤ ستاسو آسمانى پلار څوک چه پټ رازُونه وينى، هغه به بدل درکوى. ٧ تاسو په دُعا کښے دَ نورو قومُونو په شان تکرار مه کوئ، دَ چا چه دا خيال دے چه دَ ډيرو وئيلو په وجه به د هغوئ واؤريدے شى. ٨ دَ هغو پيښے مه کوئ ستاسو آسمانى پلار ستاسو دَ غوښتو نه مخکښے ستاسو په حاجتُونو خبر دے . ٩ نو داسے دُعا کوئ: اَے په آسمان کښے زمُونږ پلاره ! ستا نُوم دِ پاک وى. ١٠ ستا بادشاهئ دِ راشى. ستا مرضى دِ په مزکه پُوره شى څنګه چه په آسمان کښے پُوره کيږى. ١١ مُونږ ته نن خپل ننئ رزق راکړه. ١٢ زمونږ قُصُورونه معاف کړه لکه څنګه چه مُونږ خپل قصُوروار معاف کړى دى. ١٣ اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه، خو مُونږ له دَ بدئ نه امان راکړه. ولے چه بادشاهئ اَؤ قدرت اَؤ لوئى تر هميشه پورے ستا دى. آمين. ١٤ ځکه چه که تاسو دَ هغه چا قصُور معاف کړئ چا چه درسره بد کړى وى،نو ستاسو آسمانى پلار به هم تاسو معاف کړى. ١٥ خو که چرے تاسو نور نۀ معاف کوئ نو ستاسو قصُورُونه به هم ستاسو آسمانى پلار معاف نۀ کړى.

دَ روژے په بابت تعليم

١٦ اَؤ دا هم چه هر کله چه تاسو روژه نيسئ نو دَ رياکارانو په شان ځانُونه خفه مه ښکاره کوئ.هغوئ خپل مخُونه ځکه ورانوى چه خلق ووائى چه ګنى دَ دوئ روژه ده زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغوئ خپل اَجر پُوره مُوندلے دے. ١٧ خو هر کله چه روژه نيسئ نو خپل سر غوړوئ اَؤ مخ وينځئ، ١٨ دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه ګنى ستا روژه ده،خو تش ستا آسمانى پلار څوک چه په پړده کښے دے اَؤ ستا پلار چه په رازُونو آګاه دے،هغه به تا ته ستا اَجر درکړى.

دَ آسمان خزانے

١٩ په مزکه ځان ته خزانے مه جمع کوئ چرته چه هغه بزے وهى اَؤ زنګ کيږي اَؤ غلۀ ورپسے کنډر کوى اَؤ پټوى ئے. ٢٠ خپل ځان ته خزانے په آسمان کښے جمع کوئ چرته چه نۀ بزے شته اَؤ نۀ زنګ چه دا خرابے کړى، اَؤ نۀ غلۀ ورپسے کنډر وکړى اَؤ په غلا ئے يوسى. ٢١ ځکه چه چرته ستا خزانه وى هلته به دِ زړۀ وى.

دَ جُسے رڼا

٢٢ سترګے دَ وجُود ډيوے دى. که ستا سترګے جوړے وى نو ستا ټول وجُود به رڼا وى. ٢٣ که سترګے دِ خرابے وى نو ستا ټول وجُود به په تيارۀ کښے وى. پس کُومه رڼا چه په تا کښے ده، که هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئے تور تم دے!

دَ خدائے مال

٢٤ يو غُلام هم دَ دوؤ مالکانو خدمت نۀ شى کولے. يا خو به هغه دَ يو نه کرکه کوى اَؤ دَ بل سره مينه،اَؤ يا به هغه دَ يو وفادار وى اَؤ دَ بل به هيڅ خيال نۀ ساتى. تاسو دَ خدائے اَؤ دَ دولت دواړو يو ځائے خدمت نه شئ کولے. ٢٥ ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خپل ژوند دَ پاره دَ خوراک څښاک سودا پريږدئ اَؤ دَ ځان پټولو دَ پاره دَ جامو غم مه کوئ. آيا ژوند دَ خوراک څښاک نه اَؤ وجود دَ جامو نه افضل نۀ دے؟ ٢٦ دَ هوا مارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى اَؤ نۀ ئے خمبُو کښے جمع کوى خو بيا هم ستاسو آسمانى پلار هغوئ له رزق ورکوى. تاسو دَ مارغانو نه ډير غوره يئ! ٢٧ په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه په انديښنو خپل ژوند يو ساعت قدرے زيات کړى؟ ٢٨ بيا دَ جامو انديښنے دَ څۀ دَ پاره؟ لږ فکر خو وکړئ چه سوسن څنګه په پټو کښے راټُو کيږي،هغوئ نۀ خو کار کوى اَؤ نۀ وريشى. ٢٩ خو بيا هم زَۀ تاسو ته دا وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ دوئ په شان جامے نۀ وے اغوستلے. ٣٠ که چرے خدائے هغه واښۀ چه نن شته اَؤ صبا په تنُور کښے سوزولے شى،هغو ته دا رنګ جامے اغوستولے شى،نو هغه به تاسو بے جامے ساتى څۀ؟ ستاسو عقيدے څومره کمزورے دى! ٣١ نو دا انديښنے مه کوئ چه څۀ به وخورُو يا څۀ به وڅښُو يا څۀ به اغُوندُو، ٣٢ په دے ټولو څيزونو پسے نور قومونه زغلى. ځکه چه ستاسو آسمانى پلار پوهيږي چه تاسو ته دَ هر څۀ حاجت دے. ٣٣ تاسو دَ هر څۀ نه اول دَ خدائے بادشاهئ اَؤ دَ هغۀ دَ ريښتينوالئ لټُون کوئ، نو نور هر څۀ به تاسو ته په خپله حاصل شى. ٣٤ ځکه دَ صبا غم مۀ کوئ،صبا به خپل غم په خپله کوى. دَ نن دَ پاره ننے غم کافى دے .

متى 7

دَ نورو خلقو دَ غيبُونو دَ لټولو په باب کښے

١ دَ نورو عيبُونه مه لټوئ چه ستاسو غيبونه هم ونشى لټولے. ٢ ځکه چه څنګه تاسو دَ نورو عيبُونه لتوئ دغه شان به ستاسو عيبُونه هم ولټولے شى،اَؤ څنګه چه تاسو دَ بل ميچ کوئ، دغه رنګ به ستاسو هم ميچ کيږي. ٣ تاسو د خپل ورور دَ سترګے خسڼى ته ولے ګوته نيسئ چه په خپله مو په سترګه کښے تير غړيږى؟ ٤ اَؤ تۀ څۀ رنګ خپل ورور ته دا وئيلے شے چه راشه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم،هر کله چه ستا په خپله سترګه کښے تير غړيږي؟ ٥ اَئے رياکاره! اَول دَ خپلے سترګے نه تير وباسه، نو بيا به ستا نظر تيز شى اَؤ د خپل ورور د سترګے نه به خسڼے هم وويستے شے. ٦ پاک څيزُونه سپوله مه ورکوئ، خپلے مرغلرے خنزيرانو ته مه غورزوئ. هغوئ به ئے تر پښو لاندے کړى اَؤ په تاسو به راوګرزى اَؤ ريچے ريچے به مو کړى.

غوښتل،لټول اَؤ ټکول

٧ وغواړئ نو دربه کړے شى،ولټوئ نو وبه ئے مُومئ، وټکوئ نو ور به درته بيرته شى. ٨ څوک ئے چه غواړى،هغه ئے آخلى، اَؤ څوک ئے چه لټُون کوى، هغه ئے مُومى، اَؤ څوک ئے چه ټکوى، هغۀ ته ور بيرته کيږي. ٩ په تاسو کښے داسے څوک شته چه زوئ ترے ډوډئ وغواړى اَؤ دَئے به ورله کاڼے ورکړى؟ ١٠ اَؤ يا چه ماهے وغواړى نو مار به ورکړى؟ ١١ که تاسو څوک چه دومره بدکاره يئ،په دے پوهيږئ چه خپل اَؤلاد له ښۀ څيزُونه ورکړئ، نو ستاسو آسمانى پلار به څومره غوره څيزونه هغه چا ته ورکوى چه څوک ئے ترے غواړى! ١٢ ځکه دَ نورو سره تل داسے سلُوک کوئ لکه څنګه سلُوک چه تاسو دَ ځان دَ پاره غواړئ، دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو تعليم دا دے.

تنګه دروازه

١٣ په تنګه دروازه ننوزئ ځکه چه دَ تباهئ دروازه اَرته ده،لاره ئے ښه پلنه ده اَؤ ډير په دغه لاره ځى. ١٤ خو کُومه دروازه چه دَ ژوند په لورى ده هغه ورکوټے ده اَؤ لاره ئے تنګه ده اَؤ دَ دے موُندُونکى هم لږ دى.

ونه اَؤ دَ هغے ميوه

١٥ دَ دروغژنو نبيانو نه خبردار اوسئ،داسے کسان چه دَ ګډو په جامو کښے تاسو ته راځى اَؤ په اصل کښے هغه داړُونکى شرمخان دى. ١٦ تاسو به هغوئ په خپله ميوه وپيژنئ. آيا دَ اَزغنو جاړو نه څوک انګور،يا دَ جاخُونو نه څوک اينځر راشُوکولے شى څۀ؟ ١٧ هم دغه شان ښه ونه ښه ميوه نيسى اَؤ دَ بدے ونے ميوه بده وى. ١٨ ښه ونه خرابه ميوه نۀ شى نيولے اَؤ نۀ خرابه ونه ښه ميوه نيولے شى. ١٩ اَؤ کُومه ونه چه ښه ميوه نۀ نيسى هغه پريکړے شى اَؤ په اور کښے غورزولے کيږى. ٢٠ ځکه زَۀ وايم چه تاسو به هغه په خپله ميوه وپيژنئ.

ما تۀ هيچرے نۀ وے پيژندلے

٢١ هر هغه څوک چه ماته مالک مالک وائى هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شى،خو صرف هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په رضا کار کوى. ٢٢ دَ قيامت په ورځ به ډير ما ته وائى چه مالکه! مالکه! مُونږ ستا په نُوم نبوت نۀ وو کړے څۀ؟ اَؤ ستا په نُوم مو پيريان نۀ وُو ايستلى څۀ؟ اَؤ هم ستا په نُوم ډيرے مُعجزے نۀ وے ښوولے څۀ؟ ٢٣ نو زَۀ به هغوئ ته په ډاګه ووايم چه ما تاسو هيچرے نۀ يئ پيژندلے،تاسو چه بے شرعے کارُونه کوئ زما نه لرے شئ!

دوه قسمه بنيادُونه

٢٤ اَؤ هغه سړے څوک چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے کوى،هغه به دَ هغه هوښيار سړى په شان وګڼلے شى چا چه خپل کور په يو مضبُوط ګټ باندے ودان کړے وو. ٢٥ اَؤ چه باران وشو، سيلاب راغے،زُول تير شو اَؤ دَ دۀ کور سره ئے ټکرے وخوړے، خو دا راپرے نۀ وتو ځکه چه بنيادُونه ئے په يو مضبُوط ګټ باندے وو. ٢٦ خو دَ هغه چا به څۀ انجام وى چه زما دا خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے نۀ کوى؟ دَ هغۀ مِثال دَ هغه ناپوهه سړى دے چا چه په شګو خپل کور جوړ کړے وو. ٢٧ باران ووريدو،سيلاب راغے،زُول تير شو اَؤ دَ دے کور سره ئے ټکرے وخوړے اَؤ راپريوتو اَؤ برباد شو. ٢٨ څه وخت چه عيسىٰ دا خبرے بس کړے نو خلق دَ هغۀ په تعليم حق حيران شول. ٢٩ ځکه چه هغۀ دَ هغوئ دَ اُستاذانو په شان نه،بلکه دَ اِختيار دَ خاوند په شان ئے تعليم ورکولو.

متى 8

دَ يو جُذامى روغول

١ څۀ وخت چه عيسىٰ دَ غرۀ نه راکُوز شو نو ګڼ خلق ورپسے وُو. ٢ خو اوس يو جُذامى وروړاندے شو اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل،”صاحبه! که تۀ غواړے نو ما پاکولے شے.“ ٣ عيسىٰ خپل لاس وراُږد کړو،پرِ ئے ولګولو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ به داسے وکړم،پاک شه!“اَؤ په هغه درنګ هغه دَ جُذام نه روغ شو. ٤ بيا عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”ګوره چه هيچا ته دَ دے حال ونۀ وائے. خو لاړ شه اَؤ خپل ځان کاهِن ته وښايه اَؤ کُومه شُکرانه چه مُوسىٰ مقرر کړے ده،هغه ورکړه. دا به ستا دَ روغتيا شاهدى شى.

دَ رومى صوبه دار نوکر جوړول

٥ اَؤ کله چه عيسىٰ کفرنحُوم ته داخل شو نو يو رُومى صوبه دار راغے اَؤ دَ هغۀ نه ئے اِمداد وغوښتو اَؤ وئيل ئے چه ٦ ”مالکه! زما يو نوکر په کور کښے شل پروت دے اَؤ ډير په عذاب کښے دے.“ ٧ عيسىٰ ورته ووئيل،” زَۀ به درشم اَؤ جوړ به ئے کړم.“ ٨ خو صوبه دار جواب ورکړو چه ”مالکه! زَۀ څوک يم چه تۀ زما کور ته راشے؟ ستا په تشه وينا به هم زما نوکر جوړ شى. ٩ زَۀ پوهيږم،ولے چه زَۀ دَ حُکم لاندے يم اَؤ سپاهيان زما دَ حُکم لاندے دى. زَۀ چه يو ته ووايم چه لاړ شه نو هغه لاړ شى، اَؤ چه بل ته ووايم چه راشه نو هغه راشى،اَؤ چه خپل غُلام ته ووايم چه داسے وکړه نو هغه ئے کوى.“ ١٠ عيسىٰ په حيرانتيا دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ هغه خلق چه ورپسے تلل هغوئ ته ئے ووئيل چه ”زۀ تاسو ته دا وايم چه ما داسے عقيده په بنى اِسرائيلو کښےهم چرته نۀ ده ليدلے. ١١ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نمر خاتۀ اَؤ دَ نمر پريواتۀ نه به ډير خلق داسے راځى چه دَ اِبراهيم،اسحاق اَؤ يعقُوب سره به دَ آسمان دَ بادشاهئ په ډوډئ کښے يو ځائے کښينى. ١٢ خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارے ته وغورزولے شى کُوم ځائے چه به ژړا انګولا اَؤ دَ غاښونو چيچل وى.“ ١٣ بيا عيسىٰ صوبه دار ته ووئيل چه ”اوس خپل کورته لاړ شه، نو ستا دَ عقيدے په وجه دِ داسے وى.“ نو په هغه درنګ هغه نوکر جوړ شو.

دَ ډيرو خلقو جوړول

١٤ عيسىٰ بيا دَ پطروس کور ته لاړو اَؤ دَ پطروس خواښے ئے په تبه پرته وليده. ١٥ نو دَ هغے لاس ته ئے لاس وروړو اَؤ دَ هغے تبه لاړه. هغه پاڅيده اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے آخته شوه. ١٦ کله چه ماښام شو نو خلقو عيسىٰ له ډير داسے کسان راوستل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ هغۀ دَ هغوئ نه په يو حُکم پيريان وشړل اَؤ ټول رنځوران ئے جوړ کړل، ١٧ چه دغه رنګ دَ يشعياه نبى په وسيله وئيلے شوے دا پيشن ګوئى پُوره شى چه : « هغۀ زمُونږ رنځونه اَؤ کمزورئ اُوچتے کړے.»

دَ عيسىٰ مسيح مُريد دَ جوړيدو په باب کښے

١٨ عيسىٰٰٰٰ چه دَ ځان نه چاپيره ګڼه وليده نو حُکم ئے وکړو چه پورے غاړے ته لاړ شئ. ١٩ يو دَ شرعے عالم ورغے اَؤ وئے وئيل چه ”اُستاذه! چرته چه تۀ ځے، زَۀ به هم درسره ځم.“ ٢٠ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”دَ لُومبړو خپل غارُونه وى اَؤ دَ هوا دَ مارغانو جالے، خو اِبن آدم دومره ځائے هم نۀ لرى چه سر په کښے ولګوى.“ ٢١ يو بل مُريد ورته ووئيل، ”مالکه! اول ماته اِجازت راکړه چه لاړ شم اَؤ دَ خپل پلار دَ کفن بندوبست وکړم.“ ٢٢ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تۀ ماپسے راځه،مړى به په خپله دَ مړو دَ کفن بندوبست وکړى.“

په درياب کښے دَ طوفان منع کول

٢٣ عيسىٰ بيا په کشتئ کښے سور شو اَؤ مُريدان ورسره شُو. ٢٤ ناڅاپى په درياب کښے يو لوئے طوفان راغے اَؤ څپے داسے اُوچتيدے چه په کشتئ راؤړيدے، خو هغه اُودۀ وو. ٢٥ نو هغوئ ورغلل اَؤ هغه ئے راويښ کړو اَؤ چغے ئے وهلے، ”اَئے مالکه! مُونږ دَ ډُوبيدو نه بچ کړه!“ ٢٦ هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو ولے دومره ويريدُونکى يئ؟ ستاسو دا عقيده څومره کمزورے ده!“ څۀ وخت چه هغه پاڅيدو اَؤ باد اَؤ اوبۀ ئے ورټلے نو قلاره قلارى شوه. ٢٧ خلق په دے ننداره ډير حيران شول اَؤ دوئ ووئيل چه ”دا لا څۀ رنګ سړے دے چه باد اَؤ اوبۀ ئے حُکم منى؟“

دَ دوو بد رُوحُونو نيولو سړو جوړول

٢٨ عيسىٰ چه دَ ګډريانو وطن ته پورے وتو نو دَ قبرُونو نه دوه سړى راووتل چه پيريانو نيولى وُو اَؤ دومره خطرناک وُو چه څوک په هغه لاره نۀ شو تيريدلے. ٢٩ هغوئ چغے کړے، ”اَے دَ خدائے زويه! ستا زمونږ سره څۀ دى؟ تۀ دلته دَ دے دَ پاره راغلے يئے چه مُونږ دَ وخت نه مخکښے په عذاب کړے څۀ؟“ ٣٠ لږ لرے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدلو. ٣١ اَؤ پيريانو زارى ورته وکړه، ”که چرے تۀ مُونږ شړل غواړے نو مُونږ دَ خنزيرانو دغه کنډک ته واستوه.“ ٣٢ هغۀ ورته ووئيل چه ”!ئځ“ نو هغوئ را بهر شول اَؤ په خنزيرانو ورننوتل اَؤ دَ خنزيرانو ټول کنډک په منډه شو اَؤ دَ غاړے نه ئے درياب ته ودانګل اَؤ په اوبو کښے ډُوب شول. ٣٣ شپُونکى ئے وتښتيدل اَؤ ښاريئے ته لاړل اَؤ څۀ چه په پيريانو تير شوى وُو هغلته ئے ټوله قيصه بيان کړه. ٣٤ په دے خبره دَ ښاريئے ټول خلق بهر راووتل چه عيسىٰ ووينى،اَؤ کله چه ئے وليدو نو ورته ئے ووئيل چه ”زمُونږ دَ حد نه بهر شه.“

متى 9

دَ يو شل سړى جوړول

١ نو عيسىٰ په کشتئ کښے کښيناستو اَؤ پورے ورتو اَؤ خپل ښار ته راغے. ٢ ورله څۀ کسانو يو شل سړے په کټ کښے راؤړو. دَ هغوئ عقيده چه ئے وليده نو عيسىٰ هغه سړى ته ووئيل چه ”زويه! خاطر جمع کړه،ستا ګُناهونه معاف شُو.“ ٣ په دے ځنے دَ شرعے عالمانو دَ ځان سره ووئيل چه ”دا ئے څۀ کُفر وغرَ وو.“ ٤ عيسىٰ په دے پوهه وو چه دَ دوئ په زړۀ کښے څۀ تير شول اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو داسے بد فکرونه ولے کوئ؟ ٥ آيا دا آسانه خبره ده چه څوک ووائى چه ګُناهونه دِ معاف اَؤ وبخښلے شُو اَؤ که دا ووائى چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ٦ دَ دے دَپاره چه ستاسو زړۀ ته پريوزى چه اِبن آدم ته په دُنيا کښے دَ ګُناهونو دَ بخښنے ورکولو اِختيار شته،“نو هغه شل سړى ته ئے مخ راواړ وو اَؤ وئے وئيل چه ”پاڅه! کټ دِ واخله اَؤ کور ته ځه!“ ٧ دے سره سړے پاڅيدو اَؤ کور ته لاړو. ٨ خلق په دے ننداره هيبت واخستل اَؤ بنى آدمو ته په داسے اِختيار ورکولو ئے دَ خدائے ثنا ووئيله.

دَ متى بلل

٩ څنګه چه عيسىٰ له دے ځايه وړاندے تير شو نو عيسىٰ متى نُومے يو سړے دَ محصول په څوکئ کښے ناست وليدو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ متى پاڅيدو اَؤ په هغۀ پسے روان شو. ١٠ څۀ وخت چه عيسىٰ دَ متى په کور کښے ډوډئ ته ناست وو نو ډير محصُولچيان اَؤ بد کاران دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ هغۀ سره ناست وُو. ١١ فريسيانو چه دا وليدل نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه ”دا ستاسو اُستاذ دَ محصُولچيانو اَؤ بدکارانو سره يو ځائے په ډوډئ ولے کښينى؟“ ١٢ عيسىٰ چه دا واؤريدل نو وئے وئيل چه ”روغو خلقو ته دَ طبيب حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته وى. ١٣ لاړ شئ اَؤ دَ دے خبرے په معنىٰ ځان پوهه کړئ: « ما ته دَ رحم حاجت دے،نۀ چه دَ قربانئ.» زَۀ دَ دے دَ پاره نۀ يم راغلے چه صادقان وبلم بلکه ګُناه ګاران.“

دَ روژے په بابت تپوس

١٤ بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دا عرض ئے وکړو چه ”څۀ وجه ده چه مُونږ اَؤ فريسيان خو روژے نيسو اَؤ ستا حواريان ئے نۀ نيسى؟“ ١٥ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو چرته جنجيان دَ وادۀ دَ زلمى په موجُودګئ کښے په ژړا ليدلى دى څۀ؟ يو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ بيا به هغه وخت دوئ روژه نيسى. ١٦ په زړه چُوغه باندے څوک نوے پيوند نۀ لګوى ځکه چه دا پيوند چُوغه نوره هم شلوى اَؤ نور لوئے سُورے په کښے جوړ شى. ١٧ اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى،اَؤ که نه،نو مشکُونه وشليږى اَؤ شراب توئيږى اَؤ مشکُونه برباديږى. بلکه نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچولے کيږي اَؤ دغه شان دواړه بچ کيږي.“

دَ عبادت خانے دَ مشر لُور اَؤ هغه ښځه چه دَ عيسىٰ جامو له ئے لاس وروړو

١٨ عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه يو سردار راغے اَؤ په سجده ورته پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس اوس مے لُور مړه شوه،خو راشه اَؤ خپل لاس پرے کيږده اَؤ هغه به ژوندئ شى.“ ١٩ عيسىٰ پاڅيدو، ورسره روان شو اَؤ مُريدان ورپسے روان شول. ٢٠ نو بيا يوه ښځه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه نۀ بنديده،دَ شا دَ طرفه راغله اَؤ هغه ئے دَ لمنے نه ونيولو. ٢١ ځکه چه دَ هغے دا باور وو چه ”که زَۀ تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړم،نو جوړه به شم.“ ٢٢ خو عيسىٰ مخ ورواړَ وو اَؤ هغه ئے وليده اَؤ ورته ئے ووئيل، ”زما لُورے! خاطر جمع کړه، ستا عقيدے تۀ روغه کړے.“ اَؤ هم هغه وخت هغه روغه شوه. ٢٣ کله چه عيسىٰ دَ سردار کورته راغے اَؤ شپيلئ غږوُونکى اَؤ شور کوُونکى ډير خلق ئے ناقلاره وليدل، ٢٤ نو هغۀ ووئيل چه ”په ډډه شئ،جينئ مړه نۀ ده،هغه اُودۀ ده.“اَؤ هغوئ ور پورے خندا وکړه. ٢٥ خو څۀ وخت چه ټول خلق بهر کړے شول نو هغه کوټے ته ننوتو اَؤ جينئ ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغه پاڅيده. ٢٦ دا قيصه په ټول مُلک کښے خوره شوه.

دَ دوؤ ړاندو سړو جوړول

٢٧ کله چه عيسىٰ وړاندے لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسے شول اَؤ دا چغے ئے وهلے، ”ائے دَ داؤد زويه! په مُونږ رحم وکړه!“ ٢٨ اَؤ څۀ وخت چه هغه کورته دَ ننه شو نو هغوئ ورله راغلل اَؤ عيسىٰ تپوس ترے وکړو، ”آيا ستاسو دا يقين دے چه زَۀ دا طاقت لرم چه تاسو چه څۀ غواړئ هغه زَۀ کولے شم؟ ”هغوئ ووئيل چه ”هو مالکه!“ ٢٩ بيا هغۀ دَ هغوئ سترګو له لاس وروړو اَؤ وئے وئيل چه ”څنګه چه ستاسو عقيده ده،دغسے دِ وشى.“ ٣٠ اَؤ دَ هغوئ سترګے بينا شوے. عيسىٰ په ټينګه هغوئ ته ووئيل، ”ګورئ چه څوک دَ دے په حقله څۀ وانۀ ورى.“ ٣١ خو هغوئ چه بهر ووتل نو په ټول مُلک کښے ئے دَ هغه په باب کښے دا خبره خوره کړه.

دَ يو چاړا سړى جوړول

٣٢ هغوئ په وتو کښے وُو چه يو سړے عيسىٰ له راوستے شو چه په ژبه چاړا وو اَؤ پيرے پرے ناست وو. ٣٣ پيرے ئے ترے وشړلو، نو هغۀ خبرے وکړلے. موجُودو خلقو په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ بنى اِسرائيلو په وطن کښے داسے کله هم نۀ دى شوى!“ ٣٤ خو فريسيانو ووئيل چه ”دَ پيريانو دَ سردار په مدد دَئے پيريان وباسى.“

په خلقو باندے دَ عيسىٰ مسيح زړۀ وسوځيدلو

٣٥ دغه شان عيسىٰ په ټولو کلو اَؤ ښارُونو وګرزيدو اَؤ دَ هغوئ په عبادت خانو کښے ئے تعليم ورکاوو اَؤ دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤروو اَؤ هر رنځ اَؤ هره کمزورتيا ئے جوړوَله. ٣٦ دَ هغه خلقو په ليدو ئے زړۀ وسوځيدولو ځکه چه هغوئ دَ بے شپُونکى ګډو په شان خوارۀ وارۀ اَؤ پريشانه وُو. ٣٧ هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”فصل ډير دے خو مزدُوران لږ دى. ٣٨ دَ دے دَ دپاره تاسو دَ فصل مالک ته سوال وکړئ چه هغه دَ فصل ريبلو مزدُوران راواستوى.“

متى 10

دَ عيسىٰ مسيح دولس مُريدان

١ بيا عيسىٰ خپل دولس مُريدان راوغوښتل اَؤ هغوئ له ئے دَ ناپاکو رُوحونو لرے کولو اَؤ دَ هر قِسم رنځُورانو اَؤ کمزورتيا روغولو اِختيار ورکړو. ٢ دَ هغه دولسو رسُولانو نومُونه دا دى، ړُومبے شمعُون چه پطروس ورته وائى اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس،دَ زبدى زوئے يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا، ٣ فيليپوس اَؤ برتلمائى،توما اَؤ متى محصولچى،دَ حلفى زوئے يعقوب اَؤ تدئ، ٤ شمعُون ننګيالے اَؤ يهوداه اِسکريوتى،يعنے هغه سړے چه په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړله.

رسولانو ته هدايت

٥ عيسىٰ دا دولس کسان دَ دے هداياتو سره وليږل چه ”دَ غير يهودى قومُونو په لورى مه ځئ اَؤ دَ سامريانو يوے يوے ښاريئے ته هم مه ننوزئ، ٦ خو دَ اِسرائيلو دَ کورنئ ورکو شوو ګدو ته لاړ شئ. ٧ اَؤ په تلو تلو کښے دا پيغام ورکوئ چه دَ آسمان بادشاهى نزدے راغلے ده. ٨ رنځُوران جوړوئ، مړى ژوندى کوئ،جُزاميان پاکوئ اَؤ پيريان وباسئ. تاسو ويړيا ومُونده،ويړيا ئے ورکوئ. ٩ سرهٔ زر یا سپین زر یا تانبه ځان سره په خپلے همیانئ کښے مه وړئ . ١٠ دَ لارے توښه مه آخلئ،مه دوه قميصُونه آخلئ،نۀ نور پيزار،نۀ اَمسا،ځکه چه مزدُور دَ خپلے مزدورئ حقدار دے. ١١ هر کله چه تاسو يو ښار يا کلى ته ورشئ نو دَ داسے سړى کره ورځئ چه دَ ورتلو لائق وي،اَؤ هلته تر هغے ايساريږئ تر څو چه رُخصت شوى نۀ يئ. ١٢ کُوم کور ته چه تاسو ننوزئ،دَ هغوئ سلامتى غواړئ. ١٣ که هغه دَ دے لائق وى نو ستاسو خير به ورورسى،اَؤ که لائق نۀ وى نو ستاسو خير به بيرته تاسو ته راوګرزى. ١٤ خو که چرے څوک تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته کيږ نۀ دى نو هر کله چه تاسو دَ هغه کور يا ښار نه بهر وزئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړه وڅنډئ. ١٥ زَۀ تاسو ته دا وايم چه په ورځ دَ قيامت به دَ صدوم اَؤ دَ عموره دَ ملک حال دَ دے ښار دَ حال نه ښۀ وى.

دَ راتلُونکى عذاب په حقله

١٦ ګورئ! زَۀ تاسو لکه دَ ګډو په شان شرمخانو ته آستوم. دَ مارانو په شان هوښيار اَؤ دَ کونترو په شان بے آزاره اوسئ. ١٧ خبردار اوسئ چه دوئ به تاسو عدالتُونو ته حواله کوى اَؤ په خپلو عبادت خانو کښے به مُونږ په کروړو وهى، ١٨ اَؤ زما دَ خاطره به تاسو حاکمانو اَؤ بادشاهانو ته پش کوى چه دَ هغوئ اَؤ غيرو قومُونو دَ پاره شاهِدان شئ. ١٩ خو هر کله چه تاسو ونيولے شئ نو دَ دے انديښنه مه کوئ چه تاسو به څۀ اَؤ څنګه ووايئ. چه وخت راشى نو هغه خبرے به په خپله ستاسو خُلے له راشى چه تاسو ته ئے ضرورت وى. ٢٠ ځکه چه دغه به تاسو په خپله خبرے کوُونکى نۀ يئ بلکه ستاسو دَ آسمانى پلار رُوح به په تاسو کښے خبرے کوى. ٢١ ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار به دَ زوى،اَؤ اَؤلاد به دَ مور پلار نه خلاف شى اَؤ وبه ئے وژنى. ٢٢ ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه کوى خو هغه سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى. ٢٣ کله چه تاسو په يو ښار کښے وربړيږئ نو بل ته هجرت وکړئ. زَۀ رښتيا درته وايم چه دَ دے نه آګاهو چه تاسو دَ بنى اِسرائيل په ټولو ښارُونو کښے وګرزئ چه اِبن آدم به راشى. ٢٤ شاګرد دَ خپل اُستاد نه لوئے نۀ وى اَؤ نۀ غلام دَ خپل مالک نه. ٢٥ دَ شاګرد دَ پاره دا کافى ده چه دَ اُستاد په شان شى اَؤ خادم دَ خپل مالک په شان. که چرے دَ کور مالک ته بعلزبُول وئيلے شوے دے نو دَ هغۀ دَ کور خلقو ته به ولے نۀ وائى؟

دَ چا نه ويريدل

٢٦ نو دَ هغوئ نه ويره مۀ کوئ. داسے پټ شے نِشته چه ښکاره به نۀ شى اَؤ نۀ داسے پټ څيز چه هغه به ونۀ پيژندے شى. ٢٧ څۀ چه زَۀ تاسو ته په تيارۀ کښے ووايم نو تاسو ئے په رڼا کښے وايئ. څۀ چه تاسو ته په غوږ کښےووئيلے شى هغه تاسو دَ کوټے په سر په چغو وايئ. ٢٨ دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو رُوح نۀ شى وژلے، بلکه دَ هغه چا نه ويريږئ څوک چه دَ رُوح اَؤ دَ بدن دواړو په دوزخ کښے دَ بربادولو توان لرى. ٢٩ آيا دوه چڼچڼے په يوه پيسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو دَ پلار دَ رضا نه بغير يوه هم په مزکه نۀ راپريوزى. ٣٠ اَؤ څو پورے چه ستاسو تعلق دے ستاسو دَ سر ويښتۀ هم شمارلى شوى دى. ٣١ پس هيڅ ويره مۀ کوئ،تاسو دَ بے شميره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

دَ خلقو په مخکښے دَ مسيح اِقرار کول

٣٢ هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما اِقرار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ اِقرار وکړم. ٣٣ اَؤ هر څوک چه دَ خلقو په وړاندے زما نه اِنکار وکړى، زَۀ به په آسمان کښے دَ خپل پلار په وړاندے دَ هغۀ نه اِنکار وکړم.

اَمن نه خو تُوره

٣٤ تاسو دا خيال هيڅ کله مه کوئ چه زَۀ دُنيا ته دَ اَمن راوړلو دَ پاره راغلے يم،زَۀ دَ اَمن راؤړلو دَ پاره نۀ يم راغلے خو دَ تُورے دَ پاره. ٣٥ زَۀ دے ته راغلے يم چه سړے دَ خپل پلار خلاف شى،لُور دَ مور اَؤ اِنږور دَ خواښے. ٣٦ اَؤ دَ سړى دُښمنان به دَ هغۀ دَ کور خلق وى. ٣٧ داسے يو سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه دَ مور پلار سره زما نه زياته مينه ساتى اَؤ هغه سړے هم زما لائق نۀ دے څوک چه زما نه زياته مينه دَ خپل زوئے اَؤ لُور سره کوى. ٣٨ داسے سړے زما لائق نۀ دے څوک چه خپله سولئ نۀ پورته کوى اَؤ زما په قدم نۀ ځى. ٣٩ څوک چه ځان ساتى هغه به ژوند بائيلى، اَؤ څوک چه زما دَ پاره ژوند بائيلى،هغه به ژوند بيا مُومى.

اَجر

٤٠ څوک چه تاسو قبلوى هغه ما قبلوى،اَؤ څوک چه ما قبلوى هغه زما راليږُونکے قبلوى. ٤١ هر هغه څوک چه يو نبى دَ نبى په نُوم قبُول کړى هغه به دَ نبى اَجر مُومى، اَؤ هر هغه څوک چه يو صادِق دَ صادِق په نُوم قبُول کړى،هغۀ ته به دَ صادِق اَجر ورکړے کيږي. ٤٢ هر هغه څوک که يو کنډول قدرے يخے اوبۀ دے ورکوټو ته زما دَ مُريدئ په وجه ورکړى، نو زَۀ درته دا وايم چه هغه سړے به بے اَجره پاتے نۀ شى.“

متى 11

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُنکى قاصدان

١ کله چه عيسىٰ خپلو دولسو مُريدانو ته هدايت ورکول ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو چه دَ هغوئ په ښارُونو کښے تعليم ورکړى اَؤ وعظ وکړى. ٢ يحيىٰ څوک چه بنديوان وو اَؤ دَ مسيح دَ کارُونو په حقله ئے واؤريدل،نو خپل مُريدان ئے ورته دَ دے پيغام سره ورواستول چه ٣ ”آيا هغه راتلُونکے تۀ يئے ؟ اَؤ که نه، مُونږ دَ بل چا اِنتظار وکړُو؟“ ٤ عيسىٰ ورله جواب ورکړو، ”لاړ شئ،څۀ چه تاسو آؤرئ يا وينئ،يحيىٰ خبر کړئ، ٥ چه ړاندۀ بينا کيږي،شل ګرزى، جُزاميان پاکيږى، کاڼۀ آؤرى اَؤ مړى ژوندى کيږى اَؤ خواران زيرے آؤرى. ٦ اَؤ بختور دے هغه څوک چه زما په وجه دَ تيندک خوړلو نه بچ کيږى.“ ٧ څۀ وخت چه استازى بيرته په لاره وُو نو عيسىٰ خلقو ته دَ يحيىٰ په حقله دا وينا شروع کړه، ”تاسو صحرا ته دَ څۀ څيز ليدلو ته تلى وئ؟ يوه لُوخه چه باد وړله نه؟ ٨ نو بيا تاسو څۀ ليدو له وتلى وئ؟ يو سړے چه ريښمينے اَؤ مهينے جامے ئے آغوستے وے؟ بے شکه چه تاسو داسے سړے په محلُونو کښے ولټوئ! ٩ نو تاسو بهر څۀ له تلى وئ، دَ يو نبى ليدو له؟ هو، بے شکه چه دَ يو نبى نه هم څۀ ډير لوئے! ١٠ دا هغه سړے دے چه دَ چا په باب کښے صحيفے وائى چه : « ګورئ زَۀ خپل پيغمبر ستا دَ وړاندے ليږم چه ستا لار ستا دَ وړاندے تياره کړى.» ١١ رښتيا درته وايم چه بپتسمه ورکُوونکے يحيىٰ نه لوئے زوئے لا يوے مور نۀ دے راوړے، خو بيا هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے څوک چه دَ ټولو نه ورکوټے دے، هم هغه دَ هغۀ نه لوئے دے. ١٢ دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ دَ راتلو دَ ورځو نه پس لا تر اوسه دَ آسمان په بادشاهئ باندے زور کولے شى اَؤ زورور ئے په زور رانيسى. ١٣ ځکه چه ټولو نبيانو اَؤ شريعت تر يحيىٰ پورے نبوت کاوو. ١٤ اَؤ يحيىٰ راتلُونکے اِلياس دے، خو که تاسو ئے ومنئ. ١٥ څوک چه غوږُونه لرى هغه دِ ئے واؤرى. ١٦ زَۀ دَ دے نسل مِثال څرنګه درکړم؟ دوئ لکه په بازار کښے دَ ناستو هلکانو په شان دے چه يو بل ته نعرے وهى چه ١٧ مُونږ درته شپيلئ وغږوله اَؤ تاسو ونۀ ګډيدئ، مُونږ درته وژړل اَؤ ځانونه مو ووهل خو تاسو ويرُونه نۀ کول. ١٨ ځکه چه يحيىٰ وږے تږے راغے اَؤ هغوئ وائى چه په هغۀ پيرے ناست دے. ١٩ اِبن آدم په خوړلو څښلو ورله راغے اَؤ دوئ وائى چه دَۀ ته ګورئ،يو ګيډور اَؤ شرابى، دَ محصولچيانو اَؤ بدکارانو ملګرے! خو بيا هم حِکمت په خپلو کارُونو صادِق ثابت شو.

په توبه نۀ کوُونکو ښارُونو باندے اَفسوس

٢٠ بيا هغۀ دَ هغه ډيرو ښاريو ذکر شروع کړو چرته چه هغۀ خپلے اکثرے مُعجزے ښکاره کړے وے اَؤ دَ هغوئ په ناتوبه ګار کيدو ئے هغوئ ملامته کړل. ٢١ هغۀ ووئيل چه ”اَفسوس اَئے خورازينه! په تا اَفسوس بيت صيدا ځکه چه که چرے دا مُعجزے چه تاسو ته ښکاره کړے شوے،که دا په صور اَؤ په صيدا کښے شوے وے نو دے خلقو به پخوا په ځان ټاټ تاؤ کړے اَؤ په اِيرو ناست توبے به ئے ايستلے وے. ٢٢ تاسو ته دا وايم چه دَ صور اَؤ صيدا حال به دَ قيامت په ورځ ستاسو دَ حال نه ښۀ وى. ٢٣ اَئے کفرنحومه! آيا تۀ به تر آسمانه اُوچت کړے شے؟ تۀ خو به عالم اَرواح ته وغورزوړلے شے. ځکه چه که دا مُعجزے چه په تا کښے ښکاره کړے شوے، که په صدُوم کښے شوے وے نو صدُوم به تر ننه آباد وو. ٢٤ خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ قيامت په ورځ به دَ صدُوم دَ خلقو حال ستاسو دَ حال نه ښۀ وى.“

ماله راشئ اَؤ آرام وکړه

٢٥ په هغه وخت عيسىٰ داسے ووئيل چه ”اَئے پلاره! دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالکه! زَۀ ستا ثنا وايم چه تا دا خبرے دَ پوهانو اَؤ هوښيارو نه پټے کړے اَؤ ماشُومانو ته دِ ظاهرے کړے. ٢٦ هو پلاره! دا ستا رضا وه. ٢٧ هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى،اَؤ هيڅوک بے دَ پلاره زوئے نۀ پيژنى، اَؤ نۀ څوک پلار پيژنى بے له زويه اَؤ بےله هغوئ نه چه زوئ ئے ورته ښکاره کوى. ٢٨ اَئے تاسو چه ټول خوارى کوئ اَؤ پنډ مو درُوند دے، ماله راشئ اَؤ زَۀ به آرام درکړم. ٢٩ زما جغ په غاړه کړئ اَؤ له ما نه زده کړئ،ولے چه زَۀ حليم يم اَؤ په زړۀ کښے غريب،اَؤ ستاسو رُوحونه به آرام مُومى. ٣٠ ولے چه زما جغ په وړلو کښے پوست دے اَؤ زما پنډ سپک دے.“

متى 12

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

١ يو ځلے چه عيسىٰ دَ سبت،يعنے دَ خالى په ورځ،دَ غلے په فصل تيريدو اَؤ دَ هغۀ مُريدان وږى شوى وُو، هغوئ دَ وږو په شُوکولو آخته شول اَؤ په خوړولو لګيا شول. ٢ څۀ وخت چه فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ګوره! ستا مُريدان داسے کار کوى چه دَ سبت په ورځ ناروا دے.“ ٣ هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”تاسو دا نۀ دى لوستلى چه داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى چه وږى شوى وُو نو هغوئ څۀ کړى وُو؟ ٤ هغه دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ قُربانئ ډوډئ ئے وخوړله اګر چه هغه په دَۀ اَؤ دَ دَۀ په ملګرو حرامه وه اَؤ تش کاهنانو ته حلاله وه. ٥ اَؤ تاسو په تورات کښے دا نۀ دى لوستلى چه دَ خُدائے په کور کښے دَ سبت په ورځ کاهنانو سبت مات کړے وُو اَؤ هغوئ پرے ګُناه ګار شوى نۀ وُو. ٦ زَۀ تاسو ته وايم چه دلته دَ خُدائے دَ کور نه څۀ نور هم لوئے څيز موجُود دے. ٧ که چرے تاسو دَ دے آيات په مطلب پوهه وئ چه: « زَۀ رحم خوښوم،قربانى نه،» نو تاسو به بے ګناه خلق ګُناه ګار کړى نۀ وُو. ٨ ځکه چه اِبن آدم دَ سبت مالک دے.“

يو سړے چه لاس ئے شل وُو

٩ عيسىٰ يو بل ځائے ته لاړو اَؤ دَ هغوئ عبادت خانے ته ورننوتو. ١٠ هلته ئے يو په لاس شل سړے وليدو اَؤ هغه خلقو دَ عيسىٰ نه تپوس وکړو چه ”آيا دَ سبت په ورځ روغول روا دى؟“ځکه چه هغوئ په دَۀ دَ تور لګولو بهانه لټوله. ١١ خو هغۀ ورته ووئيل چه ”فرض کړئ چه تاسو يوه ګډه لرئ اَؤ هغه دَ سبت په ورځ کندے ته پريوزى، په تاسو کښے داسے يو کس هم شته چه هغه به دَ سبت په ورځ دَ هغے دَ راخيژولو کوشش نۀ کوى؟ ١٢ اَؤ بے شکه چه اِنسان دَ ګډے نه ډير زيات قيمتى دے! ځکه دَ سبت په ورځ نيکى کول روا دى.“ ١٣ هغه سړى ته ئے مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”خپل لاس وغزوه.“ هغۀ لاس وغزوو اَؤ هغه دَ بل لاس په شان روغ جوړ شو. ١٤ خو فريسيان چه دَ عبادت خانے نه بهر ووتل نو دَ عيسىٰ دَ مړ کولو صلاح ئے وکړه.

دَ خُدائے مقرر کړے خادم

١٥ عيسىٰ په دے خبر شو اَؤ بيرته راستُون شو. ډير خلق په هغۀ پسے روان شول اَؤ هغۀ ټول هغه رنځوران روغ کړل. ١٦ اَؤ هغوئ ته ئے په کلکه ووئيل چه ”ما به نه ښکاره کوئ.“ ١٧ دا دَ يشعياه نبى دَ دے پيشن ګوئى پُوره کول وُو چه ١٨ «دا زما خادم دے چه ما غوره کړے دے، زما محبوب چه روح مے پرے خوشحاله دے. زَۀ به خپل رُوح په هغۀ سورے کړم، اَؤ هغه به غيرو قومُونو ته اِنصاف رسوى. ١٩ هغه به نۀ جګړه کوى، نۀ شور، اَؤ نۀ به په کُوڅو کښے دَ هغۀ آواز آؤريدے شى. ٢٠ هغه به چاؤدلى دُرمه قدرے هم نۀ ماتوى، اَؤ نۀ به لوګے کيدُونکے ليتکے مړ کوى، تر څو چه هغۀ اِنصاف بريالے کړے نۀ وى. ٢١ قومُونه به دَ هغۀ په نُوم اُميدونه تړى.»

عيسىٰ اَؤ بعلزبُول

٢٢ بيا هغوئ ورله يو ړُوند ګونګ سړے راوستو چه پيرے پرے ناست وُو. عيسىٰ هغه جوړ کړو، ژبه ئے ګويا شوه اَؤ په سترګو بينا شو. ٢٣ ليدُونکى خلق ټول حق حيران شول اَؤ دا خبره خوره شوه چه ”آيا دا دَ داؤد زوئے نۀ دے څۀ؟“ ٢٤ خو کله چه فريسيانو دا واؤريدل نو هغوئ ووئيل چه ”دا سړے دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان شړى.“ ٢٥ عيسىٰ دَ دوئ په نيتُونو خبر وُو، نو ځکه ئے هغوئ ته ووئيل، ”هره بادشاهى چه په خپلو کښے وويشلے شى هغه ويجاړيږى، اَؤ يو ښار يا کور هم څوک چه په خپلو کښے برخلاف وى پاتے کيدے نۀ شى. ٢٦ که چرے شيطان شيطان شړى نو بيا خوشيطان په خپله دَ ځان خلاف شو،نو دَ شيطان بادشاهى څنګه پاتے کيدے شى؟ ٢٧ اَؤ که چرے زَۀ پيريان دَ بعلزبول په مدد شړم نو ستاسو خپل مُريدان ئے په کُومه ذريعه شړى؟ نو هغوئ به په خپله ستاسو مُنصفان شى. ٢٨ اَؤ که زَۀ دا پيريان دَ خُدائے په مدد شړم نو دَ خُدائے بادشاهى په تاسو راغلے دَۀ. ٢٩ بيا څۀ رنګ يو سړے دَ يو زوروَر سړى په کور ورختے شى اَؤ دَ هغۀ اسباب تالا کولے شى؟ تر څو چه زوروَر سړے اول هغۀ تړلے نۀ وى دَ هغۀ کور نۀ شى لُوټلے. ٣٠ څوک چه ماسره نۀ دے هغه زما برخلاف دے. څوک ئے چه زما سره نۀ راغونډوى هغه ئے خوروى. ٣١ نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر داسے نشته چه دَ بنى آدم بخښلے نۀ شى، خو هغه کُفر چه دَ رُوحُ القُدس برخلاف لګولے شوے وى،به معاف نۀ شى. ٣٢ هر څوک چه دَ اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به معاف کړے شى، خو هر هغه څوک چه دَ رُوح القُدس بر خلاف خبرے کوى هغه به ورته معاف نۀ شى، نۀ په دے جهان کښے اَؤ نۀ په بل کښے.

ونه اَؤ دَ هغے ميوه

٣٣ يا خو ونه اَؤ دَ هغے ميوه ښه وګڼئ اَؤ يا ونه اَؤ دَ هغے ميوه بده وګڼئ،ځکه چه تاسو ونه دَ هغے په ميوه پيژندئے شئ. ٣٤ اَئے دَ مارانو بچو! ستاسو خبرے څنګه ښے کيدے شى چه په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ځکه چه کُومے خبرے چه په خُلۀ وزى هغه دَ زړۀ نه راوزى. ٣٥ ښه سړے دَ زړۀ دَ خزانے نه ښۀ څيزُونه راوباسى اَؤ بد سړے چه دَ زړۀ خزانه ئے بده وى هغه بد څيزونه راوباسى. ٣٦ زَۀ تاسو ته دا وايم چه داسے يو بے فائدے ټکے هم نشته چه سړے ئے دَ خُلے نه راوباسى اَؤ دَ قيامت په ورځ به دَ هغے حساب نۀ ورکوى. ٣٧ ځکه چه تۀ به په خپلو خبرو صادِق شے اَؤ په خپلو خبرو به ګُناه ګار شے“

مُعجزه غوښتل

٣٨ ځنے دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو ووئيل چه ”اُستاده! مُونږ غواړُو چه تۀ مُونږ ته دَ نخښے په ډول مُعجزه وښائے.“ ٣٩ هغۀ ورته جواب ورکړو، ”دا يوه بدکاره اَؤ زِناکاره پيړئ ده چه نخښے غواړى اَؤ دوئ ته يوه نخښه چه ورکيدے شى دَ يُونس نبى دَۀ. ٤٠ ځکه چه يُونس دَ ماهى په خيټه کښے درے ورځے اَؤ درے شپے تيرے کړے وے اَؤ دغه شان به اِبن آدم درے ورځے اَؤ درے شپے په مزکه کښے دَ ننه تيرے کړى. ٤١ دَ قيامت په ورځ چه هر کله دَ دے پيړئ سره حساب کيږي نو دَ نينيوه خلق به دَ دوئ خلاف ګواهى ورکړى اَؤ دوئ به مُجرم ثابت کړى،ځکه چه هغوئ دَ يُونس په وعظ توبه ګار شوى وُو. اَؤ څوک چه دلته دے،هغه دَ يُونس نه لوئے دے. ٤٢ دَ سهيل مَلِکه به دَ قيامت په ورځ دَ دے پيړئ سره په عدالت کښے ودريږى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى، ځکه چه هغه دَ دُنيا دَ بل ګُټ نه دَ سُليمان دَ حِکمت خبرے آؤريدو له راغلے وه،اَؤ څوک چه دلته دے هغه دَ سُليمان نه هم لوئے دے!

دَ ناپاک رُوح واپسى

٤٣ هر کله چه دَ يو بنى آدم نه يو ناپاک رُوح راوځى نو هغه په صحراګانو سر شى چه آرام ومُومى، خو وئے نۀ مُومى. ٤٤ نو بيا داسے ووائى چه زَۀ به بيرته هغه کور ته لاړ شم دَ کُوم نه چه راوتلے يم. نو هغه چه بيرته راشى نو کور خالى جارُو کړے اَؤ پاک ووينى. ٤٥ بيا هغه لاړ شى اَؤ نور اُووۀ رُوحُونه دَ ځان سره راولى چه دَ دَۀ نه هم زيات بد وى اَؤ هغوئ ټول راشى اَؤ دلته ديره شى،اَؤ دَ دوئ اَنجام دَ پخوا نه هم لا خراب شى. اَؤ دغه حال به دَ دے نافرمانه پيړئ هم وى.“

دَ عيسىٰ مسيح مور اَؤ ورُوڼه

٤٦ عيسىٰ لا دَ خلقو خبرے کولے چه مور اَؤ ورُوڼه ئے راښکاره شول اَؤ هغوئ بهر ودريدل اَؤ خبرے ئے ورسره کول غوښتل. ٤٧ په دے کښے چا ووئيل چه ”ستا مور اَؤ رُوڼه دلته بهر ولاړ دى،هغوئ درسره څۀ خبره کول غواړى.“ ٤٨ عيسىٰ هغه خبره کوُونکى سړى ته مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما مور څوک دَۀ اَؤ زما ورُوڼه څوک دى؟“ ٤٩ اَؤ بيا ئے خپلو مُريدانو ته مخ ورواړَوو اَؤ اِشاره ئے ورته وکړه، ”دا زما مور اَؤ زما ورُوڼه دى. ٥٠ هر هغه څوک چه زما دَ آسمانى پلار په وينا عمل کوى، هغه زما ورور دے،زما خور ده اَؤ زما مور ده.“

متى 13

دَ کروندے مِثال

١ هم په دغه ورځ عيسىٰ دَ کور نه بهر شو اَؤ دَ درياب په غاړه کښيناستو. ٢ اَؤ دومره ډير خلق ورته راټول شول چه دَئے ترے کِشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق ورته دَ درياب په غاړه ودريدل. ٣ هغۀ ډيرے خبرے سره دَ مِثالُونو هغوئ ته وکړے. هغۀ ووئيل چه ”زميندار کروندے ته لاړو. ٤ اَؤ چه کرونده ئے وکړه نو څۀ تُخم ترے دَ لارے په غاړه توئے شو اَؤ مارغان راغلل هغه ئے وخوړو. ٥ څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه شان خاوره وه اَؤ دا زر راوټو کيدلو ځکه چه مزکه ژوره نۀ وه. ٦ اَؤ چه نمر راوختلو نو تازه فصل ئے وسوزولو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نه وے نو وچ شو. ٧ څۀ تُخم په غنو کښے پريوتو،ازغى لوئے شول اَؤ فصل ئے لاندے کړو. ٨ اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو. هلته ئے غله وکړه، ځنى يو په يو سل،ځنى يو په شپيتۀ اَؤ ځنى يو په ديرش. ٩ که ستاسو غوږُونه وى نو دا خبره واؤرئ.“

دَ مثال مقصد

١٠ مُريدان عيسىٰ ته ورنزدے شول اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تۀ دوئ ته په مِثالُونو کښے خبرے ولے کوے؟“ ١١ هغۀ جواب ورکړو، ”دا دَ دے دَ دپاره چه تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ،خو هغه نورو ته دا پوهه نۀ ده ورکړے شوے. ١٢ ځکه چه دَ هر چا سره چه څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دے چه ورسره لا زيات شى،اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى دَ هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى. ١٣ ځکه زَۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے خبرے کوم،ځکه چه ”هغوئ ګورى خو وينى نه، آؤرى خو آؤرى نه اَؤ پوهيږى نه.“ ١٤ په هغوئ کښے دَ يشعياه نبى يوه پيشن ګوئى پُوره کيږي چه وائى: « تاسو به ئے بيا بيا آؤرئ ولے پرے پوهيږئ به نه، تاسو به ئے په سترګو وينئ ولے رسيږئ به پرے نه. ١٥ ځکه چه دَ دے اُمت زړُونه سخت شوى دى، غوږُونه ئے کاڼۀ شوى اَؤ سترګے ئے پټے شوے دى. ګنى دَ هغوئ سترګو به ليدلے، دَ هغوئ غوږُونو به آؤريدل اَؤ دَ هغوئ زړُونه به پوهيدل، اَؤ بيا به هغوئ بيرته راستُون شوى وئے اَؤ ما به روغ کړى وئے. » ١٦ خو ستاسو سترګے بختورے دى ځکه چه وينئ،اَؤ ستاسو غوږُونه بختور دى ځکه چه آؤرئ. ١٧ زَۀ تاسو ته وايم چه دَ ډيرو نبيانو اَؤ زبرګانو دا مرضى وه چه هغه څۀ ووينى چه کُوم تاسو اوس وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل،اَؤ هغه څۀ واؤرى کُوم چه تاسو اوس آؤرئ خو چرے ئے وا نۀ وريدل.

دَ کروندے دَ مِثال تشريح

١٨ تاسو بيا دَ زميندار مِثال واؤرئ: هر کله چه يو سړے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله څۀ آؤرى خو پرے رسى نه، ١٩ نو شيطان راشى اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ نه هغه کرلى شوى څۀ هم يوسى. دا هغه دَ لارے کرونده ده. ٢٠ په کاڼيزه مزکه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے چه هر کله چه يوه خبره واؤرى نو سمدستى ئے په خوشحالئ قبوله کړى. ٢١ خو هر کله چه جرړے ئے نۀ وى نو دَ ودريدو توان نۀ لرى، اَؤ هر کله چه تکليف راشى يا دَ کلام په وجه هغه راګير شى نو مُنکر شى. ٢٢ په غنو کښے دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام واؤرى خو دُنيادارى اَؤ دَ دولت مينه په دَۀ غالبه شى اَؤ کلام بے فائدے لاړ شى. ٢٣ خو کوُم تُخم چه په ښه مزکه وغورزيږي دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے څوک چه کلام آؤرى، پرے پوهيږي اَؤ ميوه هم راؤړى، ځنى خلق يو په سل،يا يو په شپيتۀ يا يو په ديرش.“

دَ غنمو په مينځ کښے دَ جمدر مِثال

٢٤ عيسىٰ يو بل مِثال هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان بادشاهى داسے ده چه يو سړے په خپل پټى کښے ښۀ تُخم وکرى. ٢٥ اَؤ کله چه خلق اُدۀ وى نو دُښمن ئے راشى اَؤ په هغه مزکه ورته دَ غنمو سره جمدر وکرى اَؤ لاړ شى. ٢٦ هر کله چه فصل زرغُون شى اَؤ وَږى وباسى نو جمدر په کښے ښکاره شى. ٢٧ دَ زميندار غُلامان خپل مالک له لاړ شى اَؤ ورته وائى، نائيکه! آيا تا په خپل پټى کښے ښۀ تُخم نۀ وُو کرلے، نو بيا دا جمدر په کښے دَ کُومه راغلل؟ ٢٨ هغه په جواب کښے وائى چه دا دَ دُشمن کارُونه دى. هغوئ ووائى چه آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دغه جمدر وکاږُو؟ ٢٩ هغه جواب ورکړى چه،دا ځکه چه هر کله چه تاسو جمدر وکاږئ نو غنم به هم ورسره وباسئ. ٣٠ پريږدئ چه دواړه پاخۀ شى، نو دَ لَو په وخت به زَۀ لوګرو ته ووايم چه اول جمدر وريبئ اَؤ دَ سوزولو دَ پاره ئے ګيډئ کړئ، پس له هغے نه غنم وريبئ اَؤ زما درمند ته ئے راؤړئ.“

دَ شړشم دَ دانے اَؤ خمبيرے مِثال

٣١ اَؤ يو بل مِثال عيسىٰ هغوئ ته وړاندے کړو چه ”دَ آسمان دَ بادشاهئ مِثال دَ شړشمو دَ هغه تُخم دے کُوم چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل پټى کښے ئے وکرلو. ٣٢ دا تُخم اګر چه دَ نورو ټولو تُخمونو نه ورکوټے وى خو کله چه دا لوئے شى نو دا دَ باغ دَ هرے بلے سبزئ نه لوئے وى، اَؤ داسے بُوټے شى چه دَ هوا مرغان راځى اَؤ دَ هغۀ په څانګو کښينى.“ ٣٣ عيسىٰ ورته دا مِثال هم ورکړو چه ”دَ آسمان بادشاهى لکه په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخستله اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے ګَډه کړله اَؤ بيا هغه ټول خمبيره شو.“

دَ مِثالونو استعمال

٣٤ عيسىٰ هغه خلقو ته دا ټولے خبرے په مِثالُونو کښے وکړے اَؤ رښتيا خو دا دى چه يوه خبره ئے هم بے مِثالونو ونۀ کړه. ٣٥ دا دَ نبى دَ پيشن ګويئ تصديق وُو چه : « زَۀ به په مِثالونو خبرے وکړم اَؤ هغه خبرے به څرګندے کړم چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے پټے ساتلے شوى دى. »

دَ جمدر دَ مِثال تشريح

٣٦ هغۀ بيا خلق رُخصت کړل اَؤ کور ته ورننوتو اَؤ مُريدان ورته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه“مُونږ په پټى کښے دَ جمدر په مِثال پوهه کړه.“ ٣٧ هغۀ په جواب کښے ووئيل چه ”ښۀ تُخم کرُونکے اِبن آدم دے، ٣٨ پټے دا دُنيا ده، ښۀ تُخم دَ بادشاهئ زامن دى اَؤ جمدر دَ شيطان اَؤلاد دے. ٣٩ اَؤ هغه دُښمن چا چه جمدر کرلى دى هغه اِبليس دے،فصل روستئ زمانه ده اَؤ لَو کوُونکى فرښتے دى. ٤٠ لکه څنګه چه جمدر په آخره کښے راټولولے شى اَؤ په اور سوزولے کيږي، ٤١ دغه شان په آخره کښے به اِبن آدم خپلے فرښتے وليږى اَؤ دَ هغۀ دَ بادشاهئ نه به هر هغه څيز راغونډ کړى چه سړے پرے تيندک خورى اَؤ هغه ټول خلق چه بد عمله وى. ٤٢ اَؤ دا به دَ اور شُغلو ته ورواچولے شى کُوم چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښُونو دَ چيچلو ځائے دے. ٤٣ اَؤ بيا به صادِقان دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے لکه دَ نمر ځليږى. که ستاسو غوږُونه وى نو واؤرئ.

درے مِثالونه

٤٤ دَ آسمان بادشاهى دَ هغه خزانے په مِثال ده چه په پټى کښے پټه وى. کُوم سړى چه دا ومُوندله نو بيا ئے ښخه کړه اَؤ په خوشحالئ ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه پټے ئے پرے واخستو. ٤٥ دَ آسمان دَ بادشاهئ دا يو بل مِثال دے چه يو سودا ګر دَ ښو مرغلرو په تلاش کښے وُو. ٤٦ هغۀ يوه ډيره غوره مرغلره ومُونده اَؤ دَ هغے دَ حاصلولو دَ پاره ئے خپل هر څۀ خرڅ کړل اَؤ هغه ئے واخسته. ٤٧ بيا دَ آسمان بادشاهى دَ هغه جال په شان ده چه سمندر ته اچولے شوے وى اَؤ په کښے قِسما قِسم کبان رانيولى شوى وى. ٤٨ هر کله چه ډک شو نو غاړے ته ئے راکښلو، نو بيا سړى ورته کښيناستل اَؤ ښه کبان ئے ترے نه جُدا کړل اَؤ په لوښو کښے ئے واچول اَؤ خراب ئے ترے نه وغُورزول. ٤٩ دغسے به دَ آخرے زمانے حال وى، فرښتے به ورشى اَؤ نيکان به دَ ورانکارو نه رابيل کړى، ٥٠ اَؤ ورانکارى به دَ اور شُغلو ته وغُورزوى، هغه ځائے چرته به چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل وى.“

نوے اَؤ زړے خزانے

٥١ عيسىٰ ورنه پوښتنه وکړه چه ”آيا تاسو په دے ټولو خبرو ورسيدئ څۀ؟“ اَؤ هغوئ دا جواب ورکړو چه ”.وه“ ٥٢ هغۀ دوئ ته ووئيل، ”هر کله چه دَ آسمان په بادشاهئ کښے يو اُستاذ زده کړے ته کښيناستو نو هغه دَ کور دَ مالک په مِثال دے، څوک چه دَ خپل ګودام نه زاړۀ اَؤ نوى څيزُونه راوباسى.“

دَ عيسىٰ مسيح په ناصرت کښے رد کيدل

٥٣ څۀ وخت چه عيسىٰ دَ مِثالونو بيان ختم کړو نو هغه دَ هغه ځائے نه روان شو، ٥٤ اَؤ خپل ښار ته راغے چرته چه هغۀ خلقو ته دَ هغوئ په عبادت خانو کښے تعليم ورکولو. نو هغوئ حيران شول اَؤ پوښتنه ئے ترے وکړه چه ”دا عقل اَؤ دا پوهه اَؤ دا مُعجزے دَۀ له کُومه ځايه ومُوندلے؟ ٥٥ آيا دے دَ ترکاڼ زوئے نۀ دے؟ آيا دَ دَۀ مور مريم نۀ ده اَؤ دَ دَۀ ورُوڼه يعقُوب،يوسف،شمعُون اَؤ يهوداه نۀ دى څۀ؟ ٥٦ اَؤ آيا دَ دۀ ټولے خويندے دلته زمُونږ سره نۀ دى څۀ؟ نو بيا دا خبرے دَۀ چرته زده کړے؟ ٥٧ دغه شان هغوئ دَ دَۀ برخلاف شول. اَؤ هغه په دے وينا مجبور شو چه ”نبى تل دَ خپل ښار اَؤ خپلے کورنئ نه بل هيڅ چيرته بے عزته شوے نۀ دے.“٥٨ هغۀ هلته زياتے مُعجزے ښکاره نۀ کړے ځکه چه دَ هغوئ ايمان نۀ وُو.

متى 14

دَ يحيىٰ بپتسمه ور کوُونکى مرګ

١ هم په دغه ورځو کښے هيروديس چه دَ ګليل حاکم وُو،دَ هغۀ غوږُونو ته چه دَ عيسىٰ شُهرت ورسيدو، ٢ نو هغۀ ټولو نوکرانو ته ووئيل چه ”دا بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے. هغه بيا راژوندے شوے دے،ځکه خو ورسره دَ مُعجزو طاقت هم دے.“ ٣ هيروديس دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وُو،زولنئ ئے ور اچولے وے اَؤ په قيد خانه کښے ئے غورزولے وُو. ٤ ځکه چه يحيىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ دے ساتل په تا حرام دى.“ ٥ هيروديس به هغه مړ کړے وُو خو دَ خلقو نه ويريدلو ځکه چه خلقو هغه نبى ګڼلو. ٦ خو هيروديس دَ سالګرے په ورځ دَ هيرودياس لُور دَ ميلمنو په وړاندے داسے وګډيده اَؤ هيروديس دومره زيات خوشحاله شو ٧ چه هغۀ سوګند وخوړو چه ”څۀ چه تۀ وغواړے،زَۀ به ئے درکړم.“ ٨ دَ مور په لمسه هغے ووئيل چه ”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر ما ته په تالى کښے راؤړه.“ ٩ بادشاه چه دا واؤريدل نو غمژن شو،خو دَ خپل سوګند اَؤ ميلمنو په وجه هغۀ دا حُکم وکړو چه دا سوال دِ پُوره کړے شى. ١٠ اَؤ سړى ئے واستول اَؤ دَ يحيىٰ سر ئے په قيد خانه کښے پرے کړو. ١١ سر ئے په تالى کښے ايښے راؤړو اؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور ته يوړو. ١٢ بيا دَ يحيىٰ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ تن ئے يوړو اَؤ ښخ ئے کړو. اَؤ هغوئ لاړل اَؤ عيسىٰ ته ئے حال ووے.

پنځۀ زرو سړو له ډوډئ ورکول

١٣ عيسىٰ چه دا قِصه واؤريده نو په يوه کِشتئ کښے يواځے يو خوشى ځائے ته لاړو. خوخلق خبر شو اَؤ په دَۀ پسے دَ ښارُونو نه دَ وچے په لاره پياده لاړل. ١٤ هغه چه غاړے ته راورسيدو نو يوه لويه ګڼه ئے وليده،زړۀ ئے پرے وسوزيدلو اَؤ چه څوک په کښے رنځُوران وُو هغه ئے روغ کړل. ١٥ ناوخته دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل، ”دا خوشے ځائے دے اَؤ ورځ تيره ده، خلق کلو ته رُخصت کړه چه ځان له خوراک واخلى.“ ١٦ هغۀ جواب ورکړو، ”دَ دوئ دتلو حاجت نِشته،تاسو دَ ځانه دوئ ته دَ خوراک څۀ ورکړئ.“ ١٧ هغوئ ووئيل چه ”مُونږ سره خو ټولے ټالے پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان دى.“ ١٨ هغۀ ووئيل،”دا ماته راکړئ.“ ١٩ بيا هغۀ خلقو ته ووئيل چه په واښو باندے کښينئ. بيا هغۀ دا پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل،آسمان پلو ئے وکتل، دُعا اَؤ برکت ئے وغوستو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ هغه ئے مريدانو ته ورکړے اَؤ مُريدانو هغه په خلقو تقسيم کړے. ٢٠ هغو ښه په مړه ګيډه خوراک وکړو اَؤ څۀ ترے پاتے هم شوے چه هغه هغوئ راټولے کړے نو دولس لوئے ټوکرئ ترے ډکے شوے. ٢١ خوا اَؤ شا پنځۀ زره سړو دغه ډوډئ خوړلے وه چه ښځے اَؤ ماشُومان په کښے شمار نۀ وُو.

په اوبو باندے ګرزيدل

٢٢ بيا عيسىٰ مُريدان کِشتئ ته وخيژول اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شئ. ٢٣ اَؤ چه خلق ئے رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چه يواځے دُعا وکړى،اَؤ ښۀ تر ناوخته پورے هغه هلته يواځے وُو. ٢٤ کشتئ هغه وخت دَ غاړے نه څو فرلانګه وړاندے تلے وه اَؤ دَ مُخالف باد اَؤ درياب دَ څپو له کبله سرګردانه وه. ٢٥ دَ شپے څلورم پهر کښے دَ درياب دَ اوبو دَ پاسه عيسىٰ هغوئ ته پياده روان شو. ٢٦ هر کله چه حواريانو دَئے دَ اوبو دَ پاسه روان وليدو نو هغوئ ويريدل اَؤ چغے ئے کړے، ”دا خو پيرے دے!“ ٢٧ عيسىٰ ورته سمدستى ووئيل چه ”مه ويريږئ! دا زَۀ يم چه ويره ونۀ کړئ.“ ٢٨ پطروس عيسىٰ ته ووئيل چه ”مالکه! که چرے دا ته ئے نو ماله حُکم راکړه چه زَۀ هم دَ اوبو دَ پاسه درشم.“ ٢٩ عيسىٰ ووئيل چه ”راځه!“پطروس دَ کِشتئ نه کُوز شو اَؤ دَ اوبو دَ پاسه دَ عيسىٰ په لور روان شو. ٣٠ خو هر کله چه هغۀ دَ طوفان زور وليدلو نو هغه ويريدو،اَؤ چه ډوبيدو نو چغے ئے کړے چه ”مالکه! ما بچ کړه.“ ٣١ عيسىٰ سمدستى خپل لاس وراُوږد کړو اَؤ هغه ئے دَ لاسه ونيوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”ستا عقيده څومره کمزورے ده! شک دِ ولے وکړو؟“ ٣٢ بيا هغوئ په کِشتئ کښے سوارۀ شول اَؤ طوفان ودريدلو. ٣٣ په کشتئ کښے ناست سړى ورته په سجده شول اَؤ وئے وئيل،”بے شکه! چه تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“

دَ ګِنيسريت په علاقه کښے رنځُوران جوړول

٣٤ اَؤ دغسے هغوئ پورے غاړے ته لاړل اَؤ دَ ګِنيسريت علاقے ته ورسيدل. ٣٥ دَ هغه ځائے خلقو عيسىٰ وپيژندو اَؤ ګير چاپيره خلق ئے خبر کړل اَؤ ټول رنځُوران ئے ورته راوستل. ٣٦ اَؤ هغۀ ته ئے سوال وکړو چه دوئ ته دا قدر اِجازت ورکړه چه ستا دَ چُوغے لمنے ته لاس وروړى، اَؤ هر چا چه لاس وروړو،هغه بيخى روغ شول.

متى 15

دَ مشرانو رسمُونه

١ بيا دَ فريسيانو اَؤ شرعے دَ عالمانو يوه ډله دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ ته راغله اَؤ دا سوال ئے راؤړو چه ٢ ”ستا مُريدان ولے پخوانى رسمُونه ماتوى اَؤ دوئ دَ ډوډئ نه وړاندے خپل لاسُونه څنګه چه وينځل په کار دى نۀ وينځى؟“ ٣ هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل چه ”دا تاسو څۀ کوئ چه دَ خپلو رواياتو دَ خاطره دَ خُدائے حُکم ماتوئ؟ ٤ ځکه چه خُدائے وئيلى دى چه : «دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ،» اَؤ «هغه څوک چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائی هغه دِ قتل شی.» ۵ خو تاسو وايئ چه که څوک پلار یا مور ته ووائى چه دَ کُوم څيز په وجه له ما نه تاسو ته فائده رسيده هغه دَ خُدائے شُکرانه شوه، ٦ نو پس دَ هغے نه هغه دَ خپل مور اَؤ پلار په عزت پړ نۀ دے. دغه شان تاسو دَ خُدائے قانُون دَ خپلو رواياتو په خاطر منسُوخ کړو. ٧ تاسو څومره مُنافقان يئ! يشعياه چه ستاسو په حقله دا پيشن ګوئى کوله، نو هغه رښتُونے وُو: ٧ «دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى خو زړۀ ئے رانه ډير لرے دے. ٩ دوئ بے فائدے زما عبادت کوى، ځکه چه دوئ خلقو ته دَ بنى آدمو حکمُونه دَ تعليم په ډول ورکوى.»

هغه څيزُونه چه اِنسان پليتوى

١٠ هغۀ خلقو ته غږ وکړو اَؤ وئے وئيل چه” زما خبره واورئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ. ١١ سړے په دے نه پليتيږي چه څۀ شے دَ هغۀ په خُلۀ ننوزى،بلکه په دے چه څۀ دَ خُلے نه وزى.“ ١٢ بيا مُريدان عيسىٰ له راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ته خبر ئے چه فريسيانو ستا دا خبرے بدے ګڼلے دى؟“ ١٣ هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم بُوټے چه زما آسمانى پلار لګولے نۀ وى هغه به دَ بيخه وويستے شى. ١٤ دوئ يواځے پريږدئ. دا ړاندۀ لار ښودُونکى دى، اَؤ که چرے يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښيئ نو دواړه به په کنده کښے پريوزى.“ ١٥ بيا پطروس ووئيل چه ”مُونږ په دے مِثال پوهه کړه.“ ١٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا تاسو هم لا تر اوسه دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟ ١٧ آيا تاسو ته دا نۀ ده معلُومه چه کُوم څيز چه په خُلۀ ننوزى، ګيډے ته لاړ شى اَؤ هغه دَ حاجت په لارے بهر وزى؟ ١٨ خو څۀ چه دَ خُلے نه راوزى هغه دَ زړۀ نه راځى اَؤ دغه څيز بنى آدم پليتوى. ١٩ ځکه چه وران خيالُونه،قتل،زِنا،حرامکارى،غلا،دَ دروغو ګواهى اَؤ کُفر دَ زړۀ نه راوزى. ٢٠ اَؤ دا هغه څيزُونه دى چه بنى آدم پليتوى، خو په نا وينځلو لاسُونو خوراک کول بنى آدم نۀ پليتيږي.“

دَ کنعانى ښځے عقيده

٢١ بيا عيسىٰ هغه ځائے پريښودو اَؤ دَ صور اَؤ دَ صيدا علاقے ته راغے ٢٢ اَؤ دَ هغے علاقے يوه کنعانى ښځه بهر راووتله اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے مالکه! په ما رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه! زما لُور پيريانو سخته نيولے ده.“ ٢٣ خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ زارى ئے وکړه چه ”دا ښځه لرے کړه ځکه چه په مُونږ پسے بے واره چغے وباسى.“ ٢٤ عيسىٰ جواب ورکړو ”زَۀ تش دَ اِسرائيل دَ خاندان دَ ورکو شوو ګډو دَ پاره راليږلے شوے يم.“ ٢٥ خو هغه ښځه راغله، دَ دَۀ په پښو پريوته اَؤ چغے ئے کړے، ”مالکه! زما مدد وکړه!“ ٢٦ عيسىٰ په جواب کښے ووئيل،”دا مُناسب نۀ دى چه دَ ماشُومانو برخه ډوډئ دِ څوک واخلى اَؤ سپو ته دِ ئے واچوى.“ ٢٧ هغے جواب ورکړو چه ”رښتيا دى مالکه! خو بيا هم سپى هغه ټکړے خورى کُومے چه دَ مالکانو دَ دسترخوان نه غوزيږي.“ ٢٨ نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”اَئے ښځے! ستا څومره لويه عقيده ده! چه څنګه تۀ غواړے، دغسے دِ وشى.“اَؤ هم په هغه ساعت دَ هغے لُور جوړه شوه.

دَ ډيرو خلقو جوړول

٢٩ دَ دغه ځايه چه عيسىٰ روان شو نو دَ ګليل درياب په غاړه غرُونو ته وختو اَؤ چه هلته کښيناستو ٣٠ نو ډير خلق ورته راغلل چه ورسره ګُډ،کاڼۀ،شل اَؤ ډير رنځُوران وُو. دوئ هغه خلق دَ دَۀ په پښو کښے کيښودل اَؤ هغۀ هغوى جوړل کړل. ٣١ هغه خلق په دے ډير حيران شول چه چاړاګانو خبرے وکړلے،مات ګُډ خلق روغ شول اَؤ ګرزيدل اَؤ ړاندۀ بينا شول اَؤ ټولو په دے دَ اِسرائيل دَ خُدائے لوئى بيان کړه.

څلورو زرو خلقو له ډوډئ ورکول

٣٢ عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زما په دے خلقو زړۀ سوځى،دوئ دَ دريو ورځو راسے ما سره دى اَؤ هيڅ ئے نۀ دى خوړلى. زَۀ دوئ نهر رُخصتول نۀ غواړم، کيدے شى چه دوئ په لارے دَ کمزورتيا نه پريوزى.“ ٣٣ مُريدانو جواب ورکړو چه ”په دے بيابان کښے به دومره خلقو له مُونږ ډوډئ دَ کُومه راؤړو؟“ ٣٤ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟“ هغوئ ځواب ورکړو چه ”اُووۀ ډوډئ اَؤ يو څو واړۀ کبان.“ ٣٥ نو هغۀ خلقو ته ووئيل چه په مزکه کښينئ. ٣٦ هغه اُووۀ ډوډئ اَؤ کبان ئے راواخستل،بيا ئے دَ خُدائے شکر ووے،ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړے،اَؤ مُريدانو په خلقو وويشلے. ٣٧ ټولو ځانُونه ښۀ ماړۀ کړل.اَؤ چه څۀ ټُکړے ترے پاتے شوے نو هغه ئے راتولے کړے. هغه دومره وے چه اُووۀ ټوکرئ ترے ډکے شوے. ٣٨ دَ بچو اَؤ ښځو نه علاوه څلورو زرو کسانو هغه ډوډئ خوړلے وه. ٣٩ هغۀ بيا خلق رُخصت کړل،کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ مګدن علاقے ته لاړو.

متى 16

دَ نخښو غوښتل

١ فريسيان اَؤ صدُوقيان عيسىٰ ته راغلل اَؤ دَ آزميښت په طور ئے ورته ووئيل چه ”مُونږ ته يوه نخښه وښيه.“ ٢ هغۀ جواب ورکړو چه ”تاسو دَ نماښام په وخت وايئ چه موسم به ښۀ شى ځکه چه آسمان سُور دے، ٣ اَؤ دَ سحر په وخت وايئ چه نن به سيلئ راشى ځکه چه آسمان سُور اَؤ دُوند دے . تاسو دَ آسمان دَ مخ تميز کولے شئ خو دَ زمانو په نخښو نۀ پوهيږئ. ٤ دا يوه ګُمراه پيړئ ده چه لا اوس هم مُعجزے غواړى. دوئ ته به صرف يوه مُعجزه ورکړے کيږى چه هغه به دَ يُونس وى. هغه ترے بيا روان شو اَؤ هغوئ ئے پريښول.

دَ فريسيانو اَؤ صُدوقيانو خمبيره

٥ چه بلے غاړے ته پورے وتل نو دَ مُريدانو نه ئے ډوډئ راؤړل هير شوى وُو. ٦ نو کله چه عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”دَ فريسيانو اَؤ دَ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه ځان ساتئ،“ ٧ هغوئ په خپل مينځ کښے دا بحث شروع کړو چه ”مُونږ ډوډئ نۀ ده راوړے.“ ٨ عيسىٰ دَ هغوئ دَ زړُونو په حال پوهه وُو،نو ځکه ئے ورته ووئيل، ”تاسو دَ ډوډئ فکر ولے آخستى يئ؟ اَئے بے عقيدے خلقو! ٩ تاسو لا تر اوسه نۀ ئے پوهه؟ آيا تاسو ته هغه پنځۀ ډوډئ اَؤ پنځۀ زره کسان ياد نۀ دى، اَؤ تاسو څومره ډکے ټوکرئ ترے اُوچتے کړے؟ ١٠ بيا هغه اُووۀ ډوډئ دَ څلورو زرو کسانو دَ پاره،اَؤ څومره ډکے ټوکرئ تاسو ته ترے پاتے وے؟ ١١ تاسو څرنګ په دے خبره پوهه نۀ شوئ چه ما دَ ډوډئ ذکر نۀ کاوو؟ ما درته وئيلى وُو چه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ خمبيرے نه به ځان ساتئ.“ ١٢ بيا هغوئ مطلب ته ورسيدل چه دَ ډوډئ دَ خمبيرے نه ځان ساتل نه،بلکه دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو دَ تعليم نه ځان ساتل دى.

دَ پطروس دَ عيسىٰ اِقرار کول

١٣ هر کله چه هغوئ دَ قيصريه فيليپئ علاقے ته راغلل نو عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه ”خلق څۀ وائى چه اِبن آدم څوک دے؟“ ١٤ هغوئ جواب ورکړو،”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ،ځنے اِلياس،ځنے يرمياه اَؤ يا دَ نبيانو نه بل څوک.“ ١٥ هغۀ ورته ووئيل چه ”تاسو څۀ وايئ،چه زَۀ څوک يم؟“ ١٦ شمعُون پطروس جواب ورکړو،”تۀ دَ ژوندى خُدائے زوئے مسيح ئے.“ ١٧ بيا عيسىٰ ووئيل، ”اَئے دَ يوحنا زويه شمعُونه! تۀ بے شکه بختور يے. تا دا خبره دَ فانى اِنسان نه نۀ ده زده کړے بلکه زما آسمانى پلار دا ستا په زړۀ کښے اچولے ده. ١٨ خو زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ پطروس ئے،چه معنىٰ ئے ګټ دے، چه زَۀ به خپل جماعت په دے ګټ آبادوم،اَؤ مرګ به په دے هيڅ کله غالبيدے نۀ شى. ١٩ زَۀ به تا له دَ آسمان دَ بادشاهئ کُنجيانےدرکړم، هر څۀ چه تۀ په مزکه تړے هغه به په آسمان کښے وتړلے شى،اَؤ هر څۀ چه تۀ په مزکه پرانزے هغه به په آسمان کښے پرانستلے شى.“ ٢٠ بيا هغۀ خپلو مُريدانو ته په ټينګه ووئيل چه ”هيچا ته دا مۀ وايئ چه مسيح زَۀ يم.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو په بابت پيشن ګوئى

٢١ دَ هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مُريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چه ”ضرورى دى چه زَۀ به بيتُ المُقدس ته ځم اَؤ هلته به دَ مشرانو اَؤ دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو له لاسه ډير آزارولے شم اَؤ ووژلے شم اَؤ په دريمه ورځ به بيا پاڅولے شم. ٢٢ بيا پطروس هغه دَ مټ نه ونيوو اَؤ ملامت ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه ”خُدائے دِ نۀ کړى مالکه! په تا دِ داسے هيڅ کله هم ونۀ شى.“ ٢٣ بيا عيسىٰ مخ ورواړوو اَؤ پطروس ته ئے ووئيل، ”لرے شه شيطانه! تۀ زما دَ لارے خنډ ئے، تۀ دَ بنى آدمو غوندے سوچ کوے، دَ خُدائے په رنګ نه.“ ٢٤ بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”څوک په ما پسے راتلل غواړى، هغه دِ دَ خپل ځان نه مُنکر شى، خپله سولئ دِ په خپله راواخلى اَؤ ما پسے دِ راځى. ٢٥ څوک چه ځان بچ کوى هغه به ئے ورک کړى،خو که څوک زما دَ خاطره ځان ورک کړى هغه به خپل ژوندُون بيا مُومى. ٢٦ که يو سړے دَ خپل ژوندُون په بدل کښے ټول جهان ومُومى نو څۀ ئے ومُوندل؟ اَؤ دَ خپل ژوندُون دوباره مُوندلو دَ پاره هغه کُومه بيعه ورکولے شى؟ ٢٧ ځه چه اِبن آدم به دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ خپلو فرښتو په ملګرتيا کښے راځى اَؤ بيا به هغه هر چا ته دَ خپل کړى عمل بدل ورکوى. ٢٨ زَۀ تاسو ته دا وايم چه په دے ځائے کښے داسے کسان شته چه هغوئ به تر هغے نۀ مرى تر څو چه هغوئ اِبن آدم خپلے بادشاهئ ته په راتلو ونۀ وينى.“

متى 17

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

١ شپږ ورځے پس عيسىٰ پطروس،يعقوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا دَ ځان سره يو اُوچت غر ته وخيژول. هلته دوئ يواځے وُو. ٢ اَؤ دَ هغوئ په موجودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل شو اَؤ دَ هغۀ مخ لکه دَ نمر وځليدو اَؤ دَ هغۀ جامے لکه دَ رڼا سپينے شوے. ٣ اَؤ هغوئ وليدل چه مُوسىٰ اَؤ اِلياس ورله راغلل اَؤ دَ هغۀ سره ئے خبرے کولے. ٤ بيا پطروس ووئيل، ”مالکه! دا څومره ښه خبره ده چه مُونږ هم دلته موجُود يُو. که ستاسو خوښه وى نو زَۀ به دلته درے کوټے جوړے کړم،يو تاله،يوه مُوسىٰ له اَؤ يو اِلياس له.“ ٥ هغۀ لا دا خبره کوله چه ناڅاپى يوه روښانه وريځ راخوره شوه اَؤ په هغوئ سورے شوه اَؤ دَ وريځے نه آواز راغے، ”دا زما محبوب زوئے دے دَ چا نه چه زَۀ رضا يم. دَ هغۀ خبرے واؤرئ!“ ٦ دَ دے آواز په آوريدو مُريدان دَ ويرے نه پړ مخے پريوتل. ٧ بيا عيسىٰ هغوئ له ورغے،په هغوئ ئے لاس ولګوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”پاڅئ! مۀ ويريږئ!“ ٨ کله چه هغوئ سترګے وغړولے نو بغير دَ عيسىٰ نه ئے هيڅ ونۀ ليدل. ٩ دَ غرۀ نه چه هغوئ ښکته راکُوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته حُکم ورکړو چه ”دا واقعه تر هغے چا ته مۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“ ١٠ مُريدانو په هغۀ يو سوال وکړو چه ”بيا زمُونږ دَ شرعے عالمان ولے داسے وائى چه اِلياس به خامخا وړوُمبے راځى؟“ ١١ هغۀ ورته ووئيل، ”هو اِلياس به راځى اَؤ هر څۀ به سموى. ١٢ خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے دے،ولے هغوئ پيژندلے نۀ دے اَؤ چه څۀ دوئ غوښتل هغه ئے ورسره وکړل. اَؤ دغه شان به هم اِبن آدم دَ هغوئ دَ لاسه تکليفونه تيروى.“ ١٣ بيا مُريدان پوهه شول چه هغه مُونږ ته دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ په باب کښے وائى.

دَ پيرى نيولے سړے روغول

١٤ کله چه هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ ته راغے،دَ هغۀ په وړاندے په زنګُونو شو ١٥ اَؤ وئے وئيل، ”مالکه! زما په زوى رحم وکړه! په هغۀ مِرګى راځى اَؤ ډير ئے ربړوى اَؤ کله خو ئے په اور کښے غورزوى اَؤ کله ئے په اوبو کښے. ١٦ ما هغه ستا مُريدانو ته راوستلے وُو خو هغوئ روغ نۀ کړے شو“ ١٧ عيسىٰ په جواب کښے ووئيل چه ”اَئے بے ايمانه اَؤ بے لارے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو ستاسو زغم کوم؟ هغه دلته ماله راوله.“ ١٨ بيا عيسىٰ هغه وزورلو،نو بد رُوح هغه پريښودو اَؤ سمدستى هغه هلک روغ شو. ١٩ دَ دے نه پس مُريدان عيسىٰ ته ځان له راغلل اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا مُونږ ولے لرے کولے نۀ شو؟“ ٢٠ هغۀ جواب ورکړو چه ”ستاسو عقيده ډيره کمزورے ده. زَۀ تاسو ته دا وايم، که ستاسو عقيده دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو تاسو دے غر ته ووايئ چه دَ دلته نه هلته لاړ شه،نو دے به وخوزيږى. اَؤ هيڅ کار به تاسو دَ پاره نامُمکن نۀ وى.“

عيسىٰ يو ځل بيا دَ خپل مرګ پيشن ګوئى وکړله

٢٢ کله چه هغوئ په ګليل کښے يو ځائے روان وُو نو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”اِبن آدم به دَ بنى آدمو په لاس ورکړے شى. ٢٣ هغوئ به دئے ووژنى،بيا به په دريمه ورځ هغه ژوندے پاڅولے شى. نو هغوئ ډير غمژن شول.

دَ خُدائے دَ کور خراج ورکول

٢٤ کله چه دوئ کفرنحوم ته راغلل نو دَ خُدائے دَ کور خزانچى پطروس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”آيا ستا اُستاد دَ خُدائے دَ کور خراج ورکوى څۀ؟ ٢٥ پطروس ورته ووئيل چه ”هغه ئے ورکوى.“ خو کله چه پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ دَ هغۀ دَ وينا نه وړاندے ووئيل چه ”اَئے شمعُونه! ته په دے باره کښے څۀ وائے چه دَ دُنيا بادشاهان دَ چا نه محصُول اَؤ خِراج آخلى،دَ خپلو خلقو نه که دَ پردو نه؟“ ٢٦ پطروس جواب ورکړو چه ”دَ پردو نه.“ عيسىٰ ووئيل، ”نو بيا خو دَ دوئ خپل خلق معاف دى. ٢٧ خو هر کله چه مُونږ بد نۀ خوښوو نو تۀ لاړ شه، دَ درياب په اوبو کښے کُونډه ورواچوه اَؤ وړومبے چه کُوم کب تۀ ونيسے،دَ هغۀ خُله وازه کړه،نو تۀ به په کښے يوه دَ سپينو زرو سيکه ومُومے. هغه يوسه اَؤ ور ئے کړه،دا به زمُونږ دَ دواړو محصُول پُوره کړى.“

متى 18

دَ ټولو نه لوئ څوک دے؟

١ هغه وخت مُريدان عيسىٰ ته راغلل اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟“ ٢ هغۀ يو ماشُوم راوبللو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرَولو. ٣ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه تر څو تاسو راوانۀ وړئ اَؤ دَ ماشُومانو په شان نۀ شئ نو تاسو به هيڅ کله هم دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخل نۀ شئ. ٤ هر هغه څوک چه ځان دَ دے ماشُوم په شان عاجز کړى نو هغه به دَ آسمان په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه لوئے وى. ٥ اَؤ هر څوک چه داسے يو ماشُوم زما په نامه قبول کړى هغه ما قبلوى.

دَ ګناه لمسُون

٦ خو هر هغه څوک چه په دے وړو ماشُومانو کښے چه په ما ئے ايمان راوړے دے، يو له تيندک ورکوى، نو دَ هغۀ دَ پاره دا غوره ده چه په خپله غاړه کښے دَ ژرندے پل واچوى اَؤ په سمندر کښے ډوب شى. ٧ دَ داسے تيندکُونو په وجه په دُنيا اَفسوس دے! دا تيندکُونه به خامخا راځى خو اَفسوس په هغه چا چه دَ چا دَ لاسه راځى. ٨ که چرے ستا لاس يا پښه تا ته تيندک درکوى نو پرے ئے کړه اَؤ ګُذار ئے کړه. ستا دَ پاره به دا غوره وى چه تۀ په ژوند کښے شل ګُډ ننوزے،نه دا چه تۀ په دواړو لاسو پښو روغ ئے اَؤ دائمى اور ته واچولے شے. ٩ که چرے ستا سترګه تا ته تيندک درکوى نو راوئے باسه اَؤ وئے غورزوه. ستا دپاره به دا غوره وى چه په يوے سترګے سره په ژوندُون کښے ننوزے،په ځائ دَ دے چه په دواړو سترګو روغ ئے اَؤ دوزخ دِ ځائے وى.

دَ ورکے شوے ګډے مِثال

١٠ خبردار! په دے وړو کښے يو ته هم سپک مه ګورئ. زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دوئ فرښتے په آسمان کښے هميشه زما دَ آسمانى پلار په مخکښے موجُودے وى. ١٢ ستاسو څۀ خيال دے؟ فرض کړئ چه دَ يو سړى سل ګډے دى. که په هغو کښے يوه ورکه شى،آيا هغه دا نورے يو کم سل دَ هغے يوے دَ لټولو دَ پاره دَ غرۀ په خوا کښے پرے نۀ ږدى؟ ١٣ اَؤ چه کله هغه دا بيا مُومى نو زَۀ تاسو ته دا وايم چه هغه دَ هغے په مُوندلو دَ دے يو کم سلو دَ موجودګئ نه زيات خوشحاله شى. ١٤ هم دغه شان ستاسو آسمانى پلار دا رضا نۀ ده چه دَ دے ماشُومانو نه دِ يو هم هلاک شى.

يو ورور چه ګُناه کوى

١٥ که چرے ستاسو يو ورور څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ اَؤ هغه په پرده کښے په دے ملامت کړئ اَؤ که هغه تاسو ته غوږ کيږدى نو تاسو خپل ورور دوباره ومُوندو. ١٦ خو که هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه تنه نور دَ ځان سره ملګرى کړئ دَ دے دَ پاره چه «ټول رښتيا دَ دوؤ يا دريو ګواهانو په وړاندے ثابت کړے شى.» ١٧ که هغه دَ هغوئ هم وانۀ ورى نو دا خبره جماعت ته وړاندے کړئ اَؤ که چرے هغه دَ جماعت خبره هم ونۀ منى نو بيا دَ هغۀ سره داسے سلُوک وکړئ لکه چه دَ يو کافر،بے لارے يا محصُولچى سره کولے شى. ١٨ ”زَۀ تاسو ته وايم،هر څۀ چه په مزکه تاسو منع کړل هغه به په آسمان کښے هم منع وى اَؤ څۀ چه تاسو په مزکه روا کړل هغه به په آسمان کښے هم روا وى. ١٩ زَۀ تاسو ته دا بيا وايم،که چرے په تاسو کښے دوه تنه په يوه خبره يوه خُلۀ شى هغوئ چه څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به ئے قبلوى. ٢٠ ځکه چه دوه يا درے تنه چه چرته هم زما په نوُم يو ځائے شى نو زَۀ به دَ دوئ په مينځ کښے يم.“

دَ نابخښلى نوکر مِثال

٢١ بيا پطروس عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”مالکه! که زما ورور زما سره څۀ بد کوى نو زَۀ به ئے څو ځله معاف کوم؟ تر اُووۀ ځلو پورے څۀ؟“ ٢٢ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ دا نۀ وايم چه اُووۀ ځله،زَۀ دا وايم اُووۀ ځله تر اوياؤ پورے، ٢٣ دَ آسمان دَ بادشاهئ په حقله دِ هم په دغه جوړ اندازه ولګولے شى،وائى چه يو بادشاه يو ځلے دَ خپلو خادمانو سره حساب راواخستو. ٢٤ په اول سر کښے يو سړے داسے پيښ شو چه دَ هغۀ قرضه په لکُونو کښے وه، ٢٥ خو دَ هغۀ سره هيڅ هم نۀ وُو. نو دَ هغۀ مالک دا حکم وکړو چه هغه دِ سره دَ ښځے،اؤلاد اَؤ هر څۀ مال حال چه لرى خرڅ کړے شى اَؤ قرض دِ ترے پُوره کړے شى. ٢٦ سړے دَ خپل مالک په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ما ته صبر وکړه،زَۀ به ستا ټول قرض پرے کړم. ٢٧ په مالک دَ دے خبرے دومره اثر وشو چه سړے ئے پريښودو اَؤ قرض ئے ورته وبخښو. ٢٨ خو هر کله چه دا سړے بهر راووتو نو دَ خپلو ملګرو خادمانو نه يو خادم په مخه ورغے،په چا چه دَ دَۀ سل ديناره قرض وُو. هغه ئے ونيوو،مرئ ته ئے ورله لاس ورواچوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه څۀ چه زما در پورے دى،هغه راکړه! ٢٩ هغه ملګرے خادم دَ دَۀ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ماته زړۀ لوئ کړه،زَۀ به دِ قرض پرے کړم. ٣٠ خو هغۀ ونۀ منله اَؤ په بندى خانه کښے ئے واچوو تر هغه پورے چه قرض پرے نۀ کړى. ٣١ نورو خادمانو چه دا څۀ وليدل نو ډير خفه شول. هغوئ خپل مالک ته لاړل اَؤ ټوله قيصه ئے ورته تيره کړه. ٣٢ هغۀ دا سړے راوبلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اَئے بد تميزه! چه کله تا ماته زارى وکړه نو ما درته ټول قرض وبخښو. ٣٣ آيا په تا کښے دومره سړيتوب نۀ وُو چه په ملګرى خادم دِ داسے رحم کړے وے لکه ما چه په تا وکړو؟ ٣٤ دَ هغۀ مالک ډير غُصه شو اَؤ دَئے ئے خپل داروغه ته تر هغے حواله کړو تر څو چه ئے ټول قرض واپس کړے نۀ وى. ٣٥ دغه شان سلُوک به زما آسمانى پلار تاسو سره کوى،تر هغے چه تاسو ټول خپل ورُوڼه په رښتيا معاف نۀ کړئ.“

متى 19

دَ طلاق په حقله تعليم

١ څۀ وخت چه عيسىٰ دا خبرے خلاصے کړے نو دَ ګليل نه روان شو اَؤ دَ اُردن پورے غاړه دَ يهوديه علاقے ته راغے. ٢ ګڼ خلق ورپسے وُو اَؤ هغۀ هغوئ هلته روغ کړل. ٣ څۀ فريسيان راغلل اَؤ په دے ئے دَ هغۀ آزميښت وکړو چه ”آيا دَ يو سړى دَ پاره دا روا دى چه په هره وجه چه وى خپلے ښځے ته طلاق ورکړى؟“ ٤ هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے « نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟» ٥ اَؤ وئے وئيل چه «په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى،اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى. » ٦ نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“ ٧ هغوئ دا اِعتراض وکړو چه « بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريخودے شى؟» ٨ هغۀ جواب ورکړو چه مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو،خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه. ٩ زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“ ١٠ مُريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که دَ سړى دَ خپلے ښځے سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چه څوک دے هډو وادۀ نۀ کوى.“ ١١ دَ دے په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”دا خبره داسے ده چه هر سړے ئے نۀ شى منلے خو يواځے هغه خلق چه خُدائے دَ زغملو طاقت ورکړے وى. ١٢ ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى.

دَ عيسىٰ وړو ته برکت ورکول

١٣ هغوئ عيسىٰ ته ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى اَؤ دُعا ورته وکړى، خو مُريدانو ورټل. ١٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ماشُومان راپريږدئ چه ماته راشى اَؤ مه ئے منع کوئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى هم دَ داسے خلقو ده.“ ١٥ بيا هغۀ په هغوئ لاسُونه راکښل اَؤ روان شو.

يو مالدار ځوان سړے

١٦ اَؤ بيا يو سړے عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”اُستاذه! زَۀ کُومه داسے نيکى وکړم چه تل عمرى ژوندون مے نصيب شى؟“ ١٧ عيسىٰ ورته ووئيل، ”دَ نيکئ په حقله ولے تپوس کوے؟ نيک خو يو دے، خو که تۀ غواړے چه په تل عُمرى ژوندُون کښے داخل شے نو دَ شرعے په حُکمُونو عمل کوه.“ ١٨ هغه سړى تپوس وکړو چه کُوم حُکمُونه؟“عيسىٰ ورته ووئيل،« قتل مه کوه،زِنا مه،غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه، ١٩ دَ مور پلار عزت کوه اَؤ دَ خپل ګاونډى سره دَ ځان په شان مينه کوه.» ٢٠ هغه ځوان جواب ورکړو چه ”ما په دے ټولو عمل کړے دے خو په ما کښے څۀ کمے دے؟“ ٢١ عيسىٰ ورته ووئيل، ”که تۀ کامِل کيدل غواړے نو لاړ شه،خپل ټول مال اَسباب خرڅ کړه اَؤ خوارانو ته ئے ورکړه،نو بيا به تۀ دَ آسمان خزانے ومُومے. بيا راځه اَؤ په ما پسے شه.“ ٢٢ هغه ځوان چه دا خبره واؤريده نو خفه زهيره لاړو ځکه چه هغه ډير مالدار سړے وُو. ٢٣ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه بے شکه مالدار ته دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدل ګرانه خبره ده. ٢٤ زَۀ درته دوباره وايم چه دَ يو اُوښ دَ پاره دَ ستنے په سُوم کښے تيريدل آسان دى،په نسبت دَ يو مالدار سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل.“ ٢٥ مُريدانو چه دا واؤريدل نو حق حيران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصُون مُومى؟“ ٢٦ عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ بنى آدم دَ پاره خو دا نامُکنه ده ولے خُدائے هر څۀ کولے شى. ٢٧ په دے خبرے پطروس ووئيل چه ”مُونږ خو دَ دے دَ پاره هر څۀ پريښى دى چه تا پسے روان شُو، نو هلته به زمُونږ دَ پاره څۀ وى؟“ ٢٨ عيسىٰ ورته په جواب کښے ووئيل،”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په هغه جهان کښے هر کله چه اِبن آدم دَ خپلے لوئى په تخت کښينى نو تاسو چه ما پسے شوى يئ به هم په دولسو تختُونو کښينئ اَؤ تاسو به دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو قبيلو مُنصفان شئ. ٢٩ هر هغه چا چه زما دَ خاطره ورُوڼه،خويندے،پلار،مور،اَؤلاد،مزکه،جائيداد اَؤ کورُونه پريښى دى هغوئ به يو په سل بيا مُومى اوتل عُمرى ژوندون به ئے نصيب شى. ٣٠ خو ډير وړُومبى به وروستى کړے شى اَؤ ډير وروستى به وړُومبى شى.

متى 20

دَ انګورو دَ باغ مزدُوران

١ دَ آسمان بادشاهى دَ دے په شان ده چه يو ځلے دَ مزکے يو مالک وُو. يو سحر هغه دَ کور نه ووتو چه دَ خپلو دَ انګُورو دَ باغ دَ پاره مزدُوران ونيسى. ٢ اَؤ چه کله ئے دَ ورځے مزدُورى ورسره مقرره کړه نو هغوئ ئے کار ته وليږل. ٣ کچه غرمه چه هغه بهر ووتو نو په بازار کښے ئے يو څو وزګار کسان نور وليدل. ٤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ځئ دَ هغه نورو مزدُورانو سره دَ انګُورو په باغ کښے کار وکړئ اَؤ زَۀ به تاسو ته مناسبه مزدُورى در کړم. ٥ نو دوئ لاړل. غرمه اَؤ ماسپښين هغه بيا بهر ووتو اَؤ هغه شان بندوبست ئے وکړو . ٦ دَ نمر پريوتو نه يوه ګينټه مخکښے هغه بيا ووتو اَؤ يوه بله ډله ئے وزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چه تاسو ولے ټوله ورځ داسے خوشى ګرزئ اَؤ هيڅ کار نۀ کوئ؟ ٧ هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ ته چا دَ څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ووئيل چه ځئ،تاسو هم دَ نورو سره دَ انګورو په باغ کښے يو ځائے شئ. ٨ چه ماښام شو نو دَ باغ مالک خپل ناظِر ته ووئيل چه مزدُوران راوغواړه اَؤ دَ هغوئ مزدُورى ورکړه، دَ وروستئ ډلے نه شروع کړه اَؤ په وړُومبئ ئے ختمه کړه. ٩ چا چه دَ ماښام نه يو ګينټه اول کار شروع کړے وُو هغوئ ورغلل اَؤ ورته ئے دَ پُوره ورځے مزدُورى ورکړه . ١٠ اَؤ هر کله چه دَ وړُومبو مزدُورانو وار راغے نو دَ هغوئ دا طمع وه چه څۀ به زيات ومُومى،خو هغوئ ته هم هغه څۀ ورکړے شول څومره چه نورو ته ورکړى شوى وُو. ١١ هغوئ چه مزدُورى واخسته نو دَ کور مالک ته وګوريدل چه ١٢ دے وروستنو خو يوه ګينټه کار کړے دے اَؤ مُونږ سره دِ يو برابر کړل چا چه ټوله ورځ په سره غرمه دَ ځانه خولے ايستے دى! ١٣ هغۀ يو ته مخ راواړَ وو اَؤ وئے وئيل،زما ملګريه! ما درسره هيڅ زياتے نۀ دے کړے. تا دَ ورځے په مزدُورئ راسره فيصله نۀ وه کړے څۀ؟ ١٤ خپله مزدُورى واخله اَؤ کور ته ځه. دا زما خوښه ده چه ورستنى سړى ته هم هغه څۀ ورکړم څۀ چه مے هم تا ته درکړى دى. ١٥ دا زما اِختيار نۀ دے څۀ چه زَۀ خپل مال څنګه وويشم؟ تۀ په دے راته په بد نظر ګورے چه زَۀ سخى يم؟ ١٦ دغه شان ورستنے وړُومبے شى اَؤ وړُومبے ورستنے.

دريم ځل دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ په حق کښے پيشن ګوئى

١٧ عيسىٰ بيتُ المُقدس ته روان وُو اَؤ په لاره ئے دولس مُريدان ځان له کړل اَؤ ورته ئے ووئيل، ١٨ ”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته په حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى، ١٩ اَؤ غيرو خلقو ته به ئے حواله کړى چه هغوئ به ورپورے ټوقے وکړى، په کروړو به ئے ووهى اَؤ په سولئ به ئے وخيژوى،اَؤ په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پورته کړے شى.“

دَ يعقُوب اَؤ يوحنا عرض

٢٠ بيا دَ زبدى دَ زامنو مور دَ خپلو زامنو سره ورغله،په سجده ورته پريوته اَؤ سوال ئے ورته وکړو. ٢١ عيسىٰ ورته ووئيل،”تۀ څۀ غواړے؟“هغے ورته ووئيل چه ”زَۀ دا غواړم چه ستا په بادشاهئ کښے دِ زما دواړه زامن ستا په څنګ کښے ناست وى، يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته“ ٢٢ عيسىٰ هغه ورُوڼو ته مخ ورواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُوم دَ مُصيبتونو کنډول چه زَۀ ئے څښُونکے يم آيا تاسو به هغه وڅښلے شئ؟“هغوئ جواب ورکړو چه ”هو،مُونږ ئے څښے شُو.“ ٢٣ بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو به بے شکه زما کنډول وڅښئ خو دا زما په اِختيار کښے نۀ دے چه څوک خپل ښى اَؤ ګس لاس ته کښينوم،دا دَ هغه چا په برخه دى چه زما پلار ورته مقرر کړى دى.“ ٢٤ کله چه هغه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ هغه دوؤ ورُوڼو نه خفه شول. ٢٥ نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو ته پته ده چه په دُنيا کښے دَ غيرو قومونو حاکمان دوئ دَ خپل قابو لاندے ساتى اَؤ دَ هغوئ اميران پرے زور ښئ. ٢٦ خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے چه څوک لوۓ کیدل غواړی هغه دِ ستاسو خادم شی ٢٧ هر هغه څوک چه په تاسو کښے دَ ټولو نه وړُومبے کيدل غواړى هغه دِ په خپله خوښه دَ ټولو غلام شى. ٢٨ لکه چه اِبن آدم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه دَ هغۀ خدمت دِ وکړے شى بلکه دَ نورو خدمت دِ وکړ‌ى اَؤ خپل ژوند دِ دَ ډيرو دَ پاره قُربان کړى.“

دَ دوؤ ړاندو سړو بينا کول

٢٩ کله چه هغوئ دَ يريحو نه وتل نو ډير خلق ورپسے روان وُو. ٣٠ دَ لارے په غاړه دوه ړاندۀ سړى ناست وُو. هغوئ چه دا واؤريدل چه عيسىٰ په دے لاره تيريږى نو هغوئ چغے کړے، ”اَئے مالکه! په مُونږ رحم وکړه! دَ داؤد زويه!“ ٣١ خلقو وزورل اَؤ ورته ئے ووئيل چه غلى شئ. خو هغوئ نورے هم چغے کړے چه ”مالکه! په مُونږ رحم وکړه! اَئے دَ داؤد زويه!“ ٣٢ عيسىٰ ودريدو اَؤ هغوئ ئے راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“ ٣٣ هغوئ ووئيل مالکه! مُونږ خپل نظر غواړُو. ٣٤ دَ عيسىٰ زړۀ پرے ډير وسوزيدو اَؤ دَ هغوئ سترګو له ئے لاس وروړو اَؤ هغوئ سمدستى بينا شول اَؤ ورپسے روان شول.

متى 21

په بيتُ المُقدس کښے اِستقبال

١ هغوئ بيتُ المُقدس ته نزدے شول اَؤ کله چه دوئ بيتِ فګے اَؤ دَ ښونانو غر ته ورسيدل نو عيسىٰ دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره واستول چه ٢ ”مخامخ کلى ته ورشئ چرته چه به تاسو سمدستى يوه خره سره دَ کُوچى تړلے ومُومئ. هغه پرانزئ اَؤ ماله ئے راولئ. ٣ که څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چه دا زمُونږ دَ مالک په کار دى اَؤ هغه به ئے تاسو سره سمدستى راپريږدى.“ ٤ دا دَ هغے پيشن ګوئى پُوره کول دى چه په کښے وئيلى شوى دى چه : ٥ « دَ صيون لُور ته ووايئ چه ګوره! ستا بادشاه درروان دے، څوک چه حليم دے،په خرۀ سور، بلکه يو بار وړُونکى کُوچى باندے سور.» ٦ مُريدان لاړل اَؤ هغه څۀ ئے وکړل چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو. ٧ خره اَؤ کُوچے ئے راوستل،هغوئ خپلے قباګانے پرے واچولے اَؤ عيسىٰ پرے سور شو. ٨ ګڼو خلقو خپلے جامے دَ هغۀ په لاره کښے وغوړَولے اَؤ ځنے خلقو دَ ونو څانګے راماتے کړے اَؤ لاره ئے ورته ښائسته کړه. ٩ بيا کُومه ډله چه ترے وړاندے روانه وه اَؤ چه کُومه ورپسے وه هغوئ ټولو دا چغے وهلے،« دَ داؤد زوى ته دِ ثنا! مبارک هغه دے چه دَ رب په نُوم راځى. په هغۀ دِ په آسمان کښے هم ثنا وى!» ١٠ کله چه عيسىٰ بيتُ المُقدس ښار ته ورننوتو نو ټول ښار ئے بے قابو شو اَؤ په جوش کښے راغے اَؤ تپوس ئے وکړو چه”دا څوک دے؟“ ١١ اَؤ بے شماره خلقو ورته جواب ورکړو چه ”دا عيسىٰ نبى دے دَ ګليل دَ ناصرت نه.“

دَ خُدائے دَ کور پاکول

١٢ عيسىٰ بيا دَ خُدائے کور ته ورننوتو اَؤ هغه ټول خلق چه دَ خُدائے په کور کښے ئے سوداګرى کوله،هغه ئے وشړل اَؤ دَ صرافانو تختے اَؤ دَ کونترو دَ خر څوُونکو تختګئ ئے په بل مخ واړَولے، ١٣ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”صحيفے وائى چه : «زما کور به دَ دُعا کور شى،» خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړَوئ.“ ١٤ دَ خُدائے په کور کښے ورته ړاندۀ اَؤ شل ګُډ خلق راغلل اَؤ دَۀ هغوئ روغ کړل. ١٥ کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا نا آشنا کارُونه وليدل چه هغۀ وکړل اَؤ دَ خُدائے په کور کښے دَ ننه ئے چه دَ ماشومانو دا چغے واؤريدے چه ”دَ داؤد په زوى دِ ثنا وى،“ ١٦ نو هغۀ ته ئے ووئيل چه دا ماشومان چه څۀ وائى،ته ئے آؤرے؟“عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هو،زَۀ ئے آؤرم. آيا تاسو صحيفے نۀ دى لوستے چه : «دَ وړو اَؤ تى رودُونکو دَ خُلے نه تا ثنا کامله کړه. » ١٧ بيا ئے دوئ پريښودل اَؤ دَ ښار نه بهر بيتِ عنياه ته لاړل اَؤ هلته ئے شپه تيره کړه.

دَ انځر په ونے لعنت

١٨ بل سحر چه عيسىٰ ښار ته راتلو نو وږے شو. ١٩ دَ لارے په غاړه ئے دَ اينځر يوه ونه وليده اَؤ هغے ته ورغے خو بغير دَ پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ مُوندل. هغۀ ونے ته ووئيل چه ”تۀ دِ پس له دے تل تر تله شنډه يئے!“اَؤ ونه په هغه ټکى وچه شوه. ٢٠ مُريدان په دے ننداره حيران شول. هغوئ تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ چل دے؟ دا ونه څنګه داسے سمدستى وچه شوه؟“ ٢١ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه که چرے ستاسو ايمان کامل وى اَؤ شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کُوم چه دَ اينځر په ونه وشول،بلکه لا دَ دے نه هم زيات. که تاسو تش دے غرۀ ته ووايئ دے خپل ځايه پورته شه اَؤ سمندر کښے ګُذار شه،نو څۀ چه تاسو وايئ هغه به وشى. ٢٢ کُومه دُعا چه تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به واړه قبُوله شى.“

دَ عيسىٰ دَ اختيار په بابت تپوس

٢٣ عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ کله چه تعليم ئے ور کولو نو مشر کاهن اَؤ دَ قوم مشران ورته راغلل اَؤ دا سوال ئے پرے وکړو چه ”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے اَؤ دا اِختيار تاله چا درکړے دے؟“ ٢٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم،تاسو ئے جواب راکړئ اَؤ زَۀ به بيا درته وښئيم چه دا کارُونه زَۀ په کُوم اِختيار کوم. ٢٥ دَ يحيىٰ بپتسمه دَ خُدائے دَ لورى وه که دَ سړو؟“ هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه ”که مُونږ دا ووايو چه دَ خُدائے دَ طرفه وه، نو دے به دا ووائى چه بيا تاسو پرے ايمان ولے نۀ راؤړو؟ ٢٦ اَؤ که دا ووايو چه دَ بنى آدمو دَ طرفه وه،نو هسے نۀ چه خلق مو ونيسى ځکه چه هغوئ ټول يحيىٰ نبى منى.“ ٢٧ نو هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“عيسىٰ ورته ووئيل چه ”بيا به زَۀ هم دا درته ونۀ ښئيم چه زَۀ په کُوم اِختيار دا کارُونه کوم.

دَ دوؤ زامنو مِثال

٢٨ خو تاسو په دے حقله څۀ خيال کوئ چه دَ يو سړى دوه زامن وُو. هغۀ وړُومبى ته لاړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه زما زويه! لاړ شه اَؤ نن دَ انګورو په باغ کښے کار وکړه. ٢٩ هلک ورته جواب ورکړو چه پلاره! زَۀ نۀ ځم،خو وروستو هغه پيښمانه شو اَؤ لاړو. ٣٠ بيا پلار دويم زوى له راغے اَؤ ورته ئے هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چه زَۀ به ځم،خو هغه باغ ته لاړ نۀ شو. ٣١ په دواړو کښے کُوم يو دَ پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چه ”وړُومبى.“ بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه محصُولچيان اَؤ کنجرئ به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے ستاسو نه مخکښے داخليږى. ٣٢ ځکه چه کله چه يحيىٰ تاسو ته دَ سمے لارے دَ ښودلو دَ پاره راغے نو تاسو پرے يقين ونۀ کړو،خو محصُولچيان اَؤ کنجرو پرے ايمان راؤړو. اَؤ سره دَ دے چه تاسو دا وليدل،تاسو پيښمانه نۀ شوئ اَؤ هغه مو ونۀ منلو. دَ انګُورو باغ اَؤ دَ باغوانانو مِثال ٣٣ يو بل مِثال واؤرئ،يو زميندار وُو چه دَ انګورو باغ ئے ولګولو،ګير چا پيره ئے ديوال ترے تاؤ کړو اَؤ په کښے ئے دَ شرابو بټئ ولګوله اَؤ دَ څوکيدارئ دَ پاره ئے په کښے يو برج جوړ کړو اَؤ بيا ئے باغوانانو ته په اِجاره ورکړو اَؤ بل مُلک ته لاړو. ٣٤ کله چه دَ ميوے موسم راغے هغۀ خپل غُلامان باغوانانو ته واستول چه خپله برخه ترے واخلى. ٣٥ خو هغوئ دَ هغۀ غُلامان ونيول،يو ئے ووهو،دويم ئے مړ کړو اَؤ دريم ئے سنګسار کړو. ٣٦ بيا هغۀ نور غُلامان ورواستول،دا ځل زيات کسان وُو اَؤ هغوئ ورسر هم هعه سلوک وکړو. ٣٧ په آخر کښے ئے خپل زوئے په دے خيال ورواستولو چه ګنى زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى. ٣٨ خو چه باغوانانو دَ دَۀ زوئے وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه هم دغه وارث دے،راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ په ميراث ئے قبضه وکړو. ٣٩ اَؤ هغه ئے راونيوو دَ انګورو دَ باغ نه ئے بهر راوغورزولو اَؤ مړ ئے کړو. ٤٠ کله چه دَ انګورو دَ باغ مالک راشى نو ستاسو څۀ خيال دے چه هغه به دَ دے باغوانانو سره څۀ سلوک کوى؟“ ٤١ هغوئ جواب ورکړو چه ”هغه به دا وران کارى خامخا ووژنى اَؤ باغ به نورو باغوانانو له په اِجاره ورکړى،څوک چه به په موسم کښے دَ دَۀ دَ ميوے برخه پُوره پُوره ورکوى.“ ٤٢ بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو چرے په صحيفو کښے دا نۀ دى لوستى چه: « کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو، هم هغه دَ ګُوټ سر شو. دا دَ خُدائے دَ طرفه وشو، اَؤ دا زمُونږ په نظر کښے عجيبه خبره ده.» ٤٣ ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خُدائے بادشاهى به تاسو نه واخيستے شى اَؤ هغه قوم له به ورکړے شى څوک چه ئے پُوره ميوه ورکوى. ٤٤ هر څوک چه دَ دے کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټے ټوټے شى،اَؤ که په چا دا راوغُورزيږى نو هغه به چيخڼى کړى.“ ٤٥ کله چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا مثالُونه واؤريدل نو هغوئ پوهه شول چه دا ټول مِثالُونه په هغوئ پورے دى. ٤٦ هغوئ غوښتل چه دَئے ګرفتار کړى خو دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.

متى 22

دَ وادۀ دَ ميملمستيا مِثال

١ بيا عيسىٰ هغوئ ته په مِثالُونو کښے ووئيل، ٢ ”دَ آسمان بادشاهى دَ هغه بادشاه په شان ده چه دَ خپل زوئے دَ وادۀ ډوډئ ئے وکړه. ٣ خو کله چه هغۀ خپل غُلامان په رابللو شوؤ خلقو پسے واستول نو هغوئ رانۀ غلل. ٤ هغۀ بيا نور غُلامان ورپسے واستول اَؤ ورته ئے ووئيل چه چه رابللو شوؤ خلقو ته دا ووايئ چه دا ډوډئ ما ستاسو دَ پاره کړے ده. ما خپل غويان اَؤ څاربۀ څاروى ستاسو دَ پاره حلال کړى دى،هر څۀ تيار دى،سمدستى وادۀ ته راشئ. ٥ خو هغوئ ئے هيڅ پرواه ونۀ کړه،يو خپل پټى ته لاړو اَؤ بل خپلے سوداګرئ ته. ٦ اَؤ نورو دَ هغۀ غُلامان ونيول،بے عزته ئے کړل اَؤ وئے وژل. ٧ بادشاه غصه شو، هغۀ دَ هغه خُونيانو دَ وژلو دَ پاره لښکر واستولو اَؤ دَ هغوئ ښار ئے وسوزولو. ٨ بيا هغۀ خپلو غُلامانو ته ووئيل،دَ وادۀ ډوډئ تياره ده خو کُوم ميلمانۀ چه ما رابللى وُو هغوئ دَ دے عزت لائق نۀ وُو. ٩ لويو لارو اَؤ چوکُونو ته لاړ شئ اَؤ هر څوک چه بيا مُومئ ډوډئ ته ئے راولئ. ١٠ غُلامان بازار ته ووتل اَؤ ښه اَؤ بد ټول ئے راوبلل اَؤ دغه شان دَ ميلمنو نه کوټه ډکه شوه . ١١ څۀ وخت چه بادشاه راغے چه ميلمانۀ ووينى نو هغۀ وکتل چه يو سړى دَ وادۀ جامے نۀ وے آغوستے. ١٢ بادشاه ورته ووئيل چه زما ملګريه! تۀ دَ وادۀ دَ جامو نه بغير دلته څنګه راغلے؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وُو. ١٣ نو بادشاه خپلو خادمانو ته ووئيل چه دَ دَۀ لاس اَؤ پښے وتړئ اَؤ بهر په تيارۀ کښے ئے وغورزوئ،هغه ځائے چه ژړا اَؤ دَ غاښُونو چيچل به په کښے وى. ١٤ ځکه چه رابللى شوى خو ډير دى،ولے غوره شوى لږ.“

دَ رُوم قيصر ته خراج ور کول

١٥ بيا فريسيان لاړل اَؤ صلاح ئے وکړه چه څنګه ئے په خپلو خبرو کښے ونښلوُو. ١٦ خپل ځنے کسان ئے دَ هيروديانو سره هغۀ ته وروليږل. هغوئ ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ پوهيږو تۀ رښتينے ئے اَؤ تۀ ډير په رښتيا دَ خُدائے دَ لارے تعليم ورکوے اَؤ دَ هيچا پرواه اَؤ مخ نۀ کوے. ١٧ مُونږ ته په دے حقله فيصله راکړه چه آيا مُونږ دَ رُوم قيصر ته دَ خراج په ورکولو پابند يُو اَؤ که نۀ؟ ١٨ عيسىٰ دَ هغوئ په سازش پوهه وُو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”اَئے مُنافقو! تاسو ما ولے راګيروئ؟ ١٩ تاسو ماته دَ خراج سکه وښيئ. ”هغوئ دَ سپينو زرو يوه سِکه ورله ورکړه. ٢٠ عيسىٰ تپوس وکړو چه ” دا دَ چا تصوير دے اَؤ دَ چا نُوم دے؟“ ٢١ هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ قيصر.“هغۀ دوئ ته ووئيل،څۀ چه دَ قيصر وى،هغه قيصر له اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى،هغه خُدائے له ورکوى.“ ٢٢ په دے جواب هغوئ حق حيران شول اَؤ ترے لاړل اَؤ دئے ئے يواځے پريښودو.

دَ قيامت په حق کښے تپوس

٢٣ هم په دغه ورځ صدُوقيان ورته راغلل چه قيامت ئے نۀ منلو. دَ هغوئ سوال دا وُو، ٢٤ ”اُستاذه! مُوسىٰ وئيلى دى چه که يو سړے بے اَؤلاده مړ شى نو دَ هغۀ ورور دِ دَ هغۀ کونډه په نکاح واخلى اَؤ دَ خپل ورور نسل دِ پيدا کړى. ٢٥ زمُونږ په مينځ کښے اُووۀ ورُوڼه اوسيدل. وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ مړ شو. دَ هغۀ اَؤلاد نۀ وُو،نو دَ هغۀ ښځه دَ هغۀ ورور ته پاتے شوه. ٢٦ دغه شان دَ دويم،دريم عن تر اُوومه پورے خبره ورسيده. ٢٧ اَؤ په آخر کښے هغه ښځه مړه شوه. ٢٨ نو دا راته ووايه چه دَ قيامت په ورځ به هغه دَ چا ښځه وى،ځکه چه ورسره ټولو وادۀ کړے وُو؟“ ٢٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”تاسو په غلطه يئ ځکه چه نۀ خو تاسو په صحيفو پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قُدرت خبر يئ. ٣٠ ځکه چه په قيامت کښے به ښځے اَؤ سړى وادۀ نۀ کوى. دوئ به په آسمان کښے دَ فرښتو په شان وى. ٣١ خو دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په حقله تاسو دَ خُدائے هغه قول نۀ دے لوستے چه خُدائے په خپله وئيلى دى چه، ٣٢ «زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے،دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم.“هغه دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے.» ٣٣ خلقو دَ هغۀ خبرے واؤريدے اَؤ دَ هغۀ په تعليم حيران شول.

په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم

٣٤ فريسيان چه په دے خبر شول چه عيسىٰ دَ صدُوقيانو خُلۀ بنده کړے ده نو راغونډ شول. ٣٥ دَ هغوئ يو عالم دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو، ٣٦ ”اُستاذه! په شريعت کښے دَ ټولو نه لوئے حُکم کُوم يو دے؟“ ٣٧ هغۀ ورته جواب ورکړو چه،«دَ مالک خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ،په پُوره رُوح اَؤ په پُوره عقل سره مينه لرئ.» ٣٨ دا ټولو نه لوئے اَؤ وړومبے حُکم دے. ٣٩ اَؤ دويم حکم هم په دے شان دے چه،«دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ.» ٤٠ دَ شريعت اَؤ دَ نبيانو دَ تعليم ټول بُنياد په دے دواړو حُکمُونو دے. “

دَ داؤد دَ نسل په حقله تپوس

٤١ عيسىٰ راجمع شوؤ فريسيانو ته مخ راواړَوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه ٤٢ ”تاسو دَ مسيح په حقله څۀ وايئ؟ هغه دَ چا زوئے دے؟“هغوئ جواب ورکړو چه ”دَ داؤد زوئے دے.“ ٤٣ هغۀ ورته ووئيل چه ”داؤد بيا ولے دَ اِلهام په رُوح کښے ورته مالک خُدائے وائى؟ ٤٤ ځکه چه هغه وائى: «مالک زما مالک ته ووئيل چه زما ښئ لاس ته کښينه، تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.» ٤٥ که چرے داؤد ورته مالک وائى نو بيا څرنګ هغه دَ داؤد زوئے شو؟“ ٤٦ يو کس هم دَ هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل اَؤ دَ دے ورځے نه پس هيچا هم په هغۀ دَ سوال کولو همت ونۀ کړو.

متى 23

دَ عيسىٰ دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو ملامته کول

١ عيسىٰ بيا خپلو مُريدانو اَؤ خلقو ته داسے خبرے وکړلے چه ٢ ”دَ شرعے عالمان اَؤ فريسيان دَ مُوسىٰ په ګدئ ناست دى، ٣ نو هر څۀ چه دوى تاسو ته وائى هغه کوئ دَ هغوئ خبرو ته غوږ ږدئ،خو دَ هغو په شان کارُونه مه کوئ ځکه چه دوئ وائى يو څۀ اَؤ کوى بل څۀ. ٤ دوئ درانۀ پيټى تړى اَؤ دَ خلقو په اوږو ئے بارَوى خو دا نۀ غواړى چه دَ يو بوج دَ اوچتولو دَ پاره خپله يوه ګوته هم وروړى. ٥ دوئ چه هر څۀ کوى دا دَ نمائش دَ پاره کوى. هغوئ خپل تعويزُونه غټ جوړوى اَؤ دَ خپلو چوغو ځونډى لوئے. ٦ دوئ په دعوت کښے غوره ځايُونه خوښوى اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ، ٧ اَؤ په بازارونو کښے دَ خلقو نه سلامونه غواړى اَؤ چه دَ ربى په نوم وبللے شى. ٨ تاسو ته دِ څوک ربى ونۀ وائى ځکه چه ستاسو يو اُستاذه شته اَؤ تاسو ټول ورُوڼه يئ. ٩ په مزکه هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چه تاسو يو پلار لرئ اَؤ هغه په آسمان کښے دے. ١٠ تاسو ته دِ څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چه تاسو يو اُستاذ لرئ اَؤ هغه مسيح دے. ١١ په تاسو کښے دِ دَ ټولو نه لوئے ستاسو خادم وى. ١٢ اَؤ هر څوک چه ځان اُوچتوى هغه به غريب کړے شى،اَؤ چه څوک ځان غريب کړى هغه به اُوچت کړے شى.

دَ عيسىٰ په مُنافقانو پابندى

١٣ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ دروازے په خلقو بندوئ،نه خو تاسو خپله ورننوزئ اَؤ نۀ نور ننوتو ته پريږدئ. ١٤ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو! مُنافقانو! اَفسوس په تاسو! تاسو دَ کُونډو مالُونه خورئ خو دَ نمائش دَ پاره اُوږده دُعا کوئ. تاسو ته به سخته سزا درکولے شى. ١٥ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس دے چه تاسو په وچه اَؤ لمده دَ دے دَ پاره سفر کوئ چه يو کس ځان ته راواړوئ،اَؤ چه کله هغه تاسو ځان ته راواړوئ نو دَ ځان نه ئے يو په دوه چنده دَ دوزخ زوئے جوړوئ. ١٦ اَفسوس! اَئے ړندو لارښوُونکو! چه تاسو وايئ چه که څوک دَ خُدائے کور دَ ننه په سرو زرو قَسم وخورى نو پابند وى. ١٧ اَئے ړندو کم عقلو! په دے دواړو کښے کُوم يو څيز اهم دے،سرۀ زر اَؤ که دَ خُدائے کور چه زر هم پاکوى؟ ١٨ يا تاسو وايئ که څوک په قربانګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده،خو که څوک دَ قربانګاه په شکرانے قَسم وخورى نو هغه پابند وى. ١٩ اَئے ړندو! کُوم څيز زيات اهم دے،شُکرانه که هغه قربانګاه چه شُکرانه هم پاکوى؟ ٢٠ څوک چه په قربانګاه قَسم وخورى. نو هغه په قربانګاه اَؤ په هغے باندے په موجُودو شُکرانو دواړو قَسم خورى. ٢١ څوک چه دَ خُدائے په کور قَسم خورى،نو هغه په هغے اَؤ څوک چه هلته اوسى،په دواړو قَسم خورى. ٢٢ اَؤ څوک چه په آسمان قَسم وخورى نو هغه دَ خُدائے په تخت اَؤ دَ هغۀ په کښيناستُونکى قسم خورى. ٢٣ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو!مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو ويلنى دَ کاږو اَؤ دَ زيرے عشُر ورکوئ خو دَ شريعت معتبرے خبرے،اِنصاف،رحم اَؤ ايمان مو پريښى دى په کار دا وه چه دا مو هم کولے اَؤ هغه مو هم پريښودلے. ٢٤ اے ړندو لار ښوُونکو! ماشے خو چڼوئ خو اُوښ سره دَ ګپے تيروئ. ٢٥ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو افسوس ! تاسو دَ کنډول اؤ رکيبئ بهرنے اړخ پاک ساتئ خو هغه مو دَ ننه په لُوټ اَؤ بد پرهيزئ ډک کړى دى. ٢٦ اَئے ړندو فريسى! اول کنډول دَ ننه صفا کړه،نو بهر به ئے هم صفا شى. ٢٧ اَئے دَ شرعے عالِمانو،فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! ستاسو مِثال دَ هغه قبرُونو دے چه بهر سپين اؤ ښائسته ښکارى خو دَ مَړو دَ هډُوکو اَؤ دَ نورے ګندګئ نه ډک وى. ٢٨ دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادِقان ښکارئ،ولے دَ ننه دَ مُنافقت اَؤ بے شرعے کارُونو نه ډک يئ.

دَ عيسىٰ پيشن ګوئى دَ مُنافقانو دَ دَ سزا په حقله

٢٩ اَئے دَ شرعے عالمانو،فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو دَ نبيانو زيارتُونه جوړوئ اَؤ دَ صادِقانو مقبرے ډَؤلى کوئ، ٣٠ اَؤ دا وايئ چه که چرے مُونږ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو په زمانه ژوندى وئے نو دَ نبيانو په خُون کښے به شريک شوى نۀ وُو. ٣١ دغسے تاسو په ځان ګواهى کوئ چه تاسو دَ هغو خلقو زامن يئ چا چه نبيان وژلى وُو. ٣٢ نو ځئ اَؤ دَ خپلو پلارونو نيکُونو نيمګړے کنډول ډک کړئ. ٣٣ اَئے مارانو اَؤ دَ مارانو بچو! فکر وکړئ چه تاسو به دَ دوزخ دَ سزا نه څنګه خلاص شئ؟ ٣٤ ځکه زَۀ تاسو ته نبيان حکيمان اَؤ دَ شرعے عالمان دراستوم نو ځنى به تاسو مړۀ کړئ،ځنے به په سولئ کړئ اَؤ ځنے به په خپلو عبادت خانو کښے په کروړو ووهئ اَؤ دَ يو ښار نه به ئے بل ښار ته په مخه کړئ. ٣٥ دغه شان به دَ ټولو بے ګُناه خلقو په مزکه دَ توئے شوے وينے جُرم ستاسو په غاړه شى،دَ بے ګُناه هابيل نه دَ برګياه دَ زوئے زکريا تر وينے پورے،څوک چه تاسو دَ خُدائے دَ کور اَؤ قربانګاه په مينځ کښے مړ کړو. ٣٦ زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ټول به په دے پيړئ باندے راځى.

دَ عيسىٰ بيتُ المُقدس دَ پاره خفګان کول

٣٧ اَئے بيتُ المُقدسه! اَئے دَ بيتُ المُقدس ښارئے! چه تۀ نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګساروَے چه تا ته راليږلے شوى دى. ما څو ځله دا کوشش وکړو چه ستا بچى راغونډ کړم،داسے لکه چه چرګه خپل بچى تر وزرو لاندے کوى،خو تا دا نۀ غوښتل. ٣٨ وګوره! هغه دے ستاسو کور چه شاړ پاتے کيږى. ٣٩ اَؤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ تر څو چه دا ونۀ وايئ چه «مُبارک دِ وى هغه چه څوک دَ رب په نوم راځى.»

متى 24

دَ عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور دَ بربادئ پيشن ګوئى

١ عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه په وتو وُو چه مُريدان ئے راغلل اَؤ دَ خُدائے دَ کور ودانئ ئے ورته په ګوته کړے. ٢ هغۀ ځواب ورکړو ”چه دے ټولو ته وګورئ،زَۀ تاسو ته دا وايم چه دلته به يو کاڼے هم دَ بل دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټول به وڼولے شى.“

دَ مُشکلاتو آغاز

٣ څۀ وخت چه عيسىٰ دَ ښونانو په غر ناست وُو نو مُريدان ئے راغلل چه دَ هغۀ سره په پړده کښے خبرے وکړى. هغوئ ووئيل، ”مُونږ ته دا وښايه چه دا به کله پيښه شى اَؤ ستا دَ راتلو اَؤ دَ آخرى زمانے نخښه به کُومه وى؟“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو،”خبردار،چه څوک مو بے لارے نۀ کړى. ٥ ځکه چه ډير به زما دَ نوم دعوىٰ کوى اَؤ وائى به چه زَۀ مسيح يم،اَؤ ډير به بے لارے کوى. ٦ داسے وخت راځى چه تاسو به په خپل خواؤ شاه کښے دَ جنګُونو چغے سُورے آؤرئ اَؤ دَ جنګونو نه به خبريږئ،خو ګورئ چه ستاسو وار خطا نۀ شى ځکه چه داسے خبرے به خامخا پيښيږى خو لا به آخر نۀ وى. ٧ قوم به دَ قوم سره جنګيږى اَؤ بادشاهى به دَ بادشاهئ سره. په ډيرو ځايُونو کښے به قحطُونه اَؤ زلزلے راځى. ٨ خو دا ټولے خبرے به دَ لنګُون دَ دړدُونو دَ شروع په شان وى. ٩ تاسو به بيا دَ تنګسيا اَؤ دَ مرګ دَ پاره حواله شئ اَؤ ټول قومُونه به زما دَ نُوم په وجه تاسو سره کينه ساتى. ١٠ په دغه وخت کښے به ډير تيندک وخورى اَؤ دَ يو بل په سر به مُخبرى کوى اَؤ دَ يو بل سره به کينه کوى. ١١ دروغژن نبيان به راپورته شى اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى. ١٢ اَؤ چه بے شرعے کارُونه زيات شى نو دَ خلقو به دَ يو بل سره مينه ورکه شى. ١٣ خو کُوم سړے چه تر آخره ټينګ پاتے شى هغه به بچ کړے شى. ١٤ اَؤ په ټول عالم کښے به دَ بادشاهئ زيرے وعظ کيږى اَؤ دَ ټولو قومُونو دَ پاره به ګواهى شى اَؤ بيا به آخرت وى.

لوئے آفت

١٥ هر کله چه تاسو «دَ برباد وُونکو پليتى» ووينئ چه ذکر ئے دَ دانيال نبى په وسيله شوے دے چه په پاک مقام کښے ولاړه وى،لوستُونکے دِ په دے پوهه شى، ١٦ نو هغوئ چه په يهوديه کښے دى خامخا دِ غرونو ته وخيژى. ١٧ که څوک په چت باندے وى هغه دِ دَ سامان خيژولو دَ پاره ښکته کُوز نۀ شى. ١٨ اَؤ څوک چه په پټو کښے وى هغه دِ دَ خپلے چُغے را اخستلو دَ پاره بيرته رانۀ شى. ١٩ اَفسوس دے په هغه ښځو چه په دغه ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغه چه بچو ته تے ورکوى. ٢٠ دُعا کوئ چه ستاسو تيښته نه خو په ژمى کښے راشى اَؤ نۀ دَ سبت په ورځ. ٢١ ځکه چه هغه به دَ ډيرے بد حالئ ورځے وى. داسے وخت دَ دُنيا دَ شروع نه تر دے لا نۀ دے راغلے اَؤ نۀ به بيا چرته راشى. ٢٢ که هغه دَ تکليف ورځے لنډے کړے شوے نۀ وئے نو يو ژوندے سړے به هم بچ شوے نۀ وئے،خو دَ خُدائے دَ غوره شوو دَ خاطره به هغه ورځے لنډے کړے شى. ٢٣ اَؤ که بيا تاسو ته څوک دا ووائى چه ګورئ مسيح دلته دے يا هلته دے،نو باور پرے مۀ کوئ. ٢٤ دروغژن مسيحان اَؤ دروغژن نبيان به پورته کيږى اَؤ دوئ به لوئے نخښے اَؤ عجيبه کارُونه ښکاره کوى، اَؤ که مُمکن وى نو ډير غوره شوى به ګُمراه کوى. ٢٥ ګورئ،ما تاسو دَ کيدو نه اول خبردار کړئ. ٢٦ که هغوئ تاسو ته ووائى چه هغه هلته په بيابان کښے دے نو بهر ورپسے مۀ ځئ،اَؤ که هغوئ ووائى چه هغه دَ ننه په کوټه کښے دے نو باور پرے مۀ کوئ. ٢٧ لکه څنګه چه بريښنا دَ نمر خاتۀ نه نمر پريواتۀ ته خوريږى دغه شان به دَ اِبن آدم راتلل وى. ٢٨ چرته چه مُرداره وى هلته به ګنجئ راټوليږى.

دَ اِبن آدم راتلل

٢٩ اَؤ هر کله چه دَ دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو «سمدستى به نمر تور شى اَؤ دَ سپوږمئ رڼا به ورکه شى،ستورى به دَ آسمان نه راپريوزى اَؤ آسمانى طاقتُونه به وجړقولے شى.» ٣٠ بيا به په آسمان کښے دَ اِبن آدم دَ راتلو نخښه ښکاره شى، دَ دُنيا ټول قومونه به ماتم کوى اَؤ هغوئ به اِبن آدم وينى چه دَ آسمان په وريځو کښے به دَ طاقت اَؤ دَ ډيرے لوئى سره راځى. ٣١ اَؤ هغه به خپلے فرښتے دَ تُورئ په لوئے آواز سره راوليږى اَؤ هغوئ به دَ څلورو طرفُونو نه،يعنے دَ آسمان دَ يو سر نه تر بله سره،غوره شوے خلق راټول کړى.

دَ اينځر دَ ونے مِثال

٣٢ دَ اينځر دَ ونے دَ مِثال نه سبق واخلئ. هر کله چه دَ هغے نازکے څانګے غوټئ کوى اَؤ پاڼے ئے راوُټو کيږى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو کښے دے. ٣٣ دغه شان چه تاسو دا هر څۀ ووينئ نو پوهه شئ چه آخرت رانزدے دے بلکه درته رارسيدلے دے. ٣٤ زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تر هغے پورے وى تر څو چه دا هر څۀ شوى نۀ وى. ٣٥ آسمان اَؤ مزکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به پاتے شى.

نا معلُومه ورځ اَؤ ګړئ

٣٦ خو هغه ورځ اَؤ هغه ګړئ هيچا ته معلُومه نۀ ده،نۀ خو دَ آسمان فرښتے پرے خبر دى اَؤ نۀ زوئے،خو يو پلار پرے خبر دے. ٣٧ لکه چه دَ نُوح په ورځو کښے وشُو نو دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو هم وشى. ٣٨ په هغه ورځو کښے چه دَ طوفان دَ راتلو نه اول وُو هغوئ خوړل،څښل،وادُونه ئے کول اَؤ وادُونه ئے ورکول،تر هغے ورځے پورے چه نُوح په بيړئ کښے ننوتلو. ٣٩ اَؤ دوئ تر هغے هيڅ خبر نۀ وُو تر څو چه طوفان رانۀ غے اَؤ دوئ لاهُو نۀ کړل. دغه شان به دَ اِبن آدم په راتلو وى. ٤٠ نو هغه وخت به دوه تنه په پټى کښے وى،يو به بوتلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى. ٤١ دوه ښځے به ميچن کوى،يوه به بوتلے شى اَؤ بله به پريښودلے شى. ٤٢ بيدار اوسئ،ځکه چه تاسو هيڅ خبر نۀ يئ چه مالک به په کُومه ورځ راځى. ٤٣ ياد لرئ،که دَ کور څښتن خبر وئے چه غل به دَ شپے په کُوم پار کښے راځى نو هغه به بيدار وُو اَؤ خپل کور به ئے کنډر کيدو ته نۀ وُو پريښے. ٤٤ تاسو هم تيار اوسئ چه اِبن آدم به په داسے وخت راځى چه ستاسو په وهم وګمان کښے به هم نۀ وى.

وفادار يا بے وفا نوکر

٤٥ نو بيا اِعتبارى اَؤ هوښيار نوکر څوک دے؟ هغه سړے چه مالک دَ کور مُختار کړے وى چه دَ کور دَ نوکرانو خيال ساتى اَؤ هغوئ له په وخت خوراک ورکوى. ٤٦ هغه نوکر بختور دے چه هر کله ئے مالک راشى اَؤ هغه په کار کښے بوخت ووينى. ٤٧ زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالک به هغه دَ ټول مال مُختار کړى. ٤٨ خو که هغه بد نوکر وى اَؤ په زړۀ کښے دا وائى،بويه چه مالک راځى، ٤٩ اَؤ دَ نورو نوکرانو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ دَ خپلو شرابيانو ملګرو سره خورى څښى، ٥٠ نو مالک به ئے په داسے ورځ راشى چه نوکر به په انتظار کښے نۀ وى. په داسے وخت به راځى چه هغه به خبر نۀ وى، ٥١ اَؤ په وهلو باندے به ئے ټوټے ټوټے کړى اَؤ دغه شان به هغه خپل ځان دَ مُنافقانو په ډله کښے کړى،چرته چه به ژړا اَؤ دَ ښاښُونو چيچل وى.

متى 25

دَ لسو پيغلو مِثال

١ په هغه وخت به دَ آسمان بادشاهى دَ لسو پيغلو په شان وى چا چه مشعلُونه واخستل چه دَ وادۀ دَ زلمى مخے له وروزى. ٢ پنځۀ کم عقلے وے اَؤ پنځۀ هوښيارے. ٣ هر کله چه کم عقلو مشعلُونه پورته کړل نو دَ ځان سره ئے تيل وانۀ خستل. ٤ خو هغه هوښيارو دَ ځان سره دَ تيلو کُوپئ هم واخستے. ٥ کله چه دَ وادۀ زلمے په راتلو کښے اټال شو نو هغوئ ټولے پرکاله شوے اَؤ خوب يوړے. ٦ خو په نيمه شپه کښے چغے شوے،دا دے دَ وادۀ زلمے! راشئ چه وئے وينئ! ٧ په دے ټولے پيغلے پاڅيدلے اَؤ خپل مشعلُونه ئے سم کړل. ٨ کم عقلو هوښيارو ته ووئيل چه دَ خپلو تيلو نه مُونږ له لږ راکړئ ځکه چه زمونږ مشعلُونه مرى. ٩ هغوئ ورته ووئيل چه مُونږ سره دومره تيل نشته چه دَ ټولو کار پرے وشى،ښۀ به دا وى چه تاسو دکان ته لاړے شئ اَؤ ځان له تيل راؤړئ. ١٠ څۀ وخت چه هغوئ په تيلو پسے تلے وے نو وادۀ زلمے راغے. کُومے چه تيارے وے هغوئ ورسره دَ وادۀ مجلس ته ننوتے اَؤ ور بند شو. ١١ اَؤ بيا هغه نورے پنځۀ هم بيرته راغلے اَؤ چغے ئے کړے،صاحبه! صاحبه! مُونږ ته ور بيرته کړه. ١٢ خو هغۀ ورته جواب ورکړو،خبره دا ده چه زَۀ تاسو نۀ پيژنم. ١٣ ځکه بيدار اوسئ،ولے چه تاسو ته دَ ورځے اَؤ دَ وخت هيڅ پته نشته.

دَ اشرفو مِثال

١٤ مِثال ئے دَ هغه سړى دے څوک چه په سفر تلو اَؤ نوکران ئے راوبلل اَؤ خپل مال ئے ورته وسپارو. ١٥ يو له ئے دَ سرو زرو پنځۀ تيلئ ورکړے،دويم ته ئے دوه اَؤ دريم ته يوه، هر يو ته دَ خپل قابليت په مُطابق بيا هغه دَ ملک نه روان شو. ١٦ چا ته چه پنځۀ تيلئ ورکړے شوے وے هغه سمدستى لاړو اَؤ سوداګرى ئے پرے شروع کړه اَؤ پنځۀ تيلئ ئے په کښے نورے وګټلے. ١٧ خو کُوم سړى ته چه دوه تيلئ ورکړے شوے وے هغۀ دوه نورے وګټلے. ١٨ اَؤ کوم سړى ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه هغه لاړو،په مزکه کښے ئے ډوغل وکنستو اَؤ دَ مالک هغه پيسے ئے په کښے ښخے کړلے. ١٩ ډيره مُوده پس دَ هغوئ مالک واپس راغے اَؤ دَ هغوئ نه ئے حساب وغوښتو. ٢٠ کُوم سړى ته چه ئے دَ سرو زرو پنځۀ تيلئ ورکړے وے،هغه راغے اَؤ پنځۀ نورے ئے ورسره کيښودے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ګوره مالکه! تا ماته پنځۀ تيلئ راکړے وے،ما ورسره پنځۀ نورے زياتے کړے. ٢١ مالک ووئيل،شاباش زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اِعتبارى ثابت کړو،اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ اِختيارمند کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه. ٢٢ بيا دَ دوؤ تيلو هغه سړے راغے اَؤ وے وئيل،مالکه! تا ماته دوه تيلئ سپارلے وے،ګوره،ما ورسره دوه نورے زياتے کړے. ٢٣ مالک ورته ووئيل،شاباش! زما اعتبارى اَؤ ايمانداره نوکره! تا په لږ څۀ کښے ځان اعتبارى ثابت کړو،اوس به زَۀ تا دَ ډير څۀ مُختار کړم. راشه اَؤ دَ خپل مالک په خوشحالئ کښے شريک شه. ٢٤ بيا هغه سړے راغے چا ته چه يوه تيلئ ورکړے شوے وه اَؤ وئے وئيل،مالکه! ماته پته وه چه تۀ يو سخت سړے ئے،تۀ ئے هلته ريبے چرته چه دِ کرونده نۀ وى کړے،تۀ ئے هلته راټولوے چرته چه دِ خوارۀ کړى نۀ وى. ٢٥ نو زَۀ ويريدلم،ځکه لاړم اَؤ ستا سرۀ زر مے په مزکه کښے ښخ کړل. څۀ چه ستا وُو هغه دا دى. ٢٦ مالک ورته ووئيل،اَئے سُسته نوکره! تاته معلُومه وه چه زَۀ ئے هلته ريبم چرته چه کرونده نۀ کوم اَؤ هلته ئے راټولوم چرته چه خورول نۀ کوم څۀ؟ ٢٧ نو بيا تاته پکار وُو چه زما پيسے دِ صرافانو ته ورکړے وے،نو په واپسئ به ما هغه مال دَ سُود سره حاصل کړے وُو. ٢٨ هغۀ ووے چه دَ دَۀ نه دَ زرو هغه تيلئ واخلئ اَؤ دَ لسو تيلو والا ته ئے ورکړئ. ٢٩ ځکه چه دَ چا سره چه څۀ وى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى تر هغے چه څۀ ترے سيوا هم شى،اَؤ دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغه به هغه لږ څۀ هم بائيلى چه ورسره دى. ٣٠ دا بے فائدے نوکر تيارے ته وغورزوئ،چرته چه دَ ژړا اَؤ دَ غاښونو چيچل دى.

دَ قومُونو عدالت

٣١ هر کله چه اِبن آدم په پُوره شان سره راشى اَؤ ټولے فرښتے ورسره وى، هغه به دَ خپلے لوئئ په تخت کښينى. ٣٢ اَؤ ټول قومُونه به وروړاندے راټول کړے شى هغه به بنى آدم په دوؤ ډلو کښے جُدا کړى لکه څنګه چه شپُونکے ګډے دَ بزو نه جُدا کوى. ٣٣ اَؤ هغه به ګډے خپل ښى لاس ته اَؤ بزے خپل ګس لاس ته کړى. ٣٤ بيا به بادشاه دَ ښى لاس خلقو ته ووائى چه راځئ زما دَ پلار مُبارکو خلقو! دَ باد شاهئ وارثان شئ چه دَ دُنيا دَ پيدايښت راسے تاسو ته جوړه شوے وه په هغے کښے داخل شئ. ٣٥ کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ کړم،اَؤ چه تږے وم اوبۀ مو دَ څښلو دَ پاره راکړے،اَؤ چه زَۀ مُسافر وم نو تاسو زَۀ خپل کور ته ننه ايستم، ٣٦ اَؤ چه بربنډ وم نو تاسو په جامو پټ کړم،کله چه زَۀ ناجوړه وم نو تاسو زما خيال وساتلو اَؤ چه په قيد کښے وم نو تاسو زما مُلاقات له راغلئ. ٣٧ نو صادِقان به جواب ورکړى،مالکه! دا کله وُو چه مُونږ تۀ وږے وليدے اَؤ موړ مو کړے،يا تږے وے نو دَ څښلو دَ پاره مو اوبۀ درکړے، ٣٨ اَؤ مُسافر وے نو مُونږ کور ته ننه ايستلے،يا بربنډ وے نو په جامو مو پټ کړے؟ ٣٩ مُونږ تۀ کله ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے نو مُلاقات مو درسره کړے وُو؟ ٤٠ اَؤ بادشاه به جواب ورکړى،زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو زما په وروڼو کښے دَ عاجز نه عاجز يو تن سره هم چه څۀ کړى دى نو زما دَ پاره مو کړى دى. ٤١ بيا به هغه هغو ته ووائى،څوک چه به دَ هغۀ ګس لاس ته وى،اَئے لعنتيانو! زما دَ سترګو نه پنا شئ اَؤ هغه تل عُمرى اور ته لاړ شئ چه دَ شيطان اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ پاره تيار شوے دے! ٤٢ کله چه زَۀ وږے وم تاسو زَۀ موړ نۀ کړم،اَؤ چه تږے وم دَ څښلو دپاره مو هيڅ رانۀ کړل، ٤٣ اَؤ چه مُسافر وم نو کور ته مو ننه نۀ ايستلم،چه بربنډ وم تاسو په جامو پټ نۀ کړلم،اَؤ کله چه زَۀ ناروغه اَؤ قيدى وم نو تاسو زما ملاقات له رانۀ غلئ. ٤٤ اَؤ هغوئ به هم په جواب کښے ووائى،مالکه! دا کله مُونږ وږے تږے،مُسافر،بربنډ،ناروغه يا په قيد کښے ليدلے وے اَؤ ستا مو هيڅ خدمت نۀ دے کړے؟ ٤٥ اَؤ هغه به جواب ورکړى،زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر کله چه تاسو دَ عاجز نه عاجز يو تن سره،که هغه هر څومره چه هم عاجز وُو،نۀ دى کړى نو تاسو ماسره نۀ دى کړى. ٤٦ اَؤ هغوئ به تل عُمرى عذاب ته لاړ شى،خو صادِقان به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“

متى 26

دَ عيسىٰ دَ قتل سازش

١ کله چه عيسىٰ خپلے خبرے خلاصے کړے نو خپلو مُريدانو ته ئے ووئيل، ٢ ”تاسو خبر يئ چه دوه ورځے پس به دَ فسح اختر وى،اَؤ اِبن آدم به په سولئ کولو ته وسپارلے شى.“ ٣ بيا مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران دَ مشر کاهن کائفا په ماڼئ کښے جرګه شول. ٤ اَؤ هلته هغوئ دا سازش کولو چه عيسىٰ په څۀ ټګئ ونيسُو اَؤ مړ ئے کړو. ٥ خو هغوئ ووئيل چه”دا دِ دَ اختر په ورځ نۀ وى،ګنى په خلقو کښے به فساد خور شى.“

دَ عيسىٰ په سر عطر اچول

٦ عيسىٰ دَ شمعُون جُزامى په کور کښے په بيتِ عيناه کښے وُو، ٧ چه يوه ښځه راغله چه دَ مرمرو په عطردان کښے ورسره قيمتى خوشبُويه عطر وُو،اَؤ څنګه چه هغه خوراک ته کښيناستو هغے ورله په سر عطر واچول. ٨ مُريدانو چه دا وليدل نو زهير شول. هغوئ ووئيل،”دا دِ ولے ضائع کړل؟ ٩ دا خو به په ډيره بيعه خرڅ شوے وے اَؤ پيسے به ئے دَ چا خوارانو په کار شوے وے.“ ١٠ عيسىٰ په دے خبر وُو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”تاسو دا ښځه ولے تنګوئ؟ هغے راسره ډير ښۀ کړى دى. ١١ خواران خو به تل تاسو سره وى خو زَۀ به درسره هميشه نۀ يم. ١٢ هغے چه دا عطر زما په بدن واچول نو زَۀ ئے دَ ښخولو دَ پاره تيار کړم. ١٣ زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر چرته چه په دُنيا کښے دا زيرے خوريږى نو څۀ چه هغے وکړل نو دا به هم په دے ياديږى.“

دَ يهوداه اسکريوتى مُخبرى

١٤ په دولسو مُريدانو کښے يو چه نُوم ئے يهوداه اسکريوتى وُو،مشرانو کاهنانو ته لاړو. ١٥ اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که زَۀ په عيسىٰ مُخبرى وکړم نو تاسو به ماته څۀ راکړئ؟“نو هغوئ ورته ديرش دَ سپينو زرو سکے ورکړلے. ١٦ دَ هغه وخت نه پس هغه دَ مُخبرئ دَ موقعے په تلاش کښے وُو.

دَ مُريدانو سره فسح خوړل

١٧ دَ پتيرے ډوډئ اختر په وړُومبئ ورځ عيسىٰ ته مُريدان راغلل اَؤ وئے وئيل چه ”ستا کُوم ځائے خوښ دے چه مُونږ په کښے تا ته دَ فسح خوراک تيار کړُو؟“ ١٨ هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”په ښار کښے فلانى سړى ته ورشئ اَؤ ورته ووايئ چه اُستاذ وائى چه زما مقرر وخت رانزدے دے،زَۀ به دَ مُريدانو سره ستا په کور کښے دَ فسح اختر کوم.“ ١٩ مُريدانو دَ عيسىٰ دَ وينا په مُطابق کار وکړو اَؤ فسح ئے تيار کړو. ٢٠ ماښام هغه دَ دولسو مُريدانو سره کښيناستو. ٢١ اَؤ دَ ډوډئ په وخت هغۀ ورته ووئيل،”زَۀ درته رښتيا وايم چه په تاسو کښے به يو زما مُخبرى کوى.“ ٢٢ هغوئ په ډيره فکر مندئ سره يو يو ورته ووئيل،”مالکه! تۀ ما يادوے څۀ؟“ ٢٣ هغۀ جواب ورکړو،”چا چه زما سره په دے تالئ کښے لاس ښکته کړو هغه به په ما مُخبرى کوى. ٢٤ دَ اِبن آدم په حق کښے چه صحيفو کښے څۀ راغلى دى هغه به په هغه لاره ځى،خو اَفسوس په هغه سړى دے چه په اِبن آدم مُخبرى کوى! که هغه سړے پيدا شوے نۀ وئے نو دَ هغۀ په حق کښے به ډيره ښۀ وه.“ ٢٥ بيا يهوداه،څوک چه مُخبر وُو ورته ووئيل،”ربى! تۀ ما يادوے څۀ؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دا ستا وينا ده.“

دَ عشا ربانى

٢٦ دَ خوراک په دوران کښے عيسىٰ ډوډئ واخسته اَؤ په شکر ئے ماته کړه اَؤ مُريدانو ته ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل چه”دا واخلئ اَؤ وئے خورئ،دا زما وجُود دے.“ ٢٧ بيا ئے کنډول راواخستو،دَ خُدائے شکر ئے پرے وويستو اَؤ په دے وينا سره ئے هغوئ ته ورکړو چه”دَ دے نه ټول وڅښئ. ٢٨ ځکه چه دا زما وينه ده چه دَ خُدائے وعده قائموى اَؤ دَ ډيرو خلقو دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره توئيږى. ٢٩ زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ به بيا تر هغے دَ انګورو اوبۀ ونۀ څښم تر څو چه دَ خپل پلار په بادشاهئ کښے تاسو سره تازه ونۀ څښم.“ ٣٠ دَ خُدائے دَ حمد وئيلو نه پس دوئ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.

دَ پطروس دَ اِنکار په حقله پيشن ګوئى

٣١ بيا عيسىٰ دوئ ته ووئيل چه”نن شپه به تاسو ټول زما په وجه تيندک خورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه: «زَۀ به شپُونکے پرے باسم اَؤ دَ هغۀ دَ کنډک ګډے به خورے ورے شى.» ٣٢ خو هر کله چه زَۀ بيا پاڅولے شم نو زَۀ به ستاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“ ٣٣ پطروس په جواب کښے ووئيل،”ستا په وجه که بل هر يو هم تيندک وخورى،خو زَۀ به ئے هيچرے ونۀ خورم.“ ٣٤ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”زَۀ تا ته وايم چه نن شپه دَ چرګ دَ بانګ نه آګاهو به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“ ٣٥ پطروس ورته ووئيل،”که زَۀ تا سره مړ هم شم خو ستا نه به هيچرے اِنکارى نۀ شم.“اَؤ ټولو مُريدانو هم داسے اِقرار وکړو.

دَ ګيتسمنے په باغ کښے دُعا کول

٣٦ نو بيا عيسىٰ سره دَ مُريدانو ګيتسمنئے نُومے ځائے ته راغے اَؤ هلته ئے هغوئ ته ووئيل چه”تاسو دلته کښينئ،زَۀ په دغه ځائے کښے دُعا کوم.“ ٣٧ هغۀ پطروس اَؤ دَ زبدى زامن دَ ځان سره کړل،نو ډير غمژن شو اَؤ په زړۀ ئے تيارۀ شوله. ٣٨ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”زما زړۀ دَ غمه چوى،دلته ودريږئ اَؤ ما سره بيدار اوسئ.“ ٣٩ هغه يو څو قدمه لاړو،پړ مخے پريوتو اَؤ دا دُعا ئے وکړه چه”زما پلاره! که کيدے شى نو دا پياله رانه تيره کړه،خو داسے نه لکه چه ئے زَۀ غواړم بلکه داسے لکه ستا رضا ده.“ ٤٠ دَئے مُريدانو له راغے اَؤ هغه ئے اُودۀ وليدل اَؤ هغۀ پطروس ته ووئيل،”ښه! تاسو ما سره يوه ګينټه قدرے هم بيدار نۀ شوئ پاتے کيدے؟ ٤١ بيدار شئ! اَؤ دُعا وکړئ چه تاسو په لمسُون کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو وجُود کمزورے دے.“ ٤٢ هغه په دويم ځل لاړو اَؤ دُعا ئے وغوښته چه”زما پلاره! که چرے دا پياله زما دَ څښلو نه بغير نۀ شى تيريدے نو ستا رضا دِ وشى.“ ٤٣ هغه بيا راغے اَؤ هغوئ ئے بيا اُودۀ وموندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے شوے وے ٤٤ بيا هغۀ هغوئ پريښودل اَؤ لاړو اَؤ په دريم ځل ئے دُعا وغوښتله اَؤ هغه مخکښنئ خبرے ئے بيا وکړے. ٤٥ بيا هغه مُريدانو له راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”لا هغسے اُدۀ يئ،هغسے لا آرام کوئ؟ وخت راغلے دے،اِبن آدم دَ ګُناه ګارانو لاس ته حواله کيږى. ٤٦ پاڅئ چه لاړ شُو،ګورئ زما مُخبر رارسيدلے دے.“

دَ عيسىٰ مُخبرى اَؤ نيول

٤٧ عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه له دولسو مُريدانو نه يهوداه راغے چه ورسره ډير خلق وُو سره دَ تُورو اَؤ دَ کوتکُونو چه مشرانو کاهنانو اَؤ دَ قوم مشرانو راليږلى وُو. ٤٨ مُخبر هغوئ ته دا نخښه ښوولے وه،”څوک چه زَۀ ښکل کړم هم هغه دے،وئے نيسئ.“ ٤٩ سمدستى يهوداه راوړاندے شو،وئے وے چه”رَبى سلام!“ اَؤ ښکل ئے کړو. ٥٠ عيسىٰ جواب ورکړو،”ملګريه! څۀ چه کول غواړے کوه.“هغوئ بيا رامخکښے شول، عيسىٰ ته ئے لاس ورواچوو اَؤ وئے نيولو. ٥١ په هغه وخت کښے دَ عيسىٰ په ملګرو کښے يو تُورے ته لاس کړو راوئے کښله اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو. ٥٢ خو عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. څوک چه تُوره چلوى په تُورو مرى. ٥٣ آيا تا دا ګُمان کړے دے چه زَۀ ګنى خپل پلار ته سوال نۀ شم کولے چه سمدستى دَ فرښتو دولس لښکرے زما مدد ته راواستوى؟ ٥٤ نو بيا دَ صحيفو دا وينا به څنګه تر سره کيږى چه په کښے وئيلى شوى دى چه دا به خامخا کيږى؟ ٥٥ هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته ووئيل چه”تاسو ما ډاکوګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکُونو سره زما په نيولو پسے راغلى يئ؟ ما به هره ورځ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکاوو خو تاسو په ما لاس نه دے پورته کړے. ٥٦ خو دا هر څۀ هم ځکه وشول چه هغه څۀ رښتيا ثابت شى کُوم چه نبيانو ليکلى دى.“بيا ټولو مُريدانو هغه پريښودو اَؤ وتښتيدل.

دَ جرګے په وړاندے پيشى

٥٧ عيسىٰ نيولے تړلے دَ مشر کاهن کائفا کور ته بوتلے شو چرته چه دَ شرعے عالمان اَؤ مشران راټول وُو. ٥٨ پطروس ورپسے وروستو وروستو په څۀ فاصله روان وُو تر دے چه دَ مشر کاهن دَ کور غولى ته راورسيدو،اَؤ چه دَ ننه لاړو نو دَ خادمانو سره کښيناستو. مطلب ئے دا وُو چه دَ دے هر څۀ انجام ووينى. ٥٩ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ خلاف څۀ غلط جُرم ثابت کړى چه قتل ئے کړى. ٦٠ خو هغوئ په داسے جُرام پيدا کولو کښے پاتے راغلل سره دَ دے چه ډير کسان دَ دروغو ګواهئ ته راوړاندے شول. آخر دوؤ سړو دا ګواهى وکړه چه ٦١ ”دَۀ وئيلى وُو چه زَۀ دَ خُدائے کور نړولے شم اَؤ په دريو ورځو کښے بيا ودانولے شم.“ ٦٢ په دے مشر کاهن پاڅيدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ دے ګواهانو دَ اِلزام خلاف تا سره څۀ جواب نِشته څۀ؟“ ٦٣ خو عيسىٰ چپ پاتے شو. نو بيا مشر کاهن ووئيل چه”زَۀ دَ ژوندى خُدائے سوګند درکو چه ووايه،تۀ په رښتيا مسيح،دَ خُدائے زوئے ئے که نه؟“ ٦٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دا ستا وينا ده،خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ نن نه پس به تاسو اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“ ٦٥ په دے وينا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل چه”دئے کُفر وائى! دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو حاجت شته څۀ؟ تاسو دا کُفر واؤريدو. ٦٦ ستاسو څۀ رائے ده؟“ هغوئ جواب ورکړو چه”دَئے مُجرم دے،قتل دِ کړے شى.“ ٦٧ بيا هغوئ دَ هغۀ په مخ وتُوکل اَؤ په سوکُونو ئے ووهلو اَؤ ځنو په څپيړو ووهلو، ٦٨ اَؤ وئيل ئے،”اَئے مسيح! که تۀ په رښتيا نبى ئے نو دا راته ووايه چه چا ووهلے.“

دَ پطروس دَ عيسىٰ نه مُنکريدل

٦٩ په دے دوران کښے پطروس بهر په غولى کښے ناست وُو چه يوه وينځه ورغله اَؤ ورته ئے ووئيل،”تۀ خو هم دَ ګليل دَ عيسىٰ سره وے.“ ٧٠ خو پطروس دَ ټولو په مخکښے مُنکر شو اَؤ دا ئے وئيل چه”نۀ پوهيږم،دا تاسو څۀ وايئ؟“ ٧١ بيا هغه دَ ډيوډئ په لور روان شو اَؤ هلته يوے بلے وينځے چه هغه وليدو نو موجُودو خلقو ته ئے وئيل چه”دا سړے هم دَ عيسىٰ ناصرى سره وُو.“ ٧٢ يو ځل بيا هغه مُنکر شو اَؤ په سوګندونو شو چه”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“ ٧٣ څۀ شيبه پس يو څو تماشګير راغلل اَؤ پطروس ته ئے ووئيل چه”يقينًا تۀ دَ هغوئ نه يو يئے ځکه چه ستا دَ لهجے نه دا معلُوميږى.“ ٧٤ په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ قَسمونه ئے وخوړل چه”زَۀ دا سړے نۀ پيژنم.“په دغه وخت يو چرګ بانګ ووئيلو. ٧٥ اَؤ پطروس ته دَ عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چه وئيلى ئے وُو چه”دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ زما نه درے ځله اِنکارى شے.“هغه بهر ووتو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.

متى 27

دَ عيسىٰ دَ پيلاطوس والى ته بوتلل

١ چه صبا شو نو مشران کاهنان اَؤ دَ قوم مشران رايو ځائے شول اَؤ دَ عيسىٰ دَ مرګ صلاح ئے وکړه. ٢ بيا ئے هغۀ ته زولنئ واچولے اَؤ روان ئے کړو چه رُومى والى پيلاطوس ته ئے حواله کړى.

دَ يهوداه اسکريوتى مرګ

٣ کله چه يهوداه مُخبر ته پته ولګيده چه په عيسىٰ باندے جُرم ثابت شوے دے نو هغه پيښمانه شو اَؤ هغۀ دَ سپينو زرو ديرش سکے ئے مشرانو کاهنانو اَؤ قومى مشرانو ته واپس کړے. ٤ هغۀ ووئيل،”ما ګُناه کړے ده چه يو بے ګُناه سړے مے تر مرګه رارسولے دے.“خو هغوئ ووئيل چه”زمُونږ پرے څۀ؟ ته پوهه شه اَؤ کار دِ پوه شه.“ ٥ نو هغۀ سکے دَ خُدائے په کور کښے په مزکه وغورزولے اَؤ دَ هغوئ نه روان شو،اَؤ لاړو اَؤ ځان ئے پانسى کړو. ٦ مشرانو کاهنانو پيسے راپورته کړے اَؤ وئے وئيل چه”دا پيسے دَ خُدائے دَ کور په خزانه کښے اچول روا نۀ دى ځکه چه دا دَ خُون بيعه ده.“ ٧ نو صلاح ئے وکړه اَؤ دَ کُلال مزکه ئے پرے واخسته چه دَ مُسافرو قبرستان پرے جوړ کړى. ٨ تر نن ورځے پورے هغه مزکه دَ خُون پټے ياديږى. ٩ دغه شان دَ يرمياه نبى پيشن ګوئى تر سره شوه چه «هغوئ ديرش دَ سپينو زرو سکے واخستلے چه دَ هغۀ په بنى اِسرائيلو کښے دَ قيمتى تن دَ سر بيعه وه، ١٠ اَؤ هغه پيسے ئے دَ کُلال په مزکه ورکړے،لکه چه رب ما ته حُکم راکړے دے.»

دَ پيلاطوس والى په عيسىٰ باندے جرح

١١ بيا ئے عيسىٰ والى ته راوستو اَؤ چه هغه هلته ودريدو نو والى ترے تپوس وکړو چه”آيا تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“ عيسىٰ ووئيل چه”دا ستا وينا ده.“ ١٢ اَؤ کُوم اِلزام چه په هغۀ باندے مشرانو کاهنانو اَؤ اولسى مشرانو لګولے وُو دَ هغے ئے هيڅ جواب ورنۀ کړو. ١٣ بيا پيلاطوس ورته ووئيل چه”آيا دا ټولے ګواهئ چه ستا په خلاف کيږى نۀ آورے څۀ؟“ ١٤ خو هغۀ په جواب کښے دَ يو ټکى نه هم اِنکار ونۀ کړو اَؤ والى په دے ډير حيران شو.

عيسىٰ ته دَ مرګ سزا

١٥ دَ اختر په ورځ دَ والى دا دستور وُو چه دَ خلقو دَ خوښے يو قيدى به ئے آزادَوو. ١٦ په دغه وخت کښے برابا نُومے يو بدنام سړے په قيد کښے وُو. ١٧ کله چه خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چه”ستاسو په خوښه زَۀ څوک آزاد کړم،برابا يا عيسىٰ چه ورته مسيح وئيلے شى؟“ ١٨ ځکه چه هغۀ ته پته وه چه هغوئ عيسىٰ دَ حسد په وجه راګير کړے وُو. ١٩ پيلاطوس لا په تخت ناست وُو چه دَ خپلے ښځے له طرفه ورته پيغام راغے چه”دے بے ګُناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائے ځکه چه بيګاه په ما په دے وجه په خُوب کښے ډير مصيبت تير شو.“ ٢٠ تر دے وخته مشرانو کاهنانو اَؤ نورو مشرانو خلقو دے ته لمسولے وُو چه دَ برابا آزادى وغواړى اَؤ دَ عيسىٰ قتل؟“ ٢١ کله چه والى تپوس وکړو چه”په دواړو کښے څوک آزادول غواړئ؟“هغوئ ووئيل،”برابا.“ ٢٢ پيلاطوس ورته ووئيل چه”بيا دَ عيسىٰ چه مسيح ياديږى سره څۀ سلُوک وکړم؟“ټولو په يو آواز ووئيل چه”په سولئ ئے کړه!“ ٢٣ پيلاطوس ووئيل چه”ولے؟ په څۀ ګناه؟“خو هغوئ نورے چغے کړے چه”په سولئ ئے کړه!“ ٢٤ پيلاطوس پوه شو چه زَۀ هيڅ نۀ شم کولے اَؤ فساد جوړيږى،نو هغۀ اوبۀ راوخستے،دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے خپل لاسُونه ووينځل اَؤ وئے وئيل چه”زما لاسُونه دَ دے سړى دَ خُون نه پاک دى،ستاسو کار دے هر څۀ چه کوئ.“ ٢٥ ټولو خلقو په يو آواز چغے کړے چه”دَ دَۀ خُون دِ زمُونږ اَؤ زمُونږ دَ اَؤلاد په غاړه وى.“ ٢٦ نو هغۀ بيا برابا آزاد کړو اَؤ عيسىٰ ئے په ګروړو ووهلو اَؤ په سولئ کولو ته ئے ورکړو.

دَ سپاهيانو په عيسىٰ پورے ټوقے کول

٢٧ دَ والى سپاهيانو بيا عيسىٰ قلا ته بوتلو اَؤ ټوله پلټن ئے ترے راچاپيره کړه. ٢٨ جامے ئے ترے وويستے اَؤ تکه سره چُوغه ئے پرے واچوله. ٢٩ اَؤ دَ ازغو تاج ئے جوړ کړو اَؤ ورته ئے په سر کړو اَؤ يو بينت ئے په ښى لاس کښے ورکړو،بيا دَ هغۀ په مخکښے په زنګُنونو شول اَؤ ټوقے ئے ورپورےکولے چه”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“ ٣٠ هغوئ په هغۀ وتُوکل اَؤ بينت ئے ترے واخستو اَؤ په سر سر ئے پرے ووهلو. ٣١ اَؤ چه ټوقے ئے بس کړے نو چُوغه ئے ترے وويستله اَؤ خپلے جامے ئے ورواغوستے. بيا ئے هغه بهر په سولئ کولو له بوتلو.

دَ عيسىٰ مسيح په سولئ کول

٣٢ په لاره ئے شمعُون نُومے کرينى سړے وليدو اَؤ په بيګار ئے ونيولو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى. ٣٣ اَؤ بيا ګولګتا نُومے ځائے ته ورغلل چه معنىٰ ئے دَ کپرئ ځائے دے. ٣٤ هلته ئے عيسىٰ ته دَ تريخو سره ګډ کړى شراب دَ څښلو دَ پاره ورکړل،خو چه وئے څکل نو وئے نۀ څښل. ٣٥ اَؤ چه کله ئے دَئے په سولئ وخيژولو نو دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے په هسک وويشلے. ٣٦ نو بيا ئے هلته څوکئ ته کښيناستل. ٣٧ دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه ئے دا ليکلے تقصير نامه آويزانده کړه چه،دا دَ يهوديانو بادشاه عيسىٰ دے. ٣٨ دوه ډاکوان هم ورسره په سولئ شوى وُو،يو ئے په ښى لاس وُو اَؤ بل ګس. ٣٩ په لارے تيريدُونکو به عيسىٰ ته کنځل کول اَؤ سرُونه به ئے خوزول اَؤ چغے به ئے وهلے، ٤٠ ”تۀ به دَ خُدائے کور ورانوے اَؤ بيا به ئے په دريو ورځو کښے جوړَوے،اوس دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ ځان بچ کړه که تۀ په رښتيا دَ خُدائے زوئے يئے!“ ٤١ دغه شان مشرانو کاهنانو،دَ شرعے عالمانو اَؤ مشرانو هم ورپورے ملنډے کولے، ٤٢ اَؤ وئيل ئے چه”هغۀ نور خلق بچ کړل خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. بے شکه که دَئے دَ اِسرائيلو بادشاه دے نو اوس دِ دَ دے سولئ نه راکُوز شى،نو بيا به پرے مُونږ ايمان راؤړُو. ٤٣ دَ دَۀ په خُدائے باور وُو،اوس دِ خُدائے بچ کړى که چرے هغه ئے غواړى،ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“ ٤٤ تر دے چه دَ دَۀ سره په سولئ شوو ډاکوانو هم په دَۀ پورے ملنډے کولے.

دَ عيسىٰ مسيح مرګ

٤٥ دَ غرمے نه پس تر کُوز ماسپښين پورے په ټول ملک کښے توره تيارۀ شوه. ٤٦ اَؤ په کُوز ماسپښين عيسىٰ په اُوچت آواز نعرے کړے،«ايلى! ايلى! لما شبقتنى!» يعنے”اَئے زما خدايه! اَئے زما خدايه! زَۀ دِ ولے پريښودلم؟“ ٤٧ په ولاړو خلقو کښے چه ځنو دا واؤريدل نو وئے وئيل چه”دَئے اوس اِلياس ته نعرے وهى.“ ٤٨ په هغوئ کښے يو سمدستى منډه کړه اَؤ يو اِسفنج ئے واخستو په سرکه کښے ئے ډُوب کړو اَؤ دَ نل په سر کښے ئے دَ هغۀ په شُونډو کيښودو. ٤٩ خو نورو ووئيل چه”تماشه کوئ چه اِلياس دَ دَۀ خلاصولو له راځى اَؤ که نه.“ ٥٠ عيسىٰ بيا يوه اُوچته چغه کړه اَؤ ساه ئے ورکړه. ٥١ هغه وخت دَ خُدائے دَ کور پړده دَ يو سر نه تر بل سره په مينځ وشليده. اَؤ زلزله راغله،ګټان وچاؤدل، ٥٢ اَؤ قبرُونه وسپړدے شول اَؤ دَ خُدائے ډير پاکان دَ خوبه رابيدار شول. ٥٣ اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاڅيدلو نه پس هغوئ ټول دَ قبرُونو نه راووتل،بيتُ المُقدس ته ننوتل اَؤ ډيرو خلقو ئے ننداره وکړه. ٥٤ کله چه صوبه دار اَؤ دَ هغۀ سړو چه دَ عيسىٰ څوکئ ئے کوله زلزله اَؤ دا ټول واقعات وليدل نو په هغوئ هيبت راغے اَؤ وئے وئيل،”بے شکه چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وُو.“ ٥٥ ډيرے ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ لرے نه ئے تماشه کوله. هغوئ دَ ګليل نه په عيسىٰ پسے خدمت ته راغلے وے. ٥٦ په هغوئ کښے يوه مريم مګدلينى وه اَؤ بله دَ يعقُوب اَؤ دَ يُوسف مور مريم ،اَؤ دَ زبدى دَ زامنو مور وه.

دَ عيسىٰ مسيح ښخول

٥٧ کله چه ماښام شو نو دَ اريميتيه يو موړ سړے چه يُوسف نُوم ئے وُو اَؤ دَ عيسىٰ مُريد وُو،راغے. ٥٨ هغه پيلاطوس ته ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو اَؤ پيلاطوس حُکم وکړو چه ور دِ کړے شى. ٥٩ يُوسف هغه لاش يوړو اَؤ په صفا مهينه لټه کښے ئے ونغښتو، ٦٠ اَؤ دَ خپل ځان دَ پاره په يو ګټ کښے کنستے شوى نوى قبر کښے ئے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دروازے ته راورغړولو اَؤ لاړو. ٦١ خو مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دواړه ئے قبر ته مخامخ ناستے وے.

دَ قبر څوکيداران

٦٢ په بله ورځ چه دَ سبت ورځ وه مشران کاهنان اَؤ نور فريسيان په جمع پيلاطوس ته راغلل، ٦٣ اَؤ وئے وئيل چه”صاحبه! مُونږ ته ياد دى چه هغه فريبى چه لا ژوندے وُو نو ئے وئيلى وُو چه زَۀ به په دريمه ورځ پورته کړے شم. ٦٤ آيا تۀ به دا حُکم وکړے چه تر دريو ورځو دِ دغه قبر څوکئ کيږى؟هسے نۀ چه دَ هغۀ مُريدان راشى،لاش ئے په غلا وباسى اَؤ بيا خلقو ته وائى چه هغه پورته کړے شوے دے،اَؤ آخرى فريب به ئے دَ وړُومبى فريب نه ډير بد وى.“ ٦٥ پيلاطوس ورته ووئيل چه”ستاسو خپل څوکيدارانشته. ځئ،څنګه مو چه خوښه وى نو هغه شان څوکئ ئے کوئ. ٦٦ نو هغوئ لاړل،قبر ئے په قبضه کښے کړو اَؤ په کاڼو ئے مهرُونه ولګول اَؤ څوکيداران ئے پرے مقرر کړل.

متى 28

دَ عيسىٰ مسيح بيا ژوندے کيدل

١ دَ سبت ورځ تيره شوه اَؤ دَ اِتوار دَ ورځے سحر کيدُونکے وُو چه مريم مګدلينى اَؤ هغه بله مريم دَ قبر ليدو ته راغلے. ٢ ناڅاپه يوه سخته زلزله راغله،دَ آسمان نه دَ رب يوه فرښته راکُوزه شوه،کاڼى له راغله اَؤ هغه ئے ورغړولو اَؤ په خپله پرے کښيناسته. ٣ دَ هغۀ مخ دَ آسمان دَ بريښنا په شان ځليدو اَؤ جامے ئے لکه دَ واؤرو سپينے وے. ٤ څوکيداران ئے په ليدو دَ ويرے نه ورَپيدل اَؤ لکه دَ مړو پريوتل. ٥ فرښتے بيا ښځو ته ووئيل چه”تاسو دَ هيڅ نه مه ويريږئ،ماته پته ده چه تاسو عيسىٰ ګورئ څوک چه په سولئ شوے وُو. ٦ هغه دلته نشته،هغه بيا پورته کړے شوے دے لکه چه هغۀ وئيلى وُو. راشئ،هغه ځائے وګورئ چرته چه هغه پروت وُو. ٧ نو بيا زر لاړے شئ اَؤ دَ هغۀ مُريدان خبر کړئ چه له مړو نه پاڅولے شوے دے اَؤ ستاسو نه وړُومبے ګليل ته روان دے،تاسو به ئے هلته ووينئ. ما تاسو ته دغسے وئيلى دى.“ ٨ هغوئ دَ مقبرے نه په هيبت اَؤ خوشحالئ لاړے اَؤ دؤ ئے کړل چه مُريدان خبر کړى. ٩ ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرے پيښ شو اَؤ په هغوئ ئے سلام واچولو. هغوئ ورغلے اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ونيولے اَؤ سجده ئے ورته وکړه. ١٠ بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”ويريږئ مه،لاړے شئ اَؤ زما وروڼو ته دا پيغام ورکړئ چه هغوئ دِ ګليل ته لاړ شى،ما به هلته ووينى.“

دَ څوکيدارانو خبر راوړل

١١ ښځے په خپله لار تللے چه ځنے څوکيداران ښار ته ننوتل اَؤ مشرانو کاهنانو ته ئے ټوله قيصه تيره کړه. ١٢ بيا هغوئ مشران راغونډ کړل اَؤ صلاح ئے وکړه. اَؤ مشرانو کاهنانو سپاهيانو ته ډيرے بډے ورکړے. ١٣ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”تاسو دا ووايئ چه دَ شپے چه مُونږ اُدۀ شُو نو دَ هغۀ مُريدان راغلل اَؤ دَ هغۀ لاش ئے پټ کړو.“ ١٤ اَؤ ورسره ئے دا هم ووئيل چه که”دا خبر دَ والى غوږ ته ورسيدو نو مُونږ به دَ هغۀ سره جوړ وکړُو اَؤ تاسو ته به هيڅ نقصان نۀ درکوى.“ ١٥ نو هغوئ پيسے واخستے اَؤ څۀ چه ورته وئيلى شوى وُو هم هغه شان ئے وکړل. دغه قيصه تر نن ورځے په يهوديانو کښے خوره ده.

مُريدانو ته حُکم ورکول

١٦ يوولس مُريدان دَ ګليل هغه غر ته روان شول چه عيسىٰ ورسره دَ ليدو دَ پاره مقرر کړے وُو. ١٧ کله چه هغوئ هغه وليدو نو ورته په سجده شول مګر ځنے شکمن وُو. ١٨ بيا عيسىٰ ورغے اَؤ خبرے ئے ورسره وکړے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ آسمان اَؤ دَ مزکے ټول واک ما ته راکړے شوے دے. ١٩ ځکه تاسو په مزکه خوارۀ شئ اَؤ ټول قومُونه زما مُريدان کړئ اَؤ دَ پلار،دَ زوئے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ. ٢٠ اَؤ دا تعليم ورکوئ چه په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چه ما تاسو ته حُکم کړے دے. اَؤ دا يقين لرئ چه زَۀ به تل تاسو سره يم،تر آخره وخته پورے.

مرقوس 1

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى اِعلان

١ دا دَ خُدائے دَ زوئے عيسىٰ مسيح دَ زيرى شروع ده، ٢ څنګه چه دَ يشعياه نبى په صحيفه کښے ليکلى دى: «ګوره! دا زما پيغمبر دے چه زَۀ ئے دَ تا نه وړاندے ليږم اَؤ دَئے به ستا دَ پاره لار تياروى. ٣ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز راغے چه دَ مالِک لار تياره کړئ اَؤ دَ هغۀ سړکُونه نيغ کړئ.» ٤ اَؤ دغه شان په بيابان کښے بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ راغے اَؤ اِعلان ئے وکړو چه”توبه وکړئ اَؤ بپتسمه واخلئ اَؤ خُدائے به ستاسو ګُناهونه وبخښى.“ ٥ اَؤ دَ يهوديه دَ وطن ټول خلق اَؤ دَ بيتُ المُقدس اوسيدُونکى هغۀ ته راغونډ شول اَؤ هغوئ دَ خپلو ګُناهونو اِقرار وکړو اَؤ هغۀ دَ اُردن سيند په غاړه دَ هغوئ بپتسمه وکړه. ٦ يحيىٰ دَ اُوښ دَ وړئ چُوغه اغوستے وه اَؤ دَ څرمنے پيټئ ئے دَ ملا نه تاؤ کړے وه اَؤ هغۀ به ملخان اَؤ ځنګلى ګبين خوړلو. ٧ هغۀ به دا اِعلان کوو چه”زما نه پس به هغه سړے راځى چه زما نه زيات زوروَر دے. زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه ټيټ شم اَؤ دَ هغۀ دَ پيزار تسمے پرانزم. ٨ ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به ستاسو بپتسمه په په رُوحُ القُدس وکړى.“

دَ عيسىٰ بپتسمه اَؤ آزميښت

٩ هم په هغه ورځو کښے داسے وشول چه دَ ګليل دَ ناصرت نه عيسىٰ راغے اَؤ دَ اُردن دَ سيند په غاړه ئے دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخسته. ١٠ څۀ وخت چه دَ اوبو نه بهر راووتو نو هغۀ آسمانُونه پرانستى وليدل اَؤ رُوحُ القُدس دَ کونترے په شکل په هغۀ باندے نازل شو. ١١ اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه”تۀ زما محبوب زوئے ئے،ستا نه زَۀ رضا يم.“ ١٢ سمدستى رُوحُ القُدس هغه بيابان ته واستوو. ١٣ اَؤ هلته کښے هغه تر څلويښتو ورځو پورے دَ شيطان په لمسُون کښے وآزمائيلے شو. هغه دَ ځنګلى ځناورو سره وُو اَؤ فرښتے دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے وے.

دَ عيسىٰ مسيح دَ ماهيانو څلور ښکاريان بلل

١٤ هر کله چه يحيىٰ ونيولے شو نو عيسىٰ ګليل ته راغے اَؤ دَ خُدائے دَ زيرى وعظ ئے کولو چه ١٥ ”وخت پُوره شو،دَ خُدائے بادشاهى په تاسو دَ بره کيدُونکى ده. توبه ګار شئ اَؤ په زيرى ايمان راؤړئ.“ ١٦ عيسىٰ دَ ګليل درياب په غاړه روان وُو چه هغۀ شمعُون اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس وليدل چه دَ درياب په غاړه ئے جال اچولو ځکه چه هغوئ دَ ماهيانو ښکاريان وُو. ١٧ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”ما پسے راځئ اَؤ زَۀ به ستاسو نه دَ بنى آدمو لټوُونکى جوړ کړم.“ ١٨ اَؤ سمدستى هغوئ خپل جالُونه پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول. ١٩ کله چه عيسىٰ وړاندے لاړلو نو هغۀ دَ زبدى زامن،يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا وليدل چه په کشتئ کښے ناست وُو اَؤ جالُونه ئے مُرمت کول. ٢٠ هغۀ هغوئ راوبلل اَؤ هغوئ خپل پلار زبدى دَ مزدُورانو سره په کشتئ کښے پريښودو اَؤ په هغۀ پسے روان شول.

دَ ناپاک رُوح نيولے سړے

٢١ دوئ کفرنحوم ته راغلل اَؤ دَ سبت يعنے خالى په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم ورکول شروع کړل. ٢٢ خلق دَ عيسىٰ په تعليم حيران شول ځکه چه دَ شرعے دَ عالمانو په شان نه،بلکه پُوره په اِختيار سره ئے وئيل. ٢٣ په دغه وخت په عبادت خانه کښے يو سړے وُو چه ناپاک رُوح نيولے وُو. هغۀ چغے کړے، ٢٤ ”اَئے عيسىٰ ناصرى! ته زمُونږ نه څۀ غواړے؟ تۀ زمُونږ په بربادئ پسے راغلے ئے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه تۀ دَ خُدائے قدُوس يئے.“ ٢٥ عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”چپ شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه.“ ٢٦ اَؤ ناپاک رُوح هغه سړے ډير په عذاب کړو اَؤ په چغه ترے نه راووتو. ٢٧ هغوئ ټول حق حيران شول اَؤ دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو چه”دا لا څۀ دے؟ دا خو يو نوے تعليم دے! هغه په اِختيار سره خبرے کوى اَؤ چه حُکم کوى نو ناپاک رُوحُونه هم دَ هغۀ حُکم منى“ ٢٨ دا خبره ډيره زر مشهُوره شوه اَؤ دَ ګليل په علاقه کښے دَ هغۀ آوازه خوره شوه.

دَ ډيرو خلقو جوړول

٢٩ دَ عبادت خانے نه په راوتو هغوئ نيغ دَ شمعُون اَؤ اندرياس کره لاړل اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا هم ورسره ملګرى وُو. ٣٠ دَ شمعُون خواښے تبے نيولے وه،په کټ کښے پرته وه. هغوئ سمدستى دَ هغے دَ بيمارئ حال ورته ووے. ٣١ عيسىٰ ورغے اَؤ دَ هغے لاس ئے ونيوو اَؤ په پښو ئے وُدروله اَؤ تبے پريښوده اَؤ دَ هغوئ په خدمت کښے آخته شوه. ٣٢ هغه ماښام دَ نمر دَ پريوتو نه پس هغوئ ټول رنځُوران اَؤ پيريانو نيولى خلق عيسىٰ ته راوستل. ٣٣ اَؤ ټوله ښاريه دَ هغه کور مخے ته راټوله شوه. ٣٤ عيسىٰ ډير رنحُوران جوړ کړل چه په قِسم قِسم رنځُونو آخته وُو اَؤ ډير پيريان ئے وشړل. هغۀ پيريان خبرو ته پرے نۀ ښول ځکه چه هغوئ پيژندو چه دا څوک دے.

په کلو کښے په ګرزيدو وعظ کول

٣٥ سحر وختى دَ نمر ختو نه وړاندے عيسىٰ پاڅيدو اَؤ بهر لاړو. هغه ځان له يو خوشى ځائے ته لاړو اَؤ هلته ئے دُعا کوله. ٣٦ خو شمعُون اَؤ دَ هغۀ ملګرى ورپسے لاړل، ٣٧ وئے مُوندو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”ټول خلق ستا په تلاش کښے دى.“ ٣٨ هغۀ جواب ورکړو چه”راځئ چه نزدے کلو ته لاړ شُو چه زَۀ هلته هم خپل پيغام واؤروم ځکه چه زَۀ هم په دغه غرض راوتلے يم.“ ٣٩ نو هغه په ټول ګليل کښے وګرزيدلو،په عبادت خانو کښے ئے کلام آؤروو اَؤ پيريان ئے ويستل.

دَ يو جُزامى پاکول

٤٠ عيسىٰ ته يو جُزامى راغے،دَ هغۀ په پښو پريوتو،خواست ئے ترے وکړو چه”که ته غواړے نو ما پاکولے شے.“ ٤١ دَ عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزيدلو،خپل لاس ئے وراُوږد کړلو،مسح ئے کړو اَؤ وئے وئيل چه”بے شکه زَۀ غواړم،پاک شه.“ ٤٢ اَؤ دَ هغۀ نه جُزام سمدستى لرے شو اَؤ هغه پاک شو. ٤٣ بيا عيسىٰ هغه دَ دے سخت حُکم سره رُخصت کړو، ٤٤ ”خيال ساته چه دا حال چا ته ونۀ وائے. لاړ شه خپل ځان کاهن ته وښيه اَؤ دَ مُوسىٰ مُقرر کړے نذرانه هغۀ ته پيش کړه،دا به ستا دَ روغتيا شاهدى وى.“ ٤٥ خو هغه سړے بهر لاړو اَؤ دَ دے قصے نه ئے ټول خلق خبر کړل. دا خبره ئے تر لرے لرے خوره کړه تر دے چه عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے اَؤ بهر به په خوشو ځايُونو کښے پاتے کيدو. خو بيا به هم خلق دَ هر لورى نه هغۀ ته راتلل.

مرقوس 2

دَ يو شل سړى روغول

١ څو ورځے پس چه عيسىٰ کفرنحوم ته واپس شو نو خلق خبر شول چه هغه په کور کښے دے. ٢ اَؤ دومره خلق ورته راټول شول چه دَ دروازے نه بهر نۀ ځائيدل. اَؤ څۀ وخت چه هغۀ هغوئ ته پيغام آؤرولو، ٣ نو يو شل سړے څلورو کسانو راپورته کړے وُو اَؤ هغۀ ته ئے راؤړو. ٤ خو دَ ګڼے له کبله ئے هغۀ ته نزدے نۀ کړے شُو،نو هغوئ دَ کوټے چت په هغه ځائے کښے سُورے کړو چرته چه عيسىٰ وُو اَؤ په هغه سُورى کښے ئے هغه شل سړے په بانګئ کښے دَ هغۀ مخے ته ورښکته کړو. ٥ کله چه عيسىٰ دَ هغوئ دا عقيده وليده نو هغه شل سړى ته ئے ووئيل،”زما زويه! ستا ګُناهونه معاف شول.“ ٦ هلته په دغه موقع يو څو دَ شرعے عالمان ناست وُو،هغوئ دَ ځان سره ووئيل چه ٧ ”دا سړے داسے خبرے ولے کوى؟ دا خو کُفر دے! دَ خُدائے نه بغير هم لا څوک دَ چا ګُناهُونه بخښلےشى څۀ؟“ ٨ سمدستى عيسىٰ پوهه شو چه دوئ په زړۀ کښے څۀ خيال کوى اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”تاسو داسے خيالُونه په زړۀ کښے ولے راولئ؟ ٩ آيا دا خبره آسانه ده چه زَۀ دے شل سړى ته ووايم چه ستا ګُناهُونه معاف شول،اَؤ که دا ووايم چه پاڅه خپل کټ واخله اَؤ روان شه؟ ١٠ خو ستاسو دَ پوهے دَ پاره چه اِبن آدم هم په مزکه باندے دَ ګُناهونو دَ معاف کولو اِختيار لرى،“هغۀ شل سړى ته مخ راواړَولو اَؤ ورته ئے ووئيل، ١١ ”زَۀ تا ته وايم،پاڅه! خپل کټ واخله اَؤ کور ته لاړ شه.“ ١٢ اَؤ هغه پاڅيدو،سمدستى ئے خپل کټ واخستو اَؤ دَ ټولو په مخکښے روان شو. دغه شان هغه ټول حيران پاتے شول اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. هغوئ ووئيل چه”داسے کار خو مُونږ چرے هم نۀ وُو ليدلے.“

دَ محصولچى بلنه

١٣ عيسىٰ يو ځل بيا دَ درياب غاړے ته لاړو،ګڼ خلق ورته راغلل اَؤ هغۀ هلته ورته تعليم ورکړو. ١٤ هر کله چه هغه تلو نو هغۀ دَ حلفئ زوئے ليوى دَ محصُول په څوکئ ناست وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”ما پسے راځۀ،“ليوى پاڅيدو اَؤ ورپسے روان شو. ١٥ کله چه عيسىٰ دَ هغۀ په کور کښے ډوډئ ته ناست وُو نو ډير ګُناه ګاران اَؤ محصُولچيان اَؤ دَ هغۀ مُريدان ورسره خوراک ته ناست وُو،نو ډير خلق ورپسے وُو. ١٦ ځنو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا وليدل چه هغه دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو په دے ډله کښے ناست دے،ورسره ډوډئ خورى،نو دَ هغۀ مُريدانو ته ئے ووئيل چه”دَئے خو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارانو سره ډوډئ خورى!“ ١٧ عيسىٰ دا خبره واؤريده اَؤ دوئ ته ئے ووئيل چه”روغ ته دَ طبيب حاجت نشته خو رنځُورانو ته ئے شته. زَۀ دے ته نۀ يم راغلے چه صادِقان وبلم بلکه ګناهګاران.“

دَ روژے په باب کښے

١٨ يو ځلے چه دَ يحيىٰ مُريدانو اَؤ دَ فريسيانو روژه وه نو ځنى خلق ورته راغلل اَؤ وئے وئيل چه”څۀ وجه ده چه دَ يحيىٰ مُريدان اَؤ دَ فريسيانو مُريدان خو روژه نيسى،ولے ستا مُريدان ئے نۀ نيسى؟“ ١٩ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”کله چه دَ وادۀ زلمے دَ جنجيانو سره وى نو دوئ به روژه نۀ نيسى. ٢٠ خو وخت به راشى چه دَ وادۀ زلمے به دَ دوئ نه بيل کړے شى اَؤ په هغه ورځ به دوئ روژه نيسى. ٢١ هيڅوک هم نوے پيوند په زړه چُوغه کښے نۀ لګوى،اَؤ که څوک داسے کوى نو پيوند به وشليږى اَؤ نوے به دَ زاړۀ نه لوئے سُورے کوى. ٢٢ هيڅوک هم نوى شراب په زړو مشکُونو کښے نۀ اچوى. که څوک داسے کوى نو شراب به ئے مشکُونه وشلوى،شراب اَؤ مشکُونه دواړه به ضائع شى. خو نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچوى.“

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

٢٣ دَ يو سبت په ورځ چه عيسىٰ دَ فصل په يو پټى تيريدو نو په تلو تلو کښے دَ هغۀ مُريدانو وَږى وشُول کول. ٢٤ فريسيانو هغۀ ته ووئيل چه”وګوره! کُوم کار چه دَ سبت په ورځ منع دے،دوئ هغه ولے کوى؟“ ٢٥ هغۀ جواب ورکړو چه”تاسو چرے دا لوستلى نۀ دى چه څۀ وخت داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى وُږى شوى وُو ٢٦ اَؤ دَ خوراک هيڅ ورسره نۀ وُو نو څۀ ئے وکړل؟ هغه دَ ابياتار دَ مشر کاهن په زمانه کښے دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ نذرانے ډوډئ ئے وخوړله،سره دَ دے چه بغير دَ کاهنانو نه بل هيچا ته هغه خوراک حلال نۀ دے اَؤ لا دا چه خپلو ملګرو ته ئے هم ورکړه.“ ٢٧ هغۀ ورته دا هم ووئيل چه”سبت دَ بنى آدم دَ پاره جوړ شوے دے،نۀ چه بنى آدم دَ سبت دَ پاره. ٢٨ ځکه اِبن آدم دَ سبت دَ ورځے مالِک دے.“

مرقوس 3

دَ وچ لاسى سړى روغول

١ په بله موقع چه عيسىٰ عبادت خانے ته ننوتو نو په ګڼه کښے يو داسے سړے وُو چه لاس ئے وچ شوے وُو. ٢ اَؤ هغوئ دا کتل چه عيسىٰ به دَ سبت په ورځ هغه جوړ کړى اَؤ که نه،ځکه چه هغوئ به دَ هغۀ خلاف اِلزام لګولو ته تيار ناست وُو. ٣ هغۀ وچ لاسى سړى ته ووئيل چه”راشه،په مينځ کښے ودريږه.“ ٤ بيا ئے هغوئ ته مخ ورواړوو اَؤ وئے وئيل چه” دَ سبت په ورځ ښۀ کول روا دى که بد کول،دَ چا بچ کول روا دى که وژل؟“ خو هغوئ چُپ پاتے شول. ٥ دَ دوئ دَ سختو زړُونو په وجه ئے په غُصه اَؤ اَفسوس ټولو ته وکتل اَؤ هغه سړى ته ئے ووئيل چه”خپل لاس وغزوه.“هغۀ لاس وغزولو اَؤ جوړ شو. ٦ خو فريسيان دَ عبادت خانے نه بهر لاړل،نو سمدستى دَ هيروديانو سره په دے سازش آخته شول چه هغه به څنګه وژنُو.

دَ درياب په غاړه ګڼ خلق

٧ عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ درياب غاړے ته لاړو. ٨ دَ ګليل،يهُودا،دَ بيتُ المُقدس،اِدُوميه اَؤ دَ شرق اُردن،دَ صور اَؤ صيدا دَ خوا اَؤ شا نه ډير خلق دَ هغۀ ليدو له رغلل ځکه چه هغوئ دا آؤريدلى وُو هغه عجيبه کارُونه کوى. ٩ نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه”ما دَ پاره يوه کشتئ تياره ساتئ چه دَ ګڼے دَ ټيل نه ځان بچ کړم.“ ١٠ هغۀ دومره ډير رنځُوران روغ کړى وُو چه هر قِسم خلق ورمات شول چه دَۀ له لاس وَروړى. ١١ اَؤ چه پيريانو به دَئے وليدلو نو راپرے به وتل اَؤ چغے به ئے کړے چه”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے.“ ١٢ خو هغۀ به ورته په کلکه ووئيل چه”ما مه ښکاره کوئ.“

دَ عيسىٰ دولس رَسُولان

١٣ بيا عيسىٰ يو غر ته لاړو اَؤ هغه سړى ئے راوُبلل کُوم ئے چه خوښ کړى وُو اَؤ هغوئ ورغلل. ١٤ هغۀ دولس تنه رسُولان مُقرر کړل،څوک چه به دَ هغۀ سره وى اَؤ بهر به دَ وعظ دَ پاره ليږلے شى، ١٥ اَؤ چه دَ پيريانو دَ ايستلو اِختيار به هم لرى. ١٦ نو هغۀ دولس تنه مُقرر کړل چه هغه دا دى،په شمعُون ئے پطروس نُوم کيښودلو، ١٧ بيا دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ دَ هغۀ ورور يوحنا راغلل چه په هغوئ ئے بوانر ګس يعنے دَ تندر زامن نُوم کيښودلو، ١٨ بيا اَندرياس،فيليپوس اَؤ برتلمائى اَؤ متى اَؤ توما اَؤ دَ حلفئ زوئے يعقُوب اَؤ تدى اَؤ شمعُون ننګيالے، ١٩ اَؤ يهوداه اسکريوتى هغه سړے چه په دَۀ يے مُخبرى وکړله.

عيسىٰ اَؤ بعلزبول

٢٠ عيسىٰ يو کورته ننوتو اَؤ يو ځل بيا دومره خلق پرے راټول شول چه دوئ ډوډئ قدرے هم نۀ شوه خوړلے. ٢١ هر کله چه د هغۀ خپلوانو دا واؤريدل نو هغوئ لاړل چه هغه تر لاسه کړى ځکه چه خلقو به وئيل چه”هغه په خود کښے نۀ دے.“ ٢٢ کُوم دَ شرعے عالمان چه دَ بيتُ المُقدس نه راغلى وُو،هغوئ به هم وئيل چه دَ هغۀ سره بعلزبول دے اَؤ دَئے دَ پيريانو دَ شهزاده په مدد پيريان وباسى. ٢٣ نو عيسىٰ هغوئ راوبلل اَؤ په مِثالُونو کښے ئے ورته ووئيل چه”شيطان څنګه شيطان ويستلے شى؟ ٢٤ که په يوه بادشاهئ کښے دَ ننه مُخالفت پيدا شى نو هغه بادشاهى پاتے کيدے نۀ شى. ٢٥ که په يو کور کښے نفاق راشى نو هغه کور هم هيڅ کله پاتے کيدے نۀ شى. ٢٦ اَؤ که چرے شيطان له ځان نه خلاف شى نو هغه هم بے اِتفاقه شى اَؤ پاتے کيدے نۀ شى اَؤ دا دَ هغۀ خاتمه ده. ٢٧ خو هيڅوک هم دَ زوروَر په کور په زور ننوتے نۀ شى اَؤ دَ هغۀ سامان تالا کولے نۀ شى تر څو چه هغه زوروَر سړے ئے تړلے نۀ وى،بيا دَ هغۀ کور لُوټلے شى. ٢٨ زَۀ تاسو ته دا رښتيا وايم چه يوه ګُناه اَؤ يو کُفر هم داسے نِشته چه هغه بخښلے کيدے نۀ شى. ٢٩ خو هر څوک چه په رُوحُ القُدس باندے کُفر وائى هغه به هيڅ کله هم معافى ونۀ مُومى اَؤ هغه به دَ تل عُمرى ګُناه مُجرم وى.“ ٣٠ هغۀ دا ځکه ووئيل چه هغوئ دا وئيل چه”دے ناپاک رُوح نيولے دے.“

دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه

٣١ بيا دَ عيسىٰ مور اَؤ وروُڼه ورغلل اَؤ بهر ولاړ وُو اَؤ څوک ئے ورواستولو چه هغه دِ راوبلى. ٣٢ ګڼ خلق ترے چاپيره ناست وُو اَؤ هغوئ ورته ووے چه”ګوره،ستا مور اَؤ وروُڼه بهر ولاړ دى اَؤ ستا پوښتنه کوى.“ ٣٣ هغۀ جواب ورکړو چه”زما مور اَؤ زما وروُڼه څوک دى؟“ ٣٤ اَؤ هغه ګير چاپير ناستو خلقو ته ئے وکتل اَؤ وئے وئيل چه”زما مور اَؤ ورُوڼه دا دى!“ ٣٥ څوک چه دَ خُدائے په مرضئ ځى هغه زما ورور خور اَؤ مور ده.“

مرقوس 4

دَ کروندے مِثال

١ عيسىٰ دَ درياب په غاړه تعليم ورکول شروع کړل اَؤ دومره خلق ورته راغونډ شوى وُو چه هغه په درياب کښے کشتئ ته وختلو اَؤ هلته کښيناستو اَؤ ټول خلق دَ درياب تر غاړے راپنډ وُو. ٢ اَؤ هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښے ډير تعليم ورکړو. هغۀ چه تعليم ورکاوو نو وئے وئيل، ٣ ”واؤرئ! يو زميندار کروندے ته لاړو. ٤ اَؤ داسے وشول دَ کرلو په وخت ځنے تُخم په لاره پريوتو اَؤ مرغئ راغلے،هغه وخوړلو. ٥ څۀ تُخم په کاڼيزه مزکه پريوتو چرته چه لږه خاوره وه،هغه سمدستى راوټو کيدو ځکه چه خاؤره کمه وه. ٦ خو چه نمر راوختلو نو تنکے فصل وسوزيدلو اَؤ هر کله چه جرړے ئے نۀ وے نو وچ شو. ٧ څۀ تُخم په جاړو کښے پريوتو اَؤ چه جاړے لوئے شوے نو فصل ئے پټ کړو اَؤ بار ئے ونۀ نيوو. ٨ اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه کښے پريوتو چرته چه هغه راوټو کيدلو اَؤ لوئے شو اَؤ دانے ئے ونيولے اَؤ بار ئے يو په ديرش يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل راؤړو.“ ٩ هغۀ بيا ووئيل،”که څوک دَ آؤريدو غوږُونه لرى نو دا دِ واؤرى.“

دَ مِثال مطلب

١٠ هر کله چه عيسىٰ يواځے شو نو دولسو مُريدانو اَؤ نور چه ورسره وُو،هغوئ دَ مِثالُونو په حقله تپوس وکړو. ١١ هغۀ جواب ورکړو چه”تاسو ته دَ خُدائے دَ بادشاهئ راز درکړے شوے دے خو هغه څوک چه بهر دى،هغوئ ته به هره خبره په مِثالونو کښے کيږى. ١٢ لکه چه صحيفے وائى چه: «هغوئ به ګورى اَؤ ګورى به خو وُبه نۀ وينى، هغوئ به آؤرى اَؤ آورى به خو پوهيږى به نه، ګنى هغوئ به خُدائے ته رجُوع وکړى اَؤ وبه بخښلے شى.»

دَ کرُونکى مِثال تشريح کول

١٣ بيا عيسىٰ ووئيل،”آيا تاسو په دے مِثال پوهه نۀ شوئ؟ نو بيا به تاسو په نورو مِثالُونو څنګه پوهه شئ؟ ١٤ زميندار کلام کرى. ١٥ دَ لارے په غاړه هغه خلق دى چرته کلام کرلے کيږى،اَؤ چه کلام واؤرى نو شيطان سمدستى راشى اَؤ کرلے شوے کلام دَ دوئ نه يوسى. ١٦ دغسے هم هغه دى چه په کاڼيزه مزکه کرلى شوى دى،څنګه چه دوئ کلام واؤرى نو په خوشحالئ ئے سمدستى قبول کړى. ١٧ خو په هغوئ کښے جرړے ونۀ نيسى،نو دَ زغم طاقت په کښے نۀ وى اَؤ هر کله چه دَ کلام په وجه په هغوئ تنګسيا يا څۀ تکليف راشى نو سمدستى تيندک وخورى. ١٨ نور هغه دى چه په جاړو کښے تُخم وکرلے شو. هغوئ کلام واؤرى، ١٩ خو دُنيا وى غم اَؤ دَ دولت فريبى شان اَؤ قِسم قِسم بد خواهشات په مينځ کښے راشى اَؤ دَ کلام مرئ خپه کړى اَؤ هغه شنډ پاتے شى. ٢٠ اَؤ بيا هغه خلق دى چه تُخم ئے په ښه مزکه پريوتو،دوئ کلام واؤرى اَؤ قبول ئے کړى اَؤ يو په ديرش،يو په شپيتۀ اَؤ يو په سل بار راؤړى.“

دَ اوږى دَ لاندے رڼا

٢١ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”آيا تاسو ډيوه دَ دے دَ پاره راؤړئ چه دَ اوږى يا دَ کټ لاندے ئے کيږدئ؟ نه،تاسو دا په ډيوټ باندے کيږدئ. ٢٢ خو هيڅ څيز دومره پټ نۀ دے چه دَ هغۀ ښکاره کول مناسب نۀ وى اَؤ هيڅ څيز داسے راز نۀ دے چه دَ هغۀ معلُومول مقصود نۀ وى. ٢٣ که څوک دَ آؤريدلو غوږُونه لرى نو وا دِ ورى.“ ٢٤ عيسىٰ دا هم ووئيل،”پام کوئ چه څۀ آؤرئ،په کُوم ميچ چه تاسو ورکوئ په هغه ميچ به ئے مُومئ،بلکه څۀ لږ زيات. ٢٥ ځکه چه څوک چه څۀ لرى هغۀ ته به نور هم ورکړے شى،خو دَ کُوم سړى سره چه څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه لږ څۀ هم واخستے شى چه ورسره وى.“

دَ تُخم دَ زرغونيدلو مِثال

٢٦ عيسىٰ ووئيل،”دَ خُدائے بادشاهى داسے ده چه يو سړے په مزکه تُخم کرى. ٢٧ هغه دَ شپے اُودۀ شى اَؤ سحر پاڅى اَؤ تُخم زرغُون شى اَؤ لوئے شى. دا څرنګه؟ هغه په دے نۀ پوهيږى. ٢٨ مزکه له ځان نه غله پخپله پيدا کوى،وړُومبے تيغ،بيا وَږى اَؤ بيا په وَږى کښے تيارے دانے. ٢٩ خو هر کله چه فصل پوخ شى نو هغه ورپسے لور راواخلى ځکه چه دَ فصل دَ ريبلو وخت راغلے وى.“

دَ شړشمو دَ تُخم مِثال

٣٠ عيسىٰ دا هم ووئيل،”مُونږ به دَ خُدائے دَ بادشاهئ په څۀ څيز سره مُقابله وکړُو؟ يا په کُوم مِثال به ئے بيان کړُو؟ ٣١ دا لکه دَ شړشمو دَ تُخم دے چه دَ کرلو په وخت په مزکه کښے دَ بل هر تُخم نه ورکوټے وى، ٣٢ خو چه په يو وار راوټُوکيږى اَؤ دَ نورو ټولو بوټو نه لوئے شى اَؤ دومره لوئے څانګے وکړى چه دَ هوا مرغئ ئے په سورى کښے کښينى.“ ٣٣ هغۀ به کلام دغسے په ډيرو مِثالُونو ورته آوروو څومره چه هغوئ پوهيدل. ٣٤ هغۀ دَ هغوئ سره دَ مِثالُونو نه بغير کلام ونۀ کړو خو په کور کښے ئے خپلو مُريدانو ته هر څۀ واضح کړل.

په درياب کښے طوفان منع کول

٣٥ په هغه ورځ ماښام هغۀ هغوئ ته ووئيل،”راځئ چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شُو.“ ٣٦ هغوئ ګڼه پاتے کړه اَؤ هغه ئے دَ ځان سره په کشتئ کښے بوتلو په کُومه کِشتئ کښے چه هغه ناست وُو اَؤ نورے کِشتئ هم ورسره وے. ٣٧ زورَوره سيلئ راغله،چپو کِشتئ داسے ووهله چه اوبۀ ورته راوختے. ٣٨ هغه وروستو په بالښت اُودۀ وُو. هغوئ هغه راپاڅوو اَؤ ورته ئے ووئيل،”مالکه! مُونږ ډُوبيږو! تا سره څۀ غم نِشته؟“ ٣٩ هغه بيدار شو،باد ئے ورټو اَؤ درياب ته ئے ووئيل چه”غلے قلار شه!“باد ودريدو اَؤ قلاره قلارى شوه. ٤٠ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”تاسو دومره ويريدُونکى ولے يئ،تاسو لا اوس هم عقيده نۀ لرئ“؟ ٤١ هغوئ ويرے اخستى وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل،چه”دا لا څوک دے چه باد اَؤ درياب ئے هم حُکم منى.“

مرقوس 5

دَ پيريانو نيولے جوړول

١ اَؤ هغوئ دَ درياب بلے غاړے ته راغلل،دَ ګراسينيانو وطن ته. ٢ چه عيسىٰ دَ کِشتئ نه راکُوز شو نو يو سړے چه پيريانو نيولے وُو اَؤ په قبرُونو کښے اوسيدو،راووتو اَؤ هغۀ له راغے. ٣ اَؤ هغه هيچا هم قابو کولے نۀ شو،عن تر دے چه په زنځيرُونو کښے هم نۀ شو تړلے کيدے. ٤ ځکه چه هغۀ ته ئے څو څو واره زنځيرُونه اَؤ ځولنے اچولے وے خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو اَؤ ځولنے ئے ماتے کړے وے اَؤ دومره طاقتور هيڅوک نۀ وُو چه هغه ئے قابو کړے وَئے. ٥ اَؤ ورځ اَؤ شپه به هغۀ په قبرُونو اَؤ دَ غرُونو په خوا کښے چغے ويستے اَؤ ځان به ئے په ګټو ژوبلولو. ٦ هر کله چه هغۀ دَ ورايه عيسىٰ وليدلو نو هغۀ وردؤ کړل اَؤ سجده ئے ورته وکړه، ٧ اَؤ په چغو ئے ووئيل،”اَئے عيسىٰ! دَ لوئے خُدائے زويه! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ دَ خُدائے په رُوئے ما مه غذابوه.“ ٨ دا ځکه چه عيسىٰ بيا دَۀ ته دا ووئيل،”اَئے ناپاکه رُوحه! دَ دے سړى نه لرے شه.“ ٩ عيسىٰ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”ستا څۀ نُوم دے؟“ هغۀ ووئيل چه”زما نُوم لښکر دے،مُونږ ډير کسان يُو.“١٠ اَؤ هغۀ ورته ډيره زارى وکړه چه عيسىٰ به مُونږ دَ مُلک نه نۀ شړى. ١١ نو هلته دَ غرۀ په خوا کښے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدو. ١٢ اَؤ پيريانو هغۀ ته دا سوال وکړو چه”مُونږ خنزيرانو ته وليږه اَؤ ورننه وتو ته مو پريږده.“ ١٣ هغۀ اِجازت ورکړو اَؤ پيريان راووتل اَؤ په خنزيرانو کښے ورننوتل اَؤ خوا اَؤ شا دَ دوه زره خنزيرانو دغه کنډک له کمر نه ښکته په درياب کښے ورغُوپه شو اَؤ ډوب شو. ١٤ دَ کنډک شپُونکى په تيښته لاړل اَؤ دا خبر ئے ښارئے اَؤ خوا اَؤ شا کلو ته ورسوو اَؤ خلق دَ دے واقعے تماشے له راووتل. ١٥ هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه ليونے چه دَ پيريانو لښکر نيولے وُو ئے وليدو چه هلته ناست وُو اَؤ سم دم وُو اَؤ هغوئ ټول ويرے واخستل. ١٦ تماشه کوُونکو خلقو ته ووئيل چه څرنګ دغه سړے روغ شو اَؤ دَ خنزيرانو سره څۀ وشول. ١٧ بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه”دَ دے علاقے نه لاړ شه.“ ١٨ څۀ وخت چه عيسىٰ کِشتئ ته ورختو نو کُوم سړے چه پيريانو نيولے وُو،هغۀ هم ورسره دَ ملګرتيا دَ پاره سوال وکړو. ١٩ عيسىٰ دَ دے اِجازت ورنۀ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”کور ته لاړ شه اَؤ خپلو خلقو ته ووايه چه مالِک په خپل رحم ستا دَ پاره څۀ وکړل.“ ٢٠ هغه سړے لاړو اَؤ دِکپولس په علاقه کښے ے دغه خبر خور کړو اَؤ هغه ټول حال ئے ووئيلو،څۀ چه عيسىٰ دَ هغۀ دَ پاره کړى وُو اَؤ ټول خلق حق حيران شول.

دَ يائير لُور اَؤ هغه ښځه چه دَ عيسىٰ چُوغے له ئے لاس وروړو

٢١ کله چه عيسىٰ دَ درياب بلے غاړے ته په کشتئ ورپورے وتو نو يوه لويه ګڼه ترے بيا راچاپيره شوه. اَؤ هغه لا دَ درياب په غاړه وُو ٢٢ چه دَ عبادت خانے يو مشر چه يائير نُومے ئے وُو ورله راغے اَؤ څۀ وخت چه ئے هغه وليدو نو سجده ئے ورته وکړه اَؤ سوال ئے وکړو. ٢٣ اَؤ وئے وئيل،”زما وړه لُور په مرګى حال ده. زَۀ درته دا سوال کوم چه تۀ راشه،هغے ته لاس وروړه،روغه ئے کړه اَؤ ژوند ئے بچ کړه.“ ٢٤ عيسىٰ دَ هغۀ سره لاړو. ډير خلق ورسره ملګرى وُو،ګڼه لا هم دومره زياته وه چه په هغۀ به ټيل راتلو . ٢٥ په هغوئ کښے يوه ښځه هم وه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه بهيدله. ٢٦ اَؤ سره دَ ډيرو طبيبانو دَ دارو درملو چه هغے پرے خپل هر څۀ سره خلاص کړى وُو خو هيڅ فرق ئے نۀ وُو کړے اَؤ مرض ئے رو رو لا سيوا کيدو. ٢٧ هغے دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو خبرے آؤريدلے وے،نو هغه دَ شا دَ طرفه په ګڼه کښے راغله اَؤ دَ هغۀ چُوغے له ئے لاس وروړو. ٢٨ ځکه چه هغے په زړۀ کښے دا وئيل،”که زَۀ ئے ايله چُوغے ته هم لاس وروړم نو زَۀ به روغه شم.“ ٢٩ هم په هغه ساعت دَ ښځے وينه بنده شوه اَؤ په ځان پوهه شوه چه دَ عذاب نه خلاصه شوه. ٣٠ په هغه ساعت عيسىٰ هم په ځان پوهه شو چه دَ هغۀ نه يو طاقت راووتو. ګڼے ته ئے مخ راواړوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه”زما جامو ته چا لاس وروړو؟“ ٣١ دَ هغۀ مُريدانو هغۀ ته ووئيل،”تۀ دا ګڼه په خپله وينے چه ستا طرف ته ټيل وهى،اَؤ بيا هم دا تپوس کوے چه دا ماله چا لاس راؤړو؟“ ٣٢ هغۀ ګير چاپيره وکتل چه وګورى چه دا څوک وُو. ٣٣ اَؤ هغه ښځه چه په ځان پوهه شوه چه په هغے څۀ شوى دى،دَ ويرے نه رپيده راغله،هغۀ ته ئے سجده وکړه،ټول حال ئے ورته ووئيلو. ٣٤ هغۀ ورته ووئيل،”زما لُورے! ته خپلے عقيدے جوړه کړے. ځه،سلامته اوسه اَؤ دَ دے عذابه خلاصه يئے .“ ٣٥ عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه دَ عبادت خانے دَ مشر دَ کوره هغۀ له خبر راغے چه ستا لُور مړه شوله،اوس اُستاذ له تکليف څله ورکوے؟ ٣٦ خو عيسىٰ چه دا خبره واؤريده نو دَ عبادت خانے مشر ته ئے ووئيل،”ويريږه مه،خو يقين کوه.“ ٣٧ دَ دے نه پس هغۀ بغير دَ پطروس،يعقُوب اَؤ دَ يعقُوب ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بو نۀ تلل. ٣٨ هغوئ دَ عبادت خانے دَ مشر کور ته ورغلل. هلته هغۀ ډير لوئے ماتم وليدلو چه په چغو چغو ئے ژړل اَؤ ځانُونه ئے وهل. ٣٩ خو عيسىٰ دَ ننه ورغے اَؤ هغوئ ته ووئيل،”دا څۀ ژړا ګانے اَؤ وير ګډ دے؟ جينئ خو مړه نۀ ده،هغه خو اُوده ده.“ ٤٠ هغوئ ورپورے خندا وکړه. خو چه ټول خلق ئے بهر کړل نو هغۀ دَ جينئ پلار مور اَؤ خپل ملګرى دَ ځان سره کړل اَؤ هغه ځائے ته ورغلل چرته چه جينئ پرته وه. ٤١ بيا ئے دَ لاسه ونيوه اَؤ هغے ته ئے ووئيل،”تليتا قومى،“چه مطلب ئے دا دے،پاڅه زما بچئ! ٤٢ جينئ سمدستى پاڅيده اَؤ روانه شوه. هغه دَ دولسو کالو وه. په دے خبره هغوئ ټول اريان دريان شول. ٤٣ هغۀ هغوئ ته په کلکه ووئيل چه”ګورئ په دے څوک خبر نۀ شى،“ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”هغے ته څۀ ورکړئ چه وخورى.“

مرقوس 6

دَ عيسىٰ په ناصرت کښے نۀ قبليدل

١ عيسىٰ دَ هغه ځايه روان شو اَؤ خپل کلى ته دَ خپلو مُريدانو سره لاړو. ٢ هر کله چه دَ سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادت خانه کښے تعليم شروع کړو اَؤ ډيرو خلقو چه دَ هغۀ تعليم واؤريدلو نو حيران شول اَؤ وئے وئيل چه”هغۀ دا خبرے دَ کُومه زده کړے؟ اَؤ دا پوهه دَۀ ته څنګه ورکړے شوه؟ اَؤ دَئے دا مُعجزے څنګه ښئ؟ ٣ دا هغه ترکاڼ نۀ دے،دَ مريمے زوئے،دَ يعقُوب،دَ يُوسف،دَ يهوداه اَؤ دَ شمعُون ورور نۀ دے؟ اَؤ يا دَ دَۀ خويندے دلته مُونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دَ هغۀ په حقله تيندک وخوړو. ٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”نبى به هميشه هر چرته عزت مُومى خو په خپل کلى اولس اَؤ خپلو خپلوانو کښے نه.“ ٥ هغۀ هلته هيڅ مُعجزے ښکاره نۀ کړے بے دَ دے چه خپل لاسُونه ئے په يو څو رنځُورانو راکښل اَؤ هغوئ ئے روغ کړل. ٦ اَؤ هغه دَ هغوئ په بے اِعتقادئ حيران شو.

دَ دولسو مُريدانو ليږل

”په ګير چاپير کلو کښے عيسىٰ ګرزيدو اَؤ تعليم ئے ورکړو. ٧ هغۀ دولس مُريدان راوبلل اَؤ دوه دوه تنه ئے په مُهم آستول شروع کړل اَؤ په پيريانو ئے ورله اِختيار ورکړو. ٨ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ سفر دَ پاره دَ يوے امسا نه بغير دَ ځان سره بل هيڅ څيز وانۀ خلئ،نۀ ډوډئ،نۀ کڅوړه اَؤ نۀ په هميانى کښے پيسے ټکے. ٩ څپلئ خو په پښو کړئ خو دويم قميص مه آخلئ.“ ١٠ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”کله تاسو يو کور ته ننوزئ نو تر هغے هلته پاتے شئ تر څو دَ هغه ځايه رُخصت شوى نۀ يئ. ١١ اَؤ چه په کُوم ځائے کښے خلق تاسو قبول نۀ کړى اَؤ غوږ درته نۀ ږدى نو دَ خپلو پښو نه دُوړے وڅنډئ چه دَ هغو دَ پاره شاهدى شى.“ ١٢ نو هغوئ بهر لاړل اَؤ کلام ئے آؤرولو چه توبه ګار شئ. ١٣ هغوئ ډير پيريان وويستل اؤ ډير رنحُوران ئے په تيلو غوړ کړل اَؤ جوړ ئے کړل.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى مرګ

١٤ نو هيروديس بادشاه دَ عيسىٰ په باب کښے واؤريدل ځکه چه دَ عيسىٰ نُوم مشهور شوے وُو اَؤ ځنى خلقو دا وئيل چه”بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ بيا راژوندے کړے شوے دے ځکه خو ورسره داسے مُعجزے دى.“ ١٥ نورو وئيل چه”دا اِلياس دے“ اَؤ ځنو وئيل چه”دا دَ زړو نبيانو په شان يو نبى دے.“ ١٦ خو چه هيروديس دا واؤريدل نو وئے وئيل چه”دا هغه يحيىٰ دے چه ما ئے سر پريکړے وُو اَؤ بيا راژوندے شوے دے.“ ١٧ ځکه چه هم دے هيروديس يحيىٰ دَ خپل ورور فيليپوس دَ ښځے هيرودياس په وجه قيد کړے وُو کُومه چه هغۀ وادۀ کړے وه. ١٨ يحيىٰ هيروديس ته وئيلى وُو چه”دا ستا دَ پاره ناروا ده چه دَ خپل ورور ښځه په نکاح واخلے.“ ١٩ ځکه خو هيرودياس ورسره کينه لرله اَؤ غوښتل ئے چه هغه قتل کړى خو کولے ئے نۀ شو. ٢٠ ځکه چه هيروديس دَ يحيىٰ نه په دے ويريدو چه هغۀ ته معلومه وه چه دَئے پاک اَؤ ښۀ سړے دے،ځکه ئے دَ هغۀ ساتنه وکړله. هيروديس دا غوښتل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى خو دَ هغۀ خبرو هغه ډير شکمن کړے وُو. ٢١ هيرودياس دا موقع هغه وخت بيا مُونده کله چه هيروديس په خپله سالګره خپلو اميرانو،فوځى افسرانو اَؤ دَ ګليل غټانو ته ډوډئ کړى وه. ٢٢ دَ هغۀ لُور دَ ننه راغلله اَؤ ګډه شوه اَؤ هيروديس اَؤ دَ هغۀ ميلمانۀ ئے دومره خوشحاله کړل چه بادشاه جينئ ته ووئيل،”وغواړه څۀ چه غواړے اَؤ زَۀ به ئے درکړم “ ٢٣ آؤ هغهٔ هغے ته ته قسم وخوړو، ” هر څهٔ چه غواړے زَهٔ به ئے درکړم ترخپلے نيمے بادشاهئ پورے.“ ٢٤ هغه بهر ووتله اَؤ خپلے مور ته ئے ووئيل چه”زَۀ ترے څۀ وغواړم؟“ خو هغے جواب ورکړو،”دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر.“ ٢٥ جينئ سمدستى بادشاه له ورغله اَؤ سوال ئے وکړو،”زَۀ غواړم چه تۀ ما ته دلته په دے ساعت دَ بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ سر په رکابئ کښے راکړے.“ ٢٦ بادشاه ډير زهير شو خو دَ خپلو سوګندُونو اَؤ دَ ميلمنو له مخه ئے دا نۀ غوښتل چه دَ هغے سره بے لوظى وکړى. ٢٧ نو بادشاه پهريدار سپاهى ته حُکم ورکړو چه”لاړ شه،دَ يحيىٰ سر راؤړه.“ ٢٨ سپاهى لاړو په قيد خانه کښے ئے دَ هغۀ سر پريکړو اَؤ په يو تالى کښے ئے راؤړو اَؤ جينئ ته ئے پيش کړو اَؤ هغے خپلے مور له ورکړو. ٢٩ دَ يحيىٰ مُريدان چه دَ دے نه خبر شول نو راغلل دَ هغۀ لاش ئے واخستو اَؤ په قبر کښے ئے ښخ کړو.

پنځو زرو له خوراک ورکول

٣٠ رسُولان بيا عيسىٰ ته راټول شول اَؤ هر څۀ چه ئے کړى اَؤ ښودلى وُو هغه ئے ترے خبر کړو. ٣١ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”تاسو ماپسے راځئ چه چرته خوشى ځائے ته لاړ شُو چه تاسو لږ آرام وکړئ.“ځکه چه دومره خلق تلل راتلل چه هغوئ ډوډئ خوړلو ته هم نۀ وزګاريدل. ٣٢ بيا هغوئ جُدا په کشتئ کښے کښيناستل اَؤ يو خوشى ځائے ته لاړل. ٣٣ خو ډيرو خلقو هغوئ په تلو کښے وليدل اَؤ وئے پيژندل اَؤ دَ وچے په لاره دَ ټولو ښاريو نه هغه ځائے ته وروچليدل اَؤ هغوئ نه وړاندے ورسيدل. ٣٤ هغه چه غاړے ته ورسيدلو نو ډيره ګڼه ئے وليده اَؤ زړۀ ئے پرے زسوزيدلو ځکه چه هغوئ دَ داسے ګډو په مِثال وُو چه شپُون ئے نۀ وى اَؤ هغۀ هغوئ ته ډير تعليم ورکړو. ٣٥ هر کله چه ورځ په تيريدو شوه دَ هغۀ مُريدان هغۀ له ورغلل اَؤ وئے وئيل چه”دا يو خوشے ځائے دے اَؤ ناوخته کيږى. ٣٦ دا خلق ګير چاپيره کلو بانډو ته رُخصت کړه چه ځان له څۀ دَ خوراک څيزُونه په بيعه واخلى.“ ٣٧ هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو ورله په خپله څۀ ورکړئ چه وئے خورى.“ هغوئ جواب ورکړو،”آيا مُونږ لاړ شُو اَؤ دَ دوؤ سوو روپو ډوډئ دَ دوئ دَ پاره واخلُو؟“ ٣٨ هغۀ ووئيل چه”تاسو سره څومره ډوډئ دى؟ لاړ شئ اَؤ وئے ګورئ.“ هغوئ لاړل، وئے کتلے اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه”پنځۀ ډوډئ دى اَؤ دوه کبان هم.“ ٣٩ هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چه”په شين کبل دا خلق په ډلو ډلو کښے کښينوئ.“ ٤٠ اَؤ هغوئ په قطارُونو کښے کښيناستل اَؤ په هره ډله کښے سل سل پنځوس پنځوس تنه. ٤١ نو بيا هغۀ پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل،آسمان ته ئے وکتل،اَؤ شکر ئے وويستو اَؤ ډوډئ ئے ماتے کړے. بيا ئے مُريدانو ته ورکړے چه تقسيم ئے کړى. هغۀ هغه دوه کبان هم په هغوئ وويشل. ٤٢ هغو ټولو په مړه ګيډه خوراک وکړو. ٤٣ اَؤ دولس ډکے شکرئ ئے دَ ټُکړو راغونډے کړے اَؤ دَ کبانو نه هم څۀ پاتے شوى وُو. ٤٤ چا چه دا ډوډئ خوړلے وه هغه پنځۀ ذره سړى وو.

په اوبو باندے ګرزيدل

٤٥ خو سمدستى عيسىٰ خپل مُريدان مجبُور کړل چه هغوئ کِشتئ ته وخيژى اَؤ دَ هغۀ نه مخکښے بيتِ صيدا ته پورے وزى اَؤ په خپله ئے خلق رُخصت کړل. ٤٦ چه هغوئ ئے رُخصت کړل نو په خپله غر ته وختو چه دُعا وکړى. ٤٧ ناوخته شوے وُو اَؤ کِشتئ په اوبو کښے لرے وتے وه اَؤ هغه په وچه يکى يواځے وُو. ٤٨ عيسىٰ وليدل چه هغوئ په چپو وهلو عذابيږى ځکه باد مُخالف وو اَؤ عيسىٰ قريبًا دَ شپے څلورم پهر دَ اوبو دَ پاسه دَ هغوئ په لور روان شو. هغه په هغوئ تيريدو ٤٩ چه دَ هغوئ پرے نظر شو چه دَ اوبو دَ پاسه روان دَے،نو وئے ګڼل چه دا ګنى پيرے دے نو چغے ئے کړے. ٥٠ ځکه چه هغوئ ټولو دَئے وليدلو اَؤ ويرے واخستل. خو سمدستى ئے ورته ووئيل چه”زړُونه کلک کړئ! دا زَۀ يم،ويره مه کوئ.“ ٥١ بيا هغه دَ هغوئ سره کِشتئ ته وختلو اَؤ باد بند شو. په دے هغوئ بيخى حيران شول، ٥٢ ځکه چه هغوئ لا دَ ډوډئ په هغه واقعه پوهه نۀ وُو،دَ هغوئ زړُونه سخت شوى وُو.

دَ ګينسرت په علاقه کښے رنځوران روغول

٥٣ چه هغوئ پورے غاړے ته ورسيدل نو ګينسرت راغلل اَؤ هلته ئے کِشتئ په ګُودر وتړله. ٥٤ هر کله چه هغوئ په غاړه کُوز شول نو خلقو سمدستى عيسىٰ وپيژندو. ٥٥ اَؤ خلق په ګير چاپيره وطن کښے په شلګونو وزغليدل اَؤ دَ هرے خوا نه ئے مريضان په بانګو کښے ورته راؤړل. ٥٦ اؤ هر چرته چه به هغه تلو کلو ته،ښارونو ته،يا بانډو ته،هغوئ به په بازارُونو اَؤ چو کُونو کښے ورته مريضان کښينول اَؤ مِنت به ئے ورته کولو چه تش دَ هغۀ چُوغے له لاس وروړى، اَؤ چا چه هغۀ له لاس وروړو نو هغوئ ټول روغ شول.

مرقوس 7

دَ مشرانو روايات

١ فريسيان اَؤ ځنے دَ شرعے عالمان دَ بيتُ المُقدس نه عيسىٰ له راغلل اَؤ جرګه ئے وکړله. ٢ نو هغوئ وليدل چه دَ هغۀ مُريدان په سخا ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى. ٣ ځکه چه فريسيان اَؤ ټول يهوديان دَ خپلو رواياتو په مُطابق هيڅ کله هم په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ نۀ خورى،تر څو چه ئے تر څنګلو پورے لاسُونه وينځلى نۀ وى. ٤ کله چه هغوئ بازار نه راشى اَؤ لامبلى ئے نۀ وى هيڅ نۀ خورى،اَؤ ډيرے نورے خبرے داسے دى چه هغوئ دَ روياتو پابندى کوى،لکه دَ رکابو اَؤ دَ تانبے دَ لوښو وينځل. ٥ ځکه دوئ فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”ستا مُريدان دَ مشرانو دَ رواياتو پابندى ولے نۀ کوى ځکه چه په ناوينځلو لاسُونو ډوډئ خورى؟“ ٦ هغۀ جواب ورکړو چه”ستاسو په شان دَ مُنافقانو په حقله يشعياه نبى په رښتيا دا پيشن ګوئى کړے وه: «دا خلق تش په خُلۀ زما عزت کوى خو زړُونه ئے رانه ډير لرے دى. ٧ خو دوئ بے فائدے زما عبادت کوى ځکه چه دوئ دَ اِنسانى حُکمُونو تعليم ورکوى.» ٨ تاسو دَ خُدائے حُکم خو شاته غورزوئ اَؤ دَ بى آدمو دَ رواياتو پابندى کوئ.“ ٩ عيسىٰ هغوئ ته دا هم ووئيل چه”تاسو به دَ خُدائے حُکم څرنګ شا ته وغورزوئ،تش دَ دے دَ پاره چه دَ رواياتو پابندى وکړئ. ١٠ ځکه چه مُوسىٰ ووئيل،«دَ خپل پلار اَؤ مور عزت کوئ» اَؤ «کُوم سړے چه خپل پلار اَؤ مور ته بد رد وائى هغه دِ ضرور قتل کړے شى.» ١١ خو تاسو دا وايئ چه که چرے يو سړے خپل مور يا پلار ته دا ووائى چه زما هر هغه څيز چه ستا پکاريدے شى ما قُربان کړو،مطلب دا چه ما دَ خُدائے په نامه ورکړو، ١٢ نو هغه مور اَؤ پلار دَ حق نه بيخى بے غمه شو. ١٣ نو دغه شان تاسو دَ خپلو رواياتو په وجه دَ خُدائے حُکمُونه منسُوخ کوئ اَؤ دغه شان نور هم ډير کارُونه تاسو په دے شان کوئ.“

هغه څيزونه چه بنى آدم پليتوى

١٤ په بله موقع هغۀ خلق راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل،”تاسو ټول زما خبره واؤرئ اَؤ ځان پرے پوهه کړئ. ١٥ داسے هيڅ څيز نِشته چه اِنسان ئے تير کړى اَؤ هغه پرے پليت شى خو هر هغه څيز چه دَ اِنسان نه وزى هغه اِنسان پليتوى. ١٦ که تاسو دَ آؤريدو قابل غوږُونه لرئ نو واؤرئ.“ ١٧ هر کله چه عيسىٰ دَ دے خلقو نه بيل شو اَؤ کورته لاړو نو دَ هغۀ مُريدانو دَ مِثالُونو په حقله تپوس وکړو. ١٨ هغۀ هغوئ ته ووئيل،”تاسو هم دَ نورو غوندے ناپوهه يئ؟ تاسو دا نۀ وينئ چه دَ بهر نه چه هر څۀ اِنسان کښے ننوزى په دے هغه نۀ پليتيږى. ١٩ ځکه چه دا دَ هغۀ په زړۀ کښے نۀ ننوزى بلکه دَ هغۀ خيټے ته ځى اَؤ دَ حاجت په لارے بهر وزى.“ځکه هغۀ ټولو خوراکُونو ته پاک ووئيل. ٢٠ هغۀ وړاندے ووئيل،”څۀ چه دَ اِنسان نه روازى هم هغه سړے پليتوى. ٢١ ځکه چه دَ اِنسان دَ زړۀ نه بد خيالُونه راوزى،حرام کارئ، ٢٢ غلاګانے،خُونُونه،زِناکارئ،حرص،بدئ،ټګئ،بے شرمى،بد نظر،کُفر،مغرُورتيا اَؤ بے وقُوفى. ٢٣ دا ټول بد کارُونه دَ ننه نه راوُزى اَؤ دا سړے پليتوى.“

دَ صُور فينکى دَ علاقے دَ ښځے عقيده

٢٤ بيا عيسىٰ دَ هغه ځايه رُخصت شو اَؤ دَ صور سرحد ته راغے. هلته هغه يو کور ته ورغے،هغۀ دا غوښتل چه څوک ترے خبر نۀ شى،خو دا کله کيدئے شو؟ ٢٥ سمدستى يوه ښځه چه وړه لُور ئے پيريانو نيولے وه ترے خبر شوه. هغه دَ ننه راغله اَؤ دَ دَۀ په پښو پريوته. ٢٦ هغه دَ يُونانى نسل اَؤ دَ شام دَ فينکى نه وه. هغے هغۀ ته عرض وکړو چه”زما دَ لُور نه پيرى لرے کړه.“ ٢٧ هغۀ هغے ښځے ته ووئيل چه”اول بچى په خيټه مړول پکار دى،دا مناسب نۀ دى چه دَ بچو نه دِ ډوډئ وتروړلے شى اَؤ سپو ته دِ وغورزولے شى.“ ٢٨ هغے ورته ووئيل،”مالِکه! خو سپى هم دَ بچو دَ ميز دَ لاندے ټُکړے خورى.“ ٢٩ هغۀ هغے ته ووئيل،”تا چه دا ووئيل نو خاطر جمع کور ته لاړه شه،پيريان ستا دَ لُور نه وتلى دى.“ ٣٠ اَؤ هر کله چه هغه کور ته راغله نو لُور ئے په کټ کښے پرته وليده اَؤ پيريان ترے تلى وُو.

دَ کُوڼ اَؤ دَ چاړا سړى روغول

٣١ دَ صور دَ علاقے نه په واپسئ عيسىٰ دَ صيدا په لارے دَ دِکپولس په حدُونو تير شو اَؤ دَ ګليل دَ درياب علاقے ته ورسيدلو. ٣٢ نو خلقو هغۀ له يو کُوڼ سړے راوستو چه هم چاړا وُو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه په هغۀ خپل لاس کيږدى. ٣٣ هغۀ هغه سړے دَ خلقو نه يو خوا ته بوتلو،خپلے ګوتے ئے دَ هغۀ په غوږُونو کښے کيښوے،لاړے ئے ورتُو کړے اَؤ ژبه ئے ورله مسحه کړه. ٣٤ بيا ئے آسمان ته وکتل اَؤ آسويلے ئے وکړو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل،”اِفتح،“يعنے پرانستے شه. ٣٥ دَ دے سره دَ هغۀ غوږُونه خلاص شول اَؤ سمدستى ئے ژبه ګويا شوه. ٣٦ عيسىٰ هغوئ منع کړل،وئيل ئے چه چا ته حال مه وايئ. خو هر څومره چه هغۀ منع کول،دومره به هغوئ خبره خوروله. ٣٧ دَ هغوئ دَ تعجب څۀ حد نۀ وُو. هغوئ ووئيل چه”دَۀ خو هر څۀ سم کړى دى،څۀ چه هغه کوى ډير ئے ښۀ کوى،تر دے چه هغه کُوڼ له غوږُونه اَؤ چاړا ګانو ته ژبے ورکوى.“

مرقوس 8

څلور زرو سړو له خوراک ورکول

١ په هغه ورځو کښے په يوه بله موقع چه ډير خلق راجمع وُو اَؤ ورسره دَ خوړلو څۀ نۀ وُو،عيسىٰ خپل مُريدان راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل، ٢ ”په دے خلقو زما زړۀ سوزى،دَ دريو ورځو راسے زما سره دى اَؤ څۀ ئے خوړلى نۀ دى. ٣ که چرے کورُونو ته ئے وُږى واستوم نو دوئ به په لاره بے هوشه شى ځکه چه ځنے په کښے دَ لرے نه راغلى دى.“ ٤ مُريدانو جواب ورکړو چه”په دے خوشى بيابان کښے به څوک دومره خلقو له ډوډئ ورکړے شى؟“ ٥ هغۀ تپوس وکړو چه”تاسو سره څو ډوډئ دى؟“اَؤ هغوئ جواب ورکړو،”اُووۀ.“ ٦ نو هغۀ خلقو ته حُکم ورکړو چه”په مزکه کښينئ.“بيا هغۀ هغه اُووۀ ډوډئ واخستے،دَ خُدائے شُکر ئے وويستو اَؤ هغه ډوډئ ئے ماتے کړے اَؤ مُريدانو ته ئے دَ ويشلو دَ پاره ورکړے اَؤ هغوئ خلقو ته ورکړے. ٧ دَ هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چه په هغو ئے هم شُکر وويستو اَؤ حُکم ئے وکړو چه”دا هم پرے تقسيم کړئ.“ ٨ هغو ټولو خوراک په مړه خيټه وخوړلو اَؤ دَ پاتے شوى ټُکړو نه اُووۀ ټوکرئ ډکے شوے. ٩ خلق خو اَؤ شا څلور زره وُو. بيا ئے هغوئ رُخصت کړل، ١٠ اَؤ سمدستى دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ لمتيانو علاقے ته لاړو.

نخښه غوښتل

١١ نو بيا فريسيان بهر راووتل اَؤ دَ عيسىٰ سره ئے مُناظره شروع کړه. دَ آزميښت په طور ئے دَ هغۀ نه څۀ آسمانى نخښه وغوښته. ١٢ هغۀ دَ ځان سره يو سوړ آسويلے وکړو اَؤ وئے وئيل چه”دا پيړئ نخښے دَ څۀ دَ پاره غواړى؟ زَۀ درته دا وايم چه دے پيړئ ته به يوه نخښه هم ورنۀ کړے شى.“ ١٣ په دے خبره ئے دوئ پريښول اَؤ بيا کِشتئ ته وختلو اَؤ دَ درياب بلے غاړے ته لاړو.

دَ فريسيانو اَؤ دَ هيروديس خمبيره

١٤ خو دا ځلے دَ مُريدانو نه دَ ځان سره ډوډئ وړل هير شوى وُو. ١٥ په کشتئ کښے دَ هغوئ سره يکى يوه ډوډئ وه. عيسىٰ هغوئ له خبردارے ورکړو اَؤ وئے وئيل چه”دَ فريسيانو اَؤ دَ هيروديس دَ خمبيرے نه به ګورے،ځان ساتئ.“ ١٦ هغوئ په خپلو کښے ووئيل چه”دا په دے چه زمُونږ سره ډوډئ نِشته.“ ١٧ هغه دَ هغوئ په زړُونو پوهه شو چه په دوئ کښے څۀ دى،ځکه ئے تپوس ترے وکړو،”دا تاسو داسے خبرے ولے کوئ چه ګنى ډوډئ درسره نِشته؟ آيا تاسو ته تر اوسه معلُومه نۀ ده؟ تاسو لا تر اوسه نه يئ پوهه؟ آيا ستاسو دِماغ تر اوسه بند دى؟ ١٨ تاسو سترګے خو لرئ،نو تاسو وينئ نۀ؟ تاسو غوږُونه لرئ،نو تاسو آؤرئ نه؟ آيا ستاسو نه هير دى؟ ١٩ چه کوم وخت ما پنځۀ ډوډئ پنځۀ زره کسانو ته ماتے کړے،نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“ هغوئ ورته ووئيل چه”دولس.“ ٢٠ ”اَؤ چه کله مے اووۀ ډوډئ څلور زرو تنو ته ماتے کړے،نو تاسو دَ پاتے شوو ټُکړو نه څومره ټوکرئ ډکے کړے وے؟“ هغوئ جواب ورکړو”اُووۀ.“ ٢١ نو هغۀ ووئيل چه،”لا تر اوسه هم نۀ پوهيږئ؟“

په بيتِ صيدا کښے دَ يو ړُوند سړى بينا کول

٢٢ هغوئ بيتِ صدا ته ورسيدل. هلته خلقو عيسىٰ له يو ړُوند سړے راوستو اَؤ سوال ئے وکړو چه په هغۀ لاس ولګوى. ٢٣ هغۀ ړُوند سړے دَ لاسه ونيوو اَؤ دَ کلى نه ئے بهر بوتلو. بيا ئے دَ هغۀ په سترګو لاړے پورے کړے اَؤ خپل لاس ئے پرے ولګوو اَؤ تپوس ئے وکړو چه”څۀ ورته ښکارى که نه؟“ ٢٤ دَ سړى سترګے بينا شوے اَؤ وئے وئيل،”زَۀ سړى وينم لکه دَ ونو په شان،خو دا ګرځى.“ ٢٥ عيسىٰ دَ هغۀ په سترګو بيا لاس کيښودو”اَؤ هغه سړى په ځير ورته وکتل،“نو هغه جک جوړ شو اَؤ هر شے ورته صفا ښکاره شو. ٢٦ بيا عيسىٰ هغه کور ته رُخصت کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”په کلى کښے مه ننوزه.“

دَ عيسىٰ په باب کښے دَ پطروس اِقرار

٢٧ عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان قيصريه فيليپى ته لاړل. هغۀ په لاره دَ خپلو مُريدانو نه تپوس وکړو چه”خلق څۀ وائى چه زَۀ څوک يم؟“ ٢٨ هغوئ جواب ورکړو چه”ځنے وائى چه بپتسمه ورکوُونکے يحيىٰ دے،ځنے درته اِلياس وائى اَؤ نور دِ دَ نبيانو نه يو نبى ګڼى.“ ٢٩ نو بيا هغۀ تپوس وکړو چه”تاسو مے څۀ ګڼئ چه زَۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چه”تۀ مسيح ئے.“ ٣٠ بيا هغۀ هغوئ په سختئ سره منع کړل چه”زما په حقله هيچا ته څۀ مۀ وايئ.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ بيا ژوندے کيدو په باب کښے پيشن ګوئى

٣١ اَؤ بيا ئے هغوئ ته تعليم شروع کړو چه”اِبن آدم به په ځان ډير تکليفونه تير کړى اَؤ مشران،مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے مُجرم کړى اَؤ قتل به ئے کړى،خو په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے پاڅى.“ ٣٢ هغۀ دا خبره په صفا ټکو کښے ووئيله. نو پطروس هغه دَ لاسه ونيولو،يوے ډډے ته ئے بوتلو اَؤ وئے زورلو. ٣٣ خو عيسىٰ مخ راواړولو،خپلو مُريدانو ته ئے وکتل اَؤ پطروس ئے ورټلو. ورته ئے ووئيل چه”رانه لرے شه شيطانه! تۀ دَ بنى آدمو په شان سوچ کوے،نۀ چه دَ خُدائے په شان.“ ٣٤ بيا عيسىٰ خلق اَؤ خپل مُريدان هم راوبلل اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل،”هر څوک چه زما مُريد جوړيدل غواړى هغه دِ خپل ځان هير کړى،په کار دى چه هغه دِ خپله سولئ پورته کړى اَؤ ما پسے دے راځى. ٣٥ څوک چه دَ ځان خير غواړى هغه به ترے نه ورک شى،خو کُوم سړے چه دَ زيرى اَؤ زما دَ خاطره ځان ورک کړى نو هغه به ئے بچ کړى. ٣٦ که يو بنى آدم دَ خپل ځان په بدل کښے ټوله دُنيا وګټى نو څۀ ئے وګټل؟ ٣٧ هغه دَ دے ځان دَ بيا حاصلولو دَ پاره څۀ قيمت ورکولے شى؟ ٣٨ اَؤ هر هغه څوک چه په دے دَ خُدائے نه مُنکره اَؤ ګُناه ګاره پيړئ کښے په ما اَؤ زما په کلام شرميږى،نو اِبن آدم به هم په هغۀ په هغه وخت شرميږى کله چه هغه دَ خپل پلار په لوئى کښے دَ پاکو فرښتو سره راشى.“

مرقوس 9

عيسىٰ ووئيل،”زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دلته ځنے داسے خلق هم ولاړ دى چه هغوئ به تر هغے ونۀ مرى تر څو ئے چه په خپله خُدائے دَ بادشاهى قدرت سره راغلے ليدلے نۀ وى.“

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

٢ شپږ ورځے پس عيسىٰ دَ ځان سره پطروس يعقُوب اَؤ يوحنا روان کړل اَؤ يو اُوچت غرۀ ته ئے جُدا وخيژول اَؤ دَ هغوئ په موجُودګئ کښے دَ هغۀ شکل بدل کړے شو. ٣ دَ هغۀ جامے سپينے بريښيدُونکى شوے،اَؤ داسے سپينے چه دَ مزکے په مخ يو دوبى ئے هم داسے سپينولے نۀ شى. ٤ نو هغوئ بيا اِلياس اَؤ مُوسىٰ وليدل چه دَ عيسىٰ سره ئے خبرے کولے. ٥ بيا پطروس ووئيل چه ”اُستاذه! دا څومره ښۀ ساعت دے چه مُونږ هم دلته کښے يُو! آيا مُونږ درے کوټګئ،يوه ستا دَ پاره،يوه دَ مُوسىٰ دَ پاره اَؤ يوه دَ اِلياس دَ پاره جوړے کړو؟“ ٦ بيا هغه په دے نۀ پوهيدو چه څۀ وائى ځکه چه هغوئ ټول ډير هيبت اختسى وُو. ٧ بيا يوه وريځ راښکاره شوه اَؤ په دوئ ئے سورے وکړو اَؤ دَ هغے وريځے نه يو آواز راغے،”دا زما زوئے،زما محبوب دے. دَ هغۀ واؤرئ!“ ٨ اَؤ اوس چه ناڅاپى هغوئ ګير چاپيره وکتل نو هلته ئے هيڅوک ونۀ ليدل خو يواځے عيسىٰ دَ هغوئ سره ولاړ وُو. ٩ اَؤ چه دَ غرۀ نه راکوزيدل نو عيسىٰ هغوئ ته په ټينګه ووئيل چه”هر څۀ چه مو ليدلى دى دا به هيچا ته نۀ وايئ تر څو چه اِبن آدم دَ مړو نه بيا پاڅيدلے نۀ وى.“ ١٠ هغوئ دا خبره وساتله اَؤ په خپلو کښے ئے بخث کولو چه دَ مړو نه دَ بيا پاڅيدلو څۀ مطلب کيدے شى. ١١ اَؤ هغوئ په هغۀ باندے يو سوال وکړو،”زمُونږ دَ شرعے عالمان دا ولے وائى چه اِلياس به خامخا وړُومبے راشى؟“ ١٢ هغۀ جواب ورکړو”هو! اِلياس به وړُومبے راځى چه هر شے سم کړى خو په صحيفو کښے ليکلى دى چه په اِبن آدم به ډيرے سختے تيرے شى اَؤ په سپک نظر به ورته وکتے شى. ١٣ خو زَۀ تاسو ته وايم چه اِلياس خو راغلے هم دے اَؤ هر څۀ چه ئے خوښ وُو هغه ئے ورسره کړى هم دى لکه چه دَ هغۀ په حقله صحيفو وئيلى دى.“

دَ پيريانو نيولى هلک جوړول

١٤ اَؤ چه هغوئ مُريدانو ته په بيرته راغلل نو ګڼ خلق ئے ورسره وليدل چه په کښے دَ شرعے عالمان هم وُو اَؤ بحث ئے ورسره کولو. ١٥ هر کله چه هغوئ عيسىٰ وليدلو نو ټول خلق هيبت واخستل اَؤ په دَؤ هغۀ له ستړى مشى له ورغلل. ١٦ هغۀ تپوس ترے وکړو چه”دا څۀ بحث روان دے؟“ ١٧ په ګڼه کښے يو سړى جواب ورکړو،”اُستاذه! ما خپل زوئے تا له راوستے دے. هغه پيريانو نيولے دے اَؤ خبرے نۀ شى کولے. ١٨ کله چه پرے چپه راشى نو په مزکه ئے راوولى اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راشى،غاښونه چيچى،اَؤ پلے ئے راکښلے شى. ما ستا مُريدانو ته ووئيل چه دا تِر وباسئ خو هغوئ پاتے راغلل.“ ١٩ عيسىٰ جواب ورکړو،”اَئے بے عقيدے پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ زَۀ به تر څو تاسو زغمم؟دَئے ما له راولئ.“ ٢٠ نو هغوئ هغه هلک هغۀ ته راوستو. اَؤ څۀ وخت چه پيرى هغه وليدو نو دَ هغۀ وجُود ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ هغه په مزکه پريوتو ورغړيدو اَؤ په خُلۀ ئے ځګونه راغلل. ٢١ عيسىٰ دَ هغۀ دَ پلار نه تپوس وکړو چه”څومره مُوده کيږى چه دَئے په دے حال دے؟“ هغۀ جواب ورکړو چه”دَ وړُوکوالى راسے. ٢٢ اَؤ څو ځله ئے دَ هلاکولو دَ پاره اور اؤ اوبو ته هم غورزولے دے، اَؤ که تۀ څۀ کولے شے نو په مُونږ رحم وکړه اَؤ مدد راسره وکړه.“ ٢٣ عيسىٰ ورته ووئيل چه”که تۀ څۀ کولے شے! دَ چا چه عقيده مضبُوطه وى دَ هغۀ دَ پاره هر څۀ مُمکن دى.“ ٢٤ دَ هلک پلار چغے کړے چه”زَۀ عقيده لرم،زما مدد وکړه ځکه چه زَۀ دَ عقيدے کمزورے يم.“ ٢٥ چه عيسىٰ وليدل چه ګڼ خلق رانزدے کيږى نو هغۀ هغه پيرى ته بدرد ووئيل. هغۀ ووئيل”اَئے ړُوند کُوڼ پيريه! زَۀ درته حُکم کوم،دَ دۀ نه راوزه اَؤ بيا کله هم مه ورننوزه!“ ٢٦ هغۀ په زوره چغے کړے اَؤ ډير ئے تاؤ راتاؤ کړو اَؤ بيا پيرے ترے ووتو اَؤ هلک لکه دَ مړى په شان پريوتو،بلکه ډيرو وئيل چه”دے مړ دے.“ ٢٧ خو عيسىٰ هغه دَ لاسه ونيوو اَؤ په پښو ئے ودرولو اَؤ هغه وُدريدو . ٢٨ بيا عيسىٰ دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغۀ مُريدانو ترے ځان له تپوس وکړو چه”دا مُونږ ولے نۀ شو ويستے؟“ ٢٩ هغۀ ورته ووئيل،”دا قِسم په بله هيڅ ذريعه نۀ راوزى بے له دُعا نه.“

دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو په حق کښے بيا پيشن ګوئى

٣٠ بيا هغوئ دَ هغے علاقے نه لاړل اَؤ دَ ګليل په لار ئے سفر وکړو. عيسىٰ دا غوښتل چه هيڅوک پرے خبر نۀ شى، ٣١ ځکه چه مُريدانو ته تعليم ورکا وُو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”اِبن آدم به اوس بنى آدمو ته سپارلے کيږى اَؤ هغوئ به ئے وژنى،خو دَ وژلو نه درے ورځے پس به هغه بيا پورته کيږى.“ ٣٢ خو هغوئ دَ هغۀ په خبره نۀ پوهيدل اَؤ دَ ويرے ئے ترے تپوس هم نۀ شو کولے.

دَ ټولو نه مشر څوک دے؟

٣٣ هغوئ بيا کفرنحُوم ته راغلل اَؤ عيسىٰ په کور کښے دَ ننه وُو چه دَ هغوئ نه ئے تپوس وکړو چه”تاسو په لاره څۀ بحث کا وُو؟“ ٣٤ هغوئ غلى وُو ځکه چه په لارے هغوئ دا بحث کړے وُو چه په ټولو کښے لوئے څوک دے؟ ٣٥ هغه کښيناستو اَؤ هغه دولس مُريدان ئے راوغوښتل اَؤ ورته ئے ووئيل،”که څوک دا غواړى چه دَ ټولو مير شى نو هغه دِ ځان دَ ټولو نه وروستو کړى اَؤ دَ ټولو خدمت ګار دِ شى.“ ٣٦ بيا هغۀ يو ماشُوم راواخستو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو اَؤ خپل لاس ئے ترے تاؤ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل، ٣٧ ”که په داسے ماشُومانو کښے يو هم زما په نُوم څوک قبُول کړى نو هغه ما قبلوى اَؤ هر څوک چه ما قبلوى هغه ما نه،بلکه هغه قبلوى چا چه زَۀ راليږلے يم.“

هغه څوک چه زمُونږ نه خلاف نۀ دے زمُونږ ملګرے دے

٣٨ يوحنا عيسىٰ ته ووئيل،”اُستاذه! مُونږ يو سړے وليدو چه ستا په نُوم پيريان وباسى،خو هر کله چه هغه زمُونږ نه نۀ وُو نو مُونږ دَ هغۀ دَ منع کولو کوشش وکړو.“ ٣٩ عيسىٰ ورته ووئيل چه”هغه مه منع کوئ ځکه چه داسے هيڅوک نِشته چه زما په نُوم مُعجزے ښکاره کوى اَؤ بيا به زر په ما پسے بد وائى. ٤٠ خو څوک چه زمُونږ خلاف نۀ دے هغه زمُونږ ملګرے دے. ٤١ زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک هم تاسو ته په دے نيت يو کنډول اوبۀ درکړى چه تاسو دَ مسيح مُريدان يئ نو هغه سړے به يقينًا بے اَجره پاتے نۀ شى.

دَ ګُناه لمسُون

٤٢ اَؤ هر هغه څوک چه له دے وړو نه په ما عقيده لرى په لاره کښے خنډُونه پيدا کوى نو دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ ژرندے پل دَ هغۀ په غاړه وتړلے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى. ٤٣ که ستا لاس تاله تيندک درکوى نو پرے ئے کړه ځکه چه دا غوره ده چه په ژوندانۀ کښے دَ يو بونډى لاس سره داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى چه نۀ مړ کيدونکے اور لرى. ٤٥ اَؤ که ستا پښه تا له تيندک درکړى نو پرے ئے کړه ځکه چه دا تا له ښه ده چه په ژوندُون کښے په يوه پښه ګوډ داخل شے په ځائے دَ دے چه دواړه پښے دِ روغے وى اَؤ دوزخ دِ ځائے شى. ٤٧ اَؤ که ستا سترګه تا له تيندک در کړى نو وئے وباسه. دا ستا دَ پاره غوره ده چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے په يوه سترګه داخل شے،نه دا چه دواړه سترګے لرے اَؤ دوزخ دِ ځائے شى، ٤٨ چرته چه رغړيدُونکى چينجى چرے نۀ مرى اَؤ اور ئے تل تر تله لمبے وهى. ٤٩ هر څوک به دَ اور سره مالګين کيږى. ٥٠ مالګه يو ښۀ څيز دے خو که مالګه بے خونده شى نو په څۀ څيز به بيا خوند پيدا کړى؟ په خپلو کښے مالګه وساتئ اَؤ دَ يو بل سره په صُلح اوسئ.“

مرقوس 10

دَ طلاق په باب کښے تعليم

١ دَ هغه ځائے نه چه عيسىٰ روان شو نو دَ يهوديه اَؤ اُردن دَ سيند پورے غاړے ته راغے اَؤ هر کله چه ډير خلق بيا ترے راچاپير شول نو دَ دستور په مُطابق هغۀ بيا ورته تعليم شروع کړو. ٢ نو فريسيان ورغلل اَؤ ترے دَ آزميښت په طور ئے دا تپوس وکړو،”آيا يو سړى له دا روا دى چه خپله ښځه طلاقه کړى؟ ٣ هغۀ په جواب کښے تپوس وکړو چه”مُوسىٰ تاسو ته څۀ حُکم کړے وُو؟“ ٤ هغوئ جواب ورکړو چه”مُوسىٰ سړى ته دا اِجازت ورکړے دے چه طلاق نامه دِ وليکى اَؤ ښځه دِ پريږدى.“ ٥ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”دا حُکم هغۀ ستاسو دَ زړۀ دَ سختوالى په وجه وليکو. ٦ خو دَ دُنيا دَ پيدائښت نه خُدائے دوئ «نر اَؤ ښځه پيدا کړل.» ٧ « په دے وجه به سړے خپل مور پلار پريږدى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى. ٨ اَؤ دواړه به يو وجُود شى» اَؤ پس له هغے به دوئ يو وجُود وى اَؤ بيلتون به په کښے نۀ وى. ٩ هر څۀ چه خُدائے يو کړى وى بنى آدم دِ ئے نۀ جُدا کوى.“ ١٠ اَؤ بيا چه دوى کورته ننوتل نو مُريدانو ترے په دے حقله تپوس وکړو. ١١ هغۀ هغوئ ته ووئيل،”هر څوک چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ بله وادۀ کړى نو هغه دَ اولنئ ښځے خلاف زِنا کوى. ١٢ اَؤ دغه شان که يوه ښځه خاوند طلاق کړى اَؤ بل ميړۀ وکړى نو هغه زِنا کوى.“

وړُوکو ماشومانو له برکت ورکول

١٣ بيا خلقو دَ دے دَ پاره عيسىٰ له ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى خو مُريدانو هغوئ ورټل. ١٤ ولے عيسىٰ چه دا وليدل نو خفه شو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”دا ماشُومان ما ته راپريږدئ چه راشى،دوئ مه منع کوئ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى دَ دغسے خلقو ده. ١٥ زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر څوک چه دَ خُدائے بادشاهى دَ ماشُوم په شان قبُوله نۀ کړى هغه په هغے کښے هيڅ کله ورداخل نۀ شى.“ ١٦ بيا ئے دَ هغوئ نه لاسُونه راچاپيره کړل اَؤ خپل لاسُونه ئے پرے کيښودل اَؤ برکت ئے ورکړو.

دولت مند سړے

١٧ عيسىٰ بيا په سفر روانيدو چه يو سړى رادَؤ کړو اَؤ دَ هغۀ دَ وړاندے په زنګنُونو شو اَؤ تپوس ئے وکړو،”اَئے نيکه اُستاذه! زَۀ دَ تل ژوندُون وارث کيدو دَ پاره څۀ وکړم.“ ١٨ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”تۀ ما ته نيک ولے وايئے؟ دَ خُدائے نه بغير بل هيڅوک نيک نِشته. ١٩ تا ته دا حکمونه معلُوم دى چه «قتل مه کوه،زِنا مه کوه،غلا مه کوه،دَ دروغو ګواهى مه کوه،ټګى مه کوه اَؤ دَ خپل مور اَؤ پلار عزت کوه.» ٢٠ خو هغۀ جواب ورکړو،”اُستاذه! ما دَ هلکوالى راسے په دے هر څۀ عمل کړے دے.“ ٢١ بيا عيسىٰ هغۀ ته نيغ وکتل،په هغۀ ئے مينه راغله اَؤ وئے وئيل چه”په تا کښے دَ يو څيز کمے دے،لاړ شه اَؤ څۀ چه درسره دى هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه،نو ستا خزانه به په آسمان کښے جوړه شى اَؤ بيا راځه په ما پسے شه.“ ٢٢ په دے خبره هغه غمژن شو اَؤ په مات زړۀ لاړو ځکه چه ډير مالدار سړے وُو. ٢٣ عيسىٰ ګير چاپيره خپلو مُريدانو ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل،”دولت مند به څومره په ګرانه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليږى!“ ٢٤ هغوئ دَ هغۀ په دے خبره حق حيران شول خو عيسىٰ په تاکيد سره ووئيل،”بچو! دا څومره ګرانه خبره ده چه دَ خُدائے بادشاهئ ته څوک ورداخل شى. ٢٥ دَ يو دولتمند سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ داخليدو نه دَ يو اُوښ دَ ستنے له سُوم نه تيريدل آسان دى.“ ٢٦ هغوئ دَ مخکښے نه هم زيات حيران شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل،”نو بيا به څوک خلاصے ومُومى؟“ ٢٧ عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ وئے وئيل،”دَ اِنسان دَ پاره دا نامُمکنه ده خو دَ خُدائے دَ پاره نه،ځکه چه خُدائے هر څۀ کولے شى.“ ٢٨ بيا پطروس وئيل شروع کړل،”مُونږ هم هر څۀ پريښى دى اَؤ تا پسے روان شوى يُو.“ ٢٩ عيسىٰ ورته ووئيل،”زَۀ تاسو ته چه داسے هيڅوک نِشته چه زما اَؤ دَ زيرى دَ خاطره ئے کور،ورُوڼه،خويندے،مور پلار،اولاد يا مزکه پريښى وى، ٣٠ چه هغوئ ته به په دے جهان کښے يو په سل اَجر ورنۀ کړے شى،کورُونه،وروُڼه،خويندے،ميندے،اولاد اَؤ مزکه اَؤ ورسره ربړيدل اَؤ په راتلُونکى جهان کښے دَ تل ژوندون. ٣١ خو ډير چه وړُومبى دى هغه به ورستى شى اَؤ ورستى به وړُومبى شى.“

په دريم ځل دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدو په باب کښے پيشن ګوئى

٣٢ دوئ دَ بيتُ المُقدس په لار روان وُو اَؤ عيسىٰ ترے وړاندے وُو اَؤ مُريدان هيبت آخستى وُو اَؤ څوک چه ورپسے روان وُو هغوئ ويريدل. هغۀ هغه دولس مُريدان ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغۀ ته څۀ پيښيدُونکى دى. ٣٣ هغۀ ورته ووئيل،”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ اِبن آدم به مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو ته حواله کړے شى. هغوئ به پرے دَ قتل حُکم وکړى اَؤ غير قومُونو ته به ئے وسپارى. ٣٤ په هغۀ پورے به ملنډے وکړے شى اَؤ تُو کاڼى به پرے وتُو کلے شى،په کروړو به ووهلے شى اَؤ قتل به ئے کړى،خو درے ورځے پس به هغه بيا ژوندے پاڅى.“

دَ يوحنا اَؤ يعقُوب عرض

٣٥ دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا ورغلل اَؤ ورته ئے ووئيل،”اُستاذه! تۀ زمُونږ سره يوه مهربانى وکړه.“ ٣٦ هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو زما نه څۀ غواړئ؟“ ٣٧ هغوئ جواب ورکړو،”مُونږ ته دا اِجازت راکړه چه مُونږ هم ستا په لوئى کښے تا سره،يو ستا ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته يو ځائے کښينو“ ٣٨ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”تاسو چه څۀ غواړئ په هغے نۀ پوهيږئ. کُومه دَ مصيبت پيالئ چه زَۀ څښم،آيا هغه تاسو څښلے شئ؟ يا هغه بپتسمه آخستلے شئ چه پرے زما بپتسمه کيږى؟“ ٣٩ هغوئ جواب ورکړو،چه”هو،مُونږ ئے کولے شُو.“ عيسىٰ ورته ووئيل چه”کُومه پياله چه زَۀ څښم،تاسو به ئے وڅښئ،اَؤ په کُومه بپتسمه چه زما بپتسمه کيږى،په هغے به ستاسو بپتسمه هم کيږى. ٤٠ خو دا اِختيار زما نۀ دے چه څوک دِ زما ښى يا ګس لاس ته کښينى،دا دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ مخکښے نه په دے مُقرر شوى دى.“ ٤١ هر کله چه نورو لسو دا واؤريدل نو هغوئ دَ يعقُوب اَؤ يوحنا نه خفه شول. ٤٢ عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل اَؤ ورته ئے ووئيل،”تاسو خبر يئ چه منلى شوى بادشاهان په خپل رعيت حکُومت کوى اَؤ اميران ئے پرے خپل اِختيار ښئ. ٤٣ خو ستاسو دَ پاره داسے نۀ دى. په تاسو کښے چه څوک مشرى غواړى هغه دِ ستاسو خدمتګار شى. ٤٤ اَؤ څوک چه په تاسو کښے اَول کيدل غواړى هغه دِ دَ ټولو غُلام شى. ٤٥ ځکه چه اِبن آدم هم دَ دے دَ پاره نۀ دے راغلے چه خدمت واخلى بلکه دَ دے دَ پاره راغلے دے چه دَئے دَ نورو خدمت وکړى اَؤ چه خپل ژوندُون دَ ډيرو په بدل کښے په فديه ورکړى.“

دَ ړُوند برتيمائى بينا کول

٤٦ هغوئ يريحو ته راغلل اَؤ عيسىٰ دَ ښاريئے نه وتو اَؤ ګڼ خلق اَؤ مُريدان ورسره وُو، نو دَ تميائى زوئے څوک چه يو ړُوند فقير وُو دَ لارے په غاړه ناست وُو. ٤٧ چه په دے خبر شو چه دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغے کړے،”اَئے عيسىٰ دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“ ٤٨ ډيرو خلقو ورته ووئيل چه”چپ شه،“خو هغۀ چغے نورے هم زياتے کړے،”اَئے دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“ ٤٩ عيسىٰ ودريدلو اَؤ وے وئيل،”دَئے راوبلئ.“ نو هغوئ هغه ړُوند سړے راوبللو اَؤ ورته ئے ووئيل،”پاڅۀ! زړۀ ور شه،هغه دِ غواړى.“ ٥٠ په دے هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو اَؤ عيسىٰ ته راغے. ٥١ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”زَۀ ستا څۀ خدمت وکړم؟“ هغه سړى جواب ورکړو،”اُستاذه! زَۀ بينا کيدل غواړم.“ ٥٢ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”ځۀ! خپل ايمان تۀ جوړ کړلے،“ نو سمدستى هغه بينا شو اَؤ په هغۀ پسے روان شو.

مرقوس 11

دَ فتحمندئ په طور په بيتُ المُقدس کښے داخليدل

١ هغوئ چه بيتُ المُقدس ته رانزدے شول اَؤ چه بيتِ فګے اَؤ بيتِ عنياه ته دَ ښونانو غرۀ ته ورسيدل نو عيسىٰ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل، ٢ ”دے مخامخ کلى ته ورشئ. سمدستى چه ورننوزئ نو تاسو به يو کُوچے تړلے ومُومئ چه تر اوسه پرے څوک سوارۀ شوى نۀ دى. هغه پرانزئ اَؤ دلته ئے راولئ. ٣ که څوک درنه تپوس وکړى چه دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چه زمُونږ دَ مالِک په کار دے اَؤ هغه به ئے سمدستى دلته بيرته راواستوى.“ ٤ هغوئ لاړل اَؤ دَ دروازے نه بهر ئے په کُوڅه کښے هغه کُوچے تړلے ومُوندلو. هغوئ هغه پرانستو، ٥ اَؤ په ولاړو خلقو کښے ځنو ورته ووئيل چه”دا څۀ کوئ چه دا کُوچے پرانزئ؟“ ٦ نو دوئ هغه جواب ورکړو چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو،نو بيا ئے پريښودل چه بوئے ځى. ٧ نو هغوئ عيسىٰ له کُوچے راوستو اَؤ خپلے جامے ئے پرے واچولے اَؤ هغه پرے سور شو. ٨ اَؤ خلقو ورته په لارو کښے خپلے جامے وغوړولے اَؤ نورو دَ پټو نه څانګے پريکړلے اَؤ ورته ئے خورے کړلے. ٩ اَؤ څومره خلق چه مخکښے تلل اَؤ هغه چه وروستو راتلل،هغوئ چغے ايستے،«ثنا په هغه چا چه دَ رب په نُوم راځى! ١٠ زمُونږ دَ پلار داؤد راتلُونکے بادشاهى دِ مُبارک شى! په آسمان کښے هم ثنا!» ١١ هغه بيتُ المُقدس ته راغے اَؤ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ ګير چا پير ئے وکتل،خو هر کله چه ماښام شو نو هغه دَ دولسو مُريدانو سره بيتِ عنياه ته لاړو. دَ اينځر په ونے لعنت

دَ خدائے دَ کور پاکول

١٢ په بله ورځ چه هغوئ دَ بيتِ عنياه نه ووتل نو هغه وږے شو. ١٣ اَؤ دَ لرے نه ئے چه دَ اينځر يوه شنه ونه وليده نو هغه ورغے چه وګورى که په هغے کښے څۀ ومُومى. خو هر کله چه هغه هلته ورغے نو بے له پاڼو نه ئے په کښے هيڅ ونۀ موندل ځکه چه دا دَ اينځر موسم نۀ وُو. ١٤ هغۀ ونے ته ووئيل چه”بيا به هيڅوک هم هيڅ کله ستا نه ميوه ونۀ خورى.“اَؤ دَ هغۀ مُريدانو دا آؤريدل. ١٥ بيا هغوئ بيتُ المُقدس ته راغلل. عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ چا چه دَ خُدائے په کور کښے سوداګرى کوله دَ هغوئ په ويستو ئے ګوتے پورے کړے، هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے اَؤ دَ کونترو خرڅوُونکو دُونکاچے ئے هم واړَولے. ١٦ اَؤ دَ خُدائے دَ کور په غولى کښے ئے دَ څيزُونو وړل راوړل نۀ پريښودل. ١٧ نو بيا ئے هغوئ ته تعليم ورکول شروع کړو اَؤ وئے وئيل،”آيا صحيفے دا نۀ وائى چه،«زما کور به دَ ټولو قومُونو دَ پاره دَ دُعا کور بللے شى؟» خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړ کړے دے.“ ١٨ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا واؤريدل نو کوشش ئے کاوو چه هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ ويريدل ځکه چه ټول خلق دَ هغۀ تعليم په تعجب آخستى وُو.

دَ اينځر دَ وچے شوے ونے سبق

١٩ اَؤ چه ماښام شو نو عيسىٰ دَ ښار نه بهر ووتو. ٢٠ بله ورځ سحر وختى چه هغوئ په لاره تيريدل نو هغوئ وليدل چه هغه دَ اينځر ونه له بيخ نه وچه شوے ده. ٢١ اَؤ پطروس هغه خبره راياده کړه څۀ چه تيره شوے وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل،”اُستاذه! ګوره دَ اينځر کُومے ونے ته چه تا لعنت کړے وُو هغه وچه شوے ده.“ ٢٢ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه”په خُدائے ايمان لرئ. ٢٣ زَۀ تاسو ته دا وايم چه که څوک دے غر ته ووائى چه دَ خپله ځايه پورته شه اَؤ په درياب کښے وغورزيږه،اَؤ په زړۀ کښے ئے شک نۀ وى اَؤ ايمان لرى،نو هر څۀ چه وائى هغه به دَ هغۀ دَ پاره وشى. ٢٤ ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ هر څۀ دَ پاره چه تاسو دُعا يا سوال کوئ نو په دے يقين ولرئ چه دا تاسو حاصل کړو،نو ستاسو به شى. ٢٥ اَؤ هر کله چه تاسو دُعا ته ودريږئ نو که ستاسو په زړۀ کښے دَ چا خلاف خبرے وى، نو هغه معاف کړئ،دَ دے دَ پاره چه ستاسو آسمانى پلار ستاسو قصُورونه هم معاف کړى. ٢٦ خو که چرے تاسو نور خلق نۀ معاف کوئ نو ستاسو آسمانى پلار به هم ستاسو کړى ګُناهُونه معاف نۀ کړى.“

دَ عيسىٰ دَ اِختيار په حقله سوال

٢٧ هغوئ يو ځل بيا بيتُ المُقدس ته راغلل اَؤ کله چه دَ خُدائے په کور کښے ګرزيدو نو مشران کاهنان،دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ورته راغلل، ٢٨ اَؤ وئے وئيل،”دا چه تۀ څۀ کوے،دا په کُوم اِختيار کوے؟ چا تا له دا اِختيار درکړو چه تۀ داسے وکړه؟“ ٢٩ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”زَۀ هم له ستاسو نه يو تپوس کوم اَؤ که تاسو ئے ماله جواب راکړئ نو زَۀ به هم تاسو ته دا وښيم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم. ٣٠ دَ يحيىٰ دَ بپتسمه ورکولو اِختيار دَ خُدائے دَ طرفه وُو که دَ بنى آدمو نه؟ جواب راکړئ!“ ٣١ په دے سوال هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه”مُونږ څۀ ووايُو؟ که مُونږ دا وايُو چه له خُدايه،نو هغه به ووائى،نو تاسو بيا ولے په هغۀ يقين ونۀ کړو؟ ٣٢ اَؤ که دا وايُو چه له اِنسان نه،“نو بيا دوئ دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه دَ ټولو خلقو دا يقين وُو چه يحيىٰ نبى وُو. ٣٣ نو دوئ جواب ورکړلو چه”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“ اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”بيا به زَۀ هم تاسو ته دا ونۀ وايم چه په کُوم اِختيار زَۀ دا کارُونه کوم.“

مرقوس 12

دَ انګورو باغ اَؤ دَ باغوانانو مِثال

١ عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالُونو کښے خبرے شروع کړے.”يو سړى دَ انګُورو باغ ولګوو اَؤ شپول ئے ترے تاؤ کړو اَؤ دَ مئے حوض ئے په کښے ولګولو اَؤ دَ څوکئ يو برج ئے هم په کښے جوړ کړو. بيا ئے دَ انګورو باغوانانو ته په اِجاره وکړلو اَؤ بل ملک ته لاړو. ٢ کله چه موسم دَ بره شو نو هغۀ اِجاره دارو ته يو خدمت ګار ورواستولو چه دَ هغوئ نه خپله برخه آمدن وصُول کړى. ٣ خو هغوئ هغه ونيولو،وَئے وهلو اَؤ تش لاس ئے واپس وليږلو. ٤ بيا هغۀ يو بل خدمت ګار ورواستولو اَؤ دَئے هم هغوئ په سر سر وټکولو اَؤ ډير ئے بے عزته کړو. ٥ بيا هغۀ يو بل وروليږلو اَؤ هغه دوئ مړ کړو. اَؤ دَ دَۀ نه علاوه دغسے نور هم وُو،څوک ئے ووهل اَؤ ځنے ئے مړۀ کړل. ٦ اَؤ اوس دَ دَۀ سره يو کس پاتے وُو،دَ هغۀ خپل نازولے زوئے. په آخر کښے ئے هغه ورواستولو. هغۀ ووئيل چه زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى. ٧ خو اِجاره دارو يو بل ته ووئيل چه هم دغه خو وارث دے،راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ جائيداد به ئے زمُونږ شى. ٨ نو هغوئ هغه ونيولو اَؤ مړ ئے کړو اَؤ دَ هغۀ لاش ئے دَ باغ نه بهر وغورزولو. ٩ دَ باغ مالِک به اوس څۀ کوى؟ هغه به راشى اَؤ اِجاره دار به مړۀ کړى اَؤ دَ انګُورو باغ به بل چا ته حواله کړى. ١٠ آيا تاسو په مُقدس کتاب کښے دا چرے نۀ دى لوستى؟ «کُوم کاڼے چه ګلکارانو رد کړے وُو هم هغه دَ ګوټ سر ګاڼے شو. ١١ دا دَ رب کارُونه دى اَؤ زمونږ په نظر کښے عجيبه ښکارى.» ١٢ بيا هغوئ داسے څۀ بهانه لټوله چه هغه ګرفتار کړى ځکه چه هغوئ پوهيدل چه دا مِثال دَ هغوئ په حق کښے وُو، خو هغوئ دَ خلقو نه ويريدل نو هغوئ هغه يواځے پريښودو اَؤ ترے نه لاړل.

دَ رُوم قيصر له خراج ورکول

١٣ بيا هغوئ څو فريسيان اَؤ هيروديان ورواستول چه عيسىٰ په خبرو کښے راګير کړى. ١٤ هغوئ راغلل اَؤ وئے وئيل،”اُستاذه! مُونږ خبر يُو چه تۀ يو رښتينے سړے ئے اَؤ دَ هيچا پروادار نۀ يئے،خواه که هغه څوک هم وى،خو تۀ دَ خُدائے دَ لارے تعليم په رښتيا سره ورکوے. آيا مُونږ ته دا روا دى که نه،چه دَ رُوم قيصر له خراج ورکړُو؟ مُونږ ئے ورکوُو اَؤ که نه؟ ١٥ هغه پوهه شو چه دَ دوئ دا سوال څومره دَ چل نه ډک دے اَؤ وئے وئيل،”تاسو زما دَ راګيرولو کوشش ولے کوئ؟ ما ته دَ سپينو زرو يوه سکه راؤړئ چه زَۀ ورته وګورم.“ ١٦ هغوئ يوه سکه راؤړه اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”دا دَ چا تصوير اَؤ دَ چا نُوم دَے؟“ هغوئ جواب ورکړو،”دا دَ قيصر دى.“ ١٧ بيا عيسىٰ ورته ووئيل،”څۀ چه دَ قيصر وى هغه قيصر له ورکړئ اَؤ څۀ چه دَ خُدائے وى هغه خُدائے له ورکړئ.“ هغوئ دَ دَۀ په خبرو ډير حيران شول.

دَ قيامت په باب کښے سوال

١٨ بيا ورته صدُوقيان راغلل،دا هغه خلق دى چه دَ قيامت نه مُنکر دى. هغوئ دا سوال وکړو، ١٩ ”اُستاذه! مُوسىٰ زمُونږ دَ پاره دا فرمان کړے دے چه که چرے دَ يو سړى ورور مړى شى اَؤ بے اؤلاده ښځه ترے پاتے شى نو هغه بل دِ دَ ورور ښځه واخلى اَؤ دَ هغۀ نسل دِ جارى وساتى. ٢٠ اوس اُووۀ وروڼه وُو، وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ بے اؤلاده مړ شو. ٢١ بيا هغه ښځه دويم واخسته اَؤ هغه هم بے اؤلاده مړ شو اَؤ دغه شان دريم وکړل. ٢٢ آخر اُووۀ واړه مړۀ شول اَؤ دَ ټولو اؤلاد ونۀ شو. آخر هغه ښځه هم مړه شوه. ٢٣ چه قيامت راشى اَؤ دوئ ټول ژوندى شى نو ښځه به دَ چا وى؟ ولے چه اُووۀ واړو ورسره وادۀ کړے وُو“ ٢٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”تاسو په غلطه يئ اَؤ هم دغه وجه ده چه نۀ خو تاسو په کتابِ مُقدس پوهيږئ اَؤ نۀ دَ خُدائے په قدرت. ٢٥ کله چه هغوئ بيا راژوندى کړے شى نو سړى اَؤ ښځے به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به دَ آسمان دَ فرښتو په شان وى. ٢٦ خو دَ قيامت په ورځے دَ مړو دَ بيا راژوندى کيدو په بابت،آيا تاسو دَ مُوسىٰ په کتاب کښے هيڅ نۀ دى لوستى،دَ سوزيدُونکى بوټى په قصه کښے، چه خُدائے ورته څنګه مُخاطب شو اَؤ ورته ئے ووئيل،«زَۀ دَ اِبراهيم خُدائے،دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم؟» ٢٧ خُدائے دَ مړو خُدائے نۀ دے بلکه دَ ژوندو خُدائے دے! تاسو ډير ګُمراه شوى يئ.“

لوئے حُکم

٢٨ بيا دَ شرعے په عالمانو کښے يو کس چه دَ دوئ دا بحث ئے آؤريدو اَؤ پوهه شو چه هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو،راوړاندے شو. تپوس ئے ترے وکړو،”کُوم يو حُکم دَ ټولو نه لوئے دے؟“ ٢٩ عيسىٰ جواب ورکړو،” اَول دا دے چه،«اَئے اِسرائيله واؤره! مالِک زمُونږ خُدائے يو مالِک دے. ٣٠ تۀ دَ مالِک دَ خپل خُدائے سره دَ ټول زړۀ سره،دَ خپل ټول رُوح، دَ خپل ټول عقل اَؤ دَ خپل ټول طاقت سره مينه کوه.» ٣١ دويم دا دے چه،« دَ خپل ګاونډى سره لکه دَ ځان مينه کوه.» دَ دے حُکمونو نه بل لوئے حُکم نشته.» ٣٢ نو شرعے عالم هغۀ ته ووئيل،”آفرين اُستاذه! ډير دِ ښۀ ووئيل،تۀ رښتيا وائے چه خُدائے يو دے اَؤ بے له هغۀ نه بل نِشته. ٣٣ اَؤ دَ هغۀ سره دَ ټول زړۀ دَ اِخلاصه په پوهه سره اَؤ په ټول طاقت سره مينه ولرئ اَؤ دَ خپل ځان په شان دَ خپل ګاونډى سره مينه کوئ،نو دا دَ بلے هرے يوے سوزيدُونکى قُربانئ يا نزرانے نه ډير غوره کار دے.“ ٣٤ هر کله چه عيسىٰ وليدل چه هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ نه لرے نۀ يئے.“دَ دے نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چه عيسىٰ نه نور تپوسُونه وکړى.

دَ داؤد دَ زوى په حقله سوال

٣٥ اَؤ بيا عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړو. داسے ئے ووئيل،”نو دَ شرعے عالمان دا څنګه وائى چه مسيح دَ داؤد زوئے دے؟ ٣٦ داؤد په خپله رُوحُ القُدس دَ اثر لاندے دا وئيلى دى چه: «مالِک زما مالک ته ووئيل، زما ښى لاس ته کښينه تر هغے چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.» ٣٧ داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى،نو بيا هغه دَ داؤد زوئے څرنګه کيدے شى؟“

دَ شرعے عالمان ملامت کول

هلته ډيره ګڼه وه اَؤ ډير په مينه ئے دَ دَۀ خبرے آؤريدے. ٣٨ عيسىٰ په خپل تعليم کښے دوئ ته ووئيل چه”دَ شرعے دَ عالمانو نه خبردار اوسئ، هغوئ دا خوښوى چه دوئ چُوغے آغوستے وى اَؤ ديخوا اخوا ځى راځى اَؤ په کُوڅو کښے دَ خلقو نه دَ عزت سلامُونه آخلى، ٣٩ اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ ځائے غواړى اَؤ په ميلمستيا کښے دَ عزت په ځائے کښينى ٤٠ دا هغه خلق دى چه دَ کونډو مالُونه خورى اَؤ دَ ريا اُوږدے اُوږدے دُعاګانے کوى،دوئ به دَ ټولو نه سخته سزا مُومى.“

دَ يوے کُنډے ښځے شکرانه

٤١ يو ځلے عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور خزانے ته مخامخ ناست وُو اَؤ دا ننداره ئے کوله چه خلق په خزانه کښے پيسے څنګه اچوى. ډيرو مالدارو خلقو ډيرے زياتے پيسے واچولے. ٤٢ په دے کښے يوه خواره کُنډه راغله اَؤ دوه دَمَړى ئے په کښے ورواچولے چه دواړه دَ نيمے پيسے برابرے وے. ٤٣ هغۀ خپل مُريدان ځان ته راوبلل. اَؤ ورته ئے ووئيل،”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کُنډے دَ هر چا نه زيات ورکړل. ٤٤ ځکه چه هغه نورو چه څۀ ورکړل دَ هغو سره دَ ضرورت نه زيات وُو،خو هغے چه څۀ ورسره نۀ وُو خپل دَ ګذارے هر څۀ ئے ورکړل.“

مرقوس 13

دَ خُدائے دَ کور دَ بربادئ په باب کښے پيشن ګوئى

١ څۀ وخت چه عيسىٰ دَ خُدائے دَ کور نه راوتو نو دَ هغۀ يو مُريد ورته ووئيل،”ګوره اُستاذه! څومره لوئے ګاڼى دى! اَؤ څۀ ښکلى مکانُونه دى!“ ٢ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”تۀ دا لوئے لوئے مکانُوه وينے؟ په دے کښے به يوه ګټه هم دَ بلے دَ پاسه پاتے نۀ شى اَؤ ټولے به راونړولے شى.“

دَ تکليفُونو شروع

٣ اَؤ هر کله چه عيسىٰ دَ ښونانو په غرۀ دَ خُدائے کور ته مخامخ ناست وُو نو پطروس،يعقُوب،يوحنا اَؤ اندرياس ترے نه جُدا تپوس وکړو، ٤ ”مُونږ ته ووايه چه دا کار به کله کيږى اَؤ دَ دے ټولو دَ پُوره کيدو نخښے نښانے به څۀ وى؟“ ٥ عيسىٰ ووئيل چه”پام کوئ چه څوک مو بے لارے نۀ کړى. ٦ داسے به ډير راشى چه زما دَ نُوم دعوىٰ به کوى اَؤ وائى به چه زَۀ هغه يم،اَؤ ډير خلق به بے لارے کړى. ٧ هر کله چه تاسو دَ لرے اَؤ نزدو جنګُونو خبر واؤرئ نو وار خطا کيږئ مه ځکه چه دا خبرے به ضرور پيښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے. ٨ قومُونه به دَ قومُونو سره په جنګ وى،بادشاهئ به دَ بادشاهو سره،په ډيرو ځايُونو کښے به زلزلے اَؤ قحطُونه راځى ولے دا به دَ تکليفونو شروع وى. ٩ خو تاسو ترے ځان بيدار ساتئ. تاسو به عدالتُونو ته حواله کيږئ،تاسو به په عبادت خانو کښے په کروړو وهلے شئ اَؤ تاسو به دَ حاکمانو اَؤ بادشاهانو دَ وړاندے پيش کولے کيږئ چه زما په باب دَ هغوئ په وړاندے اِقرار وکړئ. ١٠ خو دَ خاتمے نه وړاندے به زما دَ زيرى وعظ ټولو قومُونو ته وکړے شى. ١١ نو هر کله چه تاسو ګرفتار شئ اؤ عدالت ته بوتلے شئ نو دَ اول نه دا سوچ مه کوئ چه تاسو به څۀ وايئ.خو هر کله چه وخت راشى نو هغه وخت چه څۀ دَ وينا دَ پاره درکړے شى هغه وايئ،ځکه چه دا به ستاسو خبرے نۀ وى بلکه ستاسو په ژبه رُوحُ القُدس ګويا وى. ١٢ ورور به دَ ورور دَ مرګ مُخبر شى اَؤ پلار دَ زوئے،بچى به دَ خپل مور پلار خلاف شى اَؤ هغوئ به وژنى. ١٣ ټول به زما دَ نُوم په سبب تاسو سره کينه لرى،خو کُوم سړے چه تر آخره صبر وکړى هغه به بچ شى.

لوئے مُصيبت

١٤ هر کله چه تاسو ووينئ چه هغه « برباد کوُونکى پليت شئے» په هغه ځائے کښے ولاړ دے چرته چه نۀ دے پکار،نو لوستُونکى دِ پوهه شى. نو هغه څوک چه په يهوديه کښے وى هغوئ دِ غرُونو ته وتښتى. ١٥ که څوک سړے دَ چت دَ پاسه وى هغه دِ کله هم کور ته لاندے راکُوز نۀ شى چه څۀ ترے وباسى. ١٦ اَؤ که څوک په پټى کښے وى نو هغه دِ په خپله چُوغه پسے راونۀ ګرزى. ١٧ اَفسوس دے په هغه ښځو چه په هغو ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ په هغو چه بچو ته تى ورکوى. ١٨ دُعا کوئ چه دا په ژمى کښے پيښ نۀ شى. ١٩ ځکه چه دَ کله نه خُدائے پاک دا دُنيا پيدا کړے ده،داسے تنګسيا اَؤ بده ورځ لا تر اوسه نۀ خو راغلے ده اَؤ نۀ به چرے بيا راشى. ٢٠ که چرے مالِک دغه دَ تکليف ورځے کمے کړے نۀ وئے نو هيڅ يو بشر به هم ژوندے نۀ وۀ پاتے،خو دَ خپلو غوره کړو دَ خاطره هغۀ دا ورځے کمے کړے. ٢١ بيا که چرے څوک تاسو ته دا ووائى چه ګورئ! مسيح دلته دے يا هلته دے،نو يقين پرے مه کوئ. ٢٢ ولے چه داسے خلق به راځى چه ځان ته به مسيح اَؤ نبيان وائى خو وى به نه،اَؤ عجيبه کارُونه به ښکاره کوى،اَؤ که مُمکن وى نو غوره کړى خلق به وغلوى. ٢٣ خو تاسو خبردار اوسئ، ما تاسو دَ اول نه په دے خبر کړئ.

دَ اِبن آدم راتلل

٢٤ خو په هغه ورځو کښے دَ دے تنګسيا نه پس به نمر تور شى اَؤ سپوږمئ به رڼا نۀ کوى. ٢٥ ستورى به دَ آسمان نه راغورزيږى،دَ آسمان طاقتُونه به ولړزولے شى. ٢٦ بيا به هغوئ ووينى چه اِبن آدم هغوئ په وريځو کښے په لوئے قُدرت اَؤ ډير شان اَؤ شوکت سره راځى. ٢٧ اَؤ هغه به فرښتے واستوى اَؤ دَ آسمان دَ څلورو غاړو نه اؤ دَ دُنيا دَ آخرى حدُونو نه به خپل غوره کړى خلق راغُونډ کړى.

دَ اينځر دَ ونے سبق

٢٨ دَ اينځر دَ ونے نه سبق واخلئ. کله چه دَ هغے نرمے څانګے غوټئ ونيسى،پاڼے وکړى نو تاسو پوهه شئ چه اوړے په راتلو دے. ٢٩ هم دغه شان چه تاسو دا ټولے علامے ووينئ نو تاسو پوهه شئ چه هغه نزدے دے اَؤ په دروازه کښے ولاړ دے. ٣٠ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا موجُوده پيړئ به تيره نۀ شى تر څو چه دا ټولے خبرے ونۀ شى. ٣١ مزکه اَؤ آسمانونه به فنا شى خو زما کلام به هيچرے فنا نۀ شى.

نامعلُومه ورځ اَؤ ساعت

٣٢ خو دَ هغے ورځے اَؤ هغه ساعت پته هيچا ته نِشته،نۀ دَ آسمان فرښتو ته اَؤ نۀ زوئے ته،خو يواځے يو پلار پرے خبر دے. ٣٣ خبردار شئ،ويښ اوسئ تاسو دَ دے نه خبر نۀ يئ چه هغه وخت به کله راځى. ٣٤ دَ دے مِثال دَ هغه سړى دے چه دَ کوره لرے وى اَؤ څۀ وخت چه خپل کور نه تلو نو خپلو غُلامانو ته ئے اِختيار ورکړو چه هر يو دِ خپل کار کوى اَؤ څوکيدار ته ئے حُکم ورکړو چه بيدار اوسه. ٣٥ نو بيا تاسو بيدار اوسئ ځکه چه تاسو په دے نۀ يئ خبر چه دَ کور مالِک کله راځى،ماښام که په نيمه شپه،په چرګ بانګ که سحر په خړه. ٣٦ که چرے هغه ناڅاپه راشى نو چه هغه مو اُودۀ لاندے نۀ کړى. ٣٧ اَؤ زَۀ چه څۀ تاسو ته وايم نو ټولو ته ئے وايم چه بيدار اوسئ.“

مرقوس 14

دَ عيسىٰ دَ قتل کولو سازش

١ نو دَ فسح اَؤ دَ پتيرے ډوډئ اختر ته دوه ورځے پاتے وے اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو څۀ داسے دَ ټګئ اِلزام لټوو چه عيسىٰ پرے ونيسى اَؤ وئے وژنى. ٢ هغوئ ووئيل چه”دا دِ دَ اختر په ورځو کښے نۀ وى،هسے نۀ چه په خلقو کښے فساد جوړ شى.“

په بيتِ عنياه کښے دَ عيسىٰ په سر عطر اچول

٣ عيسىٰ دَ شمعُون جُزامى په کور کښے په بيتِ عنياه کښے وُو. کله چه هغه ډوډئ ته کښيناستو،يوه ښځه راغله اَؤ ډير قيمتى خالِص عطر ئے په عطر دان کښے راوړل. هغے عطردان خلاص کړو اَؤ دَ هغۀ په سر ئے عطر واچول. ٤ په حاضر مجلس کښے ځنے کسانو په غُصه کښے ووئيل چه”دا څۀ فضُول خرچى ده؟“ ٥ ځکه چه دا عطر خو به په دريو سوو روپو خرڅ شوى وئے اَؤ پيسے به ئے خوارانو ته ورکړے شوے وئے.“ نو هغوئ هغے ته غصه وکړه. ٦ خو عيسىٰ ووئيل،”دا پريږدئ،تاسو دا ولے تنګوئ؟ هغے زما سره ډير ښۀ کړى دى. ٧ ځکه چه خواران به تل تاسو سره وى اَؤ هر کله چه تاسو غواړئ دَ هغوئ مدد کولے شئ خو زَۀ به تل تاسو سره نۀ يم. ٨ هغے نه چه څۀ کيدے شول،هغه ئے ما سره وکړل. هغے دَ ښخولو نه وړاندے زما په بدن عطر واچول. ٩ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دُنيا په مخ چه چرته هم زما دَ زيرى وعظ کيږى نو څۀ چه دے کړى وى دا به دَ دے دَ يادګار په طور يادولے شى.“

دَ يهوداه اِسکريوتى په عيسىٰ مُخبرى کولو ته راضى کيدل

١٠ نو بيا يهوداه اسکريوتى چه په هغه دولسو مُريدانو کښے يو وُو، مشرانو کاهنانو ته لاړو اَؤ په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړه. ١١ چه هغوئ دَ هغۀ دَ راتلو دَ غرض نه خبر شول نو هغوئ ډير خوشحاله شول اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ پيسو لوظ وکړو،اَؤ هغه دَ داسے ښے موقعے په تلاش کښے شو چه په هغۀ مُخبرى وکړى.

دَ مُريدانو سره فسح خوړل

١٢ دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر په وړُومبئ ورځ چه هغوئ دَ فسح ګډورے قُربانولو،دَ عيسىٰ مُريدانو هغۀ ته ووئيل چه”ستا څۀ مرضى ده چه مُونږ چرته لاړ شو چه ستا دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو تيارى وکړو؟“ ١٣ نو هغۀ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل،”ښار ته لاړ شئ،يو سړے به ووينئ چه دَ اوبو منګے به وړى،په هغۀ پسے لاړ شئ. ١٤ اَؤ هغه چه کُوم کور ته ننوزى نو دَ هغه کور مالِک ته دا پيغام ورکړئ،چه اُستاذ وائى چه زما اَؤ زما دَ مُريدانو دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو دَ پاره کُومه کوټه مُقرر شوے ده؟ ١٥ هغه به تاسو ته يوه لويه تياره بالاخانه وښئ،زمُونږ دَ پاره هلته دَ فسح تيارئ وکړئ.“ ١٦ بيا مُريدان روان شول اَؤ هر کله چه ښار ته دَ ننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان ومُوندل لکه چه هغۀ ورته وئيلى وُو،نو هغوئ دَ فسح تيارى وکړله. ١٧ ماښام دَ دولسو مُريدانو سره عيسىٰ راغے. ١٨ څۀ وخت چه هغوئ ډوډئ ته کښيناستل نو عيسىٰ ووئيل،”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په تاسو کښے به يو په ما مُخبرى کوى،هغه يو چه ما سره ډوډئ خورى.“ ١٩ په دے هغوئ غمژن شول اَؤ يو يو هغۀ ته ووئيل،”يقينًا چه زَۀ به نۀ يم؟“ ٢٠ هغۀ ورته ووئيل،”دا په دولسو کښے يو دے څوک چه ما سره په يوه تالئ کښے لاس ښکته کوى. ٢١ اِبن آدم به هم داسے مړ شى لکه چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليکلى شوى دى خو اَفسوس په هغه سړى دے څوک چه به په اِبن آدم مُخبرى کوى! دَ هغه سړى دَ پاره دا ډيره غوره وه چه هغه هډو پيدا شوے نۀ وے.“

دَ عشا ربانى مُقررول

٢٢ دَ خوراک په وخت عيسىٰ يوه ډوډئ راواخسته،شُکر ئے پرے وکړو اَؤ ما ته ئے کړه. په هغوئ ئے وويشله اَؤ وئے وئيل،”دا واخلئ،دا زما بدن دے.“ ٢٣ بيا هغۀ يو کنډول راپورته کړو اَؤ دَ خُدائے شُکر ئے وويستو اَؤ هغوئ له ئے ورکړو اَؤ هغوئ ټولو ترے وڅښل. ٢٤ اَؤ بيا هغۀ ووئيل چه”دا زما دَ وعدے وينه ده چه دَ ډيرو خلقو دَ پاره توئيږى. ٢٥ يقينًا زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ انګورو اوبۀ به زَۀ بيا تر هغے ورځے پورے هيڅ کله ونۀ څښم تر څو چه زَۀ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تازه ونۀ څښم.“ ٢٦ دَ ثنا وئيلو نه پس هغوئ بهر ووتل اَؤ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.

دَ پطروس دَ اِنکار پيشن ګوئى

٢٧ اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه،«زَۀ به شپُون ووهم اَؤ ګډے به خورے ورے شى.» ٢٨ خو بيا هم چه زَۀ دوباره پاڅولے شم نو زَۀ به له تاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“ ٢٩ پطروس جواب ورکړو،”بل هر يو به تيندک وخورى خو زَۀ به ئے ونۀ خورم.“ ٣٠ عيسىٰ ورته ووئيل،”زَۀ تا ته دا وايم چه نن، هم په دے شپه دَ چرګ دَ بانګ نه دوه ځله اول به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“ ٣١ خو هغۀ بيا بيا په دے زور ورکړو،”که چرے زَۀ تا سره مړ هم شم خو له تا نه به چرے هم مُنکر نۀ شم.“ اَؤ هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.

په ګيتسمنے کښے دُعا کول

٣٢ کله چه هغوئ ګيتسمنے نُومے ځائے ته ورسيدل نو عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”تر څو چه زَۀ دُعا کوم تاسو دلته کښينئ.“ ٣٣ اَؤ بيا ئے دَ ځان سره پطروس،يعقُوب اَؤ يوحنا بوتلل،نو هيبت واخستو اَؤ ساه ډوبى پرے راغله. ٣٤ اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل،”زما زړۀ دَ غمه چوى اَؤ مرګ ته نزدے يم. دلته ايسار شئ،بيدار اوسئ.“ ٣٥ بيا هغه لږ وړاندے لاړو اَؤ په مزکه پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله،”که دا کيدے شى نو دا ساعت دِ له ما نه تير شى.“ ٣٦ هغۀ ووئيل،”آبا،يعنے”پلاره! ستا دَ پاره هر څۀ مُمکن دى. دا دَ مُصيبت پياله له مانه لرے کړه،داسے نه لکه چه زَۀ ئے غواړم،داسے لکه چه تۀ ئے غواړے.“ ٣٧ هغه بيرته راغے اَؤ هغوئ ئے ومُوندل. نو هغۀ پطروس ته ووئيل،”شمعُونه! اُودۀ يئے څۀ؟ آيا تۀ يوے ګينتے قدر له هم ويښ نۀ شوے پاتے کيدے؟ ٣٨ ټول ويښ اوسئ اَؤ دُعا کوئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“ ٣٩ يو ځل بيا هغه لاړو اَؤ هم هغه شان ئے دُعا وغوښته. ٤٠ چه بيرته راغے نو هغوئ ئے بيا اُودۀ ومُوندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے وے،اَؤ هغوئ په دے نۀ پوهيدل چه څۀ جواب ورکړى. ٤١ دريم ځل هغه راغے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”هغسے لا اُودۀ يئ اَؤ هغسے لا آرام کوئ؟ بس دے! وشوه،وخت راغے،اِبن آدم ګُناه ګارانو ته حواله کيږى. ٤٢ پورته شئ، ځئ چه ځُو! زما مُخبر نزدے راغلے دے.“

په عيسىٰ مُخبرى اَؤ دَ هغۀ ګرفتارى

٤٣ سمدستى چه لا عيسىٰ خبرے کولے يهوداه چه په دولسو مُريدانو کښے يو وُو،هغه اَؤ ډير خلق چه تُورے اَؤ کوتکے ورسره وے راڅر ګند شول. هغوئ مشرانو کاهنانو،دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو راليږلى وُو. ٤٤ مُخبر دَ هغوئ سره يو نخښه مُقرر کړے وه،”هغه څوک چه زَۀ ښکل کړم هغه دے. هغه ونيسئ اَؤ دَ ځان سره ئے په حفاظت بوزئ.“ ٤٥ کله چه دَئے هغه ځائے ته راورسيدو نو هغه سمدستى وروړاندے شو اَؤ عيسىٰ ته ئے ووئيل،”اُستاذه!“ اَؤ کښل ئے کړو. ٤٦ بيا هغوئ هغه ونيوو اَؤ قابو ئے کړو. ٤٧ په هغه خلقو کښے چه ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په نوکر ئے ګُذار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو. ٤٨ بيا عيسىٰ ووئيل،”آيا تاسو ما ډاکُو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکو سره زما په نيولو پسے راوتلى يئ څۀ؟ ٤٩ زَۀ هره ورځ تاسو سره دَ خُدائے په کور کښے وم اَؤ تعليم مے درکولو خو تاسو ما ته لاس نۀ وُو راوړے. دا ځکه وشول چه صحيفے پُوره شى.“ ٥٠ نو بيا دے مُريدانو يواځے پريښودو اَؤ ټول ترے وتښتيدل. ٥١ څوک چه ورسره وُو په هغو کښے يو ځوان وُو چه دَ مهينے لټے دَ څادر لنګ ئے وهلے وُو. ٥٢ هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو کوشِش وکړو خو هغۀ خپل دَ مهينے لټے څادر پريښودو اَؤ لغړ بربنډ وتښتيدلو.

دَ عيسىٰ دَ جرګے په مخ کښے پيشى

٥٣ بيا هغوئ عيسىٰ دَ مشر کاهن کورته روان کړو چرته چه مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ټول را جمع کيدل. ٥٤ پطروس عن دَ مشر کاهن دَ غولى پورے ورپسے روستو روستو تلو اَؤ هلته هغه دَ نوکرانو سره کښيناستو اَؤ اور ته ئے ځان تودوو. ٥٥ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ په خلاف داسے څۀ ګواهى پيدا کړى چه دَ مرګ حُکم پرے وکړى خو داسے ګواهى ئے پيدا نۀ کړے شوه. ٥٦ ډيرو دَ هغۀ برخلاف دَ دروغو ګواهى وکړه خو دَ هغو بيان دَ يو بل سره نۀ يو کيدلو. ٥٧ ځنى پاڅيدل اَؤ دَ هغۀ برخلاف ئے داسے دَ دروغو ګواهى وکړه چه ٥٨ ”مُونږ دَ دَۀ دَ خُلے نه دا آؤريدلىدى چه زَۀ به دَ خُدائے کور ورانوم چه بنى آدمو ودان کړے دے اَؤ په دريو ورځو کښے به بل داسے ودان کړم چه هغه به په لاسُونو نۀ وى جوړ شوے.“ ٥٩ خو په دے خبره دَ هغوئ په ګواهئ کښے يووالے نۀ وُو. ٦٠ نو بيا مشر کاهن په خپل ځائے ودريدلو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے پتوس وکړو،”دا ګواهان چه ستا خلاف څۀ اِلزامُونه لګوى،دَ دے ستا سره څۀ جواب شته؟“ ٦١ خو هغه چپ پاتے شو اَؤ هيڅ جواب ئے ورنۀ کړو. بيا مشر کاهن ترے تپوس وکړو،”آيا تۀ دَ تبارک الله زوئے مسيح ئے څۀ؟“ ٦٢ عيسىٰ ووئيل چه”زَۀ يم اَؤ تاسو به اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“ ٦٣ نو بيا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل،”دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو څۀ حاجت شته؟ ٦٤ تاسو په خپله کُفر واؤريدو، تاسو په کښے څۀ وايئ؟“ هغوئ په شريکه فتوىٰ ولګوله اَؤ دَ قتل حُکم ئے پرے وکړو. ٦٥ چا په هغۀ تُوکل اَؤ په سُوکونو ئے وهلو اَؤ چغے ئے وهلے چه”پيشن ګوئى وکړه!“اَؤ دَ هغوئ نوکرانو هم په هغۀ راباندے کړے.

دَ پطروس اِنکار

٦٦ په دے دوران کښے پطروس لا هغه شان په غولى کښے وُو. دَ مشر کاهن يوه خدمتګاره په هغه لار تيريده. ٦٧ چه هغه ئے اور ته په توديدو وليدو، نو هغے هغۀ ته وکتل اَؤ وئے وئيل،”تۀ خو هم دَ دے ناصرى عيسىٰ ملګرے وے.“ ٦٨ خو هغه مُنکر شو اَؤ وئے وئيل،”ما ته هيڅ پته نِشته،زَۀ نۀ پوهيږم چه ستا څۀ مطلب دے.“ بيا هغه بهر ډوډئ ته لاړو. ٦٩ اَؤ هغے خدمت ګارے هغه هلته بيا وليدو اَؤ ولاړو خلقو ته ئے ووئيل،”دَئے دَ هغۀ ملګرے دے.“ ٧٠ اَؤ هغه بيا مُنکر شو. ناستو خلقو يو ځل بيا پطروس ته ووئيل،”بے شکه تۀ دَ هغوئ نه يو ئے ځکه چه تۀ دَ ګليل يئے.“ ٧١ په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ په قسم سره ئے ووئيل،”تاسو چه دَ کوم سړى ذکر کوئ زَۀ هغه نۀ پيژنم.“ ٧٢ بيا چرګ دويم ځل بانګ ووے اَؤ پطروس ته راياد شو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه” دَ چرګ دَ دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندے به تۀ زما نه درے ځله مُنکر شے،“اَؤ دَ هغۀ اوښکے روانے شوے اَؤ په ژړا شو.

مرقوس 15

عيسىٰ دَ پيلاطوس په مخکښے

١ هر کله چه سحر شو نو مشرانو کاهنانو،دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو په صلاح دا فيصله وکړه اَؤ عيسىٰ ئے په ځولنو کښے وتړلو، بيا ئے هغه روان کړو،پيلاطوس ته ئے حواله کړو. ٢ پيلاطوس دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”تۀ دَ يهوديانو بادشاه ئے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو،”تا په خپله ووے.“ ٣ اَؤ مشرانو کاهنانو په هغۀ ډير اِلزامُونه ولګول. ٤ پيلاطوس دَ هغۀ نه بيا تپوس وکړو،”آيا تۀ په خپله صفا يئ کښے څۀ وينا نۀ لرے؟ تۀ ګورے چه دوئ په تا څومره اِلزامُونه لګوى.“ ٥ خو پيلاطوس په دے حيران شو چه عيسىٰ بل هيڅ جواب ورنۀ کړو.

په عيسىٰ باندے دَ مرګ فتوىٰ

٦ دَ اختر په موقع به دَ حاکم دا دستور وُو چه دَ خلقو په خوښه به ئے يو قيدى آزادوو. ٧ په دغه وخت کښے برابا نومے يو مُجرم دَ باغيانو سره په قيد کښے وُو چه دَ بغاوت په وخت ئے قتل کړے وُو. ٨ کله چه خلق دَ دستور په مُطابق سوال له راغلل نو پيلاطوس جواب ورکړو چه ٩ ”تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه تاسو ته آزاد کړم؟“ ١٠ ځکه چه هغۀ ته دا پته وه چه هغوئ عيسىٰ تش په حسد هغۀ له راوستے دے. ١١ خو مشرانو کاهنانو خلق ولمسول چه هغۀ ته ووائى چه”عيسىٰ نه بلکه برابا راپريږده.“ ١٢ بيلاطوس بيا هغوئ ته ووئيل چه”کُوم سړى ته چه تاسو دَ يهوديانو بادشاه وايئ،دَ هغۀ سره څۀ وکړم؟“ ١٣ هغوئ چغے کړے،”هغه په سولئ وخيژوه!“ ١٤ پيلاطوس تپوس وکړو چه”ولے هغۀ څۀ بد کار کړے دے؟“ خو هغوئ نورے هم چغے تيزے کړے،”هغه په سولئ وخيژوه!“ ١٥ نو پيلاطوس دَ خلقو دَ تسلئ دَ پاره برابا ور آزاد کړو اَؤ دَ عيسىٰ دَ پاره ئے حُکم وکړو چه په کروړو دِ ووهلے شى اَؤ په سولئ دِ کړے شى.

دَ سپاهيانو په عيسىٰ پورے ټوقے کول

١٦ بيا سپاهيانو هغه غولى ته دَ ننه کړو،دَ حاکم دَ قلعه ټوله پلټنه ئے راجمع کړه. ١٧ عيسىٰ ته ئے سرے جامے واغوستے اَؤ دَ ازغو تاج ئے ور په سر کړو. ١٨ اَؤ بيا ئے هغۀ ته په دے ټکو سلامى کوله،”اَئے دَ يهوديانو بادشاه! سلام.“ ١٩ بيا هغوئ هغه په بينت په سرسر وهلو اَؤ تُوکاڼى ئے پرے تُو کړل اَؤ بيا هغۀ ته په ګوډو شول اَؤ دَ ټوقو سجدے ئے ورته وکړلے. ٢٠ کله چه هغوئ خپلے ټوقے بس کړلے نو دَ هغۀ نه ئے هغه سرے جامے لرے کړے اَؤ خپلے ئے ورته واچولے. بيا هغوئ هغه بهر ته بوتلوچه په سولئ ئے کړى.

دَ عيسىٰ په سولئ کول

٢١ دَ سکندر اَؤ روفوس پلار شمعُون څوک چه دَ کيرينى اوسيدُونکے وُو دَ ميرے نه په هغه لاره راتيريدو اَؤ هغوئ هغه په بيګار ونيوو چه دَ عيسىٰ سولئ يوسى. ٢٢ هغوئ عيسىٰ ګولګتا نُومے ځائے ته راوستو چه مطلب ئے دَ کُپرئ ځائے دے. ٢٣ هغۀ ته ئے دَ مُر سره ګډ کړى شراب ورکړل خو هغۀ ونۀ څښل. ٢٤ بيا هغوئ هغه په سولئ پورے وتړلو اَؤ دَ هغۀ جامے ئے په خپلو کښے وويشلے،هسک ئے پرے واچوو چه کُوم شے دَ چا شى. ٢٥ دَ سولئ وخت دَ سحر نهه بجے وُو. ٢٦ دَ هغۀ خلاف لګولے شوے اِلزام چه په تخته ئے ليکلے وُو،داسے وُو،”دَ يهوديانو بادشاه.“ ٢٧ دوه ډاکوان ئے هم دَ هغۀ سره په سولئ کړى وُو، يو دَ هغۀ ښى لاس ته اَؤ بل دَ هغۀ ګس لاس ته. ٢٨ دغه شان دَ صحيفو دا پيشن ګوئى صحيح ثابته شوه چه”هغه دَ مُجرمانو سره يو ځائے شو.“ ٢٩ په لاره تيريدُونکو هغۀ ته کنځلے کولے،هغوئ چغے کړے،سرُونه ئے وخوزول چه”واه! تۀ چه دَ خُدائے کور نړوے اَؤ په دريو ورځو کښے به ئے بيا جوړوے! ٣٠ دَ دے سولئ نه راکُوز شه اَؤ خپل ځان بچ کړه!“ ٣١ دغه شان مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو هم په خپلو کښے ورپورے ټوقے کولے اَؤ وئيل ئے چه”هغۀ نور خلق بچ کړل خو خپل ځان نۀ شى بچ کولے. ٣٢ پريږدئ چه مسيح، دَ اِسرائيلو بادشاه،اوس دِ دَ سولئ نه راکُوز شى. که مُونږ دا ووينُو نو ايمان به پرے راؤړُو.“ تر دے چه هغه څوک چه دَ هغۀ سره په سولئ شوى وُو هغوئ هم هغه ملامتولو.

دَ عيسىٰ مرګ

٣٣ دَ غرمے مال په ټوله مزکه تيارۀ راخوره شوه اَؤ دَ کُوز ماسپښين تر دريو بچو پورے وه. ٣٤ اَؤ درے بجے عيسىٰ په زوره چغے کړے چه«ايلى! ايلى! لما شبقتنى؟» چه تر جمه ئے دا ده،”زما خدايه! زما خدايه! تا زَۀ ولے پريښودلم؟“ ٣٥ ځنے ولاړو خلقو چه دا واؤريدل نو وئے وئيل،”وګورئ! هغه اِلياس ته نعرے وهى.“ ٣٦ يو سړى دؤ کړو،يو اسفنج ئے دَ سرکے نه ډک کړو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے دَ يوے لښتے په سر ونيولو اَؤ هغۀ ووئيل چه”ګورُو چه اِلياس راشى اَؤ دَئے راکُوز کړى.“ ٣٧ بيا عيسىٰ يوه کريکه وويسته اَؤ ساه ئے ورکړه. ٣٨ اَؤ دَ خُدائے دَ کور پرده دَ يو سر نه بل سر ته دوه ټوټے شوه. ٣٩ اَؤ کُوم صوبه دار چه هغۀ ته مخامخ ولاړ وُو چه هغۀ څنګه ساه ورکړه نو وئے وئيل،”رښتيا دى چه دا سړے دَ خُدائے زوئے وُو!“ ٤٠ يو څو ښځے هم هلته موجُودے وے اَؤ دَ ورايه ئے ننداره کوله. په هغوئ کښے مريم مګدلينى،دَ کشر يعقُوب اَؤ يوسيس مور مريم اَؤ سلومى وے. ٤١ څۀ وخت چه هغه په ګليل کښے وُو نو دوئ ټولے دَ هغۀ سره وے اَؤ خدمت ئے ورله کاوو اَؤ نورے ډيرے داسے وے څوک چه دَ هغۀ سره بيتُ المُقدس ته راغلے وے.

دَ عيسىٰ ښخول

٤٢ اوس ماښام شوے وُو اَؤ هر کله چه دا دَ سبت نه وړُومبئ دَ تيارئ ورځ وه، ٤٣ دَ اريمتيه يُوسف نومے يو سړے راغے څوک چه دَ جرګے يو عزت مند غړے وُو اَؤ هغه سړے چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ راتلو په اِنتظار وُو،په زړۀ ورتيا سره پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو. ٤٤ پيلاطوس په دے خبر آؤريدو حيران شو چه هغه بيا مړ هم دے،نو هغۀ صوبه دار راوغوښتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه”دَ هغۀ ډير ساعت کيږى چه مړ دے؟“ ٤٥ اَؤ هر کله چه هغۀ دَ صوبه دار بيان واؤريدو نو هغۀ يُوسف له اِجازت ورکړو چه لاش يوسى. ٤٦ بيا يُوسف مهينه لټه راؤړه،هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په کفن کښے ئے ونغښتو،بيا ئے هغه په ګټه کښے په کنستى ګنبد کښے کيښودو اَؤ يو لوئے کاڼے ئے دَ ګنبد خُلے ته راورغړوو. ٤٧ اَؤ مريم مګدلينى اَؤ دَ يوسيس مور مريم هغه ځائے وليدو اَؤ هغه ځائے ئے په نخښه کړو چه هغه ئے په کښے ايښے وُو.

مرقوس 16

دَ عيسىٰ بيا ژوندے کيدل

١ هر کله چه دَ سبت ورځ تيره شوه،مريم مګدلينى،دَ يعقُوب مور مريم اَؤ سلومى خوشبويه تيل په بيعه واخستل اَؤ نيت ئے وکړو چه ورشى اَؤ په عيسىٰ ئے واچوى. ٢ اَؤ دَ اِتوار په ورځ سحر وختى دَ نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ ګنبد ته راغلے. ٣ هغوئ په خپلو کښے دے سودا اخستے وے چه”مُونږ ته به دَ ګنبد دَ خُلے نه کاڼے څوک ورغړوى؟“ ٤ خو چه هغوئ پورته وکتل نو څۀ ګورى چه هغه کاڼے چه ډير غټ وُو دَ مخکښے نه رغړيدلے وُو. ٥ هغوئ چه ګنبد ته ورننوتے،نو يو ځوان ئے وليدو چه ښى اړخ ته ناست وُو اَؤ سپينه چُوغه ئے اغوستے وه اَؤ هغوئ اريانے دريانے شوے. ٦ خو هغۀ هغوئ ته ووئيل،”دَ څۀ نه ويريږئ مه،تاسو عيسىٰ ناصرى لټوئ څوک چه په سولئ کړے شوے وُو. هغه بيا پورته کړے شوے دے،هغه دلته کښے نِشته. ګورئ! دا هغه ځائے دے چه هغه ئے په کښے ايښے وُو. ٧ لاړے شئ،دَ هغۀ مُريدانو اَؤ پطروس ته دا پيغام ورسوئ چه هغه ستاسو نه وړاندے ګليل ته روان دے،تاسو به هغه هلته ووينئ لکه چه هغۀ تاسو ته وئيلى وُو.“ ٨ نو هغوئ بهر ووتے اَؤ دَ ګنبد نه په تيښته لاړے ځکه چه هغوئ ډيرے هيبت اخستے وے. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چه هغوئ ويريدے.

دَ عيسىٰ مريم مګدلينى ته ظاهريدل

٩ کله چه عيسىٰ دَ اِتوار په سحر دَ مړو نه پاڅولے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو دَ چا نه چه هغۀ اُووۀ پيريان لرے کړى وُو. ١٠ هغه لاړه اَؤ دَ هغۀ په وير ژړا سر غمژنو مُريدانو ته ئے خبر ورکړو. ١١ خو چه هغوئ دا واؤريدل چه ژوندے شوے دے اَؤ هغے ليدلے دے نو باور ئے پرے ونۀ کړو.

دَ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ظاهريدل

١٢ پس له هغے هغه په يو بل شکل کښے په نورو دوؤ کسانو باندے پيښ شو څوک چه ميرے ته په لاره روان وُو. ١٣ هغوئ هم لاړل اَؤ دا خبر ئے نورو ته ورسوو خو بيا هم هيچا پرے يقين ونۀ کړو. ١٤ آخر هغه په يوولسو مُريدانو په هغه وخت ښکاره شو چه هغوئ ډوډئ ته ناست وُو،اَؤ هغۀ هغوئ په سختو زړُونو اَؤ بے يقينئ ملامته کړل ځکه چه هغوئ دَ هغه خلقو په وينا يقين نۀ وُو کړے چا چه هغه دوباره ژوندے ليدلے وُو. ١٥ بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل،”دَ تمامے دُنيا هرے سيمے ته لاړ شئ اَؤ زما دَ زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ. ١٦ هر څوک چه په دے ايمان راؤړى اَؤ بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصُون بيا مُومى،اَؤ هر څوک چه پرے ايمان رانۀ وړى هغه به مُجرم شى. ١٧ دَ ايمان په راؤړلو به ترے دا مُعجزے څرګنديږى چه زما په نُوم به پيريان لرے کوى اَؤ په نا آشنا ژبو به خبرے کوى. ١٨ که هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى،اَؤ په کُومو ناروغو چه هغوئ لاس کيږدى،هغوئ به جوړ شى.“

دَ عيسىٰ آسمان ته ختل

١٩ دَ هغوئ سره دَ خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو اَؤ هغه دَ خُدائے ښى طرف ته کښيناستو. ٢٠ اَؤ هغوئ ووتل اَؤ کلام ئے آؤروو اَؤ مالِک دَ هغوئ سره کار کاوو اَؤ کلام ئے دَ هغه مُعجزو په وسيله چه هغوئ کولے، ثابتولو.

لُوقا 1

دَ تيوفيلوس په نُوم

١ اَئے خوږَ تيوفيلوسه! ډيرو خلقو په دے لاس پورے کړے دے چه دَ هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کُوم چه زمُونږ په مينځ کښے تير شوى دى. ٢ بلکه هغوئ مُونږ ته خبرے حواله کړے دى اَؤ چا چه دا واقعات دَ سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو اَؤ دَ زيرى خادمان وُو. ٣ نو زَۀ هم په خپل وار،اَئے خوږه تيوفيلوسه! ستا دَ پاره دَ پُوره تحقيق نه پس دا ټولے خبرے په تر تيب سره نقل کوم. ٤ دا دَ دے دَ پاره چه تا ته دَ هغه خبرو په حقله صحيح معلُومات درکړم دَ کُومو نه چه تۀ خبر کړے شوے يئے.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى دَ پيدايښت پيشن ګوئى

٥ دَ يهُوديه دَ هيروديس بادشاه په زمانه کښے يو کاهن وُو چه نُوم ئے ذکرياه وُو. دے دَ ابياه په فرقه کښے وُو. دَ هغۀ ښځه هم دَ هارُون دَ اولاده وه. دَ هغے نوم اليشبع وُو. ٦ دوئ دواړه دَ خُدائے رښتينى اَؤ حُکم منُونکى وُو اَؤ دَ رب ټول حُکمُونه اَؤ قانُونُونه ئے بے عيبَ منل. ٧ خو دَ هغوئ اولاد نۀ وُو ځکه چه اليشبع شنډه وه اَؤ دوئ دواړه دَ ډير عُمر وُو. ٨ يو ځلے چه ذکرياه دَ فرقے وار وُو اَؤ هغۀ دَ کاهنئ فرض پُوره کاوو، ٩ نو دَ کاهنئ دَ دستُور په موافق دَ هغۀ هسک راوختو چه دَ خُدائے کور ته ننوزى اَؤ خوشبوئ ئے وسيزى. ١٠ اَؤ بهر ټوله جمع په عبادت کښے مشغُوله وه. ١١ دا دَ خوشبوئ دَ سيزولو وخت وُو چه دَ خُدائے يوه فرښته په دغه وخت دَ خوشبوئ دَ قُربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. ١٢ دَ دے په ليدلو ذکرياه حيران شو اَؤ ويرے واخستو. ١٣ خو فرښتے هغۀ ته ووئيل،”ذکرياه! ويريږه مه! ستا دُعا قبوله شوه،ستا ښځه اليشبع به تا له يو زوئے راؤرى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم يحيىٰ کيږدے. ١٤ ستا زړۀ به دَ خوشحالئ نه ډک وى اَؤ ډير به دَ هغۀ په پيدايښت خوشحاله شى، ١٥ ځکه چه هغه به دَ خُدائے په نزد لوئے وى. هغه به مَئے ته چرے ګوتے نۀ وروړى اَؤ نۀ به څۀ نور شراب وڅښى،دَ مور دَ ګيډے نه به هغه په رُوحُ القُدس معمُور وى، ١٦ اَؤ هغه به ډير بنى اِسرائيل دَ رب لارے ته راواړَوى. ١٧ هغه به دَ مالک وړاندے دَ اِلياس په رُوح اَؤ طاقت په شان روان وى چه دَ پلارُونو اَؤ دَ زامنو تړون راولى اَؤ نافرمانه به دَ رښتينو په لار روان کړى اَؤ چه دَ رب دَ پاره يو فرمانبردار اُمت تيار کړى.“ ١٨ ذکرياه فرښتے ته ووئيل،”زَۀ څنګه په دے باور کولے شم؟ زَۀ په خپله بُوډا سړے يم اَؤ زما ښځه هم عُمر خوړلے ده.“ ١٩ فرښتے جواب ورکړو چه ”زَۀ جبرائيل يم،زَۀ دَ خُدائے په حضُور کښے ودريږم اَؤ زَۀ ئے ستا سره دَ خبرو کولو اَؤ دَ دے زيرى در کولو دَ پاره راليږلے يم. ٢٠ خو اوس واؤره چه تۀ به دَ خبرو طاقت بائلے اَؤ دَ دے کار دَ کيدو پورے به ستا خُلۀ بنده وى ځکه چه تا په ما باور ونۀ کړو. ځکه چه په خپل مُقرر وخت به زما خبره درسته ثابته شى.“ ٢١ په دے دوران کښے خلق دَ ذکرياه په اِنتظار وُو اَؤ حيران وُو چه هغه دَ خُدائے په کور کښے دومره ولے ايسار شو. ٢٢ کله چه هغه راووتو نو دَ هغوئ سره ئے خبرے نۀ شوے کولے اَؤ هغوئ پوهه شُو چه هغۀ دَ خُدائے په کور کښے څۀ رويا وليده. هغه هلته کښے ودريدو اَؤ هغوئ ته ئے اِشارے کولے خو ژبه ئے نۀ چليده. ٢٣ هر کله چه دَ هغۀ دَ ذمه وارئ ورځے ختمے شوے نو ذکرياه کور ته لاړو. ٢٤ دَ دے نه پس دَ ذکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه اَؤ پنځۀ مياشتے هغے خپل ځان پټ وساتلو. ٤٥ دا ئے ووئيل چه”دا دَ خُدائے امر دے،آخر هغۀ په ما نظر وکړو اَؤ زَۀ ئے دَ بنى آدمو په وړاندے دَ سپکاوى نه وساتلم!“

دَ عيسىٰ دَ پيدايښت پيشن ګوئى

٢٦ بيا په شپږمه مياشت خُدائے جبرائيل فرښته دَ ګليل په ناصرت نومے ښار کښے يوے پيغلے ته راواستوله ٢٧ چه کوژدن ئے دَ داؤد دَ خاندان يُوسف نومے سړى سره شوے وه اَؤ دَ دے پيغلے نُوم مريم وُو. ٢٨ فرښته دَ ننه لاړه اَؤ هغے ته ئے ووئيل،”په تا سلام چه درباندے ډير فضل شوے دے،رب ستا مل دے!“ ٢٩ هغے چه څۀ ووئيل په هغے ډيره فکرمنده شوه اَؤ حيرانه وه چه دَ دے مُبارکئ څۀ مطلب دے. ٣٠ بيا فرښتے هغے ته ووئيل چه”مريمے! ويريږه مه! خُدائے په تا مهربانه شوے دے. ٣١ تۀ به اُميدواره شے اَؤ يو زوئے به دِ وشى اَؤ تۀ به دَ هغۀ نُوم عيسىٰ کيږدے. ٣٢ هغه به لوئے وى اَؤ هغه به دَ الاعلىٰ زوئے وبللے شى. مالِک خُدائے به هغۀ ته دَ نيکۀ داؤد تخت ورکړى. ٣٣ هغه به دَ تل دَ پاره دَ يعقُوب په خاندان بادشاهى کوى اَؤ بادشاهى به ئے هيڅکله نۀ ختميږى!“ ٣٤ مريمے ووئيل چه”دا څنګه کيدے شى؟ زَۀ خو لا وادۀ شوے هم نۀ يم.“ ٣٥ فرښتے جواب ورکړو،”رُوحُ القُدس به په تا نازل شى اَؤ دَ الاعلىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى اَؤ په دے وجه به هغه پاک پيدا کيدُونکے ماشُوم دَ خُدائے زوئے بللے شى. ٣٦ بله دا چه ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده اَؤ په زوړ عُمر به زوئے راؤړى اَؤ څوک چه په شنډه مشهُوره وه،دَ هغے دَ اُميدوارئ شپږمه مياشت ده. ٣٧ ځکه چه دَ خُدائے وعدے به هيڅکله بے طاقته پاتے نۀ شى.“ ٣٨ مريم ووئيل چه”زَۀ دَ رب وينځه يم. تا چه څۀ وئيلى دى،داسے دِ وشى.“بيا فرښته دَ هغے نه لاړه.

دَ مريمے دَ اليشبع سره مُلاقات

٣٩ په دغه وخت مريم پاڅيده اَؤ نيغه يو کلى ته لاړه کُوم چه دَ يهوداه په غريزه علاقه کښے وُو. ٤٠ هغه دَ ذکرياه کره ورغله اَؤ اليشبع ته ئے سلام وکړو. ٤١ اَؤ هر کله چه اليشبع دَ مريمے سلام واؤريدو نو بچى دَ هغے په ګيډه کښے ټوپ ووهلو اَؤ بيا اليشبع دَ رُوحُ القُدس نه معمُوره شوه. ٤٢ اَؤ په زوره ئے ووئيل،”په ټولو ښځو کښے تۀ دَ خُدائے په نزد مُبارکه يئے اَؤ دا لوئے والے ستا دَ ګيډے دَ ميوے په وسيله دے! ٤٣ زَۀ څوک يم چه زما دَ مالِک مور دِ زما ليدو له راشى؟ ٤٤ زَۀ تا ته دا وايم چه څوک هر کله چه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګيډه کښے زما بچى ټوپ ووهلو. ٤٥ څومره بختوره ده هغه چه په دے ئے ايمان دے چه دَ خُدائے قول به پُوره شى!“

دَ مريمے دَ حمد ګيت

٤٦ اَؤ مريمے ووئيل چه ”ائے زما زړۀ! دَ رب لوئى بيان کړه! ٤٧ اَئے زما زړۀ ! خوشحالى وکړه،خوشحالى وکړه! زما دَ خلاصوُونکى خُدائے په نُوم، ٤٨ چه هغۀ دَ خپلے عاجزے وينځے په حال دومره لوئے نظر کړے دے! دَ نن ورځے نه پس به راتلُونکے ټولے پيړئ ما ته بختوره وائى. ٤٩ هغۀ زما دَ پاره دومره لوئے کارُونه کړى دى. دَ هغۀ نُوم پاک دے. ٥٠ اَؤ څوک چه دَ هغۀ نه ويريږى، په هغو دَ هغۀ رحم پيړئ په پيړئ دے. ٥١ اَؤ هغه کارُونه چه دَ هغۀ لاس کړى دى، دَ هغۀ قوت څرګندوى. دَ زړۀ اَؤ رُوح کبرژن ئے خوارۀ وارۀ کړى دى. ٥٢ هغۀ بادشاهان دَ تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبان ئے لويو مرتبو ته رسولى دى. ٥٣ وږى ئے په ښۀ څيزُونو ماړۀ کړى دى اَؤ مالدار ئے تش لاس بيرته ليږلى دى. ٥٤ هغۀ دَ خپل خادم اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چه زمُونږ نيکُونو ته هغۀ وئيلى وُو، ٥٥ هغۀ په اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ په اَؤلاد رحم کول چرے هير نۀ کړو.“ ٥٦ مريم دَ هغے سره درے مياشتے پاتے شوه اَؤ بيا کور ته واپس راغله.

دَ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکى پيدايښت

٥٧ بيا دَ اليشبع دَ بچى پيدا کيدو نيټه پُوره شوه اَؤ دَ هغے زوئے پيدا شو. ٥٨ هر کله چه دَ هغے ګاونډيانو اَؤ خپلوانو دا واؤريدل نو ډيره زياته خوشحالى ئے ورسره وکړه چه رب پرے دا رحم وکړو. ٥٩ اَؤ هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چه ماشُوم سُنت کړى اَؤ هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نُوم پرے ذکرياه کيښودلو. ٦٠ خو دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه”نه! دا به يحيىٰ بللے شى.“ ٦١ خو هغوئ ووئيل چه”ستا په خاندان کښے خو دَ هيچا هم داسے نُوم نِشته!“ ٦٢ بيا هغوئ دَ هغۀ دَ پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چه”دَ دَۀ نُوم څۀ په کار دے؟“ ٦٣ هغۀ دَ ليکلو تختئ راوغوښته اَؤ په دے ټول حيران شول چه هغۀ دا وليکل چه”دَ دَۀ نُوم يحيىٰ دے.“ ٦٤ سمدستى دَ هغۀ شُونډے اَؤ ژبه آزاد شول اَؤ هغه ګويا شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٦٥ ټول ګاونډيان په دے هيبت واخستل اَؤ دا خبرے دَ يهُوديه په غريزه علاقه کښے هر پلو خورے شولے. ٦٦ چا چه دا واؤريدل په هغوئ ډير اثر وشو اَؤ وئے وئيل چه”دَ دے ماشُوم نه به څۀ جوړيږى؟“ځکه چه دَ خُدائے لاس دَ دَۀ په سر دے.

دَ ذکرياه نبُوت

٦٧ دَ هغۀ پلار ذکرياه په رُوحُ القُدس معمُور شو اَؤ دا پيشن ګوئى ئے وکړه، ٦٨ ”ثنا ده دَ اِسرائيل دَ خُدائے! ځکه چه هغۀ په خپل اُمت نظر وکړو، هغه ئے بچ کړو اَؤ آزاد ئے کړو. ٦٩ اَؤ دَ خپل خادم داؤد په کور کښے ئے دَ خلاصُون دَ پاره طاقتور سړے پيدا کړو. ٧٠ اَؤ لکه چه هغۀ دَ وړُومبو پاکو نبيانو په خُلۀ پيړئ په پيړئ وعده کړے وه ٧١ چه هغه به مُونږ دَ خپلو دُښمنانو نه خلاص کړى اَؤ دَ هغو ټولو دَ لاسو نه څوک چه راسره کينه لرى. ٧٢ اَؤ دا چه هغه به زمُونږ په پلارُونو نيکُونو رحم وکړى اَؤ خپله پاکه وعده به ياده لرى. ٧٣ هم دغه سوګند هغۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم سره کړے وُو ٧٤ چه هغه به مُونږ دَ دښمنانو دَ لاسه بچ ساتى، ٧٥ اَؤ دَ ويرے نه به امان راکړى چه مُونږ ټول عُمر په پاکئ اَؤ دَ زړۀ په صداقت دَ هغۀ عبادت وکړو. ٧٦ اَؤ اَئے زما وړوکيه! تۀ به دَ لوئے الاعلىٰ نبى بللے شے ځکه چه تۀ به دَ مالِک په وړاندے تير شے چه دَ هغۀ لارے تيارے کړے، ٧٧ اَؤ دَ هغۀ په عِلم به دَ هغۀ اُمت ته دَ ګُناهُونو معافئ مُوندلو په وسيله هغوئ ته دَ خلاصُون لار وښائے. ٧٨ زمُونږ دَ خُدائے دَ خالص رحم په وجه به دَ سحر نمر په مُونږ راوخيژى، ٧٩ اَؤ په هغو به وځليږى څوک چه په تيارۀ کښے اَؤ دَ مرګ په سُورى کښے ناست وى اَؤ چه زمُونږ قدمُونه دَ سلامتئ په لاره سم کړى.“ ٨٠ څنګه چه دغه ماشُوم لوئيدو نو رُوحانى قوت ئے مُوندو اَؤ تر هغے ورځے پورے په بيابان کښے اوسيدو تر څو چه هغه بنى اِسرائيل ته ښکاره راڅرګند شو.

لُوقا 2

دَ عيسىٰ پيدايښت

١ په هغه ورځو کښے دَ رُومى قيصر اَؤ ګُوستوس دَ لورى دا فرمان جارى شو چه په رُومى بادشاهئ کښے دِ دَ ټولو خلقو نومُونه وليکلے شى. ٢ دا وړُومبئ مردُم شمارى وه چه دَ شام دَ حاکم کيرينيوس په وخت کښے وشوه. ٣ دَ دے عرض دَ پاره هر يو کس خپلے خپلے ښارئے ته لاړو. ٤ اؤ دغه شان يُوسف هم دَ ګليل دَ ناصرت نه يهُوديه ته لاړو چه دَ داؤد په ښاريه بيت بيتُ لحم کښے خپل نُوم وليکى ځکه چه هغه دَ داؤد دَ خاندان دَ اَؤلاده وُو. ٥ اَؤ دَ هغۀ سره مريم هم لاړه څوک چه دَ هغۀ چنغله وه اَؤ هغه اُميدواره وه. ٦ اَؤ هر کله چه هغوئ لا هلته کښے وُو نو دَ هغے دَ بچى دَ زيږيدو ورځے پُوره شوے، ٧ اَؤ دَ هغے وړُومبے زوئے پيدا شو. هغے هغه په اُورڼى کښے ونغښتو اَؤ په يو اخور کښے ئے کيښود ځکه چه په سرائے کښے دَ هغوئ دَ اوسيدو دَ پاره ځائے نۀ وُو.

شپُونکى اَؤ فرښتے

٨ هم په دغه وطن کښے څۀ شپُونکى وُو چه په ميره کښے ئے دَ شپے دَ خپلو رمو څوکئ کوله، ٩ چه ناڅاپى دَ رب فرښته دَ هغوئ په وړاندے ودريده اَؤ دَ رب نُور دَ هغوئ چارچاپيره خور شو اَؤ هغوئ ويرے واخستل. ١٠ خو فرښتے ووئيل چه”ويريږئ مه! ما تاسو ته يو زيرے راوړے دے چه دَ خلقو دَ پاره به يوه لويه خوشحالى وى، ١١ چه نن دَ داؤد په ښار کښے ستاسو خلاصُونکے پيدا شوے دے چه هغه مسيح مالِک دے! ١٢ اَؤ ستاسو دَ پاره به دَ هغۀ دا نخښه ده چه يو ماشُوم به په اُورڼى کښے نغښتے په اخور کښے پروت ومُومئ.“ ١٣ ناڅاپه دَ هغے فرښتے سره دَ آسمانى لښکر يوه ډله راڅرګنده شوه اَؤ دَ رب دا ثنا ئے ووئيله چه ١٤ ”دَ خُدائے حمد دِ وى پاس په آسمان کښے،اَؤ په مزکه دِ دَ هغه خلقو دَ پاره سلامتى وى په چا چه هغه مهربان دے!“ ١٥ هر کله چه فرښتے دَ هغه ځايه آسمان پلو رُخصت شوے نو شپُونکو يو تر بله ووے، ”ځئ چه اوس سمدستى بيتُ لحم ته لاړ شُو اَؤ دا شوے کار ووينو کُوم چه رب مُونږ ته څرګند کړے دے.“ ١٦ هغوئ په منډه لاړل اَؤ دَ مريمے اَؤ يُوسف پته ئے ولګوله اَؤ ماشُوم چه په اخور کښے پروت وُو. ١٧ کله چه هغوئ دَئے وليدو نو هغه خبره ئے راياده شوه چه دَ دے ماشُوم په حقله هغوئ ته وئيلے شوه. ١٨ اَؤ دَ دے شپُونکو خبره چه چا واؤريده،ټول حق حيران شول. ١٩ خو مريمے دا ټولے خبرے زړۀ ته واچولے اَؤ سوچ ئے پرے کاوو. ٢٠ په دے دوران کښے شپُونکى بيرته لاړل اَؤ څۀ چه ئے ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے دَ خُدائے ثنا وئيله لکه څنګه چه هغوئ ته وئيلى شوى وُو.

دَ عيسىٰ نُوم ايښودل

٢١ اتۀ ورځے پس هغه سُنت شو اَؤ دَ هغۀ نوم ئے عيسىٰ کيښودو. دا هغه نوم وُو چه دَ هغۀ په ګيډه کيدو نه مخکښے فرښتے په هغۀ ايښے وُو.

دَ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے پيش ګول

٢٢ اَؤ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق چه دَ هغوئ دَ پاکيدو ورځے پُوره شوے نو بيتُ المُقدس ته ئے بوتلو چه رب ته ئے پيش کړى، ٢٣ لکه چه دَ رب په شريعت کښے ليکلى دى چه « هر وړُومبے نر ماشُوم چه پيدا شى هغه به رب ته مخصوص شى.» ٢٤ اَؤ دا هم چه دَ رب دَ شريعت مُطابق قُربانى وکړى يعنے يوه دَ کړکوړو جوړه يا دَ کونترو دوه بچى. ٢٥ په هغه ورځو کښے دَ خُدائے په لوئے ښار کښے شمعُون نُومے يو سړے وُو. دا سړے رښتينے اَؤ ايماندار وُو،دا هغه سړے وُو چه دَ اِسرائيل په ځائے کولو په اِنتظار وُو اَؤ رُوحُ القُدس په هغۀ نازل وُو. ٢٦ رُوحُ القُدس هغۀ ته دا وئيلى وُو چه تر څو چه هغۀ مسيح ليدلے نۀ وى تر هغے به هغه نۀ مرى. ٢٧ نو دَ هغه دَ رُوحُ القُدس په لار ښودنه دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ هر کله چه دَ عيسىٰ مور پلار هغه ماشُوم عيسىٰ دَ ننه راوړو چه دَ هغۀ دَ پاره دَ شريعت په لارے عمل وکړى، ٢٨ هغۀ هغه په غيږه کښے واخستو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله،اَؤ داسے ئے ووئيل چه ٢٩ ”اَئے مالِکه! نن تۀ خپل غُلام دَ خپل قول په مُطابق په سلامتئ رُخصتوے، ٣٠ ځکه چه ما په خپلو سترګو ستا هغه خلاصُون وليدلو ٣١ چه تا دَ ټولو قومُونو په وړاندے تيار کړے دے، ٣٢ هغه نُور چه دَ نورو قومُونو دَ پاره رڼا وى اَؤ ستا دَ اُمت اِسرائيل لوئى.“ ٣٣ دَ ماشُوم مور اَؤ پلار هغه خبرو ته ګوته په خلُۀ حق حيران وُو کُومے خبرے چه دَ هغۀ په حقله وئيلے کيدے. ٣٤ شمعُون دَ هغۀ دَ پاره برکت وغوښتو اَؤ دَ هغۀ مور مريمے ته ئے ووئيل چه”دا په بنى اِسرائيلو کښے دَ ډيرو دَ هلاکت اَؤ دَ خلاصُون دَ پاره مُقرر شوے دے،اَؤ هغه به دَ خُدائے له طرفه داسے نخښه وى چه ډير خلق به دَ هغۀ مُخالفت وکړى ٣٥ چه دَ هغوئ دَ زړُونو پټ خيالُونه ښکاره شى. اَؤ دَ غم په وجه به ستا حال داسے وى لکه چه ستا زړۀ په تُورے سورے شوے وى.“ ٣٦ په دغه ورځو کښے دَ اشير په خيل کښے حناه نُومے يوه نبيه وه څوک چه دَ فنوايل لُور وه. هغه ډيره بُوډئ ښځه وه اَؤ دَ پيغلتوب نه پس هغے دَ خپل خاوند سره اُووۀ کاله تير کړى وُو، ٣٧ اَؤ بيا دَ څلورو اَتياؤ کالو پورے کونډه اَؤ يواځے وه. هغه دَ خُدائے دَ کور نه چرے هم بهر نۀ وه وتے خو شپه اَؤ ورځ به ئے عبادت اَؤ دُعا کوله اَؤ روژے به ئے ساتلے. ٣٨ نو په هغه ساعت هلته راغله اَؤ دَ خُدائے شُکر ئے وکړو . هغه ټولو خلقو ته ئے چه دَ بيتُ المُقدس دَ آزادئ په اِنتظار وُو،دَ هغه ماشُوم په حقله خبرے وکړے.

ناصرت ته واپسى

٣٩ هر کله چه هغوئ دَ رب دَ شريعت په مُطابق هر څۀ پُوره کړل نو بيرته په ګليل کښے خپلے ښارئے ناصرت ته واپس شول. ٤٠ هلک لوئيدو،حکمت اَؤ طاقت ئے مُوندو اَؤ دَ خُدائے فضل ورسره وُو .

هلک عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے

٤١ دَ عيسىٰ مور پلار به هر کال بيتُ المُقدس ته دَ فسح اختر له تلل. ٤٢ اَؤ چه هغه دَ دولسو کالو شو نو هغوئ لکه دَ نور کله دَ اختر دَ پاره لاړل. ٤٣ نو چه دَ ميلے ورځے پُوره شوے اَؤ هغوئ کورته روان شول نو هلک عيسىٰ په بيتُ المُقدس کښے ايسار شو خو مور پلار ته ئے پته نۀ وه. ٤٤ اَؤ هغوئ ټوله ورځ په دے خيال سفر وکړو چه ګنى هغه به په قافله کښے چرته وى اَؤ بيا ئے په خپلو خپلوانو اؤ واقفانو کښے دَ هغۀ لټُون شروع کړو. ٤٥ چه وئے نۀ مُوندلو نو بيتُ المُقدس ته راستانۀ شول چه هلته ئے ولټوى. ٤٦ په دريمه ورځ ئے هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست ومُوندلو چه اُستاذان ترے راتاؤ وُو اَؤ دَ هغوئ خبرے ئے آؤريدے اَؤ تپوسونه ئے ترے کول. ٤٧ اَؤ دَ ټولو خلقو چه هغۀ ته غوږ وُو،دَ هغۀ په پوهه اَؤ په ځوابُونو اريان دريان وُو. ٤٨ مور پلار دَ هغۀ په ليدو حيران شول اَؤ دَ هغۀ مور ورته ووئيل چه”زويه! تا مُونږ سره داسے ولے وکړل؟ ستا پلار اَؤ ما تۀ ډير په فکرمندئ سره لټولے.“ ٤٩ هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو زَۀ ولے لتولم؟ تاسو ته دا نۀ وه معلُومه چه ما ته دَ خپل پلار په کور کښے پاتے کيدل په کار وُو؟“. ٥٠ خو هغوئ دَ هغۀ دَ خبرے په مطلب ونۀ رسيدل. ٥١ بيا هغه دَ هغوئ سره ناصرت ته لاړو اَؤ دَ هغوئ دَ حُکم لاندے ئے وخت تيرولو. مور ئے دا ټولے خبرے په زړۀ کښے پټے وساتلے. ٥٢ اَؤ دَ عيسىٰ حِکمت اَؤ ونه لوئے شول اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په نظر کښے ئے قبُوليت ومُوندو .

لُوقا 3

دَ يحيىٰ بپتسمه ور کووُنکى وعظ کول

١ دَ قيصر تيبريوس دَ حُکومت په پنځلسم کال کښے پُنطوس پيلاطوس دَ يهُوديه ګورنر وُو اَؤ هيروديس دَ ګليل شهزاده،دَ هغۀ ورور فيليپوس دَ اِتُوريه اَؤ تراخونيتيس اَؤ ليسانياس دَ ابيلينے واليان وُو. ٢ دَ مشرانو کاهنانو حناه اَؤ کائفا په وخت کښے دَ ذکرياه په زوى يحيىٰ باندے په بيابان کښے دَ خُدائے کلام نازل شو. ٣ اَؤ هغه دَ اُردن په وادئ کښے ګير چاپير وګرزيدو اَؤ دَ ګُناهونو دَ معافئ دَ پاره ئے دَ توبے دَ بپتسمے وعظ کولو. ٤ لکه چه يشعياه نبى دَ پيشن ګويو په صحيفو کښے ليکلى دى چه: «په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز دے، دَ مالِک لار جوړه کړئ،هغۀ ته سړک نيغ کړئ! ٥ هره دره به ډکه شى،هره غونډئ اَؤ غر به هوار شى. کاږۀ به نيغ کړے شى،اَؤ ناهموار به هوار کړے شى. ٦ اَؤ ټول مخلوق به دَ خُدائے خلاصُون ووينى!» ٧ ګڼ خلق بهر راووتل چه دَ يحيىٰ نه بپتسمه واخلى اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”اَئے دَ مارانو بچو! تاسو چا خبر کړئ چه دَ راتلُونکى غضب نه وتښتئ؟ ٨ نو توبے لائقه ميوه پيدا کړئ اَؤ په زړُونو کښے دا مه راولئ چه ګنى اِبراهيم زمُونږ پلار دے. زَۀ تاسو ته دا وايم چه خُدائے دلته دَ دے کاڼو نه هم دَ اِبراهيم دَ پاره اَؤلاد پيدا کولے شى! ٩ تبر خو دَ ونو په جرړو ايښے شوے دے اَؤ هره ونه چه ښه ميوه نۀ راؤړى،به پريکړے شى اَؤ اور ته به وغورزولے شى.“ ١٠ خلقو ترے تپوس وکړو،”نو بيا مُونږ څۀ وکړو؟“ ١١ هغۀ جواب ورکړو چه”دَ کُوم سړى سره چه دوه قميسونه وى،يو دِ هغۀ له ورکړى دَ چا سره چه يو هم نۀ وى اَؤ دَ چا سره چه خوراک وى هغه دِ هم داسے وکړى.“ ١٢ څوک چه بپتسمے له راغلى وُو په هغوئ کښے محصُولچيان هم وُو چه هغۀ ته ئے ووئيل چه”اُستاذه! مُونږ څۀ وکړو ؟“ ١٣ هغۀ ورته ووئيل چه”ستاسو دَ پاره چه څۀ مُقرر دى دَ هغے نه زيات مه آخلئ.“ ١٤ سپاهيانو هم ترے دا تپوس وکړو چه”مُونږ څۀ وکړو؟“ هغوئ ته ئے ووئيل چه”په چا ظُلم مه کوئ،دَ چا نه په زوره څۀ مه آخلئ اَؤ په چا دَ دروغو تُهمت مه لګوئ،په خپله تنخواه صبر کوئ.“ ١٥ هغه خلق چه په اِنتظار وُو اَؤ دَ يحيىٰ په حقله ئے په خپلو زړُونو کښے سوچ کولو چه ګنى هغه به مسيح وى. ١٦ خو هغۀ هغوئ ټولو ته ووئيل چه”زَۀ تاسو ته په اوبو بپتسمه درکوم خو داسے کس راتلُونکے دے چه هغه زما نه ډير طاقتور دے اَؤ زَۀ دَ هغۀ دَ پيزار دَ تسمو دَ پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په رُوحُ القُدس اَؤ اور بپتسمه درکوى. ١٧ دَ هغۀ چج دَ هغۀ په لاس کښے دے چه خپل درمند به په ښۀ شان صفا کړى اَؤ غنم به خپلے خمبے ته واچوى،خو بُوس به ئے هغه اور ته واچوى کُوم چه هيڅکله نۀ مرى.“ ١٨ په دے شان اَؤ نورو ډيرو طريقو ئے خلقو ته وعظ کاوو اَؤ زيرے ئے ورته واؤرولو. ١٩ خو هغۀ هيروديس والى دَ خپلے ورندارے هيرودياس سره په ناجائيز تعلق اَؤ په نورو بدو کارُونو ملامت کړو. ٢٠ خو دَ دے ټولو کارُونو دَ پاسه ئے يحيىٰ ګرفتار کړو اَؤ په قيد خانه کښے ئے واچولو.

دَ عيسىٰ بپتسمه

٢١ دَ خلقو دَ بپتسمے په وخت چه عيسىٰ له هم بپتسمه ورکړے شوے وه اَؤ دُعا ئے کوله نو آسمان پرانستے شو، ٢٢ اَؤ رُوحُ القُدس دَ يوے کونترے په شکل په عيسىٰ نازل شو اَؤ دَ آسمان نه يو آواز راغے چه”تۀ زما زوئے ئے،زما محبوب يئے. زَۀ ستا نه رضا يم.“

دَ عيسىٰ نسب نامه

٢٣ څۀ وخت چه عيسىٰ خپل کار شروع کړو نو دَ ديرشو کالو وُو اَؤ دَ خلقو په خيال دے دَ يُوسف زوئے وُو،زوئے دَ عيلى. ٢٤ زوئے دَ متات،زوئے دَ ليوى،زوئے دَ مِلکى،زوئے دَ يناى،زوئے دَ يُوسف، ٢٥ زوئے دَ متتياه،زوئے دَ اموس،زوئے دَ نحُوم،زوئے دَ اِسلياه،زوئے دَ نګى، ٢٦ زوئے دَ ماعت،زوئے دَ متتياه،زوئے دَ شمعى،زوئے دَ يوسيخ،زوئے دَ يوداه، ٢٧ زوئے دَ يوحنا،زوئے دَ ريسا،زوئے دَ زرُوبابل،زوئے دَ شلتئ ايل،زوئے دَ نيرى، ٢٨ زوئے دَ مِلکى،زوئے دَ ادى،زوئے دَ قوسام،زوئے دَ اِلمدام،زوئے دَ عير، ٢٩ زوئے دَ يشوع،زوئے دَ اِلعازار،زوئے دَ يوريم،زوئے دَ متات،زوئے دَ ليوى، ٣٠ زوئے دَ شمعُون،زوئے دَ يهُوداه،زوئے دَ يُوسف،زوئے دَ يُونان،زوئے دَ اِلياقيم، ٣١ زوئے دَ ملياه،زوئے دَ مِناه،زوئے دَ متتاه،زوئے دَ ناتان،زوئے دَ داؤد، ٣٢ زوئے دَ يشى،زوئے دَ عوبيد،زوئے دَ بوعز،زوئے دَ سلمون،زوئے دَ نحشون، ٣٣ زوئے دَ عميناداب،زوئے دَ ادمين،زوئے دَ ارنى،زوئے دَ حصرون،زوئے دَ فرص،زوئے دَ دَ يهُوداه، ٣٤ زوئے دَ يعقُوب،زوئے دَ اِسحاق،زوئے دَ ابراهيم،زوئے دَ تِره،زوئے دَ ناحور، ٣٥ زوئے دَ سروګ،زوئے دَ رعو،زوئے دَ فِلِګ،زوئے دَ عيبر،زوئے دَ شله، ٣٦ زوئے دَ قينان،زوئے دَ ارفکشد،زوئے دَ شيم،زوئے دَ نُوح،زوئے دَ لمک، ٣٧ زوئے دَ مِتهوشله،زوئے دَ حنوک،زوئے دَ يارد،زوئے دَ مهلل ايل،زوئے دَ قينان، ٣٨ زوئے دَ انوش،زوئے دَ شيت،زوئے دَ آدم چه دَ خُدائے له طرفه وُو.

لُوقا 4

دَ عيسىٰ لمسُون

١ عيسىٰ چه دَ رُوحُ القُدس نه معمُور دَ اُردن سيند نه واپس شو اَؤ رُوحُ القُدس هغه بيابان ته بوتلو، ٢ اَؤ تر څلويښتو ورځو پورے په بيابان کښے دَ اِبليس په لمسُون کښے وُو. په دے دوران کښے هغۀ هيڅ نۀ وُو خوړلى اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو. ٣ اِبليس هغۀ ته ووئيل چه”که تۀ دَ خُدائے زوئے يئے نو دے کاڼى ته ووايه چه ډوډئ شى.“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه”صحيفے وائى چه،«اِنسان تش په ډوډئ نۀ پائى.»“ ٥ بيا اِبليس هغه په لوړه وخيژلو اَؤ دَ دُنيا ټول بادشاهتُونه ئے دَ سترګو په رَپ کښے ورښکاره کړل. ٦ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”زَۀ به دَ دے ټولو اِختيار تا له درکوم اَؤ هغه شان اَؤ شوکت هم چه دَ دے سره تړلى وى ځکه چه دا زما په اِختيار کښے راکړى شوى دى اَؤ زَۀ چه چا ته غواړم دا ورکولے شم. ٧ که تۀ ما ته سجده وکړے نو دا هر څۀ به ستا شى.“ ٨ عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو “ صحيفے وائى چه،«تۀ تش خُدائے ته سجده کوه اَؤ يواځے دَ هغۀ عبادت کوه!»“ ٩ بيا شيطان هغه بيتُ المُقدس ته بوتلو اَؤ دَ خُدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”که تۀ دَ خُدائے زوئے يئے نو ځان ښکته ګُذار کړه، ١٠ ځکه چه صحيفے وائى چه،«هغه به خپلو فرښتو ته حُکم ورکړى چه ستا حفاظت وکړى.» ١١ اَؤ «هغوئ به دِ په خپلو لاسُونو کښے دَ دے ويرے پورته کړى چه هسے نه چه ستا پښه په کاڼو غوڅه شى.»“ ١٢ عيسىٰ هغۀ ته ځواب ورکړو،”دا وئيلى شوى دى چه،«تۀ خپل مالِک خُدائے مه لمسوه.»“ ١٣ دغه شان چه دَ اِبليس ټول لمسُون ختم شو نو دَ څۀ وخت دَ پاره ترے نه لاړو.

په ګليل کښے خدمت شروع کول

١٤ بيا عيسىٰ دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ګليل ته واپس شو اَؤ په ټول وطن کښے دَ هغۀ آوازه ګير چاپيره خوره شوه. ١٥ اَؤ هغۀ دَ هغوئ په عبادت خانے کښے وعظ کولو اَؤ ټولو خلقو دَ هغۀ لوئى بيانوله.

په ناصرت کښے دَ عيسىٰ ناقبليدل

١٦ بيا هغه ناصرت ته راغے چرته چه هغه لوئے شوے وُو اَؤ دَ سبت په ورځ عبادت خانے ته دَ خپل دستُور په مُطابق لاړو. هغه دَ سبق لوستو دَ پاره ودريدلو، ١٧ اَؤ ورته دَ يشعياه نبى کتاب ورکړے شو. هغۀ هغه کتاب پرانستو اَؤ هغه پاڼے ئے راواړولے چه په کښے ليکلى وُو چه: ١٨ «دَ رب رُوح په ما نازل دے ځکه چه زَۀ هغۀ مسح کړے يم، اَؤ دے له ئے را استولے يم چه عاجزانو ته زيرے ورکړم، چه قيديانو ته دَ آزادئ اَؤ ړندو ته دَ بينائى اِعلان وکړم اَؤ چه ژوبل شوى مظلُومان آزاد کړم، ١٩ اَؤ دَ رب دَ قبُول شوى کال وعظ وکړم.» ٢٠ هغۀ کتاب بند کړو،خادم ته ئے واپس ورکړو اَؤ کښيناستو اَؤ په عبادت خانے کښے دَ ټولو خلقو سترګے په هغۀ باندے وے. ٢١ هغۀ بيا خبرے شروع کړے اَؤ وئے وئيل،”نن چه تاسو دا کلام واؤريدو،دا پُوره شو.“ ٢٢ هلته ټولو خلقو په جمع دَ هغۀ شاهدى وکړه اَؤ په دے حيران شول چه داسے دَ فضل خبرے دَ هغۀ دَ شُونډو نه راووتلے. هغوئ تپوس وکړو،”آيا دا دَ يُوسف زوئے نۀ دے؟“ ٢٣ بيا عيسىٰ ووئيل،”بے شکه چه تاسو به ما ته دا متل ضرور واؤروئ چه حکيمه! خپل ځان روغ کړه اَؤ دا به ووايئ چه تا چه هر څۀ په کُفرنحوم کښے کړى دى مُونږه هغه آؤريدلى دى،هغه څۀ دلته په خپله ښاريه کښے هم وکړه. ٢٤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه يو نبى هم په خپل وطن کښے په اِسرائيلو کښے چا قبُول کړے نۀ دے. ٢٥ په حقيقت کښے دَ اِلياس په ورځو کښے په اِسرائيلو کښے ډيرے کونډے وے تاسو ته به معلومه وى چه په هغه زمانه کښے درے نيم کاله باران نۀ وُو شوے اَؤ په ټول وطن باندے سخت قحط راغلے وُو. ٢٦ خو اِلياس په دوئ کښے هيچا ته وانۀ ستولے شو بے دَ صيدا دَ مُلک په صارِفت ښاريه کښے دَ يوے کونډے ښځے نه. ٢٧ اَؤ بيا دَ اِليشع نبى په زمانه کښے په اِسرائيلو کښے ډير جُزاميان وُو خو دَ نعمان شامى نه بغير په هغوئ کښے يو هم پاک نۀ کړے شو.“ ٢٨ په دے خبرو دَ عبادت خانے ټول خلق قهرژن شول. ٢٩ هغوئ پورته شول،هغه ئے دَ ښاريئے نه بهر وويستو اَؤ دَ هغه غرۀ سر ته ئے بوتلو چه دغه ښاريه پرے آباده وه،مطلب ئے دا وُو چه دَ هلته نه ئے ښکته ګُزار کړى. ٣٠ خو هغه دَ هغوئ دَ مينځ نه ووتو اَؤ لاړو.

نا پاک رُوح نيولے سړے

٣١ دَ ګليل کفرنحُوم ښاريئے ته په راکُوزيدو عيسىٰ دَ سبت په ورځ خلقو ته تعليم ورکاوو. ٣٢ اَؤ هغوئ دَ دَۀ په تعليم حيران شول ځکه چه هغۀ په پُوره اِختيار خبرے کولے. ٣٣ دلته په عبادت خانے کښے يو سړے وُو چه پيريانو نيولے وُو. هغۀ په زوره چغے کړلے، ٣٤ ”تۀ زمُونږ نه څۀ غواړے اَئے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلے چه مُونږ هلاک کړے څۀ؟ زَۀ دِ پيژنم چه تۀ څوک يئے تۀ دَ خُدائے قُدوس يئے.“ ٣٥ عيسىٰ هغه ورټلو اَؤ وئے وئيل چه”غلے شه اَؤ دَ دَۀ نه راوزه!“ بيا پيرى هغه سړے دَ خلقو په مينځ کښے په مزکه راوويشتو اَؤ بغير دَ څۀ نقصان نه ئے هغه پريښودو. ٣٦ ټول حق حيران شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل،”دَ دے سړى په ژبه کښے څۀ کمال دے؟هغه پُوره په اِختيار پيريانو ته حُکم ورکوى اَؤ هغوئ وځى!“ ٣٧ دغه شان دا خبره په ټول وطن کښے خوره شوه اَؤ خلقو پرے بحث کوو.

دَ ډيرو خلقو روغول

٣٨ دَ عبادت خانے نه په وتو هغه دَ شمعُون کره لاړو،دَ شمعُون خواښے سختے تبے نيولے وه هغوئ هغۀ ته سوال وکړو چه مدد ئے وکړه. ٣٩ هغه ورغے اَؤ دَ هغے په خوا کښے ودريدلو اَؤ تبه ئے ورټله،هغه تبے پريښوده،سمدستى پورته شوه اَؤ دَ هغۀ خدمت ته ودريده. ٤٠ دَ نمر پريوتو په وخت ټولو خلقو خپل دوستان خپلوان په مُختلفو رنځُونو آخته وُو،هغۀ ته راوستل اَؤ هغۀ په يو يو باندے خپل لاسُونه کيښودل اَؤ روغ ئے کړل. ٣١ دَ ډيرو نه پيريان هم پاڅيدل اَؤ دا چغے ئے وهلے چه”تۀ دَ خُدائے زوئے يئے!“ خو هغوئ هغه ورټل اَؤ دَ خبرو نه ئے منع کړل ځکه چه هغوئ ته پته وه چه دَے مسيح دے.

تبليغى دوره

٤٢ چه صبا شو نو عيسىٰ بهر يو خوشى ځائے ته لاړو خو خلق دَ هغۀ په لټُون پسے ووتل اَؤ چه وئے مُوندلو په ټينګه ئے ورته ووئيل چه”مُونږ نه مه ځه.“ ٤٣ خو هغۀ ورته ووئيل،”په کار دى چه زَۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے نورو ښارُونو ته هم ورسوم ځکه چه زَۀ دَ دے دَ پاره راليږلے شوے يم.“ ٤٤ دغه شان دَ يهُوديه په عبادت خانو کښے ئے وعظ کاوو.

لُوقا 5

دَ اولنو مُريدانو بلل

١ يوه ورځ چه عيسىٰ دَ ګِنيسريت سيند په غاړه ولاړ وُو اَؤ خلق پرے راپنډ شوى وُو چه دَ دَۀ کلام واؤرى، ٢ نو هغۀ دوه کِشتئ دَ اوبو په غاړے وليدلے چه ماهى ګيران ترے غاړے ته راکُوز شوى وُو اَؤ خپل جالُونه ئے وينځل. ٣ هغه يوے کِشتئ ته وروختو کُومه چه دَ شمعُون وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه”دَ غاړے نه لږه ورايسته کړه.“ بيا هغۀ په کِشتئ کښے په ناسته باندے خلقو ته وعظ شروع کړو. ٤ هر کله چه هغۀ خبرے بس کړے نو شمعُون ته ئے ووئيل چه”ژورو اوبو ته لاړ شه اَؤ دَ ښکار دَ پاره خپل جالُونه واچوه. ٥ شمعُون ورته جواب ورکړو،”اُستاذه! مُونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چه تۀ داسے وائے نو زَۀ به جالُونه ور واچوم.“ ٦ هغوئ داسے وکړل اَؤ ډير ماهيان ئے راونيول اَؤ دَ هغوئ جالُونه په شليدو شول. ٧ نو هغوئ دَ بلے کِشتئ ملګرو ته چغے کړے چه”راشئ اَؤ زمُونږ مدد وکړئ!“ هغوئ داسے وکړل اَؤ دواړه کشتئ ئے داسے ډکے کړے چه ډوبيدو له راغلے. ٨ هر کله چه شمعُون دا نظاره وليده نو دَ عيسىٰ په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه”اَئے مالِکه! له ما نه لاړ شه ځکه چه زَۀ ګُناه ګار سړے يم!“ ٩ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى دَ کبانو په ليدو سخت حيران شوى وُو، ١٠ اَؤ دغه شان دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا چه شمعُون ملګرى هم وُو. عيسىٰ شمعُون ته ووئيل چه”مه ويريږه،دَ دے نه پس به تۀ دَ بنى آدمو لټُون کوے.“ ١١ هر کله چه هغوئ کِشتئ غاړے ته راوسته نو هر څۀ ئے پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.

دَ يو جُزامى پاکول

١٢ يو ځلے هغه په يوه ښاريه کښے وُو چه هلته يو سړے وُو چه سخت جُزام پرے لګيدلے وُو. هغۀ چه عيسىٰ وليدو نو هغۀ په مزکه سر کيښودو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه”مالِکه! که چرے تۀ تش وغواړے نو ما پاکولے شے!“ ١٣ عيسىٰ خپل لاسُونه ور اُوږدۀ کړل،هغه ئے مسح کړو اَؤ وئے وئيل چه”بے شکه چه زَۀ داسے غواړم،پاک شه!“اَؤ دَ هغۀ جُذام په هغه ساعت لاړو. ١٤ عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چه”هيچا ته دا حال ونۀ وائے.“اَؤ ورته ئے ووئيل چه”لاړ شه اَؤ کاهن ته خپل ځان وښايه اَؤ دَ خپلو جوړيدو دَ پاره دَ مُوسىٰ مُقرر کړے شُکراه ورکړه چه دا به دَ هغوئ دَ پاره شاهدى شى.“ ١٥ خو دَ هغۀ په حقله دا خبرے نورے هم خورے شوے. ډير خلق دَ هغۀ آؤريدو له راغونډيدل اَؤ دَ خپلو رنځُونو نه جوړيدل. ١٦ اَؤ هغه به دَ دُعا دَ پاره خوشو ځايُونو ته تلو .

دَ يو شل سړى روغول

١٧ يوه ورځ عيسىٰ تعليم ور کاوو اَؤ فريسيان اَؤ دَ شرعے عالمان ورته هم ناست وُو چه دَ ګليل،دَ يهوديه اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ هر کلى نه راغلى وُو،اَؤ دَ خلقو دَ روغولو دَ رب قوت دَ هغۀ سره وُو. ١٨ يو څو تنو يو شل سړے په کټ راؤړو. هغوئ کوشش وکړو چه هغه وردننه کړى اَؤ دَ عيسىٰ په مخکښے ئے کيږدى. ١٩ خو ګڼه دومره زياته وه چه هيڅ لاره ئے ونۀ مُونده. نو هغوئ پاس وختل اَؤ دَ چت دَ پاسه نه ئے په برګه کښے سُورے وکړو اَؤ په بانګئ کښے راښکته کړو اَؤ دَ خلقو په مينځ کښے ئے دَ عيسىٰ په مخ کښے کيښودو. ٢٠ هر کله چه عيسىٰ دَ هغوئ ايمان وليدو نو وئے وئيل،”سړيه! تا ته ستا ګُناهُونه معاف شول.“ ٢١ نو دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يو بل ته ووئيل چه”دا څوک دے چه کُفر غروى؟ دَ خُدائے نه بغير لا بل څوک هم ګُناهونه معاف کولے شى؟“ ٢٢ خو عيسىٰ په دے پوهه وُو چه دوئ څۀ خيال کوى نو جواب ئے ورکړو چه”تاسو په خپلو زړُونو کښے داسے خيالُونه ولے کوئ؟ ٢٣ آيا دا آسانه ده چه څوک ووائى چه ستا ګُناهُونه معاف شُو اَؤ که دا چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ٢٤ خو دا دَ دے دَ پاره چه تاسو ته معلُومه شى چه اِبن آدم په مزکه دَ ګُناهُونو معاف کولو اِختيار لرى.“هغۀ شل سړى ته مخ ور واړَوو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ تا ته دا وايم چه ودريږه،خپل کټ واخله اَؤ کورته ځۀ.“ ٢٥ اَؤ هغه دَ هغوئ په وړاندے سمدستى پاڅيدو اَؤ هغه کټ چه دَئے پرے پروت وُو،ئے واخستو اَؤ کور پلو روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٢٦ هغوئ ټول سخت حيران شول اَؤ دَ خُدائ ثنا ووئيله اَؤ ويرے واخستل اَؤ وئے وئيل چه”نن مُونږ څۀ عجيبه کارُونه وليدل!“

دَ ليوى بلنه

٢٧ وروستو چه بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومے يو محصُولچى وليدو چه دَ محصُول په څوکئ کښے په خپل ځائے ناست وُو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه”ما پسے راځه.“ ٢٨ اَؤ هغه دَ خپله ځايه پاڅيدو،هر څۀ ئے پريخودل اَؤ په هغۀ پسے روان شو. ٢٩ وروستو ليوى بيا دَ عيسىٰ لويه ميلمستيا وکړه. په دے ميلمنو کښے ګڼ محصُولچيان اَؤ نور خلق شريک شوى وُو. ٣٠ فريسيانو اَؤ دَ هغوئ دَ فرقے دَ شرعے عالمانو دَ عيسىٰ مُريدانو ته دا ګله وکړله چه”تاسو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارو سره ولے خورئ اَؤ څښئ؟“ ٣١ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چه”روغو خلقو ته دَ ډاکټر حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته ئے وى. ٣٢ زَۀ دَ رښتينو خلقو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ ګُناه ګارو دَ پاره چه توبه وکړى.“

دَ روژے په حقله تپوس

٣٣ بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه”دَ يحيىٰ مُريدان خو روژے نيسى اَؤ ډيرے دُعاګانے کوى اَؤ دغه شان دَ فريسيانو مُريدان هم، خوستا مُريدان خورى څښى.“ ٣٤ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کُوم وخت چه چنغول دَ هغو سره وى؟ ٣٥ خو يو وخت به راشى چه چنغول به دَ دوئ نه بوتلے شى اَؤ دغه وخت به دوئ روژے نيسى.“ ٣٦ عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم ووے چه”هيڅوک هم دَ نوے چُوغے نه دَ دے دَ پاره ټوټه نۀ شلوى چه زړے پرے وګنډى. که چرے هغه داسے وکړى نو هغه به په نوى چُوغے کښے سُورے وکړى اَؤ دا نوے ټُکړه به دَ زړے سره هيڅ سمُون ونۀ خورى. ٣٧ اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى.اَؤ که څوک داسے وکړى نو نوى شراب به دغه مشک وشلوى اَؤ شراب به ضائع شى اَؤ مشکُونه به بے کاره شى. ٣٨ نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچول غواړى. ٣٩ اَؤ هر چا چه زاړۀ شراب څښلى وى دَ نوو شرابو خواهش به نۀ کوى ځکه چه هغه وائى چه زاړۀ شراب ښۀ دى.“

لُوقا 6

دَ سبت په ورځ وږى شُو کول

١ يو ځل دَ سبت په ورځ عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره په پټو تيريدو اَؤ دَ هغۀ مُريدانو وَږى شُو کول،هغه ئے په لاسُونو کښے مږل اَؤ خوړل ئے. ٢ ځنو فريسيانو دا ووئيل چه”تاسو هغه کار ولے کوئ کُوم چه دَ سبت په ورځ روا نۀ دے؟“ ٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”تاسو دا نۀ دى لوستى چه هر کله چه داؤد اَؤ دَ هغۀ ملګرى وږى وُو نو هغوئ څۀ وکړل؟ ٤ هغه دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ دَ شُکرانے ډوډئ ئے راواخسته،په خپله ئے هم وخوړه اَؤ ملګرو ته ئے هم ورکړه باوجُود دَ دے چه بغير دَ کاهنانو نه په بل چا دا روا نۀ وه.“ ٥ هغۀ دا ووئيل چه”اِبن آدم هم دَ سبت مالِک دے.“

دَ يو وچ لاسه سړى روغول

٦ دَ يو بل سبت په ورځ عيسىٰ عبادت خانے ته لاړو اَؤ تعليم ئے ور کاوو. هلته په ګڼه کښے يو سړے وُو چه ښئ لاس ئے وچ شوے وُو. ٧ اَؤ دَ شرعے عالمان اَؤ فريسيان په دے اِنتظار وُو چه آيا عيسىٰ به دَ سبت په ورځ دَئے روغ کړى اَؤ که نه؟ دَ دے دَ پاره چه په هغۀ باندے دَ هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى. ٨ خو هغه پوهيدو چه دَ دوئ په زړُونو کښے څۀ دى. نو هغۀ هغه سړى ته چه لاس ئے وچ وُو،ووئيل،”پاڅه اَؤ دلته ودريږه.“ نو هغه باڅیدو آؤ هلته ودریدلو. ٩ عیسٰی بیا هغوی ووئیل ” زَۀ له تاسو نه يو سوال کوم چه آيا دَ سبت په ورځ ښۀ کول روا دى که بد،ژوند بچ کول که هلاکول؟“ ١٠ هغۀ ټولو ته ګير چاپيره وکتل اَؤ بيا ئے هغه سړى ته ووئيل چه”خپل لاس وغزوه.“ نو هغۀ داسے وکړل اَؤ دَ هغۀ لاس جوړ شو. ١١ خو هغوئ دَ غُصے نه سرۀ شول اَؤ يو بل ته ئے ووئيل چه”مُونږ دَ عيسىٰ سره څۀ وکړُو؟“

دَ دولسو رسُولانو غوره کول

١٢ هم په دغه ورځو کښے عيسىٰ غرُونو ته لاړو چه دُعا وکړى اَؤ ټوله شپه ئے له خُدائے نه دُعا وغوښتله. ١٣ چه سحر شو نو هغۀ خپل مُريدان راوبلل اَؤ دَ هغوئ نه ئے دولس کسه غوره کړل اَؤ هغوئ ئے رسُولان وبلل. ١٤ دَ شمعُون نُوم ئے پطروس کيښودلو اَؤ دَ هغۀ ورور اَندرياس اَؤ يعقُوب اَؤ يوحنا اَؤ فيليپوس اَؤ برتلمائى، ١٥ اَؤ متى اَؤ توما اَؤ دَ حلفئ زوئے يعقُوب اَؤ شمعُون چه ورته ننګيالے هم وئيلى شى، ١٦ اَؤ دَ يعقُوب زوئے يهُوداه اسکريوتى چا چه وروستو دَ هغۀ مخبرى وکړله.

دَ يوے لوئے ګڼے خدمت کول

١٧ عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ غرۀ نه راکُوز شو اَؤ په هوار ميدان کښے ودريدو. په دغه ځائے کښے دَ هغۀ ګڼ مُريدان اَؤ ډير خلق چه ټول دَ يهُوديه اَؤ بيتُ المُقدس دَ صور اَؤ دَ صيدا دَ سمندرى غاړے نه راټول شوى وُو اَؤ دَ هغۀ آؤريدو ته راغلى وُو اَؤ چه دوئ دَ خپلو رنځُونو نه شفا ومُومى. ١٨ اَؤ هغه څوک چه پيريانو نيولى وُو،روغ شول. ١٩ ټولو خلقو کوشش کاوو چه لاس وروړى ځکه چه دَ هغۀ نه يو طاقت راووتلو اَؤ ټول ئے روغ کړل.

برکتُونه اَؤ غموُنه

٢٠ بيا عيسىٰ خپلو مُريدانو ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل چه ”تاسو بختور يئ چه غريبان يئ،دَ خُدائے بادشاهى ستاسو ده! ٢١ تاسو بختور يئ چه وږى يئ،ستاسو لوږه به په مړيدو بدله شى! تاسو بختور يئ چه اوس ژاړئ،ستاسو ژړا به په خندا بدله شى! ٢٢ تاسو بختور يئ چه کله چه خلق تاسو ته په نفرت ګورى اَؤ دَ خپل مينځ نه مُو شړى اَؤ تاسو سپکوى اَؤ ستاسو نُوم په بده آخلى اَؤ دَ اِبن آدم په وجه ستاسو نُوم دَ خپل مينځ نه لرے کوى. ٢٣ نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ اَؤ په ښادئ ټوپُونه وهئ ځکه چه ستاسو دَ پاره په آسمان کښے ډير لوئے اَجر دے. هم په دغه شان دَ دوئ پلارُونو هم دَ نبيانو سره دغه سلُوک کړے وُو ٢٤ خو اَئے مالدارو! په تاسو اَفسوس دے ځکه چه تاسو خپل دَ خوشحالئ دور تير کړو! ٢٥ په تاسو اَفسوس چه نن ماړۀ يئ ځکه چه تاسو به اوږى شئ! په تاسو اَفسوس چه نن خاندئ، تاسو به په غم آخته شئ اَؤ ژاړئ به! ٢٦ اَفسوس دے په تاسو چه کُوم وخت به ټول خلق ستاسو په باب کښے ښے خبرے کوى اَؤ هم دغسے دَ هغوئ پلارُونو دَ دروغو نبيانو په باب کښے وئيل.“

دَ دُښمنانو سره مينه

٢٧ ”خو تاسو چه آؤرئ،زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ خپل دُښمن سره مينه کوئ اَؤ هغه څوک چه تاسو سره کينه لرى دَ هغوئ سره ښۀ کوئ. ٢٨ دَ هغوئ دَ پاره برکت غواړئ څوک چه په تاسو لعنت کوى اَؤ دَ هغوئ دَ پاره دُعا کوئ څوک چه په تاسو تُهمتُونه لګوى. ٢٩ که يو سړے تاسو په يو مخ ووهى نو هغۀ ته بل مخ هم سيلمه کړئ. که يو سړے ستاسو چُوغه واخلى نو هغۀ ته خپل کميس هم ورکړئ. ٣٠ څوک چه ستاسو نه څۀ وغواړى هغوئ له هغه څۀ ورکړئ. کله چه يو سړے هغه څۀ دَ تاسو نه واخلى کُوم چه ستاسو دى نو دَ هغۀ نه ئے بيرته مه آخلئ. ٣١ دَ خلقو سره داسے سلوک کوئ لکه چه تاسو غواړئ چه هغوئ دِ دَ تاسو سره وکړى. ٣٢ ”که تاسو تش دَ هغه چا سره مينه کوئ څوک چه تاسو سره مينه لرى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ځکه چه ګُناه ګار هم دَ هغه چا سره مينه کوى څوک چه دَ هغوئ سره مينه لرى. ٣٣ بيا دا چه که چرے تاسو دَ هغه چا سره نيکى کوئ څوک چه تاسو سره ښيګړه کوى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ ځکه چه ګُناه ګار خو هم دغسے کوى. ٣٤ اَؤ که چرے تاسو تش هغه ځائے قرض ورکوئ چرته چه ستاسو باور وى چه تاسو ته به پستنه کړے شى نو ستاسو څۀ مهربانى ده؟ ځکه چه ګُناه ګار هم يو بل ته قرض ورکوى اَؤ يو بل ته ئے پُوره واپس کوى. ٣٥ خو تاسو دَ خپلو دُښمنانو سره مينه اَؤ نيکى کوئ اَؤ قرض بغير دَ څۀ طمعے ورکوئ! نو تاسو به ډير لوئے اَجر ومُومئ. تاسو به بيا دَ الاعلىٰ زامن شئ ځکه چه هغه په خپله هم په ناشُکرو اَؤ په شريرانو مهربانى کوى. ٣٦ ترس ناک شئ ځکه چه ستاسو پلار هم ترس کُوونکے دے.

نور خلق مُجرم ګڼل

٣٧ غيبت مه کوئ نو ستاسو غيبت به هم ونۀ کړے شى. بل څوک مه مُجرموئ نو تاسو به هم مُجرم ونۀ ګڼلے شئ. معاف کوئ نو تاسو به هم معاف کړئے شئ. ٣٨ ورکوئ نو تاسو ته به هم درکړے شى. ښه پيمانه منډلے دربلے ښۀ ډکه کړئ اَؤ تر مورګو مورګو به ستاسو په جولئ کښے واچولے شى اَؤ په کُومه پيمانه چه تاسو ميچ کوئ هم په هغے به تاسوته ميچ وکړے شى.“ ٣٩ اَؤ عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال ووے چه”آيا يو ړُوند بل ړُوند ته لار ښودے شى څۀ؟ دواړه به په کنده کښے ونۀ غورزيږى څۀ؟ ٤٠ شاګرد دَ اُستاذ نه لوئے نۀ دے خو هر هغه څوک چه پُوره تربيت ئے وشى هغه به دَ دَ خپل اُستاذ په شان شى. ٤١ تۀ دَ خپل ورور په سترګه کښے دَ بُورے خسڼى ته ولے ګورے اَؤ په خپله سترګه کښے لوئے غوړګے نۀ وينے؟ ٤٢ تۀ خپل ورور ته دا څنګه وئيلے شے چه زما خوږه وروره! راشه چه ستا دَ سترګے نه دا خسڼے وباسم چه خپله سترګه دِ په غوړګى ړنده ده؟ اَئے مُنافقه! اول دَ خپلے سترګے نه غوړګے وباسه نو بيا به په آسانه دَ ورور دَ سترګے نه خسڼے ويستے شے.

ونه دَ ميوے نه پيژندل

٤٣ ”ښه ونه بده ميوه هيڅکله نۀ راؤړى اَؤ هيڅکله په بده ونه کښے ښه ميوه نۀ پيدا کيږى، ٤٤ ځکه چه هره ونه په خپلے ميوے پيژندلے کيږى. تۀ دَ ازغو نه انځير نۀ شے راټولولے اَؤ نۀ دَ جاړو نه انګور راشُوکولے شے. ٤٥ ښۀ سړے به دَ خپل زړۀ دَ خزانے نه ښۀ څيزُونه راوباسى اَؤ بد سړے به دَ خپل زړۀ دَ بدے خزانے نه بدے خبرے وباسى،ځکه چه کُومے خبرے چه په زړۀ کښے وى هم هغه په خُلۀ راځى .

دوه بُنيادُونه

٤٦ ”تاسو ما ته ولے مالِک مالِک وايئ اَؤ هغه کار کله هم نۀ کوئ چه زَۀ ئے درته وايم؟ ٤٧ هر هغه څوک چه ماله راځى اَؤ زما خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے کوى نو زَۀ به تاسو ته وښيم چه هغه دَ چا په شان دے. ٤٨ هغه دَ يو داسے سړى په شان دے چا چه دَ کور جوړولو دَ پاره ښۀ ژور بُنيادُونه وکنستل اَؤ بُنياد ئے په پوخ ګټ کيښودلو. اَؤ هر کله چه سيلاب راغے نو سيند په کور وروختو خو هغه ئے ونۀ خوزولے شو ځکه چه هغه پوخ ودان کړے شوے وُو. ٤٩ خو څوک چه زما خبرے آؤرى اَؤ عمل پرے نۀ کوى نو هغه دَ داسے سړى په شان دے چا چه خپل کور په کچه مزکه باندے بے بُنياده جوړ کړو. هر کله چه سيلاب راغے اَؤ سيند وختو نو کور ونړيدو اَؤ په درز راولويدو.

لُوقا 7

دَ صوبه دار دَ نوکر روغول

١ هر کله چه ئے خبرے خلقو ته خلاصے کړلے نو عيسىٰ کفرنحُوم ته لاړو. ٢ هلته دَ يو صوبه دار يو معتبر نوکر وُو اَؤ هغه په مالِک ډير ګران وُو. نوکر مرګى حال ناجوړه وُو. ٣ هر کله چه هغۀ دَ عيسىٰ په حقله واؤريدل نو هغۀ يو څو يهُوديان مشران ورواستول اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه هغه راشى اَؤ دَ هغۀ دَ نوکر ژوند بچ کړى. ٤ هغوئ عيسىٰ ته راغلل اَؤ ډير په ښه طريقه ئے ورته عرض وړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”هغه ستا دَ مهربانئ حقدار دے، ٥ ځکه چه هغه زمونږ دَ خلقو خوږمن دے اَؤ هغۀ زمُونږ دَ پاره عبادت خانه ودانه کړے ده.“ ٦ عيسىٰ دَ هغوئ سره لاړو. نو چه هغه کور ته نزدے شو نو صوبه دار يو څو دوستان په دے غرض ورواستول چه”مالِکه! نور تکليف مه کوه ځکه چه زما دَ کور چت دَ دے جوګه نۀ دے چه تۀ ورلاندے راشے. ٧ ځکه خو زَۀ په خپله تاسو ته حاضر نۀ شوم. خو تۀ دَ خُلے نه يو ټکے ووايه نو زما نوکر به جوړ شى. ٨ ځکه چه زَۀ پوهيږم چه زَۀ په خپله دَ بل دَ حُکم دَ لاندے يم. کله چه زما سپاهيان زما دَ حُکم دَ لاندے دى اَؤ چه زَۀ يو ته ووايم چه لاړ شه،نو هغه ځى اَؤ بل ته چه ووايم چه دے خوا راشه،نو هغه راځى اَؤ خپل نوکر ته چه ووايم چه داسے وکړه،نو هغه ئے کوى.“ ٩ کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو هغه حيران شو،دَ هغه سړى ئے ډير تعريف وکړو اَؤ کُوم خلق چه ورپسے روان وُو هغوئ ته ئے مخ راواړَوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”زَۀ تاسو ته وايم چه ما عن په اِسرائيلو کښے هم داسے ايمان نۀ وُو ليدلے!“ ١٠ اَؤ قاصِدان چه کور ته واپس راغلل نو هغوئ هغه نوکر روغ رمټ وليدو.

دَ نائن دَ کونډے ښځے زوئے ژوندے کول

١١ پس له هغے عيسىٰ نائن نومے ښاريئے ته لاړو. دَ هغۀ سره خپل مُريدان اَؤ نور ګڼ خلق ملګرى وُو. ١٢ کله چه هغه دَ ښاريئے دروازے ته ورسيدو نو يوه جنازه ئے وليده. دغه مړے دَ يوے ګُونډے يو زوئے وُو اَؤ دَ دے سره دَ ښاريئے ګڼ خلق وُو. ١٣ هر کله چه مالِک هغه وليده نو زړۀ ئے پرے وسويزيدلو اَؤ وئے وئيل،”بس نوره ژړا مه کوه.“ ١٤ دَ دے سره هغه وروړاندے شو اَؤ په جنازه ئے لاس کيښودلو اَؤ جنازه وړُونکى ودريدل. بيا هغۀ ووئيل چه”پورته شه زلميه!“ ١٥ هغه مړے کښيناستو اَؤ خبرے ئے وکړلے اَؤ عيسىٰ هغه خپلے مور ته بيا حواله کړو. ١٦ په هغه ټولو حاضرينو باندے يوه زبردسته ويره خوره شوه اَؤ هغوئ ټولو دَ خُدائے ثنا ووئيله اَؤ وئے وئيل چه”په مُونږ کښے يو لوئے نبى راپورته شوے دے اَؤ خُدائے پاک په خپلو خلقو دَ مهربانئ نظر کړے دے.“ ١٧ عيسىٰ چه څۀ کړى وُو هغه قيصه دَ يهُوديه په ټوله علاقه اَؤ خوا اَؤ شا کښے خوره شوه.

دَ يحيىٰ اَستازى

١٨ دَ يحيىٰ مُريدانو هغه په دے هر څۀ خبر کړو. ١٩ هغۀ خپل دوه مُريدان راوغوښتل اَؤ مالِک ته ئے واستول چه تپوس وکړى چه”آيا تۀ هغه راتلُونکے يئے يا دا چه مُونږ دَ بل چا اِنتظار ورکړُو؟“ ٢٠ هغه اَستازى عيسىٰ له لاړل اَؤ ورته ئے ووئيل،”بپتسمه ورکوُونکى يحيىٰ مُونږ تا ته راليږلى يُو چه تپوس وکړو چه تۀ هغه راتلُونکے يئے که مُونږ دَ بل چا اِنتظار وکړُو؟“ ٢١ بيا هم په هغه ساعت عيسىٰ ډير خلق دَ رنځُونو نه روغ کړل،طاعون اَؤ بد رُوحونه ئے لرے کړل اَؤ ډيرو ړاندو له ئے بينائى ورکړه. ٢٢ بيا هغۀ هغه اَستازو ته جواب ورکړو چه ”لاړ شئ اَؤ هر څۀ چه تاسو وليدل اَؤ واؤريدل په هغے يحيىٰ خبر کړئ اَؤ دا چه څنګه ړاندۀ بينا کيږى،شل ګرزى،جُزامان پاکيږى،کانۀ آؤرى،مړى بيا ژوندى کيږى اَؤ غريبان ښه زيرے آؤرى. ٢٣ اَؤ بختور دے هغه څوک چه په ما شک نۀ کوى!“ ٢٤ هر کله چه دَ يحيىٰ اَستازى رُخصت شول نو عيسىٰ دَ هغۀ په حقله خلقو ته ووئيل چه”تاسو دَ څۀ ليدلو دَ پاره بيابان ته تلى وئ؟يوه لوخه چه باد خوزوله څۀ؟ ٢٥ نو بيا تاسو دَ څۀ په ليدو پسے بهر وتى وئ؟ يو سړے چه ريښمينے جامے ئے آغوستے وے؟ يقينًا چه ښکلى جامے اَؤ دَ عيش څيزُونه تاسو په محلُونو کښے مُوندلے شئ! ٢٦ نو بيا تاسو دَ څۀ په ليدو پسے وتى وئ؟ يو نبى ليدو له؟ هو،دَ نبى نه هم څۀ ډير لوئے. ٢٧ دا هغه سړے دے چه دَ چا په حقله چه صحيفے وائى چه «ګورئ زَۀ خپل پيغمبر ستا دَ وړاندے ليږم چه ستا دَ پاره ستا نه وړاندے لاره جوړه کړى. » ٢٨ زَۀ تاسو ته وايم چه دَ يحيىٰ نه بل مور راوړے لوئے نِشته خو بيا هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ ټولو نه وړوکے دَ هغۀ نه لوئے دے. ٢٩ اَؤ هم چه هغو ټولو خلقو چه دَ هغۀ خبرے واؤريدے نو سره دَ محصُولچيانو ئے خُدائے ريښتينے وګڼلو ځکه چه يحيىٰ په بپتسمے ئے بپتسمه آخستے وه. ٣٠ خو بے دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو نه چا چه دَ هغۀ دَ بپتسمے نه اِنکار کړے وُو اَؤ دَ ځان دَ پاره ئے دَ خُدائے دَ حُکم نه مخ اَړولے وُو. ٣١ ”دَ دے پيړئ دَ خلقو مِثال په څۀ درکړم؟ ٣٢ هغوئ دَ چا په شان دى؟ هغوئ په بازار کښے دَ ناستو هلکانو په شان دى څوک چه يو بل ته چغے وهى اَؤ وائى چه مُونږ تاسو ته شپيلئ وغږولے اَؤ تاسو ګډا ونۀ کړه! مُونږ ژړا انګولا وکړه اَؤ تاسو وير ونۀ کړو! ٣٣ ځکه چه هر کله چه بپتسمه ور کوُونکے يحيىٰ راغے چه نۀ ئے ډوډئ خوړه اَؤ نۀ ئے شراب څښل نو تاسو وايئ چه په هغۀ پيريان ناست دى! ٣٤ اَؤ هر کله چه اِبن آدم راغے چه خورى څښى نو تاسو وايئ چه دَۀ ته وګورئ! دا ګيډور شرابى دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارو آشنا دے! ٣٥ خو بيا هم دَ خُدائے پاک حِکمت دَ خپلو ټولو زامنو په حقله رښتينے ثابت شو.“

يوه ګُناه ګاره ښځه معاف کول

٣٦ يو فريسى دَ عيسىٰ ميلمستيا وکړله. هغه دَ فريسى کور ته لاړو اَؤ خوراک ته کښيناستو. ٣٧ نو په هغه ښار کښے يوه ګُناه ګاره ښځه چه دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبر شوه چه دَ يو فريسى په کور کښے ميلمه دے نو په عطردان کښے ئے خوشبُويه عطر راؤړل. ٣٨ هغه دَ عيسىٰ دَ پښو سره وروستو ودريده اَؤ په ژړا شوه اَؤ دَ هغۀ پښے دَ هغے په اوښکو لمدے شوے اَؤ هغه هغے په خپلو ويښتو وچے کړے اَؤ کښل ئے کړے اَؤ عطر ئے پرے واچول. ٣٩ کله چه دَ هغۀ کوربه فريسى دا وليدل نو دَ ځان سره ئے ووئيل،”که دا سړے چرے رښتينے نبى وئے نو هغه به په دے خبر وئے چه دا لاس وروړُونکے ښځه څوک ده اَؤ دا دَ کُوم قبيل ښځه ده يعنے يوه ګُناه ګاره.“ ٤٠ عيسىٰ دَ هغۀ په زړۀ پوهه شو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”شمعُونه! زَۀ تا ته څۀ وئيل غواړم.“هغۀ ووئيل چه”وفرمايه مالکه!“ ٤١ عيسىٰ ورته ووئيل چه”دَ يو بڼيا دوه قرضدارى وُو. يو ته ئے پنځۀ سوه ديناره قرض وُو اَؤ بل پنځوس. ٤٢ هر کله چه دَ دواړو سره دَ قرض پرے کولو هيڅ دَرک نۀ وُو نو دواړو ته ئے وبخښل. نو اوس ووايه چه په دے دواړو کښے به دَ هغۀ سره زياته مينه کُوم يو کوى؟“ ٤٣ شمعُون جواب ورکړو،”زما په خيال چه کُوم سړى ته ئے زياتے وبخښلے.“ عيسىٰ ووئيل چه”بے شکه تۀ دُرست وائے.“ ٤٤ بيا ښځے ته مخ واړَوو اَؤ شمعُون ته ئے ووئيل چه”تۀ دا ښځه وينے څۀ؟ زَۀ ستا کور ته راغلم اَؤ تا زما دَ پښو دَ پاره اوبۀ قدرے هم رانۀ کړلے خو دے ښځے زما پښے په خپلو اوښکو لمدے کړے اَؤ هغه ئے په خپلو ويښتو وچے کړے. ٤٥ تا زَۀ کښل قدرے نۀ کړم خو دَ کُوم وخت نه چه زَۀ راغلے يم هغه لګيا ده زما پښے کښلوى. ٤٦ تا زما سر په تيلو غوړ نۀ کړو اَؤ هغے زما په پښو عطر واچول. ٤٧ ځکه زَۀ تا ته دا وايم چه هغے ځکه دومره مينه وکړله چه دَ هغے ډير ګُناهونه بخښلى شوى دى. دَ چا چه لږ بخښلى شوى وى هغه لږه مينه کوى.“ ٤٨ بيا عيسىٰ هغے ته ووئيل چه”ستا ګُناهونه وبخښلے شول.“ ٤٩ نو ميلمنو په خپلو کښے ووئيل چه”دے لا څوک دے چه ګُناهُونه بخښى؟“ ٥٠ خو عيسىٰ هغے ښځے ته ووئيل چه”تۀ خپل ايمان بچ کړلے،په خير لاړه شه.“

لُوقا 8

دَ يو څو ښځو دَ عيسىٰ سره ملګرتيا

١ دَ دے نه پس عيسىٰ ښار په ښار اَؤ کلى په کلى ګرزيدو،وعظ ئے کاوو اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے ئے آؤرولو. اَؤ دَ هغۀ سره هغه دولس تنه وُو، ٢ اَؤ يو څو ښځے وے څوک چه دَ پيريانو نه خلاصے کړے اَؤ دَ رنحُونو نه ئے جوړے کړے شوے وے مريم چه دَ مګدلينى په نُوم بللے کيږى دَ چا نه چه اُووۀ پيريان پاڅولے شوى وُو، ٣ اَؤ يوانه دَ هيروديس دَ خُوزه نومے ناظر ښځه اَؤ سُوسناه اَؤ نورے ډيرے ښځے چه په خپل مال ئے دَ هغوئ خدمت کاوو.

دَ کروندے مِثال

٤ اَؤ ډير خلق دَ يو بل ښار نه عيسىٰ ته راجمع کيدل اَؤ هغۀ په دے مِثال کښے خبرے وکړلے ٥ چه يو زميندار دَ تُخم کرلو دَ پاره ووتو اَؤ دَ کروندے تُخم څۀ دَ لارے په غاړه پريوتو چه هغه خور وور شو اَؤ مرغو وخوړو. ٦ څۀ تُخم په ګټه پريوتو اَؤ څۀ وخت پس زرغون شو اَؤ وُچ شو ځکه چه دَ نم کمے وُو. ٧ اَؤ څۀ تُخم په اغزو کښے پريوتو اَؤ اغزى لوئ شول اَؤ هغه ئے لاندے کړو. ٨ اَؤ څۀ تُخم په ښه مزکه پريوتو اَؤ راوټُو کيدو اَؤ يو په سل بار ئے وکړو.“ هر کله چه عيسىٰ دا ووئيل نو آواز ئے وکړو،”که چرے تاسو دَ آؤريدو غوږوُنه لرئ نو واؤرئ!“

دَ مِثالونو مطلب

٩ دَ هغۀ مُريدانو تپوس ترے وکړو چه دَ دے مِثال مطلب څۀ وُو؟ ١٠ نو هغۀ ووئيل چه”دا مِثال ځکه درکړے شو چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په رازُونو پوهه شئ خو دَ نورو دَ پاره دا تش مِثال دے چه «هغوئ وګورى خو هيڅ ونۀ وينى، واؤرئ خو هيڅ پرے پوهه نۀ شى.»

دَ کروندے دَ مِثال تشريح

١١ دَ دے مِثال مطلب دا دے چه تُخم دَ خُدائے کلام دے. ١٢ اَؤ دَ لارے په غاړه هغه څوک دى چه څوک دا آؤرى خو وروستو اِبليس راشى اَؤ هغه کلام دَ هغوئ دَ زړۀ نه يوسى،هسے نه چه ايمان راؤړى اَؤ خلاصُون بيا مُومى. ١٣ په ګټه دَ کرلى شوى تُخم مِثال دَ هغه چا دے چه هر کله چه کلام واؤرى په خوشحالئ ئے قبُول کړى خو جرړے ئے نۀ وى اَؤ دَ لږ وخت دَ پاره پرے ايمان راؤړى نو دَ آزميښت په وخت کښے وتښتى. ١٤ اَؤ په اغزو کښے دَ پريوتلى تُخم مِثال دَ هغه چا دے چه وائے ورى خو نوره وده ئے دَ دولت اَؤ سودا اَؤ دَ ژوند دَ خوشحالو په وجه ونيولے شى اَؤ ميوه ئے نۀ پخيږى. ١٥ خو دَ ښے مزکے مِثال دَ هغه چا دے څوک چه په ښۀ اَؤ پاک زړۀ سره کلام واؤرى اَؤ پرے مضبوط شى اَؤ په دے دَ صبر ميوه راؤړى.

دَ لوښى دَ لاندے ډيوه

١٦ داسے هيڅوک نِشته چه ډيوه بله کړى اَؤ بيا ئے دَ لوښى دَ لاندے پټه کړى اَؤ يا ئے دَ کټ لاندے کيږدى بلکه هغه ئے په ډيوټ کيږدى چه دَ ننه راتلُونکى ئے رڼا ووينى. ١٧ داسے هيڅ څيز پټ نِشته چه ښکاره به نۀ شى اَؤ داسے هيڅ څيز په پړده کښے نِشته چه څرګند به نۀ شى. ١٨ خو خبردار شئ چه تاسو څنګه آؤرئ ځکه چه دَ چا سړى سره چه څۀ وى هغۀ له به زيات ورکړے شى اَؤ دَ چا سړى سره چه څۀ نۀ وى نو دَ هغۀ نه به چه څۀ ورسره وى هغه به هم ترے واخستے شى .“

دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه

١٩ دَ عيسىٰ مور اَؤ ورُوڼه راغلل خو دَ ګڼے له کبله هغۀ ته ور ونۀ رسيدل. ٢٠ چا هغۀ ته ووئيل چه ”ستا مور اَؤ ورُوڼه بهر ولاړ دى اَؤ تا ليدل غواړى.“ ٢١ هغۀ جواب ورکړو،”زما مور اَؤ زما ورُوڼه هغه څوک دى چه دَ خُدائے کلام آؤرى اَؤ عمل پرے کوى.“

دَ طوفان قلارول

٢٢ يوه ورځ عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته وختلو اَؤ ورته ئے ووئيل،”راځئ چه دَ درياب بلے غاړے ته پورے وزُو.“نو هغوئ روان شول. ٢٣ اَؤ کله چه هغوئ په کِشتئ کښے روان وُو،نو دَ هغۀ سترګے ورغلے. په درياب کښے يو زبردست طوفان راغے،کِشتئ چپو واخسته اَؤ هغوئ په سخته خطره کښے ګير وُو. ٢٤ هغوئ هغۀ له ورغلل اَؤ په دے چغو ئے رابيدار کړو،”مالکه!مالکه! مُونږ غرقيږُو!“ عيسىٰ بيدار شو اَؤ سيلئ اَؤ دَ اوبو طوفان ئے ورټلو. طوفان ودريدلو اَؤ قلاره قلارى شوه. ٢٥ هغۀ تپوس وکړو،”ستاسو ايمان چرته دے؟“هغوئ په ويره اَؤ حيرانتيا يو بل ته ووئيل،”دا څوک دے چه بادُونه اَؤ چپو ته حُکم ورکوى اَؤ هغوئ ئے منى؟“

په ګِراسينييانو کښے دَ ډيرو پيريانو نيولى سړى روغول

٢٦ دغه شان عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره دَ ګِراسينييانو وطن ته ورسيدلو کُوم چه دَ ګليل په بله غاړه وُو. ٢٧ چه عيسىٰ وُچے ته کُوز شو نو هلته ئے يو سړے وليدو چه پيريانو نيولے وُو اَؤ دَ ډير وخت نه ئے نۀ خو جامے آغوستے وے اَؤ نۀ ئے کور ليدلے وُو خو په مقبره کښے ډيره وُو. ٢٨ کله چه هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغے ئے کړے اَؤ دَ هغۀ په پښو پريوتو اَؤ دا نعرے ئے وهلے،”اَئے دَ الاعلىٰ زويه عيسىٰ! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ زَۀ درته زارى کوم چه ما مه په عذابوه!“ ٢٩ ځکه چه عيسىٰ پيريانو ته حُکم کړے وُو چه دغه سړى نه راوزئ. ډير ځله ئے هغه نيولے وُو اَؤ دَ حفاظت دَ کبله به په زنځيرونو کښے وتړلے شو اَؤ زولنئ به ورواچولے شوے خو هر وار به هغۀ ځان خلاص کړو اَؤ پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو. ٣٠ عيسىٰ دَ هغۀ نه پتوس وکړو،”نُوم دِ څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چه”لښکر.“ دا ځکه چه هغه ډيرو پيريانو نيولے وُو. ٣١ هغوئ ډيره زارى ورته وکړه چه دا حُکم مه راکوه چه تاترين ته ولويږئ. ٣٢ هغه نزدے دَ خنزيرانو يوه لويه رمه وه چه په غرۀ کښے څريده اَؤ پيريانو خواست ورته وکړو چه”مُونږ پريږده چه په دوئ کښے ورننوزو.“هغۀ هغوئ ته اِجازت ورکړو. ٣٣ پيريان دَ سړى نه ووتل اَؤ په خزيرانو کښے ورننوتل اَؤ ټوله رمه دَ کمر نه کښته په دؤ شوه اَؤ په درياب کښے غرقه شوه. ٣٤ شپُونکو چه دا وليدل نو وتښتيدل. هغوئ ښاريو اَؤ بانډو ته دا خبر ورسولو. ٣٥ اَؤ خلق دَ دے تماشے دَ پاره بهر راووتل. کله چه هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه پيريانو نيولے سړے ئے جک جوړ وليدو چه جامے ئے آغوستے سم دم دَ عيسىٰ په پښو کښے ناست وۀ نو هغوئ ويريدل. ٣٦ کُومو خلقو چه دا کار ليدلے وُو هغوئ نورو ته حال ووے چه دا پيريانو نيولے سړے څنګه جوړ شو. ٣٧ نو دَ ګِراسينيانو دَ وطن ټولو خلقو عيسىٰ ته خواست وکړو چه دَ دے ځائے نه لاړ شه ځکه چه هغوئ ډير ويرے آخستى وُو. نو هغه کِشتئ ته وختلو اَؤ واپس لاړو. ٣٨ دَ کُوم سړى نه چه پيريان پاڅيدلى وُو هغۀ دا اِجازت وغوښتو چه دَ هغۀ ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ٣٩ ”ځۀ،کورته واپس لاړ شه اَؤ هغوئ ته هر څۀ بيان کړه چه خُدائے ستا دَ پاره کړى دى.“ هغه سړے په ښار کښے هر پلو وګرزيدو اَؤ عيسىٰ چه دَ هغۀ دَ پاره څۀ کړى وُو هغه ئے خلقو ته بيان کړل.

دَ يائير لُور اَؤ هغه ښځه روغول چه دَ عيسىٰ چُوغے له ئے لاس وروړے وُو

٤٠ هر کله چه عيسىٰ بيرته راستُون شو نو خلقو ورته هر کلے ووے ځکه چه هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو. ٤١ بيا ګوره يائير نومے يو سړے راغے اَؤ هغه دَ يوے عبادت خانے مشر وُو. هغه دَ عيسىٰ په پښو پريوتو اَؤ زارى ئے ورته وکړه چه ”ما سره لاړ شه. ٤٢ ځکه چه زما دَ دولسو کالو يکى يوه لُور ده چه مرګى حاله پرته ده.“ کله چه عيسىٰ تلو نو دَ خلقو دَ ګڼے له کبله ورته تلل ګران وُو. ٤٣ په هغوئ کښے يوه ښځه وه چه دَ دولسو کالو راسے ئے وينه بهيدله اَؤ هيچا ئے علاج نۀ شو کولے. ٤٤ هغه دَ شا نه راغله اَؤ دَ هغۀ دَ چُوغے لمنے له ئے لاس وروړو اَؤ سمدستى ئے وينه ودريده. ٤٥ عيسىٰ ووئيل،”دا څوک ده چه ما ته ئے لاس راؤړو؟“ ټول مُنکر شول اَؤ پطروس اَؤ دَ هغۀ ملګرو ووئيل،”مالِکه! ګڼه درباندے راټوله ده اَؤ خلق درته راجُختيږى.“ ٤٦ خو عيسىٰ ووئيل چه”چا خو ما ته لاس راوړے دے ځکه چه زَۀ پوهه شوم چه له ما نه يو قُوت بهر وتلے دے.“ ٤٧ بيا ښځه پوهه شوه چه هغه پيژندلے شوے ده،نو په لړزيدو راغله اَؤ دَ هغۀ په پښو کښے پريوته اَؤ دَ ټولو خلقو په وړاندے ئے دَ دے اِقرار وکړو چه هغے ولے هغۀ له لاس وروړو اَؤ څنګه هغه سمدستى جوړه شوه. ٤٨ هغۀ هغے ته ووئيل چه”زما لُورے! تۀ خپل يقين جوړه کړے،په خير لاړه شه.“ ٤٩ عيسىٰ لا دا خبرے کولے چه دَ عبادت خانے دَ مشر دَ کوره يو سړے راغے اَؤ دا خبر ئے راؤړو چه”ستا لُور مړه ده اَؤ اُستاذ له نور تکليف مه ورکوه.“ ٥٠ خو عيسىٰ چه دا واؤريدل نو هغۀ ته ئے ووئيل چه”ويريږه مه! تش ايمان لره اَؤ هغه به بچ شى.“ ٥١ کور ته په رسيدو هغۀ دَ پطروس،يوحنا،،يعقُوب اَؤ دَ جينئ دَ مور پلار نه علاوه نور ټول خلق کور ته دَ ننوتلو نه منع کړل. ٥٢ هغو ټولو دَ هغے جينئ دَ پاره ژړا انګولا کوله. هغۀ ووئيل چه”نور مه ژاړئ،هغه مړه نۀ ده،هغه خو اُوده ده!“ ٥٣ اَؤ هغوئ ورپورے خندا جوړه کړه ځکه چه ښۀ خبر وُو چه هغه مړه ده. ٥٤ خو عيسىٰ هغه دَ لاسه ونيوه اَؤ ورته ئے ووئيل چه”پاڅۀ زما بچئ!“ ٥٥ دَ هغے رُوح بيرته راغے،هغه سمدستى پاڅيده اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”هغے ته خوړلو له څۀ ورکړئ. ٥٦ دَ هغے مور پلار حق حيران شول خو هغۀ هغوئ ته حُکم ورکړو چه”هر څۀ چه شوى دى دَ دے حال چاته مه وايئ.“

لُوقا 9

دَ دولسو رسُولانو ليږل

١ عيسىٰ بيا هغه دولس تنه راوبلل اَؤ هغوئ له ئے اِختيار ورکړو چه پيريان وباسى اَؤ رنځُونه روغوى. ٢ اَؤ هغوئ ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ وعظ کولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغولو دَ پاره واستول. ٣ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”دَ ځان سره هيڅ مه آخلئ،نۀ لښته،نه بټوے،نۀ ډوډئ اَؤ نۀ پيسے اَؤ نۀ به دَ ځان سره بل قميس وړئ. ٤ اَؤ هر کله چه تاسو يو کور ته ورشئ نو په هغه کښے پاتے شئ اَؤ هم دَ هغه ځائے نه رُخصت شئ. ٥ اَؤ کُوم خلق چه تاسو قبُول نۀ کړى نو هر کله چه تاسو دَ هغوئ ښار پريږدئ نو دَ خپلو پښو نه دُوړے وڅنډئ چه په هغوئ ګواهى شى.“ ٦ نو هغوئ روان شول،کلى په کلى ګرزيدل اَؤ په هر ځائے کښے ئے دغه زيرے خور کړو اَؤ رنځُوران ئے روغ کړل.

دَ هيروديس پريشانى

٧ والى هيرديس هم دَ دے ټول هر څۀ نه خبر شو اَؤ په هيڅ بُود بے بُود ئے نۀ رسيدو ځکه چه ځنو به وئيل چه يحيىٰ له مړو نه بيا ژوندے شوے دے. ٨ اَؤ نورو به وئيل چه اِلياس راپيدا شوے دے اَؤ نورو به وئيل چه دَ زاړو پيغمبرانو نه يو بيا راژوندے شوے دے. ٩ هيروديس ووئيل چه”دَ يحيىٰ سر ما په خپله پريکړے دے خو دا لا څوک دے چه دا دومره خبرے ئے کيږى؟“اَؤ هغه دَ عيسىٰ ليدو ته ليوا له وُو.

پنځو زرو خلقو ته خوراک ورکول

١٠ هر کله چه رسُولان بيرته راغلل نو عيسىٰ ته ئے خپله کار ګُزارى تيره کړه اَؤ هغۀ هغوئ دَ ځان سره روان کړل اَؤ بيتِ صيدا نومے ښاريئے ته ځان له لاړل. ١١ خو خلق خبر شول اَؤ ورپسے لاړل. هغۀ خلقو ته هر کلے ووے اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله خبرے وکړے اَؤ څوک چه دَ علاج حاجتمند وُو،هغوئ ئے روغ کړل. ١٢ کله چه ماښام شو نو هغه دولس تنه هغۀ له راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل،”دا خلق رُخصت کړه چه خوا اَؤ شا کلو اَؤ بانډو ته لاړ شى اَؤ ځان ته دَ شپے تيرولو اَؤ خوراک غور وکړى ځکه چه مُونږ دلته په خوشى بيابان کښے يُو.“ ١٣ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دوئ ته له ځانه څۀ ورکړئ چه وخورى.“نو هغوئ ووئيل چه”مُونږ سره خو صرف پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان دى،نور هيڅ نِشته،تر څو چه مُونږ په خپله لاړ نۀ شُو اَؤ دَ دوى دَ پاره دَ خوراک څښاک څيزُونه وانۀ خلُو.“ ١٤ دا خوا اَؤ شا پنځۀ زره سړى وُو. هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه”دوئ دَ پنځوسو پنځوسو په قطارُونو کښے کښينوئ.“ ١٥ هغوئ داسے وکړل اَؤ ټول ئے کښينول. ١٦ بيا عيسىٰ هغه پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان واخستل اَؤ آسمان ته ئے پورته وکتل،په هغے ئے شُکر وُويستو،ماتے ئے کړے اَؤ مُريدانو له ئے ورکړے چه په خلقو ئے وويشى. ١٧ هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګيډه ډوډئ وخوړه اَؤ کله چه پاتے شوے ټُکړے راجمع کړے شوے نو دولس شکرئ ترے ډکے شوے.

دَ عيسىٰ په باره کښے دَ پطروس اِقرار

١٨ يوه ورځ چه عيسىٰ يواځے دُعا کوله اَؤ دَ هغۀ مُريدان هم حاضر وُو نو هغۀ دَ هغوئ نه تپوس وکړو چه”خلق څۀ وائى چه زَۀ څوک يم؟“ ١٩ هغوئ جواب ورکړو،”څوک خو وائى چه بپتسمه ورکُونکے يحيىٰ دے،نور دِ اِلياس ګڼى اَؤ ځنے دا وائى چه دَ پخوانو نبيانو نه څوک بيا ژوندے شوے دے.“ ٢٠ نو هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو څۀ وايئ چه زَۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو،”دَ خُدائے مسيح.“

دَ عيسىٰ دَ خپل مرګ اَؤ بيا ژوندے کيدلو په باره کښے پيشن ګوئى

٢١ بيا عيسىٰ هغوئ په کلکه منع کړل چه”دا حال به ګورے چا ته نۀ وايئ.“ ٢٢ اَؤ هغۀ ووئيل چه”اِبن آدم به ډيرے سختئ زغمى چه مشران، کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان به ئے رد کوى،چه قتل کړے شى اَؤ بيا به په دريمه ورځ ژوندے پاڅولے شى.“ ٢٣ اَؤ هغۀ ټولو ته ووئيل،”که څوک زما مُريدى خوښوى نو هغه دِ خپل خواهشات شاته وغورزوى اَؤ هره ورځ دِ هغه خپله سولئ پورته کوى اَؤ په ما پسے دِ راځى. ٢٤ څوک چه خپل ژوندُون بچ کول غواړى هغه به ورک شى،خو چه کوم سړے زما دَ خاطره ځان ورکول غواړى هغه به بچ شى. ٢٥ که بنى آدم دا ټوله دُنيا دَ خپل ځان په بدل کښے حاصله کړى نو څۀ به ومُومى؟ ٢٦ ځکه چه هر هغه څوک چه په ما يا زما په کلام وشرميږى نو اِبن آدم به دَ هغۀ نه وشرميږى،هر کله چه هغه په خپله اَؤ دَ خپل پلار اَؤ دَ پاکو فرښتو دَ شان و شوکت سره راشى. ٢٧ اَؤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دلته ځنے داسے کسان ولاړ دى چه هغوئ به مرګ تر هغے ونۀ وينى تر څو ئے چه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ وى.“

دَ عيسىٰ شکل بدليدل

٢٨ دَ دے خبرو نه اَتۀ ورځے پس هغۀ پطروس،يوحنا اَؤ يعقُوب دَ ځان سره کړل اَؤ دَ دُعا دَ پاره غرۀ ته لاړل. ٢٩ هر کله چه هغۀ دُعا کوله نو دَ هغۀ شکل بدل شو اَؤ جامے ئے سپينے وځليدلے. ٣٠ اَؤ وګورئ دوه سړى ورسره په خبرو وُو چه دا اِلياس اَؤ مُوسىٰ وُو ٣١ چه هغوئ په جلال کښے ښکاره شول اَؤ دَ هغۀ دَ مرګ په حقله ئے خبرے وکړے چه هغه په بيتُ المُقدس کښے پُوره کيدُونکے وے. ٣٢ په دے وخت کښے پطروس اَؤ دَ هغۀ ملګرى په ښۀ خوب ورغلى وُو، خو هر کله چه هغوئ بيدار شُو نو هغوئ دَ دَۀ شان وليدو اَؤ ورسره ئے هغه دوه سړى هم په څنګ کښے ولاړ وليدل. ٣٣ اَؤ کله چه هغوئ دَ عيسىٰ نه جُدا کيدل نو پطروس هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! زمُونږ دَ پاره دلته پاتے کيدل ښۀ دى! نو مُونږ به درے کوټګئ،يوه ستا دَ پاره،يوه دَ مُوسىٰ اَؤ يوه دَ اِلياس دَ پاره جوړے کړُو.“خو هغۀ چه څۀ ووئيل په هغے نۀ پوهيدو. ٣٤ دا خبرے لا دَ هغۀ په شُونډو وے چه په دے کښے يوه وريځ راغله اَؤ په دوئ سورے شو. هغوئ چه په وريځ کښے راګير شول نو ويرے واخستل. ٣٥ اَؤ دَ دے وريځے نه يو آواز راغے،”دا زما زوئے دے،زما غوره کړے. دَۀ ته غوږ ونيسئ!“ ٣٦ هر کله چه آواز وشو نو عيسىٰ ئے يواځے وليدو. نو مُريدان غلى پاتے شول اَؤ هر څۀ چه ئے ليدلى وُو،په هغه وخت کښے ئے هيچا ته هم حال ونۀ وے.

يو دَ پيريانو نيولے هلک روغول

٣٧ بله ورځ چه هغوئ دَ غرۀ نه راکُوز شول نو ډيره لويه ګڼه ورته راټوله شوه. ٣٨ په ګنه کښے ناڅاپى يو سړى چغه کړه،”اُستاذه! زارى درته کوم چه زما په يکى يو زوى نظر وکړه! ٣٩ وخت په وخت ئے رُوح نيسى،چغے ترے وباسى،تاؤ راتاؤ ئے کړى اَؤ وئے غورزوى اَؤ په خُلے ئے ځګُونه رامات کړى اَؤ چه بد بد ئے ژوبل کړى نو ايله ترے لاړ شى! ٤٠ ما ستا مُريدانو ته خواست وکړو چه ترے ئے وباسئ خو هغوئ پاتے راغلل.“ ٤١ عيسىٰ جواب ورکړو،”اَئے بد راه اَؤ بے ايمانه پيړئ! زَۀ به تر څو تاسو سره يم اَؤ ستاسو ناکړدے به زغمم؟ خپل زوئے دلته راوله.“ ٤٢ خو دَ راوستو نه مخکښے ناپاک رُوح هغه ماشُوم راوپرزوو اَؤ تاؤ راتاؤ ئے کړو. عيسىٰ ناپاک رُوح ورټلو،هلک ئے روغ کړو اَؤ پلار ته ئے بيرته حواله کړو. ٤٣ اَؤ هغوئ دَ خُدائے په لوئى اَؤ شان ويرے واخستل.

دَ عيسىٰ په دويم ځل دَ خپل مرګ په حقله پيشن ګوئى

ټول خلق دَ دَۀ په دے ټولو کارُونو حيران شول اَؤ عيسىٰ په دے حال کښے خپلو مُريدانو ته ووئيل، ٤٤ ”زَۀ چه اوس څۀ وئيل غواړم په هغه خبرو غور وکړئ ځکه چه دا ستاسو دَ پاره دى! اِبن آدم به دَ بنى آدمو په واک کښے ورکړے شى.“ ٤٥ خو هغوئ دَ هغۀ په دے وينا پوهه نۀ شول ځکه چه دَ دے مطلب دَ هغوئ نه پټ وُو دَ دے دَ پاره چه هغوئ په دے ونه رسى اَؤ هغوئ په دے حقله دَ هغۀ نه دَ تپوس کولو نه هم ويريدل.

دَ ټولو نه لوئے څوک دے؟

٤٦ دَ هغوئ په مينځ کښے تکرار وشو چه په دوئ کښے څوک لوئے دے. ٤٧ عيسىٰ په دے پوهه وُو چه دَ دوئ په زړُونو کښے څۀ تيريږى نو هغۀ يو ماشُوم دَ لاسه ونيولو اَؤ په خپله خوا کښے ئے ودرولو ٤٨ اَؤ وے وئيل،”هغه څوک چه زما په نُوم دا ماشُوم قبول کړى هغه ما قبلوى،اَؤ هغه څوک چه ما قبلوى هغه هغه څوک قبلوى چه زَۀ ئے را آستولے يم. ځکه چه په تاسو ټولو کښے ورکوټے په تاسو ټولو کښے لوئے دے.“

هغه څوک چه ستا مُخالف نۀ دے،ستا طرفدار دے

٤٩ يوحنا ووئيل،”مالِکه! مُونږ يو سړے وليدو چه ستا په نُوم ئے پيريان ايستل خو چه هغه زمُونږ نه نۀ وُو نو له دے کبله مُونږ دَ هغۀ دَ منع کولو کوشِش وکړو.“ ٥٠ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”هغه مه منع کوئ ځکه چه کُوم سړے چه ستاسو مُخالف نۀ دے،هغه ستاسو طرفدار دے.“

دَ سامريه دَ يو کلى دَ عيسىٰ دَ قبلولو نه اِنکار

٥١ هر کله چه هغه رانزدے شو چه عيسىٰ پاس آسمان ته بوتلُونکے وُو نو هغۀ بيتُ المُقدس ته په پخه اِراده مخه وکړه. ٥٢ اَؤ دَ ځان نه ئے وړاندے اَستازى واستول. هغوئ لاړل اَؤ دَ سامريه يو کلى ته ورغلل چه دَ هغۀ دَ پاره تيارى وکړى. ٥٣ خو دَ کلى خلقو هغه قبُول نۀ کړو چه دَ هغۀ مخه دَ بيتُ المُقدس په لور وه. ٥٤ هر کله چه دَ هغۀ مُريدانو يعقُوب اَؤ يوحنا دا وليدل نو وئے وئيل،”مالکه! مُونږ دَ آسمان نه دَ دے کلى دَ سوزولو دَ پاره اور غواړُو څۀ؟“ ٥٥ خو هغۀ ورته مخ ور واړَوو اَؤ وئے رټل. ٥٦ نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.

دَ عيسىٰ دَ مُريدان کيدلو امکان

٥٧ کله چه هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل،”تۀ چه هر چرته ځے،زَۀ به درپسے يم.“ ٥٨ عيسىٰ جواب ورکړو،”دَ لُومبړو غارُونه شته اَؤ دَ مراغانو جالے،خو دَ اِبن آدم دومره قدرِ ځائے هم نِشته چه خپل سر پرے ولګوى.“ ٥٩ بل چا ته هغۀ ووئيل،”په ما پسے راځه.“ خو سړى جواب ورکړو،”ما ته دومره اِجازت راکړه چه اول خپل پلار ښخ کړم.“ ٦٠ خو عيسىٰ ورته ووئيل،”مړى پريږدئ چه مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ زيرے خور کړه.“ ٦١ اَؤ بيا يو بل ووئيل،”مالِکه! زَۀ به درپسے يم خو دومره اِجازت راکړه چه دَ خپل کور دَ خلقو نه رُخصت واخلم.“ ٦٢ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”کُوم سړے چه دَ يوى په مُوټئ لاس کيږدى اَؤ بيا شاته ګورى هغه دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق نۀ دے.“

لُوقا 10

دوه اويا مُريدان ليږل

١ پس له هغے بيا مالِک نور دوه اويا مُقرر کړل اَؤ هغوئ ئے دوه دوه مُختلفو کلو اَؤ بانډو ته دَ ځان نه وړاندے واستول،کُومو ته چه دَ هغۀ دَ ورتلو اِراده وه. ٢ هغۀ هغوئ ته ووئيل،”فصل ډير دے خو مزدُوران کم دى. دَ دے دَ پاره تاسو دَ فصل خاوند ته سوال وکړئ چه دَ خپل فصل دَ پاره مزدُوران راوليږى. ٣ په خپله لاره ځئ اَؤ ګورئ،زَۀ تاسو لکه ګډے دَ شرمخانو په مينځ کښې ليږم. ٤ مه دَ ځان سره پيسے وړئ،نۀ بټوے اَؤ نۀ پيزار. په لاره په هيچا په سلام اَؤ دُعا باندے وخت مه ضائع کوئ. ٥ اَؤ هر کله چه يو کور ته ننوزئ نو تاسو اول داسے ووايئ، په دے کور کښے دِ خير وى! ٦ که چرے هلته يو کس خير خواه وى نو ستاسو سلامتى به دَ هغۀ دَ پاره وى اَؤ که نه، نو هغه به تاسو ته بيرته راشى. ٧ هم په هغه يو کور کښے پاتے شئ اَؤ دَ هغوئ په خوراک څښاک کښے شريک شئ ځکه چه مزدُور دَ مزدُورئ حقدار وى. دَ يو کور نه بل کور ته مه ځئ. ٨ هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته ورشئ اَؤ هغوئ تاسو ته هر کلے ووائى نو کُوم خوراک چه تاسو ته کيښودے شى،هغه وخورئ. ٩ هلته رنځُوران روغ کړئ اَؤ ووايئ چه دَ خُدائے بادشاهى ستاسو په سر راغلے ده. ١٠ هر کله چه تاسو يوے ښارئے ته دَننه شئ اَؤ هغوئ درته هر کلے ونۀ وائى نو دَ دے کلى بهر کُوڅو ته ووزئ اَؤ ووايئ، ١١ ستاسو دَ ښاريئے دا دُوړه چه زمُونږ په پښو پورے نښتى ده،مُونږ ئے ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چه دَ خُدائے بادشاهى رانزدے ده! ١٢ زَۀ تاسو ته دا وايم چه په لويه ورځ به دَ صدُوم حال دَ دغه ښار نه زيات دَ زغملو وى!

په ناتوبه ګار ښار باندے اَفسوس

١٣ اَئے خورازينه! په تا دِ اَفسوس وى! اَئے بيتِ صيدا! په تا دِ اَفسوس وى! که چرے دا معجزے کُومے چه په تاسو کښے څرګندے کړے شوے په صور اَؤ صيدا کښے څرګندے کړے شوے وئے نو هغوئ به دَ دے نه ډير پخوا چه دَ تباهئ اَؤ بربادئ سره مخامخ شوى وُو،ټاټ لنګ کړے اَؤ په ايرو کښے ناست توبه ګار شوى وُو! ١٤ خو دَ قيامت په ورځ به دَ صُور اَؤ صيدا حالت ستاسو نه ډير غوره وى. ١٥ اَؤ اَئے کفرنحُومه! آيا تۀ دا ګڼے چه تۀ به تر آسمانه پورته کړے شے څۀ؟ نه،تۀ به تاترين ته وغورزولے شے! ١٦ هر څوک چه تاسو ته غوږ نيسى،هغه ما ته غوږ نيسى اَؤ هر څوک چه تاسو رد کوى،هغه ما رد کوى اَؤ څوک چه ما رد کوى،هغه هم هغه رد کوى چه زَۀ ئے را استولے يم.“

دَ دوؤ اؤياؤ مُريدانو واپس راتلل

١٧ بيا هغه دوه اويا کسان خوشحاله واپس راغلل اَؤ وئے وئيل چه”اَئے مالِکه! ستا په نُوم پيريان هم زمُونږ تابعدارى کوى.“ ١٨ هغۀ ځواب ورکړو،”ما دا وليدل چه څنګه شيطان دَ بريښنا په شان دَ آسمان نه راکُوز شو. ١٩ اوس تاسو ګورئ چه اِختيار مے تاسو ته درکړو چه په لړمانو اَؤ مارانو پښے ږدئ اَؤ دَ دُښمن طاقت هم دَ پښو لاندے کوئ اَؤ هيڅ شئے هم چرے تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے. ٢٠ خو په دے يواځے مه خوشحاليږئ چه رُوحُونه ستاسو تابعدارى کوى بلکه په دے چه ستاسو نومُونه په آسمان کښے وليکلے شول.“

دَ عيسىٰ خوشحاليدل

٢١ هم په دغه وخت عيسىٰ په رُوحُ القُدس لويه خوشحالى وکړه اَؤ عيسىٰ ووئيل،”اَئے پلاره! دَ آسمان اَؤ مزکے مالکه! زَۀ ستا شُکر کوم چه دا خبرے دِ دَ هوښيارانو اَؤ پوهانو نه پټے کړلے اَؤ ماشُومانو ته دِ ښکاره کړلے. اَئے پلاره! دا ستا رضا وه. ٢٢ زما پلار ما ته هر څۀ راسپارلى دى اَؤ هيڅوک په دے نۀ دے پوهه چه زوئے ئے څوک دے بے له پلاره،اَؤ پلار څوک دے بے له زويه اَؤ دَ هغه سړى نه چه زوئے ئے پرے ظاهرول غواړى.“ ٢٣ بيا هغه خپلو مُريدانو ته راوګرزيدلو اَؤ جُدا ئے ورته ووئيل،”هغه سترګے بختورى دىچه هغه څۀ ليدے شى چه تاسو ئے وينئ! ٢٤ زَۀ تاسو ته وايم چه ډيرو نبيانو اَؤ بادشاهانو دا غوښتل چه هغه څۀ ووينى چه تاسو ئے وينئ خو چرے ئے ونۀ ليدل اَؤ هغه څۀ واؤرى چه تاسو ئے آؤرئ خو چرے ئے وانۀ وريدل.“

نيک سامرى

٢٥ په يوه موقع يو دَ شرعے عالم راغے اَؤ په عيسىٰ ئے دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو،”مالکه! زۀ داسے څۀ کار وکړم چه دَ تل ژوندُون وارث شم؟“ ٢٦ عيسىٰ ورته ووئيل،”په شريعت کښے ئے څۀ ليکلى دى؟ تۀ ئے څنګه لولے؟“ ٢٧ هغۀ ورته جواب ورکړو،«دَ خپل خُدائے سره دَ زړۀ په راستئ اَؤ پُوره په رُوح اؤ پُوره په طاقت اَؤ پُوره په عقل مينه لره» اَؤ «دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوه.» ٢٨ عيسىٰ ورته ووئيل چه”هم دغه صحيح جواب دے.دغه شان کوه نو ژوندے به اوسے.“ ٢٩ خو هغۀ خپل ځان رښتُونے کولو،نو عيسىٰ ته ئے ووئيل،”زما ګاونډى څوک دے؟“ ٣٠ عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه”يو سړے دَ بيتُ المُقدس نه يريحو ته روان وُو چه په لارے ډاکوانو ګير کړو،جامے ئے ترے وويستے،وئے وهلو اَؤ مرګى حال ئے پريښودلو اَؤ ترے لاړل. ٣١ اِتفاقى يو کاهن په دغه لار تيريدو چه هغه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ داسے پرے تير شو. ٣٢ دغه شان يو ليوى هغه ځائے ته راغے اَؤ چه ئے وليدو نو ډډه ئے ترے وکړه اَؤ لاړو. ٣٣ خو يو سامرى مُسافر چه هغۀ ته راغے اَؤ چه هغه ئے وليدو نو زړۀ ئے پرے وسوزيدو. ٣٤ هغه ورغے،په هغه ئے پټئ ولګوله اَؤ په زخمونو ئے ورته تيل اَؤ شراب پورے کړل اَؤ بيا ئے په خپل څاروى سور کړو اَؤ يو سرائے ته ئے راوستو اَؤ هلته ئے دَ هغۀ خدمت وکړو. ٣٥ بله ورځ هغۀ دوه ديناره راوويستل،دَ سرائے مالِک ته ئے ورکړل اَؤ ورته ئے ووئيل چه دَ دَۀ خدمت کوه اَؤ که نور خرڅ پرے راغے نو په واپسئ به ئے درکړم. ٣٦ ستا څۀ خيال دے چه په دے درے واړو کښے دَ هغه سړى کُوم چه دَ غلو په لاس کښے کښيوتے وُو،ګاونډى څوک دے؟“ ٣٧ هغۀ جواب ورکړو،”هغه څوک چا چه په هغۀ رحم وکړو.“ عيسىٰ ورته ووئيل،”لاړ شه اَؤ دغسے کوه لکه چه هغۀ وکړل.“

دَ عيسىٰ مرتا اَؤ مريم سره ملاقات

٣٨ هر کله چه هغوئ په لاره تلل نو عيسىٰ يو کلى ته راغے چرته چه مرتا نومے يوے ښځے په خپل کور کښے ميلمه کړو. ٣٩ دَ هغے يوه خور وه چه نُوم ئے مريم وُو. هغه دَ عيسىٰ په پښو کښے کښيناستله اَؤ دَ هغۀ کلام ئے آؤريدلو. ٤٠ خو چه مرتا دَ ډير کار له کبله زياته ستړے شوه نو ورغله اَؤ ورته ئے ووئيل،”مالِکه! تۀ دا خيال نۀ کوے چه زما خور زَۀ خدمت ته يواځے پريښودلے يم؟ هغے ته ووايه چه راشى اَؤ زما مدد وکړى.“ ٤١ مالِک په جواب کښے ورته ووئيل،”مرتا! دَ تۀ ډيرو څيزونو فکر آخستے يئے اَؤ هله ګُله جوړوے. ٤٢ خو يو څيز ضرورى دے اَؤ مريمے چه کُومه حِصه خوښه کړے ده،هغه غوره ده اَؤ دا به دَ هغے نه هيڅکله وانۀ خستے شى.“

لُوقا 11

دَ دُعا په حق کښے تعليم

١ داسے وشول چه عيسىٰ په يو ځائے کښے دُعا کوله. هغۀ چه دُعا خلاصه کړه نو دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو تن ورته ووئيل،”مالِکه! مُونږ ته دَ دُعا چل وښيۀ لکه څنګه چه يحيىٰ خپلو مُريدانو ته ښودلے وُو.“ ٢ عيسىٰ جواب ورکړو چه”هر کله چه تاسو دُعا کوئ نو داسے وايئ: اَئے پلاره! ستا نُوم دِ پاک شى اَؤ ستا بادشاهى دِ راشى. ٣ زمُونږ دَ هرے ورځے رزق مُونږ له راکړے. ٤ اَؤ مُونږ ته زمُونږ ګُناهُونه وبخښے، ځکه چه مُونږ هم خپل قصُور وار بخښُو، اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه.“ ٥ بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”فرض کړئ چه په تاسو کښے دَ يو سړى يو ملګرے وى څوک چه په نيمه شپه کښے ورله راشى اَؤ ورته ووائى زما ملګريه! ماله درے ډوډئ پور راکړه. ٦ ځکه چه زما يو ملګرے دَ سفر نه راغلے دے اَؤ ما کره هغۀ ته دَ ورکولو دَ پاره هيڅ نِشته. ٧ اَؤ هغه ورته دَ ننه نه په جواب کښے ووائى چه ما مه تنګوه! دَ شپے له کبله ورُونه بند دى اَؤ زما بچى اَؤ مُونږ ملاست يُو اَؤ زَۀ تا ته دَ څۀ درکولو دَ پاره نۀ شم پاڅيدلے. ٨ زَۀ تاسو وايم،که چرے دَ دوستئ له مخه ورله څۀ ورنۀ کړى خو دَ هغۀ دَ سوالُونو دَ شرمه به هغه پاڅى اَؤ هغۀ له به هر څۀ ورکړى. ٩ اَؤ دغه شان زَۀ تاسو ته وايم چه وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى،ولټوئ نو تاسو به ئے ومُومئ،وډبوئ اَؤ دروازه به درته لرے کړے شى. ١٠ ځکه چه هر څوک چه وغواړى،هغه ئے آخلى اَؤ څوک ئے چه لټوى،هغه ئے مُومى اَؤ څوک چه ور ټکوى،هغۀ ته دروازه بيرته کيږى. ١١ په تاسو کښے داسے يو پلار هم شته چه زوئے ترے نه ماهى وغواړى اَؤ دَے ورله مار ورکړى؟ ١٢ اَؤ يا چه هغه اګئ وغواړى نو دئے ورله لړم ورکړى؟ ١٣ ځکه چه که تاسو هر څومره بد يئ خو په دے پوهيږئ چه خپلو بچو له ښۀ څيزُونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات هغوئ ته رُوحُ القُدس ورکړى چه څوک ئے غوښتنه کوى!“

عيسىٰ اَؤ بعلزبول

١٤ عيسىٰ دَ يو داسے سړى نه پيرے لرے کړو چه هغه چاړا وُو اَؤ هر کله چه دغه پيرے ووتو نو هغه چاړا سړے په خبرو شو. خلق په دے حيران شول، ١٥ خو ځنو په کښے ووئيل چه”دَئے خو دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان وباسى.“ ١٦ اَؤ نورو دَ آزميښت په طور ترے نه څۀ آسمانى نخښه وغوښتله. ١٧ خو هغه دَ هغوئ په نيتُونو پوهيدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”په هره بادشاهئ کښے چه دَ ننه مُخالفت را اُوچت شى نو هغه برباديږى اَؤ په اِتفاقئ کور ړنګيږى. ١٨ هم دغه شان که چرے شيطان دَ خپل ځان نه خلاف شى نو بادشاهى به ئے څنګه پاتے شى؟ اَؤ لکه چه تاسو وايئ چه زَۀ دَ بعلزبول په مدد پيريان وباسم، ١٩ نو که چرے زَۀ دَ بعلزبول په مدد پيريان وباسم نو ستاسو زامن ئے دَ چا په مدد وباسى؟ ځکه هم هغوئ به ستاسو مُنصفان شى ٢٠ خو که چرے زَۀ دَ خُدائے په قُدرت پيريان وباسم نو بيا پوهه شئ چه دَ خُدائے بادشاهى تاسو ته نزدے ده. ٢١ هر کله چه يو زورَور وسله کړے سړے دَ خپل کور ساتنه کوى نو دَ هغۀ کور به په حفاظت وى. ٢٢ خو هر کله چه دَ هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ راشى اَؤ دَئے دَ قابو لاندے کړى نو هغه دَ هغۀ وسله واخلى چه دَ دَۀ پرے توکل وى اَؤ هر څۀ ئے تالا کړى اَؤ دَ لُوټ مال ئے وويشى. ٢٣ هغه څوک چه ماسره نۀ دے،زما مخالف دے اَؤ څوک چه ئے زما سره نۀ جمع کوى نو هغه ئے تالاترغه کوى.

دَ يو پيرى واپس راتلل

٢٤ هر کله چه دَ بنى آدم نه يو پيرے راوزى نو هغه په صحراګانو کښے ناقلاره ګرځى اَؤ دَ آرام ځائے لټوى اَؤ هر کله چه هغه داسے ځائے ونۀ مُومى نو وائى چه ځه يره هغه کورته به لاړ شم چه دَ کُوم نه راوُتے يم. ٢٥ دغه شان هغه بيرته لاړ شى اَؤ هغه کور صفا اَؤ جارُو کړے بيا مُومى. ٢٦ بيا دَئے لاړ شى اَؤ دَ ځان سره نور اُووۀ پيريان دَ ځان نه زيات خراب راولى اَؤ هغه ټول راشى،ورننوزى اَؤ هلته ديره شى اَؤ په آخر کښے دَ هغه سړى حال دَ اول نه هم زيات خراب شى.“

دَ رښتُونى برکت

٢٧ هر کله چه عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښے يوے ښځے چغے کړے،”بختوره ده هغه ګيډه چه تۀ په کښے پاتے شوے ئے اَؤ هغه سينه بختوره ده چه تا ورودله!“ ٢٨ نو هغۀ جواب ورکړو،”نه،بختور هغه دے څوک چه دَ خُدائے کلام آؤرى اَؤ پرے عمل کوى!“

نخښه غوښتل

٢٩ هر کله چه خلق عيسىٰ ته راټوليدل نو هغۀ داسے ووئيل،”دا يوه بده پيړئ ده! دوئ نخښه غواړى خو يکى يوه نښخه چه دوئ ته ورکيدے شى،هغه دَ يُونس نخښه ده. ٣٠ لکه څنګه چه يُونس دَ نينيواه دَ خلقو دَ پاره نخښه شو،دغه شان به اِبن آدم دَ دے پيړئ دَ پاره نخښه شى. ٣١ اَؤ هر کله چه به دَ قيامت په ورځ دَ سهيل مَلِکه دَ دے پيړئ دَ خلقو په خلاف ګواهى کوى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى،ځکه چه هغه خو دَ سليمان دَ حِکمت دَ آؤريدو دَ پاره دَ دُنيا دَ بل سر نه راغلے وه،اَؤ چه دلته دے،هغه دَ سليمان نه هم ډير لوئے دے. ٣٢ دَ نينيوا خلق به هم دَ دے زمانے دَ خلقو سره دَ قيامت په ورځ ودريږى اَؤ دا پيړئ به مُجرمه ثابته کړى ځکه چه هغوئ دَ يُونس په وعظ توبه ګار شول،اَؤ څوک چه دلته دے،هغه دَ يُونس نه هم ډير لوئے دے.

دَ وجُود رڼا

٣٣ ”هيڅوک هم ډيوه په دے غرض نۀ بلوى چه دَ اوږى دَ لاندے ئے کړى خو دَ دے دَ پاره چه په ډيوټ ئے کيږدى چه هر راتلُونکے سړے رڼا ليدے شى. ٣٤ ستا دَ وجود ډيوه ستا سترګه ده. هر کله چه ستا سترګه جوړه وى نو ستا ټول وجُود به هم رڼا وى. هر کله چه سترګه خرابه وى نو ستا په وجُود کښے به تورتم وى. ٣٥ نو بيا پام کوه چه کُومه رڼا په تا کښے ده چه تور تم نۀ وى ٣٦ که چرے ستا په ټول وجُود کښے رڼا وى اَؤ يو اَندام هم په تورتم کښے نۀ وى نو درته به داسے رڼا وى لکه چه يوه ډيوه ستا په وړاندے بليږى.“

دَ فريسى اَؤ دَ شرعے عالم ملامتول

٣٧ هر کله چه عيسىٰ خبرے ختمے کړے نو يو فريسى هغه ډوډئ ته وبللو. هغه دَ ننه ورغے اَؤ کښيناستو. ٣٨ فريسى په دے ليدو حيران شو کله چه هغه دَ ناوينځلو لاسُونو سره خوراک ته کښيناستو. ٣٩ خو مالِک هغۀ ته ووئيل،”تاسو فريسيان دَ کنډول اَؤ رکابئ تش بهر مخ وينځئ خو دَ ننه دَ حرص اَؤ بد کارئ نه ډک يئ. ٤٠ اَئے کم عقلو! چا چه بهرنئ حصه جوړه کړے ده،آيا هغۀ دَ ننه حِصه نۀ ده جوړه کړے څۀ؟ ٤١ خو ځئ،هر څۀ چه په کښے دى هغه دِ خيراتى ورکړے شى. ګورئ،هر څۀ ستاسو دَ پاره پاک دى. ٤٢ اَئے فريسيانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو دَ باغ دَ ويلنى اَؤ دَ سپيلنى اَؤ دَ هر قِسم سبزئ عُشر خو ورکوئ خو نۀ دَ اِنصاف خيال ساتئ اَؤ نۀ درسره دَ خُدائے مينه شته. په اصل کښے په کار دا وُو چه تاسو په دے هم عمل کولے اَؤ هغه مو نۀ پريښولے. ٤٣ اَئے فريسيانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ خوښوئ اَؤ په بازارُونو کښے په سلامُونو خوشحاليږئ. ٤٤ اَفسوس،چه تاسو دَ هغه قبرُونو په شان يئ چه نخښه ئے نۀ معلُوميږى اَؤ خلق پرے په بے خيالئ کښے دَ پاسه ګرځى.“ ٤٥ دَ دے په جواب کښے يو دَ شرعے عالم ووئيل،”اُستاذه! تۀ چه داسے خبرے کوے نو دا زمُونږ سپکاوے کوے.“ ٤٦ عيسىٰ ورته ووئيل،”بے شکه دَ شرعے عالمانو! ستاسو هم دغه حال دے! ځکه چه تاسو په خلقو بے اندازے بوج وراچوئ ولے په خپله دَ دے اُوچتولو دَ پاره يوه ګوته قدرِ هم نۀ وروړئ. ٤٧ اَفسوس چه تاسو دَ هغه نبيانو ګنبدُونه جوړوئ چه ستاسو پلارُونو نيکُونو وژلى وُو. ٤٨ اَؤ تاسو په خپله دَ خپلو پلارُونو نيکُونو په کارُونو کښے ګواهى کوئ، هغوئ قتلونه وکړل اَؤ تاسو پرے ګنبدُونه جوړ کړل. ٤٩ ځکه خو دَ خُدائے حِکمت وئيلى دى چه زَۀ به نبيان اَؤ رسولان درليږم اَؤ په دوئ کښے به ځنى ربړولے شى اَؤ ځنى به ووژلے شى. ٥٠ دغه شان به دَ دُنيا دَ پيدايښت نه دَ ټولو نبيانو دَ توئے شوو وينو جواب دَ دے پيړئ نه وغوښتلے شى، ٥١ دَ هابيل دَ وينے نه دَ ذکرياه تر وينے پورے څوک چه دَ قُربانګاه اَؤ دَ خُدائے دَ کور دَ کوټے په مينځ کښے ووژلے شو. زَۀ تاسو ته وايم چه دا پيړئ به دَ دے ټولو جواب ورکوى. ٥٢ اَئے دَ شرعے عالمانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو دَ عِلم کُنجيانے قبضه کړى دى،تاسو په خپله هم داخل نۀ شوئ اَؤ څوک چه داخليدل،هغه مو هم نۀ پريښول!“ ٥٣ کله چه عيسىٰ دَ کوره بهر شو نو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دا کوشِش وکړو چه سخت ټيل جوړ کړى اَؤ دَ دَۀ نه بے واره بے واره تپوسُونه وکړى. ٥٤ اَؤ په دے اِنتظار وُو چه هغه په خپلو خبرو کښے راګير کړى.

لُوقا 12

دَ مُنافقت خلاف خبردارے

١ په دے دوران کښے دَ زرګُونو خلقو ګڼه جوړه شوے وه اَؤ داسے جقه شوى وه چه خلق په يو بل ورختل. نو عيسىٰ اول خپلو مُريدانو ته خبرے شروع کړے چه”دَ فريسيانو دَ خمبيرے نه ځان ساتئ! زما مطلب دَ هغوئ دَ مُنافقت نه دے. ٢ داسے هيڅ پټ شئے نِشته چه هغه به څرګند نۀ کړے شى اَؤ داسے هيڅ څيز نامعلُومه نِشته چه هغه به ونهٔ پيژنداے شی. ٣ نو هر هغه څۀ چه تاسو په تورتم کښے وايئ،هغه به په رڼا ورځ واؤريدلے شى اَؤ هغه څۀ چه تاسو په بندو دروازو يو بل ته په غوږ کښے وئيلى دى،هغه به دَ کوټے دَ چته په چغه واؤرولى شى.

دَ چا نه ويريدل

٤ اَئے زما دوستانو! زَۀ تاسو ته دا وايم،دَ هغه چا نه مه ويريږئ څوک چه وجُود وژنى خو دَ هغے نه پس نور هيڅ نۀ شى کولے. ٥ زَۀ به تاسو خبردار کړم چه دَ چا نه ويره په کار ده. دَ هغۀ نه ويريږئ څوک چه دَ وژلو نه پس دوزخ ته دَ اچولو طاقت هم لرى. زَۀ تاسو ته وايم چه له هغۀ نه ويره کوئ! ٦ ولے پنځۀ چڼچڼے په دوؤ پيسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ اَؤ بيا هم خُدائے په دوئ کښے يوه هم نۀ هيروى. ٧ لا دَ دے نه سيوا ستاسو دَ سر ټول ويښتۀ هم شمارلى شوى دى. هيڅ ويره مه کوئ،تاسو دَ بے شميره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ!

دَ بنى آدمو په مخ کښے دَ عيسىٰ اِقرار

٨ زَۀ تاسو ته دا وايم چه هر هغه څوک چه دَ خلقو په مخکښے زما اِقرار کوى نو اِبن آدم به هم دَ خُدائے دَ فرښتو په مخکښے دَ هغۀ اِقرار کوى. ٩ خو څوک چه دَ بنى آدمو په وړاندے زما نه مُنکريږى نو دَ خُدائے دَ فرښتو په مخکښے به دَ هغۀ نه اِنکار وشى. ١٠ هر هغه څوک چه دَ اِبن آدم بر خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به معاف کړے شى،خو څوک چه دَ رُوحُ القُدس بر خلاف کُفر ووائى نو دَ هغۀ دَ پاره به هيڅ معافى نۀ وى. ١١ هر کله چه تاسو دَ عبادت خانو اَؤ دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو په وړاندے راوستے شئ نو په دے انديښنه مه کوئ چه تاسو به دَ دوئ په وړاندے په خپله صفائى کښے څۀ وايئ. ١٢ کله چه وخت راشى نو رُوحُ القُدس به په خپله تاسو ته په هغه ساعت وښائى چه څۀ وئيل په کار دى.“

دَ نادان مالدار مِثال

١٣ په ګڼه کښے يو سړى عيسىٰ ته ووئيل،”اُستاذه! زما ورور ته ووايه چه زما سره دَ ميراث ويش وکړى.“ ١٤ هغۀ جواب ورکړو چه”سړيه! زَۀ چا ستاسو مُنصف اَؤ ثالث مُقرر کړے يم؟“ ١٥ بيا هغۀ خلقو ته ووئيل،”خبردار شئ! دَ هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چه که دَ يو سړى سره زيات مال هم وى خو دولت دَ هغۀ ژوند نۀ شى زياتولے.“ ١٦ اَؤ بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پيش کړو چه”يو مالدار سړے وُو چه په مزکه کښے ئے ښۀ فصل وشو. ١٧ هغۀ دَ ځان سره ووئيل،ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائے هم نِشته چه دا غله په کښے انبار کړم. ١٨ هغۀ ووئيل چه زَۀ به داسے وکړم چه خپلے خمبے به ونړوم اَؤ لوئے به ئے جوړے کړم اَؤ په هغے کښے به خپله ټوله غله اَؤ نور څيزُونه سمبال کړم. ١٩ اَؤ بيا به ځان ته ووايم،سړيه! ډير ښۀ ښۀ څيزونه دومره چه دَ کلُونو پورے دِ پرے ګذاره کيږى دِ جمع کړل،اوس دَ آرام ژوند تيروه،خوره څښه اَؤ مزے کوه! ٢٠ خو خُدائے هغۀ ته ووئيل،اَئے کم عقله! هم په دے شپه به دِ ساه وخيژى. تا چه خپل دولت جمع کړو،دا به اوس دَ چا شى؟ ٢١ دا دَ هغه سړى مِثال دے چه دَ ځان دَ پاره دُنيا راټوله کړى خو دَ خُدائے په نزد غنى نۀ دے.“

انديښنه اَؤ پريشانى

٢٢ هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”ځکه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ ځان دَ پاره دا انديښنه مه کوئ چه څۀ به خورُو يا څۀ به آغوندُو. ٢٣ ځکه چه ژوندون دَ ډوډئ اَؤ وجُود دَ جامے نه غوره دے. ٢٤ مارغانو ته لږ پام وکړئ چه نۀ خو کرى اَؤ نۀ ريبى،نۀ ئے کوټے شته،نۀ خمبے،خو بيا ئے هم خُدائے ساتى! تاسو دَ مارغانو نه ډير زيات غوره يئ! ٢٥ په تاسو کښے داسے يو هم څوک شته چه تش په انديښنو خپل عُمر لږ ساعت زياتولے شى؟ ٢٦ که چرے تاسو په ټولو کښے يو معمُولى کار هم نۀ شئے کولے نو بيا دَ نورو سودا ولے آخستى يئ؟ ٢٧ سوسنو ته پام وکړئ،هغوئ نۀ خو خوارى کوى اَؤ نۀ وريشى،خو بيا هم زَۀ تاسو ته وايم چه سليمان سره دَ خپلے ټولے دبدبے دَ هغوئ په شان ښايسته جامه نۀ وه آغوستے. ٢٨ خو که خُدائے دَ ميدان واښو ته دا قِسم جامه ورکوى کُوم چه نن په پټو کښے راټُوکيږى اَؤ صبا په تنُور کښے اچولے شى،نو اَئے کم ايمانو،هغه به تاسو په څومره ښايسته لباس پټوى. ٢٩ اَئے کم ايمانو! نو ځکه تاسو دَ خوراک څښاک دَ پاره لټُون مه کوئ،تاسو دا فکر مه کوئ. ٣٠ ځکه چه دَ دُنيا نور قومُونه دَ دے څيزونو لټُون کوى خو ستاسو داسے پلار دے چه هغه ستاسو دَ حاجتُونو نه ښۀ خبر دے. ٣١ تاسو دَ هغۀ دَ بادشاهت لټُون کوئ نو دا څيزونه به هم ومُومئ. ٣٢ اَئے ورکوټے رمے! مه ويريږئ! ځکه چه ستاسو دَ پلار دا خوښه ده چه تاسو له بادشاهى درکړى. ٣٣ خپل هر څۀ خرڅ کړئ اَؤ خيرات ورکړئ اَؤ دَ ځان دَ پاره داسے بټوے تيارے کړئ چه هيڅکله نه زړيږى اَؤ په آسمان کښے داسے خزانے چه نۀ تماميږى،چرته چه غل ورنزدے کيدے نۀ شى اَؤ نۀ ئے چينجى خورى. ٣٤ ځکه چه چرته چه ستاسو خزانه وى هلته به ستاسو زړۀ هم وى.

بيدار نوکران

٣٥ ملاګانے تړلے اَؤ ډيوے بلے، ٣٦ دَ هغو سړو په شان شئ څوک چه دَ خپل مالِک دَ وادۀ ډوډئ نه بيرته دَ راتلو په اِنتظار وى دَ دے دَ پاره چه هغه څۀ وخت راشى،ور وټکوى نو چه ئے سمدستى ورته بيرته کړى. ٣٧ هغه خادمان بختور دى چه مالِک ئے دَ راتلو په وخت بيدار څوکيدار ووينى! زَۀ تاسو ته دا وايم،هغه به خپله ملا وتړى،دوئ به خوراک ته کښينوى اَؤ هغه به راشى دَ دوئ خدمت به کوى. ٣٨ خو که هغه نيمه شپه وى اَؤ که دَ سحر صبا کيدو وخت،هر کله چه هغه راشى اَؤ دغسے بيدار ئے ووينى نو دوى بختور دى! ٣٩ اَؤ ياد لرئ که چرے دَ کور مالِک دَ دے نه خبر وئے چه غل به څۀ وخت راځى نو هغه به هيڅکله هم دَئے په خپل کور کښے کنډر کولو ته پريښے نۀ وُو. ٤٠ بيا نو ځان تيار ساتئ ځکه چه اِبن آدم به په داسے وخت کښے راځى چه ستاسو په ګمان کښے به هم نۀ وى.“ ٤١ پطروس ووئيل چه”مالِکه! تۀ دا مِثال يواځے مُونږ ته وائے اَؤ که دا ټولو ته؟“ ٤٢ مالِک ورته ووئيل چه”ښه،بيا هغه ايماندار اَؤ هوښيار سړے کُوم چه يو دے،چه مالِک ئے خپل ناظر مُقرر کړى چه دَ خدمت ګارانو اِنتظام په لاس کښے واخلى اَؤ په مقرر وخت هغوئ ته دَ غلے برخه ورکوى؟ ٤٣ بختور دے هغه نوکر چه دَ مالِک دَ راتلو په وخت په خپل کار آخته وى! ٤٤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه مالِک به هغه دَ خپل ټول جائيداد مُختار کړى. ٤٥ خو که هغه نوکر دَ ځان سره دا ووائى چه بويه چه مالِک راځى اَؤ دَ نوکرانو اَؤ وينځو په وهلو ټکولو لاس پورے کړى اَؤ خورى څښى اَؤ په نشه کښے وى، ٤٦ نو بيا به ئے مالِک په داسے ورځ راشى چه دَ هغۀ په خيال کښے به هم نۀ وى اَؤ په داسے وخت کښے چه هغۀ ته به نۀ وى معلُوم اَؤ هغۀ ته به سخته سزا ورکړى اَؤ دغه شان به هغه په بے ايمانانو کښے شمارلے شى. ٤٧ خو هغه نوکر چه دَ خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم دَ هغۀ په مرضئ عمل ونۀ کړى،هغه به بدے بدے کروړے وخورى. ٤٨ خو هغه په دے نۀ وُو خبر اَؤ دَ وهلو لايق کارُونه ئے وکړل هغه به هم ووهلے شى خو دومره زيات نه. کُوم سړى ته چه زيات څۀ ورکړے شوى وى دَ هغۀ نه به زيات غوښتلے کيږى اَؤ څومره زيات چه چاته څۀ سپارلى شوى وى،هومره زيات به دَ هغۀ نه غوښتلى شى.

دَ عيسىٰ په وجه بيلتُون

٤٩ زَۀ دے له راغلے يم چه په مزکه اور پورے کړم اَؤ زَۀ دا غواړم چه دا دَ مخکښے نه بل وى! ٥٠ زَۀ به دَ يوے بپتسمے نه تيريږم اَؤ په ما تر هغے وخته څومره لوئے بوج دے تر څو چه زَۀ دَ دے نه تير شوے نۀ يم! ٥١ ولے تاسو دا فرض کړى دى چه زَۀ په دے دُنيا اَمن خورولو له راغلے يم؟ نه،بے شکه زَۀ دلته بيلتُون راوستو له راغلے يم. ٥٢ ځکه چه دَ دے نه پس به په يو کور کښے پنځۀ تنه بيل بيل شى،درے دَ دوؤ خلاف اَؤ دوه دَ دريو خلاف، ٥٣ پلار دَ زوئے خلاف اَؤ زوئے دَ پلار،مور دَ لُور خلاف اَؤ لُور دَ مور،خواښے دَ اِنږور خلاف اَؤ اِنږور به دَ خواښے خلاف وى.“

وخت پيژندل

٥٤ عيسىٰ خلقو ته دا هم ووئيل،”هر کله چه تاسو نمر پريواتۀ طرف ته وريځے په راپورته کيدو ووينئ نو تاسو سمدستى وايئ چه باران راتلُونکے دے اَؤ باران کيږى. ٥٥ اَؤ هر کله چه باد دَ سهيل دَ طرفه وى نو تاسو وايئ چه دَ ګرمئ چپه راتلُونکے ده اَؤ هم دغسے وشى. ٥٦ تاسو څومره مُنافقان يئ! تاسو دَ مزکے اَؤ دَ آسمان دا ښکاره نخښے پيژنئ نو بيا تاسو څرنګه دَ هغے مُقرر کړے وخت نۀ پيژنئ؟

دَ خپل مُدعى سره صُلح

٥٧ اَؤ بيا تاسو په خپله دَ ځان دَ پاره سمے فيصلے ولے نۀ شئ کولے چه تاسو له څۀ کول پکار دى؟ ٥٨ هر کله چه تاسو دَ خپل مُدعى سره عدالت ته روان يئ نو دا کوشش کوئ چه په لاره لاره دَ هغۀ سره صُلح وکړئ. ګنى هغه به تاسو مُنصف ته پيش کړى اَؤ مُنصف به تاسو سپاهى ته حواله کړى اَؤ سپاهى به مو قيد ته واچوى. ٥٩ زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو به تر هغے خلاص نۀ شئ تر څو چه مو پيسه پيسه پور پرے کړے نۀ وى.“

لُوقا 13

توبه ګار کيدل يا هلاک کيدل

١ هم په دغه وخت کښے ځنے داسے کسان موجُود وُو چه هغه ئے دَ ګليليانو په باب کښے خبر کړو دَ چا وينه چه پيلاطوس په قُربانو کښے ګډه کړے وه. ٢ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو،”ولے ستاسو دا خيال دے چه په کُومو ګليليانو چه دا زياتے وشو،هغوئ دَ نورو ګليليانو زيات ګُناه ګار وُو څۀ؟ ٣ زَۀ تاسو ته وايم چه هغوئ نۀ وُو خو که تاسو هم توبه ګار نۀ شئ نو ستاسو ټولو به دغه اَنجام وى! ٤ يا هغه اتلس کسان چه په شيلوخ کښے پرے برج راونړيدو اَؤ دوئ ترے لاندے مړۀ شول،ستاسو دا خيال دے چه هغوئ په بيتُ المُقدس کښے دَ اوسيدُونکو ټولو خلقو نه زيات ګُناه ګار وُو؟ ٥ زَۀ تاسو ته دا وايم چه دوئ نۀ وُو خو که تاسو توبه ګار نۀ شوئ نو ستاسو دَ ټولو به هم دغه اَنجام وى!“

دَ بے ميوے اينځر دَ ونے مِثال

٦ عيسىٰ دا مِثال ووئيلو چه”دَ يو سړى دَ انګُورو په باغ کښے دَ اينځر يوه ونه ولاړه وه. هغه په دے کښے ميوے لټولو له راغے خو هيڅ ئے په کښے ونۀ مُوندل. ٧ نو هغۀ باغوان ته ووئيل،ګوره،دَ تيرو دريو کالو راسے زَۀ په دے اينځر کښے دَ ميوے په طمع راځم خو هيڅ په کښے نۀ وى. پرے ئے کړه! دے هسے مزکه ولے نيولے ده؟ ٨ خو هغۀ جواب ورکړو،صاحبه! سږ کال ئے پريږده چه زَۀ ورته ځائے جوړ کړم سره ورله ورکړم. ٩ که په راتلُونکى موسم کښے ئے ميوه ونيوله نو ښۀ په ښۀ،ګنى بيا ئے وباسه.“

دَ سبت په ورځ دَ يوے ټيټے ښځے روغول

١٠ دَ سبت په يوه ورځ عيسىٰ په عبادت خانے کښے تعليم ورکولو. ١١ نو يوه ښځه وه چه دَ اتلسو کالو راسے پيريانو نيولى وه اَؤ بے حاله کړے ئے وه اَؤ ملا ئے ورله داسے کږه کړے وه چه نيغيدے نۀ شوه. ١٢ هر کله چه عيسىٰ هغه وليده نو را وئے بلله اَؤ ورته ئے ووئيل،”تۀ دَ خپل تکليف نه خلاصه شوے!“ ١٣ اَؤ بيا ئے خپل لاسُونه په هغے کيښول،نو سمدستى هغه نيغه شوه اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ١٤ خو دَ عبادت خانے مشر دَ سبت په ورځ دَ عيسىٰ دَ روغولو په عمل خفه شو اَؤ موجُودو خلقو ته ئے ووئيل چه”دَ کار دَ پاره شپږ ورځے مُقرر وى. راځئ اَؤ په هغے کښے صحت مُومئ خو دَ سبت په ورځ نه!“ ١٥ مالِک هغۀ ته په جواب کښے ووئيل،”تاسو څۀ مُنافقان يئ! په تاسو کښے يو بندى کس هم داسے شته څوک چه دَ سبت په ورځ خپل غوائى يا خر دَ اخور نه نۀ پرانزى اَؤ اوبو له ئے نۀ بيائى. ١٦ اَؤ دلته دا ښځه دَ اِبراهيم لُور ده چه دَ اتلسو کالو راسے شيطان تړلے وه نو دَ هغے دَ پاره دا بده خبره وه چه دَ سبت په ورځ دَ هغه قيد نه خلاصه کړے شى؟“ ١٧ دَ هغۀ په دے خبرو دَ هغۀ ټول مُخالفين لُولپه شول اَؤ دَ خلقو هغه ګڼه دَ دَۀ په دے کارُونو ډيره خوشحاله شوه.

دَ شړشمو دَ تُخم اَؤ دَ خمبيرے مِثالُونه

١٨ عيسىٰ ووئيل چه”دَ خُدائے بادشاهى په څۀ شان ده؟ زَۀ دَ دے تشبيه دَ څۀ سره ورکړم؟ ١٩ دا دَ شړشمو دَ تُخم په مِثال ده چه يو سړى واخستو اَؤ په خپل باغ کښے ئے وکرلو اَؤ چه بُوټے ئے راوټوکيدو نو لکه دَ ونے په رنګ لوئے شو اَؤ مرغئ به راتلے اَؤ په څانګو کښے به ئے کښيناستے.“ ٢٠ هغۀ بيا دا ووئيل،”دَ خُدائے دَ بادشاهئ مِثال زَۀ دَ څۀ سره ورکړم؟ ٢١ دا په مِثال دَ خمبيرے ده چه يوے ښځے واخسته اَؤ په دريو اوږو اوړو کښے ئے واچوله اَؤ ټول ئے پرے خمبيره کړل.“

تنګه دروازه

٢٢ عيسىٰ په کلو اَؤ ښاريو تيريدو اَؤ بيتُ المُقدس ته په لاره ئے خلقو ته ځائے په ځائے تعليم ورکوو. ٢٣ يو کس ترے تپوس وکړو،مالِکه! ولے صرف يو څو تنه به بچ کولے شى؟“ نو هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل، ٢٤ ”زور ولګوئ چه له تنګے دروازے نه ور دَ ننه شئ ځکه چه زَۀ درته دا وايم چه ډير به دَ ننوتو کوشِش کوى خو دَ دے جوګه به نۀ وى. ٢٥ خو هر کله چه دَ کورمالِک يو ځل پورته شو اَؤ دروازه ئے بند کړه نو که تاسو بهر ولاړ يئ اَؤ دروازه ټکوئ اَؤ دا وايئ چه مالِکه! مُونږ دَ ننه پريږده! خو هغه به تش دغه جواب درکړى چه زَۀ خبر نۀ يم چه تاسو دَ کُوم ځائے يئ! ٢٦ نو بيا به تاسو دا وايئ چه مُونږ تا سره خوړلى څښلى دى اَؤ زمُونږ په کُوڅو کښے دِ تعليم ورکړے دے! ٢٧ خو هغه به دا سر دوباره وائى چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه زَۀ خبر نۀ يم چه تاسو دَ کُوم ځائے يئ. تاسو ټول زما نه لرے شئ! تاسو ټول بد کاران يئ! ٢٨ هلته به بيا ژاړئ اَؤ غاښُونه به چيچئ ځکه چه تاسو به وينئ چه اِبراهيم،اِسحاق اَؤ يعقُوب اَؤ نور ټول پيغمبران دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دى خو تاسو بهر غورزولى شوى يئ! ٢٩ خلق به دَ نمر خاتۀ،نمر پريواتۀ اَؤ قُطب اَؤ سهيل نه راځى چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په دعوت کښے شريک شى. ٣٠ اَؤ ځنى هغه چه اوس خو وروستى دى،هغوئ به دَ ټولو نه وړُومبى وى اَؤ هغه چه اوس مخکښے دى هغوئ به دَ ټولو دَ وروستو وى.“

دَ بيتُ المُقدس په باب کښے وير

٣١ په هم دغه وخت يو څو فريسيان راغلل اَؤ عيسىٰ ته ئے ووئيل چه”تۀ دَ دے ځايه وُوزه اَؤ لاړ شه ځکه چه هيروديس ستا دَ وژلو نيت کړے دے.“ ٣٢ خو هغۀ جواب ورکړو،”لاړ شئ اَؤ هغه لُومبړے ته ووايئ چه واؤره! نن صبا به زَۀ پيريان وباسم اَؤ دَ روغولو کار به کوم اَؤ په دريمه ورځ به خپل کمال ته ورسم. ٣٣ بيا هم پکار دى چه زَۀ نن اَؤ صبا په خپله لاره يُون وکړم اَؤ په بله ورځ هم،ځکه چه دَ نبى دَ پاره دا ناممکنه ده چه هغه دِ دَ بيتُ المُقدس نه بغير په بل ځائے کښے مړ شى. ٣٤ اَئے بيتُ المُقدسه،بيتُ المُقدسه! هغه ښارئے چه نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګسارَوے چه تا ته راليږلے کيږى! څومره ځله ما دا وغوښتل چه ستا بچى داسے راغونډ کړم څنګه چه يوه چرګه خپل چرګُوړى دَ خپلو وزرو لاندے کوى، خو تا زَۀ دے ته پرے نۀ ښودلم! ٣٥ وګوره! وګوره! ستا کور تا ته خوشے پاتے کيږى اَؤ زَۀ تا ته دا وايم چه تۀ به ما تر هغے ونۀ وينے تر څو چه تۀ دا ونۀ وايئے چه «مُبارک دِ وى هغه چه دَ خُدائے په نُوم راځى.»

لُوقا 14

دَ جهوله مرض سړے روغول

١ دَ سبت په ورځ عيسىٰ دَ يو مشر فريسى په کور کښے ډوډئ خوړلو له ورغے اَؤ هغوئ هغۀ ته په غور کتل. ٢ هلته دَ هغۀ په وړاندے يو سړے وُو چه ورته جهوله مرض وُو. ٣ عيسىٰ دَ شرعے دَ عالمانو اَؤ فريسيانو نه پوښتنه وکړه چه”دَ سبت په ورځ روغول روا دى اَؤ که نه؟“ ٤ هغوئ هيڅ ونۀ وئيل نو عيسىٰ هغه سړے بوتلو،روغ ئے کړو اَؤ رُخصت ئے کړو. ٥ بيا عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو اَؤ وئے وئيل،”که چرے په تاسو کښے دَ يو سړى خر وى يا ئے غوائى وى اَؤ هغه په کُوهى کښے پريوزى،ولے هغه به ئے دَ سبت په ورځ سمدستى نۀ راوباسى؟“ ٦ نو دَ هغوئ سره دَ دے هيڅ جواب نۀ وُو.

دَ کوربه اَؤ ميلمنو دَ پاره نصحيت

٧ کله چه عيسىٰ دا وکتل چه ميلمنو څنګه دَ عزت ځايُونه لټول نو هغۀ هغوئ ته دا مِثال تير کړو، ٨ ”که چرے تاسو څوک دَ وادۀ ډوډئ ته وغواړى نو دَ عزت په ځائے مه کښينئ. کيدے شى چه ستاسو نه څوک زيات عزتمند رابللے شوے وى. ٩ نو کوربه به راشى اَؤ تاسو ته به ووائى چه دے سړى ته خپل ځائے پريږده اَؤ بيا به تۀ په هغه وخت ډير کچه شے کله چه تۀ دَ ټولو نه وروستو کښينے. ١٠ هر کله چه تا ته بلنه درکړے شى نو لاړ شه اَؤ دَ ټولو نه وروستو کښينه ځکه چه کله چه کوربه راشى نو هغه به درته ووائى،زما آشنا! وړاندے راشه. نو ستا ټول ملګرى ميلمانۀ به ستا دَ هغه عزت تماشه وکړى،کُوم چه تا ته در کړے شو. ١١ ځکه چه هر هغه څوک چه ځان اُوچتوى،هغه به غريب کړے شى اَؤ هر هغه څوک چه ځان غريب کړى،هغه به اُوچت کړے شى.“ ١٢ بيا عيسىٰ خپل کوربه ته ووئيل،”هر کله چه تۀ دَ غرمے يا ماښام دَ ډوډئ دَ پاره څوک راغواړے نو خپلو دوستانو،ورُوڼو،عزيزانو اَؤ ماړو ګاونډيانو ته بلنه مه ورکوه ځکه چه هغوئ به هم بيا تا ته بلنه درکړى اَؤ بدل به دِ خلاص کړى. ١٣ خو هر کله چه تۀ دعوت کوے نو عريبان،شل ګوډ اَؤ ړاندۀ راوبله، ١٤ اَؤ دغه شان خوشحالى مُومه،ځکه چه دَ هغوئ سره دَ بدل دَ راګرزولو هيڅ ذريعه نِشته،خو دَ صادِقانو په قيامت کښے به تۀ خپل اَجر مُومے.“

دَ لوئے ميلمستيا مِثال

١٥ په موجُودو خلقو کښے يو کس دَ دے په آؤريدو عيسىٰ ته ووئيل،”بختور دى هغه څوک چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے به په ميلمستيا کښے ګډُون وکړى!“ ١٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”يو سړى دَ يوے لوئے ميلمستيا بندوبست کړے وُو اَؤ ګڼ خلق ئے رابللى وُو. ١٧ دَ ډوډئ په وخت هغۀ خپل نوکر په ميلمنو پسے واستولو اَؤ ورته ئے ووئيل،مهربانى وکړئ،هر څيز تيار دے،راشئ! ١٨ خو هغوئ هر يو څۀ نه څۀ بهانه وکړه. وړُومبى ووئيل،ما څۀ لږه غوندے مزکه آخستے ده،زَۀ ځم چه هغه وګورم. نو مهربانى وکړه،ما به معاف کړے. ١٩ دويم ووئيل،ما پنځۀ قُلبے غوايان آخستى دى،زَۀ ځم چه هغوئ جوت کړم. نو مهربانى وکړه،ما معاف کړه. ٢٠ بل ووئيل،ما اوس اوس وادۀ کړے دے،په دے وجه درتلے نۀ شم. ٢١ کله چه نوکر بيرته راغے نو دا هر څۀ ئے مالِک ته ووئيل. دَ کور مالِک په غصه شو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه زر دَ ښار کوڅو اَؤ بازارونو ته وُوزه اَؤ خواران،مسکينان،شل ګوډ اَؤ ړاندۀ راټول کړه اَؤ رائے وله. ٢٢ نوکر ووئيل،صاحبه! ستا حُکم په ځائے کړے شو خو بيا هم ځائے شته. ٢٣ مالِک ورته جواب ورکړو چه لاړ شه اَؤ لويو لارو کوڅُو ته وُوزه اَؤ خلق په منت سره راوله ځکه چه زَۀ خپل کور ډک ليدل غواړم. ٢٤ خو دا درته وايم چه هغه چه رابللى شوى وُو په هغو کښے به يو تن هم دا ډوډئ ونۀ څکى.“

دَ عيسىٰ دَ مُريدئ قيمت

٢٥ يو ځل چه يوه لويه ګڼه دَ عيسىٰ سره وه،هغۀ هغوئ ته مخ راواړولو اَؤ ورته ئے ووئيل، ٢٦ ”هغه څوک چه ماله راځى اَؤ که هغه دَ خپل مور،پلار،ښځے،بچو،ورُوڼو،خويندو اَؤ دَ خپل ځان سره کينه نۀ لرى نو هغه زما مُريد کيدے نۀ شى. ٢٧ اَؤ کُوم سړے چه خپله سولئ په خپله نۀ پورته کوى اَؤ په ما پسے نۀ راځى،هغه زما مُريد کيدے نۀ شى. ٢٨ آيا په تاسو کښے داسے څوک شته چه هغه به يو بُرج ودانول غواړى اَؤ دَ خرڅ دا اندازه به دَ آګاهو نه نۀ لګوى چه هغه ئے سر ته رسولے شى اَؤ که نه؟ ٢٩ ګنى که چرے هغۀ دَ دے بنيادُونه ايښى وى اَؤ بيا ئے سر ته نۀ شى رسولے نو ټول ليدُونکى به ورپورے خندا ګانے کوى. ٣٠ هغوئ به وائى چه دۀ ته ګورئ چه کار ئے شروع کړو اَؤ سر ته ئے ونۀ رسولو! ٣١ يا کُوم بادشاه به داسے وى چه هغه به دَ بل بادشاه سره دَ جنګيدو نه وړاندے دا اندازه نۀ لګوى چه دَ لسو زرو کسانو سره زَۀ دَ هغه بادشاه مُقابله کولے شم څوک چه دَ شلو زرو کسانو سره په ما حمله کوى؟ ٣٢ اَؤ که هغه نۀ شى کولے نو دَ حملے نه ډير مخکښے به هغه خپل قاصد واستوى اَؤ دَ صُلح په شرطُونو به فيصله وکړى. ٣٣ هم دغه شان په تاسو کښے يو کس هم تر هغے زما مُريد کيدے نه شى تر څو چه هغۀ خپل هر څۀ پريښے نۀ وى.

بے خونده مالګه

٣٤ مالګه ښۀ څيز دے،خو که مالګه په خپله بے خونده شى نو بيا به دَ هغے خوند په څۀ راولى؟ ٣٥ بيا دا نۀ په مزکه اَؤ نۀ په ډيران په کاريږى،دا بس دَ عبث غورزولو ده. که دَ چا غوږُونه دَ آؤريدو وى نو هغه دِ واؤرى!“

لُوقا 15

دَ ورکے شوے ګډے مِثال

١ ټول محصُولچيان اَؤ نور بدکاره خلق راغونډ وُو چه دَ عيسىٰ خبرے واؤرى. ٢ خو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو په خپلو کښے ګُوريدل شروع کړل اَؤ وئے وئيل،”دا سړے خو ګُناه ګارو ته هر کلے وائى اَؤ ورسره خوراک هم کوى!“ ٣ نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو، ٤ که چرے په تاسو کښے دَ يو تن سره سل ګډے وى اَؤ يوه ترے ورکه شى نو ولے هغه به دغه نورے يو کم سل صرف تر هغے په ورشو کښے خوشے پرے نۀ ږدى تر څو چه ئے هغه يوه مُوندلے نۀ وى؟ ٥ اَؤ په هغه وخت به هغه څومره خوشحاله وى اَؤ هغه به دا خپلو اوږو ته پورته کړى، ٦ اَؤ کور ته به لاړ شى چه خپل دوستان اَؤ ګاونډيان راغونډ کړى اَؤ ورته په چغه ووائى،ماسره په خوشحالئ کښے شريک شئ! ما خپله ورکه ګډه بيا مُونده! ٧ دغه شان زَۀ تاسو ته وايم چه په آسمان کښے دا رنګ دَ يو ګُناه ګار په توبه ګار کيدو بے حسابه خوشحالى کيږى،په نسبت دَ هغه يو کم سلو صادِقانو چه دَ توبے حاجت نۀ لرى.

دَ ورکے شوے سِکے مِثال

٨ يا دا چه که دَ يوے ښځے سره لس دَ سپينو زرو سِکے وى اَؤ يوه ترے ورکه شى. آيا هغه ډيوه نۀ بلوى،کور نۀ جارُو کوى اَؤ دَ کور ګُوټ ګُوټ تر هغے نۀ لټوى تر څو چه ئے مُوندلے نۀ وى؟ ٩ هر کله چه ئے ومومى نو خپلے سهيلئ اَؤ ګاونډيانے راټولے کړى اَؤ ورته وائى چه زما سره خوشحالى وکړئ ځکه چه ما خپله ورکه سِکه بيا مُونده! ١٠ هم په دغه جوړ زَۀ تاسو ته وايم چه دَ يو ګُناه ګار په توبه ګار کيدو دَ خُدائے په فرښتو کښے هم دغه شان خوشحالى کيږى.“

دَ ورک شوى زوى مِثال

١١ عيسىٰ بيا ووئيل چه”دَ يو سړى دوه زامن وُو. ١٢ اَؤ کشر ئے خپل پلار ته ووئيل،پلاره! زما برخه جائيداد ما ته راوسپاره. نو پلار خپل جائيداد په هغو وويشلو. ١٣ لږه موده پس هغه کشر زوى ئے خپل ټول جائيداد خرڅ کړو،پيسے ئے پرے نغدے کړے اَؤ چرته لرے وطن ته لاړو اَؤ هلته ئے خپل مال په بد چلنئ دُوړه کړو، ١٤ اَؤ هر څۀ ئے ضائع کړل. کله چه په هغه وطن سخت قحط راغے اَؤ هغۀ ته ئے هم تاؤ ور ورسيدو، ١٥ نو هغه لاړو اَؤ دَ هغه ملک دَ يو زميندار سره نوکر شو اَؤ هغۀ هغه پټى ته واستولو چه خنزيران وڅروى. ١٦ دَ هغۀ ډير زړۀ کيدو چه دَ هغه پلو نه ګيډه ډکه کړى کُوم چه به دے خنزيرانو خوړل خو هيچا هم هغۀ ته دا نۀ ورکول. ١٧ بيا هغه په هوش کښے شو اَؤ وئے وئيل،زما دَ پلار څومره نوکران دَ خپل ضرورت نه زياته ډوډئ لرى اَؤ زَۀ يم چه دلته دَ لوږے مرم! ١٨ زَۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چه پلاره! زَۀ هم دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. ١٩ نور زَۀ دَ دے قابل نۀ يم چه تۀ ما ته خپل زوئے ووائے،ما تۀ دَ خپلو نوکرانو په شان شماره. ٢٠ اَؤ په دے نيت هغه دَ خپل پلار کور ته روان شو. خو لا هغه ډير لرے وُو چه دَ پلار نظر پرے پريوتو اَؤ زړۀ ئے پرے وسوزيدلو. هغۀ وردؤ کړو اَؤ ور تر غاړه وتو اَؤ کښل ئے کړو. ٢١ خو زوى ووئيل،پلاره! زَۀ دَ خُدائے اَؤ ستا په مخکښے ګُناه ګار يم. پس دَ دے زَۀ ستا دَ زوى بللو لايق نۀ يم. ٢٢ خو پلار ئے خپلو نوکرانو ته ووئيل،زر شئ! زما غوره چُوغه راوړئ اَؤ دۀ ته ئے ورواغوندئ اَؤ ګوته ور پلاس کړئ اَؤ څپلئ ور پښو کړئ. ٢٣ يو څورب څخے راولئ اَؤ حلال ئے کړئ اَؤ راځئ چه خوشحالى وکړُو! ٢٤ ځکه چه زما دا مړ زوئے بيا راژوندے شو،دَئے خو ورک شوے وُو اَؤ بيا مُوندے شو. اَؤ دغه شان خوشحالى شروع شوه. ٢٥ مشر زوے ئے په دغه وخت کښے په پټى کښے وُو اَؤ چه واپس راتلو اَؤ کور ته رانزدے شو نو هغۀ دَ ساز اَؤ ګډا آواز واؤريدلو. ٢٦ هغۀ يو نوکر راوبللو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه دا څۀ چل دے؟ ٢٧ نوکر ورته ووئيل،ستا ورور کورته راغلے دے اَؤ ستا پلار څورب سخے حلال کړے دے ځکه چه هغه ئے روغ رمټ بيا مُوندلے دے. ٢٨ خو مشر زوے غصه شو اَؤ کور ته دَ ننوتو نه ئے اِنکار وکړو. دَ هغۀ پلار بهر راغے اَؤ هغه ئے په خبره پوهه کړو. ٢٩ خو هغۀ ورته په جواب کښے ووئيل،دا دومره کالُونه ما ستا څومره تابعدارى کړے ده اَؤ کله مے هم ستا دَ حُکم نه مخ نۀ دے اړولے اَؤ تا ما ته کله هم يو ورغُومے قدر نۀ دے راکړے چه ما پرے خپلو دوستانو ته ميلمستيا کړے وَئے! ٣٠ خو چه اوس ستا دا زوئے راغے چه ستا مال ئے په ډمو والوزوو نو تا هغۀ ته څورب سخے حلال کړو! ٣١ پلار ئے ووئيل،زما زويه! تۀ خو مُدام ما سره يئے اَؤ څۀ چه زما دى هغه ټول ستا دى. ٣٢ نو په دے ښۀ ورځ به مُونږ خوشحالى ولے نۀ کوُو؟ ستا دا ورور مړ وُو اَؤ بيا راژوندے شو،دَئے ورک وُو اَؤ بيا ومُوندے شو.“

لُوقا 16

دَ بد ديانته ناظر مِثال

١ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه”يو دولتمند سړى ته دَ هغۀ دَ ناظر په سر چا شکايت وکړو چه هغه ستا مال بربادوى. ٢ نو هغۀ هغه راوبللو اَؤ ورته ئے ووئيل،دا ستا په حقله زَۀ څۀ خبرے آؤرم؟ خپل حساب کتاب راؤړه ځکه چه دَ دے نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يئے. ٣ ناظر دَ ځان سره ووئيل،زما دا نائيک چه مے دَ نوکرئ نه وباسى نو اوس به زَۀ څۀ کوم؟ زَۀ خو دومره تکړه نۀ يم چه خاورے وکنم اَؤ نۀ خير غوښتے شم ځکه چه شرميږم. ٤ اوس پوهه شوم چه ما ته څۀ کول په کار دى! کله چه مے دَئے دَ نوکرئ نه لرے کړى نو داسے څوک به وى چه ما په کور کښے وساتى. ٥ هغۀ دَ خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل اَؤ وړُومبى ته ئے ووئيل چه زما دَ مالِک په تا څومره قرض دے؟ ٦ هغۀ جواب ورکړو،دَ ښونۀ سل اوږى تيل. هغۀ ورته ووئيل چه دا ستا کهاته ده،کښينه اَؤ زر ئے پنځوس وليکه. ٧ بيا ئے بل ته ووئيل،اَؤ په تا څومره پور پاتے دے؟ هغۀ ورته ووئيل،سل بوجئ غنم. هغۀ ورته ووئيل،خپله کهاته واخله اويا بوجئ وليکه. ٨ اَؤ مالک دَ خپل بد ديانته ناظر دَ دے هوښيارتيا ستائنه وکړه ځکه چه دَ دے دُنيا خلق دَ رڼا له زامنو نه دَ خپلے پيړئ دَ پاره زيات هوښيار دى. ٩ نو ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ دُنيا ناجائز دولت دَ دوستانو جوړولو دَ پاره ولګوئ ځکه چه هر کله چه دولت ستاسو سره نۀ وى نو تاسو به دَ تل په کوټو کښے قبُول کړے شئ. ١٠ کُوم سړے چه په وړو وړو څيزُونو کښے ديانتدار وى، هغه به په لويو لويو څيزُونو کښے هم ديانتدار وى اَؤ کُوم سړے چه په وړو وړو څيزُونو کښے بد ديانته وى، هغه به په لويو لويو څيزُونو کښے هم بد ديانته وى. ١١ نو که چرے تاسو ځان دَ دے دُنيا په دولت کښے ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښے به په تاسو باندے څوک اِتبار وکړى؟ ١٢ اَؤ که چرے تاسو په پردى څيز کښے ځان بد ديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسے څوک وى چه تاسو له به ستاسو څيز درکړى؟ ١٣ يو نوکر هم دَ دوؤ مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے ځکه چه يا به هغه دَ وړُومبى نه کرکه کوى اَؤ دويم سره به مينه لرى اَؤ يا به دَ وړُومبى وفادار وى اَؤ دويم به په څۀ کښے نۀ شمارى. تۀ په يو ځائے دَ خُدائے اَؤ دولت سره مينه نۀ شے کولے.“

شريعت اَؤ دَ خُدائے بادشاهت

١٤ اَؤ فريسيان څوک چه په مال مين وُو هغوئ چه دا خبرے واؤريدے نو په عيسىٰ پورے ئے خندا وکړه. ١٥ عيسىٰ ورته ووئيل،”هم تاسو خلق خپل اولس په دے غُلوئ چه ګنى تاسو صادِقان يئ خو خُدائے ستاسو زړُونه ښۀ پيژنى. ځکه چه کُوم څيزُونه چه دَ خلقو په نظر کښے دَ ستائينے وى،هغه دَ خُدائے په نظر کښے لعنت وى. ١٦ دَ يحيىٰ تر وخته شريعت اَؤ نبيان راتلل. دَ هغوئ نه پس دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ آؤرولے شو اَؤ هر سړے په هغے کښے په زوره داخليدل غواړى. ١٧ دَ مزکے اَؤ آسمان ختميدل آسان دى خو دا خبره آسانه نۀ ده چه دَ شريعت يوه نقطه هم ورانه شى. ١٨ کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ دَ بلے سره وادۀ وکړى نو هغه زِنا کوى اَؤ هغه سړے چه څوک دَ طلاقے شوے ښځے سره وادۀ وکړى نو هغه هم زِنا کار دے.

مالدار سړے اَؤ لعزر

١٩ يو مالدار سړے وُو چه ريښمينے جامے ئے آغوستے وے اَؤ هره ورځ به ئے ډير په شان شوکت دغوتُونه کول. ٢٠ اَؤ يو عاجز سړے چه لعزر نُوم ئے وُو اَؤ په وجُود ئے ډيرے دانے راختلے وے،دَ هغۀ په دروازه کښے پروت وُو. ٢١ اَؤ ډير په خوشحالئ به ئے هغه ټکړے خوړے کُومے چه به دَ دے مالدار سړى نه پاتے شوے وے،بلکه سپى به هم راتلل اَؤ دَ هغۀ زخمُونه به ئے څټل. ٢٢ آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو اَؤ فرښتو يوړو اَؤ دَ ابراهيم په جولئ کښے ئے کيښودو. هغه مالدار سړے هم مړ شو اَؤ ښخ کړے شو، ٢٣ اَؤ په عالم ارواح کښے په عذاب کښے ګير شو. هغۀ چه پورته وکتل نو لرے ئے لعزر دَ اِبراهيم سره وليدو. ٢٤ هغۀ چغے کړے،اَئے ابراهيمه! زما پلاره! په ما رحم وکړه! دا لعزر راواستوه چه خپل دَ ګوتے سر په اوبو کښے لُوند کړى چه زما ژبه يخه شى ځکه چه زَۀ په دے اور کښے ډير په عذاب کښے يم! ٢٥ خو اِبراهيم ورته ووئيل چه واؤره زويه! په دُنيا کښے ټول نعمتُونه ستا په نصيب وُو اَؤ ټولے بد بختئ دَ لعزر په برخه وے. اوس هغه دلته په آرام دے اَؤ تۀ په عذاب کښے يئے. ٢٦ خو بله خبره دا ده چه زمُونږ اَؤ ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چه دَ هغے نه نۀ څوک درپورے وتے شى اَؤ نۀ ترے څوک دے خوا راپورے وتے شى. ٢٧ مالدار سړى جواب ورکړو چه بيا نو پلاره! تۀ به دَئے زما دَ پلار کره واستوے ٢٨ چرته چه زما پنځۀ وروڼه دى چه هغوئ خبردار کړى،هسے نۀ چه هغوئ هم دَ عذاب ځائے ته راشى. ٢٩ خو اِبراهيم ورته ووئيل چه دَ هغوئ سره مُوسىٰ اَؤ نور نبيان شته،په کار دى چه دَ هغوئ واؤرى. ٣٠ خو هغۀ جواب ورکړو چه نه،اِبراهيمه پلاره! که دَ مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى. ٣١ اِبراهيم جواب ورکړو،که چرے هغوئ دَ مُوسىٰ اَؤ نورو نبيانو خبرے ته غوږ نۀ ږدى نو که څوک دَ قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به ئے هيڅ پرواه ونۀ کړى.“

لُوقا 17

دَ عيسىٰ مسيح يو څو خبرے

١ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”تيندکُونه به خامخا راځى خو چه دَ چا دَ لاسه دا راځى،دَ هغۀ په حال اَفسوس دے! ٢ دَ هغۀ دَ پاره به دا ښۀ وى چه دَ هغۀ په غاړه کښے دَ ژرندے پل واچولے شى اَؤ په درياب کښے وغورزولے شى،په ځائے دَ دے چه په دے وړو کښے يو له تيندک ورکړى. ٣ خپل ځان ساتئ! که چرے ستاسو ورور څۀ ګُناه وکړى نو وئے رټئ اَؤ که هغه پښيمانه شى نو وئے بخښئ. ٤ اَؤ که چرے هغه په ورځ کښے اُووۀ ځله ستا خلاف ګُناه وکړى اَؤ بيا اُووۀ ځله درته راشى اَؤ داسے ووائى چه زَۀ توبه کوم نو ته ئے معاف کړه.“ ٥ مُريدانو مالِک ته ووئيل چه”زمُونږ ايمان زيات کړه!“ ٦ اَؤ مالِک ورته جواب ورکړو،”که چرے ستاسو ايمان دَ شړشمو دَ دانے هومره وى نو که تاسو دَ تُوت دے ونے ته ووايئ چه دَ بيخه وُوزه اَؤ په سمندر کښے نهاله شه! نو دا به سمدستى ستاسو حُکم ومنى. ٧ فرض کړئ چه دَ چا يو نوکر وى چه يوى کوى يا ګډے سمبالوى. اَؤ هر کله چه هغه دَ پټى نه بيرته راځى نو ولے دَئے به ورته دا وائى چه دے خوا راشه اَؤ خوراک ته کښينه؟ ٨ ولے هغه به ورته دا نۀ وائى چه زما ډوډئ تياره کړه،ملا تړلے ودريږه اَؤ زما دَ ډوډئ خوړو پورے زما خدمت کوه اَؤ چه زَۀ ډوډئ وخورم نو پس له هغے به تۀ هم وخورے؟ ٩ ولے هغه په دے وجه دَ نوکر شُکر ګُزار وى چه دَ دَۀ دَ حُکم تعميل ئے کړے دے څۀ؟ ١٠ دغه حال ستاسو هم دے. هر کله چه تاسو خپل ټول کارُونه چه حُکم ئے درته شوے دے،پُوره کړئ نو ايله ووايئ چه مُونږ دَ شاباش لائق نۀ يُو ځکه چه مُونږ خو تش خپل فرض پُوره کړے دے.“

دَ لسو جُزاميانو روغول

١١ کله چه عيسىٰ بيتُ المُقدس ته روان وُو نو هغه دَ سامريه اَؤ دَ ګليل په حد راتيريدو. ١٢ کله چه هغه يو کلى ته ور دَ ننه کيدو نو لس کسان جُزاميان ئے وليدل. هغوئ په څۀ فاصله ودريدل، ١٣ اَؤ عيسىٰ ته ئے نعرے کړے،”اَئے مالِکه! په مُونږ رحم وکړه.“ ١٤ هر کله چه هغۀ هغوئ وليدل نو وئے وئيل،”لاړ شئ اَؤ خپل ځان کاهنانو ته وښايئ“. اَؤ کله چه هغوئ په خپله لاره روان وُو نو هغوئ پاک کړے شول. ١٥ په هغوئ کښے يو تن خپل ځان روغ وليدو نو راستُون شو اَؤ په چغو چغو ئے دَ خُدائے ثنا ووئيله. ١٦ هغه دَ عيسىٰ په پښو کښے پريوتو اَؤ دَ هغۀ شکريه ئے ادا کړه. اَؤ هغه يو سامرى وُو. ١٧ په دے سره عيسىٰ ووئيل چه”ولے لس واړه پاک نۀ کړے شول؟ نو هغه نور نهه څۀ شول؟ ١٨ بے له دے يو مُسافر نه بل يو هم داسے نۀ وُو چه هغه راغلے وے اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيلے وے؟“ ١٩ اَؤ عيسىٰ هغه سړى ته ووئيل،”پاڅۀ اَؤ لاړ شه،خپل ايمان تۀ جوړ کړے.“

بادشاهت راتلل

٢٠ فريسيانو دَ عيسىٰ نه تپوس وکړو چه”دَ خُدائے بادشاهى به کله راځى؟“هغۀ ووئيل چه”تاسو په ليدلو دا نۀ شئ وئيلے چه دَ خُدائے بادشاهى به کله راځى. ٢١ داسے هم نۀ شئے وئيلے چه ګورئ دلته ده! يا هلته ده! ولے چه ګورئ،دَ خُدائے بادشاهى ستاسو په مينځ کښے ده.“ ٢٢ عيسىٰ مُريدانو ته ووئيل چه”وخت به راشى چه تاسو به دَ اِبن آدم دَ ورځو نه دَ يوے ورځے دَ ليدو شوق لرئ خو تاسو به ئے ليدے نۀ شئ. ٢٣ هغوئ به تاسو ته وائى چه وګورئ هغه هلته دے! وګورئ دلته دے! خو هلته لاړ نۀ شئ اَؤ مه په هغوئ پسے منډے وهئ. ٢٤ لکه دَ آسمان بريښنا چه دَ مزکے دَ يو سر نه تر بله سره رسى،دغه شان به اِبن آدم په خپله ورځ وى. ٢٥ خو اول به هغه خامخا ډير مصيبت وزغمى اؤ دا پيړئ به ئے رد کوى ٢٦ اَؤ لکه چه دَ نوح په زمانه کښے څنګه شوى وُو،هم هغه شان به دَ اِبن آدم په ورځو کښے وشى. ٢٧ هغوئ تر هغے ورځے پورے خوړل څښل اَؤ وادُونه ئے کول تر څو چه نُوح په خپله کِشتئ کښے ونۀ ختلو اَؤ طوفان رانۀ غے اَؤ دوئ ئے ټول غرق نۀ کړل. ٢٨ اَؤ لکه چه دَ لُوط په زمانه کښے شوى وُو هغوئ هم خوړل څښل اَؤ سوداګرى ئے کوله اَؤ بُوټى ئے کرل اَؤ ودانئ ئے کولے. ٢٩ خو په کُومه ورځ چه لُوط دَ صدُوم نه ووتو نو دَ آسمان نه اور اَؤ ګُوګړ وريدل شروع شول اَؤ دوئ ئے ټول هلاک کړل. ٣٠ هم دغسے به دَ اِبن آدم دَ ظهُور په ورځ وشى. ٣١ په هغه ورځ هر څوک چه دَ کوټے دَ پاسه وى اَؤ سامان ئے ښکته وى نو هغه دِ دَ سامان اُوچتولو دَ پاره هيڅ کله هم ښکته رانۀ شى اَؤ هغه څوک هم چه په پټى کښے وى هغه دِ بيرته کور ته لاړ نۀ شى. ٣٢ دَ لُوط ښځه راياده کړئ! ٣٣ هر څوک چه خپل ځان ساتى،هغه به ځان بائيلى اَؤ هر څوک چه ځان بائيلى،هغه به ځان بيا وساتى. ٣٤ زَۀ تاسو ته وايم چه په هغه شپه به په يو کټ کښے دوه سړى وى،يو به واخستلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى. ٣٥ اَؤ دوه ښځے به په يو ځائے مينچن کوى،يوه به واخستلے شى اَؤ بله به پريښودلے شى. ٣٦ دوه سړى به په پټى کښے وى،يو به واخستلے شى اَؤ بل به پريښودلے شى.“ ٣٧ هغوئ چه دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو،”کُوم خوا مالِکه؟“ عيسىٰ ورته ووئيل،”چرته چه مُرداره وى هلته به ګنجئ راټوليږى.“

لُوقا 18

دَ يوے کُنډے اَؤ دَ يو قاضى مِثال

١ عيسىٰ هغوئ ته يو مِثال ووئيلو،اَؤ ورته ئے دا وښودل چه هغوئ دِ تل دُعا غواړى اَؤ زړۀ دِ نه بائيلى. ٢ وئے وئيل چه”په يو ښار کښے يو مُنصف وُو چه نۀ ورسره دَ خُدائے ويره وه اَؤ نۀ دَ بنده پرواه دار وُو. ٣ اَؤ هم په دغه ښار کښے يوه کُنډه وه چه هغه به بيا بيا هغۀ ته راتله اَؤ ورته به ئے وئيل چه زما دَ مُخالفينو اَؤ زما تر مينځه اِنصاف وکړه! ٤ ډيره مُوده به هغۀ اِنکار کوُو خو آخر ئے په زړۀ کښے ووئيل،حقه خو دا ده چه زَۀ نۀ خو دَ خُدائے نه ويريږم اَؤ نۀ دَ بنده پرواه دار يم، ٥ خو دا کُنډه زما دَ پاره داسے بلا جوړه شوے ده اَؤ زَۀ به دَ دے حق دے له ورکړم،داسے نۀ چه په آخر کښے ما تر پوزو راولى.“ ٦ بيا مالِک عيسىٰ ووئيل،”تاسو واؤريدل چه دے بے اِنصافه مُنصف څۀ ووئيل. ٧ نو ولے خُدائے دَ خپلو غوره شوو بدل وانۀ خلى څوک چه ورته شپه اَؤ ورځ په زارئ وى اَؤ هغه ئے ډير په صبر آؤرى؟ ٨ زَۀ تاسو ته وايم،هغه به ډير زر دَ هغوئ نه بدل واخلى. خو هر کله چه اِبن آدم راځى،نو ولے هغه به په مزکه ايمان مُومى څۀ؟“

دَ فريسى اَؤ يو محصُولچى مِثال

٩ عيسىٰ هغه خلقو ته چه په خپل ځان ئے توکل کاوو چه مُونږ صادِقان يو اَؤ نور ئے سپک ګڼل،دا مِثال ووئيلو، ١٠ ”دوه سړى دَ دُعا دَ پاره دَ خُدائے کور ته لاړل،يو فريسى وُو اَؤ بل محصُولچى. ١١ فريسى ودريدلو داسے دُعا ئے وکړه،اَئے خُدايه! ستا شُکر دے چه زَۀ دَ نورو خلقو په شان نۀ خو حِرصناک،نۀ بد ديانته،نۀ زِناکار اَؤ نۀ لکه دَ دے محصُولچى په شان يم. ١٢ زَۀ په هفته کښے دوه ځله روژے نيسم اَؤ څۀ چه ګټم دَ هغے نه لسمه ورکوم. ١٣ خو محصُولچى لرے ولاړ وُو اَؤ پاس آسمان ته ئے ونۀ کتل خو خپله سينه ئے وهله اَؤ وئيل ئے،”اَئے خُدايه! په ما رحم وکړه! زَۀ ډير ګُناه ګار يم! ١٤ زَۀ تاسو ته وايم چه هم هغه سړے دَ هغه وړُومبى نه زيات صادِق شوے کور ته بيرته لاړو،ځکه هر څوک چه ځان اُوچتوى،هغه به غريب کړے شى اَؤ څوک چه ځان غريبوى،هغه به اُوچت کړے شى.“

ماشُومانو له برکت ورکول

١٥ هغوئ عيسىٰ ته خپل ماشُومان راوستل چه هغه پرے لاس کيږدى. کله چه مُريدانو دوئ وليدل نو وئے رټل. ١٦ خو عيسىٰ هغه ماشُومان راوبلل اَؤ وئے وئيل،”ماشُومان ما ته راپريږدئ،دوئ مه منع کوئ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى دَ دغسے خلقو ده. ١٧ تاسو ته رښتيا وايم،هر څوک چه دَ خُدائے بادشاهى لکه دَ ماشُوم قبُوله نۀ کړى،هغوئ به هيڅکله په دے کښے داخل نۀ شى.“

مالدار حاکِم

١٨ دَ حاکِمانو نه يو حاکِم عيسىٰ نه دا تپوس وکړو،”نيکَه اُستاذه! دَ تل ژوندون ګټلو دَ پاره ما ته څۀ کول په کار دى؟“ ١٩ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل،”تۀ ما ته نيک ولے وائے؟ دَ يو خُدائے نه بغير بل هيڅوک نيک نِشته. ٢٠ تا ته حُکمُونه معلُوم دى،«زِنا مه کوه،قتل مه کوه،غلا مه کوه،دَ دروغو شاهدى مه کوه اَؤ دَ خپل مور پلار عزت کوه.» ٢١ سړى جواب ورکړو چه”ما دَ هلکوالى نه په دے هر څۀ عمل کړے دے.“ ٢٢ دَ دے په آؤريدو عيسىٰ ورته ووئيل چه”په تا کښے اوس هم دَ يو څيز کمے لا شته. هر څۀ چه درسره دى،هغه خرڅ کړه اَؤ په خوارانو ئے وويشه،اَؤ تۀ به په آسمان کښے خزانه ومُومے. بيا راشه اَؤ په ما پسے شه.“ ٢٣ په دے خبرو دَ هغۀ زړۀ په ډوبيدو شو ځکه چه هغه ډير مالدار سړے وُو. ٢٤ عيسىٰ چه دا وليدل نو وئے وئيل،”دَ دولت مند سړى دَ پاره دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل څومره ګران کار دے! ٢٥ دَ يو اُوښ دَ پاره دَ ستنے په سُوم کښے ننوتل په نسبت دَ يو مالدار سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل آسان دى.“ ٢٦ چا چه دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو،”نو بيا به څوک خلاصُون مُومى؟“ ٢٧ عيسىٰ جواب ورکړو،”څۀ چه دَ بنى آدم دَ پاره نامُمکن وى هغه خُدائے ته مُمکن وى.“ ٢٨ پطروس ووئيل،”مُونږ خپل هر څۀ دَ دے دَ پاره پريښى دىچه ستا مُريدان شُو.“ ٢٩ عيسىٰ ووئيل،”زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه هيڅوک داسے نِشته چا چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ پاره خپل کور،خپله ښځه،خپل ورُوڼه،خپل مور پلار اَؤ خپل بچى پريښى دى ٣٠ چه هغه به په دے دُنيا کښے په څو چنده ومُومى اَؤ په بل جهان کښے به دَ تل ژوندُون بيا مُومى.“ دريم ځل دَ عيسىٰ دَ مرګ اَؤ دَ بيا ژوندى کيدلو پيشن ګوئى ٣١ عيسىٰ دولس مُريدان يوے ډډے ته کړل اَؤ ورته ئے ووئيل،”مُونږ اوس بيتُ المُقدس ته ځُو اَؤ دَ اِبن آدم په حق کښے هر څۀ چه دَ نبيانو په وسيله ليکلى شوى دى،هغه به پُوره کيږى. ٣٢ هغه به غير قومُونو ته حواله کړے شى،هغوئ به په هغۀ پورے ټوقے وکړى اَؤ بد سلُوکى به ورسره وکړى اَؤ لاړے به پرے وتُوکى. ٣٣ هغوئ به ئے په بينتُونو ووهى اَؤ مړ به ئے کړى اَؤ په دريمه ورځ به هغه بيا ژوندے راپاڅى.“ ٣٤ خو هغوئ په دے هيڅ ونۀ رسيدل اَؤ څۀ چه وئيلے شوى وُو،معنى ئے دَ هغو نه پټے وے ځکه چه هغوئ ئے مطلب ته نۀ رسيدل. په يريحو کښے دَ يو ړُوند سړى بينا کول ٣٥ کله چه عيسىٰ يريحو ته نزدے شو نو يو ړُوند دَ لارے په غاړه ناست وُو اَؤ خير ئے غوښتو. ٣٦ هغۀ چه دَ ګڼو خلقو دَ تيريدو ښکالو واؤريده نو تپوس ئے وکړو چه”دا څۀ چل دے؟“ ٣٧ هغوئ خبر کړو چه”عيسىٰ ناصرى په دے لار تيريږى.“ ٣٨ نو هغۀ چغے کړے،”اَئے عيسىٰ دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“ ٣٩ مخکښے چه کُوم خلق روان وُو،هغوئ ورته ووئيل چه”چُپ شه.“خو هغۀ لا نورے هم چغے ايستلے چه”اَئے دَ داؤد زويه! په ما رحم وکړه!“ ٤٠ عيسىٰ ودريدو اَؤ سړو له ئے حُکم ورکړو چه”دے ماته راولئ.“ کله چه هغه راغے نو تپوس ئے ترے وکړو، ٤١ ”تۀ څۀ غواړے چه زَۀ ستا دَ پاره څۀ وکړم؟“ هغۀ ووئيل،”مالِکه! چه زَۀ بيا بينا شم.“ ٤٢ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”بينا شه! تۀ خپل ايمان بچ کړلے.“ ٤٣ سمدستى دَ هغۀ سترګے وغړيدے اَؤ هغه په عيسىٰ پسے روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ئے وئيله. اَؤ ټولو خلقو چه دا ننداره وليده نو دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله.

لُوقا 19

عيسىٰ اَؤ زکائى

١ عيسىٰ يريحو ته ننوتو اَؤ دَ ښار په مينځ کښے تيريدو. ٢ هلته زکائى نُومے يو سړے وُو. دَئے دَ محصُولچيانو سردار اَؤ ښۀ مالدار وُو. ٣ دَ هغۀ دا تلوسه وه چه عيسىٰ به څنګه سړے وى،خو په قد مَندرے وُو اَؤ دَ ګڼو خلقو له وجے ئے ليدلے نۀ شو. ٤ نو هغۀ دؤ کړو اَؤ دَ اينځر يوے ونے ته وختلو چه هغه ووينى،ځکه چه هغه هم په دغه طرف روان وُو. ٥ اَؤ چه عيسىٰ هغه ځائے ته راورسيدو اَؤ پورته ئے وکتل نو وئے وئيل چه”اَئے زکايه! زر راکُوز شه! زَۀ نن خامخا ستا په کور کښے پاتے کيږم.“ ٦ هغه زر راکُوز شو اَؤ ډير په مينه ئے ورته هر کلے ووے. ٧ هغوئ چه دا وليدل نو ټول وګُوريدل اَؤ وئے وئيل،”هغه دَ يو ګُناه ګار سړى کره ورغے چه دَ هغۀ ميلمه شى.“ ٨ خو زکائى ودريدلو اَؤ مالِک ته ئے ووئيل،”مالِکه! هم په دے ځائے زَۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم اَؤ که ما له چا نه په دوکه باندے څۀ اخستى وى نو هغۀ ته ئے هم يو په څلور ورکوم.“ ٩ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”هم نن دے کور ته خلاصُون راغلے دے ځکه چه دے هم دَ اِبراهيم زوئے دے. ١٠ اَؤ اِبن آدم دے له راغلے دے چه ورک شوى ولټوى اَؤ بچ ئے کړى.“

دَ لسو سِکو مِثال

١١ دَ هغو لا دے ته غوږ وُو چه عيسىٰ ورته يو مِثال ووے ځکه چه هغه اوس بيتُ المُقدس ته رانزدے وُو اَؤ دَ هغوئ دا ګمان وُو چه دَ خُدائے بادشاهى اوس په ښکاره کيدو ده. ١٢ هغۀ ووئيل،”دَ يوے لوئے کورنئ يو سړے په اُوږد سفر يو بل ملک ته لاړو دَ دے دَ پاره چه هغه بادشاهت حاصل کړى اَؤ بيا بيرته راشى. ١٣ خو اول هغۀ خپل لس نوکران راوبلل اَؤ هر يو ته ئے په دے وينا دَ سرو زرو يوه سِکه ورکړله چه دوئ سوداګرى کوى تر څو چه زَۀ رانۀ شم. ١٤ خو دَ هغه وطن خلقو ورسره کينه کوله اَؤ په هغۀ پسے ئے يوه جرګه سمدستى په دے وينا واستوله چه مُونږ دا سړے خپل بادشاه کيدل نۀ غواړو. ١٥ خو بيا هم دَ بادشاه په حيثيت بيرته راغے اَؤ کُومو نوکرانو ته چه ئے پيسے ورکړے وے هغوئ ته ئے سوال جواب وليږو چه دا معلُومه کړى چه په دوئ کښے هر يو څومره ګټه کړے ده. ١٦ وړُومبے راغے اَؤ وئے وئيل، صاحبه! ستا دَ سرو زرو سِکے لس نورے ګټلے دى. ١٧ هغۀ جواب ورکړو،شاباش! تۀ ډير ښۀ نوکر يئے! تا په ډير واړۀ څيز کښے خپل ځان ديانتدار ثابت کړو،تۀ دَ لسو ښارُونو حاکِم شه. ١٨ بيا دويم راغے اَؤ وئے وئيل، چه ستا دَ سرو زرو سِکو پنځۀ نورے ګټلى دى. ١٩ اَؤ هغۀ ته ئے هم ووئيل چه تۀ هم دَ پنځو ښارُونو حاکم شه ! ٢٠ بيا بل نوکر راغے اؤ وئے وئيل،مالِکه! دا ستا دَ سرو زرو سِکه ده. ما دا په رومال کښے نغښتے وه اَؤ سمباله کړے مے وه. ٢١ زَۀ ستا نه ويريدم ځکه چه تۀ يو سخت سړے يئے اَؤ هغه څۀ حاصلوے کُوم چه تا چرے نۀ وى ورکړى اَؤ هغه څۀ ريبے چه کُوم دِ نۀ وى کرلى. ٢٢ هغۀ جواب ورکړو،اَئے بد تميزه! زَۀ به هم ستا په خُلۀ ستا سره اِنصاف وکړم! تا ته دا معلُومه وه چه زَۀ يو سخت سړے يم اَؤ هغه څۀ وصُولوم چه کُوم ما نۀ وى ورکړى اَؤ هغه څۀ ريبم چه کُوم ما نۀ وى کرلى؟ ٢٣ نو بيا تا ولے زما دَ سرو زرو سِکه دَ صرافانو سره نۀ ده ايښے چه بيا ما په واپس راتلو کښے سره دَ سُود آخستے وے. ٢٤ هغۀ حاضرينو ته مخ راواړَوو اَؤ وئے وئيل چه دغه دَ سرو زرو سِکه دَ دۀ نه واخلئ اَؤ هغۀ ته ئے ورکړئ چه دَ چا سره چه لس دى. ٢٥ هغوئ جواب ورکړو چه مالِکه! دَ هغۀ سره خو لس دَ آګاهو نه دى! ٢٦ هغۀ وئيل،زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ کُوم سړى سره چه څۀ وى،هغۀ ته به نور هم ورکولے کيږى خو چه دَ چا سره چه څۀ نۀ وى،دَ هغۀ نه به هغه څۀ هم آخستے شى،چه ئے لرى. ٢٧ خو زما هغه دُښمنانو چه زَۀ بادشاه کيدل نۀ غوښتم،هغوئ راولئ اَؤ زما په وړاندے ئے قتل کړئ.“

په بيتُ المُقدس کښے په فتح مندانه طور داخليدل

٢٨ دَ دے سره عيسىٰ وړاندے لاړو اَؤ بيتُ المُقدس ته په ورختو شو. ٢٩ هر کله چه هغه بيت فګے اَؤ بيت عنياه ته ورنزدے شو کُوم چه دَ ښونانو په غرۀ ودان دى نو هغۀ دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره واستول چه ٣٠ ”دے مخامخ کلى ته ورشئ اَؤ تاسو چه کله دے کلى ته ورننوزئ نو کُوچے به تړلے ومُومئ چه تر اوسه پرے هيچا لا سورلى نۀ ده کړے. هغه پرانزئ اَؤ دلته ئے راولئ. ٣١ اَؤ که څوک درنه دا پوښتنه وکړى چه تاسو دا کُوچے ولے پرانزئ نو ورته ووايئ چه زمُونږ دَ مالِک په کار دے.“ ٣٢ دواړه په مخه لاړل اَؤ هم هغه شان ئے ومُوندل لکه چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو. ٣٣ اَؤ کله چه هغوئ کُوچے راپرانستو نو دَ دے مالِکانو تپوس وکړو چه”تاسو دا کُوچے ولے پرانزئ؟“ ٣٤ هغوئ جواب ورکړو چه”دا زمُونږ دَ مالِک په کار دے.“ ٣٥ اَؤ هغوئ کُوچے عيسىٰ له راوستو،بيا هغوئ په کُوچى باندے خپلے جامے واچولے اَؤ عيسىٰ ورباندے سور شو. ٣٦ اَؤ خلقو په لاره کښے هم ورته خپلے جامے وغوړولے په کُومه لاره چه هغه تيريدو. ٣٧ اوس څۀ وخت چه هغه دَ ښونانو دَ غرۀ نه مخ په کُوزيدو وُو نو ټولو ملګرو اَؤ مُريدانو ئے په هغه ټولو قوتناکو کارُونو چه هغوئ ليدلى وُو دَ خُدائے ثنا ووئيله. ٣٨ «مُبارک دے هغه راتلُونکے بادشاه چه دَ رب په نامه راځى! سلامتى دِ وى په آسمان کښے اَؤ جلال دِ وى په اُوچت آسمان کښے.» ٣٩ ځنو فريسيانو په دے ګڼه کښے عيسىٰ ته ووئيل،”اُستاذه! خپلو مُريدانو ته ووايه چه غلى شى!“ ٤٠ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ تاسو ته وايم که چرے هغوئ غلى پاتے شىنو ګټے به په چغو سر شى.“

دَ عيسىٰ ژړل دَ بيتُ المُقدس په حال

٤١ هر کله چه هغه نزدے راغے،ښار ئے وليدلو نو هغۀ په دے باندے وژړل، ٤٢ اَؤ وئے وئيل،”که چرے نن ورځ تا ته دا معلُومه وے چه کُومه دَ خير لاره ده،خو نه! دا ستا دَ نظر نه پټه ده ! ٤٣ يو وخت به په تا ته داسے راشى چه ستا دُښمنان به ستا مُحاصره وکړى،هغوئ به ستا نه چاپير شى اَؤ دَ هر اړخ نه به دِ راګير کړى. ٤٤ اَؤ په مزکه به دِ راګُزار کړى اَؤ تۀ اَؤ ستا بچى به ستا په ديوالُونو کښے دَ ننه وى اَؤ ستا يوه ګټه به هم دَ ګتے دَ پاسه پرے نۀ ږدى ځکه چه تا دَ خُدائے هغه مُقرر وخت ونۀ پيژندلو،هر کله چه هغه راغے!“

دَ خُدائے کور پاکول

٤٥ بيا عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ دَ سوداګرو په بهر راويستو ئے لاس پورے کړو. ٤٦ اَؤ دا ئے ورته ووئيل،”صحيفے وائى چه «زما کور به دَ عبادت ځائے وى»،خو تاسو ترے دَ ډاکوانو کنډر جوړ کړے دے.“ ٤٧ دَ خُدائے په کور کښے به هره ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو. اَؤ مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان دَ دَۀ دَ ژولو په تلاش کښے وُو چه دَ اُولسى مشرانو مرسته هم ورسره وه. ٤٨ خو هغوئ په دے کښے بے وسه وُو ځکه چه دَ خلقو دَ هغۀ په خبرو يقين وُو.

لُوقا 20

دَ عيسىٰ دَ اِختيار په باره کښے تپوس

١ يوه ورځ چه عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے خلقو ته تعليم ورکولو اَؤ ورته ئے زيرے آؤرولو نو مشران کاهنان،دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران راغلل. ٢ اَؤ هغوئ ووئيل،”مُونږ ته ووايه چه دا تۀ په کُوم اِختيار داسے کارُونه کوے لګيا يئے؟ دا واک اِختيار تاله چا در کړے دے؟“ ٣ عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو،”زَۀ هم له تاسو نه يوه پوښتنه کوم،ما ته وښيئ ٤ چه آيا دَ يحيىٰ بپتسمه دَ آسمان نه وه يا دَ بنى آدمو نه؟“ ٥ په دے هغوئ دَ يو بل سره په بحث شول،”که چرے مُونږ ووايو چه له آسمان نه،نو دے به راته ووائى چه بيا تاسو په هغۀ ايمان ولے رانۀ وړو؟ ٦ اَؤ که چرے مُونږ ووايو چه دَ بنى آدمو دَ طرفه وه،نو خلق به ټول مُونږ سنګسار کړى ځکه چه هغوئ په دے خبره قايل دى چه يحيىٰ يو نبى وُو.“ ٧ نو هغوئ جواب ورکړو چه”مُونږ هيڅ نۀ شو وئيلے.“ ٨ اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”بيا به زَۀ هم دا درته ونۀ ښيم چه زَۀ دا کار په کُوم اِختيار کوم.“

دَ انګُورو باغ اَؤ دَ باغوانانو مِثال

٩ نو بيا عيسىٰ خلقو ته دا مِثال تير کړو چه”يو سړى دَ انګورو باغ ولګولو اَؤ باغوانانو ته ئے ورکړو اَؤ يو بل ملک ته دَ ډيرے مودے دَ پاره لاړو. ١٠ کله چه موسم راغے نو هغۀ يو نوکر باغوانانو ته ورواستولو چه ترے نه دَ هغۀ دَ پيداوار حصه راؤړى خو باغوانانو هغه ووهو اَؤ خالى لاس ئے واپس وليږلو. ١١ هغۀ بيا بل نوکر ورواستولو خو هغه ئے هم بد بد ووهلو،بے عزته ئے کړو اَؤ تش لاس ئے واپس راوشړلو. ١٢ هغۀ بيا دريم سړے ور واستوو خو هغه ئے هم زخمى کړو،په تيښته ترے راغے. ١٣ بيا دَ انګُورو دَ باغ مالِک ووئيل چه اوس ما ته څۀ کول په کار دى؟ زَۀ به خپل خوږ زوئے ورواستوم. کيدے شى چه دَ دَۀ مخ وکړى. ١٤ خو هر کله چه باغوانانو هغه وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل،دا ئے وارث دے،راځئ چه مړ ئے کړو چه ميراث ئے مُونږ ته پاتے شى! ١٥ نو هغوئ هغه دَ انګُورو دَ باغ نه بهر راوويستو اَؤ مړ ئے کړو. نو اوس ووايئ چه دَ انګُورو دَ باغ مالِک به دَ هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ ١٦ هغه به راشى اَؤ دا ټول باغوانان به مړۀ کړى اَؤ دَ انګورو باغ به بل چا ته ورکړى.“ هر کله چه هغوئ دا واؤريدل نو وئے وئيل،”خُدائے مه کړه!“ ١٧ خو هغۀ ورته ځير ځير وکتل اَؤ وئے وئيل،”نو بيا دَ صحيفو دَ دے عبارت څۀ مطلب دے؟ «کُوم کاڼے چه ګلکارانو رد کړے وُو هم هغه دَ ګوټ سر ګاڼے شو.» ١٨ هر څوک چه په دے کاڼى راوغورزيږى هغه به ذرے ذرے شى اَؤ که چرے دغه کاڼے په چا راپريوځى نو هغه به هم ريز مريز شى.“ ١٩ دَ شرعے عالمانو اَؤ مشرانو کاهنانو غوښتل چه هغۀ ته هم په هغه ځائے کښے لاس ورواچوى ځکه چه هغوئ په دے ورسيدل چه دا مِثال دَۀ په هغوئ پورے ووے خو هغوئ دَ خلقو نه ويريدل.

قيصر له محصُول ورکول

٢٠ نو هغوئ په دے لټُون کښے وُو چه څنګه به ئے راګير کړُو. نو جاسُوسان ئے پټ دَ صادِقانو په جامه کښے ورواستول چه دَ هغۀ څۀ داسے خبرے راونيسى دَ کُومو په بهانه چه هغه ونيولے شى اَؤ دَ حاکِم زور اَؤ اِختيار ته وسپارلے شى. ٢١ هغوئ په هغۀ يو سوال وکړو اَؤ ورته ئے ووئيل،”اُستاذه! مُونږ په دے خبر يُو،څۀ چه تۀ وايئے اَؤ دَ څۀ تعليم چه ورکوے هغه حق دے. تۀ دَ چا مخ ملازه نۀ کوے خو په رښتيا هغه څۀ وايے چه دَ خُدائے لار ده. ٢٢ ولے مُونږ ته قيصر له خراج ورکول په کار دى اَؤ که نه؟“ ٢٣ عيسىٰ دَ هغوئ په چل پوهه شو اَؤ ورته ئے ووئيل، ٢٤ ”ما ته دَ سپينو زرو يوه سِکه وښايئ. په دے دَ چا تصوير دے اَؤ دَ چا نُوم؟“ هغوئ جواب ورکړو چه”دَ قيصر.“ ٢٥ عيسىٰ ووئيل چه”ښه ده،قيصر ته خپل حق ورکړئ اَؤ خُدائے له خپل.“ ٢٦ دغه شان دَ خلقو په وړاندے دَ دوئ دا کوشش چه هغه په خبرو کښے راونيسى کامياب نۀ شو اَؤ دَ هغۀ په جواب هغوئ حق حيران غلى پاتے شول.

دَ بيا ژوندى کيدلو په باب کښے تپوس

٢٧ بيا ځنے صدُوقيان وړاندے راغلل. دا هغه خلق دى څوک چه دَ قيامت دَ ورځے نه مُنکر دى. ٢٨ هغوئ دا سوال وکړو چه”اُستاذه! مُوسىٰ مُونږ ته دا ښائيلى دى چه که دَ چا ورور مړ شى اَؤ ښځه ئے پاتے شى اَؤ بچى ئے نۀ وى نو بل ورور دِ هغه کونډه وادۀ کړى اَؤ دَ هغۀ نسل دِ پيدا کړى. ٢٩ نو اوس اُووۀ ورُوڼه وُو. وړُومبى وادۀ وکړو اَؤ بے اولاده مړ شو. ٣٠ بيا دويم هغه ښځه واخسته، ٣١ بيا دريم هم دغه شان اُووۀ واړه مړۀ شول خو دَ يو هم اولاد ونۀ شو. ٣٢ وروستو دغه ښځه هم مړه شوه. ٣٣ دَ قيامت په ورځ به دغه ښځه دَ چا وى؟ ځکه چه اُوو واړو دَ هغے سره وادۀ کړے وُو.“ ٣٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”دَ دے دُنيا سړى اَؤ ښځے وادۀ کوى، ٣٥ خو هغه څوک چه دَ بل جهان لايق ګڼلے شوى دى،هغوئ به دَ بيا راژوندى کيدو نه پس وادۀ نۀ کوى. ٣٦ ځکه چه دَ هغے نه پس به هغوئ نۀ مرى،هغوئ به دَ فرښتو په شان وى. هغوئ دَ خُدائے زامن دى ځکه چه هغوئ په بيا راژوندى کيدو کښے حصه دار دى. ٣٧ اَؤ دا چه مړى به راژوندى کولے شى،دا مُوسىٰ په خپله هم دَ جاړو دَ سوزولو په واقعه کښے بيان کړے دى چرته چه دَ مالِک په باب کښے وائى،«دَ اِبراهيم خُدائے،دَ اِسحاق خُدائے اَؤ دَ يعقوب خُدائے.» ٣٨ نو خُدائے دَ مړو خُدائے نۀ دے،دَ ژوندو خُدائے دے. دَ هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“ ٣٩ په دے ځنو دَ شرعے عالمانو ووئيل،”اُستاذه! ډير ښۀ دِ ووئيل.“ ٤٠ ځکه چه دَ دے نه پس دَ چا دا مجال نۀ وُو چه په هغۀ باندے بل سوال وکړى.

دَ داؤد دَ زوئے په باب کښے تپوس

٤١ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”هغوئ څنګه دا وئيلے شى چه مسيح دَ داؤد زوئے دے؟ ٤٢ ځکه چه داؤد په خپله په زبُور کښے وائى چه « مالِک زما مالِک ته ووئيل،زما ښى لاس ته کښينه، ٤٣ تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان ستا دَ پښو لاندے نۀ کړم.» ٤٤ داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى،نو بيا هغه دَ داؤد زوئے څنګه کيدے شى؟“

دَ شرعے عالمان ملامته کول

٤٥ دَ ټولو خلقو په وړاندے عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ٤٦ ”دَ شرعے دَ عالمانو نه ځان ساتئ څوک چه په لويو لويو چُوغو کښے ګرځى اَؤ په بازارونو کښے دَ عزت په سلامُونو ډير خوشحاليږى اَؤ په عبادت خانو اَؤ په ميلمستياؤ کښے دَ مشرئ په ځائ کښيناستل خوښوى. ٤٧ هم دا هغه خلق دى چه دَ کونډو مال خورى خو په ظاهره اُوږدے اُوږدے دُعاګانے کوى اَؤ دوئ ته به بدترينه سزا ورکړلے شى.“

لُوقا 21

دَ کونډے شُکرانه

١ عيسىٰ چه پاس وکتل نو وئے ليدل چه مالدار خلق دَ خُدائے دَ کور په خزانه کښے خپلے شُکرانے اچوى. ٢ اَؤ هغۀ يوه خواره کونډه وليده چه دوه پيسے ئے ورواچولے. ٣ هغۀ ووئيل،”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دے خوارے کونډے دَ نورو ټولو نه زيات واچول. ٤ ځکه چه دے نورو چه په شُکرانے کښے څۀ واچول هغوئ دَ مال دَ زيات والى په سبب واچول خو دَ هغے سره چه دَ خپلے ګُزارے نه هم کم وُو،هغه ټول ئے واچول.“ دَ خُدائے دَ کور دَ برباديدو په باره کښے پيشن ګوئى ٥ ځنے خلقو دَ خُدائے دَ کور اَؤ دَ هغے دَ ښکلو کاڼو اَؤ په ورکړو شوو نذرانو چه داښايسته کړے شوے وُو، ورپورے خبرے وکړلے. عيسىٰ ورته ووئيل چه ٦ ”دا څيزُونه چه تاسو وينئ،وخت به راشى چه په دے کښے به يو کاڼے په کاڼى پاتے نۀ شى،ټول به ونړولے شى.“

تکليفُونه اَؤ زورونه

٧ دوئ عيسىٰ ته ووئيل،”اُستاذه! دا هر څۀ به کله کيږى؟ اَؤ دَ دے دَ کيدو نخښے به څۀ وى؟“ ٨ عيسىٰ ووئيل،”پام کوئ چه څوک مو ګُمراه نۀ کړى ځکه چه ډير به راځى اَؤ زما دَ نُوم دعوىٰ به کوى اَؤ وائى به چه زَۀ هغه يم! اَؤ وخت نزدے راغلے دے خو ورپسے مه ځئ. ٩ اَؤ کله چه تاسو دَ جنګُونو اَؤ دَ جګړو واؤرئ نو وار خطا کيږئ مه ځکه چه دا څيزُونه به خامخا اول کيږى خو اَنجام په سمدستى ورپسے نۀ وى.“ ١٠ بيا هغۀ دا ووئيل،”قامُونه به دَ قامُونو سره جنګيږى،بادشاهئ دَ بادشاهئ سره. ١١ لوئے لوئے زلزلے به راځى،قحطُونه،وباګانے به په ډيرو ځايُونو کښے راځى اَؤ په آسمان به هيبتناکے اَؤ لوئے نخښے ښکاره کيږى. ١٢ خو دَ دے هر څۀ نه آګاهو به هغوئ په تاسو پسے شى اَؤ تاسو به عذابوى. تاسو به عبادت خانو ته حواله کيږئ اَؤ بندى خانو ته به اچولے کيږئ. تاسو به دَ بادشاهانو اَؤ حاکمانو په وړاندے زما دَ نُوم په سبب ودرولى کيږئ. ١٣ اَؤ دا به ستاسو دَ پاره دَ شهادت موقع وګرزى. ١٤ خو ياد لرئ چه دَ آګاهو نه په خپله صفائى کښے دَ جواب ورکولو فکر ونۀ کړئ، ١٥ ځکه چه زَۀ به په خپله تاسو ته دَ وينا داسے طاقت اَؤ حِکمت درکړم چه يو مُخالف به هم دَ دے قابل نۀ وى چه دے ته ټينګ شى يا ئے دروغ ثابت کړى. ١٦ تر دے چه ستاسو مور پلار،ستاسو ورُوڼه،ستاسو خپلوان اَؤ دوستان به مُو هم په حواله کړى،په تاسو کښے به ځنے مړۀ کړے شى، ١٧ اَؤ زما دَ نُوم په سبب به ټول تاسو سره کينه لرى. ١٨ خو ستاسو دَ سر يو ويښتۀ قدرے به هم ورکيږى نه، ١٩ اَؤ دَ خپل صبر په سبب به خپل ژوندُون وګټئ.

دَ بيتُ المُقدس دَ برباديدو په باره کښے پيشن ګوئى

٢٠ ”خو هر کله چه تاسو دا ووينئ چه دَ بيتُ المُقدس نه فوځُونه راچاپير شوى دى نو تاسو پوهه شئ چه دَ هغۀ بربادى رانزدے ده. ٢١ نو بيا هغه څوک چه په يهوديه کښے وى،غرُونه ته دِ وتښتى اَؤ څوک چه په ښار کښے وى،هغوئ دِ دَ ښار نه بهر وځى اَؤ څوک چه دَ ښار نه بهر په کلو کښے وى هغوئ دِ ښار ته دَ ننه لاړ نۀ شى. ٢٢ ځکه چه هم دا به دَ بدل آخستو ورځے وى اَؤ هر څۀ چه ليکلى شوى دى،هغه به پُوره کيږى. ٢٣ اَفسوس دے په هغه ښځو څوک چه په هغه ورځو کښے اُميدوارے وى اَؤ يا چه بچو ته تے ورکوى! ځکه چه په مزکه به ډير لوئے مُصيبت خور وى اَؤ په دے خلقو به لوئے غضب وى. ٢٤ هغوئ به په تُوره ټوټے ټوټے کيږى اَؤ ټولو ملکُونو ته به قيديان بوتللے کيږى اَؤ تر هغے ورځے پورے به بيتُ المُقدس دَ غيرو قومُونو تر پښو لاندے کيږى تر څو چه دَ هغو وخت تر سره شوے نۀ وى.

دَ اِبن آدم راتلل

٢٥ په نمر،سپوږمئ اَؤ په ستورو کښے به نخښے څرګنديږى. دَ سمندر دَ شرار اَؤ دَ چپو نه به په مزکه قومُونه پرشان وى. ٢٦ په خلقو کښے به په مزکه دَ پيښيدُونکو واقعاتو دَ ويرے له کبله په اِنسان کښے ساه نۀ پاتے کيږى ځکه چه آسمانى قوتُونه به وجړقولے شى. ٢٧ اَؤ بيا به هغوئ دا ووينى چه اِبن آدم به په وريځو کښے ډير شان اَؤ شوکت اَؤ ډيرے لوئئ سره راځى. ٢٨ هر کله چه دا هر څۀ پيښيدل شروع شى نو نيغ شئ اَؤ خپل سرُونه اُوچت کړئ ځکه چه ستاسو خلاصُون نزدے دے.“

دَ انيځر دَ ونے سبق

٢٩ عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال تير کړو چه”دَ انيځر ونے ته وګورئ يا ټولو ونو ته. ٣٠ هر کله چه دا غوټئ وسپړى نو تاسو په خپله وينئ اَؤ پوهه شئ چه اوړے رانزدے دے. ٣١ هم دغه شان چه تاسو دا ټولے خبرے په کيدو ووينئ نو پوهه شئ چه دَ خُدائے بادشاهى نزدے راغلے ده. ٣٢ زَۀ تاسو ته دا رښتيا وايم چه دا پيړئ به ختمه نۀ شى تر څو چه دا ونۀ شى. ٣٣ آسمان اَؤ زمکه به پاتے نۀ شى خو زما کلام به تل تر تله پاتے وى.

دَ بيدار اوسيدلو تاکيد

٣٤ خيال ساتئ اَؤ پام کوئ! خپل زړُونه په بدمستئ،نشو اَؤ دُنياوى غمُونو مه آخته کوئ ځکه چه هغه ورځ ناڅاپى تاسو لکه دَ لټ راګير نۀ کړى. ٣٥ ځکه چه هغه ورځ په هر چا چه په دے ټوله دُنيا کښے دى،دغسے راتلُونکے ده. ٣٦ هر وخت بيدار اوسئ اَؤ دُعا غواړئ چه قوت ومُومئ اَؤ دَ دے پيښو نه بچ پاتے شئ اَؤ چه دَ اِبن آدم په وړاندے دَ ودريدو جوګه شئ.“ ٣٧ عيسىٰ دا ورځے دَ خُدائے په کور کښے په تعليم ورکولو تيرولے اَؤ بيا به هغه دَ شپے تيرولو دَ پاره دَ ښونانو غرۀ ته تلو. ٣٨ اَؤ سحر وختى به ټول خلق دَ خُدائے کور ته راټوليدل چه دَ هغۀ خبرے واؤرى.

لُوقا 22

دَ عيسىٰ دَ قتل سازش

١ اوس دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر ورځ،چه ورته دَ فسح ورځ وائى،نزدے وه. ٢ اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دا کوشِش کاوو چه څۀ داسے بهانه ولټوى چه عيسىٰ قتل کړى،ځکه چه هغوئ دَ خلقو نه ويريدل. ٣ خو بيا شيطان په يهُوداه اِسکريوتى کښے ورننوتو چه په هغه دولسو مُريدانو کښے يو وُو. ٤ اَؤ يهُوداه دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور دَ افسرانو سره مشورے ته لاړو چه داسے څۀ بهانه پيدا کړى چه عيسىٰ څنګه ورته په حواله کړى. ٥ هغوئ ډير خوشحاله شول اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ پيسو لوظ وکړو. ٦ هغه رضا شو اَؤ دَ دے موقعے په لټُون کښے شو چه هغه په ټګئ هغوئ ته په حواله کړى.

دَ فسح دَ اختر تيارى

٧ بيا دَ پتيرے ډوډئ ورځ راغله په کُومه ورځ چه دَ فسح قُربانى کيدُونکى وه. ٨ اَؤ عيسىٰ بيا پطروس اَؤ يوحنا دَ دے هداياتو سره واستول چه”لاړ شئ اَؤ زمُونږ دَ پاره دَ فسح ډوډئ تياره کړئ چه وئے خورُو.“ ٩ هغوئ تپوس وکړو چه”تۀ په کُوم ځائے کښے غواړے چه مُونږ دا تيارى وکړُو؟“ ١٠ هغۀ جواب ورکړو چه”څنګه چه تاسو ښار ته ننوزئ نو تاسو به يو سړے ووينئ چه دَ اوبو منګے به وړى. هغه چه کُوم کور ته ورننوزى نو هم هغه کور ته ورپسے ننوزئ. ١١ اَؤ دَ کور خاوند ته دا پيغام ورکړئ،اُستاذ وائى چه هغه دَ ميلمانو کمره کُومه ده چرته چه به زَۀ دَ مُريدانو سره دَ فسح ډوډئ خورم؟ ١٢ نو هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوے بالا خانه وښيى،نو هلته تيارى وکړئ.“ ١٣ هغوئ لاړل اَؤ هلته ئے هر څيز دَ هغۀ دَ وينا په مُطابق وليدلو. هغوئ دَ فسح دَ پاره تيارى وکړه.

دَ عشا ربانى مُقررول

١٤ اَؤ چه وخت راغے نو عيسىٰ سره دَ خپلو رسُولانو ډوډئ ته کښيناستو. ١٥ اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”زما دا څومره خواهش وُو چه دَ خپل مرګ اَؤ مُصيبت دَ زغملو نه وړُومبے تاسو سره دَ فسح دا ډوډئ وخورم. ١٦ ځکه چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دے نه پس به زَۀ تر هغے بيا دا ډوډئ هيچرے ونۀ خورم تر څو چه دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ دے مقصد پُوره نۀ شى.“ ١٧ بيا عيسىٰ يوه پياله واخسته اَؤ دَ شُکر کولو نه پس ئے ووئيل،”دا واخلئ اَؤ په خپلو کښے ئے وويشئ. ١٨ ځکه چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دے ساعت نه پس به زَۀ دَ انګُورو رس بيا تر هغے ونۀ څښم تر څو چه دَ خُدائے بادشاهى رانۀ شى.“ ١٩ بيا هغۀ ډوډئ واخستله،شُکر ئے پرے وکړو اَؤ ماته ئے کړه اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ وئے وئيل،”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره ورکړے کيږى. زما دَ يادګار دَ پاره هم دغسے کوئ.“ ٢٠ اَؤ هم دغسے ئے دَ ډوډئ نه پس پيالئ واخستله اَؤ وئے وئيل چه”دا پيالئ زما په هغه وينه چه ستاسو دَ پاره تويولے کيږى،نوے لوظ دے. ٢١ خو ګورئ! زما دَ مُخبر لاس هم ما سره په ميز باندے دے! ٢٢ ځکه چه اِبن آدم څنګه چه مُقرر شوے دے،هغه شان به ځى،خو اَفسوس دے په هغه سړى دَ چا په مُخبرئ چه هغه په حواله کيږى!“ ٢٣ په دے خبره هغوئ په خپلو کښے په بحث شُو چه په مُونږ کښے به دا کار څوک کوى.

دَ لوئى په باره کښے بحث

٢٤ بيا په هغوئ کښے تکرار وشو چه په هغوئ کښے به څوک دَ ټولو نه لوئے وګڼلے شى. ٢٥ خو عيسىٰ ووئيل چه”دَ قومُونو بادشاهان په خپلو خلقو حکُومت کوى اَؤ څوک چه پرے اِختيار لرى هغوئ ته دَ ملک خيرخواه وئيلے کيږى. ٢٦ خو په تاسو کښے دِ داسے نۀ وى. په تاسو کښے دِ دَ ټولو نه لوئے ځان دَ ټولو نه وړُوکے ګڼى اَؤ ستاسو مشر دِ ستاسو خدمتګار وى. ٢٧ ځکه چه په دے کښے څوک لوئے دے؟ هغه چه ډوډئ ته ناست وى اؤ که هغه څوک چه خدمت کوى يقينًا هغه څوک چه ډوډئ ته ناست وى. خو زَۀ دلته ستاسو په مينځ کښے دَ خدمتګار په شان يم. ٢٨ تاسو هغه خلق يئ چه زما په آزميښتُونو کښے ما سره مضبُوط ولاړ وئ. ٢٩ اَؤ اوس زَۀ هغه بادشاهى ستاسو دَ پاره مُقرروم چه زما پلار زما دَ پاره مُقرره کړے ده. ٣٠ تاسو به زما په بادشاهئ کښے زما په ميز خورئ،څښئ اَؤ دَ مُنصفانو په شان به په تختُونو کښينئ چه دَ اِسرائيل دَ دولسو قبيلو تر منيځه اِنصاف وکړئ.

دَ پطروس دَ اِنکار کولو په باره کښے پيشن ګوئى

٣١ ”شمعُونه! اَئے شمعُونه! ګوره،خبردار شه! شيطان تاسو ټول وغوښتلئ چه هغه تاسو لکه دَ غنمو دَ دانو وڅنډى. ٣٢ خو ما ستا دَ پاره دا دُعا کړے ده چه ستا ايمان لاړ نۀ شى اَؤ هر کله چه تۀ راوګرزے نو تۀ خپل ورُوڼه مضبُوط کړه.“ ٣٣ پطروس جواب ورکړو چه ”مالِکه! زَۀ تا سره قيد خانے اَؤ مرګ ته تيار يم!“ ٣٤ عيسىٰ ووئيل،”پطروسه! زَۀ تا ته وايم چه نن شپه به چرګ تر هغے بانګ ونۀ وائى تر څو چه تۀ زما دَ پيژندګلو نه درے ځله اِنکارى نۀ شے.“

بټوے،کڅوړے اَؤ تُوره

٣٥ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”هر کله چه ما تاسو بے څپلو اَؤ تش لاس بے له بټوے استولى وئ،ولے تاسو دَ څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ ٣٦ هغوئ جواب ورکړو چه”نه“ هغۀ ووئيل چه”اوس دَ چا سره بټوے وى،هغه دِ دَ ځان سره واخلى اَؤ خپلے کڅوړے دِ هم ورسره وى،اَؤ که تُوره ورسره نۀ وى،نو هغه دِ خپل قميس خرڅ کړى خو تُوره دِ واخلى. ٣٧ ځکه چه صحيفے وائى چه «هغه په باغيانو کښے حساب کړے شو،» اَؤ دا الفاظ به ضرُور زما په حقله پُوره کيږى بے شکه هر څۀ چه زما په باب کښے ليکلى شوى دى،هغه به پُوره کيږى.“ ٣٨ هغوئ ووئيل،”ګوره مالِکه! مُونږ سره دا دوه تُورے دى!“ هغۀ ووئيل،”کافى دى!“

دَ ښونانو په غرۀ کښے دُعا

٣٩ بيا عيسىٰ بهر ووتو اَؤ دَ خپل دستُور په مُطابق دَ ښونانو غرۀ ته لاړو اَؤ مُريدان هم ورسره وُو. ٤٠ هر کله چه هغه ځائے ته ورسيدو نو هغوئ ته ئے ووئيل،”دُعا غواړئ چه په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ.“ ٤١ هغه په خپله دَ هغوئ نه يو څو قدمه لرے لاړو،په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے شروع کړه. ٤٢ ”اَئے پلاره! که دا چرے ستا رضا وى نو دا پياله له مانه لرے کړه خو زما رضا نه،ستا رضا دِ پُوره شى.“ ٤٣ اَؤ په دغه وخت کښے يوه فرښته دَ آسمان نه رانازله شوه،چه ئے مضبُوط کړى. ٤٤ اَؤ چه سخت عذابيدو نو لا ئے هم په جوش کښے دُعا وکړله اَؤ دَ هغۀ خوله دَ وينو دَ څاڅکو په شان په مزکه څڅيدله. ٤٥ هر کله چه عيسىٰ دَ دُعا نه پاڅيدو اَؤ خپلو مُريدانو ته راستُون شو نو هغوئ ئے غم زپلى اُودۀ ومُوندل. ٤٦ هغۀ ووئيل،”دا تاسو ولے اُودۀ يئ؟ پاڅئ اَؤ دُعا وغواړئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ.“

په عيسىٰ مُخبرى اَؤ نيول

٤٧ هغه ساعت چه عيسىٰ لا دا خبرے کولے نو ګڼ خلق راغلل. اَؤ يهُوداه نُومے سړے څوک دَ دولسو مُريدانو نه يو وُو،دَ هغوئ نه مخکښے وُو. هغه عيسىٰ له راغے چه کښل ئے کړى. ٤٨ خو عيسىٰ ووئيل،”يهُوداه! تۀ دَ اِبن آدم مُخبرى په کښلولو کوے څۀ؟“ ٤٩ کله چه دَ عيسىٰ ملګرو دا وليدل چه څۀ کيږى نو هغوئ ووئيل،”مالِکه! مُونږ دَ خپلو تُورو نه کار واخلُو څۀ؟“ ٥٠ اَؤ په هغوئ کښے يو دَ مشر کاهن په نوکر ګُزار وکړو اَؤ دَ هغۀ ښئ غوږ ئے پرے کړو. ٥١ خو عيسىٰ جواب ورکړو،”پريږدئ چه هغوئ خپل کار وکړى!“ بيا هغۀ دَ هغه سړى په غوږ لاس کيښودو اَؤ روغ ئے کړو. ٥٢ بيا عيسىٰ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور حفاظت کوُونکو افسرانو اَؤ اُولسى مشرانو ته مخ راواړَوو چه دَ هغۀ په نيولو پسے راغلى وُو. هغۀ ووئيل،”ولے تاسو ما يو ډاکو ګڼئ چه تُورے کوتک په لاس زما په ګرفتارئ پسے راوتى يئ څۀ؟ ٥٣ هره ورځ چه زَۀ تاسو سره دَ خُدائے په کور کښے وم نو تاسو ما ته لاس ونۀ چولو خو اوس دا ستاسو وخت دے اَؤ دَ تورے تيارے اِختيار.“

دَ پطروس دَ عيسىٰ نه اِنکار

٥٤ بيا ئے عيسىٰ ګرفتار کړو اَؤ بوئے تلو اَؤ دَ مشر کاهن کور ته ئے ننويستو اَؤ پطروس ورپسے وروستو وروستو روان وُو. ٥٥ هغوئ دَ غولى په مينځ کښے اور بل کړو اَؤ ګير چاپيره ترے کښيناستل اَؤ پطروس هم دَ هغوئ په مينځ کښے کښيناستو. ٥٦ بيا يوے وينځے چه دَ اور په رڼا کښے هغه وليدو اَؤ ورته ئے نيغ وکتل نو وئے وئيل،”دا سړے خو هم ورسره وُو!“ ٥٧ خو پطروس دَ دے نه اِنکار وکړو. هغۀ ووئيل،”اَئے ښځے! زَۀ ئے څۀ پيژنم؟“ ٥٨ لږه شيبه پس بل وليدو اَؤ وئے وئيل چه”تۀ خو هم په هغوئ کښے يو يئے!“ خو پطروس ووئيل چه”نه! هغه زَۀ نۀ پيژنم!“ ٥٩ يوه ګينټه به تيره وه چه يو بل تن نور هم په کلکه ووئيل چه”بے شکه،دا سړے هم ورسره وُو ځکه چه دے هم ګليلى دے!“ ٦٠ خو پطروس ووئيل،”سړيه! زَۀ خبر نۀ يم چه دا تۀ لا څۀ وايئے!“ په دے ساعت کښے چه هغۀ لا خبرے کولے نو چرګ بانګ ووے. ٦١ اَؤ بيا مالِک مخ راواړَوو اَؤ پطروس ته ئے وکتل اَؤ پطروس ته دَ مالِک خبرے رايادے شوے چه”هم په دے شپه دَ چرګ دَ بانګ وئيلو نه مخکښے به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“ ٦٢ نو هغه بهر لاړو اَؤ په چغو چغو ئے وژړل.

دَ عيسىٰ سپکاوے اَؤ وهل

٦٣ کُومو خلقو چه دَ عيسىٰ څوکئ کوله،هغوئ ورپورے ټوقے وکړلے اَؤ وئے وهلو. ٦٤ سترګے ئے ورله وتړلے اَؤ تپُوسونه ئے ترے شروع کړل،”اوس نبوت وکړه! تۀ چا ووهلے؟ دا راته ووايه!“ ٦٥ اَؤ دغه شان هغوئ دَ هغۀ نور هم سپکاوے کولو.

عيسىٰ دَ جرګے په مخ کښے

٦٦ اَؤ چه ورځ شوه نو اولسى مشران،مشر کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راټول شو اَؤ عيسىٰ ئے دَ خپلے جرګے وړاندے پيش کړو. ٦٧ هغوئ ووئيل،”مُونږ ته ووايه چه تۀ په رښتيا مسيح يئے؟“ هغۀ جواب ورکړو،”که زَۀ درته وايم نو تاسو به په ما يقين ونۀ کړئ. ٦٨ اَؤ که زَۀ درنه تپوسُونه وکړم نو تاسو به ځواب رانۀ کړئ. ٦٩ خو دَ دے ساعت نه پس به اِبن آدم دَ حق تعالىٰ ښى لاس ته ناست وى.“ ٧٠ هغوئ ټولو ووئيل،”نو بيا تۀ دَ خُدائے زوئے يئے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو،”دا تاسو وايئ چه زَۀ يم.“ ٧١ هغوئ ووئيل،”ولے دَ نور شهادت څۀ حاجت شته؟ مُونږ دَ دۀ دَ خپلے خُلے نه په خپله دا واؤريدل!“

لُوقا 23

دَ پيلاطوس په مخکښے دَ عيسىٰ پيشى

١ دَ دے سره ټوله غونډه پاڅيده اَؤ عيسىٰ ئے پيلاطوس ته بوتلو. ٢ اَؤ په دے وينا ئے دَ هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه،”مُونږ داسے سړے وليدلو چه زمُونږ دَ قوم خلق بدراه کوى اَؤ قيصر ته دَ خراج ورکولو نه خلق منع کوى اَؤ وائى چه زَۀ مسيح يعنى بادشاه يم.“ ٣ پيلاطوس دَ هغۀ نه تپوس وکړو،”ولے تۀ دَ يهُوديانو بادشاه يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه”دا ستا وينا ده.“ ٤ نو بيا پيلاطوس مشرانو کاهنانو اَؤ حاضرو خلقو ته ووئيل چه”زَۀ دَ دے سړى په جواب کښے هيڅ جُرم نۀ وينم.“ ٥ خو هغوئ اِصرار وکړو چه”دَ هغۀ تعليمات په ټوله يهُوديه کښے دَ خلقو په زړونو کښے کرکه اَؤ نفرت پيدا کوى. دا دَ ګليل نه راشروع شو اَؤ تر دے ښاره راخور شو.“

دَ هيروديس په مخ کښے دَ عيسىٰ پيشى

٦ کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو تپوس ئے وکړو چه”ولے دا سړے ګليلى دے څۀ؟“ ٧ اَؤ چه دَ دے نه خبر شو چه عيسىٰ دَ هيروديس دَ رعيت سړے دے نو هغۀ دا مُقدمه هيروديس ته واستوله څوک چه په خپله په هغه ورځو کښے په بيتُ المُقدس کښے ديره وُو. ٨ کله چه هيروديس عيسىٰ وليدو نو دَ هغۀ په ليدو ډير خوشحاله شو ځکه چه دَ هغۀ په حقله ئے آؤريدلى خو وُو اَؤ دَ ډير وخت نه ئے دا تلوسه وه چه هغه ووينى اَؤ په دے طمع وُو چه دَ هغۀ دَ لاسه څۀ مُعجزه په خپله ووينى. ٩ هيروديس دَ عيسىٰ نه ډير تپوسُونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. ١٠ خو مشران کاهنان اَؤ دَ شرعے عالمان راغلل اَؤ ډير په زور سره ئے دَ هغۀ برخلاف مُقدمه شروع کړه. ١١ بيا هيروديس اَؤ دَ هغۀ سپاهيانو دَ هغۀ سپکاوى وکړو اَؤ بے عزته ئے کړو اَؤ په ځليدُونکو جامو کښے ئے پيلاطوس ته واپس واستوو. ١٢ هم په هغه ورځ هيروديس اَؤ پيلاطوس دوستان شول ولے چه تر دغه وخته پورے دَ هغوئ دواړو په مينځ کښے دُښمنى وه.

په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ

١٣ پيلاطوس اوس مشر کاهنان،مشران اَؤ ځنے خلق راوبلل، ١٤ اَؤ ورته ئے ووئيل،”تاسو دا سړے ما ته دَ خلقو دَ بدراه کولو په اِلزام کښے راوستے دے خو لکه چه تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندے دَ هغۀ تحقيقات وکړل اَؤ په هغۀ کښے مے هغه جُرم ونۀ مُوندلو چه تاسو پرے دَ کُوم دعوىٰ کړے ده. ١٥ اَؤ نۀ هيروديس په کښے څۀ ومُوندل ځکه چه هغۀ هغه بيرته مُونږ ته راوليږلو. ښکاره ده چه هغۀ داسے څۀ جُرم نۀ دے کړے چه دَ مرګ لائق وى. ١٦ ځکه زَۀ دا تجويز کوم چه دَ يو څو کوړو سزا ورکړم اَؤ پرے به ئے ږدم.“ ١٧ دَ اختر په موقع به هغۀ ته دا اِجازت وُو چه دَ هغوئ په وينا يو قيدى آزاد کړى. ١٨ خو ټولو په جمع چغے کړے،”دا سړے لرے کوه! مُونږ ته برابا آزاد کړه!“ ١٩ دا سړے په ښار کښے دَ بغاوت اَؤ قتل په اِلزام کښے قيد کړے شوے وُو. ٢٠ پيلاطوس هغوئ ته بيا مُخاطب شو اَؤ دا ئے غوښتل چه عيسىٰ آزاد کړى. ٢١ خو هغوئ چغے کړے،”دَئے په سولئ کړه! دَئے په سولئ کړه!“ ٢٢ هغۀ په دريم ځل بيا هغوئ ته ووئيل،”ولے؟ دۀ څۀ ګُناه کړے ده؟ ما هغه دَ څۀ غټ جُرم مُجرم نۀ دے مُوندلے،ځکه به ئے زَۀ دَ کوړو په سزا آزاد کړم.“ ٢٣ خو هغوئ په ټينګه اَؤ په چيغو ووئيل چه”عيسىٰ دِ په سولئ کړے شى!“اَؤ دَ هغوئ مُطالبه ومنلے شوه. ٢٤ نو پيلاطوس دا فيصله وکړه چه دَ هغوئ دَ خوښے کار دِ وشى. ٢٥ هغۀ هغه سړے آزاد کړو چه هغوئ غوښتو،هغه سړے دَ بغاوت اَؤ قتل په جُرم کښے قيد شوے وُو، اَؤ عيسىٰ ئے دَ هغوئ مرضئ ته وسپارلو.

دَ عيسىٰ په سولئ کيدل

٢٦ چه هغوئ عيسىٰ په سولئ کولو ته بوتلو نو شمعُون کرينى نومے سړے ئے راونيولو چه له ميرے نه راتلو،سولئ ئے هغۀ ته په اوږه کړه اَؤ هغه ئے په عيسىٰ پسے سولئ په اوږه روان کړو. ٢٧ ډير خلق ورپسے شول چه په کښے ښځے هم وے،چه سينے ئے وهلے اَؤ دَ هغۀ په حال ئے وير کولو. ٢٨ عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل،”اَئے دَ بيتُ المُقدس لُوڼو! په ما پسے ژړا مه کوئ خو په خپل ځان اَؤ په خپل اَؤلاد وژاړئ. ٢٩ ځکه چه هغه ورځے بے شکه راتلُونکے دى چه هغوئ به وائى چه بختورے دى شنډے چه کله ئے هم بچى نۀ دى راوړى اَؤ تے ئے هم نۀ دے ورکړے. ٣٠ بيا به هغوئ غرُونو ته وائى چه په مُونږ راورغړئ! اَؤ غونډو ته به وائى چه مُونږ پټ کړئ! ٣١ ځکه چه که دا کار دَ شنے ونے سره کيږى نو دَ وچے ونے سره به څۀ چل کيږى؟“ ٣٢ دَ عيسىٰ سره دوه بدمعاشان هم وُو څوک چه په سولئ کولو ته بوتلے شول. ٣٣ اَؤ کله چه هغوئ کپرئ نومے ځائے ته ورسيدل نو هغه ئے هلته په سولئ کړو اَؤ بدمعاشان هم ورسره چه يو ئے ښى لاس اَؤ بل ئے په ګس لاس وُو. ٣٤ عيسىٰ ووئيل،”پلاره! دوئ معاف کړه! ځکه چه هغوئ نۀ پوهيږى چه څۀ کوى.“ هغوئ دَ عيسىٰ جامے په خپلو کښے په خسڼى وويشلے. ٣٥ اَؤ خلق ئے تماشے ته ولاړ وُو اَؤ دَ هغوئ حاکمانو په هغۀ پورے ټوقے کولے،”هغۀ نور خلق بچ کول،اوس دِ ځان بچ کړى که چرے په رښتيا دَ خُدائے غوره شوے مسيح وى!“ ٣٦ سپاهيان هم په دے ټوقو کښے ورسره ملګرى شول اَؤ رامخکښے شول اَؤ هغۀ له ئے سرکه ورکړه. ٣٧ اَؤ وئے وئيل،”که چرے تۀ دَ يهُوديانو بادشاه يئے نو خپل ځان بچ کړه!“ ٣٨ اَؤ دَ هغۀ دَ سر دَ پاسه يوه تختئ وه چه پرے ليکلى وُو چه”دا دَ يهُوديانو بادشاه دے.“ ٣٩ دَ بدمعاشانو نه يو چه هلته ځوړند وُو عيسىٰ ته پيغور ورکړو،”ولے تۀ مسيح نۀ يئے څۀ؟ نو بيا خپل ځان اَؤ مُونږ هم بچ کړه!“ ٤٠ خو دويم هغه ورټلو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”تۀ دَ خُدائے نه نۀ ويريږے څۀ؟ تا ته هم دَ دَۀ په شان سزا درکړے کيږى. ٤١ زمُونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مُونږ خو دَ خپل عمل بدل بيا مُوندو،ولے دے سړى خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ ٤٢ اَؤ هغۀ ووئيل،”اَئے عيسىٰ! هر کله چه تۀ خپلے بادشاهئ ته راشے نو ما ياد کړه!“ ٤٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ تا ته دا رښتيا وايم چه تۀ به نن ما سره په جنت کښے يئے.“

دَ عيسىٰ مرګ

٤٤ قريبًا دَ غرمے وخت وُو اَؤ په ټول ملک کښے تيارۀ شوه اَؤ دَ ماسپښين تر دريو بجو پورے وه. ٤٥ نمر پټ شو اَؤ دَ خُدائے دَ کور پړده په مينځ دوه ټوټے شوه. ٤٦ نو بيا عيسىٰ يوه اُوچته چغه وويسته اَؤ وئے وئيل،”اَئے پلاره! زَۀ خپل رُوح ستا په لاس کښے سپارم!“اَؤ دَ دے وينا سره ئے ساه ورکړه. ٤٧ اَؤ صوبه دار دا هر څۀ وليدل اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے بيان کړه.هغۀ ووئيل چه”بے شکه چه دا سړے صادِق وُو!“ ٤٨ خو هغه ټولو خلقو چه تماشے ته راغونډ شوى وُو چه هغوئ دا واقعه وليده نو سينے ئے ووهلے اَؤ کورُونو ته بيرته لاړل. ٤٩ دَ عيسىٰ ټول واقفان لرے ولاړ وُو اَؤ کُومے ښځے چه دَ ګليل نه ورپسے راغلے وے،هغه هم ولاړے وے اَؤ دا هر څۀ ئے وليدل.

دَ عيسىٰ ښخيدل

٥٠ هلته يُوسف نومے يو سړے وُو چه دَ جرګے ممبر هم وُو،يو نيک اَؤ صادِق سړے وُو. ٥١ هغه دَ هغوئ په دے عمل اَؤ په صلاح کښے ورسره مُتفق نۀ وُو. هغه دَ يهُوديانو دَ اريمتيه دَ ښار نه وُو اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په انِتظار وُو. ٥٢ نو دا سړے پيلاطوس ته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے ترے وغوښتو. ٥٣ دَ سولئ نه ئے راکُوز کړو اَؤ په مهينه لټه کښے ئے ونغښتو اَؤ په ګټ کښے ئے په کنستى شوى قبر کښے کيښودو چه دَ دے نه وړاندے په کښے بل څوک نۀ وُو کيښودے شوے. ٥٤ دا دَ جُمعے ورځ وه اَؤ دَ سبت ورځ شروع کيده. ٥٥ کُومے ښځے چه ورسره دَ ګليل نه راغلے وے هغوئ ورپسے وے اَؤ هغوئ قبر په نخښه کړو اَؤ دا ئے کتل چه دَ عيسىٰ لاش څنګه کيښودے شوے وُو. ٥٦ بيا هغوئ کور ته لاړلے اَؤ عُود اَؤ لُوبان ئے تيار کړل اَؤ دَ شريعت په مُطابق ئے دَ سبت په ورځ آرام وکړو.

لُوقا 24

دَ عيسىٰ بيا ژوندے کيدل

١ خو دَ اِتوار په ورځ سحر وختى ښځے قبر ته راغلے اَؤ هغه تيار کړے خُوشبوئ ئے دَ ځان سره راؤړے. ٢ اَؤ دَ قبر نه ئے کاڼے رغړيدلے وليدو. ٣ هغوئ دَ ننه ورغلے خو دَ مالِک عيسىٰ لاش ئے هلته ونۀ مُوندلو. ٤ دوئ لا په دے واقعه حيرانے ولاړے وے چه ناڅاپى دوه سړى په بريښناکو جامو کښے دَ هغوئ خوا کښے ولاړ وُو. ٥ هغوئ وويريدلے اَؤ خپل سرُونه ئے مزکے ته ټيټ کړل خو هغوئ ورته ووئيل چه”ژوندے په مړو کښے څله لټوئ؟ ٦ هغه دلته نِشته،هغه پاڅيدلے دے. تاسو رايادے کړئ هغه خبرے چه په ګليل کښے ئے درته کړے وے ٧ چه اِبن آدم په څنګه دَ ګُناه ګارو سړو په لاس حواله کيږى اَؤ په سولئ به شى اَؤ په دريمه ورځ به ژوندے پاڅى.“ ٨ بيا هغوئ ته دَ عيسىٰ خبرے وريادے شوے، ٩ اَؤ دَ قبر نه په واپسئ ئے دا ټولے خبرے هغه يوولسو مُريدانو اَؤ نورو ټولو خلقو ته واؤرولے. ١٠ هغه ښځے مريم مګدلينى،يوانه اَؤ دِ يعقُوب مور مريم وے اَؤ دوئ دَ هغه نورو ښځو سره رسُولانو ته دا خبرے وکړلے. ١١ خو دا خبرے هغوئ ته عبث ښکاره شوے اَؤ هغوئ پرے باور ونۀ کړو. ١٢ خو پطروس پاڅيدلو اَؤ قبر ته ئے په منډه لاړو اَؤ چه ټيټ شو اَؤ دَننه ئے وکتل نو دَ تش کفن نه سيوا ئے نور هيڅ ونۀ ليدل اَؤ هغه په دے شوى کار اريان دريان کور ته لاړو.

اِماؤس ته تلل

١٣ هم په هغه ورځ اِماؤس نومے کلى ته دَ دوئ نه دوه کسان روان وُو چه دَ بيتُ المُقدس نه خوا اَؤ شا اَووۀ ميله لرے دے. ١٤ اَؤ په خپلو کښے ئے په دے واقعاتو خبرے کولے. ١٥ اَؤ هغوئ دَ يو بل سره په دے بحث کښے لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله راغے اَؤ دَ هغوئ سره ملګرے شو. ١٦ خو دَ هغوئ سترګے بندے کړے شوے وے چه هغه ونۀ پيژنى. ١٧ هغۀ له هغوئ نه تپوس وکړو چه”دا تاسو په تلو تلو کښے په څۀ بحث کولو؟“ هغوئ غم زپلى ودريدل. ١٨ نو کليوپاس نومے سړى ورته جواب ورکړو،”ولے تۀ په بيتُ المُقدس کښے يکى يو مُسافر يئے چه دَ دے واقعے نه خبر نۀ ئے چه په تيرو څو ورځو کښے هلته څۀ شوى دى؟“ ١٩ هغۀ ورته ووئيل چه”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چه”دَ عيسىٰ ناصرى په حقله چه دَ خُدائے په وړاندے په کلام اَؤ عمل دواړو کښے يو زورَور نبى وُو. ٢٠ اَؤ زمُونږ مشرانو کاهنانو اَؤ حاکمانو اَؤ ټولو خلقو هغه حواله کړو چه دَ مرګ حُکم پرے وشى اَؤ په سولئ ئے کړو. ٢١ خو زمُونږ دا طمع وه چه هم دا سړے به بنى اِسرائيل خلاص کړى! خو يوه غټه خبره په کښے دا وشوه چه نن دريمه ورځ ده چه دا واقعه شوے ده. ٢٢ اَؤ اوس زمُونږ دَ ډلے يو څو ښځو مُونږ په دے خبره حق حيران کړُو چه سحر وختى دَ هغۀ قبر ته تلے وے. ٢٣ خو دَ هغۀ لاش ئے ونۀ مُوندو اَؤ دَ دے خبر سره بيرته راغلے چه هغو ته فرښتے ښکاره شوے اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغه خو ژوندے دے. ٢٤ نو زمُونږ يو څو کسان قبر ته لاړل اَؤ څۀ چه هغه ښځو وئيلى وُو هغه شان ئے وليدل خو هغه ئے ونۀ مُوندو.“ ٢٥ عيسىٰ جواب ورکړو چه”اَئے ناپوهه خلقو اَؤ دَ نبيانو په ټولو خبرو ايمان راوړلو ناراسته زړُونو! ٢٦ ولے دَ مسيح دَ پاره دا مُقرر نۀ وُو چه هغه به دا زحمتُونه وزغمى اَؤ په خپل جلال کښے به داخل شى؟“ ٢٧ بيا عيسىٰ له مُوسىٰ نه اَؤ له ټولو نبيانو نه هغه خبره واخسته چه څومره خبرے دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے راغلے دى اَؤ هغوئ ته ئے بيان کړه. ٢٨ په دے وخت کښے هغوئ چه کُوم کلى ته تلل،هغۀ ته نزدے وُو اَؤ عيسىٰ لا په مخه روان وُو. ٢٩ خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چه”مُونږ سره پاتے شه ځکه چه ماښام کيدُونکے دے اَؤ ورځ په تيريدو ده.“ نو هغه دَ ننه لاړو اَؤ دَ هغوئ سره پاتے شو. ٣٠ اَؤ کله چه هغه دَ هغوئ سره خوراک ته کښيناستو نو ډوډئ ئے راواخستله،شُکر ئے پرے وويستو،ټُکړے ئے کړه اَؤ هغوئ ته ئے ورکړه. ٣١ بيا دَ هغوئ سترګے وغړيدے اَؤ هغه ئے وپيژندلو خو هغه دَ هغوئ دَ نظر نه غائب شو. ٣٢ هغوئ يو بل ته ووئيل،”کله چه په لاره هغۀ زمُونږ سره خبرے کولے اَؤ دَ صحيفو تشريح ئے کوله نو څنګه زمُونږ زړُونه دَ جوشه ډک شوى وُو!“ ٣٣ بيا هغوئ هغه ساعت پاڅيدل اَؤ بيرته بيتُ المُقدس ته روان شول. هلته هغوئ هغه يولس مُريدان اَؤ نور ملګرى چه راټول وُو،وليدل. ٣٤ اَؤ وئيل ئے،”دا رښتيا دى چه مالِک پاڅيدلے دے اَؤ شمعُون ته ښکاره شوے دے!“ ٣٥ نو بيا هغوئ ورته دَ خپلے لارے قيصه تيره کړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه هغوئ څنګه مالِک دَ ډوډئ ماتولو په وخت وپيژندلو.

په مُريدانو ښکاره کيدل

٣٦ کله چه مُريدان په دے خبرو لګيا وُو نو عيسىٰ په خپله دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل،”السلام عليکم.“ ٣٧ هغوئ ويرے اَؤ هيبت واخستل اَؤ دا ګمان ئے کاوو چه ګنى پيرے دے. ٣٨ خو هغۀ ورته ووئيل چه”تاسو داسے وار خطا ولے يئ اَؤ ستاسو په زړُونو کښے دا قِسم قِسم وسوسے ولے پيدا کيږى؟ ٣٩ زما لاسُونو اَؤ پښو ته وګورئ چه دا زَۀ يم. ماله لاس راوړئ اَؤ وګورئ،دَ پيرى غوښه اَؤ هډُوکى نۀ وى لکه چه تاسو وينئ چه زَۀ ئے لرم.“ ٤٠ دَ دے وينا نه پس ئے لاسُونه اَؤ پښے هغوئ ته وښودل. ٤١ دَ هغوئ اوس هم دَ خوشحالئ په وجه باور نۀ کيدو اَؤ لا حيران وُو،نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”ستاسو سره دلته دَ خوراک دَ پاره څۀ شته که نه؟“ ٤٢ نو هغوئ ورله دَ ماهى يوه ټکړه ورکړه چه هغوئ وريته کړے وه. ٤٣ هغۀ واخسته اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے وخوړله. ٤٤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه”دا زما هغه کلام دے چه کله زَۀ ستاسو سره وم نو درته به مے وئيل چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے دَ نبيانو په صحيفو کښے اَؤ په زبُور کښے هر څۀ چه زما په حقله ليکلى شوى دى، هغه به ضرُور پُوره کيږى.“ ٤٥ بيا هغۀ دَ هغوئ عقل روښانه کړو چه په صحيفو پوهه شى. ٤٦ هغۀ ووئيل چه”دا ليکلى شوى دى چه مسيح به زحمت وزغمى اَؤ په دريمه ورځ به له مړو نه بيا ژوندے پاڅى. ٤٧ اَؤ دَ هغۀ په نامه به ټولو قومُونو ته دَ ګُناهونو نه دَ توبے اَؤ دَ معافئ وعظ کولے شى. تاسو دَ بيتُ المُقدس نه شروع شئ. ٤٨ هم تاسو دَ دے هر څۀ ګواهان يئ. ٤٩ اَؤ دا ګورئ،زَۀ تاسو ته دَ خپل پلار کړے لوظ دراستوم،دلته په دے ښار کښے تر هغے پاتے شئ تر څو چه په تاسو آسمانى قُوت نازل شى.“

دَ عيسىٰ آسمان ته ختل

٥٠ بيا عيسىٰ هغوئ بهر دَ بيت عنياه پورے بوتلل اَؤ لاسُونه ئے اُوچت کړل اَؤ هغوئ له ئے برکت ورکړو. ٥١ اَؤ داسے وشُو چه په برکت ورکولو هغه دَ هغوئ نه جُدا شو اَؤ آسمان ته پورته کړے شو. ٥٢ هغوئ ورته سجده وکړله اَؤ ډير په خوشحالئ بيتُ المُقدس ته واپس شول. ٥٣ اَؤ خپل ټول وخت ئے دَ خُدائے په کور کښے دَ خُدائے په ثنا وئيلو کښے تيرولو.

يوحنا 1

کلام جُسه شو

١ په ازل کښے کلام وُو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وُو اَؤ کلام خُدائے وُو، ٢ دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وُو. ٣ اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل،يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ٤ په هغۀ کښے ژوندون وُو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وُو. ٥ اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه. ٦ يحيىٰ نومے يو سړے دَ خُدائے له طرفه راغے. ٧ هغه دَ نور دَ شهادت دَ پاره راغے چه ټول خلق دَ هغۀ په وسيله ايمان راؤړى. ٨ هغه په خپله خو نُور نۀ وُو ليکن دَ نور دَ شهادت دَ پاره راغے. ٩ اَؤ حقيقى نُور چه هر يو بنى آدم روښانه کوى هغه لا دُنيا ته راتلونکے وُو. ١٠ هغه په دُنيا کښے وُو اَؤ دُنيا دَ هغۀ په وسيله په وجُود کښے راغله خو دُنيا هغه ونۀ پيژندلو. ١١ هغه خپل ځائے ته راغے خو دَ هغۀ خپلوانو هغه قبُول نۀ کړو. ١٢ خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى، ٣١ چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو. ١٤ نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده،داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى. ١٥ يحيىٰ دَ هغۀ په حق کښے شاهدى وکړله. هغۀ په چغو ووئيل چه”دا هغه سړے دے چه ما ئے ذکر کړے وُو يعنے دا چه هغه څوک چه له ما نه وروستو راځى هغه له ما نه وړُومبے شو،زَۀ چه پيدا کيدم نو هغه وُو.“ ١٦ ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو. ١٧ ځکه چه شريعت دَ مُوسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل اَؤ حقيقت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. ١٨ خُدائے چرے هيچا نۀ دے ليدلے بے له خُدائے دَ يو زوئے نه،هغه څوک چه دَ پلار په غيږ کښے دے اَؤ هم پلار هغۀ ښکاره کړے دے.

دَ يحيىٰ ګواهى

١٩ دَ يحيىٰ ګواهى دا وه،کله چه يهوديانو له بيتُ المُقدس نه کاهنان اَؤ ليويان دَ دے تپوس دَ پاره وروليږل چه دا معلُومه کړى چه تۀ څوک يئے؟ ٢٠ هغۀ اِقرار وکړو اَؤ اِنکار ئے ونۀ کړو،خو اِقرار ئے وکړو چه ”زَۀ مسيح نۀ يم.“ ٢١ هغوئ ترے تپوس وکړو چه ” بیا نو تهٔ څه یۓ ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ ؟“ هغه جواب ورکړو چه ” نه ، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“ ”تۀ هغه نبى نۀ يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“ هغۀ ځواب ورکړو چه ”.“نه ٢٢ هغوئ بيا تپوس وکړو چه ”بيا نو تۀ يئے څوک ځکه چه مُونږ چا را استولى يُو هغوئ له جواب ورکړُو. تۀ دَ خپل ځان په حقله څۀ وايئے؟“ ٢٣ هغۀ ورته جواب ورکړو چه”زَۀ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز يم چه: «دَ مالِک لار نيغه کړئ،» لکه چه يشعياه نبى وئيلى وُو.“ ٢٤ ځنے فريسيان چه په جرګه کښے راغلى وُو ٥٢ دَ هغۀ نه ئے تپوس وکړو،”که چرے نۀ تۀ مسيح ئے،نۀ تۀ اِلياس يئے، نۀ هغه نبى يئے،نو تۀ بيا ولے بپتسمه ورکوے؟“ ٢٦ يحيىٰ جواب ورکړو،”زَۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښے يو کس ولاړ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ، ٢٧ چه زما نه وروستو به راځى اَؤ زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه دَ هغۀ پيزار قدر پرانزم.“ ٢٨ دا خبرے په بيت عنياه کښے وشوے چه دَ اُردن بلے غاړے ته دے،چرته چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله.

دَ خُدائے ګډُورے

٢٩ بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى! ٣٠ دا هم هغه دے دَ چا په حقله چه ما وئيلى وُو چه زما نه به وروستو يو کس راځى چه له ما نه وړُومبے شو ځکه چه له ما نه اول وُو. ٣١ ما هغه نۀ پيژندو چه هغه څوک دے،خو مخض دا سبب چه زَۀ ولے راغلم اَؤ په اوبو بپتسمه ورکوم دَ دے دَ پاره چه هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند کړے شى.“ ٣٢ يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو. ٣٣ ما دے نۀ پيژندو،خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل،هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ٣٤ ما دا په خپله وليدل اَؤ زَۀ په دے ګواهى کوم چه دا دَ خُدائے زوئے دے.“

دَ عيسىٰ وړُومبى مُريدان

٣٥ په بله ورځ يحيىٰ دَ خپلو مُريدانو سره ولاړ وُو ٦٣ چه عيسىٰ ئے په خوا تير شو. يحيىٰ هغۀ پلو کتل اَؤ وے وئيل چه”دا دَ خُدائے ګډُورے دے.“ ٣٧ دوؤ مُريدانو دَ هغۀ دا خبره واؤريده اَؤ په عيسىٰ پسے روان شول. ٣٨ کله چه هغۀ بيرته مخ راواړوو اَؤ وئے کتل چه دوئ هغۀ پسے روان دى نو هغۀ ترے تپوس وکړو چه”تاسو په څۀ پسے ګرزى؟“ هغوئ ووئيل،”اُستاذه! تۀ کُوم ځائے پاتے کيږے؟“ ٣٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه”راځئ اَؤ وګورئ،“اَؤ هغوئ دَ هغۀ سره لاړل اَؤ هغه ځائے وليدو چرته چه هغه پاتے کيدو اَؤ هغه ورځ ئے دَ هغۀ سره تيره کړله اَؤ دَ څلورو بجو دَ مازيګر وخت وُو. ٤٠ دَ يحيىٰ دَ وينا نه پس چه په عيسىٰ پسے تلى وُو په دغه دوؤ کښے يو اندرياس دَ شمعُون ورور وُو. ٤١ وړُومبے کار چه هغۀ وکړو هغه دا وُو چه خپل ورور شمعُون ئے ومُوندلو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل،”مُونږ مسيح مُوندلے دے.“ ٤٢ هغۀ شمعُون عيسىٰ له راوستو. هغۀ ورته وکتل اَؤ وئے وئيل،”تۀ دَ يوحنا زوئے شمعُون يئے،تا ته به کيفا وئيلے کيږى،يعنے پطروس چه معنىٰ ئے ګټه ده.“

فيليپوس اَؤ نتانى ايل ته بلل

٤٣ بله ورځ عيسىٰ ګليل ته دَ تلو نيت وکړو. په لارے ورته فيليپوس مخے له ورغے. عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”ما پسے راځه.“ ٤٤ فيليپوس دَ اندرياس اَؤ پطروس په شان دَ بيت صيدا اوسيدُونکے وُو. ٤٥ فيليپوس نتانىايل ته ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ چا ذکر چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے اَؤ نبيانو کړے دے هغه مُونږ وليدو،دا عيسىٰ ناصرى دَ يُوسف زوئے دے.“ ٤٦ نتانىايل په حيرانتيا ووئيل چه”دَ ناصرت! آيا ناصرت کښے هم ښۀ څيز پيدا کيدے شى څۀ؟“فيليپوس ورته ووئيل،”راخو شه اَؤ وئے ګوره.“ ٤٧ کله چه عيسىٰ نتانىايل په راتلو وليدلو نو وئے وئيل،”دا يو رښتينے اِسرائيلى دے،په دَۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.“ ٤٨ نتانىايل ترے تپوس وکړو،”دا زَۀ دِ څنګه وپيژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو،”ما تۀ دَ انځر دَ ونے لاندے هغه وخت ليدلے وے چه لا فيليپوس تۀ نۀ وے بللے.“ ٤٩ نتانىايل ووئيل،”اُستاذه! تۀ دَ خُدائے زوئے يئے اَؤ تۀ دَ اِسرائيلو بادشاه يئے.“ ٥٠ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا ستا دَ ايمان دَ راؤړو دغه وجه ده چه ما دَ اِنځير دَ ونے لاندے وليدے؟ تۀ به دَ دے نه هم لوئے لوئے څيزُونه ووينے.“ ٥١ بيا هغۀ ووئيل،”زَۀ تاسو ټولو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به آسمان پرانستے ووينئ اَؤ دَ خُدائے دَ فرښتو به په اِبن آدم ختل اَؤ بيا راکُوزيدل ووينئ.“

يوحنا 2

په قانا کښے وادۀ

١ په دريمه ورځ دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے يو وادۀ وُو،دَ عيسىٰ مور هم هلته وه، ٢ اَؤ عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان هم په کښے ميلمانۀ وُو. ٣ چه مئے خلاص شول نو دَ عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل،”دَ دوئ سره مئے نۀ دى پاتے.“ ٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”مورے! زما اَؤ ستا پرے څۀ؟ زما وخت لا نۀ دے راغلے.“ ٥ دَ هغۀ مور خادمانو ته ووئيل،”هر څۀ چه دَئے درته وائى هغه کوئ.“ ٦ هلته دَ ګټے شپږ چاټئ وے چه خوا په خوا پرتے وے، دا دَ يهوديانو دَ دستُور په مُطابق دَ پاکيدو دَ پاره وے،اَؤ په هره يوه کښے دَ دوؤ نه تر دريو منو پورے ځائے وُو. ٧ عيسىٰ خادمانو ته ووئيل چه”دا چاټئ دَ اوبو نه ډکے کړئ.“اَؤ هغه هغوئ تر خُلے خُلے ډکے کړے. ٨ بيا هغۀ حُکم وکړو چه”څۀ ترے وباسئ اَؤ دَ ميلمستيا مشر له ئے يوسئ.“اَؤ هغوئ هم دغسے وکړل. ٩ مشر اوبۀ وڅښلے اَؤ هغه مئے شوے وے. خو هغۀ ته دَ دے سبب نۀ وُو معلُوم اګر چه هغه نوکرانو ته معلُومه وه چا چه اوبه راويستلے وے. ١٠ هغۀ دَ وادۀ زلمى ته ووئيل،”هر څوک ښۀ مئے اول ورکوى اَؤ معمولى تر هغے ساتى تر څو چه خلق ماړۀ شوى نۀ وى،ليکن تا خو تر اوسه ښۀ مئے لا ساتلى دى.“ ١١ دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے دَ عيسىٰ دا وړُومبئ مُعجزه وه چه عيسىٰ پرے خپله لوئى څرګنده کړه اَؤ دَ هغۀ مُريدانو په هغۀ ايمان راوړو. ١٢ دَ دے نه پس عيسىٰ دَ خپلے مور،ورُوڼو اَؤ مُريدانو سره کفرنحُوم ته لاړو خو هغوئ هلته زيات ايسار نۀ شُو.

دَ خُدائے دَ کور پاکول

١٣ ځکه چه دَ يهوديانو دَ فسح دَ اختر ورځے رانزدے وے نو عيسىٰ بيتُ المُقدس ته لاړو. ١٤ هلته هغۀ دَ خُدائے په کور کښے دَ غوايانو،ګډو اَؤ دَ کونترو سوداګران اَؤ صرافان په خپلو چوکو ناست وليدل. ١٥ عيسىٰ دَ پړى کروړه جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ خُدائے دَ کور نه بهر وشړل،ګډے،غوايان اَؤ هر څۀ. هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے،دَ هغوئ پيسے ئے ونوستلے، ١٦ بيا هغه دَ کونترو خرڅوُونکو پسے راوګرزيدلو. هغۀ ووئيل،”دا لرے کړئ زما دَ پلار دَ کور نه بازار مه جوړوئ.“ ١٧ دَ هغۀ مُريدانو ته دَ صحيفو دا ليک را ياد شو «ستا دَ کور غيرت به ما وخورى.» ١٨ يهوديانو عيسىٰ له جواب ورکړو اَؤ تپوس ئے ترے نه وکړو چه”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے؟ مُونږ ته څۀ نخښۀ وښايه؟“ ١٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دا دَ خُدائے کور ونړوئ اَؤ زَۀ به ئے درته په دريو ورځو کښے بيا ودان کړم.“ ٢٠ هغوئ ووئيل،”دا دَ خُدائے کور خو په شپږ څلويښت کاله کښے جوړ شوے دے،اَؤ تۀ ئے راته په دريو ورځو کښے جوړوے؟“ ٢١ خو دَ خُدائے دَ کوم کور ذکر چه هغۀ کولو هغه دَ دَۀ خپل وجُود وُو. ٢٢ دَ هغۀ دَ بيا راژوندى کيدو نه پس دَ هغۀ مُريدانو ته راياد شو چه هغۀ څۀ وئيلى وُو اَؤ دَ هغوئ په صحيفو اَؤ په هغه کلام چه عيسىٰ وئيلى وُو يقين راغلو. عيسىٰ ټول خلق پيژنى ٢٣ کله چه عيسىٰ لا دَ فسح دَ پاره په بيتُ المُقدس کښے ديره وُو نو هغوئ هغه مُعجزے وليدے چه هغۀ ښکاره کړے اَؤ ډيرو خلقو پرے ايمان راؤړو. ٢٤ خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اِتبار نۀ کاوو ځکه چه هغۀ خلق ډير ښۀ پيژندل. ٢٥ اَؤ هغۀ ته دَ هغو ټولو حال معلُوم وُو اَؤ دَ بل چا دَ شاهدئ ورته ضرورت نۀ وُو ځکه چه هغه په دے پوهيدلو چه دَ اِنسان په زړۀ کښے څۀ څۀ دى.

يوحنا 3

عيسىٰ اَؤ نيکوديموس

١ په فريسيانو کښے نيکوديموس نومے يو سړے وُو چه دَ يهوديانو دَ جرګے غړے وُو. ٢ هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے،نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“ ٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”رښتيا رښتيا درته وايم،تر څو چه سړے بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ شى.“ ٤ نيکوديموس ووئيل،”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړے چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا شى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډے ته ورننوتے شى څۀ،چه بيا پيدا شى؟“ ٥ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړے به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تر هغے داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى. ٦ چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دے خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دے. ٧ نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دے حيرانيږئ مه. ٨ هوا ديخوا اخوا الوزى. تۀ دَ دے آواز خو آؤرے خو دا درته نۀ معلُوميږى چه دا دَ کُومے راځى اَؤ چرته ځى. دغه حال دَ هر هغه چا دے څوک چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا شوى دى.“ ٩ نيکوديموس بيا تپوس وکړو،”دا څنګه مُمکنه ده؟“ ١٠ عيسىٰ ووئيل،”تۀ دَ يهوديانو اُستاذ يئے اَؤ دَ دے نه ناخبره يئے؟ ١١ زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ. ١٢ که چرے تاسو زما دَ مزکے په حقله خبرے نۀ منئ،نو که زَۀ درته دَ آسمان خبرے ووايم نو تاسو به ئے څنګه ومنئ؟ ١٣ هيڅوک هم چرے آسمان ته نۀ دے ختلے بے دَ هغۀ نه چه دَ آسمان نه راکُوز شوے دے،يعنے اِبن آدم چه دَ آسمان نه دے. ١٤ لکه څنګه چه مُوسىٰ په بيابان کښے مار په لوړه خيژولے وُو دغسے به اِبن آدم هم وخيژولے شى، ١٥ دَ پاره دَ دے چه هر څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى نو هغه به هم په هغۀ کښے دَ تل ژوند ومُومى. ١٦ خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ١٧ خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى. ١٨ څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ١٩ اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ٢٠ بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ٢١ هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“

عيسىٰ اَؤ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکے

٢٢ پس دَ دے نه عيسىٰ سره دَ مُريدانو يهوديه ته راغے اَؤ دَ هغوئ سره هلته ايسار شو اَؤ بپتسمه ئے ورکړه. ٢٣ يحيىٰ هم په عينون کښے بپتسمه ورکوله،کُوم چه شاليم ته نزدے دے، ځکه چه په هغه ځائے کښے اوبۀ ډيرے وے اَؤ خلق په مخه بپتسمے ته راتلل. ٢٤ دا دَ يحيىٰ دَ قيديدو نه وړاندے وُو. ٢٥ دَ يحيىٰ دَ ځنے مُريدانو دَ يهوديانو سره دَ پاکيدو په حقله جګړه اُوچته شوه. ٢٦ نو هغوئ يحيىٰ ته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل”اُستاذه! ستا سره دَ اُردن په پورے غاړه يو سړے وُو دَ چا په حقله چه تا ګواهى کړے وه،هغه هم بپتسمه ورکوى اَؤ خلق ورته راټوليږى.“ ٢٧ يحيىٰ جواب ورکړو چه”سړے تش هغه څۀ اخستے شى څۀ چه دَ آسمان نه ورکړے کيږى. ٢٨ تاسو په خپله په دے ګواهى ورکولے شئ چه ما وئيلى وُو چه مسيح نۀ يم،زَۀ خو دَ هغه دَ وړاندے را استولے شوے يم. ٢٩ ناوے دَ وادۀ دَ زلمى وى اَؤ دَ وادۀ دَ زلمى دوست څوک چه ولاړ وى اَؤ دَ هغۀ خبرے آؤرى،هغه دَ وادۀ دَ زلمى په آواز آؤريدو دَ خوشحالئ نه په جامو کښے نۀ ځائيږى. دا خوشحالى اوس زما پُوره شوه. ٣٠ په کار دى چه هغه لوئے شى اَؤ زَۀ ورکوټے.

څوک چه له آسمان نه راځى

٣١ څوک چه له پاس نه راځى هغه دَ هر چا نه پاس وى اَؤ څوک چه دَ مزکے پيدا دے هغه دَ مزکے دے اَؤ خبرے هم دَ مزکے کوى. څوک چه دَ آسمان نه راځى هغه په ټولو پاس دے. ٣٢ هغۀ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وى دَ هغه ګواهى کوى،خو هيڅوک هم دَ هغۀ ګواهى نۀ قبلوى. ٣٣ چا چه دَ هغۀ ګواهى قبُوله کړله نو هغۀ دَ دے خبرے اِقرار وکړو چه خُدائے رښتينے دے. ٣٤ ځکه چه څوک چه خُدائے را استولے وى هغه دَ خُدائے خبرے کوى،ولے چه هغه رُوحُ القُدس بے اندازے ورکوى. ٣٥ پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ٣٦ څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى،خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“

يوحنا 4

عيسىٰ اَؤ دَ سامرى ښځه

١ فريسيانو ته دا خبره معلُومه شوه چه عيسىٰ دَ يحيىٰ نه زيات مُريدان جوړوى اَؤ بپتسمه ورکوى. ٢ رښتيا خبره خو دا ده چه عيسىٰ په خپله نه بلکه مُريدانو به ئے بپتسمه ورکوله. ٣ کله چه عيسىٰ دَ دے نه خبر شو نو يهوديه ئے پريښودله اَؤ يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ٤ هغۀ ته دَ سامريه نه تيريدل وُو، ٥ اَؤ هلته دَ سامريانو سوخار نومے ښار ته راغے. دا ځائے هغه مزکے ته نزدے وُو چه يعقُوب خپل زوى يُوسف ته ورکړے وُو ٦ اَؤ هغه چينه چه دَ يعقُوب کُوهے ورته وائى. دا دَ غرمے وخت وُو چه عيسىٰ په سفر ستړے شوے وُو اَؤ هغه دَ کُوهى سره کښيناستو. ٧ په دے مينځ کښے يوه سامرئ ښځه اوبو وړلو ته راغله. عيسىٰ هغے ته ووئيل چه”ماله اوبۀ راکړه.“ ٨ مُريدان ئے دَ خوراک سامان آخستو دَ پاره ښار ته تلى وُو. ٩ سامرى ښځے ورته ووئيل چه”تۀ يهودى زما غوندے سامرى ښځے نه اوبه څنګه غواړے؟“دا خبره ياد لرل پکار دى چه يهوديان سامريانو سره خپل لوښى نۀ شريکوى. ١٠ عيسىٰ هغے ته جواب ورکړو چه”که تۀ په دے خبر وَے چه دَ خُدائے بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى،دا دے څوک،نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړے وُو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړے وے.“ ١١ هغه ښځے ووئيل چه”مالِکه! تا سره خو بوقه هم نِشته اَؤ دا کُوهے ژور دے،نو تۀ ما ته دَ ژوندون اوبۀ څنګه راکولے شے؟ ١٢ تۀ زمُونږ دَ نيکۀ يعقُوب نه لوئے سړے يئے څۀ،چا چه مُونږ له دا کُوهے راکړو اَؤ په خپله ئے اَؤ دَ هغۀ زامنو اَؤ دَ هغۀ څاروو دَ دے نه اوبۀ وڅښلے؟“ ١٣ عيسىٰ ووئيل،”هر هغه څوک چه دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. ١٤ خو کُومے اوبه چه زَۀ ورکوم دَ هغے دَ څښلو نه پس به څښُونکے هيڅکله هم بيا نۀ تږے کيږى. زَۀ چه کُومے اوبۀ ورکوم هغه به په هغۀ کښے دَ ننه يوه چينه شى چه هميشه به بهيږى اَؤ دَ تل ژوندُون به ورله ورکوى.“ ١٥ ښځے ووئيل،”مالِکه! هغه اوبۀ ماله راکړه نو زَۀ به هم بيا نۀ تږے کيږم اَؤ په دے لاره به بيا اوبو وړلو له نۀ راځم.“ ١٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”کورته لاړه شه،خاوند دِ وبله اَؤ بيا راشه.“ ١٧ هغے جواب ورکړو چه”زما خاوند نِشته.“ عيسىٰ ووئيل،”تۀ دا صحيح وايئے چه ستا خاوند نِشته، ١٨ سره دَ دے چه تا پينځۀ ميړُونه کړى وُو اَؤ اوس چه دَ کُوم سړى سره اوسے،هغه ستا خاوند نۀ دے.“ ١٩ هغے جواب ورکړو،”مالِکه! ما ته داسے ښکارى چه تۀ نبى يئے. ٢٠ زمُونږ نيکُونو په دے غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چه په کُوم ځائے کښے چه دَ خُدائے عبادت کول په کار دى هغه په بيتُ المُقدس کښے دے.“ ٢١ عيسىٰ ووئيل،”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے . ٢٢ تاسو سامريان دَ هغه چا عبادت کوئ چه تاسو ئے نۀ پيژنئ،خو مُونږ دَ هغه چا عبادت کوُو چه مُونږ ئے پيژنُو،ځکه چه خلاصُون له يهوديانو نه دے. ٢٣ خو وخت راتلُونکے دے بلکه اوس هم دے چه رښتينى سجدے کوُونکى به آسمانى پلار ته په رُوح اَؤ په رښتيا سجدے وکړى اَؤ پلار هم دغه شان عبادت کوُونکى غواړى. ٢٤ خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“ ٢٥ ښځے جواب ورکړو،”زَۀ پوهيږم چه مسح کړے شوے،يعنے مسيح راتلُونکے دے. هر کله چه هغه راشى نو هغه به مُونږ ته هر څۀ وښائى.“ ٢٦ عيسىٰ ورته ووئيل،”هغه زَۀ يم،زَۀ چه تا سره خبرے کوم.“ ٢٧ په دغه وخت دَ هغۀ مُريدان بيرته راغلل اَؤ په دے خبره حيران شول چه هغه يوے ښځے سره خبرے کوى خو په هغو کښے يو کس هم ونۀ وئيل چه تۀ څۀ غواړے،يا تۀ دَ دے سره خبرے ولے کوے؟ ٢٨ ښځے خپل منګے کيښودو اَؤ ښار ته لاړه اَؤ هلته ئے خلقو ته ووے چه ٢٩ ”راشئ،يو سړے ووينئ چه ما ته ئے هر څۀ چه مے کړى دى،ټول ئے ووئيل. کيدے شى چه دا مسيح وى؟“ ٣٠ هغوئ دَ ښار نه ووتل اَؤ دَ هغۀ طرف ته روان شول. ٣١ په دے دوران کښے مُريدانو په هغۀ زور لګولے وُو چه”اُستاذه! څۀ وخوره!“ ٣٢ خو هغۀ ووئيل،”زما سره داسے خوراک دے چه تاسو ته ئے هيڅ پته نِشته.“ ٣٣ په دے مُريدانو يو تر بله ووئيل چه”آيا چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“ ٣٤ خو عيسىٰ ووئيل چه”زما خوراک څښاک هغه دے چه زَۀ دَ هغۀ رضا وکړم اَؤ هغه کار پُوره کړم کُوم له چه را استولے شوے يم. ٣٥ آيا تاسو دا نۀ وايئ چه څلور مياشتے نورے دى اَؤ بيا به لَو ګډ شى؟ خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه وګورئ،ګير چا پيره پټو ته وګورئ چه هغه بيا دَ لَو دَ پاره تيار شوى دى. ٣٦ لَوګرے خپله مزدورى آخلى اَؤ دَ تل ژوندُون دَ پاره فصل راټولوى دَ دے دَ پاره چه کرُونکے اَؤ لَوګرے دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. ٣٧ هم دغه وجه ده چه دا وئيلے شوى دى چه يو ئے کرى اَؤ بل ئے ريبى. ٣٨ ما تاسو دےله واستولئ چه هغه فصل وريبئ په کُوم باندے چه تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے،نورو ځان وکړوو اَؤ تاسو راغلئ اَؤ هغه فصل مو واخستو اَؤ دَ هغوئ په برښه کښے شريک شوئ.“ ٣٩ دَ هغه ښار ډير سامريان دَ هغے ښځے په دے ګواهئ راغلل چه ما کله هم چه څۀ کړى دى هغه ټول ئے ما ته ووئيل، اَؤ په عيسىٰ ئے ايمان راوړلو. ٤٠ کله چه دغه سامريان هغۀ له راغلل نو دا منت ئے ورته وکړو چه مُونږ سره پاتے شه،اَؤ هغه هلته دوه ورځے ايسار شو. ٤١ نور هم ګڼو کسانو دَ هغۀ دَ کلام په وجه په هغۀ ايمان راؤړو. ٤٢ اَؤ هغوئ هغه ښځے ته ووئيل چه”دا تش ستا دَ هغے وينا وجه نه ده مُونږ په دۀ ايمان راوړے دے بلکه مُونږ دَ هغۀ کلام په خپله واؤريدو اَؤ مُونږ په دے پوهه شوو چه دَئے په حقيقت کښے دَ دُنيا خلاصوُونکے دے.“

دَ يو سرکارى حاکم زوئے روغول

٤٣ کله چه دوه ورځے تيرے شوے نو عيسىٰ ګليل ته روان شو. ٤٤ ځکه چه عيسىٰ په خپله دا وئيلى وُو چه يو نبى په خپل وطن کښے بے عزته وى. ٤٥ نو ګليل ته په رسيدو ګليليانو دَ هغۀ هر کلے وکړو ځکه چه دَ بيتُ المُقدس په اختر کښے چه هغۀ څۀ کړى وُو هغه ټول هغوئ ليدلى وُو اَؤ هغوئ په خپله په دغه اختر کښے شامل وُو. ٤٦ عيسىٰ يو ځل بيا په ګليل کښے قانا نُومے ځائے ته لاړو چرته چه هغۀ له اوبو نه مئے جوړ کړى وُو. هلته يو سرکارى حاکم وُو چه زوئے ئے په کفرنحُوم کښے ناجوړه پروت وُو. ٤٧ کله چه هغۀ واؤريدل چه عيسىٰ دَ يهوديه نه ګليل ته راغلے دے نو هغۀ په زارو ورته ووئيل چه”ما سره لاړ شه اَؤ زما زوئے جوړ کړه څوک چه مرګى حال دے “ ٤٨ عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه”دَ نخښو اَؤ مُعجزو کتو نه وړاندے خو به تاسو هيچرے ايمان نۀ راؤړئ.“ ٤٩ هغه حاکم ورته بيا ووئيل چه”صاحبه! زما دَ زوئے دَ مرګ نه وړاندے راسره لاړشه.“ ٥٠ بيا عيسىٰ ووئيل،”کورته واپس شه،زوئے به دِ ژوندے وى.“ عيسىٰ چه څۀ ووئيل هغه سړى پرے يقين وکړو اَؤ کور ته روان شو. ٥١ هغه لا په لاره وُو چه غُلامانو ئے ورته خبر راؤړو چه”زوئے خو دِ جوړ شو!“ ٥٢ نو هغۀ تپوس ترے وکړو چه”څۀ وخت هغه جوړ شو؟“ هغوئ ووئيل چه”پرُون ماسپښين هغه تبے پريښودلو.“ ٥٣ پلار ئے پوهه شو چه دا هم هغه وخت وُو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه زوئے به دِ جوړ شى، اَؤ هغۀ اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان پرے ايمان راؤړو. ٥٤ دا دَ عيسىٰ دَ يهوديه نه ګليل ته دَ راتلو نه پس دويمه مُعجزه وه.

يوحنا 5

دَ تالاؤ سره روغول

١ پس له هغے عيسىٰ بيتُ المُقدس ته دَ يهوديانو په يو اختر کښے دَ شامليدو دَ پاره لاړو. ٢ په بيتُ المُقدس کښے دَ ګډو دَ دروازے څخه يو تالاؤ دے چه پنځۀ ستنے په کښے ولاړے دى اَؤ دَ يهوديانو په ژبه کښے ورته بيت صيدا وائى. ٣ په دے ستنو کښے ګڼ ناروغه ګوډ،شل اَؤ ړاندۀ پراتۀ وُو. ٤ ځکه چه وخت په وخت به يوه فرښته دے تالاؤ ته راکُوزيده اَؤ دا اوبه به ئے خوځولے اَؤ هغه څوک چه به دَ ټولو نه وړُومبے دے اوبو ته ورکُوز شو نو هر څۀ بيمارى چه به ئے وه دَ هغے نه به روغ شو. ٥ په دغه خلقو کښے يو سړے وُو چه دَ دوه کم څلويښتو کالو راسے شل وُو. ٦ کله چه عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو اَؤ دَ دے نه خبر شو چه دے دَ دومره مُودے راسے بيمار دے، نو هغۀ ورته ووئيل،”آيا تۀ روغيدل غواړے څۀ؟“ ٧ هغۀ جواب ورکړو چه”صاحبه! زما هيڅوک نِشته چه هر کله چه اوبۀ وخوځولے شى چه ما دے تالاؤ ته ورکُوز کړى اَؤ کله چه زَۀ وروخوځم نو بل زما نه مخکښے وردانګلى وى.“ ٨ عيسىٰ جواب ورکړو،”په خپلو پښو ودريږه،خپله بستره واخله اَؤ ځۀ!“ ٩ سړے سمدستى جک جوړ شو،خپله بستره ئے واخسته اَؤ روان شو. دا دَ سبت ورځ وه. ١٠ نو ديهوديانو هغه روغ کړى شوى سړى ته ووئيل،”دا دَ سبت ورځ ده. دَ سبت په ورځ تا ته دَ خپلے بسترے دَ وړلو اِجازت نِشته.“ ١١ هغۀ جواب ورکړو چه”کُوم سړى چه زَۀ روغ کړم هغۀ ما ته حُکم راکړو چه خپله بستره واخله اَؤ ځۀ.“ ١٢ هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”هغه سړے څوک دے چه تا ته ئے ووئيل چه خپله بستره واخله اَؤ ځه؟“ ١٣ خو هغه شل سړى ته څوک چه روغ کړے شوے وُو دا نۀ وه معلُومه ځکه چه هلته ډيره ګڼه وه اَؤ عيسىٰ په ګڼه کښے ديخواه اخواه شوے وُو. ١٤ لږ ساعت پس عيسىٰ هغه دَ خُدائے په کور کښے وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل،”اوس چه تۀ بيا ښۀ شوے يئے نو ګُناه کول پريږ ده،ګنى دَ دے نه به هم درته زيات تکليف پيښ شى.“ ١٥ هغه سړے په مخه لاړو اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه”دا زَۀ چه چا روغ کړے وم دا عيسىٰ وُو.“ ٦١ دا دَ سبت ورځ دَ دغه قِسمه کارُونو کولو سبب وُو چه يهوديان ئے راوپارول اَؤ عيسىٰ ئے په عذاب کړو. ١٧ ولے عيسىٰ جواب ورکړو چه”زما پلار لا تر اوسه کار کوى اَؤ زَۀ هم کار کوم.“ ١٨ په دے يهوديان نور هم دَ هغۀ په مرګ پسے شول ځکه چه يواځے دا نه چه هغۀ دَ سبت حُکم ماتولو بلکه دا هم چه هغۀ خُدائے ته خپل پلار وئيل اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ برابرئ دعوىٰ کوله.

دَ زوى اِختيار

١٩ دَ دے اِلزام په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم،زوئے په خپله هيڅ نۀ شى کولے بے له هغه کار نه چه وينى چه پلار ئے کوى. څۀ چه پلار کوى هغه زوئے هم کوى. ٢٠ ځکه چه پلار دَ زوئے سره مينه کوى اَؤ خپل ټول کارُونه ورته څرګندوى. لا دَ دے نه زيات لوئے کارُونه به ورته داسے څرګند کړى چه تاسو به حيران پاتے شئ. ٢١ لکه چه پلار مړى پاڅوى اَؤ هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئے هم هر چا له چه غواړى ژوند ورکوى. ٢٢ بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ٢٣ اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے. ٢٤ رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړے چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئے را استولے يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښے نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلے دے. ٢٥ رښتيا رښتيا تاسو ته وايم،يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندے شى. ٢٦ ځکه چه څۀ رنګ چه پلار دَ تل ژوندُون لرى دغه شان ئے زوى له هم دَ تل ژوندُون اِختيار ورکړے دے چه دَ تل ژوندُون ولرى. ٢٧ دَ اِبن آدم په حيث هغۀ ته دا اِختيار هم ورکړے شوے دے چه هغه عدالت وکړى. ٢٨ په دے حيرانيږئ مه ځکه چه يو داسے وخت راتلُونکے دے چه هغه ټول څوک چه په قبرُونو کښے دى به دَ دَۀ آواز آؤرى. ٢٩ اَؤ چا چه نيکى کړى وى هغوئ به دَ تل ژوندُون دَ پاره اَؤ چا چه بد کړى وى هغوئ به دَ سزا دَ پاره راپورته کړے شى.

دَ عيسىٰ شاهدان

٣٠ زَۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. زَۀ فيصله کوم څنګه چه ما ته وئيلى شوى دى اَؤ زما فيصله هم دَ اِنصاف ده ځکه چه زما مقصد زما دَ مرضئ نۀ دے بلکه دَ هغۀ دَ مرضئ دے چا چه زَۀ راليږلے يم. ٣١ که چرے زَۀ دَ خپل ځان ګواهى کوم نو دغه ګواهى رښتُونى نۀ ده. ٣٢ بلکه يو بل هم شته چه هغه زما دَ پاره ګواهى ورکوى اَؤ زما دا يقين دے چه دَ هغۀ ګواهى رښتُونى ده. ٣٣ تاسو يحيىٰ ته هم خپل اَستازى وراستولى وُو اَؤ دَ دے حقيقت ګواهى مو ترے حاصله کړه. ٣٤ په دے نه چه ګنى زَۀ دَ انسانى ګواهئ حاجتمند يم خو زَۀ تاسو ته دا خبره دريادوم دَ دے دَ پاره چه تاسو خلاصُون ومُومئ. ٣٥ يحيىٰ په مِثال دَ يوے ډيوے وُو چه تيزه رڼا ئے وه اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره تاسو دے ته هم تيار وئ چه دَ هغۀ په رڼا کښے خوشحالى وکړئ. ٣٦ خو زَۀ دَ يحيىٰ له ګواهئ نه لويه ګواهى لرم ځکه چه هغه کارُونه چه زما پلار ما ته حواله کړى وُو چه زَۀ ئے وکړم اَؤ سر ته ئے ورسوم، دا کارُونه زما ګواهى ورکوى چه پلار زَۀ را استولے يم. ٣٧ پلار چه زَۀ ئے را استولے يم زما ګواهى کړے ده چه هيڅ کله تاسو هم دَ هغه آواز نۀ دے آؤريدلے اَؤ نۀ مو هغه ليدلے دے. ٣٨ خو دَ هغۀ کلام په تاسو کښے هيڅ ځائے نۀ دے مُوندلے ځکه چه په تاسو کښے يو هم په هغۀ باور نۀ کوى څوک چه هغۀ را استولے دے. ٣٩ تاسو صحيفے لولئ اَؤ دا مو فرض کړى دى چه دَ دوئ په ساتلو به تاسو دَ تل ژوندُون ومُومئ خو هغوئ هم زما په حقله ګواهى ورکوى. ٤٠ بيا هم تاسو زما طرف ته راتلل نۀ خوښوئ چه دَ تل ژوندُون ومُومئ. ٤١ زَۀ دَ چا نه دَ عزت طمع دارنۀ يم. ٤٢ ځکه چه ما ته ښۀ معلومه ده چه ستاسو په زړُونو کښے دَ خُدائے مينه نِشته. ٤٣ زَۀ دَ خپل پلار په نامه راغلے يم اَؤ تاسو ما نۀ قبلوئ خو که بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به ئے قبُول کړئ. ٤٤ تاسو څۀ رنګ دَ ايمان خاوندان کيدے شئ کله چه تاسو دَ يو بل نه دَ عزت اُميد لرئ اَؤ هغه عزت چه دَ واحد خُدائے له طرفه دے،لټُون نۀ کوئ. ٤٥ دا خيال مۀ کوئ چه زَۀ ګنى دَ پلار په عدالت کښے تاسو مُجرمان ګرزوم. مُوسىٰ تاسو مُجرمان کړىيئ،هغه مُوسىٰ چه تاسو پرے خپل اُميدُونه تړلى دى. ٤٦ که چرے تاسو په مُوسىٰ ايمان لرئ نو په ما به ئے هم لرئ ځکه چه هغۀ څۀ ليکلى دى، هغه زما په حقله دى. ٤٧ خو که تاسو په هغے چه څۀ هغۀ ليکلى دى، ايمان نۀ لرئ نو څۀ چه زَۀ وايم په هغے به څۀ رنګ ايمان ولرئ.“

يوحنا 6

پنځۀ زره خلق مَړول

١ څۀ مُوده پس عيسىٰ دَ ګليل دَ درياب بلے غاړے ته لاړو چه تيبرياس هم ورته وائى. ٢ اَؤ يوه لويه ګڼه ورپسے وه چا چه دَ ناروغو دَ روغولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغيدو ننداره ليدلے وه. ٣ بيا عيسىٰ دَ غرۀ لمنے ته لاړو اَؤ هلته دَ مُريدانو سره کښيناستو. ٤ دَ فسح دَ اختر وخت رانزدے وُو کُوم چه دَ يهوديانو لوئے اختر وى. ٥ بيا چه عيسىٰ خپلے سترګے اُوچتے کړے نو يوه لويه ګڼه ئے وليده چه دَ هغۀ په طرف راروانه ده. نو عيسىٰ فيليپوس ته ووئيل چه”مُونږ به دَ دے خلقو دَ پاره ډوډئ دَ کُومه را پيدا کوو؟“ ٦ دا ئے صرف دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره ووئيل،ګنى هسے عيسىٰ ته دا معلُومه وه چه هغه به څۀ کوى. ٧ فيليپوس ورته جواب ورکړو چه”په دوؤ سوو دينارو به هم دومره ډوډئ ونۀ شى چه دَ دے خلقو لږه لږه ورسى.“ ٨ دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو مُريد اندرياس چه شمعُون پطروس ورور وُو،هغۀ ته ئے ووئيل چه ٩ ”دلته يو هلک دے. دَ هغۀ سره دَ اوربشو پنځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان شته،خو هغه به دَ دے دومر خلقو دَ پاره څۀ وى؟“ ١٠ عيسىٰ ووئيل،”دا خلق کښينوئ.“هلته ډير واښۀ وُو،نو سړى چه خوا اَؤ شا پنځۀ زره وُو،کښيناستل. ١١ بيا عيسىٰ ډوډئ واخستے،شُکر ئے وکړو اَؤ هغه ئے په هغه ناستو خلقو وويشلے اَؤ هم دغه رنګ عمل ئے دَ کبانو سره وکړو اَؤ هغوئ په مړه ګيډه وخوړل. ١٢ کله چه ټولو ښۀ په مړه خيټه خوراک وکړو نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”دا پاتے شوے ټُکړے راټولے کړئ دَ دے دَ پاره چه هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ ١٣ هغوئ داسے وکړل اَؤ دَ هغه پنځو ډوډو دَ خوړلو نه پس دومره ټُکړے پاتے شوے چه دولس ټوکرئ ترے ډکے شوے. ١٤ کله چه خلقو دَ عيسىٰ دا مُعجزه وليده نو دا خبره خوره شوه چه په رښتيا دا به هم هغه نبى وى دَ کُوم دَ راتلو زيرے چه شوے وُو. ١٥ عيسىٰ چه دَ دے نه خبر شو چه هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو اَؤ خپل بادشاه جوړولو په اِراده دَ راتلو نيت لرى نو هغه بيرته غرۀ ته ستُون شو.

دَ عيسىٰ په اوبو ګرزيدل

١٦ چه شپه خوره شوه نو دَ عيسىٰ مُريدان دَ درياب غاړے ته لاړل، ١٧ په خپله کِشتئ کښے کښيناستل اَؤ کفرنحُوم ته دَ پورے وتو په نيت ئے خپله کِشتئ ټيل وهله. تيارۀ بيا خوره شوے وه اَؤ عيسىٰ لا ورسره يو ځائے شوے نۀ وُو. ١٨ په دے دوران کښے تيزه سيلئ چليده اَؤ درياب چپے چپے وُو. ١٩ کله چه هغوئ درے څلور ميله کِشتئ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ په اوبو باندے روان وليدو چه دَ کِشتئ په لور را نزدے کيږى. هغوئ ويرے واخستل، ٢٠ خو عيسىٰ آواز ورکړو،”ويريږئ مه،دا زَۀ يم.“ ٢١ نو بيا هغوئ دے ته تيار شُو چه هغه کِشتئ ته پريږدى اَؤ سمدستى کِشتئ هغه غاړے ته ورسيده چرته چه دَ دوئ دَ تلو نيت وو.

دَ عيسىٰ په تلاش کښے

٢٢ بل سحر هغه ګڼه دَ درياب په بله غاړه ولاړه وه اَؤ هغوئ هلته صرف يوه کِشتئ کتلے وه اَؤ دَ دے نه خبر وُو چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته نۀ وُو ختلے،څوک چه دَ هغۀ نه بغير لرے لاړل. ٢٣ بهر حال دَ تيبرياس نه نورے کِشتئ دے غاړے ته هغه ځائے ته نزدے راغلے چرته چه خلقو هغه ډوډئ خوړلے وه،په کُومه چه مالِک شُکر ويستلے وُو. ٢٤ کله چه خلقو وکتل چه هلته نۀ خو عيسىٰ وُو اَؤ نۀ ئے مُريدان وُو نو هغوئ په خپله په کشتو کښے سوارۀ شول اَؤ دَ عيسىٰ په تلاش کښے کفرنحُوم ته روان شول.

عيسىٰ دَ ژوندون ډوډئ

٢٥ هغوئ په بله غاړه عيسىٰ وليدو اَؤ هغوئ عيسىٰ ته ووئيل،”مالِکه! تۀ دلته کله راغلے؟“ ٢٦ عيسىٰ جواب ورکړو،“رښتيا خو دا دى چه زَۀ په دے خبر يم چه تاسو زما په تلاش کښے ځکه نۀ ئے راغلى چه تاسو نخښے وکتلے بلکه ځکه چه تاسو ډوډئ وخوړه اَؤ لوږه مو تا ته شوه. ٢٧ تاسو خوارى وکړئ،نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“ ٢٨ بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه”مُونږ ته څۀ کول په کار دى چه دَ خُدائے کار وکړو؟“ ٢٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دَ خُدائے کار دا دے چه په هغه چا ايمان راؤړى چه هغه ئے را استولے دے.“ ٣٠ هغوئ ووئيل،”تۀ مُونږ ته کُومه مُعجزه ښکاره کولے شے چه مُونږ په تا ايمان راؤړو؟ تۀ به څۀ وکړے؟ ٣١ لکه چه صحيفے وائى چه زمُونږ پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من وخوړلو،«هغۀ هغوئ له دَ آسمان نه خوراک ورکوو.» ٣٢ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا رښتيا نۀ دى چه مُوسىٰ تاسو ته دَ آسمان نه رښتينے ډوډئ درکوله بلکه دا رښتيا دى چه زما پلار تاسو ته دَ آسمان نه ډوډئ درکوى. ٣٣ کُومه ډوډئ چه خُدائے درکوى هغه دَ آسمان نه راکُوزيږى اَؤ دُنيا له ژوندُون ورکوى.“ ٣٤ هغوئ هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! مُونږ ته دغه ډوډئ اوس اَؤ هميشه راکوه.“ ٣٥ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چه ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږے کيږى اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ٣٦ خو څنګه چه ماووئيل چه تاسو زَۀ ليدلے يم خو ايمان راباندے نۀ راؤړئ. ٣٧ هر څۀ چه زما پلار ما ته راکوى هغه به ما له راځى اَؤ څوک چه ماله راځى هغه به زَۀ هيڅ کله ونۀ شړم. ٣٨ زَۀ دَ آسمان نه دَ خپلے رضا کولو دَ پاره نۀ يم راکُوز شوے بلکه دَ هغۀ دَ رضا دَ پاره چا چه زَۀ را استولے يم. ٣٩ دا دَ هغۀ رضا ده چه هغۀ چه ما ته هر څۀ راکړى دى دَ هغے نه يو هم ورک نۀ کړم خو هغه ټول په آخرى ورځ راپورته کړم. ٤٠ ځکه چه دا زما دَ پلار مرضى ده چه هر هغه څوک چه زوئے ووينى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى،هغه دے دَ تل ژوندُون خاوند شى،اَؤ زَۀ به په آخرى ورځ بيا پاڅوم.“ ٤١ په دے باندے يهوديان وګُوريدل ځکه چه هغۀ ووئيل چه”زَۀ هغه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ډوډئ يم.“ ٤٢ هغوئ ووئيل،”په رښتيا چه دَئے خو دَ يُوسف زوئے عيسىٰ دے چه مُونږ دَ دَۀ مور اَؤ پلار پيژنُو،نو بيا څنګه دَئے وئيلے شى چه زَۀ دَ آسمان نه راکُوز شوے يم؟“ ٤٣ نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه”په خپلو کښے مه ګُوريږئ ٤٤ ځکه چه ما ته يو داسے سړے نۀ شى راتلے کُوم چه پلار چه زَۀ ئے راليږلے يم ما ته رانۀ کاږى،اَؤ زَۀ به هغه په آخرى ورځ راپورته کړم. ٤٥ اَؤ دا دَ نبيانو په صحيفو کښے ليک دى.«اَؤ هغوئ به خُدائے پوهه کړى.» هر هغه څوک چه دَ پلار آؤرى اَؤ زده کړى هغه ما ته راځى. ٤٦ زما مطلب دا نۀ دے چه ګنى چا پلار ليدلے دے بے له هغۀ نه چه د خُدائے نه راغلے دے،هغۀ پلار ليدلے دے. ٤٧ په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم چه ايمان راړُونکے دَ تل ژوندُون خاوند دے. ٤٨ زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم ٤٩ ستاسو پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من وخوړلو اَؤ هغوئ مړۀ دى. ٥٠ خو زَۀ دَ هغے ډوډئ خبره کوم کُومه چه دَ آسمان نه راځى،هر څوک چه هغه وخورى نو هغه هيچرے نۀ مرى. ٥١ زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم چه دَ آسمان نه راکُوز شوے ده. اَؤ څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل ژوندے وى.کُومه ډوډئ چه زَۀ ورکوم هغه زما جُسه ده اَؤ زَۀ ئے دَ دُنيا دَ ژوندون دَ پاره ورکوم.“ ٥٢ په دے په يهوديانو کښے يوه زبردسته جګړه راپورته شوه،هغوئ ووئيل چه”دا سړے خپله جُسه مُونږ ته خوړلو له څنګه را کولے شى؟“ ٥٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه تر څو چه تاسو دَ اِبن آدم جُسه ونۀ خورئ اَؤ دَ هغۀ وينه ونۀ څښئ تر هغے تاسو په ځان کښے ژوندُون نۀ شئ ليدے. ٥٤ څوک چه زما جُسه وخورى اَؤ زما وينه وڅښى هغه دَ تل ژوندُون خاوند دے اَؤ هغه به زَۀ په آخرى ورځ پورته کړم. ٥٥ زما جُسه حقيقى خوراک دے اَؤ زما وينه حقيقى څښاک دے ٥٦ څوک چه زما جُسه خورى اَؤ زما وينه څښى هغه په ما کښے پاتے کيږى اَؤ زَۀ په هغۀ کښے پاتے کيږم ٥٧ لکه چه ژوندى پلار زَۀ راواستولم اَؤ زَۀ دَ پلار په وجه ژوندے يم،دغه شان څوک چه ما وخورى هغه به زما په وجه ژوندے وى ٥٨ هم دا هغه ډوډئ ده چه دَ آسمان نه را کُوزه شوے ده اَؤ دا دَ هغه ډوډئ په شان نۀ ده چه زمُونږ پلارُونو نيکونو وخوړله اَؤ مړۀ شول. څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل تر تله ژوندے وى.“

دَ تل ژوندُون کلام

٥٩ دا خبرے عيسىٰ هغه وخت په عبادت خانے کښے وکړے کله چه هغۀ په کفرنحُوم کښے تعليم ورکولو ٦٠ دَ هغۀ ډيرو مُريدانو دَ دے په آؤريدو ووئيل چه”دا زمُونږ دَ زغم نه بهر ده، نو بيا ئے څوک آؤريدلے شى؟“ ٦١ عيسىٰ خبر وُو چه دَ هغۀ مُريدان په دے حقله ګُوريږى،نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”آيا تاسو په دے خفه کيږئ؟ ٦٢ دا څۀ خبره ده که تاسو اِبن آدم هغه ځائے ته په ختو ووينئ چرته چه هغه وړُومبے وُو؟ ٦٣ صرف رُوح دَ ژوندُون سبب دے،جُسه دَ هيڅ کار نۀ ده اَؤ کُومے خبرے چه ما تاسو ته کړے دى هغه هم رُوح دے اَؤ هم ژوندُون. ٦٤ خو بيا هم په تاسو کښے ځنے داسے دى چه ايمان نۀ لرى.“ ځکه چه عيسىٰ ته دَ مخکښے نه دا معلُومه وه چه څوک به ايمان نۀ راؤړى اَؤ څوک به په هغۀ مُخبرى کوى. ٦٥ ځکه هغۀ ووئيل چه”دغه وجه ده چه ما تاسو ته ووئيل چه هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے تر څو چه پلار ورته دا توان ورکړے نۀ وى.“ ٦٦ دَ هغه وخت نه پس دَ عيسىٰ مُريدان دَ هغۀ په شا شول اَؤ دَ هغے نه پس دَ هغۀ سره نۀ ګرزيدل. ٦٧ نو عيسىٰ هغه دولسو مُريدانو ته ووئيل،”آيا تاسو هم ما پريښودل غواړئ؟“ ٦٨ شمعُون پطروس ورته جوب ورکړو،”مالِکه چا له به مُونږ لاړ شُو؟ تا سره خو دَ تل ژوندُون خبرے دى. ٦٩ زمُونږ په تا ايمان دے اَؤ مُونږ په دے پوهه شوى يُو چه تۀ دَ خُدائے قُدوس يئے.“ ٧٠ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښے يو اِبليس هم دے!“ ٧١ دَ هغۀ مطلب دَ شمعُون اسکريوتى دَ زوئے يهوداه نه وُو ځکه چه هم دا هغه وُو چه په عيسىٰ به مُخبرى کوى اَؤ هغه په دغه دولسو مُريدانو کښے يو وُو.

يوحنا 7

دَ عيسىٰ دَ ورُوڼو بے اِعتقادى

١ دَ دے نه پس عيسىٰ په ګليل کښے ګرزيدو. هغۀ دَ يهوديانو نه په ډډه تلل غوښتل ځکه چه يهوديانو دا موقع لټوله چه هغه مړ کړى. ٢ اَؤ دَ يهوديانو دَ تمبوانو اختر رانزدے وُو. ٣ دَ هغۀ وروڼو هغۀ ته ووئيل،”تۀ دا علاقه پريږده اَؤ يهوديه ته لاړ شه دَ دے دَ پاره چه ستا مُريدان هغه لوئے کارُونه چه تۀ ئے کوے،ووينى. ٤ ولے چه هيڅوک پټ کارُونه نۀ کوى چه خپل ځان ښکاره کړى که چرے تۀ په رښتيا داسے کارُونه کوے لکه چه دِ دا وکړل نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“ ٥ دَ هغۀ وروُڼو هم په هغۀ باندے ايمان نۀ لرو. ٦ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل،”زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے،ستاسو دَ پاره هر وخت صحيح دے ٧ دُنيا تاسو سره دُښمنى نۀ شى کولے خو ما سره دُښمنى کوى ځکه چه زَۀ دَ دوئ بد کارُونه څرګندوم ٨ تاسو په خپله اختر ته لاړ شئ،زَۀ دے اختر له نۀ ځم ځکه چه زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے“ ٩ هم دَ دے جواب سره عيسىٰ په ګليل کښے پاتے شو.

عيسىٰ دَ تمبوانو په اختر کښے

١٠ کله چه دَ عيسىٰ وروُڼه اختر ته تللى وونو هغه په خپله هم لاړو،خو په ښکاره نه بلکه په پټه ١١ يهوديانو په اختر کښے دَ هغۀ لټُون کاوو اَؤ دا تپوس ئے کاوو چه”عيسىٰ چرته دے؟“ ١٢ اَؤ په ګڼه کښے دَ هغۀ په حقله دا ګنګوسے روان وُو،چا به وئيل چه”هغه ښۀ سړے دے،“ خو نورو به وئيل چه”نه،هغه خلق بے لارے کوى.“ ١٣ نو بيا هم خلقو دَ يهوديانو دَ ويرے ښکاره هيڅ نۀ شُو وئيلے. ١٤ کله چه اختر نيمے ته ورسيدلو نو عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم شروع کړو. ١٥ يهوديان حيران شول اَؤ وئے وئيل،”دا لا څنګه چل دے،دا عامى سړے څۀ رنګ دَ دومره علم خاوند شو؟“ ١٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”کُوم تعليم چه زَۀ ورکوم دا تعليم زما نۀ دے،دا دَ هغۀ تعليم دے چا چه زَۀ را استولے يم. ١٧ دَ چا چه دا مرضى وى چه دَ خُدائے رضا پُوره کړى،هغه به په دے پوهه شى چه دا تعليم چه زَۀ ئے ورکوم دا دَ هغۀ له طرفه دے،که ما په خپله جوړ کړے دے. ١٨ دَ کُوم سړى تعليم چه دَ هغۀ له طرفه وى هغه تش دَ ځان دَ پاره عزت غواړى خو کُوم سړے چه دَ خپل راليږُونکى عزت غواړى هغه په حقيقت کښے وفادار دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ټکى نِشته. ١٩ آيا مُوسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وُو درکړے؟ خو تاسو ټولو هغه مات کړو. تاسو ولے زما په مرګ پسے شوى يئ؟“ ٢٠ ګڼے جواب ورکړو،”په تا پيريان ناست دى. ګنى څوک دا غواړى چه تا ووژنى؟“ ٢١ عيسىٰ جواب ورکړو،”ما تش يو ځل دَ سبت په ورځ مُعجزه وکړله اَؤ تاسو ټول حيران شوئ ٢٢ خو دے ته خيال وکړئ چه مُوسىٰ تاسو ته دَ سُنت کولو شريعت درکړو،اګر چه دا دَ مُوسىٰ دَ طرف نه نۀ وُو بلکه دَ پلارُونو نيکُونو دَ وخته راسے راروان وُو،اَؤ تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ ٢٣ ښه،نو که تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت حُکم مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دے وجه خفه يئ چا ما دَ سبت په ورځ يو سړے بلکل ولے روغ کړو؟ ٢٤ نو په ظاهر دارئ فيصله مه کوئ بلکه په اِنصاف فيصله کوئ“

دا مسيح دے څۀ؟

٢٥ په دے باندے دَ بيتُ المُقدس خلقو دا وينا شروع کړه،”آيا دا هغه سړے نۀ دے چه دَ چا دَ وژلو کوشِش کولے شى؟ ٢٦ اَؤ وګورئ،دَئے دلته کښے ښۀ په ډاګه لګيا دے اَؤ هغوئ ورته هيڅ نۀ شى وئيلے. آيا دا خو نۀ ده چه زمُونږ مشرانو دا فيصله کړے ده چه دَئے په رښتيا مسيح دے؟ ٢٧ اَؤ مُونږ ته بيا هم دا معلُومه ده چه دا سړے دَ کُومه راځى خو هر کله چه مسيح راشى نو هيچا ته به معلُومه نۀ وى چه دَ کُوم ځائے دے.“ ٢٨ په دغه وخت عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم په دوران کښے چغه وويستله چه”بے شکه په رښتيا چه تاسو ما پيژنئ. په رښتيا چه تاسو دَ دے نه هم خبر يئ چه زَۀ له کُومے راغلے يم. خو بيا هم زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے،زَۀ هغه چا را استولے يم څوک چه رښتينے دے اَؤ تاسو ئے نۀ پيژنئ. ٢٩ زَۀ هغه پيژنم ځکه چه زَۀ دَ هغۀ نه راغلے يم اَؤ دا هغه دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“ ٣٠ په دے هغوئ دَ هغۀ دَ رانيولو کوشش وکړو خو بيا هم هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو ځکه چه دَ هغۀ دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ وُو راغلے. ٣١ خو بيا هم په خلقو کښے ډيرو په هغۀ ايمان راؤړو اَؤ هغوئ وئيل چه”کله چه مسيح راځى نو آيا هغه به دَ دے سړى نه زياتے مُعجزے څرګندے کړى څۀ؟“

دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره ئے دَ خُدائے دَ کور خادمان واستول

٣٢ فريسيانو دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو دا ګُوريدل واؤريدل،ځکه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دَ خُدائے دَ کور خادمان دَ هغۀ په نيولو پسے وليږل. ٣٣ بيا عيسىٰ ووئيل چه”زَۀ به څۀ لږه مُوده تاسو سره يم اَؤ پس له هغے به بيا هغۀ له ځم چا چه زَۀ را استولے يم. ٣٤ تاسو به ما پسے لټُون کوئ خو بيا به مے نۀ مُومئ اَؤ چرته چه به زَۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“ ٣٥ نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چه”دے چرته تلل غواړى چه مُونږ به ئے بيا نۀ شُو مُوندے؟ آيا دے به هغه چا له لاړ شى څوک چه په يُونانيانو کښے خوارۀ وارۀ پراتۀ دى اَؤ يُونانيانو ته به تعليم ورکوى؟ ٣٦ دَ هغۀ دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به ما لټوئ خو مُوندے به مے نۀ شئ اَؤ چه زَۀ چرته يم تاسو هلته نۀ شئ راتلے؟“

دَ ژوندُون دَ اوبو سندُونه

٣٧ دَ اختر په آخرى اَؤ دَ ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودريدلو اَؤ په چغو ئے ووئيل،”څوک چه تږے وى هغه دِ ماله راشى،هغه دِ وڅښى. ٣٨ اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى،لکه چه صحيفے وائى«دَ ژوندُون دَ ابو سيندُونه په دَ هغۀ نه بهيږى.» ٣٩ عيسىٰ دا خبره دَ هغه رُوحُ القُدس په باره کښے وکړه،کُوم چه په هغه چا نازليدُونکے وُو چا چه په عيسىٰ ايمان راؤړو،ځکه چه رُوحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وُو،ولے چه عيسىٰ لا خپل جلال ته رسيدلے نۀ وُو.

دَ خلقو په مينځ کښے بے اِتفاقى

٤٠ دَ دے په آؤريدو ځنو خلقو ووئيل،”هم دا به يقينًا هغه راتلُونکے پيغمبروى،“ ٤١ نورو ووئيل چه”دا مسيح دے،“ اَؤ نورو ووئيل چه”يقينًا چه دَ ګليل نه به راځى ٤٢ آيا صحيفے دا نۀ وائى چه مسيح به دَ داؤد دَ خاندان نه وى اَؤ دَ داؤد دَ کلى بيتُ لحم به وى؟“ ٤٣ اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ په وجه په خلقو کښے بے اِتفاقى پيدا شوه. ٤٤ ځنے دَ هغۀ دَ نيولو په حق کښے وُو خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو.

دَ حاکمانو بے اِعتقادى

٤٥ دَ خُدائے دَ کور خادمان مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو ته بيرته راغلل اَؤ هغوئ ورته ووئيل،”تاسو هغه ولے رانۀ وستو؟“ ٤٦ هغوئ جواب ورکړو چه”هيڅوک هم داسے خبرے نۀ کوى لکه دا سړے چه ئے کوى.“ ٤٧ فريسيانو ورته ووئيل چه”تاسو هم ګُمراه شوى يئ څۀ؟ ٤٨ آيا زمُونږ په مشرانو کښے يو هم په هغۀ ايمان راوړے دے څۀ؟ يا يو فريسى هم؟ ٤٩ دا خلق چه په شريعت نه پوهيږى لعنتيان دى.“ ٥٠ بيا په هغوئ کښے نيکوديموس نومے يو سړى،يعنے هغه سړے چه يو ځل وړاندے عيسىٰ له راغلے وُو،په کښے ورودانګل اَؤ هغۀ ووئيل چه ٥١ ”آيا زمُونږ شريعت مُونږ ته دا اِجازت راکوى چه تر څو دَ يو سړى بيان په خپله وانۀ ورُو اَؤ هغۀ ته دَ صفايئ موقع ورنۀ کړُو نو هغه مُونږ مُجرم کولے شُو څۀ؟“ ٥٢ هغوئ جواب ورکړو،”تۀ هم ګليلى يئے څۀ؟ وګوره اَؤ صحيفے ولوله،نو په خپله به خبر شے چه يو نبى هم له ګليل نه نۀ راځى.“

يوحنا 8

په زِنا کښے نيولے شوے ښځه

١ په هغوئ کښے هر يو خپل کور ته لاړو خو عيسىٰ دَ ښونانو غر ته وختلو. ٢ اَؤ بله ورځ سحر وختى هغه بيا دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ ټول خلق ورته راغونډ شول. هغه ناست وُو اَؤ تعليم ئے ورته ور کاوو . ٣ دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چه په زِنا کښے نيولے شوے وه. هغه ئے په خپل مينځ کښے ودروله. ٤ اَؤ هغوئ هغۀ ته ووئيل چه”اُستاذه! دا ښځه په زِنا کولو ونيولے شوه. ٥ مُوسىٰ په شريعت کښے وئيلے دى چه داسے ښځے دِ سنګسار کړے شى . ته په دے حقله څۀ وايے؟“ ٦ هغوئ دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو. دا ئے خيال وُو چه په دے شان به دَ هغۀ بر خلاف اِلزام ثابت کړى. عيسىٰ ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے په ګوته څۀ ليکل. ٧ کله چه هغوئ بيا بيا خپل سوال تکرار کړو نو هغه نيغ ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”په تاسو کښے به هغه څوک په دے وړُومبے کاڼے ورولى چا چه هيڅ ګُناه نۀ وى کړے.“ ٨ پس له هغے هغه يو ځل بيا ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے څۀ وليکل. ٩ کله چه هغوئ دَ هغۀ خبره واؤريده نو يو يو بهر ووتلو،مشران ئے ترے وړاندے وُو اَؤ عيسىٰ ئے يواځے پريښودو اَؤ ښځه هم هغه شان هلته ولاړه وه. ١٠ عيسىٰ بيا نيغ ودريدو اَؤ هغه ښځے ته ووئيل،”هغوئ څۀ شول؟ تۀ هيچا هم مُجرمه نۀ کړے؟“ ١١ هغے جواب ورکړو،”مالِکه! هيچا هم نه.“ عيسىٰ ووئيل،”اَؤ نۀ دِ زَۀ مُجرمه کوم،تۀ تلے شے خو بيا ګُناه مه کوه.“

عيسىٰ دَ دُنيا نُور

١٢ عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل،”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.“ ١٣ فريسيانو هغۀ ته ووئيل،”تۀ دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوے خو ستا ګواهى معتبره نۀ ده.“ ١٤ عيسىٰ جواب ورکړو،”زما ګواهى معتبره ده که زَۀ ئے دَ ځان په حق کښے ورکوم،ځکه چه هم زَۀ خبر يم چه زَۀ دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم، بلکه تاسو نۀ پوهيږئ چه دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم. ١٥ تاسو دَ دُنيا دَ دستُور په مُطابق فيصلے کوئ خو زَۀ دَ هيچا فيصلے نۀ کوم. ١٦ خو که فيصله کوم نو زما فيصله به صحيح وى ځکه چه دا فيصله زَۀ يواځے نۀ کوم بلکه زَۀ اَؤ زما پلار ئے کوُو چه زَۀ ئے را استولے يم. ١٧ ستاسو په خپل شريعت کښے ئے دا ليکلى دى چه ددوؤ کسو ګواهى معتبره ده. ١٨ خو دا زَۀ يم چه دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوم اَؤ زما بل ګواه زما پلار دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“ ١٩ هغوئ تپوس وکړو،”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه”نۀ خو تاسو ما پيژنئ اَؤ نۀ زما پلار. که تاسو زَۀ پيژندے نو زما پلار به مو هم پيژندو.“ ٢٠ دا خبره عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم ورکولو په وخت په خزانے کښے وکړه خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چه دَ هغۀ وخت لا نۀ وُو راغلے.

چرته چه زَۀ ځم تاسو هلته راتلے نۀ شئ

٢١ عيسىٰ هغوئ ته دا بيا ووئيل،”زَۀ درنه ځم،تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. اَؤ چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ٢٢ يهوديانو بيا ووئيل،”شاهد چه دَے خپل ځان وژنى چه دا وائى،چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“ ٢٣ نو عيسىٰ ووئيل،”تاسو دَ دے مزکے خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان،تاسو دَ دے دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دے دُنيا نۀ يم. ٢٤ ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم،نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“ ٢٥ هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو،”تۀ يئے څوک؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه”زَۀ هم هغه يم چه مے تاسو ته مخکښے وئيلى دى. ٢٦ ستاسو په حقله ډيرے څۀ خبرے دَ وئيلو اَؤ دَ فيصله کولو لا شته خو هغه چا چه زَۀ ئے را استولے يم،رښتينے دے اَؤ څۀ چه ما دَ هغۀ نه آؤريدلى دى هغه زَۀ دُنيا ته وايم.“ ٢٧ هغوئ په دے پوهه نۀ شُو چه عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ پلار په حقله خبرے کولے. ٢٨ نو هغۀ هغوئ ته ووئيل،”کله چه تاسو اِبن آدم پورته وخيژوئ نو پوهه به شئ چه زَۀ چه يم هغه يم.زَۀ په خپل اِختيار هيڅ نۀ کوم خو هر څۀ چه زَۀ وايم،دَ دے تعليم ما ته زما پلار راکړے دے. ٢٩ چا چه زَۀ را راستولے يم هغه ما سره موجُود دے اَؤ هغۀ زَۀ يواځے نۀ يم پريښے ځکه چه زَۀ هميشه هغه څۀ کوم چه کُومه دَ هغۀ رضا ده.“ ٣٠ چه عيسىٰ دا خبرے وکړے نو ډيرو پرے ايمان راؤړو.

حقيقت به تاسو آزاد کړى

٣١ کُومو خلقو چه په عيسىٰ ايمان راؤړے وُو،عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل،”که چرے تاسو زما په کلام کښے قائم پاتے شئ نو په رښتيا تاسو زما مُريدان يئ. ٣٢ اَؤ تاسو به په حقيقت پوهه شئ اَؤ حقيقت به تاسو آزاد کړى.“ ٣٣ هغوئ جواب ورکړو چه”مُونږ دَ اِبراهيم اَؤلاد يُو،مُونږ چرے هم دَ چا غُلامان شوىنۀ يو.ستا دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به آزاد شئ؟“ ٣٤ عيسىٰ ورته دا ووئيل چه”رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم،هر څوک چه ګُناه کوى هغه دَ ګُناه غُلام دے. ٣٥ اَؤ په کور کښے غُلام مُدام پاتے کيږى نه،خو زوے په کور کښے مُدام پاتے کيږى. ٣٦ که چرے زوئے تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ. ٣٧ ما ته دا معلُومه ده چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد ئے خو تاسو دا اِراده کړے ده چه ما وژنئ ځکه چه زما کلام قبُول نۀ کړے شى. ٣٨ هغه څۀ چه ما دَ خپل پلار په حضُور کښے ليدلے دى هغه زَۀ وايم اَؤ تاسو په هغه څۀ عمل کوئ څۀ چه تاسو دَ خپل پلارنه آؤريدلى دى.“ ٣٩ هغوئ ووئيل،”اِبراهيم زمُونږ بابا دے.“ عيسىٰ جواب ورکړو،”که چرے تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد وئ نو تاسو به هغه څۀ کولے څۀ چه به اِبراهيم کول. ٤٠ خو لکه چه څرګنده ده چه تاسو زما دَ مرګ پخه اِراده کړے ده،دَ هغه چا چه تاسو ته ئے حقيقت ووئيلو چه ما دَ خُدائے نه آؤريدلى دى، خو دا دَ اِبراهيم عمل نۀ دے. ٤١ تاسو خو دَ خپل پلار غوندے کار کوئ.“ هغوئ ووئيل،”مُونږ حراميان نۀ يُو پيدا،يواځے خُدائے زمُونږ پلار دے.“ ٤٢ عيسىٰ ورته ووئيل چه”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم. ٤٣ تاسو زما په خبرو پوهيږئ ولے نۀ؟ دا ځکه چه زما کلام تاسو آؤريدلے نۀ شئ. ٤٤ ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وُو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے. ٤٥ خو زَۀ رښتيا وايم اَؤ ځکه تاسو په ما يقين نۀ کوئ. ٤٦ په تاسو کښے کُوم يو سړے دے چه په ما ګُناه ثابتولے شى؟ که چرے څۀ چه زَۀ وايم هه رښتيا وى نو بيا تاسو په ما ايمان ولے نۀ راؤړئ؟ ٤٧ هغه څوک چه پلار ئے خُدائے دے، دَ خُدائے کلام آؤرى. تاسو خو دَ خُدائے اَؤلاد نۀ يئ ځکه ئے تاسو نۀ آؤرئ.“

عيسىٰ اَؤ اِبراهيم

٤٨ يهوديانو جواب ورکړو چه”آيا زمُونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چه تۀ سامرى يئے اَؤ په تا پيريان ناست دى؟“ ٤٩ عيسىٰ ووئيل چه”په ما پيريان نۀ دى ناست. زَۀ دَ خپل پلار عزت کوم خو تاسو ما بے عزته کوئ. ٥٠ زَۀ خپله لوئى نۀ غواړم خو يو شته چه هغه ئے غواړى اَؤ هغه فيصله کوى. ٥١ زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، که څوک زما په کلام عمل کوى هغه به هيڅ کله مړ نۀ شى.“ ٥٢ يهوديانو ووئيل چه”اوس زمُونږ پُوره يقين دے چه تۀ پيرى نيولے يئے. اِبراهيم خو مړ دے اَؤ نبيان هم اَؤ بيا هم تۀ وايئے چه که څوک زما په کلام عمل وکړى هغه به هيڅ کله هم دَ مرګ خوند ونۀ څکى. ٥٣ آيا تۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم نه لوئے يئے څۀ چه مړ شوے دے؟ اَؤ نبيان هم مړۀ دى. نو بيا تۀ ځان څۀ ګڼے؟“ ٥٤ عيسىٰ جواب ورکړو،”که چرے زَۀ خپل صفت وکړم نو زما صفت کول څۀ معنىٰ نۀ لرى،خو دا زما پلار دے چه زما صفت کوى،دَ هغۀ چه تاسو ورته خُدائے وايئ، ٥٥ سره دَ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ. خو زَۀ هغه پيژنم. که چرے ما دا ووئيل چه زَۀ هغه نۀ پيژنم نو زَۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم خو رښتيا خو دا دى چه زَۀ هغه پيژنم اَؤ دَ هغۀ په کلام عمل کوم. ٥٦ ستاسو پلار اِبراهيم زما دَ ورځے په ليدو ډيره ښادى کوله. هغۀ دا وليده اَؤ خوشحاله شو.“ ٥٧ يهوديانو اِحتجاج وکړو چه”تۀ خو لا دَ پنځوسو کالو هم نۀ يئے،نو بيا اِبراهيم دِ څرنګ وليدو؟“ ٥٨ عيسىٰ ووئيل،”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه اِبراهيم لا پيدا هم نۀ وُو چه زَۀ يم.“ ٥٩ هغوئ په عيسىٰ پسے کاڼى راواخستل چه وئے ولى خو عيسىٰ ئے ونۀ ليدو اَؤ هغه دَ خُدائے دَ کور نه ووتو.

يوحنا 9

دَ يو پيدائشى ړُوند بينا کول

١ عيسىٰ چه په لارے تيريدو نو يو سړے ئے وليدلو چه پيدائشى ړُوند وُو. ٢ دَ هغۀ مُريدانو پرے سوال وکړو چه”اُستاذه! ګُناه چا کړے ده،دَۀ اَؤ که دَ دَۀ مور اَؤ پلار؟ دَے ولے ړُوند پيدا شوے دے؟“ ٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”خبره دا نۀ ده چه ګنى دَۀ يا دَ دَۀ مور پلار ګُناه کړے ده. هغه ړُوند ځکه پيدا شوے وُو چه دَ خُدائے قُدرت پرے څرګند کړے شى. ٤ تر څو چه لا ورځ ده نو مُونږ ته په کار دى چه دَ هغه چا په کار کښے آخته يُو چه زَۀ ئے راليږلے يم،شپه راروانه ده چه هيڅوک په کښے کار نۀ شى کولے. ٥ تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم، زَۀ دَ دے دُنيا رڼا يم.“ ٦ دے وئيلو سره عيسىٰ په مزکه وتُوکل اَؤ په لاړو ئے خټه جوړه کړه اَؤ هغه ئے دَ هغه سړى په سترګو ومږله، ٧ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”لاړ شه اَؤ دَ شيلوخ په تالاؤ کښے ئے ووينځه.“دَ دے تالاؤ نُوم معنىٰ ده، ليږلے شوے. هغه سړے لاړو،هلته ئے سترګے ووينځلے اَؤ بينا شو اَؤ بيرته راغے. ٨ دَ هغۀ ګاونډيانو اَؤ هغه چا چه دَئے ئے پيژندو چه خير به ئے غوښتو،وئے وئيل،”آيا دَ هغه سړے نۀ دے چه ناست به وُو اَؤ خير به ئے غوښتو؟“ ٩ نورو ووئيل،”هو! هم دا هغه سړے دے“اَؤ نورو ووئيل،”نه،دا دَ هغۀ په شان دے. هغۀ په خپله ووئيل چه زَۀ هغه سړے يم.“ ١٠ هغوئ ترے تپوس وکړو چه”بينا څنګه شوے؟“ ١١ هغۀ جواب ورکړو،”هغه سړے چه ورته عيسىٰ وائى هغه ليټئ جوړه کړه،زما په سترګو ئے ومږله اَؤ راته ئے ووئيل چه دَ شيلوخ تالاؤ ته لاړ شه اَؤ هلته ئے ووينځه. زَۀ هلته لاړم اَؤ ومے وينځلے اَؤ بينا شوم.“ ١٢ هغوئ تپوس وکړو چه”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو.”ما ته نۀ ده معلُومه.“

دَ فريسيانو دَ شفا مُوندلو په حق کښے تحقيقات

١٣ هغه ړُوند سړے ئے فريسيانو له راوستو. ١٤ چونکه دا دَ سبت ورځ وه چه عيسىٰ ليټئ جوړه کړے وه اَؤ دَ هغۀ په سترګو ئے ومږله. ١٥ فريسيانو ترے تپوس وکړو چه”دا تۀ هغۀ په څۀ بينا کړے؟“سړى هغوئ ته ووئيل،”هغۀ زما په سترګو ليټئ ومږله،بيا هغه ما ووينځلے اَؤ اوس بينا شوے يم.“ ١٦ خو فريسيانو ووئيل چه”دا دَ خُدائے سړے نۀ دے ځکه چه دَ سبت دَ ورځے اِحترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چه”دَ يو ګُناه ګار سړى نه داسے عمل څۀ رنګ صادر کيدے شى؟“نو په هغو کښے مُخالفت پيدا شو. ١٧ بيا هغوئ دَ هغۀ نه تپُوسونه شروع کړل چه”ستا دَ هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چه هغۀ ستا سترګے بينا کړے دى.“ هغۀ جواب ورکړو چه”هغه نبى دے.“ ١٨ خو يهوديانو په دے باور نۀ کاوو چه ګنى دا سړے ړُوند وُو اَؤ بينا شو تر څو چه هغوئ دَ هغۀ دَ مور اَؤ پلار نۀ وُو رابللى ١٩ اَؤ تپوس ئے ترے نۀ وُو کړے چه”آيا دا سړے ستاسو زوئے دے؟آيا تاسو دا وايئ چه دَئے ړُوند پيدا شوے وُو؟ دا دَئے اوس څنګه بينا شو؟“ ٢٠ مور اَؤ پلار ئے جواب ورکړو،”مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا زمُونږ زوئے دے اَؤ دا چه دَئے ړُوند پيدا شوے وُو. ١٢ خو دا څۀ رنګ وشول چه دے بينا شو اَؤ چا بينا کړو، دَ دے نه نۀ يُو خبر.د دۀ نه تپوس وکړئ،دَئے زلمے دے، دَئے به په خپله حال ووائى.“ ٢٢ دَ هغۀ مور اَؤ پلار دا جواب يهوديانو ته دَ ويرے له کبله ورکړو ځکه چه دَ يهوديانو مشران دَ مخکښے نه په دے يوه خُلۀ شوى وُو چه هر څوک چه عيسىٰ مسيح ومنى نو هغه به دَ دے عبادت خانے نه خارج کړے شى. ٢٣ هم دغه وجه ده چه مور پلار ئے ووئيل چه هغه زلمے دے،پوښتنه ترے وکړئ. ٢٤ نو بيا په دويم ځل هغوئ هغه سړے راوبللو څوک چه ړُوند وُو اَؤ وئے وئيل،”دَ خُدائے په وړاندے رښتيا رښتيا ووايه،مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا سړے ګُناه ګار دے.“ ٢٥ هغۀ جواب ورکړو چه”په دے نۀ يم خبر چه دا سړے ګُناه ګار دے اَؤ که نه،خو زَۀ صرف دَ دے نه خبر يم چه زَۀ ړُوند وم اَؤ اوس بينا شوے يم.“ ٢٦ هغوئ تپوس وکړو چه”هغۀ تا سره څۀ وکړل اَؤ ستا سترګے ئے څنګه بينا کړے؟“ ٢٧ هغۀ جواب ورکړو چه”ما خو درته يو ځل وړاندے وئيلى دى خو تاسو آؤريدل نۀ غوښتل،نو تاسو دا بيا ولے آؤريدل غواړئ؟ آيا تاسو هم دَ هغۀ مُريدان جوړيږئ؟“ ٢٨ نو بيا هغوئ په کنځلو شول اَؤ ورته ئے ووئيل،”تۀ دَ هغه سړى مُريد يئے خو مُونږ دَ مُوسىٰ مُريدان يُو. ٢٩ مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے دَ مُوسىٰ سره خبرے کړے وے خو خبر نۀ يُو چه دَئے دَ کُومه راغلے دے.“ ٣٠ سړى جواب ورکړو چه”څومره نا آشنا خبره ده! دا هغه سړے دے چه زما سترګے ئے بينا کړے اَؤ تاسو لا اوس هم نۀ يئ خبر چه دَئے دَ کُومے راغلے دے. ٣١ دا خو يوه ښکاره خبره ده چه خُدائے پاک دَ ګُناه ګارو نۀ آؤرى،هغه تش دَ هغه چا آؤرى چه دَ هغۀ نه ويريږى اَؤ دَ هغۀ په رضا ځى. ٣٢ دَ ازل نه تر دے دمه لا چا دا نۀ دى آؤريدلى چه چا دَ پيدائشى ړُوند سترګے بينا کړے دى. ٣٣ که دا سړے دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وئے نو هغۀ هيڅ نۀ شُو کولے.“ ٣٤ هغوئ ورته ووئيل چه”دا تۀ څوک يئے چه مُونږ ته سبقُونه ښائے؟ تۀ خو په ګُناه کښے پيدا اَؤ په ګُناه کښے لوئے شوے يئے.“ بيا هغوئ هغه دَ عبادت خانے نه وشړلو.

رُوحانى ړُوندوالے

٣٥ عيسىٰ واؤريدل چه هغه ئے دَ عبادت خانے نه شړلے دے. کله چه عيسىٰ هغه وليدو نو تپوس ئے ترے وکړو،”آيا ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“ ٣٦ سړى جواب ورکړو،”مالِکه! ما ته دا ووايه چه هغه څوک دے چه زَۀ په هغۀ ايمان راؤړم.“ ٣٧ عيسىٰ ووئيل چه”تا هغه ليدلے دے، رښتيا دا هغه دے چه درسره خبرے کوى.“ ٣٨ هغۀ ووئيل،”مالِکه زما پرے ايمان دے.“اَؤ هغۀ ته په سجده پريوتو. ٣٩ عيسىٰ ووئيل چه”زَۀ دے دُنيا ته دَ عدالت دَ پاره راغلے يم چه ړاندۀ بينا کړم اَؤ بينا ړاندۀ کړم.“ ٤٠ دَ عيسىٰ سره موجُودو فريسيانو ترے تپوس وکړو،”ستا دا مطلب دے چه ګنى مُونږ راندۀ يُو؟“ ٤١ عيسىٰ ووئيل،”که چرے تاسو ړاندۀ وئے نو ستاسو ګُناه به نۀ وه خو کله چه تاسو وايئ چه مُونږ وينُو،نو ستاسو ګُناه پاتے کيږى.

يوحنا 10

دَ ګډو دَ شپول مِثال

١ زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه کُوم سړے چه دَ ګډو شپول ته په دروازے نۀ ورننوزى بلکه په بله لار ور آؤړى هغه بغير دَ غل يا ډاکو نه بل څۀ نۀ شى کيدے. ٢ کُوم سړے چه په دروازه ورننوزى هغه دَ ګډو شپُونکے دے. ٣ څوکيدار هغۀ ته اِجازت ورکوى اَؤ ګډے دَ هغۀ آواز آؤرى اَؤ هغه خپلے ګډے په نُوم بولى اَؤ بهر ئے راوباسى. ٤ کله چه هغه هغه ټولے رابهر کړى نو هغه وړاندے ځى اَؤ ګډے ورپسے،ځکه چه هغوئ دَ هغۀ آواز پيژنى. ٥ هغوئ په نا آشنا سړى پسے هيچرے نۀ ځى. هغوئ به دَ هغۀ نه وتښتى ځکه چه هغوئ دَ پردى سړى آواز نۀ پيژنى.“ ٦ عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووے خو هغوئ په دے ونۀ رسيدل چه دَ هغۀ دَ دے نه مطلب څۀ وُو.

عيسىٰ اصلى شپُونکے

٧ نو عيسىٰ هغوئ ته بيا ووئيل چه”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه زَۀ دَ ګډو دَ شپول دروازه يم. ٨ څوک چه زما نه مخکښے راغلى وُو،ګډو هغوئ ته غوږ نۀ دے ايښے ځکه چه هغوئ ټول غلۀ ډاکوان وُو. ٩ زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چه په دے دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلے راتلے شى اَؤ ګياه به هم مُومى. ٠١ غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى. ١١ زَۀ ښۀ شپُونکے يم اَؤ ښۀ شپُونکے دَ ګډو دَ پاره خپل سر ورکوى. ١٢ خو مزدُور چه کله شرمخ په راتلو ووينى نو ګډے په ځائے پريږدى اَؤ تښتى ځکه چه هغه شپُونکے نۀ دے اَؤ ګډے دَ هغۀ نۀ دى. شرمخ رمه راګيره کړى اَؤ ګډے خورے ورے کړى. ١٣ هغه ځکه تښتى چه مزدُور دے اَؤ دَ ګډو هيڅ پرواه نۀ لرى. ١٤ ښۀ شپُون زَۀ يم. زَۀ خپلے ګډے پيژنم اَؤ ګډے ما پيژنى، ١٥ لکه چې ما پلار پيژنى اؤ زۀ پلار پيژنم اؤ زَۀ خپل ځان دَ ګډو دَ پاره قُربانوم. ١٦ اَؤ زما نورے ګډے هم شته چه هغه دَ دے شپول نۀ دى،خو دَ هغوئ راوستل ضرورى دى اَؤ هغوئ به هم زما آواز آؤرى،نو بيا به رمه يوه شى اَؤ شپُونکے به ئے هم يو وى. ١٧ پلار ما سره مينه کوى ځکه چه زَۀ خپل ځان قربانوم دَ دے دَ پاره چه بيا ئے ومُوم. ١٨ دا زما نه څوک په زور نۀ آخلى،زَۀ دا په خپله مرضئ قُربانوم. دا زما اِختيار دے چه ځان قُربان کړم اَؤ دا مے هم اِختيار دے چه بيا ئے هم ومُوم. دا اِختيار ما ته خپل پلار راکړے دے.“ ١٩ دَ عيسىٰ دَ دے خبرو په وجه يو ځلے بيا په يهوديانو کښے بے اِتفاقى راغله. ٢٠ په هغوئ کښے ډيرو وئيل چه”دَئے پيريانو نيولے دے اَؤ دا ليونے دے،دَۀ ته څۀ له غوږ ږدئ؟“ ٢١ نورو به وئيل چه”يو پيريانو نيولے سړے هم داسے خبرے کولے شى څۀ؟ آيا يو پيرے هم دَ ړُوند سترګے روغولے شى څۀ؟“

دَ يهوديانو دَ مسيح نه اِنکار

٢٢ دا دَ ژمى ورځے وے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ خُدائے دَ کور دَ تجديد اختر وُو. ٢٣ اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ سليمان په برانډه کښے ګرزيدو. ٢٤ يهوديان دَ هغۀ نه راچاپير شول اَؤ ورته ئے ووئيل،”مُونږ به تر څو پورے شکمن پريږدے؟ که چرے تۀ مسيح يئے نو په ډاګه ووايه؟“ ٢٥ عيسىٰ ووئيل چه”ما تاسو ته وئيلى دى خو ستاسو پرے يقين نۀ راځى. زَۀ چه کُوم کارُونه دَ خپل پلار په نُوم کوم، هغه زما ګواه دى. ٢٦ خو تاسو پرے ځکه يقين نۀ کوئ چه تاسو زما دَ رمے ګډے نۀ يئ. ٢٧ زما خپلے ګډے زما آواز آؤرى،زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسے راځى. ٢٨ زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى. ٢٩ زما پلار چه دوئ ئے ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئے دے اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولے. ٣٠ زَۀ اَؤ زما پلار يو يُو.“ ٣١ يهوديانو يو ځل بيا په عيسىٰ پسے کاڼى راوخستل چه پرے وئے ولى. ٣٢ په دے هغۀ هغوئ ته ووئيل چه”ما ستاسو په وړاندے ډير ښۀ کارُونه دَ خپل پلار له طرف نه وکړل. تاسو به په دے کښے ما دَ کُوم کار له کبله سنګساروئ؟“ ٣٣ يهوديانو ورته جواب ورکړو چه”مُونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګسار وُو خو دَ کُفر په سبب،ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“

٣٤ عيسىٰ جواب ورکړو چه”آيا ستاسو په کتابِ مُقدس کښے ئے دا نۀ دى ليکلى چه

«ما ووئيل چه تاسو خُدايان يئ؟» ٣٥ هغه څوک خُدايان بللى شوى دى چه چا ته چه دَ خُدائے کلام ورکړے شوے وى اَؤ کتابِ مُقدس منسُوخ کيدے نۀ شى. ٣٦ نو بيا تاسو په ما دَ کُفر وئيلو اِلزام ولے لګوئ؟ تش په دے وجه چه زَۀ خُدائے مُقدس کړے يم اَؤ دُنيا ته ئے راليږلے يم اَؤ دا مے ووئيل چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم؟ ٣٧ که چرے زَۀ دَ خپل پلار کارُونه نۀ کوم نو په ما ايمان مه راؤړئ. ٣٨ خو که ئے کوم،نو که چرے په ما ايمان نۀ راؤړئ نو بيا به زما په کارُونو ايمان راؤړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ ومنئ اَؤ په دے پوهه شئ چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے يم.“ ٣٩ هغوئ يو ځلے بيا دَ هغۀ په نيولو پسے شول خو هغه دَ هغوئ دَ لاس نه ووتو. ٤٠ عيسىٰ يو ځل بيا دَ اُردن سيند دَ بلے غاړے هغه ځائے ته ستُون شو چرته چه به وړُومبےٰ يحيىٰ بپتسمه ورکوله. هلته هغه پاتے شو. ٤١ ګڼ خلق به ورته راتلل اَؤ هغوئ وئيل چه”يحيىٰ مُونږ ته يوه مُعجزه هم نۀ وه ښکاره کړے خو هغۀ چه څۀ دَ دے سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا وُو.“ ٤٢ اَؤ هلته ډيرو خلقو پرے ايمان راوړلو.

يوحنا 11

دَ لعزر مرګ

١ لعزر نُومے يو سړے ناجوړه وُو. دَ هغۀ کور په بيت عيناه کښے وُو کُوم چه دَ مريمے اَؤ دَ هغے دَ خور مرتا کلے وُو. ٢ دا هغه مريم وه چه په مالِک ئے عطر اچولى وُو اَؤ دَ هغۀ پښے ئے په خپلو ويښتو وُچے کړے وے اَؤ ورور ئے لعزر ناجوړه وُو. ٣ نو خويندو ئے عيسىٰ ته خبر ورواستولو چه مالِکه! تۀ په دے خبر يئے چه ستا خوږ آشنا بيمار پروت دے؟ ٤ کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو وئے وئيل،”دا ناروغتيا دَ مرګ نۀ ده،دا خو دَ خُدائے دَ جلال څر ګندولو دَ پاره ده چه دَ خُدائے دَ زوى لوئى پرے ښکاره شى.“ ٥ عيسىٰ دَ مرتا،دَ هغے دَ خور اَؤ لعزر سره مينه لرله، ٦ خو چه دَ هغۀ دَ بيمارئ ئے واؤريدل نو عيسىٰ دوه ورځے نور هم په هغه ځائے کښے ايسار شو چرته چه هغه وُو. ٧ دَ دے نه پس عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل،”ځئ چه يهوديه ته بيرته لاړ شُو.“ ٨ مُريدانو ورته ووئيل چه”اُستاذه! څۀ زيات وخت نۀ دے شوے چه يهوديانو ستا سنګسار کول غوښتل،نو تۀ بيا هلته ځے څۀ؟“ ٩ عيسىٰ جواب ورکړو،”ولے دَ ورځے دولس ګينټے نۀ دى څۀ؟ هر څوک چه دَ ورځے ګرزى تيندک نۀ خورى ځکه چه هغه دَ دے دُنيا رڼا وينى. ١٠ خو که هغه دَ شپے ګرزى نو ټکرے خورى ځکه چه رڼا په کښے نِشته.“ ١١ دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ ووئيل چه”زمُونږ آشنا لعزر اُودۀ پروت دے خو زَۀ ورځم چه راويښ ئے کړم.“ ١٢ مُريدانو ووئيل،”مالِکه! که چرے هغه اُودۀ وى نو هغه به روغ شى.“ ١٣ عيسىٰ دَ هغۀ دَ مرګ خبره کوله خو دَ هغوئ دا خيال وُو چه ګنى دا دَ اُودۀ کيدو خبره کوى. ١٤ بيا عيسىٰ صفا ورته ووئيل،”لعزر مړ دے. ١٥ دا ښه ده چه زَۀ هلته نۀ وم په دے چه تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چه هغۀ ته ورشُو.“ ١٦ بيا توما چه برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مُريدانو ته ووئيل،”راځئ چه مُونږ هم دَ هغۀ سره مړۀ شُو.“

عيسىٰ قيامت اَؤ ژوندُون دے

١٧ هلته په رسيدو عيسىٰ خبر شو چه دَ لعزر دَ مرګ اَؤ په قبر کښے دَ کيښودو بيا څلور ورځے کيږى. ١٨ بيت عنياه دَ بيتُ المُقدس نه بس دوه ميله لرے وُو. ١٩ اَؤ ډير يهوديان دَ مرتا اَؤ مريمے څخه دَ هغوئ دَ ورور غم رازئ ته راغلى وُو. ٢٠ کله چه مرتا دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبره شوه نو هغه سمدستى دَ هغۀ مخے له ورغله اَؤ مريمه په کور کښے پاتے شوه. ٢١ مرتا عيسىٰ ته ووئيل،”مالِکه! که تۀ دلته وَئے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وُو. ٢٢ اَؤ زَۀ اوس هم په دے پوهيږم چه که تۀ دَ خُدائے نه هر څۀ وغواړے نو خُدائے به ئے درکړى.“ ٢٣ عيسىٰ ورته ووئيل چه”ستا ورور به بيا ژوندے شى.“ ٢٤ مرتا هغۀ ته ووئيل،”ما ته پته ده چه هغه به ژوندے شى خو دَ قيامت په ورځ.“ ٢٥ عيسىٰ ووئيل،”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى ٢٦ اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“ ٢٧ هغے ووئيل،”مالِکه! زما ايمان دے،هم تۀ مسيح يئے، دَ خُدائے زوئے څوک چه دُنيا ته راتلُونکے وُو.“

دَ عيسىٰ ژړل

٢٨ دے وئيلو سره مرتا لاړه چه خپله خور مريم راوبولى اَؤ دَ هغے په څنګ کښے ودريده اَؤ په پټه ئے ورته ووئيل”مالِک دلته دے اَؤ هغه تا غواړى.“ ٢٩ کله چه مريم دا واؤريدل نو سمدستى پاڅيده اَؤ عيسىٰ له ورغله. ٣٠ خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وُو رسيدلے اَؤ لا په هغه ځائے وُو په کُوم ځائے کښے چه مرتا هغه ليدلے وُو. ٣١ کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى. ٣٢ نو مريم هغه ځائے له لاړه چرته چه عيسىٰ وُو اَؤ کله چه ئے هغه وليدلو نو دَ هغۀ په پښو پريوته اَؤ وئے وئيل،”اَئے مالِکه! که چرے تۀ دلته وَئے نو زما ورور به نۀ وو مړ شوے.“ ٣٣ کله چه عيسىٰ هغه په ژړا وليده اَؤ ورسره ئے هغه يهوديان ملګرى هم وليدل چه ژاړى نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو اَؤ ډير زهيرشو. ٣٤ هغۀ تپوس وکړو چه”هغه تاسو کُوم ځائے ښخ کړے دے؟“ هغوئ جواب ورکړو،”مالِکه! راشه وئے ګوره.“ ٣٥ عيسىٰ په ژړا شو. ٣٦ يهوديانو ووئيل چه”دَ هغۀ به دَ دۀ سره څومره منه وه.“ ٣٧ خو په هغوئ کښے ځنو ووئيل چه”آيا دے سړى چا چه دَ هغه ړُوند سړى سترګے بينا کړے وے دا نۀ شُو کولے چه لعزر ئے دَ مرګ نه بچ کړے وے؟“

دَ لعزر بيا ژوندے کيدل

٣٨ عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو،بيا هغه قبر له راغے. دا يو غار وُو چه ګټه ورته اړمه کړے شوے وه. ٣٩ عيسىٰ ووئيل،”دا ګټه لرے کړئ.“ مرتا،دَ مړ سړى خور،هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! اوس خو به دَ هغۀ نه بوئى روان وى. دَ هغۀ خو دلته څلور ورځے شوے دى.“ ٤٠ عيسىٰ ووئيل،”آيا ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ،چه که چرے تاسو ايمان لرئ نو تاسو به دَ خُدائے جلال ووينئ؟“ ٤١ نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل،”پلاره! زَۀ ستا شُکر کوم چه تا زما واؤريدل. ٤٢ ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“ ٤٣ بيا هغۀ په اُوچت آواز ووئيل،”لعزر! راوزه!“ ٤٤ نو مړ سړے بهر راووتو، دَ هغۀ لاس اَؤ پښے په کفن کښے تړلى شوى وُو اَؤ مخ ئے په ټُوکى کښے نغښتے وُو. عيسىٰ ووئيل،”دا راخلاص کړئ اَؤ پرے ږدئ چه ځى.“

دَ عيسىٰ دَ مرګ سازش

٤٥ بيا ډير يهُوديان چه دَ مريمے ليدلو له راغلى وُو اَؤ هغه څۀ ئے وليدل چه عيسىٰ وکړل نو په هغۀ ئے ايمان راؤړو. ٤٦ خو په هغوئ کښے ځنے فريسيانو له راغلل اَؤ هغه څۀ ئے ورته ووئيل چه هغۀ کړى وُو. ٤٧ دَ دے نه پس مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو يوه جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه”مُونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه دا سړے خو ډيرے مُعجزے ښکاره کوى. ٤٨ که مُونږ چرے دغه شان دَئے آزاد پريږدُو نو ټول خلق به په دَۀ ايمان راؤړى،بيا به رُوميان راشى اَؤ زمُونږ دَ خُدائے کور اَؤ زمُونږ ټول قوم به ختم کړى.“ ٤٩ خو په دوئ کښے يو تن چه کيفا ئے نُوم وُو اَؤ په دغه کال دَ ټولو نه مشر کاهن وُو،هغۀ ووئيل،”تاسو په هيڅ نۀ پوهيږئ، ٥٠ اَؤ نه خيال کوئ چه دا ستاسو دَ پاره ډيره غوره ده چه دَ اُمت دَ پاره دِ يو سړے مړ کړے شى،نه چه ټول قام تباه اَؤ برباد شى.“ ٥١ دا هغۀ دَ خپله ځانه ونۀ وئيل،بلکه دَ ټولو نه دَ مشر کاهن په حيثيت چه هغه دَ هغه کال دَ پاره مُقرر وُو. هغۀ دا پيشن ګوئى وکړه چه عيسىٰ به دَ قام دَ پاره مړ شى، ٥٢ يواځے دَ قام دَ پاره نه،بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خوارۀ وارۀ بچى يو ځائے ته راغونډ کړى. ٥٣ دغه شان دَ هغه ورځے نه پس هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ صلاح وکړه. ٥٤ پس له دے عيسىٰ په يهوديه کښے په عامه ګڼه کښے نۀ راوتو اَؤ هغه علاقه ئے پريښوده اَؤ دَ صحرا دَ خوا اِفرايم نومے کلى ته لاړو اَؤ دَ خپلو مُريدانو سره ديره شو. ٥٥ دَ يهوديانو دَ فسح اختر رانزدے وُو اَؤ دَ کلو ډير خلق بيتُ المُقدس ته دَ خپل ځان پاکولو دَ پاره دَ اختر دَ شروع کيدو نه وړاندے لاړل. ٥٦ هغوئ عيسىٰ ولټولو اَؤ کله چه هغوئ دَ خُدائے په کور کښے ودريدل نو دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو،”څۀ مو خيال دے؟ شاهد چه هغه په اختر کښے شاميليدو له نۀ راځى څۀ؟“ ٥٧ ځکه چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا حُکم ورکړے وُو چه کُوم سړى ته چه دا پته ولګى چه هغه کُوم ځائے دے، هغه دِ دوئ خبر کړى، دَ دے دَ پاره چه هغه ونيسى.

يوحنا 12

په بيت عنياه کښے دَ عطرو اچول

١ دَ فسح دَ اختر نه شپږ ورځے مخکښے عيسىٰ بيت عنياه ته راغے چرته چه لعزر نومے سړے اوسيدو،څوک چه هغۀ دَ مړو نه بيا ژوندے کړے وُو. ٢ هلته ئے دَ هغۀ ميلمستيا کړے وه چه مرتا په کښے خدمت کاوو اَؤ لعزر دَ عيسىٰ سره په نورو ميلمنو کښے کښيناستو. ٣ بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چه نيم سير قدرے وُو راؤړل،اَؤ دَ عيسىٰ په پښو ئے توئے کړل اَؤ هغه ئے بيا په خپلو ويښتو وُچ کړل تر دے چه ټول کور دَ خوشبوئ نه ډک شو. ٤ خو په دے يهوداه اِسکريوتى چه دَ عيسىٰ يو مُريد وُو اَؤ په دَۀ به ئے مُخبرى کوله،ووئيل چه ٥ ”دا عطر په دريو سوو دينارو خرڅ ولے نۀ کړے شول چه خوارانو غريبانو ته ورکړے شوے وے؟“ ٦ هغۀ دا خبره په دے ونۀ کړه چه ګنى هغه دَ خوارانو غم خور وُو خو ځکه چه هغه په خپله غل وُو. هغۀ به هغه پيسے پټولے کُومے چه په کڅوړه کښے جمع کيدے اَؤ دَ هغۀ په حوالے وے. ٧ عيسىٰ ووئيل چه”هغه خپلے خوښے ته پريږدئ اَؤ پريږدئ چه دا زما دَ ښخولو دَ ورځے پورے وساتى. ٨ ځکه چه خواران خو په مُدام تاسو سره وى خو زَۀ به مُدام تاسو سره نۀ يم.“

دَ لعزر خلاف سازش

٩ ډير يهوديان په دے خبر شُو چه هغه راغلے دے، اَؤ يواځے دے ته نۀ راتلل چه عيسىٰ ووينى بلکه دَ لعزر دَ کتو تلوسه ئے هم وه چه دَ مړو نه ئے بيا ژوندے کړے وُو. ١٠ مشرانو کاهنانو بيا دا فيصله وکړله چه لعزر هم مړ کړئ، ١١ ځکه چه دَ هغۀ په وجه ډير يهوديان عيسىٰ له ورځى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى.

په بيتُ المُقدس کښے اِستقبال

١٢ په بله ورځ ګڼ خلق چه اختر له راغلى وُو چه هغوئ دَ دے نه خبر شول چه عيسىٰ هم بيتُ المُقدس ته راروان دے، ١٣ نو هغوئ دَ کجورے څانګے واخستے اَؤ دَ هغۀ مخے ته ورووتل اَؤ دا نعرے ئے وهل،ے«دَ خُدائے ثنا دِ وى! مُبارک دے هغه څوک چه دَ رب په نُوم راځى،دَ اِسرائيلو بادشاه دِ مُبارک وى.» ١٤ اَؤ عيسىٰ يو خر ومُوندلو اَؤ په هغۀ سور شو،لکه چه په صحيفو کښے ليکلى دى: ١٥ «ئَاے دَ صيون لُورے! نوره ويره مه کوه! وګوره،ستا بادشاه په يو کُوچى سور روان دے.» ١٦ هغه وخت خو دَ عيسىٰ مُريدان په دے پوهه نۀ شول،خو کله چه عيسىٰ خپل جلال ته ورسيدلو نو دوئ ته بيا ياد شول چه دا خو دَ هغۀ په حقله ليکلى شوى وُو اَؤ هم دغه دهغۀ سره شوى وُو. ١٧ نو کُوم خلق چه په هغه ځائے کښے موجُود وُو کله چه عيسىٰ لعزر له قبر نه راوبللو اَؤ له مړو نه ئے بيا ژوندے کړو،نو هغوئ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے ګواهى وکړله. ١٨ هم دغه وجه وه چه ډير مخلُوق دَ هغۀ اِستقبال دَ پاره ورووتل،هغوئ دَ عيسىٰ دَ ښودلے شوے مُعجزے په حقله آؤريدلى وُو. ١٩ فريسيانو يو بل ته ووئيل،”تاسو ګورئ چه ستاسو نه هيڅ نۀ کيږى،ټوله دُنيا په هغۀ پسے تلے ده.“

دَ ځنے يُونانيانو دَ عيسىٰ لټُون کول

٢٠ دَ اختر په موقع چه څوک عبادت ته راتلل په هغوئ کښے څۀ يُونانيان هم وُو. ٢١ هغوئ فيليپوس ته راغلل څوک چه دَ بيتِ صيدا دَ ګليل اوسيدُونکے وُو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل،”صاحبه! مُونږ عيسىٰ ليدل غواړُو.“ ٢٢ فيليپوس لاړو اَؤ اندرياس ته ئے ووئيل اَؤ دا دواړه لاړل چه عيسىٰ خبر کړى. ٢٣ بيا عيسىٰ جواب ورکړو،”هغه وخت راغلے دے چه اِبن آدم به لوئى مُومى. ٢٤ رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه دَ غنمو يوه دانه تر هغے يوه دانه وى تر څو چه هغه په خاؤرو کښے پرے نۀ وزى اَؤ خاؤرے نۀ شى،خو که هغه خاورے شى نو دَ هغے نه ډيرے دانے راوتُوکيږى. ٢٥ هغه سړے چه دَ ځان سره مينه لرى ورک دے،خو هغه څوک چه په دے دُنيا کښے دَ ځان نه نفرت کوى،هغه به تل ژوندُون دَ پاره امانت وساتى. ٢٦ که څوک زما خدمت کوى هغه دِ ماپسے راځى اَؤ چرته چه زَۀ يم هلته به زما خادم هم وى. هر څوک چه زما خدمت کوى هغۀ ته به زما پلار عزت ورکړى.

اِبن آدم به پورته وخيژولے شى

٢٧ اوس مے زړۀ پريشان دے اَؤ زَۀ څۀ ووايم؟ چه اَئے پلاره! ما له دے ساعت نه بچ کړه؟ بلکه زَۀ په دے وجه دے ساعت ته رارسيدلے يم. ٢٨ اَئے پلاره! خپل نُوم ته جلال ورکړه.“ دَ آسمان نه يو آواز راغے،”ما جلال ورکړے دے اَؤ زَۀ به بيا هم جلال ورکړم.“ ٢٩ هغه موجُودو خلقو دا خيال وکړو چه ګنى آسمان وګړزيدو خو نورو ووئيل چه”فرښتے ورسره خبرے کړے دى!“ ٣٠ عيسىٰ ووئيل چه”دا آواز زما دَ پاره نه بلکه ستاسو دَ پاره وُو. ٣١ اوس دَ دے دُنيا دَ پاره دَ عدالت وخت دے اَؤ دَ دے دُنيا سردار به بهر وويستلے شى. ٣٢ اَؤ کله چه زَۀ دَ مزکے نه وخيژولے شم نو زَۀ به ټول ځان ته راکاږم.“ ٣٣ دا هغۀ هغه خبرے ته اِشاره وکړه چه هغه به په کُوم قِسم مرګ مړ شى. ٣٤ خلقو جواب ورکړو چه”زمُونږ شريعت دا وائى چه مسيح به تل تر تله وى،نو بيا ستا دَ دے وئيلو نه څۀ مطلب دے چه اِبن آدم به پورته وخيژولے شى؟ دا اِبن آدم څوک دے؟“ ٣٥ عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو،”رڼا لا تاسو سره شته خو دَ ډيرے مُودے دَ پاره نه. تر څو چه تاسو سره رڼا ده،په رڼا کښے ځئ،هسے نۀ چه تيارۀ مو راګير کړى اَؤ څوک چه په تيارۀ کښے ځى،هغه به په دے نۀ وى خبر چه کُوم پلَو روان دے. ٦٣ تر څو چه تاسو سره رڼا ده،په رڼا يقين لرئ دَ دے دَ پاره چه تاسو په رڼا کښے اوسئ،“

دَ يهوديانو بے اِعتقادى

”دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ هغوئ نه لاړو اَؤ چرته پټ شو. ٣٧ سره دَ ډيرو مُعجزو چه عيسىٰ دَ هغوئ دَ وړاندے ښکاره کړے وے هغوئ په هغۀ باندے ايمان رانۀ وړو. ٣٨ ځکه چه دَ يشعياه نبى دا خبره پُوره شى چه: «اَئے ربه! زمُونږ په خبرو چا يقين کړيدے اَؤ دَ رب لاس چا ته څرګند شوے دے؟» ٣٩ په دے وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو ولے چه دَ يشعياه نبى دا خبره هم پُوره شى. ٤٠ «هغۀ دَ هغوئ سترګے ړندے کړى دى اَؤ زړُونه ئے ورله سخت کړى دى، هسے نه چه هغوئ په خپلو سترګو ووينى اَؤ په خپلو زړونو کښے پرے پوهه شى اَؤ دَ رغيدو دَ پاره ما ته راوګرزى اَؤ زَۀ ئے روغ کړم.» ٤١ يشعياه دا خبرے ځکه کړے وے چه دَ عيسىٰ لوئى هغۀ وليدله اَؤ دَ هغۀ په حق کښے ئے خبرے کولے. ٤٢ خو سره دَ دے په هغوئ کښے ډيرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راؤړو خو بيا هم دَ فريسيانو دَ ويرے نه ئے دَ دے اِقرار نۀ شو کولے،هسے نه چه دَ عبادت خانے نه ئے خارج کړى. ٤٣ ځکه چه هغوئ دَ خُدائے دَ عزت په ځائے دَ خلقو عزت خوښولو.

عدالت دَ عيسىٰ کلام

٤٤ نو عيسىٰ په چغو ووئيل،”کله چه يو سړے په ما ايمان راؤړى نو هه نۀ يواځے دا چه په ما ايمان راؤړى بلکه په هغه چا هم چه زَۀ ئے را استولے يم. ٤٥ اَؤ څوک چه ما وينى هغه به هغه څوک ووينى چه زَۀ ئے را استولے يم. ٤٦ زَۀ دُنيا ته لکه دَ رڼا راغلے يم دَ دے دَ پاره چه څوک په ما ايمان لرى هغه به په تيارۀ کښے پاتے نۀ شى. ٤٧ خو هر څوک چه زما کلام آؤرى اَؤ اِطاعت کوى،زَۀ دَ هغۀ عدالت نۀ کوم،زَۀ دَ دُنيا عدالت کولو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راغلے يم. ٤٨ څوک چه زما نه اِنکار کوى اَؤ څوک چه زما خبرے نۀ قبلوى،دَ هغۀ دَ پاره مُنصف شته يعنے هغه کلام چه ما کړے دے،هغه به په آخرى ورځ دَ هغۀ عدالت کوى. ٤٩ زَۀ په خپل اِختيار خبرے نۀ کوم خو پلار چه زَۀ را استولے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چه څۀ ووايم اَؤ څنګه ئے ووايم. ٥٠ زَۀ خبر يم چه دَ هغۀ حُکم دَ تل عُمرى ژوندُون دے،نو ځکه څۀ چه پلار ما ته وئيلى دى،هم هغه څۀ زَۀ وايم.“

يوحنا 13

دَ مُريدانو پښے وينځل

١ دَ فسح دَ نه اختر وړُومبے عيسىٰ ته معلُومه شوه چه دَ هغۀ وخت راغے چه دَ دُنيا نه دِ خپل پلار ته لاړ شى. اَؤ هغۀ دَ خپلو سره چه په دے دُنيا کښے وُو، تر آخره پورے مينه وکړله. ٢ دَ ماښام دَ ډوډئ په وخت اِبليس دَ اګاهو نه دَ شمعُون اسکريوتى دَ زوئے يهوداه په زړۀ کښے دا خيال اچولے وُو چه هغه په عيسىٰ مُخبرى وکړى. ٣ اَؤ عيسىٰ ته ښه معلُومه وه چه پلار هغۀ ته هر څۀ اِختيار ورکړے دے اَؤ چه هغه دَ خُدائے نه راغلے دے اَؤ خُدائے له بيرته روان دے. ٤ نو هغه دَ ډوډئ نه پاڅيدلو،خپلے جامے ئے يو طرف ته کيښوے،يوه توليه ئے راواخسته اَؤ دَ ځان نه ئے تاؤ کړه. ٥ بيا هغۀ په يو لو‌ښى کښے اوبۀ واچولے اَؤ دَ خپلو مُريدانو دَ پښو په وينځلو آخته شو اَؤ په توليه ئے وچولے چه دَ ځان نه ئے تاؤ کړے وه. ٦ کله چه شمعُون پطروس وار راغے نو پطروس هغۀ ته ووئيل چه”مالِکه! دا تۀ زما پښے وينځے؟“ ٧ عيسىٰ جواب ورکړو،”څۀ چه زَۀ کوم،تۀ اوس په دے نۀ پوهيږے خو وروستو به پوهه شے.“ ٨ پطروس ووئيل،”زَۀ به تاسو خپلو پښو وينځلو ته هيڅ کله پرے نۀ ږدم .“ عيسىٰ جواب ورکړو چه”که چرے زَۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مُريد نۀ يئے.“ ٩ شمعُون پطروس ووئيل،”بيا نو مالِکه! يواځے زما پښے نه بلکه لاسُونه اَؤ سر هم ووينځه.“ ١٠ عيسىٰ ووئيل،”چا چه لامبلى وى هغۀ ته به دَ پښو وينځلو نه حاجت نِشته هغه بيخى پاک دے، اَؤ تاسو پاک يئ اګر چه تاسو ټول نه.“ ١١ ولے چه هغۀ ته معلُومه وه چه څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو ځکه ئے ووئيل چه تاسو ټول پاک نۀ يئ. ١٢ دَ هغوئ دَ پښو وينځلو اَؤ دَ خپلو جامو آغوستلو نه وروستو هغه کښيناستو اَؤ تپوس ئے وکړو،”آيا تاسو په دے پوهه شوئ چه ما تاسو سره څۀ وکړل؟ ١٣ تاسو ما ته اُستاذ اَؤ مالِک وايئ اَؤ دا ښۀ وايئ ځکه چه زَۀ يم. ١٤ نو که ستاسو مالِک اَؤ اُستاذ ستاسو پښے ووينځلے نو په تاسو هم لازم دى چه دَ يو بل پښے ووينځئ. ١٥ ما ستاسو دَ پاره يو مِثال قائم کړے دے،تاسو به هغه څۀ کوئ،څۀ چه تاسو دَ پاره کړى دى. ١٦ زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه يو غُلام دَ مالِک نه لوئے نۀ وى اَؤ نۀ اَستازے دَ را استوُونکى نه لوئے وى. ١٧ که چرے تاسو په دے پوهيږئ نو تاسو بختور يئ که عمل پرے کوئ. ١٨ زَۀ دَ تاسو ټولو په حقله نۀ وايم،ما ته پته ده،څوک چه ما غوره کړى دى. خو چه دَ کِتاب مُقدس هغه خبره پوره شى،«هغه څوک چه ماسره ډوډئ خورى هغه زما برخلاف شوے دے.» ١٩ زَۀ اوس تاسو ته دَ هغه واقعے دَ پيښيدو نه مخکښے وايم دَ پاره دَ دے کله چه هغه پيښه شى نو تاسو په دے ايمان راؤړئ چه زَۀ څۀ يم هغه يم. ٢٠ زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم څوک چه زما يو اَستازے قبُول کړى هغۀ زَۀ قبُول کړم اَؤ چه زَۀ ئے قبُول کړم نو هغه يو ئے قبُول کړو چا چه زَۀ را استولے يم.

دَ عيسىٰ دَ خپل مُخبر په حق کښے پيشن ګوئى

٢١ دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ دَ خپل رُوح دَ پريشانئ نه ووئيل،”رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم،په تاسو کښے يو زما مُخبرى کُوونکے دے.“ ٢٢ مُريدانو يو بل ته وکتل اَؤ شکمن شول چه دَئے دا دَ چا په حقله وائى. ٣٢ په هغوئ کښے يو مُريد چه هغۀ ورسره مينه کوله اَؤ دَ عيسىٰ سره جُخت ناست وُو. ٤٢ نو شمعُون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه تپوس ترے وکړه چه”دا څوک يادوى؟“ ٢٥ اَؤ هغه مُريد عيسىٰ ته سر ورنزدے کړو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو،”مالِکه! دا څوک دے؟“ ٢٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”دا هغه سړے دے چه زَۀ ورته دَ ډوډئ دا ټکړه لمده کړم اَؤ ورله ئے ورکړم.“ بيا هغۀ هغه لمده کړه اَؤ دَ شمعُون اسکريوتى زوئے يهوداه ته ئے ورکړه. ٢٧ سمدستى چه يهوداه دے ته لاس کړو نو شيطان ورننوتو. عيسىٰ ورته ووئيل،”څۀ چه کوے،زر ئے وکړه.“ ٢٨ څوک چه ډوډئ ته ناست وُو له هغوئ نه يو تن هم په دے پوهه نۀ شو چه دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب وُو. ٢٩ ځنو دا ګمان وکړو چه يهوداه سره کڅوړه ده،نو عيسىٰ هغۀ ته دا ووئيل چه اختر ته چه څۀ په کار دىهغه واخله يا دا چه غريبانو له څۀ خيرات ورکړه. ٣٠ دَ نوړئ آخستو نه سمدستى پس يهوداه بهر ووتو اَؤ شپه وه.

نوے حُکم

٣١ کله چه يهوداه اسکريوتى بهر لاړو نو عيسىٰ ووئيل،”اوس اِبن آدم خپل جلال ومُوندلو اَؤ په هغۀ کښے دَ خُدائے جلال څرګند شو . ٣٢ خُدائے به په هغۀ کښے خپل جلال ښکاره کړى اَؤ زر به ئے ورکوى. ٣٣ زما بچو! زَۀ به دَ لږ وخت دَ پاره تاسو سره يم بيا به تاسو ما لټوئ،اَؤ لکه چه ما يهوديانو ته ووئيل،دغسے تاسو ته اوس وايم،چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. ٣٤ زَۀ تاسو ته نوے حُکم درکوم. دَ يو بل سره مينه کوئ،لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده دغه شان تاسو هم دَ يو بل سره مينه کوئ. ٣٥ که تاسو دَ يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول په دے پوهه شئ چه تاسو زما مُريدان يئ.“

دَ شمعُون پطروس دَ انِکار په حق کښے پيشن ګوئى

٣٦ شمعُون پطروس هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! تۀ چرته ځے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو.”چرته چه زَۀ ځم،تۀ اوس په ما پسے هلته نۀ شے راتلے خو وروستو به تۀ راشے.“ ٣٧ پطروس ووئيل،”مالِکه! زَۀ اوس درپسے ولے نۀ شم تلے؟ زَۀ به خپل ځان په تا قُربان کړم.“ ٣٨ عيسىٰ جواب ورکړو،”رښتيا به تۀ خپل ځان په ما قُربان کړے څۀ؟ زَۀ تا ته رښتيا رښتيا وايم چه دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ درے ځله وائے چه زَۀ تا نۀ پيژنم.

يوحنا 14

عيسىٰ پلار ته دَ تلو لار ده

١ ستاسو غمژن زړُونه دِ ګبراؤ نۀ شى،په خُدائے يقين لرئ،هم په ما يقين لرئ. ٢ زما دَ پلار په کور کښے دَ اوسيدو ډير ځايُونه دى. که چرے داسے نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته وئيلى وُو. ځکه زَۀ ځم چه ستاسو دَ پاره هلته ځائے تيار کړم. ٣ اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم،ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ٤ اَؤ زما هغه لار تاسو ته معلُومه ده.“ ٥ توما ووئيل،”مالِکه! مُونږ ته دا نۀ ده معلُومه چه تۀ چرته روان يئے، نو مُونږ دَ دے لارے نه څۀ خبريدے شُو؟“ ٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”زَۀ لار يم،زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے. ٧ که چرے تاسو زَۀ پيژندلے نو تاسو به پلار هم پيژندلو. اوس تاسو هغه پيژنئ نو هغه تاسو ليدلے دے.“ ٨ فيليپوس هغۀ ته ووئيل،”مالِکه! تۀ مُونږ ته پلار وښيه نو مُونږ نورے پوښتنے نۀ کوو.“ ٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه”فيليپوسه! تاسو سره زَۀ دَ دومره مُودے نه يم اَؤ بيا مے هم نۀ پيژنے څۀ؟ هر چا چه زَۀ ليدلے يم پلار ئے هم ليدلے دے،نو بيا تۀ څنګه وائے چه مُونږ ته پلار وښيه؟ ١٠ آيا په دے ستاسو باور نِشته چه زَۀ په پلار کښے يم اَؤ پلار په ما کښے دے؟ زَۀ چه څۀ خبرے تاسو ته کوم هغه دَ ځان نه نۀ کوم،دا هغه دے چه په ما کښے اوسى اَؤ خپل کار کوى. ١١ چه زَۀ دا وايم چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے نو په دے باور وکړئ اَؤ يا دَ دے کارُونو په سبب باور وکړئ. ١٢ رښتيا رښتيا تاسو ته وايم،څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هم هغه څۀ کوى لکه چه ئے زَۀ کوم،اَؤ هغه به لا دَ دے نه هم زيات کارُونه کوى ځکه چه زَۀ پلار له روان يم. ١٣ رښتيا چه تاسو څۀ چه هم زما په نُوم وغواړئ هغه به زَۀ کوم ځکه چه دَ پلار جلال په زوى کښے څرګند شى ١٤ تاسو چه څۀ هم زما په نُوم وغواړئ زَۀ به ئے کوم.“

دَ رُوحُ القُدس وعده

١٥ که تاسو زما سره مينه کوئ نو زما په حُکمُونو عمل کوئ. ١٦ اَؤ زَۀ به پلار ته خواست وکړم چه تاسو ته بل مددګار درکړى څوک چه به تاسو سره مُدام وى، ١٧ اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى،دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى. ١٨ زَۀ به تاسو يتيمان نۀ پريږدم،زَۀ تاسو ته بيرته راځم. ١٩ لږ ساعت پس به دُنيا بيا ما نۀ وينى خو تاسو به مے وينئ. ځکه چه زَۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ٢٠ بيا به تاسو پوهه شئ چه زَۀ په خپل پلار کښے يم اَؤ تاسو په ما کښے يئ اَؤ زَۀ په تاسو کښے يم. ٢١ دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم. ٢٢ بل يهوداه ترے تپوس وکړو،اِسکريوتى نه،”مالِکه! آخر دا څۀ وجه ده تۀ دا وائے چه تۀ به صرف مُونږ ته ځان څرګند کړے اَؤ نورے دُنيا ته نه؟“ ٢٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”هغه څوک چه زما سره مينه کوى،هغه به زما په کلام عمل کوى اَؤ بيا به زما پلار هم دَ هغۀ سره مينه کوى،اَؤ پلار اَؤ زَۀ به هغۀ له ځُو چه دَ هغۀ سره اوسُو. ٢٤ خو هغه څوک چه ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى. اَؤ کُوم کلام چه تاسو آؤرئ دا زما نۀ دے دا دَ پلار کلام دے چا چه زَۀ را استولے يم. ٢٥ ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل په دے وخت چه زَۀ له تاسو سره يم، ٢٦ خو مددګار يعنے رُوحُ القُدس چه به پلار زما په نُوم را استوى،هغه به تاسو ته هر څۀ ښائى اَؤ بيا به درته هغه څۀ رايادوى،کُوم چه ما تاسو ته وئيلى دى. ٢٧ زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم،زما خپله سلامتيا،هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ. ٢٨ تاسو واؤريدل چه ما ووئيل،زَۀ درنه روان يم اَؤ بيا به تاسو ته بيرته راځم. که چرے تاسو ما سره مينه کولے نو تاسو به په دے آؤريدو سره خوشحاله شوى وئ چه زَۀ پلار له روان يم ځکه چه پلار له ما نه لوئے دے. ٢٩ ما تاسو ته اَؤ دَ مخکښے نه دا وئيلى دى ځکه چه دا پيښه شى نو تاسو ايمان راؤړئ. ٣٠ زَۀ به تاسو سره زياتے خبرے ونۀ کړم ځکه چه دَ دے دُنيا سردار راتلُونکے دے. دَ هغۀ په ما باندے هيڅ اِختيار نِشته، ٣١ خو دُنيا ته به دا خامخاه څرګنده شى چه زَۀ دَ پلار سره مينه کوم اَؤ بيخى هغه شان ئے کوم څنګه چه هغه حُکم کوى. نو پاڅئ چه له دے ځائے نه لاړ شُو.“

يوحنا 15

عيسىٰ دَ انګور حقيقى بُوتے

١ حقيقى بُوټے دَ انګور زَۀ يم اَؤ زما پلار باغوان دے. ٢ هره شنډه څانګه هغه پريکوى اَؤ هره ميوه نيوونکے څانګه پاکوى دَ دے دَ پاره چه هغه نوره زياته ميوه ونيسى. ٣ تاسو دَ مخکښے نه په هغه خبره چه ما تاسو ته کړے ده،پاک کړى شوى يئ. ٤ په ما کښے اوسئ لکه زَۀ چه په تاسو کښے اوسم. يوه څانګه هم دَ خپله ځانه ميوه نۀ شى نيولے،تر څو چه هغه دَ انګُور دَ بُوټى سره پاتے نۀ وى. تاسو هم تر هغے ميوه نۀ شئ نيولے تر څو چه تاسو په ما کښے نۀ اوسئ. ٥ زَۀ دَ انګور بُوټے يم اَؤ تاسو زما څانګے يئ. څوک چه په ما کښے اوسى لکه زَۀ چه په هغۀ کښے،نو هغه به ډيره ميوه نيسى،ځکه چه زما نه بغير تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. ٦ هغه څوک چه په ما کښے نۀ اوسى هغه به لکه وچه شوے څانګه ګزار کړے شى،اَؤ وُچے څانګے به يو ځائے راټولے کړى شى اَؤ په اور کښے به واچولے شى اَؤ وبه سوزولى شى. ٧ که تاسو په ما کښے اوسئ اَؤ زما خبرے په تاسو کښے اوسى نو چه تاسو څۀ غواړئ دَ هغے خواهش کوئ اَؤ زَۀ به ئے درکوم. ٨ دغه شان زما دَ پلار جلال په دے ښکاره کيږى چه تاسو ښۀ ډيره ميوه ونيسئ اَؤ زما مُريدان ښکاره شئ. ٩ لکه چه پلار ما سره مينه کړے ده دغه شان زَۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښے اوسئ. ١٠ که چرے تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښے اوسئ لکه چه ما دَ خپل پلار په حُکمُونو عمل کړے دے اَؤ دَ هغۀ په مينه کښے اوسم. ١١ دا ما تاسو ته وئيلى دى دَ دے دَ پاره چه زما خوشحالى دِ په تاسو کښے وى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ پُوره شى. ١٢ دا زما حُکم دے،دَ يو بل سره مينه کوئ لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده. ١٣ دَ دے نه زياته نوره مينه نِشته چه يو سړے دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى. ١٤ تاسو زما دوستان يئ که زما په حُکمُونو تاسو عمل وکړو. ١٥ نو زَۀ به تاسو ته بيا غُلامان نۀ وايم. يو غُلام ته دَ دے هيڅ پته نۀ وى چه دَ هغۀ مالِک به څۀ کوى،خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چه ما تاسو ته هر هغه څۀ څرګند کړى دى کُوم چه ما دَ پلار نه آؤريدلى دى. ١٦ تاسو زَۀ غوره کړے نۀ يم،ما تاسو غوره کړى يئ اَؤ ما تاسو په دے مُقرر کړئ چه لاړ شئ اَؤ ميوه ونيسئ،هغه ميوه چه دَ تل ده، دَ دے دَ پاره چه زما په نُوم چه تاسو دَ پلار نه هر څۀ چه غواړئ،هغه تاسو ته درکړى. ١٧ دا زما تاسو ته حُکم دے چه دَ يو بل سره مينه کوئ.

دَ دُنيا بدى

١٨ که تاسو دَ دُنيا بدى شئ نو تاسو ته ښۀ معلُومه ده چه ستاسو نه اول ئے ما سره کړے ده. ١٩ که چرے تاسو دَ دُنيا وَئے نو دُنيا دَ خپلو سره غزيزولى کوى،خو کله چه تاسو دَ دُنيا نۀ يئ ځکه چه ما تاسو دَ دُنيا نه غوره کړى يئ نو دغه سبب دے چه دَ دُنيا تاسو بدى شئ. ٢٠ ما چه څۀ ووئيل،دا ياد لرئ،يو غُلام دَ مالِک نه لوئے نۀ دے. لکه څنګه چه ئے زَۀ وعذابولم دغسے به تاسو هم وعذابوى. که هغوئ زما په کلام عمل وکړى ستاسو په کلام به هم عمل وکړى. ٢١ دوئ به زما دَ نُوم په سبب دَ تاسو سره داسے سلُوک وکړى ځکه چه هغوئ هغه نۀ پيژنى چه زَۀ چا راليږلے يم. ٢٢ که زَۀ راغلے نۀ وئے اَؤ دوئ ته مے وئيلے نۀ وئے نو دوئ به ګُناه ګار شوى نۀ وُو،خو اوس دَ هغوئ سره دَ خپل ګُناه دَ پاره څۀ بهانه نِشته. ٢٣ هر هغه څوک چه ما سره بدى کوى هغه زما دَ پلار سره هم بدى کوى. ٢٤ که چرے ما دَ هغوئ په مينځ کښے داسے کارُونه نۀ وئے کړے کُوم چه بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به ګُناه ګار نۀ وئے،خو اوس هغوئ ليدلى دى اَؤ دَ دواړو سره،يعنے ما سره اَؤ دَ پلار سره بدى کوى. ٢٥ هم دَ هغوئ په شريعت کښے دا رښتيا ليکلى دى چه،«هغوئ ما سره بے سببه بدى کوله.» ٢٦ خو چه مددګار راشى کُوم چه به زَۀ تاسو ته دَ پلار نه راستوم،يعنے دَ حقيقت رُوح چه دَ پلار نه راوزى،هغه به زما په باب کښے ګواهى ورکوى. ٢٧ تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چه تاسو دَ اول نه ما سره يئ.

يوحنا 16

١ ما دا تاسو ته وئيلى دى چه تاسو به تيندک ونۀ خورئ. ٢ هغوئ به تاسو دَ عبادت خانو نه خارج کړى،بلکه داسے وخت راتلُونکے دے چه هر هغه څوک چه تاسو قتلوى نو دا ګُمان به کوى چه ګنى دَ خُدائے خدمت کوى. ٣ هغوئ به دا کارُونه ځکه کوى چه نه خو هغوئ پلار پيژنى اَؤ نه ما .

دَ رُوحُ القُدس کار

٤ ما دا ځکه درته وئيلى دى چه کله چه دَ دے دَ پُوره کيدو وخت راشى نو تاسو زما خبردارے ياد لرئ. ما تاسو ته دا خبرے اَول ځکه ونۀ کړے چه زَۀ تاسو سره وم، ٥ خو اوس زَۀ هغه چا ته روان يم چا چه زَۀ راليږلے يم. په تاسو کښے هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چه تۀ چرته روان يئے؟ ٦ خو بیا هُم څهٔ چه ما تاسو ته وئیلی دی دَ هغے به وجه تاسو غمژن شوی يئ ٧ خو بيا هم زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ستاسو دَ بهترئ دَ پاره ده چه زَۀ ستاسو نه جُدا کيږم. که چرے زَۀ ستاسو نه لاړ نۀ شم نو مددګار به رانۀ شى اَؤ که چرے زَۀ لاړ شم نو هغه به زَۀ تاسو ته راواستُوم. ٨ کله چه هغه راشى نو هغه به دُنيا دَ ګُناه اَؤ دَ صداقت اَؤ اِنصاف په باب کښے ملامته کړى، ٩ دَ ګُناه په باب کښے ځکه چه په ما ايمان نۀ راؤړى، ١٠ اَؤ دَ صداقت په باب کښے ځکه چه زَۀ پلار له ځم اَؤ تاسو به مے بيا ونۀ وينئ، ١١ اَؤ دَ اِنصاف په باب کښے ځکه چه دَ دے دُنيا سردار مُجرم کړے شو. ١٢ نورے هم ډيرے خبرے دى چه تاسو ته مے کړے وئے خو دا به اوس تاسو برداشت کولے نۀ شئ. ١٣ خو کله چه دَ حقيقت رُوح راشى نو هغه به تاسو ته دا ټول حقيقت وښيى ځکه چه هغه به دَ خپله ځانه هيڅ نۀ وائى،خو هغه څۀ به وائى کُوم چه هغه آؤرى اَؤ هغه به تاسو په راتلُونکى واقعاتو خبر کړى. ١٤ هغه به زما جلال ښکاره کوى ځکه چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبر کړى. ١٥ هر څۀ چه دَ پلار دى هغه زما دى اَؤ دغه وجه ده چه ما ووئيل چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبروى.

غم په خوشحالئ کښے بدليدل

١٦ لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ. ١٧ دَ هغۀ ځنو مُريدانو يو بل ته ووئيل،”دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب دے چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ تاسو به بيا ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ اَؤ په دے چه زَۀ خپل پلار له روان يم؟“ ١٨ هغوئ وئيل چه”دَ دے لږ ساعت نه څۀ مطلب دے چه هغه ئے يادوى؟ مُونږ په دے هيڅ نۀ پوهيږُو چه هغه څۀ وائى.“ ١٩ عيسىٰ په دے پوهه شو چه هغوئ له ما نه دَ تپوسُونو په طلب دى اَؤ وئے وئيل،”آيا تاسو په دے بحث کوئ څۀ چه ما ووئيل چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا په تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ ٢٠ نو زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به ژاړئ اَؤ وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. خو سره دَ دے چه تاسو به په غم کښے ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالئ بدل شى. ٢١ دَ زيږدو دَ دړدُونو په وخت خو په ښځه تکليف وى ځکه چه دَ بچى دَ پيدا کيدو وخت راغلے وى،خو کله چه بچے پيدا شى نو دَ هغے سختے په خوشحالئ بدلے شى ځکه چه يو اِنسان په دُنيا کښے وزيږدو. ٢٢ اَؤ تاسو غمژن يئ خو زَۀ به تاسو بيا ووينم اَؤ بيا به تاسو خوشحاله يئ اَؤ هيڅوک به هم ستاسو خوشحالى وانۀ خلى. ٢٣ هغه ورځ به تاسو زما په حقله هيڅ پوښتنه نۀ کوئ. رښتيا رښتيا درته وايم، که چرے تاسو زما په نُوم دَ پلار نه چه څۀ وغواړئ نو هغه به ئے درکړى. ٢٤ تر اوسَ پورے تاسو زما په نُوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ اَؤ دربه کړے شى په دے چه ستاسو خوشحالى مُکمله شى

زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم

٢٥ تر دے خو ما تاسو ته په مِثالُونو خبر کولے،خو وخت راروان دے چه زَۀ به بيا په مِثالُونو خبرے نۀ کوم خو په ډاګه به درته دَ پلار په حقله خبرے کوم. ٢٦ کله چه هغه ورځ راشى نو تاسو به زما په نُوم وغواړئ اَؤ زَۀ دا نۀ وايم چه ګنى زَۀ به تاسو دَ پاره پلار ته سوال کوم. ٢٧ ځکه چه په پلار تاسو په خپله ګران يئ،ځکه چه زَۀ په تاسو ګران وم اَؤ ايمان مو راوړے دے چه زَۀ دَ خُدائے نه راوتلے يم. ٢٨ زَۀ دَ پلار نه راوتلے يم اَؤ دے دُنيا ته راغلے يم اَؤ اوس زَۀ دُنيا بيا پريږدم اَؤ پلار له ځم.“ ٢٩ دَ هغۀ مُريدانو ووئيل،”ګوره! تۀ اوس په ډاګه وايئے اَؤ په مِثالُونو کښے نۀ وايئے. ٣٠ مُونږ اوس پوهيږُو چه تۀ دَ هر څۀ نه خبر يئے اَؤ دَ تپوسُونو حاجت درنه نِشته. هم په دے وجه زمُونږ دا يقين دے چه تۀ دَ خُدائے نه راوتلے يئے.“ ٣١ عيسىٰ جواب ورکړو،”آيا تاسو اوس يقين لرئ څۀ؟ ٣٢ ګورئ وخت راروان دے،بلکه دا راغلے هم دے چه تاسو به ټول خوارۀ وارۀ شئ اَؤ خپلو کورُونو ته به لاړ شئ اَؤ ما به يکى يواځے پريږدئ،خو بيا هم زَۀ يواځے نۀ يم ځکه چه پلار راسره دے. ٣٣ ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“

يوحنا 17

دَ مُريدانو دَ پاره دَ عيسىٰ دُعا

١ دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل،”پلاره! وخت راغے،خپل زوى له جلال ورکړه دَ دے دَ پاره چه ستا زوئے تا له جلال درکړى. ٢ ځکه چه تا هغۀ له په ټولو بنى آدمو اِختيار ورکړے دے چه هغه ټولو له تل عُمرى ژوندُون ورکړى چه ورته تا حواله کړى. ٣ دا تل عُمرى ژوندون دے چه تا وپيژنى چه تۀ يواځے رښتينے خُدائے يئے اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولے دے. ٤ ما په هغه کار پُوره کولو ستا جلال په دے دُنيا کښے څرګند کړو،کُوم چه تا ما ته حواله کړے وُو. ٥ اَؤ اَئے پلاره! اوس تۀ ما ته په خپل حضُور کښے جلال راکړه،هغه جلال کُوم چه ما تا سره دَ دُنيا دَ پيدايښت نه اول لرلو. ٦ ما ستا نُوم په هغه خلقو باندے څرګند کړے دے کُوم چه تا ما ته له دُنيا نه راکړى دى. هغوئ ستا وُو اَؤ تا ماله راکړى وُو اَؤ هغوئ ستا کلام قبُول کړے دے. ٧ اَؤ اوس هغوئ پوهه شوى دى چه دا هر څۀ چه تا راکړى دى دا ستا دَ لورى دى. ٨ ځکه چه ما هغوئ ته کلام ورکړے دے کُوم چه تا ما له راکړے دے،اَؤ دوئ هغه قبُول کړے دے،اَؤ هغوئ ته دا معلُومه شوه چه دا رښتيا دى چه زَۀ له تا نه راوتلے يم، اَؤ هغوئ په دے ايمان راوړے دے چه زَۀ تا را استولے يم. ٩ زَۀ دَ هغوئ دَ پاره دُعا کوم،زۀ دَ دُنيا دَ پاره دُعا نۀ کوم خو دَ هغوئ دَ پاره چه تا راته په حواله کړى دى ځکه چه هغوئ ستا دى. ١٠ څۀ چه زما دى هغه ستا دى،اَؤ څۀ چه ستا دى هغه زما دى،اَؤ په هغوئ کښے زما جلال څرګند شوے دے. ١١ زَۀ نور په دُنيا کښے نۀ يم خو دوئ به لا په دُنيا کښے وى اَؤ زَۀ ستا په طرف درروان يم. اَئے قدوسه پلاره! تۀ دَ خپل لوظ دَ خاطره دَ دوئ حفاظت وکړه چه تا ما ته راکړى دى، چه دوئ هم يو شى لکه چه مُونږ يو يُو. ١٢ چه زَۀ دَ دوئ سره وم نو ستا په نوم مے دَ هغوئ حفاظت کړے دے چه تا ما ته راکړى وُو اَؤ په هغوئ کښے يو هم دوزخ ته تلے نۀ دے بے له يو نه چه دوزخى دے ځکه چه دَ مُقدس کتاب ليک پُوره شى. ١٣ اَؤ اوس زَۀ تا ته درروان يم خو تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم زَۀ دا وايم چه په دوئ کښے زما خوشحالى پُوره وى. ١٤ ما ستا پيغام هغوئ ته ورکړے دے اَؤ دَ دُنيا هغوئ بدى شى ځکه چه دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم. ١٥ زَۀ ستا نه دا دُعا نۀ کوم چه دوئ دَ دے دُنيا نه وباسے خو دَ شرير نه حفاظت ورکړے. ١٦ دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم. ١٧ دوئ دَ حقيقت په وسيله مُقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے. ١٨ لکه چه تا زَۀ دُنيا ته را استولے يم دغسے ما دوئ دُنيا ته استولى دى. ١٩ اَؤ اوس زَۀ دَ دوئ دَ خاطره خپل ځان مُقدس کوم چه دوئ هم دحقيقت په وسيله مُقدس شى. ٢٠ خو زَۀ يواځے دَ دوئ دَ پاره دُعا نۀ کوم بلکه دَ هغه چا دَ پاره هم څوک چه دَ دوئ دَ کلام په وسيله په ما ايمان راؤړى. ٢١ تۀ دوئ ټول يو کړه. لکه چه تۀ پلاره په ما کښے يئے اَؤ زَۀ په تا کښے يم دغه شان دِ دوئ هم په مُونږ کښے يو وى چه دُنيا دا ايمان ولرى چه زَۀ تا را استولے يم. ٢٢ کوُم جلال چه تا ما له راکړے دے هغه ما دوئ ته ورکړے دے چه دوئ يو وى لکه چه مُونږ يو يُو، ٢٣ زَۀ په هغوئ کښے اَؤ تۀ په ما کښے،چه دوى په کامل طور يو وى. بيا به دُنيا په دے پوهه شى چه زَۀ تا را استولے يم، چه تا دَ دوئ سره هم داسے مينه وکړله چه ما سره دِ کوله. ٢٤ اَئے پلاره! دا خلق چه تا ما له راکړى دى زَۀ غواړم چه دوئ دِ زما سره وى چرته چه زَۀ يم،چه دوى زما جلال ووينى کوم چه تا ما له راکړے دے ځکه چه تا دَ ازل نه ما سره مينه کړے ده. ٢٥ اَئے صادِقه پلاره! دُنيا ته ونۀ پيژندلے خو زَۀ تا پيژنم اَؤ دوئ هم دا پيژنى چه تا زَۀ را استولے يم. ٢٦ ما ستا نُوم دوئ ته څرګند کړو اَؤ دا به نور هم څرګندوم دَ دے دَ پاره چه کُومه مينه چه تا ما سره کوله،دوئ ئے هم دَ يو بل سره وکړى،اَؤ زَۀ دِ هم په دوئ کښے يم.

يوحنا 18

په عيسىٰ مسيح مُخبرى اَؤ نيول

١ دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره بهر ووتو اَؤ دَ قيدرون دَ خوړ نه پورے وتو. هلته يو باغ وُو ٢ عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان په کښے ورننوتل. هغه ځائے هم هغه يهوداه ته چه په هغۀ ئے مُخبرى کوله معلُوم وُو ځکه چه عيسىٰ به اکثر دَ خپلو مُريدانو سره هلته تلو. ٣ نو يهوداه دَ رُومى سپاهيانو يو پلټن دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ فريسيانو له خوا ليږلى شوى دَ خُدائے دکور محافظان دَ ځان سره واخستل چه ډيوے،مشعلُونه اَؤ وسلے ورسره وے،هغه باغ ته ورغلل. ٤ عيسىٰ چه دَ پيښيدُونکو واقعاتو نه خبر وُو هغوئ له مخے له راووتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه”تاسو څوک لټوئ؟“ ٥ هغوئ جواب ورکړو چه”عيسىٰ ناصرى.“ عيسىٰ ووئيل،”هغه زَۀ يم.“ هلته په خوا کښے ئے يهوداه مُخبر هم ولاړ وُو. ٦ کله چه هغۀ ووئيل چه”هغه زَۀ يم،“نو هغوئ وروستو شول اَؤ په مزکه پريوتل. ٧ عيسىٰ بيا تپوس وکړو،”دا تاسو څوک لټوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو،”عيسىٰ ناصرى.“ ٨ بيا عيسىٰ ووئيل،”ما تاسو ته وئيلى دى چه هغه زَۀ يم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پريږدئ چه ځى.“ ٩ دا دَ هغۀ هغه قول پُوره کول وُو چه تا چه څوک ما له راکړى دى دَ هغوئ نه ما يو هم نۀ دے ضائع کړے. ١٠ په دغه وخت کښے شمعُون پطروس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ ښى غوږ ئے ترے نه پرے کړو. دَ غُلام نُوم ملخوس وُو. ١١ عيسىٰ پطروس ته ووئيل چه”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. دا هغه دَ مُصيبت پياله ده چه پلار ما ته راکړے ده،نو زَۀ به دا ولے نۀ څښم؟“

دَ عيسىٰ دَ مشر کاهن په مخکښے پيش کول

١٢ دَ رُومى سپاهيانو سره دَ هغوئ کماندار اَؤ دَ يهوديانو دَ خُدائے دکور مُحافظانو عيسىٰ ونيولو اَؤ وئے تړلو. ١٣ هغوئ هغه اول حنا ته بوتلو،حنا دَ کيفا سخر وُو څوک چه دَ هغه کال دَ پاره مشر کاهن وُو. ١٤ کيفا هغه سړے وُو چا چه يهوديانو ته دا صلاح ورکړے وه چه دَ دوئ دَ پاره غوره دا ده چه يو سړے دَ ټول اُمت دَ پاره مړ شى.

دَ پطروس له عيسىٰ نه اِنکار

١٥ شمعُون پطروس اَؤ بل مُريد په عيسىٰ پسے وروستو وروستو روان وُو. دَ دغه مُريد دَ مشر کاهن سره پيژندګلى وه اَؤ دَ عيسىٰ سره دَ مشر کاهن غولى ته ورننوتو. ١٦ خو پطروس بهر په دروازه کښے ايسار شو. بيا هغه بل مُريد چه دَ مشر کاهن سره ئے پيژندګلى وه،دوباره بهر ووتو اَؤ په دروازه کښے دَ ولاړے ښځے سره ئے خبرے وکړے اَؤ پطروس ئے دَ ننه کړو. ١٧ په دروازه کښے ولاړے خدمت ګارے پطروس ته ووئيل،”آيا تۀ هم دَ دے سړى مُريد يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه”زَۀ نۀ يم.“ ١٨ غُلامانو اَؤ مُحافظانو سکارۀ بل کړى وُو ځکه چه موسم يخ وُو اَؤ هغوئ ترے چاپيره ولاړ وُو اَؤ ځان ئے تودولو اَؤ پطروس هم دَ هغوئ سره وځان ئے تودولو. لاړ وُو اَؤ

دَ مشر کاهن له عيسىٰ نه تحقيق کول

١٩ مشر کاهن دَ عيسىٰ نه دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ دَ هغۀ دَ تعليم په حقله تپوس وکړو. ٢٠ عيسىٰ جواب ورکړو چه”ما ټولو خلقو ته په ډاګه خبرے کولے. ما هميشه په عبادت خانو اَؤ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړے دے چرته چه ټول يهوديان راغونډيږى اَؤ هيڅ شے مے په پټه نۀ دے وئيلے. ٢١ نو تۀ له ما نه تپوسُونه ولے کوے؟ زما دَ آؤريدُونکو نه تپوس وکړه چه ما هغوئ ته څۀ وئيلى دى،هغوئ ته معلُومه ده چه ما څۀ وئيلى دى.“ ٢٢ کله چه عيسىٰ دا ووئيل نو يو مُحافظ څوک چه دَ هغۀ په خوا کښے ولاړ وُو عيسىٰ ته په مخ څپيړه ورکړه اَؤ وئے وئيل،”څوک مشر کاهن ته داسے جواب ورکوى څۀ؟“ ٢٣ عيسىٰ جواب ورکړو،”که بد مے وئيلى دى نو ګواهى پرے تيره کړه،اَؤ که ښۀ مے وئيلى دى نو دا ګُذار دِ ولے راکړو؟“ ٢٤ حنا بيا عيسىٰ تړلے مشر کاهن کيفا ته واستولو.

دَ پطروس له عيسىٰ نه بيا اِنکار کول

٢٥ په دے دوران کښے شمعُون پطروس ولاړ وُو اَؤ ځان ئے تودولو،نو نورو تپوس وکړو،”آيا تۀ هم دَ هغۀ مُريد نۀ يئے څۀ؟“ خو هغۀ اِنکار وکړو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ نۀ يم.“ ٢٦ دَ مشر کاهن يو غُلام کُوم چه دَ هغه سړى عزيز وُو چه پطروس ترے نه غوږ پرے کړے وُو اِصرار وکړو،”آيا ما تۀ دَ هغۀ سره په باغ کښے نۀ وے ليدلے څۀ؟“ ٢٧ پطروس بيا اِنکار وکړو،اَؤ هم په دغه وخت کښے چرګ بانګ ووے.

دَ عيسىٰ دَ پيلاطوس په مخ کښے پيش کول

٢٨ دَ کيفا نه ئے عيسىٰ دَ رومى حاکم قلا ته بوتلو. اَؤ خړ سحر وُو اَؤ يهوديان په خپله دَ قلا نه بهر ودريدل چه دَ پليتئ نه ځان وساتى دَ دے دَ پاره چه هغوئ دَ فسح خوراک وخورى. ٢٩ نو پيلاطوس ورته بهر راووتو اَؤ تپوس ئے وکړو، ” تاسو دَ دے سړی خلاف څهٔ دعویٰ لرئ؟“ ٣٠ هغوئ جواب ورکړو، ”که دے چرے مُجرم نۀ وئے نو مُونږ به تا له نۀ وُو راوستے.“ ٣١ پيلاطوس ووئيل،”دَئے بوزئ اَؤ دَ خپل شريعت په مُطابق ئے فيصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چه”مُونږ سره دَ چا دَ مړ کولو اِختيار نِشته.“ ٣٢ اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ هغه خبره پُوره شوه چه هغه به په څۀ قِسم مرګ مړ شى. ٣٣ پيلاطوس بيا قلا ته ننوتو اَؤ عيسىٰ ئے راوغوښتو. هغۀ تپوس وکړو چه”تۀ رښتيا دَ يهوديانو بادشاه يئے څۀ؟“ ٣٤ عيسىٰ ووئيل،”آيا دا ستا خپل خيال دے اَؤ که بل چا داسے درته وئيلى دى؟“ ٣٥ پيلاطوس ووئيل،”زَۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام اَؤ دَ هغوئ مشرانو کاهنانو تۀ ما ته په حواله کړے يئے،تا کړى څۀ دى؟“ ٣٦ عيسىٰ جواب ورکړو،”زما بادشاهى دَ دے دُنيا نۀ ده.که چرے زما بادشاهى دَ دے دُنيا وئے، نو زما خادمانو به دَ يهوديانو نه زما دَ بچ کولو دَ پاره دَ هغوئ سره جنګ کړے وُو. زما بادشاهى دَ دے دُنيا نۀ ده.“ ٣٧ پيلاطوس ووئيل،”بيا خو تۀ بادشاه يئے نو؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه”هو،زَۀ بادشاه يم ستا دَ خُلے. زَۀ دَ دے دَ پاره پيدا وم اَؤ دَ دے دَ پاره دُنيا ته راغلے يم چه زَۀ دَ حقيقت په باب ګواهى ورکړم اَؤ څوک چه حقيقت خوښوى هغه زما آواز آؤرى.“ ٣٨ پيلاطوس ووئيل،”حقيقت څۀ دے؟“

په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ

”اَؤ دے وئيلو سره هغه بيا يهوديانو ته ورووتو. هغۀ ووئيل چه”زَۀ دَ خپله لوريه په هغۀ کښے هيڅ خطا نۀ وينم. ٣٩ خو ستاسو دا رواج دے چه زَۀ يو قيدى دَ فسح په ورځ ستاسو په وينا آزادوم. آيا تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“ ٤٠ بيا دَ خلقو چغه راوخته،”عيسىٰ نه،خو مُونږ برابا غواړو!“ اَؤ برابا يو ډاکُو وُو.

يوحنا 19

١ پيلاطوس بيا عيسىٰ بوتلو اَؤ په کروړو ئے ووهلو. ٢ اَؤ سپاهيانو دَ ازغيو تاج جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په سر کړو اَؤ سره چُوغه ئے ورواغوسته. ٣ بيا هغوئ هغۀ له راغلل،چغے به ئے وهلے،”دَ يهوديانو بادشاه سلام!“ اَؤ په مخ به ئے څپيړه ورکوله. ٤ يو ځل بيا پيلاطوس بهر راغے اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه”زَۀ عيسىٰ تاسو ته بهر راولم چه تاسو خبر شئ چه دَ هغۀ خلاف ما هيڅ جُرم ونه مُوندلو.“ ٥ اَؤ عيسىٰ بهر راغے دَ ازغو تاج ئے په سر وُو اَؤ سره چُوغه ئے آغوستے وه. پيلاطوس ووئيل،”وګورئ دا سړے.“ ٦ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور مُحافظانو هغه وليدو اَؤ چغے ئے کړے،”دَئے په سولئ کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ووئيل چه”دَئے بوزئ اَؤ په خپله ئے په سولئ کړئ ځکه چه ما دَ دَۀ خلاف هيڅ جُرم ونۀ مُوندلو.“ ٧ يهوديانو جواب ورکړو چه”مُونږ سره شريعت شته،اَؤ دَ شريعت په مُطابق دَ مرګ لائق دے ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے ده چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“ ٨ کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو هغه زيات ويرے واخستو. ٩ هغه قلا ته بيرته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو چه”تۀ دَ کُوم ځائے يئے؟“ خو عيسىٰ هيڅ جواب ورنه کړو. ١٠ پيلاطوس ووئيل،”آيا تۀ ما سره خبرے نۀ کوے څۀ؟ يقينًا چه تا ته دا معلُومه نۀ ده چه ما سره دا اِختيار شته چه تا آزاد کړم اَؤ دا اِختيار هم را سره شته چه تا په سولئ کړم؟“ ١١ عيسىٰ جواب ورکړو چه”ستا به په ما باندے هيڅ اِختيار نۀ وئے که چرے دا دَ خُدائے نه تا ته نۀ وئے درکړے شوے.ځکه چا چه زَۀ تا ته په حواله کړے يم،په دے کښے زيات مُجرم هغه دے.“ ١٢ دَ هغه ساعت نه پيلاطوس ډير کوشش کاوو چه هغه آزاد کړى خو يهوديان په چغو سر وُو،”که تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ بيا دَ رُومى قيصر خير خواه نۀ يئے! کُوم سړے چه ځان بادشاه کوى هغه دَ رُومى قيصر مُخالفت کوى!“ ١٣ کله چه پيلاطوس واؤريدل چه دوئ څۀ وائى نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو اَؤ دَ عدالت په کُرسئ هغه ځائے کښيناستو چه دُونکاچه ورته وائى خو په عِبرانئ ژبه کښے ورته ګبتا وائى. ١٤ دا دَ فسح دَ تيارولو ورځ وه اَؤ قريبًا غرمه وه. پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل،”دا دے ستاسو بادشاه.“ ١٥ هغوئ چغے کړے،”قتل ئے کړه! قتل ئے کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ورته ووئيل،”ستاسو بادشاه په سولئ کړم څۀ؟“ مشرانو کاهنانو جواب ورکړو چه”زمُونږ خو دَ قيصر نه بغير بل بادشاه نِشته.“ ١٦ نو دَ دے نه پس ئے عيسىٰ هغوئ ته دَ سولئ کولو دَ پاره په حواله کړو.

دَ عيسىٰ په سولئ کول

نو هغوئ عيسىٰ ونيوو. ١٧ اَؤ هغۀ خپله سولئ په خپله پورته کړے وه، بهر راووتو اَؤ کپرئ نُومے ځائے ته راغلل چه په عبرانئ ژبه کښے ورته ګولګتا وائى. ١٨ هلته هغوئ عيسىٰ په سولئ کړو اَؤ ورسره ئے دوه نور هم يو ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته،اَؤ عيسىٰ په مينځ کښے. ١٩ اَؤ پيلاطوس يوه کتبه وليکله اَؤ دَ سولئ سره ئے وتړله چه دا پرے ليک وُو.”عيسىٰ ناصرى دَ يهوديانو بادشاه.“ ٢٠ ډيرو يهوديانو دا کتبه ولوستله ځکه چه دَ عيسىٰ دَ سولئ کولو ځائے دَ ښار نه لرے نۀ وُو،اَؤ هغه کتبه په عبرانئ،لاطينئ اَؤ يُونانئ ژبه کښے وه. ٢١ بيا دَ يهوديانو مشر کاهن پيلاطوس ته ووئيل،”تۀ دا مه ليکه چه دَ يهوديانو بادشاه،خو دا وليکه چه ئے وئيلى وُو چه”زَۀ دَ يهوديانو بادشاه يم.“ ٢٢ پيلاطوس جواب ورکړو،”هر څۀ چه ما ليکلى دى هغه مے ليکلى دى.“ ٢٣ کُومو سپاهيانو چه عيسىٰ په سولئ کړے وُو هغوئ دَ هغۀ جامے واخستے اَؤ په څلور ځايه ئے وويشلے،دَ هر يو سپاهى دَ پاره يوه،اَؤ چُوغه ئے پريښوده. چُوغه ګنډلے شوے نۀ وه اَؤ ټوله يوه ټوټه اَؤدلے شوى وه. ٢٤ نو هغوئ يو بل ته ووئيل،”مُونږ ته دا څيرے کول نۀ دى په کار،راځئ چه پرے هسک واچوو چه چا ته ملاويږى.“ دغه شان دَ صحيفے ليک دُرست ثابت شو،«هغوئ زما جامے په خپلو کښے وويشلے اَؤ زما په چُوغه ئے هسک واچولو.» دغه شان سپاهيانو وکړل. ٢٥ خو دَ عيسىٰ دَ سولئ سره دَ هغۀ مور سره دَ خپلے خور،دَ کلوپاس ښځه مريم اَؤ مريم مګدلينى ولاړے وے. ٢٦ عيسىٰ خپله مور دَ خپل خوږ مُريد سره په خوا کښے ولاړه وليده. عيسىٰ هغے ته ووئيل،”مورے! دا ستا زوئے دے.“ ٢٧ اَؤ بيا مُريد ته ئے ووئيل،”دغه ستا مور ده.“ دَ هغۀ نه پس هغه مُريد مريم کورته بوتله.

دَ عيسىٰ مسيح مرګ

٢٨ دَ دے نه پس عيسىٰ چه پوهه شو چه هر څۀ پُوره شوى دى چه دَ صحيفے ليک پُوره شى، وئے وئيل چه”زَۀ تږے يم.“ ٢٩ هلته يو لوښے دَ سرکے نه ډک پروت وُو. نو هغوئ يو اسپنج په سرکه کښے ډُوب کړو اَؤ دَ زوفا په نلکئ ئے کيښودو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے ورورسولو. ٣٠ کله چه سرکه ورته ورکړے شوه نو هغۀ ووئيل چه”پُوره شو!“ سر ئے ټيټ کړو اَؤ مړ شو.

دَ عيسىٰ مسيح پوښتئ په نيزه وهل

٣١ چُونکه دا دَ فسح دَ تيارئ کولو ورځ وه نو يهوديانو پيلاطوس ته خواست وکړو چه په سولئ شوو پښے دِ ماتے کړے شى اَؤ مړى دِ راکُوز کړى چه دَ سبت ورځ مړى په سولئ پاتے نۀ شى ځکه چه دا دَ سبت ډيره لويه ورځ وه. ٣٢ سپاهيان هغه اول مُجرم ته ورغلل اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ماتے کړے اَؤ بيا دَ دويم هم چه عيسىٰ سره په سولئ شوى وُو. ٣٣ خو کله چه هغوئ دَ عيسىٰ خوا ته راغلل نو هغه ئے وليدو چه مړ دے، نو هغوئ دَ هغۀ پښے ماتے نۀ کړلے. ٣٤ خو په سپاهيانو کښے يو دَ هغۀ پوښتئ په نيزه ووهله اَؤ سمدستى ترے دَ وينو اَؤ اوبو دارے روانے شوے. ٣٥ دا دَ يو چشم ديد ګواه ګواهى ده کُومه چه پخه ده اَؤ هغه پوهيږى چه هغه رښتيا وائى چه تاسو هم پرے ايمان راوړئ. ٣٦ ځه چه دَ صحيفے دا ليک پُوره شى : «دَ هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.» ٣٧ اَؤ بيا يو بل آيت وائى چه : «هغوئ به هغه سړى ته ګورى چه په نيزه ئے سُورے کړو.»

دَ عيسىٰ مسيح دفن کيدل

٣٨ دَ هغے نه پس يُوسف چه دَ اريمتيه وُو اَؤ هغه دَ عيسىٰ يو مُريد وُو خو په پټه ځکه چه هغه دَ يهوديانو نه ويريدو،هغۀ پيلاطوس ته خواست وکړو چه ما له دَ عيسىٰ لاش دَ سولئ نه دَ وړلو اِجازت راکړه. اَؤ پيلاطوس اِجازت ورکړو،نو ځکه يُوسف ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے يوړو. ٣٩ دَ هغۀ سره نيکوديموس نومے سړے هم ملګرے شو څوک چه عيسىٰ له دَ شپے ورغلے وُو،اَؤ قريبًا دَ پنځوس سيره عُود سره ئے لُوبان ګډ کړى راوړل. ٤٠ هغوئ دَ عيسىٰ لاش واخستو اَؤ دَ خوشبُويو سره ئے دَ لټے په کفن کښے دَ يهوديانو دَ رواج په مُطابق ونغښتو. ٤١ کُوم ځائے کښے چه هغه په سولئ کړے شوے وُو هلته کښے يو باغ وُو اَؤ په باغ کښے دَ ننه يو نوے قبر وُو چه لا په کښے څوک ښخ کړے شوے نۀ وُو. ٤٢ هر کله چه دغه قبر نيزدے وُو اَؤ بله ورځ دَ سبت ورځ وه ځکه چه هغوئ عيسىٰ دغلته وسپارلو.

يوحنا 20

دَ عيسىٰ مسيح له مړو نه بيا ژوندے پاڅيدل

١ دَ اِتوار په ورځ سحر وختى چه لا توره خړه وه مريم مګدلينى هغه قبر له راغله اَؤ څۀ ګورى چه دَ قبر دَ خُلے نه ګټ بيرته کړے شوے وُو. ٢ نو هغے په شمعُون پطروس اَؤ هغه بل مُريد پسے دَؤ کړو چا سره چه عيسىٰ مينه کوله اَؤ ورته ئے ووئيل چه”هغوئ خو مالِک دَ قبر نه وړے دے،اَؤ دا نۀ ده معلُومه چه کُوم ځائے ئے هغه ښخ کړے دے.“ ٣ نو پطروس اَؤ هغه بل مُريد پاڅيدل اَؤ قبر پلو روان شول. ٤ هغوئ څنګ په څنګ زغاښتل خو بل مُريد دَ پطروس نه مخکښے شو اَؤ قبر ته ئے ځان ورسوو. ٥ هغۀ دَ ننه وکتل اَؤ دَ لټے کفن ئے وليدو چه هلته پروت وُو خو دَ ننه ورنۀ غلو. ٦ بيا شمعُون پطروس په هغۀ پسے راغے اَؤ قبر ته ورننوتو. هغۀ دَ لټے کفن وليدو ٧ اَؤ هغه رومال چه دَ عيسىٰ سر ئے پرے تړلے وُو هغه دَ کفن سره نۀ وُو پروت بلکه ځان له جُدا نغښتے شوے په يو بل ځائے کښے پروت وُو. ٨ نو بيا کُوم مُريد چه مخکښے راغلے وُو هغه هم قبر ته ورننوتو اَؤ وئے ليدل اَؤ يقين ئے راغے. ٩ تر دغه وخته هغوئ دَ صحيفو په مطلب نۀ وُو رسيدلى چه دا ئے ښکاره کړے وه چه عيسىٰ به خامخا دَ مړو نه بيا ژوندے پاڅى.

دَ عيسىٰ مسيح مريم مګدلينى ته ظاهريدل

١٠ نو مُريدان بيرته کورته لاړل. ١١ خو مريم دَ قبر نه بهر ولاړه وه اَؤ ژړل ئے. کله چه هغے وژړل نو بيا ئے قبر کښے سر ور دَ ننه کړو، ١٢ اَؤ هلته ئے دوه فرښتے په سپينو جامو کښے دَ مړى په ځائے ناستے وليدے،يوه سر پَلو اَؤ بله پښتو ته،په هغه ځائے کښے چرته دَ عيسىٰ لاش کيښودے شوے وُو. ١٣ هغوئ هغے ته ووئيل چه”اَئے ښځے! تۀ ولے ژاړے؟“ هغے جواب ورکړو چه”هغوئ زما مالِک چرته وړے دے اَؤ ما ته دا نۀ ده معلُومه چه هغه ئے کُوم ځائے ښخ کړے دے.“ ١٤ دَ دے خبرو نه پس هغے مخ راواړولو اَؤ څۀ ګورى چه عيسىٰ هم هلته ولاړ دے،خو هغے ونۀ پيژندلو چه دا عيسىٰ دے. ١٥ عيسىٰ هغے ته ووئيل،”ته ولے ژاړے؟ تۀ څوک لټوے؟“ هغے دا خيال وکړو چه ګنى دا دَ دے باغ مالى دے،نو ورته ئے ووئيل،”صاحبه! که چرے تا دَ دے ځائے نه وړے دے نو ما ته دا ووايه چه هغه دِ کُوم ځائے ښخ کړے دے،نو زَۀ به هغه دَ هغه ځائے نه يوسم.“ ١٦ عيسىٰ ووئيل،”مريمے!“ هغے هغۀ ته مخ ورو ګرزوو اَؤ وئے وئيل،”ربونى!“ چه په عبرانئ کښے اُستاذ ته وئيلے شى. ١٧ عيسىٰ ووئيل،”ما ته لاس مه راؤړه ځکه چه زَۀ لا پلار ته نۀ يم تلے خو زما ورُوڼو له لاړه شه اَؤ هغوئ ته ووايه چه زَۀ اوس خپل پلار ته اَؤ ستاسو پلار ته،خپل خُدائے ته اَؤ ستاسو خُدائے ته پاس ځم.“ ١٨ مريم مګدلينى مُريدانو له لاړه اَؤ وئے وئيل چه”ما مالِک وليدو!“ اَؤ هغوئ ته ئے دَ هغۀ پيغام ورسوو.

دَ عيسىٰ مسيح مُريدانو ته ظاهريدل

١٩ هم دَ هغه اِتوار په ورځ ماښام چه مُريدانو دَ يهوديانو دَ ويرے نه دروازے بندے کړے وے ناست وُو،چه عيسىٰ راغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل،”په تاسو دِ سلامتيا وى!“ ٢٠ اَؤ بيا ئے هغوئ ته خپل لاسُونه اَؤ خپله پوښتئ وښووله. نو کله چه مُريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډير خوشحاله شُو. ٢١ عيسىٰ يو ځل بيا ووئيل چه”په تاسو دِ سلامتيا وى،څنګه چه پلار زَۀ را استولے يم هم دغسے زَۀ تاسو استوم.“ ٢٢ بيا ئے په هغوئ وپُوکل اَؤ وئے وئيل،”رُوحُ القُدس واخلئ! ٢٣ که چرے تاسو دَ چا ګُناهُونه وبخښئ نو هغوئ وبخښلے شُو،اَؤ که چرے تاسو هغه ونۀ وبخښئ نو هغه به نابخښلے پاتے ش“.ى

عيسىٰ اَؤ توما

٢٤ په دولسو مُريدانو کښے يو توما چه برغونے هم بللے شى دَ نورو سره هغه وخت هلته موجُود نۀ وُو چه عيسىٰ راغے. ٢٥ نو مُريدانو هغۀ ته حال ووے چه مُونږ مالِک ليدلے دے. هغۀ ووئيل چه”تر څو چه ما دَ هغۀ په لاس دَ ميخُونو سُورے ليدلے نۀ وى،اَؤ خپلے ګوتے مے پرے نۀ وى لګولے په کُوم ځائے کښے چه ميخُونه ټک وهلى شوى وُو اَؤ خپل لاسُونه دَ هغۀ په پوښتئ ونۀ لګوم نو زَۀ به دا يقين ونۀ کړم.“ ٢٦ يوه هفته پس دَ هغۀ مُريدان بيا په کوټه کښے ناست وُو اَؤ توما ورسره موجُود وُو. سره دَ دے چه دروازے بندے وے نو عيسىٰ ورغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ وئے وئيل په تاسو دِے سلامتيا وى“ ٢٧ بيا ئے توما ته ووئيل،”خپلے ګوتے دلته کيږده اَؤ زما لاسُونه ووينه اَؤ خپل لاس وړاندے کړه اَؤ زما په پوښتئ ئے ولګوه اَؤ نور شک مه کوه خو يقين وکړه.“ ٢٨ توما ووئيل،”زما مالِکه اَؤ زما خُدايه!“ ٢٩ عيسىٰ ووئيل،”په دے چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئے نۀ يم ليدلے خو ايمان راؤړى.“

دَ دے کتاب مقصد

٣٠ بے شکه چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو په وړاندے نورے هم ډيرے مُعجزے څرګندے کړے،کُومے چه په دے کتاب کښے نۀ دى ليکلے شوے. ٣١ اَؤ هغه چه دلته ليکلے شوے دىدا تش په دے غرض دى چه تاسو په دے ايمان راؤړئ چه عيسىٰ هم مسيح دے،يعنے دَ خُدائے زوئے،اَؤ دَ ايمان راؤړلو په وسيله دَ هغۀ په نوم ژوندُون ولرئ.

يوحنا 21

دَ عيسىٰ مسيح اُوو مُريدانو ته ظاهريدل

١ څۀ مُوده پس عيسىٰ دَ تيبرياس درياب په غاړه مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. ٢ شمعُون پطروس اَؤ توما چه برغونے هم بللے کيږى اَؤ نتانى ايل چه دَ ګليل دَ قانا وُو اَؤ دَ زبدى زامن اَؤ دوه نور مُريدان هم هلته موجُود وُو. ٣ شمعُون پطروس ووئيل،”زَۀ دَ کبانو په ښکار ځم.“ نورو ووئيل چه مُونږ به هم درسره ملګرى شُو. هغوئ روان شول اَؤ کشتئ ته وختل خو په هغه شپه ئے هيڅ ونۀ نيول. ٤ چه سحر شو نو څۀ ګورى چه عيسىٰ دَ درياب په غاړه ولاړ دے خو مُريدانو ته دا نۀ وه معلُومه چه ګنى دا عيسىٰ دے. ٥ عيسىٰ هغوئ ته نعرے کړے،”اَئے هلکانو! څۀ مو ونيول که نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چه ”هن“ ٦ هغۀ ووئيل،”دَ کِشتئ ښى لاس ته جال وولئ نو کبان به ونيسئ.“هغوئ دغه شان وکړل اَؤ څۀ ګورى چه هغوئ جال کِشتئ ته نه شو راخيژولے ځکه چه په هغۀ کښے دومره ډير کبان راګير شوى وُو. ٧ بيا هغه مُريد چه عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل،”دا خو مالِک دے!“کله چه شمعُون پطروس دا واؤريدل نو هغۀ خپله چُوغه واغوسته ځکه چه هغه بربنډ وُو اَؤ درياب ته ئے ودانګل. ٨ هغه نور په کِشتئ کښے راغلل اَؤ دَ کبانو ډک جال ئے راکښو ځکه چه هغوئ دَ وچے نه ډير ورايسته نۀ وُو خو بس يو سل ګزه به ورايسته وُو. ٩ کله چه هغوئ غاړے ته راوختل نو هغوئ دَ سکارواور وليدو چه کب پرے پروت وُو اَؤ لږه ډوډئ هم ورسره وه. ٠١ عيسىٰ ووئيل چه”دَ خپلو هغه کبانو نه چه اوس مو نيولى دى څۀ راؤړئ.“ ١١ شمعُون پطروس کِشتئ ته ورغے اَؤ جال ئے مزکے ته راکښو چه دَ غټو کبانو نه ډک وُو،اَؤ دا يو سل درے پنځوس وُو،اَؤ سره دَ دے چه دومره زيات وُو خو بيا هم جال ونۀ شليدلو. ١٢ عيسىٰ ووئيل،”راځئ اَؤ وخورئ.“په مُريدانو کښے يو کس هم دا همت ونۀ کړے شو چه تپوس ترے وکړى چه تۀ څوک يئے؟ ولے چه هغوئ ته دا پته وه چه دا مالِک دے. ١٣ عيسىٰ راوړاندے شو،ډوډئ ئے واخسته اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ کب ئے هم دغه شان تقسيم کړو. ١٤ دا دريم ځل وُو چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کيدو نه پس خپلو مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړے وُو.

عيسىٰ اَؤ پطروس

١٥ دَ خوراک نه پس عيسىٰ شمعُون پطروس ته ووئيل،”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ دَ نورو ټولو نه ګنى ما سره زياته مينه لرے څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چه”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل چه”بيا نو زما ګډورى وڅروه.“ ١٦ په دويم ځل هغۀ تپوس وکړو چه”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس ووئيل،”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ هغۀ ورته ووئيل،”نو بيا زما ګډے سمبالے کړه.“ ١٧ په دريم ځل هغۀ ووئيل چه شمعُون دَ يوحنا زويه! آيا تۀ ما سره مينه کوے؟“ پطروس په دے خبره غمژن شو چه هغۀ ترے په دريم ځل دا تپوس وکړو چه تۀ ما سره مينه کوے؟ هغۀ ووئيل،”مالِکه! تا ته هر څۀ معلُوم دى اَؤ تا ته ښه معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ ووئيل،”زما ګډے وڅروه. ١٨ رښتيا رښتيا درته دا وايم چه کله چه تۀ ځوان وے نو تا به خپله ملا په خپله تړله اَؤ چرته چه دے غوښتل هغه خوا به تلے خو کله چه تۀ زوړ شے نو تۀ به خپل لاسُونه خوارۀ کړے اَؤ بل څوک به دِ ملا وتړى اَؤ هغه خوا ته به دِ بوزى چرته چه ستا دَ تللو نيت نۀ وى.“ ١٩ هغۀ دا خبره دا ظاهرولو دَ پاره وکړه چه پطروس به په داسے مرګ وژلے کيږى چه دَ خُدائے جلال به په کښے څرګند شى. بيا هغۀ دا ووئيل چه”په ما پسے راځه.“

عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ خوږ مُريد

٢٠ پطروس راوګرزيدو اَؤ هغه مُريد ئے په ځان پسے وليدلو دَ چا سره چه عيسىٰ مينه کوله،هغه چه دَ ډوډئ په وخت هغۀ ته راکښته شوے وُو اَؤ دا تپوس ئے ترے وکړو چه”مالِکه! هغه څوک دے چه په تا به مُخبرى کوى؟“ ٢١ پطروس چه هغه وليدو نو دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو،”مالِکه! هغۀ ته به څۀ پيښيږى؟“ ٢٢ عيسىٰ جواب ورکړو،”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟ تۀ په ما پسے راځه.“ ٢٣ دَ عيسىٰ دا وينا په مُريدانو کښے مشهُوره شوه اَؤ دا مطلب ترے واخستے شو چه ګنى دغه مُريد به نۀ مرى،خو عيسىٰ تش دا وئيلى وُو”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟“ ٢٤ دا هم دغه مُريد دے چه دلته چه څۀ ليکلى شوى دى دَ هغے ګواه دے. دا په حقيقت کښے هغه دے چه دا ئے وليکل اَؤ مُونږ ته دا معلُومه ده چه دَ هغۀ ګواهى رښتيا ده ٢٥ نور هم ډير څۀ دى چه عيسىٰ کړى وُو، که چرے دا ټول په تفصيل سره ليکلے شوے وے نو زما خيال دے چه په ټوله دُنيا کښے به هغه کتابُونه چه په دے ليکلى شوى وئے نۀ ځائيدل.

عمال د رسُولانو 1

دَ خُدائے وعده کړے رُوحُ القُدس

١ اَئے تيوفيلوسه! زما دَ کتاب په اوله برخه کښے ما ټول هغه څۀ وليکل چه عيسىٰ دَ هغے په کولو اَؤ ښولو شروع وکړه، ٢ تر هغه وخته چه عيسىٰ دَ رُوحُ القُدس په وسيله خپلو رسُولانو ته چه هغۀ غوره کړى وُو،هدايات ورکړل اَؤ هغه آسمان ته پورته کړے شو. ٣ هغۀ دَ خپل مرګ نه پس په هغو ځان څرګند کړو اَؤ دَ دے پُوره ثبوت ئے ورکړو چه هغه ژوندے دے اَؤ پُوره څلويښت ورځے هغه په هغوئ پيښيدو اَؤ هغوئ ته ئے دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله تعليم ور کاوو. ٤ تر څو چه هغه دَ هغوئ سره ملګرے وُو نو هغوئ ته ئے حُکم ورکړو چه دَ بيتُ المُقدس نه مه وزئ اَؤ دا ئے ووئيل چه تاسو خامخا اِنتظار وکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه وعده چه زما پلار کړے ده اَؤ ما ئے تاسو ته ذکر کړے دے،پُوره شى. ٥ اَؤ لکه چه تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به په رُوحُ القُدس بپتسمه درکړے شى اَؤ دا به لږے ورځے پس وى.

دَ عيسىٰ مسيح آسمان ته ختل

٦ نو کله چه هغوئ ټول په يو ځائے جمع وُو هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه”مالِکه! آيا دا هغه وخت دے چه تۀ به بيا دَ بنى اِسرائيلو بادشاهى قائمه کړے؟“ ٧ عيسىٰ جواب ورکړو چه”دا ستاسو کار نۀ دے چه دَ هغه وختُونو اَؤ تاريخُونو په حقله معلُومات حاصل کړئ کُوم چه زما پلار په خپل اِختيار کښے ساتلى دى. ٨ خو تاسو ته به رُوحُ القُدس په نازليدو طاقت درکړے شى اَؤ تاسو به په بيتُ المُقدس کښے اَؤ په ټوله يهُوديه اَؤ سامريه کښے اَؤ دَ دے نه اخوا دَ دُنيا تر بله سره زما شاهدان يئ.“ ٩ کله چه هغۀ دا ووئيل اَؤ هغوئ لا ورته کتل چه هغه پورته کړے شو اَؤ يوه وريځ راغله اَؤ هغه ئے دَ هغوئ دَ سترګو نه پناه کړو. ١٠ اَؤ څنګه چه هغه روان وُو اَؤ هغوئ آسمان پلو ځير ځير کتل نو سمدستى دوه سړى په سپينو جامو کښے دَ هغوئ په خوا کښے ودريدل. ١١ اَؤ وئے وئيل چه”اَئے ګليليانو! تاسو دلته څۀ له آسمان پلو ځير ځير ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چه ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو،هم په دغه لار به بيا راځى په کُومه چه تاسو دَ تلو په وخت وليدلو.“

دَ يهُوداه جانشين

١٢ بيا هغوئ دَ ښونانو دَ غرۀ نه بيتُ المُقدس ته واپس شول چه بيتُ المُقدس ته نزدے دے اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه تقريبًا يو کيلو ميټر لرے وُو. ١٣ ښار ته چه هغوئ ورننوتل نو هغه بالا خانے له لاړل په کُومه کښے چه هغوئ ديره وُو،يعنے پطروس اَؤ يوحنا اَؤ يعقُوب اَؤ اندرياس،فيليپوس اَؤ توما،برتلمائى اَؤ متى،يعقُوب دَ حلفئ زوئے،شمعُون ننګيالے اَؤ يهُوداه دَ يعقُوب زوئے. ١٤ هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو اَؤ دَ هغوئ سره دَ ښځو يوه ډله هم وه چه په کښے مريم دَ عيسىٰ مور هم وه اَؤ دَ هغۀ ورُوڼه هم شامل وُو. ١٥ يو څو ورځے پس پطروس دَ ورُوڼو دَ غونډے په مينځ کښے ودريدو چه دوئ تقريبًا ټول په شمار کښے شپږ شلے وُو، ١٦ اَؤ وئے وئيل،”زما ملګرو! په صحيفو کښے هغه پيشن ګوئى به خامخا تر سره کيده کُومه چه دَ داؤد په خُلۀ رُوحُ القُدس دَ يهُوداه په حقله کړے وه چه هغه به دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره مُخبرى کوى. ١٧ ځکه چه په مُونږ کښے حساب وُو اَؤ په دے کار کښے زمُونږ ملګرے وُو.“ ١٨ دغه يهُوداه دَ خپلے مُخبرئ دَ قيمت په عوض يو پټے واخستو اَؤ هلته سر دَ لاندے راپريوتو،خيټه ئے وشليده اَؤ کُلمے ئے راووتے. ١٩ دا خبره په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه شوه اَؤ دَ هغه پټى نُوم هغوئ په خپله ژبه کښے حقلدما کيښودو چه معنىٰ ئے دَ وينے پټے دے. ٢٠ ”په زبُور کښے دا ځکه ليکلى دى چه:

«دَ هغۀ کور دِ وران شى

اَؤ داسے څوک دِ پاتے نۀ شى چه په هغے کښے اوسى.» اَؤ بيا دا چه: «دَ هغۀ کار دِ بل څوک واخلى.» ٢١ ځکه يو سړے مُونږ سره دَ عيسىٰ دَ بيا ژوندى کيدلو شاهد شى. په کار دى چه دِ دَ دوئ نه يو وى چه زمُونږ ملګرى وُو چه مالِک عيسىٰ مُونږ سره وُو اَؤ تلو راتلو، ٢٢ يعنے دَ کله نه چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله تر هغه ورځے پورے چه هغه له مُونږ نه پورته کړے شو.“ ٢٣ دوه نُومونه تجويز کړے شول،يُوسف چه په برسبا مشهور وُو اَؤ يُوستوس هم ورته وئيلے شو اَؤ دويم متياه وُو. ٢٤ بيا هغوئ دُعا وکړه اَؤ وئے وئيل چه”اَئے مالِکه! تۀ چه دَ ټولو بنى آدمو دَ زړونو په حال خبر يئے،مُونږ ته دا وښئيه چه په دے دوؤ کښے تا کُوم يو غوره کړے دے ٢٥ چه دَ دے رسالت حقدار شى کُوم چه يهُوداه پريښے دے اَؤ په مخه تللے دے.“ ٢٦ بيا دَ هغوئ خسڼے دَ متياه په نُوم راووتو. دَ هغے نه پس هغه په رسُولانو کښے شمار شو.

عمال د رسُولانو 2

دَ رُوحُ القُدس نازليدل

١ کله چه دَ پنتکُست ورځ راغله اَؤ هغوئ ټول په يو ځائے کښے راجمع شوى وُو، ٢ ناڅاپى دَ آسمان نه دَ تيز باد په شان آواز راغے اَؤ په هغه ټول کور کښے چرته چه دوئ ناست وُو،آؤريدلے شو. ٣ اَؤ هلته هغوئ دَ اور دَ لمبو په شان ژبے وليدلے،هغه په هغوئ کښے خورے شوے اَؤ هر يو ئے مسح کړلو. ٤ اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ په پردو ژبو ئے خبرے شروع کړے څنګه چه رُوحُ القُدس دَ خبرو طاقت ورکړو. ٥ هغه وخت په بيتُ المُقدس کښے دَ آسمان دَ لاندے دَ هر قوم نه راغلى پرهيزګار اوسيدل. ٦ کله چه هغوئ دا آواز واؤريدلو نو راجمع شول اَؤ حيران شول ځکه چه هر يو په خپله خپله ژبه وئيلے خبرے آؤريدے. ٧ اَؤ په حيرانتيا کښے ئے وئيل،”آيا دا ټول ګليليان نۀ دى څۀ چه خبرے کوى؟ ٨ نو بيا دا څۀ خبره ده چه مُونږ ټول دَ خپل ملک ژبه آؤرُو چه دوئ ئے وائى؟ ٩ يعنے پارتهيان،ميديان اَؤ عيلاميان،دَ ميسوپوتاميه اَؤسيدُونکى،دَ يهُوديه،دَ کپدوکيه،دَ پونطوس،اَؤ دَ آسيه، ١٠ دَ فروکيه اَؤ دَ پمفوليه،دَ مِصر،دَ ليبيا د ضلعو چه دَ کرينى طرف ته ده اَؤ هم رُومى مسافران، ١١ يهوديان اَؤ نوى يهوديان شوى خلق،کريتيان اَؤ عرب،خو مُونږ ټول دَ هغوئ په خپلو خپلو ژبو کښے دَ خُدائے دَ لويو لويو کارُونو بيان آؤرُو!“ ١٢ هغوئ ټول حيران اَؤ شکمن وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل چه”دا خبره به څۀ وى؟“ ١٣ خو ځنو په ټوقو کښے ووئيل چه”دوئ به دَ شرابو په نشه کښے وى.“

دَ پطروس وعظ

١٤ خو پطروس دَ يوولسو تنو سره پاڅيدو اَؤ په اُوچت آواز ئے هغوئ ته ووئيل،”اَئے يهوديانو ملګرو! اَؤ هغه کسانو چه په بيتُ المُقدس کښے اوسئ،په دے پوهه شئ اَؤ زما خبره واؤرئ. ١٥ دا سړى دَ شرابو په نشه کښے نۀ دى لکه چه ستاسو خيال دے ځکه چه اوس خو ايله دَ سحر نهه بجے دى. ١٦ دا هغه څۀ دى چه يوئيل نبى دَ هغے په حقله وئيلى وُو چه : ١٧ «خُدائے فرمائى چه په آخرى ورځو کښے به داسے کيږى چه زَۀ به خپل رُوح په هر يو کس نازلوم اَؤ ستاسو زامن اَؤ لُوڼه به نبوت کوى، ستاسو ځوانان به رويا په سترګو وينى اَؤ بُډاګان به خوبُونه ١٨ اَؤ زَۀ به عن په هغه ورځو کښے خپلو غُلامانو اَؤ وينځو باندے هم خپل رُوح نازلوم اَؤ هغوئ به نبوت کوى. ١٩ اَؤ زَۀ به پاس په آسمان کښے عجيبه کارُونه وکړم اَؤ په مزکه به نخښے ښکاره کړم، وينه اَؤ اور اَؤ دَ لُوګى دُوند. ٢٠ دَ نمر سترګه به تکه توره شى اَؤ سپوږمئ به دَ وينے په رنګ شى وړُومبے دَ مالِک دَ لوئے اَؤ روښانه ورځے دَ راتلو نه ٢١ اَؤ بيا به هغه څوک خلاصُون ومُومى چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى.» ٢٢ اَئے اِسرائيلو! دا خبرے واؤرئ! چه عيسىٰ ناصرى يو سړے وُو چه خُدائے تاسو ته په مُعجزو،په عجيبه کارُونو اَؤ نخښو ښکاره کړو،څۀ چه خُدائے دَ هغۀ په وسيله ستاسو په وړاندے وکړل اَؤ تاسو پرے ښۀ خبر يئ چه خُدائے هغه غوره کړے وُو. ٢٣ اَؤ کله چه خُدائے دَ خپلے منشا اَؤ دَ عِلم په مُطابق هغه ستاسو په لاس کښے درکړو نو تاسو هغه دَ بے شرعے خلقو په وسيله په سولئ وخيژولو اَؤ مړ مُو کړو. ٢٤ خو خُدائے هغه بيا راژوندے کړو اَؤ دَ مرګ دَ تکليفُونو نه ئے خلاص کړو ځکه چه دا نامُمکنه وه چه هغه دَ مرګ په قبضه کښے پاتے شوے وے. ٢٥ لکه چه داؤد دَ هغۀ په حقله وائى چه : «مالِک هميشه ما سره وُو ځکه چه هغه زما ښى لاس ته موجُود دے دَ دے دَ پاره چه زَۀ وار خطا نۀ شم. ٢٦ دَ دے دَ پاره زما زړۀ خوشحاله دے اَؤ زما په ژبه زما دَ خوشحالئ بيان دے، بلکه زما بدن هم په اُميد کښے اوسى، ٢٧ ځکه چه تۀ به زما رُوح عالمِ ارواح ته پرے نۀ ږدے اَؤ نۀ به تۀ خپل وفادار خادم خاؤره کيدو ته پريږدے. ٢٨ تا ما ته دَ ژوند لارے ښودلى دى اَؤ تۀ به په خپله موجُودګئ ما په خوشحالئ معمُور کړے.» ٢٩ زما ملګرو! زَۀ به اوس درته صفا خبرے وکړم چه نيکۀ داؤد مړ شوے وُو اَؤ ښخ کړے شوے وُو اَؤ دَ هغۀ قبر تر دے ورځے دلته موجُود دے. ٣٠ نو بيا دا څرګنده شوه چه داؤد چه نبى وُو هغۀ ته پته وه چه خُدائے هغۀ ته په سوګند سره وئيلى وُو چه دَ هغۀ دَ خپل نسل نه به يو کس دَ هغۀ په تخت کښينى. ٣١ نو چه هغۀ دا وينا وکړه نو هغه دَ مسيح دَ بيا راژوندى کيدو په راز خبر وُو اَؤ ورته پته وه چه «نۀ خو هغه عالمِ ارواح ته پريښودلے شو اَؤ نۀ ئے بدن خاؤرے کيدو ته پريښودلے شو.» ٣٢ دغه عيسىٰ چه مُونږ ئے خبرے کوُو،هغه خُدائے بيا راژوندے کړے دے اَؤ مُونږ ټول دَ دے خبرے شاهدان يُو. ٣٣ اَؤ بيا چه هغه دَ خُدائے ښى لاس ته وخيژولے شو،هغۀ دَ پلار نه دَ وعدے په مُطابق رُوحُ القُدس حاصل کړو اَؤ په مُونږ ئے نازل کړو اوس چه تاسو وينئ اَؤ آؤرئ. ٣٤ ځکه چه داؤد خو آسمان ته نۀ وُو ختلے خو هغه په خپله وائى چه : «مالِک زما مالِک ته ووئيل چه تر هغے زما ښى لاس ته کښينه، ٣٥ تر څو چه ستا دُښمنان ستا تر پښو لاندے نۀ کړم.» ٣٦ نو اَئے ټولو اِسرائيلو! دا خبره په يقين سره قبُوله کړئ چه کُوم عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے وُو خُدائے هغه هم مالِک اَؤ هم مسيح کړو!“ ٣٧ کله چه هغوئ دا واؤريدل نو زړُونه ئے غُوڅ شول اَؤ پطروس اَؤ رسُولانو ته ئے ووئيل چه”اَئے ملګرو! نو مُونږ له څۀ کول په کار دى؟“ ٣٨ پطروس ووئيل،”توبه ګار شئ اَؤ په تاسو کښے هر يو دِ دَ خپلو ګُناهُونو دَ مُعافئ دَ پاره دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه واخلى اَؤ تاسو ته به رُوحُ القُدس وبخښلے شى. ٣٩ دَ خُدائے وعده تاسو سره،ستاسو دَ اَؤلاد اَؤ دَ هغه ټولو سره ده څوک چه لرے دى يعنے دَ هر چا سره ده چه څوک زمُونږ مالِک خُدائے راوبلى.“ ٤٠ اَؤ په داسے نورو ډيرو خبرو اَؤ دليلُونو سره هغۀ هغوئ ته نصيحت وکړو. هغۀ ووئيل چه”خپل ځانُونه له هغه سزا نه وساتئ چه دے بدو خلقو ته به ملاويږى!“ ٤١ اَؤ بيا چه کُومو خلقو دا خبرے قبُولے کړے هغوئ ته ئے بپتسمه ورکړله اَؤ په هغه ورځ تقريبًا درے زره کسان دَ هغوئ سره شامل شول. ٤٢ هغوئ به دَ رسُولانو تعليم آؤريدلو ته،دَ شريک ژوندُون،په يو ځائے دَ ډوډئ ماتولو اَؤ دَ دُعا دَ پاره راغونډيدل.

دَ ايماندارانو ژوندُون تيرول

٤٣ په هر چا ويره وه اَؤ دَ رسُولانو ډير عجيبه کارُونه اَؤ نخښے څرګندے شولے. ٤٤ اَؤ ټولو ايماندارانو په يوه رائے ژوند تيرولو اَؤ په هر څۀ کښے شريک وُو. ٤٥ اَؤ هغوئ خپل مال،اسباب خرڅولو اَؤ هر چا ته ئے دَ حاجت په مُطابق پيسے ويشلے. ٤٦ هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ دَ خُدائے په کور کښے راجمع کيدل اَؤ په کُورونو کښے به ئے په شريکه ډوډئ ماتوله اَؤ خپل خوراک به ئے په خوشحالئ اَؤ په صفا زړۀ سره شريکولو. ٤٧ هغوئ دَ خُدائے ثنا وئيله،نو ټول خلق ترے راضى وُو اَؤ هره ورځ څومره خلقو چه خلاصُون مُوندلو نو مالِک دَ هغوئ په ډله کښے شاملول.

عمال د رسُولانو 3

دَ خُدائے دَ کور دَ دروازے سره دَ يو شل سړى جوړول

١ يوه ورځ ماسپښين درے بجے دَ عبادت په وخت پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته تلل. ٢ نو يو سړے چه دَ مور نه شل پيدا شوے وُو،خلقو به هره ورځ دَ خُدائے دَ کور دَ هغه دروازے سره چه ورته ښکلے دروازه وائى دَ خلقو نه دَ خير غوښتلو دَ پاره کښينولو ٣ کله چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا دَ خُدائے کور ته دَ ننوتو په وخت وليدل نو خير ئے ترے وغوښتو. ٤ نو هغوئ ورته ځير ځير وکتل اَؤ پطروس ووئيل،”مُونږ ته وګوره!“ ٥ هغه سړے چه دَ دوئ نه ئے دَ خيرات طمع لرله نو ورته ئے ځير وکتل. ٦ خو پطروس ووئيل چه”ما سره پيسے نِشته خو هر څۀ چه زَۀ لرم هغه به درکړم،دَ عيسىٰ مسيح ناصرى په نامه وګرزه!“ ٧ بيا هغۀ هغه دَ ښى لاس نه ونيولو،پاس ئے راکښلو اَؤ سمدستى دَ هغۀ په پښو اَؤ ګيټو کښے طاقت پيدا شو. ٨ هغۀ ټوپ کړل،په خپلو پښو ودريدو اَؤ روان شو. هغه دَ هغوئ سره دَ خُدائے کورته ورننوتو اَؤ څنګه چه لاړو دَ خُدائے په ثنا صفت لګيا شو. ٩ هر چا چه هغه په تلو اَؤ دَ خُدائے په ثنا وئيلو وليدلو ١٠ اَؤ وئے پيژندلو چه دا خو هغه سړے دے څوک چه به دَ خُدائے دَ کور دَ ښکلے دروازے سره ناست وُو اَؤ خير به ئے غوښتلو. نو هغوئ په دے کار حق حيران شول څۀ چه دَ دۀ په باب کښے شوى وُو.

دَ خُدائے په کور کښے دَ پطروس وعظ

١١ اَؤ چه هغۀ پطروس اَؤ يوحنا نيولى وُو نو ټول خلق په حيرانتيا دَ دوئ په طرف هغه ځائے ته راجمع شول چه دَ سُليمان ډوډئ ورته وائى. ١٢ پطروس چه هغوئ په راتلو وليدل نو دا ئے هغوئ ته ووئيل چه”اَئے دَ اِسرائيل خلقو! په دے ولے حيران شوئ اَؤ تاسو مُونږ ته داسے ولے ګورئ چه ګنى دا سړے مُونږ په څۀ طاقت يا په خپلے ديندارئ دَ ګرزيدو جوګه کړو؟ ١٣ دَ اِبراهيم،اِسحاق اَؤ دَ يعقُوب خُدائے،زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے خپل خادم عيسىٰ ته ډيره لوئى ورکړے ده. تاسو چه عيسىٰ حاکمانو ته پيش کړو اَؤ هر کله چه پيلاطوس دَ هغۀ دَ آزادولو فيصله وکړله نو تاسو دَ پيلاطوس په مخکښے اِنکار وکړو. ١٤ يعنے دَ هغه پاک اَؤ صادِق نه مو اِنکار وکړو اَؤ دَ يو قاتِل دَ خلاصولو دَ پاره مو زارى وکړه. ١٥ خو دَ ژوندُون مالِک مو ووژلو ليکن خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ دَ دے خبرو شاهدان يُو. ١٦ ”دا سړے چه تاسو وينئ اَؤ پيژنئ،دَ عيسىٰ دَ نُوم په قوت ورله مضبُوطى ورکړے شوه اَؤ دَ هغۀ پۀ نُوم دَ ايمان په وسيله جک جوړ شو. ١٧ اَؤ اوس زما ورُوڼو! چه تاسو اَؤ ستاسو حاکمانو دا کار په ناپوهئ کښے وکړو، ١٨ خو خُدائے پاک دَ ټولو نبيانو په پيشن ګويو کښے ښيلى شوى خبرے پُوره کړے چه مسيح به تکليف وزغمى. ١٩ نو توبه وکړئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ چه ګُناهُونه به مو معاف کړى. ٢٠ بيا به مالِک تاسو ته رُوحانى تازګى درکړى اَؤ وړُومبے مُقرر شوے مسيح چه عيسىٰ دے به درواستوى. ٢١ هغه به تر هغے په آسمان کښے پاتے وى تر څو چه هر څۀ بيا نوى نۀ شى اَؤ دَ څۀ په باب کښے چه خُدائے له شروع نه دَ پاکو نبيانو په وسيله وئيلى دى. ٢٢ اَؤ مُوسىٰ هم ووئيل چه: «مالِک خُدائے به تاسو دَ پاره ستاسو دَ اُمت نه يو نبى زما په شان مُقرر کړى. هغه چه هر څۀ وائى تاسو دَ هغۀ خبره واؤرئ. ٢٣ اَؤ هر هغه څوک چه دَ هغه نبى خبره وانۀ ورى،هغه به دَ اُمت نه خارج کړے شى اَؤ مړ به کړے شى.» ٢٤ اَؤ دغه شان سموئيل اَؤ ټولو نبيانو چه له هغۀ نه پس راغلل دَ دے موجُوده وخت پيشن ګوئى وکړه. ٢٥ تاسو دَ نبيانو وارثان يئ. تاسو دَ هغه وعدے پابند يئ چه خُدائے ستاسو دَ پلارُونو سره کړے وه کله چه هغۀ اِبراهيم ته ووئيل چه: «ستا په نسل کښے به په مزکه ټول خلق برکت مُومى.» ٢٦ هر کله چه خُدائے خپل خادم غوره کړلو نو اَول ئے هغه تاسو ته راوليږلو چه تاسو ته برکت درکړى چه په تاسو کښے هر يو دَ بدو لارو نه راواړوى.“

عمال د رسُولانو 4

دَ پطروس اَؤ يوحنا دَ جرګے په مخکښے پيش کيدل

١ پطروس اَؤ يوحنا لا خلقو ته وعظ کاوو چه په دے کښے پرے دَ پاسه مشران کاهنان سره دَ خُدائے دَ کور دَ مُحافظانو افسر اَؤ صدُوقيان راغلل ٢ اَؤ په دے خفه شول چه هغوئ خلقو ته تعليم ورکوى اَؤ وائى چه عيسىٰ دَ مړو نه بيا راژوندے شوے دے،نو ځکه ټول مړى به دَ عيسىٰ په وسيله ژوندى شى. ٣ هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ګرفتار کړل اَؤ دَ يوے شپے دَ پاره په قيدخانه کښے واچولے شول ځکه چه ماښام وُو. ٤ خو په هغو کښے ډيرو کسانو چه دا وعظ آؤريدلے وُو،ايمان ئے راؤړو اَؤ دَ سړو شمار تقريبًا پنځۀ زره شو. ٥ په بله ورځ دَ يهُوديانو حاکمان،مشران اَؤ دَ شرعے عالمان په بيتُ المُقدس کښے راجمع شول، ٦ چه مشر کاهن حنا اَؤ کيفا،يوحنا اَؤ سکندر اَؤ ورسره دَ مشر کاهن دَ خاندان ټول خلق هم وُو. ٧ هغوئ رسُولان جرګے ته وړاندے کړل اَؤ په هغوئ ئے جرح شروع کړه. هغوئ تپوس وکړو چه”تاسو په کُوم طاقت يا دَ چا په نُوم دا کار کړے دے؟“ ٨ بيا پطروس له رُوحُ القُدس نه معمُور شو اَؤ جواب ئے ورکړو،”اَئے دَ خلقو حاکمانو اَؤ مشرانو! ٩ که چرے نن زمُونږ نه دَ هغه ناجوړه سړى دَ روغيدو په حقله تپوس کوئ چه هغه څنګه روغ شو، ١٠ نو دَ دے دا جواب دے چه تاسو ته اَؤ دَ بنى اِسرائيلو ټول اُمت ته دِ معلُوم وى چه دا سړے دَ هغه عيسىٰ مسيح ناصرى دَ نُوم په قوت سره روغ جوړ ولاړ دے کُوم چه تاسو په سولئ کړے وُو اَؤ خُدائے هغه دَ مړو نه بيا ژوندے کړو. ١١ دا عيسىٰ هم «هغه کاڼے دے چه تاسو ګلکارانو رد کړے وُو اَؤ هغه دَ ګُټ سر کاڼے شو.» ١٢ دَ بل هيچا په وسيله خلاصُون نِشته ځکه چه په ټوله دُنيا کښے بل نُوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چه په هغے مُونږ خلاصُون ومُومو.“ ١٣ کله چه دوئ دَ پطروس اَؤ يوحنا زړۀ ورتيا وليده اَؤ دا هم ورته معلُومه شوه چه دوئ خو عام اَؤ بے علمه خلق وُو،نو هغوئ حيران شول اَؤ وئے پيژندل چه دا خو دَ عيسىٰ ملګرى وُو. ١٤ کله چه هغوئ هغه سړے روغ جوړ دَ دوئ سره ولاړ وليدلو نو دَ هغوئ سره هيڅ جواب نۀ وُو. ١٥ نو هغوئ هغو ته حُکم ورکړو چه دَ جرګے نه وزئ اَؤ بيا ئے په خپله په دے خبره بحث شروع کړو. ١٦ هغوئ ووئيل چه ”مُونږ ته دَ دے سړو سره څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه په بيتُ المُقدس کښے هر چا ته معلُومه ده چه يوه نا آشنا مُعجزه دَ دوئ دَ لاسه څرګنده شوے ده اَؤ مُونږ ترے انکار نۀ شُو کولے. ١٧ خو دَ دے دَ پاره چه په خلقو کښے دا خبره نوره خوره نۀ شى نو غوره به دا وى چه مُونږ هغوئ ته خبردارے ورکړُو چه دَ دے نه پس به په دغه نُوم دَ هيچا سره خبرے نۀ کوئ.“ ١٨ بيا ئے هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ په سختئ سره ئے حُکم ورکړو چه ”دَ عيسىٰ په نُوم هر قسم تعليم مه ورکوئ اَؤ نۀ به په عام اُولس کښے خبرے کوئ.“ ١٩ خو پطروس اَؤ يوحنا هغوئ ته په جواب کښے ووئيل،”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا دَ خُدائے په نظر کښے دا خبره دُرسته ده چه مُونږ دَ هغۀ په ځائے ستاسو حُکم ومنُو. ٢٠ مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ خبرولو نه هيڅ کله نۀ شُو منع کيدے کُوم چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى.“ ٢١ جرګے دا خبردارے په سختئ سره ورکړو اَؤ هغوئ ئے پريښودل اَؤ په دے پوهه شول چه دوئ له سزا ورکول نامُمکنه ده ځکه چه ټول خلق دَ دے شوى کار په وجه دَ خُدائے په لوئ کولو لګيا وُو. ٢٢ په کُوم سړى چه دَ روغولو دا مُعجزه څرګنده کړے شوے وه،دَ هغۀ عُمر دَ څلويښتو کالو نه زيات وُو.

دَ ايماندارانو دَ زړۀ ورتيا دَ پاره دُعا

٢٣ کله چه پطروس اَؤ يوحنا پريښے شول نو هغوئ خپلو ملګرو ته لاړل اَؤ هغه هر څۀ ئے ورته ووئيل څۀ چه مشرانو کاهنانو اَؤ سردارانو هغوئ ته وئيلى وُو. ٢٤ کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ په جمع دَ خُدائے نه دُعا وکړه،”اَئے مالِکه! دَ مزکے آسمان اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په دے کښے دى دَ هغو جوړوُونکيه! ٢٥ چا چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله دَ خپل خادم داؤد په خُلۀ دا وئيلى وُو چه: «غير قومُونه ولے په قهر شول اَؤ اُمتُونه بے ځايه سازشونه ولے کوى؟ ٢٦ دَ دُنيا بادشاهان پورته شول اَؤ حاکمان دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح په خلاف يو ځائے شول.» ٢٧ هيروديس اَؤ يونطُوس پيلاطوس دَ غيرو قومُونو اَؤ اِسرائيليانو سره په دے ښار کښے ستا دَ پاک خادم عيسىٰ چه تا مسح کړے دے په خلاف يو ځائے شول، ٢٨ چه هغه هر څۀ وکړى کُوم چه ستا دَ لاس لاندے اَؤ ستا په حُکم دَ مخکښے نه مُقرر شوى وُو. ٢٩ اَؤ اوس اَئے مالِکه! دَ هغوئ زورنے ته پام وکړه اَؤ خپلو غلامانو ته دا قوت ورکړه چه مُونږ ښۀ په زړورتيا سره ستا کلام بيان کړُو. ٣٠ خپل لاس راُوږد کړه چه ستا دَ پاک خادم عيسىٰ په نُوم دَ روغولو مُعجزے څرګندولو اَؤ عجيبه کارُونو عمل جارى پاتے شى.“ ٣١ کله چه هغوئ خپله دُعا ختمه کړه نو په کُوم کور کښے چه هغوئ راغونډ شوى وُو،هغه وجړقيدلو اَؤ ټول په رُوحُ القُدس معمُور شول اَؤ دَ خُدائے کلام ئے ښۀ په زړۀ ورتيا بيان کړو.

دَ مال شراکت

٣٢ دَ عيسىٰ دَ منُونکو ډلے پُوره په اِخلاص سره يووالے لرلو اَؤ په هغوئ کښے يو کس هم دَ يو څيز دَ پاره دا دعوىٰ نۀ کوله چه ګنى دا دَ هغۀ دے بلکه په هر يو شى کښے شريک وُو. ٣٣ اَؤ چه رسُولانو پُوره په زړۀ ورتيا سره دَ عيسىٰ دَ بيا راژوندى کيدو شهادت کاوو نو په خلقو باندے ډير اثر کيدو اَؤ دَ خُدائے فضل پرے وُو. ٣٤ په هغوئ کښے يو کس هم حاجتمند نۀ وُو ځکه چه دَ هر چا چه څۀ مزکه يا کور وُو،هغه ئے خرڅ کړل اَؤ دَ هغے قيمت ئے راوړلو، ٣٥ اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے به ئے هغه پيسے کيښودلے. بيا هغه پيسے هر هغه يو ته ورکړے شوے چا ته چه ئے حاجت وُو. ٣٦ اَؤ يُوسف نُومے يو ليوى وُو چه رسُولانو به ورته برنبا وئيل چه معنے ئے مرسته کوُونکے ده اَؤ هغه له اصله دَ قبرص اوسيدُونکے وُو. ٣٧ اَؤ دَ هغۀ يو پټے وُو کُوم چه هغۀ خرڅ کړو. هغۀ پيسے ئے راوړے اَؤ هغه ئے دَ رسُولانو په پښو کښے کيښودلے.

عمال د رسُولانو 5

حننياه اَؤ سفيره

١ خو يو بل سړے وُو چه حننياه نوميدو اَؤ سفيره نُومے ښځه ئے وه چا چه جائيداد خرڅ کړو. ٢ اَؤ خپلے ښځے په مصلحت ئے دَ قيمت څۀ حصه دَ ځان سره وساتله اَؤ څۀ ئے راؤړه اَؤ دَ رسُولانو په پښو کښے ئے کَيښودله. ٣ خو پطروس ووئيل چه”حننياه! دا شيطان درباندے څنګه غالب شو چه تۀ رُوحُ القُدس ته دروغ وائے اَؤ دَ قيمت څۀ حصه دِ ځان ته پريښوه؟ ٤ تر څو چه درسره وه دا ستا نۀ وه څۀ؟ هر کله دا خرڅه شوه نو بيا دا ستا نۀ وه څۀ؟ نو تا بيا دا فيصله څنګه وکړه؟ تا يواځے بُنيادمو ته دروغ نۀ دى وئيلى بلکه خُدائے ته!“ ٥ کله چه حننياه دا خبرے واؤريدے نو هغه راپريوتو اَؤ مړ شو اَؤ نورو ټولو چه دا واؤريدل نو ويرے واخستل. ٦ بيا ځوانان راپاسيدل دَ هغه لاش ئے په کفن کړو،يوے وړو اَؤ ښخ ئے کړو. ٧ بيا درے ګينټے پس دَ هغۀ ښځه راغله اَؤ څۀ چه شوى وُو دَ هغے ورته هيڅ پته نۀ وه. ٨ پطروس هغے ته مخ راواړوو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”ووايه! تا ته دَ مزکے دومره دومره قيمت درکړے شوے وُو؟“ هغے ووئيل چه”هو،هم دغه قيمت وُو.“ ٩ بيا پطروس ووئيل،”نو بيا تاسو دواړو دَ رُوحُ القُدس آزميښت څۀ له کولو؟ ګوره! په دروازه کښے هغه خلق ولاړ دى چا چه ستا خاوند ښخ کړو اَؤ هغوئ به تا هم يو سى؟!“ ١٠ اَؤ ناڅاپى هغه دَ هغۀ په پښو کښے راپريوته اَؤ مړه شوه. کله چه ځوانان دَ ننه راغلل هغوئ هغه مړه ومُونده نو هغوئ هغه يوړه اَؤ دَ خاوند په خوا کښے ئے ښخه کړه. ١١ اَؤ په ټول جماعت اَؤ په هغه ټولو خلقو ويره خوره شوه چا چه دا خبرے واؤريدلے.

نخښے اَؤ عجيبه کارُونه وشول

١٢ نخښے اَؤ عجيبه کارُونه دَ خلقو دَ وړاندے دَ رسُولانو دَ لاسه ظاهر شول. هغوئ به دَ سليمان په ډوډئ کښے په يوه صلاح راغونډيدل. ١٣ اَؤ دَ بهر نه دَ دوئ سره هيچا ګډُون نۀ کولو سره دَ دے چه اکثرو خلقو به دَ دوئ تعريف کولو. ١٤ اَؤ سيوا لا دا چه ډيرو سړو اَؤ ښځو چه په مالِک ئے ايمان راوړو په ډله کښے شامل شول. ١٥ بلکه لا دا چه بيماران به ئے کُوڅو ته راويستل اَؤ هلته به ئے په بسترو اَؤ کټُونو کيښودل دَ دے دَ پاره چه دَ پطروس سورے دَ تيردو په وخت په يو يا په بل پريوزى. ١٦ اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ ګير چاپيره ښارُونو خلقو به هغه څوک ورته راوستل چه بيماران وُو اَؤ يا پيريانو نيولى وُو اَؤ هغوئ ټول روغ شول.

رسُولانو ته سزا ورکول

١٧ بيا مشر کاهن اَؤ دَ هغۀ ملګرى صدُوقيان دَ حسد دَ لاسه را اُوچت شول. ١٨ هغوئ رسُولان ګرفتار کړل اَؤ په حوالات کښے ئے بند کړل. ١٩ خو د مالِک يوے فرښتے دَ شپے دَ قيد خانے دروازے خلاصے کړلے،هغوئ ئے بهر راووستل اَؤ وئے وئيل، ٢٠ ”ځئ،دَ خُدائے په کور کښے ودريږئ اَؤ خلقو ته دَ نوى ژوندُون ټولے خبرے وښيئ.“ ٢١ دغه شان هغوئ دَ خُدائے کور ته سحر مال ننوتل اَؤ تعليم ئے ورکاوو. کله چه مشر کاهن دَ خپلو ملګرو سره راورسيدو نو دَ اِسرائيل دَ قوم لويه جرګه ئے راوغوښته اَؤ دَ قيديانو دَ راوستلو دَ پاره ئے څوک قيد خانے ته واستول. ٢٢ خو چه سپاهيان قيد خانے ته ورغلل نو رسُولان ئے هلته ونۀ مُوندل،نو هغوئ واپس راغلل اَؤ خبر ئے ورکړو ٢٣ چه”مُونږ دَ قيد خانے هر يو ځائے مکمل بند وليدو اَؤ مُحافظان په دروازو کښے په خپلو ځايُونو ولاړ وُو خو چه ورُونه مو بيرته کړل نو دَ ننه په کښے هيڅوک نۀ وُو!“ ٢٤ کله چه دَ خُدائے دَ کور واکدار اَؤ مشر کاهنانو دا واؤريدل نو حيران شول چه دَ دے اَنجام به څۀ وى. ٢٥ اَؤ بيا يو سړى دا خبر راؤړو چه”ګورئ! کُوم سړى چه تاسو په قيد خانے کښے اچولى وُو هغوئ خو هلته دَ خُدائے په کور کښے خلقو ته تعليم ورکوى!“ ٢٦ په دے آؤريدو دَ خُدائے دَ کور واکدار سره دَ سپاهيانو ورغے اَؤ راوئے نيول خو هيڅ زور ئے له دے ويرے اِستعمال نۀ کړو چه خلق مو سنګسار نۀ کړى. ٢٧ نو هغوئ ئے راوستل اَؤ دَ جرګے دَ وړاندے ئے ودرول اَؤ مشر کاهنانو خپله جرح شروع کړه چه ٢٨ ”مُونږ تاسو په سختئ سره منع کړى وئ چه په هغه نُوم تعليم مه ورکوئ. ګورئ،تاسو خو دا تعليم په ټول بيتُ المُقدس کښے خور کړے دے اَؤ دا کوشش کوئ چه دَ هغه سړى وينه زمُونږ په غاړه کړئ!“ ٢٩ خو پطروس اَؤ دَ هغۀ نورو رسُولانو ملګرو جواب ورکړو چه ”مُونږ به دَ بنى آدمو نه،بلکه دَ خُدائے حُکم منُو. ٣٠ زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو خُدائے هغه عيسىٰ چه تاسو په سولئ کړے اَؤ وژلے وُو،بيا راژوندے کړو. ٣١ دا هغه دے چه خُدائے په خپل ښى لاس کښينولے دے اَؤ سردار اَؤ خلاصُونکے ئے ګرزولے دے دَ دے دَ پاره چه بنى اِسرائيل توبه ګار کړى اَؤ ګُناهُونو معافى ورله ورکړى. ٣٢ اَؤ مُونږ اَؤ رُوحُ القُدس دَ دے هر څۀ شاهدان يُو،يعنے هغه رُوحُ القُدس چه خُدائے هغه چا ته ورکړے دے چه دَ هغۀ تابعدار دى.“ ٣٣ په دے دَ هغوئ زړۀ سُورے شو اَؤ دا ئے غوښتل چه هغوئ رسُولان مړۀ کړى. ٣٤ خو جرګے يو غړے چه ګملى ايل نومے يو فريسى وُو راپاڅيدلو چه دَ شريعت اُستاذ اَؤ په خلقو کښے ډير غزتمند وُو. هغۀ دا تجويز پيش کړو چه دا سړى دِ لږے شيبے له بهر کړے شى. ٣٥ بيا هغۀ ووئيل چه”اَئے اِسرائيليانو! دَ دے خلقو په فيصله کولو کښے لږ پام کوئ. ٣٦ ځکه چه څۀ مُوده وړاندے تيوداس هم دا دعوىٰ کړے وه چه زَۀ هم څۀ يم،اَؤ خوا اَؤ شا څلور سوه تنه ورسره ملګرى شوى وُو،خو هغه قتل کړے شو اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول. ٣٧ دَ هغۀ نه پس دَ مردُم شمارئ په ورځو کښے دَ ګليل دَ صوبے يو يهُوداه نومے سړے پورته شو اَؤ ډير خلق دَ هغۀ په لسمے باغيان شول،خو هغه هم هلاک شو اَؤ ټوله ډله ئے خوره وره شوه. ٣٨ نو اوس دغه شان په دے سړو هم څۀ غرض مه لرئ. زَۀ تاسو ته وايم،دوئ پريږدئ ځکه چه که په دے خبرے اَؤ په عمل کښے دَ بنى آدمو لاس وى نو دا به په خپله ختم شى. ٣٩ خو که چرے دا دَ خُدائے دَ طرفه وى نو تاسو ئے هيڅ کله هم نۀ شئ ختمولے اَؤ دَ خُدائے سره مقابله مه کوئ.“ ٤٠ هغوئ دَ ګملى ايل مشوره ومنله اَؤ رسُولان ئے راوبلل اَؤ په کروړو ئے ووهل،بيا ئے هغوئ ته حُکم ورکړو چه دَ عيسىٰ په نُوم تعليم مه ورکوئ،نو بيا ئے رسُولان پريښول. ٤١ نو هغه رسُولان دَ جرګے نه په دے خوشحالئ راووتل چه هغوئ دَ دے جوګه وګڼلے شول چه دَ هغۀ په نُوم دِ سپک کړے شى. ٤٢ اَؤ هره ورځ هغوئ دَ خُدائے په کور کښے اَؤ په کُورونو کښے تعليم ورکول جارى وساتلو اَؤ دا زيرے ئے ورکاوو چه عيسىٰ مسيح دے.

عمال د رسُولانو 6

اُووۀ کسان نامزد کيدل

١ په هغه ورځو کښے چه دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمار زياتيدو نو په يُونانى ويُونکو اَؤ عبرانى ويُونکو يهُوديانو کښے اِختلاف پيدا شو. دَ اولنے ډلے دا شکايت وُو چه دَ هغوئ کونډو ښځو دَ روزانه خوراک په ويش کښے بے پرواهى کيږى. ٢ نو هغه دولسو رسُولانو دَ عيسىٰ منُونکو ټوله جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه”دا زمُونږ دَ پاره مناسب نۀ دى چه مُونږ دَ خُدائے کلام آؤرول پريږدُو اَؤ دَ خوراک څښاک بندوبست کوُو. ٣ نو ځکه اَئے ملګرو! اُووۀ نيک کسان غوره کړئ چه هغه دَ رُوحُ القُدس نه معمُور وى اَؤ عقل هم په کښے وى اَؤ مُونږ به ئے دَ دے کارُونو دَ پاره مُقرر کړو. ٤ خو مُونږ به په دُعا اَؤ کلام آؤرولو کښے لګيا يُو.“ ٥ دا تجويز دَ هر چا خوښ شو اَؤ هغوئ دا کسان خوښ کړل،يعنے ستِفانوس چه ايمان ئے پوخ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور وُو،اَؤ فيليپوس،پروخوروس،نيکانور،تيمون،پَرمناس اَؤ نيکلاس انطاکى چه څۀ مُوده وړاندے يهُودى شوے وُو. ٦ هغوئ دا کسان رسُولانو ته وړاندے کړل اَؤ هغوئ دُعا وکړه اَؤ په هغوئ ئے خپل لاسُونه کيښودل. ٧ څنګه چه دَ خُدائے کلام خوريدو نو په بيتُ المُقدس کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو شمير په تيزئ سره زياتيدو،اَؤ ډير کاهنان هم دے دين ته راواؤړيدل.

دَ ستِفانوس ګرفتاريدل

٨ اَؤ ستِفانوس له فضل اَؤ قوت نه معمُور وُو اَؤ دَ خلقو په مخ کښے ئے ډيرے مُعجزے اَؤ لوئے لوئے کارُونه څرګندول. ٩ نو دَ آزاد شوو يهُوديانو دَ عبادت خانے نه چه ورته دَ لِبرتيان عبادت خانه وائى اَؤ دَ کورينيانو اَؤ د اسکندريانو وائى،ځنے خلقو دَ کلکيه اَؤ ايشيا يهوديانو دَ ستِفانوس سره بحث ونښلوو. ١٠ خو دَ هغۀ دَ رُوح دَ حکمت په وړاندے ټينګ نۀ شول. ١١ بيا هغوئ ځنے نور داسے خلق ولمسول چه دا اِلزام پرے ولګوى چه هغوئ دَ هغۀ دَ خُلے نه دَ مُوسىٰ اَؤ د خُدائے خلاف دَ کُفر خبرے آؤريدلى دى. ١٢ هغوئ خلق اَؤ مشران اَؤ دَ شرعے عالمان راوپارول اَؤ هغوئ ئے ورپسے کړل اَؤ ستِفانوس ئے ونيولو اَؤ جرګے ته ئے پيش کړو. ١٣ هغوئ دَ دروغو ګواهئ تيرے کړے اَؤ وئے وئيل چه”دا سړے دَ شروع راسے دَ خُدائے دَ دے کور اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت په خلاف خبرے کوى. ١٤ ځکه چه مُونږ دَ دۀ نه دا خبرے آؤريدلى دى چه هغه عيسىٰ ناصرى به دا دَ خُدائے کور وران کړى اَؤ مُوسىٰ چه مُونږ ته کُوم رسمُونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“ ١٥ اَؤ په جرګه کښے ناستو خلقو هغۀ ته ځير ځير وکتل اَؤ دَ هغۀ مخ ورته دَ فرښتے دَ مخ په شان ښکاره شو.

عمال د رسُولانو 7

دَ ستِفانوس وعظ

١ نو بيا مشر کاهن دَ ستِفانوس نه تپوس وکړو چه”دا داسے ده څۀ؟“ ٢ نو ستِفانوس جواب ورکړو،”اَئے زما ورُوڼو اَؤ دَ قوم پلارُونو! زما خبره واؤرئ! دَ جلال خاوند خُدائے زمُونږ بابا اِبراهيم ته هغه وخت ښکاره شو چه هغه لا دَ حاران په ښار کښے نۀ اوسيدو بلکه دَ ميسوپوتاميه په ملک کښے اوسيدو. ٣ نو خُدائے ورته ووئيل: «خپل ملک اَؤ خپل خپلوان پريږده اَؤ هغه ملک ته لاړ شه چه زَۀ ئے درته ښيم.» ٤ په دے هغه دَ کلدانيانو دَ ملک نه ووتو اَؤ په حاران کښے ديره شو. دَ اِبراهيم دَ پلار دَ مرګ نه پس خُدائے هغه دے ځائے ته راوستو چرته چه اوس تاسو اوسيږئ. ٥ خو خُدائے ورته يو ګز قدرے ځائے هم داسے ورنۀ کړو چه هغه ئے خپل وبولى،خو دا وعده ئے ورسره وکړه چه دا به دَ دۀ اَؤ دَ دۀ نه پس دَ دۀ اَؤلاد په قبضه کښے ورکړى،سره دَ دے چه هغه وخت ئے اَؤلاد لا نۀ وُو. ٦ خُدائے ورته داسے ووئيل چه: «دَ اِبراهيم اَؤلاد به په پردى ملک کښے دَ مُسافرو په شان اوسيږى اَؤ تر څلورو سوو کالو پورے به ورسره زياتے کيږى اَؤ غُلامان به وى.» ٧ اَؤ خُدائے ووئيل چه: «زَۀ به هغه قوم ته چه دوئ ئے غُلامان وى حُکم وکړم اَؤ دَ هغے نه پس به هغوئ آزاد شى اَؤ په دے ځائے کښے به زما عبادت کوى.» ٨ نو بيا خُدائے دَ اِبراهيم سره دَ سُنت وعده وکړله. اَؤ چه له اِبراهيم نه اِسحاق پيدا شو نو هغۀ په اتمه ورځ سُنت کړو اَؤ هغه شان اِسحاق دَ خپل زوئے يعقُوب،اَؤ يعقُوب دَ خپلو زامنو چه وروستو دَ دولسو قبيلو مشران شول. ٩ خو دَ يُوسف ورُوڼو دَ حسد په وجه يُوسف خرڅ کړو اَؤ دغه شان هغه مصر ته ورسيدو. خو خُدائے دَ هغۀ مل وُو، ١٠ اَؤ هغه ئے دَ خپلو ټولو تکليفونو نه خلاص کړو. اَؤ خُدائے هغۀ ته داسے فضل اَؤ حِکمت ورکړو چه دَ مِصر دَ فرعون په وړاندے مقبُول شو اَؤ فرعون دَئے دَ ټول مصر اَؤ خپلے شاهى کورنئ واکدار کړو. ١١ خو په ټول مِصر اَؤ دَ کنعان په ملک قحط راغے اَؤ سخته تنګسيا راغله اَؤ زمُونږ دَ پلارُونو سره دَ خوراک هيڅ شے نۀ وُو. ١٢ خو کله چه يعقُوب واؤريدل چه هلته په مِصر کښے غله شته نو هغۀ زمُونږ پلارُونه په اول ځل هلته واستول. ١٣ په دويم ځل يُوسف خپلو ورُوڼو ته خپل ځان څرګند کړو اَؤ فرعون ته دَ هغۀ دَ خاندان په حقله پته ولګيده. ١٤ نو يُوسف خپل پلار يعقُوب اَؤ خپلو ټولو رشته دارانو ته چه شمار کښے ټول ټال پنځۀ اؤيا کسان وُو،بلنه ورکړه. ١٥ اَؤ بيا يعقُوب مِصر ته لاړو اَؤ هلته هغه اَؤ زمُونږ پلارُونه اَؤ نيکُونه مړۀ شول. ١٦ اَؤ دَ هغوئ لاشُونه بيا شِکم ښار ته يووړے شول اَؤ هلته په قبرونو کښے ښخ کړے شول،کُوم چه اِبراهيم دَ بنى همور نه په شِکِم ښار کښے په بيعه اخستے وُو. ١٧ کله چه دَ اِبراهيم سره دَ خُدائے هغه کړے وعده دَ پُوره کيدو وخت رانزدے شو نو زمُونږ قوم په مصر کښے په شمير زيات شو. ١٨ آخر دا چه په مصر کښے يو بل بادشاه په تخت کښيناستو چا چه يُوسف نۀ پيژندو. ١٩ هغۀ زمُونږ دَ قوم سره ټګى وکړله اَؤ زمُونږ مشران ئے په ظُلم دے ته مجبور کړل چه خپل بچى بهر وغورزوى چه ژوندى پاتے نۀ شى. ٢٠ هم په دغه وخت مُوسىٰ پيدا شو. هغه يو ښکلے ماشوم وُو اَؤ دَ خُدائے خوښ وُو اَؤ تر دريو مياشتو پورے هغه دَ خپل پلار په کور کښے وساتلے شو. ٢١ اَؤ هر کله چه هغه وغورزولے شو نو دَ فرعون لُور په خپله هغه واخستو اَؤ دَ خپل زوئے په شان ئے وساتلو. ٢٢ نو مُوسىٰ دَ مصريانو دَ ټول حکمت اَؤ پوهے تعليم ومُوندو اَؤ هغه په کارُونو اَؤ کلام کښے ښۀ قابل شو. ٢٣ مګر چه هغه دَ څلويښتو کالو شو،نو دَ هغۀ په زړۀ کښے دا خيال پيدا شو چه هغه دَ خپلو وطنيانو اِسرائيليانو سره ليدۀ کاتۀ وکړى. ٢٤ هغۀ وکتل چه په هغوئ کښے دَ يو سره بد سلُوکى وشوه نو هغه دَ هغۀ دَ مدد دَ پاره ورغلو اَؤ دَ مظلُوم بدل ئے دَ مِصرى نه واخستو اَؤ مړ ئے کړو. ٢٥ اَؤ دَ هغۀ خيال وُو چه دَ دَۀ وطنيان به په دے پوهه شى چه دَ دَۀ په وسيله خُدائے ورته خلاصُون ورکوى،خو هغوئ پوهه نۀ شول. ٢٦ بله ورځ هغۀ دوه داسے کسان وليدل چه سره جنګيدل،اَؤ دَ هغوئ دَ جګړے دَ ختمولو کوشش ئے وکړو. مُوسىٰ ورته ووئيل چه:«اَئے زلمو! تاسو خو ورُوڼه يئ،نو ولے تاسو دَ يو بل سره بدسلُوکى کوئ؟» ٢٧ خو کُوم يو زلمى چه دَ خپل ګاونډى سره ظلم کولو نو دَئے ئے ديکه کړو اَؤ وئے وئيل چه «دا تۀ لا چا په مُونږ حاکم اَؤ مُنصف جوړ کړے؟ ٢٨ آيا تۀ ما هم دَ پرونى مِصرى په شان مړ کول غواړے څۀ؟» ٢٩ مُوسىٰ دَ دے خبرے په آؤريدو دَ ملک نه وتښتيدو اَؤ دَ ميديانو په ملک کښے ديره شو. هلته د هغۀ دوه زامن پيدا شول. ٣٠ کله چه څلويښت کاله پُوره شول نو دَ سينا دَ غر په صحرا کښے يو دَ اور لمبے وهُونکى بوټى دَ شُغلو نه يوه فرښته ورته ښکاره شوه. ٣١ مُوسىٰ دَ هغے په ليدو حيران شو خو چه هغه دَ ښۀ ليدو دَ پاره ورنزدے شو نو دَ رب آواز ئے واؤريدو چه: ٣٢ «زَۀ ستا دَ پلارُونو نيکُونو خُدائے يم،دَ اِبراهيم اَؤ دَ اِسحاق اَؤ دَ يعقُوب خُدائے يم.» اَؤ مُوسىٰ دَ ويرے نه رپيدو اَؤ ورته ئے کتلے نۀ شول. ٣٣ بيا رب هغۀ ته ووئيل: «خپل پيزار وباسه،په کُوم ځائے چه تۀ ولاړ يئے،دا پاکه مزکه ده. ٣٤ ما بے شکه ليدلى دى چه زما خلق په مِصر کښے څومره په تکليف کښے دى. دَ هغوئ اسويلى مے آؤريدلى دى اَؤ زَۀ دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره راکُوز شوے يم. نو اوس پاڅه چه زَۀ تا مصر ته وليږم.» ٣٥ دا مُوسىٰ چه اِسرائيليانو په دے ټکو رد کړے وُو چه تۀ چا زمُونږ حاکم اَؤ مُنصف جوړ کړے يئے؟ هم دغه سړے خُدائے په خپله حاکم اَؤ خلاصوُونکے مُقرر کړو. دَ هغه فرښتے په وسيله ئے وليږلو چه ورته په بوټى کښے ښکاره شوے وه. ٣٦ هم دغه مُوسىٰ وُو چه هغوئ ئے دَ مصر نه بهر وويستل اَؤ په مصر اَؤ په بحرِ قُلزم کښے اَؤ تر څلويښتو کالو پورے ئے په صحرا کښے عجيبه کارُونه اَؤ نخښے ښکاره کولے. ٣٧ دا هم هغه مُوسىٰ دے چه اِسرائيليانو ته ئے ووئيل : «خُدائے به تاسو ته دَ خپل قوم نه ستاسو دَ پاره زما په شان يو نبى پيدا کړى.» ٣٨ کله چه دوئ په صحرا کښے راغونډ شوى وُو نو دغه مُوسىٰ دَ سينا په غرۀ دَ فرښتے سره اَؤ زمُونږ دَ پلارُونو اَؤ نيکُونو سره ئے خبرے وکړے،اَؤ دَ خُدائے هغه ژوندے کلام ئے ومُوندو چه مُونږ ته ئے راورسوى. ٣٩ خو زمُونږ پلارُونو نيکُونو دَ هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو اَؤ هغوئ دا غوښتل چه مصر ته بيرته لاړ شى. ٤٠ اَؤ هارُون ته ئے ووئيل چه: «مُونږ له داسے خدايان جوړ کړه چه زمُونږ نه وړاندے ځى. هغه مُوسىٰ چه مُونږ ئے دَ مِصر نه راويستلو،خبر نۀ يو چه په هغۀ څۀ وشول.» ٤١ نو هغه وخت هغوئ دَ سخى په شکل يو بُت جوړ کړو اَؤ هغه بُت ته ئے قُربانى وکړه اَؤ دَ خپلو لاسُونو جوړ شوى څيز دَ پاره ئے خُوشحالى وکړله. ٤٢ خو خُدائے دَ هغوئ نه مخ واړولو اَؤ هغوئ ئے پريښودل چه دَ آسمان دَ لښکر عبادت وکړى لکه چه دَ نبيانو په کتاب کښے ليکلى دى: «اَئے اِسرائيليانو! آيا تاسو ما ته په صحرا کښے

دَ هغه څلويښتو کالو قُربانئ پيش کړے؟

٤٣ نه! تاسو خو دَ مولک خيمه اَؤ دَ رفان خُدائے ستورے ځان ته واخستلو، هغه بُتان چه تاسو دَ سجدو دَ پاره جوړ کړى وُو. نو زَۀ به تاسو دَ بابل نه هغه خوا بوزم.» ٤٤ زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره په صحرا کښے دَ شهادت خيمه وه،لکه چه مُوسىٰ ته خُدائے حُکم کړے وُو چه په هغه رنګ ئے جوړه کړه په کوُمه نمُونه چه هغۀ ليدلے وه. ٤٥ اَؤ پلارُونو نيکُونو دَ يشوع سره هغه خيمه راؤړه،کله چه هغوئ دَ هغه قومُونو په ملک قبضه وکړه کُوم چه دَ دوئ په وړاندے خُدائے وويستل. دا خيمه دَ داؤد تر ورځو پورے وه. ٤٦ په داؤد دَ خُدائے فضل وُو چه دا سوال ئے وکړو چه دَ يعقُوب دَ خُدائے دَ پاره دَ ديرے جوړولو اِجازت راکړه. ٤٧ خو سليمان دَ هغۀ دَ پاره کور جوړ کړو. ٤٨ سره دَ دے چه الاعلىٰ دَ سړو په جوړ کړو کُورُونو کښے نۀ اوسى،لکه چه نبى وائى: ٤٩ «آسمان زما تخت دے اَؤ مزکه زما دَ پښو تيکه ده تاسو به زما دَ پاره څۀ قِسم کور جوړ کړئ؟ رب وائى چه زما دَ آرام ځائے چرته دے؟ ٥٠ آيا دا ټول څيزُونه ما نۀ دى جوړ کړى؟» ٥١ تاسو څومره سر کښ يئ! په زړُونو کښے لا تر اوسه کافر اَؤ رښتياؤ ته کاڼۀ يئ! تاسو هميشه دَ رُوحُ القُدس سره جنګيږئ لکه چه ستاسو پلارُونو نيکُونو کول! ٥٢ داسے يو نبى هم شته چه ستاسو پلارُونو نۀ وى عذابولے؟ هغوئ هغه نبيان ووژل چه دَ صادِق دَ راتلو پيشن ګوئى ئے کړے وه. اَؤ اوس تاسو په هغه صادِق مُخبرى وکړه اَؤ مړ مو کړو. ٥٣ تاسو ته دَ خُدائے دَ فرښتے په وسيله شريعت درکړے شو خو تاسو امانت ونۀ ساتلو!“

دَ ستِفانوس سنګسار کيدل

٥٤ دَ جرګے دَ خلقو په دے خبره زړُونه سُورى شول اَؤ په غُصه کښے ئے غاښُونه چيچل. ٥٥ اَؤ ستِفانوس چه په رُوحُ القُدس معمُور وُو اَؤ آسمان ته ئے ځير وکتل نو هغۀ دَ خُدائے جلال وليدو اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے ښى لاس ته ولاړ وُو. ٥٦ هغۀ ووئيل چه”ګورئ! آسمان پرانستے دے اَؤ زَۀ اِبن آدم دَ خُدائے په ښى لاس ولاړ وينم!“ ٥٧ په دے هغوئ په زوره چغے کړے اَؤ خپل غوږُونه ئے بند کړل. بيا هغوئ په هغۀ ورمنډے کړے، ٥٨ اَؤ هغه ئے دَ ښار نه بهر وويستو اَؤ سنګسار ئے کړو. اَؤ ګواهانو خپلے جامے دَ ساؤل نُومے يو ځوان سړى په پښو کښے کيښولے. ٥٩ نو هغوئ ستِفانوس سنګسار کړو اَؤ چه هغوئ داسے وکړل نو هغۀ چغے کړے چه”اَئے مالِکه عيسىٰ! زما رُوح قبُول کړه!“ ٦٠ بيا هغه په زنګُنونو شو اَؤ په زوره ئے چغے کړے،”مالِکه! دوئ په دے ګُناه مه نيسه!“اَؤ دا وئيلو سره ئے ساه ورکړه.

عمال د رسُولانو 8

١ اَؤ ساؤل هم په هغه کسانو کښے وُو چه دَ هغۀ په مرګ راضى وُو

دَ ساؤل جماعت ربړَول

اَؤ هم هغه ورځ دَ بيتُ المُقدس په جماعت سخت ربړول شروع شول اَؤ دَ رسُولانو نه بغير نور ټول عيسىٰ منُونکى دَ يهُوديه اَؤ سامريه په ملکُونو کښے خوارۀ وارۀ شوى وُو. ٢ ستِفانوس عيسىٰ منُونکو ښخ کړو اَؤ هغوئ ډيره ژړا پرے وکړه. ٣ په دے دوارن کښے ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ننوتو اَؤ عيسىٰ منُونکى سړى اَؤ ښځے ئے نيول اَؤ قيد خانے ته ئے بوتلل.

په سامريه کښے دَ زيرى وعظ کول

٤ اَؤ هغه دَ عيسىٰ منُونکى چه په ملک کښے خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ په هر ځائے کښے دَ کلام زيرے آؤرولو. ٥ نو فيليپوس دَ سامريه يو ښار له راغے اَؤ هغوئ ته ئے دَ مسيح په باب کښے وعظ وکړو. ٦ اَؤ هغه ګڼلو خلقو چه دَ فيليپوس خبرے په غور واؤريدلے اَؤ دَ هغۀ مُعجزے ئے وليدلے نو دَ هغۀ وعظ ته ئے غوږ کيښودلو ٧ چه دَ ډيرو پيريانو نيولو نه پيريان په اُوچتو چغو راووتل اَؤ ډير شل اَؤ ګوډ خلق روغ شول. ٨ اَؤ په هغه ښار کښے لويه خوشحالى وه. ٩ اَؤ په هغه ښار کښے شمعُون نومے يو سړے وُو چه دَ څۀ مُودے نه دَ جادُو په زور ئے سامريان خپل ځان ته را اړولى وُو اَؤ ځان ئے لوئے ګڼلو. ١٠ اَؤ هغوئ ټولو لويو اَؤ وړو دَ هغۀ خبرے په غور آؤريدلے وے. هغوئ وئيل چه”دا سړے دَ خُدائے هغه قُدرت دے چه ورته لوئے وائى.“ ١١ هغوئ دَ هغۀ خبرے ځکه آؤريدلے چه تر ډيرے مُودے ئے دَ خپل جادُو په زور حيران کړى وُو. ١٢ خو چه هغوئ دَ فيليپوس په هغه زيرى ايمان راؤړو چه دَ خُدائے په بادشاهئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ نُوم په باب کښے ئے آؤرولو نو هغه سړو اَؤ ښځو بپتسمه واخستله. ١٣ تر دے چه شمعُون په خپله ايمان راوړو اَؤ بپتسمه ئے واخستله اَؤ دَ دے نه پس فيليپوس سره پاتے شو اَؤ هغه دَ دے زورَورو نخښو اَؤ عجيبه کارُونو په وجه حيران پاتے شو. ١٤ بيا په بيتُ المُقدس کښے رسُولانو واؤريدل چه سامريانو دَ خُدائے کلام قبُول کړو نو هغوئ پطروس اَؤ يوحنا ورواستول. ١٥ هغوئ هلته لاړل اَؤ دَ عيسىٰ منُونکو دَ پاره ئے دُعا وکړله چه په دوئ دِ رُوحُ القُدس نازل شى. ١٦ ځکه چه تر دے وخته په هيچا رُوحُ القُدس نازل شوے نۀ وُو. هغوئ بس دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه اخستے وه. ١٧ نو پطروس اَؤ يوحنا په هغوئ لاسُونه کيښودل اَؤ هغوئ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول. ١٨ کله چه شمعُون وليدل چه دَ رسُولانو دَ لاس په کيښودو رُوحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پيسے وړاندے کړے، ١٩ اَؤ وئے وئيل چه”ما ته هم دغه طاقت راکړئ چه زَۀ په چا لاس کيږدم نو چه هغه په رُوحُ القُدس معمُور شى.“ ٢٠ نو پطروس جواب ورکړو،”ستا پيسے دِ تا سره غرقے شى ځکه چه ستا دا خيال وُو چه دَ خُدائے بخښنه په بيعه خرڅيږى! ٢١ په دے خبره کښے ستا نۀ برښه شته نۀ حِصه ځکه چه تۀ خُدائے ته بد نيته يئے. ٢٢ دَ دے بدئ نه توبه وکړه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا وغواړه چه دَ داسے خيال کولو درته معافى وکړى. ٢٣ زَۀ وينم چه تۀ ډير لالچى يئے اَؤ دَ ګُناه غُلام شوے يئے.“ ٢٤ نو شمعُون جواب ورکړو چه”تاسو دَ مالک نه زما په حق کښے دُعا وغواړئ چه دا څۀ چه تا ووئيل،دا په ما رانۀ شى.“ ٢٥ نو هغوئ دَ شهادت اَؤ دَ مالک دَ کلام دَ آؤرولو نه پس بيرته بيتُ المُقدس ته لاړل اَؤ په لاره کښے ئے دَ سامريانو ډيرو کلو ته دَ زيرى وعظ آؤرولو.

فيليپوس اَؤ حبشى خواجه

٢٦ بيا دَ رب فرښتے فيليپوس ته ووئيل،”روان شه! اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه غزه ته دَ سهيل په اړخ چه کُوم سړک تلے دے په هغے روان شه،دا دَ صحرا سړک دے.“ ٢٧ نو هغه روان شو اَؤ په لاره کښے يو حبشى خواجه په راتلو وليدلو. دا سړے خسى وُو اَؤ دَ حبش دَ کنداکى مَلِِکے يوئے عهده دار اَؤ دَ هغے دَ ټولے خزانے واکمن وُو. هغه بيتُ المُقدس ته عبادت له راغلے وُو. ٢٨ اَؤ اوس هغه کورته واپس روان وُو. هغه په خپل ګاډى کښے ناست وُو اَؤ دَ يشعياه نبى صحيفه ئے په زوره لوستله. ٢٩ اَؤ رُوحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چه”لاړ شه اَؤ هغه ګاډى ته نزدے شه.“ ٣٠ نو فيليپوس ورمنډے کړے، نو وائے وريدل چه هغۀ دَ يشعياه نبى صحيفه په زوره لوستله اَؤ ورته ئے ووئيل چه”تۀ چه څۀ لولے په دے پوهيږے هم څۀ؟“ ٣١ هغۀ ووئيل،”زَۀ پرے څنګه پوهيدے شم تر څو ئے چه څوک راته تشريح ونۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ خواست وکړو چه”ګاډى ته راوخيژه اَؤ ما سره کښينه.“ ٣٢ هغۀ چه کُومه صحيفه لوستله هغه دا وه: «هغه دَ ګډے په شان حلالولو له بوتلے شو اَؤ دَ هغه ګډُورى په شان چه سکښتُونکى ته چُپ وى اَؤ خپله خُلۀ نۀ پرانزى. ٣٣ هغه سپک کړے شو اَؤ ورسره انِصاف ونۀ شو. اَؤ څوک به دَ هغۀ دَ نسل بيان وکړى؟ ځکه چه دَ هغۀ ژوند له مزکے نه ختم کړے شو.» ٣٤ اَؤ خواجه فيليپوس ته ووئيل،”مهربانى وکړه،دا راته وښيه چه دلته نبى دَ چا په باب کښے خبرے کوى؟ دَ خپل ځان په حقله يا دَ بل چا په حقله؟“ ٣٥ فيليپوس دَ صحيفے دَ دے حصے نه خبرے شروع کړے اَؤ دَ عيسىٰ په حق کښے ئے زيرے آؤرولو. ٣٦ اَؤ چه دوئ په سړک روان وُو نو يو داسے ځائے ته ورسيدل چرته چه اوبۀ وے نو خواجه ووئيل چه”ګوره! دلته اوبۀ هم شته،نو ما اوس دَ بپتسمه آخستلو نه څۀ شے منع کولے شى؟“ ٣٧ فيليپوس ووئيل ”که تۀ دَ زړۀ ايمان لرے نو بيا ئے اخستے شے.“ هغۀ جواب ورکړو چه”زَۀ ايمان لرم چه عيسىٰ مسيح دَ خُدائے زوئے دے.“ ٣٨ اَؤ هغۀ دَ ګاډى دَ ودرولو حُکم ورکړو،بيا فيليپوس اَؤ خواجه دواړه لاندے اوبو ته کُوز شول اَؤ هغۀ ته ئے بپتسمه ورکړه. ٣٩ کله چه هغوئ له اوبو نه راووتل نو دَ رب رُوح فيليپوس بوتلو اَؤ بيا خواجه هغه ونۀ ليدو خو په خپله لار په خوشحالئ لاړو. ٤٠ بيا فيليپوس په اشدود کښے وليدلے شو اَؤ قيصريه ته دَ رسيدو نه وړاندے ئے په ټول ملک کښے سفر وکړو اَؤ په ټولو ښارُونو کښے ئے زيرے آؤرولو.

عمال د رسُولانو 9

دَ ساؤل په عيسىٰ ايمان راؤړل

١ په دے دوران کښے ساؤل لا اوس هم دَ مالِک عيسىٰ منُونکو ته دَ قتل دړکے کولے. هغه مشر کاهن ته لاړو. ٢ اَؤ درخواست ئے ورته وکړو اَؤ دَ دمشق عبادت خانو په نُوم ئے دَ دے مضمُون اَؤ اِختيار خطونه وغُوښتل چه که څوک دَ دے دين په لاره ووينم که سړے وى اَؤ که ښځه،ټول به ګرفتار کړم اَؤ بيتُ المُقدس ته به ئے راولم. ٣ هغه لا په لاره وُو اَؤ دمشق ته ورنزدے کيدو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه رڼا دَ هغۀ ګير چاپيره وځليدله. ٤ هغه په مزکه راپريوتو اؤ داسے يو آواز ئے واؤريدو چه ”ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے ربړوے؟“ ٥ هغۀ تپوس وکړو،”مالِکه! تۀ څوک يئے؟“ جواب راغے چه”زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ ئے ربړوے. ٦ خو پاڅه اَؤ ښار ته لاړ شه اَؤ تا ته به وښيلے شى چه تا ته څۀ کول په کار دى.“ ٧ په دے دوران کښے کُوم سړى چه دَ هغۀ ملګرى وُو،هغوئ غلى ولاړ وُو. هغوئ آواز خو واؤريدو خو هيڅوک ئے ونۀ ليدو. ٨ نو ساؤل له مزکے نه راپورته شو خو څۀ ئے ليدے نۀ شُو،نو هغوئ هغه دَ لاسه ونيولو اَؤ دمشق ښار ته ئے راوستو. ٩ اَؤ هغۀ تر دريو ورځو پورے څۀ نۀ ليدل اَؤ نۀ ئے څۀ خوراک څښاک کولو. ١٠ په دمشق کښے يو دَ عيسىٰ منُونکے سړے وُو چه نُوم ئے حننياه وُو. هغۀ رويا وليده اَؤ دَ مالِک دا آواز ئے واؤريدو چه وئيل ئے،”اَئے حننياه!“ هغۀ جواب ورکړو چه”مالِکه! زَۀ حاضر يم.“ ١١ مالِک هغۀ ته ووئيل چه”سمدستى هغه کُوڅے ته لاړ شه چه ورته نيغه وئيلے شى اَؤ دَ يهُوداه کره ورشه اَؤ دَ ترسوس نه يو سړے راغلے چه ساؤل ئے نُوم دے،تپوس وکړه. تۀ به هغه په دُعا ووينے.“ ١٢ هغۀ رويا وليده چه دَ حننياه نُوم سړے دَ ننه راځى اَؤ په هغۀ خپل لاس کيږدى اَؤ نظر ئے وشى.“ ١٣ خو حننياه جواب ورکړو چه”مالِکه! ما ډير ځله دَ دے سړى په حقله آؤريدلى دى اَؤ کُومے بدئ چه دَۀ ستا دَ منُونکو سره په بيتُ المُقدس کښے کړى دى،دَ هغے نه هم خبر يم. ١٤ اَؤ هغه له مشر کاهن نه دَ دے اِختيار سره دلته راغلے دے چه هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چه ستا نُوم يادوى.“ ١٥ خو مالِک هغۀ ته ووئيل چه”تۀ ضرور لاړ شه ځکه چه دا سړے مے دَ خپل خدمت دَ پاره غوره کړے دے څوک چه به غيرو قومُونو اَؤ دَ هغو بادشاهانو اَؤ اِسرائيليانو ته زما نُوم څرګندوى. ١٦ زَۀ به په خپله هغۀ ته هغه څۀ وښيم چه هغۀ ته به زما دَ خاطره څومره زغمل وى.“ ١٧ نو په دے حننياه روان شو اَؤ هغه کور ته ورغلو اَؤ په ساؤل ئے خپل لاسُونه کيښول اَؤ وئے وئيل چه”زما وروره ساؤله! مالِک عيسىٰ چه په تا په لارے پيښ شوے وُو، هغۀ زَۀ تا ته په دے عرض را استولے يم چه ستا نظر بيا وشى اَؤ تۀ په رُوحُ القُدس معمُور شے“ ١٨ اَؤ سمدستى هغۀ ته داسے معلُوميده لکه چه دَ هغۀ دَ سترګو نه پوټکى لرے شول اَؤ هغۀ بيا نظر ومُوندلو. هغه بيا پاڅيدو اَؤ بپتسمه ئے واخسته. ١٩ اَؤ دَ هغے نه پس هغۀ ډوډئ وخوړه اَؤ په وجُود کښے ئے طاقت پيدا شو.

په دمشق کښے دَ ساؤل وعظ

٢٠ ساؤل يو څو ورځے په دمشق کښے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شو اَؤ سمدستى ئے په عبادت خانو کښے دَ عيسىٰ په حق کښے وعظ کاوو چه دا دَ خُدائے زوئے دے . ٢١ چا چه دا واؤريدل نو حق حيران شول اَؤ وئے وئيل چه”دا هغه سړے نۀ دے څۀ چا چه په بيتُ المُقدس کښے هغه خلق وژل چه دَ عيسىٰ نُوم به ئے يادولو؟ اَؤ آيا دَئے خاص په دے غرض دلته نۀ وُو راغلے چه دغه خلق ګرفتار کړى اَؤ مشر کاهن له ئے بوزى؟“ ٢٢ خو دَ ساؤل وعظ ورځ په ورځ نور هم اثرناک کيدو اَؤ دَ دمشق يهُوديان ئے په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموش کول چه عيسىٰ هم مسيح دے. ٢٣ کله چه ډيرے ورځے تيرے شوے نو يهُوديان راغونډ شول اَؤ دَ ساؤل دَ مرګ سازش ئے وکړو. ٢٤ خو دَ هغوئ سازش هغۀ ته معلُوم شو. هغوئ دَ ورځے اَؤ دَ شپے دَ ښار دَ دروازو څوکئ شروع کړه، دَ دے دَ پاره چه هغه قتل کړى. ٢٥ خو دَ هغۀ ملګرو هغه دَ شپے مال دَ ښار په ديوال په يوه ټوکرئ کښے ښکته کُوز کړو.

ساؤل په بيتُ المُقدس کښے

٢٦ کله چه ساؤل بيتُ المُقدس ته ورسيدو نو هغۀ کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ منُونکو سره يو ځائے شى اَؤ په ډله کښے شامل شى خو هغوئ ټول دَ هغۀ نه ويريدل ځکه چه دَ هغوئ په دے يقين نۀ راتلو چه ګنى هغۀ ايمان راؤړے دے. ٢٧ خو برنبا هغه دَ لاسه ونيولو،رسُولانو له ئے بوتلو اَؤ دَ هغوئ سره ئے پيژندګلى وکړه اَؤ هغوئ ته ئے هغه قِصه تيره کړه چه ساؤل دَ سفر په دوران کښے مالِک څنګه ليدلے اَؤ دَ هغۀ آواز ئے آؤريدلے وُو اَؤ دا چه هغۀ په دمشق کښے څرنګ په زړۀ ورتيا سره دَ عيسىٰ په باب کښے وعظ کاوو. ٢٨ بيا ساؤل دَ هغوئ سره پاتے شو اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ هغوئ سره آزاد ګرزيدو،اَؤ هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا اَؤ په ډاګه دَ مالِک په باب کښے وعظ کاوو. ٢٩ اَؤ دَ يُونانى ژبه ويُونکو يهُوديانو سره ئے خبرے اَؤ مُناظرے کولے،خو هغوئ بيا دَ هغۀ دَ قتل کوشش وکړو. ٣٠ اَؤ کله چه دَ عيسىٰ منُونکى دَ دے نه خبر شول نو هغوئ ورسره تر قيصريه پورے جلب وکړو اَؤ ترسوس ته ئے رُخصت کړو. ٣١ په دے دوران کښے په يهُوديه،ګليل اَؤ سامريه کښے هر چرته جماعت په قلاره وُو اَؤ مضبوطيا ئے ومُونده اَؤ دَ مالِک په ويره کښے اَؤ دَ رُوحُ القُدس په ملګرتيا کښے ئے ترقى مُونده اَؤ شمير ئے زياتيدو.

دَ اينياس روغول

٣٢ اَؤ پطروس په هر ځائے ګرزيدوز يو ځل هغه لُده نومے ځائے ته دَ عيسىٰ منُونکو ليدو له راغے. ٣٣ هلته هغۀ اينياس نُومے سړے وليدو چه دَ اتو کالو راسے دَ فالج دَ لاسه په کټ کښے پروت وُو. ٣٤ پطروس هغۀ ته ووئيل چه”اينياسه! عيسىٰ مسيح دِ جوړوى! پاسه اَؤ بستره دِ ونغاړه.“ اَؤ هغه سمدستى پاڅيدو. ٣٥ څوک چه په لُده اَؤ شارون کښے اوسيدل،هغوئ دَئے وليدو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه.

دَ ډور کاس بيا ژوندے کول

٣٦ په يافا کښے تبيتا نومے يوه عيسىٰ منُونکى وه چه په يُونانى کښے ورته ډورکاس يعنے هوسئ وائى،چه خپلے ورځے ئے په نيکئ اَؤ سخاوت کښے تيرولے. ٣٧ په دغه ورځو کښے هغه ناجوړه شوه اَؤ مړه شوه اَؤ هغوئ هغے له غُسل ورکړو اَؤ پاس په بالاخانه کښے ئے کيښودله. ٣٨ اَؤ لُده اَؤ يافا دواړه يو بل ته نزدے وُو،نو عيسىٰ منُونکو ته چه دا پته لګيدلے وه چه پطروس هلته نزدے راغلے دے،هغوئ ورپسے دوه سړى واستول اَؤ دا تاکيد ئے ورته وکړو چه”مهربانى وکړه اَؤ بے ډيله دلته راشه.“ ٣٩ اَؤ پطروس ورسره سمدستى راروان شو. کله چه هغه راغے نو هغوئ پاس بالاخانے ته بوتلو اَؤ واړه کونډے ښځے ورته راټولے شوے اَؤ په سرو سترګو ئے ورته ژړل اَؤ هغه جامے ئے ورته وښولے کُومے چه تبيتا جوړے کړے وے،کله چه دَ هغوئ سره وه. ٤٠ خو پطروس هغوئ ټولے بهر کړے اَؤ په زنګنُونو شو اَؤ دُعا ئے وغوښتله،بيا ئے مړى ته مخ راوګرزولو اَؤ وئے وئيل چه”تبيتا! پورته شه!“ هغے خپلے سترګے وغړولے اَؤ چه پطروس ئے وليدلو نو کښيناستله. ٤١ پطروس هغے له لاس ورکړو اَؤ هغه ئے په پښو ودروله،بيا هغۀ ټول خُدائے منُونکى اَؤ هغه کونډے ښځے هم راوغوښتلے اَؤ هغوئ ته ئے ژوندئ وښودله. ٤٢ دا خبره په ټوله يافا کښے خوره شوه اَؤ ډيرو خلقو په مالِک ايمان راوړو. ٤٣ اَؤ پطروس څۀ مُوده په يافا کښے دَ شمعُون نومے څميار سره پاتے شو.

عمال د رسُولانو 10

پطروس اَؤ کورنيليوس

١ په قيصريه کښے کورنيليوس نومے يو سړے وُو چه دَ اِټالوى پلټنے صوبه دار وُو. ٢ هغه يو ديندار سړے وُو اَؤ هغه اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان به دَ خُدائے په عبادت کښے شامليدل اَؤ هغۀ يهُوديانو له ډير په خلاص مټ خيراتُونه ورکول اَؤ په باقاعده ګئ سره ئے دُعا کوله. ٣ يوه ورځ هغۀ دَ ماسپښين مال رويا وليده چه دَ خُدائے فرښته ورته راڅرګنده شوه اَؤ دَ هغۀ کمرے ته راغله اَؤ ورته ئے ووئيل چه”اَئے کورنيليوسه!“ ٤ نو هغۀ په ويره هغے ته ځير وکتل اَؤ تپوس ئے وکړو چه”صاحبه! څۀ چل دے؟“ فرښتے ووئيل چه”ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى. ٥ اَؤ اوس تۀ يافا ته په شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه. ٦ هغه دَ شمعُون څميار کره دے چه کور ئے دَ سمندر په غاړه دے.“ ٧ کله چه فرښتے دا ووئيل،نو رُخصت شوه. نو هغۀ خپل دوه نوکران اَؤ يو سپاهى چه دينداره سړے وُو،راوبلل. ٨ هغوئ ته ئے ټول حال ووئيلو اَؤ يافا ته ئے واستول. ٩ بيا په بله ورځ چه هغوئ لا په لارے وُو اَؤ ښار ته ورنزدے وُو نو دَ غرمے مال پطروس دَ دُعا دَ پاره پاس کوټے ته وختلو. ١٠ اَؤ چه هغه وږے شو نو څۀ ئے خوړل غوښتل. کله چه هغوئ لا ډوډئ تياروله نو هغۀ رويا وليده. ١١ هغۀ په آسمان کښے يو چاؤد وليدلو اَؤ څۀ ګورى چه يو شے چه دَ يو لوئے څادر په شان دے،ښکته راکُوزيږى چه په څلورو ګوټُونو راځوړند اَؤ مزکے ته راښکته کيږى. ١٢ په هغۀ کښے دَ هر قسم ځناور اَؤ چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وُو. ١٣ بيا يو آواز راغے،”پاڅه،پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره!“ ١٤ خو پطروس ووئيل چه”نه مالِکه! نه! ما هيڅ کله هم حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے خوړلے.“ ١٥ آواز په دويم ځل بيا راغے،”څۀ چه خُدائے پاک ګرزولى دى،تۀ هغے ته ناپاک نۀ شے وئيلے.“ ١٦ داسے درے واره وشول اَؤ بيا هغه څيز دوباره آسمان ته پورته کړے شو. ١٧ پطروس لا دَ دے رويا په ليدلو حيران وُو چه دَ دے څۀ مطلب دے،نو ګوره! دَ کورنيليوس اَستاذو دَ شمعُون دَ کور تپوس کولو اَؤ دروازے ته را رسيدلى وُو. ١٨ اَؤ هغوئ په دے وينا آواز وکړو چه”شمعُون چه پطروس ورته وائى،دلته ميلمه دے څۀ؟“ ١٩ خو پطروس لا په هغه رويا فکر کولو چه رُوحُ القُدس هغۀ ته ووئيل چه”درے سړى دلته ستا په لټُون دى. ٢٠ نو زر کوه،لاندے راکُوز شه. تۀ دَ هغوئ سره بے تپوسه لاړ شه ځکه چه دا ما درليږلى دى.“ ٢١ نو پطروس هغه سړو ته لاندے راغے اَؤ وئے وئيل چه”تاسو ما لټوئ،زَۀ دا يم. تاسو په څۀ پسے دلته راغلئ؟“ ٢٢ هغوئ جواب ورکړو چه”مُونږ دَ کورنيليوس صوبه دار سړى يُو څوک چه ښۀ اَؤ ديندار سړے دے اَؤ ټول يهُودى قوم ئے هم نيک نام ګڼى. هغۀ ته يوے فرښتے وينا کړے وه چه تا خپل کور ته راوغواړى اَؤ څۀ چه تۀ وائے هغه واؤرى.“ ٢٣ نو پطروس هغوئ دَ ننه راوبلل اَؤ ميلمانۀ ئے کړل. اَؤ په بله ورځ هغه دَ هغوئ سره روان شو اَؤ ورسره دَ يافا يو څو ملګرى هم وُو. ٢٤ په بله ورځ هغه قيصريه ته راورسيدو اَؤ کورنيليوس دَ هغوئ په طمع وُو اَؤ خپل خپلوان اَؤ نزدے دوستان ئے راغوښتى وُو. ٢٥ کله چه پطروس راورسيدو نو کورنيليوس دَ هغۀ مخے له راووتو اَؤ ډير په تعظيم ئے ورته سجده وکړه. ٢٦ خو پطروس هغه راپورته کړو اَؤ ورته ئے ووئيل،”پاڅه! زَۀ هم دَ نورو په شان اِنسان يم.“ ٢٧ اَؤ دَ هغۀ سره په خبرو کولو دَ ننه لاړو اَؤ هلته ئے ډيره ګڼه ومُونده. ٢٨ بيا ئے هغوئ ته ووئيل چه”تاسو ته ښه معلُومه ده چه دَ يهُودى دَ پاره دا ناروا دى چه دَ چا غير قوم سړى کور ته دِ لاړ شى يا ورسره څۀ تعلُق ولرى،خو خُدائے ما ته صفا ښيلى دى چه زَۀ هيچا ته هم پليت يا ناپاک ونۀ وايم. ٢٩ ځکه خو چه تاسو راوبللم،نو زَۀ بے عُذره دلته راغلم. نو اوس زَۀ دا تپوس کولے شم چه زما دَ راغوښتو حاجت څۀ وُو؟“ ٣٠ کورنيليوس ورته ووئيل چه”څلور ورځے کيږى چه هم دا وخت وُو چه زَۀ دلته په کور کښے دَ ماسپښين په عبادت کښے مشغُول وم چه ناڅاپى يو سړے زما په مخکښے ودريدو چه زلقيدُونکى جامے ئے آغوستے وے. ٣١ هغۀ ووئيل،اَئے کورنيليوسه! ستا دُعاګانے اَؤ خيراتُونه خُدائے قبُول کړى دى اَؤ اوس تاله جواب درکوى. ٣٢ اوس څوک يافا ته واستوه اَؤ هلته شمعُون چه پطروس ورته وائى،هغه راوغواړه. هغه دَ سمندر په غاړه دَ شمعُون څميار په کور کښے ديره دے. ٣٣ نو ما په هغه ساعت په تا پسے اَستازى درواستول اَؤ دا ستا ډيره مهربانى ده چه تۀ دلته راغلے. اوس مُونږ ټول دلته دَ خُدائے په وړاندے يو ځائے يُو چه هر څۀ چه مالِک تا ته حُکم کړے دے هغه واؤرُو.“

دَ کورنيليوس په کور کښے دَ پطروس وعظ

٣٤ نو پطروس داسے ووئيل چه”ما ته معلُومه شوه چه دا خبره څومره رښتيا ده چه خُدائے دَ هيچا طرف دار نۀ دے. ٣٥ خو په هر قوم کښے چه څوک دَ خُدائے نه ويريږى اَؤ دَ صداقت کارُونه کوى هغه دَ خُدائے خوښ دى. ٣٦ هغۀ اِسرائيليانو ته خپل کلام واستولو اَؤ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ئے دَ سلامتئ زيرے ورکړو چه دَ ټولو مالِک دے ٣٧ تاسو ته معلُومه ده چه يحيىٰ ته دَ بپتسمے وعظ کولو نه وروستو دَ ګليل نه راواخلئ دَ يهُوديانو په ټوله مزکه څۀ پيښ شول، ٣٨ يعنے دَ عيسىٰ ناصرى په باب کښے چه خُدائے هغه څنګه په رُوحُ القُدس اَؤ په قدرت مسح کړو. هغه به په هر ځائے ګرزيدو اَؤ هغۀ ټولو سره ئے ښه کول اَؤ څوک چه دَ اِبليس په قبضه کښے وُو هغه به ئے جوړول ځکه چه خُدائے دَ هغۀ سره وُو. ٣٩ هر څۀ چه هغۀ دَ يهُوديانو په کلو کښے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے وکړل،مُونږ دَ هغه ټولو کارُونو شاهدان يُو. نو هغه ئے په سولئ وخيژولو اَؤ مړ ئے کړو. ٤٠ خو خُدائے هغه په دريمه ورځ بيا راژوندے کړو ښکاره ئے هم کړو. ٤١ يعنے بے له مُونږ غوره شوو شاهدانو نه خُدائے هغه بل چا ته ښکاره نۀ کړو،يعنے مُونږ ته چه ورسره مو دَ بيا ژوندى کيدو نه پس خوراک څښاک وکړو. ٤٢ اَؤ هغۀ مُونږ ته حُکم وکړو چه خلقو ته دَ هغۀ حُکم ورسوُو اَؤ دَ دے خبرے شهادت وکړُو چه هم هغه خُدائے پاک دَ ژوندو اَؤ مړو دَ منصفئ دَ پاره مُقرر کړے دے. ٤٣ دَ هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا شهادت کړے دے چه هر هغه څوک چه په هغۀ ايمان لرى نو دَ هغۀ په نُوم به دَ ګُناهُونو نه معافى بيا مُومى.“

په غير قومُونو رُوحُ القُدس نازليدل

٤٤ پطروس چه لا خبرے کولے نو په ټولو آؤريدُونکو باندے رُوحُ القُدس نازل شو. ٤٥ دَ عيسىٰ منُونکى يهُوديان چه دَ پطروس سره راغلى وُو هغوئ ډير حيران شول چه دَ رُوحُ القُدس نعمت په غيرو قومُونو هم نازل شو. ٤٦ ځکه چه هغوئ هم په نا آشنا ژبو کښے خبرے کولے اَؤ دَ خُدائے لوئى ئے بيانوله. ٤٧ بيا پطروس ووئيل،”آيا داسے څوک شته چه دا خلق دَ اوبو سره دَ بپتسمه اخستلو نه منع کړى،چه په دوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شوے دے لکه چه په مُونږ.“ ٤٨ بيا هغۀ حُکم وکړو چه دوئ ته دِ دَ عيسىٰ مسيح په نُوم بپتسمه ورکړلے شى. دَ دے نه پس بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه دَ هغوئ سره څۀ ورځے ايسار شى.

عمال د رسُولانو 11

دَ پطروس دَ بيتُ المُقدس دَ جماعت خبرول

١ په يهُوديه کښے رسُولانو اَؤ نورو دَ عيسىٰ منُونکو واؤريدل چه غير يهُوديانو هم دَ خُدائے کلام قبُول کړو. ٢ اَؤ کله چه پطروس بيتُ المُقدس ته راغے نو يهُودى عيسىٰ منُونکو دا اِعتراض پورته کړو، ٣ اَؤ وئيل ئے چه”تۀ دَ غير قوم خلقو له تلے يئے څوک چه ناسُنت دى اَؤ دَ هغوئ سره دِ په يو ځائے ډوډئ خوړلے ده!“ ٤ پطروس دَ هغوئ په وړاندے هغه ټول حقايق څرګند کړل کُوم چه پيښ شوى وُو. هغۀ ووئيل چه ٥ ”زَۀ دَ يافا په ښار کښے وم اَؤ دُعا مے کوله چه بے هوشه شوم اَؤ رويا مے وليده چه دَ لوئے څادر په شان يو څيز چه په څلورو ګوټُونو دَ آسمان نه راښکته کيدو اَؤ ما ته راورسيدو. ٦ اَؤ ما ورته ځير ځير وکتل چه په دے کښے څۀ دى اَؤ ما دَ مزکے څاروى،ځنګلى ځناور،چينجى اَؤ دَ هوا مارغان وليدل. ٧ بيا ما يو آواز واؤريدلو چه پاڅه پطروسه! حلال ئے کړه اَؤ وئے خوره! ٨ خو ما ووئيل چه نه مالِکه! زما خُلے ته لا تر اوسه حرام اَؤ ناپاک څيز نۀ دے ننوتے. ٩ له آسمان نه دوباره آواز راغے،کُوم څيزُونه چه خُدائے پاک کړى دى،هغو ته حرام وئيل ستا کار نۀ دے. ١٠ داسے درے ځله وشول اَؤ بيا هغه ټول دوباره آسمان ته پورته کړے شول. ١١ په دغه وخت کښے درے سړى چه دَ قيصريه نه را استولى شوى وُو،هغه کورته راغلل چرته چه زَۀ ديره وم. ١٢ اَؤ رُوحُ القُدس ما ته ووئيل،زړۀ نازړۀ مه کيږه،دَ دوئ سره لاړ شه. بيا زما دا شپږ ملګرى هم ماسره شول اَؤ مُونږ دَ کورنيليوس کره لاړُو. ١٣ هغۀ مُونږ ته ووئيل چه هغۀ يوه فرښته وليده چه دَ هغۀ په کور کښے ولاړه وه اَؤ ورته ئے ووئيل چه يافا ته شمعُون پسے چه پطروس ورته وائى څوک وليږه. ١٤ هغه به تا ته داسے کلام واؤروى چه ستا ټول ټبر به پرے خلاصُون بيا مُومى. ١٥ ما له ايله خبرے شروع کړے وے چه په هغوئ رُوحُ القُدس داسے نازل شو لکه چه په مُونږ نازل شوے وُو. ١٦ بيا څۀ چه مالِک وئيلى وُو،راياد شول چه يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله مګر تاسو به دَ رُوحُ القُدس بپتسمه بيا مُومئ. ١٧ خُدائے هغوئ ته زمُونږ نه چه په مالِک عيسىٰ ايمان لرُو څۀ کم نعمت نۀ دے ورکړے،نو بيا زَۀ څوک يم چه خُدائے منع کولے شم!“ ١٨ هر کله چه هغوئ دا واؤريدل نو دَ هغوئ شکُونه لرے شول. هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله اَؤ وئے وئيل چه”دَ دے دا مطلب شو چه خُدائے غيرو يهُوديانو ته هم دَ توبے موقع ورکړه چه ژوند پرے حاصليږى!“

په اَنطاکيه کښے جماعت

١٩ په دے دوران کښے کُوم دَ عيسىٰ منُونکى چه دَ هغه تنګسيا په وجه چه ستِفانوس مړ کړے شو،خوارۀ وارۀ شوى وُو،هغوئ فينيکے،قبرص اَؤ اَنطاکيه ته رسيدلى وُو اَؤ تش يهُوديانو ته ئے زيرے واؤرولو اَؤ نورو ته نه. ٢٠ خو دَ قبرص اَؤ کرينى ځنے مقامى خلق داسے وُو چه هغوئ چه څۀ وخت اَنطاکيه ته راغلل نو يُونانيانو ته ئے هم دَ مالِک عيسىٰ زيرے آؤرول شروع کړو. ٢١ دَ مالِک طاقت دَ هغوئ سره وُو،ډيرو خلقو ايمان راؤړو اَؤ مالِک ته ئے رجُوع وکړه. ٢٢ دا خبره دَ بيتُ المُقدس جماعت ته ورسيده اَؤ هغوئ برنبا انَطاکيه ته واستولو. ٢٣ هر کله چه هغه راورسيدو اَؤ دَ خُدائے فضل ئے وليدو نو ډير خوشحاله شو اَؤ هغوئ ټولو له ئے تسلى ورکړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دَ خُدائے په لار کښے ټينګ وريږئ“ ٢٤ برنبا يو ښۀ سړے وُو اَؤ په رُوحُ القُدس معمُور وُو اَؤ ايمان ئے مضبوط وُو. نو ډيرو خلقو په مالِک باندے ايمان راوړو. ٢٥ بيا هغه ترسوس ته لاړو چه ساؤل ولټوى. ٢٦ اَؤ هر کله چه ئے هغه ومُوندو نو هغه ئے اَنطاکيه ته راوستلو اَؤ پُوره يو کال هغوئ په يو ځائے په جماعت کښے پاتے شول اَؤ ډيرو خلقو ته ئے تعليم ورکړو. اَؤ هم دلته په اَنطاکيه کښے دَ عيسىٰ منُونکى اول ځل مسيحى وبللے شول،يعنے عيسايان. ٢٧ په هغه ورځو کښے دَ بيتُ المُقدس نه اَنطاکيه ته څۀ نبيان راغلل، ٢٨ چه په هغوئ کښے دَ يو نُوم اګابوس وُو،هغۀ دَ رُوحُ القُدس په وسيله ووئيل چه په ټوله دُنيا کښے به يو قحط راشى کُوم چه دَ قيصر کلوديوس په وخت راغے. ٢٩ نو دَ عيسىٰ منُونکو په چنده کولو اِتفاق وکړو. هر يو دَ خپل توان په مُطابق په يُهوديه کښے دَ خپلو عيسىٰ منُونکو ورُوڼو دَ اِمداد بندوبست وکړو. ٣٠ هغوئ چنده وکړه اَؤ مشرانو ته ئے واستوله چه دَ برنبا اَؤ ساؤل په ولقه کښے وُو.

عمال د رسُولانو 12

دَ يعقُوب قتل اَؤ دَ پطروس ګرفتارى

١ قريبًا هم په هغه وخت هيروديس بادشاه دَ جماعت په ځنو خلقو حمله وکړه. ٢ دَ هغۀ په حُکم ئے دَ يوحنا دَ ورور يعقُوب سر پريکړو. ٣ اَؤ بيا چه په دے پوهه شو چه يهُوديان پرے خوشحاله دى نو بيا ئے پطروس هم ګرفتار کړو. دا کار دَ پتيرے ډوډئ دَ اَختر په ورځو کښے وشو. ٤ اَؤ چه پطروس ئے ګرفتار کړو اَؤ دَ سپاهيانو دَ لاندے چه دَ څلورو څلورو سړو ټولى وُو،دَ هغوئ په څوکيدارئ کښے ئے په قيد خانه کښے وساتلو. خيال ئے دا وُو چه دَ فسح دَ اختر نه پس به ئے خلقو ته وړاندے کړم. ٥ نو پطروس ئے په قيد خانه کښے دَ نظر دَ لاندے وساتلو اَؤ په دے دوران کښے جماعت دَ خُدائے نه دَ هغۀ دَ پاره په جوش سره دُعا ګانے غوښتے.

دَ پطروس له قيد خانے نه خلاصيدل

٦ هم په هغه شپه چه لا هيروديس دَ پطروس دَ راوړاندے کولو اِراده لرله،خو پطروس دَ دوؤ سپاهيانو په مينځ کښے په دوؤ ځنځيرُونو تړلے اُؤدۀ پروت وُو اَؤ دَ دروازے نه بهر څوکيدارانو دَ دروازے څوکئ کوله. ٧ چه نا څاپى دَ خُدائے يوه فرښته هلته ودريده اَؤ په کوټڼئ کښے رڼا وځليده. هغے دَ پطروس اوږه وخوزوله اَؤ راويښ ئے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل،”زر شه! پاڅه!“ اَؤ زنځيرُونه دَ هغۀ دَ مړوندُونو نه پريوتل. ٨ بيا فرښتے هغۀ ته ووئيل چه”ملا وتړه اَؤ پيزار په پښو کړه.“ اَؤ هغۀ داسے وکړل. بيا هغے ووئيل،”اوس خپله چُوغه واچوه اَؤ په ما پسے راځه.“ ٩ هغه ورپسے ووتو اَؤ دا ورته معلُومه نۀ وه چه څۀ چه فرښته کوى،هغه حقيقت دے،خو خيال ئے وُو چه ګنى رويا وينم. ١٠ خو دوئ دَ سپاهيانو اولنئ څوکئ ته ورسيدل،بيا دويمے ته اَؤ بيا دَ اوسپنے هغے دروازے ته ورسيدل چه ښار ته وزى. اَؤ دروازه ورته په خپله خلاصه شوه اَؤ دغه شان هغوئ بهر راووتل اَؤ په يوه کوڅه تير شول اَؤ فرښته دَ هغۀ نه لاړه. ١١ بيا پطروس په خُود شو اَؤ هغۀ ووئيل چه”اوس دا حقيقت دے چه مالِک خپله فرښته راوليږله اَؤ زَۀ ئے دَ هيروديس دَ لاسه اَؤ دَ يهُوديانو دَ ټولو اِرادو نه خلاص کړلم!“ ١٢ چه هغه پوهه شو چه دا کار دغسے وشو نو هغه دَ يوحنا چه ورته مرقوس وائى،دَ هغۀ دَ مور مريم کره راغے. هلته ګڼو خلقو په يو ځائے دُعا کوله. ١٣ اَؤ چه هغۀ بهر دروازه وټکوله نو روده نُومے يوه وينځه سوال جواب ته راغله. ١٤ هغے دَ پطروس آواز وپيژندو اَؤ دومره خوشحاله شوه چه په ځائے دَ دے چه ورته دروازه خلاصه کړى هغے دَ ننه منډے کړے اَؤ هغوئ ئے خبر کړل چه پطروس بهر ولاړ دے. ١٥ هغوئ هغے ته ووئيل چه”ته ليونئ يئے!“ خو هغه په دے ټينګه شوه چه هم دغه شان دے. بيا هغوئ ووئيل چه”دا به ضرُور دَ هغۀ فرښته وى.“ ١٦ په دے دوران کښے پطروس هغه شان دروازه ټکوله اَؤ هر کله چه هغوئ دروازه خلاصه کړه اَؤ دَئے وليدو نو اريان دريان شول. ١٧ خو هغۀ دَ لاس په اِشاره هغوئ ته ووئيل چه”چپ شئ!“ اَؤ دا قيصه ئے ورته تيره کړه چه مالِک څنګه هغه دَ قيدخانے نه راوويستو. هغۀ ووئيل چه”يعقُوب اَؤ نور ورُوڼه په دے خبر کړئ.“ بيا هغه دَ کور نه روان شو اَؤ بل چرته لاړو. ١٨ چه سحر شو نو سپاهيان په هيبت کښے وُو چه پطروس څۀ شو؟ ١٩ هيروديس ښه ولټوو خو په مُوندلو کښے ئے پاتے راغے،بيا هغۀ دَ سپاهيانو نه تپوس وکړو اَؤ دَ هغوئ دَ مړ کولو حُکم ئے وکړو.

دَ هيروديس مرګ

دَ دے نه پس هيروديس دَ يهُوديه نه روان شو اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره په قيصريه کښے اوسيدو. ٢٠ هغه دَ څۀ وخت راسے دَ صور اَؤ دَ صيدا خلقو ته په قهر وُو نو هغوئ په يو آواز دَ هغۀ عدالت ته ورغلل. هلته هغوئ دَ بادشاه دَ خوابګاه بلستوس نومے ناظر دَ ځان سره کړو اَؤ صُلح ئے وغوښتله ځکه چه دَ هغۀ دَ ملک دَ خوراک دَ څيزُونو دَ پاره دَ بادشاه دَ ملک محتاج وُو. ٢١ نو په يوه مُقرره ورځ هيروديس شاهى لباس واغوستو،په تخت کښيناستو اَؤ هغوئ ته ئے تقرير شروع کړو. ٢٢ اَؤ ګڼو خلقو چغے کړے چه”دا خو دَ خُدائے آواز دے،نۀ چه دَ انسان!“ ٢٣ نو سمدستى دَ خُدائے يوے فرښتے هيروديس ووهلو ځکه چه هغۀ دَ خُدائے تمجيد ونۀ کړو،هغه چينجو وخوړ اَؤ مړ شو. ٢٤ خو دَ خُدائے کلام خوريدلو اَؤ ترقى ئے کوله. ٢٥ برنبا اَؤ ساؤل ته چه کُوم يو خدمت سپارلے شوے وُو،پُوره ئے کړو اَؤ دَ بيتُ المُقدس نه واپس راغلل اَؤ دَ ځان سره ئے يوحنا چه ورته مرقس وائى هم بوتلو.

عمال د رسُولانو 13

دَ برنبا اَؤ ساؤل تقرر

١ دَ اَنطاکيه په جماعت کښے ځنے نبيان اَؤ اُستاذان وُو،برنبا اَؤ شمعُون چه ورته نيجر يعنے تور وائى،اَؤ لُوکيوس کرينى اَؤ مناهين چه دَ هيروديس حاکم سره يو ځائے لوئے شوى وُو،اَؤ ساؤل. ٢ هر کله چه هغوئ دَ مالِک عبادت کولو اَؤ روژه ئے نيوله نو رُوحُ القُدس ورته ووئيل،”برنبا اَؤ ساؤل زما دَ پاره هغه کار له جُدا کړئ چه دَ څۀ دَ پاره چه ما هغوئ را بللى دى.“ ٣ اَؤ بيا ئے روژه ونيوله اَؤ دُعا ئے وکړله اَؤ هغوئ ورباندے لاسُونه کيښول اَؤ رُخصت ئے کړل.

دَ قبرص په جزيره کښے دَ رسُولانو وعظ

٤ اَؤ دغه دوه کسان چه رُوحُ القُدس په کار استولى وُو،ښکته سلوکيه ته لاړل اَؤ له هلته نه دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته لاړل. ٥ اَؤ چه سَلميس ته ورسيدل نو هغوئ دَ خُدائے کلام دَ يهُوديانو په عبادت خانو کښے واؤرولو اَؤ دَ هغوئ سره يوحنا مددګار وُو. ٦ هغوئ تر پافُس پورے په ټوله جزيره کښے وګرزيدل اَؤ هلته هغوئ بريسوع نُومے يو يهُودى ومُوندو څوک چه جادُو ګر وُو اَؤ له ځان نه ئے نبى جوړ کړے وُو. ٧ هغه دَ سر کيوس پولوس ګورنر ملګرے وُو. ګورنر يو هوښيار سړے وُو. هغۀ برنبا اَؤ ساؤل رابللى وُو اَؤ دَ خُدائے کلام آؤريدل ئے ترے وغوښتل. ٨ خو جادُوګر چه په يُونانى کښے ورته اِليماس وائى،دَ دے مُخالفت وکړو اَؤ دا کوشش ئے وُو چه ګورنر په عيسىٰ مسيح ايمان را نۀ وړى. ٩ خو ساؤل چه ورته پولوس هم وائى په رُوحُ القُدس معمُور وُو،په هغۀ ئے سترګے ښخے کړے، ١٠ اَؤ ورته ئے ووئيل چه”اَئے دَ اِبليس زويه! دَ صداقت دُښمنه! اَئے ټګه اَؤ له شرارت نه ډکه! آيا تۀ به دَ خُدائے دَ نيغو لارو مُخالفت کله هم نۀ پريږدے؟ ١١ ګوره! مالِک به اوس تاله سزا درکړى،ته به ړُوند شے اَؤ څۀ وخت پورے به تۀ دَ نمر رڼا ونۀ وينے.“ بيا هغه دم دَ هغۀ په سترګو دُوند اَؤ تيارۀ راغله اَؤ هغۀ لاسُونه ټپول چه څوک مے دَ لاسه ونيسى اَؤ روان مے کړى. ١٢ کله چه ګورنر دا هر څۀ وليدل نو ايمان ئے راوړلو اَؤ دَ مالِک دَ تعليم زيات اثر پرے وشو.

پولوس اَؤ برنبا دَ پيسيديه په اَنطاکيه کښے

١٣ بيا پولوس اَؤ دَ هغۀ ملګرى دَ پافوس نه رُخصت شول اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے پرګے ته لاړل چه په پمفوليه کښے ده. نو يوحنا ترے جُدا شو اَؤ بيتُ المُقدس ته واپس لاړو. ١٤ دَ پرګے نه هغوئ پيسيديه اَنطاکيه ته خپل سفر جارى وساتلو. دَ سبت په ورځ هغوئ عبادت خانے ته لاړل اَؤ کښيناستل. ١٥ بيا چه دَ شريعت اَؤ نبيانو صحيفے ولوستلے شوے نو دَ عبادت خانے ذمه وارو کسانو هغوئ ته دا پيغام وليږلو چه”ملګرو! که ستاسو څخه دَ خلقو دَ پاره دَ تسلئ څۀ کلام وى نو مُونږ ته ئے واؤروئ.“ ١٦ نو پولوس پاڅيدو،په لاس ئے اِشاره وکړه اَؤ داسے وئيل ئے شروع کړل:”اَئے اِسرائيليانو اَؤ غير يهُوديانو! تاسو چه دَ خُدائے عبادت کوئ زما خبره واؤرئ! ١٧ دَ بنى اِسرائيلو خُدائے زمُونږ پلارُونه نيکُونه غوره کړل اَؤ دَ دوئ نه ئے لوئے قوم جوړ کړو. کله چه هغوئ بدستور په مِصر کښے لکه دَ مسافران اوسيدل نو دوئ ئے دَ مصر نه په خپل لوئے قُدرت راووستل. ١٨ اَؤ قريبًا تر څلويښتو کالو پورے هغۀ په صحرا کښے دَ دوئ چال چلن وزغملو. ١٩ بيا هغۀ دَ کنعان په ملک کښے چه اُووۀ قومُونه برباد کړل نو دَ هغوئ مزکه ئے خپلو خلقو له په ميراث کښے تر څلور نيمو سوو کالو پورے ورکړه. ٢٠ اَؤ دَ هغے نه پس ئے دَ سموئيل نبى تر زمانے پورے قاضيان مُقرر کړل. ٢١ بيا هغوئ يو بادشاه وغوښتو،نو خُدائے دَ قيس زوئے ساؤل ورکړو چه دَ بنيامين دَ خيل نه وُو. هغۀ تر څلويښتو کالو حکُومت وکړو. ٢٢ بيا ئے هغه لرے کړو اَؤ داؤد ئے دَ هغوئ بادشاه جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په دے ټکو خپله رضا ورکړه: «ما دَ يشى زوئے داؤد دَ خپل زړۀ په مُطابق سړے ومُوندلو،هغه چه زما ټول مقصدُونه پُوره کړى.» ٢٣ دا هغه سړے دے دَ چا دَ نسل نه چه خُدائے دَ خپل قول په مُطابق دَ اِسرائيلو خلاصُونکے عيسىٰ راوليږلو. ٢٤ اَؤ يحيىٰ دَ عيسىٰ دَ راتلو نه وړاندے دَ بنى اِسرائيلو ټولو خلقو ته وعظ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ بپتسمه واخلئ. ٢٥ اَؤ کله چه يحيىٰ خپل دور پُوره کاوو نو هغۀ ووئيل چه زَۀ هغه نۀ يم چه تاسو مے ګمان کوئ،خو زما نه پس به هغه څوک راځى چه زَۀ دَ هغه دَ پيزار دَ تسمے پرانستلو جوګه هم نۀ يم. ٢٦ زما ورُوڼو! تاسو چه دَ اِبراهيم اَؤلاد يئ اَؤ نور چه زمُونږ دَ خُدائے نه ويره کوئ،مُونږ هغه خلق يُو چه دَ خلاصُون دا پيغام راته راليږلے شوے دے! ٢٧ دَ بيتُ المُقدس خلقو اَؤ مشرانو عيسىٰ ونۀ پيژندلو اَؤ نۀ ئے دَ نبيانو په هغه کلام ځان پوهه کړو کُوم چه په هر سبت لوستلے کيږى،اَؤ بے شکه هغوئ دَ هغۀ دَ رد کولو پيشن ګوئى پُوره کړه. ٢٨ سره دَ دے چه هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ دَ سزا دَ پاره څۀ بهانه ونۀ مُوندله خو بيا هم هغوئ پيلاطوس ته ووئيل چه هغه دِ قتل کړى. ٢٩ کله چه هغوئ هغه هر څۀ پُوره کړل کُوم چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليک وُو نو هغه ئے دَ سولئ نه راکُوز کړو اَؤ په قبر کښے ئے کيښودلو. ٣٠ اؤ خُدائے هغه له مړو نه بيا ژوندے کړو. ٣١ اَؤ بيا چه کُوم خلق دَ هغۀ سره دَ ګليل نه بيتُ المُقدس ته راغلى وُو،هغوئ هغه تر ډيرو ورځو پورے وليدلو. هغوئ اوس زمُونږ دَ قوم په مخکښے دَ هغۀ ګواهان دى. ٣٢ اَؤ مُونږ دلته تاسو ته دَ زيرى دَ آؤرولو دَ پاره راغلى يُو چه خُدائے زمُونږ دَ پلارُونو نيکُونو سره وعده کړے وه. ٣٣ خُدائے دا وعده زمُونږ دَ پاره چه مُونږ دَ هغوئ اَؤلاد يُو،دَ عيسىٰ دَ مړو نه بيا ژوندى کولو سره پُوره کړه لکه چه دا په دويم زُبور کښے ليک دى چه: «تۀ زما زوئے ئے، ما نن اظهار کړے.» ٣٤ اَؤ کله چه عيسىٰ ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو چه دَ خاورے کيدو ساعت چرے پرے نۀ راځى نو خُدائے داسے ووئيل چه: «زَۀ به تاسو له دَ داؤد سره وعده کړى شوى پاک اَؤ حقيقى معمتُونه درکړم.» ٣٥ بيا دَ زبُور په بل ځائے کښے داسے ليک دى چه: «تۀ به په خپل قدُوس دَ خاؤرے کيدو ساعت را نه ولے.» ٣٦ نو دا حقيقت دے چه کله چه داؤد په خپله پيړئ کښے دَ خُدائے مرضى پُوره کړه نو هغه مړ شو اَؤ دَ خپلو پلارُونو اَؤ نيکُونو سره ښخ شو اؤ خاورے شو. ٣٧ مګر کُوم کس چه خُدائے بيا ژوندے کړو په هغۀ دَ خاورے کيدو ساعت رانۀ غے. ٣٨ نو بيا اَئے زما ورُوڼو! تاسو ضرور ځان پوهه کړئ چه دا دَ عيسىٰ په وسيله دَ ګُناهُونو دَ معافئ بيان درته کيږى. ٣٩ اَؤ هر څوک چه په عيسىٰ ايمان راؤړى،دَ هغۀ په وسيله به ئے هره ګناه معاف شى چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے معاف کيدے نه شوه. ٤٠ نو بيا خبردار شئ چه په تاسو دَ نبيانو په صحيفو کښے ليکلے شوے هغه خبره را نۀ شى يعنے چه: ٤١ «وګورئ تاسو چه سپک وايئ! حيران شئ اَؤ خاورے شئ! ځکه چه زَۀ ستاسو په ورځو کښے داسے کار کوم چه که څوک تاسو ته دَ هغۀ بيان وکړى نو هيڅ کله به هم پرے يقين ونۀ کړئ!» ٤٢ کله چه پولوس اَؤ برنبا له عبادت خانے نه ووتل نو دوئ ته ئے ووئيل چه”په راتلُونکى سبت تاسو بيا راشئ اَؤ په دے حقله مُونږ ته کلام واؤروئ.“ ٤٣ هر کله چه ګڼه خوره شوه نو ډير يهُوديان اَؤ ديندار نوى يهُوديان دَ پولوس اَؤ برنبا سره لاړل اَؤ دوئ ورته ووئيل چه”دَ خُدائے په فضل قائم پاتے شئ.“ ٤٤ اَؤ په بل سبت تقريبًا ټول دَ ښار خلق دَ خُدائے کلام آؤريدو ته راغونډ شول. ٤٥ هر کله چه يهُوديانو دا ګڼه وليده نو هغوئ دَ حسد نه وسوزيدل اَؤ دَ پولوس دَ خبرو مُخالفت ئے وکړو اَؤ وئے کنځلو. ٤٦ اَؤ پولوس اَؤ برنبا په ډاګه ووئيل چه”دا ضرُورى وه چه اول دِ تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤرولے شى،خو تاسو ئے نۀ قبلوئ اَؤ دغه شان خپل ځانُونه دَ تل عُمرى ژوندُون لايق نۀ ګڼئ،نو اوس مُونږ غير يهُودو ته ځُو. ٤٧ ځکه چه رب مُونږ ته دا حُکم راکړے دے چه: «ما تۀ دَ غيرو قومُونو دَ پاره رڼا مُقرر کړے يئے اَؤ دَ مزکے تر لرے حدُونو پورے مے تۀ دَ خلاصُون وسيله ګرزولے يئے.» ٤٨ کله چه غير يهُوديانو دا واؤريدل نو ډير خوشحال شول اَؤ دَ مالِک دَ کلام لوئى ئے وکړه اَؤ څوک چه دَ تل عُمرى ژوندُون دَ پاره ټاکلى شوى وُو،هغوئ ايمان راؤړو. ٤٩ اَؤ په هغه ټول وطن کښے دَ رب کلام خور شو. ٥٠ خو يهُوديانو ديندارے اَؤ عزتمنے ښځے اَؤ دَ ښار مشران ولمسول،نو دَ پولوس اَؤ برنبا خلاف ئے لويه غوغا جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ علاقے نه بهر وشړل. ٥١ نو هغوئ دَ خپلو پښو نه دَ هغوئ خلاف خاوره وڅنډله اَؤ اِکونيوم ته لاړل. ٥٢ اَؤ دَ عيسىٰ منُونکى په خوشحالئ اَؤ له رُوحُ القُدس نه معمُور شول.

عمال د رسُولانو 14

په اِکونيوم کښے پولوس اَؤ برنبا

١ اَؤ په اِکونيوم کښے هم پولوس اَؤ برنبا دَ يهُوديانو عبادت خانو ته لاړل اَؤ داسے خبرے ئے وکړلے چه ډيرو يهُوديانو اَؤ غير يهُوديانو ايمان راؤړو. ٢ خو نۀ منُونکو يهُوديانو دَ غير يهُوديانو په زړُونو کښے دَ عيسىٰ دَ منُونکو خلاف نفرت پيدا کړو. ٣ اَؤ دَ ډيرے مودے دَ پاره پولوس اَؤ برنبا هلته پاتے شول اَؤ دَ خُدائے په توکل ئے په ډاګه اَؤ په زړۀ ورتيا کلام واؤرولو،اَؤ دَ مالِک په خپل فضل ئے دَ پيغام داسے مُظاهره وکړه چه دَ هغوئ دَ لاسه ئے ډيرے مُعجزے اَؤ نخښے ښکاره کړلے. ٤ اَؤ دَ ښار خلق دوه ډلے شول،ځنے دَ يهُوديانو په طرف شول اَؤ ځنے دَ رسُولانو. ٥ خو چه غيرو يهُوديانو اَؤ يهُوديانو په يو ځائے دَ ښار دَ حاکمانو سره داسے سازباز وکړو چه هغوئ بے عزته کړى اَؤ سنګسار ئے کړى. ٦ نو هغوئ خبر شول اَؤ دَ لوکاونيه ښارُونو لستره اَؤ دِربے ته اَؤ ګير چا پير وطن ته ئے هجرت وکړو. ٧ اَؤ هلته ئے بدستور زيرے آورولو.

برنبا اَؤ پولوس په لستره کښے

٨ په لستره کښے يو شل سړے وُو چه پيدائشى ګوډ وُو اَؤ هيچرے دَ ګرزيدلو جوګه نۀ وُو. ٩ دغه سړى دَ پولوس خبرے واؤريدلے اَؤ چه پولوس ورته ځير وکتل اَؤ پوهه شو چه هغه دَ جوړيدو دَ پاره ايمان لرى، ١٠ نو هغۀ ورته په زوره ووئيل،”په خپلو پښو نيغ ودريږه!“ نو هغه په ټوپ وهلو سره پاڅيدلو اَؤ روان شو. ١١ کله چه خلقو دَ پولوس دا کار وليدلو نو هغوئ چغے کړے اَؤ په خپله مقامى لوکائونيه ژبه کښے ئے ووئيل چه”خُدايان دَ اِنسانانو په شکل کښے مُونږ ته راکُوز شوى دى!“ ١٢ اَؤ هغوئ برنبا ته زيُونس اَؤ پولوس ته هِرميس ووئيل ځکه چه هغۀ کلام آؤرولو. ١٣ اَؤ دَ زيُوس کاهن چه مناره ئے دَ ښار مخامخ وه،هغه دروازے ته غويئ اَؤ هارُونه راؤړل اَؤ هغه اَؤ ټول خلق قُربانئ کولو ته تيار وُو. ١٤ خو هر کله چه رسُولانو يعنے برنبا اَؤ پولوس دا خبره واؤريده نو خپلے جامے ئے څيرے کړلے اَؤ خلقو ته ئے ورمنډے کړے، ١٥ اَؤ چغے ئے کړے چه ”اَئے سړو! دا تاسو څۀ کوئ؟ مُونږ خو ستاسو په شان بنى آدم يُو! کُوم زيرے چه مُونږ تاسو ته آؤروُو دا تاسو ته وائى چه دَ دے فضُولو څيزُونو نه ژوندى خُدائے ته راوګرزئ چا چه آسمان اَؤ مزکه اَؤ سمندر اَؤ هر څۀ چه په کښے دى،پيدا کړل. ١٦ يعنے په تيرو پيړيو کښے هغه ټول قومُونه ئے په خپله لار چلند ته پريښودل. ١٧ خو بيا هم هغۀ تاسو دَ خپل ځان په حقله ناخبره نۀ يئ ساتلى،هغه چه درباندے دا مهربانى کوى چه دَ آسمان نه درباندے باران ورَوى اَؤ دَ موسم دَ فصلُونو نه خوراک درکوى اَؤ ستاسو زړُونه خوشحالوى.“ ١٨ په دے خبرو رسُولانو ډير په مُشکله خلق دَ ځان دَ پاره دَ قُربانئ کولو نه منع کړل. ١٩ بيا له اَنطاکيه اَؤ اِکونيوم نه يهُوديان هغه ځائے ته راغلل اَؤ خلق ئے ځان ته راواړول. هغوئ پولوس سنګسار کړو اَؤ خيال ئے دا وُو چه مړ دے،نو دَ ښار نه بهر ئے راکښلو. ٢٠ خو عيسىٰ منُونکى دَ هغۀ نه راتاؤ شول،نو هغه پاڅيدو اَؤ ښار ته دَ ننه لاړو اَؤ په بله ورځ دَ برنبا سره دِربے ته لاړو.

دَ شام اَنطاکيه ته واپس تلل

٢١ په دِربے کښے ئے چه زيرے واؤرولو اَؤ ډيرو خلقو ايمان راؤړو نو هغوئ لستره ته،بيا اِکونيوم ته اَؤ بيا اَنطاکيه ته بيرته لاړل. ٢٢ چا چه ايمان راؤړے وُو، دَ هغو زړۀ ئے مضبُوطولو. زړۀ ور کول ئے چه په خپل ايمان ټينګ پاتے شى اَؤ هغوئ ته ئے خبردارے ورکړو چه دَ خُدائے بادشاهئ ته دَ داخليدو دَ پاره به مُونږ ډير تکليفُونه زغمُو. ٢٣ هغوئ په هر جماعت کښے مشران ورته مُقرر کړل،نو په روژه اَؤ دُعا ئے هغوئ هغه مالِک ته وسپارل په چا چه ئے ايمان راوړے وُو. ٢٤ بيا پولوس اَؤ برنبا له پيسيديه نه تير شول اَؤ پمفوليه ته راغلل. ٢٥ اَؤ چه هغوئ په پرګه کښے کلام واؤرولو نو لاندے اِټاليه ته لاړل. ٢٦ اَؤ له دے ځائے نه انَطاکيه ته دَ اوبو په جهاز کښے لاړل چرته چه هغوئ دَ خُدائے فضل ته وسپارلے شول چه هغه کار وکړى کُوم چه ئے اوس کړے وُو. ٢٧ کله چه هغوئ راورسيدل اَؤ جماعت ئے جمع کړلو،نو دَ هغه هر څۀ نه ئے خبر کړل چه خُدائے دَ دوئ په وسيله کړى وُو،اَؤ چه څنګه هغۀ غير يهُوديانو ته دَ ايمان دَ راړو دروازے خلاصے کړے وے. ٢٨ اَؤ هغوئ هلته تر ډير وخت پورے دَ عيسىٰ منُونکو سره پاتے شول.

عمال د رسُولانو 15

په بيتُ المُقدس کښے غونډه

١ بيا ځنے کسان چه له يهُوديه نه راغلى وُو اَؤ عيسىٰ منُونکو ته ئے دا تعليم شروع کړو چه”که تاسو دَ مُوسىٰ دَ شريعت په مُطابق سُنت نۀ شئ نو خلاصُون نۀ شئ مُوندلے.“ ٢ په دے دَ هغوئ سره دَ پولوس اَؤ برنبا ډير سخت بحث وشو اَؤ دا فيصله وشوه چه دوئ دوه اَؤ ځنے نور دَ انطاکيانو نه دِ بيتُ المُقدس ته لاړ شى چه دا مسئله دَ رسُولانو اَؤ نورو مشرانو په وړاندے پيش کړى. ٣ جماعت په خپله دَ هغوئ دَ تلو بندوبست وکړو اَؤ رُخصت ئے کړل اَؤ په فينيکے اَؤ سامريه ور تير شول اَؤ په لاره ئے دَ غير يهُوديانو دَ ايمان راؤړو خبرے کولے،نو په دے خبره هلته اوسيدُونکى دَ عيسىٰ منُونکى ډير خوشحاله شول. ٤ کله چه هغوئ بيتُ المُقدس ته ورسيدل نو دَ جماعت رسُولانو اَؤ مشرانو ورته تود هر کلے ووے اَؤ بيا ئے دَ هغه څۀ نه چه خُدائے ورسره کړى وُو،خبر کړل. ٥ بيا دَ فريسيانو دَ فرقے څۀ کسان چه ايمان ئے راوړے وُو،وړاندے راغلل اَؤ وئے وئيل چه”ضرُورى دى چه هغوئ سُنت شى اَؤ دَ مُوسىٰ دَ شريعت پابندى وشى.“ ٦ رسُولانو اَؤ مشرانو په دے خبره دَ بحث دَ پاره غونډه وکړه. ٧ اَؤ دَ يو اُوږد بحث نه پس پطروس پاڅيدو اَؤ هغوئ ته مخاطب شو اَؤ وئے وئيل چه”اَئے زما ورُوڼو! تاسو په خپله خبر يئ چه په اولو ورځو کښے خُدائے په تاسو کښے زَۀ دے ته غوره کړم چه غير يهُوديان زما په خُلۀ دَ زيرى کلام واؤرى اَؤ ايمان پرے راوړى. ٨ اَؤ خُدائے چه ورته دَ خلقو نيت معلوم دے، هغۀ په خپله مهربانئ هغوئ په رُوحُ القُدس داسے معمور کړل لکه چه مُونږ ئے معمُور کړى وُو. ٩ هغۀ په هغوئ کښے اَؤ په مُونږ کښے څۀ فرق ونۀ کړو ځکه خو خُدائے دَ هغوئ دَ ايمان راوړلو په وجه دَ هغوئ زړُونه پاک کړل. ١٠ نو بيا تاسو اوس خُدائے ولے راپاروئ اَؤ دَ دے عيسىٰ منُونکو په اوږو داسے جغ ولے ږدئ چه نۀ خو مُونږ اَؤ نۀ زمُونږ پلارُونو نيکُونو پورته کولے شو؟ ١١ نه! زمُونږ دا عقيده ده چه مُونږ دَ مالِک عيسىٰ دَ فضل په وسيله خلاصُون مُوندلے دے اَؤ دغسے دوئ هم.“ ١٢ په دے ټوله غونډه چپ شوه اَؤ برنبا اَؤ پولوس ته ئے غوږ کيښوو چا چه هغه نخښے اَؤ مُعجزے بيان کړے چه دَ دوئ په وسيله خُدائے په غير يهُوديانو کښے ښکاره کړے. ١٣ هغوئ چه خبرے بس کړے نو يعقُوب ووئيل چه”اَئے زما دوستانو! ما ته غوږ کيږدئ. ١٤ شمعُون وئيلى دى چه خُدائے څنګه په اول ځل دَ غير يهُوديانو نه داسے خلق خوښ کړل چه يو اُمت دَ خپل نُوم دَ پاره ترے نه جوړ کړى. ١٥ اَؤ دا دَ نبيانو دَ کلام سره هم مُطابقت خورى لکه چه صحيفے وائى: ١٦ «دَ هغے نه پس به زَۀ بيرته راوګرزم اَؤ دَ داؤد نړيدلے کور به بيا آباد کړم، د هغۀ کنډرونه به ساز کړم ١٧ دَ دے دَ پاره چه نور اِنسانان، يعنے غير يهُوديان زما لټُون وکړى څوک چه ما بللى اَؤ خپل کړى دى. ١٨ خُدائے داسے وائى،هغه چه دغه کارُونه کوى چه دَ صدو راسے معلُوم دى.» ١٩ ”دَ دے دَ پاره زما فيصله دا ده چه مُونږ به په غير يهُوديانو قومُونو چه خُدائے ته راګرزى،په هغوئ سختے پابندئ ونۀ لګوُو، ٢٠ بلکه په ليکلو ورته هدايت وکړُو چه بُتانو ته پيش کړے نذرانے څيزُونه اَؤ حرامکارئ اَؤ دَ خپه شوے غوښے نه اَؤ دَ وينے نه ځان وساتئ. ٢١ ځکه چه دَ پخوانئ زمانے نه په هر ښار کښے داسے کسان شته چه دَ مُوسىٰ شريعت آؤرى اَؤ کُوم چه په هر سبت په عبادت خانو کښے لوستلے کيږى.“

دَ غونډے جواب

٢٢ بيا رسُولانو اَؤ مشرانو دَ ټول جماعت په مصلحت دا فيصله وکړه چه نمائينده ګان خوښ کړى اَؤ هغوئ اَنطاکيه ته دَ پولوس اَؤ برنبا سره واستوى. هغوئ په خپلو کښے يهُوداه چه برسبا ورته وائى،اَؤ سيلاس چه په هغوئ کښے ډير عزتمن وُو،غوره کړل. ٢٣ اَؤ دا خط ئے دَ رسولو دَ پاره ورکړو: ”مُونږ رسُولان اَؤ مشران دَ وروُڼو په شان هغه وروُڼو ته سلام ليکُو څوک چه په شام اَؤ کلکيه کښے دَ اَنطاکيے غير يهُودى نسل نه دى. ٢٤ ځکه چه مُونږ آؤريدلى دى چه زمُونږ ځنو کسانو زمُونږ دَ حُکم نه بغير په خپلو خبرو تاسو پريشانه کړى يئ اَؤ ستاسو زړُونه ئے ګډوډ کړى دى. ٢٥ مُونږ دا فيصله کړے ده چه تاسو ته خپل خوښ کړى نمائنده ګان دَ خپلو خوږو ملګرو برنبا اَؤ پولوس سره دروليږو، ٢٦ چه خپل ځانُونه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ نُوم دَ پاره قُربان کړى. ٢٧ دَ دے دَ پاره مُونږ يهوداه اَؤ سيلاس درليږُو اَؤ هغوئ به درته په خپله زبانى دا خبرے تيرے کړى. ٢٨ دا زمُونږ اَؤ دَ رُوحُ القُدس فيصله ده چه دَ دے ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو. ٢٩ تاسو ته په کار دى چه بُتانو ته نذر کړے قُربانئ دَ غوښے،له وينے اَؤ له خپه شوى غوښے اَؤ له حرامکارئ نه ځان ساتئ. که تاسو دَ دے څيزُونو نه ځانُونه بچ ساتئ نو تاسو به ښۀ کوئ. والسلام.“ ٣٠ نو دغه شان دوئ رُخصت کړے شول اَؤ اَنطاکيے ته لاړل. هلته هغوئ جماعت يو ځائے جمع کړو اَؤ خط ئے ورله ورکړو. ٣١ هر کله چه هغه ولوستلے شو نو هغوئ ټول دَ دے تسلئ په وجه خوشحاله شول. ٣٢ اَؤ يهُوداه اَؤ سيلاس چه په خپله هم نبيان وُو،هغوئ ته ئے ډير نصيحت وکړو اَؤ زړُونه ئے ورته ټينګ اَؤ مضبوط کړل. ٣٣ اَؤ هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس له هغه ورُوڼو نه په خير سره خپلو استوُونکو ته واپس لاړل. ٣٤ سيلاس هلته دَ پاتے کيدو فيصله وکړه. ٣٥ خو پولوس اَؤ برنبا په اَنطاکيه کښے پاتے شول اَؤ هلته ئے دَ ډيرو نورو سره دَ مالِک کلام آؤرولو اَؤ تعليم ئے ورکولو.

دَ پولوس اَؤ دَ برنبا جُدائى

٣٦ نو څو ورځے پس پولوس برنبا ته ووئيل چه”آيا مُونږ ته واپس کيدل نۀ دى په کار چه په مُختلفو ښارُونو کښے خپل هغه وروڼه وګورُو چه څنګه دى چه مُونږ ورته دَ مالِک کلام آورولے وُو؟“ ٣٧ دَ برنبا دا خواهش وُو چه يوحنا چه ورته مرقوس وائى دَ ځان سره بوزى. ٣٨ خو پولوس دا مناسب نۀ ګڼل چه هغه دَ ځان سره ملګرے کړى ځکه چه يوحنا دوئ په پمفوليه کښے پريښولى وُو اَؤ دَ دوئ سره په کار کښے ملګرتيا نۀ وه کړے. ٣٩ بيا دَ دوئ په مينځ کښے جګړه دومره سخته شوه چه هغوئ دَ يو بل نه جُدا شول اَؤ برنبا مرقوس دَ ځان سره کړو اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے قبرص ته روان شو. ٤٠ خو پولوس سيلاس خوښ کړو اَؤ هغه په خپل سفر روان شو. دَ عيسىٰ منُونکو هغه دَ رب فضل ته وسپارلو. ٤١ اَؤ په شام اَؤ کلکيه ورتير شو اَؤ جماعتُونه ئے مضبوط کړل.

عمال د رسُولانو 16

دَ پولوس اَؤ سيلاس سره دَ تيموتيوس ملګرتيا

١ پولوس دِربے اَؤ لستره ته ورسيدو. هلته تيموتيوس نُومے ايماندار سړے وُو چه مور ئے يهُودى وه اَؤ دَ عيسىٰ منُونکے وه خو پلار ئے يُونانى وُو. ٢ هغه دَ لستره اَؤ اِکونيوم په عيسىٰ منُونکو کښے ډير نيک نام وُو. ٣ اَؤ پولوس چه دَ هغه ځائے نه روانيدو نو دَ تيموتيوس بوتلل ئے دَ ځان سره خوښ کړل. نو هغه ئے دَ ځان سره کړو اَؤ په هغه علاقه کښے چه کُوم يهُوديان اوسيدل،دَ هغوئ په وجه ئے سنُت کړو ځکه چه هغوئ ته معلُومه وه چه دَ هغۀ پلار يُونانى وُو. ٤ اَؤ چه هغوئ دَ يوے ښارئے نه بلے ښارئے ته تلل نو هغه فرمانُونه چه رسُولانو اَؤ مشرانو پرے په بيتُ المُقدس کښے فيصله کړے وه،خلقو ته حواله کول چه عمل پرے وکړى. ٥ اَؤ دغه شان ورځ تر ورځ جُماعتُونه په ايمان مضبوطيدل اَؤ په شمار کښے زياتيدل.

دَ مِکدونى سړى په حقله دَ پولوس رويا

٦ اَؤ هغوئ دَ فروګيه اَؤ ګلتيه په علاقو تير شول ځکه چه رُوحُ القُدس هغوئ دَ ايشيا په صوبه کښے دَ کلام آؤرولو نه منع کړى وُو. ٧ اَؤ کله چه هغوئ دَ موسيه بريد ته ورسيدل نو هغوئ کوشش وکړو چه بتونيه ته ننوزى خو دَ عيسىٰ رُوح پرے نۀ ښودل. ٨ نو هغوئ په موسيه تير شول اَؤ ترواس ته ورسيدل. ٩ اَؤ دَ شپے پولوس رويا وليده چه يو مِکدونى سړے ولاړ دے اَؤ دا خواست ورته کوى چه”مِکدونيه ته راپورے وزه اَؤ زمُونږ مدد وکړه!“ ١٠ اَؤ چه دا رويا ئے وليده نو مُونږ سمدستى کوشش وکړو چه مِکدونيه ته لاړ شُو. مُونږ ته داسے ښکاريدله لکه چه خُدائے راته وئيلى وى چه هغوئ ته زيرے واؤروو.

دَ لديه په مسيح ايمان راوړل

١١ نو مُونږ له ترواس نه دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوو اَؤ نيغ سامو تراکے ته لاړلُو اَؤ په بله ورځ نياپوليس ته، ١٢ اَؤ دَ هغه ځائے نه فيليپى ته چه دَ مِکدونيه په ضلع کښے لوئے ښار دے اَؤ درُوميانو چاؤڼئ هم ده. دلته مُونږ څو ورځے تيرے کړے. ١٣ اَؤ دَ سبت په ورځ مُونږ دَ ښار دَ دروازے نه بهر دَ سيند غاړے ته لاړُو چرته چه زمُونږ خيال وُو چه دَ عبادت ځائے به وى،اَؤ کښيناستلُو اَؤ هلته راجمع شوؤ ښځو سره مو خبرے وکړے. ١٤ په هغوئ کښے دَ يوے نُوم لديه وُو چه دَ قيمتى اُودى رنګ جامو سوداګره وه اَؤ دَ تواتيره دَ ښار اوسيدُونکے وه چه دَ خُدائے عبادت به ئے کاوو. مالِک دَ هغے زړۀ پرانستو اَؤ هغے دَ پولوس کلام قبُول کړو. ١٥ اَؤ هغے ته سره دَ هغے دَ خاندان بپتسمه ورکړے شوه. نو بيا هغے مُونږ ته ووئيل چه”که تاسو ما دَ مالِک ايمانداره ګڼئ نو زَۀ درته خواست کوم چه راشئ اَؤ زما په کور کښے ديره شئ.“ اَؤ هغے مُونږ ته تاکيد وکړو.

دَ فيليپى په قيد خانه کښے

١٦ يوه ورځ چه مُونږ دَ عبادت ځائے ته په لاره تلُو نو مُونږ يوه وينځه وليده چه پرے دَ غيبو وئيلو رُوح ناست وُو اَؤ خپلو مالِکانو له به ئے په غيب وئيلو ډيرے پيسے ګټلے. ١٧ هغه په پولوس اَؤ مُونږ پسے راتله اَؤ چغے به ئے وهلے،”دا دَ رب الاعلىٰ غُلامان دى اَؤ تاسو ته دَ خلاصُون لار ښيئ!“ ١٨ هغے دغه شان هره ورځ کول تر دے چه دَ پولوس نه نور زغم ونۀ شو. هغۀ رُوح ته مخ ورواړولو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ تا ته حُکم درکوم چه دَ عيسىٰ مسيح په نُوم دَ دے نه بهر راوزه!“اَؤ هغه په هغه ساعت هم هلته ترے نه راووتو. ١٩ هر کله چه دَ جينئ مالِکانو وکتل چه دَ دوئ دَ ګټے اُميد ختم شو نو هغوئ پولوس اَؤ سيلاس ونيول اَؤ په راکښلو ئے دَ بازار چوک ته حاکمانو ته راوستل. ٢٠ اَؤ دوئ ئے مُنصفانو ته پيش کړل اَؤ وئے وئيل چه”دا سړى زمُونږ په ښار کښے ګړبړ پيدا کوى بلکه دوئ يهُوديان دى. ٢١ دوئ دَ هغه رسمُونو تعليم ورکوى کُوم چه مُونږ رُوميانو ته منل اَؤ پرے عمل کول منع دى.“ ٢٢ اَؤ ګڼے پرے حمله وکړه اَؤ مُنصفانو دَ پولوس اَؤ سيلاس جامے وشلولے اَؤ په کروړو وهلو حُکم ئے پرے وکړو. ٢٣ چه ښه ئے ووهل نو بيا ئے دوئ قيد خانے ته واچول اَؤ داروغه ته ئے حُکم وکړو چه هغوئ دَ نظر دَ لاندے ساتى. ٢٤ دَ دے حُکم په مُطابق هغۀ هغوئ په قيد خانه کښے واچول اَؤ دَ هغوئ پښے ئے په کُنده کښے ورکړلے. ٢٥ خو تقريبًا په نيمه شپه کښے چه پولوس اَؤ سيلاس خپله دُعا کوله اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے وئيله اَؤ نورو قيديانو ورته غوږ ايښے وُو، ٢٦ چه ناڅاپى داسے سخته زلزله راغله چه دَ قيد خانے بنيادُونه ئے وخوځول. ټولے دروازے خلاصے شوے اَؤ دَ ټولو قيديانو بيړئ پرانستلے شوے. ٢٧ خو چه داروغه له خوب نه راويښ شو اَؤ دَ قيد خانے دروازے ئے خلاصے وليدلے نو دا خيال ئے وکړو چه قيديان به تښتيدلى وى،اَؤ خپله تُوره ئے راوويستله چه ځان ووژنى. ٢٨ خو پولوس چغے کړلے چه”ځان ته نقصان مه رسوه ولے چه مُونږ ټول دلته يُو!“ ٢٩ نو داروغه رڼا راوغوښتله،ورمنډے ئے کړے اَؤ دَ پولُوس اَؤ سيلاس په وړاندے په مزکه پريوتو اَؤ دَ ويرے نه رپيدلو. ٣٠ بيا هغۀ هغوئ رابهر کړل اَؤ وئے وئيل چه”اَئے صاحبانو! زَۀ څۀ وکړم چه خلاصُون حاصل کړم؟“ ٣١ هغوئ ووئيل چه”په مالِک عيسىٰ باندے ايمان راؤړه اَؤ تۀ اَؤ ستا کورنئ به خلاصُون ومُومى.“ ٣٢ بيا هغوئ دَ مالِک کلام هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته واؤرولو. ٣٣ نو دَ شپے په هم هغه ساعت هغۀ هغوئ بوتلل اَؤ دَ هغوئ پرهرونه ئے ووينځل،اَؤ په هغے پسے سمدستى هغۀ ته اَؤ دَ هغۀ دَ کور ټولو خلقو ته بپتسمه ورکړے شوه. ٣٤ هغۀ هغوئ خپل کور ته راوستل اَؤ خوراک ئے ورته کيښودو اَؤ سره دَ ټولے کورنئ ئے ډيره ښادى وکړله ځکه چه هغوئ په خُدائے ايمان راوړے وُو. ٣٥ کله چه ورځ شوه نو مُنصفانو حاکمانو ته هدايت وکړو چه”ورشئ اَؤ هغه سړى پريږدئ چه لاړ شى.“ ٣٦ نو داروغه پولُوس ته دا خبره وروسوله چه”مُنصفانو دا خبر را استولے دے چه تاسو اَؤ سيلاس به خلاصولے شئ،نو اوس تاسو په آزادئ تلے شئ اَؤ په خير لاړ شئ.“ ٣٧ خو پولوس حاکمانو ته ووئيل چه”هغوئ مُونږ دَ خلقو په وړاندے په کروړو ووهلُو سره دَ دے چه مُونږ رُوميان يُو اَؤ هيڅ قصُور مُو نۀ دے کړے. هغوئ مُونږ قيد خانے ته واچولُو اَؤ اوس مو دوئ په پټه وباسى څۀ؟ نه! په کار دى چه دوئ دِ په خپله راشى اَؤ مُونږ دِ بهر وباسى.“ ٣٨ حاکِمانو دَ دوئ دا خبره مُنصفانو ته ورسوله. مُنصفانو چه واؤريدل چه پولوس اَؤ سيلاس رُوميان دى نو وويريدل ٣٩ اَؤ راغلل اَؤ دَ هغوئ نه ئے معافى وغوښتله،بيا هغوئ ورسره تر بهره جلب وکړو اَؤ مِنت ئے ورته وکړو چه دَ ښار نه لاړ شئ. ٤٠ اَؤ چه دَ قيد خانے نه راووتل نو هغوئ دَ لديه کور ته لاړل اَؤ هلته ئے دَ عيسىٰ منُونکو ملګرو سره وليدل اَؤ دَ تسلئ خبرے ئے ورته وکړلے اَؤ بيا ترے روان شول.

عمال د رسُولانو 17

په تِسالونيکيه کښے شور زوږ

١ بيا پولوس اَؤ سيلاس په امفيپوليس اَؤ په اپولونيه ورتير شول اَؤ تِسالونيکيه ته ورغلل چرته چه دَ يهُوديانو عبادت خانه وه. ٢ اَؤ پولوس دَ خپل عادت په مُطابق دَ هغوئ غونډے ته ورغے اَؤ تر دريو سبتُونو پورے ئے دَ هغوئ سره بحثُونه وکړل. ٣ دَ صحيفو دَ ليک مِثالُونه ئے بيان کړل اَؤ تشريح ئے ورته وکړه چه مسيح به تکليفُونه خامخا وزغمى اَؤ دَ مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. اَؤ هغۀ ووئيل چه”کُوم عيسىٰ چه زَۀ تاسو ته بيانوم، هغه هم مسيح دے.“ ٤ په هغوئ کښے ځنے قائل شول اَؤ دَ پولوس اَؤ سيلاس سره ملګرى شول اَؤ دغه شان دِ ديندارو يُونانيانو کافى تعداد اَؤ ډيرے عزتمنے ښځے هم قائلے شوے. ٥ خو يهُوديانو دَ حسد له کبله څۀ بازارى بدمعاشان دَ ځان سره کړل،ګڼه ئے جوړه کړه اَؤ په ښار کښے په شور زوږ لګيا شول. هغوئ دَ ياسون کور راګير کړو چه پولوس اَؤ سيلاس دَ ښارئے عامو خلقو ته راوباسى. ٦ خو چه هغوئ ئے ونۀ مُوندل نو ياسون اَؤ ځنے نور دَ جماعت ممبران ئے مُنصفانو ته په راکښلو راوړاندے کړل اَؤ چغے ئے کړے چه”کُومو کسانو چه په ټوله دُنيا کښے تکليف راخور کړے دے اوس دلته راغلى دى، ٧ اَؤ ياسون هغوئ دَ ځان سره ميلمانۀ کړى دى. هغوئ ټول دَ قيصر قانُون ماتوى اَؤ وائى چه يو بادشاه بل دے يعنے عيسىٰ.“ ٨ په دے خبرو په ګڼه کښے غوزغوزئ جوړ شو اَؤ په مُنصافانو هم اثر وشو. ٩ نو هغوئ دَ ياسون اَؤ نورو نه ضمانت واخستلو اَؤ پرے ئے ښودل.

رسُولان په بيريه کښے

١٠ نو څۀ وخت چه تيارۀ شوه نو دينى ورُوڼو پولوس اَؤ سيلاس بيريه ته واستول. هلته چه ورسيدل نو دَ يهُوديانو يوے عبادت خانے ته لاړل. ١١ دَ دے ځائے يهُوديان دَ تِسالُونيکيه دَ يهُوديانو نه اشراف وُو،ولے چه هغوئ کلام ډير په اِخلاص قبُول کړو اَؤ هره ورځ به ئے صحيفے لوستلے چه وګورى چه دا هم دغسے دى لکه چه دوئ وائى. ١٢ نو ځکه په هغوئ کښے ډيرو ايمان راؤړو اَؤ دغه شان ډيرو يُونيانو عزتمنو ښځو اَؤ سړو هم ايمان راؤړو. ١٣ خو چه دَ تسالونيکيه يهُوديانو ته دا معلُومه شوه چه پولوس په بيريه کښے دَ خُدائے کلام بيانوى نو هغوئ هلته راغلل چه ډير خلق راوپاروى اَؤ پريشانه ئے کړى. ١٤ نو دينى ورُوڼو پولوس سمدستى دَ ساحل غاړے ته لاندے وليږلو. په دے دؤران کښے سيلاس اَؤ تيموتيوس دواړه وروستو پاتے شول. ١٥ نو دَ پولوس بدرګے هغه اتينيه ته راواستول اَؤ په واپسئ کښے ئے سيلاس اَؤ تيموتيوس ته دا حُکم راؤړو چه څومره زر چه کيدے شى ما له دِ ځان راورسوى.

پولوس په اتينيه کښے

١٦ بيا چه پولوس په اتينيه کښے دَ هغوئ په اِنتظار وُو نو زړۀ ئے په دے خبره ډير غمژن شو چه ښار ئے له بُتانو نه ډک وليدلو. ١٧ نو هغۀ به په عبادت خانو کښے دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو سره بحثُونه کول اَؤ دغسے به ئے دَ ښار په چوکُونو کښے هره ورځ دَ تلُونکو راتلُونکو سره کول. ١٨ اَؤ ځنے اِپيکُورى اَؤ ستُوئيکى فلسفيانو ورسره بحث کولو اَؤ ځنو ووئيل چه”دا دروغژن باتُور څۀ وئيل غواړى؟“ اَؤ نورو ووئيل چه”معلوُميږى داسے چه دَ غير خُدايانو بحث کوى.“ اَؤ دا ئے ځکه ووئيل چه هغۀ دَ عيسىٰ اَؤ دَ قيامت زيرے آؤرولو. ١٩ نو هغوئ ونيولو اَؤ دَ اريوپاګوس عدالت ته ئے راوړاندے کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه”دا کُوم نوے تعليم چه تۀ ورکوے،مُونږ په دے پوهولے شے څۀ؟ ٢٠ اَؤ تۀ داسے خبرے راوړاندے کوے چه هغه مُونږ ته نا آشنا معلُوميږى اَؤ مُونږ په دے ځانُونه خبرول غواړُو.“ ٢١ اَؤ اتينيانو اَؤ دَ هغه ځائے غيرو خلقو سره دَ وخت تيرولو نه سيوا دَ نورو تازه واقعاتو دَ آؤريدو نه نور څۀ بل کار نۀ وُو. ٢٢ نو بيا پولوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت دَ وړاندے ودريدو اَؤ وئے وئيل چه”اَئے اتينيانو! زَۀ وينم چه هر هغه څيز چه دَ مذهب سره تعلق لرى نو تاسو دَ حد نه زيات سر ګرم يئ. ٢٣ ځکه هر کله چه ما ستاسو دَ عبادت دَ څيزُونو ننداره کوله نو ما دَ نورو څيزُونو سره يوه قُربانګاه وليده چه دا پرے دَ پاسه ليک وُو چه،دَ يو نامعلُوم خُدائے دَ پاره. تاسو چه دَ کُوم څيز عبادت کوئ دَ هغے درته پته نِشته،هم دغه څيز زَۀ درته بيانوم. ٢٤ هغه خُدائے چه دُنيا ئے پيدا کړه اَؤ په کښے ئے هر څيز هم پيدا کړو،هم هغه دَ آسمان اَؤ دَ مزکے مالِک دے اَؤ هغه دَ بنى آدمو دَ لاسه جوړ شؤو ځايُونو کښے نۀ اوسيږى. ٢٥ هغه دَ بنى آدم دَ څۀ څيز مُحتاج نۀ دے چه دَ بنى آدم دَ لاسه خدمت آخلى،بلکه هغه په خپله ټول کائينات له ژوند اَؤ ساه اَؤ نور څيزُونه ورکوى. ٢٦ هغۀ دَ دُنيا ټول قومُونه دَ يو نسل نه پيدا کړل چه دَ ټولے دُنيا په مخ اوسيږى. هغۀ دَ هغوئ ميعادُونه اَؤ دَ استوګنے حدُونه مُقرر کړل، ٢٧ دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے لټُون وکړى اَؤ شايد چه په لټولو ئے بيا مُومى. بے شکه چه هغه له مُونږ هيچا نه لرے نۀ دے. ٢٨ ولے چه زمُونږ دَ ژوندُون حرکت اَؤ شته والے په هغۀ کښے دے. لکه چه ستاسو خپلو ځنو شاعرانو وئيلى دى،مُونږ هم دَ هغۀ دَ نسل نه يُو. ٢٩ که مُونږ دَ خُدائے دَ نسل نه يُو نو بيا مُونږ ته دا ګمان کول مناسب نۀ دى چه ګنى دَ خُدائے ذات داسے دے لکه سرۀ زر،سپين زر يا کاڼے چه بنى آدم ئے په خپله پوهه اَؤ هُنر سره تراشى. ٣٠ تر څو چه دَ ناپوهئ دَ وخت تعلق وُو نو خُدائے ځان پرے نا غرض کړے وُو خو اوس هغه هر چرته ټولو بنى آدمو له حُکم ورکوى چه توبه ګار شى. ٣١ ځکه چه هغۀ يوه ورځ مُقرر کړے ده چه هغه به دَ دُنيا عدالت په صحيح صداقت سره دَ يو داسے سړى په وسيله وکړى چه هغۀ غوره کړے دے اَؤ دغه شان ئے هر چا ته ثابته کړه چه هغه ئے له مړو نه بيا راژوندے کړو!“ ٣٢ کله چه هغوئ دَ مړو نه دَ راژوندى کولو خبرے واؤريدلے نو ځنو ورپورے ټوقے وکړے اَؤ ځنو ووئيل چه”په دے حقله به مُونږ له تا نه بيا خبرے واؤرُو.“ ٣٣ اَؤ دغه شان پولوس دَ ګڼے دَ مينځ نه ووتو. ٣٤ خو يو څو کسان ورسره شول اَؤ ايمان ئے راؤړو چه په هغو کښے يو ديونيسيوس دَ اريوپاګوس دَ عدالت غړے هم وُو اَؤ ورسره دَ مريس نومے يوه ښځه اَؤ ځنے نور کسان هم وُو.

عمال د رسُولانو 18

په کورنتوس ښار کښے پولوس

١ دَ دے نه پولوس له اتينيه نه روان شو اَؤ کورنتوس ته لاړو. ٢ هلته هغه په اکوله نومے يهُودى پيښ شو چه دَ اصل نه دَ پونطوس وو اَؤ دَ ښځے نُوم ئے پرسکله وُو. هغه تازه تازه له اِټلى نه راغلے وُو ځکه چه هلته قيصر کلوديوس دا حُکم کړے وُو چه ټول يهُوديان دِ له رُوم نه ووزى. پولوس هغو ته ورغے، ٣ اَؤ دَ هغو سره ځکه ديره شو چه دَ هغۀ کسب هم هغه وُو. نو هغه دواړو په شريکه کار شروع کړو اَؤ هغوئ تمبوان جوړول. ٤ هغۀ به دَ يهُوديانو په عبادت خانے کښے هم دَ هر سبت په ورځ بحث کولو اَؤ دا کوشش ئے کولو چه يهُوديان اَؤ يُونانيان قائل کړى. ٥ بيا سيلاس اَؤ تيموتيوس له مِکدونيه نه راغلل اَؤ پولوس يهُوديانو ته په ګواهئ ور کولو کښے بيخى بوخت وُو اَؤ وئيل ئے چه عيسىٰ هم مسيح دے. ٦ خو کله چه هغوئ مُخالفت وکړو اَؤ بد رد ئے ورته ووئيل نو هغۀ خپلے جامے وڅنډلے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه”ستاسو خُون ستاسو په غاړه،زَۀ ترے پاک يم . نو زَۀ اوس غير يهُوديانو ته ځم.“ ٧ دَ دے وئيلو سره هغه روان شو اَؤ دَ تيطيوس يُوستوس نُومے يو غير يهُودى سړى کورته ورغے چا چه دَ خُدائے عبادت کولو اَؤ دَ عبادت خانے سره جُخت اوسيدلو. ٨ اَؤ دَ عبادت خانے سردار کرسپوس دَ خپل ټول کور سره په مالِک ايمان راؤړو اَؤ ډيرو کورنتيانو هم واؤريدل،ايمان ئے راؤړو اَؤ بپتسمه ورکړے شوه. ٩ اَؤ يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښے ووئيل چه”ويريږه مه،خپل تبليغ جارى ساته اَؤ خاموشه کيږه مه، ١٠ ځکه چه زَۀ درسره يم. هيڅوک به درباندے دَ نقصان رسولو دَ پاره حمله ونۀ کړى ځکه چه په دے ښار کښے ډير داسے خلق شته چه زما دى.“ ١١ نو هغه اَتلس مياشتے هلته پاتے شو اَؤ هغه خلقو ته به ئے دَ خُدائے دَ کلام تعليم ور کاوو. ١٢ خو کله چه ګليو دَ اخيه حاکم وُو نو يهُوديان په يو زړۀ په پولوس راټول شول اَؤ عدالت ته ئے بوتلو. ١٣ اَؤ هغوئ ووئيل چه”دا سړے دَ شريعت نه خلاف خلق دَ خُدائے عبادت ته را اړوى!“ ١٤ خو چه پولوس جواب ورکولو نو په دے کښے ګليو هغوئ ته ووئيل چه”که چرے دا خبره دَ جُرم يا دَ شرارت وى نو يهُوديانو! ستاسو خبره به مے په سړه سينه آؤريدلے وه. ١٥ خو که دا ستاسو يهُوديانو دَ لفظُونو،نومُونو اَؤ دَ شريعت خبرے دى نو بيا تاسو په خپله ورسره پوهه شئ،زَۀ په داسے خبرو کښے دَ مُنصف جوړيدلو خواهش نۀ لرم.“ ١٦ اَؤ بيا هغۀ هغوئ له عدالت نه وشړل. ١٧ بيا عامو خلقو سوستينس راونيولو څوک چه دَ عبادت خانے سردار وُو اَؤ هغه ئے دَ عدالت په وړاندے ښۀ ووهلو. اَؤ په دے ټولو خبرو کښے ګليو هيڅ غم غرض ونه لرلو.

دَ پولوس اَنطاکيه ته واپس تلل

١٨ پولوس دَ څۀ وخت دَ پاره هلته پاتے شو اَؤ بيا ئے دَ هغه ځائے دَ دينى ورُوڼو نه رُخصت واخستو اَؤ دَ اوبو په جهاز کښے شام ته روان شو اَؤ ورسره پرسکله اَؤ اکوله هم وُو. نو په کِنخريه کښے هغۀ خپل سر وخريلو ځکه چه هغۀ منښته کړے وه. ١٩ هر کله چه هغوئ اِفِسوس ته ورسيدل نو پولوس له پرسله اَؤ اکوله نه جُدا شو اَؤ يوه ورځے عبادت خانے ته لاړو اَؤ هلته ئے دَ يهُوديانو سره بحث وکړو. ٢٠ هغوئ ورته دَ څۀ وخت دَ پاره دَ پاتے کيدو ووئيل خو هغۀ اِنکار وکړو. ٢١ اَؤ دَ اِفِسوس دَ خلقو نه ئے په دے وينا رُخصت واخستلو چه”که دَ خُدائے رضا وى نو زَۀ به بيا بيرته راشم“ اَؤ دَ اِفِسوس نه راوان شو. ٢٢ بيا چه په قيصريه کښے دَ جهاز نه کُوز شو نو هغه بيتُ المُقدس ته لاړو دَ جماعت دَ خلقو دَ سلام دَ پاره اَؤ بيا اَنطاکيه ته لاړو. ٢٣ اَؤ چه هلته دَ څۀ وخت تيرولو نه پس هغه بيا په سفر روان شو اَؤ دَ ګلتيه اَؤ فروګيه په وطن کښے وګرزيدو اَؤ دَ ټولو نوو مُريدانو زړُونه ئے مضبُوط کړل.

په اِفِسوس کښے دَ اپولوس وعظ

٢٤ بيا اپولوس نومے يو يهُودى چه دَ اصله دَ اسکندريه وُو،اِفِسوس ته راغے. هغه يو ښۀ مُقرر اَؤ دَ کتابِ مُقدس دَ کلام ښۀ عالم وُو. ٢٥ هغۀ دَ مالِک دَ لارے تعليم حاصل کړے وُو اَؤ په رُوحانى جوش سره ئے خبرے کولے اَؤ دَ عيسىٰ په حقله ئے صفا صفا تعليم ورکولو. سره دَ دے هغۀ ته تش دَ يحيىٰ بپتسمه معلُومه وه. ٢٦ هغۀ په عبادت خانے کښے په زړۀ ورتيا سره خبرے شروع کړے. چرته چه پرسکله اَؤ اکوله دَ هغۀ خبرے واؤريدلے نو هغوئ هغه دَ ځان سره کړو اَؤ دَ خُدائے لار ئے ورته په پُوره تفصيل سره بيان کړه. ٢٧ اَؤ کله چه اپولوس وغوښتل چه اخيه ته پورے ووزى نو دينى ورُوڼو ئے مدد وکړو اَؤ مُريدانو ته ئے وليکل چه هغه قبُول کړى. هر کله چه هغه راورسيدو نو دَ خُدائے په فضل دَ نوو ايمان راړُونکو دَ پاره ډير فائده مند ثابت شو. ٢٨ ځکه چه هغۀ په ډير زور سره يهُوديان ښکاره بے ځوابه کړل اَؤ په ډاګه ئے دَ کتابِ مُقدس نه دا ثابت کړه چه عيسىٰ هم مسيح دے.

عمال د رسُولانو 19

پولوس په اِفِسوس کښے

١ څۀ وخت چه اپولوس په کورنتوس کښے وُو نو پولوس په دَننئ علاقه کښے وګرزيدلو اَؤ اِفِسوس ته راغے. هلته هغۀ يو څو مُريدان ومُوندل، ٢ اَؤ هغو ته ئے ووئيل چه”څۀ وخت چه تاسو ايمان راوړے وُو نو رُوحُ القُدس درباندے نازل شوے وُو څۀ؟“ هغوئ جواب ورکړو چه”نه،مُونږ خو دَ سره دَ رُوحُ القُدس نه خبر قدرے هم نۀ يُو.“ ٣ بيا پولوس ووئيل چه”تاسو ته دَ څۀ بپتسمه درکړے شوے وه؟“ هغوئ جواب ورکړو چه”دَ يحيىٰ بپتسمه.“ ٤ پولوس بيا ووئيل چه”کُومه بپتسمه چه يحيىٰ ورکړے وه هغه دَ توبه ګارئ بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيلى وُو چه په هغۀ ايمان راؤړئ څوک چه دَ هغۀ نه پس راتلُونکے دے،اَؤ هغه عيسىٰ دے.“ ٥ دَ دے په آؤريدو هغوئ ته دَ مالِک عيسىٰ په نُوم بپتسمه ورکړے شوه. ٦ اَؤ کله چه پولوس خپل لاسُونه په هغوئ کيښول نو په هغوئ رُوحُ القُدس نازل شو اَؤ هغوئ په مُختلفو ژبو خبرے کولے اَؤ دَ نبى په شان ګويا شول. ٧ اَؤ هغوئ قريبًا دولس کسان وُو. ٨ تر دريو مياشتو پورے به پولوس عبادت خانے ته تلو اَؤ دَ خلقو سره ئے په زړۀ ورتيا بحث کولو اَؤ قائلول به ئے اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ خبرے به ئے کولے. ٩ خو ځنى ډير ځيلناک وُو اَؤ وئے نۀ منل اَؤ دَ خلقو په وړاندے ئے مسيحى عقيدے ته بد وئيل.نو پولوس ترے نه لاړو اَؤ خپل مُريدان ئے جُدا کړل اَؤ هره ورځ به ئے دَ تورنوس په مدرسه کښے بحث کاوو. ١٠ دا کار ئے تر دوؤ کالو پورے وکړو اَؤ نتيجه ئے دا شوه چه ايشيا دَ صوبے ټولے آبادئ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو دَ خُدائے کلام واؤريدو.

دَ سکيوا زامن

١١ اَؤ خُدائے دَ پولوس په وسيله لوئے مُعجزے ښکاره کولے. ١٢ هر کله چه به دَ پولوس دَ وجُود سره لګيدلى رومالُونه يا پيش بندُونه خلقو بيمارانو ته يووړل نو هغوئ به دَ رنځونو نه روغ شول اَؤ ناپاک رُوحُونه به ترے نه پاڅيدل. ١٣ خو ځنے دم آچووُنکى يهُوديان چه سيلانيان وُو نو هغوئ به دَ ناپاکو رُوحونو په رنځُونو دَ مالِک عيسىٰ نُوم استعمالولو. هغوئ به وئيل چه”دَ هغه عيسىٰ په نُوم قسم درکوُو چه پولوس ئے بيانوى.“ ١٤ دَ سکيوا نُومے يهُودى سردار کاهن اُووۀ زامن وُو چه ئے دا طريقه اِستعمالوله. ١٥ خو کله چه ناپاک رُوح جواب ورکړو اَؤ وئے وئيل چه”زَۀ عيسىٰ منم اَؤ پولوس هم پيژنم،خو تاسو څوک يئ؟“ ١٦ نو هغه ناپاک رُوح نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړل اَؤ ټول ئے رالاندے کړل اَؤ داسے ئے وټکول چه دَ هغۀ دَ کور نه بربنډ اَؤ ژوبل شوى وتښتيدل. ١٧ اَؤ په اِفِسوس کښے دا خبره ټولو يهوديانو اَؤ يُونانيانو ته معلُومه شوه اَؤ په هغوئ ټولو ويره راغله اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دَ نُوم لوئى ئے ومُوندله. ١٨ اَؤ نور ډير کسان چه ايمان ئے راؤړے وُو،راغلل اَؤ دا اِقرار ئے وکړو چه هغوئ جادُوګرى کوله. ١٩ اَؤ ډيرو جادُوګرو خلقو چه پخوا به ئے جادُوګرى کوله،خپل کتابُونه راجمع کړل اَؤ دَ خلقو دَ وړاندے ئے وسوزول اَؤ دَ ټول قيمت حساب ئے ولګولے شو نو پنځۀ لکه دَ سپينو زرو سکے وختلو. ٢٠ دغه شان دَ مالِک کلام مضبوطيدو اَؤ زيات نه زيات په اثرناکه طريقه خوريدلو.

په اِفسوس ښار کښے بلوه

٢١ پس له دغه خبرو نه پولوس فيصله وکړه چه مکدونيه اَؤ اخيه ته لاړ شى اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته ځان ورسوى اَؤ هغۀ ووئيل چه”هر کله چه زَۀ هلته ورشم نو په کار دى چه دَ رُوم ښار خامخا وګورم.“ ٢٢ نو هغۀ دوه ملګرى تيموتيوس اَؤ اِراستوس مِکدونيه ته وليږل اَؤ په دے دوران کښے په خپله څۀ زياته مُوده دَ ايشيا په صُوبه کښے پاتے شو. ٢٣ په دے دوران کښے دَ مسيحى عقيدے په وجه سخت تکليف جوړ شو. ٢٤ هلته ديميتريوس نُومے يو زر ګر وُو چه دَ ارتِميسے دَ مندر دَ سپينو زرو نمُونے به ئے جوړولے اَؤ دَ ډيرو کسب روز ګار پرے روان وُو. ٢٥ هغۀ دَ هغوئ اَؤ دَ داسے نورو کسب ګرو يوه غونډه راوغوښته اَؤ هغوئ ته ئے خبرے وکړلے. هغۀ ووئيل چه”اَئے سړو! تاسو خبر يئ چه زمُونږ دَ ژوندُون دار مدار په دے کسب دے. ٢٦ خو تاسو ګورئ اَؤ آؤرئ چه دے پولوس نومے سړى په خپلو خبرو څومره ګڼ خلق،نۀ صرف په اِفِسوس کښے بلکه تقريبًا په توله ايشيا کښے وغُلول. هغه وائى چه دَ بنى آدم دَ لاسه جوړ خُدايان هډو خُدايان دى نه. ٢٧ دا خطره ده چه نۀ تش دا چه زمُونږ کاروبار به بے قدره شى بلکه دَ ارتِميسے مندر به ناڅيزه وګڼلى شى اَؤ په ايشيا اَؤ په ټوله دُنيا کښے چه دَ هغے عبادت کيږى نو دا شان و شوکت به ختم شى!“ ٢٨ هغوئ چه دا خبرے واؤريدلے نو په غُصه شول اَؤ چغے ئے کړے چه”دَ اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“ ٢٩ نو ټول ښار ګډ وډ شو اَؤ هغوئ دَ پولوس دَ سفر ملګرى،يعنے دَ مکدونيه اوسيدُونکى ګايوس اَؤ اريسترخوس ونيول اَؤ دَ تماشے ځائے ته راغونډ شول. ٣٠ پولوس هغه ګڼے ته تلل غوښتل خو نورو عيسايانو پرے نۀ ښودو. ٣١ دَ ځنے دَ صوبے مشرانو چه دَ پولوس دوستان وُو،جواب وروليږلو چه”دَ تماشے ځائے ته لاړ نۀ شے.“ ٣٢ په دے دوران کښے غونډه ګډه وډه شوه اَؤ ځنو څۀ چغے وهلے اَؤ ځنو څۀ،ځکه چه په هغوئ کښے ډير په دے خبر هم نۀ وُو چه دَ څۀ مقصد دَ پاره دلته راجمع شوى دى. ٣٣ خو په غونډه کښے دَ ځنو کسانو دا خيال وُو چه سکندر قصور وار دے چه يهُوديانو مخکښے قطار ته ديکه کړے وُو. هغۀ خلقو ته دَ خاموشئ اِشاره وکړه اَؤ ګڼے ته ئے دَ جواب ورکولو کوشش وکړو. ٣٤ خو چه هغوئ وپيژندو چه دا خو يهُودى دے نو هغوئ ټولو يوه چغه وويسته چه دَ ”اِفِسيانو ارتِميسه لويه ده!“ تر دوؤ ګينټو پورے هغوئ دا چغے وهلے. ٣٥ خو دَ ښار سيکتر ګڼه چپ کړه. هغۀ ووئيل چه”اَئے دَ اِفِسوس خلقو! هر چا ته معلُومه ده چه زمُونږ دَ اِفِسوس ښار دَ لوے ارتِميسے مندر اَؤ دَ هغے پاک کاڼے چه له آسمان نه راپريوتو،منجوره دے. ٣٦ چونکه په دے هيڅ مُخالفت نِشته،نو تاسو له په کار دى چه خاموشه شئ اَؤ په تادئ کښے څۀ قدم اُوچت نۀ کړئ. ٣٧ دا کسان چه تاسو دلته راوستى دى،نۀ خو دَ مندر غلۀ دى اَؤ نۀ ئے زمُونږ ديوى ته کُفر غرولے دے. ٣٨ ځکه که چرے ديميتريوس اَؤ دَ هغۀ کسب ګر دَ چا خلاف مقدمه لرى نو دَ عدالت ورځے شته اَؤ مُنصفان هم،نو دواړه ډلے دِ په يو بل شکايت وکړى. ٣٩ خو که ستاسو څۀ نور سوال وى نو دَ هغۀ فيصله به په قانُونى مجلس کښے وشى. ٤٠ مُونږ دَ ننئ بلوے په حق کښے دَ شکايت خطره په ځان آخستے ده ولے چه دَ دے هيڅ وجه نِشته اَؤ مُونږ دَ بلے ډلے په حقله هيڅ جواب نۀ شُو ورکولے.“ ٤١ په دے خبرو ئے هغه ګڼه رُخصت کړه.

عمال د رسُولانو 20

مِکدونيه اَؤ يُونان ته دَ پولوس سفر

١ هر کله چه تکليف ختم شو نو پولوس په مُريدانو پسے خبر واستولو اَؤ دَ تسلئ دَ لاسے نه پس ئے بيا رُخصت واخستو اَؤ مکدونيه ته لاړو. ٢ هغۀ دَ وطن په هغه علاقو کښے سفر وکړو اَؤ خلقو له به ئے تسلى ورکوله اَؤ دغه شان هغه يُونان ته ورسيدلو، ٣ اَؤ هغۀ درے مياشتے هلته تيرے کړے. اَؤ شام ته دَ اوبو په جهاز کښے تلو خو چه يهُوديانو دَ هغۀ په خلاف يو سازش کړے وُو نو هغۀ دا فيصله وکړه چه دَ مِکدونيه په لارے بيرته ستُون شى ٤ اَؤ دَ پرحوس زوئے سوپترس له بيريه نه،اريسترخوس اَؤ سکندُسله تِسالونيکيه نه،ګايوس له دِربے نه اَؤ هم تيموتيوس،اَؤ تخيکوس اَؤ تروفيموس له ايشيا نه دَ هغۀ ملګرى وُو. ٥ هغوئ مخکښے لاړل اَؤ په تروآس کښے ئے زمُونږ اِنتظار کاوو. ٦ بيا چه دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر ورځے تيرے شوے نو مُونږ دَ فيليپى نه دَ اوبو په جهاز کښے روان شوُو اَؤ په پنځو ورځو کښے هغوئ ته په ترواس کښے ورسيدلُو اَؤ هلته مو يوه هفته تيره کړه.

په تروآس کښے دَ پولوس آخرى ملاقات

٧ دَ اِتوار په ماښام مُونږ دَ ډوډئ ماتولو دَ پاره راغونډ شوى وُو اَؤ پولوس چه په بله ورځ رُخصتيدُونکے وُو،هغوئ ته ئے خطاب وکړو اَؤ تر نيمے شپے پورے ئے خبرے کولے. ٨ اَؤ پاس په بالا خانه کښے چرته چه مُونږ راجمع وُو ډير مشعلُونه بل وُو. ٩ اَؤ يوتخوس نومے يو زلمے وُو چه دَ کړکئ په چوکاټ ناست وُو. دَ پولوس دَ خبرو په دوران کښے ډير خوب وزنګولو اَؤ آخر چه خوب پرے غالب شو نو دَ دريم چت نه ښکته مزکے ته پريوتو اَؤ چه هغوئ را اُوچت کړو نو مړ شوے وُو. ١٠ پولوس ښکته ور کُوز شو اَؤ په خپله په هغۀ ورپريوتو اَؤ بيا ئے هغه په غيږ کښے راونيولو اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل،”مۀ ويريږئ،په دَۀ کښے خو لا ساه شته!“ ١١ هغه بيا بالاخانے ته وختو،ډوډئ ئے ماته کړه اَؤ وئے خوړه اَؤ دَ هغوئ سره ئے تر سحره پورے خبرے کولے اَؤ بيا هغه روان شو. ١٢ اَؤ هغوئ هغه زلمے ژوندے بوتلو اَؤ ښۀ په آرام وُو.

دَ پولوس دَ تروآس نه ميليتوس پورے سفر

١٣ نو مُونږ وړاندے دَ اوبو په جهاز کښے سوارۀ شوُو اَؤ اَسوس ته روان شوُو په کُوم ځائے کښے چه پولوس هم دغه جهاز ته راختُونکے وُو. هغۀ دا بندوبست کړے وُو ځکه چه هغه په خپله دَ وچے په لاره تلو. ١٤ هر کله چه هغه مُونږ سره په اَسوس کښے يو ځائے شو نو مُونږ په جهاز کښے سور کړو اَؤ په اولنئ ورځ ميتيلينے ته لاړلُو. ١٥ اَؤ په دويمه ورځ مُونږ دَ هغه ځايه روان شوُو اَؤ دَ خيوس بلے غاړے ته ورسيدلُو. په دريمه ورځ مُونږ ساموس ته لاړلُو اَؤ په څلورمه ورځ ميليتوس ته ورسيدلُو. ١٦ ځکه چه پولوس دا فيصله کړے وه چه له اِفِسوس نه تير شى چه دغه شان دَ ايشيا په علاقه کښے دَ وخت ضائع کولو نه بچ شى،دَ هغۀ بيتُ المُقدس ته دَ رسيدو ځکه تلوار وُو چه دَ پنتکُست ورځے ته هلته ورسى.

دَ پولوس دَ اِفِسوس مشرانو سره ملاقات

١٧ نو پولوس دَ ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر واستولو اَؤ دَ جماعت مشران ئے راوبلل. ١٨ اَؤ کله چه هغوئ ورته راورسيدل نو داسے خبرے ئے ورته وکړلے،”تاسو ته پته ده چه ما تاسو سره څنګه ژوند تير کړو،دَ هغه ورځے نه چا ما اول دَ ايشيا په مزکه قدم کيښودو اَؤ څومره مُوده چه زَۀ تاسو سره وم. ١٩ يعنے ما پُوره په عاجزئ اَؤ ژړا سره دَ مالِک غُلامى کوله سره دَ يهُوديانو دَ سازشُونو اَؤ آزميښتُونو چه په ما راغلل. ٢٠ اَؤ تاسو ته دا معلُومه ده چه ما يو داسے څيز هم چه ستاسو دَ ښيګړے دَ پاره وُو،پټ ونۀ ساتلو. ما تاسو ته کلام رسولے دے اَؤ په ښکاره اَؤ په کور کور کښے مے درله تعليم در کړے دے. ٢١ اَؤ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو ته مے دَ خُدائے په وړاندے دَ توبے ويستلو اَؤ په مالِک عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو شاهدى کړے ده. ٢٢ اَؤ اوس لکه چه تاسو وينئ،زَۀ دَ رُوح دَ لاسه مجبُور بيتُ المُقدس ته روان يم،اَؤ هلته چه څۀ ما تا پيښيږى دَ هغے نه هيڅ محبُور نۀ يم. ٢٣ بے له دے نه چه په هر ښار کښے ما ته رُوحُ القُدس دا خبر راکوى چه قيد اَؤ تکليفُونه زما په اِنتظار کښے دى. ٢٤ خپله ځانى خو زَۀ دَ ژوند هيڅ پرواه دار نۀ يم،خو زَۀ دا غواړم چه منډه تر سره کړم اَؤ هغه کار پُوره کړم چه مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے چه دَ خُدائے دَ فضل دَ زيرى په باب کښے شهادت وکړم. ٢٥ يوه بله خبره واؤرئ،ما چه ستاسو ټولو په مينځ کښے دَ خُدائے دَ بادشاهت وعظ کاوو،خو اوس ما ته دا ښکارى چه په تاسو کښے به يو کس هم زما مخ بيا ونۀ وينى. ٢٦ نو زَۀ اوس په دے ځائے دا اِعلان کوم چه زما په غاړه دَ هيچا دَ خُون پور نِشته. ٢٧ ځکه چه ما هيڅ درنه پټ ساتلى نۀ دى اَؤ ما تاسو ته دَ خُدائے ټول امرُونه څرګند کړى دى. ٢٨ دَ خپل ځان اَؤ دَ هغه ټول کنډک خيال ساتئ کُوم چه رُوحُ القُدس ستاسو په حواله کړے دے اَؤ تاسو دَ مالِک دَ هغے جماعت شپُونکى يئ کُوم چه هغۀ دَ خپلے وينے په قيمت آخستے دے. ٢٩ ما ته معلُومه ده چه هر کله چه زَۀ تاسو نه لاړ شم نو داړُونکى شرمخان به په تاسو کښے راشى اَؤ کنډک به په امان پرے نۀ ږدى. ٣٠ اَؤ هم په تاسو کښے به ځنى خلق داسے راپورته شى چه رښتيا به ورانوى اَؤ مُريدان به دے ته راپاروى چه دَ حق نه ئے واړوى اَؤ دَ دوئ ملګرى شى. ٣١ نو خبردار اوسئ! اَؤ ياد لرئ چه تر دريو کالو پورے مے څنګه شپه اَؤ ورځ په تاسو کښے هر يو ته په ژړا تعليم درکړو. ٣٢ اَؤ اوس زَۀ تاسو دَ مالِک اَؤ دَ هغۀ دَ فضل کلام ته سپارم چه ستاسو دَ مضبُوطولو اَؤ په هغه ټولو کښے چه ځانُونه ئے ورته سپارلى دى خپل ميراث درکولے شى. ٣٣ ما دَ هيچا سپين زر اَؤ سرۀ زر يا جامو ته دَ ځان دَ پاره نۀ دى کتلى. ٣٤ اَؤ تاسو ټول خبر يئ چه ما په خپلو دے لاسُونو خپل اَؤ دَ خپلو ملګرو حاجتُونه پُوره کړى دى. ٣٥ ما تاسو ته ښکاره کړه چه په مُشقت سره دَ کمزورو مدد په دے شان وکړئ اَؤ دَ مالِک عيسىٰ خبرے درته ياد ساتل په کار دى چه په خپله ئے وئيلى دى چه دَ آخستلو نه ورکړه غوره ده.“ ٣٦ کله چه پولوس خبرے ختمے کړے نو هغه دَ هغوئ سره په سجده پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله. ٢٧ بيا هغوئ ټولو وژړل اَؤ پولوس سره تر غاړه وتل اَؤ کښل ئے کړو. ٣٨ هغوئ په دے زيات خفه وُو چه هغۀ ووئيل چه دوئ به بيا دَ هغۀ مخ کله هم ونۀ وينى. اَؤ هغوئ دغه شان تر جهاز پورے ورسره جلب وکړو.

عمال د رسُولانو 21

دَ پولوس بيتُ المُقدس ته تلل

١ کله چه مُونږ دَ هغوئ نه رُخصت شولُو اَؤ جهاز روان شو،نو مُونږ نيغ قوس ته ورسيدلُو اَؤ په بله ورځ رودوس ته اَؤ دَ هغه ځايه پاترے ته. ٢ هلته يو جهاز ولاړ وُو چه فينکيے ته تيار وُو. مُونږ وروختلُو اَؤ په هغۀ کښے مو سفر وکړو. ٣ مُونږ په لاره کښے قبرص ښار وليدلو اَؤ ترے نه په ګس لاس تير شوُو اَؤ شام ته مو سفر جارى وساتلو اَؤ په صور کښے کُوز شوُو ځکه چه هلته ئے دَ جهاز نه څۀ سامان کُوزولو. ٤ زمُونږ مُريدان مو ومُوندل اَؤ يوه هفته هلته ايسار شوُو. اَؤ هغوئ دَ رُوحُ القُدس په هدايت پولوس ته ووئيل چه”ګوره! بيتُ المُقدس ته مۀ ځه!“ ٥ خو هر کله چه هفته پُوره شوه نو مُونږ له هغه ځائے نه روان شوُو. اَؤ هغوئ ټول اَؤ دَ هغوئ ښځے اَؤ بچى زمُونږ په جلب کښے دَ ښار نه بهر راووتل اَؤ هلته مُونږ دَ سمندر په غاړه په سجده شوُو اَؤ دُعا مو وغوښته. ٦ بيا مو يو بل ته په مخه ښه ووئيل اَؤ بيا مُونږ جهاز ته وختلُو اَؤ هغوئ کور ته واپس لاړل. ٧ مُونږ دَ صور نه پتوليمَس ته ورسيدلُو اَؤ هلته دَ اوبو جهاز سفر ختم کړو. اَؤ هلته مو دينى ورُوڼو ته سلام ووئيلو اَؤ دَ هغوئ سره مو يوه ورځ تيره کړه، ٨ اَؤ په بله ورځ روان شوُو اَؤ قيصريه ته راغلُو. اَؤ مُونږ دَ فيليپوس کور ته لاړلُو چه هغه يو زيرے آؤروُونکے وُو اَؤ په هغه اوو کسانو کښے وو هغۀ سره پاتے شوُو. ٩ دَ هغۀ څلور پيغلے لُوڼه وے چه نبوت به ئے کاوو. ١٠ مُونږ چه هلته يو څو ورځے ايسار وُو نو دَ يهُوديه نه اګابوس نومے يو نبى راغے. ١١ هغه مُونږ ته راغے،دَ پولوس ملاتړ ئے واخيستو اَؤ په هغۀ ئے خپل لاس پښے وتړل اَؤ وئے وئيل چه”دا دَ رُوحُ القُدس کلام دے چه په بيتُ المُقدس کښے به يهُوديان دَ دے ملاتړ خاوند هم دغه شان وتړى اَؤ هغه به غير يهُوديانو ته په حواله کړى.“ ١٢ مُونږ چه دا خبرے واؤريدلے نو مُونږ اَؤ نورو مقامى خلقو پولوس ته نصيحت وکړو چه بيتُ المُقدس ته دَ تلو خيال پريږدئ. ١٣ خو پولوس جواب ورکړو،”دا دومره اوښکے ولے؟ تاسو زما دَ زړۀ دَ ماتولو کوشِش ولے کوئ؟ تر څو چه زما خبره ده زَۀ نۀ يواځے تړلو ته،بلکه دے ته هم تيار يم چه دَ مالِک عيسىٰ په نُوم په بيتُ المُقدس کښے مړ شم.“ ١٤ بيا چه هغه قائل نۀ شو نو مُونږ دا خبره پريښوده اَؤ ومو وئيل چه”دَ مالِک مرضى دِ وشى.“ ١٥ دَ دے نه پس مُونږ خپل سامان وتړلو اَؤ دَ بيتُ المُقدس په لار روان شوُو. ١٦ دَ قيصريه نه ځنے مُريدان مُونږ سره روان شول اَؤ مناسون نومے سړے چه دَ قبرص اوسيدُونکے وُو اَؤ دَ پخوا دَ مُريدانو نه وُو،هغۀ ته ئے راوستلُو دَ چا په کور کښے چه مُونږ ميلمانۀ کيدُونکى وُو.

دَ پولوس يعقُوب سره ملاقات

١٧ دغه شان مُونږ بيتُ المُقدس ته راورسيدلُو اَؤ هلته راته دينى ورُوڼو په خوشحالئ سره هر کلے ووے. ١٨ په بله ورځ پولوس يعقُوب ته ورغے اَؤ مُونږ هم ورسره وُو اَؤ مشران حاضر وُو. ١٩ پولوس ورته سلام وکړو اَؤ بيا ئے هغه هر څۀ په تفصيل سره ورته بيان کړل چه دَ خُدائے په فضل سره په غير يهُود قومُونو کښے دَ دَۀ دَ خدمت په وسيله شوى وُو. ٢٠ کله چه هغوئ دا واؤريدل نو هغوئ دَ خُدائے ثنا ووئيله. بيا هغوئ پولوس ته ووئيل،”ګوره وروره! په يهُوديانو کښے څومره په زرګُونو کسانو ايمان راوړے دے اَؤ هغوئ ټول دَ شريعت په حقله ښه سرګرم دى. ٢١ اوس هغوئ ستا په باب کښے خبر شوى دى چه تۀ هغه ټولو يهُوديانو ته چه په غيرو قومُونو کښے اوسى،دا تعليم ورکوے چه دَ مُوسىٰ نه راواؤړئ،يعنے هغو ته وائے چه خپل بچى مه سُنتوئ اَؤ زمُونږ په لار راځئ. ٢٢ هغوئ به يقينًا ستا دَ راتلو نه خبر شى نو اوس څۀ وکړُو؟ ٢٣ نو تۀ هغه څۀ کوه چه مُونږ درته وايُو. نو دلته مُونږ سره څلور سړى دى چه نذر ئے منلے دے. ٢٤ تۀ دوئ دَ ځان سره کړه اَؤ ورسره خپل ځان پاک کړه،دَ هغوئ دَ سرکلى پيسے تۀ ورکړه،بيا به هغوئ خپل سرُونه وخرئ.نو بيا به هر څوک پوهه شى چه ستا په باب کښے وئيلے شوے قِصے رښتيا نۀ دى،بلکه تۀ يو سرګرم يهُودى يئے اَؤ په شريعت په خپله هم عمل کوے. ٢٥ اَؤ تر څو چه دَ نوى ايمان راوړُونکو تعلق دے نو مُونږ هغوئ ته دا هدايت ورکوُو چه دوئ دِ دَ هغے غوښے نه ځان وساتى کُومه چه دَ بُتانو په نُوم قُربانى شوے وى،اَؤ دَ وينے نه،دَ هغے څيز دَ غوښے نه چه خپه کړے شوے وى اَؤ دَ حرام کارئ نه دِ ځان وساتى.“ ٢٦ نو پولوس په بله ورځ هغه څلور سړى دَ ځان سره کړل اَؤ دَ هغوئ سره دَ ځان پاکولو دَ دستور نه پس هغه دَ خُدائے کور ته لاړو چه دَ هغه تاريخ اِظهار وکړى په کُوم چه دَ پاکيدو وخت پُوره کيږى اَؤ په هغوئ کښے دَ هر يو دَ پاره به منښته ورکړے شى.

دَ خُدائے په کور کښے دَ پولوس ګرفتارى

٢٧ خو دَ اُوو ورځو دَ پُوره کيدو نه لږ وړاندے دَ ايشيا دَ صوبے يهُوديانو پولوس دَ خُدائے په کور کښے وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله اَؤ هغه ئے ونيولو، ٢٨ اَؤ چغے ئے کړلے،”اَئے اِسرائيليانو! رامدد شئ! رامدد شئ! دا هغه سړے دے چه په ټوله دُنيا کښے خپله عقيده خوروى اَؤ زمُونږ په خلقو اَؤ په شريعت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په کور ګواښونه کوى.اَؤ دَ ټولو نه لويه خبره په کښے دا ده چه هغۀ يُونانيان هم دَ خُدائے کور ته راوستى دى اَؤ دا پاک ځائے ئے پرے پليت کړے دے.“ ٢٩ ځکه چه هغوئ په ښار کښے اول دَ دَۀ سره تروفيموس دَ اِفِسوس ليدلے وُو اَؤ دا ئے ګمان وُو چه ګنى دا ئے دَ ځان سره دَ خُدائے کور ته ننه ايستے دے. ٣٠ ټول ښار ناقلاره شو اَؤ دَ هر طرف نه خلق په دَؤ راغلل. هغوئ پولوس ونيولو اَؤ دَ خُدائے دَ کور نه ئے بهر راکښو اَؤ سمدستى دَ خُدائے دَ کور ټولے دروازے بندے کړے شولے. ٣١ هغوئ لا دَ هغۀ دَ مرګ کوشِش کولو چه دَ پلټنے کمان افسر ته خبر ورسيدو چه په ټول بيتُ المُقدس کښے غوغا ده. ٣٢ هغۀ سمدستى سپاهيان اَؤ دَ هغوئ صوبه داران دَ ځان سره کړل اَؤ په منډه ئے دَ اَړى ګړى ځائے ته ځان ورسولو. اَؤ څۀ وخت چه هغوئ کمان افسر اَؤ سپاهيان وليدل نو دَ پولوس دَ وهلو نه ئے لاس راکښو. ٣٣ کمان افسر وړاندے ورغے،هغه ئے ګرفتار کړو اَؤ حُکم ئے ورکړو چه”دوه زولنئ ورته واچوئ.“ بيا هغۀ تپوس وکړو چه”دا سړے څوک دے اَؤ کړى ئے څۀ دى؟“ ٣٤ په ګڼه کښے چا يوه چغه وهله اَؤ چا بله. کله چه هغۀ دَ غوغا په وجه اصل حقيقت معلُوم نۀ کړے شو نو حُکم ئے ورکړو چه”دے قلعه ته دَ ننه کړئ.“ ٣٥ کله چه پولوس دَ قلعه پوړو ته ورسيدو نو دَ خلقو دَ ببر کيدو له کبله هغه سپاهيانو اُوچت يوړو، ٣٦ ځکه چه ټول خلق ورپسے وُو اَؤ دغه چغے ئے وهلے چه”مړ ئے کړئ!“

دَ پولوس دَ خپل ځان په حقله صفائى پيش کول

٣٧ کُوم وخت چه ئے پولوس قلعه ته بوتلو نو هغۀ کمان افسر ته ووئيل چه”زَۀ تا ته يوه خبره کولے شم؟“ کمان افسر ورته ووئيل چه”ښه،نو تاله يُونانى هم درځى؟ ٣٨ مطلب دا چه تۀ بيا هغه مِصرى نۀ يئے چا چه څۀ مُوده مخکښے بغاوت کړے وُو اَؤ څلور زره فساديان ئے دَ ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“ ٣٩ پولوس جواب ورکړو چه”زَۀ يهُودى يم اَؤ دَ کلکيه دَ ترسوس اوسيدُونکے يم،څۀ دَ معمولى ښار اوسيدُونکے نۀ يم. زَۀ ستا نه اِجازت غواړم چه دے خلقو ته څۀ خبرے وکړم.“ ٤٠ اَؤ چه اِجازت ورله ورکړے شو نو پولوس په پوړو ودريدو اَؤ خلقو ته ئے دَ چپ کيدو اِشاره وکړه. اَؤ کله چه خلق غلى شول نو هغۀ ورته په عبرانئ ژبه کښے تقرير وکړو اَؤ وئے وئيل چه:

عمال د رسُولانو 22

١ ”اَئے وروُڼو اَؤ مشرانو! واؤرئ چه زَۀ درته خپله صفائى بيان کړم!“ ٢ هر کله چه هغوئ په عبرانئ ژبه کښے په خبرو واؤريدلو نو هغوئ ورته ښه په خاموشئ غوږ ونيولو. هغۀ ووئيل : ٣ ”زَۀ سُوچه يهُودى يم،دکلکيه په ښار ترسوس کښے پيدا شولم،زَۀ په دغه ښار کښے وپائيدلم اَؤ دَ ګملى ايل په شاګردئ کښے مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو دَ شريعت ټول تعليم تر سره کړو،اَؤ زَۀ هميشه دَ خُدائے په خدمت کښے سرګرم وم لکه څنګه چه نن تاسو ټول يئ. ٤ اَؤ دغه شان ما دَ دے لارے خلق تر مرګه پورے ربړول اَؤ ګرفتارول اَؤ په ځولنو کښے به مے قيدخانو ته وراچول. ٥ اَؤ په دے باب کښے زَۀ مشر کاهن اَؤ ټول اولسى مشران ګواهان لرم. هغوئ ما ته په دمشق کښے دَ يهُودى ورُوڼو دَ پاره خطُونه راکړى وُو اَؤ زَۀ دمشق ته په دے سفر وتلے وم چه هغه خلق په زنځيرُونو کښے تړلى دَ سزا دَ پاره بيتُ المُقدس ته راولم.

دَ پولوس په عيسىٰ دَ ايمان راوړلو بيان

٦ اَؤ داسے وشول چه زَۀ دَ دمشق په لاره تلم اَؤ دَ غرمے وخت وُو چه ناڅاپى له آسمان نه يوه لويه شُغله له ما نه ګير چاپيره وځليده ٧ اَؤ زَۀ په مزکه راپريوتلم. بيا ما يو آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ ٨ ما جواب ورکړو چه مالِکه! دا راته ووايه چه تۀ ئے څوک؟ هغۀ جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ ناصرى يم چه تۀ ئے عذابوے. ٩ زما ملګرو هغه رڼا خو وليده ولے آواز ئے وانۀ وريدو چه ما سره ئے خبرے کولے. ١٠ نو ما ورته ووئيل چه مالِکه! زَۀ څۀ وکړم؟ اَؤ مالِک جواب راکړو چه پاڅه! اَؤ دمشق ته خپل سفر جارى وساته اَؤ هلته به تا ته ټول کارُونه ښکاره کړے شى،کُوم چه تا دَ پاره مُقرر شوى دى. ١١ هر کله چه زَۀ دَ رڼا شُغلے ړُوند کړلم نو زما ملګرو زَۀ دَ لاسه ونيولم اَؤ راروان ئے کړم اَؤ دغه شان دمشق ته راورسيدلم. ١٢ هلته حننياه نومے يو سړے وُو چه په شريعت ټينګ ولاړ وُو اَؤ دَ هغه ځائے په ټولو يهُوديانو کښے ښۀ نيک نام وُو. ١٣ هغه راغے،ما سره ودريدلو اَؤ راته ئے ووئيل چه ساؤله! زما وروره! سترګے وغړوه! اَؤ زَۀ سمدستى بينا شولم اَؤ هغه مے وليدلو. ١٤ هغۀ بيا ووئيل چه زمُونږ دَ پلارُونو خُدائے تۀ په دے مُقرر کړے يئے چه دَ هغۀ مرضى وپيژنے اَؤ هغه صادِق خادم ووينے اَؤ دَ هغۀ آواز واؤرے. ١٥ ځکه چه په دُنيا کښے به تۀ دَ هغۀ شاهدى کوے چه څۀ دے ليدلى اَؤ آؤريدلى دى. ١٦ نو اوس تۀ ډيل ولے کوے؟سمدستى بپتسمه واخله اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په يادولو له ګُناهُونو نه پاک شه.

دَ پولوس غير قومُونو ته استول

١٧ کله چه زَۀ بيتُ المُقدس ته واپس راغلم اَؤ ما دَ خُدائے په کور کښے دُعا کوله چه زَۀ بے خوده شولم. ١٨ اَؤ مالِک مے وليدو چه ما ته وائى چه تادى کوه اَؤ سمدستى له بيتُ المُقدس نه وزه،ځکه چه دوئ به زما په حق کښے شاهدى قبُوله نۀ کړى. ١٩ ما ورته ووئيل چه مالِکه! هغوئ ته دا معلُومه ده چه ما به هغه خلق قيدول اَؤ په هره عبادت خانے کښے به مے په کروړو وهل دَ چا به چه په تا ايمان وُو. ٢٠ اَؤ کله چه ستا په نُوم دَ شهيد ستِفانو وينه توئے شوله نو زَۀ هلته موجُود وم اَؤ پرے راضى وم اَؤ دَ هغۀ دَ قاتلانو دَ جامو څوکئ مے کوله. ٢١ خو هغۀ ما ته ووئيل،لاړ شه،ځکه چه زَۀ تا لرے لرے غير يهُودى قومُونو ته استوم.“

پولوس اَؤ رُومى کمان افسر

٢٢ تر دے خو هغوئ دَ پولوس واؤريدل،خو بيا هغوئ چغے شروع کړلے،”برباد دِ شى داسے سړے! دَ دَۀ خو مرګ روا دے!“ ٢٣ اَؤ چه هغوئ لا چغے ويستلے،خپلے چُوغے ئے خوځولے اَؤ دُوړه ئے الوزوله، ٢٤ نو کمان افسر حُکم وکړو چه”پولوس قلعه ته بوزئ اَؤ هدايت ئے وکړو چه په کروړو وهلو ئے بيان واخلئ اَؤ دا ترے معلومه کړئ چه دَ هغۀ خلاف دا دومره هنګامه ولے پورته شوى ده.“ ٢٥ خو کله چه هغوئ پولوس په کروړو دَ وهلو دَ پاره وتړلو نو هغۀ هلته ولاړ صوبه دار ته ووئيل چه”آيا تۀ داسے سړے په کروړو وهلے شے څوک چه رُومى وى؟ اَؤ بله دا چه په هغۀ باندے هيڅ جُرم هم نۀ وى ثابت شوے؟“ ٢٦ کله چه صوبه دار دا واؤريدل نو هغه لاړو اَؤ کمان افسر ته ئے دا خبره وکړه. هغۀ ووئيل چه”تۀ څۀ کول غواړے؟ دا سړے خو رُومى دے!“ ٢٧ کمان افسر پولوس ته راغے اَؤ تپوس ئے ترے وکړو،”ووايه چه تۀ رښتيا رُومى يئے څۀ؟“ هغۀ ووئيل چه”هو!“ ٢٨ کمان افسر ورته ووئيل چه”ما خو په لوئے قيمت دا حق آخستے دے.“ پولوس ورته ووئيل چه”زما خو دا پيدائشى حق دے.“ ٢٩ نو هغه څوک چه په تفشيش مُقرر وُو،هغه ترے سمدستى لرے شول اَؤ کمان افسر په خپله هم چه دا واؤريدل چه هغه رُومى دے اَؤ ما تړلے دے نو هغه ويريدلو.

پولوس دَ جرګے په وړاندے

٣٠ په بله ورځ دَ دے معلُومولو دَ پاره چه يهُوديان په پولوس څۀ اِلزام لګوى،کمان افسر دَئے آزاد کړو اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے اولسى جرګے ته ئے حُکم ورکړو چه”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته بوتلو اَؤ دَ هغوئ په وړاندے ئے ودرولو.

عمال د رسُولانو 23

١ پولوس جرګے ته ځير ځير وکتل اَؤ وئے وئيل چه”اَئے زما وروُڼو! زَۀ په ټول ژوندُون کښے تر ننئ ورځے پورے دَ خُدائے په حضُور کښے بيخى صفا ضمير لرم.“ ٢ خو مشر کاهن حننياه دَ دے خبرے په آؤريدو خپل خدمتګار ته حُکم ورکړو چه”په خُلۀ ئے په څپيړه ووهه.“ ٣ نو پولوس هغۀ ته ووئيل چه”خُدائے به تا ووهى،اَئے چُونه کړے ديواله! تۀ ناست ئے اَؤ زما په باب کښے دَ شريعت فيصلے کوے،اَؤ بيا دَ شريعت برخلاف زما دَ وهلو حُکم ورکوے څۀ؟“ ٤ خدمت ګار ووئيل چه”تۀ دَ خُدائے دَ مشر کاهن بے عزتى کوے څۀ؟“ ٥ بيا پولوس ووئيل چه”زما ورُوڼو! ما ته دا معلُومه نۀ وه چه هغه مشر کاهن دے. ما ته معلُومه ده چه صحيفے وائى: «تاسو دَ خپل قوم حاکِم ته بدرد مۀ وايئ.»“ ٦ بيا چه پولوس ته ښه معلُومه شوه چه په دوئ کښے يوه ډله دَ صدُوقيانو ده اَؤ بله دَ فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښے چغے کړلے چه”اَئے زما ورُوڼو! زَۀ يو فريسى يم اَؤ دَ فريسى اَؤلاد يم. زما اُميد دے چه مړى به بيا راژوندى کيږى،نو ځکه په ما مقدمه ده اَؤ په دے باب کښے زما فيصله کيږى.“ ٧ په دے آؤريدو دَ فريسيانو اَؤ صدُوقيانو په مينځ کښے بلوه شوه اَؤ ډله دوه ځايه شوله. ٨ ځکه چه صدُوقيان دَ قيامت اَؤ فرښتو اَؤ دَ رُوح نه مُنکر دى،خو فريسيان ئے منى. ٩ اَؤ دَ فريسيانو دَ فرقے ځنے دَ شرعے عالمان راپاڅيدل اَؤ په ډاګه ئے دَ هغۀ په حق کښے دا اِعلان وکړو چه”مُونږ په دے سړى کښے هيڅ غلطى نۀ وينو. شايد چه يوے فرښتے يا رُوح ورسره خبرے کړے وى!“ ١٠ اَؤ چه بلوه زياتيدله نو کمان افسر ويرے واخستو چه هسے نه چه پولوس ټوټے کړى،نو هغۀ عسکرو ته حُکم ورکړو چه”لاندے لاړ شئ اَؤ هغه دَ ګڼے نه راکاږئ اَؤ قلعه ته ئے بوزئ.“ ١١ هغه شپه مالِک پولوس ته راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه”زړۀ ټينګ کړه! لکه چه تا په بيتُ المُقدس کښے زما په حق کښے شاهدى وکړله،هم دغه شان ئے په رُوم کښے هم وکړه.“

دَ پولوس خلاف دَ قتل سازش

١٢ اَؤ چه ورځ شوه نو يهُوديان سره راغونډ شول اَؤ دا قسم ئے وخوړلو چه تر څو چه پولوس وژلے شوے نۀ وى،تر هغے به نۀ خو څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو! ١٣ دا سازش دَ څلويښتو کسانو نه زياتو وکړو. ١٤ هغوئ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ جرګے مشرانو له راغلل اَؤ وئے وئيل چه”مُونږ په سوګند ځانُونه دے ته تړلى دى چه تر هغے به نۀ څۀ خورُو اَؤ نۀ څۀ څښُو تر څو چه پولوس مړ نۀ کړُو. ١٥ اوس دا ستاسو دَ جرګے کار دے چه کمان افسر ته درخواست وکړئ چه هغه تاسو ته لاندے راولى اَؤ دا بهانه وکړئ چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُونکے دے. مُونږ دا بندوبست کړے دے چه دَ رارسيدو نه وړاندے به هغه قتل کړُو.“ ١٦ خو دَ پولوس خوريئ دَ هغوئ دَ سازش خبره واؤريده. هغه لاړو اَؤ قلعه ته ننوتو اَؤ پولوس ئے په دے خبره خبر کړو. ١٧ بيا پولوس يو صوبه دار راوغوښتو اَؤ وئے وئيل چه”دا ځوان کمان افسر ته بوزه،دَئے ورته څۀ خبره کول غواړى.“ ١٨ صوبه دار هغه دَ ځان سره کړو اَؤ کمان افسر ته ئے بوتلو. هغۀ ووئيل چه”قيدى پولوس زَۀ راوبللم اَؤ راته ئے ووئيل چه دا ځوان تا ته راولم چه دَئے تا ته څۀ خبره کول غواړى.“ ١٩ کمان افسر هغه دَ لاسه ونيولو،يو طرف ته ئے راکښو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه”تۀ څۀ خبره کول غواړے؟“ ٢٠ هغۀ ووئيل چه”يهُوديانو په خپل مينځ کښے يو سازش جوړ کړے دے اَؤ تا ته به يو عرض کوى چه صبا تۀ پولوس دَ جرګے په وړاندے کړے اَؤ په دے بهانه چه دَ هغۀ دَ مُقدمے پُوره پُوره تحقيقات کوُو. ٢١ نو تۀ دَ هغوئ مه آؤره ځکه چه دَ څلويښتو کسانو نه زيات يو مضبُوط ټولى دَ هغۀ خلاف سازش کړے دے،اَؤ هغوئ دا سوګند کړے دے چه تر څو ئے هغه مړ کړے نۀ وى،تر هغے به نۀ څۀ خورى اَؤ نۀ څۀ څښى. اوس هغوئ تيار دى خو بس ستا دَ منظُورئ اِنتظار دے.“ ٢٢ نو کمان افسر هغه ځوان په دے وينا رُخصت کړو چه”ګوره،په دے خبرو څوک درنه خبر نۀ شى چه تا ما ته دا اِطلاع راکړے ده.“

دَ پولوس فِليکس حاکِم ته ليږل

٢٣ بيا کمان افسر خپل دوه صوبه داران راوغوښتل اَؤ دا حُکمونه ئے ورله ورکړل چه”دوه سوه پياده عسکر قيصريه ته دَ تلو دَ پاره تيار کړئ اَؤ هم ورسره اؤيا سوارۀ اؤ دوه سوه نيزه بازان کړئ چه د نمر پريواتو نه درے ګنټے پس روان شى. ٢٤ اَؤ پولوس ته هم دَ سورلئ بندوبست وکړئ چه هغه پرے سور شى اَؤ صحيح سلامت ئے فِليکس حاکِم ته ورسوى.“ ٢٥ اَؤ هغۀ يو خط هم ورته داسے وليکلو چه: ٢٦ ”دَ کلوديوس لُسياس نه حاکِم فِليکس بهادر ته سلام! ٢٧ دا سړے يهُوديانو ګرفتار کړے وُو چه په دے کښے زَۀ سره دَ عسکرو ورغلم اَؤ دَئے مے ترِ خلاص کړو ځکه چه زَۀ خبر شوے وم چه هغه رُومى سړے دے. ٢٨ لکه چه ما دا غوښتل چه دا معلُومه کړم چه هغوئ پرے څۀ شکايت کوى نو ما دَئے دَ هغوئ جرګے ته بوتلو. ٢٩ زَۀ پوهه شوم چه په دَۀ باندے دَ دوئ دَ شريعت دَ مسئلو په حقله شکايت وُو،خو څۀ داسے شکايت پرے نۀ وُو چه دَ قيد يا دَ مرګ سزا ورکړے شوے وے. ٣٠ خو اوس زۀ خبر شوے يم چه دَ دَۀ دَ مرګ کوشِش کيږى،نو زَۀ ئے تا ته سمدستى درليږم اَؤ مُدعيانو ته مے هم هدايت کړے دے چه دَ دَۀ په خلاف خپله مُقدمه تاسو ته وړاندے کړى.“ ٣١ نو دَ حُکم په مُطابق عسکرو پولوس شپه په شپه انتيپترس ته بوتلو. ٣٢ اَؤ په بله ورځ هغوئ قلعه ته راواپس شول اَؤ سوارۀ ئے دَ هغۀ سره په باقى سفر دَ حفاظت دَ پاره پرښودل. ٣٣ اَؤ چه سوارۀ قيصريه ته ورسيدل نو خط اَؤ پولوس ئے ګورنر ته په حواله کړل. ٣٤ خط ئے ولوستو اَؤ دَ پولوس نه ئے تپوس وکړو چه هغه دَ کُومے صوبے اوسيدُونکے دے. اَؤ چه په دے خبر شو چه هغه دَ کلکيه اوسيدُونکے دے، ٣٥ هغۀ ووئيل چه”زَۀ به ستا مُقدمه هله آؤرم چه مُدعيان راورسى.“ اَؤ بيا هغۀ حُکم وکړو چه هغه دِ دَ هيروديس په قلعه کښے وساتلے شى.

عمال د رسُولانو 24

دَ پولوس خلاف مُقدمه

١ پنځۀ ورځے پس مشر کاهن حننياه سره دَ مشرانو اَؤ ترطولوس نومے وکيل راغے اَؤ هغوئ دَ حاکِم په وړاندے دَ پولوس خلاف مُقدمه پيشه کړه. ٢ هر کله چه پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس اِستغاثه داسے شروع کړه، وئيل ئے چه: ”صاحبه! ستا په وجه مُونږ په پُوره امن ژوند تيروو اَؤ ستا دَ خيال کولو په سبب په دے صوبه کښے دَ ترقئ کارُونه روان دى. ٣ صاحِبه! مُونږ دا خبره په هر ځائے اَؤ هر چرته په پُوره شُکر ګُزارئ سره مُنو. ٤ زَۀ ستاسو زيات وخت آخستل نۀ غواړم،زَۀ درته مِنت کوم چه زما يو څو خبرے واؤرئ. ٥ دا سړے زمُونږ دَ پاره يو مُصيبت جوړ شوے دے چه په ټوله دُنيا کښے په يهُوديانو کښے فتنه خوروى. دَئے دَ ناصريانو دَ فرقے مشر دے. ٦ دَۀ يو ځلے دا کوشِش هم وکړو چه دَ خُدائے دَ کور بے ادبى وکړى،اَؤ بيا مُونږ ونيوو. ٧ خو لُسياس کمان افسر په منيځ کښے راغے اَؤ دا سړے ئے په زور زمُونږ دَ لاسه وويستو. ٨ که تۀ په خپله دَ هغۀ نه پوښتنه وکړے نو زمُونږ دَ اِلزامُونو تصديق به ترے وشى.“ ٩ اَؤ يهُوديانو هم ورسره خُلۀ يوه کړه اَؤ وئيل ئے چه”حقيقت هم دغه شان دے.“

دَ پولوس فِليکس حاکِم په مخ کښے دِفاع کول

١٠ بيا حاکِم پولوس ته دَ جواب ورکولو اِشاره وکړه،نو پولوس جواب ورکړو چه: ”زَۀ دَ دے نه خبر يم چه دَ ډيرو کالو راسے تۀ په دے صُوبه کښے اِنصاف کوے لګيا يئے،نو ځکه زَۀ خپل بيان پُوره په ډاډه زړۀ درکوم. ١١ تۀ دَ دے خبرے په خپله تصديق کولے شے چه قريبًا دولس ورځے کيږى چه زَۀ بيتُ المُقدس ته عبادت له تلے وم. ١٢ دوئ زَۀ دَ هيچا سره په بحث مُباحثه نۀ يم ليدلے اَؤ نۀ مے چرته دَ خُدائے په کور کښے يا په عبادت خانے کښے يا په ښار کښے چرته کُوزه بره خلق جمع کړى دى، اَؤ نۀ مے بلوه جوړه کړے ده، ١٣ اَؤ نۀ دوئ په ما دَ مُقدمے ثبُوت پيش کولے شى. ١٤ خو دومره قدرے به ومنم چه زَۀ دَ نوے لارے پيروکار يم چه دوئ ورته فرقه وائى اَؤ زَۀ دغه شان دَ پلارُونو دَ نيکُونو دَ خُدائے عبادت کوم. زَۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چه په شريعت کښے اَؤ په صحيفو کښے ليکلى دى اَؤ نبيانو وئيلى دى. ١٥ اَؤ زَۀ په خُدائے اُميد لرم لکه چه زما مُدعيان هم منى يعنے ښۀ اَؤ بد دواړه به بيا له مړو نه ژوندى کيږى. ١٦ دغه شان زَۀ دَ خُدائے اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے خپل زړۀ صفا ساتل غواړم. ١٧ دَ ډيرو کلونو دَ غير حاضرئ نه پس زَۀ دَ خپل قام دَ پاره خيرات اَؤ نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولو له راغلے وم. ١٨ اَؤ دوئ زَۀ دَ خُدائے په کور کښے بوخت اَؤ ښۀ پاک شوے وليدلم. ما سره نۀ خو څۀ ګڼه وه اَؤ نۀ څۀ اړے ګړے وُو. خو دَ ايشيا دَ صُوبے څۀ يهُوديان هلته وُو. ١٩ اَؤ که هغوئ زما په خلاف څۀ شکايت لرى نو بيا په کار دى چه په عدالت کښے دَ بيان دَ پاره هغوئ موجُود وى. ٢٠ اَؤ که داسے نۀ وى نو دا کسان دِ ووائى چه جرګے ته دَ پيش کولو نه وړاندے هغوئ په ما کښے څۀ قصُور ليدلے وُو، ٢١ سوا دَ دے نه چه ما هلته دَ دوئ په وړاندے په ډاګه ووئيل چه نن ستاسو په وړاندے دَ مړو دَ بيا ژوندى کيدلو په بابت زما فيصله کيږى.“ ٢٢ بيا فِليکس چه دَ مسيحى عقيدے نه ښۀ خبر وُو په دے وينا مُقدمه ملتوى کړه چه”کله چه لُسياس حاکِم دلته راشى نو زَۀ به دا مُقدمه بيا واخلم.“ ٢٣ بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چه”پولوس نظر بند وساته اَؤ دَ دَۀ په دوستانو کښے هيڅوک هم دَ دَۀ دَ خدمت نه مه منع کوه.“

دَ پولوس نظربند کيدل

٢٤ خو څو ورځے پس فِليکس دَ خپلے ښځے درُوسيله سره راغے چه يهُودڼه وه. نو پولوس ئے راوغوښتو اَؤ په مسيح عيسىٰ دَ ايمان راوړلو خبرے ئے ترے نه واؤريدلے. ٢٥ خو هر کله چه خبره دَ صداقت،ضبط نفس اَؤ راتلُونکى عدالت ته راغله نو فِليکس ويريدو اَؤ وئے وئيل چه ”اوس لاړ شه. کله چه زَۀ وزګار شم نو بيا به دِ راغواړم.“ ٢٦ خو په دے دوران کښے دَ هغۀ دَ پولوس نه دَ بډو طمع وه،ځکه خو به ئے بيا بيا ورپسے خبر ليږلو اَؤ خبرے به ئے ورسره کولے. ٢٧ کله چه دوه کاله تير شول نو دَ فِليکس په ځائے پروکيوس فِستوس مُقرر شو. فِليکس دَ يهُوديانو دَ خوشحالولو دَ پاره پولوس په قيد کښے پريښودلو.

عمال د رسُولانو 25

دَ پولوس قيصر ته اپيل

١ فِستوس دَ مُقررولو نه درے ورځے پس دَ قيصريه نه بيتُ المُقدس ته لاړو. ٢ هلته ورته مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو غټانو دَ پولوس په خلاف مُقدمه پيش کړه اَؤ زارى ئے ورته وکړله. ٣ اَؤ دَ پولوس خلاف ئے دا مهربانى ترے وغوښتله چه هغه بيتُ المُقدس ته راوغواړه،خو هغوئ ئے په لاره کښے دَ وژلو سازش کړے وُو. ٤ فِستوس په جواب کښے ووئيل چه”پولوس په قيصريه کښے په قيدخانه کښے دے،اَؤ زَۀ هغه خوا ته په خپله زر روان يم. ٥ نو ستاسو څۀ مشران دِ راسره شى اَؤ که دَ هغۀ په خلاف څۀ غلطى ثابته شى نو دعوىٰ دِ پرے وکړى.“ ٦ هغه زيات نه زيات اَتۀ يا لس ورځے په بيتُ المُقدس کښے دَ تيرولو نه پس قيصريه ته لاړو اَؤ په بله ورځ چه په عدالت کښے کښيناستو نو دَ پولوس دَ حاضرولو حُکم ئے وکړو. ٧ کله چه هغه حاضر شو نو دَ بيتُ المُقدس نه راغلى يهُوديان ګير چاپيره ولاړ وُو اَؤ په هغۀ ئے سخت الزامُونه ولګول،خو هغه ئے ثابت نۀ کړے شول. ٨ خو پولوس په جواب کښے ووے چه”ما دَ يهُوديانو دَ شريعت،دَ خُدائے دَ کور اَؤ دَ قيصر په خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے.“ ٩ فِستوس چه يهُوديان دَ ځانه خوشحالول غوښتل نو هغۀ پولوس ته مخ راواړولو اَؤ وئے وئيل چه”آيا تۀ دے ته تيار يئے چه بيتُ المُقدس ته لاړ شے اَؤ هلته په دے مُقدمه کښے زما په وړاندے پيش شے؟“ ١٠ خو پولوس ووئيل چه”زَۀ اوس دَ قيصر په عدالت کښے پيش يم اَؤ دا هم هغه ځائے دے چه زما مُقدمه دِ په کښے وچليږى. تۀ ښۀ خبر يئے چه ما دَ يهُوديانو خلاف هيڅ جُرم نۀ دے کړے. ١١ که چرے ما څۀ غټ جُرم کړے وى نو زَۀ دَ مرګ دَ سزا نه دَ خلاصيدو سوال نۀ کوم. خو که په دے مُقدمه کښے کُومه چه دے سړو په ما جوړه کړے ده،څۀ حقيقت نۀ وى نو ما هيڅوک هم دَ دوئ دَ خوشحالولو دَ پاره دوئ ته نۀ شى سپارلے. زَۀ قيصر ته اپيل کوم!“ ١٢ بيا فِستوس دَ خپلو مشرانو سره دَ مشورے نه پس پولوس ته جواب ورکړو چه”تا قيصر ته اپيل کړے دے،نو تۀ قيصر ته لاړ شه.“

دَ اګريپا بادشاه اَؤ بِرنيکى په مخ کښے دَ پولوس پيشى

١٣ بيا چه يو څو ورځے تيرے شوے نو اګريپا بادشاه اَؤ بِرنيکى دَ فِستوس مُلاقات ته قيصريه ته راغلل. ١٤ هغوئ هلته ډيرے ورځے پاتے شول اَؤ په دے دوران کښے فِستوس دَ پولوس مُقدمه بادشاه ته وړاندے کړه اَؤ وئے وئيل چه”مُونږ سره يو سړے دے چه فِليکس په قيدخانه کښے پريښودلے دے. ١٥ اَؤ کله چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے وم نو مشرانو کاهنانو اَؤ دَ يهُوديانو مشرانو دَ هغۀ برخلاف ما ته اطلاع راکړه اَؤ په هغۀ ئے دَ سزا حُکم کولو سوال وکړو. ١٦ خو ما هغوئ ته جواب ورکړو چه دا دَ رُوميانو دَستور نۀ دے چه مُجرم دَ هغۀ مُدعيانو ته وسپارى تر څو چه مُجرم ته دَ مُدعيانو په مخامخ دَ صفائى پيش کولو موقعه ورنۀ کړى. ١٧ نو کله چه هغوئ ما سره دلته راغلل نو ما هيڅ وخت ضايع نۀ کړو اَؤ په بله ورځ په عدالت کښے کښيناستلم اَؤ په عدالت کښے مے دَ هغه سړى دَ حاضريدو حُکم وکړو. ١٨ خو کله چه دَ هغۀ مُدعيان خبرو ته پاڅيدل نو زما دَ خيال په مُطابق هغوئ يو اِلزام هم ثابت نۀ کړے شولو. ١٩ دَ هغوئ دَ خپل مذهب په حق کښے دَ هغۀ سره څۀ بے اِتفاقى وه اَؤ ځنے کسانو عيسىٰ ته مړ وئيل اَؤ پولوس وائى چه هغه ژوندے دے. ٢٠ خو زَۀ چه دَ دے مسئلے ژوروالى ته ونۀ رسيدلم نو ما ورته ووئيل چه که هغه غواړى چه بيتُ المُقدس ته وليږلے شى اَؤ هلته په دے باب کښے مُقدمه پرے وچليږى. ٢١ خو پولوس اپيل وکړو چه هغه دِ دَ قيصر دَ فيصلے دَ پاره دلته وساتلے شى،نو ما حُکم وکړو چه تر هغے دِ دلته وساتلے شى تر څو چه ئے زَۀ قيصر ته ونۀ ليږم.“ ٢٢ بيا اګريپا فِستوس ته ووئيل چه”زَۀ دَ دے سړى خبرے په خپله آؤريدل غواړم،“ هغۀ جواب ورکړو چه”صبا به ئے واؤرے.“ ٢٣ نو په بله ورځ اګريپا اَؤ بِرنيکى په شان اَؤ شوکت سره عام دربار ته راننه وتل چه ورسره لوئے لوئے افسران اَؤ دَ ښار مشهُور کسان وُو. اَؤ دَ فِستوس په حُکم پولوس راوستے شو. ٢٤ بيا فِستوس ووئيل چه”اَئے اګريپا بادشاه اَؤ حاضرينو! تاسو دا سړے وينئ چه يهُوديانو په جمع دلته اَؤ په بيتُ المُقدس کښے په چغو ووئيل چه دا سړے دَ ژوندى پاتے کيدو لايق نۀ دے. ٢٥ خو ما ته ښکاره وه چه دَۀ داسے څۀ نۀ دى کړى چه ورته دِ دَ مرګ سزا ورکړے شى. اَؤ کله چه هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما دَ هغۀ دَ ليږلو فيصله وکړله. ٢٦ خو ما څخه دَ دَۀ خلاف څۀ داسے پوخ ثبُوت نِشته چه زَۀ ئے قيصر ته ليکلے پيش کړم،نو ځکه ما په دے شان دَئے ستاسو په وړاندے اَؤ خاص دَ بادشاه اګريپا په وړاندے پيش کړو،يعنے مطلب دا چه دَ دے تفتيش نه پس به زَۀ دَ څۀ ليکلو جوګه شم. ٢٧ زما په خيال کښے دا بے ځايه خبره ده چه يو قيدى دِ بغير دَ څۀ ليکلى جُرم نه وليږلے شى.“

عمال د رسُولانو 26

دَ پولوس دَ اګريپا بادشاه په مخ کښے صفائى پيش کول

١ اګريپا بيا پولوس ته ووئيل چه”تا ته مُونږ دَ خبرو کولو اِجازت درکوُو.“ نو بيا پولوس خپل لاس اُوچت کړو اَؤ خپله صفائى ئے داسے پيش کړه چه ٢ ”اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ خپل ځان خوش قِسمته ګڼم چه ستا په وړاندے ولاړ يم اَؤ دَ خپل ځان خلاف دَ هغه ټولو اِلزامُونو صفائى پيش کوم چه يهُوديانو راباندے لګولى دى. ٣ اَؤ خاص تۀ دَ يهُوديانو په رواجُونو ډير ښۀ پوهيږے نو ځکه تا ته خواست کوم چه زما خبرے په صبر سره واؤره. ٤ زما دَ ځوانئ نه زما ژوندُون ټولو يهُوديانو ته معلُوم دے چه زَۀ په بيتُ المُقدس کښے له شروع نه دَ خپلو خلقو سره پاتے کيدلم. ٥ بے شکه چه دوئ مے دَ ډير وخت نه پيژنى اَؤ که غواړى نو دا شاهدى ورکولے شى چه زمُونږ په مذهب کښے دَ ټولو نه سختے فرقے دَ فريسيانو په مُطابق زَۀ فريسى وم. ٦ اَؤ زَۀ دَ هغه وعدے په اُميد دلته دَ فيصلے دَ پاره ولاړ يم کُومه چه زمُونږ دپلارُونو نيکُونو سره خُدائے کړے وه. ٧ بلکه زمُونږ دولس قبيلے دَ هغے وعدے دَ تر سره کيدو په اُميد کښے شپه اَؤ ورځ پُوره په جوش سره عبادت کوى. اَئے بادشاه سلامته! دَ دے اُميد په سبب په ما يهُوديان هم اِلزامُونه لګوى! ٨ تاسو دا خبره ولے نۀ منئ چه خُدائے مړى بيا ژوندى کوى؟ ٩ مخکښے ما هم دا خپله ذمه وارى ګڼله چه دَ عيسىٰ ناصرى دَ نُوم خلاف ډير څۀ کار وکړم. ١٠ اَؤ ما په بيتُ المُقدس کښے هم دغسے وکړل،يعنے دا زَۀ وم چه دَ مشرانو کاهنانو په حُکم مے ډير پاکان قيدخانو ته واچول اَؤ کله چه به ئے په هغوئ دَ مرګ فتوىٰ لګوله نو زما رائے به هم ورسره وه. ١١ اَؤ ما په ټولو عبادت خانو کښے پرله پسے هغوئ ته سزا ورکوله چه هغوئ دَ خپلے عقيدے نه اِنکار وکړى. اَؤ بے شکه زما غُصه دے حد ته ورسيده چه دَ نورو مُلکُونو په ښارُونو کښے مے هم وعذابول.

دَ پولوس په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو بيان

١٢ دغسے په يو کار پسے دَ مشرانو کاهنانو په اِختيار اَؤ حُکم زَۀ دَ دمشق په سفر روان وم. ١٣ بادشاه سلامته! زَۀ په لاره کښے وم چه په غرمه کښے مے دَ آسمان نه يوه رڼا وليده چه دَ نمر نه هم زياته روښانه وه چه زما اَؤ زما دَ سفر دَ ملګرو چاپيره زلقيده. ١٤ اَؤ مُونږ ټول په مزکه پريوتلُو اَؤ بيا ما په عبرانئ ژبه کښے يو غږ واؤريدلو چه ما ته ئے ووئيل چه ساؤله! ساؤله! تۀ ما ولے عذابوے؟ دا ستا دَ پاره ګرانه ده چه دَ چُوکے په ستن لته ووهے. ١٥ خو ما ووئيل چه مالِکه! ما ته ووايه،تۀ څوک يئے؟ نو مالِک جواب راکړو چه زَۀ عيسىٰ يم چه تۀ مے عذابوے. ١٦ خو اوس پاڅه،په خپلو پښو نيغ ودريږه. زَۀ تا ته دَ يو مقصد دَ پاره ښکاره شوم چه تا خپل غُلام اَؤ شاهد مُقرر کړم اَؤ دَ دے خبرو شاهدى ورکړے څۀ چه تا وليدل اَؤ څۀ به چه زما په باب کښے مخکښے ګورے. ١٧ زَۀ به تا دَ دے خلقو نه اَؤ دَ غيرو يهُوديانو نه بچ کړم. زَۀ تا ليږم چه دَ هغوئ سترګے پرانزے، ١٨ اَؤ دَ تيارے نه ئے رڼا ته اَؤ دَ شيطان دَ اِختيار نه ئے خُدائے ته راواړوے،دَ دے دَ پاره چه په ما دَ ايمان په وسيله دَ ګُناهُونو نه معافى ومُومى اَؤ هغه خلقو سره ځائے بيا مُومى چه خُدائے پاک ګرزولى دى.

دَ پولوس دَ يهُوديانو اَؤ د غيرو يهُوديانو په مخکښے شاهدى

١٩ نو ځکه اَئے اګريپا بادشاه! زَۀ دَ دے آسمانى رويا نه نافرمانه نۀ شوم. ٢٠ اَؤ زَۀ اول دَ دمشق اوسيدُونکو ته راغلم اَؤ بيا بيتُ المُقدس ته اَؤ دَ يهُوديه علاقے ته اَؤ هم غيرو يهُوديانو ته مے دا غږ وکړو چه توبه ګار شئ اَؤ خُدائے ته راوګرزئ اَؤ په خپل عمل خپله توبه ښکاره کړئ. ٢١ دغه وجه ده چه يهُوديانو زَۀ دَ خُدائے په کور کښے ونيولم اَؤ زما دَ مړ کولو کوشِش ئے وکړو. ٢٢ خو خُدائے زما په لور وُو اَؤ تر نن ورځے پوے زَۀ لويو اَؤ وړو ته يو شان دَ شاهدئ دَ پاره ولاړ يم. زَۀ دَ هغے نه زيات هيڅ نۀ وايم څۀ چه نبيانو اَؤ مُوسىٰ وئيلى وُو، ٢٣ يعنے دا چه مسيح به ضرور سختے وزغمى اَؤ له مړو نه به اول ژوندے شى اَؤ اِسرائيلو اَؤ غير يهُوديانو ته به دَ رڼا اِعلان وکړى.“

دَ پولوس اګريپا ته دَ ايمان راؤړلو اپيل

٢٤ لا پولوس په خپله صفائى کښے خبرے کولے چه فِستوس په اُوچت آواز ووئيل چه”پولوسه! تۀ ليونے يئے! ستا ډير علم تۀ ليونے کړے يئے!“ ٢٥ خو پولوس ووئيل چه”اَئے صاحبه! زَۀ ليونے نۀ يم،څۀ چه زَۀ وايم هغه بلکل رښتيا دى. ٢٦ اَؤ بادشاه په دغه خبرو ښۀ پوهيږى اَؤ هغۀ ته زَۀ په زړۀ ورتيا خبرے کولے شم. زَۀ دا يقين کوم چه دا حقيقتُونه به له هغۀ نه پټ نۀ وى،ځکه چه دا کار چرته په يو ګوټ کښے نۀ دے شوے. ٢٧ نو اَئے اګريپا بادشاه! آيا تۀ په نبيانو ايمان لرے؟ زَۀ پوهيږم چه تۀ ايمان لرے.“ ٢٨ اګريپا پولوس ته ووئيل چه”په لږ وخت کښے به مے قائل کړے چه عيسائى شم؟“ ٢٩ نو پولوس ووئيل چه”لږ يا زيات،زَۀ دَ خُدايه غواړم چه نۀ يواځے تۀ بلکه هغه ټول چه دلته ولاړ دى اَؤ زما خبرے آؤرى،هغه څۀ شى چه زَۀ يم،بغير دَ دے زولنو نه.“ ٣٠ په دے خبرو سره بادشاه پاڅيدو اَؤ ورسره حاکِم،برنيکى اَؤ نور ملګرى ئے هم. ٣١ بيا چه هغوئ لاړل نو دَ يو بل سره ئے خبرے کولے. هغوئ ووئيل چه”دے سړى خو داسے هيڅ کار نۀ دے کړے چه دَ مرګ يا دَ قيد لايق وى.“ ٣٢ خو اګريپا فِستوس ته ووئيل چه”که دے سړى قيصر ته اپيل نۀ وے کړے نو دَئے آزاديدے شو.“

عمال د رسُولانو 27

دَ پولوس رُوم طرف ته روانيدل

١ کله چه دا فيصله وشوله چه مُونږ به اِټلى ته دَ اوبو په جهاز کښے ځُو نو پولوس اَؤ ځنے نور قيديان دَ قيصر دَ پلټنے يو صوبه دار يوليوس ته وسپارلے شول. ٢ بيا مُونږ دَ ادراميتينے په يو جهاز کښے کښيناستو چه دَ ايشيا دَ صُوبے بندرُونو ته تلو اَؤ په سمندر کښے روان شوُو. زمُونږ په ملګرو کښے دَ تِسالونيکيه يو مِکدونى سړے وُو چه نُوم ئے اريسترخوس وُو. ٣ په بله ورځ مُونږ په صيدا کښے کُوز شوُو اَؤ يوليوس ډير په مهربانئ پولوس ته اِجازت ورکړو چه دَ دمه کولو دَ پاره خپلو دوستانو ته لاړ شى. ٤ چه له صيدا نه روان شوُو نو دَ قبرص دَ غاړے په پناهى کښے لاړُو ځکه چه باد مُخالف وُو. ٥ بيا چه دَ هغه سمندر نه تير شوُو چه کلکيه اَؤ پمفوليه ته مخامخ دے نو دَ لُکيه ميره نومے ښار ته راغلُو. ٦ هلته صوبه دار دَ سکندريه يو جهاز ومُوندلو کُوم چه اِټلى ته روان وُو اَؤ مُونږ ئے په کښے سوارۀ کړلُو. ٧ اَؤ تر ډيرو ورځو پورے مُونږ ډير ورو ورو تلُو اَؤ کنيدوس ته په ډير تکليف ورسيدلُو. بيا چه باد بدستور مُخالف وُو نو دَ کريت په پناهى کښے سلمونے ته مخامخ شوُو. ٨ اَؤ چه په مُشکل سره دَ سمندر په غاړه تلُو چه دَ ښايسته بندر نومے ځائے ته ورسيدلُو چه دَ لسيه ښار ته نزدے دے. ٩ تر دے کافى وخت تير شوے وُو اَؤ دَ يهُوديانو دَ کفارے ورځ تيره شوے وه اَؤ په دے سمندرى سفر تلل خطرناک وُو. نو دَ دے دَ پاره پولوس هغوئ ته دا مشوره ورکړه ١٠ اَؤ وئے وئيل چه”اَئے عزتمندو! ما ته ښکارى چه دا سفر به خطرناک وى اَؤ دا به يو لوئے نقصان وى،نۀ صرف دَ جهاز اَؤ دَ سامان بلکه دَ ژوندُون تاوان به هم وى.“ ١١ خو صوبه دار دَ پولوس په ځائے دَ ماڼګى اَؤ دَ جهاز دَ مالِک رائے زياته غوره وګڼله. ١٢ اَؤ چه هغه بندر دَ ژمى موسم دَ تيرولو دَ پاره مناسب نۀ وُو نو ډيرو خلقو دَ سمندر دَ سفر رائے خوښه کړه اَؤ اُميد ئے دا وُو چه ګنى فُنيکس ته دَ ژمى تيرولو دَ پاره ورسيږُو،کُوم چه دَ کريت يو بندر دے چه مخ ئے سهيل قبلے ته اَؤ قطب ته دے.

په سمندر کښے طُوفان

١٣ اَؤ چه دَ سهيل نه نرے باد راوالوتو نو هغو ګمان وکړو چه زمُونږ مقصد تر سره کيدُونکے دے. نو لنګر ئے پورته کړو اَؤ غاړے ته نزدے دَ کريت په خوا خوا روان شول. ١٤ خو ډير وخت نۀ وُو تير چه يو طُوفانى باد راوالوتو چه ورته هغوئ يُورکلون،يعنے قطبى نمرختيز باد وائى، ١٥ دَ مزکے دَ طرفه راوالوتو اَؤ جهاز ئے راګير کړو،اَؤ دَ باد په مخ هغۀ ته تلل ګران شول ځکه چه جهاز بے قابُو شوے وُو. ١٦ مُونږ دَ کاوُده نومے يوے ورکوټے جزيرے په پناهى کښے لاړلُو اَؤ هلته مو په مُشکل سره دَ جهاز کِشتئ قابُو کړله. ١٧ اَؤ چه جهاز ته ئے وخيژوله نو دَ حفاظت دَ پاره ئے جهاز په پړو وتړلو،بيا هغوئ په دے ويريدل چه دَ سرتيس په شګو کښے ونۀ نښلى،نو هغوئ بادبان راکُوز کړو اَؤ جهاز ئے روان کړو. ١٨ په بله ورځ چه ډير سخت طُوفان وُو نو هغوئ دَ جهاز دَ بوج په کمولو شروع وکړه. ١٩ اَؤ په دريمه ورځ ئے دَ جهاز سامان په خپلو لاسُونو وغورزولو. ٢٠ تر ډيرو ورځو نۀ خو نمر ښکاريدو اَؤ نۀ ستوى،بلکه سخت طُوفان چليدو اَؤ زمُونږ دَ بچ کيدو آخرى اُميد هم ختم شو. ٢١ اَؤ هغوئ تر ډيرو ورځو بے خوراکه وُو،نو پولوس دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدلو اَؤ وئے وئيل چه”اَئے عزتمنو! تاسو ته زما دَ کريت نه دَ سفر نۀ کولو مشوره منل په کار وُو،اَؤ که تاسو منلے وئے نو دَ دے نُقصان اَؤ تاوان نه به بچ شوى وئ. ٢٢ خو اوس زَۀ درته نصيحت کوم چه زړُونه مۀ بائيلئ ځکه چه هيڅ څوک به هم مړ نۀ شى خو جهاز به غرق شى. ٢٣ بيګاه هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ يم اَؤ دَ چا چه زَۀ عبادت کوم دَ هغۀ يوه فرښته ما سره ولاړه وه. ٢٤ هغے راته ووئيل چه پولوسه! ويريږه مه! ځکه چه دا مُقرر دے چه تۀ دَ قيصر په وړاندے ودريږے،اَؤ تسلى ولره چه څومره خلق چه تا سره په جهاز کښے دى،خُدائے به ستا دَ خاطره هغوئ بچ کوى. ٢٥ نو حوصله په ځائے کړئ! ولے چه زما په خُدائے ايمان دے چه څنګه چه ما ته وئيلے شوى دى،هم داسے به وشى. ٢٦ خو دا ضرورى ده چه چرته به دَ يوے جزيرے په غاړه وغورزولے شُو.“ ٢٧ خو څوارلسمه شپه دَ بره شوه اَؤ مُونږ لا دَ ادريه په سمندر کښے په جهاز بے قابُو روان وُو چه په نيمه شپه دَ جهاز ماڼګيانو دا محسُوسه کړه چه مزکه رانزدے کيږى، ٢٨ نو هغوئ اندازه واخسته اَؤ ژور والے ئے څلويښت ګزه وختلو. اَؤ چه لږ ساعت پس ئے چه بيا ميچ کړه نو ديرش ګزه وه. ٢٩ نو هغوئ ويرے واخستل چه هسے نۀ چه جهاز دَ ګټانو سره ډغره وخورى،نو دَ شا طرف نه ئے څلور لنګرُونه واچول اَؤ دَ سحر کيدو دَ پاره ئے ډير اِنتظار اَؤ دُعا وکړله. ٣٠ خو ماڼګيانو دَ جهاز نه دَ تښتيدلو کوشِش کاوو. هغوئ دَ جهاز کِشتئ بيا کُوزه کړے وه اَؤ دا بهانه ئے کوله چه ګنى مُونږ دَ جهاز دَ څُوکے نه لنګرُونه اچوُو. ٣١ کله چه پولوس صوبه دار اَؤ سپاهيانو ته ووئيل چه”که دا سړى په جهاز کښے پاتے نۀ شى نو په تاسو کښے يو کس هم بچ کيدے نه شى.“ ٣٢ نو سپاهيانو دَ کِشتئ پړے پريکړلو چه هغه وغورزيږى. ٣٣ دَ سحر کيدو نه لږ وړاندے پولوس ټولو ته نصيحت وکړو چه”څۀ وخورئ،ولے چه په تيرو څوارلسو ورځو کښے تاسو په شک کښے وئ اَؤ وږى وئ اَؤ تاسو هيڅ هم خوړلى نۀ دى. ٣٤ نو زَۀ تاسو ته خواست کوم چه څۀ لږ وخورئ،ستاسو دَ ژوند دارومدار په دے دے،اَؤ ياد لرئ چه ستاسو دَ سرُونو ويښتۀ قدر به هم نۀ ورکيږى.“ ٣٥ په دے وينا هغۀ ډوډئ واخستله اَؤ دَ هغو ټولو په وړاندے ئے دَ خُدائے شُکر پرے ووے،نو ما ته ئے کړه اَؤ په خوراک ئے لاس پورے کړو. ٣٦ بيا هغوئ ټولو زړۀ بيا مُوندو اَؤ په خپله ئے خوراک خوړل شروع کړو. ٣٧ اَؤ مُونږ ټول په جهاز کښے دوه سوه شپږ اَؤيا کسان وُو. ٣٨ هغوئ چه څومره حاجت لرلو هغه هومره ئے وخوړلو،نو دَ جهاز دَ بوج دَ سپکولو دَ پاره ئے غنم سمندر ته ورګُزار کړل.

دَ جهاز تباه کيدل

٣٩ اَؤ چه ورځ شوه نو هغوئ مزکه ونۀ پيژندله خو دَ خليج غاړه ئے په نظر شوه،نو مشوره ئے وکړه چه که کيدے شى نو په دے به جهاز وخيژوُو. ٤٠ نو دَ لنګر پړى ئے پريکړل اَؤ په سمندر کښے ئے ورګزار کړل. اَؤ هم په دغه وخت هغوئ دَ جهاز دَ رفتار پړى سُست کړل اَؤ مخ کښے بادبان ئے باد ته وخيژولو اَؤ دَ غاړے په لور ئے جهاز روان کړو. ٤١ خو بيا جهاز شګلن ځائے ته ورسيدو اَؤ په مزکه ولګيدلو. اَؤ دَ جهاز څُوکه ولګيدله اَؤ نښتلے پاتے شوه خو ورستنئ حصه ئے دَ چپو په زور ماتيدله. ٤٢ نو سپاهيانو صلاح وکړه چه قيديان به ووژنُو هسے نه چه په لامبو وهلو وتښتى. ٤٣ خو صوبه دار غوښتل چه پولوس په حفاظت ورسوى اَؤ هغوئ ئے له دے صلاح نه منع کړل. اَؤ حُکم ئے ورکړو چه هر چاله چه لامبو ورځى هغه دِ وړُومبے سمندر ته ټوپ کړى اَؤ وچے ته دِ ورَسى. ٤٤ اَؤ نور به ورپسے،يعنے څوک په تختو اَؤ څوک دَ جهاز په ټوټو. اَؤ دغه شان ټول په خير سره وچے ته ورسيدل.

عمال د رسُولانو 28

دَ مالټا په جزيره کښے پولوس

١ اَؤ چه مُونږ بچ شوُو نو مُونږ دا جزيره وپيژندله چه دَ دے نُوم مالټا وُو. ٢ دَ جزيرے اوسيدُونکو زمُونږ سره ډيره مهربانى ښکاره کړه. ولے چه باران شروع شوے وُو اَؤ يخنى وه نو هغوئ راته اور بل کړو اَؤ مُونږ ټولو ته ئے تود هر کلے ووئيلو. ٣ خو چه پولوس دَ لرګو يو ګيډے ټول کړے وُو اَؤ هغه ئے په اور واچولو اَؤ دَ اور دَ تاؤ نه يو مار بهر راووتو اَؤ دَ هغۀ په لاس ونښتو. ٤ چه دَ جزيرے خلقو دَ هغۀ دَ لاس نه چاپير ځوړند مار وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه”دا سړے به خامخا قاتل وى،اَؤ اګر که هغۀ دَ سمندر نه ځان بچ کړو خو دَ خُدائے عدل به هغه ژوندى اوسيدلو ته پرے نۀ ږدى.“ ٥ خو پولوس هغه مار اور ته وغورزولو اَؤ څۀ نقصان ورته ونۀ رسيدلو. ٦ هغوئ اوس هم دا ګُمان کاوو چه ګنى دا به وپړسيږى اَؤ راپرے به وځى اَؤ مړ به شى،خو دَ ډيرے شيبے دَ اِنتظار نه پس هم چه په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو اَؤ وئے وئيل چه”دا څوک خُدائے دے!“ ٧ دَ دغه ځائے په خوا اَؤ شا کښے دَ دغه جزيرے دَ حاکِم چه پُوبليوس نوم ئے وُو،مزکے وے. هغۀ مُونږ خپل کورته بُوتلُو اَؤ درے ورځے ئے ډير په درناوى ميلمانۀ کړلُو. ٨ دا په دے چه دَ دے سړى پلار چه په تبه اَؤ دَ دستُونو دَ لاسه دَ مودے راسے ناجوړه پروت وُو. پولوس هغۀ ته ورغے ؛دُعا ئے ورته وکړله،خپل لاس ئے پرے کيښودو اَؤ روغ ئے کړو. ٩ نو له دے نه پس دَ جزيرے نور رنځُوران هم راغلل اَؤ هغۀ روغ کړل. ١٠ هغوئ په ډالئ راکولو زمُونږ ډير عزت وکړو اَؤ څۀ وخت چه مُونږ ورنه رُخصتيدُو نو هغوئ زمُونږ دَ ضرورت څيزُونه زمُونږ دَ پاره په جهاز کښے کيښودل.

دَ پولوس رُوم ته رسيدل

١١ دَ دريو مياشتو نه پس مُونږ په هغه جهاز کښے روان شوُو کُوم چه ژمے په دے جزيره کښے تير کړے وُو اَؤ دا دَ سکندريه يو جهاز وُو چه نخښه ئے ارنډه اَؤ جوزا وه. ١٢ اَؤ مُونږ په سرکوسه کښے کُوز شوُو اَؤ هلته مو درے ورځے تيرے کړلے. ١٣ بيا دَ هغه ځائے نه روان شوُو اَؤ په جهاز کښے ريګيوم ته لاړلو اَؤ بيا يوه ورځ پس سهيلى باد شروع شو اَؤ مُونږ پوتيلى ته په دوؤ ورځو کښے ورسيدلُو. ١٤ هلته مُونږ خپل مسيحيان ملګرى ومُوندل اَؤ هغوئ مُونږ ته دَ ايساريدو دَ پاره ووئيل اَؤ مُونږ يوه هفته هلته پاتے شوُو اَؤ دغه شان مُونږ رُوم ته ورسيدلُو. ١٥ دَ هغۀ ځائے ورُوڼو چه زمُونږ دَ راتلو خبر واؤريدو نو هغوئ زمُونږ مخے ته دَ اپيوس تر بازار اَؤ دريو سرايُونو پورے راغلل.کله چه پولوس هغوئ وليدل نو هغۀ دَ خُدائے شُکر ادا کړو اَؤ زړۀ ور شو. ١٦ کله چه مُونږ رُوم ته ورننوتُو نو پولوس ته دَ هغه سپاهى سره په خپل کور کښے دَ پاتے کيدو اِجازت ورکړے شو چه دَ هغۀ څوکيدارى ئے کوله.

په رُوم کښے دَ پولوس ګواهى

١٧ درے ورځے پس هغۀ دهغه ځائے اوسيدُونکى دَ يهُوديانو مشران راوبلل. اَؤ کله چه هغوئ راټول شول نو هغۀ ورته ووئيل چه”اَئے زما ورُوڼو! ما چرے هم دَ خپل اولس خِلاف کار نۀ دے کړے اَؤ نۀ مے دَ خپلو پلارُونو نيکُونو لار پريښے ده،نو بيا هم زَۀ په بيتُ المُقدس کښے قيد کړے شوم اَؤ دَ رُوميانو لاس ته وسپارلے شوم. ١٨ نو هغوئ زما تحقيقات وکړل اَؤ دا ئے غوښتل چه ما آزاد کړى ځکه چه زما په خلاف دَ مرګ هيڅ وجه ثابته نۀ شوه. ١٩ خو يهُوديانو دا ونۀ منله،اَؤ زما دَ پاره بله لاره نۀ وه بغير دَ دے نه چه قيصر ته اپيل وکړم،په دے نه چه ګنى ما په خپل اولس څۀ اِلزام لګولے دے. ٢٠ دغه وجه ده چه ما دا غوښتل چه تاسو ووينم اَؤ خبر مو کړم ځکه چه دا چه نن زَۀ په زولنو کښے دلته راوستے شوے يم،دا دَ اِسرائيلو دَ اُميد په خاطر دے.“ ٢١ هغوئ جواب ورکړو چه”مُونږ ته دَ يهُوديه نه هيڅ داسے خبر نه دے راغلے اَؤ نۀ څوک زمُونږ ورور دَ دے خبر راکولو دَ پاره دلته راغلے دے چه ستا په سر ئے شکايت کړے وے. ٢٢ مُونږ ستا دخيالاتو آؤريدو په طمع يُو،خو دومره راته معلُومه ده چه دَ دے فرقے په حقله هيڅوک هم ښۀ نۀ وائى.“ ٢٣ بيا هغوئ يوه ورځ مُقرر کړه اَؤ ښۀ په ګڼ شمير خلق دَ هغۀ ميلمانۀ شول. هغه ټوله معامله ئے سر تر پايه بيان کړه اَؤ دَ خُدائے دَ بادشاهئ په حقله ئے شاهدى وکړله اَؤ دا کوشِش ئے وکړو چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت اَؤ نبيانو دَ کتابُونو نه ئے دَ عيسىٰ په حقله قائل کړى،اَؤ دا دَ سحر نه تر ماښام پورے جارى وُو. ٢٤ ځنے خو دَ هغۀ په دلائلو قائل شول اَؤ ځنے شکمن پاتے شول. ٢٥ اَؤ چه په هغوئ کښے بے اِتفاقى راغله نو هغوئ په خوريدو شروع شول،خو له دے نه مخکښے پولوس ورته ووئيل چه”دَ يشعياه نبى په وسيله رُوحُ القُدس ستاسو پلارُونو نيکُونو ته څۀ ښۀ وئيلىوو چه: ٢٦ «دے خلقو ته ورشه اَؤ ورته ووايه چه تاسو واؤرئ اَؤ واؤرئ به،خو تاسو به پوهه نۀ شئ، تاسو ګورئ اَؤ ګورئ به،خو وبه نۀ وينئ. ٢٧ ځکه چه دَ دے اولس زړُونه سخت دى، غوږُونه ئے درانۀ دى،اَؤ سترګے ئے پټے کړلے، هسے نۀ چه په سترګو ووينى، په غوږُونو واؤرى اَؤ په زړۀ پوهه شى اَؤ راوګرزى اَؤ زَۀ به ئے روغ کړم.» ٢٨ ”نو ځکه دا خبره ياد لرئ چه دا دَ خُدائے دَ خلاصُون زيرے غيرو يهُودى قومُونو له ليږلے شوے دے اَؤ هم هغوئ به ورته غوږ نيسى!“ ٢٩ کله چه پولوس خپله وينا ختمه کړه نو يهُوديان لاړل اَؤ په خپلو کښے ئے تود بحث وکړو. ٣٠ نو هغه هلته پُوره دوه کاله دَ کرائے په کور کښے اوسيدو اَؤ هر هغه چا ته به ئے په خلاص مټ هر کلے وے،څوک چه به هغۀ ته راتلل. ٣١ اَؤ هغۀ دَ خُدائے دَ بادشاهئ وعظ کاوو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله ئے ښۀ په ډاګه اَؤ بغير دَ څۀ پابندئ تعليم ورکاوو.

رُوميانو 1

سلام

١ دَ پولوس له طرف نه،چه دَ مسيح عيسىٰ غُلام اَؤ بللے شوے رسُول دے چه دَ خُدائے دَ زيرى دَ خورولو دَ پاره مُقرر کړے شوے دے. ٢ دا زيرے خُدائے دَ مخکښے نه په مُقدسو صحيفو کښے دَ خپلو نبيانو په وسيله لوظ کړے دے ٣ دَ هغۀ دَ زوئے،زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په حقله،چه په اِنسانى طور دَ داؤد په نسل کښے پيدا شو، ٤ خو دَ قدوسيت دَ رُوح په مُطابق له مړو نه دَ بيا ژوندى کيدو په وسيله هغه په قُدرت سره دَ خُدائے زوئے اِظهار شو،يعنے زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح. ٥ اَؤ دَ هغۀ په وسيله مُونږ ته دا فضل اَؤ رسالت بخښلے شوے دے چه دَ هغۀ په نامه ټولو غيرو قومُونو ته بلنه ورکړُو چه ايمان راؤړى اَؤ تابعدار شى. ٦ اَؤ په هغو کښے تاسو هم عيسىٰ مسيح وبللئ. ٧ دَ هغه ټولو دَ رُوم اوسيدُونکو پاکانو ته چه دَ خُدائے محبُوبان دى اَؤ بللے شوى دى، زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتيا دِ تاسو سره وى.

دَ پولوس رُوم ته دَ تللو شوق

٨ پس له سلام نه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خپل خُدائے شُکر ستاسو ټولو دَ پاره ادا کوم ځکه چه په ټوله دُنيا کښے خلق ستاسو دَ ايمان ذکر کوى. ٩ دَ هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ دَ خپل زړۀ سره خدمت کوم په دے جوړ چه دَ هغۀ دَ زوئے زيرے خوروم،هغه خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ څومره په بار بار تاسو يادوم، ١٠ اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے دا سوال کوم چه دَ هغۀ په مرضئ دِ زَۀ دَ دے جوګه شم چه تاسو ووينم. ١١ ځکه چه زَۀ ستاسو دَ ليدو آرزومند يم اَؤ دا غواړم چه تاسو ته څۀ رُوحانى نِعمت درکړم چه تاسو پرے قوى اَؤ مضبُوط شئ. ١٢ اَؤ يا دا چه زَۀ دِ تاسو سره پاتے شم چه ستاسو ايمان ما زړۀ ور کړى اَؤ زما ايمان تاسو. ١٣ خو اَئے زما ورُوڼو! چه تاسو په دے پوهه شئ چه ما ډير ځله دَ راتلو کوشِش کړے دے خو تر اوسه کامياب شوے نۀ يم،تش په دے اُميد چه په تاسو کښے څۀ فصل حاصل کړم لکه چه مے دَ دُنيا په نورو غيرو قومُونو کښے حاصل کړے دے. ١٤ زَۀ دَ مذهب اَؤ دَ غيرمذهب خلقو،دَ عالمانو اَؤ دَ عاميانو،دَ هر چه ذمه وار اَؤ اِحسان مند يم. ١٥ اَؤ ځکه دا غواړم چه تاسو ته چه په رُوم کښے يئ،زيرے دررسوم.

دَ زيرى قُوت

١٦ زَۀ له زيرى نه نۀ شرميږم ولے چه دَ هر چا دَ پاره چه ايمان راؤړي دا دَ خلاصُون دَ پاره دَ خُدائے قُوت دے،وړُومبے دَ يهُوديانو دَ پاره بيا دَ غير يهُوديانو دَ پاره. ١٧ ځکه چه هم دلته دَ خُدائے هغه صداقت څرګنديږى چه دَ ايمان نه شُروع کيږى اَؤ په ايمان تر سره کيږى لکه چه صحيفے وائى: «دَ چا چه دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے سره رښتينى رشته قائمه وى،هغه به ژوندے پاتے شى.»

دَ بنى آدمو جُرم

١٨ دَ خُدائے غضب له آسمان نه په هغه خلقو نازليږى څوک چه حق په بے انصافئ پټوى اَؤ ټولے بے دينئ اَؤ ناراستئ کوى. ١٩ ځکه چه هر هغه څۀ چه دَ خُدائے په حقله خلقو ته معلُوم وى،هغه دَ هغوئ دَ سترګو په وړاندے دى ځکه چه خُدائے په خپله هغوئ ته ښکاره کړى دى. ٢٠ ولے چه دَ هغۀ پټ صفتُونه لکه دَ هغۀ دائمى قُوت اَؤ اُلوهيت،دَ وخته راسے دَ کله نه چه خُدائے دا دُنيا پيدا کړے ده،په هغه څيزُونو کښے څرګندوى چه هغۀ پيدا کړى دى. هغوئ ئے وينى نو ځکه دَ هغوئ دَ دے عمل دَ پاره هيڅ عُذر نِشته. ٢١ هغوئ خُدائے پيژندلو خو بيا هم دَ خُدائے دَ تمجيد نه ئے اِنکار کاوو اَؤ شُکر ګُزار کيدل نه،بلکه دَ هغوئ ټول خيالات باطل شول اَؤ دَ هغوئ بے لارے کړى شوى زړُونه په تورتم کښے غورزولى شول. ٢٢ هغوئ دَ خپلے هوښيارتيا لافے کولے خو هغوئ دَ ځان نه په خپله ناپوهه ساز کړى وُو، ٢٣ اَؤ دَ يو دائمى خُدائے دَ جلال په ځائے ئے هغه دَ فانى اِنسان،دَ مارغانو،ښوئيدُونکى چينجو اَؤ دَ څاروو په تصور کښے بدل کړو. ٢٤ هم په دے وجه خُدائے دَ دوئ دَ زړُونو دَ خواهشاتو په مُطابق هغوئ په ناپاکئ کښے پريښودل دَ دے دَ پاره چه دَ دوئ جسمُونه يو تر بله سپک کړے شى. ٢٥ ځکه چه هغوئ دَ خُدائے حقيقت په دروغو بدل کړو اَؤ دَ مخلُوق عبادت اَؤ خدمت ئے دَ خالِق په ځائے وکړو،چه تل تر تله دَ حمد لايق دے! آمين. ٢٦ نو ځکه خُدائے هغوئ سپکو شهوتُونو ته پريښودل. دَ هغوئ ښځو دَ فطرى جنسى عمل په ځائے غير فطرى جنسى عمل خپل کړو. ٢٧ اَؤ دَ هغوئ سړو هم دغه شان دَ ښځو سره دَ فطرى جنسى عمل په ځائے دَ يو بل سره بدکارى راواخسته اَؤ سړو دَ سړو سره بدکارى وکړله،اَؤ اَنجام ئے دا چه په خپله ئے دَ دے ګُمراهئ بدله اَؤ سزا ومُوندله ٢٨ اَؤ لکه څنګه چه هغوئ دَ خُدائے پيژندل خوښ نۀ کړل نو هغۀ هم دوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پريښودل چه هم په دغسے ناکردو آخته وى. ٢٩ اَؤ دغه شان دوئ دَ هر قِِسم بے اِنصافئ،بدئ،لالچ اَؤ بدو خواهشاتو نه ډک شول اَؤ دوئ دَ حسد،قتل،جګړے،ټګئ اَؤ بُغض نه ډک دى. دوئ غيبت کوُونکى ٣٠ اَؤ سازشيان دى،دَ خُدائے سپک ګڼُونکى،بد سره،مغرُور اَؤ لوئى مار دى. دوئ ورانئ جوړوى اَؤ دَ مور پلار عزت نۀ کوى، ٣١ بے ضميره اَؤ بے لوظه دى،نۀ ئے مينه شته اَؤ نۀ رحم کوى. ٣٢ دَ خُدائے په دے اَمر هغوئ ښۀ خبر دى چه هغه څوک چه داسے عمل کوى،هغوئ دَ مرګ لايق دى خو بيا هم هغوئ داسے کوى. نۀ يواځے دا بلکه هغوئ په داسے کوُونکو شاباشے هم وائى.

رُوميانو 2

دَ خُدائے رښتينے عدل

١ اَئے سړيه! تۀ چه بل څوک مُجرم کوے،تۀ هر څوک چه يئے،تا سره هيڅ عُذر نِشته ځکه چه کله چه تۀ بل څوک مُجرم کوے هم هغه کارُونه په خپله کوے چه هغوئ ئے کوى،نو ځان پرے مُجرم کوے. ٢ ولے چه مُونږ ته معلُومه ده چه څوک چه داسے کارُونه کوى نو خُدائے په عدل په هغۀ باندے عدالت کوى. ٣ آيا تۀ دا ګڼے چه تۀ چه بل څوک مُجرم کوے په خپله هم دغه کارُونه کوے،نو تۀ دا ګڼے چه ګنى تۀ به دَ خُدائے دَ عدالت نه ځان بچ کړئے شے څۀ؟ ٤ اَؤ يا دا چه تۀ دَ هغۀ دَ مهربانئ دَ زغم اَؤ دَ صبر دولت سپک ګڼے څۀ؟ اَؤ دا نۀ منے چه دَ خُدائے مهربانى تا توبے ته بيائى؟ ٥ بلکه تۀ په خپله ناړامتيا اَؤ دَ ناتوبه ګار زړۀ په مُطابق دَ خپل ځان دَ پاره دَ خُدائے دَ قهر دَ ورځے غضب ډيرَوے کله چه به دَ خُدائے رښتُونے عدالت ظاهر شى. ٦ هغه به هر چا ته دَ هغۀ دَ کارُونو په مُطابق اَجر ورکړى. ٧ څوک چه په صبر سره ښۀ کوى اَؤ جلال اَؤ عزت اَؤ بقا لټوى،هغوئ ته به دَ تل ژوندُون ورکړى. ٨ خو هغوئ چه خود غرض اَؤ دَ حق نه مُنکر دى اَؤ په غلطه لار سر شوى دى،په هغوئ به قهر اَؤ غضب نازليږى. ٩ څوک چه بدکاره وى،دَ هغوئ دَ پاره مُصيبت اَؤ تنګى ده،اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره. ١٠ خو دَ ټولو نيکى کوُونکو دَ پاره جلال اَؤ سلامتى،اول دَ يهُودى دَ پاره اَؤ بيا دَ غير يهُودى دَ پاره. ١١ ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى. ١٢ هغه چا چه بے د مُوسىٰ دَ شريعت نه ئے ګُناه کړے وى،نو هغه به بے له شريعت نه هلاک شى،اَؤ هغه چا چه دَ دے دَ شريعت دَ لاندے ئے ګُناه کړے وى،هغه به په دے شريعت سزا مُومى. ١٣ دا دَ شريعت په آؤريدو نه،بلکه په دے دَ عمل کولو په وسيله به سړے دَ خُدائے په وړاندے صادِق کيږى. ١٤ اَؤ هغه غير يهُودى خلق چه شريعت نۀ لرى خو دَ خپل فطرت په مُطابق پرے عمل کوى خو سره دَ دے چه دَ هغو سره شريعت نِشته،هغوئ ځان ته په خپله شريعت دى، ١٥ ځکه چه هغوئ دَ هغه شريعت پابندى کوى کُوم چه دَ هغوئ په زړُونو ليکلے دے. دَ هغوئ زړۀ دَ هغوئ ګواهى ورکوى اَؤ دَ هغوئ خيالُونه په خپل مينځ کښے په يو بل اِلزامُونه لګوى اَؤ مُدافعت کوى،کله دَ هغوئ په خلاف اَؤ کله دَ هغوئ په حق کښے. ١٦ په هغه ورځ به خُدائے دَ اِنسان دَ پټو خيالُونو عدالت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله زما دَ زيرى په مُطابق وکړى.

دَ يهُوديانو شريعت

١٧ خو تۀ ځان ته يهُودى وائے اَؤ په شريعت ولاړ يئے اَؤ په خپل خُدائے فخر کوے، ١٨ که تا ته دَ هغۀ رضا معلُومه ده اَؤ دَ شريعت نه واقف يئے،نو ځکه تۀ په ښو اَؤ په بدو کښے تميز کوے، ١٩ اَؤ ستا په دے يقين دے چه دَ ړندو رهنمائى کوے اَؤ چه په تيارۀ کښے ناست دى دَ هغوئ دَ پاره رڼا يئے، ٢٠ دَ ساده خلقو تربيت کوے اَؤ دَ شاګردانو اُستاذ يئے،ځکه چه په شريعت کښے تۀ دَ عِلم اَؤ دَ رښتياؤ کمال لرے. ٢١ خو بيا تۀ چه خپلو ملګرو ته تعليم ورکوے،نو په خپله تعليم ولے نۀ آخلے؟ تۀ خو دا اِعلان کوے چه غلا مه کوئ،نو ولے تۀ په خپله غلا کوے؟ ٢٢ تۀ وائے چه زِنا مه کوئ،نو ولے تۀ په خپله زِنا کوے؟ تۀ چه بُتان پليټ ګڼے،نو ولے تۀ بُت خانے لُوټے؟ ٢٣ سره دَ دے چه تۀ په شريعت فخر کوے نو ولے تۀ دَ عمل نۀ کولو په وجه دَ خُدائے سپکاوے نۀ کوے څۀ؟ ٢٤ ځکه لکه چه صحيفے وائى: «هم ستاسو په وجه دَ خُدائے په حقله غير يهُودى قومُونه سپکے وائى.» ٢٥ سُنت کيدل فائده ناک دى خو هله چه تۀ په شريعت عمل کوے،نو که تۀ چرے په شريعت عمل نۀ کوے نو ستا سُنت داسے دے لکه چه هډو شوے نۀ وى. ٢٦ هم دغه شان که يو ناسُنت شوے په شريعت عمل کوى نو آيا هغه به دَ سُنت شوى په شان نۀ وى څۀ؟ ٢٧ هغه به ناسُنت شوے وى خو په شريعت دَ عمل کولو په وجه به تۀ دَ هغۀ په مُقابله کښے مُجرم ګرزولے شے ځکه چه تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجُود دے اَؤ سُنت شوى يئ خو بيا ئے هم ماتوئ. ٢٨ په ظاهرى نخښو نښانو څوک سُوچه يهُودى کيدے نۀ شى اَؤ نۀ صحيح سُنت کيدل په جسم کښے ظاهرى نخښے ته وائى. ٢٩ خو صحيح يهُودى هغه دے څوک چه په باطن کښے وى اَؤ رښتُونے سُنت دَ زړۀ دے،کُوم چه دَ ليکلى شريعت دَ مخه نۀ دے بلکه دَ خُدائے دَ رُوح دَ مخه دے. اَؤ دَ داسے سړى صفت دَ خُدائے نه کيږى،نۀ چه دَ خلقو نه.

رُوميانو 3

١ نو بيا يهُودى څۀ غوره والے لرى؟ اَؤ دَ سُنت کيدلو فائده څۀ ده؟ ٢ په هره معامله کښے ډيره! دَ ټولو نه لويه دا چه دَ خُدائے کلام هغوئ ته وسپارلے شو. ٣ په دے څۀ که په دوئ کښے ځنے بے وفا وُو؟ آيا دَ دوئ بے وفائى به دَ خُدائے وفادارى بے اثره کړى؟ ٤ هيڅ کله نه! که هر ژوندے بنى آدم دروغژن هم شى خو خُدائے به خامخا رښتُونے وى،لکه چه په صحيفو کښے مُونږ دا لولو چه: «تۀ دِ په خپلو خبرو کښے رښتُونے وګرزے اَؤ په خپل عدالت کښے دِ برے ومُومے.» ٥ خو بل سوال دا چه که چرے زمونږ بے انِصافى دَ خُدائے دَ انِصاف ښکاره کولو سبب کيدے شى نو بيا مُونږ په کښے څۀ وئيلے شو؟ آيا دا دَ خُدائے دَ لورى بے انِصافى ده چه خُدائے په مُونږ غضب نازلوى؟ زَۀ داسے دَ اِنسان په طور وايم. ٦ هيڅ کله نه! که چرے خُدائے بے اِنصافه وى نو هغه به دَ دُنيا عدالت څنګه وکړى؟ ٧ بيا دا،که چرے دَ خُدائے حقيقت هغۀ ته لا زيات جلال زما دَ دروغو په سبب ورکوى نو بيا دِ دَ څۀ دَ پاره زَۀ په خپلو ګُناهونو مُجرم کيږم؟ ٨ نو بيا ولے دِ بد ونۀ کړے شى چه ښۀ پرے څرګند شى؟ لکه چه ځنے په مُونږ دا تُهمت لګوى چه مُونږ داسے وايُو! چه دوى مُجرم وګرزولے شى نو دا بے اِنصافى نۀ ده.

هيڅوک صادِق نِشته

٩ بيا نو څنګه؟ آيا مُونږ يهُوديان څۀ هم دَ نورو نه ښۀ يُو څۀ؟ نه،بلکل نه! ځکه چه مُونږ دَ مخکښے نه دا اِلزام عائد کړے دے چه يهُوديان اَؤ غير يهُوديان دواړه يو شان دَ ګُناه په ولقه کښے دى. ١٠ لکه چه صحيفے وائى چه: «هيڅوک صادِق نِشته،يو هم نِشته. ١١ داسے هيڅوک نِشته چه پوهيږى، داسے هيڅوک نِشته چه دَ خُدائے طالب وى. ١٢ ټول ګُمراه دى اَؤ دَ هيڅ کار نۀ دى، داسے هيڅوک نِشته چه مهربانى کوى، نه،هيڅوک نِشته. ١٣ دَ هغوئ مرئ دَ پرانستى قبرُونو په شان دى، هغوئ دَ خپلو ژبو سره ټګى کوى، دَ هغوئ په شونډو دَ مارانو زهر پراتۀ دى. ١٤ اَؤ دَ هغوئ خُلے دَ ترخو خبرو اَؤ لعنتُونو نه ډکے دى. ١٥ دَ هغوئ پښے دَ وينے تويولو پلو په دَؤ دى. ١٦ تباهئ اَؤ بدحالئ دَ هغوئ په لارو کښے دى. ١٧ هغوئ دَ سلامتئ دَ لوئے لارے نه نا آشنا دى. ١٨ اَؤ دَ خُدائے ويره دَ هغوئ په خيال کښے نۀ راځى.» ١٩ مُونږ ته معلُومه ده چه دَ شريعت ټول کلام دَ هغه چا دَ پاره دے څوک چه دَ شريعت دَ لاندے دے،دَ دے دَ پاره چه يو سړے هم څۀ عُذر ونۀ لرى اَؤ دغه شان ټوله دُنيا دَ خُدائے په مخکښے مُجرمه کړے شى. ٢٠ اَؤ يو سړے به هم په شريعت دَ عمل کولو دَ خُدائے په وړاندے صادِق نۀ وى ځکه چه شريعت خو صرف دَ ګُناه دَ پيژندلو سبب دے.

دَ ايمان په وسيله صداقت

٢١ خو اوس دَ شريعت نه بيخى آزاد دَ خُدائے صداقت څرګند کړے شوے دے چه شريعت اَؤ نبيان دواړه دَ دے ګواه دى، ٢٢ يعنے دَ خُدائے له طرف نه صداقت چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان په وسيله هغه ټولو ته ورکړے شى،يعنے هغوئ ټولو ته چه په هغۀ ايمان راؤړى. په دوئ کښے هيڅ فرق نِشته، ٢٣ ځکه چه ټولو ګُناه کړے ده اَؤ دَ خُدائے دَ لوئى نه محرُوم دى، ٢٤ اَؤ ټول دَ خُدائے په رحم ويړيا صادِق کيږى ولے چه عيسىٰ مسيح هغوئ خلاص کړى دى. ٢٥ ځکه چه خُدائے مسيح دَ دے دَ پاره مُقرر کړے وُو چه دَ هغۀ دَ قُربانئ په کفاره اَؤ په هغۀ دَ ايمان په وسيله ګُناهُونه وونيځى اَؤ چه خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چه خُدائے صابر دے نو په تيرو شو ګُناهُونو ئے څۀ غرض ونۀ لرو، ٢٦ دَ دے دَ پاره چه په دے زمانه کښے صداقت ښکاره کړى اَؤ دا ښکاره کړى چه هغه په خپله صادِق دے اَؤ هر هغه سړے صادِق ګڼى چه په عيسىٰ مسيح ايمان لرى. ٢٧ نو بيا فخر کول چرته؟ دا بے ځايه دى! په کُوم سبب؟ دَ عمل کولو په وجه؟ نه،خو دَ ايمان په وسيله. ٢٨ مُونږ دا وايُو چه خُدائے سړے دَ ايمان په وسيله صادِق کوى،نۀ چه په شريعت دَ عمل کولو. ٢٩ آيا دا چه خُدائے يواځے دَ يهُوديانو خُدائے دے؟ آيا هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے نۀ دے؟ بے شکه چه هغه دَ غيرو يهُوديانو خُدائے هم دے. ٣٠ ځکه چه خُدائے يو دے اَؤ هغه به سُنت شوى دَ ايمان په وسيله اَؤ ناسُنته هم دَ ايمان په وسيله صادِق کړى. ٣١ آيا دَ دے دا مطلب دے چه مُونږ دَ ايمان په وسيله شريعت بے اثره کوو؟ هيڅ کله نه،بلکه مُونږ خو شريعت مضبُوطوو.

رُوميانو 4

دَ اِبراهيم په حقله مِثال

١ نو بيا مُونږ دَ اِبراهيم په حقله څۀ ووايُو؟ چه زمُونږ نيکۀ په جسمانى طور څۀ ومُوندل؟ ٢ که چرے اِبراهيم په خپلو کارُونو صادِق وُو نو بيا ئے فخر په ځائے دے،خو دَ خُدائے په نِزد نه. ٣ ځکه صحيفے څۀ وائى چه : «اِبراهيم په خُدائے ايمان راؤړو اَؤ هغه ايمان دَ هغۀ په صداقت حساب شو.» ٤ نو اوس که يو سړے څۀ کار وکړى نو دَ هغۀ مزدُورى دَ هغۀ بخښنه نۀ ده،نو دا خو دَ هغۀ حق دے. ٥ خو که څوک بغير دَ عمل نه تش په هغۀ ايمان ولرى څوک چه بے دينه صادِقوى نو بے شکه چه دَ هغۀ ايمان په صداقت حساب دے. ٦ هم دغه شان داؤد دَ هغه سړى دَ خوشحالئ ذکر کوى څوک چه خُدائے بے دَ عمل نه صادِق بولى. ٧ هغه وائى چه: «بختور دى هغوئ چه بے شرعے کارُونه ئے معاف شول اَؤ په ګُناهونو ئے پړده واچولے شوه! ٨ بختور دے هغه سړے دَ چا ګُناهُونه چه خُدائے په حساب کښے رانۀ وستل!» ٩ آيا دا خوشحالى تش دَ سُنت شوو دَ پاره ده،يا دا دَ ناسُنتو دَ پاره هم ده؟ مُونږ وايو چه فکر وکړئ چه «دَ اِبراهيم ايمان په صداقت حساب شو.» ١٠ نو دا په کُومو حالاتو کښے داسے حساب شو؟ آيا هغه په هغه وخت سُنت کړے شوے وُو که نه؟ هغه خو په هغه وخت لا سُنت کړے شوے نۀ وُو، ١١ بلکه هغۀ ته وروستو دَ سنت دَ نخښے جوړولو حق ورکړے شو چه دا دَ هغه ايمان دَ صداقت مُهر وُو چه هغه لا ناسُنته وُو. نتيجه دا ده چه هغه دَ هغو ټولو ناسُنتو هم آبا دے چه دَ ايمان په وسيله صادِق ګڼلے شى. ١٢ اَؤ ورسره دَ هغو سُنت شوو هم آبا دے چه نه يواځے سُنت شوى دى،بلکه چه زمُونږ دَ آبا اِبراهيم غوندے ايمان ولرى،يعنے هغه ايمان چه هغه لا سُنت شوے نۀ وُو،چه لرلوئے.

دَ خُدائے دَ اِبراهيم سره لوظ

١٣ خُدائے دَ اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ اَؤلاد سره دَ دُنيا دَ وارث کيدو لوظ دَ شريعت په وسيله ونۀ کړو بلکه دَ صداقت په بُنياد ئے وکړو چه په ايمان حاصليږى. ١٤ ځکه چه که تش په شريعت قائم خلق وارثان دى نو بيا ايمان بے ځايه دے اَؤ لوظ بے اثره. ١٥ چرته چه شريعت وى هلته سزا هم وى،خو چرته چه شريعت نِشته نو هلته دَ شريعت ماتول هم نِشته. ١٦ نو خُدائے دَ خپل فضل په مُطابق دا لوظ ځکه وکړو چه اِبراهيم په هغۀ ايمان راوړے وُو دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ فائده دَ اِبراهيم ټول نسل ته دَ بخښنے په طور ورسى،يواځے دَ هغوئ دَ پاره نه چه په شريعت قائم دى، بلکه دَ هغوئ دَ پاره هم چه دَ اِبراهيم په شان ايمان لرى ځکه چه هغه زمُونږ دَ ټولو پلار دے. ١٧ لکه چه صحيفے وائى چه : «ما تۀ دَ ډيرو قومُونو پلار ګرزولے يئے.» چُونکه دا لوظ خُدائے کړے دے ځکه دا رښتينے دے،يعنے هغه خُدائے په چا چه دَ اِبراهيم ايمان وُو،هغه په يو حُکم مړى بيا ژوندى کوى اَؤ نِشت شته کوى. ١٨ بيا هغۀ په نااُميدئ کښے اُميد ولرلو،نو دَ هغۀ ايمان داسے وُو چه هغه پرے دَ ډيرو قومُونو پلار شو،دَ هغه کلام په سبب چه هغۀ ته وئيلے شوے وُو چه: «ستا اَؤلاد به دَ ستورو په شان ډير وى.» ١٩ اَؤ دَ ايمان دَ څۀ کمزورئ نه بغير هغۀ دَ خپل وجُود لکه دَ مړى په شان کمزورئ ته فکر ونۀ کړو ځکه چه هغه خوا اَؤ شا دَ سلو کالو بُوډا وُو اَؤ ساره هم دَ زيږدو لائقه نۀ وه. ٢٠ خو بيا هم هغه دَ خُدائے په لوظ شکمن نۀ شو بلکه په ايمان کښے مضبُوط شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٢١ اَؤ دا ئے پُوره يقين وُو چه خُدائے خپل کړے لوظ پُوره کولے شى. ٢٢ اَؤ ځکه دا ايمان اِبراهيم ته”په صداقت حساب شو“ ٢٣ دا خبرے يواځے دَ اِبراهيم دَ پاره نۀ وے ليکلے شوے چه”په صداقت هغۀ ته حساب شوے“ ٢٤ بلکه زمُونږ دَ پاره هم وے چه دا به زمُونږ په باب کښے هم دغسے حسابيږى،يعنے زمُونږ چه په هغه خُدائے ايمان دے چه زمُونږ مالِک عيسىٰ ئے له مړو نه بيا ژوندے کړو، ٢٥ هغه څوک چه زمُونږ په قصُورُونو قُربان شو اَؤ زمُونږ دَ صادِق کولو دَ پاره بيا ژوندے کړے شو.

رُوميانو 5

دَ صادِق کولو اَنجام

١ نو اوس چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق کړے شوُو نو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے سره صُلح لرُو. ٢ دَ چا په وسيله چه مُونږ دَ خُدائے په فضل کښے ځائے مُوندلے دے اَؤ چرته چه مُونږ اَؤ هم ولاړ يُو،اَؤ خُدائے دَ لوئى په اُميد فخر کوُو چه دا به زمُونږ هم وى! ٣ سربارى پرے دا مُونږ په خپلو موجُوده تکليفُونو هم فخر کوُو ځکه چه مُونږ ته دا معلُومه ده چه تکليفُونه په سړى کښے دَ زغم طاقت پيدا کوى. ٤ اَؤ زغم دَ دے خبرے ثبوت راؤړى چه مُونږ په آزميښت کښے کامياب شوُو اَؤ هم دغه وجه ده چه مۇنږ ٱمید لرۇ ٥ آؤ دا ٱمید تشه خوښ فهمی نه ده ځکه چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه مُونږ له راکړے شو،زمُونږ زړُونه دَ خُدائے دَ مينے نه ډک کړے شول. ٦ ځکه چه په کُوم وخت چه مُونږ لا بے وسه وُو نو مسيح دَ بے دينو دَ پاره مړ شو. ٧ دَ يو صادِق دَ پاره به په مُشکله څوک مړ شى. کيدے شى چه دَ يو ښۀ سړى دَ پاره څوک ځان مرګ ته حواله کړى. ٨ خو خُدائے خپله مينه مُونږ ته داسے ښکاره کړه،کله چه مُونږ لا ګُناه ګار وُو نو مسيح زمُونږ دَ پاره مړ شو! ٩ اَؤ اوس چه مُونږ دَ مسيح دَ مرګ په وسيله صادِق کړے شوُو نو بے شکه چه مُونږ به دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے دَ غضب نه هم بچ شُو. ١٠ ځکه چه سره دَ دے چه مُونږ دَ خُدائے دُښمنان وُو نو مونږ دَ هغۀ دَ زوئے دَ مرګ په وسيله ورسره پُخلا شوُو اؤ دَ دِے نه زيات دَ هغۀ دَ زوئے دَ ژوند په وسيله به بچ شُو! ١١ خو يواځے دا نه،بلکه مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په وسيله په خُدائے کښے خوشحالى کوُو ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ورسره پُخلا شوى يُو.

آدم اَؤ مسيح

١٢ دَ يو سړى په وسيله ګُناه دُنيا ته راغله اَؤ دَ ګُناه په وسيله مرګ. اَؤ دغه شان مرګ په ټول اِنسانى نسل قبضه وکړله تر دے چه ټولو بنى آدمو ګُناه وکړله. ١٣ ګُناه دَ شريعت نه وړاندے دُنيا ته راغلے وه سره دَ دے چه دَ شريعت په غير موجُودګئ کښے دَ ګُناه حساب نۀ وُو. ١٤ خو دَ آدم نه تر مُوسىٰ پورے مرګ په هغوئ هم قابض وُو چه دَ آدم په شان داسے ګُناه ئے نۀ وه کړے چه دَ خُدائے حُکم ئے مات کړو. آدم دَ هغه سړى په مِثال دے چه راتلُونکے وُو. ١٥ خو دَ خُدائے فضل دَ آدم دَ ګُناهُونو په مُقابله کښے بے اندازے وُو ځکه چه که دَ يو سړى ګُناه په دومره ډيرو خلقو باندے مرګ نازلوو نو دَ خُدائے فضل اَؤ دَ هغۀ بخښنه چه دَ يو سړى،يعنے عيسىٰ مسيح په وسيله شوے ده،په ډيرو خلقو خامخا په اِفراط سره نازل شو. ١٦ اَؤ بيا دا چه دَ خُدائے فضل دَ يو سړى دَ ګُناه سره تلل نۀ دى په کار ځکه چه دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ فتوىٰ کيږى،خو دَ خُدائے بخښنه دا ده چه هغه په خپل فضل دَ ډيرو ګُناهُونو نه دَ آزاديدو فيصله کوى. ١٧ که چرے دَ يو سړى په ګُناه دَ مرګ بادشاهى شوه نو دَ خُدائے فضل به دَ دے په مُقابله کښے ډير زيات وى اَؤ دَ هغۀ دَ صداقت بخښنه به ژوندُون وى،دَ هغه يو سړى په وسيله بادشاهى کوى چه عيسىٰ مسيح دے. ١٨ نو بيا دا چه دَ يو سړى دَ ګُناه په وجه ټول خلق مُجرمان شول نو دَ يو سړى دَ صداقت په وجه به ټولو خلقو له خلاصُون اَؤ ژوندُون ورکړى. ١٩ ځکه چه دَ يو سړى په نافرمانئ ډير ګُناه ګار شول نو هم دغه شان دَ يو سړى په فرمانبردارئ به ډير صادِق کړے شى. ٢٠ نو ځکه شريعت راغے چه ګُناه زياته شى. خو چرته چه ګُناه زياته شوه هلته فضل هم ډير زيات شو. ٢١ ځکه څنګه چه ګُناه دَ مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه،دغه شان دَ خُدائے فضل هم دَ صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چه دَ تل ژوندُون ته مُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله بيائى.

رُوميانو 6

په ګُناه کښے مړۀ خو په مسيح کښے ژوندى

١ نو بيا مُونږ په دے کښے څۀ ووايو؟ آيا مُونږ دِ تل په ګُناهونو کښے بوخت يُو په دے چه فضل نور هم زيات شى؟ ٢ نه! هيڅ کله نه! چه مُونږ مړۀ شولو چه نوره ګُناه ونۀ کړُو نو اوس څنګه په ګُناه کښے ژوند تيرولے شو؟ ٣ آيا تاسو په دے نۀ پوهيږئ څۀ؟ چه هر کله چه زمُونږ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو بپتسمه وشوه نو مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ شامليدو بپتسمه واخسته. ٤ اَؤ په دے بپتسمه مُونږ دَ هغۀ سره ښخ کړے شولُو اَؤ ورسره مړۀ شولُو،اؤ کله چه عيسىٰ دَ پلار په جلال کښے له مړو نه راپورته کړے شو نو دغه شان مُونږ هم په نوى ژوندُون کښے شامل شوُو. ٥ نو که چرے مُونږ دَ هغۀ په مرګ کښے ورسره شامل شُوو نو دغه شان به دَ هغۀ په بيا ژوندى کيدو کښے هم يُو. ٦ مُونږ ته دا معلُومه ده چه څنګه چه په يو وخت کښے چه مُونږ وُو نو زمُونږ هغه زوړ اِنسانيت دَ مسيح سره په سولئ کړے شوے دے چه دَ ګُناه ګار دَ نفس قُوت بے اثره کړى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغے نه پس نور دَ ګُناه غلامان نه شُو. ٧ ځکه چه کله چه يو سړے مړ شى نو دَ ګُناه دَ قُوت نه آزاد شى ٨ خو که چرے مُونږ دَغسے دَ مسيح سره مړۀ شوى يُو نو زمُونږ ايمان دے چه دَ هغۀ سره به ژوندى کيږُو هم. ٩ مُونږ ته دا معلُومه ده چه مسيح يو ځل له مړو نه ژوندے شوے دے،نو بيا هيڅ کله مړ کيدے نۀ شى اَؤ مرګ په هغۀ باندے نور هيڅ واک اِختيار نۀ لرى. ١٠ کله چه هغه مړ شو نو هغه دَ ګُناه دَ پاره يو ځل مړ شو اَؤ بيا دوباره نۀ مرى،اَؤ په ژوندانۀ کښے چه هغه ژوندے دے نو هغه دَ خُدائے په نِزد ژوندے دے. ١١ هم دغه شان تاسو خپل ځانُونه دَ ګُناه دَ پاره مړۀ وګڼئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح سره په شامليدو کښے دَ خُدائے په نزد ژوندى يئ. ١٢ نو ځکه ستاسو په فانى ژوندُون کښے دِ دَ ګُناه نور اِختيار نۀ وى چه دَ اِنسانى خواهشاتو دَ پُوره کولو حُکم ئے ومنئ. ١٣ دَ دے نه پس تاسو دَ خپل وجُود اَندامُونه دَ ګُناه دَ پاره مه اِستعمالوئ اَؤ خپل ځانُونه خُدائے ته وسپارئ، داسے لکه مړۀ چه بيا راژوندى شوى دى،اَؤ خپل اَندامُونه هغۀ ته دَ صداقت دَ پاره اِستعمالوئ، ١٤ دَ دے دَ پاره چه ګُناه نور په تاسو باندے حُکم ونۀ چلوى ځکه چه تاسو نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يئ بلکه دَ خُدائے دَ فضل دَ لاندے يئ.

دَ صداقت غُلامان

١٥ بيا نو څنګه؟مُونږ دِ ګُناه کوُو ځکه چه مُونږ دَ شريعت نه آزاد يُو اَؤ دَ فضل دَ لاندے يُو؟ هيڅ کله نه! ١٦ تاسو ته ښه معلُومه ده چه تاسو چه کُوم مالِک ته ځان وقف کړئ اَؤ دَ هغۀ فرمانبردار شئ نو دَ هغۀ غُلامان يئ. تاسو دَ ګُناه فرمانبردارى کولے شئ خو انجام به ئے مرګ وى،يا دَ خُدائے فرمانبردارى چه انجام ئے صداقت دے. ١٧ نو دَ خُدائے شُکر په دے په کار دے چه تاسو په يو وخت کښے دَ ګُناه غُلامان وئ خو اوس دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ هغه تعليم کُوم چه تاسو ته په حواله شوے دے،فرمانبردار يئ، ١٨ اَؤ دَ ګُناه نه آزاد کړے شوئ اَؤ دَ صداقت غُلامان شوى يئ. ١٩ زَۀ ستاسو دَ اِنسانى کمزورتياؤ په سبب په عامو اَلفاظو کښے وايم،لکه څنګه چه تاسو يو ځلے خپل ځانُونه دَ ناپاکئ اَؤ بدراهئ دَ پاره غُلامان کړى وُو نو دغه شان ئے اوس دَ صداقت دَ پاره غُلامان کړئ چه مُقدس شئ. ٢٠ کله چه تاسو دَ ګُناه غُلامان وئ نو تاسو دَ صداقت نه آزاد وئ. ٢١ نو فائده ئے څۀ وه؟ هغه دا وه چه اوس پرے شرميږئ ځکه چه انجام ئے مرګ دے! ٢٢ خو اوس تاسو دَ ګُناه دَ غُلامئ نه آزاد يئ اَؤ دَ خُدائے غُلامان يئ،نو تاسو خُدائے ته وقف شوى يئ اَؤ اَنجام مُوٰ دَ تل ژوندُون دے. ٢٣ ځکه چه دَ ګُناه بدل مرګ دے خو دَ خُدائے بخښنه زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے دَ تل ژوندُون دے.

رُوميانو 7

دَ وادۀ په باب کښے مِثال

١ زما ورُوڼو! تاسو نۀ پوهيږئ څۀ؟ زَۀ تاسو ته ځکه وايم چه څۀ نه څۀ په شريعت پوهيږئ چه سړے دَ شريعت تر هغے پابند دے تر څو چه هغه ژوندے وى. ٢ دَ هغے نه پس دَ مِثال په طور يوه وادۀ شوے ښځه تر هغے دَ خپل خاوند پابنده ده تر څو چه هغه ژوندے وى،خو که دَ هغے خاوند مړ شى نو بيا هغه دَ وادۀ دَ شرعى پابندو نه خلاصه شى. ٣ نو په دے وجه که هغه دَ خپل خاوند په ژواندنۀ دَ بل سړى سره لاړه شى نو هغه زِنا کوى،خو که چرے دَ هغے خاوند مړ شى نو هغه دَ شريعت په مُطابق آزاده ده،نو هغه که چرے بيا دَ بل سړى سره وادۀ وکړى نو زِنا کاره نۀ وى. ٤ نو زما ورُوڼو! تاسو هم دَ شريعت نه په خپل مرګ آزاد شوى يئ ځکه تاسو دَ عيسىٰ دَ وجُود سره تړلى يئ اؤ اوس دَ هغۀ خپل شوى يئ چه هغه دَ مړو نه بيا ژوندے شوے دے،دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے ښۀ خدمت وکړُو. ٥ څۀ وخت چه مُونږ دَ خپل اِنسانى فطرت په مُطابق ژوند تيرولو نو زمُونږ دَ ګُناهُونو خواهشات دَ شريعت په وجه رابيداريدل چه نتيجه ئے مرګ ده. ٦ خو اوس چه مُونږ دَ هغه څيزُونو دَ پاره مړۀ يُو دَ کُومو چه مُونږ پابندى کړے وه نو مُونږ دَ شريعت نه په دے شان آزاد يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په نوى شان خدمت وکړُو،نۀ په زوړ شان دَ ليکلى شوى شريعت په مُطابق .

دَ باطنى ګُناه مسئله

٧ نو مُونږ بيا څۀ ووايو؟ آيا شريعت ګُناه دے څۀ؟ يقينًا چه نه! خو که شريعت نۀ وے نو زَۀ به په ګُناه پوهه شوے نۀ وے،ولے چه ما به دا هيڅ کله هم نۀ وے پيژندلے چه لالچ څۀ شے وى،که چرے شريعت دا نۀ وے ويلے چه «تاسو لالچ مه کوئ.» ٨ هم دَ دے حُکم په وسيله ګُناه ته داسے موقع په لاس ورغله چه په ما کښے ئے هر قِسم لالچ پيدا کړو. چه شريعت نۀ وى نو ګُناه مړه ده. ٩ يو وخت داسے وُو چه دَ شريعت په غير موجُودګئ کښے زَۀ ژوندے وم،خو هر کله چه حُکم راغے نو ګُناه ژوندئ شوه اَؤ زَۀ مړ شوم. ١٠ اَؤ کُوم حُکم چه زما دَ ژوند دَ پاره وُو،زما دَ پاره مرګ شو. ١١ ځکه چه ګُناه په شرعى حُکم کښے موقعه ومُوندله اَؤ زَۀ ئے وغُلولم اَؤ دَ شريعت په حُکمُونو ئے مړ کړم. ١٢ نو ځکه شريعت پاک دے اَؤ حُکم ئے هم پاک دے اَؤ اِنصاف اَؤ ښۀ دے. ١٣ نو بيا مُونږ دا وئيلے شُو،څۀ چه دا ښه څيز ګنى زما دَ پاره مرګ شو؟ نه،هيڅ کله نه! دا خو ګُناه وه چه زَۀ ئے دَ ښۀ څيز په وسيله ووژلم اَؤ هم په دے شان ګُناه خپل اصلى شکل ښکاره کړو. اَؤ دغه شان دَ حُکم په وسيله ګُناه دَ نور کله نه زياته بده شوه. ١٤ مُونږ پوهيږو چه شريعت رُوحانى دے خو زَۀ غير رُوحانى يم اَؤ په ګُناه خرڅ شوے يم. ١٥ زَۀ نۀ پوهيږم چه څۀ کُوم؟ څۀ چه زَۀ کول غواړم،هغه نۀ کوم،بلکه هغه کوم چه ترے نفرت لرم. ١٦ خو که چرے څۀ چه زَۀ کوم،هغه نۀ خوښوم،نو منم چه شريعت درست دے. ١٧ نو بيا دَ هغۀ کوُونکے زَۀ نۀ يم بلکه ګُناه ده چه په ما کښے موجُوده ده،هغه ئے کوى. ١٨ ځکه چه ما ته معلُومه ده چه زما په ذات کښے هيڅ نيکى نِشته،مطلب مے دَ خپل اِنسانى فطرت نه دے،ځکه چه زَۀ دَ نيکئ کولو خواهش لرم خو کولے ئے نۀ شم. ١٩ زَۀ چه څۀ نيکى کول غواړم،نۀ ئے کوم،خو چه زَۀ څۀ بد کول نۀ غواړم،هغه کوم. ٢٠ اَؤ که څۀ چه زَۀ کول نۀ غواړم هغه کوم،نو ښکاره خبره ده چه کوُونکے ئے زَۀ نۀ يم بلکه هغه ګُناه ده چه په ما کښے ده. ٢١ نو بيا ما دا اُصول هغه وخت معلُوم کړو چه هر کله چه زَۀ نيکى کول غواړم نو صرف بدى کولے شم. ٢٢ زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے په شريعت خوشحاله يم. ٢٣ خو زَۀ چه دَ خپل وجُود په اَندامُونو کښے يو بل شريعت وينم چه هغه زما دَ عقل دَ منلى شوى شريعت سره په جنګ دے اَؤ ما دَ ګُناه په هغه شريعت کښے قيدوى چه زما په اَندامُونو کښے دے. ٢٤ هائے زَۀ څومره غم زپلے سړے يم! نو هغه څوک دے چه ما به دَ مرګ دَ وجُود نه راخلاص کړى؟ ٢٥ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے شُکر دے! غرض دا چه زَۀ په باطن کښے دَ خُدائے دَ شريعت خدمت کوم خو په اِنسانى فطرت کښے دَ ګُناه دَ شريعت خدمت کوم.

رُوميانو 8

رُوحانى ژوندُون

١ لنډه دا چه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى،دَ هغوئ مُجرم کيدل نِشته. ٢ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ ژوند ورکُوونکى دَ رُوح شريعت زَۀ دَ ګُناه اَؤ دَ مرګ له شريعت نه آزاد کړلم. ٣ اَؤ هغه څۀ چه شريعت نۀ شو پُوره کولے ځکه چه اِنسانى فطرت کمزورے وُو،نو خُدائے داسے وکړل چه خپل زوئے ئے په ګُناه ګار اِنسانى وجُود کښے راواستولو اَؤ دَ ګُناه کِفاره ئے کړو اَؤ دغسے هغۀ ګُناه په اِنسانى فطرت کښے مُجرمه کړه، ٤ دَ دے دَ پاره چه دَ شريعت هغه حُکم په مُونږ کښے پُوره شى چه دَ رُوح په مُطابق ژوندُون تيروو،نۀ چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق. ٥ هغه څوک چه اِنسانى دى نو دَ اِنسانى فطرت په مُطابق اوسى اَؤ څوک چه رُوحانى دى نو هغوئ دَ رُوح په مُطابق اوسى. ٦ په انِسانى فطرت کښے دَ اوسيدلو اَنجام مرګ دے اَؤ په رُوح کښے دَ اوسيدلو اَنجام ژوندُون اَؤ سلامتى ده. ٧ ځکه چه اِنسانى فطرت لرُونکے دَ خُدائے سره دُښمنى کوى اَؤ دا دَ خُدائے دَ شريعت تابعدارى نۀ ده اَؤ نۀ کيدے شى. ٨ هغه څوک چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق اوسى،هغوئ هيڅ کله هم خُدائے رضا کولے نۀ شى. ٩ تاسو دَ اِنسانى فطرت په مُطابق نۀ يئ خو دَ رُوح په مُطابق يئ،که دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى. اَؤ که څوک دَ مسيح رُوح نۀ لرى نو هم دَ هغۀ نۀ دے. ١٠ خو که چرے مسيح په تاسو کښے اوسى نو دَ هغۀ رُوح ستاسو دَ پاره ژوندُون دے،ځکه چه خُدائے دَ خپل ځان سره تاسو صادِق کړلئ سره دَ دے چه وجُود مو دَ ګُناه په وجه مړ دے. ١١ که چرے دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى نو بيا خُدائے چا چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کړے دے،به ستاسو دے فانى وجُودونو ته هم نوے ژوند ورکړى،دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله چه په تاسو کښے اوسى. ١٢ اَئے زما ورُوڼو! دَ دے مطلب چه مُونږ مجبُور خو يُو،خو داسے نه چه دَ اِنسانى فطرت په مُطابق ژوندُون تير کړو. ١٣ که چرے تاسو دغسے ژوند تير کړئ نو خود به مرئ،خو که چرے دَ رُوح په وسيله تاسو دَ وجُود ټول اِنسانى خواهشات مړۀ کړئ نو بيا به تاسو ژوندى پاتے شئ. ١٤ ځکه چه هر څوک چه دَ خُدائے د رُوح په هدايت چليږى،هغه دَ خُدائے بچى دى. ١٥ اَؤ کوم رُوح چه تاسو مُوندے دے،هغه دَ غُلامئ هغه رُوح نۀ دے چه تاسو بيا ويره وى،خو هغه رُوح دے کُوم چه مُونږ بچى جوړوى اَؤ مُونږ دَ دے قابل کوى چه مُونږ ووايو.”آبا!“ يعنے،”اَئے پلاره!“ ١٦ په دے وئيلو سره دَ خُدائے رُوح زمُونږ دَ رُوح سره هم دا وائى دَ دے ګواهئ دَ پاره چه مُونږ دَ خُدائے بچى يُو، ١٧ اَؤ چه بچى يُو نو وارثان هم يُو. مُونږ دَ خُدائے وارثان اَؤ دَ مسيح په ميراث کښے شريک يُو،که داسے وى چه مُونږ دَ هغۀ دَ تکليفُونو په زغملو کښے شامل يُو نو دَ هغۀ په جلال کښے به هم شامل شُو.

راتلُونکے جلال

١٨ زما په خيال کښے دَ دے وخت دا تکليفُونه چه مُونږ ئے زغمُو دَ هغه جلال سره هيڅ مُطابقت نۀ لرى کُوم چه په مُونږ باندے ظاهريدُونکے دے. ١٩ دا پيدا کړے مخلُوقات ډير په بے صبرئ سره دَ خُدائے دَ بچو دَ ظهُور منتظر دى. ٢٠ ځکه چه مخلُوقات دَ فنا تابع کړے شول،نۀ دَ هغوئ په رضا بلکه دَ خُدائے په رضا،خو دا ئے اُميد وُو ٢١ چه مخلُوقات به يوه ورځ دَ فنا کيدو نه آزاد شى اَؤ دَ خُدائے دَ بچو دَ جلال په آزادئ کښے به شامل شى. ٢٢ تر دے پُورے مُونږ ته دا معلُومه ده چه ټول مخلُوقات تر اوسه هر چرته ناقلاره دى، داسے لکه چه دَ ماشُوم دَ زيږيدو دَ وخت دړدُونه وى. ٢٣ يواځے مخلُوقات نه بلکه مُونږ هم،چا ته چه رُوح دَ وړومبئ ميوے په څير ورکړے شوے دے چه په خپل باطن کښے ناقلاره يُو اَؤ مُونږ په دے اِنتظار کښے يُو چه خُدائے مُونږ په خپل زوئے والى کښے واخلى اَؤ زمُونږ ټول وجُود آزاد کړى. ٢٤ ځکه دَ دے اُميد په وسيله مُونږ خلاصُون ومُوندو،خو که مُونږ دَ هغه څيز اُميد کوُو چه مُونږ ئے وينو نو هغه رښتينے اُميد نۀ دے. څوک دَ هغه څيز اُميد کوى چه وينى ئے؟ ٢٥ خو که چرے مُونږ دَ هغه څيز په اُميد يُو چه لا ئے نۀ وينو نو بيا به په صبر سره دَ هغۀ اِنتظار کُوو. ٢٦ رُوحُ القُدس هم په دے شان زمُونږ په کمزورتياؤ کښے مدد کوى. مُونږ ته دا هم نۀ ده معلُومه چه دُعا څنګه کول په کار دى خو رُوحُ القُدس په اسويلو زمُونږ شفاعت کوى چه په لفظُونو کښے نۀ شى بيان کيدلے. ٢٧ اَؤ خُدائے څوک چه زمُونږ دَ زړُونو ليدُونکے دے،هغۀ ته دا معلُومه ده چه دَ دے رُوحُ القُدس خيال څۀ دے ځکه چه هغه دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق شفاعت کوى. ٢٨ اَؤ لکه چه مُونږ ته معلُومه ده چه خُدائے په هر څيز کښے دَ هغوئ دَ پاره ښۀ پيدا کوى څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى اَؤ دَ هغۀ دَ مرضئ په مُطابق رابللے شوى دى. ٢٩ ځکه چه خُدائے خپل خلق دَ هغه وخت راسے پيژندل چه دوئ لا نۀ وُو اَؤ بيا ئے حُکم وکړو چه دوئ دِ دَ هغۀ دَ زوى دَ صُورت په شان شى،دَ دے دَ پاره چه هغه په دے ټولو ورُوڼو کښے مشر ورور وګرزى. ٣٠ اَؤ هم دا دَ مخکښے نه مُقرر کړى شوى هم وُو اَؤ هغه څوک چه هغۀ رابللى دى،هغه ئے صادِقان کړى هم دى،اَؤ هغه څوک چه دَۀ صادِقان کړى دى،هغوئ ته ئے خپل جلال هم وربخښلے دے.

دَ خُدائے مينه

٣١ نو اوس مُونږ دَ دے خبرو په حق کښے څۀ وئيلے شُو؟ که خُدائے زمُونږ په طرف دے نو بيا زمُونږ مُخالف څوک کيدے شى؟ ٣٢ هغۀ خو خپل زوئے هم پرے نۀ ښودو اَؤ زمُونږ ټولو دَ پاره ئے قربان کړو،نو دَ دے بخښنے سره به نور ټول څيزُونه رانۀ کړى څۀ؟ ٣٣ څوک دَ خُدائے په غوره کسانو باندے اِلزام لګولے شى؟ چه خُدائے په خپله دوئ صادِقوى، ٣٤ نو بيا څوک دوئ مجرمان کولے شى؟ دا مسيح دے چه مړ شو اَؤ دَ دے نه لا سيوا دا چه دَ مړو نه بيا ژوندے کړے شو چه دَ خُدائے په ښى لاس ناست دے اَؤ بے شکه چه زمُونږ شفاعت کوى. ٣٥ نو بيا هغه کُوم څيز دے چه مُونږ به دَ مسيح دَ مينے نه جُدا کړى؟ آيا سختے يا مُصيبتُونه داسے کولے شى؟ آيا ظُلم،زياتے،لوږه،بربنډتوب،خطرے يا تُوره داسے کولے شى؟ ٣٦ لکه چه په صحيفو کښے راغلى دى چه: «مُونږ ټوله ورځ دَ مرګ سره ستا په خاطر مخامخ کيږُو، اَؤ مُونږ سره دَ حلاليدُونکو ګډو په شان سلوک کيږى.» ٣٧ خو بيا هم دَ دے هر څۀ سره ښکاره کامله فتح بيا مُومُو دَ هغه چا په وسيله څوک چه مُونږ سره مينه کوى! ٣٨ ځکه چه زما دا باور دے چه دَ خُدائے دَ مينے نه چه مُونږ ئے په خپل مالِک عيسىٰ مسيح کښے لرو،نۀ مرګ اَؤ نۀ ژوندُون،نۀ فرښتے،نۀ نور آسمانى حاکمان،نۀ قُوتُونه، ٣٩ نۀ اوسنى اَؤ نۀ راتلُونکى څيزُونه،نۀ پاسنئ دُنيا اَؤ نۀ لاندينئ دُنيا اَؤ نۀ په څۀ مخلُوقات کښے داسے هيڅ څيز نِشته چه مُونږ جُدا کولے شى.

رُوميانو 9

خُدائے دَ بنى اِسرائيلو غوره کول

١ رښتيا وايم ځکه چه زَۀ په مسيح پورے تعلق لرم،دروغ نۀ وايم،اَؤ زما خپل ضمير دَ رُوحُ القُدس په وسيله زما ګواه دے ٢ چه زما دَ قومى خپلوانو دَ خاطره زما په زړۀ کښے ډير غم اَؤ نۀ ختميدوُنکے دړد دے. ٣ ځکه چه زما خوښه ده چه زَۀ دِ دَ خپلو ورُوڼو دَ خاطره چه زما قومى خپلوان دى،لعنتى شم اَؤ دَ دوئ دَ پاره دِ زَۀ دَ مسيح نه جُدا شم. ٤ هغوئ اِسرائيليان دى اَؤ هغوئ دَ خُدائے بچى بللے شوى دى اَؤ دَ جلال حقدار اَؤ دَ وعدے،اَؤ شريعت اَؤ عبادت اَؤ لوظُونه ټول دَ هغوئ دى. ٥ دَ قوم بزرګان دَ هغوئ دى اَؤ دَ هغوئ نه په اِنسانى طور مسيح هم پيدا دے چه خُدائے دے اَؤ له ټولو نه اُوچت دے اَؤ تل تر تله دَ ثنا لائق دے،آمين. ٦ دا نامُمکنه ده چه دَ خُدائے کلام غلط ثابت شوے وى ځکه چه دَ يعقُوب ټول اَؤلاد غوره اِسرائيليان نۀ دى. ٧ اَؤ نۀ دَ اِبراهيم ټول اَؤلاد دَ خُدائے بچى دى،خو لکه چه صحيفے وائى چه: «دَ اِسحاق په نسل کښے به ستا اَؤلاد پيدا کيږى.» ٨ مطلب دا چه هغوئ چه دَ جِسم په مُطابق وزيږيدل،هغوئ دَ خُدائے زامن نۀ دى بلکه دَ خُدائے دَ وعدے په مُطابق زيږدلى دَ اِبراهيم اَؤلاد بللے شى. ٩ ځکه چه وعده داسے وه چه «په مُقرر وخت به زَۀ راځم اَؤ ساره به يو زوئے راؤړى.» ١٠ خو خبره تر دے نۀ ده،ځکه چه دَ رِبقه دَ دوؤ زامنو يو پلار وُو،يعنے زمُونږ نيکۀ اِسحاق ١١ نو ربقے ته دَ هغوئ دَ زيږيدو نه آګاهو ووئيلے شول چه په هغه وخت کښے چه هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى،خو بيا هم دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے هغه ټاکلے مقصد تر سره شى کُوم چه دَ عمل په وسيله نۀ دے بلکه دَ خُدائے په بلنه، ١٢ نو هغے ته وئيلى شوى وُو چه : «مشر به دَ کشر خادم وى.» ١٣ اَؤ دا په صحيفو کښے ليکلى دى چه: «يعقُوب سره مے مينه وکړله اَؤ عيساؤ سره کينه.» ١٤ نو په دے باب کښے مُونږ څۀ ووايُو؟ آيا خُدائے بے اِنصافه دے څۀ؟ هيڅ کله نه. ١٥ لکه چه هغۀ مُوسىٰ ته ووئيل چه: «په چا چه زَۀ رحم کوم،په هغه به ئے کوم اَؤ په چا چه زَۀ ترس کوم،په هغه به ئے کوم.» ١٦ نو دا به بيا په خوښوُونکى يا کوُونکى پورے نۀ ده بلکه دَ خُدائے په رحم باندے ده. ١٧ لکه چه صحيفے فرعون ته وائى چه:«ما تۀ دَ دے مقصد دَ پاره پيدا کړے ئے چه په تا خپل قُدرت ښکاره کړم اَؤ چه زما نُوم په توله دُنيا کښے ښکاره شى.» ١٨ دغه شان هغه دَ خپلے رضا په مُطابق په چا رحم کوى اَؤ بعضے سختوى هم.

دَ خُدائے غضب اَؤ رحم

١٩ نو تۀ به ما ته وايئے چه بيا خُدائے سړے ولے ملامتوى ځکه چه دَ هغۀ دَ مرضئ مُخالفت څوک کولے شى؟ ٢٠ اَئے صاحبه! تۀ څوک يئے چه خُدائے ته به واپس جواب ورکوے؟«آيا يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چه تا زَۀ په دے رنګ ولے ساز کړلم؟» ٢١ بے شکه کُلال چه دَ خټے سره څۀ کول غواړى،هغه کولے شى. آيا هغه دَ مرضئ خاوند نۀ دے چه دَ دغه خاؤرے نه دوه لوښى جوړ کړى،يو دَ خاص اِستعمال دَ پاره اَؤ بل دَ عام اِستعمال دَ پاره؟ ٢٢ خو څۀ خبره ده،که دَ خُدائے مرضى وه چه خپل غضب وښئى اَؤ خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه ئے دَ غضب هغه لوښو سره ډير صبر وکړو چه دَ ورک کيدو دَ پاره تيار شوى وُو، ٢٣ له پاره دَ دے چه دَ خپلے لويئ دولت دَ رحم په لوښو څرګند کړى کُوم ئے چه اول دَ لويئ دَ پاره ساز کړى وُو. ٢٤ هغه مُونږ يُو چه هغۀ نۀ يواځے دَ يهُوديانو نه خو هم ئے دَ غير يهُوديانو نه رابللى يُو. ٢٥ لکه چه ئے دَ هوشع په کتاب کښے ليکلى دى چه: «څوک چه زما اُمت نۀ وُو،هغوئ ته به خپل اُمت ووايم، اَؤ کُوم قام چه محبُوب نۀ وُو،هغۀ ته به خپل محبُوب ووايم. ٢٦ ځکه چه په کُوم ځائے کښے چه هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چه تاسو زما اُمت نۀ يئ، هغوئ ته به دَ رب الحئ زامن ووئيلے شى.» ٢٧ خويشعياه دا خبره دَ بنى اِسرائيلو په حق کښے په چغو وائى چه: «سره دَ دے چه بنى اِسرائيل به دَ سمندر دَ شګو په شان بے شميره وى،خو لږ به ئے خلاصُون ومُومى، ٢٨ ځکه چه دَ رب په مزکه عدالت به لنډ اَؤ آخرى وى.» ٢٩ لکه چه يشعياه وړاندے هم وئيلى وُو چه: «که رب العاسکر مُونږ ته زمُونږ دَ نسل نه څۀ باقى نۀ وے پريښے نو مُونږ به دَ صدُوم دَ ښار په شان شوى وُو اَؤ دَ عُموره دَ ښار په حساب به راغلى وُو.»

اِسرائيل اَؤ زيرے

٣٠ نو بيا مُونږ څۀ ووايُو؟ چه غير يهُودى قومُونه چه دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش ئے ونۀ کړو خو هغۀ هغوئ دَ ايمان په وسيله صادِق کړل. ٣١ خو بل پلو چه بنى اِسرائيلو چه دَ شريعت په وسيله دَ خُدائے سره دَ صادِق کيدلو کوشِش وکړو نو هغوئ کامياب نۀ شول. ٣٢ داسے ولے وشول؟ دَ دے وجه دا وه چه دَ هغوئ کوشِش دَ ايمان په وسيله نۀ وُو بلکه په عمل وُو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړلو. ٣٣ لکه چه صحيفے وائى چه: «ګورئ،زَۀ دلته په صيُون کښے دَ تيندک يو کاڼے اَؤ دَ غورزولو دَ پاره يو ګټ ږدم، خو څوک چه په هغۀ ايمان لرى،هغه به شرمولے نۀ شى.»

رُوميانو 10

١ ورُوڼو! زما دَ زړۀ خوښه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا ده چه زما خپل خلق خلاصُون ومُومى. ٢ دَ خُدائے په حقله دَ هغوئ دَ جوش ګواهى کوم خو هغه يو غلط جوش دے. ٣ ځکه چه هغوئ نۀ پيژنى چه خُدائے څنګه بنى آدم صادِقوى خو هغوئ په خپلو عملُونو سره دَ صادِق کيدلو کوشِش کوى،ځکه خو هغوئ دَ خُدائے دَ صداقت تابعدار شوى نۀ دى. ٤ په مسيح دَ شريعت هدف انجام ته رسيدلے دے،دَ دے دَ پاره چه هر څوک چه پرے ايمان راؤړى،دَ خُدائے سره به صادِق وى.

دَ هر چا دَ پاره خلاصُون

٥ دَ شرعى صداقت په باب کښے مُوسىٰ ليکلى دى چه : « هر څوک چه دَ شريعت په مُطابق داسے کوى نو هغه به په دے ژوندُون بيا مُومى.» ٦ خو کُوم صداقت چه په ايمان راځى صحيفه وائى چه: «ځان ته داسے مه وايه چه څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟» دَ دے دَ پاره چه مسيح لاندے راولى. ٧ «اَؤ څوک لاندے تحت الثرىٰ ته تلے شى؟» چه مسيح دَ مړو نه راپاڅوى. ٨ خو هغه څۀ وائى؟ «کلام درسره نزدے دے، دا ستا په شُونډو اَؤ ستا په زړۀ کښے دے.» دا دَ ايمان کلام دے چه مُونږ ئے بيانوُو. ٩ ځکه که ستا په خُلۀ دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دے اَؤ په زړۀ کښے دِ دا ايمان وى چه خُدائے هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومے. ١٠ ولے چه مُونږ په زړۀ سره ايمان راؤړو اَؤ خُدائے مُونږ صادِقوى،اَؤ په خُلۀ دا اِقرار کوُو نو خلاصُون به بيا مُومُو. ١١ صحيفه وائى چه: «هر څوک چه په هغۀ ايمان لرى،هغه به شرمولے نۀ شى.» ١٢ نو دلته په يهُودى اَؤ په غير يهُودى کښے هيڅ فرق نِشته ځکه چه هم دغه يو خُدائے دَ ټولو مالِک دے اَؤ دَ هر چا دَ پاره چه هغۀ ته زارى کوى،غنى دے. ١٣ لکه چه صحيفے وائى چه: «هر هغه څوک چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى،هغه به خلاصُون بيا مُومى.» ١٤ نو په چا چه هغوئ ايمان نۀ لرى نو هغۀ ته به زارى څنګه وکړى؟ اَؤ دَ چا په باب کښے ئے چه څۀ آؤريدلى نۀ وى،په هغۀ به ايمان څنګه راؤړے شى؟ اَؤ څوک چه ورته وعظ ونۀ کړى نو څنګه به آؤرى؟ ١٥ اَؤ تر څو چه دَ دے کار دَ پاره ونۀ ليږلے شى نو هغه به وعظ څنګه وکړى؟ دا هغه څۀ دى چه صحيفے وائى چه: «دَ زيرى راوړُونکو قدمُونه څنګه ښکلى دى!» ١٦ خو ټول دَ زيرى فرمانبردار نۀ شول لکه چه يشعياه وائى چه: «اَئے ربه! چا زمُونږ په زيرى يقين وکړو؟» ١٧ اَؤ ايمان دَ زيرى په آؤريدو پيدا کيږى اَؤ آؤريدل دَ مسيح په باب کښے دَ زيرى ورکولو نه. ١٨ خو زَۀ تپوس کوم چه آيا دا دوئ چرے هم آؤريدلى نۀ وُو؟ بے شکه چه آؤريدلى ئے وُو،څنګه چه ليکلى دى: «دَ هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښے آؤريدلے شوے وُو، اَؤ دَ هغوئ کلام دَ دُنيا ټولو استوګنو حدُونو پورے رسيدلے وُو.» ١٩ خو زَۀ بيا تپوس کوم چه آيا بنى اِسرائيلو دا نۀ پيژندو؟ اول خو مُوسىٰ دا وائى چه «دَ داسے خلقو په وسيله چه قوم ورته نۀ شى وئيلے زَۀ به ستاسو غيرت راوپاروم، اَؤ دَ کم عقل قوم په وسيله به مو قهر راولړزوم.» ٢٠ خو يشعياه په نوره زړۀ ورتيا بيان کوى،هغه وائى چه: «زَۀ هغه چا ومُوندلم چا چه زما لټُون نۀ کولو، اَؤ زَۀ هغه چا ته ښکاره څرګند کړے شوم چا چه زما په باب کښے پوښتنه نۀ کوله.» ٢١ خو دَ بنى اِسرائيلو په حقله هغه وائى چه: «ټوله ورځ مے هغه خلقو ته لاسُونه اُوږدۀ کړل چه نافرمانه دى اَؤ چه مُخالفے خبرے کوى.»

رُوميانو 11

دَ اِسرائيل بقيه

١ نو بيا زَۀ تپوس کوم چه آيا خُدائے خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه! ولے چه زَۀ هم بنى اِسرائيل يم دَ اِبراهيم دَ نسل نه يم اَؤ دَ بنيامين له خيل نه. ٢ خُدائے خپل اُمت نۀ دے رد کړے چه پخوا ئے غوره کړے وُو. تاسو خبر نۀ يئ چه صحيفے دَ اِلياس په حقله څۀ وائى؟ چه اِلياس څنګه دَ خُدائے سره دَ بنى اِسرائيلو په خلاف بحث کوى چه: ٣ «مالِکه! هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، ستا قُربانګاه ئے نړولے ده،اَؤ زَۀ يواځے پاتے شوے يم اَؤ هغوئ زما په ژوندُون پسے دى.» ٤ خو خُدائے هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ «ما ځان ته اُووۀ زره سړى ساتلى دى چه دروغجن خُدائے بعل ته په سجده شوى نۀ دى.» ٥ هم دغه شان په موجُوده وخت کښے يو بقايا ټولئے پاتے شوے دے چه دَ خُدائے په فضل غوره کړے شوے دے. ٦ که چرے دا په فضل وى نو بيا دَ دے بُنياد په کړى عمل نۀ دے،اَؤ که نه،نو فضل بيا فضل پاتے نۀ شو. ٧ نو بيا څۀ؟ اِسرائيلو چه څۀ لټول،هغه ئے ونۀ مُوندل بلکه څو غوره کړو ومُوندل،نور دَ خُدائے بلنے ته کاڼۀ شول. ٨ هم دغه شان ليکلى شوى دى چه: «خُدائے ورله دَ پرکالئ رُوح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځے پورے داسے سترګے چه ليدلے نۀ شى اَؤ غوږُونه چه آؤريدلے نۀ شى،ورکړل.» ٩ اَؤ په دے رنګ داؤد وائى چه: «دَ هغوئ دسترخوان دِ جال اَؤ دام شى چه هغوئ په خپله په کښے راګير شى. ١٠ دَ هغوئ په سترګو دِ داسے تيارے راشى چه ليدے نۀ شى، دَ هغوئ شا هر وخت ټيټه ساته.» ١١ خو اوس زَۀ تپوس کوم،کله چه هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ دَ تل دَ پاره پريوتل څۀ؟ نه،بيخى نه! بلکه دَ هغوئ دَ تيندک خوړلو په سبب غير يهُوديانو خلاصُون ومُوندو،نو په دے سبب يهُوديانو له هغوئ سره حسد وکړو. ١٢ خبره داسے ده، که دَ يهُوديانو قصُور دَ دُنيا دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه اَؤ دَ هغوئ پريوتل هم دَ غير يهُوديانو دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه نو په هغوئ کښے دَ بچ کوُونکو شمار پُوره کيدل به دَ څومره زيات برکت وسيله وى.

دَ غير يهُوديانو دَ پاره خلاصُون

١٣ خو زَۀ تاسو غير يهُوديانو ته څۀ خبرے کول غواړم. زَۀ دَ غير يهُوديانو رسُول يم اَؤ دَ خپل خدمت لوئى بيانوم، ١٤ چه دغه شان زَۀ په خپل قوم کښے غيرت پيدا کړم چه په هغوئ کښے ځنے خلاصُون ومُومى. ١٥ ځکه چه که دَ هغوئ رد کيدل دَ دُنيا پُخلا کيدل شول نو دَ هغوئ بيا قبليدل به مړو ته دَ ژوندُون نه څۀ کم نۀ وى؟ ١٦ که چرے دا اوړو اولنئ پيړه پاکه وه نو نور اوړۀ به هم پاک وى اَؤ که چرے بيخ پاک وى نو څانګے به هم پاکے وى. ١٧ خو که چرے دَ ښونۀ ځنے څانګے پريکړے شوى وى، اَؤ تۀ چه ځنګلى ښون وے، په هغه ونه کښے پيوند کړے شوے وے اَؤ دَ هغۀ په غوړو جرړو کښے شريک شوے، ١٨ نو خپل ځان دَ هغه څانګو نه ښۀ مه ګڼه. که چرے ته داسے کوے نو ياد لره چه دا تۀ نه يئے چه بيخ له وده ورکوے بلکه دا بيخ دے چه تۀ پرے پائے. ١٩ تۀ به وايئے چه”څانګے دَ دے دَ پاره پريکړے شوے چه زَۀ په کښے پيوند کړے شم.“ ٢٠ ستا خبره په ځائے ده،هغوئ په دے وجه پريکړے شوے چه ايمان ئے نۀ راؤړو اَؤ دَ ايمان دَ مخه تا خپل ځائے نيولے دے. نو فخر مه کوه بلکه ويريږه. ٢١ ځکه که چرے خُدائے اصلى څانګے پرے نۀ ښولے نو هغه به تا هم معاف نۀ کړى. ٢٢ دَ خُدائے دَ رحم اَؤ دَ غضب خيال ساته،غضب په هغه چا څوک چه پريوتى دى اَؤ مهربانى په تا که چرے تۀ دَ هغۀ په رحم کښے اوسے، ګنى تۀ به هم پريکړے شے. ٢٣ اَؤ که چرے يهُوديان دَ ايمان نه نور رُوګردانه نۀ وى نو هغوئ به بيا پيوند کړى. ٢٤ ځکه چه که چرے تۀ دَ خپل ځنګلى ښونۀ دَ ونے نه راپريکړے شوے اَؤ دَ خپل فطرت بر خلاف دَ اصلى ښونۀ سره پيوند شوے نو هغوئ به څومره په آسانه پيوند شى کُومے چه دَ ښونۀ خپلے څانګے دى.

دَ خُدائے رحم دَ ټولو دَ پاره

٢٥ زما ورُوڼو! دا ځکه چه دلته يو پټ حقيقت دے کُوم چه زَۀ غواړم چه تاسو ته ئے څرګند کړم،دَ دے دَ پاره چه تاسو ځان بے ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ،اَؤ هغه دا دے چه دَ اِسرائيل يوه برخه به تر هغے سخته وى تر څو چه غير قومُونه پُوره پُوره په دے کښے داخل شوى نۀ وى. ٢٦ اَؤ هر کله چه دا تر سره شى نو ټول اِسرائيل به دَ صحيفو دَ دے وعدے په مُطابق خلاصُون بيا مُومى چه: «خلاصوُونکے به دَ صيون نه راپورته شى. هغه به دَ يعقُوب دَ نسل نه بے دينى لرے کړى. ٢٧ اَؤ دا هغه وعده ده چه زَۀ به دَ هغوئ سره کوم. کله چه دَ هغوئ ګُناهُونه لرے کړم.» ٢٨ دَ زيرى دَ مُخالفت په وجه خو هغوئ ستاسو دَ خاطره دَ خُدائے دُښمانان دى خو دَ خُدائے دَ غوره والى په وجه هغوئ دَ خپلو نيکُونو دَ مخه په هغۀ ګران دى ٢٩ ځکه چه دَ خُدائے نعمتُونه اَؤ دَ هغۀ بلنه بدليدے نۀ شى. ٣٠ اَؤ لکه څرنګه چه مخکښے تاسو دَ خُدائے نافرمانه وئ اَؤ اوس چه دَ هغۀ رحم دَ هغوئ دَ نافرمانئ دَ کبله په تاسو شوے دے. ٣١ نو اوس چه تاسو رحم مُومئ،هغوئ نافرمانى کوى چه په هغوئ هم رحم وشى. ٣٢ ځکه خُدائے ټول بنى آدمو په نافرمانئ کښے پريښول چه په ټولو باندے رحم وکړى.

خُدائے ته ثنا

٣٣ واه! دَ خُدائے دولت،عِلم اَؤ پوهه څومره بے پايانه ده،اَؤ دَ هغۀ اِنصاف څومره دَ اِدراک نه بهر دے اَؤ دَ هغۀ لارے څومره نا آشنا دى! ٣٤ «دَ خُدائے په اِراده څوک پوهيدے شى؟ څوک دَ هغۀ صلاح کار شو؟ ٣٥ اَؤ چا هغۀ ته چرے دَ دے دَ پاره څۀ ورکړى دى چه دَ هغۀ نه هم څۀ واخلى؟» ٣٦ دا ټول څيزُونه خُدائے پيدا کړى دى اَؤ دا ټول څيزُونه دَ هغۀ په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره په وجُود کښے دى. دَ هغۀ ثنا دِ تل تر تله وى! آمين.

رُوميانو 12

په مسيح کښے نوے ژوندُون

١ دَ دے دَ پاره زما ورُوڼو! زَۀ دَ خُدائے رحمتُونه تاسو ته دريادوم اَؤ درته خواست کوم چه خپل ځانُونه هغۀ ته دَ داسے ژوندئ قُربانئ دَ پاره وړاندے کړئ چه هغۀ ته قبُوله اَؤ مُناسب وى،اَؤ ستاسو عبادت دِ دَ زړۀ اَؤ پوهے دواړو له رُويه معقُول وى ٢ خپل ځان دَ دے موجُوده دُنيا په شان مه جوړوئ،بلکه بويه چه ستاسو پوهه بيا نوے کړے شى اَؤ دَ دے په وسيله ستاسو فطرت بلکل بدل شى. بيا به هله تاسو دَ دے قابل شئ اَؤ په دے به پوهه شئ چه دَ خُدائے رضا څۀ ده اَؤ دا به وپيژنئ چه هغه ښه څۀ دے چه قبليدُونکے اَؤ کامل دے. ٣ دَ هغه فضل دَ مخه کُوم چه ما ته راکړے شوے دے،زَۀ په تاسو کښے هر چا ته دا وايم چه څرنګه چه ځان ګڼل په کار دى،دَ هغے نه زيات څوک ونۀ ګڼئ بلکه دا چه څرنګ چه خُدائے هر چا ته دَ يوے اندازے په مُطابق ايمان ورکړے دے،هغه دِ هم خپل ځان هغومره وګڼى. ٤ لکه څرنګ چه زمُونږ په وجُود کښے ډير اَندامُونه دىاو دَ ټولو اَندامُونوکار يو شانه نۀ دے، ٥ دغه شان مُونږ هم ډير يُو اَؤ په خپلو کښے دَ يو بل اَندامُونه يُو اَؤ په مسيح کښے لکه يو وجُود شوى يُو. ٦ اَؤ دَ هغه رحم په مُطابق چه په مُونږ شوے دے،مُونږ ته قِسماقِسم نعمتُونه حاصل دى،ځکه چه چا ته چه دَ خُدائے دَ کلام آورولو نعمت ورکړے شوے وى نو هغه دِ دَ خپل ايمان په اندازه کلام آؤروى. ٧ که چرے خدمت ورکړے شوے وى نو په خدمت کښے دِ لګيا وى،که اُستاذ وى نو په تعليم کښے دِ مشغُول وى، ٨ اَؤ که ناصح وى نو نصيحت دِ کوى،خيرات تقسيم کوُونکے دِ سخاوت کوى اَؤ رهنما دِ پُوره په سرګرمئ رهنمائى کوى،رحم کُوونکے دِ ښۀ په خوشحالئ رحم کوى.

دَ مسيح دَ ژوندُون اصُول

٩ مينه دِ بے ريا وى. دَ بدئ نه نفرت کوئ اَؤ دَ نيکئ سره ځان ونغاړئ. ١٠ اَؤ لکه دَ ورُوڼو دَ يو بل سره محبت کوئ اَؤ دَ عزت له رُويه يو بل ته ښۀ ګورئ. ١١ په کار کښے سُستى مه کوئ،رُوحانى جوش ژوندے ساتئ اَؤ دَ خُدائے خدمت کوئ. ١٢ په اُميد کښے خوشحاله،په مُصيبت کښے صابر اَؤ په دُعا کښے مشغُول اوسئ. ١٣ دَ پاکانو په حاجتُونو کښے مدد کوئ اَؤ دَ مُسافرانو خيال ساتئ. ١٤ چه تاسو تنګوى دَ هغوئ خير غواړئ،برکت ئے غواړئ،بد ورته مه وايئ. ١٥ دَ خوشحالو سره خوشحالى کوئ،دَ ژړيدُونکو سره ژړا کوئ. ١٦ پخپلو کښے په يو زړۀ اوسئ،لوئے لوئے خيالُونه مه زغلوئ اَؤ دَ خوارانو خيال ساتئ اَؤ خپل ځان هوښيار مه بولئ. ١٧ دَ بدئ په بدله کښے دَ چا سره بدى مه کوئ. کُومے خبرے چه دَ هر چا په نظر کښے ښے دى،هم هغه کوئ. ١٨ تر څو چه درنه کيدے شى نو دَ خپلے خوا نه دَ هر چا سره صُلح ساتئ. ١٩ اَئے زما غزيزانو! خپل بدل مه آخلئ بلکه خُدائے ته موقع ورکړئ،ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه: «خدائے فرمائى چه بدل اخستل زما کار دے،بدل به زۀ اخلم.» ۲۰ تر دِے چه: «که دُښمن دِ وږے وى نو هغۀ له هم ډوډئ ورکړه اَؤ که تږے وى نو اوبۀ ورله ورکړه،ځکه چه ستا په داسے کولو به اور پرے بل شى.» ٢١ دَ بدئ نه معلُوب کيږه مه بلکه دَ نيکئ په وسيله په بدئ غالب شه.

رُوميانو 13

دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدارى

١ هر څوک دِ دَ اِختيار دَ خاوندانو تابعدار وى،ځکه چه داسے دَ اِختيار خاوند نِشته کُوم چه دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وى اَؤ کُوم اِختيار لرُونکى چه موجُود دى،هغه دَ خُدائے دَ طرفه دى. ٢ نو هر څوک چه دَ اِختيار دَ خاوند سره مُقابله کوى،هغه دَ خُدائے دَ اِنتظام مُخالفت کوى اَؤ څوک چه مُخالف وى،هغه به سزا مُومى. ٣ ځکه چه نيکو خلقو ته دَ حاکمانو نه هيڅ خطره نۀ وى خو بدکارو ته ضرور وى. نو که تۀ چرے دَ حاکِم په وړاندے زړۀ ور اوسيدل غواړے نو نيکى کوه اَؤ هغه به ستا صفت کوى ٤ ځکه چه هغه ستا دَ ښيګړے دَ پاره دَ خُدائے خادم دے،خو که چرے تۀ بدى کوے نو ويريږه ځکه چه هغۀ په لاس کښے تُوره بے فائدے نۀ ده آخستے. هغه دَ خُدائے خادم دے اَؤ دَ هغۀ دَ غضب مُوافق بدکارو له سزا ورکوى. ٥ نو ځکه تابعدار اوسه،دا نۀ يواځے دَ غضب دَ ويرے له کبله لازمه ده بلکه په دے هم چه زړۀ هم دا ګواهى ورکوى. ٦ تۀ دَ دے دَ پاره ټيکس هم ورکوے چه دا ګڼے چه هغوئ دَ خُدائے خادمان دى اَؤ په دے خاص کار کښے هميشه مشغُول دى. ٧ دَ ټولو حق پُوره کوه،چا ته چه ټيکس ورکول وى هغوئ ته ټيکس ورکوه،څوک چه دَ محصُول حقدار دى هغوئ ته محصُول ورکوه،دَ چا چه ادب کول په کار دى، دَ هغوئ اَدب کوه،دَ چا چه عزت کول په کار دى،دَ هغوئ عزت کوه.

دَ ورورولئ مُحبت

٨ په خپلو کښے دَ مُحبت نه بغير په بل هيڅ څيز کښے هم دَ چا پور په ځان مه ساتئ ځکه چه څوک چه دَ بل سره مُحبت کوى،هغۀ په شريعت پُوره عمل وکړو. ٩ ځکه چه دا حُکمُونه چه«زِنا مه کوئ،خُون مه کوئ،غلا مه کوئ،حرص مه کوئ» اَؤ دَ دے نه علاوه نور چه څۀ حُکمُونه دى، دَ هغے ټولو خُلاصه په دے کښے ده چه: «دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه مُحبت کوئ.» ١٠ مُحبت دَ خپل ګاونډى سره بد نۀ کوى،په دے سبب مُحبت کول دَ شريعت پُوره کول دى.

دَ عيسىٰ مسيح راتلل

١١ اَؤ دَ وخت تقاضا پيژنئ ځکه چه اوس هغه وخت راغلے دے چه تاسو دَ خوبه بيدار شئ،ولے څۀ وخت چه مُونږ ايمان راؤړے وُو،دَ هغے په نسبت اوس زمُونږ خلاصُون نزدے دے. ١٢ شپه ډيره تيره شوه،ورځ په راختو ده،نو بايد چه مُونږ دَ تيارے دَ کارُونو نه لاس واخلُو اَؤ دَ رڼا په کارُونو پسے ملا وتړُو، ١٣ اَؤ چه دَ ورځے دَ رڼا په مُطابق ژوندُون تير کړُو،نۀ چه په ګډا اَؤ نشه بازئ،نۀ په مستئ،نۀ په زِناکارئ اَؤ نۀ په شهوت پرستى،نۀ په جګړے اَؤ حسد، ١٤ بلکه په مالِک عيسىٰ مسيح ځان پټ کړئ اَؤ دَ وجُود دَ خواهشاتو دَ پاره تدبيرُونه مه کوئ.

رُوميانو 14

په بل ورور اِلزام مه لګوه

١ دَ کمزورى ايمان خاوندان دَ ځان سره شامل کړئ خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو ورسره دَ هغۀ دَ خيالاتو بحث کوئ. ٢ دَ يو خو دا عقيده ده چه دَ هر څيز خوړل روا دى اَؤ کمزورے ايمان لرُونکى تشه سبزى خورى. ٣ دَ هر قِسم خوړُونکے دِ هغه چا ته سپک ونۀ ګورى څوک چه نۀ خورى،اَؤ څوک چه نۀ خورى هغه دِ په خوړُونکى اِلزام ونۀ لګوى ځکه چه خُدائے هغه قبوُل کړے دے. ٤ تۀ څوک يئے چه دَ بل چا په نوکر اِلزام لګوے؟ دَ هغۀ قائم پاتے کيدل يا پريوتل دَ هغۀ دَ مالِک سره تعلق لرى،بلکه هغه به قائم کړے شى ځکه چه خُدائے دَ هغۀ په قائم کولو قادر دے. ٥ څوک خو داسے دے چه يوه ورځ په نورو ورځو افضله ګڼى اَؤ څوک ټولے ورځے يو برابر،خو هر سړے دے په خپل زړۀ کښے پخه عقيده لرى. ٦ څوک چه يوه ورځ منى،هغه هم دَ خُدائے شُکر کوى اَؤ هغه چه هر څۀ خورى،هغه ئے دَ خُدائے دَ پاره خورى ځکه چه هغه دَ خُدائے شُکر کوى. اَؤ څوک چه څۀ نۀ خورى هغه ئے هم دَ خُدائے دَ پاره نۀ خورى اَؤ دَ خُدائے شُکر کوى. ٧ ځکه چه په مُونږ کښے نۀ خو څوک دَ خپل ځان دَ پاره ژوندے دے اَؤ نۀ دَ ځان دَ پاره مړ کيږى. ٨ که چرے مُونږ ژوندى يُو،هم دَ مالِک دَ پاره ژوندى يُو اَؤ که مرُو نو هم دَ مالِک دَ پاره مرُو،نو که مُونږ ژوندى يُو اَؤ که مرُو خو دَ مالِک يُو. ٩ ځکه چه مسيح دَ هم دے دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو،چه هغه دِ دَ مړو اَؤ ژوندو دواړو مالِک وى ١٠ خو تۀ ولے په بل عيسائى ورور اِلزام لګوے؟ اَؤ تۀ ولے بل عيسائى ورور ته سپک ګورے؟ مُونږ خو به ټول دَ خُدائے دَ عدالت دَ تخت په وړاندے ودريږُو. ١١ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه: «مالِک وائى چه باور وکړئ چه هر يو به زما په مخکښے په سجده شى، اَؤ هره ژبه به اِقرار وکړى چه زَۀ خُدائے يم.» ١٢ ځکه چه له مُونږ نه هر يو به خُدائے ته حساب ورکوى.

بل ورور له تيندک مه ورکوه

١٣ نو په کار دى چه آينده دَ پاره مُونږ دِ په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. اَؤ تاسو دا اِراده وکړئ چه هيڅوک به دَ ورور په وړاندے هغه څيز نۀ ږدى کُوم چه دَ هغۀ دَ تيندک خوړلو يا راغورزيدو سبب کيږى. ١٤ ما ته معلُومه ده اَؤ په مالِک عيسىٰ زما ايمان دے چه هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے،خو چه څوک ئے حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے. ١٥ که چرے ستا ورور ته ستا دَ خوراک نه تکليف رسى نو بيا تۀ دَ محبت په لاره تلل نۀ کوے. دَ کُوم سړى دَ پاره چه مسيح مړ شو،تۀ هغه په خپل خوراک مه خرابوه! ١٦ چا ته موقعه مه ورکوه چه هغه څيز چه ستا دَ پاره ښۀ دے،ورته بد ووائى. ١٧ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهى په خوراک څښاک نۀ ده بلکه په صداقت،په صُلح اَؤ په هغه خوشحالئ ده چه دَ رُوحُ القُدس دَ طرفه وى. ١٨ اَؤ څوک چه په دے شان دَ مسيح خدمت کوى،هغه دَ خُدائے نازولے اَؤ په خلقو کښے مقبُول دے. ١٩ نو بيا دِ مُونږ دَ هغو خبرو طالبان شُو په کُومو چه صُلح اَؤ تړُون ترقى مُومى. ٢٠ دَ خوراک دَ پاره دَ خُدائے کار مه ورانوئ. هر څيز پاک خو دے،خو دَ هغه سړى دَ پاره ښۀ نۀ دے چه په خوړلو ئے تيندک خورى. ٢١ که ستا دَ غوښے په خوړلو اَؤ دَ شرابو په څښلو اَؤ څۀ داسے بل څۀ کار نه،ستا ورور تيندک خورى نو دا ښه ده چه تۀ دَ دے څيزُونو نه ځان وساتے. ٢٢ په داسے څيزُونو کښے څۀ چه ستا عقيده وى،هغه دَ خُدائے اَؤ په خپل مينځ کښے وساته.بختور دے هغه څوک چه دَ هغه څيز په وجه کُوم چه هغه روا ګڼى خپل ځان مُجرم کوى نه! ٢٣ خو څوک چه په کُوم څيز کښے شک لرى،که چرے هغه وخورى نو هغه پرے مُجرم کيږى،ځکه چه که هغه دا عقيده لرى چه هغۀ ته داسے کول په کار دى اَؤ که مُونږ په يقين سره يو کار ته ښۀ نۀ شُو وئيلے نو دَ هغۀ کول ګُناه ده.

رُوميانو 15

ځان نه بلکه ملګرى خوشحالوه

١ غرض دا چه مُونږ چه په ايمان کښے زورَور يُو،په کار دى چه دَ کمزورو سره مرسته وکړُو،نۀ چه په خپله خوشحالئ کښے مشغُول يُو. ٢ په مُونږ کښے دِ هر يو خپل ګاونډى دَ هغۀ دَ فائدے دَ پاره خوشحاله ساتى په دے چه دَ هغۀ ايمان مضبُوط شى. ٣ ځکه چه مسيح هم په خپل ځان خوشحالى کړے نۀ وه بلکه دا ليکلى شوى دى چه: «ستا دَ ملامت کوُونکو ملامتُونه په ما راغلل.» ٤ ځکه چه کُومے خبرے چه وړاندے په صحيفو کښے وليکلے شوے،هغه زمونږ دَ هدايت دَ پاره دى،دَ دے دَ پاره چه دَ صبر اَؤ دَ کتابِ مُقدس نه دَ تسلئ اُميد ولرُو. ٥ اَؤ خُدائے چه دَ صبر اَؤ دَ تسلئ سرچينه دے،هغه دِ تاسو له دا توفيق درکړى چه دَ عيسىٰ مسيح په مُطابق په خپلو کښے يو زړۀ شئ، ٦ دَ دے دَ پاره چه تاسو په يو زړۀ اَؤ يوه ژبه دَ خُدائے،زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ پلار لوئى بيان کړئ.

دَ غير يهُوديانو دَ پاره زيرے

٧ پس څۀ رنګ چه مسيح تاسو دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره قبُول کړئ،دغسے تاسو هم يو بل قبُول کړئ. ٨ زَۀ دا وايم چه مسيح دَ خُدائے دَ رښتينوالى دَ ثابتولو دَ پاره دَ يهُوديانو خادم شو،دَ دے دَ پاره چه هغه وعدے پُوره کړى کُومے چه دَ پلارُونو نيکُونو سره شوى دى ٩ اَؤ چه غير يهُوديان هم دَ رحم په سبب دَ خُدائے ثنا ووائى لکه څنګه چه ليکلى دى چه: «دَ دے دَ پاره چه زَۀ به په غير يهُوديانو کښے ستا اِقرار کومه اَؤ ستا دَ نُوم سرودُونه به وايم.» ١٠ اَؤ بيا فرمائى چه : «اَئے غير يهُوديانو! دَ هغۀ دَ اُمت سره خوشحالى وکړئ!» ١١ بيا دا چه: «اے ټولو غير يهُوديانو! دَ خُدائے ثنا ووايئ، اَؤ ټول اُمتونه دِ دَ هغۀ ثنا صِفت بيان کړى!» ١٢ اَؤ يشعياه هم وائى چه: «دَ يشى نسل به راځى،يعنے هغه سړے چه په غير يهُوديانو به حکُومت کولو له راپورته شى، دَ هغۀ نه به غير يهُوديان اُميد لرى.» ١٣ خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے،هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

دَ پولوس تبليغى مصرُوفيات

١٤ اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زما په خپله هم ستاسو په حقله دا يقين دے چه تاسو په خپله هم په نيکئ معمُور اَؤ په معرفت پُوره يئ اَؤ بل ته ښوونه هم کولے شئ. ١٥ نو ما هم په بعضے ځايُونو کښے زيات په زړۀ ورتيا دَ دے دريادولو په طور دَ دے دَ پاره دا تاسو ته وليکل چه دَ خُدائے دَ طرف نه ١٦ زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم،چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم،دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى. ١٧ نو ځکه زَۀ دَ هغه خدمت په سبب چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ خُدائے دَ خاطره کوم،فخر کوم. ١٨ ځکه چه زَۀ دَ هغه خبرو کولو جُرات کوم چه مسيح زما په وسيله کړے دى چه زَۀ غير يهُوديان دَ خُدائے تابع کړم. مسيح نۀ يواځے قول اَؤ فعل ١٩ بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو،يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے،تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے. ٢٠ اَؤ دغه زما آرزو ده چه چرته چه دَ مسيح نُوم نۀ دے آؤريدلے شوے،هلته دا زيرے ورسوم،دَ دے دَ پاره چه دَ بل په بُنياد آبادى ونۀ کړم. ٢١ بلکه څنګه چه ليکلى شوى دى،هم هغسے دِ وشى چه: «چا ته چه دَ هغۀ خبر نۀ دے رسيدلے، هغوئ به ووينى، اَؤ چا چه دَ هغۀ په حقله نۀ دى آؤريدلى، هغوئ به پوهه شى.»

دَ پولوس رُوم ته دَ تلو اِراده

٢٢ دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته دَ بيا بيا راتلو نه ايسار وم. ٢٣ خو اوس په هغه ملکُونو کښے زما حاجت نِشته اَؤ دَ ډيرو کالُونو راسے تاسو له دَ راتلو آرزُومند وم. ٢٤ دَ دے دَ پاره کله چه اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چه زما دا اُميد دے چه په هغه سفر کښے به تاسو سره مُلاقات کوم،اَؤ څۀ وخت چه تاسو سره په څۀ مُوده تيرولو مے زړۀ موړ شى نو بيا به مے تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ. ٢٥ خو اوس دَ پاکانو دَ خدمت دَ پاره بيتُ المُقدس ته ځم. ٢٦ ځکه چه دَ مِکدونيه اَؤ دَ اخيه خلق دَ بيتُ المُقدس دَ خوارو پاکانو دَ پاره په چنده کولو رضا شوى دى. ٢٧ سره دَ دے چه دا ئے په رضا سره کړے ده خو هغوئ دَ دوئ قرضدارى هم دى ځکه چه هر کله چه غير قومُونه دَ يهُوديانو سره په رُوحانى خبرو کښے شريک شوى دى نو اوس لازمه ده چه جسمانى خبرو کښے هم دَ هغوئ خدمت وکړى. ٢٨ پس زَۀ دَ دے خدمت دَ ترسره کولو اَؤ چه څۀ حاصل شول هغوئ ته دَ حواله کولو نه پس به ستاسو په لار اسپانيه ته ځم. ٢٩ اَؤ زَۀ په دے پوهه يم چه کله چه زَۀ تاسو له راځم نو دَ مسيح پُوره برکت به راؤړم. ٣٠ اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زَۀ دَ عيسىٰ مسيح څوک چه زمُونږ مالِک دے په وسيله اَؤ دَ رُوح دَ محبت په رُوئے تاسو ته دا سوال کوم چه زما دَ پاره دَ خُدائے نه په دُعاګانو غوښتو کښے ما سره دَ زړۀ نه يو شئ، ٣١ چه زَۀ دَ يهُوديه دَ نافرمانونه بچ شم اَؤ زما هغه خدمت چه دَ بيتُ المُقدس دَ پاره دے،دَ پاکانو خوښ شى. ٣٢ اَؤ دَ خُدائے په مرضئ ښۀ په خوشحالئ تاسو له درشم اَؤ تاسو سره آرام بيا مُومم. ٣٣ خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے، دِ تاسو ټولو سره وى.آمين

رُوميانو 16

دَ پولوس ځانى سلام

١ زَۀ تاسو ته دَ فيبے چه زمُونږ خور اَؤ دَ کِنخريه دَ جماعت خدمت ګاره ده، سفارش کوم، ٢ چه تاسو هغه دَ مالِک په يووالى کښے داسے قبُوله کړئ لکه چه پاکانو ته په کار وى، اَؤ په کُوم کار کښے چه هغه تاسو ته مُحتاجه وى،دَ هغے مدد وکړئ،ځکه چه هغه هم دَ ډيرو مددګاره وه بلکه زما ئے هم مدد کړے دے. ٣ پرسکله اَؤ اکويله ته مے سلام وايئ،هغوئ په مسيح کښے زما دَ کار ملګرى وُو. ٤ هغوئ زما دَ ژوندانۀ دَ خاطره خپل ځانُونه په خطره کښے هم اچول اَؤ نۀ صرف زَۀ بلکه دَ غيرو يهُوديانو ټولو جماعتُونه دَ هغوئ شُکر ګذار دى. ٥ اَؤ هغه جماعت ته مے هم سلام وايئ کُوم چه دَ هغوئ په کور کښے دے. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چه دَ مسيح دَ پاره په آسيا کښے وړومبے ايماندار سړے دے. ٦ مريم ته مے سلام کوئ،چا چه ستاسو دَ پاره ځان کړولے دے. ٧ اندرونيکوس اَؤ يونياس ته مے سلام وايئ،هغوئ زما وطنى دى اَؤ ما سره قيد شوى وُو اَؤ په رسُولانو کښے نُوميالى دى اَؤ زما نه ئے وړُومبے په مسيح ايمان راوړے وُو. ٨ امپلياطوس ته مے سلام وايئ چه دَ مالِک له خاطره په ما ګران دے. ٩ اوربانوس ته مے سلام وايئ چه دَ مسيح په خدمت کښے زمُونږ ملګرے دے اَؤ په ما ګران ستاخوس ته مے سلام . ١٠ اَؤ په مسيح باندے په ايمان کښے آزمائيلے شوے اپيليس ته مے سلام وايئ اَؤ دَ اريستوبولوس دَ کور خلقو ته مے سلام وايئ. ١١ زما وطنى هيروديون ته سلام اَؤ دَ نرکس دَ کور هغه خلقو ته سلام چه دَ مالِک سره يووالے لرى. ١٢ ترفينه اَؤ ترفوسه ته سلام ورکړئ چه دَ مالِک دَ پاره خوارى کوى اَؤ هم خوږے پرِيس ته سلام چه دَ مالِک دَ پاره ئے ډيره خوارى کړے ده . ١٣ اَؤ روفوس ته سلام چه دَ مالِک غوره شوے دے اَؤ دَ هغۀ مور ته چه زما هم مور ده،سلام وايئ. ١٤ اَسُنکريتوس،فليګون،هِرميس،پتروباس،هِرماس اَؤ هغو وروُڼو ته چه دَ هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ. ١٥ فيلولو ګوس اَؤ يوليه اَؤ نيريوس اَؤ دَ هغۀ خور اَؤ اُلمپاس اَؤ ټولو پاکانو ته چه دَ هغوئ سره دى سلام وايئ. ١٦ اَؤ په خپلو کښے يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ تر بله سلام وکړئ،دَ مسيح ټول جماعتُونه درته سلام وائى.

آخرى هدايت

١٧ نو اوس اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خواست کوم چه کُوم خلق دَ هغه تعليم برخلاف چه تاسو حاصل کړے دے،دَ بے اِتفاقئ اَؤ تيندک خوړو سبب کيږى،هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ ځان ترے ساتئ. ١٨ ځکه چه داسے خلق زمُونږ دَ مالِک مسيح خدمتګاران نۀ دى بلکه دَ خپلے خيټے خدمت کوى اَؤ په خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى. ١٩ ځکه چه ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښے مشهُوره شوے ده،ځکه زَۀ ستاسو په حقله خوشحاله يم خو غواړم چه په نيکئ کښے هوښياران شئ اَؤ دَ بدئ نه ځان ساتئ. ٢٠ اَؤ خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے،هغه به ډير زر شيطان ستاسو دَ پښو لاندے چخڼى کړى. زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى. ٢١ زما ملګرے تيموتيوس اَؤ زما عزيزان لوکيوس،ياسون اَؤ سوسيپطرس درته سلام وائى. ٢٢ د دے خط کاتب ترتيوس تاسو ته په مالِک کښے سلام وائى. ٢٣ ګايوس چه زما اَؤ دَ ټول جماعت کوربه دے،تاسو ته سلام وائى،اِراستوس دَ ښار خزانچى اَؤ ورور کوارتوس درته سلام کوى. ٢٤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى. آمين.

دَ خُدائے شُکر

٢٥ راځئ چه دَ خُدائے حمدوثنا ووايُو! هغه تاسو په ايمان کښے مضبُوطولے شى لکه چه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى په مُطابق چه زَۀ آؤروم! له دے نه علاوه دَ خُدائے په کشف کښے همدغه پټ مقصد دے. هغه کشف دَ ډيرے مُودے راسے پټ وُو، ٢٦ خو اوس څرګند کړے شو،اَؤ ازلى خُدائے دَ نبيانو دَ کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دِے دَ پاره چه د هغۀ د حکم په مُطابق ټول قومُونه دَ ايمان راوړلو سره دَ هغۀ تابع شى. ٢٧ دَ هغه واحد خُدائے چه په هر څۀ پوهيږى،دَ عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله لوئى وى! آمين .

1 کورنتيانو 1

سلام اَؤ دَ خُدائے شُکر

١ دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول،اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه، ٢ دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے،يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى،اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى، ٣ زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى. ٤ زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو،هميشه دَ خُدائے شُکر کوم. ٥ چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے،په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئز ٦ هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه. ٧ تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ، ٨ څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى،دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ. ٩ خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوئ،زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ.

په جماعت کښے ډله بازى

١٠ نو اوس اَئے ورُوڼو،عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے،دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ،خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ. ١١ ځکه چه اَئے ورُوڼو،ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى. ١٢ زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى،څوک داپولوس،څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح. ١٣ آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟ ١٤ دَ خُدائے شُکر ګُزار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے، ١٥ دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده. ١٦ هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده.نور ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى. ١٧ ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته،اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه،دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى.

مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ حِکمت

١٨ ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے. ١٩ ځکه چه ليکلى دى چه: «زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړم اَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.» ٢٠ نو حکيم چرته؟هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟ ٢١ ځکه چه دَ خُدائے حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو،نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى،اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى. ٢٢ دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون. ٢٣ خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بيوقوفى ده. ٢٤ خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وىاو که يُونانيان،دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے. ٢٥ ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زوره وره ده. ٢٦ اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان،ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول. ٢٧ خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى،اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى. ٢٨ بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه،سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى، ٢٩ دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى. ٣٠ خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے،يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه. ٣١ لکه چه ليکلى دى: «څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.»

1 کورنتيانو 2

په سولئ شوى مسيح پيغام

١ اَئے ورُوڼو،کله چه زَۀ تاسو له راغلم اَؤ په تاسو کښے مے دَ خُدائے دَ راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ دَ اُوچتے درجے تقرير يا دَ حِکمت په زور نۀ وُو. ٢ ځکه چه ما دا اِراده کړے وه چه ستاسو په مينځ کښے دَ عيسىٰ مسيح بلکه په سولئ شوى مسيح نه بغير نور هيڅ ونۀ پيژنم. ٣ اَؤ ما په عاجزئ،ويره اَؤ رپيدو په تاسو کښے وخت تير کړو. ٤ اَؤ زما پيغام اَؤ زيرے دَ حِکمت په غُلووُنکو خبرو نۀ وُو بلکه هغه دَ خُدائے دَ رُوح دَ قُدرت دَ مخه ثابت وُو، ٥ دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.

دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله کشف

٦ بيا هم په رُوحانى بالغانو کښے مُونږ دَ حِکمت خبرے کوُو خو نه دَ دے جهان اَؤ نه دَ دے فنا کيدُونکو سردارانو دَ حِکمت نه، ٧ بلکه مُونږ دَ خُدائے دَ هغه پټ حِکمت راز بيانوُو چه خُدائے دَ دُنيا جوړولو نه مخکښے دا فيصله کړے وه چه مُونږ دَ هغه حِکمت په وسيله جلال ومُومو، ٨ اَؤ کُوم چه دَ دے زمانے په سردارانو کښے يو هم نۀ دے پيژندلے ځکه چه که هغوئ پيژندلے وے نو دَ جلال مالِک به ئے په سولئ کړے نۀ وُو. ٩ بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه : «څۀ چه نۀ سترګو ليدلى،نۀ غوږُونو آؤريدلى اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى، هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى،تيار کړى دى.» ١٠ هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل،ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمئ بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى. ١١ څوک دَ بل اِنسان دَ زړۀ خبرے معلُومولے شى بغير دَ اِنسان دَ خپل رُوح نه چه په هغۀ کښے دے؟ دغه شان دَ خُدائے دَ رُوح نه بغير هيچا ته دَ خُدائے خبرے معلُومے نۀ دى. ١٢ خو مُونږ دَ دُنياوى رُوح نه نۀ دى مُوندلے بلکه دَ هغه رُوح نه چه دَ خُدائے دَ طرفه دے، دَ دے دَ پاره چه هغه خبرے وپيژنُو کُومے چه خُدائے مُونږ ته رابخښلى دى. ١٣ اَؤ مُونږ هغه خبرے په هغه الفاظو کښے نۀ بيانوُو چه انسانى حِکمت مُونږ ته را زده کړے دى بلکه په هغه الفاظو کښے چه مُونږ ته رُوح را ښوولى دى،اَؤ دغسے رُوحانى خبرے هغه چا ته ښايُو،په چا کښے چه دَ خُدائے رُوح وى. ١٤ خو دَ نفس بنده دَ خُدائے دَ رُوح خبرے نۀ قبلوى ځکه چه دا دَ هغۀ په نزد بے وقُوفى ده، اَؤ هغه په هغے نۀ شى پوهيدے ځکه چه هغه تش دَ رُوحُ القُدس په وسيله پوهيدے شى. ١٥ خو رُوحانى سړے ټولے خبرے وآزمائى خو په خپله به په چا ونۀ شى آزمائيلے. ١٦ څنګه چه صحيفے وائى چه: «دَ مالِک په خيالُونو څوک پوهيدے شى چه هغۀ ته ئے صلاح ورکړى؟» خو مُونږ دَ مسيح په شان عقل لرُو.

1 کورنتيانو 3

دَ خُدائے په کار کښے ملګرى

١ اَئے وروُڼو،ما تاسو سره هغه شان خبرے ونۀ کړے شوے لکه چه دَ رُوحانيانو سره بلکه داسے لکه چه دَ دُنياوى خلقو اَؤ دَ هغوئ سره چه په مسيح کښے ماشُومان دى. ٢ ما تاسو ته پئ درکړلے خو ډوډئ نه،ځکه چه په تاسو کښے دَ هغے زغم نۀ وُو بلکه اوس هم در کښے زغم نِشته. ٣ ولے چه تر اوسه دُنيادار يئ،ولے چه په تاسو کښے کينه اَؤ جګړه ده.نو آيا تاسو دُنيادار نۀ يئ څۀ؟ اَؤ دَ دُنيا په مُطابق مُوٰ يُون ونۀ کړو؟ ٤ ځکه چه څۀ وخت چه يو وايئ چه زَۀ دَ پولوس يم اَؤ بل وائى چه زَۀ دَ اپولوس يم،نو آيا تاسو دَ دُنياوى خلقو په شان نۀ شوئ؟ ٥ اپولوس څۀ ته وائى؟ اَؤ پولوس څۀ ته؟ هغوئ خادمان دى دَ چا په وسيله چه تاسو ايمان راوړو اَؤ دَ دواړو هغه حيثيت دے کُوم چه هغوئ ته خُدائے ورکړو. ٦ ما نهل کړو،اپولوس اوبۀ ورکړے،خو وده خُدائے ورکړه. ٧ نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے،خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے. ٨ نهل کوُونکے اَؤ اوبۀ ورکووُونکے دواړه يو دى،خو دواړه به دَ خپلے خوارئ په مُطابق اَجر بيا مُومى. ٩ ولے چه مُونږ دَ خُدائے سره کار کوُونکى يُو،تاسو دَ خُدائے پټى يئ اَؤ دَ خُدائے ماڼئ. ١٠ ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو،دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى،نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى. ١١ ځکه چه بغير دَ هغه بُنياد نه چه ايښودلے شوے دے،اَؤ هغه عيسىٰ مسيح دے،بل څوک بُنياد نۀ شى کيښودے. ١٢ که څوک په هغه بُنياد باندے دَ سرو زرو يا دَ سپينو يا دَ قيمتى کاڼو يا لرګو يا واښو يا دَ بُوسو رده ږدى، ١٣ نو دَ هغۀ کار به ښکاره شى ځکه چه دَ قيامت په ورځ به دَ اور سره راڅرګند شى. نو هغه به هغه کار راڅرګند کړى اَؤ هغه اور به په خپله دَ هر يو کار وآزمئ،چه څنګه دے. ١٤ دَ چا ماڼئ چه په هغه بُنياد شوے،باقى به پاتے شى اَؤ هغه به اَجر بيا مُومى. ١٥ اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى،خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښے بچ شى. ١٦ آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے دَ کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟ ١٧ که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ. ١٨ هيڅوک دِ خپل ځان ونۀ غُلوى. که څوک په تاسو کښے په دے جهان ځان حکيم ګڼى نو ځان دِ ناپوهه کړى چه حکيم شى. ١٩ ځکه چه دَ دُنيا حِکمت دَ خُدائے په نزد بے وقُوفى ده،لکه چه ليکلى دى چه: «هغه حکيمان دَ هغوئ په چالاکئ راګيروى.» ٢٠ اَؤ دا هم چه: «خُدائے دَ حکيمانو په خيالُونو پوهه دے چه باطل وى.» ٢١ نو بيا دِ په انسان څوک فخر ونۀ کړى،ولے چه هر څۀ ستاسو دى. ٢٢ که پولوس وى اَؤ که اپولوس،که پطروس ،که دُنيا،که ژوند وى که مرګ،که اوسنى څيزُونه وى که راتلُونکى،هر څۀ ستاسو دى. ٢٣ اَؤ تاسو دَ مسيح يئ اَؤ مسيح دَ خُدائے دے.

1 کورنتيانو 4

دَ رسُولانو خدمت

١ هر څوک دِ مُونږ دَ مسيح خادم اَؤ دَ خُدائے دَ رازُونو مُختار وګڼى. ٢ اَؤ دلته په مُختار کښے دا خبره په کار ده چه هغه دِ ديانتدار وى. ٣ خو زما دَ پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چه تاسو يا بل اِنسانى عدالت دِ زما جاج واخلى،بلکه زَۀ په خپله هم دَ ځان جاج نۀ آخلم. ٤ نو زما زړۀ ما نۀ ملامتوى خو په دے زَۀ رښتُونے کيږم نه،بلکه زما مالِک جاج آخلى. ٥ نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى. ٦ اَئے ورُوڼو،ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ.د ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ. ٧ نو په تاسو کښے فرق څوک کوى؟ اَؤ تا څخه کُوم داسے څيز دے چه هغه تا دَ خُدائے نه نۀ وى مُوندلے؟ اَؤ چه تا دَ خُدائے نه ومُوندلو نو بيا فخر دَ څۀ خبرے لکه تا ونۀ ومُوندل؟ ٨ تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ،چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے! ٩ زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى،ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا،يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو. ١٠ مُونږ دَ مسيح په خاطر بے وقوف يُو،خو تاسو په مسيح کښے هوښيار يئ! مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زوره ور! تاسو عزتمن يئ اَؤ مُونږ سپک! ١١ مُونږ تر اوسه وږى،تږى،بربنډ يُو اَؤ په سُوکُونو وهلے کيږو اَؤ بے درکه ګرزُو، ١٢ اَؤ په خپلو لاسُونو خوارى کوُو. خلق په مُونږ بد وائى،مُونږ ورته دُعا کوُو،هغوئ مو تنګوى،مُونږ ئے زغمو، ١٣ هغوئ مو بدناموى،مُونږ منت زارى کوُو. مُونږ تر ننئ ورځے دَ دُنيا دَ ډيران اَؤ دَ ټولو څيزُونو دَ ګرد په شان پاتے شوى يُو. ١٤ زَۀ دا خبرے ستاسو دَ شرمولو دَ پاره نۀ ليکم بلکه خپل خواږۀ فرزندان مو ګڼم اَؤ تاسو ته نصيحت کوم. ١٥ ولے چه که په مسيح کښے ستاسو اُستاذان په زرګُونو هم وى نو بيا هم ستاسو پلارُونه ډير نۀ دى، ځکه چه زَۀ دَ زيرى په وسيله په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو پلار جوړ شوم. ١٦ نو زَۀ تاسو ته زارى کوم چه زما په شان شئ. ١٧ دَ دے دَ پاره ما تاسو ته تيموتيوس دروليږلو،هغه په مالِک کښے زما خوږ اَؤ ديانتدار زوئے دے،اَؤ زما هغه طريقے چه په مسيح کښے دى،تاسو ته به دريادے کړى لکه چه زَۀ په هر ځائے کښے اَؤ په هر جماعت کښے تعليم ورکوم. ١٨ ځنے داسے لافے کوى چه زَۀ ګنى تاسو ته درتلے نه شم. ١٩ خو که مالِک وغوښتل نو زَۀ به تاسو ته زر درشم اَؤ دا خبره به معلُومه کړم چه دا کبرژن خلق تشے خبرے کوى يا څۀ کولے هم شى. ٢٠ ځکه چه دَ خُدائے بادشاهت په خبرو نه،بلکه په قُدرت ولاړ دے. ٢١ نو تاسو څۀ غواړئ چه زَۀ کوتک په لاس درشم يا په مينه اَؤ نرمئ؟

1 کورنتيانو 5

دَ بد اَخلاقئ په خِلاف حُکم

١ ما ته خبر رارسيدلے دے چه په تاسو کښے حرام کارى کيږى،بلکه داسے حرام کارى چه په غيرو قومونو کښے هم نۀ کيږى. په تاسو کښے يو سړے دے چه دَ هغۀ دَ خپلے ميرنئ مور سره ناجائزه تعلقات دى. ٢ اَؤ تاسو پرے غمژن نۀ شوئ چه چا چه دا کار کړے دے،تاسو هغه وشړئ بلکه فخر کوئ. ٣ زَۀ اګر که په جسمانى طور موجُود نۀ يم خو په رُوحانى طور موجُود يم.ګنى دَ موجُودګئ په حالت کښے مے په داسے کار کوُونکو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم دا حُکم کړے دے، ٤ چه هر کله چه تاسو جمع کيږئ نو ګنى چه زَۀ په رُوح کښے تاسو سره موجُود يم،نو زمُونږ دَ مالِک مسيح دَ قُدرت مدد واخلئ، ٥ نو دَ داسے سړى وجُود دَ هلاکت دَ پاره شيطان ته وسپارئ،دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ رُوح دَ مالِک په ورځ خلاصُون بيا مُومى. ٦ ستاسو فخر کول ښۀ خبره نۀ ده. آيا تاسو نۀ يئ خبر چه لږه شان خمبيره ټول اخښلى اوړۀ خمبيره کوى؟ ٧ زړۀ خمبيره وباسئ ،ځانُونه پاک کړئ چه تاسو تازه اخښلى اوړۀ جوړ شئ ځکه چه تاسو بے خمبيرے يئ،ولے چه زمُونږ هم دَ فسح ګډُورے،يعنے دَ مسيح قُربانى وشوه. ٨ نو راځئ چه مُونږ اختر وکړُو،نۀ په زړۀ خمبيره اَؤ نۀ دَ بدئ اَؤ دَ شرارت په خمبيره بلکه په صفا زړۀ اَؤ دَ رښتياؤ په بے خمبيرے ډوډئ باندے. ٩ ما په خپل خط کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه دَ حرام کارو سره ناسته پاسته مه کوئ. ١٠ دا خو نه چه تاسو بيخى دَ دُنيا دَ حرام کارو يا لالچيانو يا ظالمانو يا بُت پرستانو سره ملاويدل پريږدئ،ولے چه دغه شان خو به تاسو ته هډو دَ دُنيا نه وتل وُو. ١١ نو ما خو په حقيقت کښے تاسو ته دا ليکلى وُو چه که څوک ځان ته ورور وائى اَؤ حرام کار يا حرصناک يا بُت پرست يا کنځل مار يا شرابى يا ظالم وى نو دَ هغۀ سره ناسته پاسته مه کوئ بلکه دَ داسے کس سره ډوډئ قدرے هم مه خورئ. ١٢ ځکه چه په بے ايمانانو دَ حُکم کولو زما څۀ کار دے؟ خو آيا داسے نۀ ده چه تاسو په ايماندارانو حُکم کوئ؟ ١٣ خو په بے ايمانانو خُدائے حُکم کوى. «نو بيا هغه بد سړے دَ مينځه وباسئ.»

1 کورنتيانو 6

دَ بے دينو په مخ کښے مُقدمه

١ آيا په تاسو کښے دا جُرات څنګه وشو چه هر کله چه ستاسو دَ بل چا سره جګړه وى نو دَ فيصلے دَ پاره بے دينه خلقو ته ځئ اَؤ پاکانو ته نۀ ځئ؟ ٢ آيا تاسو نۀ پوهيږئ چه پاکان به دَ دُنيا اِنصاف کوى؟ نو چه تاسو ته دَ دُنيا اِنصاف کول دى نو ولے تاسو دَ معمُولى نه معمولى جګړو دَ فيصله کولو جوګه هم نۀ يئ څۀ؟ ٣ آيا تاسو نۀ ئے خبر چه مُونږ به دَ فرښتو اِنصاف کوُو؟ نو بيا به تاسو عامے مُقدمے نۀ شئ فيصلے کولے څۀ؟ ٤ نو که په تاسو کښے عامے مُقدمے وى نو آيا تاسو به هغه مُنصفان مُقرروئ چه په جماعت کښے سپک ګڼلے شى څۀ؟ ٥ زَۀ تاسو ته دَ شرمولو دَ پاره دا وايم چه آيا په تاسو کښے يو هم څوک هوښيار سړے نِشته چه هغه دَ دوؤ وروڼو په مينځ کښے فيصله وکړے شى؟ ٦ بلکه په ورُوڼو کښے مُقدمے کيږى اَؤ هغه هم دَ بے دينو خلقو په وړاندے. ٧ خو په اصل کښے په تاسو کښے لويه کمزورى دا ده چه په خپلو کښے مُقدمے کوئ. ظُلم زغمل ولے غوره نۀ ګڼئ؟ خپل نقصان ولے نۀ قبلوئ؟ ٨ بلکه تاسو ظُلم کوئ اَؤ نُقصان وررسوئ،اَؤ هغه هم خپلو ورُوڼو ته! ٩ آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ چه بدکاران به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ شى؟ ځان مه غُلوئ،نۀ به حرام کاران دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان شى، نۀ بُت پرستان،نۀ زِناکاران،نۀ عياش،نۀ بچه بازان، ١٠ نۀ غلۀ،نۀ حرصناک،نۀ شرابيان،نۀ کنځل مار اَؤ نۀ ټګان. ١١ اَؤ په تاسو کښے ځنے هم دغه شان وُو خو تاسو دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم اَؤ زمُونږ دَ خُدائے په رُوح ووينځلے شوئ،بلکه پاک شوئ،صادِق هم شوئ.

دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ

١٢ ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے ټول څيزُونه فائده مند نۀ دى. ټول څيزُونه زما دَ پاره روا خو دى ولے زَۀ به دَ يو څيز هم غُلام نۀ يم. ١٣ خوراک دَ خيټے دَ پاره دے اَؤ خيټه دَ خوراک دَ پاره،خو خُدائے به هغه دواړه ختم کړى. ولے بدن دَ حرامکارئ دَ پاره نۀ دے بلکه دَ مالِک دَ پاره دے. اَؤ مالِک دَ بدن دَ پاره دے چه ټول حاجتُونه پُوره کړى. ١٤ خُدائے مالِک هم بيا ژوندے کړو اَؤ مُونږ به هم په خپل قُدرت بيا ژوندى کړى. ١٥ آيا تاسو خبر نۀ يئ څۀ؟ چه ستاسو بدنُونه دَ مسيح اندامُونه دى؟ آيا دا مناسب دى چه زَۀ دَ مسيح اندامُونه دَ يوے کنجرئ سره ګډ کړم؟ نه،هيڅ کله نه! ١٦ آيا تاسو نۀ يئ خبر چه هر هغه څوک چه کنجرئ ته لاړ شى نو هغه دَ هغے سره يو وجُود شى؟ ځکه چه صحيفے وائى چه: «نر اَؤ ښځه به دواړه يو وجُود شى.» ١٧ اَؤ څوک چه دَ مالِک سره يووالے لرى،هغه اَؤ مالِک به يو رُوح شى. ١٨ دَ حرام کارئ نه تښتئ! سړے چه څومره نور ګُناهُونه کوى هغه دَ بدن نه بهر دى خو حرام کار دَ خپل بدن هم ګُناهګار دے. ١٩ آيا تاسو نۀ ئے خبر چه ستاسو بدن دَ رُوحُ القُدس کور دے چه په تاسو کښے اوسى اَؤ تاسو ته دَ خُدائے دَ طرف نه درکړے شوے دے؟ اَؤ تاسو دَ خپل ځان نۀ يئ، ٢٠ ځکه چه خُدائے تاسو په بيعه آخستى يئ، نو بيا دَ خپل بدن نه دَ خُدائے جلال ښکاره کړئ.

1 کورنتيانو 7

دَ وادۀ په حق کښے مسئلے

١ کُومے خبرے چه تاسو ليکلى دى دَ هغے په حقله دا ده چه دَ سړى دَ پاره دا غوره ده چه وادۀ ونۀ کړى. ٢ خو حرام کارئ دَ ويرے نه دِ هر سړے خپله ښځه اَؤ هره ښځه دِ خپل خاوند وساتى. ٣ خاوند دِ دَ خپلے ښځے حق پُوره کوى اَؤ دغه شان دِ ښځه دَ خپل خاوند. ٤ ښځه دَ خپل بدن واکمنه نۀ ده بلکه خاوند دے. همدغه شان خاوند دَ خپل بدن واکمن نۀ دے بلکه ښځه ده. ٥ تاسو دَ يو بل نه جُدا مه اوسيږئ خو دَ لږ وخت دَ پاره دَ يو بل په رضا دَ دے دَ پاره چه دَ دُعا فرصت ومُومئ،اَؤ بيا يو ځائے شئ،داسے نۀ وى چه دَ نفس دَ غلبے په وجه شيطان تاسو وغُلوى. ٦ خو زَۀ تاسو ته دَ دے اِجازت درکوم خو حُکم نه. ٧ اَؤ زَۀ خو دا غواړم چه څنګه چه زَۀ يم،هغسے دِ هر څوک وى خو هر چا ته له خُدائے نه خاص خاص توان ورکړے شوے دے،چا ته څنګه اَؤ چا ته څنګه . ٨ نو زَۀ هغه چا ته چا چه وادۀ نۀ وى کړے اَؤ کونډو ته دا وايم چه دَ هغوئ دَ پاره زما په شان پاتے کيدل غوره دى. ٩ خو که هغوئ صبر نۀ شى کولے نو وادۀ دِ وکړى ځکه چه وادۀ کول دَ مستئ نه غوره دى. ١٠ خو چه دَ چا وادۀ شوے وى هغوئ ته،زَۀ نه،بلکه مالِک حُکم ورکوى چه ښځه دِ خپل خاوند پرے نۀ ږدى. ١١ اَؤ که ئے پريږدى نو يا خو دِ وادۀ ونۀ کړى يا دِ دَ خپل خاوند سره بيا يو ځائے شى،اَؤ خاوند دِ هم خپله ښځه طلاقه نۀ کړى. ١٢ نورو ته هم زَۀ وايم ،نه چه مالِک،چه که دَ چا ورور ښځه ايمانداره نۀ وى اَؤ دَ هغۀ سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ هغه طلاقه نۀ کړى. ١٣ اَؤ دَ کُومے ښځے چه خاوند ايماندار نۀ وى اَؤ دَ هغے سره په آستوګنه راضى وى نو هغه دِ خاوند طلاق نۀ کړى ١٤ ځکه چه کُوم خاوند چه ايماندار نۀ وى،هغه دَ ښځے په وجه پاک ګڼلے شى اَؤ کُومه ښځه چه ايمانداره نۀ وى،هغه دَ ايماندار خاوند په وجه پاکه ګڼلے شى،ګنى ستاسو بچى به ناپاک وُو خو اوس پاک دى. ١٥ خو څوک چه بے ايمانه وى که هغه دَ خپل خاوند يا خپلے ښځے نه ځى نو پريږدئ چه لاړ شى. په داسے حالت کښے څوک ورور يا خور پابند نۀ دے،اَؤ خُدائے مُونږ دَ سلامتئ دَ پاره رابللى يُو. ١٦ ولے چه اَئے ښځے! تۀ څۀ خبر يئے،کيدے شى چه تۀ خپل خاوند بچ کړے. اَؤ اَئے سړيه! تۀ څۀ خبر ئے،کيدے شى چه تۀ خپله ښځه بچ کړے.

دَ مالِک نه ټاکلے شوے ژوندُون

١٧ خو څنګه چه مالِک هر يو ته توان ورکړے دے اَؤ څنګه چه خُدائے هر يو رابللے دے،هغه دِ هغه شان ګُزران کوى،اَؤ زَۀ ئے په ټولو جماعُتونو کښے په دغه شان مُقرروم. ١٨ که څوک سُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان دَ ناسُنت شوى په شان نۀ ښکاره کوى،اَؤ که څوک ناسُنت شوے خُدائے رابللے وى نو هغه دِ خپل ځان نۀ سُنت کوى. ١٩ ځکه چه سُنت شوے اَؤ نا سُنته داوړه هيڅ څيز نۀ دى بلکه دَ خدائے په حُکمونو عمل کول هر څۀ دى. ٢٠ هر څوک چه په کُوم حالت کښے بللے شوے وى،په هغۀ کښے دِ پاتے شى. ٢١ که تۀ په غُلامئ کښے رابللے شوے وے نو پرواه مه کوه،خو که تۀ آزاديدے شے نو هغه اِختيار کړه. ٢٢ ځکه چه څوک چه دَ غُلامئ په حالت کښے دَ مالِک رابللے شوے دے،هغه دَ مالِک آزاد کړے شوے دے. که څوک آزاد دَ مالِک رابللے شوے دے،هغه دَ مسيح غُلام دے. ٢٣ تاسو په بيعه آخستے شوى يئ،دَ اِنسان غُلامان مه جوړيږئ. ٢٤ اَئے ورُوڼو! څوک چه په کُوم حالت کښے رابللے شوے وى،هغه دِ په هغه حالت کښے دَ خُدائے سره پاتے شى.

پيغلے اَؤ کُونډے

٢٥ څوک چه وادۀ شوى نۀ دى،دَ هغوئ په باب کښے ما سره دَ مالِک څۀ حُکم نِشته،خو زَۀ خپله رائے درکوم لکه څوک چه پرے دَ مالِک رحم شوے دے،چه ايماندار شى. ٢٦ نو دَ موجوده نازکو حالاتو په وجه زما په خيال کښے دَ هر چا دَ پاره دا غوره ده چه څنګه چه دَئے وى،هم هغسے دِ پاتے شى. ٢٧ که ستا ښځه وى نو هغے له دَ طلاق ورکولو کوشِش مه کوه اَؤ که ښځه دِ نۀ وى نو دَ وادۀ کولو خيال پريږده. ٢٨ خو که تۀ وادۀ هم وکړے نو څۀ ګُناه نِشته،اَؤ که پيغله وادۀ شى نو هم ګُناه نِشته،خو داسے خلق به جسمانى تکليف بيا مُومى اَؤ زَۀ تاسو بچ کول غواړم. ٢٩ خو اَئے ورُوڼو،زَۀ دا وايم چه وخت لنډ دے نو دَ وړاندے دَ پاره په کار دى چه دَ ښځو خاوندان دِ داسے وى لکه چه دَ هغوئ ښځے نِشته، ٣٠ اَؤ ژړيدُونکى دِ داسے وى لکه چه ژاړى نه،اَؤ څوک چه خوشحالى کوى،هغوئ دِ داسے وى لکه چه خوشحالى نۀ کوى،اَؤ آخستُونکى دِ داسے وى لکه چه مال نۀ لرى، ٣١ اَؤ عيشٰ کوُونکى دِ تش په دُنيا مئين نۀ وى ځکه چه دُنيا تيريدُونکے ده. ٣٢ نو زَۀ دا غواړم چه تاسو بے غمه اوسئ. لونډ سړے دَ مالِک په فکر کښے وى چه څنګه به مالِک راضى کړى. ٣٣ خو وادۀ کړے سړے دَ دُنيا په فکر کښے وى چه څنګه به خپله ښځه راضى کړى، ٣٤ اَؤ دوه زړيه شى. نا وادۀ شوے اَؤ پيغله دَ مالِک په فکر کښے اوسيږى چه دَ هغے بدن اَؤ رُوح دواړه پاک وى،خو وادۀ شوے ښځه دَ دُنيا په فکر کښے اوسيږى چه څنګه به خپل خاوند راضى کړى. ٣٥ دا ستاسو دَ فائدے دَ پاره وايم،نۀ چه ستاسو دَ ګيرولو دَ پاره بلکه دَ دے دَ پاره چه څۀ چه ښۀ وى،په هغے عمل وشى اَؤ تاسو دَ مالِک په خدمت کښے بے وسوسے آخته اوسئ. ٣٦ اَؤ که څوک دا ګڼى چه زَۀ دَ خپلے هغے پيغلے حق وهم دَ چا ځوانى چه خرابيږى اَؤ زلمى دَ وادۀ ضرورت هم ګڼى نو اِختيار ئے دے. په دے کښے ګُناه نِشته،هغوئ دِ وادۀ وکړى ٣٧ اَؤ هغه زلمى چه څۀ ضرورى نۀ ګڼى اؤ اِراده ئے کړے وى بلکه د خپلے اِرادے په پوره کولو وَس هم لرى چه زَۀ به خپله پيغله نۀ وادۀ کوم نو هغه ښۀ کوى. ٣٨ نو څوک چه خپله پيغله وادۀ کوى هغه ښۀ کوى،اَؤ څوک ئے چه نۀ وادۀ کوى هغه لا ښۀ کوى. ٣٩ تر څو چه دَ يوے ښځے خاوند ژوندے دے هغه دَ هغۀ پابنده ده،خو هر کله چه دَ هغے خاوند مړ شى نو دَ چا سره ئے چه زړۀ غواړى وادۀ کولے شى خو تش دَ ايماندار سره. ٤٠ خو لکه څنګه چه ده،که هغه شان پاتے شى نو زما په خيال کښے زياته بختوره ده،اَؤ زما خيال دے چه دَ خُدائے رُوح په ما کښے هم دے.

1 کورنتيانو 8

دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښے خوړلو په باب کښے

١ اوس دَ بُتانو دَ قُربانئ په حقله دا دے چه مُونږ خبر يُو چه مُونږ ټول عِلم لرُو،خو عِلم کبر پيدا کوى ليکن مينه دَ ترقئ باعث ده. ٢ که څوک دا ګڼى چه زَۀ په څۀ پوهيږم نو څنګه چه پوهيدل په کار دى هغسے پرے تر اوسه نۀ پوهيږى. ٣ خو څوک چه دَ خُدائے سره مينه لى خُدائے هغه پيژنى. ٤ نو دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ غوښے دَ خوراک په باب مُونږ پوهيږُو چه بُت په دُنيا کښے هيڅ شے نۀ دے اَؤ سيوا دَ يو نه بل خُدائے نِشته. ٥ سره دَ دے چه په مزکه اَؤ په آسمان ډير خُدايان بللے شى،دغه شان ډير خُدايان اَؤ مالِکان دى. ٦ خو زمُونږ خو يو خُدائے دے،يعنے خُدائے پلار،چه دَ چا له طرف نه ټول څيزُونه دى اَؤ مُونږ دَ هغۀ دَ پاره ژوندى يُو،اَؤ يو مالِک دے،يعنے عيسىٰ مسيح دَ چا په وسيله چه دا ټول څيزُونه پيدا شول اَؤ مُونږ هم دَ هغۀ په وسيله ژوندى يُو. ٧ خو ټولو ته دا پته نِشته بلکه دَ ځنو خو اوس هم دَ بُت پرستئ عادت دے،دَ دے دَ پاره هغه غوښه دَ بُت قُربانى ګڼى اَؤ خورى ئے اَؤ دَ هغوئ زړۀ چه کمزورے دے،هغه په خوراک پليت شى. ٨ خوراک به مُونږ دَ خُدائے سره نۀ نزدے کوى. که وئے، نۀ خورُو نو زمُونږ هيڅ نُقصان نِشته اَؤ که وئے خورُو نو هيڅ ګټه مُوٰ نِشته. ٩ خو پام کوئ،داسے نۀ وى چه ستاسو آزادى په ايمان کښے دَ کمزورو دَ پاره دَ تيندک باعث نۀ شى. ١٠ ځکه که هغه سړے چه په ايمان کښے کمزورے دے،ستا په شان دَ عِلم خاوند په بُت خانه کښے په خوراک ووينى نو آيا هغه به زړۀ ور نۀ شى چه دَ بُتانو دَ قُربانئ غوښه وخورى؟ ١١ مطلب دا چه ستا دَ عِلم په وجه به هغه کمزورے سړے،يعنے هغه ورور چه دَ چا دَ پاره چه مسيح مړ شو،هغه به هلاک شى. ١٢ اَؤ دغه شان تاسو به دَ وروُڼو ګُناه ګار شئ اَؤ دَ هغوئ کمزورے زړۀ به ژوبل کړئ اَؤ دَ مسيح ګُناه ګار به وګرزئ. ١٣ په دے وجه که زما دَ خوراک په وجه زما ورور تيندک خورى نو زَۀ به هيڅ کله هم غوښه ونۀ خورم چه دَ خپل ورور دَ پاره دَ تيندک سبب ونۀ ګرزم.

1 کورنتيانو 9

١ ولے زَۀ آزاد نۀ يم څۀ؟ رسُول نۀ يم څۀ؟ ما عيسىٰ نه دے ليدلے چه زمُونږ مالِک دے څۀ؟ تاسو په مالِک کښے زما دَ خدمت ميوه نۀ يئ څۀ؟ ٢ که زَۀ دَ نورو دَ پاره رسُول نۀ يم نو ستاسو دَ پاره خو بيشکه يم ځکه چه تاسو په خپله په مالِک کښے زما په رسالت مُهر يئ. ٣ څوک چه زما آزميښت کوى هغوئ ته زما دغه جواب دے، ٤ آيا مُونږ ته دَ خوراک څښاک اِختيار نِشته څۀ؟ ٥ مُونږ ته دا اِختيار نِشته څۀ لکه چه څنګه نور رسُولان اَؤ دَ مالِک ورُوڼه اَؤ کيفا کوى،مُونږ هم څوک ايمانداره خور په نِکاح واخلُو اَؤ دَ ځان سره ئے وګرزوُو؟ ٦ يواځے زَۀ اَؤ برنبا دَ ژوند تيرولو دَ پاره په خوارئ مزدُورئ پړ يُو څۀ؟ ٧ آيا تاسو دَ داسے فوځى په حقله آؤريدلى دى چه په فوځ کښے نوکرى کوى اَؤ دَ خپله جيبه خورى؟ څوک داسے دے چه دَ انګُورو باغ ولګوى اَؤ ميوه ئے نۀ خورى څۀ؟ يا څوک چه رمه څروى نو دَ هغے پئ نۀ څښى څۀ؟ ٨ آيا زَۀ دا خبره دَ بنى آدم دَ قياس په مُطابق کوم؟ يا تورات داسے نۀ وائى؟ ٩ لکه چه دَ مُوسىٰ په تورات کښے ليکلى دى چه: «په غوبل کښے دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوه.» ولے ستاسو دا خيال دے چه خُدائے دَ غوايانو فکر کوى څۀ؟ ١٠ يا خاص زمُونږ دَ پاره فرمائى؟ هو،دا ئے زمُونږ دَ پاره ليکلى دى ځکه چه مُناسب دى چه قُلبه کوُونکے په اُميد قُلبه وکړى اَؤ غوبل کوُونکے دِ دَ برخے دَ مُوندلو په اُميد غوبل کوى. ١١ نو بيا چه مُونږ ستاسو دَ پاره رُوحانى څيزُونه وکړل نو آيا دا څۀ لويه خبره ده مُونږ ستاسو دَ مادى څيزُونو فصل وريبو؟ ١٢ چه دَ نورو په تاسو دا اِختيار شته نو آيا زمُونږ به دَ دے نه زيات نۀ وى څۀ؟ خو مُونږ دَ دے اِختيار نه کار وانۀ خستو خو مُونږ دَ هر څيز زغم کوُو چه زمُونږ له کبله دَ مسيح په زيرى کښے څۀ حرج نۀ وى. ١٣ آيا تاسو نۀ يئ خبر چه څوک چه دَ خُدائے دَ کور خدمت کوى،هغه دَ خُدائے دَ کور دَ نزرانے نه خورى اَؤ څوک چه دَ قُربانګاه خدمتګار دى،هغوئ دَ قُربانئ حصه مُومى؟ ١٤ دغه شان مالِک هم مُقرر کړى دى چه دَ زيرى آؤروُونکے دِ دَ زيرى په وسيله ګُزاره کوى. ١٥ خو ما خپل دَ دے حق نه چرے هم فائده وانۀ خسته اَؤ نۀ مے دا دَ دے دَ پاره وليکل چه زَۀ دَ دے نه فائده واخلم ځکه چه زما دَ پاره دَ دے نه مړ کيدل غوره دى. هيڅوک زما فخر بے ځايه کولے نۀ شى. ١٦ که زَۀ زيرے آؤروم نو په دى څۀ فخر نۀ کوم ځکه چه دا خو زما فرض دى. بلکه اَفسوس دے په ما،که زَۀ زيرے وانۀ وروم! ١٧ ځکه چه که دا په خپلے مرضئ وکړم نو زما دَ پاره اَجر دے،خو دا خپل فرض ګڼم ځکه چه خُدائے دا ما ته سپارلے دے. ١٨ نو بيا ما ته څۀ اَجر ملاويږى؟دا چه زيرے آؤروم نو مُفت ئے آؤروم،ځکه چه کُوم اِختيار چه ما ته دَ زيرى په حقله حاصل دے دَ هغے په مُطابق دَ خپل حق نه پُوره فائده وانۀ خلم. ١٩ اګر که زَۀ دَ ټولو خلقو نه آزاد يم بيا هم ما ځان دَ ټولو خلقو غُلام کړو،دَپاره دَ دے چه نور زيات خلق دَ مسيح دَ پاره راکښم. ٢٠ زَۀ دَ يهُوديانو دَ پاره يهودى شوم چه يهوديان راکښم. ځکه چه هغوئ دَ مُوسىٰ دَ شريعت منُونکى دى،دَ هغوئ دَ رااړولو دَ پاره ما ځان دَ هغوئ دَ شريعت په شان کړو،سره دَ دے چه زَۀ دَ هغوئ دَ شريعت دَ لاندے نۀ يم. ٢١ دَ غير يهوديانو دَ پاره دَ غير يهُوديانو په شان شوم چه غير يهُوديان دَ مسيح دَ پاره راکښم،سره دَ دے چه دَ خُدائے په نزد بے شرعے نۀ يم بلکه دَ مسيح په شريعت يم. ٢٢ دَ کمزورے دَ پاره کزورے شوم چه کمزورے راکښم. زَۀ دَ ټولو خلقو دَ پاره هر څۀ جوړ شوم چه په څۀ نه څۀ سبب ځنے بچ کړم. ٢٣ اَؤ زَۀ هر څۀ دَ زيرى دَ خاطره کوم چه زَۀ ټول دَ هغۀ برکتُونه حاصل کړم. ٢٤ آيا تاسو نۀ يئ خبر چه په منډه کښے منډے خو ټول وهى ولے اِنعام يو ګټى؟ تاسو هم داسے منډه ووهئ چه وئے ګټئ. ٢٥ اَؤ هر يو لوبغاړے دِ هر قِسم پرهيز کوى. هغه خلق خو دا څۀ دَ هغه سهرے دَ پاره کوى کُومه چه مړاوے کيږى،خو مُونږ ئے دَ هغه سهرے دَ پاره کوُو چه مړاکيږى نه. ٢٦ نو بيا زَۀ هم دَ يو خاص مقصد په شکل کښے دغه شان منډه وهم،زَۀ دغه شان په سُوکونو جنګ کوم خو دَ هغۀ په شان نه چه باد په سُوکُونو وهى. ٢٧ بلکه زَۀ خپل ځان وهم ټکوم اَؤ هغه په قابُو کښے ساتم ځکه چه داسے ونۀ شى چه نورو ته زيرے واؤروم اَؤ په خپله رد کړے شم.

1 کورنتيانو 10

دَ بُت پرستئ خِلاف خبردارے

١ اَئے ورُوڼو،زَۀ تاسو دَ دے نه بے خبره پاتے کيدل نۀ غواړم چه زمُونږ ټول پلارُونه نيکُونه دَ وريځے په حفاظت کښے وُو اَؤ ټول دَ سمندر نه پورے وتل. ٢ اؤ ټولو په هغه وريځ اؤ په هغه سمندر کښے لکه د مُوسىٰ بپتسمه واخسته. ٣ اَؤ ټولو يو خوراک وخوړلو، ٤ اَؤ ټولو يو اوبۀ وڅښلے چه ورته دَ مُعجزے په طور ورکړے شوے وے ځکه چه هغوئ دَ هغه مُعجزے دَ ګټ نه اوبۀ وڅښلے کُوم چه دَ هغوئ سره روان وُو،خو په حقيقت کښے هغه ګټ مسيح وُو. ٥ ولے په هغوئ کښے دَ ډيرو نه خُدائے راضى نۀ وُو ځکه خو بيابان دَ هغوئ دَ مړو نه ډک شو. ٦ دا خبرے زمُونږ دَ پاره يو سبق شوے چه مُونږ دَ خرابو څيزُونو خواهش ونۀ لرُو لکه څنګه چه هغوئ لرلو. ٧ اَؤ تاسو بُت پرست مه جوړيږئ لکه چه هغوئ کښے چه ځنے جوړ شوى وُو،لکه څنګه چه ليکلى دى چه : «خلق خوراک څښاک ته کښيناستل،بيا مستئ کولو ته پورته شول.» ٨ اَؤ مُونږ دِ حرام کارى ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړه اَؤ په يوه ورځ کښے درويشت زره ووژلے شول. ٩ اَؤ مُونږ دَ دَ مالِک آزميښت ونۀ کړُو لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنو وکړه اَؤ مارانو هلاک کړل. ١٠ اَؤ تاسو ونۀ ګوريږئ لکه څنګه چه په هغوئ کښے ځنے وګُوريدل اَؤ دَ هلاکت فرښتے هغوئ هلاک کړل. ١١ په هغوئ دا خبرے زمُونږ دَ عبرت آخستو دَ پاره راغلے اَؤ زمُونږ دَ آخرى زمانے خلقو ته دَ نصيحت دَ پاره وليکلے شوے. ١٢ نو بيا چه څوک ځان مضبُوط ګڼى هغه دِ پوهه شى چه پرے نۀ وزى. ١٣ اَؤ تاسو په څۀ داسے آزميښت کښے نۀ يئ پريوتلى چه هغه دَ اِنسان دَ زغم نه بهر وى،اَؤ خُدائے رښتُونے دے اَؤ هغه به تاسو ستاسو دَ طاقت نه په زيات آزميښت کښے نه اچوى،بلکه دَ آزميښت سره به دَ وتلو لار هم پيدا کړى چه تاسو ئے وزغملے شئ. ١٤ نو خوږو ملګرو! په دے وجه دَ بُت پرستئ نه تښتئ. ١٥ زَۀ تاسو هوښيار ګڼم ځکه درسره دا خبرے کوم. زَۀ چه څۀ وايم تاسو دَ هغے په خپله جاج واخلئ. ١٦ هغه دَ برکت پياله کُومه چه مُونږ څښُو اَؤ دَ هغے دَ پاره دَ خُدائے شُکر کوُو،آيا هغه دَ مسيح دَ وينے دَ شراکت نۀ ده څۀ؟ اَؤ هغه ډوډئ چه مُونږ ئے ماتوُو،آيا هغه دَ مسيح دَ بدن شراکت نه دے څۀ؟ ١٧ مُونږ ډير خو يُو،بيا هم لکه څنګه چه يوه ډوډئ ده،هم دغه شان لکه دَ يو بدن جوړيږُو ځکه چه مُونږ ټول په هغه يوے ډوډئ کښے شريکيږُو. ١٨ څوک چه يهُوديان دى هغوئ ته وګورئ،چه دَ قُربانئ غوښه خورى،هغوئ په قُربان ګاه کښے شريک نۀ دى څۀ؟ ١٩ نو بيا زَۀ دا وايم چه دَ بُت قُربانى څۀ وى؟ اَؤ بُت څۀ دے؟ ٢٠ نه،بلکه دا وايم چه کُومے قُربانئ چه غير يهُوديان کوى،شيطانانو ته قُربانى کوى،نۀ چه خُدائے ته،اَؤ زَۀ دا نۀ غواړم چه تاسو دَ شيطانانو سره شريک شئ. ٢١ تاسو دَ مالِک دَ پيالے نه اَؤ دَ شيطانانو دَ پيالے نه نۀ شئ څښلے،دَ مالِک په دسترخوان اَؤ دَ شيطانانو په دسترخوان کښے نۀ شئ شريک کيدے. ٢٢ آيا مُونږ مالِک غُصه کوُو څۀ؟ آيا مُونږ دَ هغۀ نه زوره ور يُو څۀ؟

دَ خُدائے دَ لوئى دَ پاره هر څۀ کوه

٢٣ هر څۀ روا دى،هو،خو هر څيز فائده مند نۀ دے. هر څۀ روا دى خو هر څيز دَ ترقئ دَ پاره ښۀ نۀ دے. ٢٤ هر يو خپلے فائدے ونۀ لټوئ بلکه دَ نورو. ٢٥ هر څۀ چه دَ قصابانو په دکانونو خرڅيږى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير په خاطر سوال مه پورته کوئ. ٢٦ «ځکه چه په مزکه اَؤ په هغے کښے هر څيز دَ مالِک دى.» ٢٧ که څوک غير ايماندار تاسو ته ډوډئ وکړى اَؤ تاسو په تلو راضى يئ،نو هر څۀ چه درته وړاندے کيږدى هغه خورئ اَؤ دَ ضمير دخاطره سوال مه پورته کوئ. ٢٨ خو که تاسو ته څوک ووائى چه دا دَ بُت دَ قُربانئ غوښه ده نو دَ هغۀ اَؤ دَ ضمير دَ خاطره هغه مه خورئ. ٢٩ زما مطلب دا دے چه ستاسو دَ ضمير په وجه نه خو دَ بل چا. نو دَ بل سړى ضمير زما دَ آزادئ ولے فيصله کوى؟ ٣٠ که زَۀ ئے په شُکر خورم،نو چه په کُوم څيز شُکر وباسم نو بيا دَ هغے په سبب ولے بدنامولے شم؟ ٣١ نو بيا چه تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا کوئ،هر څۀ دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره کوئ. ٣٢ تاسو دَ يهُوديانو اَؤ يُونانيانو اَؤ خُدائے دَ جماعت دَ پاره دَ تيندک سبب مه جوړيږئ. ٣٣ ځکه چه زَۀ هم په ټولو خبرو کښے ټول خوشحالوم اَؤ نه خپله،خو دَ ډيرو فائده لټوم چه هغوئ خلاصُون بيا مُومى.

1 کورنتيانو 11

١ تاسو زما په قدم وچليږئ لکه چه زَۀ دَ مسيح په قدم چليږم.

په عبادت کښے سر پټول

٢ زَۀ ستاسو تعريف کوم چه تاسو په هر خبره کښے ما يادوئ،اَؤ څنګه چه ما تاسو ته روايتُونه درورسول تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ. ٣ نو بيا زَۀ خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح،اَؤ دَ ښځے سر سړے،اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے. ٤ کُوم سړے چه په پټ سر دُعا يا نبُوت کوى هغه خپل سر بے عزته کوى. ٥ اَؤ کُومه ښځه چه سرتوره دُعا يا نبُوت کوى هغه خپله بے عزتى کوى ځکه چه هغه دَ سر خرئيلے په شان ده. ٦ که ښځه لوپټه نۀ په سر کوى نو ويښتۀ دِ هم پريکړى. که دَ ښځے دَ پاره ويښتۀ پريکول اَؤ سر خرئيل دَ شرم خبره وى نو لوپټه دِ په سر کوى. ٧ البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے،خو ښځه دَ سړى جلال ده. ٨ ځکه چه سړے دَ ښځے نه نۀ دے بلکه ښځه دَ سړى نه ده. ٩ دَ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه. ١٠ نو دَ فرښتو په سبب ښځے ته په کار دى چه په خپل سر دَ اِختيار نخښه ږدى. ١١ خو بيا هم په مالِک کښے نۀ ښځه دَ سړى بغير ده اَؤ نۀ سړے دښځے بغير. ١٢ ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے،خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى. ١٣ تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا ښځے ته سرتوره دُعا کول مُناسب دى څۀ؟ ١٤ آيا تاسو ته په طبعى طور معلُومه نۀ ده چه که دَ سړى اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغۀ بے عزتى ده؟ ١٥ اَؤ که دَ ښځے اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغے ښکلا ده،ځکه چه ويښتۀ هغے ته دَ پردے دَ پاره ورکړى شوى دى. ١٦ خو بيا هم که تاسو په بحث زور کوئ نو زَۀ به درته دا ووايم چه نۀ خو دا زمُونږ دستور دے اَؤ نۀ دَ خُدائے دَ جماعتُونو.

دَ عشا ربانى په باب کښے

١٧ خو دا حُکم چه درکوم په دے کښے ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چه ستاسو دَ جمع کيدلو فائده نِشته بلکه نُقصان کيږى. ١٨ ځکه چه اول خو زَۀ دا آؤرم چه هر کله چه ستاسو جماعت راغونډيږى نو تاسو په خپلو کښے دَ يو بل مُخالفت کوئ اَؤ زَۀ په هغے څۀ قدر يقين هم کوم. ١٩ ځکه چه په تاسو کښے ډله بازى ضرورى ده چه دا معلُومه شى چه په تاسو کښے څوک مقبُول دى. ٢٠ نو چه کله تاسو جمع کيږئ نو ستاسو هغه خوراک دَ عشا ربانى نۀ شى کيدے. ٢١ ځکه چه دَ خوراک په وخت هر سړے دَ بل نه آګاهو خپله ډوډئ خورى،اَؤ څوک خو نهر پاتے شى اَؤ څوک په نشه شى. ٢٢ نو آيا دَ خوراک څښاک دَ پاره ستاسو کورُونه نِشته څۀ؟ يا تاسو دَ خُدائے جماعت دومره سپک ګڼئ چه دَ چا څخه څۀ نِشته،هغوئ شرموئ؟ زَۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ آيا په دے خبره ستاسو تعريف وکړم؟ زَۀ تعريف نۀ کوم. ٢٣ ځکه چه کُومے خبرے چه ما تاسو ته رسولے دى هغه ما ته دَ مالِک نه په خپله حاصلے شوے دى،چه په کُومه شپه دَ مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه ډوډئ ئے واخسته، ٢٤ شُکر ئے پرے ووے اَؤ ما ته ئے کړه اَؤ وئے وئيل چه”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره دے. زما په يادګارئ کښے هم دغه شان کوئ.“ ٢٥ دغه شان هغۀ دَ خوراک نه پس پياله واخسته اَؤ وئے وئيل چه”دا پياله زما په وينه کښے نوے لوظ دے. هر کله چه ئے څښئ نو زما په يادګارئ کښے دغسے کوئ.“ ٢٦ نو هر کله چه تاسو دَ ډوډئ خورئ اَؤ دا پياله څښئ نو دَ مالِک دَ مرګ اظهار کوئ تر څو چه هغه را نۀ شى. ٢٧ نو دَ دے دَ پاره چه څوک په نامناسبه طريقے سره دَ مالِک ډوډئ خورى يا دَ هغۀ دَ پيالے نه څښى،هغه به دَ مالِک دَ بدن اَؤ وينے قصور وار وى. ٢٨ نو سړے دِ اول خپل ځان وآزميئ نو بيا دِ دَ هغه ډوډئ نه وخورى اَؤ دَ هغه پيالے نه وڅښى. ٢٩ ځکه چه څوک چه دَ خوراک څښاک په وخت دَ مالِک بدن ونۀ پيژنى،هغه به په هغه خوراک څښاک سزا بيا مُومى. ٣٠ په دے وجه خو په تاسو کښے ډير کمزورى اَؤ بيماران دى اَؤ ځنے مړۀ شوى دى. ٣١ که چرے مُونږ خپل ځان و آزميُو نو سزا به مو نۀ مُوندلے. ٣٢ خو مالِک مُونږ ته سزا دَ تربيت دَ پاره راکوى چه دَ دُنيا نورو خلقو سره مُجرمان نۀ شُو. ٣٣ زما ورُوڼو،دَ دے دَ پاره چه هر کله دَ عشا ربانى دَ پاره راجمع شئ نو دَ يو بل اِنتظار کوئ. ٣٤ که تاسو وږى يئ نو په کور کښے ډوډئ خورئ چه ستاسو رايوځائے کيدل دَ سزا باعث نۀ شى. نورے خبرے کله چه زَۀ درشم هغه به درستے کړم.

1 کورنتيانو 12

رُوحانى نعمتُونه

١ دَ رُوحانى نعمتُونو په باب کښے زَۀ نۀ غواړم چه تاسو نا خبر پاتے شئ. ٢ تاسو خبر يئ چه هر کله چه تاسو غير قوم وئ نو چا به چه په څۀ شان په بے ژبے بُتانو پسے بوتلئ هغه شان به تلئ. ٣ په دے وجه به زَۀ ضرور په تاسو تاکيد وکړم چه هر څوک چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله خبرے کوى،هغه به په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى اَؤ بغير دَ رُوحُ القُدس دَ وسيلے نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چه عيسىٰ مالِک دے. ٤ نعمتُونه خو قِسما قِسم دى خو رُوح يو دے. ٥ اَؤ خدمتُونه هم قِسما قِسم دى خو مالِک يو دے. ٦ اَؤ تاثيرُونه هم قِسما قِسم دى خو خُدائے يو دے چه په ټولو کښے دَ هر قِسم اَثر پيدا کوى. ٧ خو هر چا له دَ رُوحُ القُدس ظاهريدل دَ ټولو خلقو دَ فائدے دَ پاره ورکړے کيږى. ٨ ځکه چه يو ته دَ رُوح په وسيله دَ حِکمت کلام ورکړے شى اَؤ بل ته د هم هغه رُوح په وسيله دَ علميت کلام، ٩ چا ته دَ هغه رُوح په وسيله ايمان اَؤ چا ته هم دَ هغه رُوح په سبب دَ شفا ورکولو توان، ١٠ چا ته دَ مُعجزو طاقت،چا ته نبُوت،چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل،چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول. ١١ خو دا ټول تاثيرُونه هغه يو رُوح کوى اَؤ چا ته ئے چه غواړى هغۀ ته ئے ورکوى.

يو بدن اَؤ ډير اَندامُونه

١٢ ځکه لکه څنګه چه بدن يو دے اَؤ دَ هغۀ اَندامُونه ډير دى،اَؤ اګر که دَ بدن ټول اَندامُونه ډير دى خو ټول سره يو بدن دے،دغه شان مسيح هم دے. ١٣ ځکه چه مُونږ ټول که يهُوديان يُو که يُونانيان،که غُلام يُو که آزاد،مُونږ ټول په يو رُوح بپتسمه شُو چه دَ يو بدن په يووالى کښے داخل شُو،اَؤ خُدائے زمُونږ ټولو په زړُونو کښے يو رُوح واچولو. ١٤ دغه شان دَ بدن يو اَندام نۀ دے بلکه ډير دى. ١٥ که چرے پښه ووائى چه زَۀ لاس نۀ يم،دَ دے دَ پاره دَ بدن نۀ يم،نو په دے سبب خو هغه دَ بدن نه بهر نۀ ده. ١٦ اَؤ که غوږ ووائى چه زَۀ سترګه نۀ يم نو دَ بدن نه نۀ يم،نو هغه په دے سبب خو دَ بدن نه بهر نۀ دے. ١٧ که چرے ټول بدن هم سترګے وے نو آؤريدل به چرته وُو؟ اَؤ که چرے ټول بدن غوږُونه وے نو بوئيول به چرته وُو؟ ١٨ خو خُدائے په بدن کښے هر يو اَندام دَ خپلے مرضئ په مُطابق ايښے دے. ١٩ که هغه ټول يو اَندام وے نو بدن به چرته وُو؟ ٢٠ خو اوس اګر که اندامُونه ډير دى ولے بدن يو دے. ٢١ نو سترګه لاس ته نۀ شى وئيلے چه زَۀ ستا مُحتاجه نۀ يم،اَؤ نۀ سر پښو ته وئيلے شى چه زَۀ ستاسو مُحتاج نۀ يم. ٢٢ بلکه دَ بدن هغه اَندامُونه چه دَ نورو نه کمزورى معلُوميږى،ډير ضرورى دى. ٢٣ اَؤ دَ بدن هغه اَندامُونه چه مُونږ ئے دَ نورو په نسبت سپک ګڼُو،هم هغو ته زيات اهميت ورکوُو،اَؤ خپل بدرنګى اَندامُونه زيات په حيا ساتُو. ٢٤ حال دا دے چه زمُونږ ښکلى اَندامُونه مُحتاج نۀ دى. خو خُدائے بدن داسے جوړ کړے دے چه کُوم اَندام مُحتاج دے هم هغۀ ته زيات اهميت ورکړے شى، ٢٥ دَ پاره دَ دے چه په بدن کښے بے اِتفاقى پيدا نۀ شى بلکه اَندامُونه دَ يو بل برابر خيال وساتى. ٢٦ نو بيا که يو اَندام دړد ومُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه دړديږى،اَؤ که چرے يو اَندام عزت مُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه خوشحاليږى. ٢٧ هم دغه شان تاسو ټول په يو ځائے دَ مسيح بدن يئ اَؤ بيل بيل اَندامُونه يئ. ٢٨ اَؤ خُدائے په جماعت کښے بيل بيل کسان مُقرر کړل،اول رسُولان،دويم نبيان اَؤ دريم اُستاذان،بيا مُعجزے ښوُونکى،بيا شفا ورکوُونکى،مددګاران،اِنتظام کوُونکى اَؤ قِسما قِسم ژبے ويُونکى. ٢٩ آيا ټول رسُولان دى څۀ؟ آيا ټول نبيان دى څۀ؟ آيا ټول اُستاذان دى څۀ؟ آيا ټول مُعجزے ښوُونکى دى څۀ؟ ٣٠ آيا ټولو ته دَ شفا ورکولو طاقت ورکړے شوے دے څۀ؟ آيا ټول قِسما قِسم ژبے وائى څۀ؟ آيا ټول تشريح کوى څۀ؟ ٣١ تاسو دِ دَ ټولو نه دَ لويو نعمتُونو خواهش ولرئ. خو اوس به ئے زَۀ تاسو ته دَ ټولو نه غوره طريقه وښيم.

1 کورنتيانو 13

مينه

١ که چرے زَۀ دَ فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په ژبه خبرے کوم اَؤ مينه نۀ لرم نو زَۀ ټنګيدُونکے پيتل يا شرنګيدُونکے چڼچڼے يم. ٢ که زَۀ نبوت کولے شم اَؤ که ټول پټ حقيقت ما ته معلُوم وى اَؤ که دَ ټولو علمُونو ماهر شم اَؤ که زما ايمان به تر دے مضبُوط وى چه غرُونه وخوزوم،خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ نۀ يم. ٣ که زَۀ خپل ټول مال په خلقو وخوروم تر دے چه خپل بدن سوزولو ته ورکړم،خو که زَۀ مينه نۀ لرم نو هيڅ فائده نِشته. ٤ مينه صابره ده،مينه مهربانه ده اَؤ هيچا سره کينه نۀ لرى،مينه نۀ خو لافے وهى اَؤ نۀ لوئى کوى، ٥ نۀ بے ادبى کوى،نۀ په خپل مطلب پسے ګرزى،نۀ غصه کوى اَؤ نۀ بدګُمانى کوى. ٦ مينه دَ نورو دَ بدو حساب نۀ ساتى اَؤ نۀ دَ نورو په بدکارئ خوشحاليږى بلکه په رښتياؤ خوشحاليږى. ٧ داسے هيڅ څيز نِشته چه مينه ئے زغملے نۀ شى،په هر څۀ يقين کوى،دَ هر څۀ اُميد لرى اَؤ دَ هر څۀ زغم کوى. ٨ دَ مينے زوال نِشته. که نبيان وى نو دَ هغوئ کار به ختم شى،که ژبے وى نو ختمے به شى،که علم وى نو فنا به شى، ٩ ځکه چه زمُونږ علم اَؤ زمُونږ نبوت ناقِص دى. ١٠ خو کله چه کامِل راشى نو ناقِص به تير شى. ١١ کله چه زَۀ ماشُوم وم نو دَ ماشُومانو غوندے خبرے مے کولے،دَ ماشُومانو په شان طبيعت مے وُو اَؤ دَ ماشُومانو په شان مے پوهه وه،خو هر کله چه ځوان شوم نو دَ ماشُوموالى خبرے مے پريښودلے. ١٢ اوس مُونږ ته دا په آئينه کښے تَت تَت ښکارى خو په هغه وخت به ئے مخامخ ووينُو. په دے وخت زما عِلم ناقِص دے خو په هغه وخت به په پُوره طور وپيژندلے شم لکه چه خُدائے زَۀ پيژندلے يم. ١٣ لنډه دا چه ايمان،اُميد اَؤ مينه درے واړه پاتے کيږى خو په دوئ کښے مينه افضله ده.

1 کورنتيانو 14

ژبه اَؤ نبوت کول

١ اول دَ مينے لټُون کوئ خو دَ نور رُوحانى نعمتُونو هم خواهش لرئ،اَؤ دَ هغو نه خصوصًا دَ نبوت. ٢ څوک چه په روحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دَ خلقو سره نه،بلکه دَ خُدائے سره خبرے کوى،ځکه چه څوک دَ هغۀ په خبره پوهيږى نه اګر که هغه دَ رُوح په وسيله دَ راز خبرے کوى. ٣ خو څوک چه دَ خُدائے کلام آؤروى هغه دَ خلقو سره دَ آبادئ اَؤ نصيحت اَؤ دَ تسلئ خبرے کوى. ٤ څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى هغه دَ خپل ځان ترقى کوى اَؤ څوک چه نبُوت کوى هغه دَ جماعت ترقى کوى. ٥ زَۀ به په دے خوشحاله يم چه تاسو ټول په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوئ خو زيات دا غواړم چه تاسو دَ نبى په شان دَ خُدائے کلام دَ آؤرولو توان لرئ. اَؤ که رُوحانى ژبے ويُونکى دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره تشريح نۀ کوى نو بيشکه دَ نبى په شان کلام آؤروُونکے دَ هغۀ نه لوئے دے. ٦ زما ملګرو،تاسو فرض کړئ چه کله چه زَۀ تاسو ته درشم اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوم نو زَۀ تاسو ته څۀ فائده رسوم،تر څو چه زَۀ دَ کشف يا دَ عِلم يا دَ نبى په شان کلام يا دَ تعليم خبرے تاسو ته ونۀ کړم؟ ٧ تر دے چه بے ساه څيزُونه هم چه دَ کُومو نه چه آواز راوزى لکه شپيلئ يا رباب،که چرے دَ هغوئ په آوازُونو کښے فرق نۀ وى نو څوک به څۀ فرق کولے شى چه کُوم ساز غږيږى؟ ٨ که چرے دَ بګل آواز صفا نۀ وى نو جنګ ته به څوک ځان تيار کړى؟ ٩ هم دغه شان که چرے ستاسو په خپلو ژبو کښے خبرے صفا نۀ وى نو څوک به ستاسو په هغه خبره پوهه شى؟ تاسو به تش باد ته خبرے کوئ. ١٠ په دُنيا کښے څومره ژبے چه دى خو په دوئ کښے داسے يوه هم نِشته چه بے معنىٰ وى. ١١ خو که چرے زَۀ دَ خبرے کوُونکى په ژبه نۀ پوهيږم نو دَ هغۀ خبرے به ما ته پردئ ښکارى اَؤ زما به هغۀ ته پردئ ښکارى. ١٢ نو کله چه تاسو دَ رُوحانى نعمتُونو هواهِش لرئ نو داسے کوشِش کوئ چه ستاسو دا نعمتُونه دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى. ١٣ نو بيا زَۀ وايم چه څوک چه په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو هغه دِ دُعا وکړى چه دَ تشريح کولو جوګه شى. ١٤ دَ دے دَ پاره که زَۀ په دُعا کښے هم دغه شان ژبه اِستعمالوم نو زما رُوح خو دُعا کوى ولے عقل مے بے کاره دے. ١٥ نو بيا څۀ کول پکار دى؟زَۀ به په رُوح کښے هم دُعا غواړم اَؤ په عقل کښے به هم دُعا کوم،زَۀ به په رُوح کښے هم دَ ثنا سندرے ووايم اَؤ په عقل کښے هم. ١٦ فرض کړه،که تۀ په رُوح کښے ثنا کوے اَؤ يو نا آشنا سړے چه هلته موجُود وى نو هغه به ستا په شُکر ګُذارئ څنګه آمين ووائى؟ ځکه چه هغه په دے نۀ پوهيږى چه تۀ څۀ وايئے. ١٧ ستا شُکر ګُذارى خو ښه ده خو هغه بل سړى ته څۀ مدد نۀ ورکوى. ١٨ دَ خُدائے شُکر کوم چه زَۀ له تاسو نه زيات په رُوحانى ژبو کښے خبرے کوم. ١٩ خو زَۀ په جماعت کښے دَ نورو دَ تعليم اَؤ دَ پوهے دَ پاره تشے پنځۀ خبرے غوره ګڼم،په ځائے دَ دے چه په رُوحانى ژبه کښے لس زره خبرے وکړم. ٢٠ اَئے زما ملګرو! په پوهه کښے ماشُومان مه جوړيږئ،بدئ ته خو ماشُومان شئ خو په پوهه کښے ځوانان. ٢١ په تورات کښے ليکلى دىچه خُدائے وائى: «زَۀ به دے قوم ته په پردو ژبو اَؤ په غيرو شُونډو خبرے وکړم اَؤ بيا به هم هغوئ زما خبرے وانۀ ورى.» ٢٢ نو رُوحانى ژبے دَ ايماندارانو دَ پاره نه،بلکه دَ بے ايمانانو دَ پاره نخښے دى اَؤ دَ نبى په شان کلام کول دَ بے ايمانانو دَ پاره نه،بلکه دَ ايماندارانو دَ پاره نخښے دى. ٢٣ نو بيا که ټول جماعت يو ځائے راغونډ وى اَؤ رُوحانى ژبے وائى اَؤ نابلده يا بے ايمانه خلق دَ ننه راشى نو آيا هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟ ٢٤ خو که دَ نبى په شان کلام کوئ اَؤ څوک بے ايمانه يا نابلده دَ ننه راشى نو هغه به قائل شى اَؤ هر څۀ چه آؤرى،به دَ هغۀ جاج واخلى. ٢٥ اَؤ دَ هغۀ دَ زړۀ راز به څرګند شى اَؤ بيا به هغه پړ مخ په سجده پريوزى اَؤ اِقرار به وکړى چه بيشکه خُدائے په تاسو کښے دے!

هر څۀ په ترتيب سره کول

٢٦ نو اَئے زما ورُوڼو،لنډه دا چه هر کله چه تاسو عبادت ته جمع کيږئ نو هر يو دِ په تاسو کښے دَ زبُور،تعليم،کشف يا دَ رُوحانى ژبے دَ تشريح خيال لرى اَؤ دا ټولے خبرے به دِ دَ جماعت دَ ترقئ دَ پاره وى. ٢٧ که څوک په رُوحانى ژبه کښے خبرے کوى نو تش دوه کسان يا زيات نه زيات درے دِ وار په وار خبرے وکړى اَؤ څوک دِ ئے خامخا تشريح کوى. ٢٨ اَؤ کۀ څوک تشريح کوُونکے نۀ وى نو ښه به دا وى چه رُوحانى ژبه ويُونکے دِ په جماعت کښے چُپ پاتے شى اَؤ په خپل زړۀ کښے اَؤ دَ خُدائے سره دِ خبرے وکړى. ٢٩ که څوک دَ نبيانو په شان کلام کول غواړى نو په هغوئ کښے دوه يا درے تنه دِ خبرے وکړى اَؤ باقى دِ دَ هغۀ دَ خبرو جاج واخلى. ٣٠ خو که په موجُوده خلقو کښے چا ته دَ خُدائے کلام ورکړے شى نو وړُومبے کس دِ خاموش شى. ٣١ په تاسو ټولو کښے په يو وخت يو کس دَ نبى په شان کلام کولے شى،دَ دے دَ پاره چه ټول ئے زده کړى اَؤ تسلى مُوندلے شى. ٣٢ څوک چه دَ نبى په شان کلام کوى،هغوئ دِ په خپل ځان قابُو ساتى. ٣٣ ځکه چه خُدائے دَ بدنظمئ نه،بلکه دَ امن بانى دے. لکه چه دَ پاکانو په ټولو جماعتُونو کښے ده ٣٤ ښځے دِ خاموشے کښينى. هغوئ ته دَ خبرو کولو حُکم نِشته بلک دَ شريعت په مُطابق دِ تابعدارے اوسى. ٣٥ اَؤ که هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو دَ خپلو خاوندانو نه په کور کښے تپوس کولے شى. دا دَ شرم خبره ده چه ښځے دَ جماعت په غونډه کښے خبرے کوى. ٣٦ آيا دَ خُدائے کلام دَ تاسو نه راوتلے دے څۀ؟ يا صرف تاسو هغه خلق يئ چه تاسو له رارسيدلے دے؟ ٣٧ که چرے دَ چا نبى په شان کلام کولو يا ئے رُوحانى نعمت مُوندلے دے نو هغه دِ پوهه شى چه کُومے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم هغه دَ مالِک حُکم دے. ٣٨ اَؤ که چرے هغه دا نۀ منى نو نۀ دِ منى،هغه به هم نامنظور شى. ٣٩ نو ځکه اَئے زما ورُوڼو،لنډه دا چه دَ نبى په شان دَ کلام کولو خواهش لرئ اَؤ په رُوحانى ژبه کښے خبرے کول مه منع کوئ. ٤٠ خو ټولے خبرے په شائستګئ اَؤ ترتيب سره کوئ.

1 کورنتيانو 15

دَ مسيح بيا ژوندے کيدل

١ نو اوس زما ورُوڼو،زَۀ به تاسو ته هغه زيرے دريادوم کُوم چه ما وړاندے درکړے وُو،اَؤ تاسو قبول کړے وُو اَؤ پرے قائم هم يئ. ٢ اَؤ دَ دے زيرى په وسيله چه تاسو خلاصُون بيا مُومئ که تاسو زما په درکړى زيرى قائم يئ،که نۀ يئ نو ستاسو ايمان راؤړل عبث وُو. ٣ ما دَ ټولو نه وړُومبے هغه اهمه خبره در ورسوله کُومه چه ما ته رارسيدلے وه چه مسيح دَ کتابِ مُقدس په مُطابق زمونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره مړ شو، ٤ اَؤ ښخ شو اَؤ دَ کتاب مُقدس په مُطابق په دريمه ورځ بيا ژوندے پاڅيدلو. ٥ اَؤ هغه پطروس ته ښکاره شو اَؤ دَ هغۀ نه پس هغه دولسو کسانو ته. ٦ اَؤ بيا وروڼو ته چه دَ پنځو سوو نه زيات وُو چه يو ځل ښکاره شو چه په هغوئ کښے زيات کسان تر اوسه ژوندى دى اَؤ ځنے مړۀ دى. ٧ بيا يعقُوب ته ښکاره شو اَؤ دَ دے نه پس ټولو رسُولانو ته. ٨ اَؤ په آخر کښے ما ته ښکاره شو. دا داسے وه لکه چه بے نيټے زيږدلے، ٩ اَؤ په رسُولانو کښے له ټولو نه ورکوټے يم تر دے چه دَ رسُول بللو لايق هم نۀ يم ځکه چه ما په عذاب کړے وُو. ١٠ خو هر څۀ چه يم هغه دَ خُدائے په فضل يم،بلکه هغه فضل چه په ما وشو هغه بے فائدے ونۀ شو ځکه چه ما دَ هغوئ ټولو نه زياته خوارى وکړله. دا ما ونۀ کړل بلکه دَ خُدائے په هغه فضل وشوله چه په ما دے. ١١ بيا دا هيڅ خبره نۀ ده که زَۀ وم که هغوئ،مُونږ دغه زيرے آؤروُو اَؤ په دے تاسو ايمان راوړو.

زمُونږ بيا ژوندى کيدل

١٢ نو اوس که هم دغه څۀ مُونږ زيرے آؤروُو چه مسيح له مړو نه بيا را ژوندے شو نو په تاسو کښے ځنے دا څنګه وئيلے شى چه دَ مړو قيامت نِشته؟ ١٣ که دَ مړو قيامت نِشته نو بيا خو مسيح هم نۀ وُو بيا ژوندے شوے. ١٤ اَؤ که مسيح نۀ وُو ژوندے شوے نو بيا زمُونږ پيغام بے فائدے اَؤ بے معنىٰ دے اَؤ هم دغه شان ستاسو ايمان راوړل. ١٥ بلکه مُونږ دَ خُدائے دروغژن ګواهان شُو ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په بابت دا ګواهى ورکړے وه چه هغۀ مسيح راژوندے کړو. که چرے مړى نۀ راژوندى کوى نو بيا هغه ئے هم نۀ دے ژوندے کړے. ١٦ ځکه چه که مړى نۀ راژوندى کيږى نو مسيح هم نۀ وُو راژوندے شوے. ١٧ اَؤ که چرے مسيح نۀ وُو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان بے فائدے دے اَؤ تاسو هم هغه شان په خپلو زړو ګناهُونو کښے راګير يئ. ١٨ اَؤ کُوم ايمانداران چه مړۀ شول هغوئ هم هلاک شول ١٩ که چرے مُونږ صرف دَ دے ژوند دَ پاره په مسيح اُميد کړے دے نو بيا مُونږ په ټولو بنى آدمو کښے زيات بدنصيب يُو. ٢٠ خو په حقيقت کښے مسيح راژوندے شوے وُو. داسے هغه په مړو کښے اولنے ژوندے شوے سړے دے. ٢١ ځکه چه دَ يو سړى په سبب په دُنيا کښے مرګ راغے اَؤ دَ يو سړى په سبب دَ مړو نه راژوندى کيدل راغلل. ٢٢ لکه څنګه چه ټول خلق چه دَ آدم اَؤلاد دى،مرى،هغه شان څوک چه دَ مسيح دى ټول به ژوندى کړے شى. ٢٣ خو هر يو په خپل خپل وار،اول مسيح،بيا دَ مسيح په راتلو دَ هغۀ خلق. ٢٤ بيا به آخرت راشى،اَؤ کله چه مسيح ټول حُکومتُونه اَؤ ټول اِختيارُونه اَؤ قُدرتُونه نِشت کړى نو بادشاهى به خُدائے،يعنے خُدائے پلار ته په حواله کړى. ٢٥ ولے چه تر څو چه مسيح ټول دُښمنان تر پښو لاندے نۀ کړى هغۀ له بادشاهى کول ضرُورى ده. ٢٦ اَؤ دَ ټولو نه وروستے دُښمن چه به نِشت کړى،هغه مرګ دے. ٢٧ ځکه چه «خُدائے ټول څيزُونه دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړى دى،» خو دَ ټولو څيزُونو مطلب دا نۀ دے چه خُدائے په دے څيزُونو کښے شامل دے ځکه چه خُدائے دا ټول څيزُونه دَ مسيح دَ لاندے کړى دى. ٢٨ اَؤ هر کله چه ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ دَ لاندے کړى دى نو زوئے به هم دَ خُدائے دَ لاندے کړے شى چا چه ټول څيُزونه دَ هغۀ دَ لاندے کړل اَؤ دغه شان به خُدائے په ټولو کښے هر څۀ وى. ٢٩ اوس داسے خلق چه دَ مړو دَ پاره بپتسمه آخلى نو هغوئ داسے ولے کوى؟ که چرے مړى بيخى راژوندى کيږى نه،نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دَ بپتسمه آخستلو څۀ مطلب دے؟ ٣٠ اَؤ بيا مُونږ په خپله ولے هر وخت په خطره کښے يُو؟ ٣١ زما ورُوڼو! زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے زما وياړ يئ،باور وکړئ چه زَۀ هره ورځ مرم. ٣٢ که چرے زَۀ دَ بنى آدم په شان په اِفِسوس کښے دَ داړُونکو ځنارو سره وجنګيدلم نو ما ته څۀ فائده ده؟ که مړى به راژوندى نۀ شى نو «راځئ چه خورُو څښُو ځکه چه صبا خو هسے هم مړۀ کيږُو.» ٣٣ ګمراه کيږئ مه،دَ بدو ملګرتيا دَ سړى عادتُونه خرابوى. ٣٤ اَؤ دَ رښتُونى اَؤ غوره ژوندُون دَ پاره په هوش کښے راشئ اَؤ ګُناه پريږدئ زَۀ تاسو ته دا دَ شرم راوستلو دَ پاره وايم،ځنے داسے دى چه دَ خُدائے نه بے خبره دى.

راژوندے شوے جسم

٣٥ خو تاسو به تپوس کوئ چه مړى څنګه راژوندى شى اَؤ په څۀ قِسم جِسم کښے به راځى؟ ٣٦ اَئے نادانه! کُوم تُخم چه تۀ په خپله کرے نو تر څو چه هغه مړ نۀ شى تر هغے ژوندے کيږى نه. ٣٧ اَؤ څۀ چه تۀ کرے هغه دا وجُود نۀ دے چه دَ پيدا کيدُونکى دے بلکه صرف دانه ده که هغه دَ غنم وى يا دَ څۀ بل څيز. ٣٨ خو خُدائے چه څنګه اِراده وکړى هم هغه شان هغۀ ته وجُود ورکوى اَؤ هر تُخم ته خپل خاص وجُود. ٣٩ ټوله غوښه يو شان نۀ ده بلکه دَ انسان غوښه يو قِسم ده اَؤ دَ څاروو بل قِسم اَؤ دَ مرغانو بل قِسم اَؤ دَ کبانو غوښه بل قِسم ده. ٤٠ آسمانى څيزُونه قِسما قِسم دى اَؤ دَ مزکے هم،خو آسمانى جلال يو څۀ دے اَؤ دَ مزکے بل څۀ. ٤١ دَ نمر جلال يو څۀ دے،دَ سپوږمئ جلال به څۀ،دَ ستورو جلال بل څۀ،ځکه چه دَ ستورى ستورى په جلال کښے فرق دے. ٤٢ دَ مړو راژوندئے کيدل هم دغسے دى، دَ فنا په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ بقا په حالت کښے راژوندى کيږى. ٤٣ دَ بے عزتئ په حالت کښے ښخولے شى اَؤ دَ جلال په حالت کښے راژوندى کيږى،په کمزورتيا کښے ښخولے شى اَؤ په طاقت کښے راژوندى شى. ٤٤ جسمانى وجُود ښخولے شى اَؤ رُوحانى وجُود راژوندے کيږى.هر کله چه نفسانى وجُود شته نو رُوحانى وجُود هم شته. ٤٥ هم دغه شان ليکلى دى: «اول سړے،يعنے آدم ژوندے نفس جوړ شو،خو آخرى آدم ژوندُون ورکُوونکے رُوح جوړ شو.» ٤٦ خو رُوحانى اول نۀ وُو بلکه نفسانى،اَؤ دَ دے نه پس رُوحانى شو. ٤٧ اول سړے دَ مزکے نه،يعنے خاکى وُو،اَؤ دويم سړے آسمانى وُو. اَؤ څنګه چه هغه خاکى وُو هغه شان به نور هم خاکى وى ٤٨ اَؤ څنګه چه هغه آسمانى وُو هغه شان به نور هم آسمانى وى، ٤٩ اَؤ څنګه چه مُونږ دَ دے خاکى په صُورت جوړ شوى يُو دغه شان به په آسمانى صُورت کښے هم شُو. ٥٠ زما ورُوڼو،زما مطلب دا دے چه دَ اِنسان جسم دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارث نۀ شى کيدے اَؤ دا جِسم چه مړ کيدُونکے دے دَ بقا وارث کيدے نۀ شى. ٥١ ګورئ! زَۀ به درته يوه دَ راز خبره کوم چه مُونږ ټول خو به نۀ مرُو بلکه مُونږ ټول به بدل شُو، ٥٢ دَ سترګے په يو رپ کښے چه ورستے بګل وغږيږى اؤ دَ بګل دَ آواز سره به مړى په غير فانى حالت کښے راژوندى شى،اَؤ مُونږ به بدل شُو. ٥٣ ځکه چه ضرورى دى چه دا مړ کيدُونکے جِسم دِ غير فانى جامے واغوندى اَؤ دا مړ کيدُونکے جِسم دِ دَ آبدى ژوندُون جامے واچوى. ٥٤ اَؤ هر کله چه دا فانى جِسم غير فانى،اَؤ دا مړ کيدونکے جِسم آبدى جامے واچوى،نو هغه قول به پُوره شى چه ليکلى شوى دى چه: «مرګ ختم کړے شو فتح وکړے شوه» ٥٥ «اَئے مرګه! ستا هغه فتح څۀ شوه؟ اَئے مرګه! ستا دَ طاقت هغه لشه څۀ شوه؟» ٥٦ دَ مرګ لشه ګُناه ده اَؤ ګُناه دَ شريعت نه خپل طاقت بيا مُومى. ٥٧ خو دَ خُدائے شُکر دے چه هغۀ مُونږ ته دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى. ٥٨ نو اَئے زما خوږو ورُوڼو! ټينګ اَؤ قائم اوسئ اَؤ هميشه دَ مالِک په کار کښے بوخت اوسئ ځکه چه تاسو خبر يئ چه په مالِک کښے ستاسو خوارى بے فائدے نۀ ده.

1 کورنتيانو 16

دَ زبرګانو دَ پاره چنده

١ اوس دَ هغے چندے په حقله چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى څنګه چه ما دَ ګلتيانو جماعتُونو ته حُکم کړے دے،هغسے تاسو هم وکړئ. ٢ دَ هفتے په وړُومبئ ورځ په تاسو کښے دِ هر څوک دَ خپلے ګټے په مُطابق دَ خپل ځان سره څۀ جمع کړى،دَ دے دَ پاره چه زما په راتلو دَ چندے کولو حاجت نۀ پيښيږى. ٣ اَؤ کله چه زَۀ درشم نو چه څوک ستاسو خوښ وى،هغوئ له به زَۀ خط ورکړم اَؤ وبه ئے ليږم چه ستاسو شُکرانه بيتُ المُقدس ته يوسى. ٤ اَؤ که زما تلل هم مُناسب وى نو هغوئ به ما سره لاړ شى.

دَ سفر دَ پاره منصُوبے

٥ اَؤ زَۀ به دَ مِکدونيه په لاره تاسو له درشم ځکه چه ما ته دَ مِکدونيه په لاره هسے هم تلل دى. ٦ شايد چه ستاسو سره ايسار شم اَؤ ژمے به تاسو سره تير کړم بيا چه کُوم پلو چه زَۀ دَ تلو نيت وکړم نو تاسو به مے واستوئ. ٧ ځکه چه زَۀ اوس په لاره کښے تاسو سره مُلاقات کول نۀ غواړم بلکه زما دا اُميد دے چه که مالِک وغوښتل نو څۀ ورځے به تاسو سره تيرے کړم. ٨ خو زَۀ به دَ پنتکُست اختر پورے په اِفِسوس کښے يم. ٩ ځکه چه زما دَ پاره دَ فائده مند کار يوه لويه دروازه خلاصه ده اَؤ مُخالفان ډير دى. ١٠ که چرے تيموتيوس درشى نو خيال ئے وساتئ اَؤ دَ زړۀ دَ اِخلاصه هغه قبُول کړئ ځکه چه هغه زما په شان دَ مالِک کار کوى. ١١ نو بايد چه هغه څوک سپک نۀ کړئ بلکه هغه صحيح سلامت دے لور ته را رُخصت کړئ چه ما ته راشى ځکه چه دَ نورو ورُوڼو سره دَ هغۀ اِنتظار کوم. ١٢ اَؤ ورور اپولوس ته ما ډير خواست وکړو چه دَ ورُوڼو سره تاسو ته درشى خو هغه دا وخت په درتلو بلکل راضى نۀ شو،خو هر کله چه موقع ورته په لاس ورشى نو دربه شى.

آخرى خواهش اَؤ سلام

١٣ بيدار اوسئ،ايمان قائم لرئ،زړۀ ور شئ،مضبوط اوسئ. ١٤ څۀ چه کوئ په مينه ئے کوئ. ١٥ اَئے ورُوڼو،تاسو دَ ستِفانوس خاندان پيژنئ چه هغه په اخيه کښے وړُومبى ايمانداران شول اَؤ دَ پاکانو په خدمت کښے تل ولاړ دى. ١٦ پس زَۀ درته دا سوال کوم چه دَ داسے خلقو تابع اوسئ بلکه دَ هر داسے سړى چه په دے کار اَؤ زيار کښے شريک دے. ١٧ اَؤ زَۀ دَ ستِفنانوس اَؤ دَ فرتوناتوس اَؤ اخيکوس په راتلو ډيرخوشحاله يم ځکه چه څۀ چه ستاسو نه پاتے شوى وُو،هغه هغوئ پُوره کړل. ١٨ اَؤ هغوئ زما اَؤ ستاسو رُوح تازه کړو نو دَ داسے کسانو ومنئ. ١٩ دَ ايشيا جماعتونه درته سلام وائى،اکوله اَؤ پرسکيله دَ هغے جماعت سره چه دَ هغوئ په کور کښے ده تاسو ته په مالِک کښے ډير ډير سلام کوى. ٢٠ ټول ورُوڼه درته سلام کوى. يو بل په پاکه مينه ښکل کړئ اَؤ په يو بل سلام ووايئ. ٢١ زَۀ پولوس درته په خپل لاس سلام ليکم. ٢٢ څوک چه دَ مالِک سره مينه نۀ لرى په هغۀ دِ لعنت وى،مالِک راتلُونکے دے. ٢٣ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ په تاسو وى. ٢٤ تاسو ټولو ته چه په عيسىٰ مسيح کښے يئ،دِ زما مينه قبُوله شى.

2 کورنتيانو 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے اَؤ ورور تيموتيوس له طرفه دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم کُوم چه په کورنتوس کښے دے اَؤ دَ ټولو اخيه دَ پاکانو په نُوم، ٢ زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه په تاسو فضل اَؤ سلامتى دِ حاصله وى.

دَ پولوس دَ خُدائے شُکر ګُذارى

٣ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه دَ رحمتُونو پلار اَؤ دَ هر قِسم تسلئ خُدائے دے. ٤ هغه زمُونږ په ټولو مُصيبتُونو کښے مُونږ له تسلى راکوى دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغۀ تسلئ سره چه مُونږ له ئے راکوى هغو ته هم مُونږ دَ تسلئ ورکولو جوګه شُو څوک چه په څۀ نه څۀ مُصيبت کښے ګير دى. ٥ ځکه چه څۀ رنګ دَ مسح تکليفُونه په مُونږ زياتيږى دغه شان دَ مسيح په وسيله زمُونږ تسلئ هم زياتيږى. ٦ که مُونږ مُصيبتُونه تيروُو نو ستاسو دَ تسلئ اَؤ خلاصُون دَ خاطره اَؤ که تسلى مُومُو نو ستاسو دَ تسلئ په خاطر دَ کُومے په تاثير چه تاسو په صبر هغه تکليفُونه وزغمئ کُوم چه مونږه هم زغمُو. ٧ اَؤ زمُونږ اُميد ستاسو په حقله ډير کلک دے ځکه چه مُونږ په دے پوهه يُو چه څۀ رنګ چه تاسو په تکليفُونو کښے شريک يئ،هم دغه شان په تسلئ کښے هم يئ. ٨ اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړُو چه تاسو دِ دَ هغه مُصيبت نه ناخبره پاتے شئ کُوم چه دَ ايشيا په صُوبه کښے په مُونږ راغلو اَؤ زمُونږ دَ حد نه بهر اَؤ دَ طاقت نه زيات وُو اَؤ تر دے چه مُونږ دَ ژوندانۀ نه هم لاس ووينځو. ٩ بلکه په خپل ځان مو دَ مرګ دَ حُکم يقين وشو دَ دے دَ پاره چه په ځان هيڅ ويسا پاتے نۀ شى بلکه په هغه خُدائے څوک چه مړى ژوندى کوى. ١٠ نو هم هغۀ مُونږ دَ داسے لوئے هلاکت نه خلاص کړُو اَؤ خلاصوى به مو،اَؤ مُونږ دَ هغۀ نه دا اُميد لرُو چه وړاندے به مو هم خلاصوى. ١١ اَؤ که چرے تاسو هم په جمع دُعا سره زمُونږ مدد کوئ،نو خُدائے به دَ ډيرو خلقو دَ دُعا جواب ورکړى،اَؤ هم ډير خلق به زمُونږ دَ آزاديدو دَ خاطره دَ هغۀ شُکر وکړى.

دَ پولوس دَ مُلاقات اِراده بدلول

١٢ مُونږ ته په دے خبره فخر دے بلکه زمُونږ زړۀ ګواهى کوى چه دُنيا ته اَؤ خاص تاسو ته دَ خُدائے غوندے دَ رښتينوالى اَؤ دَ زړۀ دَ پاکوالى سره ګُذران کولو اَؤ مُونږ دَ دُنيا دَ حِکمت نه کار وانۀ خستو بلکه دَ خُدائے په فضل مو باور وکړو. ١٣ مُونږ تاسو ته نورے خبرے نۀ ليکُو بغير دَ هغو نه کومے چه تاسو لولئ يا ئے منئ،اَؤ زما اُميد دے چه تر آخره پورے به پرے پوهيږئ. ١٤ څۀ رنګ چه تاسو به په مُونږ فخر کوئ دغه رنګ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ به مُونږ په تاسو فخر کوُو. ١٥ اَؤ هم په دے باور ما دا اِراده کړے وه چه اول تاسو له درشم دَ دے دَ پاره چه تاسو سره دوه ځله ملاقات وشى، ١٦ اَؤ ستاسو په لاره مِکدونيه ته لاړ شم اَؤ دَ مِکدونيه نه به بيا تاسو له درشم اَؤ تاسو مے يهُوديه ته رُخصت کړئ. ١٧ پس ما چه دا اِراده کړے وه نو آيا زَۀ ګنى خپلے اِرادے څۀ زر زر بدلوم؟ اؤ زۀ دَ يو دُنياوى سړى په شان خپله اِراده هو په نه اؤ نه په هو کښے بدلوم؟ ١٨ لکه چه خُدائے رښتينے دے دغه شان زمُونږ لوظ تاسو سره وُو،يعنے دَ هو په ځائے هو اَؤ دَ نه په ځائے نه. ١٩ ځکه چه دَ خُدائے زوئے عيسىٰ مسيح دَ چا زيرے چه مُونږ،يعنے ما اَؤ سيلوانوس اَؤ تيموتيوس په تاسو کښے خور کړے دے،په هغۀ کښے داسے خبرے نۀ وے چه هو وے اَؤ بيا وروستو په نه کښے بدلے شوے بلکه هو،هو پاتے شو. ٢٠ ځکه چه دَ خُدائے چه هر څومره لوظُونه دى هغه په مسيح کښے هو شُو،اَؤ هم دغه وجه ده چه دَ هغۀ په وسيله پرے آمين هم وشو،دَ دے دَ پاره چه زمُونږ په وسيله دَ خُدائے جلال څرګندشى. ٢١ اَؤ په حقيقت کښے خُدائے چه ئے تاسو اَؤ مُونږ په مسيح کښے مضبُوط کړى يُو،هغۀ مُونږ غوره کړى يُو، ٢٢ اَؤ خپل مُهر ئے په مُونږ لګولے دے چه مُونږ دَ هغۀ يُو اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے خپل رُوح اچولے دے چه دَ راتلُونکو برکتُونو ضمانت دے. ٢٣ زَۀ خُدائے خپل ګواه کوم چه زَۀ تر اوسه کورنتوس ته ځکه نۀ يم راغلے چه په تاسو مے رحم کيدو. ٢٤ زمُونږ مقصد دا نۀ دے چه مُونږ دَ ايمان په خبرو په تاسو خامخا حُکم وچلوُو. مُونږ ته معلُومه ده چه تاسو په ايمان کښے قائم يئ اَؤ مُونږ تش تاسو سره ستاسو دَ خوشحالئ سبب جوړيدل غواړُو.

2 کورنتيانو 2

١ ما په خپل زړۀ کښے دا اِراده کړے وه چه که زما درتلل تاسو له دَ غم سبب ګرځى نو بيا تاسو له نۀ درځم. ٢ ځکه چه که زَۀ تاسو غمژن کړم نو ما به څوک خوشحالوى،بغير دَ هغو نه څوک چه زما په وجه غمژن شوى دى. ٣ اَؤ ما تاسو ته هغه خبره ليکلے وه دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما په راتلو چه ما ته په چا خوشحاليدل په کار دى زَۀ دِ دَ هغوئ په وجه غمژن يم،ځکه چه زما په تاسو ټولو دَ دے خبرے باور دے چه کُومه چه زما خوشحالى ده هغه ستاسو دَ ټولو ده. ٤ ځکه چه ما دَ ډير مُصيبت اَؤ دَ خفګان په حالت کښے په ډيرو اوښکو سره تاسو ته ليکلى وُو خو دَ دے دَ پاره نه چه تاسو دِ غمژن شئ بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو هغه لوئے مُحبت معلُوم کړئ،کُوم چه زما تاسو سره دے.

قصُوروار له مُعافى ورکول

٥ اَؤ که څوک ستاسو په مينځ کښے دَ غم سبب شوے دے نو هغه تش زما دَ غم نه،بلکه څۀ قدرے ستاسو ټولو دَ غم باعث شو،دَ دے دَ پاره چه په هغۀ زياته سختى ونۀ کړم. ٦ دغه سزا چه هغۀ دَ ډيرو خلقو له طرف نه ومُونده دَ داسے سړى دَ پاره پُوره ده. ٧ پس دَ دے برعکس غوره دا ده چه دَ هغۀ قصُور مُعاف کړئ اَؤ تسلى ورکړئ دَ دے دَ پاره چه هغه دَ غم دَ زياتوالى په وجه تباه نۀ شى. ٨ دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته سوال کوم چه دَ هغۀ په حقله مُحبت ښکاره کړئ. ٩ ځکه چه ما دَ دے دَ پاره هم ليکلى وُو چه تاسو وآزمائيم چه تاسو په ټولو خبرو کښے حُکم منُونکى يئ اَؤ که نه. ١٠ تاسو چه چا ته څۀ مُعاف کوئ هغۀ ته ئے زَۀ هم مُعاف کوم ځکه چه هغه څۀ چه مُعاف کړى وى نو دَ مسيح دَ قائم مُقام کيدو په سبب مے ستاسو دَ خاطره مُعاف کړى دى، ١١ دَ دے دَ پاره چه دَ شيطان وار راباندے کامياب نۀ شى ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ چلُونو نه ناواقفه نۀ يُو.

دَ پولوس انديښنه اَؤ مرسته

١٢ اَؤ هر کله چه زَۀ دَ مسيح زيرى ورکولو له ترواس ته راغلم اَؤ مالِک ما ته دروازه خلاصه کړه، ١٣ نو زما رُوح آرام ونۀ مُوندو ځکه چه ما خپل ورور تيطوس ونۀ مُوندو،نو دَ هغوئ نه مے رُخصت واخستو اَؤ مِکدونيه ته لاړم. ١٤ خو دَ خُدائے شُکر دے څوک چه په مسيح کښے مُونږ لکه دَ قيديانو دَ فتحمندئ په جُلوس بيائى اَؤ دَ هغۀ دَ عِلم خوشبُوئ زمُونږ په وسيله په هر ځائے خوروى. ١٥ ځکه چه مُونږ دَ خُدائے په نزد خلاصُون موندُونکو اَؤ هلاکيدُونکو،دواړو دَ پاره،دَ مسيح خُوشبُو يُو. ١٦ بعضو ته دَ مړ کيدو دَ پاره دَ مرګ بُوئ اَؤ بعضو له دَ ژوندانۀ دَ پاره دَ ژوندُون بوئ يُو،اَؤ څوک دے چه دَ دے خبرو لائق دے؟ ١٧ ځکه چه مُونږ دَ بنجارى په شان نۀ يُو،څوک چه دَ خُدائے کلام خرڅوى بلکه مُونږ دَ زړۀ په صفايئ اَؤ دَ خُدائے دَ طرفه خُدائے حاضر ګڼُو اَؤ دَ مسيح دَ خادمانو په شان خبرے کوُو.

2 کورنتيانو 3

دَ نوى لوظ خادمان

١ آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دراوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟ ٢ زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے،هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے. ٣ ښکاره ده چه تاسو مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے،په سياهى نه،بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره،دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے. ٤ مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو، ٥ په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے، ٦ چا چه مُونږ دَ نوى لوظ دَ خادم کيدو جوګه کړى يُو،نۀ دَ ليکلى شريعت دَ لوظ نه،بلکه دَ رُوح دَ لوظ،ځکه چه ليکلے شريعت وژل کوى خو رُوح ژوندے کوى. ٧ اَؤ هر کله چه دَ مرګ هغه لوظ حرفُونه چه په ګټو ليکلى شوى وُو دَ دومره جلال وُو چه بنى اِسرائيل دَ مُوسىٰ په مخ دَ هغه جلال په سبب کُوم چه دَ هغۀ په مخ وُو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول،سره دَ دے چه په کميدو وُو، ٨ نو دَ رُوح لوظ خو به بے شکه دَ دے نه زيات دَ جلال سره وى! ٩ ځکه چه که چرے مجرموُونکے لوظ دَ جلال وُو نو دَ صادقوُونکى لوظ خو به ضرور دَ دے نه زيات جلالى وى! ١٠ هغه جلال چه دَ څۀ وخت دَ پاره جلالى وُو نو اوس دَ جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى. ١١ ولے چه هر کله چه فنا کيدُونکى څيزُونه جلالى وُو نو پاتے کيدُونکے څيز خو به خامخا جلالى وى. ١٢ نو بيا مُونږ په دے اُميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو، ١٣ اَؤ دَ مُوسىٰ په شان نه،چا چه دَ دے دَ پاره په خپل مخ نقاب اچولے وُو چه بنى اِسرائيل دَ هغۀ دَ فانى جلال اَنجام ونۀ ليدے شى. ١٤ خو دَ هغوئ زړُونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے دَ زوړ عهد لوستلو په وخت دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته ده اَؤ دا پړده يواځے دَ مسيح په وسيله پورته کيږى. ١٥ خو تر دے ورځے چه کله هم دَ مُوسىٰ کتاب لوستلے کيږى دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته وى. ١٦ خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى. ١٧ اَؤ مالِک رُوح دے اَؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دے،هلته آزادى ده. ١٨ اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى،نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.

2 کورنتيانو 4

دَ خاؤرے په لوښو خزانه

١ پس هر کله چه په مُونږ داسے رحم وشو چه مُونږ ته دا خدمت وسپارلے شو نو مُونږ هِمت نۀ بائيلو، ٢ بلکه مُونږ دَ شرم پټے خبرے پريښودے اَؤ دَ مکارئ چلند نۀ کوُو،نۀ دَ خُدائے په کلام کښے څۀ ګډُون کوُو. بلکه حق ظاهروُو اَؤ دَ خُدائے په نزد دَ هر چا دَ ضمير په وړاندے خپل ځان ښکاره کوُو. ٣ اَؤ که چرے زمُونږ په زيرى پړده پرته ده نو دا تشه دَ هلاکيدُونکو دَ پاره ده، ٤ يعنے هغه به ايمان نۀ راؤړى ځکه چه دَ دے بدى دُنيا سردار يعنے شيطان دَ هغوئ عقل ړُوند کړے دے،دَ دے دَ پاره چه مسيح څوک چه دَ خُدائے په شکل دے،دَ هغۀ دَ جلال دَ زيرى رڼا په هغوئ ونۀ ځليږى. ٥ ځکه چه مُونږ خپل نه،بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى تبليغ کوُو،ځکه چه هغه مالِک دے اَؤ دَ خپل ځان په حقله داسے وايُو چه مُونږ دَ عيسىٰ په خاطر ستاسو غُلامان يُو. ٦ اَؤ خُدائے چه دا ئے وئيلى دى چه «دَ تيارے نه دِ رڼا وځليږى» نو هغه زمُونږ په زړُونو کښے وځلوله چه دَ خُدائے جلال وپيژنُو چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مخ نه ځليږى. ٧ دَ زيرى دا کلام چه مُونږ سره دے دَ يوے خزانے په شان دے چه دَ خاوُرو په لوښو کښے وى. خو داسے کيدل ضرورى دى چه دا ښکاره شى چه دَ حده هورته قُدرت دَ خُدائے له طرف نه دے،نه چه زمُونږ له طرف نه. ٨ مُونږ دَ هر طرف نه مُصيبتُونه خو اُوچتوُو خو زپلے کيږو نه،پريشان کيږُو ضرور خو نا اُميد نۀ يُو، ٩ تنګولے کيږو خو يواځے پريښولے کيږُو نه،غورزولے کيږُو خو هلاکيږُو نه. ١٠ زمُونږ په وجود کښے هر وخت دَ مسيح دَ مرګ نخښه ده چه دَ عيسىٰ ژوندُون هم زمُونږ په وجُود کښے څرګند شى. ١١ ځکه چه مُونږ په ژوندانۀ دَ عيسىٰ دَ خاطره هميشه مرګ ته سپارلے کيږُو چه دَ عيسىٰ ژوند هم زمُونږ په فانى جسم کښے څرګند شى. ١٢ پس مرګ خو په مُونږ کښے اثر کوى اَؤ ژوندُون په تاسو کښے. ١٣ اَؤ چه پاک کلام کښے ليکلى دى چه: «ما ايمان راوړو اَؤ ځکه مے خبرے کولے،» نو په مُونږ کښے هم دَ ايمان هغه رُوح دے،پس مُونږ هم ايمان راوړے دے اَؤ ځکه خبرے کوُو. ١٤ ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه چا چه مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مُونږ هم دَ هغۀ سره ژوندى کړى اَؤ تاسو سره به مو په خپل مخکښے حاضر کړى. ١٥ څۀ چه مُونږ په ځان تيروُو هغه ستاسو دَ خاطره تيروُو اَؤ څنګه چه دَ خُدائے فضل په خلقو زياتيږى نو دَ خلقو شُکر ګُزارئ هم زياتيږى چه دَ خُدائے جلال څرګند شى.

دَ ايمان په وسيله ژوندُون

١٦ دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختيږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى. ١٧ نو دغه شان زمُونږ دَ يو ساعت لږ مُصيبت زمُونږ دَ پاره بے کچه درُوند اَؤ آبدى جلال پيدا کوى. ١٨ اَؤ په کُوم حال کښے چه مُونږ په ليدلو څيزُونو نه،بلکه په ناليدلو څيزُونو نظر لرُو ځکه چه ليدلى څيزُونه فانى دى اَؤ ناليدلى څيزُونه آبدى دى.

2 کورنتيانو 5

١ نو مُونږ په دے پوهه يُو چه زمُونږ وجُود دَ يو تمبُو په شان دے. کله چه دا تمبُو چه په مزکه دے،راوغورزولے شى نو مُونږ ته به دَ خُدائے له طرفه په آسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کُومه چه به په لاس دَ جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه آبدى به وى. ٢ څنګه چه مُونږ په دے وجُود کښے کړيږُو اَؤ ډير ارمانجن يُو چه په خپل آسمانى کور کښے داخل شُو، ٣ اَؤ په هغۀ کښے لکه په جامه بربنډ ځان پټ کړُو . ٤ ځکه چه په دے تمبُو کښے په اوسيدو مُونږ دَ بوج دَ زوره په زبيرګو يُو دَ دے دَ پاره نه چه مونږ دا جامه ويستل غواړو بلکه په دے باندے بله اغوستل غواړُو،دَ دے دَ پاره چه کُومه چه فنا کيدُونکى ده هغه په غير فانى کښے بدله شى. ٥ اَؤ چا چه مُونږ دَ دے کار دَ پاره تيار کړُو هغه خُدائے دے اَؤ هغۀ مُونږ ته په بيعانه کښے خپل رُوح راکړو. ٦ ځکه چه مُونږ تل تر تله تسلى لرُو اَؤ په دے پوهيږُو چه تر څو چه مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو نو دَ مالِک په کور کښے نۀ يُو. ٧ ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَ وُو،نۀ چه دَ سترګو په ليدلو. ٨ غرض دا چه زمُونږ تسلى ده چه مُونږ دَ وجُود غوندے کور به پريږدُو اَؤ دَ مالِک سره اوسيدل زيات خوښوُو. ٩ که مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو يا دَ مالِک سره،خو زمُونږ دَ ټولو نه لوئے مقصد دا دے چه مالِک خوشحاله کړُو. ١٠ ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.

دَ پُخلا خادم

١١ نو مُونږ دَ خُدائے دَ ويرے په مطلب پوهيږُو نو ځکه مُونږ دَ اِنسان دَ قانع کولو کوشِش کوُو. په خُدائے باندے زمُونږ حال ظاهر دے اَؤ دا اُميد دے چه زمُونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى. ١٢ نو مُونږ خپله نيکنامى په تاسو نۀ زياتُوو بلکه مُونږ په خپله تاسو له موقعه درکوُو چه په مُونږ فخر وکړئ دَ دِے دَ پاره چه تاسو هغوئ له جواب ورکړئ شئ څوک چه په ظاهر فخر کوى خو په باطن نه. ١٣ که چرے مُونږ په خود کښے نۀ يُو نو دَ خُدائے دَ پاره يُو اَؤ که په خود کښے يُو نو ستاسو دَ پاره يُو. ١٤ دَ مسيح مينه مُونږ مجبوروى ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه که يو دَ ټولو دَ پاره مړ شو نو ټول مړۀ شول. ١٥ اَؤ هغه دَ دے خاطره دَ ټولو دَ پاره مړ شو چه څوک چه ژوندى دى هغه دِ بيا دَ ځان دَ پاره نۀ وى ژوندى بلکه دَ هغۀ دَ خاطره دِ ژوندى وى څوک چه دَ هغوئ دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو. ١٦ نو اوس به مُونږ دَ چا په باب کښے اِنسانى رائے نۀ لرُو اګر که مُونږ دَ مسيح په باب کښے يو وخت اِنسانى رائے لرله خو اوس به داسے نۀ کُوو. ١٧ دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے،زاړۀ څيزُونه تير شول،وګورئ هغه اوس نوى شول. ١٨ ټول څيزُونه دَ خُدائے له طرفه دى چا چه دَ مسيح په وسيله دَ خپل ځان سره مُونږ پُخلا کړلُو اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے مُونږ ته سپارلے دے. ١٩ مطلب دا چه خُدائے دَ مسيح په وسيله دُنيا دَ خپل ځان سره پُخلا کوله اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه ئے دَ هغوئ په ذمه وانۀ چول اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے زمُونږ په حواله کړو. ٢٠ نو اوس مُونږ دَ مسيح اَستازى يُو ګويا زمُونږ په وسيله خُدائے دا خواست کوى،مُونږ دَ مسيح دَ طرف نه منت کوُو چه دَ خُدائے سره پُخلا شئ. ٢١ هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائے هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښے دَ خُدائے صداقت شُو.

2 کورنتيانو 6

١ اَؤ مُونږ چه دَ خُدائے په کار کښے شريک يُو،دا خواست کوُو چه دَ خُدائے کُوم فضل چه تاسو قبُول کړے دے،هغه عبث مه ګڼئ. ٢ څنګه چه هغه په خپله فرمائى: «ما دَ خپل فضل په وخت ستاسو واؤريدل اَؤ دَ خلاصُون په ورځ مے ستاسو مدد وکړو.» ګورئ دَ قبليدو وخت اوس راغلے دے،ګورئ دا دَ خلاصُون ورځ ده! ٣ دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خدمت ضائع نۀ شى نو مُونږ په هيڅ خبره کښے دَ تيندک خوړلو موقع نۀ ورکوُو، ٤ بلکه دَ خُدائے دَ خادمانو په شان په هره خبره کښے خپل ځان ښکاره کوُو،يعنے ډير په صبر،په مُصيبت،په حاجتمندئ اَؤ په تنګسياؤ، ٥ په کروړو خوړلو،په قيد،په ګړبړ،په محنت،په شوګيرو،په لوږه، ٦ په پاکئ،په عِلم،په زغم،په مهربانئ،په رُوحُ القُدس،په بے ريا مينه، ٧ په حق کلام سره،دَ خُدائے په قُدرت،دَ صداقت په وسلو چه حمله کوى اَؤ دفاع کوى، ٨ په عزت اَؤ بے عزتئ،دَ بدنامئ اَؤ نيکنامئ په وسيله،اګر که ګُمراه کوُونکى معلُوميږُو خو بيا هم رښتينى يُو، ٩ نامعلُوم يُو خو بيا هم مشهُور يُو،مړ کيدُونکى يُو خو ګورئ ژوندى يُو،وهل خوړُونکى يُو خو مړۀ کيږُو نه، ١٠ غمژن يُو خو تل خوشحاله اوسُو،غريبان يُو خو ډير خلق غنيان کوُو،خواران يُو خو بيا هم هر څۀ لرُو. ١١ اَئے کورنتيانو! مُونږ ستاسو سره صفا خبرے وکړلے اَؤ مُونږ تاسو ټولو ته خپل زړُونه پرانستلى دى ١٢ زمُونږ زړُونه تنګ نۀ دى خو ستاسو زړُونه تنګ دى. ١٣ لکه څۀ رنګ چه پلار خپلو بچو ته وائى نو تاسو هم په بدل کښے مُونږ ته خپل زړُونه پرانزئ.

دَ ژوندى خُدائے کور

١٤ څوک چه په مسيح ايمان نۀ لرى،دَ هغوئ سره په جغ کښے مه ځئ. دَ صداقت اَؤ ناصداقت په خپلو کښے څۀ تعلق؟ بيا دَ رڼا اَؤ تيارے دَ يو بل سره څۀ کار؟ ١٥ آيا مسيح دَ شيطان سره اِتفاق کولے شى يا يو ايماندار دَ يو بے ايمان سره څۀ تعلق ساتلے شى څۀ؟ ١٦ آيا دَ خُدائے کور دَ بُتانو سره څۀ جوړښت لرى؟ ولے چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے کور يُو لکه چه خُدائے په خپله فرمائى چه: «زَۀ به په هغوئ کښے اوسم اَؤ په هغوئ کښے به ګرزم، اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما خلق وى.» ١٧ دَ دے دَ پاره مالِک وائى چه: «دَ هغوئ نه راوزئ اَؤ هغوئ پريږدئ اَؤ ناپاکو څيزُونو ته لاس مه وروړئ، نو زَۀ به تاسو قبُول کړم. ١٨ اَؤ زَۀ به ستاسو پلار يم اَؤ تاسو به زما زامن لُوڼه يئ، دا دَ مالِک قادر مُطلق وينا ده.»

2 کورنتيانو 7

١ نو اَئے خوږو دوستانو! چُونکه زمُونږ سره داسے وعدے شوى دى نو راځئ چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هر قِسمه جسمانى اَؤ رُوحانى ناپاکو نه پاک کړُو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوُو.

دَ جماعت دَ توبے په حقله دَ پولوس خوشحالى

٢ مُونږ ته په خپلو زړُونو کښے ځائے راکړئ.مُونږ دَ هيچا سره بے اِتفاقى نۀ ده کړے،چا ته مو نُقصان نۀ دے رسولے اَؤ دَ چا نه مو خپل مقصد نۀ دے تر سره کړے. ٣ زَۀ تاسو ملامتول نۀ غواړم ځکه چه ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چه تاسو زمُونږ په زړُونو کښے داسے ځائے مُوندلے دے چه که مرګ وى اَؤ که ژوندُون،مُونږ تاسو سره يو ځائے يُو. ٤ زَۀ په تاسو باور کوم اَؤ چه زَۀ په تاسو ډير فخر کوم ما ته پُوره تسلى حاصله ده اَؤ چه په مُونږ چه څومره مُصيبتُونه راځى په هغو ټولو کښے زما زړۀ بيحده خوشحاليږى. ٥ هر کله چه مُونږ مِکدونيه ته راغلُو نو زمُونږ دے خوارو بدنُونو ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وُو،هر طرف ته تکليفُونه وُو،زمُونږ نه ګير چاپير جګړے وے اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے ويره وه. ٦ خو خُدائے چه عاجزانو ته تسلى ورکوى نو دَ تيطوس په راتلو ئے مُونږ ته تسلى راکړله، ٧ نۀ تش دَ هغۀ په راتلو بلکه دَ هغۀ په هغه تسلئ چه هغۀ ته له تاسو نه ورکړے شوے وه،اَؤ چه هغۀ مُونږ خبر کړلُو چه تاسو زما په ليدو پسے څومره ليواله يئ اَؤ چه ډير اَفسوس کوئ اَؤ زما ملګرتيا کوئ نو په هغوئ زَۀ نور زيات خوشحاله شوم. ٨ که چرے تاسو زما په هغه درليږلى خط غمژن وئ نو اوس په هغے پښيمانه نۀ يم. زَۀ به په دے هله خفه شوے وے که چرے ما ليدلے وے چه هغه خط تاسو غمژن کړلئ که هغه هم دَ لږ وخت دَ پاره وے. ٩ خو اوس په دے خوشحاله يم چه ستاسو دَ غم نتيجه توبه ګارى شوه ولے چه ستاسو غم دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق وُو،دَ پاره دَ دے چه تاسو ته زمُونږ دَ طرف نه څۀ نُقصان نۀ وى. ١٠ ځکه چه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غم داسے توبه راپيدا کوى چه دَ هغے اَنجام خلاصُون دے اَؤ په هغے پښيمانه کيدل نِشته،خو دَ دُنيا غم مرګ پيدا کوى. ١١ نو ګورئ دغه خبرے چه تاسو دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غمژن شوئ په تاسو کښے څومره سرګرمى،عُذر،خفګان،ويره،شوق،جوش اَؤ غيرت پيدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چه تاسو په دے خبره کښے بر يئ. ١٢ نو بيا اګر که ما تاسو ته ليکلى وُو خو په هغه وجه مے نۀ وُو ليکلى،چا چه بے اِنصافى وکړه اَؤ نۀ په هغه وجه چه دَ چا سره چه بے اِنصافى وشوه خو په دے وجه چه تاسو دَ خُدائے په حضُور کښے زمُونږ څومره رښتينى تابعداره ظاهر شئ. ١٣ ځکه خو زمُونږ دومره تسلى وشوه. اَؤ زمُونږ په دے تسلى هم وشوه کله چه مُونږ وليدل چه تيطوس ډير خوشحاله دے نو مُونږ ته نوره هم زياته خوشحالى حاصله شوه ځکه چه ستاسو ټولو په سبب هغۀ تسلى بيا مُونده. ١٤ اَؤ که ما دَ هغۀ په وړاندے ستاسو په باب کښے څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکه څنګه چه مُونږ تاسو ته ټولے خبرے په رښتيا وکړے هم هغه شان چه مُونږ کُوم فخر دَ تيطوس په وړاندے وکړو،هغه هم رښتيا وختلو. ١٥ اَؤ هر کله چه هغۀ ته ستاسو دَ ټولو فرمانبردارئ راياديږى چه تاسو په ويره اَؤ رپيدلو هغه قبُول کړو نو تاسو سره دَ هغۀ دَ زړۀ مينه نوره هم زياتيږى. ١٦ زَۀ خوشحاله يم چه ستاسو له طرفه په هره خبره کښے زما تسلى ده.

2 کورنتيانو 8

په مرضئ سره ورکول

١ زما ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دَ خُدائے دَ هغه فضل خبر درکوُو کُوم چه په مِکدونيه کښے په جماعتُونو باندے وشو. ٢ سره دَ دے چه په لوئے مُصيبت اَؤ په آزميښت کښے دَ هغوئ خوشحالى زياته شوه اَؤ باوجُود دَ دے چه ډير غريبان وُو،هغوئ دَ زړۀ دَ اِخلاصه ډيره چنده ورکړله. ٣ اَؤ زَۀ ګواهى ورکوم چه هغوئ دَ خپل وس په مُطابق نه،بلکه دَ وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل. ٤ اَؤ دَ دے خيرات اَؤ دَ پاکانو دَ خدمت دَ شراکت په باب کښے ئے ډير په زارو مُونږ ته خواست وکړو. ٥ اَؤ هغوئ زمُونږ دَ اُميد نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړُونه ئے اول مالِک ته اَؤ بيا دَ خُدائے په مرضئ مُونږ ته وسپارل. ٦ دَ دے دَ پاره مُونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه،هم هغه شان دِ په تاسو کښے دَ خيرات دغه کار هم پُوره کړى. ٧ نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے،دَ ايمان اَؤ کلام اَؤ عِلم اَؤ جوش اَؤ هغه مينه چه تاسو مُونږ سره لرله،په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان دَ خيرات په دے کار کښے هم وړاندے شئ. ٨ زَۀ دَ حُکم په طور نۀ وايم بلکه دَ دے دَ پاره وايم چه دَ نورو دَ جوش دَ مِثال ورکولو سره ستاسو دَ مينے رښتينوالے وآزمئيم. ٩ ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وُو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو،دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ. ١٠ اَؤ زَۀ په دے باب کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو دَ پاره ښه ده،دَ پاره دَ دے چه تير کال تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه دَ هغے په اِراده کښے هم وړُومبى وئ، ١١ نو بيا دا کار پُوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په اِراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان دَ وس په مُطابق ئے پُوره هم کړئ. ١٢ ځکه چه که نيت وى نو خُدائے چنده دَ هغے په مُطابق قبلوى څۀ چه دَ سړى سره وى،نۀ چه دَ هغے په مُطابق چه دَ هغۀ سره نۀ وى. ١٣ داسے خبره نۀ ده چه دَ نورو بوج کم شى اَؤ ستاسو زيات،بايد چه يووالے وى. ١٤ چُونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اَؤ تاسو دَ هغوئ کمے پُوره کولے شئ،اَؤ کله چه دَ هغوئ سره زيات شى اَؤ تاسو سره کم،نو هغوئ به ستاسو کمے پُوره کولے شى،اَؤ دغه شان به يووالے قائم ساتلے شى. ١٥ لکه چه صحيفے وائى چه: «چا چه ډير جمع کړل دَ هغۀ څۀ زيات نۀ وُو اَؤ چا چه کم جمع کړل دَ هغه څۀ کم نۀ وُو.»

تيطوس اَؤ دَ هغۀ ملګرى

١٦ دَ خُدائے شُکر دے چه هغۀ دَ تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو دَ پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے ده. ١٧ نۀ تش دا چه تيطوس زمُونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله مرضئ زمُونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى. ١٨ دَ هغۀ سره مُونږ خپل هغه ورور درليږُو دَ چا تعريف دَ زيرى له کبله په ټولو جماعتُونو کښے کيږى. ١٩ اَؤ نۀ صرف دا بلکه هغه دَ جماعتُونو له خوا نه دَ دے چندے په رسولو کښے زمُونږ دَ سفر ملګرے مُقرر شو،اَؤ مُونږ دا خدمت ځکه وکړو چه دَ مالِک جلال اَؤ زمُونږ شوق ښکاره شى. ٢٠ اَؤ مُونږ دَ هغه لوئے چندے باب کښے چه خدمت کوُو،خپل ځانُونه ساتُو چه څوک په مُونږ اِعتراض ونۀ کړى. ٢١ ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم. ٢٢ اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے. ٢٣ که څوک دَ تيطوس په باب کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اَؤ ستاسو دَ پاره زما دَ خدمت ملګرے دے. که چرے زمُونږ دَ نورو ورُوڼو په باب تپوس وشى نو هغوئ دَ جماعتُونو اَستازى اَؤ دَ مسيح جلال دى. ٢٤ نو بيا خپله مينه ورته وښيئ چه ټول جماعتُونه ووينى چه مُونږ په تاسو بے فائدے فخر نۀ کوُو.

2 کورنتيانو 9

دَ پاکانو دَ پاره چنده

١ څۀ چنده چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى دَ هغے په باب کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى. ٢ ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول. ٣ خو زما دَ دے ورُوڼو دَ درليږلو مقصد دا دے چه مُونږ په دے باب کښے چه په تاسو کُوم فخر کوُو،هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه تاسو زما دَ وينا په مُطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په باب کښے وينا کړے ده. ٤ ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے. ٥ دَ دے دَ پاره ما دا ضرورى وګڼل چه دے ورُوڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغهَ دَ ورکړے لوظ چه کړے دے،دَ آګاهو نه تيار وساتى،نو بيا به دا چنده دَ ورکړے په طور وى،نۀ چه دَ زبردستئ په طور. ٦ خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى،اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى. ٧ اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى،هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى. ٨ اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى ٩ اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په باب کښے وائى چه: «هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى، دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.» ١٠ نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى،هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى. ١١ اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ،اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شُکر ګُزارى وکړى. ١٢ ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شُکر ګُزارى کيږى. ١٣ ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ،هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شُکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو. ١٤ ځکه چه په تاسو دَ خُدائے دَ لوئے فضل په سبب چه په تاسو شوے دے،ستاسو ليواله دى اَؤ ډير په مينه ستاسو دَ پاره دُعا غواړى. ١٥ شُکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.

2 کورنتيانو 10

دَ پولوس دَ خپل خدمت په حقله جواب

١ زَۀ پولوس په خپله تاسو ته خواست کوم،چه ځنے خلق زما په حقله وائى چه زَۀ ستاسو په مخکښے ويريدُونکے اَؤ پشى شا زړۀ ور يم،خو زَۀ دَ مسيح زغم اَؤ نرمى دريادوم، ٢ بلکه مِنت کوم چه ما ته په خپله دَ حاضريدو اَؤ په هغه شان زړۀ ورکيدو حاجت پيښ نۀ شى لکه څنګه چه زَۀ په ځنو خلقو دَ زړۀ ورکيدو اِراده لرم څوک چه مُونږ داسے شمارى چه مُونږ دَ دُنيا په مطابق ژوندُون تيروُو. ٣ اګر که مُونږ په دُنيا کښے ژوندُون تيروُو خو دَ دُنيا په مُطابق جنګيږُو نه. ٤ ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى. ٥ ځکه خو مُونږ دَ دليلُونو اَؤ هر هغه رُکاوټ څيز چه دَ خُدائے دَ پيژندګلئ خلاف ئے سر اُوچت کړے دے،نړوُو اَؤ هر يو خيال قيدوُو اَؤ دَ مسيح فرمابرداره کوو. ٦ اَؤ هر کله چه ستاسو فرمانبردارى ثابته شى نو بيا مُونږ تيار يُو چه دَ هر قِسم نافرمانئ سزا ورکړُو. ٧ تاسو تش هغه څيزُونو ته ګورئ کُوم چه سترګو ته ښکارى. که دَ چا په ځان دا باور وى چه هغه دَ مسيح دے،نو په خپل زړۀ کښے دِ دا سوچ هم وکړى چه څنګه هغه دَ مسيح دے هم هغه شان مُونږ هم دَ مسيح يُو. ٨ ځکه چه که زۀ په هغه اِختيار کُوم چه ستاسو دَ جوړولو دَ پاره،نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره مالِک راکړے دے څۀ زيات فخر هم وکړم نو زَۀ به شرمنده نۀ يم. ٩ زَۀ داسے ځکه وايم چه دَ خطُونو په وسيله ستاسو ويروُونکے نۀ شم. ١٠ ځکه چه ځنى وائى چه دَ هغۀ خطُونه اثرناک اَؤ زبردست دى خو هر کله چه په خپله موجُود وى نو کمزورے شان معلُوميږى اَؤ دَ هغۀ تقرير فضول دے. ١١ نو دغه شان ګڼُونکى دِ پوهه شى چه څنګه چه په خطُونو کښے پشى شا زمُونږ کلام دے نو دغه شان به دَ مخامخ کيدو په وخت کښے زمُونږ کار هم وى. ١٢ ځکه چه مُونږ دا جُرات نۀ لرُو چه خپل ځانُونه په هغه څو کسانو کښے شمار کړُو يا دَ هغو سره مُقابله وکړُو څوک چه خپله نيکنامى زياتوى،خو هغوئ چه په خپله په خپلو کښے دَ ځانُونو اندازه ولګوى اَؤ په خپله په خپلو کښے مُقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى. ١٣ خو دا زمُونږ عادت نۀ دے چه مُونږ به دَ اندازے نه زيات فخر کوُو بلکه دَ خدمت په باب کښے دعوىٰ کوُو په هغه حد کښے،کُوم چه خُدائے زمُونږ دَ پاره مُقرر کړے دے اَؤ چه په کښے تاسو هم راغلى يئ. ١٤ ځکه چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هغه حد نه زيات نۀ لويوُو لکه څنګه چه زمُونږ دَ خدمت په هغه حد کښے وى،نو دا زمُونږ حق نۀ وُو که مُونږ تاسو ته راغلى نۀ وُو،اَؤ دغسے مُونږ اولنى کسان وُو چه تاسو ته دَ مسيح دَ زيرى په ورکولو در رسيدلى يُو. ١٥ اَؤ مُونږ دَ نورو په خوارئ فخر نۀ کوُو خو اُميد لرُو چه ستاسو په ايمان کښے ترقى وشى نو مُونږ به ستاسو په وسيله دَ خپل حد په مُطابق نور هم وړاندے شُو، ١٦ دَ دے دَ پاره چه ستاسو دَ حدُونو نه لرے زيرے ورسُوو،نۀ چه دَ نورو خلقو په علاقه کښے په جوړو شوو څيزُونو فخر وکړُو. ١٧ غرض دا چه «څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک وکړى.» ١٨ ځکه چه څوک په خپله خپل تعريف کوى هغه مقبُول نۀ دے بلکه دَ چا تعريف چه مالِک کوى هم هغه مقبُول دے.

2 کورنتيانو 11

پولوس اَؤ دَ دروغو رسُولان

١ ارمان که تاسو زما لږه شان بے وقوفى زغملے شوے،تاسو زما زغمئ خو. ٢ زَۀ تاسو دَ پاره دَ خُدائے په شان غيرت لرم ولے چه ما دَ يو خاوند،يعنے چه مسيح سره ستاسو کوژدن کړے ده دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ يوے پاکے پيغلے په شان دَ مسيح په وړاندے حاضر کړم. ٣ خو ويريږم چه داسے ونۀ شى لکه څنګه چه مار په خپل مکر بى بى حوا وغُلوله هغه شان ستاسو خيالات هم دَ هغه خُلوص اَؤ پاکوالى نه بل خوا شى،کُوم چه دَ مسيح سره په کار دى. ٤ ځکه چه که څوک راشى اَؤ هغه دَ بل عيسىٰ پيغام ورکړى دَ چا چه مُونږ پيغام نۀ دے ورکړے،يا تاسو ته دَ رُوحُ القُدس په ځائے څۀ بل رُوح ملاويږى،يا بل زيرے درکړے شو،کُوم چه تاسو له مُونږ نه نۀ وُو مُوندلے،نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ دَ هغۀ آؤرئ. ٥ زَۀ خو خپل ځان دَ هغه غټو رسُولانو نه کم نۀ شمارم. ٦ که چرے په تقرير کښے ساده يم نو دَ عِلم په وجه نۀ يم بلکه دا مُونږ په هر حال کښے اَؤ په ټولو خبرو کښے تاسو ته ظاهر کړو. ٧ آيا دا زما غلطى وه چه ما تاسو ته دَ خُدائے زيرے مُفت درورسولو اَؤ ځان مے لاندے کړو چه تاسو اُوچت شئ؟ ٨ دا رښتيا دى چه ما ستاسو دَ خدمت دَ پاره دَ نورو جماعتُونو نه مدد واخستو. ٩ اَؤ کله چه زَۀ ستاسو سره وم اَؤ حاجتمند شوے وم نو بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه دَ مِکدونيه نه ورُوڼه راغلى وُو اَؤ زما حاجت ئے پُوره کړے وُو اَؤ ما په هره خبره کښے په تاسو دَ پيټى اچولو نه ځان ساتلے دے اَؤ ساتم به ئے. ١٠ دَ مسيح حقيقت چه په ما کښے دے نو ځکه زَۀ دا وايم چه دَ اخيه په علاقه کښے به هيڅوک ما دَ دے فخر نه منع نۀ کړى. ١١ دَ څۀ دَ پاره؟ آيا دَ دے دَ پاره چه زَۀ دِ تاسو سره مينه نۀ لرم؟ په دے خُدائے خبر دے چه زَۀ تاسو سره مينه لرم. ١٢ خو چه څۀ کوم هم هغسے به کوم،دَ پاره دَ دے چه دَ موقعے لټوُونکو ته موقع ورنۀ کړم،بلکه هغوئ فخر کوى چه هغوئ زمُونږ په شان خدمت کوى. ١٣ ځکه چه داسے خلق دروغژن رسُولان دى اَؤ په دوکه کار کوُونکى دى چه خپل ځانُونه دَ مسيح دَ رسُولانو په شان جوړ کړى. ١٤ په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى. ١٥ نو بيا که دَ هغۀ خادمان دَ رښتُونو خادمانو په شان ځان جوړ کړى نو څۀ لويه خبره نۀ ده خو دَ هغوئ اَنجام به دَ هغوئ دَ کارُونو په مُطابق وى.

دَ پولوس دَ رسُول توب په وجه غم

١٦ زَۀ بيا وايم چه ما دِ څوک بے وقُوف ونۀ ګڼى اَؤ که ګڼى نو دَ بے وقوف په شان مے قبُول کړئ چه زَۀ هم لږ شان فخر وکړم. ١٧ زَۀ چه اوس څۀ وايم هغه دَ مالِک په طور نه بلکه په بے وقُوفئ سره اَؤ دَ هغه جُرات سره ئے وايم کُوم چه په فخر کولو کښے وى. ١٨ ځکه چه نور ډير په جسمانى طور فخر کوى زَۀ به ئے هم کوم. ١٩ ځکه چه تاسو عقلمند يئ اَؤ په خوښه بے وقُوفان زغمئ. ٢٠ هر کله چه څوک تاسو غُلامان کوى يا مو داړى،يا مو راګيروى،يا خپل ځان لوئے جوړوى،يا تاسو په مخ په څپيړه وهى،نو تاسو ئے زغمئ. ٢١ مُونږ خو تاسو سره داسے سلُوک نۀ دے کړے،که تاسو دا زمُونږ کمزورتيا خيال کوئ،نو کوئ. خو که څوک فخر کوى نو زَۀ به هم فخر کوم اګر که زَۀ دا بيا په بے وقُوفئ وايم. ٢٢ آيا هغوئ عبرانيان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ اِسرائيليان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ دَ اِبراهيم دَ نسل نه دى؟ نو زَۀ هم يم. ٢٣ آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى،خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم،په محنت کښے،په قيد کښے زيات،په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم، ٢٤ ما دَ يهوديانو نه پنځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے وخوړلے، ٢٥ درے ځله په بينتونو ووهلے شوم،يو ځلے سنګسار کړے شوم،درے ځلے دجهاز دَ ماتيدو په بلا کښے ونښتم اَؤ يوه شپه اَؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل. ٢٦ زَۀ څو څو ځله په سفر کښے دَ دريابونو په خطرو کښے،دَ ډاکوانو په خطرو کښے،دَ خپل قوم په خطرو کښے،دَ غيرو قومُونو په خطرو کښے،دَ ښار په خطرو کښے،دَ بيابان په خطرو کښے،دَ سمندر په خطرو کښے،دَ دروغژنو ملګرو په خطرو کښے، ٢٧ په محنت اَؤ مشقت کښے،څو څو ځله په بے خوبئ،لوږو اَؤ تندو کښے،دَ يخنئ اَؤ بربنډتوب په حالت کښے پاتے شوے يم. ٢٨ دَ دے خبرو نه علاوه چه دَ هغوئ زَۀ ذکر کول نۀ غواړم دَ ټولو جماعتُونو فکر زما په زړۀ کښے هره ورځ راځى. ٢٩ دَ هغوئ په کمزورتياؤ زَۀ کمزورے کيږم نه څۀ؟ دَ هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟ ٣٠ که فخر کول ضرورى وى نو زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم. ٣١ دَ مالِک عيسىٰ دَ خُدائے اَؤ پلار دِ هميشه حمد و ثنا وى،هغه خبر دے چه زَۀ هر څۀ چه وايم هغه رښتيا دى. ٣٢ کله چه زَۀ په دمشق کښے وم نو دَ اَرِتاس بادشاه حاکم دَ ټول ښار نه چاپيره څوکئ کښينولے وه چه ما ګرفتار کړى. ٣٣ اَؤ زَۀ دَ کړکئ په لاره په ټوکرئ کښے کُوز کړے شوم اَؤ دَ هغوئ دَ لاسه بچ شوم.

2 کورنتيانو 12

رويا اَؤ کشفُونه

١ ما ته فخر کول ضرورى دى اګر که فائده من نۀ دى خو اوس به دَ مالِک دَ رويا اَؤ دَ کشف ذکر کوم. ٢ زَۀ په مسيح کښے يو سړے پيژنم چه څوارلس کاله کيږى چه هغه آيا په وجُود کښے وُو يا بے له وجُود نه وُو،زَۀ خبر نۀ يم،خُدائے خبر دے،ناڅاپى دريم آسمان ته وخيژولے شو. ٣ اَؤ زَۀ خبر نۀ يم چه دا سړے،آيا په وجُود کښے يا بے له وجُوده وُو،زَۀ خبر نۀ يم خُدائے خبر دے، ٤ ناڅاپى فردوس ته ورسولے شو اَؤ داسے خبرے ئے واؤريدے چه داسے مُقدسے اَؤ پاکے وے چه دَ بيانولو نۀ دى اَؤ دَ هغو بيانول اِنسان ته ناروا دى. ٥ زَۀ به په داسے سړى فخر کوم خو په خپل ځان نه بلکه زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم. ٦ اَؤ که فخر کول هم غواړم نو بے وقوف به نۀ يم ځکه چه رښتيا به وايم،خو بيا هم نۀ وايم ځکه چه څوک ما دَ هغۀ نه زيات ونۀ ګڼى چه څنګه چه مے وينى يا له ما نه آؤرى. ٧ اَؤ دَ کشفُونو دَ زياتوالى په وجه زما دَ مغرُورتيا دَ انديښنے له کبله زما په بدن کښے ازغے وسُوخولے شو،يعنے دَ شيطان فرښته چه ما په سُوکونو وهى چه زَۀ مغرور نۀ شم. ٨ په دے حقله ما مالِک ته درے ځله خواست وکړو چه دا زما نه لرے شى. ٩ خو هغۀ ما ته ووئيل چه زما فضل ستا دَ پاره کافى دے ځکه چه زما طاقت په کمزورتياؤ کښے پُوره کيږى چُنانچه زَۀ به ډير په خوشحالئ په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم تر څو چه دَ مسيح قوت په ما کښے وى. ١٠ دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ مسيح دَ خاطره په کمزورتياؤ کښے،په بے عزتئ کښے،په حاجت کښے،په عذابُونو کښے اَؤ په تنګسياؤ کښے خوشحاله يم،ځکه چه هر کله چه زَۀ کمزورے يم نو هغه وخت زورَور يم.

دَ پولوس دَ کورنتيانو دَ جماعت په حق کښے انديښنه

١١ زَۀ بے وقوف خو جوړ شوم ځکه چه زَۀ تاسو مجبُور کړم خو تاسو ته زما ستائينه کول په کار وه په دے وجه دَ دے چه زَۀ هيڅ هم نۀ يم،خو بيا هم دَ هغه غټو رسُولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم. ١٢ دَ رسُول نخښے ستاسو په وړاندے ما په ډير صبر سره په نخښو اَؤ په مُعجزو اَؤ عجيبه کارُونو ښکاره کړلے. ١٣ تاسو په کُومه يوه خبره کښے دَ نورو جماعتُونو نه کم يئ بے له دے چه ما په تاسو پيټے وانۀ چولو؟ زما دا بے اِنصافئ معاف کړئ! ١٤ ګورئ،په دريم ځل تاسو له راتلو ته تيار يم اَؤ په تاسو به پيټے وانۀ چوم ځکه چه زَۀ ستاسو دَ مال نه بلکه ستاسو غوښتُونکے يم،ځکه چه بچو ته دَ مور پلار دَ پاره څۀ جمع کول نۀ دى په کار بلکه مور پلار ته دَ بچو دَ پاره. ١٥ اَؤ زَۀ به ستاسو دَ پاره ډير څۀ په خوشحالئ خرڅ کړم بلکه خپل ځان به خرڅ کړم. که چرے زَۀ تاسو سره زياته مينه لرم نو آيا تاسو به ما سره کمه مينه ولرئ څۀ؟ ١٦ دا ومنئ چه ما په خپله په تاسو پيټے نۀ وى اچولے خو کيدے شى چه مکار يم ځکه چه به مے تاسو په ټګئ راګير کړى يئ. ١٧ نو بيا څوک چه ما تاسو ته دروليږل نو په هغوئ کښے دَ چا په وسيله مے په ټګئ درنه واخستل څۀ؟ ١٨ ما دَ تيطوس مِنت وکړو چه هغه لاړ شى اَؤ هغۀ سره مے يو ورور دروليږلو،خو آيا تيطوس دَ تاسو نه په ټګئ واخستل څۀ؟ آيا زمونږ دَ دواړو چال چلن دَ يکى يو رُوح دَ هدايت په مُطابق نۀ وو څۀ؟ آيا مُونږ په يو بل پسے نۀ يُو روان څۀ؟ ١٩ شايد چه تاسو دا ګڼئ چه تر اوسه مُونږ درته خپل ځان سپينولو نه،مُونږ خو خُدائے حاضر ناظر ګڼُو اَؤ په مسيح کښے خبرے کوُو. اَئے زما خوږو ورُوڼو! دا هر څۀ ستاسو دَ ترقئ دَ پاره دى. ٢٠ ځکه چه زَۀ ويريږم،هسے نۀ وى چه زَۀ درشم اَؤ تاسو چه څنګه غواړم هغسے مو ونۀ مُومم اَؤ څنګه چه تاسو نۀ غواړم ما هغسے ومُومئ،زَۀ ويريږم چه په تاسو کښے جګړه،کينه،غُصه،بے اِتفاقى،بده وينا،غيبتُوته،ډُوزے اَؤ فساد نۀ وى. ٢١ ويريږم چه زَۀ درشم نو زما خُدائے ما ستاسو په وړاندے عاجز کړى اَؤ زَۀ په ډيرو خلقو چه ګُناهُونه ئے کړى دى،اَفسوس ونۀ کړم ځکه چه هغوئ دَ هغے ناپاکئ،حرامکارئ اَؤ شهوت پرستئ نه چه ئے کړى دى،توبه نۀ ده کړے.

2 کورنتيانو 13

آخرى خبرے اَؤ سلامُونه

١ دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. «دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.» ٢ لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو،هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم. ٣ ځکه چه تاسو دَ دے ثبُوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى. هغه تاسو دَ پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى. ٤ هو،هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو. ٥ تاسو خپل ځانُونه وآزميئ چه په ايمان يئ يا نه،دَ ځانُونو جاج واخلئ. آيا تاسو په خپل باب کښے په دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيسىٰ په تاسو کښے دے،ګنى تاسو مقبُول نۀ يئ؟ ٦ خو زَۀ اُميد لرم چه تاسو به ئے معلُوم کړئ چه مُونږ خو نا مقبُوله نۀ يُو. ٧ اَؤ مُونږ دَ خُدائے نه دُعا غواړُو چه تاسو څۀ بدى ونۀ کړئ دَ دے دَ پاره نه چه مُونږ مقبُول ښکاريږُو بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو نيکى وکړئ،اګر که مُونږ نا مقبُول هم شُو. ٨ ځکه چه مُونږ دَ حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو تش دَ حق دَ خاطره. ٩ نو مُونږ خوشحاله يُو چه مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زورَور يئ اَؤ دا دُعا هم کوُو چه تاسو کامل شئ. ١٠ زَۀ دا خبرے په غير حاضرئ کښے دَ دے دَ پاره ليکم چه هلته درشم نو دَ هغه اِختيار په مُطابق سختى ونۀ کړم کُوم اِختيار چه مالِک ما ته ستاسو دَ جوړولو دَ پاره راکړے دے،نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره . ١١ نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه،کامل شئ،خاطر جمع لرئ،په يو اتفاق اوسئ،صُلح ساتئ،نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى. ١٢ اَؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ. ١٣ ټول پاکان تاسو ته سلام وائى. ١٤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ دَ خُدائے مينه اَؤ دَ رُوحُ القُدس شراکت دِ تاسو ټولو سره وى.

ګلتيانو 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه بنى آدمو نۀ ټاکلے اَؤ نۀ رسُول کړے دے،بلکه دَ عيسىٰ مسيح اَؤ دَ پلار خُدائے له طرفه رسُول دے چه مسيح ئے دَ مړو نه بيا ژوندے کړو. ٢ زَۀ اَؤ زما دَ ملګرو ټولئے چه اوس زما سره دى دَ ګلتيا ټولو جماعتُونو ته سلام وائى. ٣ زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى وى، ٤ چا چه زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ پاره خپل ځان قُربان کړو چه مُونږ دَ دے موجُوده بدے زمانے نه بچ کړى،لکه چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار رضا ده. ٥ دَ هغۀ جلال دِ تل تر تله وى! آمين.

بل زيرے نِشته

٦ زَۀ په دے خبره حيران يم چه تاسو دومره زر دَ هغه چا نه مخ اړوئ چا چه تاسو دَ مسيح په فضل رابللى يئ،اَؤ اوس بل زيرى پسے ځئ، ٧ اګر چه بل نۀ دے. اَؤ صرف دا نه،خو داسے څۀ کسان شته چا چه په کوشِش سره دَ مسيح دَ زيرى نه ستاسو زړُونه تور کړى دى. ٨ خو که مُونږ په خپله يا دَ آسمان يوه فرښته هم دَ هغه زيرى نه سيوا چه مُونږ تاسو ته آؤرولے وُو،څۀ زيرے آؤرَوى،نو هغه دِ لعنتى وى! ٩ زَۀ اوس هغه بيا وايم څۀ چه مُونږ درته اول وئيلى وُو: که چرے څوک تاسو ته دَ درسيدلى زيرى نه دَ بل څۀ زيرے آؤرَوى نو هغه دِ لعنتى وى! ١٠ آيا زَۀ په دے وينا اِنسانان خوشحالوم که خُدائے؟ آيا زَۀ تش اِنسان خوشحالوم؟ که چرے ما تر دے اِنسانان خوشحالولے نو بيا به زَۀ دَ مسيح غُلام نۀ وم.

پولوس څنګه رسُول شو

١١ زما ورُوڼو! زَۀ تاسو ته دا خبره صفا کوم چه کومُ زيرے چه ما درته آؤرَولے دے هغه دَ بنى آدم جوړ کړے نۀ دے. ١٢ ځکه چه هغه ما ته دَ چا اِنسان دَ طرفه نۀ دے رارسيدلے اَؤ نۀ چا بنى آدم ما ته ښوولے دے، بلکه دَ کشف په معرفت دَ عيسىٰ مسيح دَ طرفه شوے دے. ١٣ نو تاسو زما دَ ژوندانۀ په حقله کله چه زَۀ يهُودى وم آؤريدلى دى چه ما به دَ خُدائے جماعت بے حده آزارولو اَؤ دَ هغۀ دَ تباه کولو کوشِش به مے کاوو. ١٤ اَؤ زَۀ دَ يهُوديانو په عقيده کښے دَ خپل قوم دَ اکثرو همزولو نه ډير سرګرم وم اَؤ دَ خپلو مشرانو دَ رواياتو پابند وم. ١٥ خو خُدائے چه زَۀ دَ خپل پيدايښت نه دَ مور په ګيډه کښے غوره کړم اَؤ په خپل فضل ئے راوبللم،هر کله چه دَ هغۀ دا رضا شوه ١٦ چه خپل زوئے په ما کښے ظاهر کړى دَ دے دَ پاره چه زَۀ په غيرو يهُوديانو کښے دَ هغۀ زيرے خور کړم،نو نۀ خو ما دَ اِنسان نه صلاح واخِسته ١٧ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے هغوئ ته ورغلم څوک چه زما نه آګاهو رسُولان وُو،بلکه سمدستى عربستان ته لاړم اَؤ دَ هغه ځائے نه دمشق ته راستُون شوم. ١٨ بيا درے کاله پس دَ پطروس سره دَ مُلاقات دَ پاره زَۀ بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ پنځلس ورځے مے ورسره تيرے کړے. ١٩ خو ما دَ مالِک دَ ورور يعقُوب نه بغير دَ نورو رسُولانو سره ملاقات ونۀ کړو. ٢٠ کوُمے خبرے چه زَۀ تاسو ته ليکم،خُدائے حاضر ناظر دے چه په دے کښے هيڅ دروغ نۀ وايم. ٢١ دَ دے نه پس زَۀ شام اَؤ دَ کلکيه علاقو ته راغلم. ٢٢ اَؤ يهوديه کُوم جماعتُونه چه دَ مسيح وُو،زما دَ صُورت نه ناواقف وُو. ٢٣ خو تش دا به ئے آؤريدل چه”چا به مُونږ وړاندے ربړولو،هغه اوس دَ هغه دين زيرے ورکوى دَ کُوم په تباهئ پسے چه وُو.“ ٢٤ اَؤ هغوئ به زما په وجه دَ خُدائے ثنا وکړله.

ګلتيانو 2

نورو رسُولانو پولوس رسول قبُول کړو

١ څوارلس کاله پس زَۀ دَ برنبا سره بيا بيتُ المُقدس ته لاړم اَؤ تيطوس مے هم دَ ځان سره بوتلو. ٢ اَؤ زما تلل دَ خُدائے دَ هدايت په مُطابق وُو،اَؤ دَ کُوم زيرى چه زَۀ په غير يهُوديانو کښے اِعلان کوم،هغه مے هغوئ ته بيان کړو،خو هغو کسانو ته ځان له لاړلم څوک چه دَ څۀ مرتبے خاوندان دى دَ دے دَ پاره چه هسے نه چه زما دَ دے وخت يا پخوانئ منډے ترړے بے فائدے شى. ٣ خو تيطوس هم څوک چه زما سره وُو اَؤ يُونانى دے،هغه په سُنتولو مجبُور نۀ کړے شو. ٤ خو ځنو دا وغوښتل اَؤ دا دَ هغه دروغژنو ملګرو په سبب وشول څوک چه په غلا داخل شوى وُو اَؤ په پټه راننوتى وُو،دَ دے دَ پاره چه هغه آزادى کُومه چه مُونږ ته دَ عيسىٰ مسيح په يووالى کښے حاصله ده،دَ جاسُوسانو په طور معلُومه کړى اَؤ مُونږ بيا غُلامان کړى. ٥ دَ هغوئ تابعدارى مُونږ يو ساعت له هم ونۀ منله دَ دے دَ پاره چه دَ زيرى رښتينوالے په تاسو کښے قائم پاتے شى. ٦ اَؤ کُوم خلق چه دَ مرتبے خاوندان حسابيدل،هغه که هر څنګه چه وُو،زما ورسره هيڅ کار نِشته ځکه چه خُدائے دَ هيچا طرفدارى نۀ کوى،دَ هغوئ نه زما په زيرى کښے هيڅ زياتوالے رانۀ غے. ٧ خو دَ دے برعکس هر کله چه هغوئ وليدل چه څۀ رنګ يهُوديانو ته دَ زيرى ورکولو کار پطروس ته حواله شو،دغه شان غيرو قومُونو ته زيرے ورکول ما ته وسپارلے شو. ٨ ځکه چه خُدائے چه په پطروس کښے د يهُوديانو دَ رسالت دَ پاره اثر وکړو،هغه هم دَ غيرو قومُونو دَ رسالت دَ پاره په ما کښے اثر وکړو. ٩ اَؤ هر کله چه هغوئ دا توفيق معلُوم کړو کُوم چه ما ته راکړے شوے وُو نو يعقُوب اَؤ پطروس اَؤ يوحنا څوک چه دَ جماعت غړى ګڼلے شول،ما ته اَؤ برنبا ته خپل ښئ لاس راکړو اَؤ ځان سره ئے شريک کړُو،دَ دے دَ پاره چه مُونږ غيرو قومُونو ته لاړ شُو اَؤ هغوئ يهُوديانو ته. ١٠ اَؤ تش دا قدر ئے راته ووئيل چه خواران ياد ساته،ولے زَۀ پخپله دَ دغه کار په کوشِش کښے وم.

په اَنطاکيه کښے دَ پولوس پطروس رټل

١١ خو کله چه پطروس اَنطاکيه ته راغے نو ما مخ په مخه دَ هغۀ مُخالفت وکړو ځکه چه هغه ملامت وُو. ١٢ ځکه چه دَ يعقُوب له طرف نه دَ يو څو سړو دَ راتلو نه وړُومبے هغۀ دَ غيرو يهُوديانو ورُڼو سره ډوډئ خوړه،خو چه هغوئ راغلل نو په ډډه شو ځکه چه له هغوئ نه ويريدو څوک چه غواړى چه غير يهُوديان وروڼه هم سُنت شى. ١٣ اَؤ نورو يهُودى ورُوڼو هم دَ هغۀ په مرسته کښے رياکارى راواخسته تر دے چه برنبا هم دَ هغوئ سره په رياکارئ کښے ملګرے شو. ١٤ خو هر کله چه ما وليدل چه هغوئ دَ زيرى دَ رښتينوالى په مُطابق په نيغه لار نۀ ځى نو ما دَ ټولو په وړاندے پطروس ته ووئيل چه”تۀ چه يهُودى يئے دَ غيرو يهُوديانو په شان ژوند تيروے،نۀ چه دَ يهُوديانو په شان،نو بيا ولے غير قومُونه دَ يهُوديانو په شان ژوند تيرولو ته مجبُوروَے؟“

يهُوديان اَؤ غير يهُوديان به دَ ايمان په وسيله بچ کيږى

١٥ سره دَ دے چه مُونږ پيدائشى يهُوديان يُو اَؤ دَ ګُناه ګارو غيرو يهُوديانو نه نۀ يُو، ١٦ خو بيا هم په دے پوهيږُو چه سړے دَ شريعت په عملُونو نه،بلکه صرف په عيسىٰ مسيح په ايمان راوړلو صادِق کيږى،نو په خپله مو هم په عيسىٰ مسيح ايمان راؤړو دَ دے دَ پاره چه مُونږ په مسيح باندے په ايمان راوړلو صادِق شُو،نۀ چه دَ شريعت په عملُونو،ځکه چه دَ شريعت په عملُونو يو سړے هم صادِق کيدے نۀ شى. ١٧ اَؤ مُونږ څوک چه دَ مسيح په وسيله صادِق کيدل غواړُو،که په خپله ګُناه ګار شُو نو آيا دَ دے په سبب مو مسيح دے؟ هيڅ کله نه! ١٨ ځکه چه هغه څۀ چه ما ونړول که هغه بيا آباد کړم نو خپل ځان په خپله ګُناه ګاروم. ١٩ زما مطلب دا دے چه تر څو چه دَ شريعت سوال دے زَۀ مړ شوم،هو شريعت زَۀ مړ کړلم چه زَۀ اوس دَ خُدائے دَ پاره ژوند تير کړم. ٢٠ زَۀ دَ مسيح سره په سولئ شوے يم اَؤ اوس زَۀ ژوندے نۀ يم بلکه مسيح په ما کښے ژوندے دے. اَؤ زَۀ چه اوس کُوم ژوندُون لرم نو دَ خُدائے په زوئے په ايمان راوړلو کښے ئے تيروم چا چه زما سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے زما دَ خاطره ورکړو. ٢١ زَۀ دَ خُدائے فضل رد کوم نه،ځکه چه که صداقت دَ شريعت په وسيله په لاس راتلے نو بيا خو دَ مسيح مړ کيدل بے ځايه وُو!

ګلتيانو 3

شريعت يا فضل

١ اَئے نادانو ګلتيانو! چا په تاسو جادُو وکړو؟ ستاسو خو لکه دَ سترګو په وړاندے مسيح په سولئ وښوولے شو. ٢ زَۀ دَ تاسو نه صرف دا تپوس کول غواړم چه تاسو دَ شريعت په عملُونو رُوحُ القُدس ومُوندلو يا په زيرى دَ ايمان راوړلو په وسيله؟ ٣ آيا تاسو دومره نادان يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله مو شروع کړه اَؤ اوس دَ خپلو عملُونو په وسيله پُوره کول غواړئ څۀ؟ ٤ آيا دَ تاسو ټولو تجربه عبث شوه؟ خو يقينًا چه نه! ٥ نو بيا خُدائے چه تاسو ته رُوحُ القُدس درکوى اَؤ په تاسو کښے مُعجزے ښکاره کوى نو آيا هغه دَ شريعت په عملُونو داسے کوى يا دَ زيرى آؤريدو اَؤ پرے ايمان راوړلو په وسيله؟ ٦ لکه چه اِبراهيم «په خُدائے ايمان راؤړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،» ٧ نو پوهه شئ چه څوک دَ ايمان خاوندان دى،هغوئ دَ اِبراهيم اَؤلاد دى. ٨ اَؤ کتاب مُقدس دَ دے نه مخکښے خبر وُو چه خُدائے به غير يهُوديان په ايمان صادِق کړى،نو دَ اول نه ئے اِبراهيم ته دا زيرے واؤرولو چه: «ستا په وسيله به ټول قومُونه برکت بيا مُومى.» ٩ نو بيا څنګه چه اِبراهيم دَ ايمان راوړلو په وسيله برکت ومُوندو،هم هغه شان هغوئ ټول چه دَ اِبراهيم غوندے ايمان لرى،هغۀ سره برکت بيا مُومى. ١٠ خو څومره چه دَ شريعت په عملُونو توکل کوى،هغوئ ټول لعنتيان دى، لکه چه صحيفے وائى چه : «هر هغه څوک چه دَ شريعت په کتاب کښے ليکلى شوو په ټولو خبرو عمل نۀ کوى هغه لعنتى دے.» ١١ اَؤ دا خبره ښکاره ده چه دَ شريعت په وسيله هيڅوک دَ خُدائے په نِزد صادِق کيږى نه، لکه چه ليکلى دى چه: «صادق به په ايمان پائى.» اَؤ دَ شريعت دَ ايمان سره هيڅ تعلق نِشته بلکه ليکلى دى چه: «څوک چه په شريعت عمل کوى هغه به دَ دے په سبب پائى.» ١٣ مسيح مُونږ په بيعه واخستُو اَؤ دَ شريعت دَ لعنت نه ئے راخلاص کړلُو ځکه چه هغه زمُونږ دَ پاره لعنتى شو،ځکه چه په صحيفه کښے ليکلى دى چه «څوک چه په لرګى ځوړند کړے شو هغه لعنتى دے.» ١٤ دا ځکه وشو دَ دے دَ پاره چه هغه برکت چه خُدائے اِبراهيم ته دَ ورکولو وعده کړے وه،دَ مسيح عيسىٰ په وسيله غير يهُوديانو ته هم ورسى،اَؤ مُونږ دَ ايمان په وسيله هغه رُوحُ القُدس حاصل کړُو دَ کُوم چه خُدائے وعده کړے ده.

شريعت اَؤ وعده

١٥ زما ورُوڼو! زَۀ دَ مِثال په طور دا وايم چه سره دَ دے که دَ اِنسان وعده وى خو که تصديق ئے وشى نو څوک ئے منسُوخ نۀ ګڼى اَؤ نۀ په کښے څوک څۀ زياتے کوى. ١٦ نو خُدائے اِبراهيم اَؤ دَ هغۀ دَ نسل سره هم وعدے وکړلے،اَؤ هغه دا نۀ وائى چه”دَ نسلُونو سره“ لکه چه دَ ډيرو دَ پاره وئيلے کيږى،بلکه څنګه چه دَ يو دَ پاره وئيلے شى چه: «ستا دَ نسل سره،» نو هغه مسيح دے. ١٧ زما مطلب دا دے چه دَ کُومے وعدے چه خُدائے تصديق کړے وُو،هغه څلور سوه اَؤ ديرش کاله پس شريعت منسُوخ کولے نۀ شى په دے خيال چه هغه وعده بے فائدے وګڼى. ١٨ که چرے ميراث دَ شريعت په وسيله رسى نو دا بيا په وعده نۀ دے،خو په هغه وعده وُو کُومه چه خُدائے اِبراهيم ته دَ يوے بخښنے په طور ورکړے وه. ١٩ نو بيا دَ شريعت څۀ؟ شريعت ځکه وروستو ورکړے شو چه دَ دے په وسيله ګُناه ظاهر شى تر څو چه دَ اِبراهيم دَ نسل راتلل جارى وىچا سره چه وعده شوے وه،اَؤ شريعت دَ فرښتو په وسيله دَ يو منيځګړى په لاس مُقرر کړے شو. ٢٠ اَؤ هر چرته چه دوه طرفونه وى نو مينځګړے پکاريږى،خو خُدائے يو دے.

غُلامان اَؤ زامن

٢١ نو آيا شريعت دَ خُدائے دَ وعدو خلاف دے؟ نه،هيڅ کله نه! که چرے داسے شريعت ورکړے شوے وے چه ژوند ئے ورکولے شوے نو بيا به صداقت دَ شريعت په وسيله وُو. ٢٢ خو مُقدس کتاب وائى چه ټوله دُنيا دَ ګُناه په قبضه کښے ده،دَ دے دَ پاره چه دَ بخښنے وعده چه په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو په وسيله هغه خلقو ته چه ايمان راؤړى ورکړے شى. ٢٣ دَ ايمان دَ راتلو نه مخکښے دَ شريعت دَ لاندے زمُونږ ساتنه کيده،اَؤ دَ هغه ايمان تر راتلو کُوم چه ظاهريدُونکے وُو،مُونږ دَ هغۀ پابند وُو. ٢٤ پس شريعت مسيح ته دَ رارسولو پورے زمُونږ ساتُونکے وُو دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ ايمان په وسيله صادِق شُو. ٢٥ خو هر کله چه ايمان راغلے دے مُونږ نور دَ شريعت دَ لاندے نۀ يُو. ٢٦ ځکه چه تاسو ټول دَ هغه ايمان په وسيله کُوم چه په مسيح عيسىٰ دے،دَ خُدائے زامن يئ. ٢٧ اَؤ تاسو ټول هر څومره چه دَ مسيح په يووالى کښے بپتسمه شوى يئ ٢٧ لکه دَ لباس مسيح مو آغوستے دے. ٢٨ نۀ خو څوک په تاسو کښے اوس يهُودى دے اَؤ نۀ غير يهُودى،نۀ څوک غُلام دے اَؤ نۀ آزاد،نۀ څوک سړے دے اَؤ نۀ ښځه،ځکه چه تاسو ټول دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے يو يئ. ٢٩ اَؤ که چرے تاسو دَ مسيح يئ نو دَ اِبراهيم دَ نسل نه يئ،اَؤ دغه شان دَ وعدے په مُطابق وارثان يئ.

ګلتيانو 4

١ خو زَۀ دا وايم چه وارث تر څو چه نابالغه دے،اګر که دے دَ ټول جايداد مالِک دے،په هغۀ اَؤ په غُلام کښے هيڅ فرق نۀ وى. ٢ خو کُوم ميعاد چه پلار مُقرر کړے دے تر هغے وخته هغه دَ سرپرستانو اَؤ مُختارانو دَ اِختيار لاندے وى. ٣ دغه شان مُونږ هم چه کله چه ماشُومان وُو نو دَ دُنيا دَ قوتُونو په پابندئ کښے دَ غُلامئ په حالت کښے مو ژوند تيروو. ٤ خو هر کله چه نيټه پُوره شوه نو خُدائے خپل زوئے راوليږلو چه دَ ښځے نه وزيږيدو اَؤ دَ شريعت دَ لاندے پيدا شو، ٥ دَ دے دَ پاره چه څوک چه دَ شريعت دَ لاندے وُو،په بيعه واخلى اَؤ آزاد ئے کړى،چه مُونږ دَ خُدائے زامن شُو. ٦ اَؤ په دے سبب چه تاسو دَ خُدائے زامن يئ خُدائے دَ خپل زوئے رُوح زمُونږ په زړُونو ته راوليږلو کُوم چه دَ ”آبا،“ يعنے ”اَئے پلاره“ غږ کوى. ٧ نو اوس نور تۀ غُلام نۀ يئے بلکه زوئے يئے،اَؤ چه زوئے يئے نو دَ خُدائے وارث هم يئے.

دَ پولوس دَ ګلتيانو دَ پاره فکر

٨ خو هغه وخت تاسو دَ خُدائے نه ناخبر وئ اَؤ تاسو دَ هغه معبُودانو په غُلامئ کښے وئ څوک چه خُدائے نۀ دى. ٩ خو اوس تاسو خُدائے وپيژندلو بلکه خُدائے تاسو وپيژندلئ،نو بيا دَ هغه زړو اَؤ بے ځايه اولنو خبرو پلو څنګه ورګرزئ،چه دَ هغوئ بيا غُلامى کول غواړئ؟ ١٠ تاسو خاص ورځے،مياشتے اَؤ مُقرر وختُونه اَؤ کالُونه منئ. ١١ زَۀ ستاسو په باب کښے ربړيږم چه هسے نه چه کُومه خوارى چه ما په تاسو کړے ده هغه عبث لاړه شى. ١٢ زما ورُوڼو! زَۀ درته منت کوم چه خپل ځانُونه زما په شان کړئ ځکه چه ما هم خپل ځان ستاسو په شان کړے دے. تاسو زما څۀ نقصان نۀ دے کړے. ١٣ بلکه تاسو خبر يئ چه ما په اول ځل دَ ناجوړتيا په حالت کښے تاسو ته زيرے آؤرولے وُو. ١٤ اَؤ تاسو زما هغه جسمانى حالت کُوم چه ستاسو دَ آزمايش باعث وُو،نۀ خو سپک وګڼلو،نۀ مو دَ هغۀ نه کرکه وکړه،اَؤ زَۀ مو دَ خُدائے فرښته وګڼلم لکه څنګه چه تاسو مسيح عيسىٰ ته په خپله هر کلے وئيلے وے. ١٥ نو هغه وخت تاسو ډيره خوشحالى کړے وه،خو اوس هغه خوشحالى چرته ده؟ زَۀ ستاسو ګواه يم چه که کيدے شوے نو تاسو به خپلے سترګے راويستلے وے اَؤ ما ته به مو راکړے وے. ١٦ نو آيا زَۀ دَ حق وئيلو په سبب ګنى ستاسو دُښمن شوے يم؟ ١٧ هغوئ تاسو دوستان خو جوړول غواړى خو په نيک نيتئ نه،بلکه هغوئ تاسو له ما نه جُدا کول غواړى دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ هغوئ دَ دوستئ ليواله شئ. ١٨ دا خو ښه خبره ده چه په ښه خبره کښے هر وخت دَ دوست جوړولو کوشِش وکړے شى،نۀ يواځے هغه وخت چه زَۀ ستاسو سره موجُود يم بلکه هغه وخت هم چه غير حاضر يم. ١٩ ګرانو بچو! زَۀ يو ځل بيا ستاسو دَ پاره لکه دلنګانۀ په درد آخته يم،تر څو چه تاسو دَ مسيح په څير شوى نۀ يئ. ٢٠ زړۀ مے غواړى چه زَۀ دِ اوس تاسو سره وَئے،نو ما به بيا خپل انداز بدل کړے وَئے ځکه چه زَۀ ستاسو په باب کښے پريشان يم.

دَ هاجره اَؤ دَ ساره مِثال

٢١ اوس راته ووايئ،تاسو چه دَ شريعت دومره ليواله يئ،آيا دَ شريعت خبره نۀ آؤرئ څۀ؟ ٢٢ ځکه چه دا په کښے ليکلى دى چه دَ اِبراهيم دوه زامن وُو،يو له وينځے نه اَؤ بل دَ آزادے ښځے نه. ٢٣ خو دَ وينځے زوئے په عام طور،اَؤ دَ آزادے زوئے دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق پيدا شو. ٢٤ دا يو مِثال دے اَؤ دا دوه ښځے دَ دوؤ لوظُونو په مِثال دى،يوه چه دَ سينا په غرۀ کړے شوے وه چه غُلامان پيدا کوى،اَؤ هاجره ئے نُوم دے. ٢٥ اَؤ هاجره لکه دَ سينا غر په عربو کښے ده چه دَ موجوده بيتُ المُقدس په مِثال دے ځکه چه هغه اَؤ دَ هغے بچى په غُلامئ کښے دى. ٢٦ خو دَ آسمانى بيتُ المُقدس هغه آزاده ده څوک چه زمُونږ مور ده. ٢٧ ځکه چه صحيفے وائى چه: «اَئے شنډے ښځے! خوشحالى وکړه! چا چه چرے هم بچى نۀ دى راوړى. دَ خوشحالئ چغے ووهه چا چه دَ لنګانۀ دړدُونه نۀ وُو زغملى. ځکه چه پريښولے ښځه به دَ هغے ښځے نه ډير بچى راؤړى چه خاوند لرى.» ٢٨ نو اَئے زما ورُوڼو! تاسو دَ اِسحاق په شان دَ خُدائے دَ لوظ بچى يئ. ٢٩ خو لکه څنګه چه په هغه ورځو کښے په عام طور پيدا شوى زوئے دَ خُدائے دَ رُوح په قُدرت پيدا شوے زوئے وربړولو،دغه شان نن هم دے. ٣٠ خو صحيفے څۀ وائى چه: «وينځه اَؤ دَ هغے زوئے وشړئ ځکه چه دَ وينځے زوئے به دَ آزادے دَ زوئے سره په ميراث کښے شريک نۀ شى.» ٣١ نو زما ورُوڼو! تاسو اوس پوهه شئ چه مُونږ دَ وينځے بچى نۀ يُو،زمُونږ مور آزاده ده.

ګلتيانو 5

١ مسيح مُونږ دَ آزاد اوسيدلو دَ پاره آزاد کړى يُو،نو بيا پرے ټينګ اوسئ اَؤ بيا غُلامان مۀ جوړيږئ.

دَ ايماندارانو آزادى

٢ ګورئ،زَۀ پولوس تاسو ته وايم چه که تاسو سُنت شئ نو دَ مسيح نه به تاسو ته هيڅ فائده نۀ وى. ٣ بلکه زَۀ په هر سُنت شوى سړى ګواهى ورکوم چه هغه په ټول شريعت عمل کوى. ٤ تاسو کُوم چه دَ شريعت په وسيله صادِق کيدل غواړئ،دَ مسيح نه جُدا شوئ اَؤ دَ فضل نه پاتے شوئ. ٥ ځکه چه مُونږ دَ رُوحُ القُدس په وسيله په ايمان سره به صادِقان ګرزولے شُو اَؤ مُونږ دَ اُميد سره دَ دے اِنتظار کوُو. ٦ اَؤ څوک چه دَ مسيح عيسىٰ سره يووالے لرى،دَ هغۀ نۀ خو سُنتتيدل څۀ معنىٰ لرى اَؤ نۀ نا سُنتيدل،خو دَ هغۀ ايمان چه په مسيح دے،دَ فائدے خبره ده اَؤ ايمان دَ مينے په وسيله ښکارى. ٧ تاسو خو ښه منډه وهله،ستاسو په لاره کښے چا رکاوټ جوړ کړو چه دَ حق دَ منلو نه ايسار شوئ؟ ٨ دا لمسه ستاسو دَ رابلُونکى خُدائے له طرفه نۀ ده. ٩ ياد لرئ چه لږه خمبيره ټول آخښلى اوړۀ خمبيره کړى. ١٠ زما په مالِک کښے په تاسو يقين دے چه تاسو به بل څۀ خيال نۀ کوئ اَؤ څوک چه تاسو ويروى،که هغه هر څوک هم وى،سزا به مُومى. ١١ زما ورُوڼو! که زَۀ تر اوسه دَ سُنتيدو پيغام ورکوم نو بيا تر اوسه عذابولے ولے شوم؟ په هغه صُورت خو دَ عيسىٰ دَ سولئ دَ تيندک خبره هم نۀ وه. ١٢ زما خوښه خو دا ده چه ستاسو راپارووُونکے دِ يواځے دَ سنتُولو نه،بلکه خپل ځان به نامرد کړے وى! ١٣ زما ورُوڼو! تاسو دَ آزادئ دَ پاره رابللى شوى يئ،خو دا آزادى خپل جسمانى شوقُونو دَ پاره مه اِستعمالوئ بلکه دَ مينے سره دَ يو بل خدمت کوئ. ١٤ ځکه چه ټول شريعت يواځے په دے حُکم ځوړند دے،يعنے په دے چه: « تۀ دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه لره.» ١٥ خو که چرے تاسو يو بل چيچئ اَؤ خورئ نو پام کوئ،تاسو دواړه به يو بل برباد کړئ.

دَ رُوح ميوه اَؤ دَ جِسم کارُونه

١٦ زما مطلب دا دے چه که تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په ښودلى لار روان يئ نو دا جسمانى شوقُونه به هيڅ کله هم پُوره نۀ کړئ. ١٧ ځکه چه اِنسانى فطرت د خدائے د روح په خلاف خواهش کوى اؤ د خدائے روح د انسانى فطرت په خلاف،اَؤ دا دَ يو بل مُخالف دى دَ پاره دَ دے چه تاسو چه څۀ کول غواړئ،هغه کولے نۀ شئ. ١٨ خو که چرے تاسو دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت روان يئ نو تاسو دَ شريعت ماتحت نۀ يئ. ١٩ اوس دَ انسانى فطرت کارُونه خو ښکاره دى،يعنے حرامکارى،ناپاکى،شهوت، ٢٠ بُت پرستى،جادُوګرى،دُښمنى،جګړے،کينه،غُصه،بے اِتفاقى،جُدائى،بِدعتُونه، ٢١ بُغض،نشے،ګډا نڅا اَؤ دَ دے په شان نور. دَ دے په باب کښے درته دَ وړاندے نه وايم لکه څنګه چه مے اول درته وئيلى وُو چه داسے خلق به دَ خُدائے دَ بادشاهئ وارثان نۀ وى. ٢٢ خو دَ خُدائے دَ رُوح ميوه مينه،خوشحالى،سلامتى،زغم،مهربانى،نيکى،اِيماندارى، ٢٣ عاجزى اَؤ پرهيزګارى ده. دَ داسے کارُونو يو شريعت هم مُخالف نه دے. ٢٤ اَؤ څوک چه دَ مسيح دى نو هغوئ خپل دَ اِنسانى فطرت ټول رغبتُونه اَؤ خواهشُونه په سولئ خيژولى دى. ٢٥ که چرے مُونږ دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله ژوندى يُو نو دَ خُدائے دَ رُوح په مُطابق ژوند تيرول هم په کار دى. ٢٦ مُونږ دِ بے ځايه فخر ونۀ کړُو،نۀ دِ يو بل تنګوُو اَؤ نۀ دِ دَ يو بل نه سوزُو.

ګلتيانو 6

دَ يو بل بوج اُوچتوئ

١ اَئے ورُوڼو! که څوک په څۀ قصُور کښے ونيولے شى نو تاسو چه دَ رُوحُ القُدس په هدايت چليږئ هغه په عاجزئ سره په ځائے کړئ،اَؤ خپل خيال هم ساته چه تۀ په آزميښت کښے پرے نۀ وزے ٢ تاسو دَ يو بل خيال ساتئ اَؤ دغه شان دَ مسيح شريعت پُوره کوئ. ٣ ځکه چه که څوک سړے خپل ځان څۀ شمارى اَؤ وى هيڅ هم نه،نو دََ خپل ځان سره ټګى کوى. ٤ نو بيا دِ هر سړے خپل ځان وآزمائى،په داسے حال کښے به هغۀ ته په خپل ځان دَ فخر موقع وى،نۀ چه دَ بل. ٥ ځکه چه هر سړے به خپل بوج اُوچتوى. ٦ دَ کلام تعليم آخستُونکے دِ تعليم ورکووُونکے په ټولو ښو څيزُونو کښے شريک کړى. ٧ دَ ځان سره ټګى ونۀ کړئ،دَ خُدائے سره ټوقے نۀ شى کيدے ځکه چه سړے چه څۀ کرى هم هغه به ريبى. ٨ که چرے هغه په خپل اِنسانى فطرت کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ دے نه دَ فنا کيدو فصل وريبى،اَؤ که چرے هغه دَ خُدائے په رُوح کښے څۀ وکرى نو هغه به دَ خُدائے دَ رُوح نه دَ تل ژوندُون وريبى. ٩ نو بيا دِ مُونږ په ښۀ کار کولو کښے کله هم حوصله ونه بائيلو،ځکه چه که بے زړۀ نۀ شُو نو په عين وخت به ئے وريبُو. ١٠ نو بيا چه څومره موقع په لاس درځى،دَ ټولو سره نيکى کوئ،خاص دَ ايماندارانو سره.

آخرى خبردارے اَؤ برکت

١١ ګورئ چه ما تاسو ته په خپل لاس څومره په غټو غټو ټکو ليکلى دى. ١٢ څومره خلق چه جسمانى نمائش غواړى،هغوئ تاسو په سُنتيدلو مجبُوروى تش دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح دَ سولئ په وجه ونۀ عذابولے شى. ١٣ ولے چه سُنت شوى په خپله هم په شريعت عمل نۀ کوى خو ستاسو سُنتيدل ځکه غواړى چه ستاسو په جِسمانى حالت فخر وکړى. ١٤ خو خُدائے دِ نۀ کړى چه زَۀ په څۀ فخر وکړم بغير دَ عيسىٰ مسيح دَ سولئ نه،چه په هغے دُنيا زما په نزد په سولئ شوله اَؤ زَۀ دَ دُنيا په نزد. ١٥ ځکه چه نۀ سُنتيدل څۀ څيز دے اَؤ نۀ نا سُنتيدل،بلکه نوے مخلُوق. ١٦ اَؤ څومره چه په دے لار چليږى،هغوئ ته،يعنے دَ خُدائے حقيقى اِسرائيل ته دِ سلامتى اَؤ رحم وى. ١٧ دَ دے نه پس هيڅوک دِ ماله نور تکليف نۀ راکوى ځکه چه زَۀ په خپل بدن دَ عيسىٰ داغُونه لرم. ١٨ زما ورُوڼو! زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى، آمين.

اِفِسيانو 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے،دَ هغو پاکانو په نُوم چه په اِفِسوس کښے دى اَؤ دَ مسيح عيسىٰ ايماندارو شاګردانو ته، ٢ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ تاسو سره فضل اَؤ سلامتى وى.

په مسيح کښے رُوحانى برکتُونه

٣ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ خُدائے اَؤ پلار ثنا دِ وى څوک چه مُونږ ته دَ مسيح په وسيله په آسمانى ځايُونو کښے هر قِسم رُوحانى برکتُونه راکوى. ٤ ځکه چه هغۀ مُونږ په خپلے مينے کښے دَ دُنيا دَ پيدايښت نه مخکښے په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ په نِزد پاک اَؤ بے عيبه شُو. ٥ اَؤ هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ نيکے اِرادے په مُطابق مُونږ دَ ځان دَ پاره مُقرر کړلُو چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ هغۀ بچى شو، ٦ دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ فضل دَ جلال ستائنه وى چه مُونږ ته ئے په هغه محبُوب کښے ويړيا راوبخښه. ٧ مُونږ ته دَ مسيح دَ وينے په وسيله خلاصُون،يعنے دَ ګُناهونو مُعافى،دَ هغۀ دَ هغه فضل دَ دولت په مُطابق حاصله ده، ٨ چه هغۀ په هر جوړ حِکمت اَؤ پوهه په مُونږ پريمانه نازله کړه. ٩ نو هغۀ دَ خپلے مرضئ راز دَ خپلے هغے نيکے اِرادے په مُطابق په مُونږ ظاهر کړو کُوم چه مسيح له مخکښے نه پُوره کوُونکے وُو. ١٠ دا اِراده چه دَ وخت دَ پُوره کيدو سره به مُکمله شى،چه په مسيح کښے ټول څيزُونه راغُونډ شى،که هغه په آسمان کښے وى يا په مزکه. ١١ خُدائے هر څۀ دَ خپلے مرضئ اَؤ دَ اِرادے په مُطابق کوى اَؤ هغۀ مُونږ په مسيح کښے غوره کړلُو چه مُونږ دَ هغۀ شُو. دا هر څۀ دَ هغه اِرادے په مُطابق چه خُدائے په ازل کښے کړى وُو،وشول، ١٢ دَ دے دَ پاره چه مُونږ چه دَ اول نه په مسيح اُميد تړلے وُو،دَ هغۀ دَ جلال دَ ستائينے باعث شُو. ١٣ اَؤ تاسو هم دَ هغۀ خلق جوړ شوئ،کله چه تاسو دَ حق کلام واؤريدو،يعنے هغه زيرے چه تاسو پرے خلاصُون ومُوندلو،اَؤ بيا په هغۀ مو ايمان راؤړو اَؤ خُدائے دَ خپلے وعدے په مُطابق په تاسو رُوحُ القُدس مُهر ولګوو. ١٤ هم هغه رُوح چه زمُونږ دَ ميراث ضمانت دے،تر څو چه مُونږ هغه ټول څيزُونه ومُومو چه خُدائے ئے مُونږ سره وعده کړى وه،چه مُونږ دَ خُدائے په وسيله دَ هغۀ ملکيت يُو،نو دَ هغۀ دَ جلال دِ ستائينه وى.

دَ پولوس دُعا

١٥ زَۀ په دے وجه دَ هغه ايمان چه ستاسو په مينځ کښے په مالِک مسيح دے اَؤ هغه مينه چه دَ ټولو پاکانو سره لرئ په آؤريدو ١٦ ستاسو په باب کښے دَ شُکر ويستو نه پاتے کيږم نه،اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوم، ١٧ چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خُدائے چه دَ جلال پلار دے تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکړى اَؤ هغه رُوح تاسو له حِکمت درکړى،اَؤ چه تاسو ته به ئے خُدائے ظاهر کړى چه تاسو هغه ښه وپيژنئ. ١٨ اَؤ زَۀ غواړم چه ستاسو دَ زړۀ سترګے روښانه شى چه تاسو پوهه شئ چه هغۀ تاسو دَ څومره لوئے اُميد دَ پاره رابللى يئ،يعنے هغه شاندار ميراث چه هغۀ دَ خپلو خلقو دَ پاره ساتلے دے څومره لوئے دولت دے، ١٩ اَؤ زمُونږ ايمان راوړُونکو دَ پاره دَ هغۀ لوئے قُدرت څومره بيشانه دے. دا زوره ور قُوت په مُونږ کښے خپل اثر اچوى. ٢٠ دا هم هغه قُوت دے چه دَ کُوم په وسيله چه خُدائے مسيح له مړو نه بيا راژوندے کړو اَؤ خپل ښى لاس ته ئے په آسمان کښے کښينولو. ٢١ اَؤ هلته ئے مسيح دَ هر قِسم حُکومت اَؤ اِختيار اَؤ قُدرت اَؤ رياست اَؤ دَ هر يو نُوم نه زيات اُوچت کړو کُوم چه به نۀ تش په دے جهان کښے بلکه په راتلُونکى جهان کښے هم آخستلے شى. ٢٢ اَؤ هر څۀ ئے دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړل اَؤ هغه ئے دَ ټولو څيزُونو سردار جوړ کړو،اَؤ جماعت له ئے ورکړو چه هغه دَ جماعت مالِک شى. ٢٣ جماعت دَ مسيح بدن دے،دا بدن دَ هغۀ نه کامل کيږى چه هغه له ټولو نه په هر څۀ کښے کامل وى.

اِفِسيانو 2

دَ مرګ نه ژوندُون

١ تاسو هم دَ خپلو قصُورونو اَؤ ګُناهُونو په سبب مړۀ وئ، ٢ کله چه تاسو دَ دے دُنيا په کږو لارو روان وئ،اَؤ دَ هوا دَ عمل دارئ دَ حاکِم،يعنے دَ هغه رُوح پسے تللئ کُوم چه اوس په نافرمانو بچو کښے اثر کوى. ٣ په دوئ کښے مُونږ ټولو هم دَ خپل وجُود په خواهشُونو کښے ژوند تيرولو اَؤ دَ وجُود اَؤ نفس مرضى مو پُوره کوله،اَؤ نورو په شان په اِنسانى طور دَ خُدائے دَ غضب دَ لاندے وُو. ٤ خو خُدائے چه په رحم غنى دے دَ هغۀ دَ خپلے لوئے مينے په سبب چه هغۀ زمُونږ سره وکړه ٥ چه مُونږ چه دَ ګُناهُونو په وجه مړۀ وُو نو مُونږ ئے دَ مسيح سره بيا ژوندى کړُو. تاسو په فضل خلاصُون مُوندلے دے. ٦ اَؤ خُدائے مُونږ دَ مسيح عيسىٰ سره راژوندى کړُو اَؤ په آسمان کښے ئے دَ هغۀ سره کښينولُو، ٧ چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله مُونږ ته دَ مهربانئ په طور دا کړے وُو،هغۀ دا ځکه وکړو چه په راتلُونکو زمانو کښے هغه خپل بے اندازے فضل په مُونږ ښکاره کړى. ٨ ځکه چه تاسو دَ ايمان په وسيله په فضل خلاصُون مُوندلے دے،دا ستاسو له طرفه نه نۀ،بلکه دَ خُدائے بخښنه ده. ٩ اَؤ دا دَ عملُونو په سبب نۀ ده،دَ پاره دَ دے چه څوک فخر ونۀ کړى. ١٠ ځکه چه مُونږ هم خُدائے جوړ کړى يُو اَؤ مُونږ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ښۀ کارُونو دَ پاره پيدا شوى يُو کُوم چه خُدائے دَ اول نه مُونږ دَ پاره تيار کړى وُو.

دَ مسيح سره يووالى

١١ نو ياد لرئ چه تاسو په پيدائشى طور دَ غيرو يهُوديانو نه وئ،اَؤ يهُوديان چه په لاسو سُنت شوى دى چه دَ سُنتيدو په سبب سُنت شوى بللے شى،تاسو ته نا سُنت وائى. ١٢ تاسو په تيره زمانه کښے دَ مسيح نه جُدا،دَ اِسرائيل دَ بادشاهئ نه خارج،اَؤ دَ وعدے دَ لوظُونو نه نابلده،نااُميده اَؤ په دُنيا کښے دَ خُدائے نه جُدا وئ. ١٣ خو تاسو چه اول لرے وئ اَؤ دَ مسيح په يووالى کښے دَ مسيح دَ وينے په وسيله نزدے شوئ. ١٤ ځکه چه هم هغه زمُونږ صُلح ده،يعنے دَ يهُوديانو اَؤ دَ غير يهُوديانو. اَؤ دَ جُدائى کُوم ديوال چه په مينځ کښے وُو،هغه ئے ونړوو، ١٥ يعنے دَ شريعت هغه حُکم چه دَ شريعت په طور وُو،ئے منسُوخ کړو چه خپل ځان کښے دَ دواړو نه يو نوے اِنسان پيدا کړى اَؤ صُلح راولى، ١٦ اؤ دَ خپلے سُولئ په وسيله دُښمنى ختمه کړى چه دَ هغے په وسيله دواړه په يو بدن کښے شريک کړى اَؤ خُدائے سره ئے يو کړى. ١٧ مسيح راغے اَؤ تاسو چه لرے وئ اَؤ هغه چه نزدے وُو،دواړو تۀ ئے دَ صُلح زيرے درکړو. ١٨ ځکه چه دَ هغۀ په وسيله مُونږ دواړه دَ يو رُوح په وسيله دَ پلار په حُضور کښے حاضريږُو. ١٩ نو اوس بيا تاسو پردى اَؤ مُسافران پاتے نۀ شوئ بلکه دَ پاکانو دَ وطن اَؤ دَ خُدائے دَ کورنئ شوئ. ٢٠ اَؤ دَ رسُولانو اَؤ نبيانو په بُنياد تاسو ودان کړے شوى يئ چه دَ ګُوټ سره کاڼے په خپله مسيح عيسىٰ دے. ٢١ مسيح په خپله دَ هغے ماڼئ هره يوه حصه يو ځائے ساتى چه په رب کښے يو پاک کور جوړ شى. ٢٢ نو تاسو هم دَ هغۀ په يووالى کښے دَ نورو سره دَ خُدائے يو داسے کور جوړيږئ چه په کُوم کښے خُدائے دَ خپل رُوح په وسيله اوسيږى.

اِفِسيانو 3

دَ پولوس دَ غير قومُونو دَ پاره خدمت

١ هم په دے وجه زَۀ پولوس تاسو غيرو يهُوديانو له خاطره دَ مسيح عيسىٰ قيدى يم. ٢ شايد چه تاسو به دَ خُدائے دَ هغه فضل په باب کښے کُوم چه ستاسو دَ پاره په ما وشو،آؤريدلى وى، ٣ يعنے دا چه هغه راز ما ته دَ کشف په وسيله معلُوم شو لکه چه ما اول دَ هغے لږ شان حال ليکلے دے. ٤ دَ هغے په لوستو تاسو معلُومولے شئ چه زَۀ دَ مسيح په هغه راز څومره پوهيږم، ٥ چه هغه راز په تيرو شوو زمانو کښے بنى آدمو ته دغه شان معلُوم شوے نۀ وُو څنګه چه هغه ئے پاکو رسُولانو اَؤ نبيانو ته دَ رُوحُ القُدس په وسيله اوس ښکاره کړے دے. ٦ اَؤ هغه راز دا دے چه دَ زيرى په وسيله غير يهُوديان دَ يهوديانو سره خُدائے په ميراث کښے برخه ولرى،اَؤ په يو بدن کښے شامل،اَؤ دَ خُدائے په هغه لوظ کښے شريک شى چه هغۀ دَ مسيح عيسىٰ په وسيله وکړو. ٧ اَؤ دَ خُدائے دَ هغه فضل په بخښنه چه دَ هغۀ دَ قُدرت په تاثير په ما وشو،زَۀ دَ دے زيرى خادم شوم. ٨ په ما چه زَۀ په ټولو پاکانو کښے له ورکوټى نه ورکوټے يم،دا فضل وشو چه زَۀ غير يهُوديانو ته دَ مسيح دَ بے اندازے دولت زيرے ورکړم، ٩ اَؤ په ټولو دا خبره ښکاره کړم چه هغه راز چه له ازل نه دَ ټولو څيزُونو په پيدا کوُوونکى خُدائے کښے پټ وُو،هغه به څرګند کړى، ١٠ چه اوس دَ جماعت په وسيله دَ خُدائے قِسم قِسم حِکمت هغه حاکمانو اَؤ دَ واک خاوندانو ته معلُوم شى څوک چه په آسمان کښے دى، ١١ دَ هغے ازلى اِرادے په مُطابق کُومه چه هغۀ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ په وسيله سر ته ورسوله. ١٢ په عيسىٰ مسيح کښے اَؤ په هغۀ دَ ايمان لرلو په وسيله مُونږ ته زړه ورتيا ده چه مُونږ په پُوره تسلئ سره دَ خُدائے په مخکښے حاضريدے شُو. ١٣ نو بيا زَۀ خواست کوم چه تاسو زما دَ هغه مُصيبتُونو په وجه هِمت مه بائيلئ کُوم چه ستاسو دَ خاطره زغمم،ځکه چه هغه ستاسو دَ پاره لوئى ده.

دَ مسيح مينه پيژندل

١٤ په دے سبب زَۀ دَ هغه پلار په وړاندے په زنګنو کيږم، ١٥ چا نه چه دَ آسمان اَؤ مزکے هره يوه خيلخانه خپل حقيقى نُوم مُومى، ١٦ چه هغه دَ خپل جلال دَ دولت په مُطابق تاسو ته دا څۀ درکړى چه تاسو په خپل باطنى اِنسانيت کښے دَ هغۀ دَ رُوح په وسيله ډير زوره ور شئ، ١٧ اَؤ دَ ايمان په وسيله مسيح ستاسو په زړُونو کښے ځائے ومُومى. زَۀ دُعا کوم چه تاسو په مينه کښے پوخ بيخ ولرئ. ١٨ چه دَ ټولو پاکانو سره په ښۀ شان سره معلُوم کړے شئ چه دَ مسيح دَ مينے پلنوالے،اُوږدوالے،اُوچتوالے اَؤ ژوروالے څومره دے، ١٩ اَؤ دَ مسيح په هغه مينه پوهه شئ کُومه چه دَ پوهے نه بهر ده،چه تاسو دَ خُدائے په ټوله معمُورئ کښے معمُور شئ. ٢٠ اوس چه څوک داسے قادر دے چه دَ هغه قُدرت په مُطابق چه په مُونږ کښے اثر کوى،زمُونږ خواست اَؤ خيال نه ډير زيات کار کولے شى، ٢١ هغۀ ته دِ په جماعت کښے اَؤ په عيسىٰ مسيح کښے تل تر تله،پيړئ په پيړئ جلال وى! آمين.

اِفِسيانو 4

دَ مسيح دَ بدن يووالى

١ نو زَۀ چه دَ مالِک په وجه قيد شوے يم،تاسو ته خواست کوم چه په کُومه بلنه چه تاسو راغوښتے شوى وئ دَ هغے په شان ژوند تيروئ. ٢ يعنے پُوره په عاجزئ،نرمئ،صبر اَؤ په مينه يو بل زغمئ. ٣ اَؤ دا کوشِش کوئ چه کُوم يووالے چه رُوحُ القُدس درکوى،دَ صُلح په تړُون ئے وتړئ. ٤ بدن يو دے اَؤ رُوحُ القُدس هم يو،نو تاسو چه رابللے شوى وئ نو دَ خپلو رابللو اُميد مو هم يو دے، ٥ يو مالِک دے، يو ايمان،يوه بپتسمه، ٦ اَؤ دَ ټولو خُدائے اَؤ پلار هم يو دے څوک چه دَ ټولو دَ پاسه،دَ ټولو په مينځ کښے اَؤ په ټولو کښے دے. ٧ اَؤ په مُونږ کښے هر يو له دَ مسيح دَ بخښنے دَ اَندازے په مُطابق نعمتُونه راکړى شوى دى. ٨ دغه وجه ده چه هغه فرمائى چه: «هر کله چه هغه دَ آسمان نه پورته وختلو نو قيديان ئے دَ ځان سره بوتلل اَؤ خلقو له ئے تُحفے ورکړلے.» ٩ دَ هغۀ پورته په ختو نور څۀ مطلب کيدے نۀ شى بے له دے نه چه دَئے دَ مزکے لاندے برخے ته هم راکُوز شوے وُو. ١٠ اَؤ دا راکُوز شوے هغه دے څوک چه دَ ټولو آسمانُونو نه هم پورته ختلے دے، دَ دے دَ پاره چه ټول کائنات معمُور کړى. ١١ اَؤ هغۀ ځنے رسُولان،ځنے نبيان اَؤ ځنے ئے زيرے آؤروُونکى اَؤ ځنے شپانۀ اَؤ اُستاذان مقرر کړى دى، ١٢ دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خلق دَ خدمت دَ پاره تيار شى اَؤ دَ مسيح بدن په مُونږ کښے وده ومُومى، ١٣ تر څو چه مُونږ ټول په ايمان راوړلو کښے يو شُو اَؤ دَ خُدائے زوئے په ښۀ شان وپيژنو. دغسے به مُونږ په ايمان کښے بالغان شُو،يعنے دَ مسيح په شان به کامل شُو، ١٤ دَ دے دَ پاره چه مُونږ نور وړاندے ماشُومان پاتے نۀ شُو اَؤ دَ خلقو دَ چل ول اَؤ مکارئ په تعليم لکه دَ چپو ديخوا اخوا نۀ ګرزُو. داسے تعليم ورکووُونکى دَ خپلو منصُوبو په وجه خلق ګمراه کوى. ١٥ بلکه مُونږ ته په مينه کښے حقيقت وئيل په کار دى اَؤ دَ مسيح په شان جوړيدلو سره په مخه تلل،چه هغه دَ بدن سر دے. ١٦ دَ هغۀ په وسيله دَ بدن هره يوه حصه يو ځائے کيږى اَؤ دَ بدن دَ خپل هر يو پيوند په مدد قائم وى، چُنانچه دَ بدن هره يوه حِصه په ښۀ شان کار کوى نو ټول بدن پرے وده کوى اَؤ په مينه کښے ترقى هم مُومى.

نوے ژوندُون دَ مسيح په يووالى کښے

١٧ ځکه زَۀ دا وايم اَؤ په مالِک کښے درته دا تاکيد کوم لکه چه غير قومُونه دَ خپلو فضُولو خيالاتو په مُوافق روان دى،تاسو دَ آئنده دَ پاره داسے مه چليږئ. ١٨ ځکه چه دَ هغوئ په عقل پړدے پرتے دى،اَؤ دَ هغه ناپوهئ په سبب چه دوئ ئے لرى اَؤ دَ خپلو زړُونو دَ سختئ له کبله دَ خُدائے دَ ژوندُون نه بهر دى. ١٩ هغوئ دَ بے شرمئ سره شهوت پرستى اِختيار کړے ده دَ دے دَ پاره چه هر ګنده کار په حرص وکړى. ٢٠ خو تاسو دَ مسيح داسے تعليم نۀ دے مُوندلے. ٢١ تاسو خو دَ هغه حقيقت په مُطابق چه په عيسىٰ کښے دے،دَ مو واؤريدل،اَؤ په هغۀ کښے به مو دا تعليم مُوندلے وى، ٢٢ چه تاسو دَ خپل زوړ چلند هغه زوړ اِنسانيت پريږدئ کُوم چه دَ فريب دَ شهوتُونو په سبب لګيا دے خرابيږى. ٢٣ په کار دى چه ستاسو زړۀ اَؤ دماغ دِ بيخى نوے شى. ٢٤ اَؤ نوے اِنسانيت خپل کړئ کُوم چه دَ خُدائے په مُطابق دَ حقيقت په صداقت اَؤ پاکوالى کښے ښکاره کيږى.

دَ نوى ژوندُون دَ پاره حُکمُونه

٢٥ نو بس دروغ وئيل پريږدئ اَؤ هر څوک دِ دَ خپل ګاونډى سره رښتيا ووائى ځکه چه مُونږ ټول دَ يو بدن اَندامُونه يُو. ٢٦ که چرته غُصه شوئ نو په غُصه کښے ګُناه مه کوئ اَؤ خپله غُصه دَ نمر دَ پريوتو نه اخوا مه اُوږدوئ، ٢٧ اَؤ اِبليس ته موقعه ورکوئ. ٢٨ غل دِ بيا غلا ونۀ کړى بلکه څۀ ښۀ کسب دِ شروع کړى اَؤ په خپلو لاسُونو دِ محنت اَؤ ګټه کوى،دَ دے دَ پاره چه حاجتمندو ته دَ ورکولو دَ پاره دَ هغۀ سره هم څۀ وى. ٢٩ ستاسو دَ خُلے نه دِ هم يوه خرابه خبره ونۀ شى بلکه هغه ښه خبره چه دَ ضرورت په مُطابق دَ ترقئ دَ پاره غوره وى،دَ دے دَ پاره چه دَ هغے له مخے دَ هغے په آؤريدُونکو فضل کيږى. ٣٠ اَؤ دَ خُدائے پاک رُوح خفه کوئ مه،دَ کُوم نه چه په تاسو دَ خلاصُون دَ ورځ دَ پاره مُهر لګولے شوے دے. ٣١ دَ هر قِسم تريخوالى،قهر،غضب،شور زوږ،بد خواهش اَؤ بد خويُونه دِ له تاسو نه لرے وى ٣٢ اَؤ هر يو په بل مهربانه اوسئ اَؤ يو تر بله نرمى کوئ،اَؤ لکه چه خُدائے په مسيح کښے ستاسو ګُناهُونه معاف کړل،تاسو هم يو بل معاف کوئ.

اِفِسيانو 5

دَ نُور دَ بچو په شان چليدل

١ اَئے په خُدائے ګرانو بچو! کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په څير لاړ شئ. ٢ اَؤ داسے مينه کوئ لکه چه مسيح تاسو سره وکړله اَؤ زمُونږ دَ پاره ئے خپل ځان دَ خوشبوئ په شان خُدائے ته نذرانه کړو اَؤ قُربان شو. ٣ اَؤ څنګه چه پاکانو له پکار دى په تاسو کښے دِ دَ حرامکارئ،يا دَ هيڅ قِسم ناپاکئ،يا لالچ ذکر قدرے هم نۀ وى، ٤ اَؤ نۀ بے شرمى،نۀ کم عقلے خبرے اَؤ نۀ وشتے ملنډے،ځکه چه دا بے ځايه خبرے دى دَ دِے په ځائے دَ خدائے شکر کوئ. ٥ ځکه چه تاسو ته دا ښه معلُومه ده چه دَ حرامکار،ناپاک،يا حرصناک چه دَ بُت پرست په شان دے،دَ مسيح اَؤ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے دَ ميراث حق نِشته. ٦ تاسو دِ هيڅوک په تشو دليلُونو ونۀ غُلوى ځکه چه هم دَ دے په وجه دَ خُدائے غضب په هغوئ نازليږى څوک چه هغۀ نافرمانى کوى. ٧ نو دَ هغوئ په کارُونو کښے شريکيږئ مه. ٨ ځکه چه اول تاسو تيارۀ وئ خو اوس دَ مالِک په يووالى کښے تاسو نُور يئ. نو دَ هغه خلقو په شان وچليږئ چه نُور وى، ٩ دَ دے دَ پاره چه دَ نُور ميوه هم هر قِسم نيکى،صداقت اَؤ حقيقت ده. ١٠ اَؤ دا معلُوموئ چه مالِک په څۀ خوشحاليږى. ١١ اَؤ دَ تيارے په بے فائدے کارُونو کښے حصه مه آخلئ بلکه هغوئ ته بد وايئ. ١٢ اَؤ کُوم کارُونه چه هغوئ په پټه کوى،دَ هغے ذکر قدرے هم دَ شرم خبره ده. ١٣ اَؤ هر کله چه يو څيز دَ نُور لاندے راشى نو هغه څرګند شى. ١٤ هر څۀ چه څرګند شى لکه دَ نُور روښانه شى ځکه داسے وئيلى شوى دى چه: ”اَئے اُودو! ويښ شئ، دَ مړو نه راپاڅئ! نو دَ مسيح نُور به په تاسو روښانه شى“ ١٥ اوس دے ته پام وکړئ چه تاسو څنګه چليږئ. دَ ناپوهو په شان نه،بلکه دَ هوښيارانو په شان چليږئ. ١٦ اَؤ وخت غنيمت وګڼئ ځکه چه زمانه بده ده. ١٧ نو ځکه کم عقل کيږئ مه بلکه په دے ځان پوهه کړئ چه دَ مالِک مرضى څۀ ده. ١٨ اَؤ په شرابو مستيګئ مه ځکه چه دَ دے نه بدکارى پيدا کيږى،بلکه په پاک رُوح معمُور شئ. ١٩ اَؤ په خپلو کښے زبُور،سندرے اَؤ رُوحانى غزلے وايئ،اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ مالِک سندرے اَؤ حمدُونه وايئ. ٢٠ اَؤ په ټولو خبرو کښے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم زمُونږ دَ خُدائے پلار هر وخت شُکر کوئ.

ښځے اَؤ خاوندان

٢١ اَؤ دَ مسيح دَ اِحترام له خاطره دَ يو بل تابعدارى کوئ. ٢٢ اَئے ښځو! دَ خپلو خاوندانو داسے تابعدارے اوسئ لکه چه دَ مالِک. ٢٣ لکه چه مسيح دَ جماعت سر دے اَؤ هغه په خپله دَ بدن بچ کوُونکے دے دغسے هر خاوند دَ ښځے سر دے. ٢٤ نو لکه څرنګ چه جماعت دَ مسيح تابع دے دغه شان دِ ښځے هم په هره خبره کښے دَ خپلو خاوندانو تابع وى. ٢٥ اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه کوئ لکه څنګه چه مسيح دَ جماعت سره مينه کړے ده اَؤ خپل ځان ئے دَ هغۀ دَ پاره مرګ ته سپارلے دے، ٢٦ دَ دے دَ پاره چه هغۀ ته دَ کلام سره په اوبو غُسل ورکړى،پاک ئے کړى اَؤ مُقدس ئے کړى، ٢٧ اَؤ داسے دَ جلال جماعت ساز کړى اَؤ ځان ته ئے حاضر کړى،چه په بدن کښے ئے نۀ داغ وى،نۀ ګُنجے،اَؤ نۀ په کښے بل داسے څۀ څيز وى،بلکه پاک اَؤ بے عيبه وى. ٢٨ دغه شان خاوندانو ته لازم دى چه دَ خپلو ښځو سره دَ خپل بدن په شان مينه کوى. څوک چه دَ خپلے ښځے سره مينه کوى هغه دَ خپل ځان سره مينه کوى. ٢٩ ځکه چه چرے هم چا دَ خپل بدن سره دُښمنى نۀ ده کړے بلکه هغه پالى اَؤ پرورش ئے کوى،داسے لکه چه مسيح دَ جماعت کولو. ٣٠ ځکه چه مُونږ دَ هغۀ دَ بدن اَندامُونه يُو. ٣١ «هم دغه وجه ده چه سړے به دَ پلار اَؤ دَ مور نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به اوسيږى،اَؤ هغه دواړه به يو بدن شى.» ٣٢ دا يو لوئے راز دے خو زَۀ ئے دَ عيسىٰ اَؤ جماعت په حقله وايم. ٣٣ بهر حال په تاسو کښے دِ هم هر يو دَ خپلے ښځے سره دَ خپل ځان په شان مينه کوى،اَؤ ښځه دِ هم دَ دے خيال ساتى چه دَ خاوند عزت کوى.

اِفِسيانو 6

بچى اَؤ مور پلار

١ اَئے بچو! ايماندارانو ته په کار دى چه دَ خپل مور اَؤ پلار حُکم منى ځکه دا ښه کار دے. ٢ «دَ خپل پلار اَؤ دَ خپلے مور عزت کوئ،» دا اول حُکم دے چه دا لوظ هم ورسره دے ٣ چه «ستا په کښے خير دے اَؤ په مزکه به دِ عُمر ډير شى.» ٤ اَؤ اَئے پلارانو! تاسو خپلو بچو له غصه مه ورولئ بلکه دَ مالِک په طريقه هغوئ ته تربيت اَؤ نصيحت کوئ اَؤ پرورش ئے کوئ.

غُلامان اَؤ مالِکان

٥ اَئے غُلامانو! په مزکه دَ خپلو مالِکانو په ويره اَؤ رپيدو سره تابعدارى کوئ، داسے په صفا زړۀ لکه چه دَ مسيح کوئ. ٦ اَؤ دَ سړو دَ خوشحالوُونکو په شان تش دَ نُمائش خدمت مه کوئ بلکه دَ مسيح دَ غُلامانو په شان دَ زړۀ دَ اِخلاصه دَ خُدائے رضا پُوره کوئ. ٧ اَؤ دا خدمت دَ اِنسان نه،بلکه داسے وګڼئ چه دَ مالِک دے. ٨ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه هر څوک چه څۀ رنګ ښۀ کار کوى،که غُلام وى که آزاد،دَ مالِک نه به دَ هغے بدل مُومى. ٩ اَئے مالِکانو! تاسو هم دَ هغوئ سره دغه شان سلُوک کوئ. هغوئ ته زورنے مه ورکوئ. خبردار،تاسو دواړه په آسمان کښے يو مالِک لرئ اَؤ هغه دَ هيچا طرفدار نۀ دے.

دَ بدئ خلاف جنګ

١٠ لنډه دا چه تاسو دَ مالِک په يووالى اَؤ دَ هغۀ په زورور طاقت کښے خپل توان پيدا کړئ. ١١ دَ خُدائے په ټولو وسلو ځان سنبال کړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ اِبليس دَ منصُوبو مقابلے ته ټينګ ودريدے شئ. ١٢ ځکه چه زمُونږ جنګ دَ اِنسان خلاف نۀ دے بلکه دَ فساد دَ هغه روحانى لښکرو چه په آسمانى ځايُونو کښے دى،دَ حکُومت دَ خاوندانو،دَ اِختيار لرُونکو اَؤ دَ دے دُنيا دَ تيارے دَ حاکمانو سره دے. ١٣ دَ دے دَ پاره تاسو دَ خُدائے وسلے واغوندئ،بيا به تاسو دَ دے جوګه شئ چه په بده ورځ کښے دَ مُقابلے دَ پاره ودريږئ اَؤ ټول کارُونه پُوره کړئ اَؤ بيا هم قائم پاتے شئ. ١٤ زَۀ تاسو ته وايم چه مضبوط ودريږئ اَؤ دَ حقيقت په پټئ ملا وتړئ اَؤ دَ صداقت زغره واغوندئ. ١٥ اَؤ دَ صُلح دَ زيرى پيزار په پښو کړئ. ١٦ اَؤ دَ هغه ټولو سره دَ ايمان ډالُونه پورته کړئ چه دَ هغے په وسيله به تاسو دَ شيطان دَ شُغلو ټول غشى مړۀ کړئ. ١٧ اَؤ دَ خلاصُون ټوپئ اَؤ دَ رُوحُ القُدس تُوره راواخلئ چه دَ خُدائے کلام دے. ١٨ اَؤ هر وخت په هر شان په رُوحُ القُدس کښے دُعا کوئ اَؤ زارى کوئ،اَؤ دَ دے دَ پاره بيدار اوسئ اَؤ دَ ټولو پاکانو دَ پاره بے ناغے دُعا کوئ. ١٩ اَؤ زما دَ پاره هم دُعا کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ وئيلو په وخت ما ته دَ کلام توفيق راکړے شى چه زَۀ پرے دَ زيرى رازُونه په زړه ورتيا ظاهر کړم ٢٠ چه دَ چا دَ خاطره زَۀ په زنځيرُونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چه زَۀ په زړۀ ورتيا خبرے وکړم لکه څنګه چه خبرے کول په ما فرض دى.

آخرى سلام

٢١ تاسو به دا معلُومول غواړئ چه زَۀ څنګه يم،اَؤ څۀ کوم. تخيکوس چه زما خوږ ورور دے اَؤ دَ مالِک په کار کښے اِتبارى خادم دے،هغه به تاسو ته هر څۀ ووائى. ٢٢ زَۀ هغه تاسو ته په دے غرض دراستوم چه تاسو به زمُونږ دَ ټولو دَ حالت نه خبر شئ اَؤ هغه به ستاسو زړُونه سر دوباره زړه ور کړى. ٢٣ دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه دِ وروڼو ته سلامتى حاصله وى اَؤ په هغوئ کښے دِ دَ ايمان سره مينه وى. ٢٤ څوک چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح لازواله مينه لرى،په هغوئ ټولو دِ دَ خُدائے فضل نازل وى.

فيليپيانو 1

سلام

١ پولوس اَؤ تيموتيوس له طرفه څوک چه دَ مسيح عيسىٰ خادمان دى،دَ فيليپى دَ ټولو هغه پاکانو په نُوم چه دَ عيسىٰ مسيح سره يووالے لرى،سره دَ دوئ دَ مشرانو اَؤ خادمانو. ٢ په تاسو دِ زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى نازله وى.

دَ فيليپيانو دَ پاره دَ پولوس دُعا

٣ ما ته چه هر کله تاسو راياد شئ نو دَ خپل خُدائے شُکر وباسم. ٤ اَؤ په هره يوه دُعا کښے چه زَۀ ئے ستاسو دَ پاره غواړم تل ډير په خوشحالئ تاسو ټولو دَ پاره خواست کوم، ٥ ځکه چه تاسو دَ اولنئ ورځے نه تر ننه پورے دَ زيرى په خورولو کښے له ما سره شريک پاتے شوى يئ. ٦ اَؤ زما دَ دے خبرے په باب کښے باور دے چه چا چه په تاسو کښے نيک کار شروع کړے دے،هغه به ئے دَ عيسىٰ مسيح تر ورځے پورے پُوره کړى. ٧ ځکه خو واجب دى چه زَۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغسے خيال وکړم دَ پاره دَ دے چه تاسو زما په زړۀ کښے يئ،اَؤ زما دَ قيد اَؤ دَ زيرى دَ جواب اَؤ په ثبُوت کښے تاسو ټول ما سره دَ خُدائے په فضل کښے شريک يئ. ٨ خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ دَ عيسىٰ مسيح په شان په مينه کښے ستاسو ټولو دَ مُلاقات آرزومند يم. ٩ اَؤ دا دُعا کوم چه ستاسو مينه اَؤ عِلم به هر شان دَ پوهے سره نوره هم په زياتيدو شى، ١٠ چه تاسو ښه نه ښه فيصله کولے شئ اَؤ دَ مسيح تر ورځے پورے په صفا زړۀ پاتے شئ اَؤ تيندک ونۀ خورئ. ١١ اَؤ ستاسو ژوند دِ دَ صداقت په ميوه چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ده، معمُور وى،چه دَ خُدائے جلال ښکاره شى اَؤ دَ هغۀ ستائينه کيږى.

ما ته ژوند تيرول مسيح دے

١٢ اَئے ورُوڼو! زَۀ غواړم چه تاسو خبر شئ،په ما چه څۀ تير شول،هغه دَ زيرى دَ ترقئ په وجه وشول، ١٣ تر دے چه دَ قيصر دَ عسکرو په ټوله پلټنه کښے اَؤ باقى په ټولو خلقو کښے دا خبره خوره شوه چه زَۀ دَ مسيح دَ پاره قيد يم. ١٤ اَؤ څوک چه په مالِک کښے زمُونږ ملګرى دى اکثر زما دَ قيديدو په وجه زړۀ ور شول اَؤ بے ويرے دَ خُدائے کلام په آؤرولو کښے زړۀ ورتيا ښکاره کوى. ١٥ ځنے خو په حسد اَؤ دَ جګړے په وجه دَ مسيح پيغام آؤروى اَؤ ځنے به نيک نيتئ سره. ١٦ دوئ دَ مينے په وجه داسے کوى اَؤ په دے خبر دى چه زَۀ دَ زيرى دَ جواب ورکولو دَ پاره ټاکلے شوے يم. ١٧ خو نور دَ بے اِتفاقئ په وجه،نۀ چه په صفا زړۀ سره،بلکه په دے خيال چه زما په قيد کښے ما ته مصيبتُونه پيدا کړى. ١٨ خو خير دے،په هر شان دَ مسيح پيغام آؤرولے شى،هغه که په بهانه وى يا په صفا زړۀ،اَؤ په دے زَۀ خوشحاله يم. هو! اَؤ خوشحاله به شم، ١٩ ځکه چه زَۀ پوهيږم چه ستاسو په دُعا اَؤ دَ عيسىٰ مسيح دَ رُوح په مدد به آزاد شم. ٢٠ ځکه خو زما دَ زړۀ آرزو اَؤ اُميد دغه دے چه زَۀ په څۀ خبره کښے شرمنده نۀ شم،بلکه زما دَ زياتے زړۀ ورتيا په وجه لکه څرنګ چه زما په وسيله هميشه دَ مسيح جلال ښکاره شوے دے، هغه شان به اوس هم کيږى،که زَۀ ژوندے يم يا مړ شم. ٢١ ځکه چه ژوندے پاتے کيدل زما دَ پاره مسيح دے اَؤ مړ کيدل ګټه. ٢٢ خو که زما ژوندے پاتے کيدل زما دَ کار دَ پاره فائده لرى نو زَۀ نۀ پوهيږم چه کُوم يو خوښ کړم. ٢٣ زَۀ په دواړه طرفه نښتے يم. زړۀ خو مے دا غواړى چه رُخصت شم اَؤ مسيح ته لاړ شم ځکه چه دا ډير زيات غوره دے، ٢٤ خو زما په بدن کښے پاتے کيدل ستاسو دَ پاره ډير ضرورۍ دى. ٢٥ زما په دے يقين دے اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ پوهيږم چه ژوندے به پاتے شم،بلکه تاسو ټولو سره به اوسم چه تاسو په ايمان کښے ترقى وکړئ اَؤ په کښے خوشحاله اوسئ، ٢٦ اَؤ تاسو په ما فخر کوئ هغه دِ تاسو ته زما په بيا راتلو په مسيح عيسىٰ کښے زيات شى. ٢٧ صرف دومره کوئ چه ستاسو چال چلن دِ دَ مسيح دَ زيرى په شان وى. که زَۀ راشم اَؤ تاسو وګورم يا رانۀ شم،ستاسو حال واؤرم چه تاسو په يو رُوح کښے قائم يئ اَؤ دَ اِنجيل دَ ايمان دَ پاره په يو زړۀ ښه خوارى کوئ. ٢٨ اَؤ په هيڅ خبره کښے هم دَ مُخالفانو نه ويريدُونکى نۀ يئ،نو له دے نه به دا صفا ښکارى چه هغوئ به هلاک شى خو دا ستاسو دَ پاره خلاصُون اَؤ دا دَ خُدائے له طرفه ده. ٢٩ ځکه چه دَ مسيح دَ خاطره په تاسو دا فضل وشو چه نۀ يواځے په هغۀ ايمان راؤړئ بلکه دَ هغۀ دَ خاطره تکليفُونه هم وزغمئ. ٣٠ اَؤ تاسو هم هغه شان ښه خوارى کوئ څنګه چه مو زَۀ په کولو ليدلے وم اَؤ اوس هم آؤرئ چه زَۀ هم هغه شان کوم.

فيليپيانو 2

دَ مسيح عاجزى اَؤ لوئے والے

١ نو بيا چه مسيح تاسو ته دا تسلى درکولے شى چه دَ هغۀ دَ مينے نه تاسو زړۀ ور شئ اَؤ په تاسو کښے دَ رُوحُ القُدس شراکت،زړۀ سواندے اَؤ همدردى وى، ٢ نو تاسو زما خوشحالى پُوره کړئ چه په يو زړۀ،په يو شان مينه اَؤ يو خيال ولرئ. ٣ دَ خود غرضئ اَؤ بے ځايه فخر په وجه څۀ مه کوئ،بلکه په عاجزئ يو بل دَ ځان نه غوره ګڼئ. ٤ هر يو دِ تش په خپل حال نه بلکه دَ يو بل په حال هم نظر ساتى. ٥ هم هغه شان خُوئ لرئ لکه څنګه چه دَ مسيح عيسىٰ وُو. ٦ هغه اګر که دَ خُدائے په صُورت وُو دَ خُدائے سره برابريدل ئے په قبضه کښے دَ ساتلو څيز ونۀ ګڼلو. ٧ بلکه خپل ځان ئے دَ هغه ټولو اِختيارُونو نه خالى کړو اَؤ دَ غُلام شکل ئے اِختيار کړو،اَؤ دَ اِنسان په شان شو. ٨ اَؤ په اِنسانى جُسه کښے ښکاره شو،خپل ځان ئے عاجز کړو اَؤ دومره تابعدار شو چه مرګ،بلکه دَ سولئ مرګ ئے وزغملو. ٩ په دغه وجه خو خُدائے هم هغه ډير سربلند کړو اَؤ هغۀ ته ئے هغه نُوم وبخښلو کُوم چه دَ ټولو نومُونو نه اعلىٰ دے، ١٠ دَ پاره دَ دے چه دَ عيسىٰ په نُوم هر يو موجودات په سجده شى،خوا که په آسمانُونو کښے،يا په مزکه کښے،يا هغه چه دَ مزکے دَ لاندے وى، ١١ اَؤ دَ خُدائے پلار دَ جلال دَ پاره هره يوه ژبه اِقرار وکړى چه عيسىٰ مسيح مالِک دے.

په دُنيا کښے دَ نُور په شان وځليږئ

١٢ زما ملګرو! لکه څنګه چه تاسو دَ هميشه نه تابعدارى کړے ده هغه شان اوس هم،نه يواځے زما په موجودګئ کښے بلکه د هغے نه ډير زيات زما په غير موجودګئ کښے؛په ويره اَؤ په رپيدو دَ خپل خلاصُون کار کوئ. ١٣ ځکه چه خُدائے په تاسو کښے نيت اَؤ عمل دواړه دَ خپلے نيکے اِرادے پُوره کولو دَ پاره پيدا کوى. ١٤ هر کار بغير دَ شکايت اَؤ تکرار نه پُوره کوئ، ١٥ چه تاسو بے عيبه اَؤ پاک شئ. په بد اَؤ بے لارے خلقو کښے دَ خُدائے دَ کاملو بچو په شان ژوندُون کوئ اَؤ دَ هغوئ په مينځ کښے دَ آسمان دَ ستورو په شان وځليږئ، ١٦ اَؤ دَ ژوندون کلام پيش کوئ چه دَ مسيح په ورځ زَۀ فخر کوم چه نۀ خو زما منډه بے فائدے شوه اَؤ نۀ زما خوارى بے ځايه لاړه. ١٧ تاسو دَ خپل ايمان په سبب په قُربانئ کولو زما خدمت کوئ اَؤ کيدے شى چه زَۀ دَ دے قُربانئ سره شهيد هم شم. که چرے داسے وى نو زَۀ به خوشحاله يم اَؤ ستاسو په خوشحالئ کښے شريک. ١٨ تاسو ټول دغه شان خوشحاله اوسئ اَؤ ما سره خوشحالئ کوئ.

تيموتيوس اَؤ اِپفروديتوس

١٩ که دَ مالِک عيسىٰ مرضى وى نو زَۀ به تاسو ته ډير زر تيموتيوس دروليږم چه ستاسو حال په آؤريدو به زَۀ خوشحاله شم. ٢٠ ځکه چه دلته دَ هغۀ نه علاوه بل څوک داسے نِشته چه په صفا زړۀ ستاسو دَ پاره فکر من وى. ٢١ ټول په خپلو فِکرُونو کښے ډُوب دى،نۀ چه دَ عيسىٰ مسيح. ٢٢ خو تاسو ته په خپله معلُومه ده چه تيموتيوس څنګه لايق ښکاره شو،اَؤ هغه اَؤ زَۀ دَ پلار اَؤ زوئے په شان په خدمت کولو کښے لګيا وُو چه زيرے خور کړُو. ٢٣ نو زَۀ اُميد کوم چه هر کله چه ما ته خپل اَنجام معلُوم شى نو تيموتيوس به تاسو ته سمدستى دروليږم. ٢٤ زما په مالِک پوخ يقين دے چه زَۀ به په خپله هم زر درشم. ٢٥ خو اِپفروديتوس تاسو ته واپس درليږل ځکه ضرورى ګڼم،چه هغه زما ورور اَؤ دَ خدمت ملګرے اَؤ دَ يو سنګر فوجى اَؤ ستاسو اَستازے دے چه زما حاجتُونه پُوره کړى. ٢٦ خو هغه دَ ستاسو ټولو ليواله دے اَؤ ناقلاره اوسيږى ځکه چه تاسو دَ هغۀ دَ ناروغتيا آؤريدلى وُو. ٢٧ بے شکه چه هغه دَ ناروغتيا نه مرګى حال وُو،خو خُدائے په هغۀ فضل وکړو،اَؤ صرف په هغۀ نه،بلکه په ما هم چه په ما دَ غم دَ پاسه غم نۀ وى. ٢٨ ځکه خو دَ هغۀ دَ درليږلو خيال نور هم زيات شو چه تاسو هم دَ هغۀ په مُلاقات خوشحاله شئ اَؤ زما غم هم کم شى. ٢٩ نو بيا تاسو دَ هغۀ سره په مالِک کښے لکه دَ ورور په زياته خوشحالئ سره هر کلے ووايئ. اَؤ دَ داسے کسانو عزت کوئ، ٣٠ ځکه چه هغه دَ مسيح دَ کار دَ خاطره مرګ ته نزدے شوے وُو،اَؤ هغۀ ځان په خطره کښے اچولے وُو چه ستاسو له خوا زما په خدمت کښے کُومه کمى چه وه،هغه پُوره کړى.

فيليپيانو 3

دَ رښتينئ صداقت

١ نو اوس اَئے ورُوڼو! دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ! ما چه تاسو ته اول څۀ ليکلى دى،دَ هغے بيا بيا ليکل څۀ تکليف نۀ ګڼم،اَؤ په دے کښے ستاسو بهترى ده. ٢ دَ سپو غوندے سړو نه خبردار اوسئ چه بد کوى،اَؤ دَ جِسم غوڅووُونکو نه خبردار اوسئ. ٣ ځکه چه دَ خُدائے سُنت شوى خو مُونږ يُو چه دَ خُدائے دَ رُوح په هدايت عبادت کوُو اَؤ په عيسىٰ مسيح فخر کوو اَؤ په جسم توکل نۀ لرُو، ٤ اګر چه زَۀ خو په جِسم توکل کولے شم.که څوک په خپل ځان دَ توکل کولو خيال لرى نو زَۀ دَ هغۀ نه هم زيات کولے شم. ٥ په اتمه ورځ سُنت شوم،دَ اِسرائيل دَ قوم اَؤ دَ بنيامين دَ قبيلے نه يم،دَ عبرانيانو نه عبرانى،اَؤ دَ شريعت له رُويه فريسى يم، ٦ دَ جوش په نسبت دَ جماعت عذابوُونکے،اَؤ دَ شريعت دَ صداقت په نِسبت بے عيبه يم. ٧ خو چه څومره خبرے زما دَ ګټے وے،هم هغه ما دَ مسيح دَ خاطره نقصان وګڼلے. ٨ بلکه ما دَ مسيح عيسىٰ دَ خاطره هر څۀ نُقصان وګڼلو،دَ دے دَ پاره چه هغه زما مالِک دے،اَؤ زَۀ دَ هغۀ پيژندل دَ هر څۀ نه زيات قيمتى ګڼم. دَ هغۀ دَ خاطره ما هر څۀ پريښودل اَؤ هغه ګندګى ګڼم چه مسيح وُمومم، ٩ اَؤ په هغۀ کښے ومُوندلے شم،نه چه دَ خپل صداقت سره چه دَ شريعت په وسيله ده بلکه دَ هغه صداقت په وسيله کُومه چه په مسيح دَ ايمان دَ راؤړلو په وسيله دے. اَؤ دا صداقت دَ خُدائے دَ طرفه دے چه په ايمان حاصليږى، ١٠ چه زَۀ دَ مسيح اَؤ دَ هغۀ دَ ژوندى کيدلو قُدرت وپيژنم اَؤ دَ هغۀ سره په زعمُونو کښے شريک شم اَؤ دَ هغۀ په مرګ کښے دَ هغۀ په شان شم، ١١ چه زَۀ په څۀ طريقه سره دَ مړو نه دَ پاڅيدلو درجے ته ورسيږم.

دَ منډے مقصد

١٢ زَۀ دا نۀ وايم چا ما وُموندل يا کامل شوم،بلکه دَ هغه څيز دَ رانيولو دَ پاره په منډه يم دَ کُوم دَ پاره چه زَۀ مسيح عيسىٰ نيولے يم. ١٣ زما ورُوڼو! زما دا خيال نۀ دے چه نيولے مے دے،بلکه صرف دا کوم چه کُوم څيزُونه وروستو پاتے شول هغه هيروم،اَؤ دَ وړاندے څيزُونو دَ پاره په مخه ١٤ دَ مقصد په طرف په منډه يم چه هغه اِنعام حاصل کړم چه دَ کُوم دَ پاره چه مُونږ خُدائے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللى يُو. ١٥ نو بيا چه په مُونږ کښے څومره په رُوحانى طور بالغان دى هغوئ دِ دا خيال ساتى،اَؤ که په څۀ خبره کښے ستاسو څۀ بل شان خيال وى نو خُدائے به هغه خبره هم په تاسو ښکاره کړى. ٢٦ بهر حال تر کُومے چه مُونږ رسيدلى يُو،دَ هغے په مُطابق وچليدُو. ١٧ اَئے ورُوڼو! څنګه چه زَۀ کوم هسے تاسو هم کوئ. مُونږ تاسو دَ پاره نمُونه يُو اَؤ څوک چه دَ دے نمُونے په مُطابق ژوند تيروى،هغوئ په نظر کښے ساتئ. ١٨ ځکه چه ډير داسے دى چه دَ هغوئ ذکر ما تاسو ته څو څو ځله کړے دے اَؤ اوس هم په ژړا ژړا درته وايم چه هغوئ په خپل چال چلن دَ مسيح دَ سولئ دُښمنان دى. ١٩ دَ هغوئ اَنجام هلاکت دے،دَ هغوئ خُدائے خيټه دے،هغوئ دَ خپل شرم په خبرو فخر کوى اَؤ دَ دُنيا دَ څيزُونو په خيال کښے بوخت دى. ٢٠ خو مُونږ دَ آسمان اوسيدُونکى يُو اَؤ دَ آسمان نه مُونږ دَ خلاصوُونکى مالِک عيسىٰ مسيح په ډير اِنتظار کښے يُو،چه راشى. ٢١ هغه به دَ خپل هغه قوت په وسيله په کُوم چه هغه ټول څيزُونه خپل تابع کولے شى،زمُونږ دَ بدن فانى شکل به بدل کړى اَؤ دَ خپل جلال دَ صُورت په شان به ئے جوړ کړى.

فيليپيانو 4

نصيحتُونه

١ نو دَ دے دَ پاره اَئے زما خوږو ورُوڼو! دَ چا چه زَۀ مُشتاق يم،چه زما خوشحالى اَؤ فخر يئ،په مالِک کښے دغه شان قائم پاتے شئ. ٢ زَۀ يُووديه اَؤ سُنتخے ته خواست کوم چه هغوئ دِ دَ مالِک په يووالى کښے په يو زړۀ پاتے شى. ٣ خو اَئے رښتينى دَ خدمت ملګريه! تا ته هم خواست کوم چه تۀ دَ هغه ميرمنو هم مدد کوه ځکه چه هغوئ ما سره په زيرى خورولو کښے کليمينتوس اَؤ زما دَ نورو دَ خدمت ملګرو سره خوارى وکړله دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى. ٤ تاسو هميشه دَ مالِک په يووالى کښے خوشحاله اوسئ،زَۀ بيا دا وايم چه خوشحاله اوسئ! ٥ ستاسو نرم مزاجى دِ په ټولو خلقو ښکاره شى. مالِک راتلُونکے دے. ٦ دَ هيڅ خبرے فکر مۀ کوئ بلکه په هره خبره کښے تاسو درخواستُونه دَ دُعا اَؤ زارئ په وسيلے دَ شُکر ګزارئ سره دَ خُدائے په حضُور کښے پيش کړئ. ٧ نو دَ خُدائے سلامتى چه دَ پوهے نه بيخى بهر ده،ستاسو زړُونه اَؤ خيالُونه به دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے محفُوظ وساتى. ٨ نو اوس اَئے ورُوڼو! څومره خبرے چه رښتيا دى اَؤ څومره خبرے چه دَ شرافت دى،څومره خبرے چه واجبے دى اَؤ څومره خبرے چه پاکے دى،اَؤ څومره خبرے چه مينه ناکے دى اَؤ څومره خبرے چه ښايسته دى،غرض دا چه کُومے دَ نيکئ اَؤ ستائينے خبرے دى،په هغو غور کوئ. ٩ کُومے خبرے چه تاسو له ما نه زده کړے اَؤ حاصلے کړے اَؤ واؤريدلے اَؤ په ما کښے مو وليدلے،په هغو عمل کوئ،نو هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے،به تاسو سره وى.

دَ فيليپيانو مننه

١٠ زَۀ دَ مالِک په يووالى کښے ډير خوشحاله يم چه اَوس دَ دومره مُودے نه پس ستاسو خيال زما طرف ته بيا وشو،بے شکه چه ستاسو اول هم دا خيال وُو خو موقعه په لاس نۀ وه درغلے. ١١ دا نه چه زَۀ دَ مُحتاجئ په وجه وايم،ځکه چه ما دا زده کړى دى چه په کُوم حالت کښے يم په هغے کښے راضى يم. ١٢ زَۀ په غريبئ هم پوهيږم اَؤ دَ مال په زياتوالى هم پوهيږم. که زَۀ وږے يم اَؤ که موړ،که زَۀ غريب يم اَؤ که مالدار،په ټولو حالُونو کښے د قناعت راز مے زده کړے دے. ١٣ مسيح چه ما ته توان راکوى په هغۀ کښے زَۀ هر څۀ کولے شم. ١٤ بيا هم تاسو ښۀ وکړل چه زما په مُصيبت کښے شريک شوئ. ١٥ اَئے فيليپيانو! تاسو په خپله خبر يئ چه دَ زيرى په شروع کښے چه زَۀ دَ مکدونيه نه روان شوم نو ستاسو نه سيوا يو جماعت هم دَ ورکړے راکړے په مُعامله کښے زما مدد ونۀ کړو. ١٦ لکه چه تِسلونيکيه کښے هم زما دَ حاجت پُوره کولو دَ پاره تاسو يو وار نه،بلکه دوه ځله څۀ راليږلى وُو. ١٧ دا نۀ چه زَۀ اِنعام غواړم بلکه داسے غواړم چه ستاسو په حساب کښے زياتے راشى. ١٨ زما سره هر څۀ شته بلکه زيات دى،خو چه ستاسو راليږلى څيزُونه مے دَ اِپفروديتوس دَ لاسه واخستل نو موړ شوم. هغه خوشبُوئ اَؤ قبُوله قُربانى ده چه خُدائے ئے خوښوى. ١٩ زما خُدائے به ستاسو هر حاجت دَ خپل بے پايانه دولت په مُطابق دَ مسيح عيسىٰ په وسيله پُوره کړى. ٢٠ زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار جلال دِ تل تر تله وى! آمين.

آخرى سلام

٢١ ټولو پاکانو ته چه په مسيح عيسىٰ ايمان لرى سلام وايئ،اَؤ کُوم ورُوڼه چه اوس ما سره دى تاسو ته سلام وائى. ٢٢ ټول پاکان حصوصًا دَ قيصرد کورنئ خلق تاسو ته سلام وائى. ٢٣ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو دَ رُوح سره وى.

کولوسيانو 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے اَؤ زمُونږ ملګرى تيموتيوس له طرفه، ٢ په مسيح کښے هغه پاکو اَؤ ايماندارو ورُوڼو ته چه په کولوسى کښے دى. زمُونږ دَ پلار خُدائے له طرفه دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى وى.

پولوس دَ کولوسيانو په وجه دَ خُدائے شُکر کوى

٣ مُونږ ستاسو په حق کښے هميشه دُعا کوُو اَؤ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ پلار،يعنے دَ خُدائے شُکر کوُو، ٤ ځکه چه مُونږ آؤريدلى دى چه ستاسو په مسيح عيسىٰ ايمان دے اَؤ دَ ټولو پاکانو سره مينه کوئ، ٥ دَ هغه اُميد په سبب چه ستاسو دَ پاره په آسمان اِنتظار کوى،چه ذکر ئے تاسو دَ زيرى دَ حق په کلام کښے آؤريدلے دے، ٦ نو تاسو دَ هغه اُميد په باب کښے واؤريدل. لکه چه دَ کُومے ورځے نه تاسو په اول ځل دَ خُدائے دَ فضل کلام واؤريدو اَؤ رښتُونے مو وګڼلو نو په تاسو کښے هم دغسے وده کوى لکه چه په ټول جهان کښے هم ميوه ورکوى اَؤ ترقى کوى. ٧ اَؤ تاسو دا پيغام زمُونږ دَ خوږ ملګرى اِپفراس نه زده کړے دے چه زمُونږ دَ پاره دَ مسيح اِتبارى خادم دے. ٨ هغۀ مُونږ ته وښوول چه رُوحُ القُدس په تاسو کښے څنګه مينه پيدا کړله. ٩ نو په دے وجه چه دَ کُومے ورځے نه مُونږ دا آؤريدلى دى،مُونږ هم دَ خُدائے نه ستاسو دَ پاره دَ دے په دُعا اَؤ خواست کولو کښے هميشه لګيا يُو چه تاسو دِ دَ ټولے رُوحانى پوهے اَؤ حِکمت سره دَ خُدائے دَ مرضئ دَ عِلم نه معمُور شئ، ١٠ دَ دے دَ پاره چه ستاسو چال چلن دَ مالِک لايق وى اَؤ دَ هغۀ په هر شان خوښ شئ،اَؤ په تاسو کښے دَ هر قِسم نيک کار ميوه وشى،اَؤ دَ خُدائے په پيژندګلو کښے په لوئيدو شئ، ١١ دَ هغۀ دَ جلال دَ قُدرت په مُطابق دَ هر قِسم قُوت سره مضبُوط شئ چه په خوشحالئ سره په هر شان سره صبر اَؤ زغم کولے شئ. ١٢ اَؤ دَ هغه پلار شُکر کوئ چا چه تاسو دَ دے جوګه کړئ چه دَ هغۀ په ميراث کښے حصه دار شئ. دا هغه ميراث دے چه دَ پاکانو سره به دَ هغه نُور په بادشاهت کښے برخه ولرئ. ١٣ خُدائے مُونږ دَ تيارے دَ قبضے نه راخلاص کړلُو اَؤ دَ خپل محبُوب زوئے په بادشاهئ کښے ئے داخل کړلُو. ١٤ په هغۀ کښے مُونږ ته فديه،يعنے دَ ګُناهُونو نه مُعافى حاصله ده.

دَ مسيح شخصيت اَؤ کار

١٥ مسيح دَ ناليدلى خُدائے په عکس اَؤ دَ ټول مخلُوق نه اُوچت دے. ١٦ ځکه چه دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه پيدا کړے شول چه په آسمان کښے وى يا په مزکه،ليدُونکى وى يا ناليدُونکى،تختُونه وى يا رياستُونه يا حُکومتُونه يا اِختيارات،هر څۀ دَ مسيح په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره پيدا شو. ١٧ اَؤ دغسے مسيح دَ ټولو څيزُونو نه اول دے اَؤ ټول څيزُونه په هغۀ کښے قائم دى. ١٨ اَؤ هغه دَ بدن،يعنے دَ جماعت سر دے،هغه ئے ازل دے،اَؤ دَ مړو نه بيا ژوندے کيدُونکو نه دَ ټولو نه اول پيدا شو دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ هغۀ درجه اول وى. ١٩ ځکه چه دَ خُدائے دا خوښه شوه چه دَ هغۀ ټول کامليت دِ په مسيح کښے پاتے شى. ٢٠ اَؤ خُدائے دَ هغۀ دَ وينے په سبب چه په سولئ وبهيدله،صُلح وکړله اَؤ ټول څيزُونه ئے دَ هغۀ په وسيله دَ ځان سره پخلا کړل،آيا که هغه دَ مزکے وى يا که دَ آسمانُونو. ٢١ اول تاسو په خپله هم دَ خُدائے نه لرے وئ اَؤ دَ هغۀ دُښمنان وئ ځکه چه ستاسو خيالُونه اَؤ کارُونه بد وُو. ٢٢ خو اوس دَ مسيح دَ جسمانى مرګ په وسيله خُدائے تاسو سره پُخلا شو چه هغه تاسو مُقدس،بے عيبه اَؤ بے الزامه په خپل مخکښے حاضر کړى، ٢٣ په شرط چه تاسو دَ ايمان په بُنياد مضبوط اَؤ ټينګ يئ اَؤ دَ هغۀ اُميد پرے نۀ ږدئ چه په زيرى آؤريدو سره ستاسو په زړُونو کښے پيدا شو. هغه زيرے ټول مخلُوقات ته واؤرولے شو،اَؤ زَۀ پولوس دَ هغۀ خادم شوم.

پولوس دَ جماعت خادم

٢٤ زَۀ اوس په هغه کړاوُونو کښے خوشحاله يم کُوم چه ستاسو دَ خاطره تيروم،اَؤ دَ مُصيبتُونو کمے دَ مسيح دَ بدن،يعنے دَ جماعت دَ خاطره په خپل وجُود کښے پُوره کوم. ٢٥ دَ خُدائے دَ هغه اِنتظام په مُطابق زَۀ دَ جماعت خادم شوم چه ستاسو دَ پاره ما ته وسپارلے شو،دَ دے دَ پاره چه زَۀ دَ خُدائے دَ کلام پُوره پُوره پيغام ورکړم، ٢٦ يعنے هغه راز چه دَ زمانو اَؤ دَ پيړو راسے پټ وُو خو اوس دَ هغۀ پاکانو ته ظاهر شو. ٢٧ خُدائے پاکانو ته ظاهرول غوښتل چه دا بے حده شاندار اَؤ قيمتى راز دَ غير يهُوديانو دَ پاره هم دے،اَؤ هغه راز دا دے چه مسيح په تاسو کښے اوسيږى اَؤ هم هغه دَ راتلُونکى جلال اُميد دے. ٢٨ مُونږ دَ هغۀ پيغام واؤروُو اَؤ هر چا له نصيحت کوُو اَؤ هر يو ته په پُوره هوښيارتيا تعليم ورکوُو چه مُونږ هر څوک په مسيح کښے کامل کړُو اَؤ پيش ئے کړُو. ٢٩ اَؤ دَ دے دَ پاره زَۀ دَ مسيح دَ هغه قُوت په مُطابق دَ زړۀ سره خوارى کوم چه په ما کښے په زور اثر کوى.

کولوسيانو 2

١ زَۀ غواړم چه تاسو په دے پوهه شئ چه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيانو دَ پاره اَؤ دَ هغوئ ټولو دَ پاره چه ما په شخصى طور نۀ پيژنى،څومره خوارى کوم، ٢ دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ په زړُونو کښے تسلى پيدا شى اَؤ چه هغوئ په مينه کښے دَ يو بل سره تړلى وى اَؤ دَ پُوره پوهے سره ترقى وکړى،اَؤ داسے به دَ خُدائے راز يعنے مسيح وپيژنى. ٣ اَؤ حِکمت اَؤ معرفت ټولے خزانے په هغۀ کښے جمع دى. ٤ دا زَۀ دَ دے دَ پاره وايم چه څوک تاسو ته په خوږو خبرو دوکه درنۀ کړى. ٥ ځکه چه اګر که په وجُود کښے ستاسو نه لرے يم خو په رُوح کښے ستاسو سره يم،اَؤ زَۀ ستاسو په وجه خوشحاله يم ځکه چه زَۀ وينم چه تاسو باقاعده په خپل ايمان کښے چه په مسيح دے، قائم يئ.

په مسيح کښے دَ ژوندُون معمُورى

٦ نو تاسو چه مسيح عيسىٰ په طور دَ خپل مالِک قبُول کړو،هم هغه شان دَ هغۀ په يووالى کښے ژوندُون تيروئ. ٧ اَؤ په هغۀ کښے دَ ونو په شان بيخ ولرئ اَؤ ماڼئ په شان په هغۀ بُنياد ولرئ،اَؤ څۀ رنګ چه تاسو تعليم آخستے دے، هم هغه شان په ايمان کښے مضبُوط اوسئ،اَؤ دَ خُدائے ډير شُکر کوئ. ٨ دَ خپل ځان خيال ساتئ چه هيڅوک هم تاسو په خپل فلسفيانه اَؤ بے مطلبه ټګئ کښے ګير نۀ کړى، ځکه دا حِکمت دَ مسيح نۀ دے بلکه دَ اِنسانى رواياتو اَؤ دَ دُنيا دَ اِبتدائ خبرو په مُطابق دے. ٩ ځکه هر څۀ چه خُدائے دے، هم هغه شان مسيح په خپل اِنسانى حالت کښے په کامل طور هم هغه دے. ١٠ اَؤ تاسو دَ مسيح په يووالى کښے کمال ته رسيدلى يئ چه دَ ټولو حُکومتُونو اَؤ اِختيارُونو سره دے. ١١ اَؤ په هغۀ کښے تاسو داسے سُنت شوئ چه په لاس سره نۀ کيږى،يعنے دَ مسيح نه سُنت شوئ،يعنے دَ خپل ګُناه لړلى فطرت نه بچ شوئ. ١٢ اَؤ تاسو دَ مسيح سره په بپتسمه کښے ښخ شوئ اَؤ په هغۀ کښے مو دَ هغه خُدائے په قوت ايمان راؤړو چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو،اَؤ تاسو هم ورسره ژوندى شوئ. ١٣ اَؤ هغۀ تاسو هم چه دَ خپلو ګُناهُونو اَؤ دَ وجُود دَ ناسُنتوالى په وجه مړۀ وئ،دَ هغۀ سره ژوندى کړئ اَؤ زمُونږ ټول ګُناهُونه ئے وبخښل. ١٤ هر څۀ چه مُونږ دَ شريعت دَ حُکمُونو په خلاف قُصورُونه کړى وُو،هغه په يوه روزنامچه کښے ليکلى شوى وُو،هغۀ هغه دَ روزنامچے ليک په خپله وران کړو،يعنے هغه ئے په سولئ ټک وهلو،اَؤ زمُونږ دَ مخے نه ئے لرے کړلو. ١٥ اَؤ هغه شان هغۀ دَ حکومتُونو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو وسلے واخستلے،يعنے دَ سولئ په سبب هغوئ له دَ ماتے ورکولو سره ئے دَ ټولو په مخکښے ماتے خوړلى دُښمنان څرګند کړل. ١٦ نو هيڅوک هم دَ خوراک څښاک يا دَ اختر يا دَ نوے مياشت يا دَ سبت په حقله دِ په تاسو اِلزام ونۀ لګوى. ١٧ ځکه چه دا دَ راتلُونکو څيزُونو سورے دے خو مسيح حقيقت دے. ١٨ هيچا له موقعه مه ورکوئ چه څوک دِ خپل ځان په ښۀ ګڼلو تاسو مُجرم کوى. داسے خلق په خاص خاص کشفُونو ليدو سره بل مجبُوروى چه هغوئ خپل ځان عاجزان کړى اَؤ فرښتے خُدايان ومنى. داسے عاجزى رښتينى نۀ ده اَؤ داسے خلق دَ خپل عقل په خبرو بے فائدے وپړسيږى. ١٩ داسے خلقو خپل روابط دَ مسيح سره،يعنے دَ سر سره پريښى دى. دَ مسيح په ټول وجُود اِختيار دے،اَؤ هغه وجُود دَ مسيح نه دَ طاقت مُوندلو په وسيله پلے،بندُونه اَؤ اندامُونه په يو بدن کښے يو ځائے کيږى. داسے هغه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق لوئيږى.

په مسيح کښے نوے ژوندُون

٢٠ که تاسو دَ دُنيا دَ قُوتُونو په نسبت دَ مسيح سره مړۀ شوئ نو بيا تاسو ولے دَ هغوئ په شان ژوند تيروئ چه دَ دے دُنيا وى؟ اَؤ تاسو ولے دَ هغوئ حُکمُونه منئ، ٢١ لکه”دے له لاس مه وروړئ،دا مۀ څکئ اَؤ په دے مۀ بلوسږئ؟“ ٢٢ دا ټول څيزُونه په اِستعمالولو کښے به ختم شى ځکه چه دا حُکمُونه اَؤ تعليمُونه اِنسان جوړ کړى دى. ٢٣ داسے ښکارى چه دَ دے حُکمُونو بُنياد په حکمت کيښودے شوے دے،دَ مِثال په طور هغوئ دَ خپلے مرضئ په مُطابق عبادت کوى اَؤ دَ دروغو عاجزى ښکاره کوى اَؤ دَ فقيرانو په شان سختے تيروى،خو داسے حُکمُونه بے فائدے دى ځکه چه هغوئ دَ نفسانى شوقُونو په قابو مُوندلو هيڅ فائده نۀ ورکوى.

کولوسيانو 3

١ آيا تاسو دَ مسيح سره نۀ وئ راژوندى کړى شوى؟ نو بيا تاسو دَ آسمانى څيزُونو لټُون کوئ چرته چه مسيح موجُود دے اَؤ دَ خُدائے ښى طرف ته ناست دے. ٢ دَ آسمانى څيزُونو خيال ساتئ،نۀ چه دَ مزکے. ٣ زَۀ دا تکراروم چه تاسو مړۀ شوئ اَؤ اوس ستاسو ژوند دَ مسيح سره په خُدائے کښے پټ دے. ٤ مسيح ستاسو ژوندُون دے،کله چه هغه ظاهر کړے شى نو تاسو به هم دَ هغۀ سره په جلال کښے ظاهر کړے شئ. ٥ نو بيا هغه شوقُونه مړۀ کړئ کُوم چه مزکين دى، يعنے حرامکارى،ناپاکوالے،شهوت،بد خواهشات اَؤ حرص چه بُت پرستى ده، ٦ چه دَ هغے په سبب دَ خُدائے غضب دَ نافرمانئ په بچو نازليږى. ٧ اَؤ تاسو هم په دے شوقُونو کښے ژوند تيرولو. ٨ خو اوس تاسو هم دغه هر څۀ،يعنے غُصه،قهر،بدخواهى،چُغلى اَؤ پُوچے خبرے پريږدئ. ٩ يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چه تاسو زوړ اِنسانيت دَ هغه عملُونو سره لرے کړے دے، ١٠ اَؤ نوے اِنسانيت مُوٰ آغوستے دے چه دَ معرفت دَ حاصلولو دَ پاره دَ خپل خالق په شکل نوے کيږى. ١١ په دے آيت کښے نۀ يهُودى پاتے شو،نۀ غير يهُودى،نۀ سُنت شوے،نۀ ناسُنته،نۀ بهرنى،نۀ وحشى،نۀ غُلام اَؤ نۀ آزاد،بلکه مسيح په تاسو ټولو کښے هر څۀ دے. ١٢ نو بيا تاسو دَ خُدائے خلق يئ،هغۀ تاسو سره مينه وکړله اَؤ هغۀ تاسو غوره کړئ،ځکه زړۀ سواندے،مهربانى،عاجزى،شرافت اَؤ زغم واغوندئ. ١٣ دَ يو بل زغم کوئ. که په تاسو کښے څوک دَ بل چا خلاف څۀ شکايت لرى نو تاسو ئے هغه شان معاف کوئ لکه چه تاسو مالِک معاف کړئ. ١٤ اَؤ دَ دے نه سوا تاسو په خپلو کښے مينه وساتئ چه تاسو په کامل طور دَ يو بل سره يو کړى. ١٥ اَؤ دَ مسيح سلامتى دَ کُومے دَ پاره چه تاسو يو وجُود شوئ اَؤ راوبللے شوئ. دِ ستاسو په زړُونو کښے حُکُومت وکړى،اَؤ تاسو شُکر ګُزار اوسئ. ١٦ دَ مسيح کلام دِ ستاسو په زړُونو کښے ځائے ومُومى،اَؤ په خپلو کښے يو بل تعليم ورکوئ اَؤ نصيحت کوئ،اَؤ په خپلو زړُونو کښے دَ شُکر ګُزارئ سره دَ خُدائے ثنا،زبور اَؤ رُوحانى سندرے وايئ. ١٧ هر څۀ چه تاسو کوئ،که تاسو خبرے کوئ يا څۀ کار،هغه ټول دَ مالِک عيسىٰ په نُوم کوئ اَؤ دَ هغۀ په وسيله دَ خُدائے پلار شُکر کوئ.

دَ نوى ژوندُون دَ ښيګړے کار

١٨ اَئے ميرمنو! تاسو دَ خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ چه دا ستاسو دَ ايماندارانو فرض دے. ١٩ اَئے خاوندانو! دَ خپلو ښځو سره مينه لرئ اَؤ دَ هغوئ سره ترخيږئ مه. ٢٠ اَئے بچو! دَ مور پلار حُکم په هره خبره کښے منئ ځکه چه په دے خُدائے خوشحاليږى. ٢١ اَئے پلارانو! خپل اؤلاد مۀ تنګوئ،هسے نۀ چه هغوئ زړۀ بائيلى. ٢٢ اے غُلامانو! تاسو دَ خپلو جسمانى مالِکانو تابعدار اوسئ،دا صرف په ظاهرى طور دَ هغوئ دَ خوشحالولو دَ پاره نه،بلکه دَ زړۀ دَ اِخلاصه اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه. ٢٣ تاسو هر څۀ چه کوئ دَ زړۀ په مينه ئے کوئ لکه چه دا تاسو دَ مالِک دَ پاره کوئ،نۀ چه دَ بنى آدمو دَ پاره. ٢٤ ځکه چه تاسو خبر يئ چه دَ مالِک له طرفه به دَ دے په بدل کښے تاسو ميراث مُومئ. تاسو دَ مالِک خدمت کوئ. ٢٥ ځکه چه څوک چه بد کوى هغه به دَ خپلے بدئ بدله مُومى،هلته به دَ هيچا هيڅوک طرفدار نۀ وى.

کولوسيانو 4

١ اَئے مالِکانو! دَ خپلو غُلامانو سره عدل اَؤ اِنصاف کوئ ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه په آسمان کښے ستاسو هم يو مالِک شته.

نصيحتُونه

٢ په دُعا کښے مشغُول اَؤ بيدار اوسئ اَؤ شُکر ګُزارى کوئ. ٣ اَؤ ورسره زمُونږ دَ پاره هم دُعا کوئ چه خُدائے مُونږ له موقعه راکړى چه دَ هغۀ پيغام واؤروُو چه مُونږ دَ مسيح هغه راز بيانولے شُو چه دَ هغۀ په سبب هم زَۀ قيد کړے شوے يم، ٤ اَؤ چه هغه داسے څرګند کړم څنګه چه ما له کول په کار دى. ٥ وخت قيمتى وګڼئ،اَؤ دَ بے ايمانانو سره دَ هوښيارئ سلُوک کوئ. ٦ ستاسو کلام دِ هميشه داسے دَ فضل نه ډک اَؤ خوندناک وى چه تاسو هر چا له مُناسب جواب ورکولے شئ.

آخرى سلام

٧ تاسو به زما په حقله زمُونږ دَ خوږ ورور اَؤ وفادار خدمت ګار تخيکوس نه واؤرئ چه دَ مالِک په کار کښے زمُونږ ملګرے دے. ٨ ما هغه دَ دے دَ پاره دروليږلو چه تاسو زمُونږ په حال خبر کړى اَؤ تسلى درکړى. ٩ اَؤ دَ هغۀ زمُونږ اِتبارى اَؤ خوږ ورور اونيسيموس هم درځى اَؤ هغه ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته دَ دے ځائے په باب کښے ټولے خبرے وکړى. ١٠ اريسترخوس چه ما سره قيدى دے،سلام درليږى،اَؤ دغه شان دَ برنبا تربُور مرقوس هم،دَ چا په حقله چه تاسو ته حُکم درکړے شوے وُو چه که هغه راغے نو ښۀ هر کلے ئے وکړئ، ١١ اَؤ يسوع چه ورته يُوستوس وائى هم سلام وائى. دوئ له يهُوديانو نه درے کسان دى چه دَ خُدائے دَ بادشاهئ په کار کښے زما ملګرى دى اَؤ په هغوئ زما لويه تسلى ده . ١٢ دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم اِپفراس چه ستاسو نه يو دے،دَ هغۀ هم سلام قبُول کړئ. هغه تل ستاسو دَ پاره لاس په دُعا دے چه تاسو دِ کاملان اَؤ دَ مضبُوطے عقيدے خاوندان شئ اَؤ دَ خُدائے په مرضئ چليدُونکى پاکان شئ. ١٣ زَۀ دَ هغۀ ګواه يم چه هغه ستاسو دَ پاره اَؤ دَ لوديکيه اَؤ دَ هيراپولس دَ خلقو دَ پاره ډيره خوارى کوى. ١٤ اَؤ خوږ طبيب لُوقا اَؤ ديماس درته سلام وائى. ١٥ دَ لوديکيه ورُوڼو اَؤ نمفاس اَؤ دَ هغے دَ کور جماعت ته سلام ووايئ. ١٦ اَؤ هر کله چه دا خط ولولئ نو بيا ئے دَ لوديکيه په جماعت کښے هم واؤروئ،اَؤ هغه خط چه دَ لوديکيه نه راشى نو هغه تاسو هم ولولئ. ١٧ اَؤ ارخيپوس ته ووايئ چه”کُوم خدمت چه په مالِک کښے تا ته سپارلے شوے دے،هغه پُوره کړه.“ ١٨ زَۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما زنځيرُونه په ياد ساتئ! په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى.

1 تِسالونيکانو 1

سلام

١ دَ پولوس،سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرف نه،دَ تِسالونکيانو دَ جماعت په نُوم چه دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ دے،فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو ته حاصله وى.

دَ تِسالونيکيانو دَ ايمان نمُونه

٢ ستاسو ټولو په حقله مُونږ هميشه دَ خُدائے شُکر کوُو اَؤ په خپلو دُعاګانو کښے تاسو يادوُو، ٣ اَؤ دَ خپل خُدائے پلار په حضُور کښے هر وخت ياد ګيرنه کوُو چه څنګه ستاسو دَ ايمان دَ کار،دَ مينے دَ خوارئ،اَؤ دَ اُميد په صبر کښے زمُونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښے مضبُوطيږئ. ٤ اَئے ورُوڼو! مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے تاسو سره مينه لرى اَؤ هغۀ تاسو دَ خپل ځان دَ پاره غوره کړى يئ. ٥ ځکه چه زمُونږ زيرے نۀ يواځے تاسو ته په لفظى طور در رسيدلے دے بلکه دَ قُدرت اَؤ رُوحُ القُدس اَؤ په پُوره يقين سره. نو تاسو ته معلُومه ده چه هر کله چه مُونږ تاسو سره وُو نو مُونږ ستاسو دَ خاطره څنګه ژوندُون تير کړے وُو. ٦ اَؤ تاسو په ډير تکليف دَ رُوحُ القُدس په خوشحالئ کښے کلام قبُول کړو اَؤ زمُونږ اَؤ دَ مالِک پيروى مو وکړله، ٧ بلکه تر دے چه دَ مِکدونيه اَؤ اخيه ټولو ايماندارانو له په طور دَ نمُونے شوئ. ٨ ځکه چه ستاسو له طرفه نۀ يواځے په مِکدونيه اَؤ په اخيه کښے دَ مالِک کلام خور شو بلکه ستاسو ايمان چه په خُدائے دے په هر ځائے داسے مشهُور شوے دے چه زمُونږ دَ وينا څۀ حاجت په کښے نِشته. ٩ ځکه چه هغوئ په خپله زمُونږ ذکر کوى چه ستاسو په طرف زمُونږ راتلل څنګه وُو،تاسو دَ بُتانو نه راواؤړيدئ اَؤ خُدائے ته راوګرزيدئ، دَ دے دَ پاره چه دَ ژوندى اَؤ حقيقى خُدائے عبادت وکړئ، ١٠ اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے دَ آسمان نه دَ راتلو په اِنتظار اوسئ چه هغه ئے له مړو نه ژوندے کړے دے،يعنے عيسىٰ چه مُونږ به دَ راتلُونکى غضب نه بچ کړى.

1 تِسالونيکانو 2

په تِسالونيکيه کښے دَ پولوس خدمت

١ اَئے وروڼو! تاسو په خپله پوهه يئ چه تاسو ته زمُونږ راتلل بے فائدے نۀ شول. ٢ بلکه تاسو ته معلومه ده چه سره دَ دے چه اول مو په فيليپى کښے تکليفُونه تير کړل اَؤ بے عزته کړے شوى وُو،خو بيا هم مُونږ ته په خپل خُدائے کښے دَ زړۀ ورتيا حاصله شوه چه دَ خُدائے زيرے په ډير اِخلاص تاسو ته واؤروُو. ٣ ځکه چه زمونږ نصيحت نۀ په ګمراهئ کښے دے،نۀ په ناپاکئ اَؤ نۀ په فريب، ٤ بلکه څۀ رنګ چه خُدائے مُونږ قبُول کړُو اَؤ زيرے ئے مُونږ ته وسپارلو،دغسے ئے مُونږ بيانوُو هم،نۀ چه دَ بنى آدم دَ خوشحالولو دَ پاره بلکه دَ خُدائے ،چه زمُونږ دَ زړُونو آزميښت کوى. ٥ ځکه چه تاسو ته په خپله معلومه ده اَؤ خُدائے هم ګواه دے چه نۀ خو مُونږ په کلام کښے چرے خوشامنده کړے ده اَؤ نۀ مو دَ حرص پړده پرے اچولے ده. ٦ اَؤ نه خو مُونږ دَ خلقو نه دَ عزت طمع لرله،نه ستاسو نه،اَؤ نه دَ بل چا نه. ٧ اګر چه دَ مسيح دَ رسُولانو په طور په تاسو بوج اچولے شُو،خو څۀ رنګ چه مور خپل بچى ساتى،دغه شان مُونږ هم په تاسو کښے ډير په نرمئ اوسيدلى يُو. ٨ اَؤ هغه رنګ مُونږ ستاسو دومره مُشتاق شوُو چه نۀ يواځے دَ خُدائے زيرے بلکه خپل ځان مو هم ستاسو دَ خاطره ورکولو،دَ دے دَ پاره چه تاسو په مُونږ ډير ګران وئ. ٩ اَئے ورُوڼو! تاسو ته به زمُونږ خوارى اَؤ کړان ياد وى چه مُونږ په تاسو دَ نۀ بوج کيدو په خاطره شپه اَؤ ورځ محنت کاوو چه تاسو ته مو دَ خُدائے زيرے آؤروو. ١٠ تاسو ګواه يئ اَؤ خُدائے دِ هم ګواه وى چه تاسو سره چه ايمان راؤړو مُونږ څنګه په پاکوالئ،راستئ اَؤ دَ بے عيبئ سلوک کړے وُو. ١١ نو تاسو ته معلُومه ده چه لکه څنګه چه پلار خپلو بچو ته نصيحت کوى،دغه شان به مُونږ هم په تاسو کښے هر يو ته نصيحت کاوو، ١٢ تسلى به مو درکوله اَؤ پوهولو به مو،دَ دے دَ پاره چه ستاسو چلن خُدائے خوشحالوى څوک چه تاسو خپلے بادشاهئ اَؤ جلال ته رابلى. ١٣ دَ دے دَ پاره مُونږ هم هر وخت دَ خُدائے شُکر کوُو چه هر کله دَ خُدائے پيغام زمُونږ په معرفت تاسو ته درورسيدو نو تاسو هغه دَ بنى آدمو دَ کلام په شان نه،بلکه څنګه چه په حقيقت کښے دے،دَ خُدائے کلام مو وګڼلو اَؤ قبُول مو کړو،اَؤ په تاسو کښے چا چه ايمان راؤړو،په هغوئ کښے ئے تاثير هم وکړلو. ١٤ اَئے وروڼو! تاسو دَ خُدائے دَ هغه جماعتُونو په شان شوئ کُوم چه په يهُوديه کښے دَ عيسىٰ مسيح دى،ځکه چه تاسو هم دَ خپل قام دَ خلقو نه هغه تکليفونه وزغمل کُوم چه هغوئ ته دَ يهُوديانو نه رسيدلى وُو، ١٥ چا چه مالِک عيسىٰ اَؤ نبيان ئے هم ووژل اَؤ مُونږ ئے ربړولى يُو. هغوئ دَ خُدائے خوښ نۀ دى اَؤ دَ ټولو خلقو مُخالف دى. ١٦ ځکه چه مُونږ غير يهُوديانو ته دَ خلاصُون پيغام دَ آؤرولو نه منع کوى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ ګُناهُونو اوږے هميشه ډک وى،لا دا چه آخر غضب پرے نازل شول.

دَ پولوس دَ جماعت بيا مُلاقات کولو خواهش

١٧ اَئے زما ورُوڼو! کله چه مُونږ دَ لږے مُودے دَ پاره په جسمانى طور له ستاسو نه بيل شُو اَؤ نۀ په زړۀ،نو مُونږ ډير په تلوسه ستاسو دَ بيا ليدلو نور هم کوشِش وکړو. ١٨ دَ دے دَ پاره مُونږ،يعنے ما پولوس بيا بيا تاسو ته راتلل غوښتل خو شيطان زما لار ونيوله. ١٩ زمُونږ اُميد اَؤ خوشحالى اَؤ دَ فخر تاج څۀ دے؟ آيا هغه زمُونږ دَ مالِک مسيح په وړاندے دَ هغه دَ راتلو په وخت به تاسو نۀ يئ څۀ؟ ٢٠ زمُونږ جلال اَؤ زمُونږ خوشحالى خو هم تاسو يئ.

1 تِسالونيکانو 3

١ دَ دے دَ پاره کله چه مُونږ نوره جُدائى برداشت نۀ کړے شوه نو په اتينے کښے مو يواځے پاتے کيدل خوښ کړل، ٢ اَؤ تيموتيوس زمُونږ ورور اَؤ دَ مسيح په زيرى کښے دَ خُدائے خادم مو دَ دے دَ پاره درواستولو چه هغه تاسو مضبُوط کړى اَؤ ستاسو دَ ايمان په حقله تاسو له تسلى درکړى، ٣ چه دَ دے مُصيبتُونو په وجه څوک ونۀ ويريږى،ځکه چه تاسو په خپله پوهه يئ چه مُونږ دَ دے دَ پاره مقرر کړى شوى يُو. ٤ بلکه اول هم چه مُونږ تاسو سره وُو نو تاسو ته به مو وئيل چه مُونږ به تکليفُونه وزغمُو،نو هغسے وشوه اَؤ تاسو ته هم معلُومه ده. ٥ دَ دے دَ پاره هر کله چه ما نور زيات برداشت ونۀ کړے شو نو ستاسو دَ ايمان دَ حال معلُومولو دَ پاره مے تيموتيوس درواستوو چه هسے نه چه شيطان تاسو آزمائيلے يئ اَؤ زمُونږ محنت بے فائدے شى. ٦ خو اوس چه تيموتيوس له تاسو نه بيرته راغے اَؤ ستاسو دَ ايمان اَؤ دَ مينے ښے خبرے ئے راؤړے،اَؤ مُونږ ته ئے ووے چه تاسو تل زمُونږ خير غواړئ اَؤ زمُونږ دَ ليدو په تلوسه يئ لکه چه مُونږ دَ ستاسو، ٧ نو ائے وروڼو! مُونږ دَ خپل ټول کړاؤ اَؤ مُصيبت سره ستاسو دَ ايمان په وجه تسلى ومُونده. ٨ ځکه چه که اوس تاسو دَ مالِک په يووالى کښے قائم يئ نو مُونږ به تسلى يُو. ٩ ستاسو په وجه دَ خپل خُدائے په وړاندے چه مُونږ ته څومره خوشحالى حاصله ده،دَ هغے په بدل کښے مُونږ ستاسو په باب څنګه په ښۀ شان سره دَ خُدائے شُکر کولے شُو؟ ١٠ مُونږ شپه اَؤ ورځ ډيره دُعا کوُو چه تاسو ووينو اَؤ ستاسو دَ ايمان کمے پُوره کړو. ١١ اوس زمُونږ خُدائے اَؤ پلار په خپله اَؤ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح دِ ستاسو په طرف زمُونږ لار سمه کړى. ١٢ اَؤ مالِک دِ داسے وکړى چه څنګه چه زمونږ تاسو سره مينه ده،داسے دِ ستاسو په خپلو کښے يو تر بله مينه لرئ،اَؤ دَ ټولو خلقو سره دِ هم زياتيږى اَؤ لوئيږى، ١٣ دَ دے دَ پاره چه ستاسو زړُونه دِ داسے مضبُوط کړى چه کله چه زمُونږ مالِک عيسىٰ دَ خپلو پاکانو سره راشى نو هغه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په وړاندے په پاکوالى کښے بے عيبه وګرزى.

1 تِسالونيکانو 4

دَ خُدائے دَ خوشحالولو ژوندُون

١ لنډه دا چه اَئے وروُڼو! مُونږ تاسو ته دا خواست کوُو اَؤ دَ مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته نصيحت کوُو چه څۀ رنګ چه تاسو زمونږ نه دَ مُناسب چال چلن اَؤ دَ خُدائے دَ خوشحالولو تعليم مُوندلے وُو اَؤ څنګه چه تاسو چلن کوئ هم هغسے دِ ترقى ومُومئ. ٢ ځکه چه تاسو پوهيږئ چه مُونږ تاسو ته دَ مالِک عيسىٰ دَ طرفه څۀ حُکمُونه دررسولى دى. ٣ نو دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو پاک شئ،يعنے دَ حرامکارئ نه ځان وساتئ. ٤ اَؤ په تاسو کښے دِ هر يو خپل وجُود په پاکوالى اَؤ عزت سره په قابُو کښے ساتل زده کړى، ٥ نۀ دَ شهوت دَ جوشه دَ هغه قومُونو په شان چه خُدائے نۀ پيژنى. ٦ ځکه دَ ښځے اَؤ سړى په معامله کښے يو سړے دِ هم خپل ورور سره په دے اَمر کښے زياتے اَؤ ټګى ونۀ کړى،ځکه چه مالِک دَ دے ټولو کارُونو بدله آخستُونکے دے،ځکه خو مُونږ تاسو ته اول هم خبردارے درکړے وُو. ٧ خُدائے پاک مُونږ دَ ناپاکئ دَ پاره نه،بلکه دَ پاکوالئ دَ پاره رابللى يُو. ٨ نو چه څوک دا نۀ منى،هغه اِنسان نه،بلکه خُدائے نۀ منى چه تاسو له خپل رُوحُ القُدس درکوى. ٩ خو دَ ورورولئ په مينه تاسو ته دَ څۀ ليکلو حاجت نِشته ځکه چه تاسو په خپلو کښے دَ مينے تعليم دَ خدايه مُوندلے دے چه يو بل سره مينه لرئ. ١٠ اَؤ دَ مِکدونيه دَ ټولو ايماندارانو سره هم مينه لرئ. مګر اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دا نصيحت کوُو چه په مخه ترقى کوئ ١١ اَؤ څنګه چه مُونږ تاسو ته حُکم درکړے دے،په قلاره اوسئ اَؤ په خپل کار کښے مشغُول اَؤ په خپلو لاسُونو دَ محنت کولو په کسب کښے همت کوئ. ١٢ دَ دے دَ پاره چه دَ غير ايماندارانو سره دَ سړيتوب سلُوک کوئ اَؤ دَ هيچا مُحتاج مۀ شئ.

دَ مالِک راتلل

١٣ اَئے ورُوڼو! مُونږ دا نۀ غواړو چه دَ هغوئ په باب کښے چه مړۀ کيږى تاسو بے خبره پاتے شئ،دَ دے دَ پاره چه دَ نورو په شان چه نا اُميده وى،تاسو غمژن مۀ شئ. ١٤ ځکه چه مُونږ ته دا يقين دے چه عيسىٰ چه مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو،نو دغه شان به خُدائے هغه څوک هم چه دَ عيسىٰ په ايمان کښے مړۀ شو ى دى،دَ عيسىٰ په وسيله دَ هغۀ سره راولى. ١٥ ځکه مُونږ تاسو ته دَ مالِک دَ کلام په مُطابق وايُو چه مُونږ څوک چه ژوندى يُو اَؤ دَ مالِک تر راتلو پورے به پاتے شُو خو دَ مړ شوو نه به هيڅ کله هم وړاندے کيږو نه. ١٦ ځکه چه مالِک به په خپله دَ آسمان نه دَ چغے،اَؤ دَ مُقربے فرښتے دَ آواز،اَؤ دَ خُدائے دَ بګل دَ آواز سره راکُوزيږى،اَؤ اول به هغه څوک چه په مسيح کښے مړۀ شوى دى راژوندى شى. ١٧ اَؤ بيا به مُونږ څوک چه ژوندى پاتے يُو،دَ هغوئ سره په وريځو کښے پورته کړے شُو دَ دے دَ پاره چه په هوا کښے دَ مالِک اِستقبال وکړُو،اَؤ دغه شان به دَ مالِک سره تل تر تله اوسُو. ١٨ نو تاسو په دے خبرو يو بل له تسلى ورکوئ.

1 تِسالونيکانو 5

١ اَئے ورُوڼو! دَ دے خبرے هيڅ حاجت نِشته چه دَ وختُونو اَؤ دَ موقعو په بابت تاسو ته څۀ وليکلے شى، ٢ ځکه چه تاسو په خپله په دے ښۀ پوهيږئ چه دَ مالِک دَ راتلو ورځ دغه شان راتلُونکے ده لکه چه دَ شپے غل راځى. ٣ څۀ وخت چه خلق وائى چه”سلامتيا اَؤ امن دے“ هم هغه وخت به په دوئ دغه شان ناڅاپى هلاکت راشى لکه اُميدواره ښځه چه په دړدونو کښے شى،اَؤ هغوئ به هيڅ کله بچ نۀ شى. ٤ خو تاسو اَئے ورُوڼو! په تيارۀ کښے نۀ يئ چه هغه ورځ به په تاسو په حيرانتيا لکه دَ غل راشى. ٥ ځکه چه تاسو ټول دَ نُور اَؤ دَ ورځے يئ،مُونږ نۀ دَ شپے يُو اَؤ نۀ دَ تيارے. ٦ نو دَ نورو په شان اُوده پاتے نۀ شُو بلکه ويښ اَؤ بيدار اوسُو. ٧ ځکه چه څوک چه اُودۀ کيږى هغه په شپه کښے اُودۀ کيږى،اَؤ څوک چه نشه کيږى هغه په شپه کښے نشه کيږى. ٨ خو مُونږ چه دَ ورځے يُو مُونږ بايد بيدار اوسُو،اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ مينے زغره آغوستے اَؤ دَ خلاصون دَ اُميد ټوپئ په سر کړُو. ٩ ځکه چه خُدائے مُونږ دَ غضب دَ پاره نه،بلکه دَ دے دَ پاره مُقرر کړى يُو چه مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله خلاصُون بيا مُومُو. ١٠ اَؤ هغه زمونږ دَ خاطره ځکه مړ شو چه که مُونږ بيدار يُو يا که اُودۀ،ټول دَ هغۀ سره ژوند تير کړُو. ١١ نو تاسو يو بل ته تسلى ورکړئ اَؤ دَ يو بل دَ ترقئ سبب جوړ شئ،اَؤ بے شکه چه تاسو داسے کوئ هم.

آخرى نصيحتُونه

١٢ اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ تاسو ته خواست کوُو،څوک چه په تاسو کښے خوارى کوى اَؤ په مالِک کښے تاسو ته لار ښوُونکى وى اَؤ تاسو ته نصيحت کوى دَ هغوئ قدر کوئ. ١٣ اَؤ دَ هغوئ دَ کار په سبب په مينه دَ هغوئ عزت کوئ،اَؤ په خپلو کښے صُلح لرئ. ١٤ اَؤ اَئے ورُوڼو! مُونږ درته دا نصيحت کوُو چه سُستو خلقو ته خبردارے ورکوئ،کم همتو ته دلاسه ورکوئ اَؤ کمزورى راټينګوئ،ټولو سره زغم کوئ. ١٥ ګورئ چه څوک دَ بدئ په بدل کښے بدى ونۀ کړى بلکه هميشه په نيکئ پسے ګرزئ،دَ يو بل سره اَؤ دَ نورو سره هم. ١٦ هر وخت خوشحاله اوسئ. ١٧ په دعا کښے ناغه مه کوئ. ١٨ اَؤ په هر حال کښے شُکر کوئ ځکه چه په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو په حقله دَ خُدائے دغه رضا ده . ١٩ دَ رُوحُ القُدس دَ اثر لرے کولو کوشِش مۀ کوئ. ٢٠ دَ نبوتُونو سپکاوے مه کوئ. ٢١ ټولے خبرے آزميئ اَؤ چه کُومے خبرے ښے وى هغه راټينګوئ. ٢٢ دَ هر قِسمه بدئ نه ځان ساتئ. ٢٣ خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے تاسو دِ په خپله بلکل پاک کړى،اَؤ ستاسو رُوح اؤ ځان اَؤ تن دِ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورے پُوره بے عيبه وساتى. ٢٤ ستاسو رابلُونکے رښتُونے دے،هغه به هم دغسے کوى. ٢٥ اَئے ورُوڼو! زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ. ٢٦ په پاکه مينه يو بل ښکل کړئ اَؤ ټولو وروڼو ته زمُونږ سلام ووايئ. ٢٧ زَۀ تاسو ته دَ مالِک په نُوم حُکم درکوم چه دا خط ټولو ورُوڼو ته واؤروئ ٢٨ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو سره وى.

2 تِسالونيکانو 1

سلام

١ دَ پولوس اَؤ سيلوانوس اَؤ دَ تيموتيوس له طرفه،دَ تِسالونيکانو دَ جماعت په نُوم چه زمُونږ دَ پلار خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دے ، ٢ په تاسو دِ دَ خُدائے پلار اَؤ عيسىٰ مسيح له طرفه فضل اَؤ سلامتى وى.

دَ مسيح په راتلو عدالت

٣ اَئے ورُوڼو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شُکر ويستل فرض دى،اَؤ دا ځکه مُناسب دى چه ستاسو ايمان ډير لوئيږى اَؤ ستاسو يو بل سره مينه زياتيږى. ٤ بے شکه چه مُونږ په خپله دَ خُدائے په جماعتُونو کښے په تاسو فخر کوُو،چه څومره ظُلم اَؤ تکليفُونه چه تاسو زغمئ په هغو ټولو کښے ستاسو صبر اَؤ ايمان ظاهريږى. ٥ دا دَ خُدائے دَ رښتُونى عدالت ثبُوت دے دَ پاره دَ دے چه تاسو دَ خُدائے دَ بادشاهئ لائق شئ دَ کُومے دَ پاره چه تاسو تکليفُونه هم زغمئ. ٦ ځکه چه خُدائے اِنصاف کوُونکے دے،هغه به هغوئ ته چه تاسو له مُصيبت پيدا کوى په بدل کښے مصيبت پيدا کړى. ٧ اَؤ هغه به تاسو مُصيبت زغمُونکو ته زمونږ سره آرام درکړى کله چه به مالِک عيسىٰ دَ خپلو قوتناکو فرښتو سره په شُغله ناک اور کښے دَ آسمان نه ظاهر شى. ٨ هغه وخت به هغوئ چه خُدائے نۀ پيژنى اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے نۀ منى،هغوئ ته به سزا ورکوى. ٩ هغوئ به دَ مالِک دَ څيرے اَؤ دَ هغۀ دَ قُدرت دَ جلال نه لرے دَ تل عُمرى مرګ سزا بيا مومى. ١٠ دا به هغه ورځ وى کله چه هغه راځى چه دَ هغۀ پاکان دَ هغۀ جلال ښکاره کوى،اَؤ ټول په هغۀ ايمان راوړُونکى به دَ هغۀ حمد و ثنا ووائى. په هغوئ کښے به تاسو هم شامل يئ ځکه چه تاسو زمونږ په ګواهئ ايمان راؤړے وُو. ١١ دَ دے دَ پاره مُونږ ستاسو دَ پاره هر وخت دُعا کوُو چه زمونږ خُدائے دِ تاسو دَ دے بلنے جوګه وګڼى،اَؤ ستاسو دَ نيکئ هر يو خواهش اَؤ دَ ايمان هر يو کار دِ په قُدرت پُوره کړى، ١٢ تر دے چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل په مُطابق زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ نُوم په تاسو کښے جلال ومُومى اَؤ تاسو په هغۀ کښے.

2 تِسالونيکانو 2

بے شرعے سړے

١ نو اوس اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ راتلو اَؤ دَ هغۀ سره زمُونږ دَ راغونډيدلو په باب کښے تاسو ته خواست کوُو ٢ چه ستاسو عقل دِ ناڅاپى پريشانه نۀ شى اَؤ ستاسو وار دِ خطا نۀ شى چه څوک ووائى چه مالِک ورځ رارسيدلے ده،يا دَ رُوح دَ هدايت نه په هغۀ دا ظاهر شوے دے،يا زمُونږ دَ پيغام يا خط نه ښکاره شوے دے،نو تاسو داسے خبره مه منئ. ٣ په هيڅ شان سره دَ چا په فريب کښے مه راځئ،ځکه چه هغه ورځ به نۀ راځى تر څو چه خلق اول دَ خُدائے نه ګرزيدلے نۀ وى اَؤ دَ نافرمانئ نمائنده ظاهر نۀ شى،يعنے څوک چه دَ هلاکيدو دَ پاره مُقرر شوے وُو. ٤ هغه به دَ هر چا چه هغه خُدائے بللے شى يا دَ هغه عبادت کولے شى،هغه نمائنده به ئے مُخالفت کوى اَؤ خپل ځان به دَ هغه نه لوئے جوړوى،تر دے چه هغه دَ خُدائے په کور کښے ناست به وائى چه”زَۀ خُدائے يم.“ ٥ آيا تاسو ته ياد نۀ دى چه هر کله چه زَۀ تاسو سره وم نو تاسو ته به مے دا خبرے کولے؟ ٦ اوس چه کُوم څيز هغه ايساروى تاسو دَ هغے نه خبر يئ،هغه به په خپل خاص وخت ظاهر شى. ٧ په اصل کښے نافرمانى اوس هم پټ په پټه خپل اثر اچوى لګيا ده،اَؤ دَ هغے اثر به تر هغے په ښکاره نۀ خوريږى تر څو چه دَ هغے ايسار وُونکے لرے نۀ کړے شى. ٨ هغه وخت به هغه دَ نافرمانئ نمائنده ظاهريږى اَؤ مالِک عيسىٰ به هغه دَ خپلے خُلے په پوکى مړ کړى اَؤ دَ خپل ظاهريدو په جلال به ئے نِشت کړى. ٩ دَ نافرمانئ نمائنده به دَ شيطان دَ اثر په مُطابق دَ هر قِسمه دَ دروغو دَ قُدرت په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو سره راځى، ١٠ اَؤ هغوئ چه برباديدُونکى دى به دوکه کړى. هغوئ دَ رښتينوالى قدر ونۀ کړو اَؤ نۀ ئے قبول کړو،اَؤ که کړے ئے وَئے نو خلاصُون به ئے مُوندلے وُو. ١١ دغه وجه ده چه خُدائے به په هغوئ دَ ګُمراه کوُونکے تاثير وروليږى چه هغوئ به دَ نافرمانئ دَ نمائنده دروغ رښتيا وګڼى. ١٢ اَؤ څومره خلق چه په حق يقين نۀ کوى اَؤ بدى خوښوى،هغه ټول به سزا ومُومى.

دَ خلاصُون دَ پاره غوره شوى

١٣ خو اَئے وروڼو! دَ مالِک خوږو! ستاسو په باب کښے په مُونږ هر وخت دَ خُدائے شُکر کول فرض دى ځکه چه خُدائے تاسو دَ اول نه دَ دے دَ پاره غوره کړى يئ چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله پاک شئ اَؤ په حق ايمان راؤړئ اَؤ خلاصُون ومُومئ. ١٤ دَ دے دَ پاره هغۀ تاسو زمُونږ دَ زيرى په وسيله راوبللئ چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح جلال حاصل کړئ. ١٥ نو اَئے ورُوڼو! مضبُوط پاتے شئ اَؤ دَ کومُو خبرو چه تاسو زمونږ دَ خُلے يا دَ خط په وسيله تعليم مُوندلے دے تاسو په هغے قائم شئ. ١٦ اوس دِ زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله اَؤ زمُونږ پلار خُدائے چه زمُونږ سره مينه وکړله اَؤ دَ فضل په وسيله ئے آبدى تسلى اَؤ ښۀ اُميد راوبخښلُو، ١٧ ستاسو زړُونو ته دِِِِِ تسلى درکړى اَؤ په هر ښۀ کار اَؤ کلام باندے مُو دِ مضبوط کړى.

2 تِسالونيکانو 3

زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ

١ نو اَئے ورُوڼو! زمُونږ په حق کښے دُعا کوئ چه دَ مالِک کلام داسے زر خور شى اَؤ په عزت سره قبُول کړے شى څنګه چه په تاسو کښے ٢ اَؤ چه دَ بدو اَؤ ورانو خلقو نه مُونږ بچ پاتے شُو ځکه چه هر څوک ايمان نۀ راؤړى. ٣ خو مالِک رښتُونے دے،هغه به تاسو مضبُوط کړى اَؤ له هغه شرير نه به مو په امان کړى. ٤ اَؤ په مالِک کښے زمُونږ په تاسو باور دے چه مُونږ تاسو ته کُوم حُکمُونه درکوُو په هغوئ عمل کوئ اَؤ کوئ به ئے هم . ٥ مالِک دِ ستاسو زړُونه دَ خُدائے په مينه اَؤ دَ مسيح په صبر معمُور کړى.

سُستو خلقو ته خبردارى

٦ اَئے ورُوڼو! مُونږ دَ خپل مالِک عيسىٰ په نُوم تاسو ته حُکم درکوُو چه دَ هر هغه ورور نه په ډډه شئ چه سُست دے اَؤ په هغه تعليم عمل نۀ کوى چه هغۀ ته زمُونږ له طرفه نه ورورسيدلو. ٧ ځکه چه تاسو په خپله خبر يئ چه زمُونږ په شان څنګه چليدل په کار دى ځکه چه مُونږ په تاسو کښے سُست نۀ تلُو. ٨ اَؤ دَ چا ډوډئ مو مُفته نۀ خوړله بلکه شپه اَؤ ورځ به مو خوارى،مُشقت اَؤ کار کولو چه په تاسو کښے په چا پيټے وانۀ چوُو. ٩ دا نۀ چه مُونږ ته اِختيار نۀ وُو بلکه دَ دے دَ پاره چه خپل ځانُونه تاسو ته دَ نمُونے په طور پيش کړُو،دَ پاره دَ دے چه تاسو زمُونږ په شان جوړ شئ. ١٠ کله چه مُونږ تاسو سره وُو هغه وخت به مو هم تاسو ته دا حُکم درکولو چه چا ته محنت کول منظور نۀ وى نو هغه دِ ونۀ خورى. ١١ مُونږ آؤرُو چه په تاسو کښے ځنى سُست دى اَؤ هيڅ کار نۀ کوى بلکه دَ نورو په کار کښے دخل کوى. ١٢ داسے کسانو ته مُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم حُکم ورکوُو اَؤ نصيحت کوُو چه په پټه خُلۀ دِ کار کوى اَؤ خپله ډوډئ دِ په خپله ګټى. ١٣ زما وروڼو! خو تاسو په ښۀ کار کښے هِمت مۀ بائيلئ. ١٤ اَؤ که څوک زمُونږ دَ دے خط خبره نۀ منى نو هغه په نظر کښے ساتئ اَؤ دَ هغۀ نه په ډډه شئ چه هغه وشرميږى. ١٥ خو هغه دُښمن مه ګڼئ بلکه دَ ورور په شان نصيحت ورته کوئ.

برکت

١٦ اوس مالِک چه دَ سلامتئ سرچينه دے په خپله دِ تاسو ته هر وخت اَؤ هر قِسم تسلى وبخښى. مالِک دِ ستاسو ټولو سره وى. ١٧ زَۀ پولوس په خپل لاس سلام درته ليکم،په هر خط کښے دغه زما نخښه ده،زَۀ دغه شان ليکم. ١٨ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ تاسو ټولو سره وى.

1 تيموتيوس 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے اَؤ زمُونږ دَ اُميد دَ مرکز مسيح عيسىٰ په حُکم دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے. ٢ دَ تيموتيوس په نُوم چه دَ ايمان په وسيله زما رښتُونے فرزند دے. تا ته دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه فضل،رحم اَؤ سلامتى حاصله وى.

دَ غلط تعليم خلاف خبردارے

٣ لکه څنګه چه مِکدونيه ته دَ تلو په وخت ما تا ته دا نصيحت کړے وُو چه په اِفسوس کښے پاتے شه اَؤ ځنے کسانو ته حُکم ورکړه چه غلط تعليم ورنۀ کړى، ٤ اَؤ په هغه قِصو اَؤ بے حسابه نسب نامو دِ خيال نۀ کوى کُوم چه دَ تِکرار باعث جوړيږى اَؤ دَ هغه خُدائے دَ اِنتظام په مُطابق نۀ وى دَ کُوم دارومدار چه په ايمان دے. ٥ دَ حُکم مقصد دا دے چه په پاک زړۀ اَؤ نيک نيت اَؤ رښتينى ايمان سره مينه پيدا شى. ٦ دا ځنو خلقو پريښودل اَؤ په عبث خبرو پسے شول ٧ اَؤ دَ شريعت اُستاذان جوړيدل غواړى،حال دا دے چه کُومے خبرے وائى اَؤ دَ کُومو چه په يقينى طور دعوىٰ کوى،په هغے پوهيږى هم نه. ٨ خو مُونږ ټول پوهيږو چه شريعت ښۀ دے،خو په دے شرط چه څوک شريعت په صحيح طور استعمال کړى ٩ يعنے دا معلُومه ده چه شريعت دَ صادِقانو دَ پاره نۀ دے بلکه دَ بے شرعے اَؤ سر کښو خلقو،بے دينو ګناه ګارو،ناپاکو اَؤ بے ادبو اَؤ دَ مور پلار قاتلانو اَؤ خُونيانو، ١٠ حرام کارانو اَؤ بچه بازو،اغوا کوُونکو،دروغژنو اَؤ دَ دروغو قسم خوړُونکو اَؤ دَ دے نه علاوه دَ صحيح تعليم خلاف دَ کار کوُونکو دَ پاره دے. ١١ دا تعليم دَ خُدائے تبارک دَ جلال دَ هغه زيرى په مُطابق دے کُوم چه ما ته په حواله شو.

دَ رحم دَ پاره شُکر ګُذارى

١٢ زَۀ دَ مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چه ما له ئے طاقت راکړو چه زَۀ ئے ديانتدار وګڼلم اَؤ دَ خپل خدمت دَ پاره ئے وټاکلم. ١٣ اګر که اول زَۀ کُفر غروُونکے اَؤ عذابوُونکے اَؤ بے عزته کوُونکے وم،خو بيا هم په ما رحم وشو ځکه چه ما دَ بے اِيمانئ په حالت کښے په ناپوهئ دا کارُونه کړى وُو. ١٤ اَؤ زمُونږ دَ مالِک فضل دَ هغه ايمان اَؤ مينے کُوم چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دے،په مُونږ باندے بے حده نازل شو. ١٥ دا خبره رښتيا اَؤ په هر طور دَ قبلولو جوګه ده،چه مسيح عيسىٰ ګُناه ګارانو ته دَ خلاصُون ورکولو دَ پاره دُنيا ته راغے،چه په هغوئ ټولو کښے لوئے زَۀ يم. ١٦ اَؤ په ما رحم دَ دے دَ پاره وشو چه په ما لوئے ګُناه ګار کښے مسيح عيسىٰ خپل لوئے زغم ظاهر کړى،چه دَ هغه خلقو دَ پاره مِثال شى کُوم چه په هغۀ دَ تل ژوندُون دَ پاره ايمان راؤړى،زَۀ دَ هغوئ دَ پاره نمُونه شم. ١٧ اوس دَ ازلى بادشاه،يعنے غير فانى ناليدلى واحد خُدائے عزت اَؤ جلال دِ تل تر تله وى! آمين. ١٨ اَئے تيموتيوسه زويه! دَ هغه پيشن ګويو په مُطابق چه اول ستا په باب کښے شوى دى،زَۀ دا حُکم تا ته سپارم چه تۀ دَ هغے په مُطابق ښۀ جنګ وکړے، ١٩ اَؤ په ايمان اَؤ په هغه ښۀ ضمير قائم پاتے شے چه ځنے خلقو چه دَ خپل ضمير وانۀ وريدل،دَ هغوئ نه ايمان لاړو. ٢٠ په هغوئ کښے هُميناوس اَؤ اسکندر دى چه ما دَ شيطان په حواله کړل چه خُدائے ته کُفر وئيل نه منع کيدل زده کړى.

1 تيموتيوس 2

دَ دُعا په حق کښے نصحيفتُونه

١ نو بيا زَۀ دَ ټولو نه اول دا نصيحت کوم چه غوښتنه،دُعاګانے،شفاعت اَؤ شُکرُونه دِ دَ ټولو خلقو دَ پاره کولے شى ٢ دَ بادشاهانو اَؤ دَ ټولو لويو مرتبو دَ خاوندانو دَ پاره چه مُونږ پُوره په ديندارئ اَؤ سنجيدګئ سره په قلاره ژوند تيرول غواړُو. ٣ دا زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے په نزد بهتره اَؤ غوره ده. ٤ هغه غواړى چه ټول خلق خلاصون ومُومى اَؤ دَ حقيقت تر پيژندګلو ورسى. ٥ ځکه چه يو خُدائے دے اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ اِنسان په مينځ کښے مينځګړے هم يو،يعنے مسيح عيسىٰ چه اِنسان دے، ٦ چا چه خپل ځان دَ ټولو دَ پاره په فديه کښے ورکړلو چه په مناسبو وختُونو دَ هغۀ شهادت وشى. ٧ زَۀ په دے غرض پيغام آؤروُونکے اَؤ رسُول اَؤ غيرو قومُونو ته دَ ايمان اَؤ صداقت خبرے ښوُونکے وټاکلے شوم،دروغ نۀ وايم بلکه رښتيا وايم. ٨ نو بيا زَۀ غواړم چه خلق په هر ځائے کښے بغير دَ غُصے اَؤ تکرار نه پاک لاسُونه پورته کوى اَؤ دُعا غواړى. ٩ هم دغه شان ښځے دِ هم په حياداره جامه کښے دَ شرم اَؤ پرهيزګارئ سره خپل ځانُونه سمبالوى،نۀ په کونڅو اَؤ سرو زرو اَؤ ملغلرو اَؤ قيمتى جامو سره، ١٠ بلکه په نيکو کارُونو څنګه چه دَ ديندارئ اِقرار کوُونکو ښځو ته مُناسب دى. ١١ ښځے دِ په خاموشئ په پُوره تابعدارئ سره زده کوى. ١٢ اَؤ زَۀ اجازت نۀ ورکوم چه ښځے دِ تعليم ورکړى يا دِ په خاوندانو حُکم چلوى،بلکه خاموشه دِ پاتے شى. ١٣ ځکه چه اول آدم پيدا کړے شو دَ هغۀ نه پس حوا. ١٤ اَؤ په آدم دوکه ونۀ شوه بلکه ښځه په دوکه کښے پريوتله اَؤ ګُناه ګاره شوه. ١٥ خو دَ اَؤلاد په زيږدو به خلاصُون بيا مُومى،په شرط دَ دے چه هغه په ايمان،مينه اَؤ پاګيزګئ کښے سره دَ پرهيزګارئ پاتے شى.

1 تيموتيوس 3

دَ رهبرانو قابليت

١ دا خبره رښتيا ده چه څوک چه دَ جماعت دَ مشر جوړيدلو خواهش لرى نو هغه ښۀ کار غواړى. ٢ نو ځکه دِ زمُونږ دَ جماعت مشر دَ اِلزام نه پاک،دَ يوے ښځے خاوند،بيدار،شريف،.سم ميلمه دوست اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق وى، ٣ نۀ نشئ،نۀ جګړه مار،بلکه نرم مِزاج دِ وى اَؤ نۀ تکرارى اَؤ نۀ دَ دولت طلبه، ٤ چه دَ خپل کور په ښۀ شان بندوبست کوى اَؤ خپل بچى په ښے سنجيدګئ سره تابعدار ساتى. ٥ که چرے سړے دَ خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو دَ خُدائے دَ جماعت به څۀ ساتنه وکړى؟ ٦ هغه دِ هيڅ کله هم نوے ايماندار نۀ وى،چه ونۀ پړسيږى،هسے نۀ چه دَ ابليس په شان سزا ومُومى. ٧ اَؤ په کار دى چه دَ جماعت نه په بهر خلقو کښے دِ هم نيکنام وى،هسے نۀ چه په ملامتيا اَؤ دَ اِبليس په جال کښے پريوزى

دَ جماعت دَ خادمانو قابليت

٨ هم دغه شان خادِمان دِ هم ادب ناک وى. دوه ژبى اَؤ شرابيان اَؤ نا جائزے ګټے لالچيان دِ نۀ وى. ٩ اَؤ دَ ايمان راز دِ په پاک زړۀ کښے قائم ساتى. ١٠ اَؤ دوئ دِ هم اول و آزمائيلے شى،دَ هغے نه پس که چرے بے اِلزامه ثابت شو نو دَ خدمت کار دِ وکړى ١١ دغه شان دَ هغوئ ښځے دِ هم ادب ناکے وى،غيبت کووُونکے دِ نۀ وى بلکه بيدارے اَؤ په ټولو خبرو کښے دِ ايماندارے وى. ١٢ يو خادم دِ تش دَ خپلے يوے ښځے خاوند وى،اَؤ دَ خپلو بچو اَؤ دَ خپل کور دِ په ښۀ شان بندوبست کوى. ١٣ ځکه چه څوک چه دَ خدمت کار په ښۀ شان کوى،هغه دَ خپل ځان دَ پاره ښه مرتبه اَؤ په هغه ايمان کښے چه په مسيح عيسىٰ باندے دے،ډيره زړۀ ورتيا لرى.

زمُونږ دَ مذهب راز

١٤ سره دَ دے چه زَۀ تا ته زر دَ درتلو اُميد لرم خو بيا هم دا خبرے ځکه درته ليکم، ١٥ چه که زما په درتلو کښے ډيل وشى نو چه تا ته معلُومه شى چه دَ خُدائے په کور کښے،يعنے دَ ژوندى خُدائے په جماعت کښے کُوم چه دَ حق ستن اَؤ بنياد دے،څنګه سلُوک کول په کار دى. ١٦ په دے کښے هيڅ شک نِشته چه دَ ديندارئ راز لوئے دے،يعنے: هغه چه دَ اِنسان په شکل کښے ظاهر شو ، اَؤ دَ رُوح په وسيله رښتُونے پاتے شو اَؤ فرښتو هغه وليدو ، اَؤ په قومونو کښے دَ هغۀ پيغام خور شو، اَؤ په دُنيا کښے خلقو په هغۀ ايمان راؤړو، اَؤ په جلال کښے پاس اُوچت کړے شو.

1 تيموتيوس 4

دَ دروغو تعليم په حق کښے تعليم

١ رُوحُ القُدس صفا وائى چه په آخرو زمانُو کښے به ځنى خلق دَ بے لارے کوُونکو رُوحونو اَؤ شيطانى تعليم ته پام وکړى اَؤ دَ ايمان نه به وګرزى. ٢ دا به دَ هغه دروغژنو خلقو دَ رياکارئ په سبب وى،دَ چا زړۀ چه لکه په ګرمه اوسپنه داغلے شوے دے. ٣ هغوئ به خلق دَ وادۀ کولو نه منع کوى،اَؤ هغوئ ته به دَ خاصو خوراکُونو نه دَ پرهيز کولو حُکم ورکوى چه خُدائے دَ دے دَ پاره پيدا کړى دى چه ايمان راوړوُنکى اَؤ حق پيژندُونکى دِ په شُکر ګزارئ سره وخورى. ٤ ځکه چه د خُدائے هر پيدا کړے څيز ښۀ دے اَؤ هيڅ څيز دَ اِنکار لائق نۀ دے،خو په دے شرط چه دَ شُکر ګزارئ سره وخوړے شى. ٥ دَ دے دَ پاره چه هغه دَ خُدائے په کلام اَؤ په دُعا پاک شى.

دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم

٦ که چرے تۀ ورُوڼو ته دا خبرے وريادوے نو دَ مسيح عيسىٰ ښۀ خادم به جوړ شے اَؤ دَ ايمان اَؤ دَ هغه ښۀ تعليم دَ خبرو په وسيله دَ کُومو چه تۀ پيروى کوے لګيا يئے پرورش به ومُومے. ٧ خو دَ بے دينئ اَؤ دَ زړو ښځو په شان دَ قِصو نه ځان ساته اَؤ دَ ديندارئ دَ پاره تربيت کوه. ٨ ځکه چه دَ جسمانى تربيت فائده کمه ده خو ديندارى د ټولو خبرو دَ پاره فائده منه ده،ځکه چه په دے کښے دَ اوسنى اَؤ دَ راتلُونکى ژوندُون وعده شته. ٩ دا خبره رښتيا ده اَؤ په هر شان دَ قبلولو لائقه ده. ١٠ مُونږ محنت اَؤ خوارى ځکه کوُو چه زمُونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائے دے چه دَ ټولو خلقو اَؤ خاص دَ ايمان راؤړُونکو خلاصوُونکے دے. ١١ دَ دے خبرو حُکم کوه اَؤ تعليم ورکوه. ١٢ هيڅوک دِ ستا ځوانئ ته سپک ونۀ ګورى،بلکه تۀ دَ ايمان راوړُونکو دَ پاره په خبرو کولو،چال چلن،مينه،ايمان اَؤ پاکئ کښے نمُونه جوړ شه. ١٣ تر څو چه زَۀ نۀ يم راغلے،دَ کلام په لوستو اَؤ نصيحت کولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے بوخت اوسه. ١٤ دَ هغه نعمت نه غافل کيږه مه کُوم چه تا ته حاصل دے،اَؤ دَ نبوت په وسيله دَ بزرګانو دَ لاس کيښولو په وخت تا ته درکړے شو. ١٥ دَ دے خبرو فکر ساته اَؤ په دے کښے مشغُول اوسه چه ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. ١٦ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپل تعليم ساتنه کوه اَؤ په دے خبرو کښے قائم پاتے شه ځکه چه په داسے کولو به تۀ دَ خپل ځان اَؤ دَ خپلو آؤريدُونکو دَ خلاصُون باعث شے.

1 تيموتيوس 5

دَ نورو دَ پاره ذمه وارى

١ مشر سړے ملامت کوه مه بلکه دَ خپل پلار په شان نصيحت ورته کوه اَؤ ځوانان ورُوڼه ګڼه. ٢ اَؤ زړے ښځے ميندے ګڼه اَؤ ځوانے ښځے په پورئ پاکئ سره خويندے ګڼه. ٣ دَ هغه کونډو چه په دُنيا کښے بل څوک نۀ لرى،دَ هغوئ عزت کوه. ٤ که دَ کُونډے بچى يا نمسى وى نو هغوئ دِ اول دَ خپلے کورنئ هغه حق ادا کړى کُوم چه په هغوئ خپل مذهب دَ لورى فرض دے،اَؤ داسے دِ دَ خپل مور پلار اَؤ دَ نيکُونو حق ادا کړى ځکه چه دا خُدائے ته قبُول دى. ٥ کُومه کونډه چه بلکل يواځے وى اَؤ دَ هغے هيڅوک هم نۀ وى،هغه په خُدائے اُميد لرى اَؤ شپه اَؤ ورځ په زارئ اَؤ دُعا کښے آخته وى. ٦ اَؤ چه کُومه په عيش عشرت آخته شوه،هغه په ژوندانۀ مړه شوه. ٧ دَ دے خبرو هم حُکم کوه چه هغوئ بے اِلزامه پاتے شى. ٨ که څوک دَ خپلوانو اَؤ خاص دَ خپلے کورنئ خيال نۀ ساتى نو هغه دَ خپل ايمان نه مُنکر اَؤ دَ بے ايمانئ نه هم بد دے. ٩ هغه کونډه دِ په فهرست کښے ليکلے شى کُومه چه دَ شپيتو کالو نه کمه وى اَؤ دَ يو خاوند نه پاتے شوے وى. ١٠ اَؤ په نيکو کارُونو کښے مشهُوره وى،دَ بچو تربيت ئے کړے وى،دَ مُسافرو ميلمستيا ئے کړے وى،دَ پاکانو پښے ئے وينځلے وى،دَ مُصيبت زپلو مدد ئے کړے وى اَؤ دَ هر ښۀ کار کولو ليواله وى. ١١ خو دَ ځوانو کونډو نومُونه مه درج کوه ولے چه هر کله چه هغه دَ مسيح دَ خدمت خلاف دَ نفس تابع شى نو وادۀ کول غواړى، ١٢ اَؤ داسے دَ سزا لائقه وګرزى ځکه چه هغوئ خپل وړُومبے لوظ پريښودو. ١٣ اَؤ دَ دے نه علاوه هغوئ کور په کور ګرزى اَؤ بے کاره اوسيدل زده کوى،اَؤ صرف بے کاره نۀ پاتے کيږى بلکه غيبت اَؤ دَ نورو په کار کښے ګُوتے هم وهى اَؤ فضولے خبرے کوى. ١٤ نو زَۀ دا غواړم چه ځوانے کونډے دِ ميړۀ وکړى چه دَ هغوئ اَؤلاد وشى اَؤ دَ کور اِنتظام دِ کوى اَؤ دَ هيچا مخالف له دِ دَ بدے وينا کولو موقع ورنۀ کړى. ١٥ ځکه چه ځنے کونډے ګُمراه شوى اَؤ دَ شيطان په لارے روانے دى. ١٦ که دَ چا ايمان راؤړُونکى ښځے سره کُونډے وى نو هغه دِ دَ هغوئ پالنه وکړى اَؤ په جماعت دِ پيټے وانۀ چوى،دَ پاره دَ دے چه دَ هغه چا مدد وکړے شى چه يواځے وى. ١٧ کُوم مشران چه دَ جماعت ښۀ اِنتظام کوى،خاص هغوئ چه په کلام آؤرولو اَؤ په تعليم ورکولو کښے خوارى کوى،هغوئ دِ يو په دوه دَ عزت لائق وګڼلے شى. ١٨ ځکه چه دَ خُدائے کلام وائى چه «تاسو دَ غوبل دَ غوائى خُلے ته کورے مه اچوئ» اَؤ «مزدور دَ خپلے مزدُورئ حقدار دے.» ١٩ کُومه دعوىٰ چه دَ چا مشر په خِلاف وشى نو هغه دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو نه بغير مه آؤره. ٢٠ څوک چه ګُناه کوى،هغوئ دَ ټولو خلقو په وړاندے ملامتوه،دَ پاره دَ دے چه نور خلق هم وويريږى. ٢١ دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ اَؤ دَ هغه غوره شوو فرښتو په مخکښے حُکم درکوم اَؤ تا ته تاکيد کوم چه په دے خبرو بغير دَ تعصب نه عمل کوه اَؤ دَ هيچا طرف دارى مه کوه. ٢٢ په چا زر لاس مه ږده چه دَ خُدائے دَ خدمت دَ پاره مخصوص شى،اَؤ دَ نورو په ګناهُونو کښے مه شريکيږه. خپل ځان پاک ساته. ٢٣ دَ آئنده دَ پاره تشے اوبۀ مه څښه بلکه دَ خپلے معدے اَؤ اکثر ناجوړه کيدو په وجه لږ شان شراب هم استعمالوه. ٢٤ دَ ځنو کسانو ګُناهُونه ښکاره وى اَؤ هغوئ به سزا ومُومى،اَؤ دَ ځنو ګُناهونه وروستو ښکاره کيږى. ٢٥ دغه شان دَ ځنو ښۀ کارُونه هم ظاهر شى،اَؤ کُوم يو چه ښکاره نۀ شى،هغه هم پټيدلے نۀ شى.

1 تيموتيوس 6

غُلامان

١ هغوئ ټول چه غُلامان دى،هغوئ دِ خپل مالِکان پُوره دَ عزت لائق وګڼى چه دَ خُدائے نُوم اَؤ زمُونږ تعليم بدنام نۀ شى. ٢ اَؤ چه دَ چا مالِکان ايمان راؤړُونکى دى،هغه دِ هغوئ دَ ورورولئ په سبب سپک ونۀ ګڼى بلکه دَ دے دَ پاره ئے زيات خدمت وکړئ چه فائده آخستُونکى،ايمان راوړُونکى اَؤ ګران دى. تۀ دَ دے خبرو تعليم ورکوه اَؤ نصيحت کوه. دَ دروغو تعليم اَؤ حقيقى دولت ٣ که څوک بل شان تعليم ورکوى اَؤ صحيح خبرے،يعنے زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح خبرے اَؤ هغه تعليم نۀ منى کوم چه دَ ديندارئ په مُطابق دے، ٤ هغه مغرُور دے اَؤ په هيڅ نۀ پوهيږى،بلکه هغۀ ته دَ بحث اَؤ زبانى تکرار مرض دے چه دَ هغو په وجه کينه اَؤ جګړے اَؤ بده وينا اَؤ بد ګمانى، ٥ اَؤ په هغه کسانو کښے مُدام تکرار پيدا کيږى دَ چا عقل چه خراب شوے دے،اَؤ هغوئ دَ حق نه محرُوم دى اَؤ ديندارى تش دَ ګټے ذريعه ګڼى. ٦ هو ديندارى دَ قناعت سره ډيره دَ ګټے ذريعه ده. ٧ ځکه چه نه خو مُونږ دُنيا ته څۀ راؤړل اَؤ نۀ دَ هغے نه څۀ وړلے شُو. ٨ نو بيا که مُونږ سره دَ خوراک اَؤ دَ آغوستو څۀ وى نو په هغے دِ قناعت وکړو. ٩ خو څوک چه دولتمند کيدل غواړى نو هغه دغه شان په آزميښتُونو اَؤ دَ ډيرو نورو عبثو نقصانى خواهشُونو په دام کښے ګيريږى کُوم چه خلق دَ تباهئ اَؤ هلاکت په درياب کښے غرقوى. ١٠ ځکه چه دَ زرو دوستى دَ هر قِسم بدئ يو بيخ دے،چه دَ هغے په خواهش ځنى دَ ايمان نه ګُمراه شول اَؤ خپل زړُونه ئے په قِسم قِسم غمُونو غلبيل کړل.

دَ ايمان ښۀ جنګ

١١ اَئے خُدائى بنده! تۀ دَ دے خبرو نه وتښته اَؤ دَ صداقت،ديندارئ،مينے،صبر اَؤ په نرم طبيعت پسے کوشِش کوه. ١٢ اَؤ دَ ايمان په جنګ کښے ښۀ وجنګيږه،اَؤ په هغه ابدى ژوندُون قبضه وکړه دَ کُوم دَ پاره چه تۀ رابللے شوے ئے اَؤ دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے دِ ښۀ اِقرار کړے وُو. ١٣ زَۀ دَ هغه خُدائے چه ټول څيزُونه ژوندى کوى،اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په مخکښے چا چه دَ پنطوس پيلاطوس په وړاندے ښۀ اِقرار کړے وُو،حُکم در کوم اَؤ تا ته په ټينګه وايم. ١٤ چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو تر ورځے پورے حُکم بے داغه اَؤ بے اِلزامه ساته، ١٥ کُوم چه خُدائے په مُناسب وخت ښکاره کوى،هغه چا چه مبارک يکى يو حاکِم دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ د مالِکانو مالِک دے. ١٦ هغه يواځے هغه دے چه هيڅ کله نۀ مرى اَؤ هغه په هغه نُور کښے اوسيږى چه څوک ورته رسيدلے نۀ شى،نۀ هغه هيچا اِنسان ليدلے دے اَؤ نۀ ئے ليدلے شى. دَ هغۀ عزت اَؤ بادشاهى دِ تل تر تله وى،آمين. ١٧ دَ دے موجُوده جهان دولتمند ته حُکم ورکړه چه مغرُور کيږى دِ نۀ،اَؤ په نا اِعتبار دولت نه،بلکه په خُدائے دِ اُميد ولرى چه دَ مزو دَ پاره مُونږ له ټول څيزُونه ډير زيات راکوى، ١٨ اَؤ چه نيکى کوى اَؤ په ښو کارُونو کښے دولتمند شى،اَؤ سخاوت کولو ته تيار اَؤ مدد ته ملا تړلے اوسى. ١٩ اَؤ داسے به هغوئ ځان ته يوه داسے خزانه راټوله کړى چه په راتلوُنکى وخت کښے به دَ هغوئ دَ پاره يو مضبُوط بُنياد وى چه په هغے به هغوئ هغه ژوندُون تر لاسه کړى کُوم چه رښتينے ژوندُون دے. ٢٠ اَئے تيموتيوس! دا امانت په حفاظت وساته اَؤ کُوم يو عِلم ته چه دَ سره عِلم وئيل غلط دى،دَ هغۀ په عبثو خبرو اَؤ دَ مُخالفت خيال مه ساته. ٢١ ځنو دَ هغه عِلم اِقرار وکړو اَؤ دَ ايمان نه راوګرزيدل. په تاسو ټولو دِ فضل وى.

2 تيموتيوس 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ خُدائے په مرضئ دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے،اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دَ هغه ژوندُون پيغام آؤروى چه خُدائے ئے وعده کړے ده، ٢ دا زما دَ خوږ زوئے تيموتيوس په نُوم ليکلے شى، په تا دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک مسيح عيسىٰ فضل رحم اَؤ سلامتىدِ نازله وى.

دَ زيرى وفادار

٣ زَۀ دَ هغه خُدائے شُکر کوم دَ چا عبادت چه زَۀ په صفا زړۀ دَ پلارُونو نيکُونو په شان کوم،اَؤ هر وخت په خپلو دُعاګانو کښے تا يادوم. ٤ اَؤ ستا اوښکے چه رايادے کړم نو ستا دَ مُلاقات خواهش لرم چه خوشحالى بيا مُومم. ٥ اَؤ ما ته ستا هغه بے ريا ايمان راياديږى کوم چه اول ستا نيا لوئيس اَؤ ستا مور يُونيکے لرلو،اَؤ زما يقين دے چه تۀ ئے هم لرے. ٦ په دِے وجه زَۀ تا ته دا خبره دريادوم چه تۀ دَ خُدائے هغه نعمت وځلوه کُوم چه زما دَ لاس دَ کيښودلو په وسيله تا ته حاصل دے. ٧ ځکه کُوم رُوح چه خُدائے مُونږ ته راکړے دے،دَ ويرے دَ پاره نه،بلک دَ قُدرت،دَ مينے اَؤ په نفس قابُو کولو طاقت دَ پاره . ٨ نو بيا زمُونږ دَ مالِک په باب کښے دَ ګواهئ ورکولو اَؤ له ما نه چه دَ هغۀ قيدى يم،شرميږه مه،بلکه دَ خُدائے دَ قُدرت په مُطابق دَ زيرى دَ خاطره ما سره تکليفُونه وزغمه، ٩ چه مُونږ ته ئے خلاصُون راکړو اَؤ راوئے بللُو چه دَ هغۀ خلق شُو،نۀ چه زمُونږ دَ کارُونو په وسيله،بلکه په خپله خاص اِراده اَؤ دَ هغه فضل په مُطابق چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله په مُونږ دَ ازل نه وشو. ١٠ خو اوس زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ په راتلو سره ښکاره شو چه مرګ ئے نِشت کړو،اَؤ غير فانى ژوندون ئے دَ هغه زيرى په وسيله څرګند کړو. ١١ دَ هغه زيرى دَ تبليغ دَ پاره زَۀ رسُول اَؤ اُستاذ مقرر شوم، ١٢ اؤ په دِے وجه زَۀ دا تکليفُونه هم زغمم اَؤ شرميږم نه،ځکه چه په چا چه ما ايمان راوړے دے هغه پيژنم،اَؤ زما يقين دے چه څۀ چه هغۀ ما ته سپارلى دى تر هغے ورځے پورے هغه دَ هغۀ حفاظت کولے شى. ١٣ کُومے صحيح خبرے چه تا له ما نه دَ هغه ايمان اَؤ مينے سره چه په مسيح عيسىٰ کښے دى واؤريدے،هغوئ نمُونه وګڼه. ١٤ دَ رُوحُ القُدس په وسيله چه په مُونږ کښے اوسى دَ هغه څيز حفاظت وکړه چه تا ته سپارلے شوے دے. ١٥ لکه چه تۀ خبر ئے چه دَ ايشيا صوبے ټولو خلقو زَۀ پريښودلم چه په هغوئ کښے فوګِلوس اَؤ هِرموګينيس هم دى. ١٦ مالِک دِ دَ اونيسفوروس په کورنئ رحم وکړى ځکه چه زَۀ هغه اکثر دَ غمُونو نه خلاص کړے يم،اَؤ زما په قيد ونۀ شرميدلو، ١٧ بلکه هر کله چه هغه رُوم ته راغے نو ډير په کوشِش ئے زما لټُون وکړو اَؤ زَۀ ئے ومُوندلم. ١٨ زَۀ غواړم چه مالِک دِ په هغه لويه ورځ په هغۀ رحم وکړى،اَؤ هغۀ چه په اِفِسوس کښے کُوم خدمتُونه وکړل دَ هغے نه تۀ ښۀ خبر يئے.

2 تيموتيوس 2

دَ مسيح عيسىٰ ښۀ سپاهى

١ نو اَئے زما زويه! ته په هغه فضل چه په مسيح عيسىٰ کښے دے،مضبُوط شه. ٢ اَؤ کُومے خبرے چه تا دَ ډيرو ګواهانو په وړاندے زما نه آؤريدلى دى هغه دَ داسے ديانتدارو سړو په حواله کړه څوک ئے چه نورو ته دَ ښودنے لائق وى. ٣ دَ مسيح عيسىٰ دَ يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښے شريک شه. ٤ يو سپاهى چه جنګ له ځى نو هغه دَ دُنيا په معاملو کښے ځان نۀ نښلوى دَ دے دَ پاره چه خپل افسر خوشحاله کړى. ٥ لوبغاړى هم تر څو چه په قانُونى طور لوبه ګټلے نۀ وى نو دَ ګټے سهره ورته نۀ شى به سر کيدے. ٦ کُوم دهقان چه محنت کوى نو دَ فصل وړُومبئ حِصه هغۀ ته ورکول په کار وى. ٧ څۀ چه زَۀ وايم په هغے باندے غور وکړه ځکه چه مالِک به تا ته دَ ټولو خبرو پوهه درکړى. ٨ عيسىٰ مسيح ياد ساته چه دَ مړو نه راژوندے شوے دے اَؤ دَ داؤد دَ نسل نه دے،يعنے زما دَ زيرى په مُطابق، ٩ دَ چا دَ پاره چه زَۀ دَ يو بد کار په شان سختئ زغمم تر دے چه قيد هم يم،خو دَ خُدائے کلام قيد نۀ دے. ١٠ په دے وجه زَۀ دَ غوره شوو دَ خاطره دا هر څۀ په ځان تيروم دَ دے دَ پاره چه هغوئ هم دَ هغه خلاصُون چه دَ مسيح عيسىٰ په وسيله دے دَ آبدى جلال سره خاوندان شى. ١١ دا خبرے رښتيا دى چه: ”که مُونږ دَ هغۀ سره مړۀ شوُو نو دَ هغۀ سره ژوندى هم شوُو ١٢ که مُونږ سختئ وزغمُو نو دَ هغه سره به بادشاهى هم کوُو، که مُونږ هغه رد کړو نو هغه به مُونږ هم رد کړى. ١٣ که مُونږ بے وفا شو خو هغه به وفادار پاتے شى، ځکه چه هغه دَ خپل ذات نه خلاف هيڅ نۀ شى کولے.“

قبُول شوے کار کُن

١٤ دا خبرے هغوئ ته وريادے کړه اَؤ دَ مالِک په وړاندے پرے دا تاکيد وکړه چه لفظى تکرار دِ ونۀ کړى،ځکه چه دَ دے نه هيڅ نۀ جوړيږى بلکه آؤريدُونکى پرے ورانيږى. ١٥ خپل ځان دَ خُدائے په وړاندے مقبُول اَؤ دَ يو داسے کار کُن په شان دَ پيش کولو کوشِش وکړه چه دَ خپل کار نه نۀ شرميږى،اَؤ څوک چه دَ حق کلام تعليم په صحيح طور ورکوى. ١٦ اَؤ دَ فضُولو خبرو نه ځان ساته چه داسے سړے نور هم په بے دينئ کښے ترقى کوى. ١٧ اَؤ دَ هغوئ خبرے لکه دَ شينى په شان ګزک زياتوى،اَؤ هُمنيناوس اَؤ فيلِتوس داسے خلق دى ١٨ اَؤ چه هغوئ په دے وينا چه قيامت شوے دے دَ حق نه ګُمراه شوى دى اَؤ دَ بعضو خلقو ايمان خرابوى. ١٩ خو بيا هم هغه بُنياد چه خُدائے ايښے دے،مضبُوط دے اَؤ په هغۀ دا ليکلى دى چه مالِک خپل خلق پيژنى،اَؤ څوک چه دَ مالِک نُوم آخلى،هغه دِ شرارت نه ځان ساتى. ٢٠ په لوئے کور کښے نۀ يواځے دَ سرو سپينو لوښى وى بلکه دَ لرګى اَؤ خاورين لوښى هم وى،چه څۀ خاص اَؤ څۀ عام وى. ٢١ پس هغه څوک چه دَ دے نه خپل ځان جُدا اَؤ پاک ساتى هغه به دَ خاص لوښى شى اَؤ مُقدس کيږى به اَؤ دَ مالِک کار لائق اَؤ هر نيک کار ته به تيار ولاړ وى. ٢٢ دَ ځوانئ دَ خواهشاتو نه تيښته کوه،اَؤ څوک چه په پاک زړۀ دَ مالِک نه دُعا غواړى،دَ هغوئ سره دَ صداقت،ايمان اَؤ مينے اَؤ دَ صُلحے طلب ګار اوسه. ٢٣ خو دَ بے وقوفئ اَؤ ناپوهئ دَ بحثُونو نه ځان په ډډه ساته،ځکه چه تا ته معلُومه ده چه دَ دوئ نه جګړے جوړيږى. ٢٤ اَؤ دا مُناسب نۀ دى چه دَ مالِک خادم دِ جګړے کوى،بلکه هغه دِ دَ ټولو سره نرمى کوى اَؤ دَ تعليم ورکولو لائق اَؤ صبرناک دِ وى. ٢٥ اَؤ مُخالفت کوُونکى دِ په نرمئ سمولے کيدے شى،چه خُدائے هغوئ ته دَ توبے ويستو طاقت ورکړى اَؤ هغوئ حق وپيژنى. ٢٦ په دے وجه به پوه شى اَؤ دَ ابليس دَ دام نه بچ شى چه هغۀ دَ خپلے مرضئ دَ پُوره کولو دَ پاره نيولى دى.

2 تيموتيوس 3

په آخرى ورځو کښے دَ خلقو اَخلاقى حالت

١ خو بيا دا ياد لره چه په آخرى ورځو کښے به بد وختُونه راځى. ٢ اِنسان به خود غرضه،دَ زرو دوست،لافے کوُونکے،مغروره،بد زبانه،دَ مور پلار نافرمانه،ناشُکره،بےدينه. ٣ بے مروته،سخت زړۀ،الزام لګوُونکے،نۀ غمُوونکے،تُند مِزاجه،دَ نيکئ دُښمن، ٤ دوکه باز،بے پرواه،کبرژن،دَ خُدائے په نسبت عيش زيات خوښوُونکے وى. ٥ هغوئ خو به په ظاهره دَ ديندارئ نمائش کوى خو اثر به ئے نۀ قبلوى. نو دَ داسے خلقو نه ځان ساته. ٦ په دوئ کښے هغه خلق دى څوک چه کُورونو ته په څۀ چلول ورننوزى اَؤ هغه خرابے ښځے قابُو کوى څوک چه په ګُناهُونو کښے راګيرے وى اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشُونو په ولقه کښے وى. ٧ اَؤ سره دَ دے چه داسے ښځے هميشه دَ زده کولو کوشِش کوى خو دَ حق پيژندو ته نۀ وررسى. ٨ اَؤ څۀ رنګ چه ينيس اَؤ يمبريس دَ مُوسىٰ مُخالفت کړے وُو،هغه رنګ دوئ هم دَ حق مُخالفت کوى. دا هغسے خلق دى دَ چا عقل چه وران شوے وى اَؤ دَ ايمان په مُطابق قبُول شوے نۀ وى. ٩ خو هغوئ به ترقى ونۀ کړى ځکه چه دَ هغوئ ناپوهتيا به په ټولو خلقو ظاهره شى لکه چه دَ هغوئ هم ظاهره شوے وه.

آخرى نصيحت

١٠ خو تۀ زما دَ تعليم،چال چلن اَؤ ژوند دَ مقصد نه ښۀ خبر يئے اَؤ تا ته زما ايمان،زغم،مينه اَؤ صبر هم معلُوم دى. ١١ تۀ خبر يئے چه ما څنګه تکليفُونه وزغمل اَؤ څنګه وربړولے شوم،يعنے هغه تکليفُونه چه په اَنطاکيه،اِکونيوم اَؤ په لُستره کښے په ما راغلل خو مالِک زَۀ دَ هغو ټولو نه بچ کړلم. ١٢ بلکه هر څوک چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے په ديندارئ ژوند تيرول غواړى،هغوئ ټول به وربړولے شى. ١٣ اَؤ خراب اَؤ دوکه باز سړى به په دوکه ورکولو اَؤ دوکه خوړلو لا زيات ورانيږى. ١٤ خو تۀ په هغه خبرو چه تا زده کړے دى ا دَ کُومو چه تا ته يقين درکړے شوے وُو،په دے نيت قائم اوسه چه تا هغه دَ کُومو خلقو نه زده کړے وے. ١٥ اَؤ تۀ دَ وړُوکوالى راسے دَ هغو پاکو نوِشتو نه خبر يئے،کُومے چه تا ته په عيسىٰ مسيح دَ ايمان راوړلو دَ پاره خلاصون مُوندلو دَ پاره پوهه دربخښلے شى. ١٦ هره صحيفه دَ خُدائے دَ رُوح دَ اِلهام په وسيله ده اَؤ دَ تعليم اِلزام،اِصلاح اَؤ صداقت دَ تربيت دَ پاره فائده مند هم. ١٧ دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے بنده کامل شى اَؤ دَ هر نيک کار دَ پاره بلکل تيار شى..

2 تيموتيوس 4

١ دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح عيسىٰ په وړاندے چه به دَ ژوندو اَؤ دَ مړو عدالت کوى،دَ هغۀ دَ ظاهريدو اَؤ دَ بادشاهئ په دريادولو زَۀ دَ هغۀ په نامه حُکم در کوم. ٢ چه تۀ دَ کلام زيرے ورکوه اَؤ وخت ناوخت په دے کار کښے تيار اوسه،اَؤ چه تعليم ورکوے نو دَ صبر سره ئے قايل اَؤ ملامت کوه اَؤ تسلى ورکوه. ٣ ځکه چه داسے وخت به راځى چه خلق به صحيح تعليم نۀ زغمى،بلکه دَ خپلے خوښے په مُطابق به داسے اُستاذان جوړ کړى چه هغوئ ته به هغه څۀ وښيى چه آؤريدل ئے غواړى. ٤ اَؤ هغوئ به حق ته غوږ نۀ کيږ دى اَؤ قِِصو ته به پام کوى. ٥ خو تۀ په هر حالت کښے بيدار اوسه،سختى وزغمه،دَ بشارت کار کوه اَؤ دَ خُدائے دَ خادم په حيث خپل خدمت پُوره کوه. ٦ ځکه چه زَۀ اوس قُربانى کيدُونکے يم اَؤ زما دَ رُخصتيدو وخت راغلے دے. ٧ هغه جنګ چه ما ته په دے دُنيا کښے کول وُو،ما په ښه شان وکړو،خپله منډه مے پُوره کړے ده اَؤ هغه ايمان چه ما ته سپارلے شوے وُو،هغه مے محفوظ ساتلے دے. ٨ اَؤ وړاندے زما دَ پاره دَ صداقت دَ ګټے سهره کيښودے شوے ده چه عادل مُنصف،يعنے مالِک به ما له په هغه ورځ راکړى،اَؤ يواځے ما له نه،بلکه هغه ټولو له هم چه دَ هغۀ دَ ظاهريدو آرزُومند دى.

شخصى نصيحتُونه

٩ ما له دَ راتلو زر کوشِش وکړه. ١٠ ځکه چه دَ ديماس دا موجُوده دُنيا خوښه کړه اَؤ زَۀ ئے پريښودلم اَؤ تِسالونيکے ته لاړو اَؤ کريسکينس ګلتيه ته اَؤ تيطوس دلماتيه ته. ١١ يواځے لُوقا ما سره دے. مرقوس ځان سره راوله ځکه چه هغه زما په خدمت کښے په کار دے. ١٢ تخيکوس مے اِفِسوس ته اَستولے دے. ١٣ کُومه چُوغه چه ما په ترواس کښے دَ کريوس کره پريښے ده،تۀ چه راځے نو هغه اَؤ کتابُونه خاص په څرمنو ليکلى اَؤ نغښتى شوى دَ ځان سره راؤړه. ١٤ سکندر مسګر زما سره ډيرے بدے کړے دى. خُدائے به هغۀ ته خپل بدل ورکړى. ١٥ دَ هغۀ نه تۀ هم ځان ساته،ځکه چه هغۀ زمُونږ دَ پيغام ډير مُخالفت کړے دے. ١٦ په عدالت کښے زما دَ وړُومبئ صفايئ دَ پيش کولو په وخت هيچا زما ملګرتيا ونۀ کړه بلکه ټولو زۀ يواځے پريښودلم. کاش! چه هغوئ په دے ګُناه ونۀ نيولے شى. ١٧ خو مالِک زما مددګار وُو اَؤ هغۀ ما له دا طاقت راکړو چه زما په معرفت دا زيرے په پُوره طور خور شى اَؤ ټول غير يهُوديان دا واؤرى اَؤ زَۀ دَ زمرى له کُومى نه راخلاص کړے شوم. ١٨ مالِک به ما دَ هرے بدئ نه خلاصوى اَؤ خپلے آسمانى بادشاهئ ته به مے په حفاظت رسوى. دَ هغوئ لوئى دِ تل تر تله وى آمين .

سلام

١٩ پرسکيله،اکوله اَؤ دَ اونِسسيفوروس په خاندان مے سلام ووايه. ٢٠ اِراستوس په کورنتوس کښے ايسار شو اَؤ تروفيموس ما په ميليتوس کښے پريښودو ځکه چه هغه ناجوړه وُو. ٢١ دَ ژمى دَ موسم نه وړُومبے تۀ ما ته دَ ځان رارسولو کوشِش وکړه. يوبولوس اَؤ يودنس،لينوس،کلوديه اَؤ نور ټول ورُوڼه درته سلام وائى. ٢٢ مالِک دِ تاسو سره وى اَؤ په تاسو دِ دَ خُدائے فضل وى!

تيطوس 1

سلام

١ دا خط دَ پولوس دَ طرفه دے چه دَ خُدائے غُلام اَؤ دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے. زَۀ دَ دے دَ پاره مُقرر کړے شوے يم چه دَ خُدائے په غوره شوو کښے دَ ايمان دَ راوړلو وسيله جوړ شم اَؤ دَ ديندارئ پُوره رښتينوالى په هغوئ څرګند کړم. ٢ دَ هغه بُنياد دَ تل ژوندُون اُميد دے،اَؤ خُدائے چه هيڅ کله دروغ نۀ وائى،مُونږ سره دَ هغه ژوندُون وعده له ازل نه وکړه. ٣ اَؤ بيا خُدائے دَ خپل ټاکلى شوى وخت په مُطابق دَ خپل پيغام په وسيله هغه ښکاره کړو. دا پيغام ما ته سپارلے شو اَؤ زَۀ دَ خپل خلاصوُونکى خُدائے په حُکم دا آؤرم. ٤ دا خط زَۀ دَ تيطوس په نُوم ليکم چه ما سره په شريک ايمان کښے زما رښتينے زوئے دے. دَ خُدائے پلار اَؤ زمُونږ دَ خلاصوُونکى مسيح عيسىٰ فضل اَؤ سلامتى دِ په تا وى.

دَ تيطوس کار په کريت کښے

٥ ما په کريت کښے تۀ دَ دے دَ پاره پريښے وے چه تۀ پاتے شوے کار پُوره کړے اَؤ زما دَ حُکم په مُطابق ښار په ښار داسے مشران مُقرر کړے، ٦ چه څوک بے اِلزامه اَؤ دَ يوے ښځے خاوندان وى،اَؤ بچى ئے ايمانداره اَؤ دَ بدچلنئ اَؤ دَ نافرمانئ دَ اِلزام نه پاک وى. ٧ ځکه چه دَ جماعت مشر دَ خُدائے دَ کار دَ مُختار کيدو په وجه دِ بے اِلزامه وى،چه هغه دِ نۀ خود غرضه،نۀ غُصه ناک،نۀ شرابى،نۀ جګړه مار،اَؤ نۀ دِ دَ ناجائزے ګټے حرصناک وى. ٨ بلکه هغه دِ ميلمه پالُونکے،نيک خواه،تقوىٰ دار،مُنصف مزاجه،پاک اَؤ صبرناک وى. ٩ کُوم کلام چه هغۀ ته ورزده کړے شوے دے،هغه دِ دَ دے لائق وى،چه خلق په هغۀ باور کولے شى. نو په کار دى چه مشر په دے کلام قايل وى چه هغه په صحيح تعليم ورکولو نصيحت هم کولے شى،اَؤ مُخالفان قائل کولے هم شى. ١٠ ځکه چه ډير خلق نافرمانه،بد زبانه اَؤ دوکه باز دى،خاص دَ نؤو ايمان راوړُونکو يهُوديانو په مينځ کښے. ١١ دَ دوئ خُلۀ بندول په کار دى ځکه چه دا خلق دَ ناجائزے ګټے دَ پاره ورانے خبرے ورزده کوى اَؤ دغه شان کورُونه اَؤ خيلخانے تباه کوى. ١٢ لکه چه په دوئ کښے يو پيغمبر دا وئيلى دى چه ”کريتيان هميشه دروغژن،وحشيان،ګيډه ور اَؤ لټان دى.“ ١٣ دا ګواهى رښتيا ده،نو هغوئ په دے ډير ملامته کوه دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ ايمان ټينګ شى. ١٤ اَؤ هغوئ دِ نۀ دَ يهُوديانو قيصو اَؤ دَ هغو سړو حُکمُونو ته غوږ ږدى،چه دَ حق نه ګُمراه دى. ١٥ دَ پاکو خلقو دَ پاره ټول څيزونه پاک دى،خو دَ ګُناه ګارو اَؤ بے اِيمانه خلقو دَ پاره هيڅ شے هم پاک نۀ دے بلکه دَ هغوئ عقل اَؤ ضمير دواړه پليت دى. ١٦ هغوئ دَ خُدائے دَ پيژندلو دعوىٰ کوى خو په عمل کښے دَ هغۀ نه اِنکار کوى،ځکه چه هغوئ مکروه اَؤ نافرمانه دى اَؤ دَ يو نيک کار قابل هم نۀ دى.

تيطوس 2

صحيح تعليم ورکول

١ خو تۀ هغه خبرے وربيان کړه کُومے چه دَ صحيح تعليم دَ پاره مُناسب دى، ٢ يعنے دا چه بُوډاګان دِ پرهيزګاره،په خوئى درانۀ اَؤ تقوىٰ دار وى،اَؤ دَ هغوئ ايمان اَؤ مينه اَؤ صبر دِ صحيح وى. ٣ دغه شان دِ دَ بوډئ ګانو ښځو ظاهرى چال چلن دَ نيکانو وى،هغوئ دِ تور لګوُونکے اَؤ زيات شراب څښونکے نۀ وى بلکه ښے خبرے ورزده کوُونکے دِ وى، ٤ دَ دے دَ پاره چه ځوانانو ښځو ته وښائى چه دَ خپلو خاوندانو اَؤ خپلو بچو سره دِ مينه ولرى، ٥ اَؤ تقوىٰ دارے،پاک لمنے اَؤ دَ کور کار کوُونکے اَؤ مهربانى کوُونکے اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسى،دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے کلام بدنام نۀ شى. ٦ اَؤ زلمو ته هم داسے نصيحت کوه چه هغوئ دِ تقوىٰ دار شى. ٧ په ټولو خبرو کښے خپل ځان دَ ښو کارُونو يوه نمُونه جوړه کړه،ستا په تعليم کښے دِ پاکوالے اَؤ درُوندوالے وى. ٨ اَؤ ستا کلام دِ دومره صحيح وى چه څوک په کښے څۀ وئيلے نۀ شى،دَ دے دَ پاره چه مُخالف په مُونږ کښے څۀ عيب ونۀ مُومى اَؤ شرمنده شى. ٩ غُلامانو ته نصيحت کوه چه دَ خپلو مالِکانو حُکم دِ منى اَؤ په هره خبره کښے دِ هغوئ خوشحاله ساتى اَؤ دَ هغوئ په حُکم کښے دِ هيڅ کله تکرار نۀ کوى، ١٠ غلا دِ نۀ کوى بلکه هميشه دِ ديانتدارى په ښۀ شان ظاهروى دَ دے دَ پاره چه دَ هغوئ دَ مخه په هره خبره کښے زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے تعليم عزت ومُومى. ١١ ځکه چه دَ خُدائے فضل دَ ټولو خلقو دَ خلاصون دَ پاره ظاهر شوے دے. ١٢ اَؤ مُونږ ته دا ښائى چه بے دينى اَؤ دُنياوى خواهشُونه پريږدُو اَؤ په موجُوده جهان کښے په پرهيزګارئ،صداقت اَؤ ديندارئ سره ژوند تير کړُو. ١٣ اَؤ دَ هغه مُبارک اُميد،يعنے دَ خپل لوئے خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ جلال دَ ظاهريدو په اِنتظار شُو، ١٤ چا چه خپل ځان زمُونږ دَ پاره ورکړو چه مُونږ دَ هر قِسم نافرمانبردارئ نه خلاص کړى اَؤ پاک مو کړى،اَؤ په خپل خاص ملکيت کښے مو يو داسے خلق وګرزوى کُوم چه دَ ښۀ کارُونو دَ پاره په کار آخته وى. ١٥ په پُوره اِختيار سره دغه خبرے کوه،خلقو ته نصيحت کوه اَؤ ملامته کوه ئے. هيڅ څوک دِ هم تا ته په سپکه ونۀ ګورى.

تيطوس 3

دَ ښۀ کارُونو ساتنه کوه

١ خپلو خلقو ته دا ورياد کړه چه دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو فرمانبردارى دِ کوى اَؤ دَ هغوئ حُکم دِ منى اَؤ دَ هر ښۀ کار دَ پاره دِ تيار ولاړ وى. ٢ دَ چا بد دِ نۀ وائى،تکرار دِ نۀ کوى بلکه نرم مزاج دِ وى،اَؤ دَ هر چا سره دِ ډير په صبر خبرے کوى. ٣ ځکه چه مُونږ هم اول ناپوهه،نافرمانه،ګُمراه اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشاتو اَؤ دَ عيش و عشرت بنديان وُو اَؤ په بد خواهئ اَؤ په حسد کښے مو ژوند تيروو،دَ نفرت لائق وُو اَؤ دَ يو بل نه مو نفرت کاوو. ٤ خو هر کله چه زمُونږ خلاصوُونکى خُدائے فضل وکړو اَؤ دَ اِنسان سره دَ هغۀ مينه ظاهره شوه، ٥ نو هغۀ مُونږ له هم خلاصُون راکړو،خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه،کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو،بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله. ٦ خُدائے رُوحُ القُدس زمُونږ دَ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مُونږ ډير زيات نازل کړو، ٧ دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغۀ په فضل صادِق کړے شُو اَؤ دَ تل دَ ژوندُون دَ اُميد وارثان شُو. ٨ دا خبره رښتيا ده اَؤ زَۀ غواړم چه تۀ دَ دے خبرو تاکيد وکړے دَ دے دَ پاره چه چا چه په خُدائے ايمان راوړے دے،هغوئ په ښو کارُونو کښے دَ بوختيدو خيال وکړى. دا کارُونه غوره اَؤ دَ اِنسان دَ پاره سُود من دى. ٩ خو دَ بے وقوفئ په بحثُونو،نسب نامو اَؤ جګړو اَؤ دَ هغه جنګُونو نه چه دَ شريعت په حقله جوړيږى،ځان ساته،ځکه چه دا لا حاصله اَؤ بے فائدے دى. ١٠ دوه ځلے نصيحت کوه خو بيا دَ بدعتى سړى نه ځان ساته. ١١ اَؤ په دے پوهه شه چه داسے سړے بے لارے شوے دے اَؤ خپل ځان ئے مُجرم کړے دے ځکه چه په ګُناه کښے ژوند تيروى.

شخصى نصيحتُونه اؤ سلامُونه

١٢ هر کله چه زَۀ تا ته ارتِماس يا تخيکوس دروليږم نو نيکوپوليس ته دَ راتلو کوشِش وکړه ځکه چه ما هلته دَ ژمى دَ تيرولو نيت کړے دے. ١٣ دَ شرعے عالم زيناس اَؤ اپولوس دَ را استولو کوشِش وکړه،په دے شان چه هغوئ ته دَ څۀ څيز کمے رانۀ شى. ١٤ اَؤ زمُونږ خلق دِ هم په ښۀ کارُونو کښے آخته وى،دَ دے دَ پاره چه حاجت پيښ شى نو ورسره څۀ وى،اَؤ بے کاره دِ نۀ کښينى. ١٥ زما ټول ملګرى تا ته سلام وائى.چه مُونږ دَ ايمان دَ مخه خپل ګڼى،هغوئ ته زمُونږ سلام وايه . په تاسو ټولو دِ دَ خُدائے فضل جارى وى.

فيليمون 1

سلام

١ دَ پولوس له طرفه چه دَ مسيح عيسىٰ له خاطره په قيد کښے دے اَؤ دَ ورور تيموتيوس له طرفه،خپل ګران اَؤ ملګرى فيليمون ته، ٢ اَؤ خور افيه اَؤ خپل ملګرى اَؤ دَ مسيح سپاهى ارخيپوس اَؤ دَ فيليمون دَ کور دَ جماعت په نُوم، ٣ زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ مالِک عيسىٰ مسيح دَ طرفه دِ فضل اَؤ سلامتى تاسو ته حاصله وى.

دَ فيليمون مينه اَؤ ايمان

٤ زَۀ هميشه دَ خپل خُدائے شُکر کوم اَؤ تا په خپلو دُعاګانو کښے يادوم، ٥ ځکه چه ما ستا دَ هغه مينے اَؤ ايمان په حال آؤريدو چه تۀ ئے دَ ټولو پاکانو اَؤ عيسىٰ مسيح سره لرے، ٦ دَ دے دَ پاره چه ستا دَ ايمان شراکت زمُونږ دَ هر خوئ په پيژندو کښے دَ مسيح دَ پاره اثر ولرى. ٧ ځکه چه اَئے وروره! ما ته ستا په مينه ډيره خوشحالى اَؤ تسلى شوے ده ځکه چه ستا په سبب دَ پاکانو زړُونه تازه شوى دى. پولوس دَ اونيسيموس دَ پاره سفارش کوى. ٨ نو اګر که زَۀ په مسيح کښے ښۀ زړۀ ور يم چه تا ته دِ مُناسب حُکم درکړم، ٩ خو ما ته دا زياته غوره ښکارى چه زَۀ بوډا پولوس بلکه په دے وخت کښے دَ مسيح عيسىٰ له خاطره چه په قيد کښے يم، ١٠ دَ مينے په سبب درته دا سوال کوم چه دَ خپل زوئے اونيسيموس په حقله،څوک چه دَ قيد په حالت کښے په رُوحانى طور زما نه پيدا شو،درته دا خواست کوم. ١١ اول خو هغه ستا دَ څۀ کار نۀ وُو،ولے اوس ستا اَؤ زما دواړو دَ کار دے. ١٢ نو ما په خپله هغه،يعنے زما دَ سترګو تور،تا ته دراستولے دے. ١٣ هغه خو ما ځان سره پاتے کول غوښتۀ دَ دے دَ پاره چه ستا له طرفه زما خدمت وکړى،چه دَ زيرى دَ خاطره په دے قيد کښے يم. ١٤ خو ستا دَ مرضئ نه بغير ما هيڅ دسے کار کول ونۀ غوښتل،دَ دے دَ پاره چه ستا نيک کار دَ مجبورئ په وجه نه،بلکه دَ خوشحالئ سره وى. ١٥ ځکه چه کيدے شى چه اونيسيموس ستا نه دَ دے دَ پاره لږ وخت له جُدا شوے وى چه بيا تل دَ تا سره وى. ١٦ خو اوس ئے دَ غُلام په شان نه،بلکه دَ غُلام نه غوره،يعنے دَ يو خوږ ورور په شان چه هغه په ما ډير ګران دے،ځکه چه هغه غُلام هم اَؤ په مالِک کښے ورور هم دے،نو ځکه په تا دِ هم ډير زيات ګران وى. ١٧ نو کۀ تۀ ما خپل شريک ګڼے نو دئے داسے قبُول کړه لکه ما، ١٨ اَؤ که دَۀ چرے ستا څۀ نُقصان کړے وى اَؤ يا پرے ستا څۀ پور وى نو هغه ما پسے وليکه. ١٩ زَۀ پولوس درته دا په خپل لاس ليکم چه په خپله به ئے ادا کړم،اَؤ دَ دے وينا هيڅ جاجت نِشته چه زما چه په تا څۀ پور دے هغه هم تۀ ئے. ٢٠ اَئے وروره! دَ مالِک دَ خاطره په ما مهربانى وکړه اَؤ په مسيح کښے دَ يو ورور په حيثيت په دے کار کښے ما خوشحاله کړه. ٢١ تا ته په ليکلو زما باور دے چه تۀ به زما درخواست پُوره کړے،بلکه دَ هغے نه هم زيات. ٢٢ دَ دے نه علاوه زما دَ ايساريدو دَ پاره يوه کوټه تياره کړئ ځکه چه زما اُميد دے چه ستاسو خلقو دَ دُعاګانو په جواب کښے خُدائے به مے برى کړى اَؤ تاسو ته به مے در ورسوى.

آخرى سلامُونه

٢٣ اِپفراس چه دَ مسيح له خاطره ما سره قيدى دے تا ته سلام وائى، ٢٤ اَؤ مرقوس،اريسترخوس،ديماس اَؤ لُوقا هم چه په کار کښے ما سره ملګرى دى. ٢٥ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل دِ ستاسو ټولو سره وى.

عبرانيانو 1

خُدائے دَ خپل زوئے په وسيله خبرے کړے دى

١ په تيره زمانه کښے خُدائے زمُونږ دَ پلارانو نيکُونو سره ډير ځله په مُختلفو طريقو سره دَ نبيانو په معرفت خبرے وکړلے. ٢ خو په دے آخره زمانه کښے ئے مُونږ سره دَ خپل زوى په معرفت کلام وکړو چه هغه ئے دَ ټولو څيزُونو وارث وګرزولو اَؤ دَ هغۀ په وسيله ئے هم ټول کائنات پيدا کړل. ٣ چه هغه دَ خُدائے دَ جلال مظهر اَؤ دَ هغۀ دَ ذات عکس دے اَؤ ټول څيزُونه دَ خپل قُدرت په کلام سمبالوى. هغۀ ګُناهُونه پاک کړل اَؤ په آسمان کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے په ښى لاس کښيناستو.

زوئے دَ فرښتو نه غوره دے

٤ نو داسے ئے زوئے له فرښتو نه دومره غوره شو څومره چه هغۀ په ميراث کښے دَ هغوئ نه لوئے نُوم مُوندلے وُو. ٥ هيڅ کله هم خُدائے کُومے فرښتے ته دا نۀ دى وئيلى چه : «تۀ زما زوئے يئے،ما نن اظهار کړے.» اَؤ بيا دا چه: «زَۀ به دَ هغۀ پلار يم اَؤ هغه به زما زوئے وى.» ٦ اَؤ بيا چه خُدائے خپل اول پيدا شوے،يعنے عيسىٰ،دنيا ته راولى نو وائى چه : «دَ خُدائے ټولے فرښتے دِ هغۀ ته سجده وکړى.» ٧ اَؤ دَ فرښتو په باب کښے وائى چه: «هغه دَ خپلو فرښتو نه بادُونه جوړه وى. اؤ خپلو خادمانو نه دَ اور شُُغلے جوړوى» ٨ خو دَ خپل زوى په حقله وائى چه: «اَئے خُدايه! ستا تخت به تل تر تله وى اَؤ ستا دَ بادشاهئ امسا دَ صداقت امسا ده. ٩ تا دَ صداقت سره مينه اَؤ دَ بدکارئ نه نفرت وکړو، په دے وجه خُدائے،يعنے ستاسو خُدائے، تۀ په تيلو مسح کړلے اَؤ دَ خپلو ملګرو په نسبت ئے زيات خوشحاله کړلے.» ١٠ اَؤ بيا دا چه: «اَئے مالِکه! تا دَ مزکے بُنياد له ازل نه کيښودو اَؤ آسمان ستا دَ لاس کاريګرى ده. ١١ هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتے يئے، اَؤ هغه به ټول دَ جامو په شان زاړۀ شى. ١٢ تۀ به هغه دَ چُوغے په شان راونغاړے اَؤ دَ جامو په شان به بدل کړے شى. خو تۀ هم هغه ئے اَؤ ستا کالُونه به ختم نۀ شى.» ١٣ خو خُدائے په فرښتو کښے دَ چا په باب کښے کله وئيلى وُو چه: «تۀ زما ښى لاس ته کښينه تر څو چه زَۀ ستا دُښمنان دَ پښو دَ لاندے دُنکاچه نۀ کړم.» ١٤ فرښتے څۀ دى؟ هغوئ ټول خدمت ګُزار رُوحُونه دى کُوم چه دَ هغه خلقو دَ خدمت دَ پاره راليږلى شوى دى څوک چه دَ خلاصُون وارثان دى.

عبرانيانو 2

لوئے خلاصُون

١ دَ دے دَ پاره کُومے خبرے چه مُونږ آؤريدلى دى په هغوئ نور هم په زړۀ فکر کول په کار دى،دَ دے دَ پاره چه دَ هغے نه په ښوئيدو لرے لاړ نۀ شُو. ٢ ځکه چه کُوم کلام چه دَ فرښتو په معرفت وئيلے شوے وُو کله چه هغه قائم پاتے شو اَؤ دَ هرے خطا اَؤ نافرمانئ ټيک ټيک سزا ورکړے شوه، ٣ نو بيا دَ دومره لوئے خلاصُون نه په غافل پاتے کيدو مُونږ څنګه بچ کيدے شُو؟ کُوم خلاصُون چه وړُومبے دَ مالِک په وينا وشو اَؤ آؤريدُونکو مُونږ ته ثابت کړو. ٤ اَؤ ورسره خُدائے هم په نخښو اَؤ په عجيبه کارُونو اَؤ قِسما قِسم مُعجزو ګواهى ورکوله اَؤ دَ خپلے مرضئ په مُطابق ئے دَ رُوحُ القُدس دَ نعمتُونو په تقسيم کولو ورسره شاهدى وکړه.

دَ خلاصُون بانى

٥ خُدائے هغه راتلُونکے جهان دَ کُوم چه مُونږ ذکر کوُو،دَ فرښتو تابع نۀ کړو. ٦ بلکه يو ځائے ئے داسے وئيلے دى چه: «اِنسان څۀ څيز دے چه تۀ دَ هغۀ خيال کوے؟ دَ هغۀ اَؤلاد څۀ څيز دے چه تۀ په هغۀ نظر ساتے؟ ٧ تا هم هغه دَ لږ وخت دَ پاره دَ فرښتو نه څۀ لږ کم کړو، تا په هغۀ دَ جلال اَؤ عزت تاج کيښودو ٨ اَؤ تا ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع اَؤ دَ پښو لاندے کړى دى.» نو بيا چه په کُوم شان هغه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع کړل نو هغۀ هيڅ څيز داسے پرے نۀ ښودو چه هغه ئے دَ هغۀ تابع کړے نۀ وى،خو مُونږ تر اوسه ټول څيزُونه دَ هغۀ تابع نۀ وينُو. ٩ البته عيسىٰ ګورُو کُوم چه له فرښتو څۀ لږ کم کړے شو،چه دَ مرګ تکليف دَ زغملو په سبب ورته دَ جلال اَؤ عزت تاج په سر کړے شو چه دَ خُدائے په فضل سره مسيح دَ هر يو سړى دَ پاره مړ شى. ١٠ ځکه چه ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ پاره دى اَؤ چه دَ خُدائے په وسيله ټول څيزُونه دى نو هغۀ له هم دا مُناسب وُو چه هر کله چه ډير زامن په جلال کښے داخل کړى نو دَ هغوئ دَ خلاصُون بانى،يعنے عيسىٰ،دَ تکليفُونو په وسيله کامل کړى. ١١ ځکه چه پاکوُونکے اَؤ پاکيدُونکے ټول دَ يو اصل نه دى،ځکه خو عيسىٰ هغوئ ته په ورور وئيلو نۀ شرميږى. ١٢ دَ دے دَ پاره هغه فرمائى چه: «زَۀ به ستا نُوم خپلو ورُوڼو ته بيان کړم، په جماعت کښے به ستا حمد ثنا ووايم.» ١٣ اَؤ بيا دا چه : «زَۀ به په هغۀ باور ساتم.» اَؤ بيا دا چه: «ګوره! زَۀ دَ هغه بچو سره چه خُدائے ما ته راکړل موجُود يم.» ١٤ بيا لکه چه دَ هغۀ بچى اِنسانان دى،دغه شان عيسىٰ هم اِنسان شو دَ دے دَ پاره چه دَ مرګ په وسيله هغه څوک چه په مرګ ئے قُدرت حاصل وُو،يعنے اِبليس،تباه کړى، ١٥ اَؤ څوک چه ټول عُمر دَ مرګ دَ ويرے په غُلامئ کښے ګرفتار وُو،هغوئ خلاص کړى. ١٦ ځکه چه په حقيقت کښے هغه دَ فرښتو نه،بلکه دَ ابراهيم دَ نسل مدد کوى. ١٧ هم دغه وجه ده چه عيسىٰ ته په هر لحاظ دَ خپلو ورُوڼو په شان جوړيدل په کار وُو چه هغه دَ خُدائے په خدمت کولو کښے داسے لوئے کاهن شى چه زړۀ سواندے اَؤ وفادار وى،اَؤ دَ خلقو دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړى. ١٨ ځکه چه هغه په خپله وآزمائيلے شو نو هغه دَ هغوئ مدد کولے شى څوک چه آزمائيلے کيږى.

عبرانيانو 3

عيسىٰ له مُوسىٰ نه لوئے دے

١ نو اَئے پاکو ورُوڼو! تاسو چه په آسمانى بلنه کښے شريک يئ،په هغه رسُول اَؤ مشر کاهن عيسىٰ غور وکړئ دَ چا چه مُونږ اِقرار کوُو. ٢ خُدائے هغه مُقرر کړو اَؤ هغه دَ خُدائے وفادار پاتے شو لکه څنګه چه مُوسىٰ دَ خُدائے په ټول کور کښے وفادار وُو. ٣ ځکه چه هغه دَ مُوسىٰ نه دومره زيات دَ عزت خاوند وګڼلے شو څومره چه دَ کور جوړوُونکے له کور نه زيات عزتمن وى. ٤ ځکه چه دَ هر يو کور څوک نه څوک جوړوونکے وى،خو چا چه ټول څيزُونه جوړ کړل هغه خُدائے دے. ٥ مُوسىٰ خو دَ خُدائے په ټول کور کښے دَ خادم په شان ديانتدار وُو دَ پاره دَ دے چه راتلُونکو خبرو په باب کښے ګواهى ورکړى. ٦ خو مسيح دَ زوى په حيثيت دَ خُدائے دَ کور مُختار دے،اَؤ دَ خُدائے کور مُونږ يو خو په دے شرط چه دَ خپلے زړۀ ورتيا اَؤ اُميد فخر تر آخره ټينګ قائم وساتُو.

دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره آرام

٧ نو بيا لکه څنګه چه رُوحُ القُدس فرمائى: «که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ، ٨ نو خپل زړُونه مه سختوئ څنکه چه دَ غُصے راوستو په وخت مو دَ آزميښت په ورځ په بيابان کښے کړى وُو، ٩ چرته چه ستاسو پلارُونو نيکُونو زما جاج اَؤ آزميښت وکړو اَؤ څلويښت کاله پورے ئے زما کارُونه وليدل. ١٠ ځکه زَۀ دَ هغے پيړئ نه خفه شوم اَؤ ما ووئيل چه دَ دوئ زړُونه هميشه ګُمراه کيږى اَؤ هغوئ زما لارے ونۀ پيژندلے ١١ ځکه ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه دوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.» ١٢ نو ورُوڼو! خبردار شئ،په تاسو کښے دِ دَ چا داسے بد اَؤ بے ايمانه زړۀ نۀ وى چه دَ ژوندى خُدائے نه وګرزى. ١٣ بلکه تر کُومه پورے چه دَ نن ورځ وئيلے کيږى،هره ورځ په خپلو کښے نصيحت کوئ چه په تاسو کښے څوک دَ ګُناه په تيندک خوړلو کښے سخت زړے نۀ شى. ١٤ ځکه چه مُونږ په مسيح کښے شريک شوى يُو خو هله چه په خپل اولنى باور تر آخره ټينګ قائم پاتے شُو. ١٥ لکه چه صحيفے وائى چه: «که تاسو نن دَ هغۀ آواز وارئ، نو خپل زړُونه هغسے مه سختوئ لکه چه مو دَ غُصے راوستو په وخت کړى وُو.» ١٦ نو کُومو خلقو دَ غږ په آؤريدو غُصه ور وسته؟ آيا هغه ټول نۀ وُو څوک چه دَ مُوسىٰ په وسيله دَ مصر نه وتلى وُو څۀ؟ ٧ اَؤ هغه دَ کُومو خلقو نه تر څلويښتو کالو پورے خفه وُو؟ آيا دَ هغوئ نه نه،چا چه ګُناه وکړه اَؤ دَ هغوئ مړى په بيابان کښے پراتۀ وُو؟ ١٨ اَؤ دَ چا په باب کښے هغۀ قسم وخوړلو چه «هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى»؟هغه چا چه نافرمانى وکړه. ١٩ غرض دا چه مُونږ وينُو چه هغوئ ځکه داخليدے نۀ شول چه ايمان ئے راوړے نۀ وُو.

عبرانيانو 4

١ نو بيا چه دَ خُدائے په آرام کښے دَ داخليدو لوظ باقى دے نو مُونږ ته ويريدل په کار دى،هسے نه چه په تاسو کښے څوک پاتے شوے معلُوم شى. ٢ لکه چه مُونږ ته زيرے واؤرولے شو هم هغوئ ته دَ خوشحالئ خبر واؤرولے شو،خو آؤريدلى کلام هغوئ ته ځکه فائده ورنۀ کړه چه آؤريدُونکو په ايمان سره په خپلو زړُونو کښے قبُول نۀ کړو. ٣ اَؤ مُونږ چه ايمان راؤړو په هغه آرام کښے داخليږو لکه څنګه چه خُدائے ووئيل چه: «ما په خپل غضب کښے قسم وخوړلو چه هغوئ به زما په آرام کښے داخل نۀ شى.» ٤ اګر که دَ خُدائے کار دَ هغه وخت ختم شوے وُو دَ کله نه چه هغۀ دُنيا پيدا کړے وه. لکه چه هغۀ دَ اُوومے ورځے په باب کښے په يوه موقع داسے ووئيل چه:«خُدائے خپل ټول کارُونه پُوره کړل اَؤ په اُوومه ورځ ئے آرام وکړو.» ٥ اَؤ يو ځل بيا په دے ځائے کښے ليک دى چه: «هغوئ به زما په آرام کښے داخليدے نۀ شى.» ٦ چا چه په شروع کښے دا زيرے واؤريدو نو هغوئ په هغه آرام کښے داخل نۀ شول ځکه چه هغوئ نافرمانى وکړله،خو بعضے خلق داسے دى چه په دے کښے به داخليدے شى. ٧ نو بيا خُدائے يوه خاص ورځ مُقرره کړه اَؤ له دومره مُودے نه پس ئے دَ داؤد په کتاب کښے ورته ”دَ نن ورځ“ ووئيل،لکه چه وړُومبے وئيلے شوى دى چه: «که تاسو نن دَ هغۀ آواز واؤرئ نو خپل زړُونو سختوئ مه.» ٨ اَؤ که يشوع هغوئ په آرام کښے داخل کړى وے نو خُدائے به دَ هغے نه پس دَ بلے ورځے ذکر نۀ کاوو. ٩ نو بيا دَ خُدائے دَ خلقو دَ پاره آرام لکه دَ سبت ورځ باقى ده. ١٠ ځکه څوک چه دَ خُدائے په آرام کښے داخل شى،هغه هم دَ خُدائے په شان دَ خپلو کارُونو نه آرام وکړى. ١١ نو راځئ چه مُونږ په هغه آرام کښے دَ داخليدو داسے کوشش وکړُو چه دَ هغوئ په شان په نافرمانئ کولو هيڅوک پرے نۀ وزى. ١٢ ځکه چه دَ خُدائے کلام ژوندے اَؤ اثرناک اَؤ دَ هرے يوے دوه مخے تُورے نه زيات تيرۀ دے،چه دَ اِنسان دَ ځان اَؤ رُوح نه تيريږى اَؤ اَندام اَندام اَؤ مغز مغز جُدا کوى اَؤ دَ زړۀ په خيالُونو اَؤ اِرادو تحقيق کوى. ١٣ اَؤ دَ خُدائے نه دَ خلقو هيڅ څيز پټ نۀ دے بلکه دَ چا سره چه زمُونږ حساب دے،دَ هغۀ په نظر کښے ټول څيزُونه څرګند اَؤ بے پړدے دى.

عيسىٰ لوئے مشر کاهن دے

١٤ نو بيا چه مُونږ داسے لوئے مشر کاهن لرُو،يعنے عيسىٰ دَ خُدائے زوئے چه دَ خُدائے حضُور ته لاړو،نو راځئ چه مُونږ دَ خپل ايمان په اِقرار ټينګ پاتے شُو. ١٥ ځکه چه زمُونږ داسے مشر کاهن نۀ دے چه زمُونږ په کمزورتياؤ کښے همدرد کيدے نۀ شى بلکه هغه په ټولو خبرو کښے زمُونږ په شان وآزمئيلے شو خو بيا هم بے ګُناه پاتے شو. ١٦ نو راځئ چه مُونږ د خدائے دَ فضل دَ تخت په وړاندے په زړۀ ورتيا يُون کوو چه په مُونږ رحم وشى اَؤ هغه فضل حاصل کړُو کُوم چه حاجت په وخت زمُونږ مدد وکړى.

عبرانيانو 5

١ هر مشر کاهن دَ خلقو چُوڼ کړے شى اَؤ دَ خلقو دَ پاره دَ هغه خبرو دَ پاره مُقررولے شى کُومے چه دَ خُدائے سره تعلق لرى چه دَ ګُناهونو دَ پاره نذرانے اَؤ قُربانى پيش کړى. ٢ اَؤ هغه دَ ناپوهه اَؤ ګُمراهانو سره په نرمئ سره دَ پيش کيدو جوګه وى ځکه چه هغه په خپله هم په کمزورتياؤ کښے ګير دے. ٣ په دے وجه لکه څنګه چه هغه دَ خلقو دَ پاره دَ ګُناهُونو قُربانى ورکوى هم هغه شان دِ دَ خپل ځان دَ پاره ورکړى. ٤ اَؤ هيڅوک په خپله دا عزت نۀ شى مُوندلے تر څو چه دَ هارُون په شان دَ خُدائے له طرفه ونۀ بللے شى. ٥ دغه شان مسيح هم دَ مشر کاهن عزت پخپله ونۀ مُوندلو بلکه هغه چا ورکړو چا چه ورته وئيلى وُو چه: «تۀ زما زوئے ئے،ما نن اِظهار کړے.» ٦ لکه چه هغه په بل ځائے کښے وائى چه: «ته دَ ملکِ صِدق په شان تل تر تله کاهن يئے.» ٧ څۀ وخت چه عيسىٰ په مزکه ژوند تيرولو نو هغۀ په زوره زوره چغے کړے اَؤ اوښکے ئے بهيدلے،خُدائے ته ئے دُعا ګانے اَؤ زارئ وکړے چا چه هغه له مرګ نه بچ کولے شو،اَؤ خُدائے ترسئ اَؤ دَ ځان وقف کولو په وجه خُدائے دَ هغۀ واؤريدو. ٨ اَؤ سره دَ زوئے والى هغۀ تکليفُونه دَ زغملو سره فرمانبردارى زده کړله. ٩ اَؤ چه کامل کړے شو نو دَ خپلو ټولو فرمانبردارانو دَ پاره د تل خلاصُون باعث وګرزيدو. ١٠ اَؤ هغۀ ته دَ خُدائے له طرفه دَ ملکِ صِدق په شان دَ مشر کاهن لقب ورکړے شو.

دَ مرتد کيدو په باره کښے نصيحت

١١ دَ دے په باب کښے مُونږ ته ډيرے خبرے کول دى چه په هغوئ پوهيدل ګران دى ځکه چه تاسو په اُوچت آؤريدو عادت شوى نۀ يئ. ١٢ دَ وخت په مُطابق خو تاسو له اُستاذ کيدل په کار وُو خو اوس دَ دے خبرے حاجت دے چه څوک دَ خُدائے دَ کلام اِبتدائى اُصول تاسو ته بيا وښيى،اَؤ دَ سخت خوراک په ځائے تاسو ته دَ پيو څښلو حاجت پيښ شو. ١٣ څوک چه پئ وڅښى،هغه ماشُوم دے اَؤ ماشُوم په ښۀ اَؤ په بد نۀ پوهيږى. ١٤ اَؤ سخت خوراک دَ پاخۀ عُمر خلقو دَ پاره وى چه په تجربے سره دَ دے جوګه شوى دى چه په ښۀ اَؤ په بد پوهه شى.

عبرانيانو 6

١ نو راځئ چه دَ مسيح دَ تعليم اِبتدائى خبرے پريږدُو اَؤ دَ کمال په لور قدم وړاندے کړُو. اَؤ دَ بے فائدے کارُونو نه په توبه کولو،اَؤ په خُدائے دَ ايمان راوړلو ٢ اَؤ دَ بپتسمو اَؤ لاس کيښودلو اَؤ له مړو نه دَ بيا ژوندى کيدلو اَؤ دَ تل عدالت دَ تعليم بُنياد سر دوباره نۀ ږدُو. ٣ اَؤ که خُدائے غواړى نو مُونږ به هم دغه کوُو. ٤ ځکه چه دَ کُومو خلقو زړُونه يو ځل روښانه شول اَؤ هغوئ دَ آسمانى بخښنے خوند وڅښلو اَؤ په رُوحُ القُدس کښے شريک شول ٥ اَؤ دَ خُدائے دَ غوره کلام اَؤ دَ راتلُونکى جهان دَ قوتُونو مزه ئے واخسته، ٦ که چرے هغوئ مُرتد شى نو هغوئ دَ توبے دَ پاره بيا نوے کول ناممکنه ده،ځکه چه هغوئ دَ خُدائے دَ زوئے له خپله طرفه په دويم ځل په سولئ کوى اَؤ ښکاره ئے شرموى. ٧ ځکه چه کُومه مزکه دَ هغه باران اوبۀ وڅښى کُوم چه په هغے بيا بيا کيږى اَؤ دَ دهقان دَ پاره فائده من فصل پيدا کوى د چا له طرفه چه دَ هغے کرونده هم کيږى،هغه مزکه دَ خُدائے له طرفه برکت مُومى. ٨ اَؤ که هغه مزکه اَزغى اَؤ جاړے زرغونوى نو بے فائدے ده اَؤ لعنت ته نزدے ده اَؤ انجام ئے سوزول دى. ٩ زما ملګرو! اګر که مُونږ دا خبرے کوُو بيا هم ستاسو په باب کښے دَ دے نه غوره اَؤ دَ خلاصُون ورکوُونکو خبرو يقين لرُو. ١٠ ځکه چه خُدائے بے اِنصافه نۀ دے چه هغه ستاسو کار اَؤ هغه مينه هيره کړى چه دَ هغۀ نُوم دَ خاطره مو داسے ظاهره کړه چه دَ پاکانو خدمت مو وکړو اَؤ کوئ ئے هم. ١١ اَؤ مُونږ دَ دے خبرے آرزومند يُو چه په تاسو کښے دِ هر څوک په پُوره اُميد سره تر آخره هم دغه شان کوشِش ظاهروى، ١٢ دَ دے دَ پاره چه سُست نۀ شئ بلکه دَ هغوئ په شان شئ څوک چه دَ ايمان اَؤ زغم په وجه دَ لوظ وارثان کيږى.

دَ خُدائے پوخ لوظ

١٣ لکه چه خُدائے دَ اِبراهيم سره دَ لوظ کولو په وخت دَ قسم خوړلو دَ پاره هيڅوک دَ ځان نه لوئے بيا نۀ مُوندلو،نو په خپل ځان ئے قسم وخوړلو. ١٤ وئے فرمائيل چه «زَۀ به تا ته په رښتيا په برکتُونو برکتُونه دربخښم اَؤ ستا اَؤلاد به ډير زياتوم.» ١٥ اَؤ دغه شان په صبر کولو اِبراهيم دَ لوظ څيزُونه حاصل کړل. ١٦ خلق خو دَ ځان نه دَ لوئے قسم خورى اَؤ دَ هغوئ دَ هر يو بحث آخرى ثبوت دَ قسم سره وى. ١٧ خُدائے چا سره چه لوظ کړے وُو،هغۀ هغوئ ته دا باور ورکول غوښتل چه دَ هغۀ اِرادے بدليدے نۀ شى،ځکه هغۀ دَ لوظ نه علاوه قسم هم وخوړلو. ١٨ چُنانچه دَ خُدائے لوظ اَؤ دَ خُدائے قسم دوه داسے څيزُونه دى چه بدليدے نۀ شى ځکه چه دَ هغوئ په باب کښے خُدائے دروغ نۀ شى وئيلے. اوس چه مُونږ په هغۀ کښے پناه واخسته،ډيره په زړۀ ورتيا سره هغه اُميد نيولے شُو چه زمُونږ په مخکښے کيښودے شوے دے. ١٩ دا اُميد زمُونږ دَ ځان دَ پاره دَ يو داسے لنګر کار کوى چه پوخ اَؤ قائم دے اَؤ دَ آسمان دَ پردے دَ ننه پاکترين مقام ته هم رسيدلے دے. ٢٠ چرته چه عيسىٰ دَ تل دَ پاره دَ ملکِ صِدق دَ طريقے په مُطابق دَ مشر کاهن جوړيدو سره زمُونږ نه مخکښے اَؤ زمُونږ دَ خاطره لاړو.

عبرانيانو 7

دَ ملکِ صِدق دَ کهانت طريقه

١ اَؤ ملکِ صِدق دَ شاليم بادشاه،دَ عظيم خُدائے کاهن وُو. کله چه اِبراهيم بادشاهانو له شکست ورکړو اَؤ واپس راتلو نو ملکِ صِدق دَ هغۀ هر کلے وکړو اَؤ دَ هغۀ دَ پاره ئے برکت وغوښتو. ٢ هغۀ ته اِبراهيم دَ ټولو څيزُونو عُشر ورکړو. دَئے اول خو دَ خپل نُوم دَ معنىٰ په مُطابق ”دَ صداقت بادشاه “دے اَؤ بيا دَ شاليم،يعنے ”دَ صُلح بادشاه.“ ٣ په پاک کلام کښے نۀ خو دَ ملکِ صِدق دَ پلار څۀ ذکر شته،نۀ دَ مور اَؤ نۀ دَ پلار نيکۀ اَؤ نۀ دَ هغۀ دَ پيدايښت اَؤ نۀ دَ مرګ بيان مُوندلے کيږى،دغه شان هغه دَ خُدائے دَ زوئے په شان تل تر تله کاهن دے. ٤ نو بيا غور وکړئ چه دا څۀ رنګ مشر وُو چا ته چه دَ قوم نيکۀ اِبراهيم دَ غنيمت دَ ښۀ نه ښۀ مال عُشر ورکړو. ٥ اوس دَ لاوى په اَؤلاد کښے چه څوک دَ کاهنتوب عُهده مُومى،هغوئ ته حُکم دے چه دَ اُمت،يعنے دَ خپلو ورُوڼو نه اګر که هغه دَ اِبراهيم له نسل نه وى،دَ شريعت په مُطابق دِ عُشر آخلى. ٦ خو اګر که دَ ملکِ صِدق نسب دَ هغوئ نه جُدا دے،هغۀ دَ ابراهيم عُشر واخستو چه ورسره لوظُونه کړى شوى وُو،نو دَ هغۀ دَ پاره برکت وغوښتو. ٧ اَؤ په دے کښے دويمه خبره نِشته چه ورکوټے له لوئے نه برکت مُومى. ٨ اَؤ دلته خو کاهن چه مړ کيدُونکے دے عُشر آخلى،خو هلته ئے ملکِ صِدق آخلى دَ چا چه په حق کښے چه ګواهى ورکولے کيږى چه ژوندے دے. ٩ نو بيا مُونږ وئيلے شُو چه لاوى چه عُشر آخلى دَ ابراهيم په وسيله عُشر ورکړو. ١٠ ځکه چه څۀ وخت چه ملکِ صِدق دَ اِبراهيم هر کلے وکړو نو لاوى تر هغه وخته پورے پيدا شوے نۀ وُو،نو داسے وئيلے شُو چه دَ نيکۀ اِبراهيم په وجُود کښے وُو. ١١ نو بيا دَ لاوى کاهنانو په طريقه قوم ته شريعت ورکړے شوے وُو اَؤ که دَ هغۀ دَ طريقے په مُطابق دَ قوم خلق کامل کيدے شول نو دَ دے حاجت نۀ وُو چه بل قِسم کاهن مقرر کړے شى،يعنے داسے کاهن چه دَ ملکِ صِدق په طريقه وى اَؤ د هارون په طريقه نۀ وى. ١٢ اَؤ چه کاهنتوب بدل شو نو دَ شريعت بدليدل هم ضرورى دى. ١٣ ځکه چه دَ چا په باب کښے چه دا خبرے کولے شى،هغه دَ بلے قبيلے دے په کُومه کښے چه هيچا هم دَ قُربانګاه خدمت نۀ دے کړے. ١٤ يعنے ظاهره ده چه زمُونږ مالِک له يهُوداه دَ قبيلے نه پيدا شو اَؤ دَ دے قبيلے په باب کښے مُوسىٰ دَ کاهنتوب هيڅ ذکر نۀ دے کړے. ١٥ نو زمُونږ دعوىٰ نوره هم صفا ښکاره شوه چه دَ ملکِ صِدق په شان يو بل داسے کاهن پيدا کيدُونکے وُو، ١٦ څوک چه دَ جسمانى حُکمُونو دَ شريعت په مُطابق نه،بلکه دَ غير فانى ژوندُون دَ قُوت په مُطابق وټاکلے شو. ١٧ ځکه چه دَ هغۀ په حق کښے دا ګواهى ورکړے شوے ده چه: «تۀ به دَ ملکِ صِدق په طريقه تل تر تله کاهن يئے.» ١٨ غرض دا چه اول حُکم دَ کمزورئ اَؤ دَ بے فائدے کيدو په وجه منسُوخ شو، ١٩ ځکه چه شريعت هيڅ څيز کامل کړے نۀ دے اَؤ دَ هغۀ په ځائے ئے يوه غوره اُميد کيښودو چه دَ هغۀ په وسيله مُونږ خُدائے ته نزدے کيدے شُو. ٢٠ اَؤ دَ مسيح مُقرر کيدل بغير دَ قسمه ونۀ شو،ولے چه هغوئ خو بغير دَ قسمه کاهنان مُقرر شوى دى ٢١ خو دَئے دَ قسم سره دَ خُدائے دَ طرفه مُقرر شو چه هغۀ دَ دۀ په باب کښے ووئيل چه: «مالِک قسم خوړلے دے اَؤ دَ هغۀ نه به ګرزى نه چه تۀ تل تر تله کاهن يئے.» ٢٢ دَ دے دَ پاره عيسىٰ دَ يو غوره وعدے ضامن شو. ٢٣ دَ کاهنانو شمير ځکه زيات شو چه هغوئ دَ مرګ په وجه په خپلے عُهدے باندے قائم پاتے کيدے نۀ شُو. ٢٤ خو عيسىٰ تل تر تله ژوندے پاتے کيږى،نو ځکه هغه داسے کاهن دے چه د هغۀ په ځائے بل هيڅوک نۀ مُقرر کيږى. ٢٥ دَ دے دَ پاره چه څوک دَ دَۀ په وسيله خُدائے ته راځى هغه هغوئ ته پُوره پُوره خلاصُون ورکولے شى ځکه چه هغه دَ هغوئ دَ شفاعت دَ پاره هميشه ژوندے دے. ٢٦ ځکه چه دغه شان مشر کاهن زمُونږ هم په کار دے چه هغه پاک اَؤ بے ريا اَؤ بے داغه وى،اَؤ له ګُناه ګارانو نه جُدا کړے اَؤ له آسمانُونو نه اُوچت کړے شوے وى. ٢٧ اَؤ دَ هغه مشرانو کاهنانو په شان دے ته مُحتاجه نۀ وى چه هره ورځ اول دَ خپلو ګُناهُونو دَ پاره اَؤ بيا دَ اِسرائيل دَ اُمت دَ ګُناهُونو دَ پاره قُربانئ ورکوى ځکه چه دا هغۀ په يو ځل وکړل څۀ وخت چه ئے خپل ځان قُربان کړو. ٢٨ ځکه چه شريعت خو کمزورى کسان مشران کاهنان مُقرروى،خو کله چه خُدائے دَ شريعت نه وروسته په قسم خوړلو سره وعده کوى نو هغه زوئے مُقرر کوى چه دَ تل دَ پاره قائم پاتے کيږى.

عبرانيانو 8

دَ نوے اَؤ بهترے وعدے مشر کاهن

١ اوس چه کُومے خبرے مُونږ کوُو په هغوئ کښے دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه زمُونږ يو داسے مشر کاهن دے څوک چه په آسمانُونو کښے دَ قادرِ مُطلق خُدائے دَ تخت ښى لاس ته کښناستو. ٢ اَؤ دَ قُربانګاه اَؤ دَ هغه حقيقى خيمے خادم دے چه رب ودرولے ده،نۀ چه اِنسان. ٣ اَؤ چه هر مشر کاهن دَ نذارانو اَؤ قُربانو ورکولو دَ پاره مقرريږى دَ دے دَ پاره ضرورى شوه چه دَ دَۀ سره هم دَ نذرانے دَ پاره څۀ وى. ٤ اَؤ که هغه په مزکه وَئے نو هيڅ کله به کاهن نۀ وُو ځکه چه نور کاهنان شته چه دَ شريعت په مُطابق نذرانے پيش کوى. ٥ نو بيا هم هغه خدمت چه هغوئ په مزکه کوى،هغه دَ هغۀ دَ آسمانى خدمت نقل اَؤ عکس دے. هر کله چه مُوسىٰ خيمه جوړوله نو هغۀ ته دا هدايت وشو چه: «ګوره! کُومه نمُونه چه تا ته په غرۀ شوولے شوى وه دَ هغے په شان ټول څيزُونه جوړوه.» ٦ خو عيسىٰ دَ هغوئ نه دومره غوره خدمت ومُوندلو څومره چه هغه وعده ده چه دَ چا هغه مينځګړے دے،اَؤ هغه وعده ځکه غوره ده چه هغه په غوره لوظُونو قائم کړے شوے دے. ٧ ځکه چه که اول وعده بے نُقصه وے نو دَ بلے دَ پاره به موقعه لټولے نۀ شوه. ٨ نو بيا خُدائے دَ هغوئ نُقص په ګوته کوى اَؤ وائى چه: «مالِک فرمائى چه ګوره،هغه ورځے راځى چه زَۀ به دَ اِسرائيل دَ کورنئ اَؤ دَ يهُوداه دَ کورنئ سره يوه نوے وعده کوم. ٩ دا به دَ هغه وعدے په شان نه وى کُومه چه ما دَ هغوئ دَ پلارُونو نيکُونو سره هغه ورځ کړے وه کله چه مے په لاس نيولى،دَ مصر له مُلک نه راويستل،ځکه چه هغوئ زما په وعده ټينګ پاتے نۀ شول. اَؤ مالِک فرمائى چه ما دَ هغوئ پلو څۀ خيال ونۀ کړو. ١٠ بيا مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه به دَ اِسرائيل دَ کورنئ سره دَ هغه ورځو نه پس کوم،هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ په ذهن کښے واچوم اَؤ دَ هغوئ په زړُونو به ئے وليکم،اَؤ زَۀ به دَ هغوئ خُدائے يم اَؤ هغوئ به زما اُمت وى. ١١ اَؤ هيڅوک به خپل وطنى اَؤ خپل ورور ته دا تعليم نۀ ورکوى چه تۀ مالِک وپيژنه،ځکه چه ورکوټے اَؤ لوئے به ټول ما وپيژنى. ١٢ ځکه چه زَۀ به دَ هغوئ په قصُورُونو رحم کوم اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه به هيڅ کله نۀ يادوم.» ١٣ اَؤ هر کله چه هغۀ نوے وعده وکړه نو وړُومبے ئے زړه وګڼله،اَؤ کُوم څيز چه زوړ اَؤ شليدلے وى هغه به فنا کيدو کښے وى.

عبرانيانو 9

دُنياوى اَؤ آسمانى عبادت

١ عرض دا چه اوله وعده کښے هم دَ عبادت حُکم وُو اَؤ داسے عبادتګاه چه دُنيا وى وه. ٢ يعنے يوه خيمه جوړه کړے شوے وه چه په وړومبئ کښے ډيوټ اَؤ ميز اَؤ دَ نذر ډوډئ وے،اَؤ هغۀ ته پاک مُقام وائى. ٣ اَؤ دَ دويمے پړدے نه وروستو هغه خيمه وه کُومے ته چه پاک ترينه وائى. ٤ په هغے کښے دَ سرو زرو عُود مذبح اَؤ څلور طرف ته سرۀ زر پرے راڅرخيدلى دَ وعدے صندُوق وُو. په دے کښے دَ من نه ډک يو دَ سرو زرو مرتبان،اَؤ هارُون زرغونه شوے امسا،اَؤ دَ کاڼو تختئ چه پرے حُکمُونه ليکلى شوى وُو. ٥ اَؤ دَ وعدے دَ صندُوق دَ پاسه فرښتے جوړے شوے وے چه دَ خُدائے دَ جلال نخښے وے،کُومو چه دَ فضل په تخت سورے کړے وُو چرته چه دَ ګُناهُونو کِفاره ورکړے شوه. خو دا وخت دَ دے خبرو په تفصيل سره دَ بيانولو موقعه نۀ ده. ٦ هر کله چه دا څيزُونه دغه شان جوړ شول نو اولنئ خيمے ته خو به کاهنان هر وخت ورننوزى اَؤ دَ عبادت کار به کوى. ٧ خو دويمے ته صرف مشر کاهن په ټول کال کښے يو ځل ځى،اَؤ بغير دَ وينے نۀ ځى هغه دَ ځان دَ پاره اَؤ دَ اُمت دَ ناپوهئ دَ ګُناهُونو دَ پاره پيش کوى. ٨ دغسے رُوحُ القُدس دا اِشاره کوى چه تر څو چه وړُومبئ خيمه ولاړه ده نو دَ پاک ترين مقام لار نۀ ده ښکاره شوے. ٩ هغه خيمه دَ موجُوده زمانے يو مِثال دے اَؤ دَ دے په مُطابق داسے نذرُونه اَؤ قُربانئ ورکولے کيږى چه دَ عبادت کوُونکى ضمير پاک نۀ شى جوړولے. ١٠ دَ هغوئ تعلق تش دَ خوراک څښاک اَؤ دَ پاکيدو تر رسمُونو پورے وُو دا ظاهرى قانُون دے اَؤ تش تر هغه وخته پورے جارى کړے شوے وُو تر څو چه خُدائے يو نوے حُکم شروع نۀ کړى. ١١ خو مسيح دَ ښو څيزُونو دَ پاره دَ مشر کاهن په طور راغے چه اوس موجُود دے. په کُومه خيمه کښے چه هغه خدمت کوى،هغه ډيره لويه اَؤ کامله ده. اِنسان هغه خيمه نۀ ده جوړه کړے اَؤ نۀ هغه دَ دے دُنيا ده. ١٢ اَؤ دَ چيلو اَؤ سخو په وينه وړلو سره نه،بلکه خپله وينه ئے واخسته اَؤ په هغه پاک ترين مقام کښے يو ځل داخل شو اَؤ په دے ئے دَ تل خلاصُون وکړو. ١٣ ځکه چه هر کله چه دَ چيلو اَؤ غوايانو وينه اَؤ دَ سخو اِيره په ناپاکو دَ نوستو سره ظاهره پاکى حاصليږى، ١٤ نو بيا ولے دَ مسيح وينه له دے نه زيات څۀ ونۀ کړى! هغۀ دَ هغه رُوح په وسيله چه له ازل نه دے دَ خپل ځان دَ يو بے عيبه قُربانئ په طور دَ خُدائے په مخکښے پيش کړو اَؤ دَ هغۀ وينه به زمُونږ زړُونه دَ داسے کارُونو نه پاک کړى چه دَ هغوئ اَنجام مرګ دے،چه مُونږ دَ ژوندى خُدائے عبادت وکړُو. ١٥ په دے وجه مسيح دَ نوى وعدے مينځګړے دے. کُومو خلقو چه دَ وړُومبئ وعدے په وخت قصُور وکړو هغۀ هغوئ له دَ خپل مرګ په وسيله خلاصُون ورکړو. دَ هغۀ اِراده وه چه په هغه نوے وعده کښے شاميليدُونکى،يعنے دَ خُدائے رابللى شوى خلق،دَ خُدائے دَ لوظ په مُطابق دَ تل ميراث حاصل کړى. ١٦ ځکه چه چرته چه وصيت دے هلته دَ وصيت کوُونکى مرګ هم ثابتول ضرورى دى، ١٧ اَؤ وصيت له مرګ نه پس جارى کيږى اَؤ تر څو چه وصيت کوُونکے ژوندے وى تر هغے وصيت نۀ جارى کيږى. ١٨ دَ دے دَ پاره اوله وعده هم بغير دَ وينے نه نۀ وه شوے. ١٩ کله چه مُوسىٰ ټول اُمت ته دَ شريعت هر يو حُکم واؤرولو نو دَ سخو اَؤ چيلو وينه ئے واخسته،دَ اوبو اَؤ سرے وړئ اَؤ دَ زوفا سره ئے په هغه کتاب اَؤ په ټول اُمت ونوستله، ٢٠ اَؤ وئے وئيل چه: «دا دَ هغے وعدے وينه ده دَ کُوم حُکم چه خُدائے تاسو ته درکړے دے.» ٢١ اَؤ دغه شان هغۀ په خيمه اَؤ دَ عبادت په ټولو څيزُونو وينه ونوستله. ٢٢ اَؤ تقريبًا ټول څيزُونه دَ شريعت په مُطابق په وينه پاکولے شى،اَؤ بغير دَ وينے له تويولو نه معافى نۀ کيږى.

دَ مسيح دَ قُربانئ سره ګُناه لرے کيږى

٢٣ نو بيا ضرورى وه چه دَ آسمانى څيزُونو نقلُونه خو دَ قُربانئ په وسيله پاک کړے شى،خو په خپله آسمانى څيزُونه دَ دے نه دَ غوره قُربانو په وسيله پاک کړے شى. ٢٤ ځکه چه مسيح هغه په لاس جوړ شوى پاک مقام کښے نۀ وُو داخل شوے چه دَ حقيقى مقام نمُونه ده،بلکه په آسمان کښے داخل شو چه اوس دَ خُدائے په مخکښے زمُونږ دَ خاطره حاضر وى. ٢٥ لکه څنګه چه مشر کاهن پاک ترين مقام ته هر کال دَ بل چا وينه وړى،هغه شان مسيح خپل ځان بيا بيا نۀ قُربانوى. ٢٦ نو بيا دَ دُنيا له پيدايښت نه به هغۀ ته بيا بيا خامخا مُصيبت زغمل په کار وُو،خو اوس دَ زمانو په آخر کښے يو ځل ظاهر شو چه دَ خپل ځان په قُربان کولو ګُناه لرے کړى. ٢٧ اَؤ لکه چه څنګه دَ بنى آدم دَ پاره يو ځل مړ کيدل،اَؤ پس له هغے عدالت کيدل مُقرر دى، ٢٨ هم هغه شان مسيح يو ځل دَ ډيرو خلقو دَ ګُناه وړلو دَ پاره قُربان شوے دے. نو دويم ځل چه به هغه ښکاره شى نو دَ ګُناه دَ قُربانئ دَ پاره نه،بلکه دَ هغوئ دَ خلاصُون دَ پاره چه دَ هغۀ اِنتظار کوى.

عبرانيانو 10

١ ځکه چه شريعت چه په کښے دَ راتلُونکو ښو څيزُونو عکس دے اَؤ دَ هغه څيزُونو اصلى شکل نۀ دے،دَ هغه يو قِسم قُربانو په وجه کُومے چه کال په کال بے ناغے پيش کولے شى،خُدائے ته نزدے راتلُونکى خلق هيڅ کله هم کامل کولے نۀ شى. ٢ نو دَ هغوئ پيش کول به ختم شوى نۀ وُو څۀ؟ که عبادت کوُونکى يو وار پاک شوى وے نو بيا به دَ هغوئ زړۀ هغوئ نۀ ګُناه ګار کولے. ٣ بلکه هغه قُربانئ کال په کال ګُناهُونه ريادوى. ٤ ځکه چه دا مُمکنه نۀ ده چه دَ غوايو اَؤ چيلو وينه ګُناهُونه لرے کړى. ٥ ځکه خو مسيح دُنيا ته دَ راتلو په وخت وائى چه: «تا قُربانى اَؤ نذر خوښ نۀ کړو بلکه زما دَ پاره دے يو بدن تيار کړو. ٦ په پُوره سوزيدُونکو قُربانو اَؤ دَ ګناه په قُربانو خو خوشحاله نۀ شوے. ٧ هغه وخت ما ووئيل چه ګوره! زَۀ راغلے يم،لکه چه دَ کتاب په پاڼو کښے زما په باب کښے ليکلى دى چه اَئے خدايه! زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پوره کړم.» ٨ اول خو هغه وائى چه:”نۀ خو تا قُربانى اَؤ نذرُونه اَؤ پُوره سوزيدُونکے قُربانئ اَؤ دَ ګُناه قربانئ خوښے کړے اَؤ نۀ دَ هغے نه خوشحاله شوے“ اګر که هغه قُربانى دَ شريعت په مُطابق پيش کولے شى. ٩ اَؤ بيا دا وائى چه: ”ګوره،زَۀ راغلے يم چه ستا مرضى پُوره کړم.“ غرض دا چه هغه اولنئ قُربانئ ځکه منسُوخ کوى چه دَ مسيح قُربانى هغه ځائے ونيسى. ١٠ دَ خُدائے دَ مرضئ په سبب مُونږ دَ عيسىٰ مسيح دَ بدن دَ يو ځل قُربانيدو په وجه کُومه چه دَ هميشه دَ پاره وه،پاک کړى شوى يُو. ١١ اَؤ هر يو کاهن خو هره ورځ په ولاړه عبادت کوى اَؤ بيا بيا يو قِسم قُربانى پيش کوى کُومے چه هيڅ کله ګُناهُونه لرے کولے نۀ شى. ١٢ خو مسيح دَ هميشه دَ پاره دَ ګُناهُونو دَ لرے کولو دَ پاره په يوے قُربانئ پيش کولو دَ خُدائے ښى لاس ته کښيناستو. ١٣ اَؤ له هغه وخت نه په دے انتظار دے چه دَ هغۀ دُښمنان دَ هغۀ دَ پښو دَ لاندے کړے شى. ١٤ ځکه چه هغه په يوے قُربانئ پيش کولو هغوئ هميشه دَ پاره کامل کړى دى کُوم چه پاک شوى دى. ١٥ اَؤ رُوحُ القُدس هم مُونږ ته دغه ګواهى راکوى چه: ١٦ .«مالِک فرمائى چه کُومه وعده چه زَۀ به دَ هغوئ سره دَ هغو ورځو نه پس کوم، هغه دا ده چه زَۀ به خپل حُکمُونه دَ هغوئ زړُونو ته واچوم اَؤ دَ هغوئ په ذهن کښے به ئے وليکم.» اَؤ بيا هغه دا وائى چه: ١٧ «دَ هغوئ ګُناهُونه اَؤ نافرمانئ به بيا کله هم يادے نۀ کړم.» ١٨ اَؤ چه دَ هغوئ معافى شوے ده نو بيا دَ ګُناهُونو قُربانئ پيش کولو حاجت نِشته.

نصيحت اَؤ خبردارے

١٩ نو اوس اَئے ورُوڼو! چه مُونږ دَ عيسىٰ دَ وينے په سبب پاک ترين مقام ته په داخليدو زړۀ ور يُو، ٢٠ په هغه نوے اَؤ ژوندئ لار چه هغۀ زمُونږ دَ پاره دَ پړدے له مينځ نه خلاصه کړے ده،يعنے دَ خپل بدن په وسيله، ٢١ اَؤ چه زمُونږ دغه شان لوئے کاهن دے چه دَ خُدائے دَ کور مُختيار دے، ٢٢ نو راځئ چه خُدائے ته ورشُو اَؤ په داسے حالت کښے چه زمُونږ زړُونه رښتينى وى،زمُونږ ايمان دِ مضبُوط وى،زمُونږ ضمير دِ دَ ګُناه دَ اِحساس نه پاک وى،اَؤ زمُونږ بدنُونه دِ په صفا اوبو سره ونيځلى وى. ٢٣ په دے حالت کښے چه دَ کُوم اُميد چه مُونږ اِقرار کوُو هغه اُميد به ټينګ ونيسُو ځکه چه خُدائے په خپل لوظ پُوره کولو کښے وفادار دے. ٢٤ اَؤ مُونږ دَ يو بل خيال وساتُو اَؤ يو بل ته دَ مينے اَؤ نيکو کارُونو دَ کولو ترغيب ورکوُو. ٢٥ اَؤ دَ يو بل سره دَ عبادت دَ پاره جمع کيدو نه منع نه شُو لکه څنګه چه دَ ځنو خلقو دستُور دے،بلکه يو بل ته نصيحت وکړُو،اَؤ هر څومره چه هغه ورځ په رانزدے کيدو وينئ هغه هومره ئے زيات کوئ. ٢٦ که مُونږ دَ حق دَ پيژندګلو نه پس له قصده ګُناهُونه کوُو نو دَ ګُناهُونو دَ پاره څۀ بله قُربانى نِشته. ٢٧ خو دَ عدالت يو ويروُونکے اِنتظار اَؤ غضبناک اور پاتے دے کُوم به چه دَ خُدائے مُخالفان وسيزى. ٢٨ کله چه مُوسىٰ شريعت نۀ منُونکى دَ دوؤ يا دريو سړو په ګواهئ بے له څۀ رحم نه مړۀ کولے شى، ٢٩ نو خيال وکړئ چه هغه څوک به دَ څومره زياتے سزا لائق وګرزى چه دَ خُدائے زوے ئے رد کړلو،اَؤ دَ وعدے وينه چه هغه پرے پاک شوے وُو هغه ئے ناپاکه وګڼله،اَؤ دَ فضل رُوح ئے بے عزته کړو. ٣٠ ځکه چه مُونږ هغه پيژنُو چا چه فرمائيلى دى چه: «بدل اخستل زما کار دے،بدل به زَۀ آخلم» اَؤ بيا دا چه «مالِک به دَ خپل اُمت عدالت کوى.» ٣١ دَ ژوندى خُدائے په لاسُونو کښے ورتلل هيبتناکه خبره ده ! ٣٢ خو اول هغه اولنئ ورځے رايادے کړئ چه په تاسو دَ خُدائے نُور وځليدو،اَؤ تاسو څومره مُصيبتُونه وزغمل اَؤ مضبُوط پاتے شوئ. ٣٣ کله کله دَ سپکاوؤ اَؤ دَ مُصيبتُونو په وجه تاسو تماشه شوئ،دَ چا سره چه بد سلُوکى کيده،کله کله تاسو دَ هغوئ په بد سلُوکئ کښے ورسره شريک هم شوئ، ٣٤ اَؤ چه تاسو دَ قيديانو سره همدردى هم وکړه،اَؤ دَ خپل مال لوټ کيدل مو هم په خوشحالئ سره منظُور کړل،په دے پوهه وئ چه تاسو سره يو غوره اَؤ دَ تل ميراث دے. ٣٥ نو بيا خپله زړۀ ورتيا مه پريږدئ ځکه چه دَ هغے ډير اجر دے. ٣٦ ځکه خو تاسو ته صبر کول ضرورى دى چه دَ خُدائے مرضى پُوره کړئ اَؤ لوظ کړى شوى څيزُونه حاصل کړئ. ٣٧ اَؤ اوس ډير لږ وخت پاتے دے چه: «راتلُونکے به راشى اَؤ ايساريږى نه. ٣٨ اَؤ زما صادِق به په ايمان پائى،

اَؤ که چرے هغه وګرزى

نو زما زړۀ به له هغۀ نه خوشحاله نۀ وى.» ٣٩ خو مُونږ به راونۀ ګرزُو چه هلاک شُو،بلکه ايمان لرُونکى يُو چه ځانُونه بچ کړُو.

عبرانيانو 11

ايمان

١ پس ايمان دا دے چه په هغه څيزُونو باور وکړو چه پرے اُميد لرُو،اَؤ دَ ناليدلو څيزُونو ثبوت دے. ٢ ځکه زمُونږ مشران دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے په حضُور کښے مقبُول وګرزولے شول. ٣ مُونږ ته دَ ايمان په وسيله دا معلُومه ده چه عالمُونه دَ خُدائے په کلام جوړ شوى دى،داسے نۀ ده چه څۀ چه په نظر راځى هغه دَ ظاهرى څيزُونو نه جوړ شوى دى. ٤ دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے دَ پاره هابيل اَؤ قائن نه غوره قُربانى پيش کړه،اَؤ هم په هغه ايمان دَ هغۀ صداقت ګواهى ورکړے شوه ځکه چه خُدائے دَ هغۀ دَ قُربانو په باب کښے ګواهى ورکړه. اګر که هابيل مړ شوے دے خو دَ ايمان په وسيله هم تر اوسه ګواهى کوى. ٥ دَ ايمان په وسيله حنوک مړ نۀ شو بلکه آسمان ته ژوندے پورته کړے شو. هغه هيچا ته ښکاره نۀ شو ځکه چه خُدائے هغه پورته اُوچت کړے وُو،اَؤ دَ هغۀ دَ پورته کيدو نه مخکښے دَ هغۀ په باب کښے دا ګواهى ورکړے شوه چه هغه دَ خُدائے خوښ شوے وُو. ٦ اَؤ بغير دَ ايمان نه دَ خُدائے خوشحالول نامُمکن دى،ځکه چه خُدائے ته راتلُونکى ته په دے ايمان راؤړل په کار دى چه هغه موجُود دے اَؤ څوک ئے چه لټوى،هغوئ ته اَجر ورکوى. ٧ دَ ايمان په وسيله نُوح دَ هغه څيزُونو په باب کښے چه تر هغه وخته په نظر نۀ راتلل،هدايت ومُوندو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے ئے دَ خپلے کورنئ دَ بچ کولو دَ پاره کِشتئ جوړه کړه. هغۀ دَ خپل ايمان په سبب ټوله دُنيا مجُرمه کړه اَؤ دَ هغه صداقت وارث شو چه دَ ايمان په سبب وُو. ٨ دَ ايمان په سبب هر کله چه ابراهيم وبللے شو اَؤ حُکم ئے ومنلو نو هغه ځائے ته لاړو کُوم چه ئے په ميراث آخستُونکے وُو،اَؤ سره دَ دے چه دا ورته معلُومه نۀ وه چه چرته روان دے خو بيا هم له خپل وطن نه روان شو. ٩ اَؤ دَ ايمان په سبب په هغه وطن کښے دَ مُسافرانو په شان ديره شو دَ کُوم چه ورسره لوظ شوے وُو،اَؤ دَ اِسحاق اَؤ يعقُوب سره کُوم چه ورسره په هغه لوظ کښے وارثان وُو،په خيمو کښے ديره شو. ١٠ ځکه چه اِبراهيم دَ هغه مضبُوط ښار اُميد لرلو چه هغه ووينى،چه سازوُونکے اَؤ جوړوُونکے ئے خُدائے دے. ١١ هم دَ ايمان په سبب ساره په بوډئ والى کښے دَ ماشُوم راوړلو طاقت بيا مُوندو ځکه چه ساره لوظ کوُونکے رښتينے وګڼلو. ١٢ نو بيا دَ يو سړى نه چه دَ مړى په شان وُو،دَ آسمان دَ ستورو هومره زيات اَؤ دَ سمندر دَ غاړے دَ شګو هومره بے شماره اَؤلاد پيدا شو. ١٣ دا ټول دَ ايمان په حالت کښے مړۀ شول اَؤ هغه دَ لوظ په مُطابق څيزُونه ئے لا نۀ وُو مُوندلى،خو دَ لرے نه ئے په ليدلو خوشحاله شول اَؤ اِقرار ئے وکړو چه مُونږ په مزکه بے وطنه اَؤ مُسافر يُو. ١٤ څوک چه داسے خبرے کوى،هغوئ ښکاره کوى چه دَ خپل وطن په لټون کښے دى. ١٥ اَؤ چه له کُوم مُلک نه هغوئ راوتلى وُو،که دَ هغۀ خيال ئے کولے نو هغوئ ته دَ واپس تللو موقعه وه. ١٦ خو په حقيقت کښے هغوئ دَ يو غوره،يعنے دَ آسمانى مُلک طمعه دار وُو،اَؤ خُدائے دَ هغوئ نه نۀ شرميږى چه هغوئ خُدائے وبللے شى،ځکه چه هغوئ ته ئے يو ښار تيار کړو. ١٧ هم دَ ايمان په سبب اِبراهيم دَ آزميښت په وخت اِسحاق قُربان کوو،اَؤ چا چه لوظُونه رښتيا منلى وُو هغۀ هغه يکى يو زوئے قُربانئ ته وړاندے کړو، ١٨ دَ چا په باب کښے چه دا وئيلے شوى وُو چه: «له اِسحاق نه به ستا نسل وشى.» ١٩ ځکه چه دَ اِبراهيم دا باور وُو چه خُدائے اِسحاق له مړو نه بيا دَ ژوندى کولو قُدرت لرى،نو داسے اِبراهيم اِسحاق له مړو نه بيا ژوندے ومُوندلو. ٢٠ هم دَ ايمان په سبب اِسحاق دَ راتلُونکو خبرو په باب کښے ذکر کولو اَؤ يعقُوب اَؤ عيساؤ دواړو له برکت ورکړو. ٢١ هم دَ ايمان په سبب يعقُوب دَ مرګ په وخت دَ يُوسف واړو زامنو له برکت ورکړو اَؤ دَ خپلے امسا په سر دَ تکيه کولو سره ئے سجده وکړه. ٢٢ هم دَ ايمان په سبب کله چه دَ يُوسف مرګ نزدے شو نو دَ بنى اِسرائيلو له مصر نه دَ وتلو ذکر ئے وکړو اَؤ دَ خپلو هډُوکو په باب کښے ئے حُکم ورکړو. ٢٣ هم دَ ايمان په سبب دَ مُوسىٰ مُورٰ پلار دَ هغۀ دَ پيدايښت نه پس تر دريو مياشتو پورے هغه پټ وساتلو ځکه چه هغوئ وليدل چه هلک ښکلے وُو اَؤ هغوئ دَ بادشاه له حُکم نه ونۀ ويريدل. ٢٤ دَ ايمان په سبب چه مُوسىٰ لوئے شو نو دَ فرعون دَ لُور دَ زوى بللو نه ئے اِنکار وکړو. ٢٥ ځکه چه هغۀ دَ ګُناه دَ ژوندُون دَ يو څو ورځو دَ خوند آخستو په نسبت دَ خُدائے دَ اُمت سره دَ بدسلُوک زغمل زيات خوښ کړل. ٢٦ اَؤ هغۀ دَ مسيح دَ خاطره بدرد زغمل دَ مصر نه خزانو نه لوئے دولت وګڼلو ځکه چه دَ هغۀ نظر په جزا مُوندلو وُو. ٢٧ هم دَ ايمان په سبب مُوسىٰ دَ بادشاه دَ قهر نه ويره ونۀ کړه بلکه مصر ئے پريښودو،داسے لکه چه هغۀ ناليدلے خُدائے وليدلو اَؤ قائم پاتے شو. ٢٨ هم دَ ايمان په سبب هغۀ په فسح کولو اَؤ وينے نوستلو عمل وکړو دَ دے دَ پاره چه دَ وړُومبو پيدا شوى زامنو ته دَ مرګ فرښته لاس ورنۀ وړى. ٢٩ اَؤ دَ ايمان په سبب بنى اِسرائيل په بحرِ قُلزم داسے پورے وتل لکه چه په وچه مزکه،خو کله چه مصريانو دَ پورے وتو کوشِش وکړو نو غرق شول. ٣٠ هم دَ ايمان په سبب دَ يريحو ښار ديوالُونه دَ بنى اِسرائيلو تر اُوو ورځو پورے ګير چاپيره تاويدلوسره راونړيدل. ٣١ هم دَ ايمان په سبب راحاب کنجرئ دَ نافرمانو سره هلاکه نۀ شوه ځکه چه هغے اِسرائيلى جاسُوسان په خير قبُول کړل. ٣٢ نو اوس نور څۀ ووايم؟ دومره فرصت نِشته چه دَ جدعون،برق،شمسون،جفتاه،داؤد،سموئيل اَؤ نورو نبيانو حال بيان کړم. ٣٣ هغوئ هم دَ ايمان په سبب بادشاهئ لاندے کړے،دَ صداقت کارُونه ئے وکړل څۀ چه خُدائے لوظ کړى وُو وئے مُوندل،دَ زمرو خُلے ئے بندے کړلے، ٣٤ دَ اور تاؤ نه ئے بچ کړو،دَ تُورے له مخ نه بچ شول،په کمزورتيا کښے زړۀ ور شول،په جنګ کښے بهادران شول،دَ غيرو فوځونه ئے وتښتول. ٣٥ ښځو خپل سړى بيا ژوندى ومُوندل. ځنو په ځان عذاب تير کړو،خو رهائى ئے منظُوره نۀ کړه،دَ پاره دَ دے چه هغوئ ته غوره قيامت حاصل شى. ٣٦ په ځنو پورے ئے ټوقے وکړلے،په کروړو ئے ووهل،په زنځيرُونو ئے وتړل اَؤ په قيدُونو ئے و آزمئيل، ٣٧ سنګسار ئے کړل په آره وڅيرلے شول،په تُورو ئے مړۀ کړل،دَ ګډو بيزو څرمنے ئے آغوستے وے،په مُحتاجئ،په مُصيبت،دَ بدسلُوکئ په حالت کښے سر وهلى بروهلى ګرزيدل. ٣٨ دُنيا دَ هغوئ لائقه نۀ وه،هغوئ په دشتونو،غرُونو اَؤ دَ مزکے په کندو کښے تار په تار وګرزيدل. ٣٩ اَؤ سره دَ دے چه دَ دوئ ټولو په حق کښے دَ ايمان په سبب ښۀ ګواهى ورکړے شوه،بيا هم هغوئ ته هغه څيز ورنۀ کړے شو دَ کُوم چه لوظ شوے وُو، ٤٠ ځکه چه خُدائے دَ اول نه زمُونږ دَ پاره څۀ غوره څيز خوښ کړے وُو چه هغوئ بغير زمُونږ نه کامل نۀ کړے شى.

عبرانيانو 12

تربيت

١ نو بيا چه دَ ګواهانو دومره لويه وريځ زمُونږ نه چاپيره ده نو راځئ چه مُونږ هم هر يو پيټے اَؤ هغه ګُناه چه مُونږ په آسانئ سره نښلوى دَ ځان نه لرے کړو،اَؤ په هغه منډه کښے په صبر سره وزغليږُو چه مُونږ ته وړاندے ده. ٢ اَؤ دَ ايمان بانى اَؤ کاملوُونکى عيسىٰ ته وګُورو چه دَ هغے خوشحالئ په ځائے چه دَ هغۀ دَ نظر دَ وړاندے وه،دَ شرمندګئ پرواه ئے ونۀ کړه خو دَ سولئ تکليف ئے وزغملو اَؤ دَ خُدائے دَ تخت په ښى لاس کښيناستو. ٣ نو بيا په هغه چا غور وکړئ چا چه دَ ګُناه ګارانو دومره مُخالفت وزغملو،چه تاسو هِمت بائے نۀ لئ. ٤ اَؤ تاسو دَ ګُناه سره په جنګ کښے تر اوسه داسے مُقابله نۀ ده کړے چه په کښے مرګُونه شوى وى. ٥ خو تاسو هغه نصيحت هير کړو کُوم چه تاسو ته دَ فرزندانو په شان په دے ټکو کولے شى: «زما زويه! دَ مالِک تنبيه سپکه مه ګڼه، چه هر کله چه هغه تا ملامتوى،نو بے زړۀ کيږه مه. ٦ ځکه چه چا سره مالِک مينه لرى نو هغۀ ته تنبيه هم کوى اَؤ مالِک چه هر يو زوئے جوړ کړى هغۀ له سزا هم ورکوى.» ٧ تاسو تنبيه وزغمئ،خُدائے درسره دَ زامنو په شان سلُوک کوى. هغه کُوم يو زوئے دے چه پلار ئے تنبيه نۀ کوى؟ ٨ اَؤ که تاسو ته هغه تنبيه درنۀ کړے شى په کُومه کښے چه ټول شريک دى نو تاسو حراميان شوئ،نۀ چه زامن. ٩ دَ دے نه علاوه هر کله چه زمُونږ جسمانى پلارُونو مُونږ له تنبيه راکوله اَؤ مُونږ دَ هغوئ عزت کولو،نو آيا مُونږ دَ خپل رُوحانى پلار دَ دے نه زياته تابعدارى ونۀ کړُو چه مُونږ ژوندى پاتے شُو؟ ١٠ هغوئ خو دَ لږو ورځو دَ پاره دَ خپلے پوهے په مُطابق مُونږ له تنبيه کوله،خُدائے خو زمُونږ دَ فائدے دَ پاره داسے کوى چه مُونږ هم دَ هغۀ په پاکيزګئ کښے شامل شُو. ١١ اَؤ خبره خو دا ده چه هر قِسم تنبيه دَ خوشحالئ نه،بلکه دَ غم باعث معلُوميږى،خو چه څوک دَ هغے په زغملو پاخۀ شوى وى نو هغوئ ته وروستو په قلاره دَ صداقت ميوه بخښى. ١٢ نو بيا مړۀ لاسُونه اَؤ سُست زنګنُونه دُرست کړئ. ١٣ اَؤ دَ خپلو پښو دَ پاره نيغے لارے جوړے کړئ چه ګوډ بے کاره نۀ شى بلکه شفا بيا مُومئ.

دَ خُدائے دَ فضل دَ رد کولو په خِلاف خبردارے

١٤ دَ تولو سره دَ صُلح کوشِش کوئ اَؤ دَ هغے پاکيزګئ طلبګار اوسئ چه بغير دَ دے نه به څوک مالِک ليدے نۀ شى. ١٥ ګورئ! ښۀ پام کوئ چه څوک دَ خُدائے دَ فضل نه پاتے نۀ شى،هسے نۀ چه چرته ترخه زيله راوُټو کيږى اَؤ ستاسو دَ پاره عذاب شى اَؤ دَ هغے په سبب خلق پليت شى. ١٦ اَؤ نۀ دِ په تاسو کښے څوک حرامکار يا عيساؤ په شان بے دينه وى چه دَ يو وخت دَ ډوډئ په بدل ئے دَ خپلے مشرئ حق خرڅ کړو. ١٧ ځکه چه تاسو په دے پوهه يئ چه څۀ وخت چه هغۀ بيا دَ برکت وارث کيدل غوښتل نو هغه منُظور نۀ شو،اَؤ دَ نيت دَ بدلولو موقعه په لاس ورنۀ راغله سره دَ دے چه هغۀ په وير ژړا په هغے پسے ډير لټُون وکړو. ١٨ خبره داسے ده چه تاسو دَ سينا غرۀ غوندے ځائے ته نۀ يئ راغلى چه بنى اِسرائيلو هغے ته لاس وروړے شو چه هغه په اور سوزيدو،نه تيارے،تور تم اَؤ طوفان ته. ١٩ اَؤ دَ بګل آواز اَؤ دَ کلام کوُونکى آواز راتلو اَؤ چه خلقو هغه آواز واؤريدو نو منت ئے وکړو چه مُونږ سره دِ نور کلام ونۀ کړے شى. ٢٠ ځکه چه هغوئ دا حُکم ونۀ زغملے شو: «که څۀ ځناور دِ غر ته وبلوسى نو هغه دے په کاڼو مړۀ کړے شى.» ٢١ هغه ننداره په رښتيا داسے هيبتناکه وه چه مُوسىٰ ووے چه: «زَۀ ډير ويريږم اَؤ رپيږم.» ٢٢ خو تاسو دَ صيُون غر ته اَؤ دَ ژوندى خُدائے ښار ته،يعنے دَ آسمان بيتُ المُقدس اَؤ لکُونو فرښتو ته راغلى يئ. ٢٣ اَؤ تاسو دَ خُدائے اول پيدا شوو مجلس،يعنے جماعت ته راغلى يئ چه نُومُونه ئے په آسمان کښے ليکلى شوى دى،تاسو خُدائے ته راغلى يئ چه دَ ټولو مُنصف دے،تاسو دَ صادِقانو روحُونو ته راغلى يئ،يعنے هغه چه کامل شوى دى، ٢٤ اَؤ تاسو دَ نوى وعده تړُونکى عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ نوستلے شوے دَ شهادت وينے ته راغلى يئ،اَؤ دَ هغۀ قُربانى دَ هابيل دَ قُربانئ نه ډيره فائده ورکوى. ٢٥ نو پس خبردار شئ چه له هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ چه تاسو ته کلام کوى. هغه خلقو ته چه دَ خُدائے کلام په مزکه آؤرولے شو،چه هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول. نو هغه پيغام چه له آسمان نه آؤرولے کيږى که له هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟ ٢٦ دَ خُدائے آواز خو هغه وخت مزکه ولړزوله خو اوس ئے دا لوظ کړے دے چه «يو ځل به بيا زَۀ يواځے مزکه نه،بلکه آسمان هم ولړزوم.» ٢٧ دَ هغۀ ”وئيل يو ځل بيا“ دا خبره څرګندوى چه پيدا شوى څيزُونه چه لړزولى شى،به تير شى چه ناخوځيدُونکى څيزونه پاتے شى. ٢٨ نو بيا چه مُونږ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے شريک شوى يُو چه لړزولے نۀ شى نو ځکه دِ مُونږ دَ هغۀ فضل ونيسُو،نو مُونږ دِ دَ خُدائے په ويرے اَؤ زړۀ سواندے سره دَ خُدائے عبادت وکړُو ځکه چه دا هغه خوښوى. ٢٩ نو ياد لرئ چه زمُونږ خُدائے يو سوزوُونکے اور هم دے.

عبرانيانو 13

دَ خُدائے دَ خوشحالولو خدمت

١ دَ وروڼو په شان دَ يو بل سره مينه کوئ. ٢ دَ ميلمستيا کولو نه غافله کيږئ مۀ،ځکه چه دَ دے په وجه ځنو خلقو دَ فرښتو ميلمستيا هم کړے ده خو پوهه شوى نۀ دى. ٣ قيديان هم داسے يادوئ لکه چه تاسو ورسره په قيد کښے يئ،اَؤ چه دَ چا سره بد سلُوکى کيږى،هغوئ هم ياد لرئ ځکه چه تاسو هم وجُود لرئ.اَؤ تاسو سره هم داسے بد سلُوکى کيدے شى. ٤ وادۀ دِ په تاسو ټولو کښے دَ عزت خبره وګڼلے شى،ښځه اَؤ خاوند دِ دَ يو بل سره وفادار پاتے شى ځکه چه خُدائے په خپله دَ حرامکارو زِناکارو عدالت کوى. ٥ دَ زرو دَ مينے نه ځان ساتئ اَؤ څۀ چه درسره دى په هغے صبر کوئ،ځکه چه خُدائے په خپله فرمائيلى دى چه: «زَۀ به هيڅ کله هم ستاسو نه بے پرواه کيږم نه، اَؤ تاسو به هيڅ کله پرے نۀ ږدم.» ٦ نو ځکه مُونږ ډير په زړۀ ورتيا سره دا وايُو چه: «مالِک زما مددګار دے،زَۀ به ويره نۀ کوم، اِنسام به مے څۀ وکړى؟» ٧ څوک چه ستاسو مشران وُو اَؤ چا چه تاسو ته دَ خُدائے کلام واؤروو،هغوئ ياد ساتئ اَؤ دَ هغوئ دَ ژوند په اَنجام غور وکړئ اؤ داسے ايمان ولرئ لکه چه هغوئ لرلو. ٨ عيسىٰ مسيح پرُون،نن اَؤ تل تر تله په يو شان دے. ٩ دَ مُخلتف اَؤ عجيبه تعليم نه بے لارے کيږئ مه،ځکه چه دا ښۀ ده چه زړۀ په فضل مضبُوط شى،نۀ چه په هغه خوراکُونو دَ کُومو اِستعمالوُونکو چه هيڅ فائده نۀ وه مُوندلے. ١٠ زمُونږ قُربانګاه يو داسے ځائے دے دَ کُوم نه چه دَ خيمے کاهنانو له دَ خوراک هيڅ اِختيار نِشته. ١١ ځکه چه دَ کُومو ځناورو وينه چه مشر کاهن يا پاکترين مقام ته دَ ګُناه دَ کِفارے دَ پاره وړى،دَ هغوئ وجُودُونه دَ خيمه ګاه نه بهر سوزولے کيږى. ١٢ ځکه خو عيسىٰ هم دَ خپلے وينے په وجه دَ اُمت دَ پاکولو دَ پاره دَ ښار دَ دروازے نه بهر تکليف وزغملو. ١٣ نو راځئ چه دَ هغۀ په سپکاوى کښے شريک شُو اَؤ خيمه ګاه نه بهر هغۀ له لاړ شُو. ١٤ ځکه چه دلته زمُونږ يو ښار هم قائم پاتے کيدُونکے نِشته بلکه مُونږ دَ راتلُونکى ښار په لټُون يُو. ١٥ اَؤ مُونږ دِ دَ مسيح په وسيله هميشه دَ خُدائے په ثنا کولو دَ شُکر ګُزارئ قُربانى پيش کړُو،ځکه کله چه مُونږ په خپلے ژبے سره دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار کوُو نو دا دَ خُدائے دَ پاره يوه نذرانه ده. ١٦ نيکى اَؤ سخاوت مه هيروئ ځکه چه خُدائے په داسے قُربانو خوشحاليږى. ١٧ دَ خپلو مشرانو خبره منئ اَؤ دَ حُکم تابعدارى ئے کوئ ځکه چه هغوئ ستاسو دَ رُوحُونو دَ فائدے دَ خاطره دَ هغوئ په شان بيدار اوسى چا ته چه به حساب ورکول وى،دَ پاره دَ دے چه هغوئ په خوشحالئ دا کار وکړى نۀ چه په خفګان،ځکه چه په داسے حال کښے به ستاسو دَ پاره هيڅ فائده نۀ وى. ١٨ زمُونږ دَ پاره دُعا کوئ ځکه چه زمُونږ يقين دے چه زمُونږ ضمير پاک دے اَؤ مُونږ په هر څۀ کښے په نيکئ ژوند تيرول غواړُو. ١٩ زَۀ دا نصيحت تاسو ته ځکه کوم چه تاسو دُعا وکړئ چه زَۀ تاسو ته زر بيا درشم.

برکت اَؤ آخرى سلام

٢٠ مالِک عيسىٰ چه دَ ګډو لوئے شپُونکے دے چه هغۀ دَ خپلے وينے په وسيله دَ تل وعده تړلے ده،هم هغه خُدائے چه دَ سلامتئ سرچينه دے،له مړو نه بيا ژوندے پورته کړو. ٢١ اوس هم هغه خُدائے تاسو په هره خبره کښے تيار کړه چه دَ هغۀ مرضى پُوره کړئ،اَؤ هر څۀ چه هغه خوښوى دَ عيسىٰ مسيح په وسيله هم هغه په مُونږ کښے پيدا کړى. دَ هغۀ حمد و ثنا دِ تل تر تله وى. آمين. ٢٢ اَئے ورُوڼو! زَۀ تاسو ته زارى کوم چه دَ دے کلام دَ نصيحت زغم ولرئ ځکه چه ما تاسو ته په لنډو وليکل. ٢٣ زَۀ تاسو ته وايم چه زمُونږ ورور تيموتيوس آزاد شو. که هغه زر راغے نو زَۀ به دَ هغۀ سره تاسو ته مُلاقات له درشم. ٢٤ خپلو ټولو مشرانو اَؤ ټولو پاکانو ته سلام ووايئ. دَ اِټلى اِيمانداران وروڼه درته سلام کوى. ٢٥ اَؤ په تاسو ټولو دِ فضل وى، آمين.

يعقُوب 1

سلام

١ دَ خُدائے اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح غُلام دَ يعقُوب له طرفه،هغه دولسو واړو قبيلو ته چه ځائے په ځائے اوسيږى،ټولو ته دِ سلام وى.

ايمان اَؤ حکمت

٢ اَئے زما ورُوڼو! هر کله چه تاسو په قِسما قِسم آزميښتُونو کښے راګير شئ نو ډير په خوشحالئ ئے زغمئ. ٣ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه دا ستاسو دَ ايمان په آزميښت کښے صبر پيدا کوى. ٤ اَؤ صبر خپل کار پُوره کوى دَ دے دَ پاره چه تاسو پُوره اَؤ کامِلان شئ اَؤ په تاسو کښے دِ دَ هيڅ خبرے کمے پاتے نۀ شى. ٥ خو که په تاسو کښے په چا کښے دَ حِکمت کمے وى نو هغه دِ ئے دَ خُدائے نه غواړى چه بغير دَ ملامتولو نه ئے هر چا ته پُوره په فياضئ ورکوى،نو هغۀ ته به هم ورکولے شى. ٦ خو سوال دِ په ايمان سره کوى اَؤ هيڅ شک دِ نۀ کوى ځکه چه شک کوُونکے دَ سمندر دَ هغه چپو په مِثال دے کُومے چه دَ هوا په زور ښکته اَؤ پورته کيږى. ٧ داسے سړے دِ دا نۀ ګڼى چه ګنى ما ته به دَ مالِک نه څۀ په لاس راشى. ٨ هغه سړے دوه زړيه وى اَؤ هغه په خپلو خبرو ټينګ نۀ وى.

غريبى اَؤ اميرى

٩ غريب ورور دِ په خپله اُوچته مرتبه فخر وکړى، ١٠ اَؤ دولتمند دِ په خپل ادنىٰ حالت،ځکه چه هغه به لکه دَ وښو دَ ګُل تير شى. ١١ ځکه چه دَ نمر په راختو نمر تاؤجن وى چه واښۀ اَؤ ګُلونه ريژوى اَؤ هغے ښائيست نۀ پاتے کيږى،دغه شان دولتمند به هم سره دَ خپل کاروبار دَ خاورو سره خاورے شى.

آزميښت اَؤ لمسُون

١٢ بختور دے هغه سړے چه آزميښت زغمى،هر کله چه هغه وآزمائيلے شو نو دَ ژوندُون هغه تاج به حاصلوى چه مالِک دَ خپلو مئينو سره وعده کړے وه. ١٣ هر کله چه څوک وآزمئيلے شى نو دا دِ ونۀ وائى چه ”په ما دا آزميښت دَ خُدائے دَ طرفه وُو،“ځکه چه نۀ خو خُدائے په بدئ آزمئيلے شى اَؤ نۀ خُدائے څوک آزمئى. ١٤ په حقيقت کښے هر سړے هغه وخت آزمائيلے شى کله چه دَ هغۀ خپل بد خواهش په دوکه ورکولو هغه ونښلوى. ١٥ نو بيا دَ هغۀ بد خواهش اُميدوار شى اَؤ ګُناه ترے نه پيدا شى،اَؤ چه ګُناه زياته شى نو مرګ پيدا کوى. ١٦ اَئے زما خواږو ورُوڼو! غُليږئ مه. ١٧ هر ښۀ بخشش اَؤ هر کامِل اِنعام دَ آسمان نه راځى اَؤ دَ خُدائے نه مُوندلے کيږى چه دَ نمر سپوږمئ اَؤ دَ ستورو پيدا کوُونکے دے. په هغۀ کښے نۀ خو څۀ تبديلى راځى اَؤ نۀ دَ ګردش له عمل روښانه کيږى اَؤ نۀ تيارۀ کيږى. ١٨ هغۀ په خپله مرضئ مُونږ دَ حق کلام په وسيله پيدا کړلُو چه دَ هغۀ په مخلُوقاتو کښے مُونږ يو قِسم وړُومبئ ميوه شو.

کلام آؤريدل اَؤ پرِ عمل کول

١٩ اَئے زما ورُوڼو! دا خبره تاسو ته معلُومه ده،نو هر څوک دِ په آؤريدو کښے تيز آو په وينا کښے قلاره اَؤ په غُصه کښے سوړ وى. ٢٠ ځکه چه دَ اِنسان قهر دَ خُدائے دَ صداقت کار نۀ شى کولے. ٢١ تاسو ځکه ټول پليتوالے اَؤ دَ بدئ ګند لرے کړئ،اَؤ هغه کلام ډير په عاجزئ سره قبُول کړئ چه په زړۀ کښے کرلے شوے اَؤ تاسو له خلاصُون درکولے شى. ٢٢ خو په کلام عمل کوُونکى جوړ شئ،نۀ چه تش آؤريدُونکى چه ځان په دوکه ساتى. ٢٣ ځکه چه هغه څوک چه دَ کلام آؤريدُونکى دى اَؤ عمل پرے نۀ کوى،هغه دَ هغه سړى په شان دے څوک چه خپل شکل په آئينه کښے وګورى. ٢٤ هر کله چه هغه خپل ځان ووينى اَؤ لاړ شى نو سمدستى دا هير کړى چه زَۀ څنګه وم. ٢٥ خو کُوم سړے چه دَ آزادئ په کامل شريعت په غور سره ګورى،هغه به خپل کار کښے بختور وى،ځکه چه هغه چه څۀ واؤرى نو هيروى ئے نه،خو عمل پرے کوى. ٢٦ څوک چه ځان دينداره ګڼى اَؤ بيا هم خپله ژبه په قابُو کښے نۀ ساتى،هغه خپل ځان ته دوکه ورکوى،نو دَ هغۀ ديندارى باطله ده. ٢٧ زمُونږ دَ خُدائے اَؤ پلار په نِزد خالصه اَؤ بے عيبه ديندارى دا ده چه دَ يتيمانو اَؤ کونډو دَ مُصيبت په وخت دَ هغوئ پالنه وکړئ اَؤ خپل ځان دَ دُنيا نه بے داغه ساتئ.

يعقُوب 2

دَ طرف دارئ په خلاف خبردارے

١ اَئے زما ورُوڼو! تاسو چه په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راؤړے دے څوک چه دَ جلال خاوند دے،نو بيا طرفدارى مه کوئ. ٢ ولے چه که يو سړى دَ سرو زرو ګوته اَؤ ښائسته جامے آغوستے وى اَؤ ستاسو دَ عبادت ځائے ته راشى اَؤ يو غريب سړى په شليدلو جامو کښے، ٣ نو تاسو دَ هغه ښائسته جامو دَ خاوند لحاظ کوئ اَؤ هغه ته ووايئ چه ”راځئ تاسو په دے سم ځائے کښے کښينئ،“اَؤ غريب سړى ته ووايئ چه ”ته هلته ودريږه،يا زما دَ پښو دَ څوکئ سره کښينه“ ٤ نو آيا دا تاسو په خپلو کښے طرفدارى ونۀ کړه؟ اَؤ دَ بدنيتئ مُنصفان نۀ شوئ؟ ٥ اَئے زما خوږو ورُوڼو! زما واؤرئ،ولے خُدائے دَ دے دُنيا خواران غوره کړى نۀ دى څۀ،يعنے هغه خواران چه دَ ايمان سره دولتمند دى،چه هغوئ دَ هغۀ سره په بادشاهئ کښے شريک شى،چه خُدائے دَ هغوئ سره لوظ کړے دے چه ورسره مينه کوى؟ ٦ تاسو خو دَ غريب سړى سپکاوے وکړو. آيا دولتمند په تاسو ظلمُونه نۀ کوى؟ اَؤ آيا هغوئ تاسو عدالتُونو ته نۀ راکاږى؟ ٧ آيا هغوئ دَ هغه بزرګ په خوږ نُوم کُفر نۀ غروى دَ چا نُوم چه تاسو ته درکړے شوے دے.؟ ٨ نو بيا هم که تاسو دَ کتابِ مُقدس په مُطابق هغه شاهى شريعت پُوره کوئ چه وائى چه: «دَ خپل ګاونډى سره دَ خپل ځان په شان مينه کوئ،» نو ښۀ کوئ. ٩ خو که چرے تاسو طرفدارى کوئ نو ګُناه کوئ اَؤ دَ شريعت له مخه مُجرمان يئ. ١٠ ځکه چه چا په ټول شريعت عمل وکړو اَؤ صرف په يوه خبره کښے ئے هم خطا وکړه نو هغه په ټولو خبرو کښے ګُناه ګار شو. ١١ ځکه چه چا چه دا وفرمائيل چه «زِنا مه کوئ،» نو هغۀ دا هم فرمائيلى دى چه «خُون مه کوئ»،نو که تاسو زِنا ونۀ کړه ولے خُون مو وکړو،نو شريعت ماتوئ. ١٢ اَؤ تاسو دَ هغه خلقو په شان کلام اَؤ عملُونه هم کوئ دَ چا چه به دَ آزادئ دَ شريعت په مُطابق اِنصاف کيږى. ١٣ ځکه چه چا چه رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم دَ اِنصاف په مُطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب راځى.

ايمان اَؤ عملُونه

١٤ اَئے زما ورُوڼو! که څوک ووائى چه زَۀ ايماندار يم خو عمل نۀ کوى نو فائده ئے څۀ؟ آيا داسے ايمان هغۀ له خلاصُون ورکولے شى څۀ؟ ١٥ چه څوک ورور يا خور دَ جامو اَؤ دَ خوراک حاجتمند وى، ١٦ اَؤ بيا هم تاسو ورته وايئ چه”په خير لاړ شه،تود اَؤ موړ اوسه،“خو چه کُوم څيزُونه هغۀ ته په کار وى،هغه ورنۀ کړئ نو فائده ئے څۀ؟ ١٧ دغه شان ايمان هم دے،که دَ دے سره عمل نۀ وى نو هغه ايمان مړ دے. ١٨ بلکه څوک دا وئيلے شى چه ”تۀ اِيماندار يئے اَؤ زَۀ عمل کوُونکے.“ ته خپل ايمان بغير دَ عمل نه ما ته څرګند کړه اَؤ زَۀ به خپل ايمان په عمل تا ته څرګند کړم. ١٩ تۀ په دے خبره ايمان لرے چه خُدائے يکى يو دے. خير دا ښۀ کوے! شيطانان هم دا ايمان لرى اَؤ ويرے نه رپيږى. ٢٠ خو اَئے بيکاره سړيه! آيا تۀ په دے هم نۀ پوهيږے چه دَ عمل نه بغير ايمان بے کاره دے؟ ٢١ نو هر کله چه زمُونږ نيکۀ اِبراهيم خپل زوئے اِسحاق په قُربانګاه دَ قُربانى په طور پيش کړو نو آيا هغه په عمل سره صادِق نۀ شو؟ ٢٢ نو بيا تا وکتل چه ايمان د هغۀ دَ عمل سره يو ځائے اثر وکړو اَؤ دَ عمل سره ايمان کامل شو. ٢٣ اَؤ دَ کِتاب مُقدس هغه کلام پُوره شو چه «اِبراهيم په خُدائے ايمان راوړو اَؤ دا دَ هغۀ دَ پاره په صداقت حساب شو،» اَؤ هغه خليل الله وبللے شو. ٢٤ نو بيا تاسو وينئ چه اِنسان تش په ايمان نه،بلکه په عمل صادِق کيږى. ٢٥ هم دغه شان راحبے کنجرئ هم چه هر کله هغه جاسُوسان په خپل کور کښے ايسار کړل اَؤ په بله لار ئے رُخصت کړل،نو آيا په عمل صادِقه نۀ شوه؟ ٢٦ غرض دا چه څنګه چه بدن بغير دَ رُوح نه مړ دے هم هغه شان ايمان هم بغير دَ عمل نه مړ دے.

يعقُوب 3

ژبه

١ اَئے زما ورُوڼو! له تاسو نه دِ ډير اُستاذان جوړ نۀ شى ځکه چه تاسو خبر يئ چه مُونږ چه اُستاذان يُو،سخته سزا به مُومو. ٢ ځکه چه مُونږ ټول اکثر غلطئ کوُو،که څوک په خپلو خبرو کښے غلطى نۀ کوى نو هغه کامل دے اَؤ ټول بدن په قابُو کښے ساتلے شى. ٣ هر کله چه مُونږ دَ قابُو کولو دَ پاره دَ آسونُو په خُلو کښے قيزے اچوُو نو دَ هغوئ ټول بدن هم ګرځولے شُو. ٤ ګورئ،سمندرى جهازُونه اګر که ډير لوئے لوئے وى اؤ په تيزو بادونو چلولے شى خو بيا هم دَ يو ورکوټى سُکان په وجه دَ ماڼګى دَ مرضئ په مُطابق ګرزولے شى. ٥ هم دغه شان ژبه هم يو ورکوټے اَندام دے اَؤ ډيرے غټے خبرے کوى. ګورئ! په يو ورکوټى بڅرى سره په څومره لوئے ځنګل کښے اور ولګى. ٦ اَؤ ژبه هم يو اور دے،دا زمُونږ په اَندامُونو کښے دَ شرارت يوه دُنيا ده،اَؤ په ټول وجُود کښے بدى پيدا کوى اَؤ زمُونږ په ټول ژوندُون کښے اور لګوى،اَؤ په خپله دَ دوزخ دَ اور نه بليږى. ٧ ځکه چه هر قِسم ځنګلى ځناور،مارغان،چينجى مينجى اَؤ دريابى ځناور خو دَ اِنسان په قابُو کښے راتلے شى اَؤ راغلى هم دى، ٨ خو هيڅوک ژبه په قابُو کښے نۀ شى راوستلے. هغه يوه بلا ده چه چرے ايساريږى نه،دَ مړ کوُونکى زهر نه ډکه ده. ٩ هم په دے مُونږ دَ مالِک اَؤ پلار ثنا کوُو،اَؤ هم په دے بنى آدمو ته چه دَ خُدائے په صُورت پيدا شوى دى،ښيرے کوُو. ١٠ دَ يکى يوے خُلے نه مُبارکى خبرے اَؤ ښيرے راوزى. اَئے زما ورُوڼو! داسے نۀ دى په کار. ١١ آيا دَ چينے دَ يکى يوے خُلے نه خوږے اَؤ تروے اوبۀ اوزى څۀ؟ ١٢ اَئے زما ورُوڼو! آيا دا اينځير په ونه کښے ښُون،اَؤ په انګُور کښے اِنيځير پيدا کيدے شى څۀ؟ هم دغه شان دَ مالګينے چينے نه خوږے اوبۀ نۀ شى راوتلے.

دَ آسمانُونو حِکمت

١٣ په تاسو کښے څوک هوښيار اَؤ پوهه شته دے؟ هغه دِ په خپلو کارُونو دَ نيک چال چلن په وسيله اَؤ عاجزئ سره دِ دا خبره ثابته کړى،يعنے داسے عاجزى چه دَ حِکمت نه پيدا کيږى. ١٤ خو که تاسو په خپلو زړُونو کښے سخته کينه اَؤ خود غرضى لرئ نو فخر مه کوئ اَؤ مه دَ حق برخلاف دروغ وايئ. ١٥ دا هغه حِکمت نۀ دے کُوم چه له آسمان نه راکُوزيږى بلکه دُنياوى،نفسانى اَؤ شيطانى دے. ١٦ ځکه چه هر چرته چه کينه اَؤ خودغرضى وى،هلته فساد اَؤ هر قِسم بدکار هم کيږى. ١٧ خو چه کُوم حِکمت له آسمان نه راځى،اول خو هغه پاک وى،بيا صُلح خوښوُونکے،نرم مزاجه،تربيت خوښوُونکے،رحکم کوُونکے اَؤ دَ ښو ميوو نه ډک،ناطرفداره اَؤ بے ريا. ١٨ اَؤ صُلح کوُونکى دَ صُلح سره داسے تُخم کرى چه دَ صداقت ميوے ترے پيدا کيږى.

يعقُوب 4

دَ دُنيا سره دوستى کوئ

١ په تاسو کښے جنګ جګړے له کُومه راغلے؟ آيا دَ هغه خواهشاتو نه نۀ دى کُوم چه ستاسو په اَندامُونو کښے فساد کوى؟ ٢ تاسو چه دَ کُوم څيز خواهش کوئ خو تاسو ته په لاس نۀ درځى،ځکه خُون کوئ اَؤ کينه لرئ خو هيڅ حاصلولے نۀ شئ. تاسو نښلئ،جنګيږئ،خو تاسو ته ځکه نۀ ملاويږى چه له خُدائے نه ئے غواړئ. ٣ تاسو ئے غواړئ اَؤ مُومئ ئے نه،دا ځکه چه په بد نيت ئے غواړئ،چه په خپل عيش و عشرت ئے ولګوئ. ٤ اَئے بے وفا خلقو! آيا تاسو ته معلُومه نۀ ده چه دَ دُنيا سره دوستى لرل دَ خُدائے سره دُښمنى کول دى؟نو بيا چه څوک دَ دُنيا دوست جوړيدل غواړى،هغه خپل ځان دَ خُدائے دُښمن کوى. ٥ آيا تاسو دا ګڼئ چه مُقدس کِتاب بے فائدے وائى چه خُدائے هغه رُوح چه زمُونږ په زړُونو کښے اچولے دے،هغه دَ حسد خواهش لرى څۀ؟ ٦ بلکه زيات فضل ورکوى،نو ځکه دا وايئ چه «خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى خو عاجزانو ته فضل وربخښى.» ٧ نو بيا دَ خُدائے تابع شئ،اَؤ دَ اِبليس مُقابله وکړئ نو هغه به درنه وتښتى. ٨ که تاسو خُدائے ته ورنزدے شئ نو هغه به تاسو ته رانزدے کيږى. اَئے ګُناه ګارانو! خپل لاسُونه دَ بدو کارُونو نه صفا کړئ اَؤ اَئے دوه زړيو سړو! خپل زړُونه پاک کړئ. ٩ اَفسوس اَؤ وير وکړئ اَؤ ژاړئ،ستاسو خندا دِ په وير بدله شى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ په غم! ١٠ دَ مالِک په وړاندے عاجز شئ اَؤ هغه به تاسو سربلند کړى.

په ورور اِلزام لګول

١١ اَئے ورُوڼو! په يو بل پسے خبرے مه کوئ. څوک چه په خپل ورور پسے خبرے کوى يا په خپل ورور اِلزام لګوى،هغه دَ شريعت بد وائى اَؤ په شريعت اِلزام لګوى،اَؤ که تۀ په شريعت اِلزام لګوے نو په شريعت عمل کوُونکے نه،بلکه په هغۀ قاضى شوے. ١٢ خو دَ شريعت ورکوُونکے اَؤ قاضى خو يکى يو دے چه دَ بچ کولو اَؤ دَ هلاکولو توان لرى،خو تۀ څوک ئے چه په خپل ګاونډى اِلزام لګوے؟

دَ فخر په خلاف خبردارى

١٣ تاسو چه دا وايئ چه”مُونږ به نن يا صبا فلانکى ښار ته لاړ شُو اَؤ هلته به يو کال ايساريږُو اَؤ په سوداګرئ کښے به ګټه کوُو،“ ١٤ اَؤ په دے نۀ يئ خبر چه صبا به څۀ کيږى،ستاسو ژوند څۀ څيز دے؟ دَ يو بړاس په شان دے چه دَ لږ ساعت دَ پاره ښکاره شو اَؤ بيا ختم شو. ١٥ دَ داسے وينا په ځائے تاسو ته دا وئيل په کار دى چه”که مالِک غواړى نو مُونږ به ژوندى پاتے شُو اَؤ دا يا هغه کار به هم وکړُو.“ ١٦ خو اوس تاسو په خپلو ډُوزو فخر کوئ خو دا قِسم فخر کول بد دى. ١٧ نو بيا که څوک په ښو کولو پوهيږى اَؤ نۀ ئے کوى،دَ هغۀ دَ پاره دا ګُناه ده.

يعقُوب 5

دولتمندو ته خبردارے

١ اَئے دولتمندو! زما واؤرئ،تاسو په خپلو هغه مصيبُتونو چه راتلُونکى دى،ژړا اَؤ فرياد وکړئ. ٢ ستاسو مال سخا شو اَؤ ستاسو جامے چينجو ووهلے. ٣ ستاسو سرۀ اَؤ سپين زنګ شول اَؤ هغه زنګ به په تاسو ګواهى ورکوى اَؤ دَ اور په شان به ستاسو غوښه وسوزوى. تاسو په آخرى ورځو کښے خزانه جمع کړے ده. ٤ ګورئ! کُومو مزدُورانو چه ستاسو په پټو کښے لؤ کړے دے،دَ هغوئ هغه مزدُورى چه تاسو ايساره کړے ده،چغے وهئ اَؤ دَ لو ګرو فرياد دَ قادر مُطابق خُدائے غوږُونو ته رسيدلے دے. ٥ تاسو په دُنيا کښے عيشُونه اَؤ مزے وکړلے،اَؤ تاسو خپل ځانُونه دَ حلاليدو دَ ورځ دَ پاره څاربۀ کړل. ٦ تاسو صادِق سړے قصُوروار کړو اَؤ ومو وژلو،خو هغه ستاسو مُقابله نۀ کوى.

صبر اَؤ دُعا

٧ نو اَئے ورُوڼو! دَ مالِک تر راتلو صبر وکړئ،ګورئ زميندار دَ مزکے دَ قيمتى فصل په اِنتظار کښے دَ منى اَؤ دَ سپرلى دَ باران تر وريدو پورے صبر کوى. ٨ نو تاسو هم صبر وکړئ اَؤ خپل زړُونه مضبُوط کړئ ځکه چه دَ مالِک راتلل نزدے دى. ٩ اَئے ورُوڼو! دَ يو بل شکايت مه کوئ چه تاسو سزا ونۀ مُومئ. ګورئ! قاضى په دروازه کښے ولاړ دے. ١٠ اَئے ورُوڼو! کُومو نبيانو چه دَ مالِک په نُوم کلام وکړو،هغوئ دَ تکليفُونو تيرولو اَؤ دَ صبر کولو نمُونه وګڼئ. ١١ ګورئ صبر کوُونکو ته مُونږ بختور وايُو. تاسو خو دَ ايوب دَ صبر حال آؤريدلے دے،اَؤ دَ مالِک له طرفه چه دَ دے انجام وشو هغه مو هم معلُوم کړو،ځکه چه مالِک ډير مهربان اَؤ رحيم دے. ١٢ خو اَئے زما ورُوڼو! دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه قسم ونۀ خورئ،نۀ دَ آسمان اَؤ نۀ دَ مزکے اَؤ نۀ دَ څۀ بل څيز،بلکه دَ هو په ځائے هو وايئ اَؤ دَ نه په ځائے نه،دَ پاره دَ دے چه دَ سزا لائق ونۀ ګرزئ. ١٣ که په تاسو کښے څوک غم زپلے وى نو دُعا دِ وغواړى،که خوشحاله وى نو ثنا دِ ووائى. ١٤ که په تاسو کښے څوک بيمار وى نو دَ جماعت مشران دِ راوبلى اَؤ دَ هغۀ دَ پاره دِ دُعا غواړى اَؤ دَ مالِک په نُوم دِ هغه په تيلو غوړ کړى. ١٥ اَؤ کُومه دُعا چه به په ايمان سره وغوښتے شى دَ هغے په وجه به بيمار بچ شى،اَؤ مالِک به هغه پاڅوى اَؤ که هغۀ ګُناهُونه کړى وى نو هغه به هم ورته معاف شى. ١٦ نو بيا تاسو په خپلو کښے يو بل ته دَ خپلو خپلو ګُناهُونو اِقرار وکړئ اَؤ دَ يو بل دَ پاره دُعا وغواړئ چه شفا ومُومئ. دَ صادِق دَ دُعا په اثر ډير څۀ کيدے شى. ١٧ اِلياس زمُونږ په شان اِنسان وُو،هغۀ ډير په جوش سره دُعا وغوښته چه باران دِ ونۀ وريږى،ځکه خو درے نيمو کالو پورے په مزکه باران ونۀ وريدلو. ١٨ بيا چه هغۀ دُعا وغوښته نو دَ آسمان نه اوبۀ ووريدے اَؤ په مزکه فصل پيدا شو. ١٩ اَئے زما ورُوڼو! که څوک په تاسو کښے دَ حق دَ لارے نه واؤړى اَؤ بل څوک هغه راواړوى، ٢٠ نو هغه دِ په دے پوهه شى چه څوک چه ګُناه ګار دَ ګمراهئ نه راواړوى،هغه يو کس دَ مرګ نه بچ کوى اَؤ په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى.

1 پطروس 1

سلام

١ دَ پطروس له طرفه چه دَ عيسىٰ مسيح رسُول دے،دَ خُدائے دَ هغو غوره شوؤ مُهاجرينو په نُوم چه دَ پونطوس،ګلتيه،کپدوکيه،ايشيا اَؤ بيتونيه په صوبو کښے خوارۀ وارۀ دى، ٢ اَؤ دَ خُدائے پلار دَ ازلى اِرادے په مُطابق تاسو دَ رُوحُ القُدس په پاکولو سره دَ عيسىٰ مسيح فرمانبردار شوئ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وينه ستاسو دَ پاره تويه شوه چه تاسو پاک شئ. دَ فضل اَؤ دَ سلامتئ زياتوالے دِ تاسو سره وى.

ژوندے اُميد

٣ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح اَؤ دَ خُدائے پلار دِ ثنا وى،چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مړو نه دَ بيا ژوندى کولو په سبب ئے په خپل لوئے رحمت سره مُونږ دَ ژوندى اُميد دَ پاره بيا پيدا کړُو، ٤ چه په يو نۀ فنا کيدُونکے،بے داغه اَؤ لازواله ميراث حاصل کړُو چه هغه ستاسو دَ پاره په آسمان کښے ساتلے شوے دے. ٥ خُدائے تاسو دَ ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفُوظ ساتى دَ هغه خلاصُون دَ پاره چه په آخرى وخت کښے ښکاره کيدو ته تيار دے. ٦ دَ دے په سبب تاسو خوشحالئ کوئ اګر که اوس دَ څو ورځو دَ پاره دَ قِسما قِسم آزميښتُونو په سبب غم زپلى يئ. ٧ اَؤ دَ ځکه دے چه ستاسو آزمئيلے شوے ايمان خالص شى،کُوم ايمان چه په اور آزمئيلى شوؤ فانى سرو زرو نه هم ډير زيات قيمتى دے،اَؤ چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ښکاره کيدو په وخت دَ ستائينے اَؤ جلال اَؤ دَ عزت سبب وګرزئ. ٨ تاسو دَ هغۀ سره مينه لرئ چه مو ليدلے نۀ دے،اَؤ سره دَ دے چه په دے وخت هغه نۀ وينئ بيا هم په هغۀ ايمان راؤړئ،اَؤ داسے خوشحالئ کوئ چه دَ بيان نه بهر اَؤ دَ جلال نه ډکے وى، ٩ اَؤ خپل ايمان مقصد،يعنے دَ رُوحُونو خلاصُون حاصلوئ. ١٠ دَ دے خلاصُون په باره کښے هغو نبيانو ډير لټُون اَؤ تحقيق وکړو اَؤ دَ هغه فضل په باب کښے چه په تاسو کيدُونکے وُو،ئے پيشن ګوئى وکړه. ١١ دَ مسيح رُوح په هغوئ کښے وُو اَؤ دا ګواهى ئے ورکوله چه مسيح به تکليفُونه وزغمى اَؤ بيا به جلال ومُومى،نو بيا نبيانو دَ دے معلُومولو کوشِش وکړو چه دَ رُوح دا اِشاره به په څۀ وخت اَؤ په کُومه زمانه کښے پُوره کيږى. ١٢ هغوئ ته دا ښکاره کړے شوه چه دَ هغوئ دا خدمت دَ خپل ځان دَ پاره نۀ وُو بلکه ستاسو دَ پاره وُو.نبيانو دَ هغه خبرو بيان هم وکړو چه تاسو هم دَ پيغمبرانو په وسيله په زيرى کښے آؤريدلے دى،خُدائے دَ آسمان نه خپل رُوحُ القُدس رااستولو سره دا پيغام واؤرولو.دا داسے خبرے دى چه فرښتے هم پرے دَ ځان پوهيدلو خواهش مندے وے.

دَ پاک ژوندُون دَ پاره رابلل

١٣ دَ دے دَ پاره دَ خپل عقل نه کار واخلئ اَؤ هوښيار شئ،اَؤ دَ هغه فضل کامل اُميد لرئ کُوم چه دَ عيسىٰ مسيح دَ ظاهريدو په وخت په تاسو کيدُونکے دے. ١٤ اَؤ تابعدار بچى جوړ شئ،دَ خپل جهالت دَ زمانے دَ هغه زړو خواهشاتو غُلامان مه جوړيږئ. ١٥ بلکه لکه چه ستاسو رابلُونکے پاک دے هم هغه شان تاسو هم په خپل ټول چال چلن کښے پاک شئ. ١٦ لکه چه صحيفے وائى چه «پاک شئ ځکه چه زَۀ پاک يم.» ١٧ اَؤ چه تاسو ورته پلار وايئ نو دَ هغه خُدائے نه دُعا غواړئ چه دَ هر چا دَ عمل په مُطابق بغير دَ طرفدارئ نه اِنصاف کوى،نو دَ خپل هجرت وخت په ويره تير کړئ. ١٨ ځکه چه تاسو خبر يئ چه ستاسو فضُول چال چلن چه دَ پلار نيکه نه مو مُوندلے دے دَ هغے نه ستاسو خلاصُون دَ فانى څيزُونو،يعنے سرو يا سپينو زرو په وسيله ونۀ شو، ١٩ بلکه دَ يو روغ رحمت اَؤ بے داغه ګډُورى،يعنے دَ مسيح دَ قيمتى وينے په وسيله. ٢٠ خُدائے هغه خو دَ دُنيا دَ جوړيدو نه اول غوره کړے وُو خو ظهُور ئے په آخرى زمانه کښے ستاسو دَ پاره وشو، ٢١ چه تاسو دَ هغۀ په وسيله په خُدائے ايمان راؤړے دے چه هغه ئے دَ مړو نه ژوندے کړو اَؤ جلال ئے ورکړو،دَ پاره دَ دے چه ستاسو ايمان اَؤ اُميد هم په خُدائے وى. ٢٢ کله چه تاسو دَ حق په تابعدارئ سره خپل زړُونه پاک کړى دى اَؤ دَ هغے په وجه دَ ورُوڼو دَ پاره بے رِيا مينه پيدا شوه،نو دَ دے دَ پاره په خپلو کښے دَ زړۀ نه ډيره مينه لرئ. ٢٣ ځکه چه تاسو دَ فانى تُخم نه نه،بلکه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله کُوم چه ژوندے اَؤ قائم دے، دَ غير فانى تُخم نه بيا پيدا شوى يئ. ٢٤ ځکه چه: «هر بشر دَ واښو په شان دے اَؤ دَ هغۀ ټول شان و شوکت دَ واښو دَ ګُل په شان، واښۀ وچيږى اَؤ ګُل ئے رژيږى ٢٥ خو دَ خُدائے کلام به تل تر تله قائم پاتے وى.» اَؤ دا دَ هغۀ دَ زيرى کلام دے چه تاسو ته آؤرولے شوے وُو.

1 پطروس 2

ژوندے کاڼے اَؤ پاک قوم

١ نو بيا هر قِسم بدى،فريب،رياکارى،کينه اَؤ هر قِسم بده وينا پريږدئ. ٢ دَ نؤو پيدا شوو بچو په شان دَ خالِص رُوحانى پيو خواهشمند اوسئ چه دَ هغو په وسيله دَ خلاصُون مُوندلو دَ پاره لوئيږئ. ٣ تاسو دَ مالِک دَ مهربانه کيدو خوند څکلے دے. ٤ نو مسيح ژوندى کاڼى له راشئ چه بنى آدمو رد کړے خو خُدائے قيمتى غوره کړے دے. ٥ تاسو هم دَ ژوندو کاڼو په شان دَ خُدائے رُوحانى کور جوړ شئ چه دَ کاهنانو مُقدسه فرقه په جوړيدو داسے رُوحانى قُربانئ پيش کړئ چه دَ عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائے ته قبُولے وى. ١٦ لکه چه په کتاب مُقدس کښے وئيلى دى چه: «ګورئ،زَۀ په صيون کښے دَ ګُوټ غوره کړے اَؤ قيمتى کاڼے ږدم، څوک چه به په هغۀ ايمان راؤړى هغه به هيڅ کله شرمنده نۀ شى.» ٧ نو بيا ستاسو دَ پاره چه ايمان مو راوړے دے،هغه کاڼے قيمتى دے،خو څوک چه ايمان نۀ راؤړى دَ هغوئ دَ پاره : «کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو هغه دَ ګُوټ سر کاڼے شو.» ٨ اَؤ «دَ تيندک کاڼے اَؤ دَ ټکر خوړلو ګَټ شو» ځکه چه هغوئ نافرمان دى اَؤ کلام سره تيندک خورى،اَؤ هغوئ هم دَ دے دَ پاره مُقرر شوى وُو. ٩ خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل،دَ شاهى کاهنانو فرقه،مُقدس قوم،اَؤ دَ خُدائے خپل اُمت يئ،دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ لوئے کارُونه ښکاره کړئ چه تاسو ئے دَ تيارے نه خپلے عجيبه رڼا ته رابللى يئ. ١٠ وړُومبے تاسو دَ خُدائے اُمت نۀ وئ خو اوس دَ خُدائے اُمت يئ،په تاسو رحمت نۀ وو شوے خو اوس په تاسو رحمت وشو.

دَ خُدائے دَ خدمتګارانو په شان ژوندُون تيرول

١١ خوږو ملګرو! زَۀ تاسو ته خواست کوم چه تاسو خپل ځانُونه مُسافر اَؤ مُهاجر وګڼئ،دَ هغه جسمانى خواهشُونو نه ځان ساتئ چه دَ رُوح سره جنګ کوى. ١٢ اَؤ په غيرو قومُونو کښے خپل چال چلن نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے هغوئ تاسو بدکار ګڼى اَؤ ستاسو بد وائى،ستاسو دَ نيکو کارُونو په ليدو اَؤ دَ هغو په سبب دَ ملاحظے په ورځ چه خُدائے په هغوئ نظر وکړى. ١٣ مالِک دَ خاطره دَ بنى آدم دَ هر يو اِنتظام تابع اوسئ،دَ بادشاه په دے سبب چه هغه دَ ټولو نه لوئے دے، ١٤ اَؤ دَ حاکمانو په دے سبب چه هغه دَ بدکارانو دَ سزا دَ اَؤ نيکانو دَ تعريف دَ پاره هغۀ راليږلى دى. ١٥ ځکه چه دَ خُدائے دا مرضى ده چه تاسو نيکى وکړئ اَؤ دَ ناپوهه خلقو دَ جهالت خبرے بند کړئ. ١٦ اَؤ خپل ځانُونه آزاد وګڼئ،خو دا آزادى دَ بدئ پړده مه جوړوئ بلکه خپل ځانُونه دَ خُدائے بنده ګان ګڼئ. ١٧ دَ ټولو عزت کوئ،دَ ايماندارانو سره مينه لرئ،دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ بادشاه عزت کوئ.

دَ مسيح دَ مُصيبتُونو زغملو نمُونه

١٨ اَئے غُلامانو! ډير په اِحترام سره دَ خپلو مالِکانو تابع اوسئ،نۀ يواځے دَ نيکانو اَؤ حليمانو بلکه دَ بدمزاجه هم. ١٩ ځکه چه که څوک دَ خُدائے په خيال ناحق مُصيبتُونه اَؤ دړد وزغمى نو دا غوره ده. ٢٠ ځکه چه که تاسو په ګُناه کولو سُوکُونه وخوړل اَؤ صبر مو وکړو،نو فخر دَ څۀ خبرے؟ خو که په نيکئ کولو مُصيبت وزغمئ نو دَ خُدائے په نِزد دا غوره ده. ٢١ اَؤ تاسو دَ دے دَ پاره رابللى شوى يئ،ځکه چه مسيح هم ستاسو دَ پاره مُصيبت وزغمو اَؤ تاسو ته ئے يوه نمُونه درکړے ده چه دَ هغۀ په قدم روان شئ. ٢٢ «نۀ هغۀ څۀ ګُناه وکړه، اَؤ نۀ دَ هغه دَ خُلے نه دَ څۀ فريب خبره ووتله.» ٢٣ نۀ هغۀ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل کول اَؤ نۀ ئے په مُصيبتُونو زغملو چا ته دپکه ورکوله بلکه خپل ځان ئے رښتُونى اِنصاف کوُونکى ته وسپارلو. ٢٤ هغۀ زمُونږ ګُناهُونه سولئ ته دَ خپل ځان سره يوړل دَ دے دَ پاره چه مُونږ ګُناهُونو ته مړۀ شو اَؤ دَ صداقت دَ پاره ژوند تيروُو،اَؤ دَ هغۀ په زخمونو تاسو شفا ومُوندله. ٢٥ ځکه چه وړُومبے تاسو دَ بے لارے ګډو په شان ګرزيدلئ خو اوس دَ خپلو رُوحُونو شپُونکى اَؤ څاروُنکى ته بيا راغلى يئ.

1 پطروس 3

ښځے اَؤ خاوندان

١ اَئے ښځو! هم دغه شان تاسو هم دَ خپلو خپلو خاوندانو تابعدارے اوسئ،ځکه چه که په هغو کښے ځنے دَ خُدائے کلام نۀ منى چه بيا هم ستاسو پاک چال چلن ته وګورى اَؤ خُدائے ته راواؤړى، ٢ يعنے چه ستاسو پاکيزه ګئ اَؤ اِحترام ته وګورى نو دَ څۀ وئيلو نه بغير دَ خپلو خپلو ښځو دَ چال چلن په وجه. ٣ اَؤ ستاسو ډول اَؤ سنګار دِ ظاهرى نۀ وى،يعنے سر څڼے کول اَؤ دَ سرو زرو کالى اَؤ قِسما قِسم جامے آغوستل، ٤ بلکه ستاسو دَ غير فانى سنګار ډول دِ په باطنى اِنسانيت کښے،په حليمئ اَؤ دَ آرامئ په رُوح کښے وى،چه دَ خُدائے په نزد ډير قيمتى دے. ٥ اَؤ په وړُومبئ زمانه کښے هم په خُدائے اُميد لرُونکو پاکو ښځو خپل ځانُونه دغه شان سنګارول اَؤ دَ خپل خپل خاوند تابعدارے اوسيدلے، ٦ لکه چه ساره دَ اِبراهيم په حُکم کښے اوسيدله اَؤ هغۀ ته ئے مالِک وئيل. که تاسو هم چرے نيکى کوئ اَؤ دَ څۀ بلا نه نۀ ويريږئ نو دَ هغے لُوڼه شئ. ٧ اَئے خاوندانو! دغه شان تاسو هم دَ خپلو ښځو سره په عقلمندئ ګُزاره کوئ اَؤ ښځے نازک لوښى وګڼئ،عزت ئے کوئ اَؤ داسے ګڼئ چه مُونږ دواړه دَ ژوند دَ نعمت وارثان يُو،دَ پاره دَ دے چه ستاسو دُعاګانے ايسارے نۀ شى.

دَ صداقت په وجه زغم تيرول

٨ غرض دا چه ټول په يو زړۀ اَؤ په همدردئ اوسيږئ،دَ ورورولئ مينه لرئ،نرم زړۀ اَؤ حليمان شئ. ٩ دَ بدو په بدل کښے بد مه کوئ اَؤ دَ کنځلو په بدل کښے کنځل مه کوئ،بلکه دَ دے په ځائے برکت غواړئ ځکه چه تاسو دَ برکت دَ وارث کيدو دَ پاره رابللى شوى يئ. ١٠ ځکه چه «هر څوک چه دَ ژوندانه خوشحاله کيدل اَؤ ښے ورځے ليدل غواړى، هغه دِ ژبه دَ بدئ نه اَؤ شُونډے دَ فريب دَ خبرو کولو نه وساتى، ١١ دَ بدئ نه دِ ځان وساتى اَؤ په نيکئ دِ عمل کوى، دَ صُلح طلبګار دِ وى اَؤ دَ هغے په کوشِش کښے دِ وى. ١٢ ځکه چه دَ مالِک سترګے دَ صادِقانو طرف ته دى اَؤ دَ هغۀ غوږُونه دَ هغوئ دَ دُعا دَ پاره څک دى، خو دَ بدکارانو نه مخ اړوى.» ١٣ که تاسو په نيکئ کولو کښے بوخت يئ نو دَ تاسو سره بدى کوُونکے څوک دے؟ ١٤ اَؤ که دَ صداقت دَ خاطره مُصيبتُونه هم وزغمئ نو تاسو بختور يئ. «دَ هغوئ په ويرولو مه ويريږئ اَؤ زړُونه مه بائيلئ.» ١٥ بلکه مسيح مالِک وګڼئ اَؤ په خپلو زړُونو کښے ئے مُقدس ګڼئ،اَؤ چه څوک ستاسو نه ستاسو دَ اُميد دَ وجے تپوس وکړى هغۀ ته دَ جواب ورکولو دَ پاره هر وخت تيار اوسئ، ١٦ خو په نرم مزاجئ اَؤ په اِحترام سره.اَؤ نيت هم نيک ساتئ ځکه چه په کُومو خبرو کښے چه په تاسو بد وئيلے شى چه په هغو کښے هم هغه خلق شرمنده شى چه ستاسو مسيحى نيک چلن ته بدرد وائى. ١٧ ځکه چه که دَ خُدائے دغه مرضى وى چه تاسو دِ دَ نيکئ کولو په سبب مُصيبت وزغمئ،نو دا دَ بدئ کولو په سبب دَ مُصيبت زغمُولو نه غوره دى. ١٨ مسيح ستاسو دَ ګُناهُونو دَ خاطره يو ځل هميشه دَ پاره مړ شو،يعنے صادِق دَ ګُناه ګارانو دَ پاره،دَ دے دَ پاره چه مُونږ خُدائے ته ورسوى. هغه په جسمانى طور مړ کړے شو خو په رُوحانى طور ژوندے کړے شو. ١٩ په دے شان هغه لاړو اَؤ هغه قيدى رُوحونو ته ئے پيغام ورکړو ٢٠ چه په هغه وړُومبئ زمانه کښے دَ خُدائے نافرمانه وُو کله چه خُدائے دَ نُوح په وخت کښے په زغم اِنتظار کاوو،اَؤ هغه کِشتئ تياريدله په کُومه کښے چه څۀ لږ کسان،يعنے اَتۀ کسان سوارۀ شول اَؤ دَ اوبو نه تير شول اَؤ بچ شول. ٢١ اَؤ دا هم دَ دے اوبو مِثال دے کُومے چه تاسو اوس بچ کوى،يعنے بپتسمه چه دَ وجُود ناپاکى لرے کول نه،بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ بيا ژوندى کيدلو په وسيله خُدائے پاک ته دَ صفا زړۀ سوال دے، ٢٢ چه عيسىٰ آسمان ته ختلے دے اَؤ دَ خُدائے ښى لاس ته ناست دے،اَؤ فرښتے اَؤ اِختيارات اَؤ قُدرتُونه دَ هغۀ تابع کړى شوى دى.

1 پطروس 4

دَ خُدائے دَ فضل ښۀ مُختار

١ نو بيا چه مسيح په جِسمانى طور مُصيبت وزغملو نو ځکه تاسو هم دغه شان دَ مسيح غوندے مزاج ولرئ،دَ دے دَ پاره چه چا چه درد اَؤ مُصيبت وزغملو هغه دَ ګُناه دَ قبضے نه آزاد شو، ٢ دَ پاره دَ دے چه آئنده خپل باقى جسمانى ژوندُون دَ اِنسانى خواهشُونو په طور نۀ تيروى بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق. ٣ ځکه چه دَ غيرو قومُونو دَ مرضئ په مُطابق په کار کولو اَؤ شهوت پرستئ،بدو خواهشُونو،شرابو،نڅا ګډا،نشه بازئ اَؤ بُت پرستئ کښے چه تاسو اول څومره وخت تير کړو،هغه کافى دے،چه دَ هغۀ ذکر کول هم دَ شرم خبره ده. ٤ هغوئ په دے حيران دى چه تاسو په سخته بدچلنئ کښے دَ هغوئ ملګرتيا نۀ کوئ اَؤ تاسو ته بدرد وائى. ٥ خو هغوئ به دے حساب خُدائے ته ورکوى چه دَ ژوندو اَؤ دَ مړو عدالت کولو ته تيار دے. ٦ ځکه چه مړو ته هم زيرے ځکه آؤرولے شوے وُو چه په جِسم کښے خو دِ دَ خلقو په مُطابق دَ هغو اِنصاف وشى خو په رُوحانى طور دِ دَ خُدائے په شان ژوندى اوسى. ٧ دَ ټولو څيزُونو خاتمه کيدُونکے ده،نو ځان ساتئ اَؤ دَ دُعا کولو دَ پاره بيدار اوسئ. ٨ دَ ټولو نه لويه خبره دا ده چه په خپلو کښے مينه ساتئ ځکه چه مينه په ډيرو ګُناهُونو پړده اچوى. ٩ بے له ګُوريدلو په خپلو کښے دَ يو بل ميلمستيا کوئ. ١٠ هر چا ته چه هر څومره نعمت ورکړے شوے دے،هغه دِ دَ خُدائے دَ مختلفو نعمتُونو دَ ښو مُختارانو په شان دَ يو بل په خدمت کښے ولګوئ. ١١ که څوک څۀ وائى نو داسے دِ وائى لکه چه دَ خُدائے کلام دے،که څوک خدمت کوى نو دَ هغه طاقت په مُطابق دِ ئے کوى کُوم چه خُدائے ورکړے وى،دَ پاره دَ دے چه په ټولو خبرو کښے دَ عيسىٰ مسيح په وسيله دَ خُدائے جلال ظاهروى. جلال اَؤ بادشاهى تل تر تله دَ هغۀ ده! آمين

دَ ايماندار زغم

١٢ زما خوږو ملګرو! کُوم دَ مُصيبت اور چه ستاسو دَ آزميښت دَ پاره په تاسو کښے بل دے،نو دا مه ګڼئ اَؤ په هغه حيرانيږئ مه چه په مُونږ دا يوه عجيبه خبره راغلے ده. ١٣ بلکه دَ مسيح په مُصيبتُونو کښے چه هر څومره شريکيږئ،خوشحالئ کوئ،دَ پاره دَ دے چه دَ هغۀ دَ جلال دَ ظاهريدو په وخت هم ډير خوشحاله يئ. ١٤ که چرے دَ مسيح دَ نُوم په سبب تاسو ته بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ،ځکه چه دَ جلال رُوح،يعنے دَ خُدائے رُوح په تاسو سورے کوى. ١٥ په تاسو کښے دِ څوک خُونى،غل،بدکاره يا دَ نورو په کار کښے دَ لاس وهلو په سبب مُصيبت ونۀ زغمى. ١٦ خو که څوک په دے وجه چه هغه ايماندار دے مُصيبت بيا مُومى نو شرميږى دِ نه،بلکه دَ دے نُوم په وجه دِ دَ خُدائے ثنا ووائى. ١٧ ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه دَ خُدائے له کوره دِ عدالت شروع شى،اَؤ هر کله چه زمُونږ نه شروع کيږى نو دَ هغوئ به څۀ حال وى څوک چه دَ خُدائے زيرے نۀ منى؟ ١٨ اَؤ «هر کله چه صادِق به په مُشکل سره خلاصُون مُومى نو دَ بے دينه اَؤ ګناه ګار به څۀ حال وى؟» ١٩ نو بيا چه څوک دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق مُصيبتُونه زغمى،هغوئ دِ خپل ځانُونه وفادار خالق ته په حواله کړى اَؤ هميشه دِ نيکى کوى.

1 پطروس 5

دَ خُدائے دَ رمے شپُونتوب

١ په تاسو کښے چه څوک مشران دى،زَۀ دَ هغوئ په شان مشر اَؤ دَ مسيح دَ مُصيبتُونو ګواه اَؤ په ښکاره کيدُونکى جلال کښے شريک هم يم،تاسو ته دا خواست کوم، ٢ چه دَ خُدائے دَ هغه رمے شپُونتوب کوئ چه خُدائے تاسو ته درکړے ده.په زور سره ئے مه څرَوئ بلکه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق په خوشحالئ سره،اَؤ ناجائزے ګټے دَ پاره نه،بلکه دَ زړۀ په شوق. ٣ اَؤ کُوم خلق چه ستاسو په حواله شوى دى،په هغوئ حُکومت مه چلوئ بلکه دَ رمے دَ پاره نمُونه شئ. ٤ اَؤ هر کله چه مشر شپُونکے ظاهر شى نو تاسو ته به دَ جلال داسے سهره درکړے شى چه دَ مړاوے کيدو نۀ ده، ٥ اَئے ځوانانو! هم دغه شان تاسو هم دَ مشرانو تابعدار اوسئ،بلکه دَ يو بل دَ خدمت دَ پاره ټول په حليمئ ملا وتړئ ځکه چه «خُدائے دَ کبرژنو مُقابله کوى اَؤ حليمانو ته فضل وربخښى.» ٦ نو بيا دَ خُدائے دَ مضبُوط لاس دَ لاندے په حليمئ اوسيږئ چه هغه تاسو په وخت باندے سربلند کړى. ٧ اَؤ خپل ټول فکر په هغۀ واچوئ ځکه چه هغه ستاسو خيال لرى‌. ٨ تاسو ځان ساتئ اَؤ بيدار اوسئ ځکه چه ستاسو مُخالف اِبليس دَ غړمبيدُونکى مزرى په شان په دے لټون کښے دے چه څوک ونغرى. ٩ تاسو په ايمان کښے مضبُوط شئ اَؤ دَ هغۀ مُقابله وکړئ ځکه چه تاسو ته معلُومه ده چه ستاسو ورُوڼه چه په دُنيا کښے دى،هم دغه شان مُصبتُونه زغمى. ١٠ اوس دَ هر قِسم فضل ور کوُونکے خُدائے چه تاسو دَ مسيح په يووالى کښے دَ خپل آبدى جلال دَ شامليدو دَ پاره راوبللئ چه تاسو به دَ لږ وخت دَ مُصيبت زغملو نه پس په خپله کاملان،قائم اَؤ مضبُوط کړى. ١١ دَ هغۀ قدرت دِ تل تر تله وى! آمين.

آخرى سلامُونه

١٢ ما په سيلوانس چه زما په خيال کښے ديانتدار ورور دے په لږ شان وليکل،اَؤ تاسو ته مے نصيحت وکړو اَؤ دا کواهى مے ورکړه چه دَ خُدائے رښتُونے فضل دغه دے،په دے قائم پاتے شئ. ١٣ هغه جماعت چه په بابل کښے ستاسو په شان غوره دے،هغه اَؤ زما زوئے مرقوس تاسو ته سلام وائى. ١٤ يو بل په مينه کښلوئ اَؤ په خپلو کښے سلام وايئ. تاسو ټول چه دَ مسيح يئ،تاسو ته دِ سلامتى حاصله وى.

2 پطروس 1

سلام

١ دَ شمعُون پطروس له طرفه چه دَ عيسىٰ مسيح غُلام اَؤ رسُول دے،دَ هغه خلقو په نُوم چه زمُونږ دَ خُدائے اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په صداقت کښے ئے زمُونږ په شان قيمتى ايمان مُوندلے دے. ٢ زمُونږ دَ خُدائے اَؤ مالِک عيسىٰ دَ پيژندګلو په سبب دِ په تاسو فضل اَؤ سلامتى زياتيږى.

دَ ايماندار بلنه اَؤ غوره کيدل

٣ دَ هغه اِلٰهى قُدرت هغه ټول څيزُونه کُوم چه دَ ژوندُون اَؤ ديندارئ سره لازم دى،مُونږ ته دَ هغۀ په پيژندګلو راکړل چه مُونږ ئے دَ خپل خاص جلال اَؤ نيکئ په وسيله راوبللُو، ٤ چه دَ هغے په وسيله هغۀ مُونږ سره قيمتى اَؤ ډيرے لوئے وعدے وکړلے،چه دَ هغو په وسيله تاسو دَ هغه نفسانى خرابئ نه چه په دُنيا کښے دى،بچ شئ اَؤ دَ خُدائے په شان صفتُونه ولرئ. ٥ اَؤ په دے وجه تاسو له خپله انده پُوره کوشِش وکړئ چه په خپل ايمان کښے نيکى،اَؤ په نيکئ کښے علِم، ٦ اَؤ په عِلم کښے پرهيزګارى،اَؤ په پرهيزګارئ کښے صبر،اَؤ په صبر کښے ديندارى، ٧ اَؤ په ديندارئ کښے ورورولئ عزيزئ،اَؤ په ورورولئ عزيزئ کښے مينه زياته کړئ. ٨ ځکه چه که دا خبرے په تاسو کښے وى اَؤ زياتيږى نو تاسو به زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په پيژندګلو کښے بے کاره اَؤ بے ميوے کيږئ نه. ٩ اَؤ چه په چا کښے دا خبرے نۀ وى،هغه ړُوند دے اَؤ نظر ئے کم دے اَؤ دَ خپلو وړُومبو ګُناهُونو نه پاک کيدل ئے هير کړى دى. ١٠ نو اَئے ورُوڼو! دَ خپلے بلنے اَؤ غوره والى دَ ثابتولو زيات کوشِش کوئ،ځکه چه که داسے کوئ نو هيڅ کله به تيندک ونۀ خورئ. ١١ بلکه دَ دے سره به تاسو زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په آبدى بادشاهئ کښے ډير په عزت سره داخل کړے شئ. ١٢ دَ دے دَ پاره به زَۀ تاسو ته دَ دے خبرے دَ دريادولو دَ پاره تل بيدار اوسم،سره دَ دے چه تاسو دَ هغو نه خبر اَؤ په هغه حق خبره قائم يئ چه تاسو ته حاصله ده. ١٣ اَؤ تر څو چه زَۀ ژوندے يم،تاسو ته په دريادولو اَؤ پارولو دا خبره په ځان واجبه ګڼم. ١٤ ځکه چه زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ وينا په مُطابق ما ته معلُومه ده چه زما دَ رُوح دَ کالبُوت نه دَ جُدا کيدو وخت نزدے راغلے دے. ١٥ خو بيا به هم زَۀ دا کوشِش کوم چه زما دَ مرګ نه پس به تاسو دا خبرے هميشه يادے وساتئ.

دَ مسيح جلال اَؤ دَ نبوت کلام

١٦ هر کله چه مُونږ تاسو دَ خپل مالِک عيسىٰ مسيح دَ قُدرت اَؤ دَ راتلو نه خبر کړى وئ نو مُونږ په ټګئ دَ ځانه په جوړ کړو قِصو باور نۀ وُو کړے بلکه په خپله مو دَ هغۀ لوئى ليدلے وه، ١٧ چه هغۀ دَ خُدائے پلار نه هغه وخت عزت اَؤ جلال ومُوندو کله چه هغۀ ته دَ هغه غوره جلال نه آواز راغے چه”دا زما محبُوب زوئے دے چه زَۀ ترے راضى يم.“ ١٨ اَؤ کله چه مُونږ دَ هغۀ سره په مُقدس غرۀ باندے وُو نو دَ آسمان نه مو دا آواز واؤريدو. ١٩ اَؤ زمُونږ سره دَ نبُوت هغه کلام دے کُوم چه ډير معتبر دے،اَؤ تاسو ښۀ کوئ چه په دے وجه په هغے غور کوئ چه دا يوه ډيوه ده کُومه چه دَ تيارے په ځائے کښے رڼا ورکوى،تر څو چه سحر نۀ شى اَؤ دَ صبا ستورے ستاسو په زړُونو کښے ونۀ ځليږى. ٢٠ خو وړُومبے په دے پوهه شئ چه دَ کتابِ مُقدس دَ نبيانو کلام دَ څۀ خبرے تاويل دَ چا په خپل اِختيار نۀ کيږى. ٢١ ځکه چه دَ نبيانو دَ کلام هيڅ خبره هم دَ بنى آدمو دَ خواهش په مُطابق کله هم نۀ ده شوے،بلکه بنى آدمو دَ رُوحُ القُدس دَ اثر په وجه دَ خُدائے دَ طرفه خبرے کولے.

2 پطروس 2

دَ دروغو نبيان اَؤ اُستاذان

١ خو په اِسرائيلو کښے دَ دروغو نبيان هم وُو،هم دغه شان به په تاسو کښے دَ دروغو اُستاذان هم وى. هغوئ به په پټه هلاکُوونکى بدعتُونه راوباسى اَؤ دَ هغه مالِک نه به اِنکار وکړى چه دَ هغوئ فديه ئے ورکړے ده،اَؤ په خپلو ځانُونه به زر هلاکت راولى. ٢ اَؤ ډير به دَ هغوئ دَ شهوت پرستئ په لار روان شى چه دَ دے په وجه به دَ حق دلارے بدنامى کيږى. ٣ اَؤ هغوئ به دَ لالچ نه خبرے جوړوى اَؤ ستاسو نه به دَ خپلے ځانى ګټے سبب جوړوى،اَؤ چه دَ وړُومبئ نه په هغوئ دَ سزا حُکم شوے دے،دَ هغے په راتلو کښے څۀ ډيل نِشته اَؤ دَ هغوئ هلاکت نزدے دے. ٤ ځکه هر کله چه خُدائے ګُناه کوُونکى فرښتے پرے نۀ ښودے بلکه جهنم ته ئے واستولے،اَؤ په تورو غارُونو کښے ئے واچولے چه دَ عدالت دَ پاره په قيد کښے وى. ٥ اَؤ نۀ ئے پخوانئ دُنيا پريښوده بلکه په بے دينه دُنيا ئے طُوفان راوستو خو دَ صداقت تبليغ کوُونکے نُوح ئے دَ نورو اُوو کسانو سره بچ کړو. ٦ اَؤ دَ صدُوم اَؤ عموره ښارُونه ئے ملامت کړل اَؤ وئے سيزل اَؤ ايره ئے کړل،اَؤ دَ راتلُونکےزمانے دَ بے دينو دَ پاره ئے دَ عبرت مقام وګرزُولو. ٧ اَؤ صادِق لوط ئے چه دَ بے دينو دَ ناپاک چال چلن نه تنګ وُو،بچ کړو. ٨ ځکه چه هغه صادِق چه په هغوئ کښے اوسيدلو اَؤ دَ هغوئ بے شرعے کارُونه ئے ليدل اَؤ آؤريدل نو هره ورځ په خپل صادِق زړۀ کښے عذابيدو. ٩ نو مالِک پوهيږى چه هغه څنګه دينداران دَ آزميښت نه بچ کوى اَؤ بدکاران دَ عدالت تر ورځے پورے په سزا کښے وساتى، ١٠ خو خاص هغوئ چه دَ جسمانى ناپاکو خواهشُونو پسے ګرځى اَؤ مالِک والے سپک ګڼى،دَ دروغو اُستاذان،ګُستاخه اَؤ کبرژن دى اَؤ په آسمانى جلالى مخلُوق باندے په بدرد وئيلو نۀ ويريږى. ١١ سره دَ دے چه فرښتے چه په طاقت اَؤ په قُدرت کښے دَ هغوئ نه لوئے دى،دَ مالِک په مخکښے دَ هغوئ بدرد وئيلو سره سزا نۀ ورکوى. ١٢ خو دا خلق دَ ځنګلى ځناورو په شان دى چه دَ رانيولى کيدلو اَؤ هلاکولو دَ پاره پيدا شوى دى،دَ کُومو خبرو په باب کښے چه ناخبره دى،دَ هغوئ په باب په نورو بدرد وائى،هغوئ به دَ ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى، ١٣ دَ نورو سره په بد کولو به ورسره بد وشى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى،هغوئ بے عزته اَؤ بے شرمه دى. هر کله چه تاسو سره خورى څښى نو هغوئ په خپل چل ول کښے عيش و عشرت کوى. ١٤ هغوئ ښځو ته په بدو سترګو ګورى اَؤ دَ ګُناه نه نۀ شى آؤړيدے،هغوئ بے قيامه خلق راګيروى،دَ هغوئ زړۀ په حرص آموخته شوے دے،په هغوئ به لعنت وى. ١٥ هغوئ نيغه لار پريښودله،بے لارے شوى دى اَؤ دَ بعور دَ زوئے بلعام په لار روان دى چه ئے دَ ناراستئ مزدُورى غوره وګڼله. ١٦ اَؤ په خپل قصُور ملامت شو چه يوے بے ژبے خرے دَ اِنسان په شان خبرے وکړے اَؤ هغه نبى ئے دَ ليونتوب نه منع کړو. ١٧ دَ دروغو اُستاذان لکه وچ کُوهيان دى اَؤ داسے وريځے چه سيلئ ئے وړى راؤړى،دَ هغوئ دَ پاره بے حده تيارۀ ده. ١٨ هغوئ دَ کبر اَؤ بيهُوده خبرے کوى،اَؤ دَ شهوت پرستئ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشُونو کښے راګيروى کُوم چه دَ ګمراهانو نه په راوتو کښے دى. ١٩ هغوئ خو دَ خلقو سره دَ آزادئ لوظ کوى اَؤ په خپله دَ خرابئ غُلامان جوړ شوى دى،ځکه چه کُوم سړے چه دَ چا نه معلُوب وى،هغه دَ هغۀ غُلام دے. ٢٠ اَؤ چه هر کله هغوئ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ پيژندګلو په وسيله دَ دُنيا دَ سخاتوب نه خلاص شول اَؤ بيا په کښے ګير شول اَؤ دَ هغوئ نه مغلُوب شول،نو دَ هغوئ ورُوستے حال دَ وړُومبى نه هم ډير بد شو. ٢١ ځکه چه هغوئ دَ صداقت لار وپيژندله خو هغوئ دَ هغه پاک حُکم نه راوګرزيدل چه هغوئ له ورکړے شوے وُو،نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دا ښۀ وه چه چرے هغه ئے پيژندلے نۀ وے. ٢٢ اَؤ په هغوئ دا متل رښتينے کيږى چه «سپے دَ خپل قى په طرف راګرزى» اَؤ «لمبولے شوے خنزير په خټو کښے رغړيږى.»

2 پطروس 3

دَ مالِک دَ راتلو لوظ

١ زما دوستانو! اوس زَۀ تاسو ته دا دويم خط درليکم،اَؤ دَ يادګيرنے په طور دَ دواړو خطُونو سره ستاسو صفا زړُونه راپاروم، ٢ چه تاسو هغه خبرے چه پاکو نبيانو وړُومبئ کړى دى اَؤ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى هغه حُکم ياد ولرئ کُوم چه تاسو ته دَ رسُولانو په وسيله درکړے شوے دے. ٣ اَؤ په دے له اول نه خبر شئ چه په آخرو ورځو کښے به داسے ټوقماران راځى چه دَ خپلو خواهشُونو په مُطابق وچليږى. ٤ اَؤ وائى به چه”دَ هغۀ دَ راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چه دَ کله نه چه زمُونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى اَؤ دَ هغه وخت نه تر اوسه پورے هر څۀ هم هغه شان دى لکه چه دَ مخلُوق دَ شروع نه وُو.“ ٥ هغوئ خو په قصد دا هير کړل چه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله آسمانُونه دَ پخوا نه موجُود دى،اَؤ مزکه دَ اوبو نه اَؤ دَ اوبو په وسيله پيدا شوے ده. ٦ هم دَ دغه اوبو په طُوفان سره دَ هغه پخوا زمانے دُنيا غرقه اَؤ هلاکه شوه. ٧ خو موجُوده آسمانُونه اَؤ مزکه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله دَ دے دَ پاره ساتلے شوى دى چه وسوزولے شى،اَؤ هغوئ به دَ بے دينه خلقو دَ عدالت اَؤ هلاکت تر ورځے پورے محفُوظ وساتلے شى. ٨ زما ملګرو! دا خبره دِ ستاسو نه هيره نۀ شى چه دَ مالِک په نزد يوه ورځ دَ زرو کالو برابر ده اَؤ زر کاله دَ يوے ورځے برابر. ٩ مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى،دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دَ غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى. ١٠ خو دَ مالِک ورځ به دَ غل په شان راځى،په هغه ورځ به آسمانُونه ډير ګړزګړُوز دَ نظر نه پناه شى،يعنے ستورى سيارے به دَ اور په سخت تاؤ سره ويلى شى،اَؤ مزکه اَؤ په هغے دَ بنى آدمو ټول کارُونه به ختم شى. ١١ هر کله چه ټول څيزُونه هم دغه شان ويلى کيدُونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن اَؤ ديندارئ کښے څنګه کيدل په کار دى! ١٢ اَؤ تاسو دَ خُدائے دَ هغه ورځے دَ راتلو اِنتظار کوئ اَؤ ښه خوارى کوئ چه هغه زر راشى چه په کُومے کښے به آسمانُونه دَ اور نه وسوزى اَؤ برباد به شى،اَؤ ستورى اَؤ سيارے به له تاؤ نه ويلى شى. ١٣ خو دَ هغه دَ لوظ په مُطابق مُونږ دَ نوو آسمانُونو اَؤ نوے مزکے اِنتظار کوُو چه په کښے به صداقت اوسيږى. ١٤ زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ دے خبرو په اِنتظار يئ نو دَ دے دَ پاره تاسو کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په وړاندے دَ سلامتئ په حالت کښے بے داغه اَؤ بے عيبه يئ. ١٥ اَؤ زمُونږ دَ مالِک زغم لکه دَ خلاصُون وګڼئ ځکه چه زمُونږ خوږ ورور پولوس هم دَ خپل ورکړى شوى حِکمت په مُطابق تاسو ته هم دغه ليکلى دى. ١٦ اَؤ په خپلو ټولو خطُونو کښے ئے دَ دے خبرو ذکر کړے دے چه په هغو کښے ځنى خبرے داسے دى چه پرے پوهيدل ګران دى،اَؤ جاهل اَؤ بے قيامه خلق هغوئ هم دَ نورو صحيفو په شان رابدلوى اَؤ ځانُونو دَ پاره هلاکت پيدا کوى. ١٧ زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ اول نه خبر يئ،ځکه بيدار اوسئ چه دَ بے دينو دَ ګُمراهئ طرف ته ورنۀ شئ،اَؤ خپله مضبُوطى پرے نۀ ږدئ. ١٨ بلکه زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په فضل اَؤ علم کښے وړاندے شئ. دَ هغۀ جلال دِ اوس هم وى اَؤ تل تر تله دِ وى! آمين.

1 يوحنا 1

دَ ژوندُون نُور

١ مُونږ تاسو ته دَ ژوندُون ورکوُونکى کلام په باب کښے ليکُو چه هغه له ازل نه موجُود وُو اَؤ چه مُونږ واؤريدو اَؤ مُونږ په خپلو سترګو وليدلو. مُونږ ئے ننداره وکړه اَؤ خپل لاسُونه مو پرے ولګول اَؤ مُونږ دَ دے په حقله اوس درته وايُو. ٢ دا ژوند مُونږ ته ښکاره کړے شوے وُو اَؤ مُونږ ليدلے دے مُونږ ئے ګواهى کوُو. مُونږ دَ هغه تل ژوندُون چه دَ خُدائے پلار سره وُو اَؤ مُونږ ته ښکاره کړے شوے دے تاسو پرے خبروُو. ٣ څۀ چه مُونږ ليدلى اَؤ آؤريدلى دى،په هغو تاسو خبروُو دَ دے دَ پاره چه تاسو راسره شراکت ولرئ اَؤ مُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے عيسىٰ مسيح سره شراکت لرُو. ٤ دا مُونږ ځکه ليکُو چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى.

خُدائے نُور دے

٥ دا هغه پيغام دے چه مُونږ دَ مسيح نه واؤريدلو اَؤ تاسو پرے خبروُو چه خُدائے نُور دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ تيارۀ نِشته. ٦ که چرے مُونږ په خُلے دا ووايُو چه هغۀ سره شراکت لرُو خو په تيارو کښے ګرزُو نو بيا مُونږ دروغژن يُو اَؤ په حق عمل نۀ کوُو. ٧ خو که مُونږ په نُور کښے ګرزُو لکه څنګه چه هغه په خپله په نُور کښے دے نو بيا مُونږ په خپلو کښے شراکت لرُو،اَؤ دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ وينه مُونږ دَ هر يو ګُناه نه پاکوى. ٨ که چرے مُونږ دا ووايُو چه بے ګُناه يُو نو مُونږ خپل ځان ته دوکه ورکوُو اَؤ په مُونږ کښے رښتيا نِشته. ٩ که مُونږ دَ خپلو ګُناهُونو اِقرار کوُو نو هغه وفادار اَؤ صادِق دے،اَؤ هغه به زمُونږ ګُناهُونه مُعاف کړى اَؤ دَ هر قِسم بدو نه به مو پاک کړى. ١٠ اَؤ که چرے مُونږ دا ووايُو چه مُونږ هيڅ ګُناه نۀ ده کړے نو مُونږ خُدائے دروغژن کوُو اَؤ دَ هغۀ کلام په مُونږ کښے نِشته.

1 يوحنا 2

مسيح زمُونږ شفاعت کوُونکے

١ زما بچو! دَ دغو خبرو دَ ليکلو نه زما مطلب دا دے چه تاسو ګُناه مه کوئ،خو که چرے څوک ګُناه وکړى نو دَ پلار سره زمُونږ يو شفاعت کوُونکے دے،يعنے عيسىٰ مسيح چه صادِق دے. ٢ هغه په خپله زمُونږ دَ ګُناهُونو کِفاره دے،نۀ يواځے زمُونږ دَ ګُناهُونو بلکه دَ ټولے دُنيا دَ ګُناهُونو هم. ٣ که موږ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل وکړُو نو مُونږ ته معلُومه ده چه هغه پيژنو. ٤ که څوک دا وائى چه”زَۀ ئے پيژنم“ اَؤ بيا هم دَ هغۀ په حُکمُونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے اَؤ په هغۀ کښے رښتيا نِشته. ٥ که څوک دَ هغۀ په کلام عمل کوى نو په هغۀ کښے دَ خُدائے مينه کامله شوے ده. اَؤ داسے مُونږ ته معلُومه ده چه مُونږ دَ خُدائے سره شراکت لرُو. ٦ هر هغه څوک چه وائى چه ”زَۀ دَ هغۀ په شراکت کښے قائم يم،“نو په کار دى چه هغه دِ داسے ژوند تير کړى لکه څنګه چه مسيح تير کړے وُو.

نوے حُکم

٧ خوږو دوستانو! زَۀ تاسو ته څۀ نوے حُکم نۀ ليکم،دا هغه زوړ حُکم دے چه دَ شروع نه تاسو سره دے. دا زوړ حُکم هغه کلام دے کُوم چه تاسو دَ مخکښے نه آؤريدلے دے. ٨ بيا هم زَۀ تاسو ته يو نوے حُکم ليکم چه هغه دَ مسيح په ژوندُون کښے وليدل شو اَؤ په تاسو کښے هم،ځکه چه تيارۀ لرے کيږى اَؤ رښتينے نُور ځليږى. ٩ که څوک ووائى چه”زَۀ په نُور کښے يم،“اَؤ هغه دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه هم هغه شان په تيارۀ کښے دے. ١٠ هر څوک چه دَ خپل ورور سره مينه لرى،هغه په نُور کښے ژوند تيروى اَؤ هغه هيچرے دَ تيندک سبب نۀ جوړيږى. ١١ خو هر څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى،هغه په تيارۀ کښے ګرزى بلکه په تيارو کښے ژوند تيروى اَؤ هغه نۀ پوهيږى چه چرته روان دے ځکه چه تيارو دَ هغۀ سترګے ړندے کړے دى. ١٢ زما بچو زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه ستاسو ګُناهُونه دَ مسيح په نُوم معاف کړى شوى دى. ١٣ اَئے پلارانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو هغه پيژندلے دے چه له ازل نه دے. آے ځوانانو! زَۀ تاسو ته ليکم ځکه چه تاسو په شرير،يعنے شيطان،غالب راغلى يئ. اَئے بچو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو پلار پيژندلے دے. ١٤ اَئے پلارانو! ما تاسو ته ځکه ليکلى دى چه تاسو هغه پيژندلے دے چه هغه له ازل نه دے. اَئے ځوانانو! تاسو ته مے ځکه ليکلى دى چه تاسو مضبُوط يئ اَؤ دَ خُدائے کلام په تاسو کښے پاتے کيږى اَؤ تاسو په شرير غالب شوى يئ. ١٥ دَ دُنيا اَؤ دَ هغے دَ څيزُونو سره مينه مه لرئ،ځکه چه څوک چه دَ دُنيا سره مينه لرى،په هغۀ کښے دَ خُدائے پلار مينه نِشته. ١٦ څۀ چه په دُنيا کښے دَ نفسانى خواهشاتو،يا دَ سترګو دَ شوق،اَؤ يا ژوند دَ کبر تاسو ته ښکارى،دا دَ پلار له لورى نۀ دى بلکه دَ دُنيا څيزُونه دى. ١٧ اَؤ دُنيا اَؤ دَ هغے شوق فنا کيدُونکى دى،خو څوک چه دَ خُدائے په مرضئ عمل کوى هغه به تل تر تله پاتے کيږى.

خردجال

١٨ زما بچو! دا آخرى وخت دے! تاسو ته وئيلى شوى وُو چه خردجال راتلُونکے دے،اَؤ اوس ډير خردجالان راپورته شوى دى،اَؤ له دے نه مُونږ ته معلُومه ده چه بے شکه دا آخرى وخت دے. ١٩ هغوئ له مُونږ نه ووتل،خو په حقيقت کښے ئے زمُونږ سره تعلق نۀ وُو. که دوئ زمُونږ وئے نو مُونږ سره به پاتے شوى وُو،دوئ دَ دے دَ پاره بهر ووتل چه دا ښکاره شى چه دوئ ټول له مُونږ نه نۀ دى. ٢٠ خو په تاسو رُوحُ القُدس نازل شوے دے اَؤ تاسو ټولو ته حقيقت معلُوم دے. ٢١ ځکه ما درته ليکلى نۀ دى چه تاسو دَ رښتياؤ نه ناخبره يئ خو تاسو پرے خبر يئ،اَؤ له دے نه هم خبر يئ چه هيڅ دروغ دَ رښتياؤ نه نۀ دى. ٢٢ دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چه وائى چه عيسىٰ مسيح نۀ دے،نو هغه خردجال دے ځکه چه هغه دَ پلار اَؤ زوئے دواړو نه اِنکار کوى. ٢٣ څوک چه دَ زوئے نه اِنکار کوى دَ هغۀ سره پلار هم نِشته،اَؤ څوک چه دَ زوئے اِقرار کوى نو دَ هغۀ سره پلار هم شته. ٢٤ تاسو دَ اول نه چه څۀ آؤريدلى دى،هغه په زړُونو کښے وساتئ. څۀ چه تاسو آؤريدلى دى،که هغه تاسو ساتلى وى نو تاسو به په خپله هم په زوئے اَؤ پلار دواړو کښے پاتے شئ. ٢٥ اَؤ هغۀ په خپله مُونږ سره دَ تل ژوندُون لوظ کړے دے. ٢٦ نو دا خبره تاسو ته دَ هغه چا په باب کښے ليکم چه ستاسو دَ بے لارے کولو کوشِش کوى. ٢٧ خو رُوحُ القُدس چه په تاسو دَ هغۀ نه نازل شو،که هغه په تاسو کښے اوسى نو تاسو ته دَ بل اُستاذ حاجت نِشته. اَؤ دَ هر څۀ چه درته حاجت وى نو رُوحُ القُدس به ئے درته ښائى،اَؤ څۀ چه درته هغه ښائى،رښتيا دى،نۀ چه دروغ،اَؤ څنکه چه هغۀ تعليم درکړے دے دغسے په هغۀ کښے پاتے شئ.

دَ خُدائے بچى

٢٨ اَئے بچو! اوس هم په هغۀ کښے شراکت ولرئ،ځکه چه هر کله چه هغه ښکاره شى نو مُونږ به په زړۀ ورتيا سره دَ هغۀ په راتلو دَ هغۀ په وړاندے شرمنده نۀ يُو. ٢٩ که تاسو په دے خبر يئ چه مسيح صادِق دے نو تاسو په دے پوهه شئ چه هر څوک چه صداقت کوى دَ خُدائے بچى شى.

1 يوحنا 3

١ پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے. ٢ خوږو دوستانو! مُونږ اوس هم دَ خدائے بچى يُو خو په دِے نۀ پوهيږو چه څنګه به شُو،خو مونږ په دے پوهيږُو چه هر کله چه عيسىٰ راښکاره شى نو مُونږ به دَ هغۀ په شان شُو ځکه چه مُونږ به ئے هم په هغه شان ووينُو څنګه چه هغه دے. ٣ هر څوک چه په مسيح دا اُميد لرى،هغه ځان داسے پاک ساتى لکه چه مسيح پاک دے. ٤ هر څوک چه ګُناه کوى،هغه نافرمانى کوى،ګُناه خو نافرمانى کول ده. ٥ تاسو خبر يئ چه مسيح ځکه ښکاره شو چه ګُناهُونه لرے کړى،اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ګُناه نِشته ٦ نو هر څوک چه په مسيح کښے قائم وى،هغه په ګُناه کولو آخته نۀ وى،اَؤ هر څوک چه په ګُناه کولو آخته وى،نۀ خو هغۀ ليدلے دے اَؤ نۀ ئے پيژندلے دے. ٧ زما بچو! هيڅوک دِ تاسو بے لارے نۀ کړى ځکه چه څوک چه صداقت کوى هغه صادِق دے لکه چه مسيح صادِق دے. ٨ هر څوک چه ګُناه کوى،هغه دَ اِبليس بچے دے ځکه چه اِبليس له ازل نه په ګُناه کولو کښے آخته دے. اَؤ دَ خُدائے زوئے له ازل نه ځکه ښکاره شو چه دَ اِبليس کارُونه برباد کړى. ٩ له خُدائے نه پيدا شوى هيڅ کله هم په ګُناه کښے نۀ اوسيږى ځکه چه په هغۀ کښے دَ خُدائے اصل قائم وى،اَؤ ګُناه کولے نۀ شى ځکه چه هغه دَ خُدائے بچے دے. ١٠ هم دغه دَ خُدائے دَ بچو اَؤ دَ اِبليس دَ بچو فرق دے،هيڅوک هم چه صداقت نۀ کوى دَ خُدائے بچے نۀ دے،اَؤ نۀ هغه څوک چه دَ ورور سره مينه نۀ لرى.

يو بل سره مينه لرل

١١ ځکه چه له شروع نه چه کُوم پيغام تاسو آؤريدلے دے،هغه دا دے چه مُونږ دِ دَ يو بل سره مينه ولرُو. ١٢ نۀ چه دَ قائين په شان جوړ شُو چه دَ شرير بچے وُو اَؤ خپل ورور ئے قتل کړو.اَؤ هغه ئے ولے مړ کړو؟ ځکه چه دَ هغۀ عمل بد وُو اَؤ دَ هغۀ دَ ورور ښۀ. ١٣ زما ورُوڼو! په دے حيرانيږئ مه که دُنيا تاسو سره دُښمنى کوى. ١٤ مُونږ پوهيږُو چه له مرګ نه په ژوندُون کښے شوى يُو په دے ځکه چه مُونږ له خپلو ورُوڼو سره مينه لرُو،اَؤ څوک چه مينه نۀ لرى هغه لا تر اوسه دَ مرګ په حالت کښے دے. ١٥ ځکه چه هر هغه څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى،خُونى دے،اَؤ تاسو په خپله خبر يئ چه يو خُونى هم په خپل ځان کښے دَ تل ژوندُون نۀ لرى. ١٦ په دے وجه مُونږ پوهيږو چه مينه څۀ ده،ځکه چه مسيح زمُونږ دَ پاره خپل ځان ورکړو اَؤ مُونږ له هم په کار دى چه خپل ځانُونه دَ خپلو ورُوڼو دَ پاره ورکړُو. ١٧ که څوک مالدار وى اَؤ خپل ورور حاجتمند وينى اَؤ بيا هم زړۀ سواندے پرے نۀ کوى نو هغه څنګه دَ خُدائے مينه په خپل زړۀ کښے لرى؟

دَ خُدائے په مخ کښے باور

١٨ زما بچو! مينه دِ تش په خبرو يا په ژبه نۀ وى بلکه په رښتيا اَؤ په عملى طور په کار ده. ١٩ هم دغه شان به مُونږ پوهه شُو چه مُونږ دَ حقيقت يُو،اَؤ دَ خُدائے په مخکښے دا باور لرُو. ٢٠ که زمُونږ زړۀ مُونږ ملامتوى نو هم خُدائے زمُونږ دَ زړۀ نه ډير لوئے دے اَؤ له هر څۀ نه خبر دے. ٢١ خوږو دوستانو! که چرے زمُونږ زړۀ مُونږ نۀ ملامتوى نو بيا مُونږ دَ خُدائے په مخکښے باور لرُو. ٢٢ اَؤ څۀ چه ترے غواړو هغه ئے راکوى،ځکه چه مُونږ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کوُو اَؤ څۀ چه هغه خوښوى هم هغسے کوُو. ٢٣ دا دَ هغۀ حُکم دے چه دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ مسيح په نُوم ايمان راؤړُو اَؤ دَ هغۀ دَ حُکم په مُطابق دَ يو بل سره مينه ولرُو. ٢٤ هر څوک چه دَ خُدائے په حُکمُونو عمل کوى نو هغه په خُدائے کښے قائم وى اَؤ خُدائے په هغۀ کښے. اَؤ هم دغه شان مُونږ پوهيږو چه هغه دَ رُوحُ القُدس په وسيله په مُونږ کښے اوسيږى چه په مُونږ ئے نازل کړے دے.

1 يوحنا 4

دَ خُدائے رُوح اؤ دَ خردجال رُوح

١ اَئے عزيزانو! په هر يو رُوح يقين مه کوئ بلکه هر يو ښۀ آزميئ چه آيا هغه سړے دَ خُدائے په رُوحُ القُدس خبرے کوى که نه؟ ځکه چه په دُنيا کښے ډير دَ دروغو نبيان راپورته شوى دى. ٢ دغه شان به مُونږ دَ خُدائے رُوح وپيژنُو چه که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ مسيح په جِسم کښے راغلے دے،هغه دَ خُدائے له طرفه دے. ٣ اَؤ هر هغه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح اِقرار نۀ کوى،هغه دَ خُدائے نه نۀ دے خو دَ خردجال رُوح دے.تاسو ته وئيلى شوى وُو چه هغه راتلُونکے دے،خو هغه اوس هم په دُنيا کښے موجُود دے. ٤ خو زما خوږو بچو! تاسو دَ خُدائے دَ کورنئ يئ اَؤ تاسو په دے دروغژنو نبيانو غالب شوى يئ،ځکه چه هغه څوک چه په تاسو کښے دے،هغه له هغه چا نه ډير زورَور دے چه په دُنيا کښے دى. ٥ هغوئ دَ دُنيا دى اَؤ دغه شان دَ هغوئ خبرے دى،هم دغه وجه ده چه دُنيا دَ هغوئ آؤرى. ٦ خو مُونږ دَ خُدائے يُو اَؤ څوک چه خُدائے پيژنى هغه زمُونږ آؤرى،اَؤ څوک چه دَ خُدائے نۀ دے،هغه زمُونږ خبرے نۀ آؤرى. دغه شان مُونږ حقيقى اَؤ ګُمراهى رُوح پيژندلے شُو.

خُدائے مينه دے

٧ خوږو دوستانو! راځئ چه دَ يو بل سره مينه ولرُو ځکه چه مينه دَ خُدائے له طرفه ده،اَؤ هر هغه څوک چه مينه لرى هغه له خُدائے نه پيدا شوے دے اَؤ خُدائے پيژنى. ٨ خو څوک چه مينه نۀ لرى هغه خُدائے نۀ پيژنى،ځکه چه خُدائے مينه دے. ٩ اَؤ دَ هغۀ مينه مُونږ ته په دے شان ښکاره شوه چه هغۀ دے دُنيا ته خپل يکى يو زوئے دَ دے دَ پاره راوليږلو چه مُونږ دَ هغۀ په وسيله ژوندُون ولرُو. ١٠ مينه په دے کښے نۀ ده چه مُونږ له خُدائے سره مينه وکړله بلکه په دے کښے ده چه هغۀ مُونږ سره مينه وکړله،اَؤ زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ کِفارے دَ پاره ئے خپل زوئے راوليږلو. ١١ خوږو دوستانو! که خُدائے له مُونږ سره داسے مينه وکړله نو بيا مُونږ له هم پکار دى چه دَ يو بل سره مينه وکړُو. ١٢ اګر چه خُدائے هيچا هم ليدلے نۀ دے،که چرے مُونږ دَ يو بل سره مينه ولرُو نو خُدائے په خپله په مُونږ کښے اوسيږى اَؤ دَ هغۀ مينه په مُونږ کښے کامله شى. ١٣ په دے سبب مُونږ خبر يُو چه مُونږ په هغۀ کښے قائم يُو اَؤ هغه په مُونږ کښے،چه هغۀ مُونږ ته خپل رُوحُ القُدس راکړے دے. ١٤ اَؤ دا مُونږ په خپله ليدلے دے اَؤ ګواهى کوُو چه پلار خپل زوئے دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راوليږلو. ١٥ که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ دَ خُدائے زوئے دے نو خُدائے په هغۀ کښے قائم دے اَؤ هغه په خُدائے کښے. ١٦ دغه شان مُونږ خبر يُو اَؤ يقين لرُو چه خُدائے مُونږ سره مينه لرى. خُدائے مينه دے اَؤ څوک چه په مينه کښے قائم وى،هغه په خُدائے اَؤ خُدائے په هغۀ کښے پاتے کيږى. ١٧ اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو،اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو. ١٨ په مينه کښے ويره نِشته،کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى،په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده. ١٩ مُونږ ځکه مينه کوُو چه اول خُدائے مُونږ سره مينه وکړله. ٢٠ خو که څوک دا ووائى چه زَۀ دَ خُدائے سره مينه لرم اَؤ دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے،ځکه چه کُوم ورور ئے ليدلے دے،دَ هغۀ سره مينه نۀ لرى نو دا نۀ شى کيدے چه خُدائے چه دَۀ ليدلے نۀ دے،دَ هغۀ سره مينه ولرى. ٢١ بے شکه چه دا حُکم مُونږ ته دَ مسيح نه راغلے دے چه هر هغه څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى،دَ خپل ورور سره دِ هم مينه لرى.

1 يوحنا 5

دَ خُدائے رُوح اؤ دَ خردجال رُوح

١ اَئے عزيزانو! په هر يو رُوح يقين مه کوئ بلکه هر يو ښۀ آزميئ چه آيا هغه سړے دَ خُدائے په رُوحُ القُدس خبرے کوى که نه؟ ځکه چه په دُنيا کښے ډير دَ دروغو نبيان راپورته شوى دى. ٢ دغه شان به مُونږ دَ خُدائے رُوح وپيژنُو چه که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ مسيح په جِسم کښے راغلے دے،هغه دَ خُدائے له طرفه دے. ٣ اَؤ هر هغه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح اِقرار نۀ کوى،هغه دَ خُدائے نه نۀ دے خو دَ خردجال رُوح دے.تاسو ته وئيلى شوى وُو چه هغه راتلُونکے دے،خو هغه اوس هم په دُنيا کښے موجُود دے. ٤ خو زما خوږو بچو! تاسو دَ خُدائے دَ کورنئ يئ اَؤ تاسو په دے دروغژنو نبيانو غالب شوى يئ،ځکه چه هغه څوک چه په تاسو کښے دے،هغه له هغه چا نه ډير زورَور دے چه په دُنيا کښے دى. ٥ هغوئ دَ دُنيا دى اَؤ دغه شان دَ هغوئ خبرے دى،هم دغه وجه ده چه دُنيا دَ هغوئ آؤرى. ٦ خو مُونږ دَ خُدائے يُو اَؤ څوک چه خُدائے پيژنى هغه زمُونږ آؤرى،اَؤ څوک چه دَ خُدائے نۀ دے،هغه زمُونږ خبرے نۀ آؤرى. دغه شان مُونږ حقيقى اَؤ ګُمراهى رُوح پيژندلے شُو.

خُدائے مينه دے

٧ خوږو دوستانو! راځئ چه دَ يو بل سره مينه ولرُو ځکه چه مينه دَ خُدائے له طرفه ده،اَؤ هر هغه څوک چه مينه لرى هغه له خُدائے نه پيدا شوے دے اَؤ خُدائے پيژنى. ٨ خو څوک چه مينه نۀ لرى هغه خُدائے نۀ پيژنى،ځکه چه خُدائے مينه دے. ٩ اَؤ دَ هغۀ مينه مُونږ ته په دے شان ښکاره شوه چه هغۀ دے دُنيا ته خپل يکى يو زوئے دَ دے دَ پاره راوليږلو چه مُونږ دَ هغۀ په وسيله ژوندُون ولرُو. ١٠ مينه په دے کښے نۀ ده چه مُونږ له خُدائے سره مينه وکړله بلکه په دے کښے ده چه هغۀ مُونږ سره مينه وکړله،اَؤ زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ کِفارے دَ پاره ئے خپل زوئے راوليږلو. ١١ خوږو دوستانو! که خُدائے له مُونږ سره داسے مينه وکړله نو بيا مُونږ له هم پکار دى چه دَ يو بل سره مينه وکړُو. ١٢ اګر چه خُدائے هيچا هم ليدلے نۀ دے،که چرے مُونږ دَ يو بل سره مينه ولرُو نو خُدائے په خپله په مُونږ کښے اوسيږى اَؤ دَ هغۀ مينه په مُونږ کښے کامله شى. ١٣ په دے سبب مُونږ خبر يُو چه مُونږ په هغۀ کښے قائم يُو اَؤ هغه په مُونږ کښے،چه هغۀ مُونږ ته خپل رُوحُ القُدس راکړے دے. ١٤ اَؤ دا مُونږ په خپله ليدلے دے اَؤ ګواهى کوُو چه پلار خپل زوئے دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راوليږلو. ١٥ که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ دَ خُدائے زوئے دے نو خُدائے په هغۀ کښے قائم دے اَؤ هغه په خُدائے کښے. ١٦ دغه شان مُونږ خبر يُو اَؤ يقين لرُو چه خُدائے مُونږ سره مينه لرى. خُدائے مينه دے اَؤ څوک چه په مينه کښے قائم وى،هغه په خُدائے اَؤ خُدائے په هغۀ کښے پاتے کيږى. ١٧ اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو،اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو. ١٨ په مينه کښے ويره نِشته،کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى،په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده. ١٩ مُونږ ځکه مينه کوُو چه اول خُدائے مُونږ سره مينه وکړله. ٢٠ خو که څوک دا ووائى چه زَۀ دَ خُدائے سره مينه لرم اَؤ دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے،ځکه چه کُوم ورور ئے ليدلے دے،دَ هغۀ سره مينه نۀ لرى نو دا نۀ شى کيدے چه خُدائے چه دَۀ ليدلے نۀ دے،دَ هغۀ سره مينه ولرى. ٢١ بے شکه چه دا حُکم مُونږ ته دَ مسيح نه راغلے دے چه هر هغه څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى،دَ خپل ورور سره دِ هم مينه لرى.

2 يوحنا 1

سلام

١ دا خط دَ مشر له طرف نه دے،اَؤ هغه ميرمنے اَؤ دَ هغے بچو په نُوم ليکلے کيږى چا سره چه زَۀ رښتينى مينه لرم،يواځے زَۀ نه،بلکه ټول هغه څوک چه دَ حق نه خبر دى، ٢ اَؤ دَ حق دَ خاطره چه په مُونږ کښے دے اَؤ تل تر تله به په مُونږ کښے پاتے وى. ٣ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ هغۀ دَ زوئے عيسىٰ مسيح فضل،رحم اَؤ سلامتى دِ په حقيقت اَؤ مينے سره په مُونږ کښے پاتے وى.

حقيقت اَؤ مينه

٤ زَۀ په دے ډير خوشحاله شوم چه مے واؤريدل چه ستاسو ځنى بچى دَ حق په لار روان دى څنګه چه پلار مُونږ ته حُکم کړے وُو. ٥ اَئے خوږے ميرمنے! اوس زَۀ درته يو عرض کوم چه راځئ چه دَ يو بل سره مينه لرُو.دا خيال مه کوئ چه نوے حُکم درکوم بلکه هغه يو دوباره دريادوم کُوم چه مُونږ ته دَ اول نه راکړے شوے وُو. ٦ اَؤ دَ مينے نه زما مطلب دا دے چه مُونږ دَ خُدائے په حُکمُونو عمل وکړُو. دا هم هغه حُکم دے چه تاسو له اول نه آؤريدلے دے چه تاسو ته پکار دى چه په مينه کښے ژوندُون تير کړئ. ٧ ډير فريبيان دُنيا ته راغلى دى چه دَ عيسىٰ مسيح په جسم کښے دُنيا ته راتلل نۀ منى،داسے کسان لوئے ټګماران اَؤ خر دَ جالان دى. ٨ تاسو خبردار شئ. چه کُومه خوارى چه مُونږ په تاسو کړے ده،هغه دِ ستاسو په سبب ضائع نۀ شى بلکه تاسو دِ دَ هغے پُوره اجر بيا مُومئ. ٩ هر هغه څوک چه دَ مسيح په تعليم قائم پاتے نۀ وى بلکه هغه پريږدئ،دَ هغۀ سره خُدائے نِشته،څوک چه دَ مسيح په تعليم عمل کوى نو دَ هغۀ سره پلار اَؤ زوئے دواړه شته. ١٠ که څوک درته راشى اَؤ دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کورته مه پريږدئ اَؤ مه ورته سلام وايئ. ١١ ځکه چه هر هغه څوک چه هغۀ ته سلام وائى،هغه دَ هغۀ په بدو کارُونو کښے شريک دے.

آخرى سلام

١٢ ډيرے خبرے داسے دى چه زَۀ ئے تاسو ته ليکل غواړم خو دَ هغے زَۀ په ليک کښے راوستل نۀ غواړم،خو زَۀ دا اُميد لرم چه دربه شم اَؤ درسره به مخامخ خبرے وکړم دَ دے دَ پاره چه زمُونږ خوشحالى پُوره شى. ١٣ هغه خور چه خُدائے غوره کړے ده دَ هغے بچى تا ته سلام وائى.

3 يوحنا 1

سلام

١ دَ مشر له طرفه،خوږ ګايوس ته،دَ چا سره چه زَۀ رښتينے مينه لرم. ٢ زما خوږه ګايوسه! زَۀ دُعا غواړم چه روغ جوړ اَؤ په خير خيريت اوسے لکه څنګه چه زَۀ خبر يم چه تۀ په روحانى طور يئے. ٣ هر کله چه ورُوڼه راغلل اَؤ ما ته ئے دا ووئيل چه تۀ څومره په حقيقت کښے ژوند تيروے نو ډير خوشحاله شوم. بے شکه تۀ په خپل ټول ژوندُون کښے رښتينے يئے. ٤ دَ دے نه زياته خوشحالى ما ته په بل هيڅ څيز نۀ حاصليږى چه زَۀ دَ دے نه خبر شم چه زما بچى په حقه لار روان دى.

مرسته اَؤ مُخالفت کول

٥ اَئے وروره! تۀ دَ ورُوڼو په خدمت کښے ډير وفادار يئے اګر که تۀ هغوئ پيژنے هم نه. ٦ هغوئ دلته دَ جماعت په وړاندے ستا دَ ښۀ سلوک صفت وکړو. مهربانى وکړه تۀ دَ دوئ په سفر کښے ورسره هغه شان مدد وکړه لکه څنګه چه زمُونږ دَ خُدائے دَ وړاندے لائق دى. ٧ هغوئ دَ عيسىٰ دَ نُوم دَ خاطره دَ خدمت کولو دَ پاره ووتل اَؤ دَ بے ايمانانو نه هيڅ څيز هم نۀ اخلى. ٨ نو مُونږ ته لازم دى چه دَ داسے خلقو مدد وکړُو اَؤ په دغسے کولو دَ حقيقت په خورولو کښے دَ هغوئ ملګرى شُو. ٩ ما جماعت ته يو خط استولے وُو خو ديوتِرفِس چه دَ دوى دَ مشرئ شوق لرُونکے دے مُونږ نۀ قبلوى. ١٠ که زَۀ درغلم نو هغه کارُونه به درته په ګُوته کړم کُوم چه هغه کوى. هغه مُونږ په خلاف بے بُنياده اَؤ سپک تهمتُونه لګوى،اَؤ لا په دے هم نۀ صبريږى بلکه زمُونږ ورُوڼه هر کلى ته پريږدى قدرِ هم نه،اَؤ څوک چه داسے کوى هغوئ هم منع کوى تر دے چه دَ جماعت نه ئے هم وباسى. ١١ زما خوږه ملګريه! دَ بدو پيروى مه کوه بلکه دَ ښو کوه،ښه کار کوُونکے دَ خُدائے بچے دے اَؤ بد کار کوُونکى خُدائے کله هم ليدلے نۀ دے. ١٢ دَ ديميتيريوس دَ پاره هر څوک ښۀ شهادت ورکوى اَؤ دا حقيقت هم دے،زمُونږ پخپله هم دَ هغۀ شهادت ورکوُو اَؤ تۀ خبر ئے چه زمُونږ شهادت رښتينے دے.

آخرى سلام

١٣ زما ډيرے خبرے درته ليکل غواړم خو دا نۀ غواړم چه په قلم اَؤ سياهئ ئے وليکم. ١٤ زما اُميد دے چه ډير زر به تا ووينم اَؤ مخامخ به درسره خبرے وکړم. ١٥ په تا دِ سلامتى وى . زمُونږ دوستان سلامُونه درته وائى،زمُونږ هر يو دوست ته سلام ووايه.

يهوداه 1

سلام

١ دا خط دَ يهُوداه له طرفه دے چه دَ عيسىٰ مسيح غُلام اَؤ دَ يعقُوب ورور دے،اَؤ دَ هغوئ په نُوم ليکلے شى چه دَ بلنے په وسيله خُدائے پلار ته عزيز دى اَؤ دَ عيسىٰ مسيح په وسيله ساتلى شوى دى، ٢ رحم،سلامتيا اَؤ مينه دِ په تاسو زياته وى.

دَ دروغژنو اُستاذانو په خلاف عدالت

٣ زما دوستانو! کله چه ما تاسو ته دَ هغه خلاصُون په باب کښے دَ ليکلو زيات کوشِش کولو په څۀ کښے چه مُونږ ټول شريک يُو،نو ما دا خط ليکل زيات ضرورى وګڼلو. زَۀ غواړم چه تاسو دَ ايمان په حق کښے سخت منحت وکړئ ځکه چه دَ ايمان دا خُدائے خلقو ته په يو ځل سپارلے شوے وُو. ٤ زَۀ دا ځکه وايم چه ځنے بے دينه خلق په مُونږ کښے په پټه راګډ شوى دى چه زمُونږ دَ خُدائے فضل ته دَ خپلو شوقُونو عُذر جوړ کړى،اَؤ زمُونږ دَ يکى يو واکمن مالِک،مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى. ډير پخوا پاک کلام دَ هغوئ دَ سزا ذکر کړے وُو. ٥ تاسو ټول په دے ښۀ خبر يئ خو زَۀ به ئے بيا درياد کړم چه زمُونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل له مصر نه بچ کړل،خو بل ځل ئے هغه خلق تباه کړل چه ايمان ئے نۀ وُو راؤړے. ٦ ياد لرئ چه کُومو فرښتو چه دَ خپلے درجے خيال ونۀ ساتلو اَؤ خپل ځائے ئے پريښودلو،نو خُدائے هغوئ په آبدى زنځيرُونو اَؤ په تور تم کښے دَ قيامت دَ لوئے ورځے پورے ساتلى دى. ٧ دغه شان دَ صُدوم اَؤ دَ عموره اَؤ ګير چاپيره ښارُونو مِثال واخلئ چه دَ هغوئ خلق هم دَ هغو فرښتو په شان غير فطرى فعل اَؤ په حرامکارئ کښے پريوتل،اَؤ هغوئ ته دَ تل په اور کښے سزا ورکړے کيږى،اَؤ دا زمُونږ دَ پاره عبرت دے. ٨ سره دَ دے دا خلق هم دَ خپلے خوش فهمئ په وجه خپل جِسمُونه پليتوى،دَ خُدائے اِختيار سپک ګڼى اَؤ فرښتو ته بد وائى. ٩ ياد لرئ چه دَ ټولو نه لوئے فرښتے ميکائيل هم دغسے نۀ وُو کړى،ځکه چه څۀ وخت چه هغه دَ مُوسىٰ دَ لاش په باب دَ اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت ئے دومره هِمت ونۀ کړو چه اِبليس ته په بدرد وئيلو په هغۀ اِلزام ولګوى،بلکه دا ئے ووئيل چه”خُدائے دِ تا ملامت کړى.“ ١٠ خو دا خلق هغه څيزُونو ته بدرد وائى کُوم چه دوئ نۀ پيژنى،اَؤ چه په کُومو څيزُونو دوئ په طبعى طور لکه دَ کم عقلو ځناورو پوهيږى،په هغے هم ځان تباه کوى. ١١ اَفسوس په هغوئ! هغوئ دا قائن لار خپله کړه،اَؤ هغوئ دَ پيسو دَ خاطره دَ بلعام په شان ګُمراه شول،اَؤ هغوئ دَ فورح په شان مخالفت وکړو اَؤ دَ هغۀ په شان هلاک شول. ١٢ هغوئ ستاسو دَ خوراک څښاک په ميلمستياؤ کښے دَ شامليدو سره دَ مينے اَؤ دَ محبت موقعه خرابوى لکه چه داغُونه دَ څۀ څيز ښکلا خرابوى،هغوئ بے دريغه عيش کوى اَؤ خپلے ګيډے ډکوى. دا دَ بے بارانه وريځو په شان دى چه هوا په مخه کړے وى،دا دَ منى دَ مُوسم دَ ونو په شان دى چه په دواړه اړخه مړۀ دى،يعنے بے ميوے دى اَؤ دَ ويخه راويستلى شوى دى. ١٣ هغوئ دَ سمندر تُندے چپے دى چه شرمناک کارُونه دَ ځګُونو په شان غورزوى،هغوئ هغه ستورى دى چه بے واکه ديخوا اخوا ګرځى،اَؤ دَ دوئ دَ پاره دَ تيارے ځائے دَ تل تر تله ټاکلے شوے دے. ١٤ حنوک هم چه له آدم نه په اُوومه پيړئ کښے وُو،دَ دوئ په باب کښے پيشن ګوئى کوى چه”ګورئ! مالِک به دَ خپلو زرګُونو پاکانو سره راځى. ١٥ چه دَ ټولو اِنصاف وکړى اَؤ ټولو بے دينو له دَ سزا حُکم ورکړى،ځکه چه هغوئ دَ خپلے بے دينئ په مجبورئ ډير دَ بے دينئ کارُونه وکړل،اَؤ خُدائے بے دينه ګُناه ګارانو له هم دَ سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چه هغوئ دَ هغۀ خلاف ډير څۀ وئيلى دى.“ ١٦ دا ګُوريدُونکى اَؤ شکايت کوُونکى خلق دى،هغوئ په خپلو خواهشاتو پسے ځى،هغوئ دَ خپل ځان په حقله غټے غټے خبرے کوى اَؤ دَ خپل مقصد دَ پاره خلقو ته ښے ښے خبرے کوى.

خبردارى اَؤ هدايات

١٧ خو زما دوستانو! تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ رسُولانو پيشن ګوئى ياده لرئ. ١٨ هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چه په آخره زما نه کښے به داسے کسان راځى چه په تاسو پورے به ټوقے کوى اَؤ دَ خپلے بے دينئ په خواهشُونو پسے به ځى. ١٩ دا خلق به بليتُون راولى،نفسانى دى اَؤ رُوحُ القُدس نۀ لرى. ٢٠ زما دوستانو! تاسو خپل ځانُونه دَ خپل غوره ايمان په بُنياد قائم کړئ اَؤ دَ رُوحُ القُدس په طاقت دُعاګانے کوئ. ٢١ خپل ځانُونه دَ خُدائے په مينه کښے قائم وساتئ،اَؤ دَ هغے ورځے اِنتظار کوئ چه زمُونږ مالِک عيسىٰ مسيح به په خپل رحم تاسو ته دَ تل ژوندُون درکړى. ٢٢ په شکمنو کسانو باندے رحم وکړئ. ٢٣ اَؤ ځنے دَ اور لمبو نه په نيولو بچ کړئ،اَؤ په ځنو خلقو په ويرے رحم وکړئ،اَؤ هم له هغه جامو نه نفرت کوئ چه جسمانى داغ پرے لګيدلے وى.

دَ خُدائے حمد

٢٤ اوس هغه چه تاسو دَ غورزيدو نه بچ کولے شى اَؤ په خپل جلال کښے مو بغير دَ ملامتيا نه په خوشحالئ راوستے شى، ٢٥ دَ يکى يو خُدائے چه دَ مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمُونږ خلاصوُونکے دے دِ جلال،شان و شوکت،قُدرت اَؤ اِختيار له ازل نه،اوس اَؤ تل تر تله وى! آمين.

مُکاشفه 1

پيژندګلو اَؤ سلام

١ دا هغه کشف دے چه خُدائے عيسىٰ مسيح له ورکړو چه هغه خپلو غُلامانو ته هغه خبرے وښئ چه کُومے به زر تر زره پيښيږى. هغۀ خپله فرښته خپل غُلام يوحنا ته راواستوله اَؤ دا خبرے ئے ورته وښئيلے. ٢ اَؤ هغۀ دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ مسيح ګواهى ورکړه،هر څۀ چه ئے وليدل. ٣ بختور دے هغه څوک چه دا لولى اَؤ بختور دى هغه خلق چه دَ پيشن ګوئى دا کلام آؤرى اَؤ څۀ چه په کښے ليک دى په هغه عمل کوى،ځکه چه وخت نزدے دے. ٤ دَ يوحنا له طرفه دَ ايشيا صوبے دَ اُوو جماعتُونو په نوم: په تاسو دِ فضل اَؤ سلامتى وى،دَ خُدائے له طرفه چه شته،چه وُو اَؤ چه راتلُونکے دے،اَؤ له هغه اُوو رُوحونو له طرفه چه دَ هغۀ دَ تخت دَ وړاندے دى، ٥ اَؤ دَ عيسىٰ مسيح وفادار ګواه چه له مړو نه اول ژوندے پاڅيدو اَؤ دَ زمکے دَ بادشاهانو سردار دے. هغه مُونږ سره مينه کوى اَؤ مُونږ ئے دَ خپلے وينے په قُربانئ له ګُناهُونو نه آزاد کړُو. ٦ اَؤ مُونږ ئے دَ خپل خدائے پلار دَ پاره دَ بادشاهت کاهنان جوړ کړلُو. دَ هغۀ لوئى اَؤ طاقت دِ تل تر تله قائم وى! آمين ٧ ګورئ،هغه په وريځو کښے راځى!هر څوک به ئے په خپلو سترګو ووينى اَؤ هغوئ به ئے هم،چا چه سُورے کړے وُو،اَؤ دَ دُنيا ټول خلق به په هغه وير کوى. دغه شان به وى. آمين ٨ قادر مُطلق خُدائے وائى چه”زَۀ الاول اَؤ الاخر يم،چه شته،چه وُو اَؤ چه راتلُونکے دے.“

دَ مسيح په باب کښے رويا

٩ زَۀ ستاسو ورور يوحنا،په تکليف،په بادشاهئ اَؤ په صبر کښے تاسو سره خپل عيسىٰ کښے شريک يم. زَۀ دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ په حقله دَ ګواهئ ورکولو په وجه دَ پتموس نومے په جزيره کښے قيد وم. ١٠ اَؤ دَ مالِک په ورځ،يعنے دَ اِتوار ورځ وه،چه رُوح په ما غلبه وکړه،نو ما دَ خپل شانه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دَ سُرنا په شان وُو. ١١ هغۀ ما ته ووئيل چه”څۀ چه وينے هغه په يو کتاب کښے وليکه اَؤ اُوو واړو جماعتُونو ته ئے وليږه،يعنے اِفِسوس،سمُرنه،پرګمون،تواتيره،سرديس،فيلدِلفيه،اَؤ لوديکيه ته. ١٢ زَۀ ورپسے راوګرزيدلم چه دا څوک دے چه ما سره خبرے کوى؟ اَؤ کله چه زَۀ راوګرزيدلم نو ما دَ سرو زرو اُووۀ ډيوټُونه وليدل. ١٣ اَؤ دَ دے ډيوټُونو په مينځ کښے يو دَ «اِبنِ آدم په شان» وُو چه تر پښو پورے ئے چُوغه آغوستے وه اَؤ په سينه ئے دَ سرو زرو سينه بند تاؤ کړے وُو. ١٤ دَ سر ويښتۀ ئے لکه دَ واؤرے يا سپينے وړئ په شان سپين وُو اَؤ سترګے ئے دَ اور دَ شُغلو په شان وے. ١٥ اَؤ پښے ئے دَ زيړو په شان ځليدلے چه په بټئ کښے سرۀ شوے وى اَؤ آواز ئے دَ تيزو اوبو په شان وُو. ١٦ اَؤ هغۀ په ښى لاس کښے اُووۀ ستورى نيولى وُو اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيزه دوه مخے تُوره راووتله اَؤ دَ هغۀ څيره دَ تيز نمر په شان ځليده. ١٧ کله چه هغه ما وليدو نو زَۀ لکه دَ مړى دَ هغه په پښو کښے پريوتلم،خو هغۀ خپل ښئ لاس په ما کيښودلو اَؤ وئے وئيل،”وريږه مه،زَۀ الاول اَؤ الاخر يم، ١٨ اَؤ القيوم،زَۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم اَؤ دَ مرګ اَؤ دَ عالم ارواح کُنجيانے ما سره دى. ١٩ دَ دے دَ پاره هغه هر څۀ وليکه څۀ چه تۀ وينے،څۀ چه اوس دى اَؤ څۀ چه راتلُونکى دى. ٢٠ تا چه زما په ښى لاس کښے اُووۀ ستورى ليدلى دى اَؤ هغه اُووۀ دَ سرو زرو ډيوټونه،دَ هغے راز دا دے چه اُووۀ ستورى دَ اُوو جماعتُونو فرښتے دى اَؤ دا اُووۀ ډيوټُونه اُووۀ جماعتُونه دى.

مُکاشفه 2

دَ اِفِسوس جماعت دَ پاره پيغام

١ دَ اِفِسوس دَ جماعت فرښتے ته وليکه:

هغه درته خبرے کوى چا چه اُووۀ ستورى په خپل لاس کښے نيولى دى اَؤ دَ سرو زرو دَ اُوو ډيوټُونو په مينځ کښے ګرزى. ٢ زَۀ ستا په کارُونو په خوارئ اَؤ په صبر خبر يم. زَۀ په دے خبر يم چه تۀ ګُناه ګار خلق نۀ شے زغملے،تا دَ رسُولانو آزميښت وکړو چه ځان ته رسُولان وائى خو نۀ دى،اَؤ دروغژن دِ ثابت کړى دى. ٣ ته صبر لرے،تا زما دَ نُوم په خاطر زغم وکړو اَؤ ستومانه نۀ شوے. ٤ خو زَۀ ستا په خلاف دا خبره کوم چه تا هغه وړُومبئ مينه پريښے ده. ٥ فکر وکړه چه تۀ دَ څومره اُوچت ځائے نه پريوتلے! توبه وباسه اَؤ هغسے کار وکړه لکه چه مخکښے دِ کړے وُو. که تۀ توبه ونۀ باسے نو زَۀ به درشم اَؤ ستا ډيوټ به دَ خپل ځائے نه لرے کړم. ٦ خو بيا هم يوه خبره ستا په حق کښے شته چه تۀ دَ نيکليانو دَ کارُونو نه نفرت کوے لکه چه زَۀ ئے ترے کوم. ٧ هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به دَ ژوندُون دَ ونے نه دَ ميوے دَ خوړلو اِختيار ورکړم چه دَ خُدائے په جنت کښے ولاړه ده.

دَ سُمرنه جماعت دَ پاره پيغام

٨ دَ سُمرنه دَ جماعت فرښتے ته وليکه: څوک چه الاول اَؤ الاخر دے،چه مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو،هغه داسے وائى، ٩ زَۀ خبر يم چه تۀ څومره خوار اَؤ په تنګسيا کښے يئے،خو بيا هم تۀ شته من يئے! زَۀ دَ هغه خلقو دَ کُفر وئيلو نه خبر يم چه ځان ته يهُوديان وائى خو دى نه. دا دَ شيطان دَ ډلے دى. ١٠ دَ راتلُونکو تنګساؤ نه ويريږه مه.اِبليس به له تاسو نه ځنے بندى خانو ته واچوى چه تاسو وآزمائيلے شئ اَؤ تر لسو ورځو پورے به په تاسو تنګسيا وى.خو تر مرګه پورے وفادار پاتے شه اَؤ زَۀ به دَ ژوندُون تاج در په سر کړم. ١١ هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو دويم مرګ به هغۀ ته هيڅ عذاب نۀ شى رسولے.

دَ پرګمون جماعت دَ پاره پيغام

١٢ دَ پرګمون دَ جماعت فرښتے ته وليکه: هغه څوک چه تيره دوه مخے تُوره لرى هغه داسے وائى، ١٣ زَۀ خبر يم چه تۀ چرته اوسے،دا هغه ځائے دے چرته چه دَ شيطان تخت دے اَؤ تۀ زما په نُوم مضبُوط ولاړ يئے. تا په هغه وخت هم دَ خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چه زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښے ووژلے شو چرته چه شيطان اوسيږى. ١٤ خو زَۀ ستا برخلاف دَ يو څو خبرو شکايت لرم چه تاسو په کښے هلته څۀ کسان شته چه دَ بلعام دَ تعليم پيروى کوى. هغۀ بلق ته وښوول چه بنى اِسرائيل دَ لارے نه خطا کړى اَؤ دا ترغيب ئے ورکړو چه دَ بُتانو قُربانئ دِ وخورى اَؤ حرامکارى دِ وکړى. ١٥ اَؤ هم دغه شان په تاسو کښے ځنے کسان شته چه دَ نيکليانو دَ تعليم پيروى کوى. ١٦ نو توبه وباسه! ګنى زَۀ به درشم اَؤ په هغه تُوره به دَ هغوئ سره جنګ وکړم کُومه چه زما دَ خُلے نه راوزى. ١٧ هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به هغۀ له پټ شوى من اَؤ يو سپين کاڼے ورکړم اَؤ په هغه کاڼى به يو نوے نُوم ليکلے وى چه بے له هغه چا نه چه ورکولے شى،بل هيچا ته به معلُوم نۀ وى.

دَ تواتيره جماعت دَ پاره پيغام

١٨ دَ تواتيره دَ جماعت فرښتے ته وليکه: دَ خُدائے زوئے داسے فرمائى چه دَ چا سترګے چه دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ چه پښے ئے دَ زيړو په شان ځليږى، ١٩ زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم،يعنے ستا مينه،وفادارى،ښۀ خدمت اَؤ ستا صبر راته معلُوم دے، وروستو خو تا دَ وړاندے نه هم غوره کارُونه کړى دى. ٢٠ خو بيا هم ستا په خلاف دا شکايت لرم چه تۀ هغه اِزبلى نُومے ښځه زغمے چه ځان ته پيغمبره وائى اَؤ زما خادمانو ته دَ حرامکارئ ترغيب ورکوى اَؤ دَ بُتانو دَ قُربانئ دَ خوړلو اِجازت ورکوى. ٢١ ما هغے ته دَ توبے ويستلو وخت ورکړو خو هغے دَ خپلے حرامکارئ نه دَ توبے ايستو نه اِنکار وکړو. ٢٢ نو زَۀ به هغه په کټ وغورزوم اَؤ هغوئ چه ورسره ئے زِنا کړے ده. زَۀ به ئے په ډيره سخته تنګسيا کښے راګير کړم تر څو چه هغوئ دَ هغے دَ کړو نه توبه ونۀ وباسى. ٢٣ اَؤ دَ هغے بچى به په مزکه ووژنم. په دے به ټول جماعتُونه دا سبق حاصل کړى چه زَۀ دَ بنى آدمو دَ زړُونو اَؤ دَ خيالاتو نه خبر يم اَؤ دا چه زَۀ به تاسو ټولو ته دَ خپل عمل په مُطابق جزا درکړم. ٢٤ اَئے دَ تواتيره نورو اوسيدُونکو! چه دا تعليم نۀ منئ اَؤ له هغه نه ناخبر يئ کُومے ته چه هغوئ دَ شيطان پټ اَؤ ژور چال وائى،زَۀ تاسو ته وايم چه زَۀ به په تاسو نور بار وانۀ چوم. ٢٥ بس په هغه څۀ تر هغے ټينګ پاتے شئ تر څو چه زَۀ درنۀ شم. ٢٦ هغه څوک چه بريالے شى اَؤ هغه چه زما دَ وينا په مُطابق تر آخره عمل کوى نو زَۀ به ورله په قومُونو اِختيار ورکوم. ٢٧ «هغه به پرے دَ اوسپنے په امسا حُکومت کوى اَؤ دَ خاورو دَ لوښو په شان به ئے ټوټے ټوټے کړى.» هغه اِختيار ما ته له خپل پلار نه راکړے شوے دے. ٢٨ اَؤ زَۀ به هغۀ ته دَ صبائى ستورے ورکړم. ٢٩ هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

مُکاشفه 3

دَ سرديس جماعت دَ پاره پيغام

١ دَ سرديس دَ جماعت فرښتے ته وليکه: څوک چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحُونه اَؤ اُووۀ ستورى لرى هغه دا وائى چه زَۀ ستا په ټول عمل خبر يم چه تۀ تش په نُوم ژوندے يئے خو ئے مړ. ٢ بيدار شه اَؤ څۀ چه پاتے دى،هغه مضبُوط کړه،ګنى هغه به مړ شى. ستا يو کار مے هم زما دَ خُدائے په نظر کښے پُوره ونۀ ليدلو. ٣ کُوم تعليم چه تا ومُوندلو اَؤ واؤريدلو،هغه ياد لره اَؤ عمل پرے کوه اَؤ توبه وباسه. که تۀ بيدار نۀ شے نو زَۀ به دَ غل په شان درشم اَؤ تۀ به زما دَ راتلو دَ وخت نه خبر نۀ شے. ٤ خو بيا هم په سرديس کښے تاسو سره ځنے داسے کسان شته چه هغوئ خپلے جامے پليتے کړے نۀ دى،هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښے ګرزى ځکه چه هغوئ لائق دى. ٥ هر هغه څوک چه بريالے شى نو هغۀ ته به دغسے سپينے جامے ور آغوستولے شى اَؤ دَ هغۀ نُوم به زَۀ هيڅ کله هم دَ ژوند له کتاب نه ونۀ باسم اَؤ زَۀ به دَ خپل پلار اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ وړاندے دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار وکړم چه هغه زما خپل دے. ٦ هغه څوک چه دَ آؤريدو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

دَ فيلدِلفيه دَ جماعت دَ پاره پيغام

٧ دَ فيلدِلفيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه: هغه څوک چه قدُوس اَؤ رښتينے دے اَؤ چه ورسره دَ داؤد کُنجى ده اَؤ چه دروازه خلاصه کړى نو هيڅوک به ئے بنده نۀ کړى اَؤ چه دروازه بنده کړى نو هيڅوک به ئے خلاصه نۀ کړى،هغه داسے وائى چه ٨ زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم. اَؤ ګوره،تا ته مے ستا په وړاندے يوه دروازه خلاصه کړے ده چه هيڅوک ئے بندولے نۀ شى. زَۀ پوهيږم چه ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے اَؤ زما دَ نُوم نه مُنکر شوے نۀ ئے. ٩ ګوره،دَ شيطان دَ ډلے نه به ځنے راولم چه ځان ته يهُوديان وائى خو نۀ دى بلکه فريبيان دى،هغوئ به درشى اَؤ ستا په پښو به پريوزى اَؤ هغوئ دِ په دے پوهه شى چه تۀ زما محبوب يئے. ١٠ ځکه چه تا زما دَ صبر کلام منلے دے اَؤ مضبُوط پرے ولاړ يئے،زَۀ به هم تا دَ هغه آزميښت نه چه دَ ټولے دُنيا په خلقو راتلُونکے دے،بچ کړم. ١١ زَۀ به زر درشم اَؤ څۀ چه درسره دى هغه کلک ونيسه چه هيڅوک دِ دَ خپل تاج نه محرُومه نۀ کړى. ١٢ څوک چه بريالے شى زَۀ به هغه دَ خپل خُدائے په کور کښے لکه دَ ستنے ودروم،هغه به هيڅ کله ترے بهر نۀ شى. زَۀ به دَ خپل خُدائے نُوم په هغۀ باندے وليکم اَؤ دَ خُدائے دَ ښار نُوم هم چه نوے بيتُ المُقدس دے چه دَ خُدائے له طرفه به له آسمانه راکُوزيږى،اَؤ خپل نوے نُوم به هم په هغۀ باندے وليکم. ١٣ هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى،هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

دَ لوديکيه جماعت دَ پاره پيغام

١٤ دَ لوديکيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه: دا دَ هغه چا کلام دے چه ورته آمين وائى،چه هغه وفادار رښتينے ګواه دے اَؤ دَ هغۀ په وسيله خُدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه ١٥ زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، تۀ خو نۀ يخ يے اَؤ نۀ ګرم. کاشکے چه تۀ يا خو يخ وے يا ګرم! ١٦ خو چُونکه نۀ خو تۀ ګرم ئے اَؤ نۀ يخ،بلکه تړم يئے،زَۀ به تا دَ خپلے خُلے نه وتُوکم. ١٧ تۀ وائے چه زَۀ څومره شته من يم اَؤ دولتمند شوے يم اَؤ دَ څۀ څيز حاجتمن نۀ يم. حقه خو دا ده چه تۀ په دے نۀ پوهيږے چه تۀ څومره قابلِ رحم،بدنصيب،خوار،ړُوند اَؤ بربنډ يئے. ١٨ زَۀ تا له دا صلاح درکوم چه له ما نه په اور کښے صفا شوى سرۀ زر واخله چه شته من شے اَؤ سپينے جامے واخله چه تۀ خپل بربنډتوب شرم پرے پټ کړے اَؤ دَ سترګو رانجۀ را نه واخله چه تۀ بينا شے. ١٩ هر چا سره چه مينه لرم هغوئ زَۀ ملامت کوم اَؤ په ادب ئے ساتم،نو ځکه غيرت وکړه اَؤ توبه وکړه. ٢٠ ګوره،زَۀ په دروازه ولاړ يم اَؤ ورټکوم اَؤ که څوک زما آواز واؤرى اَؤ ور خلاص کړى نو زَۀ به ورننوزم اَؤ دَ هغۀ سره به ډوډئ وخورم اَؤ هغه به ئے ما سره وخورى. ٢١ چه څوک بريالے شى نو هغه به په خپل تخت کښينوم لکه څنګه چه زَۀ بريالے شوم اَؤ دَ خپل پلار سره په تخت کښناستم. ٢٢ هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى.

مُکاشفه 4

دَ اِلهى عِبادت

١ دَ دے نه پس ما وکتل اَؤ څۀ ګورم چه په آسمان کښے يو پرانستے ور دے. اَؤ ما دَ مخکښے په شان لکه دَ سُرنا آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل،”دلته راوخيژه،زَۀ به تا ته دا وښيم چه دَ دے نه پس به خامخا کيږى.“ ٢ سمدستى ما دَ رُوحُ القُدس په وسيله رويا وليده چه په آسمان کښے يو تخت وُو اَؤ په تخت يو کس ناست وُو ٣ چه دَ زبرجد اَؤ عقيق په شان پړقيدو،اَؤ دَ تخت نه چاپيره دَ بُوډئ ټال وُو چه دَ زمرُدو په شان پړقيدو. ٤ اَؤ دَ تخت نه ګير چاپيره څلريشت نور تختُونه وُو اَؤ په هغوئ څليريشت مشران ناست وُو چه سپينے جامے ئے آغوستے وے اَؤ دَ سرو زرو تاجُونه ئے په سر وُو. ٥ اَؤ دَ تخت نه دَ بريښنا رڼا اَؤ دَ تندر آوازُونه راختل اَؤ دَ تخت نه وړاندے اُووۀ مشعلُونه بليدل چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى. ٦ اَؤ وړاندے ئے دَ شيشے سمندر چه دَ بلور په شان ښکاريدو. اَؤ دَ تخت نه چاپيره څلور حيونان وُو چه وړاندے وروستو ئے سترګے وے. ٧ اول حيوان دَ زمرى په شان وُو،دويم دَ غوائى په شان،دريم دَ بنى آدم څيره لرله اَؤ څلورم لکه دَ الوتُونکى عُقاب په شان وُو. ٨ دے څلورو حيوانانو چه هر يو شپږ وزرے لرلے اَؤ هر طرف ته ئے سترګے وے،شپه اَؤ ورځ بغير دَ دمے ئے دا ثنا وئيله: ”قدُوس! قدُوس! قدُوس! رب القادر دَ ټولو،هغه چه وُو،چه دے،اَؤ چه راتلُونکے دے.“ ٩ اَؤ هر کله چه حيوانان دَ هغۀ چه په تخت ناست دے اَؤ تل تر تله ژوندے دے،لوئى،عزت اَؤ شکر ګُزارى وکړى، ١٠ نو هغه څليريشت مشران هم چه په تخت ناست دى،هغۀ ته په سجده پريوزى اَؤ عبادت ئے کوى چه تل تر تله ژوندے دے،اَؤ هغوئ خپل تاجُونه دَ تخت دَ وړاندے کيږدى اَؤ په چغو شى: ١١ ”اَئے زمُونږ مالِکه خُدايه! تۀ دَ عزت،لوئى اَؤ قُدرت مالِک يئے ځکه چه تا هر څۀ پيدا کړل اَؤ دا ستا په مرضئ پيدا شول اَؤ په وجُود کښے راغلل.“

مُکاشفه 5

کتاب اَؤ ګډورے

١ څوک چه په تخت ناست وُو ما دَ هغۀ په ښى لاس کښے يو کتاب وليدو چه دَننه اَؤ بهر ليک پرے وُو اَؤ اُووۀ مُهرُونه پرے لګيدلى وُو. ٢ ما يوه طاقتوره فرښته وليده چه په چغو ئے وئيل چه”څوک دَ دے قابل دے چه کتاب پرانزى اَؤ مُهرُونه ئے مات کړى؟“ ٣ خو هيڅوک هم نۀ وُو،نۀ په آسمان کښے،نۀ په مزکه اَؤ نۀ دَ زمکے دَ لاندے وُو چه کتاب ئے خلاص کړے وے اَؤ يا ئے دننه کتلے وے. ٤ زما اوښکے بهيدلے ځکه چه هيڅوک هم دَ دے لائق نۀ وُو چه دا کتاب ئے پرانستلے شو يا چه ئے ورته کتلے شو. ٥ خو په مشرانو کښے يو راته ووئيل چه”ژاړه مه ځکه چه دَ يهوداه دَ خيل زمرے چه دَ داؤد دَ اصل نه دے،هغه بريالے شوے دے چه کتاب پرانزى اَؤ اُووۀ مُهرُونه ئے مات کړى. ٦ بيا ما دَ تخت په مينځ کښے،دَ څلورو حيوانانو اَؤ دَ مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اَؤ دَ هغۀ اُووۀ ښکرُونه اَؤ اُووۀ ئے سترګے وے چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى چه ټولے دُنيا ته ليږلى شوى دى. ٧ اَؤ ګډُورے ورغے اَؤ په تخت ناست دَ ښى لاس نه ئے هغه کتاب واخستو. ٨ کله چه هغۀ واخستو نو څلور حيوانان اَؤ څليريشت مشران دَ هغه ګډُورى په وړاندے په سجده شول،اَؤ دَ هر يو مشر سره يو ستار وُو اَؤ ورسره دَ خوشبوئ نه ډک دَ سرو زرو جامُونه وُو چه دَ پاکانو دُعاګانے دى. ٩ اَؤ هغوئ يوه نوے سندره وئيله چه: ”تۀ دَ دے لائق ئے چه کتاب واخلے اَؤ مُهرُونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اَؤ په خپله وينه دے دَ خُدائے دَ پاره له هر خيل،له هرے ژبے اَؤ له هر قوم اَؤ اُمت خلق په بيعه واخستل. ١٠ اَؤ له هغوئ نه تا دَ کاهنانو بادشاهى جوړه کړه چه زمُونږ دَ خُدائے خدمت وکړى اَؤ هغوئ به په مزکه بادشاهى کوى.“ ١١ بيا چه ما وکتل نو دَ بے شماره فرښتو آوازُونه مے واؤريدل چه هغه دَ تخت اَؤ دَ حيوانانو اَؤ دَ مشرانو نه چاپيره وے اَؤ دَ هغوئ شمار په زرګُونو اَؤ لکُونو کښے وُو، ١٢ اَؤ هغوئ په زوره چغے وهلے چه: ”هغه ګډُورے چه حلال کړے شو،دَ دے لائق دے چه ټول قُدرت،دولت،حِکمت،لوئى،عزت،شان اَؤ تعريف ومُومى!“ ١٣ اَؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخلُوقات چه په آسمان کښے،په مزکه باندے،دَ مزکے دَ لاندے يا په سمندر کښے دى،هغوئ ټولو چغے وهلے چه: ”دَ هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډُورى ته شُکر،عزت،شان اَؤ قُدرت دِ تل تر تله وى!“ ١٤ اَؤ دا څلورو حيوانانو”آمين!“ پرے ووے اَؤ مشران دَ عبادت دَ پاره په سجده پريوتل.

مُکاشفه 6

مُهرُونه

١ بيا ما وليدل چه هغه ګډُورى په اُوو مُهرُونو کښے يو مُهر مات کړو اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو نه په يوه کښے دَ تندر په شان دا آواز واؤريدو چه”راشه!“ ٢ اَؤ ما وکتل چه هلته يو سپين آس وُو اَؤ دَ سوارۀ سره ئے لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو اَؤ هغه په آس سور لاړو چه فتح بيا مُومى. ٣ هر کله چه ګډورى دويم مُهر مات کړو نو ما واؤريدل چه دويم حيوان وائى چه”راشه!“ ٤ اَؤ يو بل اس راغے چه تک سُور وُو اَؤ دَ هغۀ سوارۀ ته دا اِختيار ورکړے شو چه دَ مزکے نه امن يوسى اَؤ چه سړى يو بل وژنى،اَؤ هغۀ ته يوه لويه تُوره ورکړے شوه. ٥ کله چه ګډُورى دريم مُهر مات کړو نو ما دَ دريم حيوان دا آواز واؤريدو چه”راشه!“ نو زَۀ څۀ ګورم چه يو تور آس راغے اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ په لاس کښے يو تله وه. ٦ اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو دَ مينځه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے چه”دَ ټولے ورځے مزدُورى دَ درے پاوه غنمو په سر اَؤ دَ ټولے ورځے مزدورى دَ نهه پاوه وربشے په ډوډئ،خو دَ ښونانو تيل اَؤ شرابو ته نقصان مه رسوئ.“ ٧ کله چه ګډُورى څلورم مُهر مات کړو نو ما دَ څلورم حيوان دا آواز واؤريدو چه”راشه!“ ٨ اَؤ زَۀ څۀ ګورم چه زيړ آس وُو اَؤ دَ سوارۀ نُوم ئے مرګ وُو اَؤ عالمِ ارواح ورپسے جُخت راروان وُو. هغوئ ته دَ څلورمے برخے مزکے اِختيار ورکړے شوے وُو چه په جنګ،په قحط،په وبا اَؤ په ځنګلى ځناورو خلق مړۀ کړى. ٩ هر کله چه ګډُورى پنځم مُهر مات کړو نو ما دَ قُربان ګاه دَ لاندے دَ هغو خلقو رُوحُونه وکتل چه دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ خپلے ګواهئ په وجه قتل کړى شوى وُو. ١٠ هغوئ په زوره چغه کړه چه”مالِکه! پاکه اَؤ رښتُونى خُدايه! تر څو به فيصله ونۀ کړے اَؤ دَ مزکے دَ اوسيدُونکو نه به زمُونږ دَ وينے بدل وانۀ خلے؟“ ١١ هر يو ته سپينه چُوغه ورکړے شوه اَؤ ورته ووئيلے شول چه”لږ شان تر هغے صبر وکړئ چه ستاسو ټول ورُوڼه اَؤ په خدمت کښے ملګرى ستاسو په شان ونۀ وژلے شى.“ ١٢ بيا ما وکتل چه ګډُورى شپږم مُهر مات کړو اَؤ يوه سخته زلزله راغله اَؤ نمر دَ جنازے دَ ټاټ په شان تور شو اَؤ سپوږمئ لکه دَ وينو سره شوه. ١٣ اَؤ ستورى له آسمان نه په مزکه داسے راپريوتل لکه چه دَ اِينځر نه دَ سيلئ په وجه کچه ميوه راپريوزى. ١٤ اَؤ آسمان داسے فنا شو لکه کتاب چه ټپ کړے شى اَؤ هر غر اَؤ هره جزيره دَ خپله ځايه وخوزيده. ١٥ نو بيا دَ مزکے بادشاهانو،سردارانو،جرنيلانو،شته منو،طاقتورو،غُلامانو اَؤ آزادو ټولو خلقو په غارُونو اَؤ دَ غرُونو په ګټانو کښے خپل ځانُونه پټ کړل. ١٦ اَؤ هغوئ غرُونو اَؤ ګټانو ته چغے کړے چه”په مُونږ راپريوزئ اَؤ مُونږ دَ تخت دَ پاسه ناست دَ مخے نه اَؤ دَ ګډُورى دَ غضب نه پټ کړئ! ١٧ ځکه چه دَ هغوئ دَ غضب لويه ورځ راغلے ده اَؤ څوک ورته ټينګيدے شى؟“

مُکاشفه 7

په يو لک څلور څلويښتو زرو اِسرائيلو مُهر لګيدل

١ دَ دے نه پس ما څلور فرښتے دَ مزکے په څلورو ګوټُونو ولاړے وليدلے اَؤ څلور واړه بادُونه ئے ځکه راټينګ کړى وُو چه په سمندر،مزکه يا په يوه وُنه باد ونۀ لګى. ٢ بيا ما بله فرښته له نمر خاتۀ نه په راختو وليده چه دَ رب الحئ مُهر ورسره وُو اَؤ هغه څلورو فرښتو ته ئے په زوره وئيل،چه چا ته په مزکه اَؤ سمندر دَ نقصان ورکولو اِختيار ورکړے شوے وُو، ٣ ”تر هغے سمندر،مزکے اَؤ ونو ته نقصان مه رسوئ تر څو چه مُونږ دَ خُدائے مُهر دَ هغۀ دَ خادمانو په تندو نۀ وى لګولے.“ ٤ اَؤ ما چه دَ هغوئ شمار واؤريدو چا ته چه مُهرُونه لګولى شوى وُو اَؤ دَ اِسرائيل دَ ټولو خيلُونو نه په يو لک څلور څلويښت زرو مُهر ولګولے شو. ٥ دولس زره له يهُوداه دَ خيل نه،دولس زره دَ روبين له خيل نه،دولس زره له ګاډ له خيل نه، ٦ دولس زره دَ اشير له خيله نه،دولس زره دَ نفتالى له خيل نه،دولس زره دَ منشه له خيل نه، ٧ دولس زره دَ شمعُون له خيل نه،دولس زره دَ ليوى له خيل نه،دولس زره دَ يساکار له خيل نه، ٨ دولس زره دَ زبُولون له خيل نه،دولس زره دَ يُوسف له خيل نه اَؤ دولس زره دَ بنيامين له خيل نه وُو.

دَ ټولو قومُونو لويه ګڼه

٩ اَؤ له دے نه پس ما دَ خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه،دا دَ ټولو قومُونو،خيلُونو اَؤ دَ مُختلفو ژبو دَ ويُونکو خلقو جمع دَ تخت اَؤ دَ ګډُورى دَ وړاندے ولاړه وه. اَؤ هغوئ سپينے جامے آغُوستے وے اَؤ دَ کجُورو څانګے ئے په لاسُونو کښے نيولے وے. ١٠ اَؤ په زوره ئے دا چغے وهلے چه”خلاصُون زمُونږ دَ خُدائے دے چه په تخت ناست دے،اَؤ دَ ګډُورى.“ ١١ اَؤ دَ تخت چاپيره چه څومره فرښتے ولاړے وے اَؤ مشران اَؤ څلور حيوانان اَؤ ټولے فرښتے دَ تخت په وړاندے پړمخے پريوتل اَؤ دَ خُدائے عبادت ئے وکړو ١٢ چه چغے ئے وهلے چه”آمين! برکت،لوئى،حِکمت،شُکر ګُذارى،عزت،قُدرت اَؤ زور دِ تل تر تله زمُونږ دَ خُدائے وى! آمين.“ ١٣ بيا په مشرانو کښے يو ما ته مخ راواړولو اَؤ تپوس ئے وکړو چه”دا خلق چه سپينے جامے ئے آغوستے دى،څوک دى اَؤ دَ کُومے راغلى دى؟“ ١٤ ما جواب ورکړو چه”زما مالِکه! تۀ خبر ئے،نۀ چه زَۀ.“ بيا هغۀ ما ته ووئيل چه”دا هغه کسان دى چه دَ لوئے تنګسيا نه راغلى دى،هغوئ خپلے جامے دَ ګډُورى په وينو وينځلے اَؤ سپينے کړے دى. ١٥ ځکه خو دوئ دَ خُدائے دَ تخت دَ وړاندے ولاړ دى اَؤ دَ خُدائے په کور کښے شپه اَؤ ورځ دَ هغۀ په عبادت کښے لګيا دى،اَؤ هغه چه په تخت ناست دے،به دَ دوئ سره اوسيږى. ١٦ دوئ به بيا هيڅ کله نۀ وږى کيږى،نۀ تږى کيږى،نمر به دوئ نۀ تنګوى اَؤ نۀ به تيزه ګرمى تکليف وررسوى. ١٧ ځکه چه کُوم ګډُورے چه دَ تخت په مينځ کښے دے،هغه به دَ دوئ شپُونکے وى اَؤ دوئ به دَ ژوند دَ اوبو چينو ته بيائى،اَؤ خُدائے به دَ دوئ دَ سترګو نه ټولے اوښکے پاکے کړى.“

مُکاشفه 8

اُووم مُهر اَؤ دَ سرو زرو مُجمره

١ اَؤ کله چه ګډُورى اُووم مُهر مات کړو نو تقريبًا تر نيمے ګينټے پورے په آسمان کښے قلاره قلارى وه. ٢ بيا ما وليدل چه دَ خُدائے په وړاندے چه کُومے اُووۀ فرښتے ولاړے وے،هغوئ ته اُووۀ سُرنا ورکړے شوے. ٣ بيا يوه بله فرښته دَ سرو زرو مُجمره په لاس راغله اَؤ دَ قُربانګاه سره ودريده اَؤ هغے ته ډيره زياته خوشبُوئ ورکړے شوه چه دَ تخت دَ وړاندے دَ سرو زرو په قُربانګاه ئے دَ ټولو پاکانو دَ دُعا سره پيش کړى. ٤ اَؤ دَ فرښتے دَ لاس نه دَ خوشبُوئ دَ سوزولو لوګے دَ پاکانو دَ دُعا سره پاس خُدائے ته لاړ. ٥ بيا فرښتے مُجمره راواخسته،دَ قُربانئ دَ اور نه ئے ډکه کړه اَؤ په مزکه ئے راګُذار کړه،نو بيا دَ تندر آوازُونه،بريښنا اَؤ زلزله راغله.

دَ سُرنا آواز

٦ بيا هغه اُووۀ فرښتے چه ورسره اُووۀ سُرنا وے،غږولو ته تيارے شوے. ٧ کله چه اولنئ فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو اور اَؤ ږلئ دَ وينے سره په مزکه راووريدل اَؤ دَ مزکے دريمه حصه ئے وسوزوله اَؤ دَ ونو دريمه حصه وسوزيده اَؤ ټول شنۀ واښۀ وسوزيدل. ٨ اَؤ هر کله چه دويمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو داسے لکه دَ يو لوئے غر چه پرے اور بليدو،سمندر ته وغورزولے شو اَؤ دَ سمندر دريمه حصه وينه شوه، ٩ اَؤ په کښے دريمه حصه ژوندى سړى مړۀ شول اَؤ دريمه حصه جِهازُونه په کښے غرق شول. ١٠ کله چه دريمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو يو لوئے ستورے له آسمان نه ګُذار شو چه دَ مشعل په شان بليدو اَؤ هغه دَ سيندُونو اَؤ چينو په دريمه حصه ورپريوتو. ١١ دَ ستورى نُوم مستياره وُو. اَؤ دَ اوبو دريمه حصه دَ مستيارے په شان ترخه شوه اَؤ ډير زيات خلق دَ دے ترخو اوبو څښلو په وجه مړۀ شول. ١٢ کله چه څلورمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو دَ نمر دريمه حِصه اَؤ دَ سپوږمئ اَؤ دَ ستورو دريمه حِصه ووهلے شوه اَؤ دَ دغو دريمه حِصه تيارۀ شوه اَؤ دَ ورځے دريمه حِصه رڼا ختمه شوه اَؤ دغه شان دَ شپے هم. ١٣ بيا ما وليدل چه عُقاب په نيم آسمان کښے والوتو اَؤ په چغو ئے نعرے وهلے چه”اَفسوس! اَفسوس! اَفسوس! دَ مزکے په اوسيدُونکو باندے،په وجه دَ هغه پاتے درے فرښتو په سُرنا چه اوس به ئے وغږوى.“

مُکاشفه 9

١ بيا هغه پنځمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو ستورے وليدو چه دَ آسمان نه مزکے ته راپريوتے وُو اَؤ هغه ستورى ته دَ عالمِ ارواح کُنجيانے ورکړے شوے وے. ٢ دَ دے سره هغۀ عالم ارواح پرانستلو اَؤ دَ هغه کندے نه دَ لوئے بټئ په شان لُوګے راوختلو اَؤ دَ عالمِ ارواح لُوګى نمر اَؤ باد تور کړل. ٣ بيا دَ لُوګى نه په مزکه ملخان راغلل اَؤ هغوئ ته دَ مزکے دَ لړمانو په شان اِختيار ورکړے شو. ٤ هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چه واښو،ونو،اَؤ بُوټو ته هيڅ نُقصان ونۀ رسوئ خو بس هغه کسانو ته ټک ورکړئ دَ چا په تندى چه دَ خُدائے مُهر نۀ وُو لګيدلے. ٥ هغوئ ته دَ وژلو اِختيار نه،خو تش لکه دَ لړم دَ لشے تر پنځو مياشتو پورے دَ عذابولو اِختيار ورکړے وُو. ٦ په دے دوران کښے به دا کسان په زارو مرګ وغواړى خو دوئ به ئے ونۀ مُومى.،هغوئ به دَ مرګ خواهش لرى خو مرګ به ترے تښتى. ٧ دا ملخان جنګ ته دَ تيار کړو اَسونو په شان ليدلے شول اَؤ په سرُونو ئے دَ سرو زرو په شان تاجُونو وُو اَؤ دَ هغوئ مخُونه دَ اِنسان په شان وُو. ٨ اَؤ ويښتۀ ئے دَ ښځو په شان اَؤ دَ هغوئ غاښُونه دَ مزرو دَ غاښُونو په شان وُو. ٩ اَؤ دَ اوسپنے په شان زغرے ئے اغوستے وے اَؤ دَ هغوئ دَ وزرو آواز آسُونو اَؤ بګيانو په شان وُو کُومے چه دَ جنګ ميدان ته ځى. ١٠ دَ هغوئ لکئ دَ لړمانو په شان وے چه په کښے لَشے وے اَؤ دَ هغوئ په لکو کښے دَ بنى آدمو دَ عذابولو تر پنځو مياشتو طاقت وُو. ١١ اَؤ دَ دوئ بادشاه دَ عالمِ ارواح فرښته وه چه په عبرانئ کښے دَ هغے نُوم ابدون،اَؤ په يُونانئ ژبه کښے اپوليون دے،يعنے تباه کوُونکے. ١٢ اوس اولنے اَفسوس تير شو خو دوه نور لا راتلُونکى دى. ١٣ بيا هغه شپږمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ ما يو آواز واؤريدو کُوم چه دَ خُدائے په وړاندے ولاړ دَ سرو زرو په قُربان ګاه دَ څلورو ښکرُونو دَ مينځ نه راووتو. ١٤ هغۀ شپږمے فرښتے ته ووئيل چه دَ چا سُرنا وه چه”دَ لوئے فرات درياب دَ عاړے نه هغه تړلے څلور فرښتے آزادے کړه.“ ١٥ نو هغه څلور فرښتے آزادے کړے شوے چه دَ دريمے برخے بنى آدمو دَ مړ کولو دَ پاره دَ دے کال،دَ دے مياشتے،دَ دے ورځے اَؤ دَ دے ساعت دَ پاره تيارے کړے شوے وے. ١٦ اَؤ ما دَ هغوئ دَ رسالو دَ سوارو شمار شل کروړه واؤريدو. ١٧ دغسے ما هغه آسُونه اَؤ دَ هغوئ سوارۀ په رويا وليدل،هغوئ دَ اور په شان زليدُونکى سرے،آسمانى رنګے اَؤ دَ ګُوګړو په شان زيړے زغرے ئے آغوستے. اَؤ دَ آسُونو سرُونه ئے دَ مزرو دَ سرُونو په شان وُو اَؤ دَ خُلے نه ئے اور،لُوګے اَؤ ګُوګړ راوتل. ١٨ دا درے آفتُونه لکه اور،لُوګے اَؤ ګُوګړ چه دَ هغوئ دَ خُلے نه راوتل،په هغو ئے دريمه حِصه بنى آدم مړۀ کړل. ١٩ دَ آسُونو طاقت په خُلۀ اَؤ په لکو کښے هم وُو ځکه چه لکئ ئے دَ مارانو په شان وے چه سرُونه ئے وُو اَؤ په هغو ئے خلق عذابول. ٢٠ باقى پاتے شوے خلق چه په دے آفتُونو کښے مړۀ شوى نۀ وُو دَ خپلو عملُونو نه توبه ونۀ ويسته اَؤ نۀ ئے دَ شيطانانو اَؤ دَ سرو زرو،سپينو زرو،دَ کوټو،دَ کاڼو اَؤ دَ لرګو نه دَ جوړ شوى بُتانو دَ عبادت کولو نه توبه ويستله،کُوم بُتان چه کتلے نۀ شى،نۀ آؤريدلے شى اَؤ نۀ خوزيدلے شى. ٢١ اَؤ نۀ هغوئ دَ خپلو قتلُونو،دَ خپلے جادُوګرئ،خپلے حرامکارئ،اَؤ نۀ ئے دَ خپلو ډاکو نه توبه وويستله.

مُکاشفه 10

فرښته اَؤ ورکوټے کتاب

١ بيا ما يوه بله طاقتوره فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليده چه په وريځ کښے ئے خپل ځان نغښتے وُو اَؤ چه دَ بُوډئ ټال ئے په سر وُو،څيره ئے دَ نمر په شان ځليده اَؤ پښے ئے دَ اور دَ ستنو په شان وے. ٢ اَؤ دَ هغے په لاس کښے يو ورکوټے پرانستلے کتاب وُو. هغے ښئ پښه په سمندر کيښودله اَؤ ګسه پښه ئے په مزکه کيښودله. ٣ بيا هغے دَ مزرى دَ غړمبا په شان يوه لويه چغه وويستله اَؤ کله چه هغے چغے کړلے نو اُووۀ تندرُونه وګړزيدل. ٤ ما دَ هغو اُوو تندرُونو دَ آوازُونو نه پس ليکل خو ما دَ آسمان نه دا آواز واؤريدو چه”دا پټ وساته،هر څۀ چه اُوو تندرُونو وئيلى دى،دا مه ليکه.“ ٥ بيا هغه فرښته چه ما په سمندر اَؤ مزکه ولاړه ليدلے وه هغے خپل ښئ لاس آسمان ته اُوچت کړو. ٦ اَؤ په هغه چا ئے قسم وخوړلو چه تل تر تله ژوندے دے اَؤ په آسمان،مزکه،سمندر اَؤ په دوئ کښے ئے هر څۀ پيدا کړى دى چه”اوس نور ډيل نۀ دے په کار! ٧ خو هر کله چه دَ اُوومے فرښتے دَ سُرنا غږولو وخت راځى نو دَ خُدائے پټ مطلب لکه څنګه چه هغۀ خپلو خادمانو نبيانو ته زيرے ورکړے دے، به پُوره شى.“ ٨ هغه آواز چه ما له آسمان نه آؤريدلے وُو،ما سره بيا په خبرو شو اَؤ وئے وئيل چه”لاړ شه اَؤ په سمندر اَؤ په مزکه ولاړے فرښتے دَ لاسه هغه پرانستلے کتاب واخله.“ ٩ نو بيا زَۀ هغے فرښتے ته لاړلم اَؤ ورته مے ووئيل چه ما له هغه پرانستلے ورکوټے کتاب راکړه. نو هغے ووئيل چه”واخله اَؤ وئے خوره،دا به ستا خيټه ترخه کړى سره دَ دے چه ستا په خُلۀ کښے به ئے خوند لکه دَ شاتو خوږ وى.“ ١٠ نو ما هغه ورکوټے پرانستلے کتاب دَ فرښتے دَ لاسه واخستو اَؤ ومے خوړلو اَؤ په خُلۀ ئے لکه دَ شاتو خوند راکړو خو چه مے تير کړو نو زما خيټه ئے ترخه کړه. ١١ بيا هغوئ ما ته ووئيل چه”ضرورى دى چه بيا په ډيرو خلقو اَؤ قومُونو اَؤ ژبو اَؤ بادشاهانو ته پيشن ګوئى وکړے.“

مُکاشفه 11

دوه ګواهان

١ ما ته دَ ګز په شان يوه اُوږده لښته راکړے شوه اَؤ راته ئے ووئيل چه”اوس پورته شه اَؤ دَ خُدائے کور اَؤ قُربان ګاه کچ کړه اَؤ دَ عبادت کوُونکو تعداد شمار کړه. ٢ خو دَ خُدائے دَ کور بهرنے غولے مه کچ کوه ځکه چه هغه غيرو قومُونو له ورکړے شوے دے اَؤ هغوئ به دا پاک ښار تر دوؤ څلويښتو مياشتو پورے پايمال کړى. ٣ اَؤ زَۀ به خپل دوه ګواهان دَ ټاټ جامے آغوستے دَ پيشن ګوئى دَ پاره مقرر کړم اَؤ دوئ به تر دولس سوه شپيتۀ ورځو پورے نبوت کوى. ٤ دا هغه دوه دَ ښونۀ ونے اَؤ دوه ډيوټُونه دى کُوم چه دَ مزکے دَ مالِک دَ وړاندے ولاړ دى. ٥ که څوک دوئ ته نُقصان رسول غواړى نو دَ دوئ دَ خُلے نه اور راوريږى اَؤ دَ دوئ دُښمنان به ونغړى اَؤ دغه شان به هغه هر څوک چه دوئ ته نقصان رسول غواړى،مړۀ شى. ٦ دوئ اِختيار لرى چه آسمان بند کړى چه بيا دَ دوئ دَ نبوت په دور کښے باران ونۀ شى،اَؤ دوئ هم اِختيار لرى چه له اوبو نه وينے جوړے کړى اَؤ په مزکه دَ خپلے مرضئ په مُطابق آفتُونه راولى. ٧ اَؤ چه دوئ خپله ګواهى پُوره کړى نو دَ عالم ارواح نه به ځنګلى ځناور راوزى اَؤ دَ دوئ سره به جنګ ونښلوى اَؤ غالب به شى اَؤ مړۀ به ئے کړى. ٨ اَؤ دَ هغوئ لاشُونه به دَ لوئے ښار په کُوڅو کښے پراتۀ وى،چرته چه دَ هغوئ مالِک هم په سولئ شوے وُو،چه دَ مِثال په طور ورته صدوم اَؤ مصر وئيلے شى. ٩ تر درے نيمو ورځو پورے به خلق،دَ هر خيل،دَ هرے ژبے اَؤ دَ هر قوم دَ دوئ لاشُونو ته ګورى اَؤ دَ دوئ دَ لاشُونو دَ ښخولو اِجازت به ورنۀ کړى. ١٠ دَ مزکے ټول خلق به ورته په سترګو کښے خاندى اَؤ خوشحالئ به کوى اَؤ يو بل ته به ډالئ ورکوى ځکه چه دغو دوو نبيانو دَ مزکے ټول خلق عذابول. ١١ خو دَ درے نيمو ورځو نه پس خُدائے په هغوئ کښے دَ ژوندُون رُوح واچولو اَؤ هغوئ په خپلو پښو ودريدل اَؤ چا چه دا وليدل،هغه ټول ويريدل. ١٢ بيا دوئ يو اُوچت آواز له آسمان نه واؤريدو چه وئيل ئے چه”دلته راشئ!“ اَؤ هغوئ په وريځو کښے آسمان ته لاړل اَؤ دُښمنانو هغوئ ته کتل. ١٣ هم په دغه وخت يوه سخته زلزله راغله،دَ ښار لسمه حصه راوغورزيدله اَؤ اُووۀ زره کسان په دے زلزله کښے هلاک شول اَؤ نورو په ويره کښے دَ آسمانى خُدائے ثنا وئيله. ١٤ دويم اَفسوس تير شو خو دريم زر راتلُونکے دے. اُوومه سُرنا ١٥ بيا اُوومے فرښتے خپله سُرنا وغږوله اَؤ په آسمان کښے په زوره دا چغے واؤريدے شوے چه:”دَ دُنيا بادشاهى زمُونږ دَ رب اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح ده اَؤ هغه به تل تر تله حُکمومت کوى!“ ١٦ اَؤ هغه څليريشت مشران چه دَ خُدائے دَ وړاندے په خپلو تختُونو ناست وُو،هغوئ پړمخے په سجده پريوتل اَؤ دَ خُدائے دا ثنا ئے ووئيله چه: ١٧ ”اَئے ربه خُدايه! القادره! مُونږ ستا شُکر کوُو،تۀ چه ئے اَؤ چه وے،ځکه چه تا خپل لوئے طاقت اَؤ بادشاهى په لاس کښے واخيسته. ١٨ قومُونه په قهر شول ځکه چه ستا دَ قهر وخت راغلے دے،دَ مړو دَ عدالت کولو وخت راغلے دے،ستا دَ خادمانو نبيانو دَ اَجر وخت راغلے دے،اَؤ ستا دَ پاکانو اَؤ هغه ټولو لويو اَؤ وړو وخت چا چه ستا دَ نُوم عزت کولو. اَؤ دَ هغو دَ تباه کيدلو وخت راغلے دے چه ئے مزکه تباه کوى.“ ١٩ په آسمان کښے دَ خُدائے کور پرانستے شو اَؤ په هغۀ کښے دَ هغۀ دَ وعدے صندُوق ښکاره شو،نو بيا دَ بريښنا شُغلے،دَ تندر ګړزا،زلزله اَؤ دَ ږلئ طُوفان راغے.

مُکاشفه 12

ښځه اَؤ اژدها

١ بيا په آسمان کښے يوه لويه نخښه ښکاره شوه چه يوه ښځه وه چه نمر ئے لکه جامے آغوستے وُو اَؤ سپوږمئ دَ هغے تر پښو لاندے وه اَؤ په سر ئے دَ دولسو ستورو تاج وُو. ٢ هغے دَ حمل دَ تکليف له کبله دَ زوزاد پيدا کيدو چغے وهلے. ٣ بيا يوه بله نخښه په آسمان کښے ښکاره شوه چه يوه غټه سره اژدها وه چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وو اَؤ په سرُونو ئے اُووۀ تاجُونه وُو. ٤ اَؤ هغۀ په خپله لکئ دريمه حصه ستورى له آسمان نه راکښل اَؤ په مزکه ئے راغورزول. اژدها دَ هغے لنګيدونکے ښځے په وړاندے ودريده دَ دے دَ پاره چه هر کله چه دَ هغے ښځے بچے وشى چه دا ئے لواړ تير کړى. ٥ دَ هغے زوئے پيدا شو چه په ټولو قومُونو به دَ اوسپنے دَ امسا په زور حکُومت کوى. خو دَ هغے بچے خُدائے اَؤ دَ هغۀ تخت ته سمدستى وخيژولے شو. ٦ اَؤ ښځه په خپله بيابان ته وتښتيدله چرته چه دَ هغے دَ پاره خُدائے ځائے تيار کړے وُو چه هلته تر دولس سوه شپيتو ورځو پورے پاتے شى. ٧ بيا په آسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اَؤ دَ هغۀ فرښتو دَ اژدها سره جنګ جوړ کړو. اَؤ اژدها اَؤ دَ هغۀ فرښتو جنګ وکړو. ٨ خو هغوئ فتح ونۀ مُوندله اَؤ په آسمان کښے دَ هغو دَ پاره ځائے نۀ وُو. ٩ نو دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه،دا هغه زوړ مار چه شيطان يا اِبليس بللے شى چه ټول عالم غُلوى،هغه دَ خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګُذار کړے شو. ١٠ بيا ما په آسمان کښے يو اُوچت آواز په دے شان واؤريدو چه”اوس خلاصُون اَؤ قُدرت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے بادشاهى راغلے ده اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح اِختيار،ځکه چه زمُونږ په وروڼو اِلزام لګوُونکے چه شپه اَؤ ورځ زمُونږ دَ خُدائے په مخکښے پرے اِلزام لګوى،له آسمان نه ګُذار کړے شوے دے. ١١ خو زمُونږ ورُوڼه په هغۀ دَ ګډُورى دَ وينے په وسيله اَؤ ګواهئ دَ کلام په وجه غالب شول،اَؤ خپل ځان ئے هم عزيز ونۀ ګڼلو تر دے چه مرګ ئے هم قبُول کړو. ١٢ نو اَئے آسمانُونو! اَؤ دَ هغه اوسيدُونکو خلقو! ښادى کوئ،خو اَئے مزکے اَؤ سمندره! اَفسوس چه اِبليس ډير په غُصه تاسو ته ښکته راغے ځکه چه هغه خبر دے چه وخت ئے لنډ دے. ١٣ کله چه اژدها خپل ځان په مزکه راغورزيدلے وليدو نو هغه ښځے پسے شو چه زوئے ئے راوړے وُو. ١٤ خو ښځے ته دَ عقاب دوه لوئے وزرُونه ورکړے شول چه هغه په بيابان کښے هغه ځائے ته والوزى چرته چه به هغه له مار نه تر درے نيم کالو پورے محفوظ وساتلے شى. ١٥ مار دَ خپلے خُلے نه دَ اوبو يو سيلاب وبهيولو چه هغه ښځه په کښے يوسى. ١٦ خو مزکے دَ ښځے مدد وکړو،خپله خُلۀ ئے وازه کړه دَ اژدها دَ خُلے هغه سيلاب ئے تير کړو. ١٧ په دے اژدها هغه ښځے ته نور هم په غُصه شو اَؤ دَ هغے دَ نور نسل سره دَ جنګ دَ پاره لاړو،دا هغه خلق دى چه دَ خُدائے حُکمونه منى اَؤ دَ عيسىٰ شهادت ساتى. ١٨ اژدها دَ سمندر په غاړه ودريده.

مُکاشفه 13

دوه ځنګلى ځناور

١ بيا ما له سمندر نه يو ځنګلى ځناور په راوتو وليدو. دَ هغۀ لس ښکرُونه اَؤ اُووۀ سرُونه وُو،اَؤ دَ هغۀ په ښکرُونو لس تاجُونه وُو اَؤ په هر سر ئے دَ کُفر يو نُوم وُو. ٢ ما چه کُوم ځنګلى ځناور وليدو،هغه دَ پړانګ په شان وُو خو دَ هغۀ پښے دَ ميلُو په شان وے خُلۀ ئے دَ مزرى په شان وه. اژدها هغۀ له خپل طاقت،بادشاهى اَؤ لوئے اِختيار ورکړو. ٣ دَ هغۀ يو سر دَ مرګى يو ګُذار خوړلے وُو خو هغه دَ مرګى پرهر ئے جوړ شوے وُو اَؤ ټوله دُنيا په هغه ځناور پسے په حيرانتيا لاړه. ٤ سړو هغه اژدها ته سجده وکړه ځکه چه هغۀ خپل اِختيار ځنګلى ځناور ته ورسپارلے وُو،هغوئ ځناور ته هم سجده وکړه اَؤ دا ئے ووئيل چه”څوک دَ دے ځناور په شان دے،اَؤ څوک ورسره جنګيدلے شى؟“ ٥ ځنګلى ځناور ته دا اِختيار ورکړے شو چه غټے غټے اَؤ دَ کُفر خبرے وکړى،اَؤ تر دوه څلويښتو مياشتو پورے دَ حُکومت واک ورکړے شو. ٦ هغۀ په خُدائے پورے کُفر خبرے وکړلے اَؤ دَ خُدائے نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ آستوګنے ځائے اَؤ آسمانى مخلُوق ته ئے کنځل شروع کړل. ٧ هغۀ ته دا هم اِختيار ورکړے شو چه دَ پاکانو سره جنګ وکړى اَؤ پرے غالب شى،اَؤ په ټولو خيلُونو اَؤ خلقو،ژبو اَؤ قومُونو اِختيار ورکړے شو. ٨ اَؤ په مزکه ټول اوسيدُونکى به هغۀ ته سجده وکړى بے له هغو نه دَ چا نومُونه چه هغه حلال شوى ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے له ازل نه ليکلى دى. ٩ څوک چه آؤريدے شى هغه دِ واؤرى. ١٠ چا ته چه قيديدل وى هغه به قيد شى،چا ته چه په تُوره قتل کيدل وى نو هغه به په تُوره قتل شى. په دے کښے دَ پاکانو زغم اَؤ ايمان په کار دے. ١١ بيا ما يو بل ځنګلى ځناور وليدو چه له مزکے نه راووتو،هغۀ دَ ګډُورى په شان دوه ښکرُونه لرل خو دَ اژدها په شان ئے خبرے کولے. ١٢ هغه دَ اولنى ځنګلى ځناور ټول اِختيار دَ هغۀ په مخکښے چلوى اَؤ هغه به مزکه اَؤ دَ هغے اوسيدُونکى مجبُور کړى چه هغوئ اول ځنګلى ځناور ته سجده وکړى چه دَ چا دَ مرګى پرهر چه جوړ شوے وُو. ١٣ اَؤ هغۀ لوئے مُعجزے کولے تر دے چه دَ خلقو په وړاندے دَ آسمان نه مزکے ته اور وروى. ١٤ اَؤ هغۀ له دا اِختيار ورکړے شو چه دَ هغه ځنګلى ځناور په وړاندے مُعجزے وکړى اَؤ دَ مزکے اوسيدُونکى وغلوى اَؤ هغوئ دے ته تيار کړى چه دَ هغه ځنګلى ځناور په شان يو بُت جوړ کړى چه دَ تُورے ګُذار ئے خوړلے وُو خو بيا ژوندے وُو. ١٥ اَؤ هغۀ له دا اِختيار هم ورکړے شو چه دَ اولنى ځنګلى ځناور په بُت کښے ساه واچوى چه خبرے هم وکړى اَؤ هغه ټول کسان چه ورته سجده نۀ کوى،مړۀ کړى. ١٦ اَؤ دا چه هغه په لويو وړو،شته منو اَؤ غريبانو،غُلامانو اَؤ آزادو په ښى لاس يا په تندى يوه نخښه ولګوى. ١٧ اَؤ هيچا ته تر هغے دَ څۀ آخستلو يا خرڅولو اِجازت نۀ وى تر څو چه دَ دے ځنګلى ځناور نخښه،نُوم يا دَ نُوم شمار پرے نۀ وى. ١٨ دغه دَ حکمت کُنجى ده اَؤ هر هغه څوک چه پوهه لرى هغه دِ دَ ځناور دَ نُوم شمار کړى،دا شمار دَ يو سړى دے اَؤ دَ هغۀ دَ شمار حساب شپږ سوه شپږ شپيتۀ دے.

مُکاشفه 14

دَ يو لک څلور څلويښت زره کسانو حمد

١ بيا ما وليدل چه دَ صيُون په غرۀ ګډُورے ولاړ وُو چه ورسره يو لک څلور څلويښت زره کسان وُو چه په تندو ئے دَ هغۀ نُوم اَؤ دَ هغۀ دَ پلار نُوم ليکلے وُو. ٢ ما دَ آسمان نه يو آواز واؤريدو چه دَ سيلابى اوبو يا دَ تندر په شان وُو،دا داسے آواز وُو لکه چه ډير خلق ستارُونه غږوى. ٣ هغوئ هلته دَ تخت اَؤ دَ څلورو حيوانانو اَؤ مشرانو په وړاندے يو نوے حمد وئيلو اَؤ دا حمد بے له هغه يو لک څلور څلويښت زرو کسانو نه چه په بيعه آخستے شوى وُو،بل هيچا زده کولے نۀ شو. ٤ دا هغوئ دى چه دَ ښځو سره ئے خپل ځان ککړ کړے نۀ دے اَؤ خپل ځانُونه ئے پاک ساتلى وُو اَؤ دوئ په ګډُورى پسے ځى هر چرته چه هغه ځى. دوئ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ پاره له بنى آدمو نه اولنے ميوے په طور آخستے شوى دى. ٥ هغوئ هيچرے دروغ نۀ وئيل اَؤ هغوئ پاک دى.

دَ دريو فرښتو پيغام

٦ بيا ما دَ آسمان په مينځ کښے يوه فرښته په الوتو وليده چه په مزکه ئے هر قوم اَؤ خيل،ژبے اَؤ خلقو ته دَ تل زيرے ورکولو. ٧ هغے په زوره چغے کړے چه”دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ هغۀ ثنا وايئ ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه هغه عدالت کوى. اَؤ هغۀ ته سجده وکړئ چه آسمان اَؤ مزکه،سمندر اَؤ دَ اوبو چينے ئے پيدا کړے دى!“ ٨ اَؤ هغۀ پسے دويمه فرښته راغله اَؤ هغے چغے کړے چه”پريوتو! هغه لوئے بابل پريوتو چه په ټولو قومُونو ئے دَ خپلے حرام کارئ قهرژن شراب څښلى دى!“ ٩ اَؤ بيا ورپسے دريمه فرښته راغله اَؤ داسے چغے ئے کړلے،”هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور ته اَؤ دَ هغۀ بُت ته سجده کوى اَؤ دَ هغۀ نخښه په تندى يا په لاس لګوى، ١٠ هغه دِ دَ خُدائے دَ قهر شراب وڅښى کُوم چه هغۀ په ټينګ طور دَ خپل غضب په پيالئ کښے تيار کړى دى. هغه به دَ پاکو فرښتو اَؤ دَ ګډُورى په وړاندے په اور اَؤ دَ ګُوګړو په شُغلو کښے عذابولے شى. ١١ اَؤ دَ هغوئ دَ عذاب لُوګے به تل تر تله راخيژى اَؤ هر هغه څوک چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده کوى يا دَ هغۀ دَ نُوم نخښه آخلى،هغوئ به نۀ خو دَ شپے اَؤ نۀ دَ ورځے آرام بيا مُومى.“ ١٢ په دے کښے دَ پاکانو زغم دے،هغوئ چه دَ خُدائے حُکمُونه منى اَؤ دَ عيسىٰ وفادار پاتے کيږى. ١٣ اَؤ ما له آسمان نه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے،”دا وليکه! بختور دى هغه څوک چه له دے نه پس به په مالِک کښے مړۀ کيږى!“ اَؤ رُوحُ القُدس وائى چه”هو،ځکه چه له دے نه پس به هغوئ له تکليفُونو نه په آرام وى،ولے چه دَ دوئ عملُونه به ورسره وى.“

دَ دُنيا لَو کيدل

١٤ اَؤ بيا چه ما وکتل نو يوه سپينه وريځ راښکاره شوه اَؤ چه په هغے څوک ناست وُو هغه دَ «اِبن آدم په شان» وُو. دَ هغۀ په سر دَ سرو زرو تاج وُو اَؤ په لاس کښے ئے تيرۀ لور وُو. ١٥ يوه بله فرښته دَ خُدائے له کور نه بهر راووتله اَؤ په وريځ ناست ته ئے په اُوچت آواز چغے کړے چه”خپل لور وروغزوه اَؤ وريبه،ځکه چه دَ فصل وخت راغلے دے اَؤ دَ مزکے فصل پوخ شو.“ ١٦ نو هغۀ چه په وريځے ناست خپل لور مزکے ته ورواچولو اَؤ دَ هغے فصل وريبلے شو. ١٧ بيا يوه بله فرښته دَ خُدائے له آسمانى کور نه راووتله اَؤ دَ هغے سره هم يو تيرۀ لور وُو. ١٨ اَؤ بيا يوه بله فرښته له قُربانګاه نه راووتله،دا هغه فرښته وه چه په اور اِختيار لرى،اَؤ هغے دَ تيرۀ لور لرُونکى ته چغے کړلے چه”خپل لور ورواچوه اَؤ په مزکه دَ انګُورو دَ بُوټى فصل راغونډ کړه ځکه چه انګُور ئے پاخۀ دى.“ ١٩ نو هغه فرښتے خپل لور ورواچولو اَؤ په مزکه ئے دَ انګُورو دَ بُوټى فصل راټول کړو اَؤ هغه ئے دَ خُدائے دَ غضب په هغه لويه ګاڼئ کښے ورواچولو. ٢٠ انګُور ئے له ښار نه بهر په ګاڼئ کښے دَ پښو دَ لاندے کړے شول اَؤ تر درے سوه کلوميټره پورے له ګاڼئ نه دَ آسُونو تر واګو پورے وينے وبهيدلے.

مُکاشفه 15

فرښتے دَ آخرى آفتونو سره

١ بيا ما په آسمان کښے يوه لويه اَؤ عجيبه نخښه وليدله،اُووۀ فرښتے وے چه ورسره له تولو نه آخرى اُووۀ آفتُونه وُو،په دے آفتُونو دَ خُدائے قهر ختم شو. ٢ ما وليدل چه دَ شيشے دَ سمندر په شان چه اور په کښے ګډ شوے وُو،دَ شيشے دَ سمندر سره هغه خلق چه په ځنګلى ځناور اَؤ دَ هغۀ دَ بُت اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په شمار غالب شوى وُو. دَ هغوئ په لاس کښے هغه ستارُونه وُو چه خُدائے ورله ورکړى وُو. ٣ هغوئ دَ خُدائے دَ غُلام مُوسىٰ اَؤ ګډُورى حمدُونه داسے وئيل: ”اَئے مالِکه قادر مُطلق خُدايه! ستا کارُونه لوئے اَؤ عجيبه دى اَؤ ستا لارے دَ حق اَؤ رښتيا دى،اَئے دَ قومُونو بادشاه! ٤ څوک به ويره ونۀ کړى اَؤ ستا دَ نُوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چه تۀ يواځے پاک يئے. ټول قومُونه به راشى اَؤ ستا په وړاندے به سجده وکړى ځکه چه دا صفا ښکاره شوى دى چه ستا ټولے فيصلے دَ صداقت دى. ٥ اَؤ له دے نه پس ما وليدل چه په آسمان کښے دَ شهادت دَ خيمے پاک ځائے پرانستے شو، ٦ اَؤ دَ هغے نه اُووۀ فرښتے دَ اُوو آفتُونو سره راووتلے اَؤ هغوئ مهينے جامے آغوستے وے چه صفا اَؤ ځلقيدُونکے وے اَؤ په سينو ئے دَ سرو زرو سينه بندُونه وُو. ٧ بيا په څلورو حيوانانو کښے يو هغه اُوو فرښتو ته اُووۀ دَ سرو زرو جامُونه ورکړل چه دَ خُدائے دَ قهر نه ډک وُو،دَ هغه خُدائے چه تل تر تله به ژوندے وى. ٨ اَؤ دَ خُدائے کور دَ خُدائے دَ جلال اَؤ قُدرت له لُوګى نه ډک شو اَؤ تر هغے هيڅوک ورننوتے نۀ شو تر څو چه دَ اُوو فرښتو اُووۀ آفتُونه پُوره شوى نۀ وُو.

مُکاشفه 16

دَ خُدائے دَ قهر جامُونه

١ بيا ما دَ خُدائے له کور نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه هغه اُوو فرښتو ته ئے وئيل چه”لاړے شئ اَؤ دَ خُدائے دَ قهر اُووۀ جامُونه په مزکه توئ کړئ.“ ٢ نو اوله فرښته لاړه اَؤ په مزکه ئے خپل جام توئے کړو اَؤ دَ ناسور خوراکى دانے په هغه خلقو ښکاره شوے چه دَ ځنګلى ځناور نخښه ئے لرله اَؤ هغه بُت ته ئے سجده کړے وه. ٣ اَؤ دويمے فرښتے خپل جام په سمندر کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ دَ مړى دَ وينے په شان شوے اَؤ په سمندر کښے هر زنده سړے مړ شو. ٤ اَؤ دريمے فرښتے خپل جام په دريابُونو اَؤ په چينو کښے توئے کړو اَؤ وينے شول. ٥ بيا ما واؤريدل چه دَ اوبو فرښتے ووئيل چه”اَئے قُدوسه خدايه! تۀ چه يئے اَؤ وے،تۀ په خپل عدالت کښے صادِق يئے. ٦ ځکه چه هغوئ دَ پاکانو اَؤ ستا دَ نبيانو وينے توئے کړے دى اَؤ تا هغوئ ته دَ څښلو دَ پاره وينے ورکړے،هغوئ دَ دے لايق دى.“ ٧ اَؤ ما دَ قُربانګاه چغه واؤريده،هو مالِکه خُدايه! تۀ په ټولو قادر يئے،ستا ټولے فيصلے رښتينے اَؤ په حقه دى. ٨ اَؤ څلورمے فرښتے خپل جام په نمر توئے کړو اَؤ دا اِختيار ورله ورکړے شو چه په خپلو شُغلو خلق وسيزى. ٩ اَؤ هغوئ بد بد وسوزيدل خو هغوئ دَ خُدائے په نُوم کُفر ووئيل چه دَ دے آفتُونو دَ نازلولو اِختيار لرى،اَؤ هغوئ دَ توبه ايستلو نه اِنکارى شول اَؤ نۀ ئے دَ هغۀ ثنا ووئيله. ١٠ اَؤ پنځمے فرښتے دَ ځنګلى ځناور په تخت خپل جام توئے کړو اَؤ دَ هغۀ په بادشاهئ کښے تيارۀ شوه. اَؤ خلقو دَ دړد نه خپلے ژبے چيچلے، ١١ خو هغوئ دَ خپل دړد اَؤ دَ ناسُور په وجه آسمانى خُدائے ته کُفر ووے،اَؤ څۀ چه هغوئ کړى وُو،له هغے نه ئے توبه ونۀ کړله. ١٢ اَؤ شپږمے فرښتے خپل جام دَ فرات په لوئے درياب کښے توئے کړو اَؤ دَ هغۀ اوبۀ وچے شوے چه دَ نمر خاتۀ دَ بادشاهانو دَ پاره لار تياره شى. ١٣ بيا ما وليدل چه دَ اژدها دَ ځنګلى ځناور اَؤ دَ دروغژن نبى دَ خُلے نه دَ چيندخانو په شان درے ناپاک رُوحُونه راووتل. ١٤ دَ ناپاک رُوحُونه وُو چه مُعجزے ښئ،هغوئ دَ دے دَ پاره ځى چه دَ دُنيا ټول بادشاهان دَ خُدائے القادر دَ لوئے ورځے دَ جنګ دَ پاره راجمع کړى. ١٥ ”ګورئ،دَ غل په شان درځم! بختور دے هغه چه بيدار وى اَؤ جامے ئے آغوستے وى ځکه چه هغه به بربنډ نۀ شى اَؤ خلق به دَ هغۀ شرم ونۀ وينى!“ ١٦ نو هغوئ بادشاهان هغه ځائے ته راجمع کړل چه په عبرانئ کښے ورته ارمِګدون وائى. ١٧ بيا اُوومے فرښتے خپل جام په باد توئے کړو اَؤ دَ خُدائے دکور له تخت نه يو اُوچت آواز راغے چه هغۀ وئيل چه”دا وشوه!“ ١٨ له دے نه پس دَ بريښنا شُغلے اَؤ دَ تندر ګړزا اَؤ يوه دومره سخته زلزله راغله چه دَ بنى آدم دَ پيدايښت راسے چرے هم نۀ وه راغلے. ١٩ اَؤ هغه لوئے ښار په درے ځايه تقسيم شو اَؤ دَ دُنيا ښارُونه ونړيدل،اَؤ خُدائے ته لوئے بابل راياد شو بلکه دَ خپل غضب اَؤ قهر دَ شرابو نه ډکه پياله ئے هغۀ له ورکړه. ٢٠ هره يوه جزيره غايبه شوه اَؤ يو غر هم ليدے نۀ شو. ٢١ اَؤ په بنى آدمو له آسمان نه تقريبًا پنځوس کيلو وزن برابر ږلئ ووريدله اَؤ هغوئ دَ ږلئ په آفت خُدائے ته کُفر ووئيل ځکه چه هغه آفت ډير سخت وُو.

مُکاشفه 17

مشهُوره کنجرئ

١ بيا هغه اُووه فرښتے چه جامُونه ئے نيولى وُو،په هغوئ کښے يوه ما له راغله اَؤ وئے وئيل چه”راځه! چه زَۀ درته دَ هغے لوئے کنجرئ سره کيدُونکے عدالت وښئيم چه دَ ډيرو سمندرُونو دَ پاسه په تخت ناسته ده. ٢ دَ مزکے بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ په شرابو دَ دُنيا ټول خلق نشه شوى دى.“ ٣ اَؤ دَ خُدائے رُوح په ما غلبه وکړه اَؤ دَ هغۀ فرښتے زَۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چه په يو قرمزى رنګ ځنګلى ځناور سوره وه. دَ هغۀ په ټول بدن دَ کُفر نومُونه ليکلى وُو اَؤ اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو. ٤ هغه ښځے ارغوانى قرمزى رنګ جامے آغوستے وے چه دَ سرو زرو په کالو،جواهراتو اَؤ مرغلرو ډؤلے شوے وه. دَ هغے په لاس کښے دَ سرو زرو پياله وه چه دَ بے حيائى اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ دَ ناپاکئ نه ډکه وه. ٥ اَؤ دَ هغے په تندى يو نُوم ليکلے وُو چه راز دے.”لوئے بابل،دَ کنجرو اَؤ دَ دُنيا دَ هرے بے حيائى مور.“ ٦ اَؤ ما وليدل چه هغه ښځه دَ پاکانو په وينه اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چه ما هغه وليده نو زَۀ ډير حيران شوم. ٧ خو فرښتے راته ووئيل چه”دا تۀ دومره ولے حيران يئے؟ زَۀ به درته دَ دے ښځے اَؤ دا چه په کُوم ځنګلى ځناور سوره ده چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه لرى،راز ښکاره کړم. ٨ کُوم ځنګلى ځناور چه تا وليدو،هغه دے چه ژوندے وُو خو اوس ژوندے نۀ دے،هغه به دَ عالم ارواح نه راخيژى اَؤ هلاک به شى. اَؤ په دُنيا کښے هغه خلق چه دَ چا نومُونه چه له ازل نه دَ ژوندُون په کتاب کښے نۀ دى ليکلى شوى،هغوئ به دَ ځنګلى ځناور په ليدو حيران شى ځکه چه هغه يو وخت ژوندے وُو خو اوس ژوندے نۀ دے،خو بيا به هم ښکاره شى. ٩ اَؤ په دے پوهيدلو دَ پاره ډير حِکمت په کار دے. دا اُووۀ سرُونه هغه اُووۀ غرُونه دى چه دا ښځه پرے ناسته ده،خو دوئ هم اُووۀ بادشاهان دى ١٠ چه پنځۀ پخوا تير شوى دى اَؤ يو ژوندے دے اَؤ يو بل به راځى اَؤ کله چه هغه راشى نو هغه به دَ لږ وخت دَ پاره وى. ١١ اَؤ هغه ځنګلى ځناور چه يو وخت ژوندے وُو اَؤ اوس ژوندے نۀ دے،هغه اَتم بادشاه دے،خو بيا هم هغه له اُوو نه يو دے اَؤ هغه به هلاک شى. ١٢ کُوم لس ښکرُونه چه تا وليدل،هغه لس بادشاهان دى چه هغوئ لا حکُومت نۀ دے شروع کړے،خو هغوئ به دَ يوے ګينټے دَ پاره دَ ځنګلى ځناور سره دَ بادشاهئ اِختيار ومُومى. ١٣ ځکه چه دَ هغه ټولو يو مقصد دے چه خپل طاقت اَؤ اِختيار ځنګلى ځناور ته ورکړى. ١٤ هغوئ به دَ ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ غالب شى ځکه چه هغه دَ مالِکانو مالِک اَؤ دَ بادشاهانو بادشاه دے،اَؤ هغوئ هم ورسره دى چه بللى شوى،غوره شوى اَؤ وفادار دى.“ ١٥ بيا هغے ما ته ووئيل چه”تا چه کُوم سمندر وليدو چه لويه کنجرئ پرے ناسته وه،دا دَ خلقو جميعتُونه،قومُونه اَؤ ژبے دى. ١٦ هغه لس ښکرُونه چه تا وليدل،هغه به سره دَ ځنګلى ځناور له دے کنجرئ سره دُښمنى کوى،هغوئ به دا بربنډه اَؤ برباده کړى اَؤ دَ هغے غوښه به وخورى اَؤ په اور به ئے اِيرے کړى. ١٧ ځکه چه خُدائے دَ دوئ په زړُونو کښے دا خبره اچولے ده چه دوئ به په يو زړۀ دَ خُدائے دَ مقصد دَ پُوره کولو دَ پاره ځنګلى ځناور ته دَ خپلے بادشاهئ اِختيار ورکړى،تر څو چه دَ خُدائے کلام پُوره نۀ شى. ١٨ دا ښځه چه تا وليده هغه لوئے ښار دے چه دَ مزکے په بادشاهانو حکُومت کوى.“

مُکاشفه 18

دَ بابل بربادى

١ له دے نه پس ما يوه بله فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله اَؤ دَ هغے لوئے اِختيار وُو اَؤ مزکه دَ هغے په جلال رڼا شوه. ٢ بيا هغے په اُوچت آواز چغه کړه،”پريوت! لوئے بابل پريوتو! هغه دَ شيطانانو کور،دَ ټولو ناپاکو روحُونو اډه،اَؤ دَ کرک ناکو اَؤ مُردارو مارغانو کور دے. ٣ ځکه چه ټولو قومُونو دَ هغے دَ بدکارئ شراب څښلى دى،دَ دُنيا بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده،اَؤ دَ دُنيا سوداګرانو دَ هغے دَ مستئ په سبب دولت راغونډ کړو.“ ٤ بيا ما له آسمان نه يو بل آواز واؤريدو چه وئيل ئے:”اَئے زما خلقو! له دے نه رابهر شئ چه دَ دے په ګُناهُونو کښے شريک نۀ شئ اَؤ چه دَ هغے په آفتُونو کښے شامل نۀ شئ. ٥ ځکه چه دَ هغے ګُناهُونه تر آسمانه رسيدلى دى اَؤ خُدائے دَ هغے بدے چارے هيرے کړے نۀ دى. ٦ هغے ته دَ خپلو کړو بدله ورکړئ،هغے چه کُوم کارُونه کړى دى،هغه دوه چنده ورکړئ،اَؤ هغے چه په کُومے پيالئ کښے ګډ کړى دى هغه دوه چنده ګډه کړئ. ٧ هغے چه هر څومره لوئى اَؤ مستى وکړه هغه هومره ورته عذاب اَؤ وير ورکړئ. هغه په زړۀ کښے وائى چه زَۀ دَ تخت مالِکه يم،زَۀ به دَ کونډو په شان ويرُونه نۀ کوم. ٨ په دے وجه به په هغے په يوه ورځ کښے آفتُونه راشى يعنے،مرګ،قحط،ويره،اَؤ په اور به هم وسوزولے شى ځکه چه مالِک خُدائے زورَور دے چه ئے دَ دے فيصله واؤروله. ٩ دَ مزکے بادشاهانو چه دَ هغے سره بدکارى وکړه اَؤ دَ هغے په مستئ کښے ګډ شول،هر کله چه هغوئ دَ دے دَ سوزيدلو لُوګے ووينى نو هغوئ به پرے ژړا اَؤ وير وکړى. ١٠ هغوئ به لرے ولاړ وى اَؤ دَ هغے په عذاب به دَ ويرے دا وائى چه”اَفسوس! اَفسوس په لوئے ښار دَ بابل! په زورَور ښار! چه تۀ په يوه ګينټه کښے برباد شوے!“ ١١ دَ دُنيا سوداګران به هم په بابل وير اَؤ ژړا کوى ځکه چه بيا به هيڅوک هم دَ هغوئ نوره سودا وانۀ خلى. ١٢ دَ سرو زرو،دَ سپينو زرو،قيمتى کاڼو،دَ مرغلرو،مهينے لټے،ارغوانى کپړے،دَ ريښمو قرمزى کپړے،دَ هر قسم دَ عُودو لرګى،دَ هاتى عاښُونه،دَ هر قِسم لوښى،دَ قيمتى لرګى هر قسم لوښى،دَ زيړو،دَ اوسپنو اَؤ دَ مرمرو، ١٣ دَ دار چينى،مسالے،خُوشبوئ عطر،لوبان،مے،تيل،ميده،غنم،اَؤ څاروى،ګډے آسُونه،ګاډى،غُلامان اَؤ دَ بنى آدمو ځانُونه. ١٤ هغوئ به وائى چه”کُومے ميوے ته چه ستا زړۀ وُو،هغه له تا نه تلے ده،ټول دولت اَؤ کِشش ورک دے اَؤ بيا به ئے هيچرے ونۀ مُومے!“ ١٥ اَؤ دَ دے ټولو سوداګانو سوداګران چه ئے دَ دے په سبب دولتُونه وګټل،هغوئ به دَ هغے دَ عذاب له ويرے لرے ولاړ وى،ژړا اَؤ وير به کوى، ١٦ اَؤ وائى به چه”اَفسوس! اَفسوس! په لوئے ښار چه دَ مهينے لټے اَؤ ارغوانى اَؤ قرمزى جامے به ئے آغوستلے اَؤ په سرو زرو قيمتى کاڼو اَؤ مرغلرو به ئے ځان ښکلے کړے وُو. ١٧ اَفسوس! چه په يوه ګينټه کښے دولت برباد لاړو!“ بيا ټول دَ سمندرى جهاز کپتانان،سمندرى مُسافران اَؤ ماڼګيان اَؤ هغه څوک چه په سمندرى ګټے خپله ګُذاره کوى،لرے ودريدل، ١٨ اَؤ چه دَ هغے سوزيدونکى لوګے ئے وليدو نو چغے ئے کړے،”دَ دے لوئے ښار په شان بل چرته داسے ښار نۀ وُو!“ ١٩ اَؤ هغوئ په خپلو سرُونو خاؤرے ونوستلے،وير اَؤ ژړا ئے کوله اَؤ دا ئے وئيل چه”اَفسوس! اَفسوس! په هغه لوئے ښار چه دَ چا په دولت دَ سمندرى جهازُونو مالِکان مالدار شول،چه په يوه ګينټه کښے برباد شو!“ ٢٠ اَئے آسمانه! اَئے پاکانو،رسُولانو اَؤ نبيانو! پرے خوشحالئ کوئ،په دے وجه چه خُدائے په هغه فيصله وکړله څۀ چه هغوئ په تاسو کړے وه. ٢١ اَؤ بيا يوے قوتناکے فرښتے دَ ژرندے دَ يو غټ پل په شان کاڼے راواخستو اَؤ سمندر ته ئے ورګُذار کړو اَؤ وئے وئيل چه”دغه شان به دَ بابل لوئے ښار ونړولے شى اَؤ بيا به ئے هيڅوک ونه وينى. ٢٢ اَؤ بيا به هيچرے په تا کښے دَ ستار،سندرغاړے،شپيلئ اَؤ دَ سُرنا آوازُونه وانۀ وريدے شى،اَؤ دَ يو کسب کسب ګر به هم په تا کښے ونۀ ليدے شى،اَؤ بيا به په تا کښے دَ ژرندے غرا وانۀ وريدے شى. ٢٣ اَؤ نور به په تا کښے دَ ډيوے رڼا ونۀ ليدے شى اَؤ په تا کښے به بيا دَ زلمى اَؤ دَ ناوے خبرے وانۀ وريدے شى. يو وخت وُو چه ستا سوداګران دَ دُنيا زورَور وُو اَؤ تا په خپل جادُو ټول قومُونه وغلول.“ ٢٤ دَ نبيانو دَ پاکانو اَؤ دَ هغه ټولو خلقو وينه په هغے کښے ومُوندلے شوه چه په مزکه وژلى شوى وُو.

مُکاشفه 19

١ دَ دے نه پس ما په آسمان کښے دَ ګڼو خلقو اُوچت آوازُونه واؤريدل،هغوئ چغے وهلے چه”هلِلُوياه! خلاصُون،جلال اَؤ طاقت زمُونږ دَ خُدائے دے! ٢ ځکه چه دَ هغۀ فيصلے رښتينى اَؤ په حقه دى اَؤ هغۀ دَ لوئے کنجرئ فيصله وکړه چا چه په خپلے حرامکارئ دا مزکه ورانه کړه اَؤ دَ هغے نه ئے دَ خپلو خادمانو دَ وينے بدل واخستو.“ ٣ هغوئ بيا چغے کړے چه”هلِلُوياه! دَ بابل لُوګے تل تر تله خيژى!“ ٤ اَؤ هغه څليريشت مشران اَؤ څلور حيوانان خُدائے ته په سجده شول چه په تخت ناست وُو اَؤ هغوئ چغے کړے چه”آمين،هلِلُوياه!“

دَ ګډُورى دَ وادۀ ميلمستيا

٥ بيا له تخت نه يو آواز راغے چه”اَئے زمُونږ دَ خُدائے ټولو خادمانو چه دَ هغۀ نه ويريږئ،اَئے لويو اَؤ وړو! دَ خُدائے ثنا وايئ!“ ٦ بيا ما دَ ډيرو کسانو”دَ سيلابى اوبو اَؤ دَ تندر دَ ګړزا په شان“ آواز واؤريدو اَؤ هغوئ چغے وهلے چه”هلِلُوياه! مالِک زمُونږ قادر خُدائے بادشاه دے. ٧ راځئ چه خوشحاليږُو اَؤ دَ خوشحالئ چغے وباسو اَؤ هغه لوئى بيان کړُو ځکه چه دَ ګډورى دَ وادۀ ورځ راغلے ده اَؤ دَ هغۀ ناوے ځان سمبال کړے دے، ٨ اَؤ ورته دَ مهينے لټے جامے ورکړے شوى دى چه صفا ځلقيدُونکے دى.“ اَؤ دا مهينه لټه دَ پاکانو ښۀ کارُونه دى. ٩ بيا فرښتے ما ته ووئيل چه”دا وليکه،بختور دى هغه خلق چه دَ ګډُورى دَ وادۀ ميلمستيا ته رابللى شوى دى!“ اَؤ نور ئے ووئيل چه”دا دَ خُدائے برحق کلام دے.“ ١٠ په دے زَۀ دَ هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه”نه،داسے مه کوه! زَۀ هم دَ تا اَؤ ستا دَ ورُوڼو په شان يو خادم يم چه دَ عيسىٰ شهادت لرے. اَؤ تش خُدائے ته سجده کوه.“ ځکه چه دَ کُوم رُوح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه رُوح دَ عيسىٰ په شان شاهدانو کښے دے.

دَ سپين آس سوارۀ

١١ بيا ما آسمان پرانستلے وليدو اَؤ هلته زما په وړاندے يو سپين آس وُو اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ نُوم وفادار اَؤ رښتينے دے،ځکه چه هغه په عدالت کښے اَؤ په جنګ کښے رښتُونے دے. ١٢ اَؤ دَ هغۀ سترګے دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ په سر ئے ډير تاجُونه وُو. په هغه يو نُوم ليکلے شوے وُو چه بے له دۀ نه پرے هيڅوک نۀ پوهيدو. ١٣ اَؤ هغۀ په وينو لړلے جامے آغوستے وے اَؤ دَ هغۀ نُوم دَ خُدائے کلام دے. ١٤ اَؤ آسمانى لښکرے په سپينو آسُونو سورے ورپسے وے چه دَ سپينے اَؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آغوستے وے. ١٥ اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى،ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى. ١٦ اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه.”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“ ١٧ بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اَؤ هغے دَ آسمان په مينځ کښے الوتُونکو مارغانو ته آواز وکړو چه”راشئ اَؤ دَ خُدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ. ١٨ چه دَ بادشاهانو اَؤ دَ کماندارانو اَؤ دَ سپاهيانو غوښے،دَ آسُونو اَؤ دَ هغو دَ سورو غوښے اَؤ دَ ټولو خلقو،غُلامانو اَؤ آزادو دَ لويو اَؤ دَ وړو غوښے وخورئ!“ ١٩ بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اَؤ دَ مزکے بادشاهان اَؤ دَ هغوئ لښکرے دَ سوارۀ اَؤ دَ هغۀ دَ لښکر سره په جنګ شول. ٢٠ اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول،په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے. ٢١ اَؤ باقى په هغه تُوره ووژلے شول کُومه چه دَ سورو له خُلے نه راوتلے،اَؤ ټولو مارغانو دَ هغوئ په غوښه ځانُونه ماړۀ کړل.

مُکاشفه 20

زَر کاله

١ بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله چه ورسره دَ عالِم اَرواح کُنجى اَؤ په لاس کښے ئے لوئے زنځير وُو. ٢ اَؤ هغه اژدها چه زوړ ښامار دے،هغه ئے ونيوو،يعنے اِبليس اَؤ شيطان،اَؤ تر زرو کالو پورے ئے وتړلو. ٣ فرښتے هغه آخرے کندے دَ جهنم ته وغورزولو،بند ئے کړو اَؤ مُهر ئے پرے ولګولو،دَ دے دَ پاره چه هغه بيا تر هغے قومُونه ونۀ غُلوى تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وى. دَ هغے نه پس به هغه بيا دَ لږ وخت دَ پاره آزاد کړے شى. ٤ بيا ما تختُونه وليدل اَؤ هغه خلق پرے ناست وُو چه دَ عدالت اِختيار ورکړے شوے وُو. ما دَ هغه خلقو رُوحُونه وليدل چه سرُونه ئے دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهادت په وجه پريکړى شوى وُو،اَؤ هغه خلق چا چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړے اَؤ نۀ ئے په لاس يا تندى دَ هغۀ نخښه لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اَؤ دَ مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه. ٥ باقى مړى تر هغے ژوندى نۀ کړے شول تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے. ٦ بختور اَؤ قدُوس هغه دے چه په دے اولنى قيامت کښے شريک دے ځکه چه په داسے خلقو دويم مرګ اِختيار نۀ لرى بلکه هغوئ به دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح کاهنان وى اَؤ دَ هغۀ سره به تر زرو کالو پورے بادشاهى کوى.

دَ شيطان شکست

٧ هر کله چه زر کاله پُوره شى نو شيطان به دَ خپلے بندى خانے نه را آزاد شى. ٨ اَؤ هغه به راشى اَؤ په څلور کُنجه دُنيا کښے به قومُونه وغُلوى،يعنے جُوج اَؤ ماجُوج،اَؤ جنګ ته به ئے راجمع کړى چه دَ سمندر دَ شګو په شان بے شماره دى. ٩ نو هغوئ دَ مزکے په پلنوالى راوختل اَؤ دَ خُدائے دَ پاکانو ديره اَؤ دَ هغۀ محبُوب ښار ئے راګير کړو،خو له آسمان نه اور پرے نازل شو اَؤ هغوئ ئے تباه کړل. ١٠ اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.

دَ لوئے سپين تخت په وړاندے عدالت

١١ بيا ما يو لوئے سپين تخت وليدو اَؤ يو سړے چه پاس پرے ناست وُو،دَ هغۀ دَ مخ نه مزکه اَؤ آسمان وتښتيدل اَؤ غائب شول. ١٢ ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو،يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو. ١٣ سمندر خپل مړى چه په کښے وُو،ورکړل اَؤ مرګ اَؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وُو،ورکړل اَؤ دَ ټولو عدالت دَ هر چا دَ خپل عمل په مُطابق وشو. ١٤ بيا مرګ اَؤ عالم ارواح دَ اور تالاب ته وغورزولے شول،دَ اور تالاب دويم مرګ دے. ١٥ اَؤ په دے کښے هغه کسان وغورزولے شول،دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے درج نۀ وُو.

مُکاشفه 21

نوے آسمان اَؤ نوے مزکه

١ بيا ما يو نوے آسمان اَؤ يوه نوے مزکه وليده ځکه چه وړُومبنے آسمان اَؤ وړُومبنئ مزکه غائب شوى وُو اَؤ سمندر هم نۀ وُو. ٢ اَؤ ما پاک ښار،يعنے نوے بيتُ المُقدس وليدلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو،اَؤ دا داسے تيار کړے شوے وُو لکه چه ناوے دَ خپل خاوند دَ پاره ښکلے تياره کړے شوے وى. ٣ ما له تخت نه يو اُوچت آواز واؤريدو چه دا ئے وئيل چه”ګورئ! اوس خُدائے دَ بنى آدمو په مينځ کښے استوګنه کوى،هغه به دَ هغوئ سره اوسيږى اَؤ هغوئ به دَ هغۀ اُمت وى اَؤ خُدائے به په خپله دَ هغوئ سره وى. ٤ هغه به دَ هغوئ دَ سترګو ټولے اوښکے وچے کړى،هلته به نۀ مرګ،نۀ ويره،نۀ ژړا اَؤ نۀ دړد وى ځکه چه وړُومبى څيزُونه تير شوى دى.“ ٥ بيا څوک چه په تخت ناست وُو،هغۀ ووئيل چه”وګورئ! زَۀ ټول څيزُونه نوى کوم!“ اَؤ هغۀ ما ته ووئيل چه”دا وليکه ځکه چه دا ټولے خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى.“ ٦ نو ما ته ئے ووئيل چه”وشو! الفه اَؤ اوميګه زَۀ يم،الاول اَؤ الاخر زَۀ يم. هر څوک چه تږے وى زَۀ به هغۀ ته دَ ژوندُون دَ اوبو له چينو نه دَ څښلو حق ويړيا ورکړم. ٧ هر څوک چه غالب شى هغه به دَ دے وارث شى،زَۀ به دَ هغۀ خُدائے يم اَؤ هغه به زما زوئے وى. ٨ خو دَ ويريدُونکو،بے ايمانو،پليتانو،قاتلانو،حرامکارانو،جادُوګرانو،بُت پرستانو اَؤ هر قسم دروغژنو برخه به په هغه تالاب کښے وى چه په کښے دَ ګُوګړو اور بليږى،اَؤ دا دويم مرګ دے.“

نوے بيتُ المُقدس

٩ بيا په هغه اُوو فرښتو کښے چه دَ اُوو آخرى اُفتُونو ډک جامُونه ورسره وُو،يوه ماله راغله اَؤ وئے وئيل چه”راځه! اَؤ زَۀ به تا ته ناوے وښيم،يعنے دَ ګډُورى ښځه به درته وښيم.“ ١٠ زَۀ دَ رويا په حالت کښے وم اَؤ فرښتے زَۀ يو لوئے اُوچت غر ته بوتلم اَؤ دَ بيتُ المُقدس پاک ښار ئے راته وښئيلو چه دَ خُدائے له طرفه له آسمان نه راکُوزيدو. ١١ هغه دَ خُدائے په جلال روښانه وُو،دَ هغۀ پړق دَ قيمتى جواهراتو په شان لکه دَ زبرجدو صفا اَؤ دَ بلور په شان وُو. ١٢ دَ هغۀ يو لوئے اُوچت ديوال وُو چه په کښے دولس دروازے وے اَؤ په هغو کښے دولس فرښتے وے،اَؤ په دروازو دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو خيلُونو نُومونه ليکلى شوى وُو. ١٣ نمر خاته ته درے دروازے وے،قطب ته درے،سهيل ته درے اَؤ نمر پريواتۀ ته درے دروازے وے. ١٤ دَ ښار دَ ديوال په بُنياد کښے دولس کاڼى وُو اَؤ په هغوئ دَ ګډُورى دَ دولسو رسُولانو نومُونه وُو. ١٥ کُومے فرښتے چه ما سره خبرے وکړلے،دَ هغے سره دَ سرو زرو يو ګز وُو چه پرے دَ ښار هغه ديوالُونه اَؤ دروازے ناپ کړى. ١٦ اَؤ ښار په مربع شکل جوړ وُو اَؤ څومره چه اُوږد وو هغه هومره پلن وُو،اَؤ هغۀ په ګز دَ هغۀ اُوږدوالے،پلنوالے اَؤ اُوچتوالے چه يو برابر وُو،دوه نيم زره کيلوميټره وُو،ناپ کړل. ١٧ دَ هغه ديوال شپيته ميټره اُوچت وُو،دا اِنسانى پيمانه وه چه فرښتے استعمالوله. ١٨ ديوال دَ زبرجدو نه جوړ وُو اَؤ ښار په خپله دَ سُوچه سرو زرو نه جوړ شوے وُو اَؤ دَ صفا شيشے په شان پړقيدو. ١٩ دَ ښار دَ ديوال بُنيادُونه په قسما قسم قيمتى کاڼو ډولئ کړى شوى وُو چه اول دَ بُنياد کاڼے دَ زبر جدو وُو،دويم دَ نيلم،دريم دَ شب چراغ،څلورم دَ زمرُد، ٢٠ پنځم دَ سليمانى،شپږم،دَ عقيقو،اُووم دَ سنګ يشب،اَتم دَ فيروزے،نهم دَ طوپاز،لسم دَ يمانى،يولسم دَ سنګ سُنبلى اَؤ دولسم دَ ياقُوتو وُو. ٢١ اَؤ هغه دولس دروازے دَ دولسو مرغلرو وے،هره دروازه دَ يوے مرغلرے نه جوړه وه. دَ ښار کُوڅے دَ صفا شيشے په شان دَ سُوچه سرو زرو وے. ٢٢ ما په ښار کښے دَ خُدائے کور ونۀ ليدو ځکه چه مالِک قادر مُطلق خُدائے اَؤ ګډُورے دَ هغه ښار دَ خُدائے کور دے. ٢٣ اَؤ ښار ته دَ نمر يا دَ سپوږمئ دَ ځليدو حاجت نِشته ځکه چه دا دَ خُدائے په نُور روښانه دے اَؤ دَ هغۀ ډيوه ګډورے دے. ٢٤ دَ دے په رڼا به قومُونه ګرزى اَؤ دَۀ ته به دَ دُنيا بادشاهان خپلے لوئى راؤړى. ٢٥ دَ ښار دروازے به ټوله ورځ پرانستے وى اَؤ هلته به شپه چرے نۀ وى. ٢٦ دَ قومُونو دولت اَؤ لوئى به دَۀ ته راؤړے شى. ٢٧ خو هيڅ ناپاک څيز به ورننوتے نۀ شى اَؤ نۀ پليت اَؤ نۀ دروغژن،خو صرف هغه دَ چا نُومُونه چه دَ ګډُورى دَ ژوندُون په کتاب کښے ليکلى دى.

مُکاشفه 22

١ بيا فرښتے ما ته دَ ژوند دَ اوبو درياب وښودلو چه دَ بلور په شان پړقيدو اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډُورى دَ تخت نه ٢ دَ ښار دَ سړک په مينځ کښے رابهيدلو. دَ درياب په دواړو غاړو دَ ژوندُون يوه ونه وه چه دولس ځله ميوه ئے نيوله،دَ کال دَ هرے مياشتے دَ پاره يوه. اَؤ دَ ونو پاڼے به دَ قومُونو دَ روغولو دَ پاره وے. ٣ اَؤ په هغه ښار کښے به داسے هيڅ څيز مُوندلے نۀ شى چه خُدائے پرے لعنت کړے وى. اَؤ دَ خُدائے اَؤ دَ ګډورى تخت به هلته وى اَؤ دَ هغۀ خادمان به دَ هغۀ عبادت کوى. ٤ هغوئ به هغه مخامخ وينى اَؤ دَ هغۀ نُوم به ئے په تندو ليکلے وى. ٥ هلته به چرے شپه نۀ وى اَؤ نۀ به هغوئ ته دَ ډيوے يا دَ نمر حاجت وى ځکه چه مالِک خُدائے به دَ هغوئ رڼا وى،اَؤ هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.

دَ عيسىٰ راتلل

٦ بيا فرښتے ما ته ووئيل چه”دا خبرے دَ اِعتبار لائقے اَؤ رښتيا دى. مالک خُدائے چه خپل رُوح نبيانو له ورکوى،هغۀ خپله فرښته راوليږله چه دَ هغۀ خادمانو ته هغه څۀ وښيئ چه زر کيدُونکى دى.“ ٧ اَؤ ”ياد لرئ چه زَۀ زر درځم! بختور دے هغه چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګوئى خبرے منى.“ ٨ اَؤ ما يوحنا،دا ټول وليدل اَؤ آؤريدل اَؤ کله چه ما دا واؤريدل اَؤ وليدل نو زَۀ دَ هغے فرښتے په پښو کښے په سجده پريوتلم چا چه ما ته دا ښکاره کړى وُو. ٩ خو هغے ما ته ووئيل،”نه،داسے مه کوه! زَۀ خو ستا اَؤ ستا دَ ورُوڼو نبيانو اَؤ څوک چه دَ دے کتاب خبرے منى،په شان يو خادم يم. خُدائے ته سجده کوه!“ ١٠ بيا هغے ما ته ووئيل چه”دَ پيشن ګوئى خبرے په دے کتاب کښے پټے مه ساته ځکه چه دَ هغو دَ پُوره کيدو وخت نزدے دے. ١١ اَؤ څوک چه بدکاران دى،پريږده چه بدکارُونه کوى،اَؤ څوک چه پليت دى،په خپلے پليتئ کښے دَ آخته وى. څوک چه رښتينے وى هغه دِ په خپله رښتينئ کښے پاتے شى اَؤ څوک چه پاک وى هم دِ پاک پاتے شى.“ ١٢ ”هو! ګورئ! زَۀ عيسىٰ زر درځم اَؤ خپل اَجر دَ ځان سره راوړم چه هر يو له دَ هغۀ دَ عمل په مُطابق اَجر ورکړم. ١٣ الفه اوميګه زَۀ يم،الاول اَؤ الاخر،ازل اَؤ خاتمه.“ ١٤ بختور دى هغه خلق چه خپلے جامے صفا وينځى،هغوئ به دَ ژوندُون دَ ونے حق ومُومى اَؤ ښار ته به په دروازو ورننوزى. ١٥ خو بهر به پليتان،جادُوګران اَؤ حرامکاران،قاتلان اَؤ بُت پرستان اَؤ ټول هغه څوک چه دروغ خوښوى اَؤ جوړوى پاتے شى. ١٦ ”ما عيسىٰ،خپله فرښته تاسو ته در وليږله چه جماعتُونو له ګواهى ورکړى چه زَۀ دَ داؤد دَ څانګے اَؤ نسل نه يم اَؤ دَ صباووُن پړقيدُونکى ستورے.“ ١٧ رُوحُ القُدس اَؤ ناوے وائى چه ”راشه!“ اَؤ هر آؤريدُونکے دِ هم وائى چه ”راشه!“ اَؤ څوک چه تږے وى،هغه دِ راشى،اَؤ څوک چه ئے غواړى،دَ ژوندُون له اوبو نه دِ ويړيا واخلى. ١٨ زَۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم چه دَ دے کتاب دَ پيشن ګويو کلام دے آؤرى،که څوک دَ ځانه په کښے زيات کړى نو خُدائے به هغۀ ته په دے کتاب کښے بيان شوى آفتُونه زيات کړى. ١٩ که څوک دَ پيشن ګويو دَ دے کتاب نه څۀ کمے وکړى نو خُدائے به دَ هغۀ دَ ژوند په ونه اَؤ دَ مُقدس ښار نه دَ هغۀ حِصه واخلى چه په دے کتاب کښے ئے بيان شوے دے. ٢٠ اَؤ څوک چه دَ دے خبرو شهادت ورکوى هغه وائى چه”هو،زَۀ زر درځم!“ آمين،مالِک عيسىٰ راشه! ٢١ دَ مالِک عيسىٰ فضل دِ په تاسو ټولو وى، آمين.