دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اول باب
کلام جُسه شو
۱په ازل کښے کلام وو اَؤ کلام دَ خُدائے څخه وو اَؤ کلام خُدائے وو، ۲دغه په ازل کښے دَ خُدائے څخه وو. ۳اَؤ دَ هغۀ په وسيله ټول څيزُونه په وجُود کښے راغلل. څۀ چه په وجُود کښے راغلل، يو څيز هم بغير دَ هغۀ نه په وجُود کښے رانۀ غے. ۴په هغۀ کښے ژوندون وو اَؤ هم دغه ژوندُون دَ بنى آدمو نُور وو. ۵اَؤ نُور په تيارۀ کښے ځليږى اَؤ تيارۀ پرے هيڅ کله هم غالبه نۀ شوه.
۶يحيىٰ نومے يو سړے دَ خُدائے له طرفه راغے. ۷هغه دَ نور دَ شهادت دَ پاره راغے چه ټول خلق دَ هغۀ په وسيله ايمان راؤړى. ۸هغه په خپله خو نُور نۀ وو ليکن دَ نُور دَ شهادت دَ پاره راغے. ۹اَؤ حقيقى نُور چه هر يو بنى آدم روښانه کوى هغه لا دُنيا ته راتلونکے وو.
۱۰هغه په دُنيا کښے وو اَؤ دُنيا دَ هغۀ په وسيله په وجُود کښے راغله خو دُنيا هغه ونۀ پيژندلو. ۱۱هغه خپل ځائے ته راغے خو دَ هغۀ خپلوانو هغه قبُول نۀ کړو. ۱۲خو کومو خلقو چه قبُول کړو هغوئ ته ئے دا حق ورکړو چه دَ خُدائے اَؤلاد شى يعنى هغوئ چه دَ هغۀ په نامه ايمان راؤړى، ۱۳چه نۀ له وينے نه اَؤ نۀ له جسمانى شوق اَؤ نۀ دَ اِنسانى پلار په اِرادے بلکه له خُدائے نه پيدا شو.
۱۴نو کلام جُسه شو اَؤ هغه زمُونږ سره اوسيدو اَؤ مُونږ دَ هغۀ لوئى وليده، داسے لوئى لکه چه دَ پلار دَ يو زوئے چه په فضل اَؤ حقيقت معمُور وى.
۱۵يحيىٰ دَ هغۀ په حق کښے شاهدى وکړله. هغۀ په چغو ووئيل چه ”دا هغه سړے دے چه ما ئے ذکر کړے وو يعنے دا چه هغه څوک چه له ما نه وروستو راځى هغه له ما نه وړُومبے شو، زَۀ چه پيدا کيدم نو هغه وو.“
۱۶ځکه چه مُونږ ټولو دَ هغۀ دَ کُلهمى معمُورتيا نه په فضل باندے فضل ومُوندلو. ۱۷ځکه چه شريعت دَ مُوسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل اَؤ حقيقت دَ عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. ۱۸خُدائے چرے هيچا نۀ دے ليدلے بے له خُدائے دَ يو زوئے نه، هغه څوک چه دَ پلار په غيږ کښے دے اَؤ هم پلار هغۀ ښکاره کړے دے.
دَ يحيىٰ ګواهى
۱۹دَ يحيىٰ ګواهى دا وه، کله چه يهوديانو له بيتُ المُقدس نه کاهنان اَؤ ليويان دَ دے تپوس دَ پاره وروليږل چه دا معلُومه کړى چه تۀ څوک يئے؟
۲۰هغۀ اِقرار وکړو اَؤ اِنکار ئے ونۀ کړو، خو اِقرار ئے وکړو چه ”زَۀ مسيح نۀ يم.“
۲۱هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بیا نو تهٔ څه یۓ؟ تهٔ الیاس یۓ څهٔ؟“
هغه جواب ورکړو چه ”نه، زهٔ هغهٔ هُم نه یم.“
”تۀ هغه نبى يئے څۀ چه مُونږ ئے په اِنتظار کښے يُو؟“
هغۀ ځواب ورکړو چه ”نه.“
۲۲هغوئ بيا تپوس وکړو چه ”بيا نو تۀ يئے څوک؟ ځکه چه مُونږ چا را استولى يُو هغوئ له جواب ورکړُو. تۀ دَ خپل ځان په حقله څۀ وايئے؟“
۲۳هغۀ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ په بيابان کښے دَ نعرے وهُونکى آواز يم چه : ”دَ مالِک لار نيغه کړئ،“ لکه چه يشعياه نبى وئيلى وُو.“
۲۴ځنے فريسيان چه په جرګه کښے راغلى وُو ۲۵دَ هغۀ نه ئے تپوس وکړو، ”که چرے نۀ تۀ مسيح ئے، نۀ تۀ اِلياس يئے، نۀ هغه نبى يئے، نو تۀ بيا ولے بپتسمه ورکوے؟“
۲۶يحيىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښے يو کس ولاړ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ، ۲۷چه زما نه وروستو به راځى اَؤ زَۀ دَ دے لائق هم نۀ يم چه دَ هغۀ پيزار قدر پرانزم.“
۲۸دا خبرے په بيت عنياه کښے وشوے چه دَ اُردن بلے غاړے ته دے، چرته چه يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
دَ خُدائے ګډُورے
۲۹بله ورځ يحيىٰ وليدل چه عيسىٰ هغه طرف ته راځى. هغۀ ووئيل چه ”وګورئ! دَ خُدائے ګډورے چه دَ دُنيا ګُناه په ځان وړى! ۳۰دا هم هغه دے دَ چا په حقله چه ما وئيلى وُو چه زما نه به وروستو يو کس راځى چه له ما نه وړُومبے شو ځکه چه له ما نه اول وو. ۳۱ما هغه نۀ پيژندو چه هغه څوک دے، خو مخض دا سبب چه زَۀ ولے راغلم اَؤ په اوبو بپتسمه ورکوم دَ دے دَ پاره چه هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند کړے شى.“
۳۲يحيىٰ دا ګواهى هم وکړله چه ”ما رُوحُ القُدس دَ آسمان له مخے لکه دَ يوے کونترے په شان په راکُوزيدو وليدلو چه په هغۀ نازل شو. ۳۳ما دے نۀ پيژندو، خو هغه چا چه زَۀ ئے په اوبو دَ بپتسمے ورکولو دَ پاره راليږلے يم هغۀ ما ته ووئيل، هر کله چه تۀ رُوحُ القُدس په چا په راکُوزيدو ووينے اَؤ په چا رانازل شى نو تۀ به پوهه شے چه هم دا هغه سړے دے چه په رُوحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ۳۴ما دا په خپله وليدل اَؤ زَۀ په دے ګواهى کوم چه دا دَ خُدائے زوئے دے.“
دَ عيسىٰ وړُومبى مُريدان
۳۵په بله ورځ يحيىٰ دَ خپلو مُريدانو سره ولاړ وو ۳۶چه عيسىٰ ئے په خوا تير شو. يحيىٰ هغۀ پلو کتل اَؤ وے وئيل چه ”دا دَ خُدائے ګډُورے دے.“
۳۷دوؤ مُريدانو دَ هغۀ دا خبره واؤريده اَؤ په عيسىٰ پسے روان شول. ۳۸کله چه هغۀ بيرته مخ راواړوو اَؤ وئے کتل چه دوئ هغۀ پسے روان دى نو هغۀ ترے تپوس وکړو چه ”تاسو په څۀ پسے ګرزى؟“
هغوئ ووئيل، ”اُستاذه! تۀ کُوم ځائے پاتے کيږے؟“
۳۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”راځئ اَؤ وګورئ،“ اَؤ هغوئ دَ هغۀ سره لاړل اَؤ هغه ځائے وليدو چرته چه هغه پاتے کيدو اَؤ هغه ورځ ئے دَ هغۀ سره تيره کړله اَؤ دَ څلورو بجو دَ مازيګر وخت وو.
۴۰دَ يحيىٰ دَ وينا نه پس چه په عيسىٰ پسے تلى وُو په دغه دوؤ کښے يو اندرياس دَ شمعُون ورور وو. ۴۱وړُومبے کار چه هغۀ وکړو هغه دا وو چه خپل ورور شمعُون ئے ومُوندلو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”مُونږ مسيح مُوندلے دے.“ ۴۲هغۀ شمعُون عيسىٰ له راوستو.
هغۀ ورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ دَ يوحنا زوئے شمعُون يئے، تا ته به کيفا وئيلے کيږى، يعنے پطروس چه معنىٰ ئے ګټه ده.“
فيليپوس اَؤ نتانى ايل ته بلل
۴۳بله ورځ عيسىٰ ګليل ته دَ تلو نيت وکړو. په لارے ورته فيليپوس مخے له ورغے. عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ ۴۴فيليپوس دَ اندرياس اَؤ پطروس په شان دَ بيت صيدا اوسيدُونکے وو. ۴۵فيليپوس نتانىايل ته ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ چا ذکر چه دَ مُوسىٰ په شريعت کښے اَؤ نبيانو کړے دے هغه مُونږ وليدو، دا عيسىٰ ناصرى دَ يُوسف زوئے دے.“ ۴۶نتانىايل په حيرانتيا ووئيل چه ”دَ ناصرت! آيا ناصرت کښے هم ښۀ څيز پيدا کيدے شى څۀ؟“ فيليپوس ورته ووئيل، ”راخو شه اَؤ وئے ګوره.“
۴۷کله چه عيسىٰ نتانىايل په راتلو وليدلو نو وئے وئيل، ”دا يو رښتينے اِسرائيلى دے، په دَۀ کښے هيڅ ټګى نِشته.“
۴۸نتانىايل ترے تپوس وکړو، ”دا زَۀ دِ څنګه وپيژندلم؟“
عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ دَ انځر دَ ونے لاندے هغه وخت ليدلے وے چه لا فيليپوس تۀ نۀ وے بللے.“
۴۹نتانىايل ووئيل، ”اُستاذه! تۀ دَ خُدائے زوئے يئے اَؤ تۀ دَ اِسرائيلو بادشاه يئے.“
۵۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ستا دَ ايمان دَ راؤړو دغه وجه ده چه ما دَ اِنځير دَ ونے لاندے وليدے؟ تۀ به دَ دے نه هم لوئے لوئے څيزُونه ووينے.“ ۵۱بيا هغۀ ووئيل، ”زَۀ تاسو ټولو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به آسمان پرانستے ووينئ اَؤ دَ خُدائے دَ فرښتو به په اِبن آدم ختل اَؤ بيا راکُوزيدل ووينئ.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
دويم باب
په قانا کښے وادۀ
۱په دريمه ورځ دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے يو وادۀ وو، دَ عيسىٰ مور هم هلته وه، ۲اَؤ عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان هم په کښے ميلمانۀ وُو. ۳چه مئے خلاص شول نو دَ عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دَ دوئ سره مئے نۀ دى پاتے.“
۴عيسىٰ جواب ورکړو چه ”مورے! زما اَؤ ستا پرے څۀ؟ زما وخت لا نۀ دے راغلے.“
۵دَ هغۀ مور خادمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چه دَئے درته وائى هغه کوئ.“
۶هلته دَ ګټے شپږ چاټئ وے چه خوا په خوا پرتے وے، دا دَ يهوديانو دَ دستُور په مُطابق دَ پاکيدو دَ پاره وے، اَؤ په هره يوه کښے دَ دوؤ نه تر دريو منو پورے ځائے وو. ۷عيسىٰ خادمانو ته ووئيل چه ”دا چاټئ دَ اوبو نه ډکے کړئ.“ اَؤ هغه هغوئ تر خُلے خُلے ډکے کړے. ۸بيا هغۀ حُکم وکړو چه ”څۀ ترے وباسئ اَؤ دَ ميلمستيا مشر له ئے يوسئ.“ اَؤ هغوئ هم دغسے وکړل. ۹مشر اوبۀ وڅښلے اَؤ هغه مئے شوے وے. خو هغۀ ته دَ دے سبب نۀ وو معلُوم اګر چه هغه نوکرانو ته معلُومه وه چا چه اوبه راويستلے وے. ۱۰هغۀ دَ وادۀ زلمى ته ووئيل، ”هر څوک ښۀ مئے اول ورکوى اَؤ معمولى تر هغے ساتى تر څو چه خلق ماړۀ شوى نۀ وى، ليکن تا خو تر اوسه ښۀ مئے لا ساتلى دى.“
۱۱دَ ګليل په قانا نُومے ځائے کښے دَ عيسىٰ دا وړُومبئ مُعجزه وه چه عيسىٰ پرے خپله لوئى څرګنده کړه اَؤ دَ هغۀ مُريدانو په هغۀ ايمان راوړو.
۱۲دَ دے نه پس عيسىٰ دَ خپلے مور، ورُوڼو اَؤ مُريدانو سره کفرنحُوم ته لاړو خو هغوئ هلته زيات ايسار نۀ شُو.
دَ خُدائے دَ کور پاکول
۱۳ځکه چه دَ يهوديانو دَ فسح دَ اختر ورځے رانزدے وے نو عيسىٰ بيتُ المُقدس ته لاړو. ۱۴هلته هغۀ دَ خُدائے په کور کښے دَ غوايانو، ګډو اَؤ دَ کونترو سوداګران اَؤ صرافان په خپلو چوکو ناست وليدل. ۱۵عيسىٰ دَ پړى کروړه جوړه کړه اَؤ هغوئ ئے دَ خُدائے دَ کور نه بهر وشړل، ګډے، غوايان اَؤ هر څۀ. هغۀ دَ صرافانو تختے نسکورے کړے، دَ هغوئ پيسے ئے ونوستلے، ۱۶بيا هغه دَ کونترو خرڅوُونکو پسے راوګرزيدلو. هغۀ ووئيل، ”دا لرے کړئ زما دَ پلار دَ کور نه بازار مه جوړوئ.“ ۱۷دَ هغۀ مُريدانو ته دَ صحيفو دا ليک را ياد شو ”ستا دَ کور غيرت به ما وخورى.“
۱۸يهوديانو عيسىٰ له جواب ورکړو اَؤ تپوس ئے ترے نه وکړو چه ”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے؟ مُونږ ته څۀ نخښۀ وښايه؟“
۱۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دا دَ خُدائے کور ونړوئ اَؤ زَۀ به ئے درته په دريو ورځو کښے بيا ودان کړم.“
۲۰هغوئ ووئيل، ”دا دَ خُدائے کور خو په شپږ څلويښت کاله کښے جوړ شوے دے، اَؤ تۀ ئے راته په دريو ورځو کښے جوړوے؟“
۲۱خو دَ خُدائے دَ کوم کور ذکر چه هغۀ کولو هغه دَ دَۀ خپل وجُود وو. ۲۲دَ هغۀ دَ بيا راژوندى کيدو نه پس دَ هغۀ مُريدانو ته راياد شو چه هغۀ څۀ وئيلى وُو اَؤ دَ هغوئ په صحيفو اَؤ په هغه کلام چه عيسىٰ وئيلى وُو ئے يقين راغلو.
عيسىٰ ټول خلق پيژنى
۲۳کله چه عيسىٰ لا دَ فسح دَ پاره په بيتُ المُقدس کښے ديره وو نو هغوئ هغه مُعجزے وليدے چه هغۀ ښکاره کړے اَؤ ډيرو خلقو پرے ايمان راؤړو. ۲۴خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اِتبار نۀ کاوو ځکه چه هغۀ خلق ډير ښۀ پيژندل. ۲۵اَؤ هغۀ ته دَ هغو ټولو حال معلُوم وو اَؤ دَ بل چا دَ شاهدئ ورته ضرورت نۀ وو ځکه چه هغه په دے پوهيدلو چه دَ اِنسان په زړۀ کښے څۀ څۀ دى.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
دريم باب
عيسىٰ اَؤ نيکوديموس
۱په فريسيانو کښے نيکوديموس نومے يو سړے وو چه دَ يهوديانو دَ جرګے غړے وو. ۲هغه عيسىٰ له دَ شپے راغے اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”اُستاذه! مُونږ ته معلومه ده چه تۀ دَ خُدائے راليږلے اُستاذ يئے. هيڅوک هم دا نخښے چه تۀ ښکاره کوے، نۀ شى ښودلے اَؤ که خُدائے ورسره نۀ وى.“
۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا رښتيا درته وايم، تر څو چه سړے بيا پيدا نۀ شى هغه دَ خُدائے بادشاهى ليدلے نۀ شى.“
۴نيکوديموس ووئيل، ”نو بيا دا څنګه مُمکنه ده چه يو سړے چه بُوډا وى نو هغه به بيا څنګه پيدا شى؟ آيا هغه په دويم ځل دَ مور ګيډے ته ورننوتے شى څۀ، چه بيا پيدا شى؟“
۵عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ درته رښتيا وايم چه يو سړے به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تر هغے داخل نۀ شى تر څو چه هغه دَ اوبو اَؤ رُوحُ القُدس نه پيدا نۀ شى. ۶چه دَ اِنسان نه پيدا کيږى هغه جسم دے خو چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا کيږى هغه رُوح دے. ۷نو چه زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو له بيا پيدا کيدل په کار دى نو په دے حيرانيږئ مه. ۸هوا ديخوا اخوا الوزى. تۀ دَ دے آواز خو آؤرے خو دا درته نۀ معلُوميږى چه دا دَ کُومے راځى اَؤ چرته ځى. دغه حال دَ هر هغه چا دے څوک چه دَ رُوحُ القُدس نه پيدا شوى دى.“
۹نيکوديموس بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه مُمکنه ده؟“
۱۰عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دَ يهوديانو اُستاذ يئے اَؤ دَ دے نه ناخبره يئے؟ ۱۱زَۀ درته رښتيا رښتيا وايم چه مُونږ هغه څۀ وايو چه څۀ راته معلُوم دى اَؤ دَ هغۀ شهادت کوُو چه څۀ مو ليدلى دى خو بيا هم تاسو زمُونږ شهادت نۀ منئ. ۱۲که چرے تاسو زما دَ مزکے په حقله خبرے نۀ منئ، نو که زَۀ درته دَ آسمان خبرے ووايم نو تاسو به ئے څنګه ومنئ؟ ۱۳هيڅوک هم چرے آسمان ته نۀ دے ختلے بے دَ هغۀ نه چه دَ آسمان نه راکُوز شوے دے، يعنے اِبن آدم چه دَ آسمان نه دے.
۱۴لکه څنګه چه مُوسىٰ په بيابان کښے مار په لوړه خيژولے وو دغسے به اِبن آدم هم وخيژولے شى، ۱۵دَ پاره دَ دے چه هر څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى نو هغه به هم په هغۀ کښے دَ تل ژوند ومُومى. ۱۶خُدائے دَ دے دُنيا سره داسے مينه وکړله چه خپل يکى يو زوئے ئے هم ورکړو چه هر هغه څوک چه په زوى ئے ايمان راؤړى هغه هلاک نۀ شى خو دَ تل عُمرى ژوندُون بيا مُومى. ۱۷خُدائے خپل زوئے دُنيا ته دَ دُنيا دَ مُجرم کولو دَ پاره نۀ دے راليږلے بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ هغۀ په وسيله دُنيا خلاصُون بيا مُومى.
۱۸څوک چه په هغۀ ايمان راؤړى هغه به مُجرم هم نۀ شى خو چا چه پرے ايمان نۀ دے راوړے هغه خو دَ مخکښے نه مُجرم شوے دے ځکه چه دَ خُدائے دَ يکى يو زوى نه مُنکر دے. ۱۹اَؤ دَ مُجرم کيدلو سبب دا دے چه دُنيا ته نُور راغلے دے خو خلق دَ نُور په ځائے په تيارۀ ځکه خوشحاله وُو چه دَ هغوئ کارُونه بد وُو. ۲۰بدکاره سړے هميشه دَ نُور سره کينه لرى اَؤ ځان ترے ساتى هسے نۀ چه دَ دوئ کارُونه څرګند شى. ۲۱هر څوک چه نيک کارُونه کوى هغه نُور ته راځى ځکه چه کارُونه ئے په نُور کښے څرګند شى چه هغه دَ خُدائے په رضا کړى شوى دى.“
عيسىٰ اَؤ يحيىٰ بپتسمه ورکوُونکے
۲۲پس دَ دے نه عيسىٰ سره دَ مُريدانو يهوديه ته راغے اَؤ دَ هغوئ سره هلته ايسار شو اَؤ بپتسمه ئے ورکړه. ۲۳يحيىٰ هم په عينون کښے بپتسمه ورکوله، کُوم چه شاليم ته نزدے دے، ځکه چه په هغه ځائے کښے اوبۀ ډيرے وے اَؤ خلق په مخه بپتسمے ته راتلل. ۲۴دا دَ يحيىٰ دَ قيديدو نه وړاندے وُو.
۲۵دَ يحيىٰ دَ ځنے مُريدانو دَ يهوديانو سره دَ پاکيدو په حقله جګړه اُوچته شوه. ۲۶نو هغوئ يحيىٰ ته راغلل اَؤ ورته ئے ووئيل ”اُستاذه! ستا سره دَ اُردن په پورے غاړه يو سړے وو دَ چا په حقله چه تا ګواهى کړے وه، هغه هم بپتسمه ورکوى اَؤ خلق ورته راټوليږى.“
۲۷يحيىٰ جواب ورکړو چه ”سړے تش هغه څۀ اخستے شى څۀ چه دَ آسمان نه ورکړے کيږى. ۲۸تاسو په خپله په دے ګواهى ورکولے شئ چه ما وئيلى وُو چه زه مسيح نۀ يم، زَۀ خو دَ هغه دَ وړاندے را استولے شوے يم. ۲۹ناوے دَ وادۀ دَ زلمى وى اَؤ دَ وادۀ دَ زلمى دوست څوک چه ولاړ وى اَؤ دَ هغۀ خبرے آؤرى، هغه دَ وادۀ دَ زلمى په آواز آؤريدو دَ خوشحالئ نه په جامو کښے نۀ ځائيږى. دا خوشحالى اوس زما پُوره شوه. ۳۰په کار دى چه هغه لوئے شى اَؤ زَۀ ورکوټے.
څوک چه له آسمان نه راځى
۳۱څوک چه له پاس نه راځى هغه دَ هر چا نه پاس وى اَؤ څوک چه دَ مزکے پيدا دے هغه دَ مزکے دے اَؤ خبرے هم دَ مزکے کوى. څوک چه دَ آسمان نه راځى هغه په ټولو پاس دے. ۳۲هغۀ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وى دَ هغه ګواهى کوى، خو هيڅوک هم دَ هغۀ ګواهى نۀ قبلوى. ۳۳چا چه دَ هغۀ ګواهى قبُوله کړله نو هغۀ دَ دے خبرے اِقرار وکړو چه خُدائے رښتينے دے. ۳۴ځکه چه څوک چه خُدائے را استولے وى هغه دَ خُدائے خبرے کوى، ولے چه هغه رُوحُ القُدس بے اندازے ورکوى. ۳۵پلار دَ زوئى سره مينه کوى اَؤ هغۀ ته ئے ټول اِختيار ورکړے دے. ۳۶څوک چه په زوئے ايمان راؤړى نو هغه دَ تل ژوندُون لرى، خو څوک چه دَ زوئے نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندُون ونۀ وينى ليکن دَ خُدائے غضب په هغۀ دے.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
څلورم باب
عيسىٰ اَؤ دَ سامرى ښځه
۱فريسيانو ته دا خبره معلُومه شوه چه عيسىٰ دَ يحيىٰ نه زيات مُريدان جوړوى اَؤ بپتسمه ورکوى. ۲رښتيا خبره خو دا ده چه عيسىٰ په خپله نه بلکه مُريدانو به ئے بپتسمه ورکوله. ۳کله چه عيسىٰ دَ دے نه خبر شو نو يهوديه ئے پريښودله اَؤ يو ځل بيا ګليل ته لاړو. ۴هغۀ ته دَ سامريه نه تيريدل وُو،
۵اَؤ هلته دَ سامريانو سوخار نومے ښار ته راغے. دا ځائے هغه مزکے ته نزدے وو چه يعقُوب خپل زوى يُوسف ته ورکړے وو ۶اَؤ هغه چينه چه دَ يعقُوب کُوهے ورته وائى. دا دَ غرمے وخت وو چه عيسىٰ په سفر ستړے شوے وو اَؤ هغه دَ کُوهى سره کښيناستو.
۷په دے مينځ کښے يوه سامرئ ښځه اوبو وړلو ته راغله. عيسىٰ هغے ته ووئيل چه ”ما له اوبۀ راکړه.“ ۸مُريدان ئے دَ خوراک سامان آخستو دَ پاره ښار ته تلى وُو.
۹سامرى ښځے ورته ووئيل چه ”تۀ يهودى زما غوندے سامرى ښځے نه اوبه څنګه غواړے؟“ دا خبره ياد لرل پکار دى چه يهوديان سامريانو سره خپل لوښى نۀ شريکوى.
۱۰عيسىٰ هغے ته جواب ورکړو چه ”که تۀ په دے خبر وَے چه دَ خُدائے بخښنه څۀ ده اَؤ تا نه چه څوک اوبۀ غواړى، دا دے څوک، نو تا به دَ هغۀ نه خواست کړے وو اَؤ هغۀ به تا ته دَ ژوندُون اوبۀ درکړے وے.“
۱۱هغه ښځے ووئيل چه ”مالِکه! تا سره خو بوقه هم نِشته اَؤ دا کُوهے ژور دے، نو تۀ ما ته دَ ژوندون اوبۀ څنګه راکولے شے؟ ۱۲تۀ زمُونږ دَ نيکۀ يعقُوب نه لوئے سړے يئے څۀ، چا چه مُونږ له دا کُوهے راکړو اَؤ په خپله ئے اَؤ دَ هغۀ زامنو اَؤ دَ هغۀ څاروو دَ دے نه اوبۀ وڅښلے؟“
۱۳عيسىٰ ووئيل، ”هر هغه څوک چه دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. ۱۴خو کُومے اوبه چه زَۀ ورکوم دَ هغے دَ څښلو نه پس به څښُونکے هيڅکله هم بيا نۀ تږے کيږى. زَۀ چه کُومے اوبۀ ورکوم هغه به په هغۀ کښے دَ ننه يوه چينه شى چه هميشه به بهيږى اَؤ دَ تل ژوندُون به ورله ورکوى.“
۱۵ښځے ووئيل، ”مالِکه! هغه اوبۀ ما له راکړه نو زَۀ به هم بيا نۀ تږے کيږم اَؤ په دے لاره به بيا اوبو وړلو له نۀ راځم.“
۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”کورته لاړه شه، خاوند دِ وبله اَؤ بيا راشه.“
۱۷هغے جواب ورکړو چه ”زما خاوند نِشته.“
عيسىٰ ووئيل، ”تۀ دا صحيح وايئے چه ستا خاوند نِشته، ۱۸سره دَ دے چه تا پينځۀ ميړُونه کړى وُو اَؤ اوس چه دَ کُوم سړى سره اوسے، هغه ستا خاوند نۀ دے.“
۱۹هغے جواب ورکړو، ”مالِکه! ما ته داسے ښکارى چه تۀ نبى يئے. ۲۰زمُونږ نيکُونو په دے غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چه په کُوم ځائے کښے چه دَ خُدائے عبادت کول په کار دى هغه په بيتُ المُقدس کښے دے.“
۲۱عيسىٰ ووئيل، ”باور وکړه چه يو وخت داسے راتلُونکے دے چه نۀ خو به تاسو دَ آسمانى پلار عبادت په دے غر وکړئ اَؤ نۀ په بيتُ المُقدس کښے. ۲۲تاسو سامريان دَ هغه چا عبادت کوئ چه تاسو ئے نۀ پيژنئ، خو مُونږ دَ هغه چا عبادت کوُو چه مُونږ ئے پيژنُو، ځکه چه خلاصُون له يهوديانو نه دے. ۲۳خو وخت راتلُونکے دے بلکه اوس هم دے چه رښتينى سجدے کوُونکى به آسمانى پلار ته په رُوح اَؤ په رښتيا سجدے وکړى اَؤ پلار هم دغه شان عبادت کوُونکى غواړى. ۲۴خُدائے رُوح دے اَؤ هر څوک چه دَ هغۀ عبادت کوى هغه دِ هم په رُوح اَؤ په رښتيا سره دَ هغۀ عبادت وکړى.“
۲۵ښځے جواب ورکړو، ”زَۀ پوهيږم چه مسح کړے شوے، يعنے مسيح راتلُونکے دے. هر کله چه هغه راشى نو هغه به مُونږ ته هر څۀ وښائى.“
۲۶عيسىٰ ورته ووئيل، ”هغه زَۀ يم، زَۀ چه تا سره خبرے کوم.“
۲۷په دغه وخت دَ هغۀ مُريدان بيرته راغلل اَؤ په دے خبره حيران شول چه هغه يوے ښځے سره خبرے کوى خو په هغو کښے يو کس هم ونۀ وئيل چه تۀ څۀ غواړے، يا تۀ دَ دے سره خبرے ولے کوے؟
۲۸ښځے خپل منګے کيښودو اَؤ ښار ته لاړه اَؤ هلته ئے خلقو ته ووے چه ۲۹”راشئ، يو سړے ووينئ چه ما ته ئے هر څۀ چه مے کړى دى، ټول ئے ووئيل. کيدے شى چه دا مسيح وى؟“ ۳۰هغوئ دَ ښار نه ووتل اَؤ دَ هغۀ طرف ته روان شول.
۳۱په دے دوران کښے مُريدانو په هغۀ زور لګولے وو چه ”اُستاذه! څۀ وخوره!“
۳۲خو هغۀ ووئيل، ”زما سره داسے خوراک دے چه تاسو ته ئے هيڅ پته نِشته.“
۳۳په دے مُريدانو يو تر بله ووئيل چه ”آيا چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“
۳۴خو عيسىٰ ووئيل چه ”زما خوراک څښاک هغه دے چه زَۀ دَ هغۀ رضا وکړم اَؤ هغه کار پُوره کړم کُوم له چه را استولے شوے يم. ۳۵آيا تاسو دا نۀ وايئ چه څلور مياشتے نورے دى اَؤ بيا به لَو ګډ شى؟ خو زَۀ تاسو ته دا وايم چه وګورئ، ګير چا پيره پټو ته وګورئ چه هغه بيا دَ لَو دَ پاره تيار شوى دى. ۳۶لَوګرے خپله مزدورى آخلى اَؤ دَ تل ژوندُون دَ پاره فصل راټولوى دَ دے دَ پاره چه کرُونکے اَؤ لَوګرے دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. ۳۷هم دغه وجه ده چه دا وئيلے شوى دى چه يو ئے کرى اَؤ بل ئے ريبى. ۳۸ما تاسو دے له واستولئ چه هغه فصل وريبئ په کُوم باندے چه تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو ځان وکړوو اَؤ تاسو راغلئ اَؤ هغه فصل مو واخستو اَؤ دَ هغوئ په برخه کښے شريک شوئ.“
۳۹دَ هغه ښار ډير سامريان دَ هغے ښځے په دے ګواهئ راغلل چه ما کله هم چه څۀ کړى دى هغه ټول ئے ما ته ووئيل، اَؤ په عيسىٰ ئے ايمان راوړلو. ۴۰کله چه دغه سامريان هغۀ له راغلل نو دا منت ئے ورته وکړو چه مُونږ سره پاتے شه، اَؤ هغه هلته دوه ورځے ايسار شو.
۴۱نور هم ګڼو کسانو دَ هغۀ دَ کلام په وجه په هغۀ ايمان راؤړو. ۴۲اَؤ هغوئ هغه ښځے ته ووئيل چه ”دا تش ستا دَ هغے وينا په وجه نه دى چه مُونږ په دۀ ايمان راوړے دے بلکه مُونږ دَ هغۀ کلام په خپله واؤريدو اَؤ مُونږ په دے پوهه شوو چه دَئے په حقيقت کښے دَ دُنيا خلاصوُونکے دے.“
دَ يو سرکارى حاکم زوئے روغول
۴۳کله چه دوه ورځے تيرے شوے نو عيسىٰ ګليل ته روان شو. ۴۴ځکه چه عيسىٰ په خپله دا وئيلى وُو چه يو نبى په خپل وطن کښے بے عزته وى. ۴۵نو ګليل ته په رسيدو ګليليانو دَ هغۀ هر کلے وکړو ځکه چه دَ بيتُ المُقدس په اختر کښے چه هغۀ څۀ کړى وُو هغه ټول هغوئ ليدلى وُو اَؤ هغوئ په خپله په دغه اختر کښے شامل وُو.
۴۶عيسىٰ يو ځل بيا په ګليل کښے قانا نُومے ځائے ته لاړو چرته چه هغۀ له اوبو نه مئے جوړ کړى وُو. هلته يو سرکارى حاکم وو چه زوئے ئے په کفرنحُوم کښے ناجوړه پروت وو. ۴۷کله چه هغۀ واؤريدل چه عيسىٰ دَ يهوديه نه ګليل ته راغلے دے نو هغۀ په زارو ورته ووئيل چه ”ما سره لاړ شه اَؤ زما زوئے جوړ کړه څوک چه مرګى حال دے.“ ۴۸عيسىٰ هغۀ ته ووئيل چه ”دَ نخښو اَؤ مُعجزو کتو نه وړاندے خو به تاسو هيچرے ايمان نۀ راؤړئ.“
۴۹هغه حاکم ورته بيا ووئيل چه ”صاحبه! زما دَ زوئے دَ مرګ نه وړاندے راسره لاړشه.“
۵۰بيا عيسىٰ ووئيل، ”کورته واپس شه، زوئے به دِ ژوندے وى.“
عيسىٰ چه څۀ ووئيل هغه سړى پرے يقين وکړو اَؤ کور ته روان شو. ۵۱هغه لا په لاره وو چه غُلامانو ئے ورته خبر راؤړو چه ”زوئے خو دِ جوړ شو!“
۵۲نو هغۀ تپوس ترے وکړو چه ”څۀ وخت هغه جوړ شو؟“ هغوئ ووئيل چه ”پرُون ماسپښين هغه تبے پريښودلو.“ ۵۳پلار ئے پوهه شو چه دا هم هغه وخت وو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه زوئے به دِ جوړ شى، اَؤ هغۀ اَؤ دَ هغۀ ټول خاندان پرے ايمان راؤړو.
۵۴دا دَ عيسىٰ دَ يهوديه نه ګليل ته دَ راتلو نه پس دويمه مُعجزه وه.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
پنځم باب
دَ تالاؤ سره روغول
۱پس له هغے عيسىٰ بيتُ المُقدس ته دَ يهوديانو په يو اختر کښے دَ شامليدو دَ پاره لاړو. ۲په بيتُ المُقدس کښے دَ ګډو دَ دروازے څخه يو تالاؤ دے چه پينځۀ ستنے په کښے ولاړے دى اَؤ دَ يهوديانو په ژبه کښے ورته بيت صيدا وائى. ۳په دے ستنو کښے ګڼ ناروغه ګوډ، شل اَؤ ړاندۀ پراتۀ وُو. ۴ځکه چه وخت په وخت به يوه فرښته دے تالاؤ ته راکُوزيده اَؤ دا اوبه به ئے خوځولے اَؤ هغه څوک چه به دَ ټولو نه وړُومبے دے اوبو ته ورکُوز شو نو هر څۀ بيمارى چه به ئے وه دَ هغے نه به روغ شو. ۵په دغه خلقو کښے يو سړے وو چه دَ دوه کم څلويښتو کالو راسے شل وو. ۶کله چه عيسىٰ هغه هلته پروت وليدو اَؤ دَ دے نه خبر شو چه دے دَ دومره مُودے راسے بيمار دے، نو هغۀ ورته ووئيل، ”آيا تۀ روغيدل غواړے څۀ؟“
۷هغۀ جواب ورکړو چه ”صاحبه! زما هيڅوک نِشته چه هر کله چه اوبۀ وخوځولے شى چه ما دے تالاؤ ته ورکُوز کړى اَؤ کله چه زَۀ وروخوځم نو بل زما نه مخکښے وردانګلى وى.“
۸عيسىٰ جواب ورکړو، ”په خپلو پښو ودريږه، خپله بستره واخله اَؤ ځه!“ ۹سړے سمدستى جک جوړ شو، خپله بستره ئے واخسته اَؤ روان شو.
دا دَ سبت ورځ وه. ۱۰نو ديهوديانو هغه روغ کړى شوى سړى ته ووئيل، ”دا دَ سبت ورځ ده. دَ سبت په ورځ تا ته دَ خپلے بسترے دَ وړلو اِجازت نِشته.“
۱۱هغۀ جواب ورکړو چه ”کُوم سړى چه زَۀ روغ کړم هغۀ ما ته حُکم راکړو چه خپله بستره واخله اَؤ ځه.“
۱۲هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”هغه سړے څوک دے چه تا ته ئے ووئيل چه خپله بستره واخله اَؤ ځه؟“
۱۳خو هغه شل سړى ته څوک چه روغ کړے شوے وو دا نۀ وه معلُومه ځکه چه هلته ډيره ګڼه وه اَؤ عيسىٰ په ګڼه کښے ديخواه اخواه شوے وو.
۱۴لږ ساعت پس عيسىٰ هغه دَ خُدائے په کور کښے وليدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”اوس چه تۀ بيا ښۀ شوے يئے نو ګُناه کول پريږ ده، ګنى دَ دے نه به هم درته زيات تکليف پيښ شى.“
۱۵هغه سړے په مخه لاړو اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه ”دا زَۀ چه چا روغ کړے وم دا عيسىٰ وو.“ ۱۶دا دَ سبت ورځ دَ دغه قِسم کارُونو کولو سبب وو چه يهوديان ئے راوپارول اَؤ عيسىٰ ئے په عذاب کړو. ۱۷ولے عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى اَؤ زَۀ هم کار کوم.“
۱۸په دے يهوديان نور هم دَ هغۀ په مرګ پسے شول ځکه چه يواځے دا نه چه هغۀ دَ سبت حُکم ماتولو بلکه دا هم چه هغۀ خُدائے ته خپل پلار وئيل اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ برابرئ دعوىٰ کوله.
دَ زوى اِختيار
۱۹دَ دے اِلزام په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، زوئے په خپله هيڅ نۀ شى کولے بے له هغه کار نه چه وينى چه پلار ئے کوى. څۀ چه پلار کوى هغه زوئے هم کوى. ۲۰ځکه چه پلار دَ زوئے سره مينه کوى اَؤ خپل ټول کارُونه ورته څرګندوى. لا دَ دے نه زيات لوئے کارُونه به ورته داسے څرګند کړى چه تاسو به حيران پاتے شئ. ۲۱لکه چه پلار مړى پاڅوى اَؤ هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئے هم هر چا له چه غواړى ژوند ورکوى. ۲۲بيا دا چه پلار دَ يو کس هم عدالت نۀ کوى بلکه دا اِختيار ئے هم زوئے ته سپارلے دے. ۲۳اَؤ دا دَ هغۀ مرضى ده چه ټول دِ دَ زوئے هم په هغه شان عزت کوى لکه چه دَ پلار ئے کوى. څوک چه دَ زوئے عزت نۀ کوى هغه دَ پلار عزت نۀ کوى چه هغه ئے را استولے دے.
۲۴رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، کُوم سړے چه زما خبرو ته غوږ ږدى اَؤ په هغه چا باور لرى چه زَۀ ئے را استولے يم هغه تل عُمرى ژوندوُن لرى اَؤ په هغۀ به دَ سزا حُکم ونۀ شى ځکه چه هغه دَ مخکښے نه دَ مرګ نه ژوندُون ته آؤړيدلے دے. ۲۵رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، يو وخت داسے راروان دے اَؤ بے شکه چه هغه بيا راغلے دے چه مړى به دَ خُدائے دَ زوى آواز آؤرى اَؤ چه څوک ئے واؤرى هغه به راژوندى شى. ۲۶ځکه چه څۀ رنګ چه پلار دَ تل ژوندُون لرى دغه شان ئے زوى له هم دَ تل ژوندُون اِختيار ورکړے دے چه دَ تل ژوندُون ولرى. ۲۷دَ اِبن آدم په حيث هغۀ ته دا اِختيار هم ورکړے شوے دے چه هغه عدالت وکړى. ۲۸په دے حيرانيږئ مه ځکه چه يو داسے وخت راتلُونکے دے چه هغه ټول څوک چه په قبرُونو کښے دى به دَ دَۀ آواز آؤرى. ۲۹اَؤ چا چه نيکى کړى وى هغوئ به دَ تل ژوندُون دَ پاره اَؤ چا چه بد کړى وى هغوئ به دَ سزا دَ پاره راپورته کړے شى.
دَ عيسىٰ شاهدان
۳۰زَۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. زَۀ فيصله کوم څنګه چه ما ته وئيلى شوى دى اَؤ زما فيصله هم دَ اِنصاف ده ځکه چه زما مقصد زما دَ مرضئ نۀ دے بلکه دَ هغۀ دَ مرضئ دے چا چه زَۀ راليږلے يم.
۳۱که چرے زَۀ دَ خپل ځان ګواهى کوم نو دغه ګواهى رښتُونى نۀ ده. ۳۲بلکه يو بل هم شته چه هغه زما دَ پاره ګواهى ورکوى اَؤ زما دا يقين دے چه دَ هغۀ ګواهى رښتُونى ده. ۳۳تاسو يحيىٰ ته هم خپل اَستازى وراستولى وُو اَؤ دَ دے حقيقت ګواهى مو ترے حاصله کړه. ۳۴په دے نه چه ګنى زَۀ دَ انسانى ګواهئ حاجتمند يم خو زَۀ تاسو ته دا خبره دريادوم دَ دے دَ پاره چه تاسو خلاصُون ومُومئ. ۳۵يحيىٰ په مِثال دَ يوے ډيوے وو چه تيزه رڼا ئے وه اَؤ دَ څۀ وخت دَ پاره تاسو دے ته هم تيار وئ چه دَ هغۀ په رڼا کښے خوشحالى وکړئ. ۳۶خو زَۀ دَ يحيىٰ له ګواهئ نه لويه ګواهى لرم ځکه چه هغه کارُونه چه زما پلار ما ته حواله کړى وُو چه زَۀ ئے وکړم اَؤ سر ته ئے ورسوم، دا کارُونه زما ګواهى ورکوى چه پلار زَۀ را استولے يم. ۳۷پلار چه زَۀ ئے را استولے يم زما ګواهى کړے ده چه هيڅ کله تاسو هم دَ هغه آواز نۀ دے آؤريدلے اَؤ نۀ مو هغه ليدلے دے. ۳۸خو دَ هغۀ کلام په تاسو کښے هيڅ ځائے نۀ دے مُوندلے ځکه چه په تاسو کښے يو هم په هغۀ باور نۀ کوى څوک چه هغۀ را استولے دے. ۳۹تاسو صحيفے لولئ اَؤ دا مو فرض کړى دى چه دَ دوئ په ساتلو به تاسو دَ تل ژوندُون ومُومئ خو هغوئ هم زما په حقله ګواهى ورکوى. ۴۰بيا هم تاسو زما طرف ته راتلل نۀ خوښوئ چه دَ تل ژوندُون ومُومئ.
۴۱زَۀ دَ چا نه دَ عزت طمعدار نۀ يم. ۴۲ځکه چه ما ته ښۀ معلومه ده چه ستاسو په زړُونو کښے دَ خُدائے مينه نِشته. ۴۳زَۀ دَ خپل پلار په نامه راغلے يم اَؤ تاسو ما نۀ قبلوئ خو که بل څوک په خپله نامه راشى نو تاسو به ئے قبُول کړئ. ۴۴تاسو څۀ رنګ دَ ايمان خاوندان کيدے شئ کله چه تاسو دَ يو بل نه دَ عزت اُميد لرئ اَؤ هغه عزت چه دَ واحد خُدائے له طرفه دے، لټُون نۀ کوئ. ۴۵دا خيال مۀ کوئ چه زَۀ ګنى دَ پلار په عدالت کښے تاسو مُجرمان ګرزوم. مُوسىٰ تاسو مُجرمان کړى يئ، هغه مُوسىٰ چه تاسو پرے خپل اُميدُونه تړلى دى. ۴۶که چرے تاسو په مُوسىٰ ايمان لرئ نو په ما به ئے هم لرئ ځکه چه هغۀ څۀ ليکلى دى، هغه زما په حقله دى. ۴۷خو که تاسو په هغے چه څۀ هغۀ ليکلى دى، ايمان نۀ لرئ نو څۀ چه زَۀ وايم په هغے به څۀ رنګ ايمان ولرئ.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
شپږم باب
پينځۀ زره خلق مَړول
۱څۀ مُوده پس عيسىٰ دَ ګليل دَ درياب بلے غاړے ته لاړو چه تيبرياس هم ورته وائى. ۲اَؤ يوه لويه ګڼه ورپسے وه چا چه دَ ناروغو دَ روغولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغيدو ننداره ليدلے وه. ۳بيا عيسىٰ دَ غرۀ لمنے ته لاړو اَؤ هلته دَ مُريدانو سره کښيناستو. ۴دَ فسح دَ اختر وخت رانزدے وو کُوم چه دَ يهوديانو لوئے اختر وى. ۵بيا چه عيسىٰ خپلے سترګے اُوچتے کړے نو يوه لويه ګڼه ئے وليده چه دَ هغۀ په طرف راروانه ده. نو عيسىٰ فيليپوس ته ووئيل چه ”مُونږ به دَ دے خلقو دَ پاره ډوډئ دَ کُومه را پيدا کوو؟“ ۶دا ئے صرف دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره ووئيل، ګنى هسے عيسىٰ ته دا معلُومه وه چه هغه به څۀ کوى.
۷فيليپوس ورته جواب ورکړو چه ”په دوؤ سوو دينارو به هم دومره ډوډئ ونۀ شى چه دَ دے خلقو لږه لږه ورسى.“
۸دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو مُريد اندرياس چه دَ شمعُون پطروس ورور وو، هغۀ ته ئے ووئيل چه ۹”دلته يو هلک دے. دَ هغۀ سره دَ اوربشو پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان شته، خو هغه به دَ دے دومره خلقو دَ پاره څۀ وى؟“
۱۰عيسىٰ ووئيل، ”دا خلق کښينوئ.“ هلته ښه ډير واښۀ وُو، نو سړى چه خوا اَؤ شا پينځۀ زره وُو، کښيناستل. ۱۱بيا عيسىٰ ډوډئ واخستے، شکر ئے وکړو اَؤ هغه ئے په هغه ناستو خلقو وويشلے اَؤ هم دغه رنګ عمل ئے دَ کبانو سره وکړو اَؤ هغوئ په مړه ګيډه وخوړل. ۱۲کله چه ټولو ښۀ په مړه خيټه خوراک وکړو نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”دا پاتے شوے ټُکړے راټولے کړئ دَ دے دَ پاره چه هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ ۱۳هغوئ داسے وکړل اَؤ دَ هغه پنځو ډوډو دَ خوړلو نه پس دومره ټُکړے پاتے شوے چه دولس ټوکرئ ترے ډکے شوے.
۱۴کله چه خلقو دَ عيسىٰ دا مُعجزه وليده نو دا خبره خوره شوه چه په رښتيا دا به هم هغه نبى وى دَ کُوم دَ راتلو زيرے چه شوے وو. ۱۵عيسىٰ چه دَ دے نه خبر شو چه هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو اَؤ خپل بادشاه جوړولو په اِراده دَ راتلو نيت لرى نو هغه بيرته غرۀ ته ستُون شو.
دَ عيسىٰ په اوبو ګرزيدل
۱۶چه شپه خوره شوه نو دَ عيسىٰ مُريدان دَ درياب غاړے ته لاړل، ۱۷په خپله کِشتئ کښے کښيناستل اَؤ کفرنحُوم ته دَ پورے وتو په نيت ئے خپله کِشتئ ټيل وهله. تيارۀ بيا خوره شوے وه اَؤ عيسىٰ لا ورسره يو ځائے شوے نۀ وو. ۱۸په دے دوران کښے تيزه سيلئ چليده اَؤ درياب چپے چپے وو. ۱۹کله چه هغوئ درے څلور ميله کِشتئ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ په اوبو باندے روان وليدو چه دَ کِشتئ په لور را نزدے کيږى. هغوئ ويرے واخستل، ۲۰خو عيسىٰ آواز ورکړو، ”ويريږئ مه، دا زَۀ يم.“ ۲۱نو بيا هغوئ دے ته تيار شُو چه هغه کِشتئ ته پريږدى اَؤ سمدستى کِشتئ هغه غاړے ته ورسيده چرته چه دَ دوئ دَ تلو نيت وو.
دَ عيسىٰ په تلاش کښے
۲۲بل سحر هغه ګڼه دَ درياب په بله غاړه ولاړه وه اَؤ هغوئ هلته صرف يوه کِشتئ کتلے وه اَؤ دَ دے نه خبر وُو چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته نۀ وو ختلے، څوک چه دَ هغۀ نه بغير لرے لاړل. ۲۳بهر حال دَ تيبرياس نه نورے کِشتئ دے غاړے ته هغه ځائے ته نزدے راغلے چرته چه خلقو هغه ډوډئ خوړلے وه، په کُومه چه مالِک شکر ويستلے وو. ۲۴کله چه خلقو وکتل چه هلته نۀ خو عيسىٰ وو اَؤ نۀ ئے مُريدان وُو نو هغوئ په خپله په کشتو کښے سوارۀ شول اَؤ دَ عيسىٰ په تلاش کښے کفرنحُوم ته روان شول.
عيسىٰ دَ ژوندون ډوډئ
۲۵هغوئ په بله غاړه عيسىٰ وليدو اَؤ هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ دلته کله راغلے؟“
۲۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا خو دا دى چه زَۀ په دے خبر يم چه تاسو زما په تلاش کښے ځکه نۀ ئے راغلى چه تاسو نخښے وکتلے بلکه ځکه چه تاسو ډوډئ وخوړه اَؤ لوږه مو ما ته شوه. ۲۷تاسو خوارى وکړئ، نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل تر ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“
۲۸بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”مُونږ ته څۀ کول په کار دى چه دَ خُدائے کار وکړو؟“
۲۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دَ خُدائے کار دا دے چه په هغه چا ايمان راؤړى چه هغه ئے را استولے دے.“
۳۰هغوئ ووئيل، ”تۀ مُونږ ته کُومه مُعجزه ښکاره کولے شے چه مُونږ په تا ايمان راؤړو؟ تۀ به څۀ وکړے؟ ۳۱لکه چه صحيفے وائى چه زمُونږ پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من خوړلو، هغۀ هغوئ له دَ آسمان نه خوراک ورکوو.“
۳۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا رښتيا نۀ دى چه مُوسىٰ تاسو ته دَ آسمان نه رښتينے ډوډئ درکوله بلکه دا رښتيا دى چه زما پلار تاسو ته دَ آسمان نه ډوډئ درکوى. ۳۳کُومه ډوډئ چه خُدائے درکوى هغه دَ آسمان نه راکُوزيږى اَؤ دُنيا له ژوندُون ورکوى.“
۳۴هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دغه ډوډئ اوس اَؤ هميشه راکوه.“
۳۵عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چه ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږے کيږى اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ۳۶خو څنګه چه ما ووئيل چه تاسو زَۀ ليدلے يم خو ايمان راباندے نۀ راؤړئ. ۳۷هر څۀ چه زما پلار ما ته راکوى هغه به ما له راځى اَؤ څوک چه ما له راځى هغه به زَۀ هيڅ کله ونۀ شړم. ۳۸زَۀ دَ آسمان نه دَ خپلے رضا کولو دَ پاره نۀ يم راکُوز شوے بلکه دَ هغۀ دَ رضا دَ پاره چا چه زَۀ را استولے يم. ۳۹دا دَ هغۀ رضا ده چه هغۀ چه ما ته هر څۀ راکړى دى دَ هغے نه يو هم ورک نۀ کړم خو هغه ټول په آخرى ورځ راپورته کړم. ۴۰ځکه چه دا زما دَ پلار مرضى ده چه هر هغه څوک چه زوئے ووينى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى، هغه دے دَ تل ژوندُون خاوند شى، اَؤ زَۀ به ئے په آخرى ورځ بيا پاڅوم.“
۴۱په دے باندے يهوديان وګُوريدل ځکه چه هغۀ ووئيل چه ”زَۀ هغه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ډوډئ يم.“ ۴۲هغوئ ووئيل، ”په رښتيا چه دَئے خو دَ يُوسف زوئے عيسىٰ دے چه مُونږ دَ دَۀ مور اَؤ پلار پيژنُو، نو بيا څنګه دَئے وئيلے شى چه زَۀ دَ آسمان نه راکُوز شوے يم؟“
۴۳نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چه ”په خپلو کښے مه ګُوريږئ ۴۴ځکه چه ما ته يو داسے سړے نۀ شى راتلے کُوم چه پلار چه زَۀ ئے راليږلے يم ما ته رانۀ کاږى، اَؤ زَۀ به هغه په آخرى ورځ راپورته کړم. ۴۵اَؤ دا دَ نبيانو په صحيفو کښے ليک دى. ”اَؤ هغوئ به خُدائے پوهه کړى.“ هر هغه څوک چه دَ پلار آؤرى اَؤ زده کړى هغه ما ته راځى. ۴۶زما مطلب دا نۀ دے چه ګنى چا پلار ليدلے دے بے له هغۀ نه چه دَ خُدائے نه راغلے دے، هغۀ پلار ليدلے دے. ۴۷په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم چه ايمان راړُونکے دَ تل ژوندُون خاوند دے. ۴۸زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم ۴۹ستاسو پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من وخوړلو اَؤ هغوئ مړۀ دى. ۵۰خو زَۀ دَ هغے ډوډئ خبره کوم کُومه چه دَ آسمان نه راځى، هر څوک چه هغه وخورى نو هغه هيچرے نۀ مرى. ۵۱زَۀ دَ ژوندُون ډوډئ يم چه دَ آسمان نه راکُوزه شوے ده. اَؤ څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل ژوندے وى. کُومه ډوډئ چه زَۀ ورکوم هغه زما جُسه ده اَؤ زَۀ ئے دَ دُنيا دَ ژوندون دَ پاره ورکوم.“
۵۲په دے په يهوديانو کښے يوه زبردسته جګړه راپورته شوه، هغوئ ووئيل چه ”دا سړے خپله جُسه مُونږ ته خوړلو له څنګه را کولے شى؟“
۵۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”په رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه تر څو چه تاسو دَ اِبن آدم جُسه ونۀ خورئ اَؤ دَ هغۀ وينه ونۀ څښئ تر هغے تاسو په ځان کښے ژوندُون نۀ شئ ليدے. ۵۴څوک چه زما جُسه وخورى اَؤ زما وينه وڅښى هغه دَ تل ژوندُون خاوند دے اَؤ هغه به زَۀ په آخرى ورځ پورته کړم. ۵۵زما جُسه حقيقى خوراک دے اَؤ زما وينه حقيقى څښاک دے ۵۶څوک چه زما جُسه خورى اَؤ زما وينه څښى هغه په ما کښے پاتے کيږى اَؤ زَۀ په هغۀ کښے پاتے کيږم ۵۷لکه چه ژوندى پلار زَۀ راواستولم اَؤ زَۀ دَ پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چه ما وخورى هغه به زما په وجه ژوندے وى ۵۸هم دا هغه ډوډئ ده چه دَ آسمان نه را کُوزه شوے ده اَؤ دا دَ هغه ډوډئ په شان نۀ ده چه زمُونږ پلارُونو نيکونو وخوړله اَؤ مړۀ شول. څوک چه دا ډوډئ وخورى هغه به تل تر تله ژوندے وى.“
دَ تل ژوندُون کلام
۵۹دا خبرے عيسىٰ هغه وخت په عبادت خانے کښے وکړے کله چه هغۀ په کفرنحُوم کښے تعليم ورکولو ۶۰دَ هغۀ ډيرو مُريدانو دَ دے په آؤريدو ووئيل چه ”دا زمُونږ دَ زغم نه بهر ده، نو بيا ئے څوک آؤريدلے شى؟“
۶۱عيسىٰ خبر وو چه دَ هغۀ مُريدان په دے حقله ګُوريږى، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”آيا تاسو په دے خفه کيږئ؟ ۶۲دا څۀ خبره ده که تاسو اِبن آدم هغه ځائے ته په ختو ووينئ چرته چه هغه وړُومبے وو؟ ۶۳صرف رُوح دَ ژوندُون سبب دے، جُسه دَ هيڅ کار نۀ ده اَؤ کُومے خبرے چه ما تاسو ته کړے دى هغه هم رُوح دے اَؤ هم ژوندُون. ۶۴خو بيا هم په تاسو کښے ځنے داسے دى چه ايمان نۀ لرى.“ ځکه چه عيسىٰ ته دَ مخکښے نه دا معلُومه وه چه څوک به ايمان نۀ راؤړى اَؤ څوک به په هغۀ مُخبرى کوى. ۶۵ځکه هغۀ ووئيل چه ”دغه وجه ده چه ما تاسو ته ووئيل چه هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے تر څو چه پلار ورته دا توان ورکړے نۀ وى.“
۶۶دَ هغه وخت نه پس دَ عيسىٰ ډير مُريدان دَ هغۀ نه په شا شول اَؤ دَ هغے نه پس دَ هغۀ سره نۀ ګرزيدل. ۶۷نو عيسىٰ هغه دولسو مُريدانو ته ووئيل، ”آيا تاسو هم ما پريښودل غواړئ؟“
۶۸شمعُون پطروس ورته جوب ورکړو، ”مالِکه چا له به مُونږ لاړ شُو؟ تا سره خو دَ تل ژوندُون خبرے دى. ۶۹زمُونږ په تا ايمان دے اَؤ مُونږ په دے پوهه شوى يُو چه تۀ دَ خُدائے قُدوس يئے.“
۷۰عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا ما تاسو دولس واړه غوره کړى نۀ يئ څۀ؟ خو په تاسو کښے يو اِبليس هم دے!“ ۷۱دَ هغۀ مطلب دَ شمعُون اسکريوتى دَ زوئے يهوداه نه وو ځکه چه هم دا هغه وو چه په عيسىٰ به مُخبرى کوى اَؤ هغه په دغه دولسو مُريدانو کښے يو وو.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اُووم باب
دَ عيسىٰ دَ ورُوڼو بے اِعتقادى
۱دَ دے نه پس عيسىٰ په ګليل کښے ګرزيدو. هغۀ دَ يهوديه نه په ډډه تلل غوښتل ځکه چه يهوديانو دا موقع لټوله چه هغه مړ کړى. ۲اَؤ دَ يهوديانو دَ تمبوانو اختر رانزدے وو. ۳دَ هغۀ وروڼو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دا علاقه پريږده اَؤ يهوديه ته لاړ شه دَ دے دَ پاره چه ستا مُريدان هغه لوئے کارُونه چه تۀ ئے کوے، ووينى. ۴ولے چه هيڅوک پټ کارُونه نۀ کوى چه خپل ځان ښکاره کړى که چرے تۀ په رښتيا داسے کارُونه کوے لکه چه دِ دا وکړل نو دُنيا ته ځان څرګند کړه.“ ۵دَ هغۀ وروُڼو هم په هغۀ باندے ايمان نۀ لرو.
۶عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے، ستاسو دَ پاره هر وخت صحيح دے ۷دُنيا تاسو سره دُښمنى نۀ شى کولے خو ما سره دُښمنى کوى ځکه چه زَۀ دَ دوئ بد کارُونه څرګندوم ۸تاسو په خپله اختر ته لاړ شئ، زَۀ دے اختر له نۀ ځم ځکه چه زما دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ دے راغلے“ ۹هم دَ دے جواب سره عيسىٰ په ګليل کښے پاتے شو.
عيسىٰ دَ تمبوانو په اختر کښے
۱۰کله چه دَ عيسىٰ وروُڼه اختر ته تللى وُو نو هغه په خپله هم لاړو، خو په ښکاره نه بلکه په پټه ۱۱يهوديانو په اختر کښے دَ هغۀ لټُون کاوو اَؤ دا تپوس ئے کاوو چه ”عيسىٰ چرته دے؟“ ۱۲اَؤ په ګڼه کښے دَ هغۀ په حقله دا ګنګوسے روان وو، چا به وئيل چه ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو نورو به وئيل چه ”نه، هغه خلق بے لارے کوى.“ ۱۳نو بيا هم خلقو دَ يهوديانو دَ ويرے ښکاره هيڅ نۀ شُو وئيلے.
۱۴کله چه اختر نيمے ته ورسيدلو نو عيسىٰ دَ خُدائے کور ته لاړو اَؤ هلته ئے تعليم شروع کړو. ۱۵يهوديان حيران شول اَؤ وئے وئيل، ”دا لا څنګه چل دے، دا عامى سړے څۀ رنګ دَ دومره علم خاوند شو؟“
۱۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”کُوم تعليم چه زَۀ ورکوم دا تعليم زما نۀ دے، دا دَ هغۀ تعليم دے چا چه زَۀ را استولے يم. ۱۷دَ چا چه دا مرضى وى چه دَ خُدائے رضا پُوره کړى، هغه به په دے پوهه شى چه دا تعليم چه زَۀ ئے ورکوم دا دَ هغۀ له طرفه دے، که ما په خپله جوړ کړے دے. ۱۸دَ کُوم سړى تعليم چه دَ هغۀ له طرفه وى هغه تش دَ ځان دَ پاره عزت غواړى خو کُوم سړے چه دَ خپل راليږُونکى عزت غواړى هغه په حقيقت کښے وفادار دے اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ټګى نِشته. ۱۹آيا مُوسىٰ تاسو ته شريعت نۀ وو درکړے؟ خو تاسو ټولو هغه مات کړو. تاسو ولے زما په مرګ پسے شوى يئ؟“
۲۰ګڼے جواب ورکړو، ”په تا پيريان ناست دى. ګنى څوک دا غواړى چه تا ووژنى؟“
۲۱عيسىٰ جواب ورکړو، ”ما تش يو ځل دَ سبت په ورځ مُعجزه وکړله اَؤ تاسو ټول حيران شوئ ۲۲خو دے ته خيال وکړئ چه مُوسىٰ تاسو ته دَ سُنت کولو شريعت درکړو، اګر چه دا دَ مُوسىٰ دَ طرف نه نۀ وو بلکه دَ پلارُونو نيکُونو دَ وخته راسے راروان وو، اَؤ تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ ۲۳ښه، نو که تاسو دَ سبت په ورځ سُنتونه کوئ دَ دے دَ پاره چه دَ مُوسىٰ دَ شريعت حُکم مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دے وجه خفه يئ چا ما دَ سبت په ورځ يو سړے بلکل ولے روغ کړو؟ ۲۴نو په ظاهر دارئ فيصله مه کوئ بلکه په اِنصاف فيصله کوئ“
دا مسيح دے څۀ؟
۲۵په دے باندے دَ بيتُ المُقدس خلقو دا وينا شروع کړه، ”آيا دا هغه سړے نۀ دے چه دَ چا دَ وژلو کوشِش کولے شى؟ ۲۶اَؤ وګورئ، دَئے دلته کښے ښۀ په ډاګه لګيا دے اَؤ هغوئ ورته هيڅ نۀ شى وئيلے. آيا دا خو نۀ ده چه زمُونږ مشرانو دا فيصله کړے ده چه دَئے په رښتيا مسيح دے؟ ۲۷اَؤ مُونږ ته بيا هم دا معلُومه ده چه دا سړے دَ کُومه راځى خو هر کله چه مسيح راشى نو هيچا ته به معلُومه نۀ وى چه دَ کُوم ځائے دے.“
۲۸په دغه وخت عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم په دوران کښے چغه وويستله چه ”بے شکه په رښتيا چه تاسو ما پيژنئ. په رښتيا چه تاسو دَ دے نه هم خبر يئ چه زَۀ له کُومے راغلے يم. خو بيا هم زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے، زَۀ هغه چا را استولے يم څوک چه رښتينے دے اَؤ تاسو ئے نۀ پيژنئ. ۲۹زَۀ هغه پيژنم ځکه چه زَۀ دَ هغۀ نه راغلے يم اَؤ دا هغه دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“
۳۰په دے هغوئ دَ هغۀ دَ رانيولو کوشش وکړو خو بيا هم هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو ځکه چه دَ هغۀ دَ پاره ټاکلے شوے وخت لا نۀ وو راغلے. ۳۱خو بيا هم په خلقو کښے ډيرو په هغۀ ايمان راؤړو اَؤ هغوئ وئيل چه ”کله چه مسيح راځى نو آيا هغه به دَ دے سړى نه زياتے مُعجزے څرګندے کړى څۀ؟“
دَ عيسىٰ دَ ګرفتارولو دَ پاره ئے دَ خُدائے دَ کور خادمان واستول
۳۲فريسيانو دَ عيسىٰ په حقله دَ خلقو دا ګُوريدل واؤريدل، ځکه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دَ خُدائے دَ کور خادمان دَ هغۀ په نيولو پسے وليږل. ۳۳بيا عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ به څۀ لږه مُوده تاسو سره يم اَؤ پس له هغے به بيا هغۀ له ځم چا چه زَۀ را استولے يم. ۳۴تاسو به ما پسے لټُون کوئ خو بيا به مے نۀ مُومئ اَؤ چرته چه به زَۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“
۳۵نو يهوديانو يو تر بله ووئيل چه ”دے چرته تلل غواړى چه مُونږ به ئے بيا نۀ شُو مُوندے؟ آيا دے به هغه چا له لاړ شى څوک چه په يُونانيانو کښے خوارۀ وارۀ پراتۀ دى اَؤ يُونانيانو ته به تعليم ورکوى؟ ۳۶دَ هغۀ دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به ما لټوئ خو مُوندے به مے نۀ شئ اَؤ چه زَۀ چرته يم تاسو هلته نۀ شئ راتلے؟“
دَ ژوندُون دَ اوبو سيندُونه
۳۷دَ اختر په آخرى اَؤ دَ ټولو نه په لويه ورځ عيسىٰ ودريدلو اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”څوک چه تږے وى هغه دِ ما له راشى، هغه دِ وڅښى. ۳۸اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى، لکه چه صحيفے وائى : دَ ژوندُون دَ ابو سيندُونه به دَ هغۀ نه بهيږى.“ ۳۹عيسىٰ دا خبره دَ هغه رُوحُ القُدس په باره کښے وکړه، کُوم چه په هغه چا نازليدُونکے وو چا چه په عيسىٰ ايمان راؤړو، ځکه چه رُوحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ولے چه عيسىٰ لا خپل جلال ته رسيدلے نۀ وو.
دَ خلقو په مينځ کښے بے اِتفاقى
۴۰دَ دے په آؤريدو ځنو خلقو ووئيل، ”هم دا به يقينًا هغه راتلُونکے پيغمبر وى،“ ۴۱نورو ووئيل چه ”دا مسيح دے،“ اَؤ نورو ووئيل چه ”يقينًا چه دَ ګليل نه به راځى ۴۲آيا صحيفے دا نۀ وائى چه مسيح به دَ داؤد دَ خاندان نه وى اَؤ دَ داؤد دَ کلى بيتُ لحم به وى؟“ ۴۳اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ په وجه په خلقو کښے بے اِتفاقى پيدا شوه. ۴۴ځنے دَ هغۀ دَ نيولو په حق کښے وُو خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولے شو.
دَ حاکمانو بے اِعتقادى
۴۵دَ خُدائے دَ کور خادمان مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو ته بيرته راغلل اَؤ هغوئ ورته ووئيل، ”تاسو هغه ولے رانۀ وستو؟“
۴۶هغوئ جواب ورکړو چه ”هيڅوک هم داسے خبرے نۀ کوى لکه دا سړے چه ئے کوى.“
۴۷فريسيانو ورته ووئيل چه ”تاسو هم ګُمراه شوى يئ څۀ؟ ۴۸آيا زمُونږ په مشرانو کښے يو هم په هغۀ ايمان راوړے دے څۀ؟ يا يو فريسى هم؟ ۴۹دا خلق چه په شريعت نه پوهيږى لعنتيان دى.“
۵۰بيا په هغوئ کښے نيکوديموس نومے يو سړى، يعنے هغه سړے چه يو ځل وړاندے عيسىٰ له راغلے وو، په کښے ورودانګل اَؤ هغۀ ووئيل چه ۵۱”آيا زمُونږ شريعت مُونږ ته دا اِجازت راکوى چه تر څو دَ يو سړى بيان په خپله وانۀ ورُو اَؤ هغۀ ته دَ صفايئ موقعه ورنۀ کړُو نو هغه مُونږ مُجرم کولے شُو څۀ؟“
۵۲هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يئے څۀ؟ وګوره اَؤ صحيفے ولوله، نو په خپله به خبر شے چه يو نبى هم له ګليل نه نۀ راځى.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اَتم باب
په زِنا کښے نيولے شوے ښځه
۱په هغوئ کښے هر يو خپل کور ته لاړو خو عيسىٰ دَ ښونانو غر ته وختلو. ۲اَؤ بله ورځ سحر وختى هغه بيا دَ خُدائے کور ته راغے اَؤ ټول خلق ورته راغونډ شول. هغه ناست وو اَؤ تعليم ئے ورته ور کاوو. ۳دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يوه ښځه راوسته څوک چه په زِنا کښے نيولے شوے وه. هغه ئے په خپل مينځ کښے ودروله. ۴اَؤ هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”اُستاذه! دا ښځه په زِنا کولو ونيولے شوه. ۵مُوسىٰ په شريعت کښے وئيلے دى چه داسے ښځے دِ سنګسار کړے شى. ته په دے حقله څۀ وايے؟“ ۶هغوئ دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره دا سوال وکړو. دا ئے خيال وو چه په دے شان به دَ هغۀ بر خلاف اِلزام ثابت کړى. عيسىٰ ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے په ګوته څۀ ليکل. ۷کله چه هغوئ بيا بيا خپل سوال تکرار کړو نو هغه نيغ ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په تاسو کښے به هغه څوک په دے وړُومبے کاڼے ورولى چا چه هيڅ ګُناه نۀ وى کړے.“ ۸پس له هغے هغه يو ځل بيا ټيټ شو اَؤ په مزکه ئے څۀ وليکل. ۹کله چه هغوئ دَ هغۀ خبره واؤريده نو يو يو بهر ووتلو، مشران ئے ترے وړاندے وُو اَؤ عيسىٰ ئے يواځے پريښودو اَؤ ښځه هم هغه شان هلته ولاړه وه. ۱۰عيسىٰ بيا نيغ ودريدو اَؤ هغه ښځے ته ئے ووئيل، ”هغوئ څۀ شول؟ تۀ هيچا هم مُجرمه نۀ کړے؟“ ۱۱هغے جواب ورکړو، ”مالِکه! هيچا هم نه.“
عيسىٰ ووئيل، ”اَؤ نۀ دِ زَۀ مُجرمه کوم، تۀ تلے شے خو بيا ګُناه مه کوه.“
عيسىٰ دَ دُنيا نُور
۱۲عيسىٰ يو ځل بيا خلقو ته مُخاطب شو اَؤ وئے وئيل، ”زَۀ دَ دُنيا نُور يم. څوک چه ما پسے راځى هغه به په تيارۀ کښے نۀ ګرزى بلکه په هغه نُور کښے چه ژوندُون روښانه کوى.“
۱۳فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوے خو ستا ګواهى معتبره نۀ ده.“
۱۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى معتبره ده که زَۀ ئے دَ ځان په حق کښے ورکوم، ځکه چه هم زَۀ خبر يم چه زَۀ دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم، بلکه تاسو نۀ پوهيږئ چه دَ کُومه راغلے يم اَؤ چرته به ځم. ۱۵تاسو دَ دُنيا دَ دستُور په مُطابق فيصلے کوئ خو زَۀ دَ هيچا فيصلے نۀ کوم. ۱۶خو که فيصله کوم نو زما فيصله به صحيح وى ځکه چه دا فيصله زَۀ يواځے نۀ کوم بلکه زَۀ اَؤ زما پلار ئے کوُو چه زَۀ ئے را استولے يم.
۱۷ستاسو په خپل شريعت کښے ئے دا ليکلى دى چه دَ دوؤ کسو ګواهى معتبره ده. ۱۸خو دا زَۀ يم چه دَ خپل ځان په حق کښے ګواهى کوم اَؤ زما بل ګواه زما پلار دے چه زَۀ ئے را استولے يم.“
۱۹هغوئ تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”نۀ خو تاسو ما پيژنئ اَؤ نۀ زما پلار. که تاسو زَۀ پيژندے نو زما پلار به مو هم پيژندو.“
۲۰دا خبره عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ تعليم ورکولو په وخت په خزانے کښے وکړه خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چه دَ هغۀ وخت لا نۀ وو راغلے.
چرته چه زَۀ ځم تاسو هلته راتلے نۀ شئ
۲۱عيسىٰ هغوئ ته دا بيا ووئيل، ”زَۀ درنه ځم، تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. اَؤ چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
۲۲يهوديانو بيا ووئيل، ”شايد چه دَے خپل ځان وژنى چه دا وائى، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
۲۳نو عيسىٰ ووئيل، ”تاسو دَ دے مزکے خلق يئ اَؤ زَۀ دَ آسمان، تاسو دَ دے دُنيا استوګن يئ خو زَۀ دَ دے دُنيا نۀ يم. ۲۴ځکه چه ما تاسو ته ووئيل چه تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ. که چرے تاسو په دے باور نۀ کوئ چه زَۀ چه يم هغه يم، نو تاسو به په خپلو ګُناهونو کښے مړۀ شئ.“
۲۵هغوئ دَ هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ يئے څوک؟“
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم هغه يم چه مے تاسو ته مخکښے وئيلى دى. ۲۶ستاسو په حقله ډيرے څۀ خبرے دَ وئيلو اَؤ دَ فيصله کولو لا شته دى خو هغه چا چه زَۀ ئے را استولے يم، رښتينے دے اَؤ څۀ چه ما دَ هغۀ نه آؤريدلى دى هغه زَۀ دُنيا ته وايم.“
۲۷هغوئ په دے پوهه نۀ شُو چه عيسىٰ دَ هغوئ سره دَ پلار په حقله خبرے کولے. ۲۸نو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”کله چه تاسو اِبن آدم پورته وخيژوئ نو پوهه به شئ چه زَۀ چه يم هغه يم. زَۀ په خپل اِختيار هيڅ نۀ کوم خو هر څۀ چه زَۀ وايم، دَ دے تعليم ما ته زما پلار راکړے دے. ۲۹چا چه زَۀ را راستولے يم هغه ما سره موجُود دے اَؤ هغۀ زَۀ يواځے نۀ يم پريښے ځکه چه زَۀ هميشه هغه څۀ کوم چه کُومه دَ هغۀ رضا ده.“
۳۰چه عيسىٰ دا خبرے وکړے نو ډيرو پرے ايمان راؤړو.
حقيقت به تاسو آزاد کړى
۳۱کُومو خلقو چه په عيسىٰ ايمان راؤړے وو، عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړوو اَؤ وئے وئيل، ”که چرے تاسو زما په کلام کښے قائم پاتے شئ نو په رښتيا تاسو زما مُريدان يئ. ۳۲اَؤ تاسو به په حقيقت پوهه شئ اَؤ حقيقت به تاسو آزاد کړى.“
۳۳هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ دَ اِبراهيم اَؤلاد يُو، مُونږ چرے هم دَ چا غُلامان شوى نۀ يو. ستا دَ دے وينا نه مطلب څۀ دے چه تاسو به آزاد شئ؟“
۳۴عيسىٰ ورته دا ووئيل چه ”رښتيا زَۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چه ګُناه کوى هغه دَ ګُناه غُلام دے. ۳۵اَؤ په کور کښے غُلام مُدام پاتے کيږى نه، خو زوے په کور کښے مُدام پاتے کيږى. ۳۶که چرے زوئے تاسو آزادوى نو تاسو به په رښتيا آزاد يئ. ۳۷ما ته دا معلُومه ده چه تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد ئے خو تاسو دا اِراده کړے ده چه ما وژنئ ځکه چه زما کلام قبُول نۀ کړے شى. ۳۸هغه څۀ چه ما دَ خپل پلار په حضُور کښے ليدلے دى هغه زَۀ وايم اَؤ تاسو په هغه څۀ عمل کوئ څۀ چه تاسو دَ خپل پلارنه آؤريدلى دى.“
۳۹هغوئ ووئيل، ”اِبراهيم زمُونږ بابا دے.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے تاسو دَ اِبراهيم اَؤلاد وئ نو تاسو به هغه څۀ کولے څۀ چه به اِبراهيم کول. ۴۰خو لکه چه څرګنده ده چه تاسو زما دَ مرګ پخه اِراده کړے ده، دَ هغه چا چه تاسو ته ئے حقيقت ووئيلو چه ما دَ خُدائے نه آؤريدلى دى، خو دا دَ اِبراهيم عمل نۀ دے. ۴۱تاسو خو دَ خپل پلار غوندے کار کوئ.“
هغوئ ووئيل، ”مُونږ حراميان نۀ يُو پيدا، يواځے خُدائے زمُونږ پلار دے.“
۴۲عيسىٰ ورته ووئيل چه ”که خُدائے ستاسو پلار وَئے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چه زَۀ دَ خُدائے نه راغلے يم اَؤ دلته يم. زَۀ په خپله مرضئ نۀ يم راغلے بلکه زَۀ هغۀ را استولے يم. ۴۳تاسو زما په خبرو پوهيږئ ولے نۀ؟ دا ځکه چه زما کلام تاسو آؤريدلے نۀ شئ. ۴۴ستاسو پلار اِبليس دے اَؤ تاسو دَ پلار په خوښه عمل کوئ. هغه دَ اوله سره قاتل وو اَؤ په حقيقت کښے پاتے نۀ شو اَؤ نۀ په کښے څۀ حقيقت شته. هر کله چه هغه څۀ دروغ وائى نو هغه دَ خپله ځانه وائى ځکه چه هغه دروغژن دے اَؤ پلار دَ دروغو دے. ۴۵خو زَۀ رښتيا وايم اَؤ ځکه تاسو په ما يقين نۀ کوئ. ۴۶په تاسو کښے کُوم يو سړے دے چه په ما ګُناه ثابتولے شى؟ که چرے څۀ چه زَۀ وايم هه رښتيا وى نو بيا تاسو په ما ايمان ولے نۀ راؤړئ؟ ۴۷هغه څوک چه پلار ئے خُدائے دے، دَ خُدائے کلام آؤرى. تاسو خو دَ خُدائے اَؤلاد نۀ يئ ځکه ئے تاسو نۀ آؤرئ.“
عيسىٰ اَؤ اِبراهيم
۴۸يهوديانو جواب ورکړو چه ”آيا زمُونږ دا وينا رښتيا نۀ ده چه تۀ سامرى يئے اَؤ په تا پيريان ناست دى؟“
۴۹عيسىٰ ووئيل چه ”په ما پيريان نۀ دى ناست. زَۀ دَ خپل پلار عزت کوم خو تاسو ما بے عزته کوئ. ۵۰زَۀ خپله لوئى نۀ غواړم خو يو شته چه هغه ئے غواړى اَؤ هغه فيصله کوى. ۵۱زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم، که څوک زما په کلام عمل کوى هغه به هيڅ کله مړ نۀ شى.“
۵۲يهوديانو ووئيل چه ”اوس زمُونږ پُوره يقين دے چه تۀ پيرى نيولے يئے. اِبراهيم خو مړ دے اَؤ نبيان هم اَؤ بيا هم تۀ وايئے چه که څوک زما په کلام عمل وکړى هغه به هيڅ کله هم دَ مرګ خوند ونۀ څکى. ۵۳آيا تۀ زمُونږ دَ پلار اِبراهيم نه لوئے يئے څۀ چه مړ شوے دے؟ اَؤ نبيان هم مړۀ دى. نو بيا تۀ ځان څۀ ګڼے؟“ ۵۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”که چرے زَۀ خپل صفت وکړم نو زما صفت کول څۀ معنىٰ نۀ لرى، خو دا زما پلار دے چه زما صفت کوى، دَ هغۀ چه تاسو ورته خُدائے وايئ، ۵۵سره دَ دے چه تاسو هغه نۀ پيژنئ. خو زَۀ هغه پيژنم. که چرے ما دا ووئيل چه زَۀ هغه نۀ پيژنم نو زَۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم خو رښتيا دا دى چه زَۀ هغه پيژنم اَؤ دَ هغۀ په کلام عمل کوم.
۵۶ستاسو پلار اِبراهيم زما دَ ورځے په ليدو ډيره ښادى کوله. هغۀ دا وليده اَؤ خوشحاله شو.“
۵۷يهوديانو اِحتجاج وکړو چه ”تۀ خو لا دَ پنځوسو کالو هم نۀ يئے، نو اِبراهيم دِ څرنګ وليدو؟“
۵۸عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه اِبراهيم لا پيدا هم نۀ وو چه زَۀ يم.“
۵۹هغوئ په عيسىٰ پسے کاڼى راواخستل چه وئے ولى خو عيسىٰ ئے ونۀ ليدو اَؤ هغه دَ خُدائے دَ کور نه ووتو.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
نهم باب
دَ يو پيدائشى ړُوند بينا کول
۱عيسىٰ چه په لارے تيريدو نو يو سړے ئے وليدلو چه پيدائشى ړُوند وو. ۲دَ هغۀ مُريدانو پرے سوال وکړو چه ”اُستاذه! ګُناه چا کړے ده، دَۀ اَؤ که دَ دَۀ مور اَؤ پلار؟ دَے ولے ړُوند پيدا شوے دے؟“
۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”خبره دا نۀ ده چه ګنى دَۀ يا دَ دَۀ مور پلار ګُناه کړے ده. هغه ړُوند ځکه پيدا شوے وو چه دَ خُدائے قُدرت پرے څرګند کړے شى. ۴تر څو چه لا ورځ ده نو مُونږ ته په کار دى چه دَ هغه چا په کار آخته يُو چه زَۀ ئے راليږلے يم، شپه راروانه ده چه هيڅوک په کښے کار نۀ شى کولے. ۵تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم، زَۀ دَ دے دُنيا رڼا يم.“
۶دے وئيلو سره عيسىٰ په مزکه وتُوکل اَؤ په لاړو ئے خټه جوړه کړه اَؤ هغه ئے دَ هغه سړى په سترګو ومږله، ۷اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شه اَؤ دَ شيلوخ په تالاؤ کښے ئے ووينځه.“ دَ دے تالاؤ نُوم معنىٰ ده، ليږلے شوے. هغه سړے لاړو، هلته ئے سترګے ووينځلے اَؤ بينا شو اَؤ بيرته راغے.
۸دَ هغۀ ګاونډيانو اَؤ هغه چا چه دَئے ئے پيژندو چه خير به ئے غوښتو، وئے وئيل، ”آيا داَ هغه سړے نۀ دے چه ناست به وو اَؤ خير به ئے غوښتو؟“
۹نورو ووئيل، ”هو! هم دا هغه سړے دے“ اَؤ نورو ووئيل، ”نه، دا دَ هغۀ په شان دے. هغۀ په خپله ووئيل چه زَۀ هغه سړے يم.“ ۱۰هغوئ ترے تپوس وکړو چه ”بينا څنګه شوے؟“
۱۱هغۀ جواب ورکړو، ”هغه سړے چه ورته عيسىٰ وائى هغه ليټئ جوړه کړه، زما په سترګو ئے ومږله اَؤ راته ئے ووئيل چه دَ شيلوخ تالاؤ ته لاړ شه اَؤ هلته ئے ووينځه. زَۀ هلته لاړم اَؤ ومے وينځلے اَؤ بينا شوم.“
۱۲هغوئ تپوس وکړو چه ”هغه دے چرته؟“
هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته نۀ ده معلُومه.“
دَ فريسيانو دَ شفا مُوندلو په حق کښے تحقيقات
۱۳هغه ړُوند سړے ئے فريسيانو له راوستو. ۱۴چونکه دا دَ سبت ورځ وه چه عيسىٰ ليټئ جوړه کړے وه اَؤ دَ هغۀ په سترګو ئے ومږله. ۱۵فريسيانو ترے تپوس وکړو چه ”دا تۀ هغۀ په څۀ بينا کړے؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو ليټئ ومږله، بيا هغه ما ووينځلے اَؤ اوس بينا شوے يم.“
۱۶ځنو فريسيانو ووئيل چه ”دا دَ خُدائے سړے نۀ دے ځکه چه دَ سبت دَ ورځے اِحترام نۀ کوى.“
خو نورو ووئيل چه ”دَ يو ګُناه ګار سړى نه داسے عمل څۀ رنګ صادر کيدے شى؟“ نو په هغو کښے مُخالفت پيدا شو.
۱۷بيا هغوئ دَ هغۀ نه تپُوسونه شروع کړل چه ”ستا دَ هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چه هغۀ ستا سترګے بينا کړے دى.“
هغۀ جواب ورکړو چه ”هغه نبى دے.“
۱۸خو يهوديانو په دے باور نۀ کاوو چه ګنى دا سړے ړُوند وو اَؤ بينا شو تر څو چه هغوئ دَ هغۀ دَ مور اَؤ پلار نۀ وُو رابللى ۱۹اَؤ تپوس ئے ترے نۀ وو کړے چه ”آيا دا سړے ستاسو زوئے دے؟ آيا تاسو دا وايئ چه دَئے ړُوند پيدا شوے وو؟ دا دَئے اوس څنګه بينا شو؟“
۲۰مور اَؤ پلار ئے جواب ورکړو، ”مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا زمُونږ زوئے دے اَؤ دا چه دَئے ړُوند پيدا شوے وو. ۲۱خو دا څۀ رنګ وشول چه دے بينا شو اَؤ چا بينا کړو، دَ دے نه نۀ يُو خبر. دَ دۀ نه تپوس وکړئ، دَئے زلمے دے، دَئے به په خپله حال ووائى.“ ۲۲دَ هغۀ مور اَؤ پلار دا جواب يهوديانو ته دَ ويرے له کبله ورکړو ځکه چه دَ يهوديانو مشران دَ مخکښے نه په دے يوه خُلۀ شوى وُو چه هر څوک چه عيسىٰ مسيح ومنى نو هغه به دَ دے عبادت خانے نه خارج کړے شى. ۲۳هم دغه وجه وه چه مور پلار ئے ووئيل چه هغه زلمے دے، پوښتنه ترے وکړئ.
۲۴نو بيا په دويم ځل هغوئ هغه سړے راوبللو څوک چه ړُوند وو اَؤ وئے وئيل، ”دَ خُدائے په وړاندے رښتيا رښتيا ووايه، مُونږ ته دا معلُومه ده چه دا سړے ګُناه ګار دے.“
۲۵هغۀ جواب ورکړو چه ”په دے نۀ يم خبر چه دا سړے ګُناه ګار دے اَؤ که نه، خو زَۀ صرف دَ دے نه خبر يم چه زَۀ ړُوند وم اَؤ اوس بينا شوے يم.“
۲۶هغوئ تپوس وکړو چه ”هغۀ تا سره څۀ وکړل اَؤ ستا سترګے ئے څنګه بينا کړے؟“
۲۷هغۀ جواب ورکړو چه ”ما خو درته يو ځل وړاندے وئيلى دى خو تاسو آؤريدل نۀ غوښتل، نو تاسو دا بيا ولے آؤريدل غواړئ؟ آيا تاسو هم دَ هغۀ مُريدان جوړيږئ؟“
۲۸نو بيا هغوئ په کنځلو شول اَؤ ورته ئے ووئيل، ”تۀ دَ هغه سړى مُريد يئے خو مُونږ دَ مُوسىٰ مُريدان يُو. ۲۹مُونږ ته دا معلُومه ده چه خُدائے دَ مُوسىٰ سره خبرے کړے وے خو خبر نۀ يُو چه دَئے دَ کُومه راغلے دے.“
۳۰سړى جواب ورکړو چه ”څومره نا آشنا خبره ده! دا هغه سړے دے چه زما سترګے ئے بينا کړے اَؤ تاسو لا اوس هم نۀ يئ خبر چه دَئے دَ کُومے راغلے دے. ۳۱دا خو يوه ښکاره خبره ده چه خُدائے پاک دَ ګُناه ګارو نۀ آؤرى، هغه تش دَ هغه چا آؤرى چه دَ هغۀ نه ويريږى اَؤ دَ هغۀ په رضا ځى. ۳۲دَ ازل نه تر دے دمه لا چا دا نۀ دى آؤريدلى چه چا دَ پيدائشى ړُوند سترګے بينا کړے دى. ۳۳که دا سړے دَ خُدائے دَ طرفه نۀ وئے نو هغۀ هيڅ نۀ شُو کولے.“
۳۴هغوئ ورته ووئيل چه ”دا تۀ څوک يئے چه مُونږ ته سبقُونه ښائے؟ تۀ خو په ګُناه کښے پيدا اَؤ په ګُناه کښے لوئے شوے يئے.“ بيا هغوئ هغه دَ عبادت خانے نه وشړلو.
رُوحانى ړُوندوالے
۳۵عيسىٰ واؤريدل چه هغه ئے دَ عبادت خانے نه شړلے دے. کله چه عيسىٰ هغه وليدو نو تپوس ئے ترے وکړو، ”آيا ستا په اِبن آدم ايمان شته؟“
۳۶سړى جواب ورکړو، ”مالِکه! ما ته دا ووايه چه هغه څوک دے چه زَۀ په هغۀ ايمان راؤړم.“
۳۷عيسىٰ ووئيل چه ”تا هغه ليدلے دے، رښتيا دا هغه دے چه درسره خبرے کوى.“
۳۸هغۀ ووئيل، ”مالِکه زما پرے ايمان دے.“ اَؤ هغۀ ته په سجده پريوتو.
۳۹عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ دے دُنيا ته دَ عدالت دَ پاره راغلے يم چه ړاندۀ بينا کړم اَؤ بينا ړاندۀ کړم.“
۴۰دَ عيسىٰ سره موجُودو فريسيانو ترے تپوس وکړو، ”ستا دا مطلب دے چه ګنى مُونږ راندۀ يُو؟“
۴۱عيسىٰ ووئيل، ”که چرے تاسو ړاندۀ وئے نو ستاسو ګُناه به نۀ وه خو کله چه تاسو وايئ چه مُونږ وينُو، نو ستاسو ګُناه پاتے کيږى.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
لسم باب
دَ ګډو دَ شپول مِثال
۱”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه کُوم سړے چه دَ ګډو شپول ته په دروازے نۀ ورننوزى بلکه په بله لار ور آؤړى هغه بغير دَ غل يا ډاکو نه بل څۀ نۀ شى کيدے. ۲کُوم سړے چه په دروازه ورننوزى هغه دَ ګډو شپُونکے دے. ۳څوکيدار هغۀ ته اِجازت ورکوى اَؤ ګډے دَ هغۀ آواز آؤرى اَؤ هغه خپلے ګډے په نُوم بولى اَؤ بهر ئے راوباسى. ۴کله چه هغه هغه ټولے رابهر کړى نو هغه وړاندے ځى اَؤ ګډے ورپسے، ځکه چه هغوئ دَ هغۀ آواز پيژنى. ۵هغوئ په نا آشنا سړى پسے هيچرے نۀ ځى. هغوئ به دَ هغۀ نه وتښتى ځکه چه هغوئ دَ پردى سړى آواز نۀ پيژنى.“
۶عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال ووے خو هغوئ په دے ونۀ رسيدل چه دَ هغۀ دَ دے نه مطلب څۀ وو.
عيسىٰ اصلى شپُونکے
۷نو عيسىٰ هغوئ ته بيا ووئيل چه ”زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه زَۀ دَ ګډو دَ شپول دروازه يم. ۸څوک چه زما نه مخکښے راغلى وُو، ګډو هغوئ ته غوږ نۀ دے ايښے ځکه چه هغوئ ټول غلۀ ډاکوان وُو. ۹زَۀ دروازه يم اَؤ څوک چه په دے دروازه شپول ته ننوزى هغه به په امان وى. هغه به دَ ننه بهر تلے راتلے شى اَؤ ګياه به هم مُومى. ۱۰غل دَ غلا بلکه دَ قتلُونو اَؤ تباهئ دَ پاره راځى اَؤ زَۀ دے له راغلے يم چه خلق ژوندُون ومُومى اَؤ ډير ئے ومُومى.
۱۱زَۀ ښۀ شپُونکے يم اَؤ ښۀ شپُونکے دَ ګډو دَ پاره خپل سر ورکوى. ۱۲خو مزدُور چه کله شرمخ په راتلو ووينى نو ګډے په ځائے پريږدى اَؤ وتښتى ځکه چه هغه شپُونکے نۀ دے اَؤ ګډے دَ هغۀ نۀ دى. شرمخ رمه راګيره کړى اَؤ ګډے خورے ورے کړى. ۱۳هغه ځکه تښتى چه مزدُور دے اَؤ دَ ګډو هيڅ پرواه نۀ لرى. ۱۴ښۀ شپُون زَۀ يم. زَۀ خپلے ګډے پيژنم اَؤ ګډے ما پيژنى، ۱۵لکه چې ما پلار پيژنى اؤ زۀ پلار پيژنم، اؤ زَۀ خپل ځان دَ ګډو دَ پاره قُربانوم. ۱۶اَؤ زما نورے ګډے هم شته چه هغه دَ دے شپول نۀ دى، خو دَ هغوئ راوستل ضرورى دى اَؤ هغوئ به هم زما آواز آؤرى، نو بيا به رمه يوه شى اَؤ شپُونکے به ئے هم يو وى.
۱۷پلار ما سره مينه کوى ځکه چه زَۀ خپل ځان قربانوم دَ دے دَ پاره چه بيا ئے ومُوم. ۱۸دا زما نه څوک په زور نۀ آخلى، زَۀ دا په خپله مرضئ قُربانوم. دا زما اِختيار دے چه ځان قُربان کړم اَؤ دا مے هم اِختيار دے چه بيا ئے هم ومُومم. دا اِختيار ما ته خپل پلار راکړے دے.“
۱۹دَ عيسىٰ دَ دے خبرو په وجه يو ځلے بيا په يهوديانو کښے بے اِتفاقى راغله. ۲۰په هغوئ کښے ډيرو وئيل چه ”دَئے پيريانو نيولے دے اَؤ دا ليونے دے، دَۀ ته څۀ له غوږ ږدئ؟“
۲۱نورو به وئيل چه ”يو پيريانو نيولے سړے هم داسے خبرے کولے شى څۀ؟ آيا يو پيرے هم دَ ړُوند سترګے روغولے شى څۀ؟“
دَ يهوديانو دَ مسيح نه اِنکار
۲۲دا دَ ژمى ورځے وے اَؤ په بيتُ المُقدس کښے دَ خُدائے دَ کور دَ تجديد اختر وو. ۲۳اَؤ عيسىٰ دَ خُدائے په کور کښے دَ سليمان په برانډه کښے ګرزيدو. ۲۴يهوديان دَ هغۀ نه راچاپير شول اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مُونږ به تر څو پورے شکمن پريږدے؟ که چرے تۀ مسيح يئے نو په ډاګه ووايه؟“ ۲۵عيسىٰ ووئيل چه ”ما تاسو ته وئيلى دى خو ستاسو پرے يقين نۀ راځى. زَۀ چه کُوم کارُونه دَ خپل پلار په نُوم کوم، هغه زما ګواه دى. ۲۶خو تاسو پرے ځکه يقين نۀ کوئ چه تاسو زما دَ رمے ګډے نۀ يئ. ۲۷زما خپلے ګډے زما آواز آؤرى، زَۀ هغوئ پيژنم اَؤ هغوئ ما پسے راځى. ۲۸زَۀ هغوئ له دَ تل ژوند ور کوم اَؤ هغوئ به هيڅ کله هم هلاک نۀ شى اَؤ هيڅوک به ئے هم زما نه ونۀ شُو کوى. ۲۹زما پلار چه دوئ ئے ما له راکړى دى دَ ټولو نه لوئے دے اَؤ هيڅ څوک دوئ زما دَ پلار نه نۀ شى شُوکولے. ۳۰زَۀ اَؤ زما پلار يو يُو.“
۳۱يهوديانو يو ځل بيا په عيسىٰ پسے کاڼى راوخستل چه پرے وئے ولى. ۳۲په دے هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”ما ستاسو په وړاندے ډير ښۀ کارُونه دَ خپل پلار له طرف نه وکړل. تاسو به په دے کښے ما دَ کُوم کار له کبله سنګساروئ؟“
۳۳يهوديانو ورته جواب ورکړو چه ”مُونږ تا دَ څۀ ښۀ کار په وجه نۀ سنګساروُو خو دَ کُفر په سبب، ځکه چه تۀ خو تش اِنسان ئے اَؤ دَ خُدائى دعوىٰ کوے.“
۳۴عيسىٰ جواب ورکړو چه ”آيا ستاسو په کتابِ مُقدس کښے ئے دا نۀ دى ليکلى چه
”ما ووئيل چه تاسو خُدايان يئ؟“ ۳۵هغه څوک خُدايان بللى شوى دى چه چا ته چه دَ خُدائے کلام ورکړے شوے وى اَؤ کتابِ مُقدس منسُوخ کيدے نۀ شى. ۳۶نو بيا تاسو په ما دَ کُفر وئيلو اِلزام ولے لګوئ؟ تش په دے وجه چه زَۀ خُدائے مُقدس کړے يم اَؤ دُنيا ته ئے راليږلے يم اَؤ دا مے ووئيل چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم؟ ۳۷که چرے زَۀ دَ خپل پلار کارُونه نۀ کوم نو په ما ايمان مه راؤړئ. ۳۸خو که ئے کوم، نو که چرے په ما ايمان نۀ راؤړئ هم نو بيا زما په کارُونو ايمان راؤړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو داَ ومنئ اَؤ په دے پوهه شئ چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے يم.“
۳۹هغوئ يو ځلے بيا دَ هغۀ په نيولو پسے شول خو هغه دَ هغوئ دَ لاس نه ووتو.
۴۰عيسىٰ يو ځل بيا دَ اُردن سيند دَ بلے غاړے هغه ځائے ته ستُون شو چرته چه به وړُومبےٰ يحيىٰ بپتسمه ورکوله. هلته هغه پاتے شو. ۴۱ګڼ خلق به ورته راتلل اَؤ هغوئ وئيل چه ”يحيىٰ مُونږ ته يوه مُعجزه هم نۀ وه ښکاره کړے خو هغۀ چه څۀ دَ دے سړى په حقله وئيلى وُو هغه رښتيا وُو.“ ۴۲اَؤ هلته ډيرو خلقو پرے ايمان راوړلو.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
يوولسم باب
دَ لعزر مرګ
۱لعزر نُومے يو سړے ناجوړه وو. دَ هغۀ کور په بيت عيناه کښے وو کُوم چه دَ مريمے اَؤ دَ هغے دَ خور مرتا کلے وو. ۲دا هغه مريم وه چه په مالِک ئے عطر اچولى وُو اَؤ دَ هغۀ پښے ئے په خپلو ويښتو وُچے کړے وے اَؤ ورور ئے لعزر ناجوړه وو. ۳نو خويندو ئے عيسىٰ ته خبر ورواستولو چه مالِکه! تۀ په دے خبر يئے چه ستا خوږ آشنا بيمار پروت دے؟
۴کله چه عيسىٰ دا واؤريدل نو وئے وئيل، ”دا ناروغتيا دَ مرګ نۀ ده، دا خو دَ خُدائے دَ جلال څرګندولو دَ پاره ده چه دَ خُدائے دَ زوى لوئى پرے ښکاره شى.“ ۵عيسىٰ دَ مرتا، دَ هغے دَ خور اَؤ لعزر سره مينه لرله، ۶خو چه دَ هغۀ دَ بيمارئ ئے واؤريدل نو عيسىٰ دوه ورځے نور هم په هغه ځائے کښے ايسار شو چرته چه هغه وو. ۷دَ دے نه پس عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”ځئ چه يهوديه ته بيرته لاړ شُو.“
۸مُريدانو ورته ووئيل چه ”اُستاذه! څۀ زيات وخت نۀ دے شوے چه يهوديانو ستا سنګسار کول غوښتل، نو تۀ بيا هلته ځے څۀ؟“
۹عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولے دَ ورځے دولس ګينټے نۀ دى څۀ؟ هر څوک چه دَ ورځے ګرزى تيندک نۀ خورى ځکه چه هغه دَ دے دُنيا رڼا وينى. ۱۰خو که هغه دَ شپے ګرزى نو ټکرے خورى ځکه چه رڼا په کښے نِشته.“ ۱۱دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ ووئيل چه ”زمُونږ آشنا لعزر اُودۀ پروت دے خو زَۀ ورځم چه راويښ ئے کړم.“
۱۲مُريدانو ووئيل، ”مالِکه! که چرے هغه اُودۀ وى نو هغه به روغ شى.“
۱۳عيسىٰ دَ هغۀ دَ مرګ خبره کوله خو دَ هغوئ دا خيال وو چه ګنى دا دَ اُودۀ کيدو خبره کوى. ۱۴بيا عيسىٰ صفا ورته ووئيل، ”لعزر مړ دے. ۱۵دا ښه ده چه زَۀ هلته نۀ وم په دے چه تاسو ايمان راوړئ. خو راځئ چه هغۀ ته ورشُو.“
۱۶بيا توما چه برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مُريدانو ته ووئيل، ”راځئ چه مُونږ هم دَ هغۀ سره مړۀ شُو.“
عيسىٰ قيامت اَؤ ژوندُون دے
۱۷هلته په رسيدو عيسىٰ خبر شو چه دَ لعزر دَ مرګ اَؤ په قبر کښے دَ کيښودو بيا څلور ورځے کيږى. ۱۸بيت عنياه دَ بيتُ المُقدس نه بس دوه ميله لرے وو. ۱۹اَؤ ډير يهوديان دَ مرتا اَؤ مريمے څخه دَ هغوئ دَ ورور غم رازئ ته راغلى وُو.
۲۰کله چه مرتا دَ عيسىٰ دَ راتلو نه خبره شوه نو هغه سمدستى دَ هغۀ مخے له ورغله اَؤ مريمه په کور کښے پاتے شوه. ۲۱مرتا عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! که تۀ دلته وَئے نو زما ورور به مړ شوے نۀ وو. ۲۲اَؤ زَۀ اوس هم په دے پوهيږم چه که تۀ دَ خُدائے نه هر څۀ وغواړے نو خُدائے به ئے درکړى.“
۲۳عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ستا ورور به بيا ژوندے شى.“
۲۴مرتا هغۀ ته ووئيل، ”ما ته پته ده چه هغه به بيا ژوندے شى خو دَ قيامت په ورځ.“
۲۵عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ قيامت يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. که څوک په ما ايمان لرى که هغه مړ هم شى نو هغه به بيا ژوندے وى ۲۶اَؤ که څوک چه ژوندے دے اَؤ په ما ايمان لرى هغه به هيڅ کله هم مړ نۀ شى. آيا ستاسو په دے ايمان دے څۀ؟“
۲۷هغے ووئيل، ”مالِکه! زما ايمان دے، هم تۀ مسيح يئے، دَ خُدائے زوئے څوک چه دُنيا ته راتلُونکے وو.“
دَ عيسىٰ ژړل
۲۸دے وئيلو سره مرتا لاړه چه خپله خور مريم راوبولى اَؤ دَ هغے په څنګ کښے ودريده اَؤ په پټه سره ئے ورته ووئيل ”مالِک دلته دے اَؤ هغه تا غواړى.“ ۲۹کله چه مريم دا واؤريدل نو سمدستى پاڅيده اَؤ عيسىٰ له ورغله. ۳۰خو عيسىٰ لا کلى ته نۀ وو رسيدلے اَؤ لا په هغه ځائے وو په کُوم ځائے کښے چه مرتا هغه ليدلے وو. ۳۱کُوم يهوديان چه دَ مريم سره غم رازئ له راغلى وُو کله چه هغوئ هغه له کوره په روانيدو وليده نو په هغے پسے روان شول ځکه چه هغوئ دا ګڼل چه هغه قبر له روانه ده چه پرے وژاړى.
۳۲نو مريم هغه ځائے له لاړه چرته چه عيسىٰ وو اَؤ کله چه ئے هغه وليدلو نو دَ هغۀ په پښو پريوته اَؤ وئے وئيل، ”اَئے مالِکه! که چرے تۀ دلته وَئے نو زما ورور به نۀ وو مړ شوے.“
۳۳کله چه عيسىٰ هغه په ژړا وليده اَؤ ورسره ئے هغه يهوديان ملګرى هم وليدل چه ژاړى نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو اَؤ ډير زهيرشو. ۳۴هغۀ تپوس وکړو چه ”هغه تاسو کُوم ځائے ښخ کړے دے؟“
هغوئ جواب ورکړو، ”مالِکه! راشه وئے ګوره.“
۳۵عيسىٰ په ژړا شو. ۳۶يهوديانو ووئيل چه ”دَ هغۀ به دَ دۀ سره څومره مينه وه.“ ۳۷خو په هغوئ کښے ځنو ووئيل چه ”آيا دے سړى چا چه دَ هغه ړُوند سړى سترګے بينا کړے وے دا نۀ شُو کولے چه لعزر ئے دَ مرګ نه بچ کړے وے؟“
دَ لعزر بيا ژوندے کيدل
۳۸عيسىٰ بيا سوړ اسويلے وکړو، بيا هغه قبر له راغے. دا يو غار وو چه ګټه ورته اړمه کړے شوے وه. ۳۹عيسىٰ ووئيل، ”دا ګټه لرے کړئ.“
مرتا، دَ مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! اوس خو به دَ هغۀ نه بوئى روان شوے وى. دَ هغۀ خو دلته څلور ورځے شوے دى.“
۴۰عيسىٰ ووئيل، ”آيا ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چه که چرے تاسو ايمان لرئ نو تاسو به دَ خُدائے جلال ووينئ؟“ ۴۱نو هغوئ ګټه لرے کړه. بيا عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! زَۀ ستا شکر کوم چه تا زما واؤريدل. ۴۲ما ته دا دَ آګاهو نه معلُومه وه چه تۀ تل زما آؤرے خو ما دَ دے حاضرو خلقو دَ پاره سوال وکړو چه دَ دوئ دا باور وشى چه زَۀ تا را استولے يم.“ ۴۳بيا هغۀ په اُوچت آواز ووئيل، ”لعزر! راوزه!“ ۴۴نو مړ سړے بهر راووتو، دَ هغۀ لاس اَؤ پښے په کفن کښے تړلى شوى وُو اَؤ مخ ئے په ټُوکى کښے نغښتے وو. عيسىٰ ووئيل، ”دا راخلاص کړئ اَؤ پرے ئے ږدئ چه ځى.“
دَ عيسىٰ دَ مرګ سازش
۴۵بيا ډير يهُوديان چه دَ مريمے ليدلو له راغلى وُو اَؤ هغه څۀ ئے وليدل چه عيسىٰ وکړل نو په هغۀ ئے ايمان راؤړو. ۴۶خو په هغوئ کښے ځنے فريسيانو له راغلل اَؤ هغه څۀ ئے ورته ووئيل چه هغۀ کړى وُو. ۴۷دَ دے نه پس مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو يوه جرګه راوبلله اَؤ وئے وئيل چه ”مُونږ ته څۀ کول په کار دى؟ ځکه چه دا سړے خو ډيرے مُعجزے ښکاره کوى. ۴۸که مُونږ چرے دغه شان دَئے آزاد پريږدُو نو ټول خلق به په دَۀ ايمان راؤړى، بيا به رُوميان راشى اَؤ زمُونږ دَ خُدائے کور اَؤ زمُونږ ټول قوم به ختم کړى.“
۴۹خو په دوئ کښے يو تن چه کيفا ئے نُوم وو اَؤ په دغه کال دَ ټولو نه مشر کاهن وو، هغۀ ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهيږئ، ۵۰اَؤ نه خيال کوئ چه دا ستاسو دَ پاره ډيره غوره ده چه دَ اُمت دَ پاره دِ يو سړے مړ کړے شى، نه چه ټول قام تباه اَؤ برباد شى.“ ۵۱دا هغۀ دَ خپله ځانه ونۀ وئيل، بلکه دَ ټولو نه دَ مشر کاهن په حيثيت چه هغه دَ هغه کال دَ پاره مُقرر وو. هغۀ دا پيشن ګوئى وکړه چه عيسىٰ به دَ قام دَ پاره مړ شى، ۵۲يواځے دَ قام دَ پاره نه، بلکه دَ دے دَ پاره چه دَ خُدائے خوارۀ وارۀ بچى يو ځائے ته راغونډ کړى.
۵۳دغه شان دَ هغه ورځے نه پس هغوئ دَ هغۀ دَ مرګ صلاح وکړه. ۵۴پس له دے عيسىٰ په يهوديه کښے په عامه ګڼه کښے نۀ راوتو اَؤ هغه علاقه ئے پريښوده اَؤ دَ صحرا دَ خوا اِفرايم نومے کلى ته لاړو اَؤ دَ خپلو مُريدانو سره ديره شو.
۵۵دَ يهوديانو دَ فسح اختر رانزدے وو اَؤ دَ کلو ډير خلق بيتُ المُقدس ته دَ خپل ځان پاکولو دَ پاره دَ اختر دَ شروع کيدو نه وړاندے لاړل. ۵۶هغوئ عيسىٰ ولټولو اَؤ کله چه هغوئ دَ خُدائے په کور کښے ودريدل نو دَ يو بل نه ئے تپوس وکړو، ”څۀ مو خيال دے؟ شايد چه هغه په اختر کښے شاميليدو له نۀ راځى څۀ؟“ ۵۷ځکه چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چه کُوم سړى ته چه دا پته ولګى چه هغه کُوم ځائے دے، هغه دِ دوئ خبر کړى، دَ دے دَ پاره چه هغه ونيسى.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
دولسم باب
په بيت عنياه کښے دَ عطرو اچول
۱دَ فسح دَ اختر نه شپږ ورځے مخکښے عيسىٰ بيت عنياه ته راغے چرته چه لعزر نومے سړے اوسيدو، څوک چه هغۀ دَ مړو نه بيا ژوندے کړے وو. ۲هلته ئے دَ هغۀ ميلمستيا کړے وه چه مرتا په کښے خدمت کاوو اَؤ لعزر دَ عيسىٰ سره په نورو ميلمنو کښے کښيناستو. ۳بيا مريم ښۀ قيمتى عطر چه نيم سير قدرے وُو راؤړل، اَؤ دَ عيسىٰ په پښو ئے توئے کړل اَؤ هغه ئے بيا په خپلو ويښتو وُچ کړل تر دے چه ټول کور دَ خوشبوئ نه ډک شو. ۴خو په دے يهوداه اِسکريوتى چه دَ عيسىٰ يو مُريد وو اَؤ په دَۀ به ئے مُخبرى کوله، ووئيل چه ۵”دا عطر په دريو سوو دينارو خرڅ ولے نۀ کړے شول چه خوارانو غريبانو ته ورکړے شوے وے؟“ ۶هغۀ دا خبره په دے ونۀ کړه چه ګنى هغه دَ خوارانو غم خور وو خو ځکه چه هغه په خپله غل وو. هغۀ به هغه پيسے پټولے کُومے چه په کڅوړه کښے جمع کيدے اَؤ دَ هغۀ په حوالے وے.
۷عيسىٰ ووئيل چه ”هغه خپلے خوښے ته پريږدئ اَؤ پريږدئ چه دا زما دَ ښخولو دَ ورځے پورے وساتى. ۸ځکه چه خواران خو په مُدام تاسو سره وى خو زَۀ به مُدام تاسو سره نۀ يم.“
دَ لعزر خلاف سازش
۹ډير يهوديان په دے خبر شُو چه هغه راغلے دے، اَؤ يواځے دے ته نۀ راتلل چه عيسىٰ ووينى بلکه دَ لعزر دَ کتو تلوسه ئے هم وه چه دَ مړو نه ئے بيا ژوندے کړے وو. ۱۰مشرانو کاهنانو بيا دا فيصله وکړله چه لعزر هم مړ کړئ، ۱۱ځکه چه دَ هغۀ په وجه ډير يهوديان عيسىٰ له ورځى اَؤ په هغۀ ايمان راؤړى.
په بيتُ المُقدس کښے اِستقبال
۱۲په بله ورځ ګڼ خلق چه اختر له راغلى وُو چه هغوئ دَ دے نه خبر شول چه عيسىٰ هم بيتُ المُقدس ته راروان دے، ۱۳نو هغوئ دَ کجورے څانګے واخستے اَؤ دَ هغۀ مخے ته ورووتل اَؤ دا نعرے ئے وهلے، ”دَ خُدائے ثنا دِ وى! مُبارک دے هغه څوک چه دَ رب په نُوم راځى، دَ اِسرائيلو بادشاه دِ مُبارک وى.“
۱۴اَؤ عيسىٰ يو خر ومُوندلو اَؤ په هغۀ سور شو، لکه چه په صحيفو کښے ليکلى دى :
۱۵”ئَاے دَ صيون لُورے! نوره ويره مه کوه!
وګوره، ستا بادشاه په يو کُوچى سور روان دے.“
۱۶هغه وخت خو دَ عيسىٰ مُريدان په دے پوهه نۀ شول، خو کله چه عيسىٰ خپل جلال ته ورسيدلو نو دوئ ته بيا ياد شول چه دا خو دَ هغۀ په حقله ليکلى شوى وُو اَؤ هم دغه د هغۀ سره شوى وُو.
۱۷نو کُوم خلق چه په هغه ځائے کښے موجُود وُو کله چه عيسىٰ لعزر له قبر نه راوبللو اَؤ له مړو نه ئے بيا ژوندے کړو، نو هغوئ چه څۀ ليدلى اَؤ آؤريدلى وُو په هغے ئے ګواهى وکړله. ۱۸هم دغه وجه وه چه ډير مخلُوق دَ هغۀ دَ اِستقبال دَ پاره ورووتل، هغوئ دَ عيسىٰ دَ ښودلے شوے مُعجزے په حقله آؤريدلى وُو. ۱۹فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چه ستاسو نه هيڅ نۀ کيږى، ټوله دُنيا په هغۀ پسے تلے ده.“
دَ ځنے يُونانيانو دَ عيسىٰ لټُون کول
۲۰دَ اختر په موقع چه څوک عبادت ته راتلل په هغوئ کښے څۀ يُونانيان هم وُو. ۲۱هغوئ فيليپوس ته راغلل څوک چه دَ بيتِ صيدا دَ ګليل اوسيدُونکے وو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل، ”صاحبه! مُونږ عيسىٰ ليدل غواړُو.“ ۲۲فيليپوس لاړو اَؤ اندرياس ته ئے ووئيل اَؤ دا دواړه لاړل چه عيسىٰ خبر کړى. ۲۳بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلے دے چه اِبن آدم به لوئى مُومى. ۲۴رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم چه دَ غنمو يوه دانه تر هغے يکه يوه دانه وى تر څو چه هغه په خاؤرو کښے پرے نۀ وزى اَؤ خاؤرے نۀ شى، خو که هغه خاورے شى نو دَ هغے نه ډيرے دانے راوټُوکيږى. ۲۵هغه سړے چه دَ ځان سره مينه لرى ورک دے، خو هغه څوک چه په دے دُنيا کښے دَ ځان نه نفرت کوى، هغه به دَ تل ژوندُون دَ پاره امانت وساتى. ۲۶که څوک زما خدمت کوى هغه دِ ماپسے راځى اَؤ چرته چه زَۀ يم هلته به زما خادم هم وى. هر څوک چه زما خدمت کوى هغۀ ته به زما پلار عزت ورکړى.
اِبن آدم به پورته وخيژولے شى
۲۷اوس مے زړۀ پريشان دے اَؤ زَۀ څۀ ووايم؟ چه اَئے پلاره! ما له دے ساعت نه بچ کړه؟ بلکه زَۀ په دے وجه دے ساعت ته رارسيدلے يم. ۲۸اَئے پلاره! خپل نُوم ته جلال ورکړه.“
دَ آسمان نه يو آواز راغے، ”ما جلال ورکړے دے اَؤ زَۀ به بيا هم جلال ورکړم.“
۲۹هغه موجُودو خلقو دا خيال وکړو چه ګنى آسمان وګړزيدو خو نورو ووئيل چه ”فرښتے ورسره خبرے کړے دى!“ ۳۰عيسىٰ ووئيل چه ”دا آواز زما دَ پاره نه بلکه ستاسو دَ پاره وو. ۳۱اوس دَ دے دُنيا دَ پاره دَ عدالت وخت دے اَؤ دَ دے دُنيا سردار به بهر وويستلے شى. ۳۲اَؤ کله چه زَۀ دَ مزکے نه وخيژولے شم نو زَۀ به ټول ځان ته راکاږم.“ ۳۳دا هغۀ هغه خبرے ته اِشاره وکړه چه هغه به په کُوم قِسم مرګ مړ شى.
۳۴خلقو جواب ورکړو چه ”زمُونږ شريعت دا وائى چه مسيح به تل تر تله وى، نو بيا ستا دَ دے وئيلو نه څۀ مطلب دے چه اِبن آدم به پورته وخيژولے شى؟ دا اِبن آدم څوک دے؟“
۳۵عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لا تاسو سره شته خو دَ ډيرے مُودے دَ پاره نه. تر څو چه تاسو سره رڼا ده، په رڼا کښے ځئ، هسے نۀ چه تيارۀ مو راګير کړى اَؤ څوک چه په تيارۀ کښے ځى، هغه په دے نۀ وى خبر چه کُوم پلَو روان دے. ۳۶تر څو چه تاسو سره رڼا ده، په رڼا يقين لرئ دَ دے دَ پاره چه تاسو په رڼا کښے اوسئ،“
دَ يهوديانو بے اِعتقادى
دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ هغوئ نه لاړو اَؤ چرته پټ شو. ۳۷سره دَ ډيرو مُعجزو چه عيسىٰ دَ هغوئ دَ وړاندے ښکاره کړے وے هغوئ په هغۀ باندے ايمان رانۀ وړو.
۳۸ځکه چه دَ يشعياه نبى دا خبره پُوره شى چه :
”اَئے ربه! زمُونږ په خبرو چا يقين کړيدے
اَؤ دَ رب لاس چا ته څرګند شوے دے؟“
۳۹په دے وجه هغوئ ايمان راوړلے نۀ شو ولے چه دَ يشعياه نبى دا خبره هم پُوره شى.
۴۰”هغۀ دَ هغوئ سترګے ړندے کړى دى
اَؤ زړُونه ئے ورله سخت کړى دى،
هسے نه چه هغوئ په خپلو سترګو ووينى
اَؤ په خپلو زړونو کښے پرے پوهه شى
اَؤ دَ رغيدو دَ پاره ما ته راوګرزى
اَؤ زَۀ ئے روغ کړم.“
۴۱يشعياه دا خبرے ځکه کړے وے چه دَ عيسىٰ لوئى هغۀ وليدله اَؤ دَ هغۀ په حق کښے ئے خبرے کولے.
۴۲خو سره دَ دے په هغوئ کښے ډيرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راؤړو خو بيا هم دَ فريسيانو دَ ويرے نه ئے دَ دے اِقرار نۀ شو کولے، هسے نه چه دَ عبادت خانے نه ئے خارج کړى. ۴۳ځکه چه هغوئ دَ خُدائے دَ عزت په ځائے دَ خلقو عزت خوښولو.
عدالت دَ عيسىٰ کلام
۴۴نو عيسىٰ په چغو ووئيل، ”کله چه يو سړے په ما ايمان راؤړى نو هغه نۀ يواځے دا چه په ما ايمان راؤړى بلکه په هغه چا هم چه زَۀ ئے را استولے يم. ۴۵اَؤ څوک چه ما وينى هغه به هغه څوک ووينى چه زَۀ ئے را استولے يم. ۴۶زَۀ دُنيا ته لکه دَ رڼا راغلے يم دَ دے دَ پاره چه څوک په ما ايمان لرى هغه به په تيارۀ کښے پاتے نۀ شى. ۴۷خو هر څوک چه زما کلام آؤرى اَؤ اِطاعت کوى، زَۀ دَ هغۀ عدالت نۀ کوم، زَۀ دَ دُنيا عدالت کولو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راغلے يم. ۴۸څوک چه زما نه اِنکار کوى اَؤ څوک چه زما خبرے نۀ قبلوى، دَ هغۀ دَ پاره مُنصف شته يعنے هغه کلام چه ما کړے دے، هغه به په آخرى ورځ دَ هغۀ عدالت کوى. ۴۹زَۀ په خپل اِختيار خبرے نۀ کوم خو پلار چه زَۀ را استولے يم هغۀ ما ته حُکم کړے دے چه څۀ ووايم اَؤ څنګه ئے ووايم. ۵۰زَۀ خبر يم چه دَ هغۀ حُکم دَ تل عُمرى ژوندُون دے، نو ځکه څۀ چه پلار ما ته وئيلى دى، هم هغه څۀ زَۀ وايم.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
ديارلسم باب
دَ مُريدانو پښے وينځل
۱دَ فسح دَ اختر نه وړُومبے عيسىٰ ته معلُومه شوه چه دَ هغۀ وخت راغے چه دَ دُنيا نه دِ خپل پلار ته لاړ شى. اَؤ هغۀ دَ خپلو سره چه په دے دُنيا کښے وُو، تر آخره پورے مينه وکړله.
۲دَ ماښام دَ ډوډئ په وخت اِبليس دَ اګاهو نه دَ شمعُون اسکريوتى دَ زوئے يهوداه په زړۀ کښے دا خيال اچولے وو چه هغه په عيسىٰ مُخبرى وکړى. ۳اَؤ عيسىٰ ته ښه معلُومه وه چه پلار هغۀ ته هر څۀ اِختيار ورکړے دے اَؤ چه هغه دَ خُدائے نه راغلے دے اَؤ خُدائے له بيرته روان دے. ۴نو هغه دَ ډوډئ نه پاڅيدلو، خپلے جامے ئے يو طرف ته کيښوے، يوه توليه ئے راواخسته اَؤ دَ ځان نه ئے تاؤ کړه. ۵بيا هغۀ په يو لوښى کښے اوبۀ واچولے اَؤ دَ خپلو مُريدانو دَ پښو په وينځلو آخته شو اَؤ په توليه ئے وچولے چه دَ ځان نه ئے تاؤ کړے وه. ۶کله چه شمعُون پطروس وار راغے نو پطروس هغۀ ته ووئيل چه ”مالِکه! دا تۀ زما پښے وينځے؟“
۷عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چه زَۀ کوم، تۀ اوس په دے نۀ پوهيږے خو وروستو به پوهه شے.“
۸پطروس ووئيل، ”زَۀ به تاسو خپلو پښو وينځلو ته هيڅ کله پرے نۀ ږدم.“
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”که چرے زَۀ تا ونۀ وينځم نو تۀ به زما مُريد نۀ يئے.“
۹شمعُون پطروس ووئيل، ”بيا نو مالِکه! يواځے زما پښے نه بلکه لاسُونه اَؤ سر هم ووينځه.“
۱۰عيسىٰ ووئيل، ”چا چه لامبلى وى هغۀ ته بے دَ پښو وينځلو نه حاجت نِشته هغه بيخى پاک دے، اَؤ تاسو پاک يئ اګر چه تاسو ټول نه.“ ۱۱ولے چه هغۀ ته معلُومه وه چه څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو ځکه ئے ووئيل چه تاسو ټول پاک نۀ يئ.
۱۲دَ هغوئ دَ پښو وينځلو اَؤ دَ خپلو جامو آغوستلو نه وروستو هغه کښيناستو اَؤ تپوس ئے وکړو، ”آيا تاسو په دے پوهه شوئ چه ما تاسو سره څۀ وکړل؟ ۱۳تاسو ما ته اُستاذ اَؤ مالِک وايئ اَؤ دا ښۀ وايئ ځکه چه زَۀ يم. ۱۴نو که ستاسو مالِک اَؤ اُستاذ ستاسو پښے ووينځلے نو په تاسو هم لازم دى چه دَ يو بل پښے ووينځئ. ۱۵ما ستاسو دَ پاره يو مِثال قائم کړے دے، تاسو به هغه څۀ کوئ، څۀ چه ما تاسو دَ پاره کړى دى. ۱۶زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه يو غُلام دَ مالِک نه لوئے نۀ وى اَؤ نۀ اَستازے دَ را استوُونکى نه لوئے وى. ۱۷که چرے تاسو په دے پوهيږئ نو تاسو بختور يئ که عمل پرے کوئ.
۱۸زَۀ دَ تاسو ټولو په حقله نۀ وايم، ما ته پته ده، څوک چه ما غوره کړى دى. خو چه دَ کِتاب مُقدس هغه خبره پوره شى، ”هغه څوک چه ماسره ډوډئ خورى هغه زما برخلاف شوے دے.“ ۱۹زَۀ اوس تاسو ته دَ هغه واقعے دَ پيښيدو نه مخکښے وايم دَ پاره دَ دے کله چه هغه پيښه شى نو تاسو په دے ايمان راؤړئ چه زَۀ چه څۀ يم هغه يم. ۲۰زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم څوک چه زما يو اَستازے قبُول کړى هغۀ زَۀ قبُول کړم اَؤ چه زَۀ ئے قبُول کړم نو هغه يو ئے قبُول کړو چا چه زَۀ را استولے يم.“
دَ عيسىٰ دَ خپل مُخبر په حق کښے پيشن ګوئى
۲۱دَ دے وئيلو نه پس عيسىٰ دَ خپل رُوح دَ پريشانئ نه ووئيل، ”رښتيا رښتيا زَۀ تاسو ته وايم، په تاسو کښے يو زما مُخبرى کُوونکے دے.“
۲۲مُريدانو يو بل ته وکتل اَؤ شکمن شول چه دَئے دا دَ چا په حقله وائى. ۲۳په هغوئ کښے يو مُريد چه هغۀ ورسره مينه کوله اَؤ دَ عيسىٰ سره جُخت ناست وو. ۲۴نو شمعُون پطروس هغۀ ته اِشاره وکړه اَؤ ورته ئے ووئيل چه تپوس ترے وکړه چه ”دا څوک يادوى؟“
۲۵اَؤ هغه مُريد عيسىٰ ته سر ورنزدے کړو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو، ”مالِکه! دا څوک دے؟“
۲۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”دا هغه سړے دے چه زَۀ ورته دَ ډوډئ دا ټکړه لمده کړم اَؤ ورله ئے ورکړم.“ بيا هغۀ هغه لمده کړه اَؤ دَ شمعُون اسکريوتى زوئے يهوداه ته ئے ورکړه. ۲۷سمدستى چه يهوداه دے ته لاس کړو نو شيطان ورننوتو. عيسىٰ ورته ووئيل، ”څۀ چه کوے، زر ئے وکړه.“ ۲۸څوک چه ډوډئ ته ناست وُو له هغوئ نه يو تن هم په دے پوهه نۀ شو چه دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب وو. ۲۹ځنو دا ګمان وکړو چه يهوداه سره کڅوړه ده، نو عيسىٰ هغۀ ته دا ووئيل چه اختر ته چه څۀ په کار دى هغه واخله يا دا چه غريبانو له څۀ خيرات ورکړه. ۳۰دَ نوړئ آخستو نه سمدستى پس يهوداه بهر ووتو اَؤ شپه وه.
نوے حُکم
۳۱کله چه يهوداه اسکريوتى بهر لاړو نو عيسىٰ ووئيل، ”اوس اِبن آدم خپل جلال ومُوندلو اَؤ په هغۀ کښے دَ خُدائے جلال څرګند شو. ۳۲خُدائے به په هغۀ کښے خپل جلال ښکاره کړى اَؤ زر به ئے ورکوى. ۳۳زما بچو! زَۀ به دَ لږ وخت دَ پاره تاسو سره يم بيا به تاسو ما لټوئ، اَؤ لکه چه ما يهوديانو ته ووئيل، دغسے تاسو ته اوس وايم، چرته چه زَۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. ۳۴زَۀ تاسو ته نوے حُکم درکوم. دَ يو بل سره مينه کوئ، لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده دغه شان تاسو هم دَ يو بل سره مينه کوئ. ۳۵که تاسو دَ يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول په دے پوهه شئ چه تاسو زما مُريدان يئ.“
دَ شمعُون پطروس دَ انِکار په حق کښے پيشن ګوئى
۳۶شمعُون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ چرته ځے؟“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چه زَۀ ځم، تۀ اوس په ما پسے هلته نۀ شے راتلے خو وروستو به تۀ راشے.“
۳۷پطروس ووئيل، ”مالِکه! زَۀ اوس درپسے ولے نۀ شم تلے؟ زَۀ به خپل ځان په تا قُربان کړم.“
۳۸عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا به تۀ خپل ځان په ما قُربان کړے څۀ؟ زَۀ تا ته رښتيا رښتيا وايم چه دَ چرګ دَ بانګ نه مخکښے به تۀ درے ځله وائے چه زَۀ تا نۀ پيژنم.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
څوارلسم باب
عيسىٰ پلار ته دَ تلو لار ده
۱ستاسو غمژن زړُونه دِ ګبراؤ نۀ شى، په خُدائے يقين لرئ، هم په ما يقين لرئ. ۲زما دَ پلار په کور کښے دَ اوسيدو ډير ځايُونه دى. که چرے داسے نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته وئيلى وُو. ځکه زَۀ ځم چه ستاسو دَ پاره هلته ځائے تيار کړم. ۳اَؤ که هلته زَۀ لاړ شم اَؤ تاسو ته ځائے تيار کړم نو په خپله به بيا راشم اَؤ تاسو به دَ ځان سره بوزم، ځکه چه چرته چه زَۀ يم هلته به تاسو هم يئ. ۴اَؤ زما هغه لار تاسو ته معلُومه ده.“
۵توما ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دا نۀ ده معلُومه چه تۀ چرته روان يئے، نو مُونږ دَ دے لارے نه څۀ خبريدے شُو؟“
۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ لار يم، زَۀ حق يم اَؤ زَۀ ژوندُون يم. هيڅوک هم زما دَ وسيلے نه بغير پلار ته نۀ شى راتلے. ۷که چرے تاسو زَۀ پيژندلے نو تاسو به پلار هم پيژندلو. اوس تاسو هغه پيژنئ نو هغه تاسو ليدلے دے.“
۸فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ مُونږ ته پلار وښايه نو مُونږ نورے پوښتنے نۀ کوو.“
۹عيسىٰ جواب ورکړو چه ”فيليپوسه! تاسو سره زَۀ دَ دومره مُودے نه يم اَؤ بيا مے هم نۀ پيژنے څۀ؟ هر چا چه زَۀ ليدلے يم پلار ئے هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائے چه مُونږ ته پلار وښايه؟ ۱۰آيا په دے ستاسو باور نِشته چه زَۀ په پلار کښے يم اَؤ پلار په ما کښے دے؟ زَۀ چه څۀ خبرے تاسو ته کوم هغه دَ ځان نه نۀ کوم، دا هغه دے چه په ما کښے اوسى اَؤ خپل کار کوى. ۱۱چه زَۀ دا وايم چه پلار په ما کښے دے اَؤ زَۀ په پلار کښے نو په دے باور وکړئ اَؤ يا دَ دے کارُونو په سبب باور وکړئ. ۱۲رښتيا رښتيا تاسو ته وايم، څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هم هغه څۀ کوى لکه چه ئے زَۀ کوم، اَؤ هغه به لا دَ دے نه هم زيات کارُونه کوى ځکه چه زَۀ پلار له روان يم. ۱۳رښتيا چه تاسو څۀ چه هم زما په نُوم وغواړئ هغه به زَۀ کوم ځکه چه دَ پلار جلال په زوى کښے څرګند شى ۱۴تاسو چه څۀ هم زما په نُوم وغواړئ زَۀ به ئے کوم.“
دَ رُوحُ القُدس وعده
۱۵که تاسو زما سره مينه کوئ نو زما په حُکمُونو عمل کوئ. ۱۶اَؤ زَۀ به پلار ته خواست وکړم چه تاسو ته بل مددګار درکړى څوک چه به تاسو سره مُدام وى، ۱۷اَؤ هغه به دَ حق رُوح وى، دُنيا هغه نۀ شى قبلولے ځکه چه دُنيا نۀ خو هغه وينى اَؤ نۀ ئے پيژنى خو تاسو ئے پيژنئ ځکه چه هغه تاسو سره اوسى اَؤ په تاسو کښے وى.
۱۸زَۀ به تاسو يتيمان نۀ پريږدم، زَۀ تاسو ته بيرته راځم. ۱۹لږ ساعت پس به دُنيا بيا ما نۀ وينى خو تاسو به مے وينئ. ځکه چه زَۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. ۲۰بيا به تاسو پوهه شئ چه زَۀ په خپل پلار کښے يم اَؤ تاسو په ما کښے يئ اَؤ زَۀ په تاسو کښے يم.
۲۱دَ هر چا سره چه زما حُکمُونه دى اَؤ په هغو عمل کوى نو دا هغه دى چه ما سره مينه کوى. هر څوک چه ماسره مينه کوى زما پلار به ور سره مينه وکړى اَؤ زَۀ به دَ هغۀ سره مينه وکړم اَؤ خپل ځان به ورته څرګند کړم.
۲۲بل يهوداه ترے تپوس وکړو، اِسکريوتى نه، ”مالِکه! آخر دا څۀ وجه ده چه تۀ دا وائے چه تۀ به صرف مُونږ ته ځان څرګند کړے اَؤ نورے دُنيا ته نه؟“
۲۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”هغه څوک چه زما سره مينه کوى، هغه به زما په کلام عمل کوى اَؤ بيا به زما پلار هم دَ هغۀ سره مينه کوى، اَؤ پلار اَؤ زَۀ به هغۀ له ځُو چه دَ هغۀ سره اوسُو. ۲۴خو هغه څوک چه ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى. اَؤ کُوم کلام چه تاسو آؤرئ دا زما نۀ دے دا دَ پلار کلام دے چا چه زَۀ را استولے يم. ۲۵ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل په دے وخت چه زَۀ له تاسو سره يم، ۲۶خو مددګار يعنے رُوحُ القُدس چه به پلار زما په نُوم را استوى، هغه به تاسو ته هر څۀ ښائى اَؤ بيا به درته هغه څۀ رايادوى، کُوم چه ما تاسو ته وئيلى دى.
۲۷زَۀ تاسو ته سلامتيا پريږدم، زما خپله سلامتيا، هغه چه دُنيا ئے نۀ شى ورکولے. مه ګبراويږئ اَؤ مه ويريږئ. ۲۸تاسو واؤريدل چه ما ووئيل، زَۀ درنه روان يم اَؤ بيا تاسو ته بيرته راځم. که چرے تاسو ما سره مينه کولے نو تاسو به په دے آؤريدو سره خوشحاله شوى وئ چه زَۀ پلار له روان يم ځکه چه پلار له ما نه لوئے دے. ۲۹ما تاسو ته اوس دَ مخکښے نه دا وئيلى دى ځکه چه دا پيښه شى نو تاسو ايمان راؤړئ. ۳۰زَۀ به تاسو سره زياتے خبرے ونۀ کړم ځکه چه دَ دے دُنيا سردار راتلُونکے دے. دَ هغۀ په ما باندے هيڅ اِختيار نِشته، ۳۱خو دُنيا ته به دا خامخاه څرګنده شى چه زَۀ دَ پلار سره مينه کوم اَؤ بيخى هغه شان ئے کوم څنګه چه هغه حُکم کوى. نو پاڅئ چه له دے ځائے نه لاړ شُو.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
پنځلسم باب
عيسىٰ دَ انګور حقيقى بُوتے
۱حقيقى بُوټے دَ انګور زَۀ يم اَؤ زما پلار باغوان دے. ۲هره شنډه څانګه هغه پريکوى اَؤ هره ميوه نيوونکے څانګه پاکوى دَ دے دَ پاره چه هغه نوره زياته ميوه ونيسى. ۳تاسو دَ مخکښے نه په هغه خبره چه ما تاسو ته کړے ده، پاک کړى شوى يئ. ۴په ما کښے اوسئ لکه زَۀ چه په تاسو کښے اوسم. يوه څانګه هم دَ خپله ځانه ميوه نۀ شى نيولے، تر څو چه هغه دَ انګُور دَ بُوټى سره پاتے نۀ وى. تاسو هم تر هغے ميوه نۀ شئ نيولے تر څو چه تاسو په ما کښے نۀ اوسئ.
۵زَۀ دَ انګور بُوټے يم اَؤ تاسو زما څانګے يئ. څوک چه په ما کښے اوسى لکه زَۀ چه په هغۀ کښے، نو هغه به ډيره ميوه نيسى، ځکه چه زما نه بغير تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. ۶هغه څوک چه په ما کښے نۀ اوسى هغه به لکه وچه شوے څانګه ګُذار کړے شى، اَؤ وُچے څانګے به يو ځائے راټولے کړى شى اَؤ په اور کښے به واچولے شى اَؤ وبه سوزولى شى. ۷که تاسو په ما کښے اوسئ اَؤ زما خبرے په تاسو کښے اوسى نو چه تاسو څۀ غواړئ دَ هغے خواهش کوئ اَؤ زَۀ به ئے درکوم. ۸دغه شان زما دَ پلار جلال په دے ښکاره کيږى چه تاسو ښۀ ډيره ميوه ونيسئ اَؤ زما مُريدان ښکاره شئ. ۹لکه چه پلار ما سره مينه کړے ده دغه شان زَۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښے اوسئ. ۱۰که چرے تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښے اوسئ داسے لکه چه ما دَ خپل پلار په حُکمُونو عمل کړے دے اَؤ دَ هغۀ په مينه کښے اوسم.
۱۱دا ما تاسو ته وئيلى دى دَ دے دَ پاره چه زما خوشحالى دِ په تاسو کښے وى اَؤ ستاسو خوشحالى دِ پُوره شى. ۱۲دا زما حُکم دے، دَ يو بل سره مينه کوئ لکه چه ما تاسو سره مينه کړے ده. ۱۳دَ دے نه زياته نوره مينه نِشته چه يو سړے دِ دَ خپل دوست دَ پاره خپل ځان ورکړى. ۱۴تاسو زما دوستان يئ که زما په حُکمُونو تاسو عمل وکړو. ۱۵نو زَۀ به تاسو ته بيا غُلامان نۀ وايم. يو غُلام ته دَ دے هيڅ پته نۀ وى چه دَ هغۀ مالِک به څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چه ما تاسو ته هر هغه څۀ څرګند کړى دى کُوم چه ما دَ پلار نه آؤريدلى دى. ۱۶تاسو زَۀ غوره کړے نۀ يم، ما تاسو غوره کړى يئ اَؤ ما تاسو په دے مُقرر کړئ چه لاړ شئ اَؤ ميوه ونيسئ، هغه ميوه چه دَ تل ده، دَ دے دَ پاره چه زما په نُوم چه تاسو دَ پلار نه هر څۀ چه غواړئ، هغه تاسو ته درکړى. ۱۷دا زما تاسو ته حُکم دے چه دَ يو بل سره مينه کوئ.
دَ دُنيا بدى
۱۸که تاسو دَ دُنيا بدى شئ نو تاسو ته ښۀ معلُومه ده چه ستاسو نه اول ئے ما سره کړے ده. ۱۹که چرے تاسو دَ دُنيا وَئے نو دُنيا دَ خپلو سره غزيزولى کوى، خو کله چه تاسو دَ دُنيا نۀ يئ ځکه چه ما تاسو دَ دُنيا نه غوره کړى يئ نو دغه سبب دے چه دَ دُنيا تاسو بدى شئ. ۲۰ما چه څۀ ووئيل، دا ياد لرئ، يو غُلام دَ مالِک نه لوئے نۀ دے. لکه څنګه چه ئے زَۀ وعذابولم دغسے به تاسو هم وعذابوى. که هغوئ زما په کلام عمل وکړى ستاسو په کلام به هم عمل وکړى. ۲۱دوئ به زما دَ نُوم په سبب دَ تاسو سره داسے سلُوک وکړى ځکه چه هغوئ هغه نۀ پيژنى چه زَۀ چا راليږلے يم. ۲۲که زَۀ راغلے نۀ وئے اَؤ دوئ ته مے وئيلے نۀ وئے نو دوئ به ګُناه ګار شوى نۀ وُو، خو اوس دَ هغوئ سره دَ خپل ګُناه دَ پاره څۀ بهانه نِشته. ۲۳هر هغه څوک چه ما سره بدى کوى هغه زما دَ پلار سره هم بدى کوى. ۲۴که چرے ما دَ هغوئ په مينځ کښے داسے کارُونه نۀ وئے کړے کُوم چه بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به ګُناه ګار نۀ وئے، خو اوس هغوئ ليدلى دى اَؤ دَ دواړو سره، يعنے ما سره اَؤ دَ پلار سره بدى کوى. ۲۵هم دَ هغوئ په شريعت کښے دا رښتيا ليکلى دى چه، ”هغوئ ما سره بے سببه بدى کوله.“
۲۶خو چه مددګار راشى کُوم چه به زَۀ تاسو ته دَ پلار نه راستوم، يعنے دَ حقيقت رُوح چه دَ پلار نه راوزى، هغه به زما په باب کښے ګواهى ورکوى. ۲۷تاسو به هم ګواهى ورکوئ ځکه چه تاسو دَ اول نه ما سره يئ.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
شپاړسم باب
۱ما دا تاسو ته وئيلى دى چه تاسو به تيندک ونۀ خورئ. ۲هغوئ به تاسو دَ عبادت خانو نه خارج کړى، بلکه داسے وخت راتلُونکے دے چه هر هغه څوک چه تاسو قتلوى نو دا ګُمان به کوى چه ګنى دَ خُدائے خدمت کوى. ۳هغوئ به دا کارُونه ځکه کوى چه نه خو هغوئ پلار پيژنى اَؤ نه ما.
دَ رُوحُ القُدس کار
۴ما دا ځکه درته وئيلى دى چه کله چه دَ دے دَ پُوره کيدو وخت راشى نو تاسو زما خبردارے ياد لرئ.
ما تاسو ته دا خبرے اَول ځکه ونۀ کړے چه زَۀ تاسو سره وم، ۵خو اوس زَۀ هغه چا ته روان يم چا چه زَۀ راليږلے يم. په تاسو کښے هيڅوک زما نه دا تپوس نۀ کوى چه تۀ چرته روان يئے؟ ۶خو بیا هُم څهٔ چه ما تاسو ته وئیلی دی دَ هغے به وجه تاسو غمژن شوی يئ ۷خو بيا هم زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ستاسو دَ بهترئ دَ پاره ده چه زَۀ ستاسو نه جُدا کيږم. که چرے زَۀ ستاسو نه لاړ نۀ شم نو مددګار به رانۀ شى اَؤ که چرے زَۀ لاړ شم نو هغه به زَۀ تاسو ته راواستُوم. ۸کله چه هغه راشى نو هغه به دُنيا دَ ګُناه اَؤ دَ صداقت اَؤ اِنصاف په باب کښے ملامته کړى، ۹دَ ګُناه په باب کښے ځکه چه په ما ايمان نۀ راؤړى، ۱۰اَؤ دَ صداقت په باب کښے ځکه چه زَۀ پلار له ځم اَؤ تاسو به مے بيا ونۀ وينئ، ۱۱اَؤ دَ اِنصاف په باب کښے ځکه چه دَ دے دُنيا سردار مُجرم کړے شو.
۱۲نورے هم ډيرے خبرے دى چه تاسو ته مے کړے وئے خو دا به اوس تاسو برداشت کولے نۀ شئ. ۱۳خو کله چه دَ حقيقت رُوح راشى نو هغه به تاسو ته دا ټول حقيقت وښائى ځکه چه هغه به دَ خپله ځانه هيڅ نۀ وائى، خو هغه څۀ به وائى کُوم چه هغه آؤرى اَؤ هغه به تاسو په راتلُونکى واقعاتو خبر کړى. ۱۴هغه به زما جلال ښکاره کوى ځکه چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبر کړى. ۱۵هر څۀ چه دَ پلار دى هغه زما دى اَؤ دغه وجه ده چه ما ووئيل چه له ما نه به ئے آخلى اَؤ تاسو به پرے خبروى.
غم په خوشحالئ کښے بدليدل
۱۶لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ.
۱۷دَ هغۀ ځنو مُريدانو يو بل ته ووئيل، ”دَ هغۀ دَ دے نه څۀ مطلب دے چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ تاسو به بيا ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ اَؤ په دے چه زَۀ خپل پلار له روان يم؟“
۱۸هغوئ وئيل چه ”دَ دے لږ ساعت نه څۀ مطلب دے چه هغه ئے يادوى؟ مُونږ په دے هيڅ نۀ پوهيږُو چه هغه څۀ وائى.“
۱۹عيسىٰ په دے پوهه شو چه هغوئ له ما نه دَ تپوسُونو په طلب دى اَؤ وئے وئيل، ”آيا تاسو په دے بحث کوئ څۀ چه ما ووئيل چه لږ ساعت پاتے دے اَؤ بيا به تاسو ما نۀ وينئ اَؤ بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟ ۲۰نو زَۀ تاسو ته رښتيا رښتيا وايم چه تاسو به ژاړئ اَؤ وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. خو سره دَ دے چه تاسو به په غم کښے ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالئ بدل شى. ۲۱دَ زيږيدو دَ دړدُونو په وخت خو په ښځه تکليف وى ځکه چه دَ بچى دَ پيدا کيدو وخت راغلے وى، خو کله چه بچے پيدا شى نو دَ هغے سختے په خوشحالئ بدلے شى ځکه چه يو اِنسان په دُنيا کښے وزيږيدو. ۲۲اَؤ تاسو غمژن يئ خو زَۀ به تاسو بيا ووينم اَؤ بيا به تاسو خوشحاله يئ اَؤ هيڅوک به هم ستاسو خوشحالى وانۀ خلى.
۲۳هغه ورځ به تاسو زما په حقله هيڅ پوښتنه نۀ کوئ. رښتيا رښتيا درته وايم، که چرے تاسو زما په نُوم دَ پلار نه چه څۀ وغواړئ نو هغه به ئے درکړى. ۲۴تر اوسَ پورے تاسو زما په نُوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ اَؤ دربه کړے شى په دے چه ستاسو خوشحالى مُکمله شى
زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم
۲۵تر دے خو ما تاسو ته په مِثالُونو خبر کولے، خو وخت راروان دے چه زَۀ به بيا په مِثالُونو کښے خبرے نۀ کوم خو په ډاګه به درته دَ پلار په حقله خبرے کوم. ۲۶کله چه هغه ورځ راشى نو تاسو به زما په نُوم وغواړئ اَؤ زَۀ دا نۀ وايم چه ګنى زَۀ به تاسو دَ پاره پلار ته سوال کوم. ۲۷ځکه چه په پلار تاسو په خپله ګران يئ، ځکه چه زَۀ په تاسو ګران وم اَؤ ايمان مو راوړے دے چه زَۀ دَ خُدائے نه راوتلے يم. ۲۸زَۀ دَ پلار نه راوتلے يم اَؤ دے دُنيا ته راغلے يم اَؤ اوس زَۀ دُنيا بيا پريږدم اَؤ پلار له ځم.“
۲۹دَ هغۀ مُريدانو ووئيل، ”ګوره! تۀ اوس په ډاګه وايئے اَؤ په مِثالُونو کښے نۀ وايئے. ۳۰مُونږ اوس پوهيږُو چه تۀ دَ هر څۀ نه خبر يئے اَؤ دَ تپوسُونو حاجت درنه نِشته. هم په دے وجه زمُونږ دا يقين دے چه تۀ دَ خُدائے نه راوتلے يئے.“
۳۱عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو اوس يقين لرئ څۀ؟ ۳۲ګورئ وخت راروان دے، بلکه دا راغلے هم دے چه تاسو به ټول خوارۀ وارۀ شئ اَؤ خپلو کورُونو ته به لاړ شئ اَؤ ما به يکى يواځے پريږدئ، خو بيا هم زَۀ يواځے نۀ يم ځکه چه پلار راسره دے. ۳۳ما تاسو ته دا هر څۀ ځکه وئيلى دى چه په ما کښے به ستاسو سلامتيا وى. اَؤ په دُنيا کښے به په تاسو سختے وى خو زړۀ ور شئ ځکه چه زَۀ په دُنيا غالب راغلے يم.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اُوولسم باب
دَ مُريدانو دَ پاره دَ عيسىٰ دُعا
۱دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ پورته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”پلاره! وخت راغے، خپل زوى له جلال ورکړه دَ دے دَ پاره چه ستا زوئے تا له جلال درکړى. ۲ځکه چه تا هغۀ له په ټولو بنى آدمو اِختيار ورکړے دے چه هغه ټولو له تل عُمرى ژوندُون ورکړى چه ورته تا حواله کړى دى. ۳دا تل عُمرى ژوندون دے چه تا وپيژنى چه تۀ يواځے رښتينے خُدائے يئے اَؤ عيسىٰ مسيح چه تا را استولے دے. ۴ما په هغه کار پُوره کولو ستا جلال په دے دُنيا کښے څرګند کړو، کُوم چه تا ما ته حواله کړے وو. ۵اَؤ اَئے پلاره! اوس تۀ ما ته په خپل حضُور کښے جلال راکړه، هغه جلال کُوم چه ما تا سره دَ دُنيا دَ پيدايښت نه اول لرلو.
۶ما ستا نُوم په هغه خلقو باندے څرګند کړے دے کُوم چه تا ما ته له دُنيا نه راکړى دى. هغوئ ستا وُو اَؤ تا ما له راکړى وُو اَؤ هغوئ ستا کلام قبُول کړے دے. ۷اَؤ اوس هغوئ پوهه شوى دى چه دا هر څۀ چه تا راکړى دى دا ستا دَ لورى دى. ۸ځکه چه ما هغوئ ته کلام ورکړے دے کُوم چه تا ما له راکړے دے، اَؤ دوئ هغه قبُول کړے دے، اَؤ هغوئ ته دا معلُومه شوه چه دا رښتيا دى چه زَۀ له تا نه راوتلے يم، اَؤ هغوئ په دے ايمان راوړے دے چه زَۀ تا را استولے يم.
۹زَۀ دَ هغوئ دَ پاره دُعا کوم، زۀ دَ دُنيا دَ پاره دُعا نۀ کوم خو دَ هغوئ دَ پاره چه تا راته په حواله کړى دى ځکه چه هغوئ ستا دى. ۱۰څۀ چه زما دى هغه ستا دى، اَؤ څۀ چه ستا دى هغه زما دى، اَؤ په هغوئ کښے زما جلال څرګند شوے دے. ۱۱زَۀ نور په دُنيا کښے نۀ يم خو دوئ به لا په دُنيا کښے وى اَؤ زَۀ ستا په طرف درروان يم. اَئے قدوسه پلاره! تۀ دَ خپل لوظ دَ خاطره دَ دوئ حفاظت وکړه چه تا ما ته راکړى دى، چه دوئ هم يو شى لکه چه مُونږ يو يُو. ۱۲چه زَۀ دَ دوئ سره وم نو ستا په نوم مے دَ هغوئ حفاظت کړے دے چه تا ما ته راکړى وُو اَؤ په هغوئ کښے يو هم دوزخ ته تلے نۀ دے بے له يو نه چه دوزخى دے ځکه چه دَ مُقدس کتاب ليک پُوره شى. ۱۳اَؤ اوس زَۀ تا ته درروان يم خو تر څو چه زَۀ په دے دُنيا کښے يم زَۀ دا وايم چه په دوئ کښے زما خوشحالى پُوره وى.
۱۴ما ستا پيغام هغوئ ته ورکړے دے اَؤ دَ دُنيا هغوئ بدى شى ځکه چه دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم. ۱۵زَۀ ستا نه دا دُعا نۀ کوم چه دوئ دَ دے دُنيا نه وباسے خو دَ شرير نه حفاظت ورکړے. ۱۶دوئ دَ دُنيا نۀ دى لکه چه زَۀ دَ دُنيا نۀ يم. ۱۷دوئ دَ حقيقت په وسيله مُقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے. ۱۸لکه چه تا زَۀ دُنيا ته را استولے يم دغسے ما دوئ دُنيا ته استولى دى. ۱۹اَؤ اوس زَۀ دَ دوئ دَ خاطره خپل ځان مُقدس کوم چه دوئ هم دحقيقت په وسيله مُقدس شى.
۲۰خو زَۀ يواځے دَ دوئ دَ پاره دُعا نۀ کوم بلکه دَ هغه چا دَ پاره هم څوک چه دَ دوئ دَ کلام په وسيله په ما ايمان راؤړى. ۲۱تۀ دوئ ټول يو کړه. لکه چه تۀ پلاره په ما کښے يئے اَؤ زَۀ په تا کښے يم دغه شان دِ دوئ هم په مُونږ کښے يو وى چه دُنيا دا ايمان ولرى چه زَۀ تا را استولے يم. ۲۲کوُم جلال چه تا ما له راکړے دے هغه ما دوئ ته ورکړے دے چه دوئ يو وى لکه چه مُونږ يو يُو، ۲۳زَۀ په هغوئ کښے اَؤ تۀ په ما کښے، چه دوى په کامل طور يو وى. بيا به دُنيا په دے پوهه شى چه زَۀ تا را استولے يم، چه تا دَ دوئ سره هم داسے مينه وکړله چه ما سره دِ کوله.
۲۴اَئے پلاره! دا خلق چه تا ما له راکړى دى زَۀ غواړم چه دوئ دِ زما سره وى چرته چه زَۀ يم، چه دوى زما جلال ووينى کوم چه تا ما له راکړے دے ځکه چه تا دَ ازل نه ما سره مينه کړے ده. ۲۵اَئے صادِقه پلاره! دُنيا ته ونۀ پيژندلے خو زَۀ تا پيژنم اَؤ دوئ هم دا پيژنى چه تا زَۀ را استولے يم. ۲۶ما ستا نُوم دوئ ته څرګند کړو اَؤ دا به نور هم څرګندوم دَ دے دَ پاره چه کُومه مينه چه تا ما سره کوله، دوئ ئے هم دَ يو بل سره وکړى، اَؤ زَۀ دِ هم په دوئ کښے يم.“
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
اتلسم باب
په عيسىٰ مسيح مُخبرى اَؤ نيول
۱دَ دے خبرو نه پس عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره بهر ووتو اَؤ دَ قيدرون دَ خوړ نه پورے وتو. هلته يو باغ وو ۲عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ مُريدان په کښے ورننوتل. هغه ځائے هم هغه يهوداه ته چه په هغۀ ئے مُخبرى کوله معلُوم وو ځکه چه عيسىٰ به اکثر دَ خپلو مُريدانو سره هلته تلو. ۳نو يهوداه دَ رُومى سپاهيانو يو پلټن دَ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ فريسيانو له خوا ليږلى شوى دَ خُدائے دکور محافظان دَ ځان سره واخستل چه ډيوے، مشعلُونه اَؤ وسلے ورسره وے، هغه باغ ته ورغلل. ۴عيسىٰ چه دَ پيښيدُونکو واقعاتو نه خبر وو هغوئ له مخے له راووتو اَؤ تپوس ئے ترے وکړو چه ”تاسو څوک لټوئ؟“
۵هغوئ جواب ورکړو چه ”عيسىٰ ناصرى.“
عيسىٰ ووئيل، ”هغه زَۀ يم.“
هلته په خوا کښے ئے يهوداه مُخبر هم ولاړ وو. ۶کله چه هغۀ ووئيل چه ”هغه زَۀ يم،“ نو هغوئ وروستو شول اَؤ په مزکه پريوتل. ۷عيسىٰ بيا تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“
هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“
۸بيا عيسىٰ ووئيل، ”ما تاسو ته وئيلى دى چه هغه زَۀ يم. که تاسو ما لټوئ نو دا نور پريږدئ چه ځى.“ ۹دا دَ هغۀ هغه قول پُوره کول وُو چه تا چه څوک ما له راکړى دى دَ هغوئ نه ما يو هم نۀ دے ضائع کړے.
۱۰په دغه وخت کښے شمعُون پطروس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په غُلام ئے ګُزار وکړو اَؤ ښى غوږ ئے ترے نه پرے کړو. دَ غُلام نُوم ملخوس وو. ۱۱عيسىٰ پطروس ته ووئيل چه ”خپله تُوره په تيکى کښے کيږده. دا هغه دَ مُصيبت پياله ده چه پلار ما ته راکړے ده، نو زَۀ به دا ولے نۀ څښم؟“
دَ عيسىٰ دَ مشر کاهن په مخکښے پيش کول
۱۲دَ رُومى سپاهيانو سره دَ هغوئ کماندار اَؤ دَ يهوديانو دَ خُدائے دکور مُحافظانو عيسىٰ ونيولو اَؤ وئے تړلو. ۱۳هغوئ هغه اول حنا ته بوتلو، حنا دَ کيفا سخر وو څوک چه دَ هغه کال دَ پاره مشر کاهن وو. ۱۴کيفا هغه سړے وو چا چه يهوديانو ته دا صلاح ورکړے وه چه دَ دوئ دَ پاره غوره دا ده چه يو سړے دَ ټول اُمت دَ پاره مړ شى.
دَ پطروس له عيسىٰ نه اِنکار
۱۵شمعُون پطروس اَؤ بل يو مُريد په عيسىٰ پسے وروستو وروستو روان وُو. دَ دغه مُريد دَ مشر کاهن سره پيژندګلى وه اَؤ دَ عيسىٰ سره دَ مشر کاهن غولى ته ورننوتو. ۱۶خو پطروس بهر په دروازه کښے ايسار شو. بيا هغه بل مُريد چه دَ مشر کاهن سره ئے پيژندګلى وه، دوباره بهر ووتو اَؤ په دروازه کښے دَ ولاړے ښځے سره ئے خبرے وکړے اَؤ پطروس ئے دَ ننه کړو. ۱۷په دروازه کښے ولاړے خدمتګارے پطروس ته ووئيل، ”آيا تۀ هم دَ دے سړى مُريد يئے څۀ؟“
هغۀ ووئيل چه ”زَۀ نۀ يم.“
۱۸غُلامانو اَؤ مُحافظانو سکارۀ بل کړى وُو ځکه چه موسم يخ وو اَؤ هغوئ ترے چاپيره ولاړ وُو اَؤ ځان ئے تودولو اَؤ پطروس هم دَ هغوئ سره ولاړ وو اَؤ ځان ئے تودولو.
دَ مشر کاهن له عيسىٰ نه تحقيق کول
۱۹مشر کاهن دَ عيسىٰ نه دَ هغۀ دَ مُريدانو اَؤ دَ هغۀ دَ تعليم په حقله تپوس وکړو. ۲۰عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ما ټولو خلقو ته په ډاګه خبرے کولے. ما هميشه په عبادت خانو اَؤ دَ خُدائے په کور کښے تعليم ورکړے دے چرته چه ټول يهوديان راغونډيږى اَؤ هيڅ شے مے په پټه نۀ دے وئيلے. ۲۱نو تۀ له ما نه تپوسُونه ولے کوے؟ زما دَ آؤريدُونکو نه تپوس وکړه چه ما هغوئ ته څۀ وئيلى دى، هغوئ ته معلُومه ده چه ما څۀ وئيلى دى.“
۲۲کله چه عيسىٰ دا ووئيل نو يو مُحافظ څوک چه دَ هغۀ په خوا کښے ولاړ وو عيسىٰ ته په مخ څپيړه ورکړه اَؤ وئے وئيل، ”څوک مشر کاهن ته داسے جواب ورکوى څۀ؟“
۲۳عيسىٰ جواب ورکړو، ”که بد مے وئيلى دى نو ګواهى پرے تيره کړه، اَؤ که ښۀ مے وئيلى دى نو دا ګُذار دِ ولے راکړو؟“
۲۴حنا بيا عيسىٰ تړلے مشر کاهن کيفا ته واستولو.
دَ پطروس له عيسىٰ نه بيا اِنکار کول
۲۵په دے دوران کښے شمعُون پطروس ولاړ وو اَؤ ځان ئے تودولو، نو نورو تپوس وکړو، ”آيا تۀ هم دَ هغۀ مُريد نۀ يئے څۀ؟“
خو هغۀ اِنکار وکړو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ نۀ يم.“
۲۶دَ مشر کاهن يو غُلام کُوم چه دَ هغه سړى عزيز وو چه پطروس ترے نه غوږ پرے کړے وو اِصرار وکړو، ”آيا ما تۀ دَ هغۀ سره په باغ کښے نۀ وے ليدلے څۀ؟“
۲۷پطروس بيا اِنکار وکړو، اَؤ هم په دغه وخت کښے چرګ بانګ ووے.
دَ عيسىٰ دَ پيلاطوس په مخ کښے پيش کول
۲۸دَ کيفا نه ئے عيسىٰ دَ رومى حاکم قلا ته بوتلو. اوس خړ سحر وو اَؤ يهوديان په خپله دَ قلا نه بهر ودريدل چه دَ پليتئ نه ځان وساتى دَ دے دَ پاره چه هغوئ دَ فسح خوراک وخورى. ۲۹نو پيلاطوس ورته بهر راووتو اَؤ تپوس ئے وکړو، ”تاسو دَ دے سړی خلاف څهٔ دعویٰ لرئ؟“ ۳۰هغوئ جواب ورکړو، ”که دے چرے مُجرم نۀ وئے نو مُونږ به تا له نۀ وو راوستے.“
۳۱پيلاطوس ووئيل، ”دَئے بوزئ اَؤ دَ خپل شريعت په مُطابق ئے فيصله وکړئ.“
يهوديانو جواب ورکړو چه ”مُونږ سره دَ چا دَ مړ کولو اِختيار نِشته.“ ۳۲اَؤ دغه شان دَ عيسىٰ هغه خبره پُوره شوه چه هغه به په څۀ قِسم مرګ مړ شى.
۳۳پيلاطوس بيا قلا ته ننوتو اَؤ عيسىٰ ئے راوغوښتو. هغۀ تپوس وکړو چه ”تۀ رښتيا دَ يهوديانو بادشاه يئے څۀ؟“
۳۴عيسىٰ ووئيل، ”آيا دا ستا خپل خيال دے اَؤ که بل چا داسے درته وئيلى دى؟“
۳۵پيلاطوس ووئيل، ”زَۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام اَؤ دَ هغوئ مشرانو کاهنانو تۀ ما ته په حواله کړے يئے، تا کړى څۀ دى؟“
۳۶عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما بادشاهى دَ دے دُنيا بادشاهى نۀ ده. که چرے زما بادشاهى دَ دے دُنيا وئے، نو زما خادمانو به دَ يهوديانو نه زما دَ بچ کولو دَ پاره دَ هغوئ سره جنګ کړے وو. زما بادشاهى دَ دے دُنيا نۀ ده.“
۳۷پيلاطوس ووئيل، ”بيا خو تۀ بادشاه يئے نو؟“
عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هو، زَۀ بادشاه يم ستا دَ خُلے. زَۀ دَ دے دَ پاره پيدا وم اَؤ دَ دے دَ پاره دُنيا ته راغلے يم چه زَۀ دَ حقيقت په باب ګواهى ورکړم اَؤ څوک چه حقيقت خوښوى هغه زما آواز آؤرى.“
۳۸پيلاطوس ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“
په عيسىٰ دَ مرګ فتوىٰ
اَؤ دے وئيلو سره هغه بيا يهوديانو ته ورووتو. هغۀ ووئيل چه ”زَۀ دَ خپله لوريه په هغۀ کښے هيڅ خطا نۀ وينم. ۳۹خو ستاسو دا رواج دے چه زَۀ يو قيدى دَ فسح په ورځ ستاسو په وينا آزادوم. آيا تاسو دا غواړئ چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه درته آزاد کړم څۀ؟“
۴۰بيا دَ خلقو چغه راوخته، ”عيسىٰ نه، خو مُونږ برابا غواړو!“ اَؤ برابا يو ډاکُو وو.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
نولسم باب
۱پيلاطوس بيا عيسىٰ بوتلو اَؤ په کروړو ئے ووهلو. ۲اَؤ سپاهيانو دَ ازغيو تاج جوړ کړو اَؤ هغۀ ته ئے په سر کړو اَؤ سره چُوغه ئے ورواغوسته. ۳بيا هغوئ هغۀ له راتلل، چغے به ئے وهلے، ”دَ يهوديانو بادشاه سلام!“ اَؤ په مخ به ئے څپيړه ورکوله.
۴يو ځل بيا پيلاطوس بهر راغے اَؤ يهوديانو ته ئے ووئيل چه ”زَۀ عيسىٰ تاسو ته بهر راولم چه تاسو خبر شئ چه دَ هغۀ خلاف ما هيڅ جُرم ونه مُوندلو.“ ۵اَؤ عيسىٰ بهر راغے دَ ازغو تاج ئے په سر وو اَؤ سره چُوغه ئے آغوستے وه. پيلاطوس ووئيل، ”وګورئ دا سړے.“
۶مشرانو کاهنانو اَؤ دَ خُدائے دَ کور مُحافظانو هغه وليدو اَؤ چغے ئے کړے، ”دَئے په سولئ کړه! په سولئ ئے کړه!“
پيلاطوس ووئيل چه ”دَئے بوزئ اَؤ په خپله ئے په سولئ کړئ ځکه چه ما دَ دَۀ خلاف هيڅ جُرم ونۀ مُوندلو.“
۷يهوديانو جواب ورکړو چه ”مُونږ سره شريعت شته، اَؤ دَ شريعت په مُطابق دَ مرګ لائق دے ځکه چه دَۀ دا دعوىٰ کړے ده چه زَۀ دَ خُدائے زوئے يم.“
۸کله چه پيلاطوس دا واؤريدل نو هغه نور زيات ويرے واخستو. ۹هغه قلا ته بيرته لاړو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو چه ”تۀ دَ کُوم ځائے يئے؟“ خو عيسىٰ ورته هيڅ جواب ورنه کړو. ۱۰پيلاطوس ووئيل، ”آيا تۀ ما سره خبرے نۀ کوے څۀ؟ يقينًا چه تا ته دا معلُومه نۀ ده چه ما سره دا اِختيار شته چه تا آزاد کړم اَؤ دا اِختيار هم را سره شته چه تا په سولئ کړم؟“
۱۱عيسىٰ جواب ورکړو چه ”ستا به په ما باندے هيڅ اِختيار نۀ وئے که چرے دا دَ خُدائے نه تا ته نۀ وئے درکړے شوے. ځکه چا چه زَۀ تا ته په حواله کړے يم، په دے کښے زيات مُجرم هغه دے.“ ۱۲دَ هغه ساعت نه پيلاطوس ډير کوشش کاوو چه هغه آزاد کړى خو يهوديان په چغو سر وُو، ”که تا دا سړے آزاد کړو نو تۀ بيا دَ رُومى قيصر خير خواه نۀ يئے! کُوم سړے چه ځان بادشاه کوى هغه دَ رُومى قيصر مُخالفت کوى!“
۱۳کله چه پيلاطوس واؤريدل چه دوئ څۀ وائى نو هغۀ عيسىٰ بهر راوويستو اَؤ دَ عدالت په کُرسئ هغه ځائے کښيناستو چه دُونکاچه ورته وائى خو په عِبرانئ ژبه کښے ورته ګبتا وائى. ۱۴دا دَ فسح دَ تيارولو ورځ وه اَؤ قريبًا غرمه وه. پيلاطوس يهوديانو ته ووئيل، ”دا دے ستاسو بادشاه.“ ۱۵هغوئ چغے کړے، ”قتل ئے کړه! قتل ئے کړه! په سولئ ئے کړه!“ پيلاطوس ورته ووئيل، ”ستاسو بادشاه په سولئ کړم څۀ؟“ مشرانو کاهنانو جواب ورکړو چه ”زمُونږ خو دَ قيصر نه بغير بل بادشاه نِشته.“ ۱۶نو دَ دے نه پس ئے عيسىٰ هغوئ ته دَ سولئ کولو دَ پاره په حواله کړو.
دَ عيسىٰ په سولئ کول
نو هغوئ عيسىٰ ونيوو. ۱۷اَؤ هغۀ خپله سولئ په خپله پورته کړے وه، بهر راووتو اَؤ کپرئ نُومے ځائے ته راغلل چه په عبرانى ژبه کښے ورته ګولګتا وائى. ۱۸هلته هغوئ عيسىٰ په سولئ کړو اَؤ ورسره ئے دوه نور هم يو ښى لاس ته اَؤ بل ګس لاس ته، اَؤ عيسىٰ په مينځ کښے. ۱۹اَؤ پيلاطوس يوه کتبه وليکله اَؤ دَ سولئ سره ئے وتړله چه دا پرے ليک وُو. ”عيسىٰ ناصرى دَ يهوديانو بادشاه.“ ۲۰ډيرو يهوديانو دا کتبه ولوستله ځکه چه دَ عيسىٰ دَ سولئ کولو ځائے دَ ښار نه لرے نۀ وو، اَؤ هغه کتبه په عبرانئ، لاطينئ اَؤ يُونانئ ژبه کښے وه. ۲۱بيا دَ يهوديانو مشر کاهن پيلاطوس ته ووئيل، ”تۀ دا مه ليکه چه دَ يهوديانو بادشاه، خو دا وليکه چه ئے وئيلى وُو چه زَۀ دَ يهوديانو بادشاه يم.“
۲۲پيلاطوس جواب ورکړو، ”هر څۀ چه ما ليکلى دى هغه مے ليکلى دى.“
۲۳کُومو سپاهيانو چه عيسىٰ په سولئ کړے وو هغوئ دَ هغۀ جامے واخستے اَؤ په څلور ځايه ئے وويشلے، دَ هر يو سپاهى دَ پاره يوه، اَؤ چُوغه ئے پريښوده. چُوغه ګنډلے شوے نۀ وه اَؤ ټوله يوه ټوټه اَؤدلے شوى وه.
۲۴نو هغوئ يو بل ته ووئيل، ”مُونږ ته دا څيرے کول نۀ دى په کار، راځئ چه پرے هسک واچوو چه چا ته ملاويږى.“ دغه شان دَ صحيفے ليک دُرست ثابت شو، ”هغوئ زما جامے په خپلو کښے وويشلے اَؤ زما په چُوغه ئے هسک واچولو.“ دغه شان سپاهيانو وکړل.
۲۵خو دَ عيسىٰ دَ سولئ سره دَ هغۀ مور سره دَ خپلے خور، دَ کلوپاس ښځه مريم اَؤ مريم مګدلينى ولاړے وے. ۲۶عيسىٰ خپله مور دَ خپل خوږ مُريد سره په خوا کښے ولاړه وليده. عيسىٰ هغے ته ووئيل، ”مورے! دا ستا زوئے دے.“
۲۷اَؤ بيا مُريد ته ئے ووئيل، ”دغه ستا مور ده.“ دَ هغۀ نه پس هغه مُريد مريم کورته بوتله.
دَ عيسىٰ مسيح مرګ
۲۸دَ دے نه پس عيسىٰ چه پوهه شو چه هر څۀ پُوره شوى دى چه دَ صحيفے ليک پُوره شى، نو وئے وئيل چه ”زَۀ تږے يم.“
۲۹هلته يو لوښے دَ سرکے نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسپنج په سرکه کښے ډُوب کړو اَؤ دَ زوفا په نلکئ ئے کيښودو اَؤ دَ هغۀ شُونډو ته ئے ورورسولو. ۳۰کله چه سرکه ورته ورکړے شوه نو هغۀ ووئيل چه ”پُوره شو!“
سر ئے ټيټ کړو اَؤ مړ شو.
دَ عيسىٰ مسيح پوښتئ په نيزه وهل
۳۱چُونکه دا دَ فسح دَ تيارئ کولو ورځ وه نو يهوديانو پيلاطوس ته خواست وکړو چه په سولئ شوو پښے دِ ماتے کړے شى اَؤ مړى دِ راکُوز کړى چه دَ سبت په ورځ مړى په سولئ پاتے نۀ شى ځکه چه دا دَ سبت ډيره لويه ورځ وه. ۳۲سپاهيان هغه اول مُجرم ته ورغلل اَؤ دَ هغۀ پښے ئے ماتے کړے اَؤ بيا دَ دويم هم چه عيسىٰ سره په سولئ شوى وُو. ۳۳خو کله چه هغوئ دَ عيسىٰ خوا ته راغلل نو هغه ئے وليدو چه مړ دے، نو هغوئ دَ هغۀ پښے ماتے نۀ کړلے. ۳۴خو په سپاهيانو کښے يو دَ هغۀ پوښتئ په نيزه ووهله اَؤ سمدستى ترے دَ وينو اَؤ اوبو دارے روانے شوے. ۳۵دا دَ يو چشم ديد ګواه ګواهى ده کُومه چه پخه ده اَؤ هغه پوهيږى چه هغه رښتيا وائى چه تاسو هم پرے ايمان راوړئ. ۳۶ځکه چه دَ صحيفے دا ليک پُوره شى : ”دَ هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ ۳۷اَؤ بيا يو بل آيت وائى چه : ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چه په نيزه ئے سُورے کړو.“
دَ عيسىٰ مسيح دفن کيدل
۳۸دَ هغے نه پس يُوسف چه دَ اريمتيه وو اَؤ هغه دَ عيسىٰ يو مُريد وو خو په پټه ځکه چه هغه دَ يهوديانو نه ويريدو، هغۀ پيلاطوس ته خواست وکړو چه ما له دَ عيسىٰ لاش دَ سولئ نه دَ وړلو اِجازت راکړه. اَؤ پيلاطوس اِجازت ورکړو، نو ځکه يُوسف ورغے اَؤ دَ عيسىٰ لاش ئے يوړو. ۳۹دَ هغۀ سره نيکوديموس نومے سړے هم ملګرے شو څوک چه عيسىٰ له دَ شپے ورغلے وو، اَؤ قريبًا دَ پنځوس سيره عُودو سره ئے لُوبان ګډ کړى راوړل. ۴۰هغوئ دَ عيسىٰ لاش واخستو اَؤ دَ خوشبُويو سره ئے دَ لټے په کفن کښے دَ يهوديانو دَ رواج په مُطابق ونغښتو. ۴۱کُوم ځائے کښے چه هغه په سولئ کړے شوے وو هلته کښے يو باغ وو اَؤ په باغ کښے دَ ننه يو نوے قبر وو چه لا په کښے څوک ښخ کړے شوے نۀ وو. ۴۲هر کله چه دغه قبر نيزدے وو اَؤ بله ورځ دَ سبت ورځ وه ځکه چه هغوئ عيسىٰ دغلته وسپارلو.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
شلم باب
دَ عيسىٰ مسيح له مړو نه بيا ژوندے پاڅيدل
۱دَ اِتوار په ورځ سحر وختى چه لا توره خړه وه مريم مګدلينى هغه قبر له راغله اَؤ څۀ ګورى چه دَ قبر دَ خُلے نه ګټ بيرته کړے شوے وو. ۲نو هغے په شمعُون پطروس اَؤ هغه بل مُريد پسے دَؤ کړو چا سره چه عيسىٰ مينه کوله اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”هغوئ خو مالِک دَ قبر نه وړے دے، اَؤ دا نۀ ده معلُومه چه کُوم ځائے ئے هغه ښخ کړے دے.“
۳نو پطروس اَؤ هغه بل مُريد پاڅيدل اَؤ قبر پلو روان شول. ۴هغوئ څنګ په څنګ زغاښتل خو بل مُريد دَ پطروس نه مخکښے شو اَؤ قبر ته ئے ځان ورسوو. ۵هغۀ دَ ننه وکتل اَؤ دَ لټے کفن ئے وليدو چه هلته پروت وو خو دَ ننه ورنۀ راغلو. ۶بيا شمعُون پطروس په هغۀ پسے راغے اَؤ قبر ته ورننوتو. هغۀ دَ لټے کفن وليدو ۷اَؤ هغه رومال چه دَ عيسىٰ سر ئے پرے تړلے وو هغه دَ کفن سره نۀ وو پروت بلکه ځان له جُدا نغښتے شوے په يو بل ځائے کښے پروت وو. ۸نو بيا کُوم مُريد چه مخکښے راغلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو اَؤ وئے ليدل اَؤ يقين ئے راغے. ۹تر دغه وخته هغوئ دَ صحيفو په مطلب نۀ وُو رسيدلى چه دا ئے ښکاره کړے وه چه عيسىٰ به خامخا دَ مړو نه بيا ژوندے پاڅى.
دَ عيسىٰ مسيح مريم مګدلينى ته ظاهريدل
۱۰نو مُريدان بيرته کورته لاړل. ۱۱خو مريم دَ قبر نه بهر ولاړه وه اَؤ ژړل ئے. کله چه هغے وژړل نو بيا ئے په قبر کښے سر ور دَ ننه کړو، ۱۲اَؤ هلته ئے دوه فرښتے په سپينو جامو کښے دَ مړى په ځائے ناستے وليدے، يوه سر پَلو اَؤ بله پښو ته، په هغه ځائے کښے چرته دَ عيسىٰ لاش کيښودے شوے وو. ۱۳هغوئ هغے ته ووئيل چه ”اَئے ښځے! تۀ ولے ژاړے؟“
هغے جواب ورکړلو چه ”هغوئ زما مالِک چرته وړے دے اَؤ ما ته دا نۀ ده معلُومه چه هغه ئے کُوم ځائے ښخ کړے دے.“
۱۴دَ دے خبرو نه پس هغے مخ راواړولو اَؤ څۀ ګورى چه عيسىٰ هم هلته ولاړ دے، خو هغے ونۀ پيژندلو چه دا عيسىٰ دے. ۱۵عيسىٰ هغے ته ووئيل، ”ته ولے ژاړے؟ تۀ څوک لټوے؟“
هغے دا خيال وکړو چه ګنى دا دَ دے باغ مالى دے، نو ورته ئے ووئيل، ”صاحبه! که چرے تا دَ دے ځائے نه وړے دے نو ما ته دا ووايه چه هغه دِ کُوم ځائے ښخ کړے دے، نو زَۀ به هغه دَ هغه ځائے نه يوسم.“
۱۶عيسىٰ ووئيل، ”مريمے!“
هغے هغۀ ته مخ ورو ګرزوو اَؤ وئے وئيل، ”ربونى!“ چه په عبرانئ کښے اُستاذ ته وئيلے شى.
۱۷عيسىٰ ووئيل، ”ما ته لاس مه راؤړه ځکه چه زَۀ لا پلار ته نۀ يم تلے خو زما ورُوڼو له لاړه شه اَؤ هغوئ ته ووايه چه زَۀ اوس خپل پلار ته اَؤ ستاسو پلار ته، خپل خُدائے ته اَؤ ستاسو خُدائے ته پاس ځم.“
۱۸مريم مګدلينى مُريدانو له لاړه اَؤ وئے وئيل چه ”ما مالِک وليدو!“ اَؤ هغوئ ته ئے دَ هغۀ پيغام ورسوو.
دَ عيسىٰ مسيح مُريدانو ته ظاهريدل
۱۹هم دَ هغه اِتوار په ورځ ماښام چه مُريدانو دَ يهوديانو دَ ويرے نه دروازے بندے کړے وے ناست وُو، چه عيسىٰ راغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”په تاسو دِ سلامتيا وى!“ ۲۰اَؤ بيا ئے هغوئ ته خپل لاسُونه اَؤ خپله پوښتئ وښووله. نو کله چه مُريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډير خوشحاله شُو. ۲۱عيسىٰ يو ځل بيا ووئيل چه ”په تاسو دِ سلامتيا وى، څنګه چه پلار زَۀ را استولے يم هم دغسے زَۀ تاسو استوم.“ ۲۲بيا ئے په هغوئ وپُوکل اَؤ وئے وئيل، ”رُوحُ القُدس واخلئ! ۲۳که چرے تاسو دَ چا ګُناهُونه وبخښئ نو هغوئ وبخښلے شُو، اَؤ که چرے تاسو هغه ونۀ وبخښئ نو هغه به نابخښلے پاتے شى.“
عيسىٰ اَؤ توما
۲۴په دولسو مُريدانو کښے يو توما چه برغونے هم بللے شى دَ نورو سره هغه وخت هلته موجُود نۀ وو چه عيسىٰ راغے. ۲۵نو مُريدانو هغۀ ته حال ووے چه مُونږ مالِک ليدلے دے. هغۀ ووئيل چه ”تر څو چه ما دَ هغۀ په لاس دَ ميخُونو سُورے ليدلے نۀ وى، اَؤ خپلے ګوتے مے پرے نۀ وى لګولے په کُوم ځائے کښے چه ميخُونه ټک وهلى شوى وُو اَؤ خپل لاسُونه دَ هغۀ په پوښتئ ونۀ لګوم نو زَۀ به دا يقين ونۀ کړم.“
۲۶يوه هفته پس دَ هغۀ مُريدان بيا په کوټه کښے ناست وُو اَؤ توما ورسره موجُود وو. سره دَ دے چه دروازے بندے وے نو عيسىٰ ورغے دَ هغوئ په مينځ کښے ودريدو اَؤ وئے وئيل، ”په تاسو دِے سلامتيا وى“ ۲۷بيا ئے توما ته ووئيل، ”خپلے ګوتے دلته کيږده اَؤ زما لاسُونه ووينه اَؤ خپل لاس وړاندے کړه اَؤ زما په پوښتئ ئے ولګوه اَؤ نور شک مه کوه خو يقين وکړه.“ ۲۸توما ووئيل، ”زما مالِکه اَؤ زما خُدايه!“
۲۹عيسىٰ ووئيل، ”په دے چه تا زَۀ وليدم نو ايمان دِ راؤړو. بختور دى هغوئ چه زَۀ ئے نۀ يم ليدلے خو ايمان راؤړى.“
دَ دے کتاب مقصد
۳۰بے شکه چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو په وړاندے نورے هم ډيرے مُعجزے څرګندے کړے، کُومے چه په دے کتاب کښے نۀ دى ليکلے شوے. ۳۱اَؤ هغه چه دلته ليکلے شوے دى دا تش په دے غرض دى چه تاسو په دے ايمان راؤړئ چه عيسىٰ هم مسيح دے، يعنے دَ خُدائے زوئے، اَؤ دَ ايمان راؤړلو په وسيله دَ هغۀ په نوم ژوندُون ولرئ.
دَ يوحنا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے
يوويشتم باب
دَ عيسىٰ مسيح اُوو مُريدانو ته ظاهريدل
۱څۀ مُوده پس عيسىٰ بيا دَ تيبرياس درياب په غاړه مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. ۲شمعُون پطروس اَؤ توما چه برغونے هم بللے کيږى اَؤ نتانى ايل چه دَ ګليل دَ قانا وو اَؤ دَ زبدى زامن اَؤ دوه نور مُريدان هم هلته موجُود وو. ۳شمعُون پطروس ووئيل، ”زَۀ دَ کبانو په ښکار ځم.“
نورو ووئيل چه مُونږ به هم درسره ملګرى شُو. هغوئ روان شول اَؤ کشتئ ته وختل خو په هغه شپه ئے هيڅ ونۀ نيول. ۴چه سحر شو نو څۀ ګورى چه عيسىٰ دَ درياب په غاړه ولاړ دے خو مُريدانو ته دا نۀ وه معلُومه چه ګنى دا عيسىٰ دے. ۵عيسىٰ هغوئ ته نعرے کړے، ”اَئے هلکانو! څۀ مو ونيول که نه؟“
هغوئ جواب ورکړو چه ”نه“
۶هغۀ ووئيل، ”دَ کِشتئ ښى لاس ته جال وولئ نو کبان به ونيسئ.“ هغوئ دغه شان وکړل اَؤ څۀ ګورى چه هغوئ جال کِشتئ ته نه شو راخيژولے ځکه چه په هغۀ کښے دومره ډير کبان راګير شوى وُو.
۷بيا هغه مُريد چه عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے!“ کله چه شمعُون پطروس دا واؤريدل نو هغۀ خپله چُوغه واغوسته ځکه چه هغه بربنډ وو اَؤ درياب ته ئے ودانګل. ۸هغه نور په کِشتئ کښے راغلل اَؤ دَ کبانو ډک جال ئے راکښو ځکه چه هغوئ دَ وچے نه ډير ورايسته نۀ وُو خو بس يو سل ګزه به ورايسته وُو. ۹کله چه هغوئ غاړے ته راوختل نو هغوئ دَ سکارو اور وليدو چه کب پرے پروت وو اَؤ لږه ډوډئ هم ورسره وه. ۱۰عيسىٰ ووئيل چه ”دَ خپلو هغه کبانو نه چه اوس مو نيولى دى څۀ راؤړئ.“
۱۱شمعُون پطروس کِشتئ ته ورغے اَؤ جال ئے مزکے ته راکښو چه دَ غټو کبانو نه ډک وو، اَؤ دا يو سل درے پنځوس وُو، اَؤ سره دَ دے چه دومره زيات وُو خو بيا ئے هم جال ونۀ شليدلو. ۱۲عيسىٰ ووئيل، ”راځئ اَؤ وخورئ.“ په مُريدانو کښے يو کس هم دا همت ونۀ کړے شو چه تپوس ترے وکړى چه تۀ څوک يئے؟ ولے چه هغوئ ته دا پته وه چه دا مالِک دے. ۱۳عيسىٰ راوړاندے شو، ډوډئ ئے واخسته اَؤ هغوئ له ئے ورکړه اَؤ کب ئے هم دغه شان تقسيم کړو.
۱۴دا دريم ځل وو چه عيسىٰ دَ مړو نه ژوندے کيدو نه پس خپلو مُريدانو ته خپل ځان څرګند کړے وو.
عيسىٰ اَؤ پطروس
۱۵دَ خوراک نه پس عيسىٰ شمعُون پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه دَ يوحنا زويه! تۀ دَ نورو ټولو نه ګنى ما سره زياته مينه لرے څۀ؟“
هغۀ جواب ورکړو چه ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“
هغۀ ورته ووئيل چه ”بيا نو زما ګډورى وڅروه.“ ۱۶په دويم ځل هغۀ تپوس وکړو چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! تۀ ما سره مينه کوے؟“
پطروس ووئيل، ”هو مالِکه! تا ته معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“
هغۀ ورته ووئيل، ”نو بيا زما ګډے سمبالے کړه.“ ۱۷په دريم ځل هغۀ ووئيل چه ”شمعُون دَ يوحنا زويه! آيا تۀ ما سره مينه کوے؟“
پطروس په دے خبره غمژن شو چه هغۀ ترے په دريم ځل دا تپوس وکړو چه تۀ ما سره مينه کوے؟ هغۀ ووئيل، ”مالِکه! تا ته هر څۀ معلُوم دى اَؤ تا ته ښه معلُومه ده چه زَۀ تا سره مينه کوم.“
عيسىٰ ووئيل، ”زما ګډے وڅروه. ۱۸رښتيا رښتيا درته دا وايم چه کله چه تۀ ځوان وے نو تا به خپله ملا په خپله تړله اَؤ چرته چه دے غوښتل هغه خوا به تلے خو کله چه تۀ زوړ شے نو تۀ به خپل لاسُونه خوارۀ کړے اَؤ بل څوک به دِ ملا وتړى اَؤ هغه خوا ته به دِ بوزى چرته چه ستا دَ تللو نيت نۀ وى.“ ۱۹هغۀ دا خبره دا ظاهرولو دَ پاره وکړه چه پطروس به په داسے مرګ وژلے کيږى چه دَ خُدائے جلال به په کښے څرګند شى. بيا هغۀ دا ووئيل چه ”په ما پسے راځه.“
عيسىٰ اَؤ دَ هغۀ خوږ مُريد
۲۰پطروس راوګرزيدو اَؤ هغه مُريد ئے په ځان پسے وليدلو دَ چا سره چه عيسىٰ مينه کوله، هغه چه دَ ډوډئ په وخت هغۀ ته راکښته شوے وو اَؤ دا تپوس ئے ترے کړے وو چه ”مالِکه! هغه څوک دے چه په تا به مُخبرى کوى؟“ ۲۱پطروس چه هغه وليدو نو دَ عيسىٰ نه ئے تپوس وکړو، ”مالِکه! هغۀ ته به څۀ پيښيږى؟“
۲۲عيسىٰ جواب ورکړو، ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟ تۀ په ما پسے راځه.“
۲۳دَ عيسىٰ دا وينا په مُريدانو کښے مشهُوره شوه اَؤ دا مطلب ترے واخستے شو چه ګنى دغه مُريد به نۀ مرى، خو عيسىٰ تش دا وئيلى وُو ”که دا زما رضا وى چه هغه دِ تر هغے پاتے شى کله چه زَۀ بيا راشم نو ستا په دے کښے څۀ؟“
۲۴دا هم دغه مُريد دے چه دلته چه څۀ ليکلى شوى دى دَ هغے ګواه دے. دا په حقيقت کښے هغه دے چه دا ئے وليکل اَؤ مُونږ ته دا معلُومه ده چه دَ هغۀ ګواهى رښتيا ده
۲۵نور هم ډير څۀ دى چه عيسىٰ کړى وُو، که چرے دا ټول په تفصيل سره ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چه په ټوله دُنيا کښے به هغه کتابُونه چه په دے ليکلى شوى وئے نۀ ځائيدل.